Copyright © 2025, Muhammad Iqbal Khan, all rights reserved
You are free to redistribute this book in pdf format. If you make use of any part of this book you must give appropriate credit to the author. You may not remix, transform, or build upon the material without permission from the author. You may not use the material for commercial purposes
تړون
پہ نوم د خوشحان خان خټک،حسين، رحمان بابا او حمزه خان شينواري
غزل او ډیوہ
ددې کتاب بنیاد پہ ھغہ پروګرامونو دے چې پہ ډیوہ رېډیو پہ غزل باندې شوی دی ۔ پہ دې پروګرامونو کښې بہ مېلمانۂ اکثر ډاکټر یار محمد مغموم ، ډاکټر پروېز مھجور ، ډاکټر راجولی شاہ خټک ، ډاکټر اسماعیل ګوھر ، نور الامین یوسفزے وو ۔ راقم الحروف د پروګرام د ابتدا نہ تر خاتمې پورې بلاناغہ شریک پاتے شوے دے ، ددې کتاب افادیت دادے چې دا تر دې دمہ پہ نوی تحقیق اډاڼہ دے او د وخت لویو محقیقنو او ناقدینو د سیوری لاندې تر سرہ شوے دے ۔ دپروګرام ګېډہ ډکولو پہ خاطر دشاعر پہ شخصیت اوپہ ژوند نظم نثر او پہ نورو سرګرمیانو باندې ھم خبرې اترې شوې دی چې ما د غزل اسلوب لہ پارہ ضروری نہ دی ګڼلې ۔دشاعر بائیوګرافی باندې خیال ساتلے شوے دے ۔ او فقط د غزل خصوصیاتو باندې بحث شوے دے ۔
غزل
د غزل پوهان عموما د درې تعريفونو کوي
۱: غزل وائي ښځو يا محبوب سره خبرو کولو ته مقصد ئې دا شو چې د غزل لهجه نرمه او خواږه پکار ده،
۲: غزل وائي د هوسۍ غمژنې او دړمنې چغې ته چې د ښکاري سپو یا د صیاد په دام کښې ګېره شي،لۀ دې نه دا معلومه ده چې په غزل کښې درد او سوز پکار دے۔
۳: د غزل درېم تعريف دے غزل د تغزل نه راوتے دے ۔ زما ځنې ملګری دا اعتراض لری چې غزل ذات دے او تغزل صفت ۔ د صفت نہ ذات څنګہ راوتۂ ۔پروفېسر انور جمال د غزل پہ انګرېزۍ کښې ترجمہ کړې دہ lyric او د سېفو نظمونو تہ lyrical پہ ۷ قبلِ مسیح کښې وائېلے شوے دي ۔ غزل پہ ایران کښې داسلام نہ ډېر ورستو وجود موندے دے ۔غزل اولنے شاعر رودکی دے۔اوس سوال پېدا کېږی چې مشر د کشر نہ څنګہ پېدا شو ۔ د تغزل پوھان داسې تعریف کوی
۱: تغزل د يو احساس یو کېفیت نوم دے چې په الفاظو کښې بيانېدے نه شي۔
۲: تغزل د احساساتو او د جذباتو نوم دے۔
۳: د غزل حسن چې پہ څۂ زیاتېږی تغزل دے۔
پہ اردو لغت کښې د تغزل معنیٰ دہ بربطی ، سرمدی سرودی وغېرہ
ډاکټر عمر فاروق پہ خپل کتاب اصطلاحات نقد ادب کښې د تغزل امکانی تعریف پہ الفاظو کښې کړے دے ۔ پہ کلام کښې څۂ داسې الفاظ استعمالول چې درد سرہ سرہ د انبساط کېفیت پکښې موجود وی ۔ الفاظ لیطیف وی چې پہ غوږونو باندې ښہ لږی ۔ د شاعر طرزِبیان ایمائی وی او قاری لہ پہ سوچ امادہ کوی ۔
پروفېسر انور جمال د خپل کتاب ادبی اصطلاحت پہ صفحہ ۷۱ باندې د تغزل تعریف داسې کوی دا ھغہ کېفیت دے چې د اسلوب بیان ،لب ولہجہ، پېرایہ اظہار ، تنظیمی جمال ، خیال انګېزۍ بلاغت حسن ، غنایت ددې ټولو عناصرو مجموعی تاثر تہ تغزل وائی ۔ ددې تعلق د قاری ذوق او د جمال اشنائی سرہ دے ۔ دا ټول عناصر چې یو ځائے شی قاری تہ جمالیاتی اسودګی رسوی ۔ تغزل علاوہ د غزل د شاعرۍ پہ نورو اصنافو کښې ھم کېدے شی ۔
غزل کہ ناوې دہ بحر ، وزن ردیف ، قافیہ ، تشبیہ ،استعارہ اشارہ کنایہ، صناع بدائع رخت و زیور دي پہ دې باندې د غزل حسن زیاتېږی ۔
د غزل هئيت
د غزل شعر په دوه مصرعو مشتمل وي،
د غزل شروعات چې د کوم شعر نه کيږي هغې ته مطلع وائي د مطلعې دواړه مصرعې په ځان کښې هم قافيه وي ،کۀ چرې رديف موجود وي نو قافيه به بيا هم هم قافيه وي،بغير د رديف غزل ته غير مردف غزل وائي۔د غزل شعرونو تعداد د پينځو نه به کم نۀ وي او د ديارلسو نه به زيات نه ،چې ديارلسو نه زيات شي هغه غزل په قصيده کښې شمارلے کيږي۔د غزل د شعر دوئيمه مصرعه به د مطلعې سره هم قافيه او هم رديف وي،د غزل هر شعر جدا اکائي وي،يعني هر شعر ئې جدا معنیٰ او مفهوم لري،خو مسلسل غزلې ليکلې شوي دي،د غزل په يو شعر کښې معنیٰ او مقصد واضح نۀ شي او دوه يا د دوو نه زيات شعرونه ورله پکار راوستے شي،دغه ټولو شعرونو ته قطعه بند وائي ،خو ښۀ غزل هغه شمارلے کيږي چې د يو تاثر لاندې ولیکلے شي او هر شعر ئې جدا اکائي هم وي۔
د غزل تاريخ
هسې خو عام خيال دے چې فارسيبانو غزل د عربۍ د قصيدې د تشبيب نه راجدا کړو،او د يو نوي صنف د غزل په شکل ئې متعارف کړو،په فارسۍ کښې د غزل اولنے شاعر رودکي شمارلے کيږي ،په ايران کښې شيخ سعدي او خواجه حافظ شيرازي غزل خپل عروج ته ؤرسو ۔په هندوستان کښې امير خسرو د فارسۍ غزل ډېر لوۓ شاعر ؤ، خو په ايران کښې بابا فغاني د يو نوي طرز ادا بنياد کېښود۔دغه طرز ادا په هندوستان کښې ډېر زيات مقبول شو، او عبدالقادر خان بېدل غوندې شاعر پکښې پيدا شو ،دغه سبک ته سبک هندي وائي ،په دې سبک کښې تشبهه در تشبهه ،استعاره ،ابهام ګوئي،علويت ،اشاره،کنايه۔ضائع بدائع وغيره باندې ډېر زيات زور وي،پښتنو شاعرانو غزل د فارسيبانو نه خپل کړو۔د اسماعیل ګوھر مطابق دلته يوه بله نظريه هم شته چې کومه شپه باندې خليفه عمر بن عبدالعزيز وفات شو په دغه شپه باندې عمر بن ربيعه پيدا شو ،عمر بن ربيعه يو داسې شاعر ؤ چې هغۀ به ښکلو ښکلو جينکو او ښځو باندې شعرونه ليکل،خصوصاً دا کار به دۀ د حج دوران کښې کؤلو ۔کله چې د خليفه مروان لور حج د پاره مکې معظمې ته لاړه نو حجاج بن يوسف، عمر بن ربيعه ته پېغام ؤلېږو کۀ تا چرې د مروان لور سره شعرونه ؤ وئېل نو زۀ به ستا سر د تنې نه جدا کړم ۔ لۀ دې نه داسې برېښي چې د غزلی شعرونو ابتداء په عربۍ ژبه کښې شوې ده۔ او د غزل دا تعريف چې ښځو يا محبوب سره خبرو کؤلو ته وائي زما خيال دے په وجود کښې راغلے دے۔
ملا ارزاني
نوم : د ملا ارزاني نوم د هغۀ په دېوان حالنامه او مخزن کښې چرته هم نۀ دے راغلے يا بل چا محقق په صحيح سند نۀ دے ورکړے۔
تخلص : ارزاني د ملا ارزاني تخلص دے ،چې د دېوان لۀ شعره ثابت دے
ارزاني د نص وائي
کښې لۀ خپل تخلص
کله چې ارزاني په پښتو ژبه کښې غزل ليکل شروع کړي وو په هاغه وخت کښې په پښتو کښې د غزل رواج نۀؤ،ارزاني د فارسۍ په طرز ځان له تخلص کېښود،لکه رودکي ،سعدي،فغاني، فردوسي او عرفي وغيره د ارزاني تخلص دومره مشهور شو چې د هغۀ نوم خلقو اخستل پرېښودل ،او هغه په خپل دېوان کښې هم د دې ضرورت محسوس نۀ کړو۔
د پلار نوم : د ملا ارزاني د پلار نوم برهان وو،
دې خويشکي کښې عزير دے
د والد نوم ئې برهان
قوميت : ملا ارزاني په پښتنو کښې سړبنے دے ،په سړبنو کښې زمند او په خويشکو کښې د عزير ښاخ نه دے۔
په سړبن کښې زمند دے
په خويشکي کښې عزير
د عزير نه افضل رضا د غلط فهمې ښکار شوے دے او په خپل تاليف“غزل”کښې ئې دملا ارزاني نوم عبدالعزيز ښودلے دے۔
ملا ارزاني يو عالم فاضل سړے دے،د هغۀ کلام نه معلوميږي چې هغه فقه ،علم بيان ، او په شعروشاعرۍ باندې دسترس لرلو،“عبدالحئ حبيبي د پښتانۀ شعراء د لومړي ټوک په ص۲۲ باندې ليکي په تشبیه او استعاره او شاعرانه تلازماتو کښې د پخوانو سبق څخه چې سپېځلي او ساده ؤ راؤته خپل اشعار ئې د صنعت او بدعت په ګڼه ښکلي کړۀ،د بديع او بيان د فنونو مراعات ئې په ابتدائي ډول وکړه۔
د ارزاني پيدائش دخويشکو دے بيا هغه ژوند د پنجاب په ښار قصور کښې تېره ؤ ،پير روښان لا په دوړو کښې ؤ چې ارزاني دوړو ته راغے او د پير روښان نه بيعت شو۔ د ارزاني دوه روڼه محمد عمر او محمد علي دواړه هم ارزاني سره بيعت شوي وو،چې عالمان سړي وو ،ارزاني د بيعت نه وروستو بيا هند ته لاړۀ چې هلته د خپل د پير او د هغۀ مسلک تشهير ؤکړي۔
اخون درويزه چې کومه وېنا په “مخزن” کښې کړې ده ،چې ارزاني په اخري عمر کښې د پير روښان د مسلک نه منحرف شوے ؤ،صحيح نۀ ده،حالنامه د دې وېنا تصديق نۀ کوي چې ارزاني منحرف شوے ؤ،او ارزاني نوم په هغه فهرست کښې شامل نۀ دے کوم حالنامې د منحرف شوو کسانو ورکړے دے۔
او دا خبره هم څۀ ثبوت نۀ لري چې د خيرالبيان په ليکلو کښې د ملا ارزاني لاس ؤ۔
د ملا ارزاني نه مخکښې په پښتو کښې يو غزل د اکبر زمينداور په نظر راځي چې محققین پرې متفق نه دي ،او درې غزلې اشعار د عيسیٰ مشواني په باقاعده ډول په پښتو ادب کښې موندی شي - ملا ارزاني د غزل ابتداء کړې ده۔د هغۀ ټول کلام په يو لنډ بحر کښې دے ،هغه به د نورو بحرونو په استعمال باندې هم پوهېدۀ ،خو د شاعرۍ نه زيات زور د هغۀ په خپل پير او د هغۀ د مسلک خورولو باندې وه ،د هغۀ د غزل زور په افکارو باندې دے د فن طرف ته هيڅ توجو نۀ شتے،په غزل کښې مسئله وحدت الوجود ،توحيد،د بايزيد فلسفه ،پير کامل ،شريعت بيان کړې شوي دي،ډاکټر راج ولي شاه خټک په خپل کتاب د پښتو ادبي تحريکونو کښې په صفحه ۹۷ ليکي “د پښتو اکېډيمۍ په لائبريرۍ کښې چې د ملا ارزاني د دېوان کوم مائيکرو فلم موجود دے، هغې کښې نېزدې نېزدې په هر غزل کښې او په خصوصي طور په مقطع کښې د پښتو ژبې ذکر کړے دے،لۀ دې نه د ارزاني د پښتو ژبې سره د مينې اظهار کيږي،خو زۀ دې ته په بل نظر ګورم پير روښان اکثر مريدان پښتانۀ وو،او پښتنو له پير روښان په فلسفه باندې پوهه کؤلو د پاره په پښتو کښې ليک ضروري ؤ،او شاعري لا نوره مضبوطه وسله وه،د ارزاني غزل ته چې ؤ کتے شي د هغې قالب خو د غزل دے مګر دے نظم ته نېزدې۔غزل د تغزل نه اخذ کړے شوي صنف دے،تغزل له پاره ضروري دي موسيقيت ،تشبیه ،استعاره، اشاره کنايه،صنائع بدائع وغيره ۔ډاکټر پرويز مهجور صېب په خپلې پي ۔ايچ۔ډي مقاله کښې یې په غزل کښې فني خوبيانې د لټولو کوشش کړے دے،لږ ډېر مواد ئې جمع کړی دی،خو زما په نظر کښې هغه د نيشت برابر دي،خوشحال بابا د پښتو ژبے لوۓ شاعر دے۔ ګورو چې هغه د ارزاني په حقله څۀ راۓ لري
د مرزا دېوان مې ؤمانډۀ په ګودي
مسخره مې ارزاني خويشکي زمند کړو
کۀ دولت ؤ کۀ واصل کۀ دا نور وو
په خبرو مې د هر يو رشخند کړو
رحمان بابا ورته څۀ داسې نظر کوي
د مرزا د ارزاني دعوی پرې ؤکړه
قدردان د شاعرانو رحمان راغے
د هر چا خپل نظر دے،خو خوشحال بابا د روښانيانو شاعرانو د غزل ظاهر ته کتلي دي،او رحمان بابا ئې مغز ته او دواړه خپله خپله راۓ ورکړې ده۔
په ملا ارزاني باندې د اخون درويزه له طرفه لږېدلي د الحاد تور او نور الزمات صحيح نۀ ښکاري،د هغۀ په دېوان کښې هيڅ داسې قابل اعتراض نقاط په نظر نۀ راځي ۔اخون درويزه حيثيت د يو حريف دے ،د حريف نه بې طرفه نقد توقع نۀ شي کېدے۔
ټکر صيب شاعري د خداۓ وديعت دی چا ته ډېر او چا ته لږ شوے وي،مونږ له دې وجهې د ارزاني شاعري د نقد نه بري الزمه کړو چې هغه د غزل په پښتو کښې اولنے شاعر دے۔زۀ ستا توجو د هائيکو طرف ته ګرځوم چې اسماعيل ګوهر او د قاسم بنوي په پښتو کښې اول ځل ؤليکله ۔خو د دې دواړو صاحبانو په هائيکو کښې د شاعرۍ ښکلي نمونې په نظر راځي۔د ارزاني د غزل نه زيات رحجان د پير روښان د فلسفې تبليغ طرف ته دے۔خو په وروستنو شاعرانو کښې دا صورت حال بدل ښکاري۔زۀ د ارزاني يوه قصيده ستا سو په خدمت کښې وړاندې کوم چې د هغې نه د هغۀ شاعرانه استعداد ښکاره دے۔
اے د ګل جهان خالقه
کل ثناء ده ستا لائقه
ستا ثناء به پوره نۀ شي
لۀ دې واړه خلائقه
زۀ په خپل اټکل به کښم
د مولیٰ ثناء سابقه
زۀ بنده يم موټے خاورې
دهٔ ګويا کړمه ناطقه
د غزل يو نمونه
د فقير پښتو خبره
لکه سپينه ملغلره
د بل چاصفت به نۀ کا
کل صفت کۀ لۀ قادره
قادر يو دے بې شريکه
تر اوله تر اخره
محيط شوے په کليات دے
لۀ باطنه تر ظاهره
يو احد دے دويم نۀ شته
دا رښتيا وېنا ده مړه
د فقير وېنا رموز ده
پوشيده نۀ ده لۀ هره
دا وېنا د خپلو نۀ ده
دا راوړې د دګره
ارزاني افغان ليکلي
د خپل زړۀ لۀ تصوره
دا بل غزل دے
دا وېنا ده لۀ مخلص
پرهېز ؤکړه له حيرص
د کامل په امر جار کړه
لرې اوسه له ناقص
ناقص د دين غلګے دے
څۀ فائده د دين له يصّ
چې د کامل په امر اوسي
هغه يو د دين حص
د فقير پښتو خبرې
دا له يص له نص
بې هادي لار موندې نۀ شي
دا کلام ثابت د نص
ارزاني له نص وائي
کښې له خپل تخلص
دا غزل په غزلو کښې شمار نۀ دے نظم دے چې پکښې ئې دپير کامل خبرو باندې زور راوړے دے۔د
غزل شروع ئې په کوم بحر کښې کړے دے د هغې سېلابونه ووۀ دي خو ځنې مصرعې ترې اتۀ سېلابه شوي دي ۔خو د دې مصرعې سېلابونو نهو ته دنګلي دي “چې د کامل په امر رسي”په نورو مېلمانو کښې ډاکټر پرويز مهجور ما سره اختلاف ؤکړو چې د ارزاني په غزل کښې تغزل شته دے،خو ډاکټر راج ولي شاه خټک د مشر مېلمه په توګه دا خبره ؤکړه چې د ملا ارزاني په غزل کښې کۀ تغزل موجود دے خو هغه ډېر کم دے۔
مرزا خان انصاري
په پښتانۀ شعراء کښې عبدالحئ حبيبي د مرزا خان اصلي نوم فتح خان قام يوسفزے او استوګنې مقام تيراه ښودلي دي،تاريخ پيدائش نۀ دے معلوم او وفات ئې ۱۰۴۰ ه ليکي۔
خو د جديد تحقيق مطابق د مرزا خان انصاري د پلار نوم نور الدين دے۔د بايزيد انصاري نمسے ؤ۔په قام ارمړ پښتون ؤ،تاريخ پيدائش ئې نۀ دے معلوم خو د د وفات نېټه ئې د دولت لوانړي له دې شعرونو نه معلومېږي
د دکن جنګ کښې شهيد شو خوشنود اوسه
په تاريخ د زر څلوېښت د دۀ ګذر ؤ
مرزا ښۀ عالم فاضل سړے ؤ،هغه د خپل نيکۀ مسلک خپل کړے دے،هغه خپل نيکۀ پير روښان ته د نيکۀ نه زيات د مرشد په نظر کتلي دي۔مرزا د تصوف د رموزو نه خبر سړے ؤ،هغۀ په مختلفو مدارجو ترقي کؤله تردې چې د فنا في الشيخ تر درجې ؤرسېد،ډاکټر راج ولي شاه خټک په خپل کتاب د پښتو ادبي تحريکونو کښې ليکي چې مرزا د فنا في الشيخ په درجه باندې خوښ ؤ،يا ئې ډېرو مصروفياتو لۀ کبله نوره ترقي نۀ ده کړې، د مرزا شاګرد رشيد شيخ دولت ددۀ په حقله داسې ګويا دے
مرزا ګنج رانه خپل کور اوښوده غني شوم
بيهبوده صفت به ولې د بل چا کړم
محقق وحدتي کان د تصوف ؤ
په رموز ئې په همه علم دانا کړم
ملا ارزاني په پښتو کښې د غزل شروعات ؤکړل خو ټول کلام ئې په يو لنډ بحر کښې دے،مرزا غزل ټولو بحرونو سره اشنا کړو،د دۀ په غزل باندې د دۀ عصر ته نېزدې شاعرانو داسې نظر کړے دے۔
دولت لوانړے
هيڅ افغان دۀ غوندې شعر کړے نۀ دے
په خپل عصر کښې تر هر شاعر بهتر دے
خوشحال بابا ئې داسې ستائي
لۀ چا نه په پښتو کښې ما ميزان لېدلے نۀ دے
مرزا په دا زبان کښې وئېل کړي دي تللي
اشرف خان هجري
اميران د شعر ډېر دي په دا دور
مرزا شعر تر همه و د مرزا دے
شاعران د پښتو ګويا څهره دي
د مرزا شعر شمله بلکې افسر دے
کاظم خان شيدا
يو مرزا دولت واصل هم
ښۀ کلام لري حاصل هم
مشهور محقق محمد اکرام په خپل تصنيف “ رود کوثر” کښې د مرزا خان انصاري په حقله لیکي۔پير روښان چې کوم مکتب فکر اغاز کړے ؤ په هغې کښې ملا ارزاني او علي محمد مخلص د هغۀ معاونين وو،خو د دې مکتب فکر لوۓ نمائنده شاعر مرزا خان انصاري ؤ،چې ئې پښتو کښې دېوان مرتب کړو۔پښتو غزل ئې د صوفيانه خيالاتو ذريعه جوړه کړه د مسئله وحدت الوجود درنې درنې مسئلې ئې پکښې بيان کړې۔چې وروستوئې رحمان بابا له پاره لارهواره کړه۔
د کلام نمونه
چې د يار مينې خوب په خراب زړۀ وړم
بيهوده به د نور چا منت په څۀ وړم
خپل اشنا د يارۍ داغ راباندې کېښود
د دې داغ نقش به ئې عينِ په لېمۀ وړم
يخ صورت مې دم تر دمه وېلي کيږي
په علاج ئې کله اور کله اوبۀ وړم
چې د روح له معرفته خبر نۀ وي
د صورت مثال ئې نقش د ديوار شي
کل حجاب د سړي واړه ناپوهي ده
د هر چا لېدۀ د فهم په مقدار شي
دا ستا زلفې تار په تار دي
غوړېدلې لکه سيورے په رخسار دي
هر وېښتۀ ئې ګوښې ګوښې کمند روغ کا
خورې شوې د زخمي زړونو په ښکار دي
ښائسته صورت ئې ونه د چندڼ کړه
دا ګېسو ئې پرېوتلي لکه مار دي
چې دا هسې رنګ ديدن وته هوس کړي
د جهان غمونه همره پرې انبار دي
د خپل کلام تشريح داسې کړي
د مرزا کلام دقيق دے
تۀ په فهم ئې تفسير کړه
د مرزا کلام رموز دے
چې معنیٰ په څو پايه
ټولو مېلمانو د مرزا شاعري ؤستائېله او د روښاني دور يو نمائنده او رحجان ساز شاعر ئې ؤبالۀ ۔
علي محمد مخلص
علي محمد مخلص د روښاني ډلې د شاعرانو يو اهم غړے ؤ، علي محمد د مرزا خان انصاري هم عصر ؤ،دولت لوانړي د خپل يار رفيق په حېثيت ياد کړے دے۔مخلص لا ماشوم ؤ چې خپل پلار سره هند ته لاړ۔د رشيد اباد او شمس اباد دکن ذکر ئې په “حالنامه” کښې ځاۓ په ځاۓ کړے دے۔په حالنامه کښې ئې د پير روښان ،د هغه د اولاد ژوند حالات او واقعات مرتب کړي دي۔
ميجر راوټي د علي محمد مخلص په حقله ليکي چې مخلص د روښاني ډلې يو اهم شاعر دے۔د هغۀ او د هغۀ نورو ملګرو د پښتو شاعري د عربۍ او فارسۍ هم څنګ کړه۔ ډاکټر راج ولي شاه خټک په خپلې پي ۔ايچ۔ډي مقاله د پښتو ادبي تحريکونو کښې ليکي چې د مرزا ،دولت او د نورو روښاني شاعرانو نه علاوه د علي محمد مخلص د فن صحيح صورت حال بل چاته معلوم نۀ ؤ،ګڼي د خوشحال خان ،د دور يا وروستنو شاعرانو به پرې خپله راۓ خامخا ورکړې وه۔په وروستو شاعرانو کښې يواځې قاسم علي خان د مخلص ذکر کړے دے
مهر علي عبدالقادر کۀ سکندر ؤ
کۀ اشرف کۀ ارزاني مخلص جدا
```
علي محمد د خپل پلار نوم ابابکر قندهاري ښائي ۔زمونږ مشر صديق الله رښتن
په پښتو ادب تاريخ په صفحه نمبر ۳۸ باندې ملا ،محمد علي له محمد علي مخلص
وګڼي د ملا محمد علي د پلار نوم برهان ؤ،او ملا ارزاني ورور ؤ - علي محمد
مخلص يو نازک خياله شاعر ؤ،دۀ لکه د نورو روښانيانو شاعرانو د پير روښان
د مسلک تبليغ ،مسئله وحدت الوجود،توحيد پير کامل ضرورت او پند و نصيحت
موضوعات بيان کړي دي۔علي محمد مخلص صاحب دېوان شاعر دے چې دېوان یې په
برټش لائبريري کښي موجود دے۔ په حالنامه کښې مخلص ليکل دي چې دا کتاب په
کال۱۴۵۸ءکښې تکميل ته رسېدلے دے۔مخلص ماشوم والي باندې پلار سره د پرديس
کړمې زغملې دي۔دې د پاره د هغۀ په طبيعت کښې معامله فهمي موجود وه۔هغۀ د
خپل خاندان حالات هم ډېر په صحيح ډول په حالنامه کښې راوړي دي۔
مخلص د پير روښان مريد ؤ،دا مريدي د هغۀ بالواسطه نۀ ده بلاواسطه ده ،هغه
په هيڅ چرته ذکر نۀ دے کړے چې هغه پير روښان په خپلو ستوګو لېدلے دے،د
دواړو په زمانه کښې فرق دے هغۀ د پيرروښان د تعليماتو نه متاثر ؤ،او پير
روښان لار ئې خپله کړه ده ۔ حالنامه کښې صفا ليکلي دي چې دا مسکين علي
محمد بن ابابکر قندهاري د پير روښان د خاندان خدمتګار دےاو پير روښان ئې
داسې ياد کړے دے۔
د ګمان خمار مې لرې شو د سر نه چې ساقي شو پير روښان مېخوار زما
ث ثابت قدم روښان شهء پهلوان د دين برهان شهء
هم وارث د انبياؤ دے پرې الهام خيرالبيان شهء
په څلور لفظ هادي دے د عرب هم د افغان شهء
کله کله هم د فنا في الشيخ اظهار کوي۔
د مخلص کلام قالب د پير کامل دے په قالب کښې د استاد تمام رغېږي
د روښاني ډلې شاعرانو په پښتو ژبې طرف ته رحجان لۀ دې شعر سرګند دے
د مخلص وېنا پښتو ده په آيت دي مواقف
اخون درويزه د پير روښان او نورو روښانيانو ډېر بد رد وئېل دي خو عجيبه
خبره ده چې روښانيانو چرته هم د درويزه جواب نۀ دے ورکړے خو لۀ دې شعره
ئې خفيفه غوندې اشاره موندے کيږي
لۀ خداۓ ګفتار ئې خلۀ ټينګه تړلې په غېبت فحش کلام ئې خلۀ فراغه
دا نظم ئې د کتو دے
زۀ لۀ عشقه ناقرار يم لۀ دردمنو سره يار يم زۀ هميش په زړۀ خونخوار يم صبر څۀ غواړې لۀ ما
زۀ په هر سحر بېدار يم تل دائيم د عشق په دار يم سرګند کړے د اسرار يم صبر څۀ غوارې لۀ ما
زۀ مشتاق نن د ديدار يم طلب ګاره ستا د کار يم زۀ د شوقه بې اختيار يم صبر څۀ غواړې لۀ ما
تۀ درياب زۀ دې بخار يم تۀ باران زۀ دې بهار يم زۀ بې تا خشاک و خار يم صبر څۀ غواړې لۀ ما
تۀ صاحب زۀ خدمت ګار يم تۀ روښان زۀ تور غبار يم تۀ طبيب ئې زۀ بيمار يم صبر څۀ غواړې لۀ ما
زۀ دائم زارو نزار يم د هجران په درد ګوتار يم زۀ مخلص تل بې قرار يم صبر څۀ غواړې لۀ ما
دولت لوانړے
کله چې په غزل او روښاني شاعرانو باندې د ډيوې ريډيو پروګرامونه روان وو،ډاکټر راج ولي شاه خټک ډېره ښکلي خبره کړې وه،چې څنګه چې د روښانيانو دور په مخه روان دے،دغه شان ورسره د غزل ارتقاء هم کيږي،د دولت لوانړے په غزل کښې عشق ،حسن،درد،حزن،ملال،هجر،وصال،په نسبت د نورو روښانيانو شاعرانو زيات ليدے کيږي،او په مقدمينو کښې ئې مثال نه موندی کيږي،د جديد تحقيق تر مخه د دولت نوم دولت الله ؤ،د پلار نوم ئې دادو دے چې محفف دے د دادالله عبدالحئ حبيبي په پښتانۀ شعراء کښې داداو ليکي چې د حالنامې د رويه سم نۀ دے،صديق الله رښتین دادو د د داد محمد محفف ګڼي خو زما ګمان دا دې دادالله سم دے چې ،د پښتنو زوړ رواج دے دادالله او دولت الله په ځان کښې نېزدے او هم قافیه دي،د ھم قافیہ نومونو اوس هم رواج دی - په قام لوانړے دے چې د پښتنو يو ښاخ دے،وطن ئې تيراه دے خو په هند رشيد اباد کښې ئې د ژوند ډېره حصه تېره کړې ده۔
کله چې د جلال دين ځوي د بايزيد روښان نمسې الله داد، مغل بادشاه جهانګير سره روغه ؤکړه۔هغۀ ورله په هند دکن کښې جاګير ورکړو۔مرزا خان ،علي محمد مخلص او دولت لوانړے درې واړه الله داد چې په نواب رشيد خان باندې مشهور دےسره هند ته لاړل۔
د دولت يوه مصرعه ده
زۀ فقير دولت مريد د پير روښان يم
خو هغه د عصر او عمر په لحاظ دا خبره داسې ده ۔ چې دولت به د پير روښان مريدي بالواسطه اختيار کړي وي او غالب ګمان دا دے چې دۀ د روښاني طريقت په سلسله کښې به فيض د مرزا خان انصاري نه موندلے وي۔لکه چې وائي
مرزا ګنج رانه خپل کور او ښود غنی شوم
بيهوده صفت به ولې د بل چا کړم
محقق وحدتي کان د تصوف دی
په رموز ئې به همه علم دا نا کړم
د دولت د عصر پته لۀ دې اشعارو نه لګي ،دا يو شعر چې د مرزا خان انصاري په مرګ ئې وئېل دے۔
د دکن په جنګ شهيد شو خوش نود اوسه
په تاريخ د زر څلوېښت کښې ئې ګذر ؤ
او دا ئې دنواب رشيدخان د وفات تاريخ وئېلے دے۔
په يو آه ئې ارواح له تنه بيل شو
په تاريخ د غين او نون ح ئې سفر ؤ
علي محمد مخلص دولت ته ډېر زيات نېزدې ؤ،او د دۀ ملګرے شاعر ؤ مخلص چې وفات شو د هغۀ په فراق کښې
غم ديده زړۀ مې مخزون شو
په مخلص يار پسې خون شو
دولت د پينځو زرو اشعار مجموعه وروستو پرېښې ده،چې قصائد، مثنويانې،رباعيات،قطعات پکښې موجود دي،د شاعرۍ موضوعات تصوف ،حسن ، عشق هجر ،وصال،درد،حزن،مسئله وحدت الوجود ،د پير روښان، د مسلک تبليغ، ئې پکښې کړے دے۔خپل شعر ته داسې نظر کوي
بې مرزا بې ارزاني بې مخلص ياره
بل شاعر برابر نۀ دے پښتون ستا يو
اے دولته هر کلام معنیٰ دار وائې
د معنیٰ وېنا تر کل خواږۀ خواږه ده
خوشحال بابا د دولت کلام ته داسې ګوري
بل دولت فقير درې پاؤه
زۀ ترې څو شير شاهي تېر
د دولت د کلام نمونه
غزل
زۀ اول هم ديوانه ؤم ديوانه يم لا تراوسه
لۀ دلداره هم خانه يم همخانه يم لا تراوسه
لۀ طفيلۍ نه عشق وش وم جفاکش وم بلاکش وم
د دلبر د مخ په شمع پروانه وم پروانه يم لاتراوسه
چې داخل ديارپه صف شوم دتهمت په تيرهدف شوم
عام وخاص مې دواړه ؤلي نخښانه يم لا تراوسه
د شرين دلبر د لاسه ما شراب د عشق بې قياسه
څو بې حده ډېر مې ؤڅښل فرزانه يم لا تر اوسه
زۀ فقير دولت چې مست يم د اشنا په مينه مست يم
په ازل مې شراب څښکلي ديوانه يم لا تراوسه
غزل
هغه جام چې توحيد په شراب پُرده
مهروبان ساقي و تا ورکړو په خپله
د خمار ویره دي نشتے مستغني شوې
مست بې خوده ديوانه ګرځه تر ترتله
لۀ اشنا سره درست عمر اسان تېر شي
بې اشنا ستوګنه يو ساعت مشکله
کل شراب شاهد ساقي مطرب حاضر دے
دغه هسې ښۀ ساعت وي کله کله
زۀ دولت په مستقبل ماضي خبر شوم
چې د حال سبق مې واخيست د کامله
مياں واصل
مياں واصل هم د روښانيانو د ډلې يو غښتلے شاعر دے۔د دۀ ژوند حالات په تيارۀ کښې دي،خو د کلامه او د نېزدې وخت د شاعرانو لۀ ستائېلو معلومېږي چې واصل خپل د وخت يو ښۀ شاعر ؤ،
د مياں واصل په حقله قاضي عبد الحليم اثر په پښتو مجله ۱۹۸۳ء کښې ليکي چې مياں واصل د اخون قاسم متي زي چې د جهانګير بادشاه په حکم باندې ګرفتار کړے شو او په وسطي هند په قلعه چنار کښې قيد کړے شو،چې د قيد په حالت کښې ۱۴۰۹ء کښې وفات شو - ددۀ ځوی هم د بايزيد انصاري د مسلک او عقيدې علمبردار ؤ،عبدالحئ حبيبي او صديق الله رښتین دواړه د دۀ په حقله غلي دي،سر محقق پروفيسر عبدالشکور رشاد ئې څۀ اشعار د عربيک کتب خانې قندهار نه تر لاسه کړي دي،چې د کابل پښتو ټولنې په واسطه چهاپ شوي دي۔
خوشحال بابا د واصل داسې ستائينه کوي
چې زمونږه په حساب دے
هيڅ مې نۀ دے واصل هېر
خو د اشرف خان مخکښې د واصل ښۀ نوم خو موجود ؤ خو دکلام معلومات ورته نۀوه،لکه چې وائي
د واصل د شعره څۀ وائيم و چاته
چې زما په مخ ئې پورې د حال ور دے
يو مرزا دولت واصل هم
ښۀ کلام لري حاصل هم
(کاظم خان شيدا)
واصل هم د مرزا ،مخلص، دولت، ارزاني،د لارې ملګري دي ۔
عارفان ئې په پنهان اشارت مست کړل
تل پلو د وړاندې وړي دا ئې دستور دے
اے واصله د ګمان لۀ اهله مۀ شه
د پيالې ګناه به ؤبخښي غفور دے
يواځې تل دے چې تل به اوسي
واصل ګواهي لي چې يو يکتا دے
هورے نمر دې لۀ نظر يم تماشه کړم
ولې غوږ هورے کلام يم يا بدله
کريم داد روښانے
قاضي عبدالحليم اثر افغاني په خپله يوه څېړنه کښې د غلط فهمۍ ښکار شوے دے،د اخون درويزه ځوے عبدالکريم ئې کريم دادا روښانے ګڼلے دے،چې وروستو ډېرو محقيقنو د هغۀ په پل پل اېښے دے،کريم داد جدا کس دے چې د بايزيد انصاري عقيدت مند او پيروکار دے،چې په شمس آباد ۱۰۷۹ه کښې پيدا شوے دے،تعلق ئې غرغشتي قبيلې سره ؤ،او په مندڼ قبيله کښې پاتې کېدۀ،د سير وسياحت ډېر زيات شوقين ؤ،د هندوستان ګوټ ګوټ ئې کتلے ؤ،يو فقير منش او محذوب سړے ؤ، اخون درويزه لۀ ئې عقائد خوښ نۀ وو،په ملحد او زنديق ئې بللے دے،صاحب دېوان او د خوږې وېنا څختن دے،دېوان ئې د پښتو اکېډيمۍ پېښور په وساطت چهاپ شوے دے،چې ديپاچه ئې خيال بخاري ليکلي ده،هغۀ هم د عبدالکريم او د کريم داد تر مېنځه د بيلتون کرښه راښکلې ده،دا غزل ئې خلق د عبدالکريم ګڼي،عبدالکريم الف نامې ليکلي دي او په مخزن کښې ئې اضافې کړي دي۔
غزل دے
نۀ ناحق نۀ بېهوده په دنيا راغلم
د شرين اشنا په مينه پروا راغلم
په ازل مې کل مقصود د يار ديدن ؤ
په ديدن پسې ئې مست و شيدا راغلم
نام وننګ مې د ناموس په عالم پرېښود
د جمال په ننداره ئې تنها راغلم
خراب زړۀ مې په ديدن پسې حکوينه
لکه رام په محبت د سيتا راغلم
زۀ وامق وم بې عذرا به قرار نۀ شي
يا مجنون چې په ديدن د ليلیٰ راغلم
د اشنا فراق مې روغ زړګے رنځور کړو
خسته دل يم په اميد د دوا راغلم
په اول مې سر پکار ؤ د عدمه
په وجود د محبت په ندا راغلم
ډېر اميد کړمه لۀ بخته کريم داده
چې دا هسې برابر د اشنا راغلم
کريم داد لکه د نورو روښاني شاعرانو په شان د وحدت الوجود قائل ؤ،او د کلام نه یې توحيد او عرفان ښکاره دي۔
د وحدت ونه يوه ده يو ئې اصل
په کثرت باندې خوره شوه په څو ښاخه
جز وکل د بل ذات څۀ جدا نۀ دي
چې ليدۀ ني ګهي جمع ګهي بيل کړم
د معشوق په نظر ګوري د محبوب د مخ جمال دے
تورې زلفې ئې خورې کړې په سپين مخ ئي اېښے خال دے
ګهې سروه د چمن شي کۀ طوطي شرين مقال دے
کۀ بلبل خوش الحان شي بيا جنبش ئې په خپل حال دے
تورې سترګې ئې مکحولې هم ئې قد په اعتدال دے
بيا عجب ئې کږې وروزې چې تشبیه ئې په هلال دے
قادر داد
د روښانيانو شاعرانو په ډله کښې قادر داد هم يو ښۀ شاعر دے۔په خانداني لحاظ سره هغه د بايزيد انصاري د کورنۍ سړے ؤ،د قادر داد د پلار نوم زمان ؤ،مور ئې شيخ احداد چې د جلال الدين ځوے ؤ لُور وه،علي محمد مخلص په حالنامه کښې په قادر داد باندې ليکل کړي دي،د زېږېدنې نېټه خو په صحيح ډول معلومه نۀ ده،البته د زلمي هېواد مل د تحقيق مطابق ۱۰۳۳ه ده ،او ژوند د اورنګ زيب عالمګير تر وفات پورې ۱۱۱۸ه پورې د قادر داد د خپل شعر نه ثابت دے،
اورنګ زيب ولي بادشاه لۀ دنيا تېر شو
چې د عدل ئې تعريف په هندوستان شي
د قادر داد په شاعرۍ کښې هم د توحيد او معرفت رنګ ښکاره دے۔
چې دې ژبه خداۓ ګويا کړه
د احد مرسل ثناء کړه
اول نوم يا د د احد دے
بيا درود په مصطفیٰ کړہ
د وحدت په تنهائې کښې
يو احد احمد صدا کړه
په خداۓ رښتني فکر
ائينه د زړۀ صفا کړه
داغزل ئې د کتو دے
چې مدام په زړۀ کښې خيال لري و جنګ ته
څوک به څۀ وائي دې مست و شوخ وشنګ ته
چې پرې آه د عاجزانو اثر نۀ کا
د نرمۍ خوي به څوک څۀ ستائي وسنګ ته
لکه زۀ چې د هجران په اور ګذار شوم
خداۓ دې هسې ساعت پېښ نۀ کا پتنګ ته
اندېښنې لکه خارونه رالږېږي
په ارام اړخ مې نۀ لږي پالنګ ته
د تهمت درسته رقيب کړه په ماتشه
د غضب توره په لاس ګرځي و جنګ ته
رقيبان د کوڅې سپي شو قادر داده
مدام غاپي د ديدن وړي ملنګ ته
غزل
ابتداء چې د حمل په درست جهان شي
زمکه سبزه زرغونه هم کوهستان شي
رنګارنګ ګلونه ګل شي په چمن کښې
ډېر عالم ئې د ديدن وته نګران شي
چې ځېلې د خزان بيا بنا مومي
آه سرد بيرو ن له جسه د سندان شي
هيڅ سړے به غلط نۀ ځي قادر داده
کۀ پيرو د انصاري پير روښان شي
قابل اورکزے۔
د پير روښان د مسلک او عقائد وروستو هم به پته لګي،سر محقق هميش خليل ،د قابل ااورکزے ذکر په ورکه خزانه کښې کړے دے،اورکزے د احمد شاه ابدالي تر وخته پورې ژوندے ؤ،
احمد شاه د زمکې روره
خليفه دے کتاب ګوره
دے به ما طلب کړي ياره
تل د دين په کار بېداره
عالمان ټول د تيراه
اميدوار دي لۀ بادشاه
نيک نظر په مونږه ؤکړه
نور زمونږه خاطر نۀ کړه
احمد شاه ؤبخښي خدايه
اے زمونږ رهنمايه
خوشحان خان خټک
په خوشحال بابا باندې ډیوه ريډيو څلور پروګرامونه کړي وو،چې ډېر کم وو،د خوشحال بابا ژوند دومره ګڼ اړخېزے دے چې په هغه باندې څوڅو پروګرامونه کم دي،خوشحال خان بابا په کال ۱۰۹۱ه کښې يو اوږد مثنوي نظم ليکلے دے،په هغۀ کښې یې خپل تاريخ پيدائش پخپله ښودلے دے۔
د هجرت زر دوه وېښت سن ؤ چې زۀ راغلم په جهان د خوشحال خان د پلارنوم شهباز خان چې ځوۓديحیٰ خان ۔ځوؔۓ د ملک اکوړ او داسې دا سلسله تر کرلا نړ پورې رسي۔
خوشحال خان يؤلوۓ شاعرسترليکونکے،عالم، مورخ،سردار،سپاهي،ښکاري،طبيب،منجم،
دانشور،سياست دان،سېلانے،چې خداۓ خبر نور څۀ څۀ ؤ،دومره علمونه ،کسبونه،هنرونه، په يو کس کښې جمع کېدل کۀ محال نۀ ؤ ګرانه خبره ده، خو زۀ به خپل ځان د هغه تر شاعرۍ او بيا خصوصاَ غزل پورې محدود ساتم ځکه چې زمونږ پروګرام په غزل دے ،د خوشحال بابا نه وړاندې روښانيانو په پښتو شاعرۍ خصوصاً په غزل کښې ډېر لوۓ کار کړے دے،خو دا هر څۀ په رشيد آباد هند کښې محصور پراتۀ وه،په پښتونخوا کښې د ارزاني ،مرزا،او دولت نه علاوه څوک ډېر نۀ وو خبر ،روښانيانو په غزل کښې مافوق الفطرت د لا مکان او نورو جهانونو خبرې کړي وې،چې کومو باندې پوهېدل د يو عام وګړي له اسان نۀ وو،خوشحال بابا په خپل غزل کښې د هډوکو او غوښې نه جوړ انسان سره مينه کول بيان کړې ده، لۀ دې نه علاوه ئې د فارسۍ غزل د روايت برعکس نسواني حسن ئې په خپل غزل کښې ستائېلی دی،د خوشحال خان خټک په غزل کښې حسن،عشق، درد،غم،رندګي، تشبهات،استعاره،صنائع بدائع،چې د يو ښۀ غزل خوبۍ دي ټولې موندے شي،د خوشحال بابا په شاعرۍ کښې مضامينو دومره فراواني ده چې د پښتو ژبې بل هيڅ شاعر څخه نۀ شتے۔خوشحال خان بابا د دنيا په يو څو لويو شاعرانو کښې شمار دے،تصوف ، اخلاقيات،قاميت،پند،منظرکشي په هر قسم موضوع باندې د هغۀ قلم زغلېدلی دے۔او داسې اشعار ئې وئېلي دي چې سړے ورته حېران پاتې شي۔
خوشحال بابا خپلو ځامنو ته هدايت کړے دے او په مختلفو موضوعاتو او په اضنافو باندې ورته د شعر تلقين کړے دے۔دا سې د خوشحال بابا کورنۍ د يوې اکېډيمۍ شکل اختيار کړے دے،صدر خان د ادم درخانۍ قېصه د مثنوي په شکل کښې ؤليکي، عبدالقادرخان د تصوف لار اختيار کړې،اشرف خان د وطن او قام کورنۍ په هجر کښې سوي سوي ساندې ؤ وائي،سکندر نزاکت له په خپل شعر کښې ځاۓ ورکړي،ګوهر خان قلب السېر ؤليکۀ۔
د خوشحآل بابا ځامنو او نوسو خوشحال بابا خپل استاد ګڼلے دے،کۀ هر څو کامګار او کاظم خان شيدا د حميد بابا د لارې لار وي وو،رحمان بابا د سهل ممتنع،حميد بابا د نازک خيالۍ استاد ؤ، خو
دا هر څۀ په جمع دخوشحال بابا په شاعرۍ کښې موندے کيږي،پښتون له د يو قام تصور ورکول ،په پښتون ولۍ باندې د هر چا نه زيات غږېدلے دے، د مزاحمت او د باقاعده نظم ابتداء د خوشحال بابا نه کيږي،خوشحال بابا ښکار،طبابت تر دې هزل ګوي د خپلې شاعرۍ موضوع ګرځولے دے،چې په اسلامي او پښتنه معاشره کښې ورته په ښۀ نظر نۀ شي کتے،د خوشحال بابا ميړنتوب ،علمِ سخن،پښتونولي ،تدبر دي ټولو موضوعاتو باندې ډېر څۀ ليکلے شوي دي،خو زۀ به لږ مختلف موضوعات مخې ته راولم۔د احمد شاه رضواني نه علاوه غير خټکو شاعرانو ،نقادانود خوشحال بابا شعر شلمې پېړۍ نه مخکښې نۀ دے ستائېلے۔کۀ هر څو هغه د ټولو نه زيات د ستائېلو جوګه دے۔زۀ به تا سو ته هغه نقط په مخه راولم چې د خټک او سړبني شاعرانو يو بل ته بدې ردې وئېلي دي ،خوشحال بابا خپل د عصرپه شاعرانو په يو نظم کښې تنقيد کوي په دې کښې يو شعر دے
څوک پاؤی څوک نيم پاؤی دي
قلندر پکښې نيم سير
د خوشحال بابا نه وروستو اشرف هجري قلندر له په دې الفاظو يادَوي
نن په دا دور کښې ښۀ شاعران غواړي
کۀ دوه درې تنه دِګر يو قلندر دے
لۀ دې نه داسې برېښي چې قلندر د خپل د دور نمائنده شاعر ؤ،په هغه باندې د خوشحال بابا وېنا نيم سير وئېل ښۀ ؤنۀ لګېدل،او هغه داسې ليکلي دي
د پښتو ژبې مې اب ورکړو په شعر
د فارسۍ شعر چې نۀ وائيم افغان يم
نوے طرز مې پښتو ژبه کښې ؤکړه
د افغان په شاعرانو کښې سلطان يم
خوشحال بابا قلندر ته نيم سير ؤ وئېل او قلندر ځان ته د افغان د شاعرانو بادشاه ؤ وئېل ۔په خوشحال بابا باندې دا وېنا ښۀ ؤنۀ لګېده،او هغه بيا داسې ګويا شو
سل سړبني دي تر دا يوه غزل ځاريږي
نن چې دا پښتو ده کرلاڼي خوشحال وئېلې
چې خبره قام دارۍ ته شوه نو رحمان بابا هم د خوشحال بابا جواب ؤکړو ځکه چې رحمان بابا سړبنےدے د رحمان بابا شعر دے
يو خوشحال يو کم سل خټک نور په طبيعت کښې
ځار شه د رحمان سړبني لۀ يوه فرده
لۀ دې نه دا هم معلوميږي کۀ خوشحال بابا د رحمان بابا د شعر نه نۀ دے خبر خو رحمان بابا د خوشحال بابا د شعر نه خبر ؤ،کله چې د مقابلې دا سلسله ؤچلېده خټکو شاعرانو چې زيات تر پکښې د خوشحال ځامن نوسي او کړوسي وو،ټولو خوشحال بابا ته د پښتو ژبې شاعرانو سرخېل وئېل ،خو غير خټک شاعرانو د خوشحال بابا شعر د دې قابل ؤنۀ ګڼۀ،د خوشحال بابا په شعر باندې ټکونه ؤکړل خو په دوي کښې نجيب سرهندي او نواز خټک لۀ حده نه تېر شو،خو حقه خبره داده چې د رحمان بابا مقبوليت د خوشحال بابا نه هغه وخت ډېر ؤ او اوس هم ځېني خلق نۀ دي خبر چې خوشحال بابا دومره لوۓ شاعر ؤ دا خو په شلمه پېړۍ کښې د محققينو او د نقادانو په کاوشونو رڼه شوه چې خوشحال بابا د نړۍ په څو لويو شاعرانو کښې يو دے۔خو دلته به زۀ دا وائيم چې څومره جهتونه د خوشحال بابا دي هغه د هېچا هم نۀ شته۔دلته زۀ يو غزل چې د دولت لوانړي ،خوشحال بابا او حمزه بابا درې واړو په يو قافيه او په يو رديف وئېلے دے مخکښې ږدم او تا سو اندازه ؤکړئ چې د خوشحال بابا د شعر وئيلو استعداد څومره ډېر ؤ،قافيه او رديف د دولت لوانړي دي۔
د دولت لوانړي غزل
زۀ اول هم ديوانه وم ديوانه يم لا تراوسه
لۀ دلداره هم خانه وم همخانه يم لا تراوسه
لۀ طفيلۍ نه عشق وش وم جفاکش وم بلاکش وم
د دلبر د مخ په شمع پروانه وم پروانه يم لاتراوسه
چې داخل ديارپه صف شوم دتهمت په تيرهدف شوم
عام وخاص مې دواړه ؤلي نخښانه يم لا تراوسه
د شرين دلبر د لاسه ما شراب د عشق بې قياسه
څو بې حده ډېر مې ؤڅښل فرزانه يم لا تر اوسه
زۀ فقير دولت چې مست يم د اشنا په مينه مست يم
په ازل مې شراب څښکلي ديوانه يم لا تراوسه
د خوشحال بابا غزل
زۀ هم چرې فرزانه وم فرزانه يم لا تراوسه
تل بې خوده دېوانه وم دېوانه يم لاتراوسه
جدائي نۀشته وصال دے ځېني بعد هم خيال دے
لۀ هغۀ چې هم خانه وم همخانه يم لا تراوسه
چې راغلے په جهان يم خبر شوے په خپل ځان يم
د رازونو خزانه وم خزانه يم لاتراوسه
په عالم زما خبرې خلق کا په نېزدې لرې
په وګړي افسانه وم افسانه يم لاتر اوسه
چې د مخ پلوی یې وا شو يو مشال ؤ چې نما شو
هغه دم پرې پروانه وم پروانه يم لاتراوسه
ناوکې ئې د مژګان دي چې بلا د ما د ځان دي
ورته عمر نښانه وم نښانه يم لا تراوسه
چې ئې ځان سره اشنا کړم لۀ هر چا ئې شا په شا کړم
لۀ عالمه بېګانه وم بېګانه يم لاتراوسه
هغه بحر چې محيط دے په افراط او په تفريط دے
دغه بحر دردانه وم دردانه يم لاتر اوسه
هغه شان لۀ خپله ياره بې وکيله بې رېباره
زۀ خوشحال چې يګانه وم يګانه يم لا تراوسه
د حمزه بابا غزل
ستا د سترګو ديوانه وم ديوانه يم لاتراوسه
لۀ هغې چې فرزانه وم فرزانه يم لا تراوسه
ځان ښود نۀ دي غرض وه خپله مينه دې عنوان کړو
ورته زۀ دې افسانه کړم افسانه يم لا تراوسه
هغه مے به وو د لبو چې یې نوم زما په خلۀ دے
په هغو به مستانه وم مستانه يم لاتر اوسه
لکه اوښکه ستا د سترګو د هستۍ صدف نه راغلم
کۀ قطره وم دردانه شوم دردانه يم لاتر اوسه
زۀ لۀ تا دومره جدا يم لکه عکس په آئينه کښي
زۀ حمزه دې همخانه وم همخانه يم لاتر اوسه
غزل
پہ سرو شونډو دې بازار د شکر مات کړو
تورو زلفو دې ناموس د عنبر مات کړو
چې د صبر پہ اھن يې ؤ تړلے
تا د زلفو پہ حلقو ہغہ ور مات کړو
چې ستا د خط و قد نندارہ وکړہ
صورت ګرو مې پرکار و مسطر مات کړو
چې ارزو لرم پہ زړہ کښې ستا د وروځو
دې ارزو مې پہ ځیګر کښې خنجر مات کړو
غزل
چې دا ہسې سحر ګرې سترګې ستا دي
پہ ناحقہ د تقوی لافې زمادي
پښتنې جونې مې اولیدې پہ سترګو
څوک چې ترکې د ختا ستائي خطا دي
واعظان چې یادوي د جنت حورې
ما پہ دا سترګو لیدلې پہ دنیا دي
د ناموس خبرې مہ کوہ خوشحال تہ
عاشقان د نام و ننګہ بې پروا دي
د خوشحال بابا لنډه او جامع بائيو ګرافي اسماعيل ګوهر په خپل کتاب ګنج مخفي کښې چې د پټې خزانې په اردو ژبه کښې ترجمه ده ورکړې ده۔د تعريف جوګه ده،په خوشحال بابا باندې دوست محمد خان کامل صېب خپل د اردو ژبې کتاب کښې ډېر زبردست تحقيق کړے دے،چې لا پورې ئې بل يو محقق همسري نۀ ده ګړې،ښاغلے پښتون د سيد رسول رسا ، خوشحال او جماليات د ډاکټر اقبال نسيم خټک مهم کار دے د ډاکټر يار محمد مغموم فرهنګ خوشحال هم لوے کار په دې سلسله هغه ډېر کړېدلے دے او صحيح معنې یې راغونډې کړي دي۔نور هم د خوشحال با با په مختلفو اړخونو باندې وخت بيوخت مضامين ليکلے کيږي،په خوشحال بابا باندې الزام چې هغۀ هزل سرائي کړې ده،خو د هغۀ نه مخکښې په لويو شاعرانو کښې دا رسم ؤ،خوشحال بابا يواځې په دې باندې ګرم نۀ دے،د خوشحال بابا يو شعر دے
چې ظاهر باطن ئې دواړه حبطه وي
منافق سړے بتر ګنه تر کوڅه
پوهان په دې پوهېږي چې په دې شعر کښې زبردسته تشبیه ده او څومره مناسب تلازمه ده ۔خوشحال بابا د پښتو ادب پلار دے د باقاعده نظم ابتداء د هغۀ نه کيږي،دغه شان د اسان نثر شروعات د هغۀ نه کيږي،مزاحمت په وړومبي ځل په پښتو کښې د هغۀ په شاعرۍ کښې په نظر راځي،د خوشحال بابا د شعر او نثر خوبۍ ښودلو لۀ پاره څوڅو کتابونو ضرورت دے ،د ريډيو لنډ تنګ وخت د هغې احاطه نۀ شي کولے۔
اشرف خان هجري
د خوشحال بابا شعر کښې دومره رنګارنګي ده سړے ورته حېران پاتې شي،د مضامينو فراواني ده ،خپل د تخيّل نيلے په هر لورې زغلولے دے د ادب ټوله نړۍ ئې فتځ کړې ده،خوشحال بابا خپلو ځامنو ته د شعر وئېلو وصيت کړے دے،د خوشحال بابا ګڼ ځامن شاعران وو،لکه اشرف خان هجري،عبدالقادرخان، صدر خان ،سکندر خان،ګوهر خان،اذاد خان، د بهرام او رحمان شعر نمونې په لاس نۀ دي راغلي خو ذکر یې خوشحال بابا ،اشرف خان هجري کړے دے،د دوه لوڼو تاج بي بي ذکر خوشحال بابا د يوي نيکي او د عالمې لور په طور کړے دے،او د حلیمې بي بي ذکر په پټه خزانه (چې متنازعه کتاب دے) کښې دے۔داسې د خوشحال بابا د کورنۍ مثال د اکېډيمي، پوهتون دے۔چې په اوړي کښې به د ونې سيوري او په ژمي کښې ګرم انغري ته په ادب باندې به بحث شوی وي۔
د خوشحال بابا ځامنو د هغۀ ګڼو رنګونو نه ځان له رنګ خوښ کړو۔او په هغې باندې طبع ازمائي شوې ده۔اشرف خان هجري د خوشحال بابا تغزل خپل کړے دے هجري په شاعرۍ کښې عشق مجاز، سوز وګداز،ډېر زيات موندی کيږي،خو کله چې هغه ۱۰۹۲ه کښې ګرفتار کړے شو هندوستان ته واستولے شي،د هغۀ شاعري يو بل رنګ اختېار کړي د هغه په زړۀ کښې د وطن کلي کور د خپلو خپلوانو یاد چې راځي،د هغۀ په شاعرۍ کښې د درد سوز او د هجر عنصر نور زيات شي،دې سره د هجري شاعرۍ د پنجرے د بُلبل نغمه شي،او د هغۀ هغه له په پښتو ادب کښې يو جداګانه حيثيت بخښي،او په دې رنګ کښې هغه د سر سړے دے،اشرف خان هجري ځان د خوشحال بابا د سردارۍ او شاعرۍ د دواړو جانشين ګڼۍ،په سردارۍ کښې خو ښکاره ده چې هغه ناکامه پاتې شوے دے،ولې په شاعرۍ کښې د خوشحال بابا تغزل او د مجاز رنګ ئې په مخه بيولے دے،نسواني حسن او خځينه کالي ئې په خپلې شاعرۍ کښې ډېر په ښکلي انداز ئې ستائيلي دي،ځان د شاعرانو استاد ګڼي،او د خپل عصر شاعران ئې داسې ياد کړي دي
د خوشحال بابا د خپل د پلار په او د نورو په شعر داسې تبصره کوي
اولاًبه د استاد لۀ حاله وايم
چې ئې شعر جهانګير لکه قمر دے
په پښتو ژبه چې شعر چا بيان کړو
د همه ؤ نظم ستوري د دۀ نمر دے
قادر خان کۀ بحر بولم دروغ نۀ دي
چې ئې فکر د اصلي درو مصدر دے
د سکندر شعر له څۀ سره مخې کړم
طبيعت ئې ډېر تر درو منور دے
صدر خان ،عجب ګوهر،سخن شناس دي
رحمان لا په دا هنر د تورو غر دے
شاعران د پښتنو ګويا څهره دي
د مرزا شعر شمله بلکه افسر دے
نن په دا دور کۀ ښۀ شاعران غواړي
کۀ دوه درې تنه دګر يو قلندر دے
د رحمٰن په وئېل ځاۓ د لقب نۀ شته
چې ئې ما شعر منظور کړو معتبر دے
ارزاني دولت د خپل دور بلبل وو
نن ئې وللے زمانې د شعر فر دے
د واصل له شعر څۀ وائيم و چا ته
چې زما په مخ ئې پورې د حال ور دے
ټول ئې ؤسپاره په ما سرير د نظم
هغه نمر چې نن د خاورو په بستر دے
په اخري شعر کښې هم خوشحال بابا ته اشاره ده او ځان له د نورو هم عصر شاعرانو په نسبت ممتاز ګڼي،مخکښې هم ذکر شوے دے اشرف هجري له د هجر درد او سوز نه ډکه شاعري د نورو شاعرانو نه ممیز کوي۔
ما هاله ماتم په ځان ؤکړو په وينو
چې اټک وته مې شاه کړه په ژړا شوم
بيجا پور هجري په خوب نۀ ؤ ليدلے
اخر پېښ شي هغه کار چې ئې قضا کا
بې وطنه تنها پروت يم په غربت کښې
نن لۀ ما سره همدم د صنم غم دے
د هېواد اشنا په سترګو ليدے نۀ شي
کۀ په خوب راته حاضر شي بس کرم دے
قاصدان له روهه نۀ راځي مدت شو
سلام باد رارسوي منت ئې تم دے
عندليب خټک ئې بند په هسې ملک کړو
چې طوطا ئې ژبه وا ئې د غراب
غزل
لکه ماته کړو نصيب همه جهان اور
هرګز مۀ شه په هېچا هسې زمان اور
په هغه جهان کافر په اتش سوزي
هجر بل کړو په دنيا زما په ځان اور
په انداز زما د سوز کله پوهېږي
چا چې نۀ وي ازمائېلے د هجران اور
کۀ د يار د هجر غم راباندې نۀ وے
راته سهل ده سړيو د زندان اور
جور هومره طغيان ؤکړو د سرانو
چې وريت کړو د دکن خلق ودان اور
لا تا تېر به ظالم نۀ کا سبب څۀ دے
دهجري چې هر سحر نولي دهان اور
د خوشحال بابا قصيدې ډېرې زور دارې دي خو ډاکټر يار محمد مغموم وېنا مطابق هجري په قصيده وئېلو کښې د خوشحال بابا نه وړاندې دے،د پروګرام دوران کښې ډاکټر صېب يوه بله خبره ؤکړه چې هجري د پښتو ژبې وړومبے شاعر دے چې تخلص ئې استعمال کړے دے ما ؤ وئېل چې علي محمد مخلص مخلص د هجري نه مخکښې استعمال کړے دے،خو ډاکټر پرويز مهجور صېب په دې شعر باندې ثابته کړه چې ارزاني په پښتو شاعرۍ کښې د ټولونه اول تخلص په کار راوستے دے،شعر دے
ارزاني لۀ نص وائي
کښې لۀ خپل تخلص
ما چې مهجور صېب نه پوښتنه ؤکړه چې ارزاني د ملا ارزاني تخلص دے نو د ملا ارزاني نوم څۀ دے چا څخه جواب نۀ ؤ،لۀ دې نه ښکاره ده چې اولنې صاحب ديوان شاعر نوم چا ته هم نۀ دے معلوم،پښتو ادب څومره تحقيق غواړي۔
اشرف خان هجري د وفات کال د هغۀ کشر ورور ازاد خان لۀ دې بيت نه راؤځي
د هجرت زر یو سن شپږ ؤ
اشرف خان چې فوت شو ياره
غم اندوه د دۀ تاريخ دے
کۀ حساب کړې وې شماره
د تاريخ مرصع په حساب د اشرف خان هجري د پيدائش کال ۱۰۴۲ه دے داسې هغه په دې دارفاني کښې ۶۴ کاله تېر کړي دي۔
عبدالقادر خان خټک
قادر خان د خوشحال بابا بل شاعر ځوۓ دے، اشرف خان هجري صرف شاعر دے او د هغۀ په کلام کښې جذباتيت ډېر زيات دے،ځکه چې هغۀ دا هر څۀ په خپل ځان ګاللي دي خو قادر خان بقول اشرف خان هجري
قادر خان کۀ بحر بولم دروغ نۀ دي
چې ئې فکر د اصلي درو مصدر دے
د قادر خان شعر کۀ هر څو د سادګۍ طرف ته مائل دے خو مقصديت پکښې زيات دے۔د هجري شعر اب بيتي ده،خو د قادر خان په کلام کښې ديني اجتماعي،عشقي شعرونه په نظر راځي،مګر د هغۀ موضوع تصوف دے ،قادر خان د عربۍ او فارسۍ د ادب ژوره مطالعه کړې ده ،هغه د شيخ سعدي د ګلستان د نثر ترجمه په پښتو کښې په نثر کښې او د نظم ترجمه په پښتو نظم کښې کړې ده چې په ګلدسته باندې موسوم دے۔د ادم خان درخانۍ قېصه ئې ليکلي ده (ترلاسه شوے نۀ ده)ديوان ئې په حديقه باندې نومېږي، څلوېښت احاديث او يوسف زلېخا ئې نظم کړې دي۔محققين وائي چې دی شپتو پورې کتابونه لري خو تر لاسه شوي صرف پېنځۀ مذکوره کتابونه دي۔داسې عبدالقادر مترجم مؤلف هم دے،عبدالقادرخان د شيخ سعدي لاهوري نه لاس نیوه کړې وه،په کلام کښې د تصوف يو شوخ رنګ دے،ويره ترهه نۀ لري۔په زړۀ ورتيا باندې د تصوف مسائل په کلام کښې بيانوي۔زيات زور ئې مسئله وحدت الوجود باندې دے،قادرخان د ځوانۍ په ايامو کښې د خپل د پلار لۀ طرفه په مختلفو جنګونو کښې برخه اخيستې ده،د کړپۍ په جنګ کښې ئې غليم له غاړه په اس باندې غاړه ورکړه۔او زخمي شو ۔خوشحال بابا د هغۀ دغه مړنتوب په يوه قصيده کښې ستائېلے دے۔دا جنګونه هغه خپل پلار او کورنۍ له کړي دي۔هغه د خوشحال په شان جنګو اوجلالي نۀ ؤ،د درويشانه طبيعت مالک ؤ،علم سره ئې مينه وه،او ادب له پاره ئې ژوند وقف کړے ؤ۔
د پټې خزانې مطابق د عبدلقادر خان تاريخ پيدائش ۲۳ جمادي الثاني ۱۰۶۱ه دے خو د تاريخ مرصع مطابق غلط ښکاري په تاريخ مرصع کښې د عبدالقادر خان تاريخ پيدائش ماده ده۔
عين است وبا و دال و الف لام وقاف الف
دال است ورا و خا والدن وادس
(عبدالقادر خان)
داسې دا جوريږي ۲۵ ذي الحجه ۱۰۶۳ه پښتانۀ شعراء د وفات نېټه تر ۱۱۱۸ه پورې ښائي۔خو عبدالقادر خان ژوند تر ۱۱۲۳ه پورې يقيني دے۔ځکه چې د ګل خان او جمال خان د تاريخ مرسع مطابق ۱۱۲۳ه کښې واقع شوې وه،اوپه دغه واقع باندې قادر خان ،رحمان بابا او حميد بابا درې واړو نظمونه ليکلي وو،داسې دا درې واړو شاعران د عمرونو فرق به وي خو په ځان کښې هم عصر دي۔ د عبدالقادر خان د کلام نمونه
ژرنده هله څۀ حاصل کاندې چې ګرځي
يو زمان هم قرار مۀ کړه لۀ طلب
ځوانمرد هغه دے چې لکه شمع
د ځان په سولو مجلس کا جمع
هر سحر سترګې د ګل په اوښکو ډکې
په دې باغ کښې بې ژړلو خندا نۀ شته
دلبر مخ راته ښائي په هر څه کښې
ګاه په تور کښې جلوه کړي ګاه په سپين کښې
په چراغ کښې تجلي ؤکړي پتنګ ته
بلبلانو ته ښکاره شي په نسرين کښې
لۀ هغوي مې څۀ اندوه چې په خوي اور دي
چې خپل خوي کښې سوړ نرم تر اوبۀ يم
په ايرو ئې مخ سپېرۀ شي چې نفاق کړه
آئينه غوندې مخ سپين تور په زړۀ نۀ يم
په هر څۀ کښې ننداره د هغه مخ کړم
ځکه نور عالم غمونه کا زۀ سخ کړم
د وحدت درياب به وېني ښکته پورته
خپل وجود به ورښکاره لکه حباب شي
د ليدليو په نظر کښې تفاوت وي
او کۀ نوي جز جدا نه دے له کله
خوشحال بابا د دولت لوانړي په يو غزل غزل ليکلے ؤ او عبدالقادر بيا د خوشحال په غزل غزل ؤليکۀ،دغه غزل د عبدالقادر معاصرو له چلينج او طرحه ؤګرځېده او د قادر خان جواب ئې کړے دے۔په دوي کښې اکثريت کلامونه بغير د يو غزل غزل چې د مستشرقينو په وساطت تر مونږه رسېدلي دي،نور کلامونه ئې تر لاسه شوي نه دي،خو لۀ دې اندازه لګېدے شي چې د خوشحال بابا نه وروستو د غزل څومره ښېرازه دور ؤ، او هر ورستي شاعر په وار د غزل په جولۍ کې څۀ نه څۀ اچولي دي۔
د عبدالقادر خان د غزل مقطع ده
دا غزل په پښتو ژبي چې بيان عبدالقادر کړۀ
دروغژن يم کۀ بې خانه وائي بل يو شاعر هسې
صدر خان د خوشحال بابا درېم شاعر ځوۓ او عبدالقادر خان ورور ئې داسې جواب کړي
ستا جواب عبدالقادر په دا رنګ صدرخوشحال کا
څو بې خانه زۀ وئېل کړم بل يو نه ګا پښتون هسې
معزالله خان
معزالله دې جواب ؤکړو په پښتو عبدالقادره
اوس ثاني دا ستا پيدا شو په دا دور پښتون هسې
اشرف
چې تا وي عبدالقادره کوم پښتون به بې خوشحاله
دا شان وائي اشرف ووې خدا ئې پيدا کړ پښتون هسې
عثمان
چې قلم په سپاهي شه په کاغذ باندې راهي شه
په عثمان دې افرين وي چې پيدا شه پښتون هسې
غفور
کۀ منصف عبدالقادر شي د غفور په حال ناظر شي
اميددےچې پرې شاکرشي هريوحرف دے مضمون هسې
عبدل
ستاجواب عبدالقادره په ښه شان دےصد ر کړے
هم عبدل دې جواب ؤکړو چې پيدا شۀ پښتون هسې
سکندر خان خټک
ډيوې ريډيو په صدر خان سکندر خان او حليمي بي بي باندې يو پروګرام کړے دے ،صدر خان ډېر لږ کلام زمونږ تر لاسه دے،دا کلام نه یې ښکاره ده چې صدرخان يو ښۀ شاعر دے،د خوشحال بابا په وېنا یې ادم خان درخانۍ قېصه د مثنوي شکل کښې ليکل ده،چې پښتو اکېډيمۍ لۀ اړخه چهاپ شوې ده،د حليمي بي بي يو غزل پټې خزانې کښې راغلې دے نو پټه خزانه يو متنازعه کتاب دے،بل چا محقق ئې ذکر نۀ دے کړے،يا کېدے شي زما د نظره نۀ وي تېر شوې ۔خو سکندر خان ديوان د لوۓ محقق دوست محمد کامل صېب ددیباچې سره چهاپ شوے دے،د هغۀ په بائيوګرافي او کلام باندې اول د رڼا اچولو کوشیش کوم،د سکندر خان پيدائش په تاریخ مرصع کښې نه دی راغلے خو کامل صېب د هغۀ د يوې د قصیدې
د شعرنه ایستلی دے -
شعر دی
دما دویشت کاله سن دی
زر اؤ نوي سن د هجرت دی
داسې چې زرنوي هجري نه دویښت کاله منفي کړے شي ۔۱۰۶۸ه راوځي
خوشحال باباپه کال۱۰۶۰ه کښې ګرفتارکړی شي هغه وخت د سکندر عمر شپږ کاله ؤ - خوشحال بابا څۀ داسې وئېلي دي
هغه ملک واړه ثمر دے
چې پکښې زما سکندر دے
سکندر خان لکه د پلار غوندې په سياسي او علمي دواړو مېدانونو کښې سرګرم پاتې شوے دے،هغۀ په کورنۍ شخړه کښې د افضل خان ملګرےپاتې شوی او بهرام ته ئې په خپل کلام کښې ډېرې بدې ردې وئېلي دي د هغۀ دغه کلام نه مونږ ته ځېنې تاريخي حقائق په لاس راځي،لکه
نحسه ورځ نحسه ګړۍ نحسه طالع وه
چې پيدا په قبيله کښې شو بهرام
په راتلۀ د بهرام لاړل لۀ خټکه
برکت ، غېرت،عزت دولت ارام
چې د سر چشمه ئې خړه شي جوي خړ شي بد سردار قبائل واړه کا بدنام
چې بهرام د رياست په مسند کېناست
خيل خاني ئې د خوښۍ نۀ ؤکړ حطام
په دوران د منحوس پڅه تر لارۀ شوه
د ابا ؤ اجداد توره خون اشام
لکه دې چې د خټک په بوريا کاندي
هغه نۀ کا بادشاهان په ډېر احشام
د خوشحال بابا د وفات تاریخ یې ليکلي دي
په شلمه د رمضان په جانه کړ کښې
افضل خان سره يک رنک په اهتمام
کۀ تاريخ د سن د سال غواړې لۀ مانه
د ابجد په حرف عين غين لام
۱۱۰۰ه
د سکندر خان څلور ځامن وو،چې جلندر ،غنضفر،انور خان او ،منور خان نومېدل۔په دوي کښې درې انور خان ،منور خان او غنضفر د هغۀ د سترګو مخکښې مړه وو،چې مرثې ئې پرې ليکلي دي،د سکندر خان په يو خط چې ترجيح بند کښې دے د اشرف خان هجري په نوم باندې چې د ګواليار بندي خانې ته لېږلے شوې ؤ،دا ترجيح بند يو سل شپتۀ بېته لري،د سکندر خان شعر ته اشرف خان هجري چې ځان ئې د خوشحال خان د مرګ نه وروستو په سياسي او ادبي لحاظ یې جانشين ګڼۀ داسې وائي
د سکندر شعر څۀ سره مخی کړم
طبيعت ئې ډېر تر درو منور دے
په غزل کښې یې لطافت،جدت او د مضامينو فراواني ده لکه
د چنبې د ګلو هار کۀ هر څو سپين دے
ستا په سپينه سينه بيا ليدۀ شي هارتور
په ځير ځير ئې هسې مخ ګوره سکندره
چې دې کسي شي خالونه په رخسار تور
يا
يو په ورځ وي بل په شپه وي تۀ مدام یې
سیالي ستا د ښائست ولې کا قمر نمر
د بڼو تېر ئې ازاد لاړ شي سکندره
کۀ د وړاندې ورته ؤنيسي سپر نمر
غزل
هسې ګوتې په زير ږدي په بم هم
هم ساقي شته هم بهار او صنم هم
ستا د عشق د غشي هسې ځاۓ پرهر دے
چې ريښه پرې اېښوے نۀ شي مرهم هم
ستا د زلفو مار چيچلې نۀ رغېږي
په ستانو په زيارتونو په دم هم
ما چې مخ ورته ښکاره کړو لېونے شوم
پاس د غرونو په سر ګرځي په سم هم
هغه راز د محبت چې پټ لۀ تا دے
زړۀ خبر ورځني نۀ شو قلم هم
د خوښۍ پياله په لاس کښې نن زما ده
درد،زخمت راڅخه او تښتېده غم هم
چې لذت د شونډو کوثر هيڅ کړو
د حيات اوبۀ لا هم د زمزم هم
د يوه لاس نغاره هسې اواز کړه
د افسر کا ږۀ به ستا نه وي دم هم
کۀ ناستے د يار په کوي په ناؤرو مومم
باغ بهار د سکندر دے ارم هم
د سکندر خان لۀ کلامه صفا ښکاره ده چې هغه د اشرف خان هجري لار خپله کړې ده،د دۀ ديوان نيمګړے په لاس راغلے ؤ،کېدی شي چې د دۀ په کلام کښې د ځامنو د مرګونو وروستو سوز او درد نور زيات شوي وي۔
کامګار خان خټک
پکار خو دا وه چې د خوشحال بابا د مکتب د ټولو شاعرانو ذکر مخکښې شوے وے،بيا د رحمان بابا او په اخره کښې د حميد بابا سبک شاعران راوستي شوې وے،خو ډيوه ريډيو دا ترتيب نۀ دے ساتلے ۔په کوم ترتيب باندې چې پروګرام نشر شوے دے،زۀ هم په هاغه ترتيب باندې راغلے يم۔
د کامګار تش نوم او درې غزلې په پښتانۀ شعراء کښې ورکړے شوي دي،خو تسنيم الحق کاکاخېل د کامګار ديوان خپلې دیباچې سره خور کړے دے او سبک هندي د استاد پټکے د کامګار خان په سر تړي،خو د اوسني تحقيق مطابق د حميد بابا او د کامګار خان عمرونو کښې ډېر لږ فرق دے،حميد بابا به د کامګار نه د لسو نه واخله تر پېنځلس کالونو پورې به مشر وي،خو نور محقيقين د کامګار د شعر د ثبوت په توګه وړاندې کوي چې حميد بابا د دې اسلوب مشر دے،د کامګار شعر دے
چرې نۀ چې باد خبر عبدالحميد کا
چې کامګار غزل د ستا په مضمون ؤ وې
خو کومه کليه چې تسنيم الحق کاکاخېل ويستلې ده ،چې مشري ئې په مشرۍ ده نو بيا مونږ څخه يو بل سړے په پښتو ادب کښې موجود دے چې هغه په عمر د رحمان بابا،عبدالحميد بابا او د کامګار درې واړو نه مشر دے ،د هغۀ په ديوان کښې رحمان بابا اسلوب ،د حميد بابا او د علي خان رنګ د اول نه موندے کيږي هغه دے حسين ملک پوري - چې کله حسين باندې پروګرام کېدۀ دا تفصيل به ورکوم۔
د کامګار د نامدار خان ځوۓ د اشرف خان هجري نمسے او د خوشحال بابا کړوسے دے۔
کله چې مونږ د سبک هندي استادانو ،شاعرانو کلام ته ګورو مونږ ته څۀ داسې نقشه په مخه راځي،حسين يو قادر الکلام شاعر دے،لوړ تخيل نازک خيالي سره ئې رحجان اجماعيت دے،د حميد بابا په شاعرۍ کښې نازک خيالۍ سره درد او سوز ډېر دے،د کامګار وېنا کښې نازک خيالۍ سره سلاست او رواني ډېره ده،په پښتو کښې چي کوم سبک حسين اېښے دے د هغۀ معراج کاظم خان شيدا دے د نازک خيالي ،لوړ تخيل ،علويت ،ابهام،مضامينو ګراني کوم چې د سبک هندي خاصه ده،په کاظم خان شيدا کښې موندے کيږي۔علي خان خپلې شاعرۍ له پاره خام مواد د خپلې خاورې او دود دستور نه اخيستي دي،خو په دې کښې اوليت حسين ته حاصل دے،د حسين د هزارې په غرونو کښې پيدا شوے او شاعري ئې کړې ده،رحمان بابا ،عبدالقادر خان، او حيمد بابا د هغۀ شاعرۍ نه خبر ؤ،خو ورستو حميد بابا د نازک خيالي امام ګڼلے شوے دے،حميد بابا ډېر هوښيار شاعر ؤ،هغۀ کۀ د شاه ګدا نيرنګ عشق وغيره ترجمه کړې دي،يا ئې په غزل کښې ئې د چا تخّيل خپل کړے دے ښکاره کړے نۀ دے،هغۀ د سترګو نه هاغه وخت دا خبره پناه وه چې يو داسې وخت به راشي چې پۍ پې اوبۀ اوبۀ به شي ۔د ډاکټر پرويز مهجور صېب اوئيل حميدبابا چې په شاعرۍ کښې د بيا بيا ساده انشاء ذکر کوي،دۀ سره ويره وه چې څوک لۀ دۀ نه به دغه اسلوب کښې مخ په وړاندې ځي او هغه ؤشوه،کاظم خان شيدا حميد بابا وروستو پرېښودو او پښتو کښې د سبک هندي معراج ؤګرځېدۀ۔
د کامګار تاريخ پيدائش تسنيم الحق کاکاخيل په ديوان کښې ورکړے دے چې غلط دے د ډاکټر راج ولي شاه خټک په ادبي تحريکونو کښې په صفحه نمبر ۲۸۳ باندې داسې ليکي د نامدار خان تاريخ پيدائش ۱۰۷۹ه دے نو د کامګار خان تاريخ پيدائش ۱۰۸۰ه ټاکل صفا غلطه ده،نامدار خان کۀ د ۱۷ کالو په عمر کښې وادۀ کړے وي نو د کامګار پيدائش نېټه ۱۰۹۰ه خوا ؤ شا به وي ۔کامګار په غزل کښې د حميد بابا نازک خيالي،عبدالقادر درداو د اشرف خان هجري سوز په شريکه ليدۀ کيږي۔
چرې نه چې باد خبر عبدالحميد کا
چې کامګار غزل دا ستا په مضمون ؤ وې
په دې قافيه او رديف باندې د حميد بابا په ديوان کښې غزل نۀ موندے کيږي،کامګار ته چې د حميد بابا د کوم شعر نه تحريک شوے ؤ،هغه شعر دے
کۀ مې نۀ وے لېونتوب رهبري کړے
افلاطون غوندې به مړ ومه ګمراه
ديوان عبدالحميد بابا
د کامګار د غزل مطلع ده
لکه درس د عشق بې عقله مجنون ؤ وې
په داشان کله لقمان افلاطون ؤ وې
د حميد بابا غزل دے چې مطلع ده
کۀ يو ځل شم مخامخ د يار لۀ مخه
نور به نۀ کا رقيبان راباندې زحه
هم په دغه زمکه کامګار داسې غزل سرا دے
چې جدا يم د دلبر لۀ ښکلي مخه
په هوا د غم په باد یم لکه پخه
کۀ مې سر په عشق کښې ځي پروا دار نۀ يم
زهېرېږم د غماز سړي په رخه
مخ دې تور په دواړه کونه شه رقيبه
چې وي وکړه د کامګار په وصال رحه
غزل
نه به څوک لۀ ناچارۍ نه وطن پرېږدي
نه به روح هرګز په خوښه بدن پرېږدي
کۀ ستا مخ يو ځلې ؤ ويني په سترګو
بت پرست به نور سجود و درشن پرېږدي
د خوبانو د مخ هسي شان جذبه ده
چي سیماب یې په طلب کښی وطن پرېږدي
په خاطر به مـــې بېغمه قـــراري شـي
کــــۀ مـې سترګې د خوبانو دیــدن پريږدي
د يـــوســف غونــدې بــه څو ځنــې بیـرون کا
کۀ د زنې چاه د زلفو رسن پرېږدي
کۀ یې ؤليدې سرې شونډې جوهريانو
په ياقوت پسې به تله د يمن پرېږدي
کۀ دلبر په دا ښائست لاړ شي چمن ته
د خوبۍ دعویٰ بہ ګل د چمن پرېږدي
د قيامت په شور و شر کښې ګمان مۀ کړ
چې کامګار به دې د لاسه لمن پرېږدي
د غزل د مطلعې نه داسې برېښې چې کامګار په دوبيانو کښې چې عمر تېره ؤ،د هغې سبب ناچاري نۀ وه،څۀ نور وه هغه د نامدار خان او افضل خان تر مېنځه د سردارۍ کشاله وه يا نور څۀ؟ زمکہ د حسېن دہ
د کامګار په کلام کښې عشق،حسن ،اجتماعي تصوفي اشعار په نظر راځي۔دکامګار خاصيت سلاست اؤ رواني ده
کاظم خان شيدا
په ايران او ګاؤندي هېوادونو کښې د خواجه حافظ سبک راج وو،چې په څنګ کښې ئې فغاني يو نوۓ سبک وویست چې نازک خيالي،د تخيّل لوړتيا ،ابهام ،تشبیه در تشبیه ،استعاره در استعاره مبالغه،ضائع بدائع ئې خصوصيات وو،دا سبک ھند تہ ورسېد په دې کښې صائب ،شوکت بخاري ،غني کاشميري ،ناصر علي سرهندي وغيره شامل وو،خو په هند کښې مرزا عبدالقادر خان بېدل خپل معراج ته ورسوهٔ ځکه په سبک هندي باندې مشهور شو۔په پښتو کښې د دغه سبک بنياد حسين ملک پوري کېښود،خو کلام ئې د خلقو د نظرونو نه پناه ؤ،حميد بابا چې د عمر په لحاظ د حسين نه کشر دے په پښتو کښې د سبک هندي اولنے شاعر ؤګڼلی شو ،ګني داسې شهادتونه موجود دي چې رحمان بابا عبدالقادر خټک او عبدالحميد د حسين د شاعرۍ نه خبر ؤ د حسين خيال او مضامين ځاۓ په ځاۓ خپل کړي دي،تفصيل له پاره زما تحقيقي کتاب “حسېن ملک پوری تحقيق او تنقید”کتے شئ۔
په سبک هندي کښې شامل شاعرانو فهرست څۀ دا رنګې دې،حسين ملک پوري،عبدالحميد بابا، کامګار ،کاظم خان شيدا،علي خان ،قلندر اپرېدے، بېدل هشنغرے،حنان بارکز ے وغيره وغيره۔
د کوم غزل او رنګ ابتداء چې په پښتو کښې حسين کړي وه د هغۀ معراج کاظم خان شيدا غزل دے،سبک هندي په حاد شکل کښې د کاظم خان شيدا غزل کښې ليدے کيږي۔
کاظم خان شيدا هم د خوشحال بابا د کور سړے دے،کاظم خان د افضل خان ځوے د اشرف خان نمسے د خوشحال خان کړوسے دے،دوست محمد خان کامل ته په تاريخ مرصع کښې د افضل خان د ځامنو په فهرست کښې د کاظم خان نوم اونۀ موندے شو،د هغۀ شک پيدا شو چې کاظم خان د افضل خان ځوۓ نۀ دے بيا د کاظم خان شيدا په ديوان کښې د دوه ورڼو فتح خان او الله نور مرثې موجود وې،کامل صېب دا د کاظم خان وړوڼه ؤګڼل۔حالانکې دا په ځان کښې ورړنه وو،د کاظم خان شيدا ورسره دوستي پېژندګلي وه،ځکه ئې په مرګ دخفګان اظهار ؤکړو،حنيف خليل د کامل صېب دا شک بنياد جوړ کړو،ديوان کاظم خان يې تدوين و ترتيب اوکړو،ډاکټر يار محمد مغموم د پروګرام دوران کښې حنيف خليل ته ډېره خوندَوره خبره ؤکړه چې اول به دې ورله پلار پيدا کړے ؤ بيا به دې هومره ځان کړولے ؤ۔
ډاکټر اقبال نسيم خټک د خپل کتاب رنګ او بو قافله په صفحه نمبر ۲۱۲ باندې د خان شير علي خان ليکلي شوه شجره ورکړې ده،چې کاظم خان شيدا یې د سعدالله خان سکه ورور او د افضل خان ځوۓ ښودلے دے،اکمل اسدابادي په خپل يو مضمون کښې چې په پښتو مجله کښې چهاپ شوے دے۔د شير علي خان د ليکلي شجرې حواله ورکړې ده، درستہ یې تسلیم کړې دہ ۔ کاظم خان شيدا افضل خان او سراې سره والهانه مينه لري ، د لرې پښتونخوا د محقيقنو پرې اتفاق دی،علاوه د حنيف خليل نه نور متفق دی
چې کاظم خان شيدا د افضل خان ځوۓ دے،د کاظم خان شيدا په شاعرۍ کښې نازک خيالي ،خيال افريني،نکتہ افريني،علويت،تشبیه،استعاري،اشارې کنائې استعمال په خپل عروج باندې دے،د هغۀ مضامين حسن،عشق،اجتماعيت،تصوف، مذهب اخلاقيات وغيره دي چې روایتي دي خو د کاظم په غزل کښې جدت هم ليدے شي۔
د کاظم خان شيدا تاريخ پېدائش په صحيح ډول معلوم نۀ دے،خو د اکثر محقيقنو خيال دے چې کاظم خان شيدا په ۱۰۳۶ه نه مخکښې وروستو پيدا دے،ځکه چې افضل خان په تاريخ مرصع کښې د کاظم خان شيدا ذکر نۀ دے کړے يا هغه هاغه وخت کښې وړوکے ؤ،يا د سره پيدا نۀ ؤ،ځکه چې په تاريخ مرصع کښې۱۱۳۶ه پورې د خوشحال بابا د کورنۍ حالات درج دي دا څۀ باقاعده تاريخ نۀ دے،ډائري ده۔د کاظم خان شيدا وفات تاریخ لۀ دې قطعې نه ثابت دے
د شيدا په اشنايانو جهان تريخ دے
د کباب غوندې ئې کون و مکان تريخ دے
درست بدن ئې ګويا زړۀ ؤ په معنیٰ کښې
دلنظير د کاظم خان د مرګ تاريخ دے
۱۱۹۴ه
د کاظم خان شيدا مذهبي، اصلاحي، اجتماعي، اخلاقي ،عشقي،صوفيانه،مشکل پسندي،تشبهات ،استعاره ،ابهام،علويت،مضمون افريني وغيره باندې ډېر ليکل شوي دي،زۀ هغه شعرونه بيا اړول را ړول نۀ غواړم،خو زۀ د کاظم خان شيدا د پښتو شاعري په حقله خيالات وړاندې کوم۔لکه چې وائي
د پښتو ژبه تمامه ده بې نظمه بې نظامه
لۀ اوزانه مختلفه لۀ ميزانه منحرفه
په ميزانه باندې چې راشي
هر کلام تہہ و بالا شي
شيدا چې په کوم ماحول کښي د پښتو شاعري کؤله هلته په فارسۍ او اردو کښې شاعري کېدله۔په عربۍ ،فارسۍ او اردو کښې شاعرې د عروضو مطابق کيږي،لۀ دې ژبو نه علاوه نوره په ټولې دنيا کښې شاعري د هجو په بنياد کيږي،پښتو کاظم خان شيدا عربۍ ،فارسۍ او اردو سره تلله ګڼي پښتو سره لۀ دوي نه زياتې ژبې په ملګرتيا کښې دي،مثلا سنسکرت،هندي،اوستا، انګريزي،چاپاني وغيره په دې ټولو ژبو کښې د څپو د شمارلو په بنياد باندې شاعري کيږي۔
د هر وزن منافي دي
څۀ خبر په قوافي دي
چې د نظم تصنيف کاندي
رعايت د رديف کاندي
هر څو کۀ قافيه او رديف مضمون او خيال له پاره کېزه ده خو نوې قافې او نوې رديفونه ځان سره نوې خيالات او مضامين هم راوړي۔په ځېنې غزلونو کښې څومره جديد نوې قافې او رديفونه دي
با د ئې زلفې په رخسار خورې ورې کړې
کۀ غنچې ئې د ګلزار خورې ورې کړې
زرکه نۀ لري ګيسو د فرهاد غم کا
شنې بڼې ئې په کوهسار خورې ورې کړې
چې ګردش د سرمه سا چشمان پيدا کړي
د فتنې سره بلا اسمان پيدا کړي
د نرګس په شانِ ګران د رنځ تشخيص دے
د شيدا د درد به څۀ درمان پيدا کړي
ما چې وژني اوس د مينې په تور جانه
زړۀ دې ولې لۀ ما اخيست په زور جانه
صاف طنيت کله عيوب د حېران ويني
سترګې کله کج نهاد د مژګان ويني
انجمن ئې لکه شمع داغ د زړۀ دے
تنهائي مې د صورت چراغ د زړۀ دے
صاف خاطر په خپل صورت باندې بند نۀ دے
په شيشه کښې چا ليدلے پيوند نۀ دے
د شيدا شاعرۍ ته چې ؤکتے شي دا پښتنې ماحول شاعري نۀ ده په يو داسې ماحول کښې شاعري کوي چرته چې ټول اقدار بدل دي،دۀ د هغه ماحول نقشه راکاږي،د انجمن اراسته پيراسته محبوب بيا ن کوي ،د پولې پټي غر او سيمي ګودر ذکر پکښې نۀ موندے کيږي،چې يو عام وګړے له پاره نا اشنا دے ځکه د خپل سبک خاوندانو حميد بابا او علي خان نه په شهرت کښي پاتې راځي۔
حسين
د حسين په حقله معلومات په عام وګړي کښې خو پرېږده په ادبي حلقو کښې هم د نيشت برابر دي۔د حسين يو غزل حبيبي صېب په پښتانۀ شعراء کښې د پا دري هيوز د کليدِ افغاني نه نقل کړے ؤ،د حسين او هغۀ په کلام په حقله ئې هيڅ معلومات نۀ دي راکړي۔په کال ۱۹۵۸ء کښې هميش خليل د حسين ديوان سره عالمانه ديپاچې چهاپ کړو،دا د هميش صېب لوۓ ز يار ؤخو څۀ تېروتنې پکښې ؤشوې لکه ملک پور د حسين کلے ئې د حسين د علاقې پکهلۍ نه بهر ؤګڼۀ۔دا قلمي نسخه هميش خليل صېب نصرالله خان نصر په امازو ګرهۍ کښې معلومه کړې وه۔د حسين بله قلمي نسخه په بټلو کښې موجود ده،د امازوګرهۍ په نسخه کښې څۀ غزلې موجود نۀ وې ۔سعدالله خان ايډوکيټ هميش خليل صېب له دغه غزلې ورکړي چې په ساهو ادب نومې کتاب کښې ئې چهاپ کړې،خو د دې غزلو په شعرونو او په کتابت کښې غلطۍ ؤشوې ۔د کومو لۀ کبله د حسين فن ته پرې نقصان ؤرسېد۔خو هر سړے تر خپله وسه پړ دے۔دا کاوشونه د هميش صېب د ستائينې وړ دي،لۀ دې نۀ وروستو سعدالله خان ايډوکيټ په حسين باندې يو مضمون د لاهور نه په يوه ادبي (صحیفه) مجله کښې چهاپ شو،او بيا ئې کتاب ؤليکۀ “پشتو کے تين نامور شاعر” په دې کښې سعدالله خان ښکاره کړه چې حسين د رحمان بابا او حميد دواړو نه مشر دے۔د دې کتاب سريزه رضا همداني ليکلي ده د رضا همداني په پښتو ادب باندې ژور نظر دے،رضا همداني د رحمان بابا د کلام په اردو کښې منظومه ترجمه کړې ده،هغۀ ؤليکل د سعدالله خان دا تحقيق د ستائينې وړ دے۔او د تحقيق لاسونه ډېر ؤږدې دي لۀ دې نه وروستو ما پرې کتاب “حسېن تحقیق اوتنقید”په نوم ؤليکله۔په دې کښې مې دا اوښودل چې حسين د رحمان بابا نه مشر دے او کۀ نۀ خو د حميد بابا نه يقيني مشر دے۔او د سبک هندي په پښتو شاعرۍ کښي بنیاد ګر دے۔حسين د هزارې پکلۍ د سيمي ؤ،عصر ئې د شاه جهان اورنګ زيب عالمګير د حکومتونو له دورنو نه تعبن کيږي۔د شاه جهان دور کښې ښۀ پخته کار شاعر ؤ،د اورنګ زيب تاجپوشي او په مړينه ئې شعرونه وئېل دي۔خو لۀ دې نه ئې وروستو د ژوند څۀ پته نۀ لګي،په شعر کښې عشقي مذهبي ،اخلاقي او اجتماعي رنګ نماياں دے۔نازک خيالي ئې د شعر وصف دے پوره تفصيل له ؤګورئ( حسېنتحقیق اوتنقید )حسين د خوشحال بابا ،رحمان بابا،حميد بابا او د علي خان سره په ؤږه په ؤږه ولاړ شاعر دے۔په حسين کښې د رحمان بابا،حميد بابااو د علي خان رنګ د مخکښي نه موجود ؤ،خو ډېر عمر ئې کلام تيارۀ کښې ؤ،شهرت ئې نۀ دے موندلے ۔اوس هم زمونږ ادبي حلقې د حسين د کلام نه په پوره ډؤل نۀ دي خبر ۔حسين د پښتو د يو شاعر نوم په خپلو اشعارو کښې نۀ دے اخيستے،خو دهغۀ په فارسۍ باندې ډېر ښۀ دسترس ؤ هغه براه راست د حافظ شيرازي او سبک هندي لۀ شاعرانو نه اثر اخيستے دے۔د روښانيانو کلامونه د حسين په وخت په هند کښې وو،او خوشحال بابا کلام د هغۀ نمسي افضل د حسين د مرک نه وروستو مرتب کړے دے۔چې حسين ترې هزاره کښې يا سوات کښې خبر شوے وے۔د حسين مخکښې د پښتو د غزل څۀ نمونه نۀ وه موجود،چې د هغۀ قلمي نسخه بقول هميش خليل د عبدالقادر خان خټک زير مطالعه پاتې شوې او مهر ئې پرې ثبت دے۔رحمان بابا ،حميد بابا او علي خان به ترې ولې نۀ وي خبر خو يو لا وارثه شاعر ؤ،نوم ئې چا نۀ دے اخسيتے په غزلو شعرونو ئې ورله شعرونه ليکلي دي۔هغه په خپل وخت داسې تعلياتو کؤلو باندې حق بجانب وو۔
تورزن فکر مې عالم په ډاګ ډاګ ؤويشت
نن شمله يم زۀ حسينَ په پښتو کښې
چې په نېزې د فکر اخلي د نقطو مشکڼې
نۀ شته حسين غوندې شهسوار په تمامي پښتوکښې
جوهري بويه حسين چې ئې واخلي
څۀ پوهېږي نادان په دا ګفتار
چې نقطې ئې پټ رموز دے ستا له حسنه
دا مې شعر کۀ درسفتن دے نۀ پوهېږم
قادر الکلامي له دې نۀ ښکاره ده چې دا يو خيال څنګه په مختلف طريقو تړي
کنډولي مې چرې ډک په ديدن نۀ کړۀ
څۀ ناراست دي ګدايان زما د سترګو
نۀ شته بل زما په څير د ديدن وږے
کنډولي د سترګو نيسم در په در
په اميد ستا د جلوې لۀ هر ځايه
کنډولي د سترګو نيسمه و هر در ته
غزل
تل ئې وي بشره د اوښکو په زيم ترَ
چې پرې مېاشت د بېلتانۀ شي را د برَ
د اشنا د ښکلي مخ هسې جذبه ده
چې حجاب ئې د شپې پورته کۀ لۀ نمرَ
په خوارۍ مې سر وقد کله ګروهېږي
کۀ چامبيل غوندې ترې ځار شم پائي تر سرَ
دا د صبح شنه وږمه په اسمان راغله
کۀ لوخړه مې د آه لاړله لۀ سرَ
د اشنا د مینې غم هسې نچوړ کړم
لکه کاږي چې ګاڼيۍ نو لۀ نېشکرَ
دا مې خيال د يار لۀ زړۀ په غفلت درومي
کۀ امام دي چې کوزېږي لۀ منبرَ
ستا د خط لۀ کش مکشه به څۀ وائيم
د کيکر په ازغو پروت يم بې بسترَ
ځنکدن په هغو هيڅ کله ګران نۀ وي
چې خبر وي ستا د شونډو لۀ کوثرَ
نور به نوم د اشنائې په خلۀ وانۀ خلم
کۀ مې دا له لاسه نۀ شوه لر وبرَ
تر پښو لاندې دي دل لکه واښۀ وے
پورته نۀ شوے جانه ستا لۀ رهګذرَ
هر اميد مې ئې لۀ وصله په سر مات شي
خداۓ دې مينه د چا نۀ کا بې ثمرَ
کج مژګان دي د غير فکر خاربندي شوه
ؤ به نۀ باسم دا غشے لۀ ځيګرَ
هر نفس مې شين لوګے دے لۀ خلې خېژي
هيڅ خبر زما په درد نۀ ئې دلبرَ
ستا د مخ په لمبه هسې حسين وسۀ
لکه بوټے د جوکې لۀ يوه برَ
څنګه چې د پښتو غزل د عمر په لحاظ پخیږي ځي ،دغه همره د غزل حسن زياتيږي ځي،د حسين نه وروستو رحمان بابا په خپل رنګ کښې حميد بابا ،کاظم خان شيدا او علي خان غزل خپل معراج ته ؤ رسوۀ۔ خو دا ياد ساتل پکار دي چې په هر لوۓ شاعر کښې خپل وصف موجود وي،چې هغې نه د هغۀ غزل پېژندے شي او په هغه وصف کښې د نورو نه زيات وړاندې وي،خو د حسين اهميت دا دے چې په هغۀ کښې د رحمان بابا ،حميد بابا او علي خان رنګ د هغوي نه مخکښې ليدے شي،هغه وخت په فارسۍ کښې د يار خط ستائېل رواج ؤ، حسين دغه مضمون څنګه تړلے دے۔
د رخسار سره دې خط مناسب نۀ دے
راغله شپه د سپينې ورځې په رڼا کښې
اوس به مات شي پشکال زما اوښکو
چې راغلې دې په مخ د خط هاله ده
شهزاده دې شينکے خال مداري بوبه
چې د حسين په زړۀ ئې کيښودۀ زرغون داغ
زلفې د شاعرانو د خوښې موضوع دے په زلفو ئې دا شعرونه ؤګورۍ
يار مې پرانسته د زلفو جنجالونه
ځکه الوځي خوشبويه شغالونه
کور و بار به دي حسينه خور مخور کا
خورے زلفې د خوبانو په شانو
زۀ چې ژاړم هميشه په سترګو سرو
غوڅ غوڅ وړے يمه د يار کږو مندرو
په ساهو ادب کښې د هميش خليل دا وېنا هيڅ اهميت نۀ لري ،چې حسين هيڅ قبيلوي مسئله يا فسلسفه نۀ ده بيان کړي۔ځکه د هغۀ پايه ئې کمه ګڼلي ده۔کومه فلسفه وروستو حميد بابا ،کاظم خان شيدا او علي خان بيان کړي هم هغه حسين مخکښې بيان کړې ده۔دا ټول د غزل شاعران دي د دوي فن ته کتل پکار دي، چې دوي غزل سره څومره انصاف کړی دی او نه دا چې قبيلوي شخړې او یا یې څومره او څنګه فلسفه بيان کړې ده ،د غزل فن ته پرې نقصان ورسي،نو بيا خو خبره جوړه نۀ شوه،د غزل خپل لوازمات دي چې په نظر کښې ساتل ازحد ضروري دي۔
رحمان بابا
رحمان بابا په قام غوريا خېل مهمند ؤ۔د پلار نوم ئې عبدالستار ؤ،په بهادر کلي کښې پيدا شوے او په هزار خانې کښې خخ دے۔د اکثرو محقيقنو خيال دے چې دې په کال ۱۰۶۳ه زر شپېتۀ کښې پيدا او کال ۱۱۲۳ه يولس سوه درېشت نه وروستو وفات شوے دے۔خو سمه خبره دا ده چې د رحمان بابا د ديوان د داخلي شهادتونو له رويه رحمان بابا د شاه جهان په دور کښې پيدا د اورنګ زيب په دور کښې ځوان او شاه عالم په دور کښې وفات شوے دے۔په عام اولس او په ادبي محفلونو کښې دا بحث عام وي۔چې پښتو ژبې لوۓ شاعر څوک دے رحمان بابا او کۀ خوشحال خان باباعام اولس خو دا منلو ته تيار نۀ دے چې د رحمان بابا نه هم لوۓ شاعر څوک کېدے شي،د رحمان بابا شاعري د پښتو ن اولس به مزاج برابر ده،ځکه چې پښتون په خداۓ ،خداۓ په رسول په مذهب مئين دے صوم صلواۃ پابند دے۔د رحمان بابا شاعري پاکيزه شاعري ده دا په جومات کښې ،حجره کښې او د انغري په غاړه وئېلو کښې هيڅ باک نۀ لري۔ځکه په دې کښې هر وخت درس وي،اخلاقياتو تعليم وي،او انداز ئې شاعرانه وي،د نورو اکثره شاعري د زلفو شونډو او سترګو نه ګېر چارپېره ګرځي،ځکه پښتون اولس رحمان بابا لۀ د ټولو نه لوۓ شاعر ګڼي۔
خو اديبان په دې خبره باندې پوهېږي تر څو پورې د غزل سوال دے د رحمان بابا غزل د خوشحال بابا غزل نه ډېر غوره دے ځکه چې د رحمان بابا غزل کښې عشق ،درد،رواني، غنايت،ډېر زيات دے،د غزل د لوازاماتو پوره خيال ساتي،د خوشحال بابا لهجه کرخته ده اکثر داسې الفاظ استعمال کړي چې د غزل په نازک مزاج باندې بار محسوس کيږي،خو کله چې د ټولې شاعرۍ خبره شي د رحمان بابا شاعرۍ د يکسانيت ښکار ده او د خوشحال بابا په شاعرۍ کښې رنګارنګي ده،د موضوعاتو فراواني ده ۔په دې لحاظ خوشحال بابا د دنيا په څو لويو شاعرانو کښې شمارلے کيږي،د رحمان په تصوف ،اخلاقياتو،اخلاص او عشق باندې ډېر څۀ ليکلي شوي دي،رحمان با با د تصوف بادشاه دے،هغۀ په ساده الفاظو کښې خداۓ سره د مينې اظهار کړے دے مسائل نۀ پيدا کوي چې حل کؤلے ئې ګران وي،رحمان بابا د خواجه حافظ نه متاثر دے،خو د حافظ په شاعرۍ کښې شوخي ده،د رحمان بابا په لهجه کښې درد او عاجزي ده چې هغه د بل شاعر نۀ ده نصيب شوې۔
د غزل يو تعريف محبوب سره خبرې کول دي،رحمان بابا د غزل دنيا داسې مسخر کړې ده۔ چې کله کله هغه د خبرو په انداز کښې شعر کول شروع کړي ۔دا په ظاهره خو ډېره اسانه ښکاري خو په دې رنګ غزل ليکل ګران کار دے،دا يو دوه شعرونه ئې مثال دے۔
تۀ جور و جفا کړې زۀ ژړا کوم دلبره
ستا کۀ دغه نۀ وے دا به هم نۀ وے زما
يو دې ستا ماڼې شي بل غرور د رقيبانو
وار په دار مې وژني کله هغه کله دا
رحمان بابا تۀ دا احساس شوے ؤ چې د هغۀ کلام اعجاز دے ځکه هغۀ په غيب اللسان باندې ياد کړے شوے دے،د رحمان پېروي ډېره زياته شوې ده خو څوک هم د هغه مقام ته نۀشي رسېدلے ۔د رحمان بابا په شان لۀ عشق او په غزل کښې مشق هيچا نۀ دے کړے - د پښتونخواه ډېرو شاعرانو ئې پېروي کړې ده۔ ۔د رحمان بابا د غزل تعريف چې څومره ؤکړے شي کم دے۔
غزل
زۀ دا هسې ديوانه او مجنون چا کړم
لۀ رواجه لۀ رسومه پيرون چا کړم
نۀ پوهېږم چې دا چا رې په ما څوک کا
لېونے د خپل نګاه په افسون چا کړم
کومې سترګې کوم باڼۀ کومه غمزه وه
ډوب شهيد غوندې په خاک او په خون چا کړم
توان توفيق خو د فتنو راڅخه نۀ ؤ
په فتنو د تورو سترګو مفتون چا کړم
رحمان هيڅ له خپله ځان خبر نۀ يم
چې دا هسې رنګ زبون و مخزون چا کړم
غزل
تۀ چې مخ د پرې ،سترګې د اهو کړې
نۀ پوهېږم چې اهو ئې کۀ جادو کړې
دعا ګوي چې د چا ومري څۀ ښادي ده
تۀ په څۀ زما و مرګ وته ارزو کړې
په محراب د عاشقانو کاڼي اوري
تۀ چې چين د جبين غوټه په ايرو کړې
تا چې رنګ د ګلو واخيست زۀ پوهېږم
زرغونه به په چهره زما ګنګو کړې
ستا له ډيره ډېره جوړه معلوميږي
چې به ما په خپلو وينو کښې لاهو کړې
کۀ يو ځله تور زلفې کړې پرېشانې
خاکستر به په چمن کښې کشمالو کړې
درست جهان به قاف تر قافه معطر شي
که یو ځله شانه ګډه په ګېسو کړې
ستا د زلفو مار خوړلي به روغ نۀ شي
کۀ افسون د مسيحا ورباندې پُو کړې
لاس و پښې دې بې زيوره ښائسته دي
څۀ منت به د پائېلو د باهو کړې
کۀ سوزن د بڼو راؤړي تار د زلفو
د رحمان د زړګي زخم به رفو کړې
غزل
کہ ډوبېږم پہ اوبو کښې پہ اور سوزم
د سرو شونډو پہ اتش او اب خوښ یم
چې د یار د خط و خال نخښې پکښې وي
زوړند سر پہ مطالعہ د کتاب خوښ یم
د ریا تر ناقبولہ عبادتہ
د ساقي پہ مئیو مست و خراب خوښ یم
د طوبی د ونې سېوری مې خوښ نہ دے
ستا د مخ پہ لمبو سوی کباب خوښ یم
خاموشي کہ ہر څو لویہ مرتبہ دہ
زہ د یار سرہ پہ سوال وجواب خوښ یم
د یار ډېرې غم خورۍ یم عاجز کړے
رحمان ځکہ پہ خوردن د شراب خوښ یم
حميد بابا
حميد بابا د پښتو د غزل يو بل پهلوان دے د حميد بابا په لاشعور کښې د رحمان بابا د غزل سادګي،رواني،سوز،درد او موسيقيت پروت دے، خو په شعوري طور باندې هغه د سبک هندي تشبیه در تشبیه ،استعاره در استعاره ،ابهام ګوئي،مشکل پسندي مبالغه ګوئي ،خپله کړې ده۔د دې سبکونو ګډون د حميد بابا شاعري له يو نوۓ رنګ ورکړے دے۔د حميد بابا په غزل کښې سوز درد هم شته دے او رنګيني هم۔په پښتو شاعرۍ کښې د سبک هندي ابتداء د حسين نه کيږي،حميد بابا د حسين روغي روغې
غزلې خپلې کړې دي خو وروستني شاعران د حسين د شاعرۍ ناخبره پاتې شوي دي،هغوي حميد بابا د دغه سبک امام ګڼلے دے،رحمان بابا د شاعرۍ اثراتو لۀ کبله د حميدبابا غزل د حسين په نسبت زيات د درد او سوز نه ډک دے شيرني او حلاوت پکښې ډېر دے،د رحمان بابا د غزل مطلع ده۔
خدايه زړۀ د رقيب نرم په احسان کړې
ماله ياره يار له ما سره يکسان کړې
د حميد بابا ئې پېروي داسې کړې ده
ربه زړۀ د رقيب نرم په احسان کړې
دا هندو راباندې څۀ خو مسلمان کړې
د حيسن مطلع ده
الهي په خپل کرم د مينې راز را
دانجام مشکل منصب مې په اغاز را
د حميد بابا مطلع ده
الهي د محبت سوز ګداز را
په دا ا ور کښې د سهي سمندر ساز را
د حيسن د غزل مقطع ده
یہ د حيسن محموده مدحه دې رانۀ شي
پابوسی د عاجزۍ زما ایاز را
د حميد بابا مقطع ده
د حميد محموده رائيشه پخپله
کمینۍ لره کمال زما اياز را
خو د کلاسک په دور د چا په مصرعه ،شعر ،غزل باندې غزل وئېل هنر ګڼلے کېدۀ عېب نۀ ؤ،دې ټولو د يو بل نه مضامين اخېستي دي،يواځې حميد دا کار نۀ دے کړے د ټولو نه زيات تضامين محمدي صاحبزاده او قنبر علي خان کړې دي۔
حميد بابا په کال زرپېنځۀ اويا هجري۱۰۷۵ه کښې په ماشوګګر کښې پيدا شو،چې هغۀ ديوان تدوين کؤنکي سيد انوارالحق ،صديق ﷲ رښتین،خواجه محمد سائل،زلمے هېواد مل ،او ډاکټر راج ولي شاه خټک ټول پرې متفق دي،حميد بابا خپل څلورم تصنيف شرعة الاسلام په کال يولس سوه ۱۱۴۸ه کښې سر ته رسولے دے،تر دغه وخته پورې ئې ژوند يقيني دے۔
د خوشحال بابا نه وروستو حميد بابا دوئيم شاعر دے چې د اشعارو ترجمې ئې په انګريزي،روسي،عربي او اردو کښې شوې دي،د حميد پېروکارانو په موشګاف باندې ياد کړے دے،د سبک هندي ابتداء د حسين نۀ کيږي او په تخيّل کښې کاظم خان شيدا ډېر اوچت پرواز ؤکړي،خو د حميد په کلام کښې تکرار ډېر کم په نظر راځي،د غزل اشعارو ئې تعداد ئې زيات نۀ دی د بحر او قافې ډېر زيات خيال ساتي،قافې ئې عموماً ډېر زياتې چستې وي،د غزل په هر هر شعر باندې ئې خپل وس کړے وي،خپل هر غزل ئې
لکه ناوې سينګار کړے وي،د حميد بابا هر غزل انتخاب دے،د سبک هندي د
ا ستادۍ شمله د حميد بابا نه زياته د بل چا په سر باندې خوند نۀ کوي،د رحمان بابا په شان حميد بابا پسې هم د شاه ګردانو يو لښکر دے،په دې جديد دور کښې هم په غزل کښې د خوشحال بابا،د رحمان بابا او د حميد بابا اثرات په شاعرانو ليدے کيږي،څوک هم د دعویٰ نۀ شي کؤلے چې د هغۀ غزل کښې به د دې استادانو عکس نۀ ليدے کيږي،د غزل تصوير په دغه رنګونو ښائسته او مکمل کيږي۔
د حميد بابا په غزل کښې د متلونو ډېر ښکلے استعمال موجود دے۔د محاورې ئې صحيح استعمال کړے دے،د پښتو سوچه الفاظ پکښې په نظر راځي،د حميد بابا د عشق مجازي د شعرونو څۀ صوفيانه تحويل نۀ کيږي پښتو ،غيرت ،ننګ پت چې د پښتو کالي دي ستائېلے شوي دي۔په اخلاقياتو او په اخلاقي قدرونو باندې ډېر اشعار وئېلي دي،حميد بابا د خپلو غزلو ښۀ للون کړے دے، زلمي هېوادمل د حميد بابا د ديوان د مرتب کؤلو دوران کښې ځېني داسې غزل راخېستي دي چې حميد بابا شاید ترک کړي وي،هر شاعر له پکار ده،چې هغه دې د خپل انتخاب کلام چهاپ کړي،ځکه چې اصل شے معيار دے مقدار نۀ ،حميد بابا ډېر پخوا مونږ ته دا سليقه ښودلې ده،د حميد کلام نمونه
غزل
کۀ هزار ځله په خېرو په سکون شم
خو چې يار په سترګو ؤ وينم مفتون شم
نيم جواب د ترکو نۀ شم ورکولے
کۀ په عقل ارسطو يا افلاطون شم
د مهرو يو خوا به نۀ کرم لۀ خوا لرې
کۀ هر څو لکه فلک سر و زنګون شم
چې مې قد د الف قد د لاس همسا شه
سم قامت ولاړ لۀ ذوقه لکه نون شم
سهېدي په يوه ځاۓ نۀ شم لۀ غمه
دا چې زۀ کله درون کله بيرون شم
چې ئې دم لۀ غمه نۀ خېژي په عشق کښې
حق حېران د عاشقانو په ژوندون شم
د نرګس په څېر لۀ مخه د ګلونو
سترګې کوري کړم لۀ شرمه سرنګون شم
چې د عشق په جهل ځان وژني وګړي
کشکې زۀ عبدالحميد هغه پښتون شم
غزل
دا زما لۀ خلې فرياد د عشق په زور ځي
کۀ لمبه د تنارۀ لۀ خلې د اور ځي
د وصال په طمع تريخ راته ژوندون شۀ
سپور خوراک تر ستوني کله دخوش خو ر ځي
د اشنا د منګرو زلفو په خيال کښې
مو ي په موي راباندې زهر د منګور ځي
د نوخطو په وعده باندې زړۀ مۀ ږده
هغه ورک شي چې په شپه د اور په لور ځي
چې نظر د ساده روبو نيوے نۀ شم
هم په دا سبب زما د سترګو تور ځي
د منصور په څير به سپين سپېځلې وائيم
کۀ په قطع مې سر ومال په دغه تور ځي
دا خو زۀ د زلفو خيال په زړۀ ملال کړم
ګڼۀ زهر د مار کله په مار خور ځي
کۀ هر څو ئې ټولوم په صبر و ذهد
دا په ښکليو مئين زړۀ راڅخه خور ځي
زۀ هغه کار و کردار پېغور ګنمه
چې و ما وته پرې د عشق عار و پېغور ځي
ستړے کيږي مئین زړۀ په فرياد کله
لکه دود هسې د اور په لمبه سور ځي
هومره بخت کله حميد لري ناصحه
چې د عشق په تور تړلے وي سرتور ځي
د حميد بابا په شاعرۍ کښې بار بار د خال و خط ذکر دے،چې ئې رنګ په رنګ تشبهات او استعارې ئې ورله استعمال کړ دي۔چې د قادر الکلام ئې ثبوت دے خو اعتدال ښۀ صفت دے ،تکرار په سړي ښۀ نۀ لګي۔
خواجه محمد بنګش
ډاکټر راج ولي شاه خټک په خپل کتاب “د پښتو ادبي تحريکونه” په صفحه ۳۹۰ ليکي،د خواجه محمد د ژوند حالات په تيارۀ کښې دي،د زيږدنې او مړېنۍ نېته ئې لا معلومه نۀ ده۔ولې د دۀ کلام په رڼا کښې دې نتيجې ته رسو چې دے يو صوفي صاحب طريقت شاعر ؤ،چې اسلامي تصوف اخلاقياتو فلسفه یې په خپل کلام کښې بيان کړي دي۔
د خواجه محمد په حقله حبيبي صېب ليکي چې يو پوره صوفي دے،دې د عرفان په مسئلو کښې د مرشد او هادي د اهميت ډېر تاکيد کوي۔چې سړے بايد خپل ځان ته د طريقت په لار کامل مرشد او لار ښودونکے ؤمومي،پښتانۀ شعراء صفحه نمبر ۱۸۹
صديق الله رښتين وائي دا سړے (خواجه محمد) هم د پښتو د مشهورو شاعرانو څخه دے۔د خوشحال معاصر او د اورنګ زيب په وخت کښې ژوندے ؤ،د پښتو ادب د تاريخ صفحه ۵۱
د اورنګ زيب په بادشاهۍ کښې نياؤ نۀ شتے۔
زۀ خواجه محمد به ؤ ځم و بل لور ته
د بیدل هشتنغري لۀ دې استعارو نه
د خواجه محمد د عصر تعين کيږي۔
قلندر،عبدالحميد ،خواجه محمد دے
هم غفور ،اشرف خليل او کامګار دے
مسلم په شعر دا دې و هر چا ته
چې هر يو له د يو واړو نکته دان دے
د خواجه محمد د کلام د روښانيانو ډلې د شاعرانو سره دومره مشابهت دے چې په ده هم خلق د روښانيانو ګمان کوي،خو خواجه محمد د اخون پنجو دمريدعبدالرحيم مريد ؤ،او تعلق ئې دصوفيانو دچشتياؤ ډلې سره دے،خواجه محمدهم لکه د روښانيانو دپيرکامل په لټون باندې زور اچوي
کاملانو څخه هسې کيميا ده
ترې قربان د کيمياګرو واړه زر شه
اشعار ئې په نسبت د روښانيانو لکه د رحمان بابا روان او سليس دي،او ژور اثر پرې د رحمان بابا ښکاري،د خواجه محمد ديوان د پرېشان خټک د عالمانه مقدمې سره چهاپ شوے دے،په ديوان کښې اوږد نظم دے چې پکښې ئې د چشتياؤ شجره نسب بيان کړے دی -
چې ساکن د چشتياؤ په سرير دے
شيخ حضرت عبدالرحيم زمونږه پير دے
شفقت د خپل پدر ور باندې اوشه
دۀ موندلے محبت شهد و شکير دے
پير روښان د مياں علي د مياں پنجو شۀ
هسې پورته پسې تللے دا زنځير دے
خلق و صف د کشمير د ولايت کا
پېښور ګوره په دو ي باندې کشمير دے
دا ئې يو غزل دے
چې بادشاه ئې د جمله ؤ ښائسته ؤ
خبر واخله د عاجزو خوار خسته ؤ
زړونه مۀ ما ته وه لال د بدخشان دي
بيا مشکل دي رغول د شکسته ؤ
زړۀ مې ستا په محبت سره تړ لے
نظر ؤکړه دا خپلو دل بسته ؤ
د چمن ګلونه واړه پرې تازه شو
شمال راغے ستا د مخ د ګلاسته ؤ
چې ئې قد قامت ستا په نظر ولید
ملا شوه ټيټه مې د همه ؤ اراسته ؤ
زما سر به تر اووم اسمانه تېر شي
کۀ مې کړي د خپل مجلس تر نشسته ؤ
سرومال به همګي ځېنې قربان کړم
زۀ خواجه محمد مريد يم د ښائسته ؤ
محمدي صاحبزاده
مياں عمر مشهور ولي الله ؤ،د هغۀ په عام اولس کښې دومره مقبوليت دے چې اوس ئې هم په شان کښې ټپې وئېلے کيږي۔
پيران خو ټول پيران پيران دي
کاږې جهنډې په مياں عمر ولاړې دينه
محمدي صاحبزاده د څوکنو د مياں عمر ځوۓ دے چې په کال ۱۱۰۹ه يولس سوه نهه هجري کښې پيدا دے خو دايوه اندازه ده د زيږدنې نېټه ئې صحيح معلومه نۀ ده۔
تاريخ وفات ئې ۱۲۲۰ه دولس سوه شل هجري چې علي خان د ديوان د لاندني شعر نه قلندر صېب استخراج کړے دے شعر دے
سن د هجر غر وهٔ سر د کاڼي تري کمتر ؤ ورځ د دريالسم د ذي الحجې وه په تحرير کښې قلندر صيب ۱۲۰۰+۲۰ =۱۲۲۰ ه ترې جوړ کړے دے نۀ پوهېږم چې قلندر مومند صېب په کوم دليل ک ورسره جمع کړے دے،دعلي خان په شعر کښې واضح دے،سر د کاني ترې کمتر ؤ او د کاني اولنے ټکے ک دے او ک به ترې منفي کول پرېوځي،او تقوم الحق کاکاخيل داسې کړے هم دے،۱۲۰۰ -۲۰=۱۱۸۰ ۔
د علي خان د کوم غزل نه چې دا شعر اخېستے شوے دے په هغه ټول غزل کښې د چا مرګ ذکر نۀ شتے نه څۀ سانده او نۀ څۀ نوره اشاره موندے کيږي،مونږه څنګه دا وئېلے شو چې شعر ئې د محمدي صاحبزاده په مړينه ليکلے دے۔
دلته مونږ دغه هومره وئېلے شو چې د محمدي صاحبزاده د زيږيدنې او د مړېنې نېټه لکه د نورو ګڼو کلاسکي شاعرانو په شان په صحيح ډول نۀ ده معلوم۔
د کاظم خان شيدا د ديوان په مقدمه کښې کاظم خان شيدا ليکي چې هغۀ خپل ديوان د محمدي صاحبزاده په فرمائش مرتب کړو او د هند نه ئې پښتونخوا ته واستوؤ۔
د کاظم خان شيدا په ديوان او د علي خان په ديوان کښې دا خبره په ډاګه کوي چې محمدي صاحبزاده ،کاظم خان شيدا او علي خان په ځان کښې هم عصر دي او د دولسمې پېړۍ شاعران دي۔علي خان د محمدي صاحبزاده په تتبع کښې کافي تعداد کښي شعرونه وئېلي دي،خو دا د علي خان د محمدي صاحبزاده سره عقيدت دےګڼي۔د علي خان او محمدي صاحبزاده کلامونه چې مقابل کړے شي د علي خان شاعرۍ په نسبت د محمدي صاحبزاده د معيار په لحاظ نوره ښه ده۔
د محمدي صاحبزاده لوۓ ادبي خدمت دا دے چې هغۀ د کاتبانو نه د مختلفو شاعرانو دوانين مرتب کړې او کتابت کړي دي،نن چې دا دوانين زمونږ تر لاسه رسېدلي دي په دوي کښې د محمدي صاحبزاده لوۓ لاس دے،د محمدي صاحبزاده شاعرۍ په حقله به زۀ دا ؤ وايم چې دۀ اکثر د پردو په مصرعو تظيمونه کړي دي،د مهجور صېب خبره خپله زمکه ئې ډېره کمه ده ،خو د شعر کولو په هنرباندې ډېر ښۀ پوهېدۀ،بلکې د استادۍ په پوړۍ ولاړ دے، او د حميد بابا په پيروانو کښې شمار دے شعر کښې ئې د سبک هندي اثار ښۀ سرګند ليدے کيږي، تشبیهات ،استعاري، نازک خيالي،مشکل پسندي، هنرمندي،ئې د شعر خاصه ده، دا ئې يو غزل د نمونې په توګه
غزل
هيڅ په عقل په تدبير نۀ دے نصيب
چا تړلے په زنځير نۀ دے نصيب
ستوري والوځي کۀ هر څو نمر به نۀ شي
د بادشاه بخت د فقير نۀ دے نصيب
په سينه کښې مې زړۀ نخښه درته تل وے
د کږو بڼو ستا تير نۀ دے نصيب
د تصوير غنچه په باد ګل شوي نۀ ده
چې هوس د زړۀ زهير نۀ دے نصيب
ستا و زلفو دي ډېر کاږۀ سم کړي
لا د سپي غماز تعزير نۀ دے نصيب
پتنګ هسې ځاۓ د شمعې لمبې اوسو
چې د چا د خلې ئې وير نۀ دے نصيب
چا ته ؤ وائيم د غم د بده حاله
چې د مړۀ د خُلې تقرير نۀ دے نصيب
باد څۀ دوړه ده په ټوټې کښې راؤړي
د حباب د کور تعمير نۀ دے نصيب
ستا په زلفو دا بند زړۀ خواست لۀ چا کړه
چې خلاصے د دې اسير نۀ دے نصيب
د بڼو قلم زما په اوښکو لوند دے
لا ئې هم د حال تحرير نۀ دے نصيب
کوم يو سيخ ده د لاله سينه داغلې
چې ملهم ئې د ضمير نۀ دے نصيب
محمدي اوښکې مې غم په مخ جاري کړې
ودرېدل د دې بهير نۀ دے نصيب
علي خان
علي خان د پښتو ژبې هغه شاعر دے چې د قام سکونت سره سره ئې نوم هم متازعې شوې دے،د نوم په حقله به ئې زۀ دا ؤ وائيم چې د هغۀ نوم علي خان دے،علي احمد يا علي احمد خان نۀ دے،دا تنازعه ډاکټر اقبال نسيم خټک داسې خوره کړې ده،چې کوم شعر تقویم الحق کا کا خيل د علي احمد بنياد ګرځولے دے۔هغه په هيڅ ځاۓ کښې په دې شکل کښې موجود نۀ دے۔
زړۀ به ستا غلبېل کېدۀ علي احمده
چې مدام دې تير وغشو تۀ سپر دے
د علي خان دا شعر چرته هم په دې شکل کښې موجود نۀ دے تر دې چې د تقوم الحق صېب خپلې تدوين کړې نسخه کښې هم نۀ شتے۔دا شعر د حميد بابا يوې خطي نسخه کښې چې د رومان ساغر په ذريعه پښتو اکېډيمۍ ته رسېدلې ده،په صحيح شکل کښې داسې دے
زړۀ به ستا سورے سورے کړي علي خانه
چې مدام دي ملا تير غشو ته سپر دے
چونکي دا شعر د نسبت په لحاظ کمزورے دے ۔د ديوان د ترتيب په وخت ترک کړے شوے دے۔
علي خان تخلص هم نۀ شي کېدے،علي خان د عربۍ او فارسۍ دواړو ژبو عالم ؤ،په دې دواړو ژبو کښې د تخلص بې شماره مثالونه موجود ؤ،خو پښتو ادب کښې ارزاني،مخلص ،هجري،شيدا ،ببدل وغيره د هغۀ مخکښې ؤ،هغه به ځان له ستي اور وغيره خوښه کړے ؤ،خو شاعر علي خان خپل نوم په شعر کښې استعمال کړے دے،علي خان د هغه د غزل لۀ دې شعر ثابت دے چې د ابجد په حساب د علي خان برابر دے۔
معمه ده اووۀ سوه د اسم
لا هم کم دے کۀ دوه واره ورله لام لاړ
۷۰۰+۳۰+۳۰+۱=۷۶۱
لۀ دې نه دا نتيجه راوځي چې علي خان نوم علي خان دے۔د پلار نوم ئې نۀ دے معلوم ،د قاميت په حقله ئې ليکوال محقيقين دوه ډلې دي،خټک او د افغانستان محقيقين ئې خټک ګڼي،عبدالحليم اثر، کامل صېب،قلندر مومنداو هميش خليل ورته ممنرے وائي۔(کامګار او سعيد خان ځان کښې د ترونو ځامن د نامدار خان او د افضل خان ځامن وو، د خوشحال بابا د کورنۍ ټولو شاعرانو د خوشحال بابا اکوړي سرائي افضل اباد وغيره يادونه کړي دي،د علي خان په کلام کښې داسې يادونه نۀ موندے کيږي،کوم الفاظ چې عقاب خټک به ګوته کړي دي او دا د خټکو الفاظ ګڼي،د پښتونخوا په اکثرو سيمو کښې په دغه رنګ کښې موندے شي۔اکمل اسد ابادي چې د عقاب خټک ئې ملاټړ ئې کړے دے د خپلو خيالاتو اؤېښتے دے او علي خان ته اوس مهمنز ے وائي دا مضمون ئې په پښتو مجله کښې د نوي په لسريزه کښې چهاپ شوے دے۔د مرزا خان قندهاري په يو شعر کښې علي خان ته اخون ذاده وئېلي دي اخون ذادګان قام نۀ دے بلکې د لوستي عالم فاضل سړي اولاد ته اخون ذادګان وئېلے شي۔ لۀ دې داسې برېښي چې علي خان د يو معززې او لوستې کورنۍفرد وه - خو د هغه قامیت دقنبر علی خان دا شعر صفا په ډاګه کوي-
دا ځواب قنبرعلی د علی خان ممنزی کا
چې دا نیولې هنډه سر د کبر ژن شوه
دتیراه او د هشنغر فاصله هم دومره ډېره نه ده - د قنبرعلی خان خبره د سړي زړه ته پرېوځي -بیا د علي خان او د قنبرعلي خان زمانه کښې هم ډېر وخت حائل نۀ دے۔
دا معلومه خبره ده چې د خټکو پيرخانه د کاکا صېب د کورنۍ ده او د هشتنغر د ؤسېدونکو د څوکنو میاګانو کورنۍ ۔ما چرته نۀ دي لوستي چې کاکا صاحب شاعري هم کړې وه؟ علي خان په خپل غزل کښې داسې شعر وئېل دے چې په هغې کښې اشاره ده۔
دا هغه قسم غزل دے چې صاحب وي
لۀ خاطره مې ارام و حميت لاړ
دا صاحب بل څوک نۀ شي کېدۀ دا محمدي صاحبزاده دے پائې شاعر ؤ او علي خان ئې په تتبع کښې څۀ پنځوس شعرونه وئېلي دي دې ټولو دلائلو ته چې ګورم ،زۀ د بې طرفه کس په توګه دا وئېلے شم چې علي خان د هشتنغر ؤسېدونکے په قام ممنزے ؤ،بيا د وخت لوۓ پوهان ډاکټر اقبال نسيم خټک ،ډاکټر راج ولي شاه خټک او ډاکټر يار محمد مغموم ټول په يوه خلۀ دي،چې څو پورې بل مستند سندپه لاس نه دی راغلی علي خان ممنزے ګڼل پکار دي،
د علي خان شاعري
دا قسما شاعري د علي خان نه مخکښې په پښتو ادب کښې د حسين او د حميد بابا په شاعرۍ کښې په نظر راځي،دې دواړو شاعرانو په شاعرۍ کښې نازک خيالي، د پښتو ماحول د ژوند ژواک د دود دستور عکس په نظر راځي،خو د علي خان د شاعرۍ په فريم کښې دا تصوير ډېر شوخ دے،د رحمان بابا نه ورستو په کلاسیکي ادبي شاعرانو کښې د چا شاعري چې عام اولس زياته خوښوي هغه د علي خان شاعري ده۔علي خان خيال د خپل پښتونې ماحول نه اخلي څۀ د بل يا نااشنا وطن نه نۀ راؤړي،دا هر څۀ د يو عام سړي ليدے کتلے شے وي،او په هغۀ باندې ښۀ لګي او پوهېدۀ پرې هم نسبتاً اسان وي ۔خو د علي خان کمال دے چې هغه خپله ادبي سطح برقرار ساتي او لکه د عوامي شاعرانو په شان هر څۀ نۀ وائي۔
لۀ دې سره د عربۍ او فارسۍ ژبې عالم دے په صنائع بدائع کښې کومه ملکه هغه ته حاصل ده يو شاعر ته نۀ ده حاصل۔هغه پرې د خپل د شاعرۍ ناوې سينګار کړې ده،چې څوک ئې هم سري کولو دعوهٰ نه شي کولے- یو سخن فهمه سخن دانه کس چې د هغه وړوکي شان ديوان وګوری هغه ته معلومه شي،چې د هغۀ هر شعر يو ديوان لري۔ دا ئې د غزل نمونه ده
لک مې دے په زړۀ کښې د هجران غشے تېرۀ
تللے دے بې واکه زما زړۀ ئې وزيرۀ
دا د دلبر مخ دے چې لۀ شا له نيم ليدلےشي
يا زيړونے نمر دے چې ښکاريږي نیم له غرهٔ
تاؤ مې دے د زړۀ لۀ دې غمه مې تاوا شوه
څو به وړم خبرې د رقيب غوند تر بارهٔ
يو سې د سړي د مخ سرخي په غمزه نیمه
هسې شان هېبت لري د يار د سترګو سرهٔ
ځان کۀ یې پائزار کړم سم قدم راباندې نه ږدي
ټول به مې جارو که کۀ ئې جارو شمه د ورهٔ
یار مې دهجران په جوارګرو باندې بېلود
اوس منګولې مروړم ترې روان شوم سپېرۀ
ستا جورو جفا خو د عاشق غريب قبول ده
ؤ دې سو په دا چې دې په نورو زورهٔ
تاج د ازادۍ به ئې هاله ګوندې په سر شي
تا کۀ علي خان په غلامانو ؤشميرهٔ
مصري خان ګګيانے
د مصري خان نوم د پښتونخوا په شاعرانو کښې ذکر کېدۀ خو د دۀ په حقله څۀ لږ ډېر معلومات هله تر لاسه شو چې مولانا عبدالقادر د دۀ ديوان د خپل د يو ملګري په ذريعه راپيدا کړو او بيا ئې د خيال بخاري مقدمې لاندې په کال ۱۹۵۹ء کښې چهاپ کړو۔
د مصري خان نوم مصري خان دے په خپل کلام کښې ئې مصري خان مصر او ګګيانے درې الفاظ ځاۓ په ځاۓ استعمال کړي دي۔چې ډير ځله ئې مصری خان په خپل شعر کښې استعمال کړے دے
د پلارنوم یې نه دی معلوم،
په قام ګیګاڼی دے، ستوګني ځاۓ ئې په دوآبه کښې کانګړه نوم کلے دے ۔
په هر چا وطن کشمير دے
او په مصر شه کوکنار
بنديوان دے په کانګړه کښې
ورته بخت دے د غم دار
د مصري خان صحيح تاريخ پيدائش خو نۀ دے معلوم خو له شعر نۀ
زر سل ديارلس کاله شوي د هجرت ؤ
چې وئېلے دا بيان په کال د مار ؤ
نه جوتيږي چې مصري خان د يولسمې پېړۍ وروستنۍ برخه کښې پيدا دے۔چې د مغل بادشاه اورنګ زيب عالمګير دور ؤ۔په کلام کښې ئې د فرخ سير او د بهادر شاه ظفر ذکر موندے شي،عرفان خټک په خپل کتاب قندکښې چې د مصري خان په ژوند او فن دے د خيال بخاري د مقدمې نه د بهادر شاه زمانه ۱۱۱۹ه نه ۱۱۲۴ پورې ښودلې ده۔خو وضاعت یې نه دی کړی چې شاه عالم تۀ به ئې بهادر شاه اول وئېل چې اورنګ زيب عالمګير ځوۓ ؤ،بهادر شاه دوم د هندوستان اخري مغلي تاجدار ؤ،په ۱۸۵۷ء په عذر کښې انګريزانو په سترګو رونډ کړو،او په رنګون کښې قيد کړو،بهادر شاه دوم شل کاله مات ګوډ حکومت کړے دے،او د بادشاهت زمانه ئې د دولسمې پيړې د نيمائي نه ورستۍ ده،مصري خان په کلام کښې د پيرۍ ذکر کوي هغه به د بهادر شاه اول د اقتدار په زمانه کښې وفات شوے وي،دا وېنا ماته سمه نۀ ښکاري۔ د مصري خان په فارسۍ شعر کښې د فرخ سير ذکر دے۔
اګر سال و مه وايام اين غربت زمن پرسي
به ويام شهے فرخ سير سن کں عين دارد
د بهادر شاه اول بادشاه عالم نه وروستو يو کال جاندار شاه حکومت کړے دے او بيا د فرخ سير د اقتدار زمانه په لسو کالو محيط ده،د مصري خان ګګيانے کوم تاريخ پيدائش خيال بخاري وضع کړے دے،د هغې په حساب د فرخ سير د زمانې خاتمے پورې د مصري خان ګګياني عمر پنځوس کاله جوړيږي ۔مصري خان ګګياني په خپل کلام د پيرۍ ذکر کړے دے۔
د پیرۍ نوبت راغلی شباب تېر شو
په راتله دخزان ګل د ګلاب تېر شو
وخت د پيرۍ وچ هډونه خلاص له رقيب نه شوم
وي مګر وسپې مردار بخيل ته استخوان لذیذ
لۀ دې نه داسې برېښي چې هغه نور هم ژوند په دنیا تیر کړے دے۔
د عرفان خټک دا وېنا هم سمه نۀ ده چې رزمیه شاعرۍ ابتداء په پښتو ادب کښې د مصري خان ګګياني نه کېږي- د رزميه او مزاحمتي شاعرۍ بنياد په پښتو ادب کښي خوشحال خان اېښے دے د هغۀ د شاعرۍ اکثر حصه رزم او بزم دی
د مصري خان ګګياني په شاعرۍ کښې د خوشحال بابا او رحمان بابا د دواړو رنګ په ښکاره ډول ليدے کيږي د خوشحال بابا په شان ئې د خپل د دور پېښې په قصائدو کښي قلم بند کړي دي،چې کوم مصري خان ته د بې طرفه مورخ شاعر حيثيت بخښي،او کلام ئې لکه د رحمان بابا ساده روان او برجسته دے۔ په بعض مقاماتو یې د رحمان بابا خيالات هم خپل کړي دي۔ عالم فاضل سړی دی
په پښتو کلام کښې قراني فرمودات او احادیث ځاۓ په ځاۓ ډېر په موئثر انداز کښې بيان کړي دي،او په فارسۍ کښې یې شاعري کړي ده،چې په فارسۍ باندې ئې د مکمل دسترس شهادت دے،د شاعرۍ مضامين ئې عشق ،حسن، مذهب او اخلاقيات دي،په کلام کښې یې صنائع بدائع ښۀ ډېر په نظر راځي،د عربۍ ژبې ضرب الامثال ئې په پښتو کښې ترجمه کړي دي لکه طالب الدنيا ،مونث طالب المولیٰ مذکر
د دنيا طالب په ښځه حسابيږي
د طالب مولیٰ هر يو مردانه وي
د کلام نمونه
عزيزدجهان کوم دےچې په مينه کښې ځان خوارکا
دعشق په ملک منصوروي چې په دارناسته اختيارکا
هر جورو جفا چې لۀ دلبره ورته رسي
هر چې عاشقان دي په نعمت بۀ ئې شمار کا
خار د يار د کوي په قدر بويه د ګلونو
هم دې تر سپي د کوڅې سل ځله ځان ځارکا
تور دي کۀ پېغور قبول ئې دي په عشق کښې
هر چې عاشقان دي هغه کله شرم عار کا
هر چې د ليلیٰ په مينه مست وديوانه دي
بيا به څۀ د زهرو لۀ نوشلو ويره ډار کا
غزل
د دنيا تر هوښيار بل نۀ شته احمق
کار ئې لغو وئېل پروت وي په طبق
د حق ذکر سچ يو ساعت کړے
د دنيا خبرې شپه او ورځ سبق
شپه او ورځ ناحقي کړه ناحقي وائي
رسمي لفظ يادوي په خلۀ حق حق
د دنيا په کار کښې موم غوندې ګداز کا
په طاعت کښې د حق تن نه کاعرق
سمې غرو نه د دنيا د پاره مږي
او و حق وته تلے نۀ شي يو څپق
حنان بارک زی
د حنان بارک زي د پېدائش او د مړینې صحیح نېټې خو لکہ د نورو کلاسیکي شاعرانو پہ شان پہ پښو سندونو
نۀ دي معلومې خو د ډاکټرلیاقت تابان د تحقیق مطابق د حنان تاریخ پېدائش ١٢٣٠ہ ق کال دی او وفات ١٢٩٥ہ ق دی ۔د پلار نوم ئې محمد حسن او وطن ئې قندہا ردی ۔ حنان د سبک ہندي پہ اولې درجہ کښې شامل شاعر دی ۔ د سبک ہندي ټول خصوصیات لکہ نادر استعارت تشبیہ در تشبیہ مضمون افریني مشکل پسندي نازک خیالي مثالیہ اسلوب مبالغہ وغېرہ د حنان پہ کلام کښې پہ حاد شکل کښې موندې شي ۔ د حنان دشاعرۍ مضامین دي حسن ،عشق ،اخلاقیات ، تصوف وغېرہ
حسن
دا ستا حسن مې لۀ نمرہ سرہ تول کړ
پہ میزان کښې ځکہ نمر شولۀ اسمان تېر
کۀ د باغ پہ لوري ورشې زہ ضامن یم
ګل بہ حسن ځنې پور کاندي پوہېږم
دا ئې خال نۀ دی د حسن پہ ګلشن کښې
تور بورا مکان د ګل پہ مکان اونیو
عشق
چې ئې نۀ موندۀ وصلت ستاد لبانو
دا پہ دا لړمون لۀوینو نہ ډک پان کړ
چې مې شرحہ د ہجران پکښې لیکلہ
وار پہ وار راڅخہ ستړی دی کاغز
چې دې خیال ساتم د سرو لبو پہ زړۀ کښې
دا پہ دا مدام د لعلو خزانہ یم
اخلاقیات
چې ئې باد د مغرورۍ ګرځي پہ سر کښئ
د حباب پہ شان کاسہ ئې شي نسکورہ
مداما چې لکہ باز غوښې د قام خوري
عاقبت بہ شي بندي پہ پښو او غاړہ
د حرص کېکہ ئې ګرځي پہ شلوار کښې
ارام نیشتی پہ بستر د ګنہګارو
تصوف
څو قانع نۀ شي پہ څاڅکي لہ دریابہ
د صدف حمل بہ دریکتا نۀ شي
لکہ خس د دریاب خلاص لۀ ګمرایۍ نہ
د رہبر پہ اوږو سپور یم تر منزلہ
فارسي د پښتو خور او ګاونډي ژبہ دہ د سبک ہندي ابتدا پہ فارسۍ کښې شوې وہ ۔ ځکہ پښتو پہ نسبت دنورو ژبو د سبک ہندي اثرات ډېر زیات قبول کړي وو او لکہ د کاظم شېدا او حنان بارک زي پہ شان شاعران ئې پېدا کړل ۔ ښہ شعر ہغہ دی چې سړي تہ څومرہ ډېر حظ بخښي۔ پہ سبک ہندي کښې دا وصف ډېر دی۔ نازک خیالي مضمون افرېني زړۀ تہ ډېر کوزېږي خو پہ سبک ہندي کښې د حد درجې مبالغہ ارائي موجود وي کومہ حقیت پسند ذہنونو تہ اپیل نۀ کوي۔ ځکہ پہ موجودہ دور کښې خصوصاً ترقي پسندد سبک ہندي نہ ډېر لرې دي ۔ د سبک ہندي سرہ تړلی شاعر د فن پہ لټون کښې وي ددۀ ګېر چاپېرہ پہ حالتو باندې نظر کم وي۔ د جدید دور شاعر د فن برای فن نہ زیات د فن برای زندګي قائل دی ۔ خو خشکہ حقیقت پسندي ہم شعر بې خوندہ کړي ۔ کامیابہ شاعر ہغہ دی چې فن او پہ حقیقت کښې ښکلی امتزاج پېداکړي ۔د ہردور خپلہ تقاضا وي ۔ سبک ہندي د پښتو ژبې د شاعرۍ لویہ برخہ دہ ۔ دې سرہ تړلي شاعران حمید،کاظم خان شېدا،مرزا حنان بہ چې تر څو د پښتو ژبہ وائېلی کېږي د پښتو د مئینانو پہ زړونوکښې بہ وي
غزل
چې پہ زلفو کښې دې ګوتې د شانې ځي
دا پہ دا مې د لېمو څخہ چینې ځي
چې ئې عکس ستا د زلفو پہ زړۀ پروت دی
پریشاني کلہ لۀ زړۀ د ائینې ځي
چې دې خیال پکښې تسمیم شوعجب نۀ دی
کۀ دګلو بوي زما لۀ کاشانې ځي
کۀ ئې اولیدہ سپېدي داستا د غاښو
پہ ہغہ دا ابداري لۀ دردانې ځي
بادہ خورہ د یار پہ بزم کښې حنانہ
بوي دمہرومحبت لۀ پېمانې ځي
غزل
د ګل رخو لہ رغبتہ څوک پرہېز کا
لہ چراغہ پروانہ کلہ ګرېزکا
ہغہ څوک دی چې د دیدطاقت ئې راوړي
چې پہ ناز د تورو سترګوخنجر تېز کا
لا ئې سترګې د صیاد لیدلې نۀ دي
دہجران قصاب ئې غوښې رېز مرېز کا
چې پہ سر د جہان پوې شو زر لاړ
لۀ مکتبہ ځي ہلک چې سبق تېز کا
ضرر رسي لۀ ہم جنسہ پہ دا عصر
شيشہ اوګورہ لہ سنګہ ډېر پرېز کا
د ګل رخو پہ دیدن عاشق ګویا شي
د ګلونو پہ موسم کښې بلبل رېز کا
کۀ د لبو و بوسې تہ نۀ رسېږې
ای حنانہ تور کاکل ئې دست اوېز کا
حافظ الپوري
په حافظ باندې چې کله پروګرم کېدۀ ،د حافظ پېنځۀ نومونه په مخه راغلل۔خو د حافظ د ديوان د ډېرو نسخونه د زيارت کاکاصیب ، فقير محمد عبدالسلام صېب د مضامينو په لحاظ تدوين کړے دے په دې دومره نسخو کښې هغۀ ته حافظ څۀ بل نوم په مخه نۀ دے راغلے،دې لۀ پاره د ځافظ نوم معظم ما ته مستند ښکاري۔
لوۓ مخقق عبدا الحئ حبيبي هم په پښتانۀ شعراء کښې دغه نوم ليکلے دے خو وروستو رحيم شاه رحيم چې د سوات سره يې تعلق ؤ الپورۍ ته تلے دے او د الپورۍ د خلقو نه د حافظ د نوم تپوسونه کړي دي،او په خپل تحقيق ئې د ځافظ نوم عبدالصمد ښودلے دے ۔د يو کس پېنځۀ نومونه څنګه تر منځه راغلل۔دوي شاته څۀ نه څۀ ماغلطه موجود ده حبيبي صېب د حافظ د ستوګنې او پيدائش ځاۓ الپورۍ ښائي خو افضل رضا په خپل تاليف غزل کښې ليکي چې حافظ په دوآبه کښې پيدا شوے ؤ،او وروستو په کډه الپورۍ ته تللی دی،د حافظ په نوم يو شاعر د مرغز اوسېدونکی وه هغه احمد شاه بابا سره په غزاګانو کښې شریک پاتې شوی دی،هغه د فردوسي شاهنامه اسلام په رنګ شاهنامه احمديه ليکلې وه شاهنامه د هغۀ نه د یو غزا دوران کښې ضائع شوه ،د احمد شاه بابا په فرمائش یې بیا ؤليکله چې نسخه ئې پښتو اکېډيمۍ کښې موجود ده۔ او د مرغز خوا وشاه خاؤره کښې منډن ستوګن دي -افضل رضا په خپل تالیف غزل کښې د حافظ قام منډن ليکلے دے۔
د حافظ په ديوان کښې د مهرې وصال او د اولياء ذکر موجود دے،روکوم ته خيري کړي دي،د بابا د يو جنګ ذکر ئې نۀ دی کړے ،البته د دنيا د موضوع تحت ئې احمد شاه بابا ياد کړے دے،دومره جاه وجلال والا بادشاه نه دا دنيا پاتې ده دې سره د حافظ د عصر تعين کيږې،چې هغه د بابا نه د ورستي وخت دے يا د تيمور شاه او د دواړو هم عصر دے،دا د دولسمې پيړۍ وروستۍ برخه وه،د مضامينو په لحاظ عبدالسلام صېب د حافظ کلام په بابونو کښې تقسیم کړی دی
نمبر۱ بیان د توحید اورسالت
نمبر ۲ عشق حقيقي نمبر ۳ ضرورت د مرشد کامل او نصيحت اهل سلوک نمبر ۴ عشق مجازي نمبر ۵ نصيحت عامه۔
اکثر پوهان وائي چې حافظ د رحمان بابا پيرو دے ترڅو پورې د مضامينو خبره ده ،حافظ د رحمان بابا پيرو ګڼلے کيدے شي خو د اسلوب يا طرز ادا خبره ده حافظ د رحمان بابا نه بېخي مختلف دے حافظ چرته هم د رحمان بابا د تتبع ذکر نۀ دے کړے،رحمان بابا لنډ بحرونه،زيات تر بحر مقام کښې شاعري کړې ده۔خو حافظ اوږدۀ بحرونه پکار راوستي دي ،د رحمان بابا په شاعرۍ کښې عشق په عروج دے ،د حافظ شاعري د علميت نه ډکه ده او په دې کښې د پښتو ژبې يو شاعر د هغۀ برابر نۀ دے۔هغه په مينه کښې د شريعت د حدود نه بهر نۀ دے وتلے۔کۀ هغه د عشق خبره کوي دا عشق حقيقي دے محبوب ئې خداۓ او د خداۓ رسول دے،د حافظ په شاعرۍ کښې داسې شعرونه په نظر راځي چې هغه په ظاهره مجاز ښکاري خو په معنیٰ کښې حقيقت وي دا وصف د فارسۍ غزل نه په پښتو غزل کښې داخل شوی دے خصوصاً د خواجه حافظ شاعری په دغه رنګ لړلې ده - په حقيقي عشق کښې مبتلا خلق ترې د حقيقت مزه اخلي او د مجاز دمجاز ۔حافظ چې کله په نصيحت باندې شروع شي شعر ترې دروند شي،د قرآن واقعات،احاديث چې شروع کړي،بيا هغه د شاعر نه زيات ناصح لېدے شي،شعر يو لطيفه جذبه ده دا ثقالت نۀ مني ،عالمان د حافظ د شعر نه خوند اخلي خو عام سړے د حافظ اشعارو باندې نۀ پوهېږي۔د حافظ په کلام کښې د ځوۓ اولياء مراثي اشعار
هغه اشنا چې په ماڼې تللے دے رابه نه شي
کۀ درست جهان پسې پره کړمه پخلا به نۀ شي
اشنا مې کوز کړو تور لحد ته زۀ حيران ګرزمه
د مينې لافي مې دروغ کړلې رښتيا به نۀ شي
سپين ګټه باز مې په منګل ناست ؤ ناساپه والوت
کۀ درست جهان پسې يره کړمه پيدا به نۀ شي
کۀ په جهان کښې ښې بشرې د مهرویانو شته دی
حافظ به څه کاندي په څېر د اولیاء به نه شي
مهري ،روکوم،د اسحاق ځوۓ نجيب دا ئې سرګند ياد کړي دي،خو د يارانو ذکر ئې په اشارو کنايو کښې کړے دے،چې کومو مرګ د هغۀ زړۀ ته درد رسولے دے،او روکوم د هغۀ بې وفا شاګرد ؤ،هغه ئې په ښېرو نمانځلے دے،
دحافظ په ديوان کښې ماداسې شعربيانه موندۀ چې صفا کيږي ترې چې هغه نابينا ؤ،د قرآن مجيد حافظ ؤ،
حافظ بې ماله غني دے کۀ شاکر شي
چې په زړۀ یې قرآن سبع المثاني ده
حافظ په خپل رنګ کښې د پښتو ژبې ډېر لوۓ شاعر دے د هغۀ په ديوان کښې بې بها ملغلرې موندے شي،هغۀ د هيچا پيرو نۀ دے د خپل سبک خاوند دے۔چې د ډېر علميت په وجه وروستو د چا نه پېروي نۀ ده شوې۔او خپل طرز ادا کښې تنها ولاړ ليدےشي، ځېني پوهان وائي چې حافظ په اسانه ژبه کښې شاعري کړے وے د هغه مرتبه به ډېره اوچته وے،خو دلته به زۀ دا ؤ وائيم چې پوهېدل کمی د خلقو دے، شاعر خو خپل معیار نه شي غورزولی ،مثال یې د کاظم خان شېدا دی ، دهغه په شاعرۍ نه پوهېدل د چا قصور دی
ګني په خپلې شاعرۍ کښې بام ته رسیدلے دے او اوچت مضامین یې بيان کړي دي،حافظ او علي خان د يو عصر شاعران دي زۀ يو غزل وړاندې کوم چې دواړو په يوه زمکه ليکلي دي،د حافظ غزل دے
زۀ چې زلفې پيچ و تاب د دلبر نيسم
د جلاد و تيرو تورو ته سر نيسم
چې سرې سترګې سور پېزوان سرۀ لب یاد کړم
د اتش په سرو سروټکو ځيکر نيسم
چې مې کیوزي خيال په زړۀ د کږو ورځو
و کږو مونيش ته زړۀ برابر نيسم
لونګين ئې تور ښامار سينه ئې ګنج دی
ګنج به هاله شي حاصل چې اژدر نيسم
د دوبين ګمان په ما مۀ کړه نادانه
چې په بې د یار له دره بل در نیسم
نمر زما د يار لۀ مخه نور موندلے
زۀ به څۀ له و بل مخ ته نظر نيسم
چې پېغام ئې د اشنا په رښتيا راوړۀ
د رېبار ګفتار ته سمع و بصر نيسم
کۀ ساقي يوه جرعه له جامه راکړه
خم خانه به ئې په حوض کوثر نيسم
په خندا به لب کشا د غنچه د مراد کړم
کۀ ژړا عادت په وخت د سحر نيسم
کۀ ئې ياد په ما غبار د کوڅې راؤړي
بالاتر به ئې لۀ مشک و عنبر نيسم
کۀ د يار لطيف خفي راباندې نۀ وے
د اغيار لاره به څو په هنر نيسم
په فريب مې لرے باسي لۀ نګاره
د پدول خبرې څۀ رنګ باور نيسم
لۀ سروره مې جارباسي و تبور نه
بد سګان به و په ورځ د محشر نیسم
چې ئې جد زمونږ خارج کړو لۀ جنته
لوۓ دښمن به رانده يو جادوګر نيسم
د حافظ فرح سرور د يار وصال دے
کۀ په جنت الفردوس کښې مقر نسيم
غزل
څوک چې وائي سپوږمۍ د محبوبه لۀ مخه سمه ده
نۀ لري مژګان زلفې سپوږمۍ په خوبۍ کمه ده
سپینه خله ئې ګنج دے تورې زلفې ښاماران دي
بلوسي په شامارو مشاطه په زړۀ محکمه ده
وايه ملامت په ما ناصح صرفه مۀ کوه
هر کله بې دردو ته د عشق طائفه ګرمه ده
تۀ چې ما جارباسي د يارۍ لۀ دلنوازي
څوک د دې په شان په څهره ښکلې بې قلمه ده
جور د رقيب د خوبا مکر مکيزونه ډېر
بل تهمت د خلقو عاشقی درسته له غمه ده
وائ ودان اولس مینه له مینې پېدا کېږي
زۀ بې اوره ؤسم محبوبا ولې بې غمه ده
شاباش په پوهاړي علي خان ته ئې مخ روڼ شه
ټينګه شوه په پت کښې لړاوه ئې لۀ حشمه ده
يو يار چې ونه مري په بل يار پسې دوبين دے
ګوره و درخۍ ته ادم پسې بې دمه ده
خوار کړم عاشقۍ بل د غمازو ډېرو ستړو
ورک شه سپک غماز بې رحمي کله له صنمه ده
خولې د دروغژنو مولیٰ ماتې کړے يا ګونکي
وائي پرې دروغ پور په عصمت بي بي مريمه ده
تير شه پرې کليم او فرعون غرق شۀ د لښکرو
نخښه د صراط ورښکاره شوې له قلزمه ده
چتر د لولاک د پاک نبي ﷺ په سر قائيم دے
ځکه ئې شغله د نور په هر چا مقدمه ده
ياد کړه ګنهګارحافظ په سخت ساعت سروره
طمع د دۀ ډېره ستا د لطفه لۀ کرمه ده
ميرا قلندر
ډاکټر راج ولي شاه خټک په خپل کتاب “د پښتو ادبي تحريکونه” کښې په کلاسک دور کښې د دريو قلندرانو د پښتو شاعرانوذکر دکړے دے ،اول قلندر ئې هغه په ګوته کړے دے چې خوشحال بابا داسې ياد کړے دے۔
څوک پاؤی څوک نيم پاؤی دی
قلندر پکښې نيم سير
د خوشحال بابا مشر ځوے اشرف خان هجري يو قلندر داسې ياد کړے دے
نن په دا دور کښې ښۀ شاعران غواړي
کۀ دوه درې تنه ډګر يو قلندر دے
د خوشحال بابا بل شاعر ځوۓ سکندر خان يو قلندر ياد کړے دے او ځاۓ ئې دکن ښودلے دے
د سکندر د قلم خوند ئې کۀ تر خله شي
قلندر به خپل قلم په دکن مات کا
سکندر خان د دې شعر په حاشيه ليکي چې “د پښتو يو ښۀ شاعر چې په خټک اپريدي ياديږي تعليقات ديوان قلندر پښتو ټولنه کامل ص ۱۷۵”
قاضي عبدالحليم اثر د دغه قلندر په حقله وائي چې په قام يوسفزے ؤ،او کال ۱۰۹۷ه يا ۱۱۰۰ه کښې وفات شوے دے۔ص ۱۰۶ مسلمانان هند وپاکستان)
پوهاند استاد عبدالشکور رشاد عقيده لري چې د يولسم او د دولسم قرن په حدود کښې قلندر نومې يو ښۀ شاعر تېر شوے دے،چې په خټه مومند ؤ،د ميرا قلندر ديوان له ځلمي هېواد مل )خو د ځلمي خبره چې دغه نورو قلندرانو د ژوند حالات او کلامونه په تيارۀ کښې دي،مونږ څخه د ميرا قلندر ديوان موجود دے،مونږ هغۀ د شاعرۍ او فن په حقله خبره کؤلے شو ،د ميرا قلندر متعلق يو افسانه مشهوره ده چې قلندر په ميرا باندې عاشق ؤ،د ميرا په فراق کښې د سوز او ګداز نه ډکه شاعري ؤکړه،لۀ ډېره غمه ئې سوات ته مخه ؤکړه او په سوات کښې مړ شو۔هلته په يوه ډهيرۍ باندې ؤسپارلے شو،وروستو ميرا د قلندر قبر کتو د پاره لاړه- دی هم ،هلته مړ شو ،د ميرا قبر د قلندر د قبر په خوا کښې ؤکېنستے شو او خښه کړے شو،اوس د دواړو قبرونه په يو ډهيرۍ باندې څنګ په څنګ موجود دي۔دغه افسانه او نارې سيال کاکړ په پښتو تکلونو کښې راؤړې دي او ښاغلي محمد ګل نوري په ملي هينداره کښې ځاۓ کړي دي۔
ډاکټر راج ولي شاه خټک د دغې افسانې رد کوي او د ثبوت په شکل کښې ئې د ميرا قلندر د ديوان نه ځېني شعرونه راخيستي دي او په ګوته کړي ئې ده چې ميرا د قلندر پير ؤ،چې په لاهور کښې ؤسېدۀ او د قلندر د مرګ نه مخکښې مړ دے۔
قلندر چې بې وفا نۀ دے نور څۀ دے
چې ميرا ورڅخه لاړ مخ په لاهور دے
د ميرا صاحب روضه ده په لاهور کښې
قلندره پسې واخله لټه پټه
د دې دواړو شعرونو نفس مضمون ته ؤکتے شي ميرا د قلندر له وطنه لاهور ته ځي،او دوئيم کښې ئې روضه په لاهور کښې ښودلې شوې ده۔عبدالحئ حبيبي د قلندر او ميرا په حقله په پښتانۀ شعراء کښي لږ تفصيل سره غږیدلے دے۔خو په څۀ نتيجه په دے درېسدلے ۔داړ مسټېټر په خپل کتاب هار و بهار کښې د يو ميرا ذکر کړے دے۔خو د هغۀ دقلندر او میرا قلندر په عصر کښې ډېر لوۓ فرق دے۔علي خان د ډاکټر راج ولي شاه خټک مطابق د قلندر پيروي کړې ده،خو زۀ داسې نۀ ګڼم ۔علي خان په خپل ديوان کښې قلندر او ميرا داسې ياد کړے دے
قلندر سوات ته شړي لۀ ارته هنده
څومره ډېر شوې د ميرا د حسن نازه
چې علي خان د قلندر عصر ته ډېر نېزدې دے،له دې شعر نه هغوي دعصر څه درک نه لږي دعلي خان د قلندر ډېره مينه ښکاره کول دې - شعر اشاره کوي چې ميرا د قلندر محبوب ؤ،پير نۀ ؤ،پير سره عقيدت کېدے شي،په يو څو غزلو کښې اظهار کېدے شي ،ټول ديوان پرې نۀ شي ډکېدے۔بيا ځلمي هېواد مل د تحقيق مطابق د قلندر په ديوان کښې داسې اشعار په نظر راځي چې هغه يواځې د حميد بابا په سبک لړلې نۀ دے بلکې د ډېرو شاعرانو رنګ پکښې ښکاره دے۔يعني د ميرا قلندر په ديوان کښې د يو د قلندر کلام نۀ دے،د ګڼو دے،او په دې ديوان کښې د علاوه د حميد بابا د نورو رنګ هم په نظر راځي۔له دې اشعارونه یې پشتي کېږي
اشرف خان هجري
هرګز مۀ شه ستا له حبه زړۀ زما سرد
لکه نۀ شه لۀ جورونو خاطر ستا سرد
قلندر
څو چې نۀ شي ستا له مينې زړۀ زما سرد
ستا خاطر به هر ګز نۀ شي لۀ ژړا سرد
عبدالقادر خان خټک
چې پرې غم غلطوم محرم مې درې دي
يو قلم،دوئيم کتاب،درېم اشعار خپل
قلندر
چې پرې غم غلطوی شي هغه درې دي
يو قلم ،دوئيم بياض درېم اشعار دي
رحمان بابا
ستا له غمه مې په سر کښې هسې شور دے
ګويا ميشت مې په سر شهر د لاهور دے
قلندر
ستا چشمانو مې په سر کښې هسې شور کړ
ګويا وران مې په دا شور سره لاهور کړ
حميد بابا
ځکه زۀ کوم اسره د يار و خط نه
اسانيږي مشکل متن په حاشو
قلندر
درست مطلب مونده شي له کوتاه عبارته
تل متن مشکل ګوره حل کيږي لۀ حاشو
لۀ دې نه دانتيجه راؤځي چې د قلندر مرګ ژوند قام ټول په تيارۀ کښې دي په دې قلندرانو کښې ميرا قلندر هغه شاعر دے چې د حميد بابا د سبک ملګرے دے،او د پښتو په غزل باندې ئې اثرات مرتب شوي دي۔چې پخپله ئې د حميد بابا د شاګردۍ اعتراف کړے دے،
فضل د سبحان په قلندر د شعر ؤشو
دا واړه سبب فصيح بليغ وه د ماشو
د پښتو ژبې په دا خپله زمانه کښې
پرې دي نشو قلندره بې حميده بل حريف
دا يو غزل ئې د نمونې په طور
غزل
دا په خوب کښې راحضور شو د دلبر مخ
کۀ په ابر کښې ښکاره شو د قمر مخ
چې مې ؤليدۀ جوهر دا د ستا د غاښو
پټ لۀ شرمه به خپل اب کښې کۀ ګوهر مخ
لۀ حيا دي غټ و مخ ته کتے نۀ شم
کله ليد په خوږو سترګو شي د نمر مخ
را په ياد چې دې د سرو شونډو خواږۀ کړم
ټکوم لکه مګس عبث خپل سر مخ
کۀ مې ورولي د ورک اشنا تر وره
ځکه نه یم زه و تلو ته د رهبر مخ
قلندر د ميرا د هله عاشق بوله
چې ئې ؤ وينو ستا بڼو ته د ټټر مخ
عبدالعظيم بابا
د عظيم په ديوان کښې د قام وطن عشق پيدائش ژوند حالات په کافي مقدار کښې موندے شي،د عطيم بابا د پيدائش نېټه لۀ دي دوه بېتونو مشتق کيږي
د تصنيف د مخمس واوره سامعه
سن پوره دوه سوه درې پنځوس ووانه
شپږ اتيا کاله مې تير کړۀ په عذاب کښې
په خوارۍ په مشقت په اضطراب کښې
۱۲۵۳-۸۶=۱۱۴۷
د عظيم بابا تاريخ پيدائش ۱۱۴۷ه ۔او قام ئې د سواتے رانړي زے ؤ،
زۀ سواتے عظيم له اصله رانړزےيم
دروغ نۀ شته دے په دې کښې وائيم سچ
د پلار نوم ئې عزيز خان دے د پلار ذکر ئې په ديوان کښې نۀ موندے کيږي،دا روايت اجمل خټک د هغه د نواسي مولوي عبدالله جان نه د پښتانۀ شعراء په تلخيص کښې کړے دے،د نيکۀ نوم ئې نور خان دے
پاتې شوے دوئيم سر نۀ دے کۀ ګوري
د سواتي نيکۀ نور خان نه تر ما پورې
عظيم بابا لا ورکوټے ؤ چې پلار عزيز خان دښمنانو مړ کړو ۔مور د دښمنانو د مخې نه لر کړو او پېښور ته ئې ځان سره راوست او مولوي سرفراز څخه په برتهکال کښې ديره شوه،مولوي سرفراز خان د خپل د وخت منلے عالم ؤ،هغه عظيم بابا ديني علومو ته کېنه ؤ،چې کله ځوان شو خپله لور ئې ورله په نکاح کړه،او د بر تهکال امامتي ئې ورته ور په غاړه کړه،د عظيم بابا له دغې بي بي دوه ځامن محبوب ګل او حبيب ګل پيدا شووچې دواړه په ځوانۍ کښې مړۀ شول
نوشته مې په زړۀ غم د محبوب ګل شو
لا د پاسه پرې بل غم د حبيب ګل شو
هغه ورځ وه د قيامت عبدالعظيمه
په تهکال کښې چې د دوي د مرګ غلغل شو
خو دواړه وادۀ کړي وو۔
مور او پلار چې په اور ګډکړي دوي ترې لاړ شي
خدايه ور مۀ کړې چاله داسې ځامن لوڼه
برغ جوړه دواړه لۀ ما عظيم نه لاړل
بې اسرې شوې راته پاتې دواړه یوڼه
عظيم بابا د خپلې د شاعرۍ د ابتداء په حقله داسې ګويا دے چې کله د ځامنو غم راناندې ډېر زور شو ،د جمعې په شپه د شيخ محمود بابا زيارت له لاړم د شپې څلورم پير کښې مې خوب ؤليدۀ،د خوب منظر ئې په دې نظم کښې ورکړے دے،اوږد نظم دے خو زۀ د خوب هغه مقام بيانوم چرته چې عظيم بابا د عشق په غشي لږي
چې مې سترګې کړې ور پورته
رانماې شو يو بشر
ما وئېل جوړ ملائک دے
يا افتاب دے يا قمر
مخ ئې سپين ؤ له صبانه
غاښ ئې سپين ؤ لۀ ګوهر
سپين جبين ئې صاف مهين ؤ
دوه زلفان ئې معطر
غټ کتے مې ورته نۀ شو
ؤ په دوي کښې لوۓ اثر
ربوده ئې زړۀ لۀ ما کړو
خداۓ زما کړو دے دلبر
بيا زخمي ئې زۀ په زړۀ کړم
جوړ په لاس ئې ؤ خنجر
چې لۀ خوبه زۀ بيدار شوم
نۀ بادشاه ؤ نه لښکر
بيا خپل کور ته روان شوم
په فرياد په نعرو سر
نومې دا کتاب بنا کړو
کۀ ئې خداۓ کړۀ برابر
زۀ عظيم د عشقه سوزم
خداۓ په حال زما خبر
عظيم بابا په خپل عشق کښې داسې ډوب شو چې په يو بل مقام په خپل ديوان کښي وائي کۀ محبوب ګل او حبيب ګل پخوا مړۀ وے نو هغه به دا نظاره مخکښې ليدلے وے۔
عظيم بابا د خپلې شاعرۍ په حقله داسې وائي چې هغۀ لۀ دې نه مخکښې هم شاعري کوله خو هغۀ لۀ د ځامنو ډېره حيا ورتله،په ډاګه ئې ځان ته شاعر نۀ وئېل چې کومې غزلې به ئې ؤ وئېلې ضائع به ئې کړې۔خو عظيم هشتنغرے د يو خوږ اواز څختن مجلسي ؤ هغۀ به په خپل نوم مجلسونو کښې وئېلې۔عظيم مجلسي خو ډېر ښۀ ؤ ولې شاعر نۀ ؤ۔
عظيم بابا د کونړ مهربان صاحب نه لاس نيوه کړې وه،ډېر عقيدت او مينه ئې ورسره لرله،په کابل کښې د يو جعلي پير د استانې د ورانولو او د خپلې ملګرتيا ذکر یې کړےدے۔د مهربان صېب د ځنکدن په وخت په ډېر دردمنه لهجه کښې ورله دعا کړې ده۔
عظيم بابا خپله شاعري پخپله په څلورو موضوعاتو کښې وېشلې ده ۱:عشق ۲:سلوک ۳:وعظ و پند ۴:د ځامنو غم
عظيم بابا د رحمان بابا پيرو دے او د رحمان بابا شاعرۍ ته په ډېره درنه سترګه ګوري
د مهمند عبدالرحمن صاحب په مثل
هسې خوږ شعر زما وے دريغه دريغه
زۀ عظيم به خاص غلام د دې مهمند ؤم
اوس ژوندے کۀ په دنيا وے دريغه دريغه
د رحمان بابا شاعري ساده روانه او خوږه ده خو ځاۓ په ځاۓ د فارسۍ الفاظ زيات استعمالوي۔د عظيم بابا شاعري هم ساده روانه او د خوږو جذباتو نه ډکه ده خو د پښتنې الفاظ ئې زيات استعمال کړي دي۔او برجستګي ئې لږ ډېره ده۔د عظيم بابا شاعري عواميت ته نېزدې ده ۔
د مثال په طور دا دوه غزلې چې په عوامي ژبه کښې ورته رباعيانې وائي غزل
ډېر ګلونه د بهار کړل خزاڼ ګډ وډ
لۀ بلبلو سره ژاړي طوطيان ګډ وډ
اشنائي د سلو کالو کاندې ماته
د دنيا لۀ سرایه درومي ياران ګډ وډ
سور لنډے سپرلمي سويه وبله
لۀ شیرانو سره ټول په دا مان ګډ وډ
امزرے ګيډر او بۀ څښي په يو ځاۓ کښې
لۀ کونترو سره سېل کا زاغان ګډ وډ
خر مهرې لعل و ګوهر سره خرڅيږي
په يو نرخ د زمانې په دوکان ګډ وډ
په حيا کښې ترې پېښې وباسه عظيمه
عاقبت به پېښاور کړه سکهان ګډ وډ
غزل
کۀ ژوندی شوم د هجران د اوره بچ
پرې به نۀ ږدم شاعران به سوات په چچ
خداۓ دې ورک هغه اشعار کاندي بې يمنه
چې به کاندي مطربان ورباندې نچ
په بازار کښې د ړوندو جوهر فروشو
موندے کيږي در ګوهر په نرخ د کچ
ډېر عيوب دي بې حسابه زما تن کښې
بارې نۀ وينم په خپل نسب کښې زچ
زۀ سواتے عظيم لۀ اصله رانړي زے يم
دروغ نۀ شته دے په دې کښې وائيم سچ
داسې مونږ وئېلے شو د عظيم بابا په شاعرۍ کښې نېغ په نېغه د هغۀ د جذباتو اظهار موجود دے،ادبي رنګ سره عوامي رنګ هم ګډ وډ دے،ځکه چې عظيم بابا د سکهانو د دورې شاعر دے د سکهانو په دور کښې چاربېتې غزل ګوټ ته کړے ؤ،ليک ادب ته دومره توجو نۀ وه،دغه دور ته نقادانو د غزل بنجر دور وائيلي دي ۔د عظيم بابا په غزل کښې اشارې ،کنائې، ضائع بدائع د غزل راویتي حسن نۀ موندے کيږي،د جذباتو د شدت لۀ کبله په زړۀ کښې لار کوي،
قنبر علي خان
قنبر علي خان په قام عزيز خېل اورکزے په تيراه کښې ؤسېدۀ د پيدائش نېټه ئې نۀ ده معلومه۔خو د وفات نټۀ ئې د هغۀ پير انور شاه صېب لۀ دې مرثې نه ثابته ده چې قنبر علي خان په مرګ ئې ليکلي وه
د جمعې شپه وه د رجب يو لسم ؤ
په باقي عالم قنبر اېښے قدم ؤ
په ابلي د پېښور دفن په خاک شۀ
متصل د چراغ بيګ په قنبر هم ؤ
زر دوه سوه ؤه کاله د هجرت ؤ
مير انور دا غزل وېلے د ماتم ؤ
کله چې محمدي صاحبزاده باندې ډيوه ريډيو پروګرام کوؤ،ښاغلي ډاکټر پرويز مهجور ډېرې ښکلې خبرې کړې وې چې د محمدي صاحبزاده خپله د غزل زمکه ډېره زياته کمه ده،د نورو شاعرانو په زمکه ئې تظمينونه کړي دي،دغه شان قنبر علي خان هم ډېر زيات تظمينونه کړي دی - په ټول کښې ئې زيات د رحمان بابا په مصرعو ئې تظامین کړي دي چې تعداد ئې اتۀ دے مثال په توګه
ما چې ؤلېدۀ د زړۀ په سترګو ستا مخ
نور مې هيچرې ؤ نۀ ليد د بلا مخ
د رحمان د دې غزل جواب قنبر کړۀ
ما سحر صبا ليدلے دۀ د چا مخ
دحميدبابا د درېو غزلوجواب ئې کړےدےدا يو مثال
معلوميږي يار د سترګو الواتۀ
چې عاشق ئې لۀ نظره پرېوتۀ
د حميد جواب قنبر علي تکرار کړۀ
بد دې نۀ مني دلبر زما کاتۀ
عبدالقادر خان خټک د دوه غزلو د علي خان د دوه غزلو ،د مرزا خان انصاري د يو غزل، مياں شرف الکوژي،د يو غزل،صديق پوپلزي او د نصر الله د يو غزل جواب ئې کړے دے،داسې دا تعداد ۱۹ شۀ خو د قنبر علي خان د نورو کلاسکي شاعرانو نه د ابجدو ډېر زيات حسابونه کړي دي چې زبر او بينات ورته وئېلے شي ۔او د امام حسين د مرثيو لۀ کبله منفرد شي،نورو کلاسکي شاعرانو مرثې ليکلي دي خو دا د خپلو خپلوانو او دوستانو دي د امام حسين مرثيه د چا هم ليکلي زما لۀ نظره نۀ ده تېروتې د ابجدو د حساب ګڼ مثالونه ئې په کلام کښې موجود دي خو زۀ په يو دوو اکتفا کوم
حجج شمار کړه په ابجد
چار ده معصوم دي دا وېنا ده
په کتاب کښي مروجه
حل ئې ح=۸
ج=۳
ج=۳ = ۱۴
دغه څلوارلس هغه کسانو سره په شمير برابر دي چې د شعيه ګانو په حساب معصوم دي
کۀ طالب ئې د هغۀ شاه شهيد
د يقين په ملک کښې نۀ ئې ترې بعيد
زۀ قنبر علي غلام يم د حسين
چې شريف کالونه عمر ئې مجيد
حل م=۴۰
ج=۳
ي=۱۰
د=۴ =۵۷
د امام حسين عمر ۵۷ کاله ؤ۔
د فاطمې بي بي لۀ خلې نه مرثيه په شهادت د امام حسين
ځار شه مور ستا د کاکلو
ځارېږم څو په ستا د مخ په ګلو
کۀ د تا د مخ په ګلو خزان راشي
تر قيامته به وي کوکي د بلبلو
کۀ ناوک د اجل ستا په حسين راشي
اور به پورې کړي د جونو په اوربلو
زۀ چې ستا د مخ ديدن کوم حسينه
زړۀ مې تاب نۀ لري سترګو په چغلو
دتا دروح بلبل کۀ باز د اجل يوسي
د ما زړۀ به ورسره وړي په منګلو
پر جنابه ستا د مخ طوطي پرواز کړه
ښۀ شوه ماڅخه ځاۓ نۀ دے د ساتلو
کۀ لۀ غمه دې زۀ رغېږم ځويه
زړۀ مې غوڅ کړۀ ستا ملال ملال کتلو
خله دې بند کړه اے قنبر علي نور بس کړه
د قلم ژبه دوه ځاۓ شوه په دا وئېلو
د قنبر علي خان شعر د استادانو د شعر په معيار کښې کم دے خو بيا هم د هغۀ په کلام کښې تشبهات ،اشارې ،کنائې او شاعرانه حسن موندے کيږي،او کله کله خو ډېر ښکلے غزل ليکي
غزل
لکه خالص شراب ښائست کوي د جامه سره
هسې د يار شونډې لذت کا لۀ دشنامه سره
د طريقت وضو مې ؤکړو د صورت په وينو
د معرفت رکوع سجود کړم لۀ قيامه سره
ما د نسيم په خله پېغام کول د يار په لورې
زړۀ مې له شوقه ووت لاړو لۀ پېغامه سره
کۀ څوک د زړۀ حقيقت غواړي څۀ به خله ئې وائي
کله د خاص خلوت خبرې شي لۀ عامه سره
زړۀ په اول اخر پيدا د محبت لۀ رنګه
لکه اغاز چې پيداشوے لۀ انجامه سره
ما له کامله تلقين واغست د عشق په درس کښې
د نور عالم په دود مې څۀ له ننګ و نامه سره
قنبر علي د شاه صفت کوم د زړۀ په مينه
ځکه ساده کاغذ رنګين شو لۀ کلامه سره
احمد شاه ابدالي
حبيبي صېب په پښتانۀ شعراء کښې د احمد شاه بابا په حقله ليکي چې احمد شاه په خټه سدوزے پښتون ؤ،د پلار نوم ئې زمان خان او د نيکۀ نوم دولت خان ؤ،په کال ۱۱۳۵ه کښې په هرات کښې پيدا شو ،کله چې ۱۱۶۰ ه کښې نادر شاه قتل کړے شو ،احمد شاه بابا قندهار ته راغے دلته په شير سرخ کښې پښتنو مشرانو په يوه جرګه کښې خپل بادشاه ؤمنۀ،احمد شاه چې کله بادشاه شو ټول پښتانۀ ئې يو ځاۓ کړل،افغانستان ،بخارا،خراسان او هندوستان ئې فتح کړل،احمد شاه بابا په هندوستان نهه حملې ؤکړې ،اخر ئې دهلي ښار ؤنيولو۔د مرټيانو لس لکهه فوځ ته د پاني پت په مېدان کښې په شپتۀ زرو افغانانو باندې ماتې ورکړه،دا جنګ د دنيا په لويو جنګونو کښې حسابيږي،د احمد شاه بابا جوړ کړے حکومت تر نولس سوه اته نوي پورې قائم پاتې شو، احمد شاه بابا د جمعې په شپه په ۲۰ رجب په ۱۱۸۰ه وفات شو او په قندهار کښې ؤسپارلے شو،دا شير سرخ واقعه د امير عبدالرحمن د سوانح عمرۍ نه اخيستے شوې ده۔
خو ډاکټر شير زمان طائرزے په خپلې يوه مقاله کښې چې ظهورونه نومې کتاب کښې چهاپ ده،دې مقالې لۀ پاره ډاکټر صېب شپږ زمان طائرزي ويشت کتابونه کتلي دي،خو بنيادي ماخذونه ئې دوه کتابونه دي،نمبر ۱ تاريخ احمد شاهي چې د احمد شاه بابا منشي محمود الحسين هراتي ليکلے دے،د فارسۍ کتاب په دوه جلدونو مشتمل دے،چې د پېښور ايريا سټډي سنټر کښې موجود دے۔او دوئيم کتاب دے شاهنامه احمديه دا د احمد شاه په فرمائش باندې د مرغز حافظ نومې شاعر ليکلے دے دا منظوم کتاب دے۔چې د پښتو اکېډيمۍ په لائبريرۍ کښې موجود دے۔ډاکټر صېب د پيدائش په مقام باندې حبيبي صېب سره اختلاف لري د هرات په ځاۓ ملتان ليکي مخکښې ليکي په کال ۱۷۳۸ء کښې چې نادر شاه قندهار فتح کړو د جيلونو دروازې ئې پرانستلې په دغه قيديانو کښي د احمد شاه بابا مشر ورور ذوالفقار او احمد خان هم شامل ؤ،د محمد زمان ملک د وفات نه وروستو دواړو ورڼو قندهار ته مير حسين څخه د کورني جنجالونو په سبب پناه راؤړې وه،مير حسين غلجے ؤ،د غلجو او ابدالو تر مېنځه دشمني وه،لۀ دي وجهې نه ئې دواړه وروڼه ئې په جيل کښې واچول۔هغه وخت احمد شاه پنځلس کلن ؤ،د جيل نه چې خلاص شو وروستو احمد شاه د نادر شاه په فوج کښې بهرتي شو،احمد شاه بابا د څلورو زرو افغانانو قوماندان ؤ۔کله چې نادر شاه د محمد قلي خان د لاسه وژلے شو،نو بې سره ايرانيانو په افغانانو باندې بريد ؤکړو،او لوټ مار ئې شروع کړو۔احمد شاه دغه وار خطا افغانان په ايرانيانو باندې واچول اوپه تيخته ئې مجبور کړل۔احمد شاه د خپل زوړ بادار ټبر په خپل حفاظت کښې واخيستل او ډاډ ئې ورله ورکړو۔هغوي ورله د کوه نور ډبره چې نادر شاه د ډيلي په لوټ کښې راؤړې وه،په تحفه کښې ورکړه،احمد شاه هغه خزانه چې د نادر شاه د بدرګۍ لاندې د کابل او پنجاب نه قندهار په لارې خراسان ته تلله په خپله قبضه کښې واخيستله چې وروستو ئې فوجي اخراجاتو له پکار راغله،احمد شاه بابا د مار زندان نه تر ګرشيک پورې د قندهار د راتلو په اوان کښې څلور حملې وتمبولي،داسې احمد شاه بابا د يو اتل په شکل کښې قندهار کښي داخل شو،ډاکټر شير زمان طائرزے ليکي چې په تاريخ احمد شاهي او شاهنامه احمديه دواړو کښې د شير سرخ د واقعې ذکر نۀ شتے۔
احمد شاه بابا د بادشاهۍ پيشګوئي صابر شاه عرف مستان خان کړې وه،او شاهنامه احمديه کښي ليک ده چې دا پيشګوئي د څوکنو مياں عمر کړې وه۔
د احمد شاه بابا ديوان په درېو اشکالو کښې دے،يو بابا د بادشاهت په څلورم کال د هغې مخې مرتب کړے شوے دی ،دوئيم پښتو ادبي ټولنې لۀ خوا د حبيبي صېب د عالمانه مقدمې تحت خپور کړے شوے دے،او درېم پښتو اکېډيمۍ په ۱۹۶۳ء کښي چهاپ کړے دے۔په وروستو دواړو کښې هغه خام غزلې هم شامل دي چې بابا په خپل د مخې مرتب کړې ديوان کښې نۀ دي خوښې کړي۔
احمد شاه بابا د بادشاهت نه مخکښې تخلص احمد او احمده استعمال کړے دے ،او د بادشاهت نه وروستو احمد شاه استعمال کړے دے،په سبک باندې د رحمن بابا او خوشحال بابا دواړو دے خو سلاست ئې د کلام د هغوي نه کم دے۔د شاعرۍ موضوعات ئې مذهب،معرفت،تصوف،د وطن مينه ننګ پت او عشق دي،د عشق لفظ ئې په کلام کښې دومره ځله استعمال کړے دے چې بل شاعر نۀ دې استعمال کړے۔
غزل
ستا د عشق د وينو ډک شو ځيګرونه
ستا په لاره کښې بائېلي زلمي سرونه
تاته راشمه زړګے زما فارغ شي
بې لۀ تا مې اندېښنې د زړۀ مارونه
کۀ هر څو مې د دنيا ملکونه ډېر شي
زما هېر به نۀ شي ستا ښکلي باغونه
د حميد او د فريد دور به بيا شي
زۀ چې ؤکاندم په هر لورې تاختونه
کۀ تمامه دنيا يو خواته بل خوائې
زما خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه
احمد شاه به دغه ستا قدر هېر نۀ کا
کۀ ؤنيسي د تمام جهان ملکونه
غزل
څۀ شوه زۀ کۀ په ظاهر صورت زهير يم
چې د خپل يار نظر شته په زړۀ امير يم
بړائي هرګز په خپله لوئي نۀ کړم
هميش ستا د قدمونو دامنګير يم
کۀ مې برق د سپېني تورې بيا برېښنا کا
ستا په مهر په هر لورې عالمګير يم
وبل لورې ته مې هيڅ مخ مخے نۀ شتے
ياره زۀ چې ستا و در ته تل فقير يم
د رقيب لۀ لاسه ژاړم و تاته
د بیلتون په توره شپه احمد زهیر یم
پير محمد کاکړ
پير محمد کاکړ د احمد شاه ابدالي د دربار يو علمي غړے ؤ،تاريخ پيدائش ئې ۱۱۲۰ه ټاکل کړے شوے دے،ژوند ئې احمد شاه بابا نه لس کاله وروستو پورې يقني دے چې د ديوان لۀ دې اشعارو نه ثابت دے
زر شپږ نوي کالونه
د هجرت تېر شوي ؤونه
ما انشاء د عشق ديوان کړو
په پښتو کښې مې بيان کړو
په دې طمع چې يادګار شي
مشهور به هر ديار شي
کله چې احمد شاه بابا وفات شو په قندهار کښې د هغۀ په ځاۓ باندې د هغۀ ځوۓ شهزاده سليمان کېناست ،پير محمد کاکړ د شهزاده استاد ؤ،هغۀ د معرفت افغاني په نوم باندې يو کتاب وليکلو چې د پښتو اولنے د صرف نحو لغت محاورې کتاب دے ،د شهزاده په خدمت کښې پېښ کړو خو د پير محمد کاکړ لويه کارنامه د دۀ ديوان دے چې پښتو ادب لۀ پاره لويه سرمايه ده۔
پير محمد کاکړ عالم فاضل سړے دے د مقدمينو د دوانينو ئې غرقه مطالعه کړې ده،تنقيدي شعور ئې لرۀ دا مشهوره قصيده ئې مثال دے
جوړ په شعر کښې رحمان غيب اللسان دے
دا څير نۀ شتے هر ګز د انسان شعر
تر مصرعه ئې ځار شه لاړ د ملغلرو
په څۀ تار ئې اوپخته کړو يکساڼ شعر
بل په شعر کښې هم سيال د خوشحال نۀ شتے
کۀ څۀ درشت دے دا د دۀ سخدان شعر
کۀ څوک بحر امواج وائي ورته ښائي
په ديوان کښې ئې موندے شي هر شان شعر
بيا رنګين شعر بيان عبدالقادر کړو
د اشرف دے هم د دۀ نه سوزان شعر
پس لۀ دوي په موشګاف عبدالحميد دے
چې ئې ؤ وې ښه نازک نکته دان شعر
د مرزا شعر به خوګ ؤ ولې دريغه
په وحشي الفاظو ؤ کړو ويراڼ شعر
د مشهورو شاعرانو حال مې ؤ وې
نۀ وه ما وته د نورو عيان شعر
چې انصاف زۀ پير محمد کړم لافې نۀ کړم
په هم عصرو کښې مې خوښ دے د خپل ځان شعر
د پير محمد کاکړ د سبک په حقله حبيبي صېب په پښتانۀ شعراء کښې ليکي چې د خپل سبک څختن دے وروستو ئې ډېرو شاعرانو پيروي کړې ده۔
خو ښاغلے صديق الله رښتين په خپل کتاب تاريخي ادبي سمونې کښې حبيبي صېب په دې وينا نيوکه کړې ده،ليکي پير محمد کاکړ د خپل سبک خاوند نۀ ؤ،د هغۀ په کلام کښې د خوشحال بابا،رحمان بابا او د عبدالحميد بابا درې واړو د سبکونو نخښې نخښانې موندے کيږي،داسې د پير محمد کاکړ په کلام کښې جذبات نګاري،سلاست ،سادګي،او نازک خيالي ټول موندے کيږي۔
موضوعاتو په لحاظ عشق،اخلاق،تصوف،اجتماعي ، قسماقسم اشعار ئې په ديوان کښې موجود دي۔
د غزل نه علاوه رباعي ،مخمس مسدس
ترجيح بند ئې ليکلي دي،مدح او زم یې په کلام کښې موندے کيږي ۔ دا يوه دوه رباعيانې
په کوڅه تېر شه د يار شماله
قېصه بيان کړه زما د حاله
کۀ درته وائي اوس حال ئې څۀ دے
وایه بلبل دے بې پروباله
خفا د يار کړم خاطر ناښاده
زړۀ مې چوي لۀ آه فرياده
روح مې تازه کړه په بوي د زلفو
د خداۓ د پاره د صبا باده
غزل
شنۀ خالونه چې پاسه د جبين ږدي
دا زما په زړۀ داغونه اتشين ږدي
د عشق اور مې ویلوي د زړۀ شمع
بهوده مې په موم نقش د نګين ږدي
حسين طوطي دې کړه محروم لۀ شکرلبو
و مګس ته څو پياله د انګين ږدي
ما دې خيال لره فرش کړي تور لېمۀ دي
تۀ بې نيازه قدم ولې په زمين ږدي
اوس نقاب له مخه واخله په خندا شه
تر څو غم مې په خسته خاطر حزين ږدي
په شپه حال د مهجورانو په خيال راؤړه
په راحت چې سر له نازه په بالين ږدي
او زده په دې له جوړه پير محمد شي
چې اغيار سره بنا د آن و اين ږدي
امير حمزه خان شينواري
د حمزه بابا د پلار نوم ملک ميرباز خان ،قام شينواري کلے لواړګے تاريخ پيدائش۱۹۰۷ءاو د مړنې کال ۱۹۹۴ء دے۔
امير حمزه خان شينواري چې په ادبي دنيا کښې د حمزه شينواري په نوم ياديږي نه صرف يو مقتدر همه جهت عملي اؤ ادبي شخصيت يو مشهور معروف قادرالکلام شاعر يو صاحب طرز او مايه ناز اديب يو جليل القدر او جيد عالم يو کامل فن او رفيع الشان مفکر او يو برګزيده او عظيم صوفي دے،بلکې يو دبستان يو ځلنده عهد يو منفرد مکتبه فکر ،يو متحرک ادبي تحريک يو زمانه ساز او تاريخ ساز شخصيت يو عملي ادبي ټولنې او د يو تنقيدي او تحقيقي ادارې نوم دے۔شلمې پېړۍ ته کۀ مونږ د علم وفن پېړۍ وئېلے شو په دې پېړۍ کښې بې شماراصناف متعارف شول لکه ډرامه،ناول،سفرنامه،رپورتاژ،تکل،خودنوشت، سيرت او داسې نور د هيت او ماهيت په لحاظ قسما قسم تجربې ؤشوې۔حمزه بابا هم د خپل عصري شعور او عملي پس منظر تر مخه په دې تجربو کښې برخه اخېستې ده۔
د حمزه بابا شعري مجموعې د زړۀ اواز،غزونې،يون، بهير ژوند او يون،پرې وويني،سپرلے په آئينه کښې، سلګۍ او اسويلي دي۔
او نثري مجموعې ئې دا دې تجليات محمدي،نوې چپې، ژوند،انسان اور زندګي،د خوشحال خان خټک يو شعر،تسخيرکائنات،تذکره ستاريه،د حجاز په لور،انسان او خدائي،وجود اور شهود،انا او علم،انساني انا او پوهه،د انا اور علم پښتو ترجمه ده،د شعري او نثري مجموعو دې طويل فهرست ته چې ؤکتے شي،په اسانه اندازه ؤلګي چې حمزه بابا څومره لوۓ شاعر او اديب ؤ۔
خو حمزه بابا له شهرت د هغۀ غزل ورکړے دے،او په دې لړ کښې هغه په ګنو القاباتو باندې ياد کړے شوے دے لکه رئیس المتغرلين،سلطان المتغزلین د غزل پلار، د غزل بابا وغيره باندې مانځلی شوی دی - چونکې زمونږ پروګرام په غزل دے ،زۀ به ځان د حمزه بابا غزل پورې محدود ساتم،د پښتو هر نوے شاعر چې د شعر ابتداء کوي د غزل نه کوي،خو ډېر کمو ته معلومه ده چې غزل ليکل پل صراط نه تېرېدل دي،د پروګرام په ابتداء کښې ما د غزل ځېني خصوصيات په ګوته کړي ؤ،دلته څۀ مزيد نورو خبرو اضافه ؤکړم غزل Lyrical Poetry ده غزل د لوستلو د پاره نۀ دے ليکلے شوے،دا په محفلونو کښې موسيقۍ سره اورېدو د پاره ليکلے شوے دے،په دغه محفلونو کښې چې څنګه غزل خوښ کړے شوے دے،هغه د دې معيار ګرځېدلے دے،د خوشحالۍپه نسبت د درد اثرات دېرپا وي،په محفل کښې ډېرو خلقو کښې مشترک جذبات غم ،درد،عشق ،هجر،وصال،ژوند مرګ،شراب نوشي،غم جانان،اخلاقيات،تصوف، رندانه خيالات،په زاهد او ناصح باندې طنز طعن کول دي،دا قسما موضوعات چې په څومره نفاست او نزاکت سره تړلے شي هغه به ښه غزل شمارلے کېدۀ،اوس په غزل کښې نور موضوعات لکه سياست ،غم دوران فلسفه هم شامل شوه۔او په پښتو غزل کښې پښتونيت او حميت ئې اضافي خصوصيات دي ،خو اوس هم په غزل باندې د نزاکت او تغزل کونډه زوړنده ده،کله هم چې د غزل زمکه شډله شوي ۔فکر دروند شوے او سپور شوے دے استادانو هغه غزل د غزل فهرست نه بهر کړے دے۔
ستر محقق او نقاد دوست محمد کامل صېب د حمزه بابا د غزلو په مجموعه “يون ” باندې صفحه نمبر ث باندې د حمزه بابا د غزل په فن داسې رڼا اچوي “لۀ فني نقطه نظره قطع نظر له رسمي تنقيده چې ما ته کوم څير په دي مجموعه کښي څۀ خو نقصان ده ښکاره شو هغه دا چې ځېنو ځايونو کښې تفکر د شاعر په ذهن تر دې حاوي شوے دے چې په اثر کښې د فن نخښه نخښانه لټول د قاري د پاره ګران کړي دي۔
ډاکر اقبال نسيم خټک په خپل کتاب غزاونې کښې په صفحه نمبر ۲۹ باندې ليکي “اوس نه خو غزل سخن برزنان ګفتن ته وئېلے او د عشق و محبت سندرو ته بلکې په غزل کښې اوس هر قسما مضامين لکه اخلاقي،رزميه،فلسفه، صوفيانه وغېره ځائيدلے شي،خو حقيقت دا دے چې د غزل نازک مزاج د درنو مضامين بار نۀ شي برداشت کولے،خو لږ اختلاف سره دا وائيم چې دروند تفکر او دروند تخيّل په غزل باندې بار کيږي،نه چې هر کله دا مهارت،نفاست او نزاکت سره تړلے شي،دا د غزل حسن جوړ شي،او کله چې دا صرف تفکر او تخيّل پاتې شي او د شعر نه شعريت ؤځي دا شعر د غزل په نازک وجود باندې بار شي۔
د حمزه بابا په غزل کښې د تغزل او تخيّل ډېرې اوچتې اوچتې نمونې موجود دي د حمزه بابا غزل نه چې کوم نقصان رسېدلے دے،هغه هغۀ په ژوند کښې د غزل پلار وئېلو په سبب دے،يو خو هغه دخپل غزل نه مطمئن شو په فن کښې اطمينان د فن مرګ دے،فن لۀ پاره تجسس او د روح ناقرارې ضروري ده،بل بابا لۀ خپل منصب برقرار ساتلو لۀ پاره د تصوف سنجيده مسائل او فلسفه په غزل کښې بيانول او د غزل مقدار ئې زياتول شروع کړل ،د غزل لوازمات ئې په نظر کښې ؤ نۀ ساتل۔خو بابا د غزل ډېر لوۓ خدمت کړے دے ،کله چې د سکهانو په دور کښې د شاعرانو مخه د چاربېتې په طرف شوه ،غزل بېخي ګوټ ته شو،نو دا حمزه بابا ؤ چې هغۀ د غزل په مړ وجود کښې بيا ساه واچو،نن غزل بيا د پښتو د شاعرۍ په اصنافو کښې سرخېل دے۔
ناوې کېدو جوګه اقباله د پښتو غزل شو
افسوس دے دا چې باباګانو لارې ؤنيولې
(د حمزه بابا په مرګ)
کۀ غزل څوک قديم او جديد کښې وېشي دا خبره درسته نۀ ده غزل يو روايتي صنف دے په دې کښې خيال او مضمون نوے ځائېدے شي خو د دې چوکاټ او لوازمات به هغه زاړۀ وي کۀ لۀ دې نه انحراف ؤکړے شي غزل به غزل پاتې نۀ شي،مثال په توګه ټپه او ټپه ايزه ،کوم خيالات او خبرې د ټپې په دويشت سېلابونو کښې شوي دي هغه لا اوسه چا په ټپه اېزه کښې بيان نۀ کړل،خامخا ئې د ټپے شکل وران کړو۔چا چې بابا ته د قديم او جديد پل وئېلي دي سمه نۀ ده۔دا د غزل اسلوب دے چې هغه پکښې ځېني جديد خيالات داخل کړي دي۔ دا د وخت بدلېدو سره نوي رحجانا ت په هر صنف کښې داخلیږي – شاعر د ماحول نه تاثرات اخلي – د حمزه بابا د عصر تقاضا دغه وه
د حمزه بابا د غزل مضامين پښتونيت ،حسن، عشق،مذهب،اخلاقيات،اجتماعي افکار او تصوف دي۔په تصوف کښې رحمان بابا خداۓ سره د خپل د عشق اظهار په ساده انداز کښې کړے دے۔حمزه د تصوف مختلف مقامات بيان کړي ځکه ترې غزل په بعضې ځايونو کښې پچيلے شوے دے۔لکه دا شعر
دا احساس دے د خودۍ کمر زما
دے په ښکته کۀ شته پورته پر زما
داسې ډېر غزلې د حمزه بابا په غزلو کښې موجود دي خو زۀ په دې يو نمونه باندې اکتفا کوم چې فکر فلسفه پکښې شتے خو تغزل بېخي نۀ لري
کۀ کيفيت څوک د وجود غواړي
وجود هغه دے چې نمود غواړي
ډېر وجود نه دي ممتاز وبله
هر یو صفات څه حدود غواړي
وي تصادم به ئې په وخت د نمود
داسې حالت چې هست و بود غواړي
وجود خو يو دے ناممکن ئې کثرت
خو په کثرت کښې خپل نمود غواړي
خو بل طرف ته د حمزه بابا په کلام کښې د غزل داسې داسې اعلیٰ مثالونه هم موجود دي
غزل
دريغه وحشت مې ابادي ته د صحرا راولي
ګوره خبر کۀ مې اشنا په تماشا راولي
خوي د اشنا کله ژړا کله خندا راولي
بس خو حاصل د مينې دا دے چې سودا راولي
په پسرلي کښې ارمانونه پخواني شي پيدا
داسې موسم دے چې فنا ګلونه بيا راولي
د خپلو مستو شرابي سترګو نه ؤکړه تپوس
هغه کوم څيز دے چې زبان ته مې خطا راولي
د شډل حسن سره ښۀ شوه ګران فروشه ځواني
چې سر وهل ورته زر ځل يوه ادا راولي
هغه نمر مخي نن وعده چې د ماښام کړې وه
ګورم کوم نمر دے چې په ستورو به رڼا راولي
نۀ شي کېدے کۀ غواړم نه غواړمه شپه د وصال
هغه ظالمه چې د ځان سره صبا راولي
سر مې در ځار هغه رېبار ته دي ماله سره
بې د رقيب نه د حمزه چې دلبربا راولي
غزل
د ستم نخښي د روانې زمانې ساتمه
زۀ په لېمو کښې بوږنېدلې افسانې ساتمه
ساده اشنا رانه ضامن هم د وفا غواړي
هم ئې تاکيد دے چې به راز د یارانې ساتمه
داسې هم راشي چې ؤ نۀ څښي او مدهوشه اوځي
ځکه زۀ بېرته دروازې د مېخانې ساتمه
شمعې مخ پټ کړو په فانوس کښې په خندا ئې ؤ وې
چې زۀ پرده د کمه همته پروانې ساتمه
تسپې په لاس کښې په زړۀ نوم پرې د اشنا يادَؤم
رشته په منځ کښې د کعبې او بت خانې ساتمه
ساقي راواچوه شراب راته موسږېږې ولې
زۀ هغه رند يم خپلې پاکې پېمانې ساتمه
هغه حمزه يم چې اشنا د سمندر يمه زۀ
په هر صدف د تخيّل کښې دردانې ساتمه
قلندر مومند
د قلندر مومند نوم حبيب الرحمان د پلار نوم سيف الرحمان چې مشهور چاربېته ګو شاعر ؤ،څنګه چې د نوم ئې ظاهره په قام مومند ؤ،کلے پېښور سره نېزدې بازيدخېل او تاريخ بیدائش:
۱۹۳۰تاريخ وفات د فرورۍ مياشت ۲۰۰۴ء دے۔
قلندر مومند د انګريزۍ،عربۍ ،فارسۍ ،پښتو او اردو ژبو د اديبانو غرقه مطالعه کړې وه،هغه يو شاعر افسانه نګار،مترجم،نقاد او محقق ؤ،د هغۀ دوه شعري مجموعې صباؤن او رڼائي چهاپ دي،ګجرې د افسانو اثر چې لا تراوسه ئې په پښتو کښې مثال په نظر نۀ راځي،د تحقيق اثر “پټه خزانه في الميزان”او د پښتو لغت “درياب” ئې هم ادبي زيارونه دي۔
قلندر مومند د مقدار په ځاۓ د معيار قائل ؤ،د قلندر صيب تنقيد او تحقيق سره اختلاف کېدے شي خو په شاعرۍ او افسانې د هغۀ په رنګ کښې د هغۀ بل حريف نۀ شتے،قلندر صېب درې چاربېتې ليکلي دي خو په فني لحاظ داسې چاربېتې نورې نۀ موندے کيږي،په نظم کښې ئې په پښتو ادب کښې په مسمط نظام کښې چې کوم کمے دے تر مصرعو تر حده ئې پوره کړے دے،او ځېنې داسې نظمونه موجود دي چې په فن باندې لړ ډېر پوهېږي هغوي ته پته ده چې دا د کومې پائې نظمونه دي،او مونږ چې کوم شاعران د پښتو نظم لوۓ شاعران ګڼو د هغوي هلته پرونه سوزي،حقيقت دا دے چې قلندر مومند د فن بل نوم دے،د قلندر صېب په فن باندې پوهېدو له پاره د فن زده کړه ضروري ده،ګني د هغۀ شاعرۍ نه خوند په پوره ډول نۀ شي اخېستلے، زۀ د قلندر په نورو اصنافو باندې تفصيل سره نۀ شم غږېدلے،ځکه چې زما کار د هغۀ غزل سره دے،په کلاسيک کښي د فن په لحاظ په غزل کښې ښه ښۀ مثالونه موجود دي خو په جديد دور کښې قلندر صېب په يو لحاظ تنها ولاړ ليدے کيږي،قلندر صېب چې دا شعر وئېلے ؤ
ياره قلندر ته دعاګانې کا
اوس ګني پښتو کښې غزل چرته دے
نور څۀ تعلی نۀ وہ دا حقيقت ؤ خو حمزه بابا دې نقطه باندې ؤ نۀ رسېد هغه ئې جواب ؤکړو
لا خو تخيّل د حمزه تت نۀ دے
څوک وائي چې پښتو کښې غزل چرته دے
حمزه بابا دروند تفکر او اوچت تخيّل غزل ګني،او قلندر صېب د غزل د ټولو لوازماتو حسن ترتيب ته غزل وائي،لکه د حسن تعريف کښې چې مونږ وائيو د بنيادم يا د اشياؤ په اعضاء اجزاء کښې د ترتيب اعتدال توازن مناسبت نوم حسن دے،دا حال د غزل دے۔د حمزه بابا په غزل کښې تفکر او تخيّل ډېر د پائې موندے شي،خو په غزل کښې ئې فني کمزورۍ په نظر راځي،خو د قلندر صېب غزل د فن په لحاظ پوره دے،قلندر صېب په خپل غزل کښې په وړومبي ځل شوشيلسټ نظريات وړاندې کړل،خو په داسې انداز کښې چې د غزل تغزل ،نفاست او نزاکت ته هيڅ قسم نقصان نۀ دے رسېدلے،بلکې د روايت او د جديديت ئ ډېر ښکلے امتزاج پيدا کړے دے،او دوي اظهار هغه داسې کړے هم دے۔
د کامل هم نشينۍ برکتي کړم
تجريبي مې په غزل کښې روايات شو
خال،خط،بلبل ،قيس،مينا و شراب،واعظ،دا ټول موضوعات روايتي دي دا ټول قلندر صېب په ډېر نوي انداز کښې د غزل ښائست جوړ کړي دي،مثال په توګه
خال دې پټوې د قلندر د قتل تور به شي
يه د سترګو توره تمامي وطن ته پته ده
ساغر او واعظ دا دواړه ئې څومره په ښکلي انداز د نسبت په رنګ کښې يو ځاۓ کړي دي
بس چې زما لاس کښې ساغر ؤ ويني
نو واعظانو ته عقبا ياديږي
په شاعرۍ کښي افاقي موضوعات ځائيول پکار دي دې سره شاعري افاقي شي دا يو مخصوص وخت د پاره نۀ وي،کۀ يو نظرې سره ؤتړلے شي د نظرئې دم ورکړو سره هغه شاعري هم زوال پذير شي،د
قلندر صېب اکثره شاعري نظرئې تحت ده خو دا شاعري دومره ښکلے او د فن نه ډکه چې نظريه روبه زوال ده خو قلندر صېب په شاعرۍ ئې هيڅ اثر نۀ دے پرېوتے۔او دا به د پښتو شاعرۍ کښې اضافه ياديږي،د دغې نظرئې تحت وروستو نورو شاعرانو هم په پښتو کښې شاعري کړې ده۔غزل ترې ستغ سپور او يوه چغه جوړه شوه،او خپلې دغه کمزورۍ پټؤلو په خاطر ئې داسې وئېل شروع کړل چې مونږ غزل له نوے رنګ ورکړو،اوس د غزل په غېږه کښې هر قسما خيالات ځائيدے شي ۔زۀ هم دا وائيم چې په غزل کښې هر قسم خيالات ځائيدے شي خو شرط دا دے چې د غزل نزاکت لطافت په ځاۓ پاتې شي،مثال په توګه د رياض تسنیم شعر دے چې پکښې ئې د محبوب زلفو ،شونډو، رخسار،باغ ،بلبل،وغيره ذکر نۀ دے کړے،ا مروزه ژوند يو اړخ ته اشاره ده خو شعر د غزل معيار ته رسېدلے دے،څوک پرې هم نيوکه نۀ شي کولے۔
څوک دي کډې ګرځول زما نه زده کړي
په اوږو باندې مې زوړ د کور سامان شو
يا دا شعر ؤګورئ
هیڅ يو کار مې په خپل وخت باندې ؤ نۀ کړو
وې ئې کړمه خو مونځ هم رانه قضا شي
هاغه سمندر نۀ يم چې بند شم په کوزه کښې
خور وور کائنا ت یم په نظر کښې نه ځا ئیږ م
اوس دروېش دراني يو دوه شعرونه چې د غزل ښۀ شاعر شمارلے کيږي
زما درمان د ځلاند حسن مېرمنې ديدن
زما لټون د تکې سپنې سپوږمۍ خورې رڼا
توره تيارۀ به مخ را ؤ وېنځي د خوب په اوبو
تۀ کۀ پرې ګړز د ستړيا ؤپاشې مختورې رڼا
هر څو ۀ درويش د جدت پيدا کؤلو کوشش کړے دے خو ځلانلاد حسن او ګړز د ستړيا ډېر ثقيل ترکيبات دي د غزل نزاکت ته پرې نقصان رسېدلے دے۔
د مردان غزل سره تړلي اکثرو شاعرانو د نوي ترکيباتو په شوق کښې د غزل په اسلوب کښې دروندوالے پيدا کړے دے،خو د سړبن د اسلوب دعویٰ ګيرو رحمان بابا او حميد بابا په نظر کښې ساتلي دي،عموما یې غزل دروند کړی نه دی - اوس د قلندر صېب يو دوه غزلې چې زما د وېنا پشتي به کوي،
غزل
چې نصيب مې دے صلبيب برخه مې دار ده
دا مې هم سر بلندۍ لۀ يوه لار ده
په وعده دې تر قيامته تېروتے شم
صرفه مۀ کوه ځواني مې درنه ځار ده
چې په هره لار لوټ کړو رهبرانو
پس لۀ دې مو رهزانو کومه لار ده
په يوه لار لکه نمر سپوږمۍ روان يُو
جدائي مو په نصيب وليل ونهار ده
کۀ مرحب د خېبر کوټ باندې مغرور دے
زما هم د قلم څوکه ذوالفقار ده
قلندره ! کۀ خوشحال مغل ته مخ دے
حوصله ئې په تکيه د کردګار ده
غزل
ګمراهانو نه په مخ کښې آئينه ږدم
په کږه کښې هم چې سم يمه کږه ږدم
د تيرو د خداۓ په زړۀ توره تيارۀ شي
چې په لاره کښې د خوږ زړګي ډيوه ږدم
خاموشي مې د سرخۍ په خوله وېنا کړي
د زړګي په هر يو زخم کښې غنچه ږدم
لرغونے په دا خپل سوي نصيب پوه يم
د ققنس غوندې په ژبه کښې لمبه ږدم
تۀ ازغي کره زما او د ګل منځ کښې
زۀ په لاره قدم نۀ ږدمه سينه ږدم
کۀ د زړۀ بېرغ مې پرېوتو پښتون يم
ګمان مۀ کړه چې رقيب ته به وسله ږدم
قلندره! سرخروي به نوره څۀ وي
دا په وينو وللے مخ چې صدقه ږدم
فيض الرحمٰن فیضی
صاحبزاده فيض الرحمان فيضي د قلندر مومند مشر ورور دے د پلار نوم ئې سيف الرحمان ، فيضي په دوؤ ژبو کښې شاعري کړې ده،په پښتو او اردو کښې بنيادي طور د غزل شاعر دے جديد غزل ليکي خو د کلاسيکي شاعرانو مطالعه ئې کړې ده،او ځان د سړبن مکتب فکر فرد ګڼي۔
هر غزل مې شاعرۍ کښې اجتهاد دے
دا فېضان د سړبن د دبستان دے
د فيضي د غزل په حقله د هغۀ هم عصر قمر راهي په “قند” مردان ۱۹۵۲ء ګڼه کښې ليکي،“د بيديا د ګلو ګډې وډې وږمې او د چړونو تنګ ټکور چې رايو ځاۓ کړے شي نو د فيضي غزل ترې جوړ شي مهين پاستۀ ،رنګين الفاظ د تخيّل په تار داسې پئېلي کۀ يو تورے کم و زيات کړے شي ټول خيال دانه وانه شي۔
زبير حسرت چې د قلندر صېب او فيضي خاندان سره نېزدې پاتې شوے دے،د جرس ګڼه ۱۹۹۵ء اکتوبر دسمبر کښې ليکي “د فيضي غزل د رنګينې لوپټې نه کم نۀ دے چې په هغې کښې د ښائست د ځوانۍ د خمار غنچه بدنو د شونډو رخسارونه نزاکتونه د شنو خالونو شراراتونه او د تورو زلفو وږمې محسوس کيږي
د مرۍ مر مر دي خړ مۀ شه نيازبېنې
تاج محل د کچه شګو به مې وران شي
ستا د زلفو نخلستان چې پکښې نۀ وي
زندګي يو لا محدوده بيان دے
خيال چې خور شي په دنيا باندې محيط شي
چې راغونډ شي د شها د زنې خال شي
خو د دې مقصد هم دا نۀ دے چې د فيضې غزل صرف د جمالياتو سره تعلق ساتي هغه د ژوند تارخۀ حقيقتونه هم بيان کړي دي۔
خاموشي د سنجيده ژبې اظهار دے
هر يو چپ سړے زمونږه هم زبان دے
مونږ د زخم تخم عام کړو په سينو کښې
څومره مړۀ د تصور په ګلستان يُو
د فيضي غزل د بډهۍ رنګين ټال دے چې خوند او رنګ ئې دواړه ښکلي دي،خو د ځېنو ملګرو دا وېنا په ځاۓ نۀ ده چې د فيضي غزل د قلندر نه غوره دے په اردو غزل کښې دوه سبکونه مشهور دي د ډلي مکتب او د لکهنو مکتب ۔د ډلي مکتب دا خليت له پاره مشهور دے او د لکهنو مکتب خارجيت له، د ډلي مکتب زيات زور د زړۀ په اندروني جذباتو احساساتو باندې دے،او د لکهنو مکتب په خارجي حسن او لفظيانو باندې دے۔پوهان د ډلي غزل له د لکهنو په غزل باندې فوقيت ورکوي۔
اوس کۀ فيضي او قلندر دواړو ته په ژور نظر ؤکتے شي په دواړو کښې ځني قدرونه مشترک دي،دواړه ځان د رحمان بابا او د حميد بابا وارثان بولي،دواړه روايات او جدت ورسره ورسره چلوي،دواړه د حسن عشق خبره کوي دواړه د زپلې طبقي نمائندګي کوي او د خوشحالۍ ئې ارزومند دي،خو بيا هم د دواړو د غزل په ترکيب کښي فرق دے د قلندر په غزل کښې جذبه ډېره زياته شديده ده،په غزل کښې ئې مصنوعي پن نۀ محسوس کيږي،په فطري انداز کښې ئې غزل ليکلے دے۔
د فيضي غزل په پښتو غزل کښې يوه نوې اضافه ده حالانکې هغۀ درانۀ ترکيبات ډېر هنرمندۍ سره استعمال کړي دي،چې سړي ته په شدت سره محسوس کيږي نۀ خو بيا هم د فيضي غزل کښې د مصنوعي پن احساس سړي ته کيږي،ما مخکښې هم ذکر کړے دے چې په غزل کښې موسيقي په نظر کښې ساتل پرېوځي،اوس داسې تراکيب به د غزل فن کار ته د ادائيګۍ دوران کښې څومره دقت وړاندې کوي ،خاموشه تموج،پُرشوره رنګيني،د وحشت د مملکت کجکلاهان،د رنګنيو آئينو روشن ګران، عالي ظرفه وغيره ۔په غزل کښې وړې غوندې نقطې سره خوند رنګ پيدا کېدے شي،نو غزل نزاکت مجروحه کؤلو څۀ ضرورت دے لکه
تسلي د زړۀ کومه په دروغو
يو ماشوم له غولومه په دروغو
ګورم دا چې ما پسې هم خفه کيږي
يوه ورځې چرته مرمه په دروغو
چې تقاضیٰ مې د بوسې ؤکړله
د څادر پيڅکه ئې چيچله لار ده
په اخري شعر کښې د څادر پڅکې چيچلو سره شعر ذومعنی شي ،يعني د څادر پيڅکه ئې ځکه چيچله چې غصه ورله راغلې وه،خو غلې ځکه پاتې شوه چې لار ده شور به ترې جوړ شي۔
او دغه څادر پيڅکه چيچل پرېشانۍ طرف ته اشاره ده چې بوسه خو ورکول غواړي لار ده څوک ئې ؤ نۀ ويني د رسواۍ باعث به شي۔
خو په دې وېنا کښې هيڅ باق نۀ محسوسوم چې فيضي د غزل يو ښۀ شاعر دے هغۀ غزل له يو نوے رنګ ورکړے دے وروستو ډېرو شاعرانو هغه رنګ خپلولو کوشش کړے دے خو د هغه ځاۓ چا نۀ دے نيولے۔
غزل
چې باڼۀ مې د غم شپه کښې فروزان شي
سر خرويه د يادونو رسولان شي
د ابلاغ هره حربه ترېنه قربان شي
کوم ساعت چې خاموشي حسنِ بيان شي
دا بې غمه خلق ستا په زلفو پېښ شه
چې دوي هم زما په شانې پرېشان شي
انتظار دې په ما داسې چارې ؤکړې
تاج محل د کچه شګو مې وران شي
د شها د دې خبرې جواب نۀ شتے
بعضې خلق د نيستۍ نه شاعران شي
نامکمل
غزل
ازغي په زړۀ کښې ټوکوم په ګلستان ګرځمه
زۀ ګل پسې د ګل په څير څيري ګرېوان ګرځمه
نن چې هر کس په پټه خلۀ کښې عافيت لټوي
ما صليب اېښے په اوږه علي الاعلان ګرځمه
زما قاتل هم نن په خپلو کړو پښمانه ښکاري
سر بربرېده شهيد د ګټې په مېدان ګرځمه
چې ستا د مخ سپوږمۍ ته رسمه صدۍ به غواړي
لا خو د زلفو په خلا کښي سرګردان ګرځمه
د رسوائۍ سيلۍ د وني غوندې و څنډلم
اوس کۀ په هر جامه پټ يمه عريان ګرځمه
ستا په طلب کښې داسې ورک شوم چې نايابه شومه
اوس د خپل ځان په جستجو په هر مکان ګرځمه
کۀ د رقيب سترګو کښې خس يم خو نصيب مې ګوره
چې ستا د زلفو د سيلۍ نه په اسمان ګرځمه
ما د سرو شونډو په طلب کښې ځان ايره ايره کړو
لکه ملنګ کچکول په لاس په بدخشان ګرځمه
ايوب صابر
نوم ايوب تخلص صابر دپلارنوم حافظ محمد شريف قام پښتون به ځان ته قريش وائیل چې ايوب صابر ورسره متفق نۀ دے، کلے ځنګل خیل کوهاټ تاريخ پېدائش مشکوک د سکول په سرټيفکيټ کښې ۲۲فروري ۱۹۲۲ء د ايوب صابر د مور بي بي جهان ارابيګم بقول ۱۹۲۴ء څوارلس سوه نهه هجري دے۔
ايوب صابر يو ښۀ شاعر، اديب، نقاد او صحافي ؤ، د هغۀ اثار څۀ په دې ډول دي په مطبوعه اثارو کښې يو د پښتو او دوه د اردو دي۔ځيګر خون،د ايوب صابر شعري مجموعه ده چې په کال ۱۹۷۳ء کښې چهاپ شوې ده۔
“جديد پښتو ادب ” ئې يو تحقيقي او تنقيدي تصنيف دے چې د پښتو ادب تاريخي او ارتقائي جاج پکښې اخيستے شوے دے۔
“اس حمام ميں”ئې د اردو هغه فکاهي کالمونو انتخاب دے چې ايوب صابر په ورځپاڼه بانګ حرم کښې د حجره سرخط لاندې د چلم کش په نوم ليکل۔
په غير مطبوعه اثارو کښې يو پنځۀ سوه متلونه مشتمل مقاله ده چې د فولکلوري هریټيج اسلام اباد له پاره ليکلے شوې وه،بله ئې د “درنګ ” په نوم د پښتو د فکاهي کالمونو هغه مجموعه ده چې ايوب صآبر به د مالګين په نوم ليکل او د شاعرانو د خاکو مجموعه ده۔
ايوب صابر په پښتو ا اردو دواړو ژبو کښې د خپل قلم زور ښودلے دے،ځکه خو حمزه بابا په يوه قطعه کښې داسې فرمائي
د ادب تاريخ به څۀ کړي فيصله به مستقبل کښې
چې په دواړوکښې يوشان دےڅۀبه وائي چې دچا دے
شخصيت د صابر څۀ دے د ادب بابا ناناک دے
اردو وائي چې زما دے پښتو وائي چې زما دے
ايوب صابر يو شاعر ،نقاد،محقق او صحافي ؤ،خو هغه د خپل وخت کل وقتي صحافي ؤ،هغۀ اخبارونو له په پښتو او اردو دواړو ژبو له مسلسل ليکل کړي دي او پښتو ادب ئې اردو دانې طبقې سره اشنا کړے دے،تنقيد په مېدان کښې هغۀ يارانې دوستانې نۀ دي پاللي چې یې څۀ محسوس کړي هغه ئې ليکلي دي،په خپلو کالمونو کښې ئې په طنزيه انداز کښې د معاشرې ناسورونو علاج ښودۀ،تحقيق وخت غواړي او قلم د هغۀ روزي وه،ځکه ئې ځان تر خپل عصره پورې محدود ساتلے دے،په شاعرۍ کښې ئې ځان له يوه جداګانه لار ټاکلو کښې کامياب شو،د ايوب صابر وېنا ده چې ګمنام سپاهي د هغه پښتو وړومبنے نظم دے خو د مغموم صېب د تحقيق مطابق “سپوږمۍ” د ارباب هدايت الله د پښتو اولنے ازاد نظم دے،پابند نظم ئې کم ليکلي دي،عموماً ئې ازاد نظم کښې طبع ازمائي کړې ده۔
د هر صنف خپل وصف وي،چاربېته کښې چې هر څومره درانۀ الفاظ استعمال کړے شي،دا خوند کوي،ځکه چې په دې صنف کښې په پښتنو شاعرانو به په ځان کښې زور ازمائي کوله،او داسې چاربېتې د وخت مشهورې چاربېتې وې۔
سرۀ لب لري عجب زلفې دې جب دي په عطاور
عرب دي په طلب کښې روز وشب ګرځي نادرې
يا
لله کۀ يوسفي رخسار ښکاره کړي له نقابه
خوبان به د کنعان له تعجب کف تراشي کا
جديد نظم پښتو ادب د مغرب نه خپل کړے دے،په مغرب کښې د نظم عمر دوه زره کالو نه لۀ پاسه دے،او زمونږ د جديد نظم عمر يوه صدۍ ده،چې ډېر ماشوم دے په مغرب کښې د يو ښۀ نظم اوصاف دي ابهام او رمزيت او مونږ لا تر اوسه پورې دا خصوصيات نۀ دي پېژندلي،بس نظم ليکو،ما مخکښې هم د غزل په ضمن کښې ذکر کړے چې غزل به د امراوء په محفلونو کښې موسيقۍ سره اورېدلے شو، دا ډېر زيات تقالت او بازاري کېدۀ دواړه نۀ مني،ايوب صابر په غزل کښې تجربه کړے ده هغه خپل غزل ساده کړے دے چې سرحدونه ئې د نثر ته نزدي کړي دي،بيا ئې پکښې معاشرتي مسائل نېغ په نېغه بيان کړي دي ،استعاراتي انداز ئې نۀ دے خپل کړے ،ځکه ترې غزل سپور شوے دے،د صابر دغه انداز د جنوبي اضلاع ډېرو شاعرانو خپل کړے دے،خو دا زمونږ الميه ده مونږ د صنف روح ته نۀ ګورو چا پسې به روان شو،او خپله توانائي ضائع کړو،خو دلته به زۀ دا وئېل غواړم چې ځني شاعران فطرتاَ شاعران وي ،هغوي د شاعرۍ د اصنافو د اوصافو نه چې خبرېږي ډېره ډېره شاعري ئې کړي وي،دا شاعري په هغوي ګرانه هم وي،ځکه چې د ابتدائي دور شاعري وي،او په خپلو مجموعو کښې ئې شامل کړي ۔خو کۀ مونږ خپل کلاسيک د غزل د سر شاعرانو ته نظر ؤکړو،د هغوي په ديوانونو کښې شامل غزلې انتخاب غزلې وي،هغوي په هاغه دور کښې هم معيار له مقدار باندې ترجيح ورکړي ده،ځکه پکښې د ګوته اېښودو ځاۓ ډېر کم موندے کيږي،زمونږ د جديد دور شاعران د رحمان بابا حميدبابا او د علي خان د پائې غزل ليکلو کښې پاتې راغلي دي،د ايوب صابر غزل د سټيلو لوخے دے چې استعمال کښې ډېر مضبوط او مفيد دے،خو د ډيکوريشن لوخو سره په قدر و قيمت کښې سيالي نۀ شي کولے۔
غزل
لکه مړے چرته خوشي بيابان کښې
داسې پروت يم يو ويجاړ غوندې مکان کښې
زمانې دا ستا د رحم قائل نۀ يم
شايد نۀ لرې بل غشے په کمان کښې
ما غمژن ته خدايه بله لاره نۀ وه
ور داخل شوم د شرابو په دوکان کښې
سپېلنے يم لوګے کيږم لۀ يارانو
جوارګر يم هميشه يم په تاوان کښې
انسانان دي په سرشت کښې دواړه يو دي
نۀ دهقان کښې انصاف شته دے نه په خان کښې
سيف الرحمٰن سلیم
ښاغلے سيف الرحمان سليم د کال ۱۹۲۹ء د اپريل په څلورمه نېټه د داؤدزو سيمي په مشهور کلي ګلوزو کښې زيږدلے ؤ،د پلار نوم ئې سيد جلال الدين او په حسب نسب سيدان دي۔
ځېنو شاعرانو له د خداۓ لۀ طرفه غزلي لهجه وديعت شي خو سيف الرحمان سليم د وجود کړۀ وړۀ هم د غزل مناسبت سره جوړ ؤ،مناسب ونه، مناسب رنګ،پُروقاره لهجه،دروند خوي،ښکلې ناسته پاسته،ټول غزل غزل ؤ،په غزل کښې په چا باندې دا پابندي نۀ لګي چې هغه به بغيردحسن و عشق درد و غم ،هجروصال،باغ او بلبل،ګل او ازغي،غماز ورقيب واعظ جذباتوذکربه خامخا کوي،په غزل کښې مذهب،اخلاقيات،فلسفه،غم جانان،غم دوران وغيره هرڅۀبيانېدےشي خو شرط دادے چې دغزل لوازمات په ځاۓ ؤساتلے شي۔
سيف الرحمان سليم به روماني غزل ليکۀ خو د اولسي ادبي جرګې لۀ برکته مخه ئې د غم جانان په ځای غم دوران طرف ته شو،او د قام بدحال تۀ ئې فکر شو ۔
سليمَ جوړ دې کړۀ غزل شرعې ته
لږ پکښې فکر د خپل قام کوه
خو انداز ئې داسې خپل کړو چې د غزل نه ئې سياسي پروپېګنډه پیکه واعظ ځان ئې بې ګناه مرور مرور کړے نۀ دے بلکې فن پکښې هم شتے او د کار خبرې هم ځکه په جديد غزل کښې د جوت مقام څختن ګرځېدلے دے،هر تېر شوے دور قديم شمارلے کيږي او موجوده دور جديد ۔شاعري هغه تل تر تله ژوندۍ پاتې کيږي،چې افاقي قدرونو سره تړلي وي،او فني ښائست لري،لکه دا وړاندې شعرونه ؤکورۍ چې فني ښائست او مقصديت دواړه لري۔
هغه په سرو لبانو څۀ خور وي
چې تصور کښې مې خواږۀ خور وي
زۀ په فضا کښې شريني خورؤم
حالات زما ژوند کښې تراخۀ خوروي
د سپين صبا مخه به څوک ؤنيسي
یاران به څو پورې تېاره ځوروي
زما خبرو نه قدغن لرې کړه
نو افواګانې به څوک نۀ خورَوي
محترم سليم راز د خپل کتاب “تنقيدي کرښې”په صفحه نمبر ۱۲۲ باندې داسې ليکي۔“د سليم د مزاج نرمي،د شعر وئېلو انداز شائستګي،د لفظونو تړون ترکيب او ادائيګي د خيالاتو رڼا او پاکيزګي د احساساتو تهذبب او سليقه مندي او بيا په شعر کښې د روزمرې ،محاورې علامتونو تلمیح،تشبهه استعارې او کنائې د استعمال هنرمندي د هغۀ فکر او فن ته داسې اعجاز بخښلے دے چې هغه ئې په خپلو هم عصرو کښې ممتاز کړے سرفراز کړے دے،د سليم خپل شرافت او باوقار شخصيت هم خپلې شاعرې کښې د خپلې موجودګۍ احساس ورکوي،
د سليم په شاعرۍ کښې افاديت او مقصديت شته دے،خو د غنايت او د موسيقيت هيڅ قسم له کمے پکښې نۀ دے راغلے،نثر او شاعري دواړه د لفظونو جادوګري ده،خو شاعرې کښې چې شاعر څنګه اظهار کوي ۔هغه د نثر په نسبت زيات اثر انګيز وي،ښاغلي سيف الرحمان سليم په خپل غزل کښې مقصديت او رومان دواړه يو ډېر مناسب او ښکلي انداز کښې ګډ وډ کړي دي،په غزل کښې ئې غنائت او موسيقيت يو بل له غاړه ورکړې ده،چې د يو ښۀ غزل نخښه ده،
ترقي پسند سليم له د ترقي پسندو په فهرست کښې شامله وي،خو د هغۀ ځېني شعرونو ته چې ؤکتے شي په هغۀ باندې د ترقي پسندۍ اثرات شتے خو مثالي ترقي پسند نۀ دے۔لکه
د وړو وړو خديانو دې بنده کړم
لويه خدايه زۀ به چا چا ته سجده کړم
ملګرتيا کۀ څو رندان راسره ؤکړي
دا حرم به يوه لويه مېکده کړم
کله کله خپل جهان لکه جنت کړم
کله کله زۀ شپېلۍ د اسرافيل شم
کله کله رهنما په تلاش ګرځم
کله کله رهنما د جبرائيل شم
لۀ دې شعرونو نه صفا ده،چې د سليم خداۓ په ذات او فرشتو باندې ايمان ؤ، او پښتون قام پرسته ؤ،مارکسي ترقي پسند نۀ ؤ،هر ذي شعور انسان تر يو حده پورې ترقي پسند دے،هغه د معاشرې ترقي غواړي په ماحول کښي شعراء ادب کښې بدلون غواړي،ښه نه ښۀ اړخ د سرګندولو په چکر کښې وي،زما مخکښې ډېر داسې مثالونه موجود دي،چې يو کس نه د خپل د ژوند په يو حصه کښې الحادي وي او بله کښې کټر مذهبي خو شاعرۍ د مذهب يا د څۀ مخصوصې نظرئې تابع کول ښۀ نۀ ده،ځکه چې شاعري د جذباتو او احساساتو نوم دے،پوهان په دې خبره متفق دي چې شاعري د نثر نه ډير زياته زړہ ده،کله چې معاشره مهذبه شوې نۀ وه،هغه وخت به هم انسان د خپلو جذباتو اظهار کړے وي،نن هم زمونږ ډېرو کليوالو سندرو په معنٰی مقصد سړے نۀ پوهيږي۔خلق ئې وائي او د مبهمې شاعرۍ او موسيقيت نه ئې خوند اخلي۔
سليم يو غزل ګو شاعر دے کله به د پښتو د غزل ذکر کيږي د سليم د غزل ذکر به ضرور کيږي۔
د راوي جل پرۍ څۀ باندې نازيږي
زۀ پخپله شهزاده د اباسين يم
راځئ چې د دې شهزاده د غزل يو دوه نمونې ؤګورو،چې هغه د غزل کړۀ وړۀ زمونږ تر مخه شي شعري مجموعه “د وړو وړو خدايانو دې بنده کړم”چهاپ ده۔
تاته به هم کله ياديږم ځانله زړۀ ښۀ کوم
تانه به ولې زۀ هېرېږم ځانله زړۀ ښۀ کوم
ستا د راتلو لوظونه ښۀ دي چې ډاډه مې ساتي
ستا په لوظونو چې زۀ غولېږم ځانله زړۀ ښۀ کوم
تۀ په دې نۀ راځې خو زړۀ مې دلته بيا راولي
زۀ چې په لارو کښي ؤدرېږم ځانله زړۀ ښۀ کوم
تۀ کۀ رانۀ غلے ستا خيالونه مې راغاړه ايستل
زۀ چې يواځې شم ويرېږم ځانله زړۀ ښۀ کوم
د ژوند غمونه داسې نۀ دي چې ما نۀ شي موندے
زۀ چې ستا زلفو کښي پټېږم ځانله زړۀ ښۀ کوم
غزل
د وړو وړو خدايانو دې بنده کړم
لويه خدايه زۀ په چاچا ته سجده کړم
ملګرتيا کۀ څو رندان راسره ؤکړي
دا حرم به يوه لويه مېکده کړم
د وصال د شپې بدل به دې خلاص نۀ کړم
ټولې شپې کۀ د خپل عمر شوګيره کړم
شيرني د پېغلتوب دې پېغلې غواړم
خله به ستا په عنابي شونډو خوږه کړم
چې مسکۍ شي لږ ئې ښکل کړي بيا ئې راکړي
سل توبې به هغه جام نه صدقه کړم
قافله د پسرلي دې په دې راشي
خپل ژوندون بي ئې په لاره ډیوه کړم
اشرف مفتون
اشرف مفتون په يکم اپريل ۱۹۲۲ء کښي د هشتنغر د محمد زو د رځړو کلي د کنعان خيلو په يوه درنه کورنۍ کښې د قلندر خان په کور کښې ؤزېږدو،دغه قبيله د پښتنو د روايتي خانخېلو کورنۍ ده،چې ماحول ئې بېخي غير ادبي دے،او ادب د نرمي او نازکې فضا نه نابلد ده۔خو د علي خان هغه وئيل
هشتنغر شو کان د زلفو د دلبرو
ځکه نشته په دا ملک دوکان د مينکو
يوه بله خوشبويه نافه ؤزېږده چې خوشبو ئې په پوره پښتونخواکښې خوره شوه،ترکومې چې پښتوادب او پښتو ژبه به وي دمفتون دشعرخوشبو به خوره وي،
اشرف مفتون زمونږ روماني شاعر دے،د سيد رسول رسا د وېنا مطابق په پښتو شاعرۍ کښې د رومانويت ابتداءبه د مفتون نۀ کيږي،د لفظ روماني په حقله اکثر پوهان هم د confusionښکار دي،د هغوي په خيال روماني شاعر هغۀ ته وئېلے کيږي چې په شاعرۍ کښې ئې د حسن عشق شاعري ډېره وي،خو داسې نۀ ده رومانيت د شاعرۍ يو اسلوب دے چې ابتداء ئې په مصورۍ کښې شوې وه ،وروستو ورډز ورتھ دغه اسلوب په شاعرۍ کښې داخل کړو،د ورډز ورتھ شاعرۍ ته چې ؤکتے شي ډېره زياته پکښې د فطرت منظرکشي شوې ده،د رومانيت زيات زور په تخيّل باندې وي،دا قسما شاعران تخيّل له په عقل باندې ترجيح ورکوي،لکه د کلاسيکت غوندې ځان د چوکاټونو هيئتونو او د نورو پابندو نه پابند کوي،چې ئې په خيال کښې څۀ وي په هغې پسې روان وي۔
دلته زۀ وضاحت کول غواړم چې رومانيت په کلاسيکي شاعرانو کښې هم موجود ؤ،کلاسيکت کُل دے او رومانيت جز،په کلاسيکت کښې رومانيت اعتدال سره وي او په رومانيت کښې په حاد شکل کښې ۔په رومانيت کښې معنٰی نۀ دي لټول پکار ،روماني شاعري په نظم کښې کېدے شي په غزل کښې نه،رمز او ابهام د ښۀ نظم خوبيانې دي ابهام داسې شے دے چې د دې تشريح يو شارح هم نۀ شي کؤلے ،دا په قاري باندې پرېښودل پکار دي،چې هغه ترې څۀ مطلب ؤباسي،غني خان زمونږ سوچه روماني شاعر دے،د هغۀ شاعرۍ باندې په ډيوه ريډيو نن صبا پروګرم شروع دے،
د غني خان د وفات دومره ډېر وخت نۀ دے شوے ،هغه سره ناست پاست خلق تر اوسه ژوندي دي،هغه صوفي با لکل نۀ ؤ،د يو عام انسان غوندې ئې ژوند تېر کړے دے،د هغۀ په نظمونو کښې چې کوم ابهام دے دا د روماني شاعرۍ ښائست دے، ځېني د ادب نه ناخبره پوهان ورله د تصوف نوم ورکوي،(دا زوړ دستور دے چې د يو شعر معنې ګرانې شي د تصوف په زومره کښې ئې واچوي ) هر شاعر چې غزل ليکل غواړي،هغه دي د کلاسيکي شاعرانو مطالعه ؤکړي،ځکه چې غزل یو روايتي صنف دے څو پورې چې يو شاعر د دې ټولو لوازماتو نه خبر نۀ وي د هغۀ په غزل کښې خاميانې پيدا شي۔
اشرف مفتون ډېر ښکلے نظم ليکي د هغۀ هم عصرو سېد رسول رسا،اجمل خټک،داور خان داؤد،ايوب صابر، عظمت هما ټولو د مفتون شاعري ستائېلې ده ،د مفتون نظم او غزل دواړه د پښتو ادب سرمايه ده ،د هغۀ په شاعرۍ کښې خوبولي شان فضا،بېخودي، مستي،رنګين مزاجي،هغۀ په پښتو شاعرۍ کښې يو جداګانه مقام بخښي،ندرت خيالي نوي نوي مضامين رامخکښې کول د هغۀ شاعرۍ خاصه ده،د هغۀ د شاعرۍ نه صفا سرګنده چې هغه د پښتو د کلاسيکي شاعرانو مطالعه نۀ ده کړې،د مغرب د روماني ډلې د شاعرۍ نه متاثر دے،او د هغوي په رنګ کښې ئې شاعري کړې ده،چې تخيل ئې بنياد دے، مفتون د پښتو په مقدمينو کښې د چا پيروي نۀ ده کړې او نه وروستو خصوصاًً په غزل کښې د دۀ چا پيروي کړې ده،دې خپل د طرز ادا شاعر دے نظم ئې د غزل نه ډېر غوره دے،خو غزل ئې هم د هېرؤلو نۀ دے۔
غزل
زړۀ د غوښې دے مجبور دے
کله اور دے کله نور دے
زۀ چې چپ يم تصور کړم
خلق وائي دے مغرور دے
د توبې نه مې توبه کړه
چې خبر شوم خداۓ غفور دے
ما په ګوټ شراب کښې بيا موند
موسیٰ ناست په کوهِ طور دے
کۀ ئې عرش کرسي مقام دے
پوه شه ما غوندې محصور دے
ملا يو څاڅکے ترې وڅښه
دې کښې بل قسم سرور دے
د انسان خپل تصور دے
خيرو شر کۀ نزد و دور دے
ستا د قېج مکېز نازونو
مفتون ډېر ممنون مشکور دے
زۀ د خپلې خبرې په تائيد کښې وئېل غواړم چې غزل له پاره د کلاسيکي شاعرانو مطالعه ضروري ده،د غزل د سر په دوه شعرونو کښې لړ بدلون راولم اميد دے د مخکښې نه به ښۀ شي، خو زه دا حق نه لرم
دمئين زړۀ دے مجبور دے
کله نار دے کله نور دے
زۀ چې چپ يم تصور کړم
خلق وائي چې دے مغرور دے
غزل
نۀ شو په عشق و محبت کښې مې زړۀ ښاد نۀ شو
ختم زما د سوي زړۀ سوی شو فرياد نۀ شو
د تورو زلفو برندو سترګو لېونو کتو نه
برباد محفل د عقل وهوش چرې اباد نۀ شو
په جستجو،تلاش کوشش ژړا دُعا عبادت
حاصل تر اوسه پورې ما ته خپل مراد نۀ شو
په هره ساه هره لمحه ،هره لحظه د ژوند کښې
ياد خو مې نۀ شي چې اشنا مې راته ياد نۀ شو
خسرو فنا ،شيرين فنا ،تحت و تيشه فنا شوه
فرهاد فنا شو خو فنا عشق د فرهاد نۀ شو
څښه د نيستۍ صرف علاج دي سرۀ شراب مفتونه
نور به شيخۍ مې بېخي پاتې اعتماد نۀ شو
(په دې ملک کښې د شرابو ولې بهيږي چې د نيستۍ وهلے خلق به څښي دا خو مفتون او غني خان څښلے شي،د جرس ګنې اپريل ۱۹۹۷ء کښې عظمت هما سره په يو ملاقات کښې چې د رحمان بابا په شعر کښې شعريت نۀ شتے وېنا ،د اشرف مفتون او د عظمت هما د دواړو د مطالعې په کمي دلالت کوي،ګني د رحمان بابا د غزل د سوزان شعر يو عالم معترف دے،او معاصرينو په غيب اللسان بللے دے،ټول کلام ئې په نظر کښې نيول پکار دي،په يو شعر باندې فتوٰی لګول مناسب نۀ ښکاري۔
هميش خليل
د پښتو ادب دا ځلنده ستورے په کال ۱۹۳۰ء د اپريل په يولسمه نېټه د ښاغلي اينځر ګل کره زېږدلے دے،په خټه موسٰی خېل مومند دے کلے یې پېښور سره نېزدې مشهور کلے برتهکال دے۔
هميش خليل د پښتو ادب نوموړے شاعر اديب صحافي او محقق دے هغه په يواځې ځان د يوې اکېډيمۍ نه زيات کار کړے دے۔
هميش خليل د نصرالله خان نصر په ملګرتيا کښې د پښتو ډېر اهم ديوانونه مرتب کړي دي،لکه ديوان معزالله خان مومند،ديوان سعيد،ديوان بيدل، ديوان مرزا خان انصاري،ديوان اشرف خان هجري، ديوان حسين،ديوان عبدالقادر خان خټک، ديوان کاظم خان شيدا،ديوان قنبر علي خان،ديوان رحمت داوي او ديوان عبدالمالک فدا،لۀ دې نه علاوه پښتانۀ ليکوال ،روکه خزانه،د خوشحال بابا اخلاق نامه،فراق نامه،د غرۀ ګلونه ئې د ستائينې وړ کارونه دي ،ډېر کار کولو په شوق کښې لوۓ لوۓ غلطۍ ترې شوي دي خو بيا ئې هم يو ښۀ بنياد فراهم کړے دے دا کار د نورو محقيقنو دے چې اوس دا تحقيقات خپل انجام ته ؤرسوي،زما واسطه د هميش خليل صېب سره د چاربېتې او په حسين ملک پوري تحقيقي مقالې په لړ کښې پرېوتې ده،په ژوند کښې چرته چاربېته نۀ ده ليکلي،د چاربېتې د اقسامو ورته معلومات نۀشتےخوبيائې هم د عبد ا لواحدټهيکه دار دکتاب چاربېتې سريزه ليکلي ده۔
د حسين په حقله ليکي چې حسين د خوشحال بابا هم عصر دے شو بيا ئې د حميدد بابا پيرو ګرځوي،پکلۍ ئې کلے ګڼلے دے او ملک پوري ئې علاقه حالانکې پکلۍ علاقه ده او ملک پور پکښې يو کلے دے،په ساهو ادب نومې کتاب کښې د هغه غلطيو د ازلې کوشش کړے دے،خو هغه غزلې چې د ديوان نه پاتې شوې وې،سعدالله خان ايډوکيټ ورله ورکړي، په دوباره چهاپ کښې هم ډېرې تېروتنې پکښې ؤشوې،د شعر په اسلوب په ويره ويره او مبهمه رائے ورکوي،لکه چې څۀ وئېل غواړي په هغې باندې ئې يقين نۀ وي،خو په ډېرو ديوانونو باندې د هغۀ کار ډېر ښۀ هم وي،لکه د عبدالقادر خان خټک ديوان چې کوم عبدالحئ حبيبي مرتب کړے دے،د قادرخآن په اشعار ئې رد و بدل کولو باندې د حبيبي صيب کار ئې ناوړه کار بللے دے۔
د هميش خليل دغه ډېر تحقيقي کار د هغۀ نور اړخونه د ډډې لاندې کړي دي،د مانه کۀ څوک پوښتنه ؤکړي چې هميش خليل محقق ښه دے کۀ شاعر نو زۀ په ډا نګ پئلي ؤ وائيم چې هميش شاعر ډېر ښۀ دے ،هغه نظم او غزل دواړه د پائې ليکي او په جديد دور شاعرانو کښې د سر په سو شاعرانو کښې دے،هميش صېب د قلندر مومند حريف دے ګو کۀ د قلندر صېب د تلې ککوړي لږ دورند دے،خو هميش په شعر کښې تحريک د قلندر صېب نه مومي،دلته د هغه نظم سره زمونږ کار نۀ شتے خو يو دوه غزلې د نمونې په توګه وړاندې کوم تا سو اندازه لګولے شئ چې د هميش صېب په غزل کښې تغزل د کومې پائې دے،او په نسبتونو باندې څومره استادانه دسترس لري۔
غزل
چې سرې شونډې د خپل سر په بها اخلې
سرۀ لعلونه سوداګره ويړيا اخلې
حېرانېږم ستا د فکر فېصلې ته
چې د تورو تورو زلفو سودا اخلي
چې ئې درکړلو دردونه محبت کښې
هم له هغه دل ازاره دوا اخلي
تا چې خيال له ګله واړوه شبنم ته
په بدل د خنداګانو ژړا اخلي
لۀ وړومبيه ورته نخښه زړګے کيږده
خير دے بيا ئې کۀ د سترګو بلا اخلي
دا چې نن د زلفو سيوري کښې دمه شوې
جوړ لۀ تاوه د نمرمخي پناه اخلي
یه همېشه بې ګودره به دي غرق کړي
تۀ چې بيا د خپل زړګي نه صلاح اخلي
غزل
دا چې شور ،دا چې زوګ،دا چې چغار شو
د پنجرې بلبله بيا جوړې بهار شو
د صبا په طمع سر په تلي وروڼو
د شفق سرخۍ ته ؤګوري سحار شو
د هجران په اوږدو تورو تپو شپو کښې
اسوېلے د خپلې خونې مې پکار شو
نن خو داسې ورته ؤ وايه قاصده
لېونے چې ستا د مينې ؤ هوښيار شو
قسمتونه دي هر چاته چې رسيږي
چا ته زلفې نرمې نرمې چا ته مار شو
د سرو شونډو لۀ سرخۍ لۀ برکته
خپل ازغي ازغي ژوندون راته بهار شو
ميجر يونس خليل
نوم يونس خليل د پلار نوم محمد ايوب خان تاريخ پيدائش کال ۱۹۲۷ء د اګست د مياشتې يکم تاريخ بي ۔اے د اسلاميه کالج نه ؤکړو،او په فوج کښې بهرتي شو،او د ميجر په عهده باندې فائز پاتې شو۔
حقه خبره داده چې په جديد دور کښې اول ځل چا غزل له نوے لُب ولهجه ورکړې ده هغه ميجر يونس خليل دے، د هغۀ په شاعرۍ کښې د رحمان بابا ،کاظم خان شيدا،غالب او د فيض رنګ ښکاره ليدے شي،ميجر صېب نظم او غزل دواړه ليکي او ښۀ ليکي،د هغۀ شاعرۍ موضوعات مذهب،التجائي او مناجاتي شاعري ،د وطن مينه،اصلاحي شاعري،ننګ او مړانه،د قيد و بند شاعري،حسن و عشق،منظر کشي او محاکات وغيره دي،د هغۀ شاعري سطحي نۀ ده،لږ ډېر فکر نه وروستو د شعر مطلب په سړي واضح کيږي،ميجر صېب د جديد دور کاظم خان شيدا دی د تشبهه ،استعارې او د نورو صفتونو په استعمال باندې ډېر ښۀ پوهيږي۔ميجر صيب رومان پسند دے حسن عشق ئې په نظم او په غزل دواړو کښې ئې د خوښې موضوعات دي،په نظم او غزل دواړو کښي يو داسې ماحول جوړ کړي چرته چې سړے په وېښه باندې خوبونه ويني،داسې خوبونه چرته چې حسن وي مينه وي،انسان د انسان نه کرکه نۀ کوي،حسد نۀ وي بغض نۀ وي،څوک د چا حق نۀ خوري۔خو دا شاعرانه خوبونه دي ،دې سره د حقيقت هيڅ علاقه نۀ شتے،ژوند د زهرو ګوټ دے په دې باندې د انسان خپل اختيار نۀ شتے مثال په طور د ميجر صېب ژوند ته ؤګورئ په دې کښې ميجر صېب کوم کردار دے د دوه ملکونه جنګ جوړ شي ميجر صېب جنګي قيدي جوړ شي د بريلي کيمپ ته ؤ رسي۔
د ميجر صېب غزل په فني لحاظ ښۀ غزل دے چې جداګانه رنګ لري،ميجر صېب ئې غزل ګو شاعرانو کښې د منفرد مقام څختن ګرځولےدے ۔څوک چې په شعر کښې د معنیٰ مقصديت او د حسن قائل دي هغوي لۀ پاره د ميجر صېب په غزل کښې ډېر څۀ دي،د دې نازک پرو د نازک خياله شاعر د غزل يو دوه نمونې ؤګورئ زما د وېنا تصديق به ؤشي۔
غزل
فطرتونه خدايه څنګه اوسني شو
چې ګلونه په شبنم باندې ستي شو
تش رنګونه د خوبونو به څوک څۀ کړي
چې د قدر بس لعلونه او غمي شو
دا څۀ کم دي چې نسبت دي ورسره دے
خير په لارو کښې خوارۀ کۀ مې ازغي شو
صدقه د هغه زهرو د خوږو نه
چې مې تېر په غټ اعتبار کښې د ساقي شو
بې باکي او عرياني د عمر ناوې
دا دې مهر هم خامې او هم کالي شو
چې په يو نظر مې ترمې ترمې لاړ شي
بهارونه د حيا دې شبنمي شو
غزل
خودفريبونه اعتبارونه مې راياد شو
بس ډغرې تيندکونه مې راياد شو
چې رنګينې به د خوبانو په ښائست وه
د ځوانۍ هغه پهرونه مې را یاد شو
د دوستانو د سلوک په تذکره کښې
اوچې ډاګې سرۀ دشتونه مې راياد شو
سود خوارۀ مې چې تش لاس ته په خندا شو
د خوبونو سرۀ لعلونه مې راياد شو
چې په مينه کښې په ځان مې پيدا شوې
آ د ګل غوټۍ شکونه مې راياد شو
چې په تور او سپين ئې هيڅ څوک نۀ پوهيږي
د دنيا د مخ مخونه مې راياد شو
د فردوس د شپې حصه به په غلا راغلې
ستا د زلفو نيکهتونه مې راياد شو
قمر راهي
سردار علي ټکر به کله د غزل په شاعر به پروګرام کوؤ، نو هغۀ به دا خيال ساتۀ چې د دغه شاعر په غزل کښې دې څۀ نه څۀ انفراديت موجود وي، ګني هسې د رياض تسنيم خبره هر هيما شيما چې شاعري شروع کوي د غزل نه شروع کوي او زۀ دا وائيم چې غزل ليکل د پل صراط نه تېرېدل دي۔او غزل استادان نقادان په دې باندې متفق دي ۔په غزل کښې څۀ مضمون باندې پابندي نۀ شتے خو تغزل شرط دے،او تغزل په قابو کښې ساتل ګران کار دے۔تغزل لۀ پاره ټول اړخونه په نظر کښې ساتل پرېوځي دا مجروح کېدلو لۀ پاره بهانه غواړي۔
د راهي صېب غزلې او نظمونه تسلسل سره په مختلف رسائلو او جرائدو کښې چهاپ کيږي زۀ ټکر صېب سره په دې مشوره کښې شريک شوم چې راهي صېب باندې پروګرام اول پکار دی -ځکه چې راهي صېب د مردان برانډ غزل باني ګڼلے کيږي،د ډاکټر يار محمد مغموم ويناچې د شاعر پته په غزل کښي او د شاعرۍ په کتاب کښې لګي،ما د راهي صېب شعري مجموعه “څيره”راواخيسته ۔نن صبا زمونږ عادتونه د انګريزانو دي ما د کتاب چپ طرف نه يعني د اخر نه مې کتل شروع کړل د خلیل جبران د کتاب VOICE OF THE MASTER نه د يوې فن پارې په حواله په منظومې ترجمې مې نظر پرېوتۀ ،د هغې اولني شپږ شعرونه څۀ داسې وو۔
زۀ دلته راغلمه ما وې يوه خبره کوم
نو ښۀ به دا وي چې هم اوس خبره غوڅه کړم
داسې کېدے شي کۀ مرګي چرته تلوار هم ؤکړو
او کۀ خبره مې خلۀ کښې نيمه پاتې شي
دغه خبره کۀ نن نۀ وي نو صبا به ؤشي
صبا خو چرې به خبره بوڼه نۀ دوړَوي
نو صبا ورځ خو به راځي چې هيڅ هم پټ نۀ پرېږدي د خليل جبران دې فلسفې سره د هغه شاعرانو او اديبانو وروڼو طرف ته لاړه چې د نوم کولو لۀ پاره څۀ څۀ حربې او هتکنډې استعمالوي،لوۓ نوم د پاره د مهم کار ضرورت دے۔
زما عادت دے چې زۀ په يو شاعر ليکل کوم د هغۀ کلام پخپله لولم ځکه چې ماته معلومه ده زمونږ ليکونکي چې په چا ليکي د يارۍ دوستې ښکار شي،يا تحفې تحائف قبول کړي او مجموعه کښې چې څۀ نۀ وي د هغې نه هم فن پاره جوړه کړي۔ځېني وړوڼه د شپږو شپږو کسانو نه پرې ليکل اخلي چې سند ؤګرځي خو د خليل جبران خبره صبا هر څۀ سرګند کړي،زما خيالات د هغه د لوستونه ورستو داسې دي چې راهي صېب د غزل نه د نظم ښه شاعر دے۔او په تېره تېره ډېر ښۀ منظوم مترجم دے،د کومو فن پارو چې هغۀ منظومې ترجمې کړي دا د پښتو ادب ډېر لوۓ خدمت دے چې پښتانۀ د عالمي ادب نه پرې خبر وي،د هغۀ شاعرۍ درېم برخه په کومه کښې چې اياز داؤدزي ،همايوڼ هما،خپلې کشرې،خپل نواسي ته يا هسې هم هغۀ ډېر زيات دا اظهار کړے دے چې زما خدمات زما احساسات زما په زړۀ کښې زما په وجود کښې غنې غنې او لشې لشې کيږي،زما فن داسې او داسې - داپه يو نظم او غزل نیم کښي خو خوند کوي خو زيات ښۀ نۀ لګي،خو د راهي صېب په معامله کښې داسې برېښي لکه چې شاعر د احساس کمتري ښکار شوے دے،او بار بار خپل د فن د مقصديت او ښکلا اظهار کوي۔
راهي صېب ترقي پسند تحريک د اثراتو لاندې ؤ ځکه ئې د ماؤزنګ ،ساحر او فراز وغيره د کلامونو منظومې ترجمې کړي دي،خو مغربي مفکرينو د شاعرۍ د ماهرينو خيال دے چې شاعرې له د يوې نظرۓ تابع کول غوره خبره نۀ ده،ځکه چې شاعري يو خيال دے د يو انسان مادي وجود قېدېدلے شي خو د هغۀ په خيال باندې قدغن نۀ شي لږېدلے۔او کله چې شاعري د نظرئې تابع شي نو محدوده شي۔
په دغه اوان کښې هندوپاک کښې د ترقي پسند ۍ تحريک ډېر په زور وشور ؤ،قلندر صېب او راهي صېب وغيره مارکس خيالات په پښتو غزل کښې دننه کړل،خو راهي صېب الحادي نۀ ؤ۔دده غزل ته چې ؤکتے شي ټول د مارکس نظرئې نه ګېر چارپېره ګرځي،دې سره د هغۀ په غزل کښې تکرار ډېر زيات شوے دے،تر دې چې په يو غزل کښې يو موضوع په نوو نوو الفاظو کښي وړاندې کوي۔
اکثر خلق د ترقي پسند تحريک او ترقۍ پسندۍ تر مېنځ د کنفوژن ښکار دي۔زۀ خو په ځان باندې نۀ د ترقي پسند تحريک مخالف يم او نۀ د ترقي پسند خيالاتو - ترقي پسند تحريک پخپله ترقي پسندو د په حيدر اباد اجتماع کښې ختم کړو،په فن کښي يا په صنف کښي د ترقي پسند خيالاتو مقصد دادے چې په فن يا په صنف کښې جديد خيالات داخل کړے شي چې فن يا صنف کښې مزيد ښائست او خوند رنګ پيدا شي،کوم صنف چې نوي خيالات جدت نۀ قبلوي هغه د جمود ښکار شي او مړ شي،خو روايت هم په نظر کښې ساتل ضروري دي،ځکه چې په دې کښې د زمانو زمانو تجربې خوندي دي،زما ذاتي خيال دے چې څوک غزل ليکي او په دې صنف کښې د خپل فن ځله غواړي ۔هغۀ له کم ازکم د خوشحال بابا،رحمان بابا او د حميد بابا غزل زړۀ سره لوستل پکار دي ۔او چې په کوم دور کښې هغه ژوند کوي د هغه رحجاناتونه نه ځان خبر ساتل پکار دي،راهي صېب د تخيل په لحاظ د غزل ښۀ شاعر دے خو فني لحاظ سره ځاۓ په ځاۓ تيندکونه ئې خوړل دي لکه د هغۀ په مجموعه کښې ډېر داسې شعرونه دي۔ د هر شاعر په کلام کښې سکتې او سوختې موجود وي اکثر دا د کتابت لۀ کبله ؤشي،بيا شاعر هم د خپل ټول کلام تقطیح نۀ شي کولے،داسې رښمين رښمين غزل ليکونکي شاعر له په خپلې لهجې نظرثاني کؤل پکار ؤ،او د انتخاب په وخت ورله کمزورې غزلې مسترد کؤل پکار دي۔
غزل
ستا د زلفو په سيالۍ کښې پرېشان غزل زما دے
ستا خبرې چې پکښې وي ګل افشان غزل زما دے
ستا د شونډو حلاوت دےستا د سترګو ځل ترې خيژي
دا زما د زړګي سر دے څۀ جانان غزل زما دے
د اولس د زړۀ مرهم دے په زخمونو پهې کيږدي
چې خبرې د اولس کړي ترجمان غزل زما دے
چې پسته پسته رڼا کړي لار روي چې پکښې تګ کړي
د تيرو سينه کښې بل دے چراغان غزل زما دے
چې همه ښکلا ښکلا دے ستا د حسن کرامت دے
ستا د مخ نه رڼا اخلي فروزان غزل زما دے
د ويت نام په وينورنګ دےهرشهيد سره شهيد دے
د احساس په اور ستي دے سم انسان غزل زما دے
زۀ منم شونډې دې سرې شو ستا د زلفوسيوري ګور شو
لا د ژوند په کشالو کښې بنديوان غزل زما دے
سنګباري ده خو مجبور يم زۀ راهي چې پکښې ژوند کړم
کۀ مردان دے د بادارو د مردان غزل زما دے
دا د راهي صېب د خوښې بحر دے ،دغه بل غزل هم په دغه بحر کښې دے،د حالا تو ئې ښۀ نقشه راښکلې ده خو ځنې الفاظ پہ تغزل باندې بار دی لکہ نګوئین ھوچی منہ وغېرہ۔
غزل
هربادار ال يهوددے اوغريب دے چې مزدور دے
ژوندپه مثل د اقصیٰ دےاورپرې بل دےسورتنور دے
يو دهقان دےبل مزدور دے يوبې وسه بل مجبور دے
دا وطن د څو شتۀ منو څوک خاقان دے “فغفور دے
چې رڼا ئې په نظر شوه نګوئين و هوچې منه شو
رڼا ګانو کښې تحليل شو د ايشيا د سترګو نور دے
ټول غزل زخمي دے په يو کرب کښې ګرفتار دے
چې شغله شغله احساس دے چې لمبه لمبه شعور دے
څۀ لشې د سرو مچو دي څۀ ازغي پکښې ور ښخ دي
روح مې هرڅوکۀ دردمند دے ژوند په دې کښې هم مسرور دے
چې مرام وته په دؤ يم تصور سره په جنګ يم
زۀ منم شونډې دې سري دي ستا د زلفوسيورے ګور دے
د غزل خپل روايت شته ژوند پخپله روايت دے
چې عکاس د زندګۍ دے د راهي غزل مشهور دے
رحمت الله درد
د رحمت الله درد د پلار نوم نظام خان علاقه لکي مروت کلے ستي خيل پيشه درس وتدريس ،د دوه کتابونو څختن دے غزل او درد غزل په ۲۰۰۱ء کښي چهاپ شوې دے،او درد په ۲۰۰۵ کښې چهاپ دے۔
د ښۀ شعر په حقله ملټن او د حالي وېنا په خپل ځاۓ خو زۀ وائيم چې شعر هغه دے چې يو د شعر د باريکيو نه خبر سړے ورته ؤګوري چې په دې کښې نور ښۀ کېدلو ځاۓ نۀ شتے خپل حد ته ؤرسېد،د رحمت الله درد په شاعرۍ کښې بلها داسې اشعار موجود دي ،هغه د غزل شاعر دے او غزل ليکل اسان کار نۀ دے خو درد په دې ګران کار باندې قابو راوستے دے۔
درد د اردو پروفيسر دے، طالب علمانو ته اردو لولوي، مير ،غالب، اقبال فيض ټول ئې لوسته دي خو خپل د عصر ځېني پښتنو شاعرانو په شان د اردو ژبې الفاظ په خپل غزل کښې نۀ استعمالوي او خپل غزل ئې سوچه پښتون کړے دے تردې چې د مروتو د لهجې ځېني الفاظ یې د غزل زینت جوړ کړي دي۔ خوخيال یې لږ بدل دے غزل يو نرم و نازک صنف دے دا دځنګلي شډلو او ستغو سپورو الفاظو متعمل کيږي نه، په کلاسيکي دور کښې د پښتو ژبې شاعرانو خپل غزل د فارسۍ په الفاظو باندې مزين کړے دے او اوسني دغه کار د اردو ژبې نه اخلي ،خو داسې هم نۀ چې سړے سوچ واخلي چې دا غزل د پښتو دے کۀ د اردو د غزل د مزاج خبر شاعران په دې باندې پوهه شي چې دلته کوم لفظ موزون دے۔
درد ډېر شوخ غزل ليکي د محبوبې زلفې،سترګې، بانۀ، شونډې،رخسارونه،ټول د غزل شاعرانو د خوښې موضوع ده،خو درد لۀ دې نه وړاندې ورپسې تېرېږي،خو بې حيائي ترحده نه لږ لږ چېړ کوي چې په سړي باندې ښۀ لګي،
درد روماني غزل ليکي خو مېنځ تر مېنځه په هغۀ باندې د قام پرستۍ،اخلاقياتو،پښتون ولۍ،انصاف پسندۍ د معاشرې چکېدلې طبقې سره د همدردي دوره پرېوځي،او خپل غزل له برګ چپر کړي،ګني دا داسې موضوعات نۀ دي چې د غزل نه اشنا شاعر پکښې تغزل پید ا نه کړي -
د سهل ممتع تکرار مې لۀ ډېرو خلقو نه او رېدے دے،خو هر ساده شعر سهل ممتنع نۀ وي سهل ممتنع هغه شعر دے چې په ظاهره خو ساده وي خو شا ته ئې يو لچهيداره تشريح پراته وي د درد ځېني داسې اشعار د هغۀ د کلام زينت دي - مثال په ټوګه دا شعر ئې ؤګورۍ
څوک ئې ؤليدله درده
د ګلاب په مخ خولې دي
په مخ خولي ده محاوره ده مطلب ئې دا دے دا خوله په سړي هله راځي چې سړے شرمنده شي يا ويريږي دلته دواړه خبرې کېدے شي،چې ګلاب کله د شاعر محبوبه ؤليده نو د هغې ډېر ښائست نه شرمنده شو،يا ويرېد ځکه ګلاب په ټولو ګلونو کښې ښائسته دے د درد د محبوبې په لیدو ئې ويره پيدا شوه چې د ښائست اولنے مقام ئې د لاسه خو ئيدے شي ځکه چې د شاعر محبوبه د هغۀ نه زياته ښائسته ده۔
درد د ژوند او د ښکلا شاعر دے يو څو اشعار ئې ؤګورئ زما د وېنا پشتي به ؤکړي
چې وعده ؤکړي هندکۍ غوندې په شا شي
چې انکار ؤکړي نو کلکه پښتنه شي
د عاشقانو سادګۍ ته ګوره
لۀ پستو شونډو کلک لوظونه غواړي
په سرو سرو شونډو سرۀ سرخي لګولې
په سرو لمبو کښې سرۀ ګلونه کري
د درد دې شاعرې ته چې ؤکتے شي داسې محسوس کيږي لکه د کالج د يو ځوان هلک شاعري ده،خو داسې نۀ ده د هغۀ په شاعرۍ کښې د قام ،وطن،د نړۍ د درست مسلمان او د انسان د دړد څړېکې موجود دي۔
او په غزل کښې د جدا رنګ په پيدا کؤلو کښې کامياب ښکاري،د هغۀ غزل د وخت اواز دے څنګه هغه د شطرنج لوبغاړے دے په غزل کښې ئې هم د شطرنج په شان چالونه چلولي دي،خپل د اکي يواځې ځوي د مرګ د غم سیورے ئې په خپل غزل نۀ دے کړے
غزل
په چا کرم په چا جفا نۀ کوي څۀبه کوي
ښکلي چې آ نۀ کوي دا نۀ کوي څۀ به کوي
د اوښکو څاڅکي ئې ګلرنګ شول د بڼو په څوکو
اوس دې سلګۍ هم برملا نۀ کوي څۀ به کوي
چا چې د ژوند هره خوشي ټړلې تا سره ده
هغه دې تا سره وفا نۀ کوي څۀ به کوي
د پسرلي تازه هوا دې غوټۍ نۀ تخنوي
او يا دې ګل ورته خندا نۀ کوي څۀ به کوي
د محبت د بڼ هوا چې خوشګواره شوله
د زړۀ طوطي مې دې هوا نۀ کوي څۀ به کوي
درد دې شاعر کړو زمانې ته دې ور ؤپېژندو
لاليه تاته به دُعا نۀ کوي څۀ به کوي
غزل
د شپې په ضد مو تل د ستورو همکاري کړې ده
مونږ شاعرانو په ظلمت کښې روشنائي کړې ده
زما هم حق دے چې دمه شمه د ګل په سيوري
ما په خزان کښې هم د ګلو ابياري کړې ده
زۀ کۀ غزل ليکم د ژوند په حواله ئې ليکم
خداۓ ګواه دے ما رښتنې شاعري کړې ده
لۀ ما به هم غواړي لا نور د ژوند د ورځو حساب
ما چې د نن غوندې په دور کښې زندګي کړې ده
پښتون کۀ توره شړنګولې ده د ژوند په محاذ
زما قلم ئې هم په نره ګواهي کړې ده
د قناعت په تخت مکين د غنې سيورے په سر
مونږ فقيرانو په هر حال کښې باچائي کړې ده
د شهادت منظر نامه مو رنګين کړي درده
مونږ د مقتل په دېوالونو ګل کاري کړي ده
(د دې غزل او الفاظ د بټګرام د سيمې يو زوړ غل مات رامات کړي او غزل ئې ليکلے دے)
انديش شمس القمر
نوم شمس القمر کلے مايار مردان تاريخ پيدائش ۱۹۳۴ء پيشه ميډيکل سټور
انديش د مردان د غزل دوئيم نمائنده شاعر دے ،انديش د راهي صېب نه په عمر کشر دے۔د مردان د غزل بنياد راهي صېب اېښے دے هغه دعویٰ ګیر هم دے خو انديش چرته هم دا دعویٰ نۀ ده کړې په دواړو کښې دا فرق دے چې راهي صېب د نورو ژبو الفاظ په خپل غزل کښې په ازاد مټ استعمالوي او انديش لۀ دې نه اجتناب کوي،او خپلې ژبې پسې لیت لګولے ګرځي او داسې الفاظ لکه ګوګوشتو ،دندر ،ایراړه هر څو کۀ داسې الفاظ زمونږ د ژبې الفاظ دي په مونږ ښۀ لګي خو د غزل په نازک وجود باندې بار دي۔لکه
مينه اوس د خيتي ګوګوشتو نۀ دے
ځان په پته پوهه کړه د بازار ګورے
ځاۓ په ځاۓ د جدت پيدا کولو په خاطر موټر کمپيوټر الفاظ استعمال کړي دي،دې سره غزل د
عواميت تر درجې راکوز شي او غزل عوامي صنف نۀ دے،ادب عاليه دے،په شعر کښې ئې درنۀ ترکيبات هم په نظر راځي،په غزل کښې غم دوران ،قاميت او پښتون ولۍ باندې زيات زور دے،دا احساس ورته پخپله هم موجود دے چې په غزل کښې ئې خواږۀ لږ کم شوي دي،او پخپله وائي۔
تۀڅۀ وائي چل به د وئېلو د غزل نۀ راځي
نو ګني ماله به خبرې خوږاؤل نۀ راځي
د انديش په غزل کښې داسې نقاط موجود وي چې پرې سړے ورسي شعر ئې ډېر خوند پيدا کړي،انديش ځان له يو منفرد رنګ پيدا کړے دی،کله چې هغه داسې غزل سرا شي د تغزل معراج ته ورسي
زۀ تلخايه د ژوند څښکمه شاعري هم کوم
زۀ د شعور د تږې سيمي ابياري هم کوم
څومره نازک ،څۀ بې غرضه محبت کومه
چې د ازغو زړونه ساتم د ګل ياري هم کوم
زړۀ کۀ مې ډېره لمن راښکله د ياره په طرف
زۀ د حالاتو پښتو بوتلم د روزګار په طرف
زۀ د ژوندون د لارې هاغه سر ته ؤرسېدم
تۀ چرته پاتې شوې اشنا زۀ چرته ؤرسېدم
لکه فرهاد د خپل ارمان نهر کښې ډوب راغلمه
دا وفا تږي ميري دا دې غر ته ؤرسېدم
خدايه دا د چا د مينې په مسلک يم
چې د ګل په ګذار مرم په تبر نۀ
لۀ دې اشعارونه زما دا وېنا ده جوتيږي چې هر موضوع په هر رنګ کښې تغزل پيدا کېدے شي،خو تغزل مسلسل په ګرفت کښې ساتل ګران کار دے، دا کۀ د غزل هر څومره لوۓ شاعر وي،ځاۓ په ځاۓ ترې خپل لمن خلاصه کړي،د انديش نه مخکښې په پښتو غزل کښې دا رنګ موجود نۀ ؤ،هغه د دې رنګ باني دے مرحوم محمد اقبال اقبال لۀ دا خدشات ؤ کۀ انديش خپله شاعري چهاپ نه کړه صبا به خپلې شاعرۍ ته خپله نۀ شي وئېلے ،خو د اقبال صېب نه دا خبره ولې هېره وه چې د تحقيق ډېر اوږدۀ لاسونه دي ،او بيا د نظر خاوندان د اصل او د نقل فرق کولے شي،په ۲۰۱۴ء کښې چې کله انديش صېب باندې ډيوه رېډيو پروګرامونه کول د انديش صېب د شاعرۍ يوه کومه مجموعه چهاپ نۀ وه،کله هم چې د پښتو د غزل ذکر کېدۀ د غزل دا منفرد او د خپل د رنګ باني شاعر په يادولے شي،او ذکرنه بغير به ئې د پښتو د غزل تاريخ نيمګړے وي۔
غزل
تۀ څۀ وائې چل به د وئېلو د غزل نۀ راځي
نو ګني ماله به خبرې خوږؤل نۀراځي
اوس مې په خله کښې د دې وخت د محبت ژبه ده
ما له د ځانه سره ياره ګونېدل نۀ راځي
چې ستا وعده خپل انتظار په يو تار ؤتړمه
ما له په مينه کښې هيڅ چل د دغه ول نۀ راځي
هغه وخت لاړلو چې هر سړے د مينې غل ؤ
اوس مينه غله ده په دې لورې باندې غل نۀ راځي
جانان پوهېږي چې د مينې د ډګر په جنګ کښې
وار د مئين د اخيستلو د بدل نۀ راځي
خداۓ خبر څۀ شوه د ګل دشتې د سپرلو شهزادګۍ
اوس ئې وږمه چرته ايراړه د اوربل نۀ راځي
ټوله شپه لور په لور کاسه د نظر ؤګرځوم
زړۀ ته مې يو خيال ستا د ياد د غمه بل نۀ راځي
زۀ کۀ مجنون شومه خو بخت به د مجنون راکړي څوک
روان يم ځمه چرته مخې له ځنګل نۀ راځي
غزل
دا تږي د خېبر دا پښتانہ محبتونہ
پہ کرکہ بہ سپک نہ کړي درانہ محبتونہ
دي زړہ کښې د ایراړې جذبې بې لورہ لوظونہ
دې دشتہ کښې زما ستا شپانہ محبتونہ
څہ ستا د نظر مینہ څہ زما د زړہ اخلاص
د دړد پہ یو تالي مېلمانہ محبتونہ
مہ مہ اخلہ د یتیمو ہواګانو ازارونہ
ازاد کہ د مکان د زندانہ محبتونہ
زہ غواړم ای د یارد یاد دریاب دریاب نظرہ
پہ جام کښې د وختونو راستانہ محبتونہ
دا ستا دیاد د دشتې دہوا پہ نیلي سور
دي نہ شي وړې نا دژوندانہ محبتونہ
زړہ زړہ تہ دېوالونہ نظر نظر تہ شپول
بس سم لکہ چې دوہ لېوني یو بل پورې خاندي
دا دور دا تار تار ګرېوانہ محبتونہ
اندېشہ ای د مینې د رنګونو بنجاري
ور واړوہ پہ پہ غرہ د بېلتانہ محبتونہ
خاطر اپرېدے
خاطر اپرېدے په کال ۱۹۲۹ء کښې په لنډي کوتل کښي زېږېدلے ؤ۔خاطر لا د څو ورځو ؤ چې پلار ئې وفات شو ،د خاطر پرورش د هغه ترۀ او نيکۀ لکه د ځوي په شان کړے دےاؤ کله چې هغه ځوان شو د خېبر رائفل په کيمپ کښې د مالي په حيثيت نوکر شو،هغه هيڅ قسم له رسمي تعليم نۀ دے حاصل کړے ګذارې له پاره ئې لږ ډېر ليک لوست ئې د ناظر شينواري نه زده کړے دے،او د خپل کلام اصلاح ئې هم د ناظر نه اخيستي ده،مسعود کوثر ،خېبر افريدے ،قاصر احمد زئ د هغه د ډېر نېزدې ياران ؤ،باغ ارم استاد سره ئې ناسته پاسته وه،چې منلے ربابي وه،دواړو به په شريکه طرزونه جوړول ۔د خاطر په خټه کښې شاعري اخلې وه ،د هغه په شاعرۍ کښې درد ،غم ،حسرت،هجر وصال،کيفيات ډېر زيات ؤ،چې کومو عامو خلقو ته ډېر زيات اپيل کوؤ۔
خو هغ يواځې د عوامو شاعر نۀ ؤ،خواصو هغه ته به کوم نظر کتلي دي۔
ډاکټر راج ولي شاه خټک هغه ته د خېبر افريدي د کتاب ګرځندي په سريزه کښې په کوم نظر کتلي دي،د ناظر شينواري دوه شاګردان دي خېبر افريدے او خاطر افريدے۔د خاطر افريدي د کلام مقبوليت هر چا ته معلوم دے يعني د خاطر د کلام د ښوالي اعتراف ډاکټر صېب پخوا کړے دے،د دغه کتاب په صفحه نمبر ۳۱ باندې د خېبر افريدي نظم دے “خاطر ته”دا په اتۀ څلوښتو مصرعو مشتمل دے،د خاطر په مړينه ئې ليکلے دے او د خاطر په مرګ ئې ژړا کړې ده،د هغې نه يو بند
ستا په فطرت کښې څۀ نزاکت ؤ
ستا په فطرت کښې څۀ لطافت ؤ
څومره حساس وې څومره نازک وي
شاعرانه دې څومره فطرت ؤ
ستا په وېنا کښې څومره حسرت ؤ
ستا په غزل کښې څومره جدت ؤ
خاطر حمزه بابا ته په يو شعر کښې داسې پېرزونه وړاندې کړۀ
تۀ نقاب له مخه لرې کۀ بس زۀ به درته ګورم
د نظر پروا دې مۀ کړه خېبر ډک د سپېلنو دے
حمزه بابا ئې داسې جواب ؤکړو
د نظره مۀ ويرېږمه نظر ماتے دې هم زۀ يم
چې حمزه درته لوګے شي سپېلنو ته څۀ حاجت دے
دخاطرپه مرګ باندې حمزه بابادا دوه قطعې ليکلي دي
د ځوانۍ عمر ئې تېر لکه خزان شو
چې بلا د رنځورۍ پرې مېلمنه شوه
د قدرت ستم ته ګوره چې مرګ راغے
هغه وخت چې د غزل شونډه ئې شنۀ شوه
چې لذت ئې د مصري ؤ
د اجل تراخۀ ئې ؤڅښل خاطر لاړ
انګازې به ئې د شعر تل ژوندۍ وي
تللے نۀ وي د دنيا نه کۀ شاعر لاړ
اکثر خلق په دې باندې حېران دي چې خاطر يو نالوستے سړے ؤ هغه دومره ښکلے او بې عېبه غزل څنګه ليکه ،ددې په حقله به زۀ وايم د غزل يوه خوبي داخليت دے،زړۀ کښې د خپل جانان تصوير جوړ کړے دےدغه تصویر کله د يوې کله د بلې زاوې نه ګوري ۔او شعر ونه وائي د وصال تر منزله نۀ دے رسېدلے ۔وصال د عشق د هجران په دې منزل کښې د خپل د محبوب د حسن وجمال صفت کوي او د وصال په ارمان کښي ۔د درد وغم نه ډکه شاعري کوي،د موسيقۍ نه د وقيفيت په وجه شعر د وزن بحر خامۍ نۀ لري هنر مندانو ورته په درنه سترګه ؤکتل،د هنر مندانو له کبله په عوام کښې مقبول شو،د نزاکت لطافت ،درد و غم سادګۍ سلاست له کبله خوښ کړی شو ۔خو کم علمي خپلي نخښې نخښانې پرېږدي په کلام کښې ځاۓ په ځاۓ ټکونه موجود دي،هغه د خپل طرز ادا شاعر دے،کله چې د پښتو د غزل ذکر کېدۀ ۔د خاطر نوم به خامخا اخيستے کيږي۔
غزل
داسې راته ګورې لکه نۀ چې راته ګورې
نېغ مې د زړګې ؤځي کاږۀ چې راته ګورې
کله چې د زلفو وريځ لري کړي له مخه
شي دې پلوشې ښکلي باڼۀ چې راته ګورې
هغه وخت لږ ډېر شي چې تۀ مخ راځنې پټ کړې
داسې معلومېږي لکه ښۀ چې راته ګورې
تۀ زما د زړۀ نه خپل حسن تپوس ؤکړه
زۀ به درته څۀ وائيمه تۀ چې راته ګورې
نن خو مې خاطر ؤکړه چې مۀ راته راګوره
زۀ درته کتے نۀ شمه تۀ چې راته ګورې
غزل
باد شومه د عشق د ګړنګونو په سرونو
پرېوتم د لرې د وطنونو په سرونو
درېغه چې د اشنا د اننګو خوله هم زۀ وے
پرخې ته چې ګورم د ګلونو په سرونو
سترګې به زما شي اخر غرقې په ژړا کښې
ګرځې چې کشتۍ د ګردابونو په سرونو
مات په ما نظر کړه چې سپين سترګې حق حېران شي
دود مې کړه د خپلو محلونو په سرونو
ښکلي به سر ټيټ کړي ياره ستا په تصور کښې
ډېر خاطره ستا د غزلونو په سرونو
محمد دين مقيد
نوم محمد دين تخلص مقيد علاقه جنوبي اضلاع ټل۔ پيدائش ۱۹۱۹ء۔ او وفات کال ئې ۱۹۶۴ء دے۔
محمد دين مقيد يو پيدائشي او روايتي شاعر دے هغه ځان د غزل شاعر ګڼۀ ،خو هغه د ڼطم هم ډېر ښۀ شاعر ؤ۔د غزل نظم نه علاوه قطعه او رباعي ئې هم د شاعرۍ مېدان ؤ،په چاربېته ئې طنع ازمائي کړې ده،د محمد دين مقيد د شاعرۍ څلور مجموعې چهاپ دي۔(۱) ديوان بې مثال (۲) د زړۀ لوګے (۳) پټ سپرلے (۴) ورستي ګلونه په دې ټولو مجموعو کښې غزل سره سره د نظم ئې هم سر څڼه کړې ده۔
د غزل په سفر کښې هاغه شاعران شامل دي چې د کومو په غزل کښې څۀ نه څۀ انفراديت موجود وي،محمد دين مقيد يو روايتي شاعر دے،هغه په غزل په هغه روايتي انداز کښې ليکلے دے ځان له جدا اسلوب په جوړؤلو کښې نۀ دے کامياب شوې ،خو د هغۀ په شعر کښې د خالص شاعرۍ ډېرې ښي نمونې په نظر راځي،د يو نظم يا غزل لویه حصه په غير شاعرانه خيالاتو مشتمل وي۔خو د دې مېنځ تر مېنځه لکه په کاڼو کښې لعلونه او جواهر موندے شي،لعلونه او جواهر خالص شاعري ده،سوال دا پيدا کيږي چې داسې شاعر وجود موجود دے چې د هغه ټوله شاعري خالص شاعري وي،زما جواب په نفي کښې دے،دا لعلونه جواهر د چا په برخه کښې ډېر او د چا په برخه کښې لږ وي،څومره چې په شعر کښې خالصه شاعري ډېره وي،دومره هغه په اورېدونکي يا لوستونکي کښې شاعرانه جذبه زياته راپارَوي۔مقيد ته چې مونږ ګورو هغه څۀ ډېر لوستے شاعر نۀ ؤ، خو د روغ لېوني غوندې اديب په هغۀ باندې “زۀ محمد دين مقيد نۀ پېژنم”د عنوان لاندې ليکل کوي او د هغۀ شاعرۍ مختلف اړخونه برسيره کوي،مقيد د باچا خان او خدائي خدمتګار تحريک عاشق ؤ،د هغۀ په شاعرۍ کښې د خدائي خدمت ګار سره تړلي شاعرانو اوصاف موندے شي۔هغه د خپل قام ژبې ،ظلم بربريت خلاف اواز اوچت کړے دے،خو د هغۀ زياته شاعري په حسن و عشق مشتمل ده،د چمن ادبي جرګې ټل بنياد محمد دين مقيد او ښاغلي ډاکټر شير زمان طائرزے اېښے دے۔دا ادبي جرګه تراوسه پورې ښۀ فعال ده،يو ځل ئې عالمي کانفرنس منعقد کړو او هر کال د محمد دين مقيد د نامې د ايوارډ د اجراء اهتمام کوي،دا د محمد دين مقيد د ښۀ شاعرۍ ثبوت دے،چې تر اوسه پورې د خلقو اديبانو شاعرانو په زړونو کښې ژوندے دے۔
غزل
چاه د زنخ ته مې د زلفو په رسو کوز کړه
اب حيات ته مې په تورو تاريکو کوز کړه
ما د نظر نيلي نه مۀ غورځوه مړ به مې کړې
دغه توسن نه مې جانانه په رو رو کوز کړه
درياب د مينې کښې زغمے نۀ شم چپې د بېلتون
ساحل کۀ لرې وې نو ما په جزيرو کوز کړه
چې په پنجره کښې هم کړي ګل او د وږمو خبرې
د مقيد قفس د ګلو په باغيچو کوز کړه
ډاکټر اعظم
د ډاکټر اعظم د پلار نوم حېدرزمان دی – په قام ممنزی دچارسدې په رځړو نومې کلي کښې په کال۱۹۴۱ءکښې پېدا شوی دی – پي اېچ ډي یې د پېښور یونیورسټۍنه په پښتو ادب کښې د کردار نګارۍپه موضوع اوکړه – ډاکټر اعظم یو شاعر،محقق او ډرامه نګاردی – د ډاکټر اعظم تحقیق په افسانه او په رحمان بابا دی – ډرامه په پښتو او اردو دواړو ژبو کښې لیکي – په دې شعبه کښې یې ښه نوم پېدا کړی دی – ډېرې ډرامې یې پي ټي وي نه نشر شوې او مشهورې شوې دي – شاعرۍ کښې نظم او غزل دواړه لیکي او دواړو باندې یو شان عبور لري – غزل کښې یې رومان غالب دی خوتت تت عکسونه د معاشي او معاشرتي بې انصافو پکښې هم په نظر راځي – په غزل یې غمګین غوندې فضا خوره وي – لهجه یې خوږه او پسته ده- فن باند ې چرته هم کمپرومائز نه کوي – د ګلبڼ داپرېل اوجون کال۱۹۹۸ءګڼه کښې دډاکټراعظم سره یو مرکه چاپ ده – په هغې کښې ډاکټر اعظم دخپل د ژوند په ډېرو اړخونو باندې رڼا اچولې ده – هغه د سکول په زمانه کښې مزاحیه شعرونه وئیل خو باقاعده د شعر تحریک هغه د مفلس دراني نه موندلی وهٔ – مفلس دراني ته چې اعظم صېب وړومبی شعر اؤرولی وهٔ
ای پتنګه ته دومره ښائسته شمعې ته مه وایه
سترګې دې ښائسته دي چې ښائسته دې پرې لیدلې دي
په مرکه کښې دیو سوال په جواب کښې اعظم صېب اووئیل چې هغه به اولسي ادبي جرګه ته تلو راتلو - د کاکا صنوبر حسېن اؤ د حمزه بابا اثرات د دۂ په غزل باندې لیدی شي – په شېخ ،شراب ، پښتونيت وغېره د غزل موضوعات وو -
لکه دا شعرونه
مونږ د حورو قیصې خلاصې کړې په جام کښې
شېخ دې پروت وي په حلال او په حرام کښې
د واعظ د راتلو غږ دی مېخانې ته
پېمانې یې کړې صفا په احترام کښې
د اعظم صېب غزل کښې تصوف څرک نه شي موندی خو دا یو شعر زما له نظره تېروتی دی -
دومره شته شوې چې زما هستي دې نشت کړه
داسې نشت شوې چې زه درباندې شته شوم
زما د خوښې شاعر علي خان اؤ ډاکټر اعظم د یوې خاؤرې د هشنغر دي د عليخان حق ؤ چې ډاکټر
اعظم یاد کړی وی – دا شعرونه یې د نه هېرول دي
مشک مې ونوستل د زلفو سوداګر یم
یو رسوا د علي خان د هشنغر یم
چې سحر ماښام مې سترګې په چپو دي
تېروتلی د جیندي په مازیګر یم
ډاکټر اعظم دغزل دیو جدارنګ په جوړولوکښې خونه دی کامیاب شوی خو نرمه لهجه، سنجیدګي
متانت،اؤ احتیاط د هغه د غزل نخښې نخښانې دي-داخلیت د غزل خوبی دہ ۔ د ډاکټر اعظم غزل د داخلیت مثال دے ۔ خارج تہ یې ډېر کم نظر کړے دے ۔ غزل
هم د ځان هم د جانان هم د جهان دی
هغه غم چې مې په سر چې مې د ځان دی
په یوه وږمه ټوکېږم هم ډوړېږم
هیڅ پوې نه شوم ژوند بهار دی که خزان دی
په کوم لوري چې خوزېږم زلزلې شي
پروت مې زړه کښې یو درد اتش فشان دی
په حدونو د نظر کښې نه ګېرېږي
دا زړګی مې ستا مکان دی لا مکان دی
جالې سوې ګلشن لوټ خونې تالا دي
خو نظر په مونږ لا اوس هم د اسمان دی
غزل
چې پکښې ورکه ده د حسن پلوشه ملګرو
پرته په لاره د سحر ده هغه شپه ملګرو
نه صراحي شته،نه ساقي نه پېمانه ملګرو
خپله سودا مې ګرځوي نشه نشه ملګرو
د یار محفل کښې ناسته چاته یادېده ملګرو
ما وې شیپه وه تاسو وائې زمانه ملګرو
دهغه مخ په ننداره باندې خوئېږي نظر
زه خو ولاړ یم د خپل ځان په تماشه ملګرو
اوښکې که اوچې شوې نو وینې مو سېزلې د زړه
بله ساتلې مو د مینې ده ډیوه ملګرو
هله بیا وایه چې تاؤده نه وه د زړونو وینه
که سور شفق نه شو له تاؤه نه لمبه ملګرو
تللي په هر لوري که تلې دمنزل لارې دي
څښل دي پیاله دژوند ترخه ده خوږه ملګرو
اکرام ﷲ ګران
د پښتنو لیکوالو دوه مشهورې تذکرې دي چې هغوي نه دیو پښتون لیکوال دبائیو ګرافي صحیح معلومات کېږي – یوه ده د همېش خلیل صېب پښتانه لیکوال اؤ بله د فرمان مسافر ځلنده ستوري – همېش صېب لوی لیکوال دی - ځلنده ستوري هرڅو که وړه تذکره ده - خو په نسبت د پښتانه لیکوال مستند تذکره ده – ځکه چې فرمان مسافر پخپله په لیکوال باندې لیک نه دی کړی هر لیکوال پخپله خپل د ژوند اؤ د شاعرۍ په حقله معلومات فرمان مسافر له ورکړي دي په ځان یې لیکونه پخپله کړي دي – په دې داړو تذکرو کښې دګران د ژوند په حالا تو کښې لږ شان فرق دی - همېش صېب لیکي چې ګران به خپلو پټو کښې زمیداره کوله – خو په ځلنده ستوري کښې ده چې ګران به په بټ خېله کښې د کېمسټ ډرګسټ دکان کاوه -ګران ؛زماغزل؛ کښې دبې روزګارۍ اؤ د بټ خېلې ذکر پخپله کړی دی –
د اکرام ﷲ ګران د پلار نوم میا فضل رحیم باچاد حسب نسب نه سېد ؤ – کلی پړانګ د هشنغر د سیمې اوسېدونکی ،د شاعرۍ شوق یې د ورکوټوالي نه وه خو د باقاعده شاعرۍاغاز یې دیو نظم د خوږهٔ زهرو نه ورستو اوکړو – ګرا ن تر اتم جماعت پورې رسمي تعلیم حاصل کړی وه – ګران ته ټول عمر د روزګار مسئله پاتې شوې ده – هم دغه غمِ روزګار ، مینہ او انسانیت دوستی د هغه د شاعرۍ لویه موضوع ده- ګران په بنیادي طور دغزل شاعر دی د ګران پہ غزل کښې روایت او ترقی پسندی دواړہ افکار موندے شی خو ګران خپل غزل نه سپور واعظ ،ستغه سپوره چغه نه ده جوړه کړې – ګران پہ غزل کښې ځان لہ پہ یو جدا رنګ جوړولو کښې کامیاب شوے دے - د ګران دغزل موضوعات دی
مینہ
پہ راتلونکی وخت کښې بہ یو زړۂ جمال څنګہ ګوری
خداې خبر خلق بہ د مینې خیال تہ څنګہ ګوری
انسانیت
ھر څۂ دې مړۂ انسایت دې نہ مرې
لہ دې دنیا نہ محبت دې نہ مری
دګران زرګیہ ټک چؤدلے ښہ یې
خو چې خفہ د خلقو زړونہ نۂ شی
کۂ څوک مې وژنی لاس یې ھم نۂ نیسم
ځما پہ یو حال کښې ھم شر نۂ لږې
ترقی پسندی
د سرمایې بټۍ پہ دې ګرمہ دہ
غریب دې مړ شی خو غربت دې نہ مری
نن صبا زمونږ د پښتو ژببې اکثر شاعران تلازمه یا نسبتونه د سره پېژني نه – یو مصرعه په انګا او بله په بنګا وي خوګران په دغه هنر ډېر ښه پوهېږي – بلکې هغه ځنې نوي نسبتونه په وجود کښې راوستي دي –
په ګران باندې الزام دی چې د ھغۂ هېر ډېر دي – چې شاعر وي دی به خپلې دنیا کښې مست وي -شاعر د خسارې سوداګر وي- ده نه د ګټې طمع عبث وي – چې کوم په ژوند اؤ په عشق کښې کامیابه نه شي – هغه په شاعرۍ کښې کامیابه شي –
درد به د مینې مې غزل ته رسي
دا چې دې کاڼی زړګي تل ته رسي
ګران په جدید غزل ګو شاعرانوکښې د جدا مقام څختن دی- د ګران په غزل کښې داخلیت ډېر زیات دی – دی زړه اؤځان سره خبرې کوي چې دغزل خوبي ده -
غزل
ستا د نفرت نظر ته هم د زړه ارمان اووائیم
دومره سوکړه ده چې زه دې ته هم باران اووائیم
چې خپل وجود مې هم زما له ژونده ځان خلاصوي
په داسې حال کښې بیا هم جانه تاته ځان اووائیم
خېر دی که وژني مې خوله دې رانه نه بند وي
دغه قاتل ته چې په ډکه خوله جانا ن اووائیم
دومره تقوی باندې مئین له انسانانو تښتي
داسې زاهد ته به زه څه رنګه انسان اووائیم
ستا په لشو لشو بڼو کښې چې زړه اوپېلمه
ددر د لذت ته به ایله د رنځ درمان اووئیم
په کاروبار چې ښه پوهېږي مینه نه پېژني
سلوک به څه ومومي دې ته به تاوان اووائیم
ستاد بدن په خوشبویو چې معطره نه شي
زه د خپل فکر پسرلي به ته خزان اووائیم
زه هم غمونه ټوکوم ته د خالونو ستوري
ځان ته به زمکه وایم تاته به اسمان اووائی
ته د لمبو لمبو حالا تو نه غنچې جوړوې
ګرانَ ګرم نه یم که زه تاته غزل خوان اووائیم
غزل
داستا په لوري چې نظر لګووم
اور د جذبو په سمندر لګووم
په کوم سبب ستا د راتلو په امید
دزړه په وران کنډر کښې ور لګووم
ستاد لمبه لمبه کتو نه لوګی
زه تر نه پاهې په ځیګر لګووم
زه د جنت خوبونه هله وینم
چې ستا د چم خاورو کښې سر لګووم
چې دې غرور له جوازونه ګورم
زه د خپل ځان سره هم شرلګووم
زه د هر درد څړیکه د ځان ګڼمه
زه دتيرو انګڼ کښې نمر لګووم
ستا د لېمو وسعت ءءتہ چرته رسي
که اندازې د بحروبر لګووم
د خپلو اوښکو توهین ولې وکړم
چې یې قیمت لکه ګوهر لګوم
ګرانه د مینې سرمایه مې بس ده
چرته کښې زړه په سیم وزر لګووم
ردیف لږ غېر فطري دی خو په غزل کښې ډېر ښه شعرونه موجود دي نظر لګوم سم نہ دے نظر کوم دغہ شان شر لګوم شرکوم وغېرہ ۔ ګران چې کلہ ردیف اوږد استعال کړے دے -د ګران خیال پہ یو طرف او ردیف پہ بل طرف تختېدلے دے ۔او سستۍ لہ کبلہ خپل غزل یې دوبارہ پہ تنقیدی نظر نہ دے کتلے ۔ ددې ثبوت دا دے چې ګران “زما غزل” پہ سریزہ کښی پخپلہ لیکی چې دا کلام د ھغۂ خور بہ د جامې د اینځلو پہ وخت د ھغۂ د جېب ویستۂ او جمع کوۂ بہ یې ۔
سلیم راز
د سلیم راز پہ ژوند اوفن باندې پہ کتابونو ،رسائیلو اخبارونو کښې ډېر څہ لیکلی شوي دي۔دسلیم راز خاکې لیکلې شوې دي ۔ چې کوم ځائی کښې ادبي پروګرام وي صدارت یامہمانې خصو صي بہ راز صېب وي ۔دراز صېب نہ علاوہ داحق د بل چا نۀجوړېږي ۔ سلیم راز صېب د لوې سرہ لوی او وړکي سرہ وړکی د ی ۔ د سلیم راز شخصیت ژوندی ادب دی ۔سلیم راز یو شاعر ادیب دانشور صحافي او سیاستدان دی ۔ سلیم راز دمارچ دمیاشتې پہ۲۹ نېټہ پہ کال ١٩٣٩ء کښې د ملک امان خان کرہ پہ سوکړامبار ډېر د ہشنغر پہ خاورہ سترګې پرانسې دي ۔ خو سلیم رازپہ بنیادي طور د ہزارې د تحصیل بټګرام دعلاقہ ټیکرۍ د خټونو د کلي دی ۔ پہ قام ملکال سواتی او د معززې کورنۍ فرد دی ۔ دملکالو نیکۀ پہ سواتي کښې قاضي وۀ چې پہ جدبا تورغر کښې خخ دی د ترقي پسندۍ تحریک شروع کېدوسرہ د ترقي پسندۍ اثرات پہ پښتوادب کښې شروع شوي وو خو باقاعدګۍ سرہ د ازادۍ نہ ورستو دترقي پسندۍ تحریک پہ پښتون خوا کښې زور اونیوۀ ۔ سلیم راز د کاکا جي صنوبرحسېن پہ قدم قدم کېښود او دومرہ مخکښې لاړ چې د اردو پہ ترقي پسندو کښې ہم پېژندګلو پېدا کړہ اوتسلیم کړے شو ۔ ۔ سلیم راز یو منلی صحافي دی د ہغۀ پہ ملکي او انټر نېشنل حالاتو باندې ژور نظر دی ۔او ډېر ۔ښۀ یې پرې لیکل کړي دي ۔ د تنقید پہ مېدان کښې یې نوم پېدا کړی دی۔ دسلیم راز کتاب “تنقیدې کرښې “د تنقید پہ لړ کښې یوہ نوې اضافہ دہ د پښتوادب سترو لیکوالو ورتہ پہ درنہ سترګہ کتلي دي ۔سلیم راز د شاعر پہ توګہ غزل اونظم دواړو کښې یدې طولہ لري ۔د ترقي پسندۍ سرہ حقیقت پسندي دشعر شعار اوګرځي اوشعر نہ د خېبر تړہ جوړہ شي ۔ سلیم راز د ژوند پہ ابتدائي ورځو شپو کښې بہ ډېر روماني غزل لیکۀ۔ خو دترقي پسند خېالاتو د خپلہ ولو ورستو ہم د ہغۀ غزل دومرہ ستغ سپور شوی نۀ دی-سلیم راز د پښتو غزل لمن ښہ فراخ کړې دہ پہ غزل کښې د بینالاقومي ترقي پسندو لکہ د ماوزی تنګ،لېنن د مارکس وغېرہ ذکر موندی شي ۔ او پہ غزل کښې یې جدامقام جوړکړی دی۔ ددغہ ځانګړي مقام لۀ کبلہ چې کلہ د غزل تاریخ لیکلی کېدۀ دسلیم راز د ذکرنہ بغېر بہ نیمګړی وي ۔د رازصېب دشاعرۍ دوہ مجموعې چاپ دي یوہ زړہ د زخمونوسپرلےچې اوس ناپېد دہ او بلہ ،زۀ لمحہ لمحہ قتلېږم۔غېر مطبوعہ نظمونہ او غزلې یې موجود دي د غزل یو دوہ نمونې
غزل
موسکې پہ تصورکښې د خوبونو تصویرونہ
را مخکښې چې شي کلہ د یادونو تصویرونہ
څۀ خلق تش پہ کرښو رنګېني د ژوند پېدا کړي
څۀ خلق کړي بد رنګہ پہ رنګونو تصویرونہ
مونږ کړی یو تصویرسرہ خپل لوظ ماتوی نۀ شو
دا خلق څۀ رنګ مات کړي د لوظونو تصویرونہ
ثبوت او شہادت مو د خلوص او صداقت دی
شیشې کښې د خبرو مو د زړونو تصویرونہ
احساس کۀبل د درد کۀ یو پوټی ځان کښې پېدا کړي
پخپلہ بہ ګویا شي د زخمونو تصویرونہ
څۀ اوشو پہ وطن کښې څۀ کېږي بہ وطن کښې
ہرمخ باندې زړوند دي دسوالونو تصویرونو
کېنوس د شاعرۍ موفراخہ کړو پہ خیالاتو
مونږ رازہ داسې جوړ کړل د لفظونو تصویرونہ
غزل
دا څۀ حال دی چې اظہار د محبت کولی نۀ شو
ډېر بې حسہ یو یارانو بغاوت کولی نۀ شو
مونږ د مینې سفیران یو چې ہر ځائی یو مینہ وېشو
دا فطرت مو دی چې چانہ ہم نفرت کولی نۀ شو
داسې ژبہ اوقلم کۀ سلامت وي څۀ مطلب یې
چې تبلیغ پرې د ښکلا اوصداقت کولی نۀ شو
دا تیرې بہ مسلط وي پہ ژوندون زمونږ او ستاسو
چې تجدید د پیر روښان د راویت کولی نۀ شو
ستا دا جبر ہسک سرونہ زمونږ څۀ رنګ ټیټوی شي
مونږ چې مینہ کښې خودارہ یو منت کولی نۀشو
پہ ټول ښارکښې انتہا د ستمونو دہ چې کېږي
شېخ فرید پسې مو نیت دی شکایت کولی نۀ شو
پہ دا دور د بوجہل څۀ دا رنګې ګونګیان شو
چې خپل د کلام ہم رازہ تلاوت کولی نۀ شو
ډاکټر راجولي شاہ خټک
ډاکټر راجولي شاہ د نوښار تحصیل پہ ډاګ اسمعیل خېل کلي کښې د قدیم شاہ پہ کور کښې پہ کال ١٩٥٢ د جنورۍ پہ څلورویشتمہ نېټہ سترګې غړولې وې ۔ د اېم ای پښتو یې د پېښور یونیورسټۍ نہ اوکړو ۔اوہم پي اېچ ډي لۀ دغہ
یونیورسټۍ نہ کړې دہ۔ د ډاکټر صېب د پي اېچ ډي مقالہ وہ د پښتو ادبي تحریکونہ د پي اېچ ډي کولو نہ ورستو ډاکټر صېب د رېډېو ټي وي اوپہ نورو ادبي سرګرمو کښې داسې بوخت شو چې څۀ مہم کارتہ اوزګارنہ شو ګني د ابتدائي مقالې نہ ورستو پہ ډاکټر باندې فرض شي چې مزید تحقیق لہ پارہ خپل ژوند وقف کړي ۔ ډاکټر صېب تحقیق او تنقیدي مضامین وخت بې وختہ مختلف رسائیلو کښې چاپ شو ي دي خو داد یو ډاکټر د حثیت مطابق کار نۀ دی زۀ اوډاکټر صېب پہ ډېرو پروګرامونو کښې یوځائی پاتې شوي وو ۔ډاکټر صېب د خبرو پہ ہنر باندې ډېرښۀ پوہېدۀ۔خو مطالعې عادت یې ډېر کم وۀ دا د ہغۀ د مصفرویاتولۀ کبلہ وۀ کۀ عادت یې وۀ لۀ دې نہ بہ ډاکټر یار محمحد مغموم خبر وي ځکہ چې دواړہ د چوتي یاران وو۔ډاکټر صېب د پښتو اکېدېمۍ پېښور یو کال چئیرمېن پاتی شوی دی د پښتو رسالې مدیر ہم پاتې شوی دی ددۀ پۀ ادارت کښې پښتو رسالہ ښہ خېرازہ وہ ۔ډاکټر صېب پہ تصوف باندې ښہ دسترس لرۀ ۔ډاکټر صېب حمزہ بابا قلندر مومند او غني خان خپل روحاني او د فن استادان ګڼي۔ د ډاکټر صېب یوہ نیاواتې شعري مجموعہ سنګزار دہ ۔ چې نظم او غزلیات دواړہ لري نظم اوغزل دواړو باندې عبور لري د فن پہ باریکیو باندې استادانہ نظرلري ۔ پہ غزل کښې د تصوف ځرک لۀ کبلہ غزل یې فلسفیانہ رنګ پېدا کړي۔لا پہ ډیوہ رېډیو باندې د غزل پروګرام روان وۀ چې ډاکټر د زړۀ د دورې پہ سبب ٧جولائي٢٠١٥ باندې زمونږ نہ جداشو ۔ ډیوہ رېډیو پرې پروګرام اوکړو ۔ پوہانو د ډاکټر راج ولی شاہ پہ فکر وفن خبرې اوکړې ۔ غزل
د ژوندون د ہر عنوان سرہ پہ جنګ یم
ہم د ځان ہم د جہان سرہ پہ جنګ یم
چې ہر کار د دکاندار پہ نظر ګوري
د دنیا د سود او زیان سرہ پہ جنګ یم
بل زما او ستا تر منځہ رقیب څوک دی
خو دا ځان دی د خپل ځان سرہ پہ جنګ یم
پہ طلب د ہغہ ان کښې چې ہم تۀ وې
ہر یو ان د نوي ان سرہ پہ جنګ یم
کوم ساعت بہ دې پہ کوم مقام جدا کړي
د زمان او د مکان سرہ پہ جنګ یم
چې لاسونہ مې تر تاتہ در رسیږي
کۀ زما دی خو ګریوان سرہ پہ جنګ یم
مخا مخ ورتہ تسلیم لۀ احترامہ
پټ پہ زړۀ کښې د جانان سرہ پہ جنګ یم
ستا د ښکلي مخ کشمیر پکښې پناہ دی
ستا د زلفو ہندوستان سرہ جنګ یم
کۀمې سر پہ کاڼو لږي خو وطن دی
د افغان پہ سر افغان سرہ پہ جنګ یم
ما ولي چې دي لیدلې ہغہ سترګې
پہ ایمان چې د ایمان سرہ پہ جنګ یم
غزل
څوک پہ لارو کښې ازغي کري نېک نام شي
څوک تابیا د سرو ګلونو کړي بدنام شي
دا د عدل کوم انداز دے لږ مې پوې کړہ
چې دې زلفې چاتہ ډال شي چاتہ دام شي
څوک یو دوہ قدمہ واخلي تر تا درشي
د چا پښې پہ مزل ماتې شي ناکام شي
نہ پوہېږم پښتنہ بې باکہ مینہ
د اشنا پہ مخکښې ولې احترام شي
مستي ہغہ خو د کېف رنګ یې جدا دی
سړیتوب کلہ حمزہ کلہ خیام شي
بیا پہ طمع د وصال مې واورې پرېوځي
چې دا تا د کلي غرونو تہ مې پام شي
ہر طلب لہ یوامیدہ پېدا کېږي
کوم امید دی چې دا تا د د طلب نام شي
نہ دروغ شم نہ رښتا درتہ وئیلی
زما مینہ دې دا ستاپہ زړہ الہام شي
وار د سترګو مې خطا شي چې را مخ شي
چې پہ شاہ شي شعور ړوند عقل مې خام شي
یوہ شپہ نیمہ خو داسې وي چې وائیم
چې دا ژوند دې تمامي پکښې تمام شي
د روزګار لہ سپینو سترګو پناہ راکړې
تورې زلفې دې خورې کړہ چې ماښام شي
ډیوې بلې دې د سترګو راسرہ کړہ
پہ سودا کښې د اوربل ډاکې مدام شي
د ولي سدا بہار خود سرہ فکر
سپرلی نہ دی چې دشپو ورځو غلام شي
ډاکټر اسرار
ډاکټر اسرارپہ کال ١٩٣٨ کښې د شمال شاہ باچا کرہ پہ ہوتي مردا ن کښې سترګې غړولې وې ډاکټر اسرار ایم بي بي اېس کولو نہ ورستو د پاکستان فوج کښې بہرتي شو ۔د ١٩٦٥ د پاک و ہند پہ جنګ کښې یې خدمات تر سرہ کړل۔ پہ فوج کښې یې د کپتان تر عہدہ ترقي اوکړہ خو فوج کښې ئې زړۀ اونۀ لږېد داملازمت یې پرېښود او سول محکمہ کښې یې کار شروع کړو ۔ مختلف ہسپتالونو کښې د خدمات سر کولو نہ ورستو دوبارہ د فوج پہ وساطت لېبیا تہ لاړ کلہ چې د تنزانیا او یوګنډا جنګ شروع شو ډاکټر اسرار د لېبیا نہ یوګنډا تہ اولېږلی شو۔ ډاکټر اسرار پہ یوګنډا کښې بې درکہ شو ۔ د طورو اسرار پرې دانظم اولیکۀ۔
نیازبین خیالونہ دې وحشت سرہ بلد بہ نۀشي
اخر بہ راشې دا زما سوالونہ ردبہ ڼہ شي
د مینې ډک زړګی دې کومو تاریکو لہ یوړو
تورو تیارو سرہ دې کلی تر ابد بہ بہ شي
خپل رنځوران دې چاتہ پرېښودل تہ چرتہ لاړې
عیسی نفسہ ژوندی مړی د مرقد بہ نۀ شي
د خپل وطن مړۍ د ژوند د پہ تمنا پراتۀ دي
ساہ پکښې پوک وہہ بې دمہ دي خو دد بہ نۀ شي
تازہ ګلونہ قذافي د سرو لمبو نذر کړل
د ګل پرستو پہ نظر کښې معتمد بہ نۀ شي
د بل پہ تېلو کښې ناحقہ خپل ګلونہ سېزي
اسرارہ څنګہ باغوانان دي چې باغونہ سېزي
ډاکټر اسرار نثر ہم ډېر ښکلی لیکي ۔ اختصار دہغۀ د نثر خاصہ دہ تر دې چې ہغہ خپل نوم د ډاکټر اسرار پہ ځائی ډ ۔اسرار لیکي ډاکټر اسرار د تکل د یو جداګانہ سټائیل متعارف کړی دی۔ چې د طنزومزاح نشترونو سرہ د معاشرې د ناسورونوعلاج کوي ۔ورستو ډېرو تکل لیکونکو د تکل دغہ انداز خپل کړی دی ۔خو د ډاکټر اسرار پہ شان لیکل اسان کار نۀ دی ۔د ډاکټر اسرارپہ نظم کښې ہم د طنزومزاح چاشني موجود وي خو اصراف نۀ کوي ۔ د ډاکټر اسرار د تکلونو مجموعہ “د تکل پہ ائینہ کښئ “د پطرس بخاري مضامینو غوندې چې د اردو ادب سرمایہ دہ پہ شان د پښتو د ادب ناز دی ۔ ډاکټر اسرار د غزل لیکلو پہ ہنر ہم ډېر ښہ پوہېږي ہغۀ پہ غزل کښې ہم ځان لہ جدا لار ایستل دہ ۔ د کلاسېک پہ دورکښې دغزل منځ تر منځہ یو نیم شعر د تصوف وئیل رواج وۀ ۔تصوف سرہ بہ نور د غزل رنګ ښہ شو ۔ ځکہ چې تصوف تہ پوہانو د شعر وائیلو ښۀ موضوع وائیل دۍ ۔ نن صبا زمونږ شاعر معاشي ۔معاشرتي قامي یا نورہ څۀ مسئلہ دغزل مینځ کښې څۀ بې خوندہ رنګ کښې اوچېړي چې د غزل تغزل تہ پرې نقصان اورسي ۔ پہ دې باندې پابندي نیشتی خو داسې لکہ فېض احمد فېض پہ اردو کښې د غزل نہ د کار سړی جوړکړي ۔
غزل
اشنا چې پہ وعدہ دې اعتبار وکړ م کۀ نہ
حېران یمہ چې بیا دې انتظار وکړم کۀ نہ
ای اوښکو اسوېلو سوو سلګو د ارمانونو
خندا بہ درنہ ہم چرتہ یو وار اوکړم کۀنہ
یو څو ځلہ خزان د پسرلي جامہ کښې راغی
اوس بیا یرہ یقین پہ دې بہار اوکړم کۀ نہ
اغیارو راتہ ووې چې اشنا بہ دې نن راشي
باور پہ دې خبرو د اغیار وکړم کۀ نہ
اسرارہ ہردیدن یې زیاتوي د زړۀ غمونہ
حېران یم اوس بیا دیدن د یار وکړم کۀ نہ
غزل
پہ زړۀ باندې مې د چا یادونہ راورېږي
پہ سر مې لکہ کاڼي تېر وختونہ راورېږي
خیالونہ د پې مخو د سپوږمۍ پہ ړنا لامبي
فضا نشہ نشہ دہ شرابونہ راورېږي
د زلفو تصور مې دواړہ سترګې کړې راډکې
وریځہ چې درنہ شي بارانونہ راورېږي
قیصہ بہ درتہ د ادم او د درخو کړم
پہ خونہ د زړګي مې لا اورونہ راورېږي
ګوذار چې بہ د ګل ہم کړی نۀ وۀ چرې
پہ ہغہ ښکلو خلقو نن بمونہ راورېږي
راځئ چې دا د غم وریځې ورکې لۀ اسمان کړو
تر څو بہ ترې پہ مونږ باندې غمونہ راورېږي
سعید ګوہر
د سعید ګوہر نوم سعید احمد او تخلص ګوہر دی ۔ دپلارنوم بہادر نوازقام اورکزی پښتون دی ۔ تاریخ پېداېش ١٩٤٧ او د وفات نېټہ دہ ٢٠١٠ستوګن ځائی لورالائي کوئتہ ۔سعید ګوہر یو شاعر ، معلم، ماہر تعلیم ، محقق او نقاد دی ۔ ہغہ د پښتو او د اردو دواړو ژبو لیکوال دی
پہ شعر کښې نظم او غزل دواړہ لیکي ۔پہ شعر کښې ئې علم اوفن دواړہ موجود وي ۔ پہ فارسۍ ژبہ کښې ہم ید طولہ لري او د فارسۍاثار ئې پہ پښتو او پہ اردو کښې اړولي دي۔ د رب نواز مائل کشر او د محمود ایاز مشر ورور دی ۔ درې واړو ورڼو پہ ټولې پښتون خواکښې عموما او پہ بلوچستان کښې ئې خصوصاً نوم پېدا کړی دی ۔سعید ګوہر پہ غزل کښې ځان لہ جدا لار خونۀ دہ پېدا کړې خو ښہ غزل لیکي ۔ پہ غزل کښې علم اوفن دواړه بریښي ځکہ د غزل د کاروان د ملګرو کېدو اہل دي۔ پہ غزل کښې ئې غم جانان
اوغم دوران موندی شي۔ د پښتنوتعلیم او ترقۍ لۀ پارہ فکر مند دی
کور مې د بل د لاسہ ګور مرمہ د ورور د لاسہ
زما د خاورې ابتلا دې پہ ہیڅ قام نۀ راځي
غزل
لۀ کائناتہ چې جدا شم بیاغزل لیکمہ
زۀ چې پہ ذات کښې مبتلا شم بیا غزل لیکمہ
لۀ اندرونہ مې را وځي د ہاتف کلیمې
زۀ چې پہ غېب ډکہ صدا شم بیا غزل لیکمہ
چې ژبہ پرې چې لاس قلم چې قلم مات شي زما
چې لب بستہ او بې نوا شم بیا غزل لیکمہ
چې یو دوینو تک سور دښت شمہ د خپل تصور
چې یوہ تږې کربلا شم بیا غزل لیکمہ
چې زۀ یو څاڅکی شم او څاڅکی سمندر پہ معنا
چې لا محدود بې انتہاشم بیا غزل لیکمہ
چې زۀ لۀ خیالہ سرہ خیال شم پہ موجود کښې موجود
چئ زۀ تمام ښکلا ښکلا شم بیا غزل لیکمہ
ګوہرہ بر ناحقہ نۀ لیکم زۀ غواړم اظہار
چې و اظہار تہ وار خطا شم بیا غزل لیکمہ
غزل
ټول پہ طلسماتو کښې د مینې مبتلا سړی
تۀ ئې د جمال جنت زۀ خالي خلا سړی
ګلې و جمال تہ دې حېران دی زما خوب و خیال
ستا د څنګ پہ ناستہ سرتر پایہ شي ښکلا سړی
حال کۀ د وینا نۀوي خلق بې باورہ وي
ښہ بہ وي نۀ اوکړي لۀ چاسرہ صلا سړی
نۀ ئې پہ څہرہ کښ تازګي نۀ سرخي نۀ رنګ
ښکاري لکہ مړی د ژوندون پہ ابتلا سړی
تګ کوي لہ وخت سرہ تۀ ہم پہ تعریف ارزې
جنګ کوم لۀ بخت سرہ زہ ہم یم بلاسړی
ادب کښې لا د مصلحت حکمراني دہ پہ ذہنو باندې
لا نۀ شي کولی حق خبرہ برملا سړی
ډېر دي پہ دي ښار کښې بې څہرې خلق ګوہر ډېر
زۀ خپل تشخص لرمہ ما بولہ جلا سړی
سعید ګوہر د اورد شاعر دی پہ غزل کښې ئې د امد کفیت کم محسوس کېږي
خېبر افریدے
د خېبر افریدی نوم سید احمد جان ؤ ۔ ادبی نوم خېبر افریدے پہ قام افریدے پښتون ؤ ۔ د پلار نوم یې ملک عالم جان ؤ اول پہ جمرود کښې او ورستو پہ لواړګی کښې میشتہ شو د زېږدو نېټہ د جنورۍ میاشت ۱۹۴۲ ء دہ ۔ د شاعرۍ ابتدا یې ۱۹۵۸ ء نہ کړې دہ ۔ خېبر د شعر اصلاح د ناظر شینواری نہ اخیستې دہ ۔ خاطر افریدے ھم د ناظر شینواری شاګرد ؤ خاطر او خېبر پہ ځان کښې ملګری وو د خاطر د رومانی شاعرۍ اثر د خېبر پہ شاعرۍ کښې ښکارہ لیدے شی ۔ رومان سرہ قام پرستی ، پښتون ولی او چکېدلې طبقې درد یې ھم پہ غزل او نظم کښی محسوس کېږی ۔ غزل، نظم ، نعت پہ درې واړو باندې ښہ عبور لری ، چاپ کتابونہ یې دی ګرځندی ، پېچومی ، درند او رڼا چې د نعتونو مجموعہ دہ ۔ د خېبر پہ غزل کښی د لہجې سختی محسوس کېږی خو ھغہ د افریدو د لہجې لۂ کبلہ دہ ۔ او شاعر د خپل ماحول اسیر وی ۔خېبر د غزلو انتخاب نہ دے کړے ځکہ یې ځنې غزلې پہ فنی لحاظ کمزورې لیدے شی کہ چرې دریو
مجموعو پہ ځاے یوہ انتخاب مجموعہ چاپ کړے وے د ګوتہ ایښودو ځاے پکښې نہ ؤ۔ د غزل نمونې یې وګورئ ۔
غزل
اور د مینې پورې ؤ پہ ما پورې
اور ؤ آخر پورې شو پہ تا پورې
مینې دې ھسې سودا راکړلہ
ھسې خندا راشی پہ خندا پورې
دواړو بہ یو بل تہ وې چې تۂ وایہ
نور مو ھیڅ او نہ وې تر صبا پورې
عشقہ ابتدا دې لېونے کړمہ
نور بہ کړې لا څۂ تر انتھا پورې
زۂ درځنې تلے نہ شم ولاړ بہ یم
څو کہ دروازہ کړہ راتہ تا پورې
نن راتہ پہ سترګو کښې چا ست اوکړو
اور د سرور پورې دے پہ ماپورې
ھسې پہ کتو مې ځوانې مرګ بولې
ګورہ کہ شی دا خېرې پہ تا پورې
دا پہ کوم مقام کښې دې بللے یم
اوس مې رسېدۂ چرتہ تا پورې
خاندہ زلزلې پہ خېبر راولہ
وی خو تندرونہ پہ بریښنا پورې
غزل
یو طرف تہ وګورہ جذبہ مې زنګوی
بل طرف تہ وګورہ توبہ مې زنګوی
خور مې چې پہ حال باندې جمود وی ټولہ ورځ
خیال د مړاؤ سترګو ټولہ شپہ مې زنګوی
نہ دې ساقی وېښ کړمہ او نہ دې سم اودۂ
زۂ بې خودی غواړمہ پېالہ مې زنګوی
اے ستړیہ ژوندونہ څنګہ یې جوټہ جوټہ
ستا ھرہ لمحہ ھرہ چپہ مې زنګوی
ستا شرابی سترګو پہ ما کړے دے اثر
څکلی مې څہ نہ دی نشہ مې زنګوی
څۂ سادہ لیدے شی څنګہ چارې کړی سادہ
څہ رنګې سادہ شوم چې سادہ مې زنګوی
وخت پخپلہ ساز شی خاموشی چې شی خورہ
بیا د ھغہ ساز ھرہ پردہ مې زنګوی
اوزنګېدم پرېوتمہ تاتہ پہ سجدہ
تېر راتېر پہ نمر شوم چې سجدہ مې زنګوی
څوکہ دہ پېغلوکې خو دہ مینہ یې درنہ
ستر خېبر تہ وګورہ وړہ مې زنګوی
رحمت شاہ سائل
رحمت شاہ سائل د ځلندہ ستوری مطابق پہ کال ۱۹۴۵ کښې دامین ګل پہ کور کښې پہ ورتېر درګۍ مالاکنډ کښې سترګې غړولې دی۔ پلار یې یو عام زمیندار ؤ۔ رحمت شاہ سائل تر دریم جماعت پورې سبق وئیلے دے لا ورکوټے ؤ چې پلار یې وفات شو د روزۍ غم یې پہ غاړہ شو او د درزی پہ دکان کېنولے شو۔ سائل بہ د ورځې محنت کولو د شپې ستومانی ویستو لہ پارہ د سخاکوت او د درګۍ پہ حجرو کښې مجلسونہ کول۔
فوزیہ انجم
د فوزیہ انجم نوم زینت انجم وۀ خو ادبي دنیا کښې پہ فوزیہ انجم مشہورہ وہ د پلار نوم ئې عطامحمد خان پہ خټہ پښتنہ خټکہ وہ ۔ پہ کال ١٩٣٩ پہ جہانګیري کښئ دصوابۍ پہ خاورہ زېږدلې وہ او پہ کال ٢٠١٧ کښې پہ امریکا کښې وفات شوہ او ہلتہ ہم وسپارلی شوہ۔ انجم بي بي پہ دریو مضامینونفسیات ،اردو او پښتوکښې ایم ای وہ ۔ اول ئې پہ فرنټئیر زنانہ کالج کښې د پرو فېشنل ژوند ابتدا وکړہ بیا ئې پہ پښتو اکېډېمۍ کښې د درس ورکولو وظیفہ تر سرہ کړہ ورستو ئې واشنګټن ډي سي ډیوہ رېډیو امریکا کښې ملازمت اختیار کړو ۔ د ادبي پروګرامنوکوربنہ بہ وہ۔ انجم بي بي پہ خوي باندې ډېرہ درنہ خځہ وہ ۔ پہ ډیوہ رېډوکښې ټولو ہم کارانوبہ فوزیہ انجم پہ انجم بي بي یادولہ ۔ او د ټولو پہ زړۀ کښې بي بي د پارہ انتہائي احترام موجود وۀ ۔ فوزیہ انجم ہر څو کۀ پروفېشنلي یوہ کامیابہ خځہ وہ خو نۀ یم پوہ چې زۀ کلہ د د ہغې غزل لولم ماتہ دا احساس کېږي د بي بي پہ زړۀ کښې یو داسې ارمان وۀ چې ہغۀ سلګۍ وہلې دي۔ فوزیہ انجم پہ اردو کښې ہم ایم ای دہ ہغې خپل دغزل لہجہ لکہ داردو د غزل شاعرانو پہ شان سنجیدہ، نرمہ ،خوږہ اوروانہ ساتلې دہ چرتہ ہم پکښې کرختږ ي نۀ دہ پېدا شوې ۔ فوزیہ انجم د یو جدا رنګ څختنہ دہ
غزل
نۀ خو یمہ بې قرارہ نۀ قرار راتہ حاصل دی
دا لا څۀ رنګ اذیت دی دالاکوم د درد منزل دی
چې شتہ پکار مې نۀ دي چې څۀ نۀ شتی ہغہ غواړم
نور څوک نۀ دي مالہ پارہ عذاب خپل ذہن اودل دی
کوم یو څیز چې نا کامل دی د تکمیل تر حدہ پورې
ہغہ څیز ہم کۀ پوہېږې پہ یوشکل کښې کامل دی
زما دغہ بس حاصل دی چې حاصل راتہ ہیڅ نہ شي
لاخاصل مې کوشیش نۀ دی کۀ کوشیش مې لا حاصل دی
انجم ولې لېونۍ شوې وائې نیشتہ منزل نیشتہ
تۀ تلاش چې د منزل کړې خو ہم دغہ دې منزل دی
غزل
چې خواہش نۀ لرم پہ زړہ کښې حسرت څہ پېژنم
اوس چې مې ہر څۀ نہ لاس اووینځل غم نۀ پېژنم
کلہ مې دوست کلہ دښمن شي د مظلب د پارہ
اوس چې پہ ہر شکل کښې راشي زۀ ئې ښۀپېژنم
چې د ہر حس او د احساس نہ شوم عاري ہمدمہ
کلہ ئې پېژني څوک کوم څۀ چې اوس زۀ پېژنم
یو ساہ ویستلی شان خواہش مې زړۀ کښې اوس ہم شتہ دی
چې داسې اوشي چې نۀ دا ځان او دا زړۀ پېژنم
حسینہ ګل تنہا
حسینہ ګل پہ کال ١٩٦٨ کښې د جون پہ٢٢ نېټہ د میامظہر شاہ کاکا خېل کرہ
پہ کلی زیارت کاکاصېب او تحصیل نوښار کښې پېدا شوې دہ ۔ د ادبي ہلو ځلو نہ علاوہ
پہ سیاسي سرګرمو کښې ہم برخہ اخلي۔ یو ځل د یونین کونسل او بل ځل د تحصیل نوښار کونسلرہ پاتې شوې دہ ۔ حسینہ ګل ازاد نظم او غزل دواړہ لیکي د ازاد نظم پہ حقلہ زمونږ اکثر شاعران پہ مغالطہ کښې پراتۀ دي چې داد خپل نوم پہ شان مادر پدر ازاد دی ۔ خو داسې نۀ دہ د ازادنظم پہ لنډو اوږدو مصرعو کښې د وزن خیال ساتل ګران کار دی او ډېر ډېر لوی لوی شاعران چې د ازاد نظم د مزاج نہ خبر دي تیندک اوخوري ۔ خو حسینہ ګل ازاد نظم ہم ښہ پہ ښکلي انداز کښې لیکي او ښہ قابو پرې ئې راوستی دی ۔ د حسینہ ګل دنظم اود غزل خوبي دا چې د منافقت کار نۀ اخلي چې څۀ ئې پہ زړۀ ہغہ پہ خولہ وي د حسینہ ګل غزل ترقي پسند غزل دی۔ ہغہ د فرسودہ نظام او زړو بدو رسمونو رواجونو خلاف اواز پورتہ کړی دی ۔پہ فني لحاظ ئې د خپل غزل خیال ساتلی دی ۔ د حسینہ ګل غزل تہ مونږ دیو جدا طرز ادا غزل وئیلی شو
غزل
لا ورنیزدې شم کۀ ہر څو ترینہ خپل ځان انغاړم
محبت څۀ دی بس پہ سترګو کښې جانان انغاړم
ماخو دا ستا پہ دروغژنہ مینہ ہر څۀ داو کړۀ
د زړہ لمن کښې دې تش نوم ډېر پہ تاوان انغاړم
تا سرہ ژوند تا سرہ جنګ تاسرہ کور او مینہ
راشہ رخصت مې کړہ دا کډې پہ ارمان انغاړم
ستا د جذبو ستا د خوږو کلي بہ ټول لاہو کړي
پشکال مات نۀ شي پہ سترګو کښې باران انغاړم
ستا ہر یو نوم تہ د ګل وجود پہ ورکړہ باندې
دخپل وجود پہ ہر یو شاړ تصویر کښې ځان انغاړم
غزل
د چا بہ زر دچا بہ مال د چا محل بہ کوي
زما د ذات پېژند ګلو زما غزل بہ کوي
زما وجود ددې حاضر دور جواز او اعجاز
دا اعتراف بہ مې سبا پردي او خپل بہ کوي
پکښې چې ستاد ګل ورین وجود پہ سېوري اوسم
رقیب پہ کومہ خلہ دعوی ستا د محفل بہ کوي
کۀ د شعور لېوني وېښ شود پښتو محبوبې
داسې بہ نۀ کښېني څۀ چل ستا د اور بل بہ کوي
پہ ہرہ سیمہ کښې اوسي پہ ہر ځائی کښې چې وي
زما پوښتنہ پښتانۀ شډل پډل بہ کوي
ډاکټر یار محمد مغوم
ډاکټر یار محمد مغوم دنوښار ضلعې پہ ډاګ اسماعیل خېل نومې کلي کښې د میا فضل اکبر پہ کور کښې ١٩٥٣ کښې پېدا شو ۔ تر لسم جماعت پورې تعلیم ئې خپل پہ کلي کښئ تر سرہ کړو د ایم ای پښتو او ایم ای اسلامیات کولو نہ ورستو پي اېچ ډي اوکړہ ۔ ډاکټر یار محمد مغموم اوډاکټر راج ولي شاہ خټک دواړہ د ہلکوالي یاران وو۔ د دواړومستقل تږ را تږ حمزہ بابا،قلندر مومند او غني خان څخہ وۀ ۔ دواړہ د حمزہ بابا ،قلندر مومند او غني خان نہ متاثر وو ۔ ددوي درئیم ملګری ډاکټر پروېز مہجور دی درې واړو کښې ډېرې خبرې مشترک دي لکہ درې واړ محققان ،نقادان ، دتصوف عالمان اوشاعران دي ۔ داسې دا یو مکتب جوړ شي ۔ د ټولو پہ شاعرۍ کښې فلسفہ، تصوف راویت او د جدت ډېر ښکلی امتزاج موجود دی ۔ہر څو کۀدرې واړو شاعري ډېر زیاتہ نۀ دہ کړې ۔ چې کومہ ئې کړې دہ ہغہ ډېرہ د اعلا پائې دہ خو سخن فہمہ کسان ئې پہ څۀ بنیادونو فرق محسوس کولې شي ۔ د ډاکټر یارمحمد مغموم د ټولو نہ مہم کار پہ خوشحال بابا باندې دی ۔ د خوشحال بابافرہنګ لیکلو دوران کښې ډاکټر صېب ډېر زیات کړاو سرہ مخ شوی دی مثال پہ طور د خوشحال بابا پہ دیوان کښې یو لفظ وۀ سبګل د سبګل معنی پہ لغت کښې چرتہ موجود نۀ وۀ ۔نۀ خوشحال بابا باندې کارکونکو نہ د سبګل صحیح تشریح شوې وہ ۔ ډاکټر صېب د سبګل معنی د جواریانو حاصل کړې وہ۔سبګل وائي د لګېدلي داو لۀ پاسہ نور ګل لګول لکہ پنځۀ کسان جوارۍ تہ ناست وي یو کس اوازاوکړي چې زۀ بہ تاسو ټولو لہ سل سل روپۍ د داو نہ علاوہ درکوم کۀ داو مې اوبېلۀ او کۀ مې اوګټۀ تاسو ټول بہ مالہ سل سل روپۍ راکوئ د یو کس نہ د پنځۀ سو تللو امکان دی او د نور نہ سل سل روپۍ دۀ تہ راغونډی شي ۔ دې تہ سبګل وائي۔”د پښتنو شاعرانو پہ تحریک ازادۍ کښې برخہ” د ښائست لار “د بر صغیر وړمبني نوبل انعام یافتہ شاعرټېګور باندې د امتیاز احمحد صاحبزادہ دي پلګرم اف بېوټي پښتو ترجمہ دہ ۔ پہ چاربېتہ باندې یوہ مقالہ چاپ دہ ۔ ډاکټر یو صېب ورستائیل محقق او نقاد دی د غزل خوبي ئې دا دہ چې د نسبتونو ډېر زیات خیال ساتي منځ تر منځہ د تصوف شعر ہم لیدی شي کلہ کلہ ناصحانہ رنګ اختیار کړي ۔ چې تغزل متاثر کوي
غزل
پہ خیالونو مې مې سپېرۀ جہان رنګین کړو
ستا پہ مینہ مې دا تریخ ژوندون شرین کړو
درتہ ټیټ مې کړو دا سر غرور مې مات کړو
پہ خوبانو کښې مې پورتہ ستا جبین کړو
د عاشق پہ خولہ کښې څومرہ برکت دی
تور لالی ئې پہ ستائیلو لونګین کړو
د غمونو لنډی سیند پکښې ورکېږي
یارہ زړۀ مې ستا غمونو اباسین کړو
تا چې ګل پہ اوربل کېښود خال پہ زنہ
ما غزل پہ څو څو رنګہ ګل ورین کړو
ئې لہ خاوروپېدا خاورو تہ سپک ګورې
پہ ځان پورې دې اسمان پہ خندا شین کړو
شبنم اب شۀ د ښائست د مخ مغمومہ
ځکہ خدائې د ګلابونو ہمنشین کړو
غزل
لېونی چې د دنیالہ شمارہ اوځي
کار نامې اوکړي کۀ دی لۀ کارہ اوځي
محبت کښې داہم لویہ المیہ دہ
چې یو ښکلی د ښائست لۀ وارہ اوځي
تۀ بہ څو پورې لۀ ما بدلوې لارې
ددې ښار د ہرې لارې لارہ اوځي
دا ښارونہ دي اباد پہ لېونیو
چې شي لږ غوندې پہ خود لۀ ښارہ اوځي
یو ځان د اختیار لري لہ ځانہ تېر شي
مئین عشق کښې نور لۀ ہر اختیارہ اوځي
اشنا غږ د محبت راباندې اوکړو
چې خوږې نغمې د ژوند لہ تارہ اوځي
کۀ مې وژنې ہم پہ سترګو کښې موسېږہ
پہ اسانہ مرحلہ دشوارہ اوځي
بیا سپرلی شو سرې غوټۍ شوې شونډې شونډې
اوس بہ سرې لمبې لۀ دې ګلزارہ اوځي
د فاني ژوندون دا څو ورځې مغمومہ
خدائې دې نۀ کړي چې پہ تا بې یارہ اوځي
ډاکټر پروېز مہجور
دا زیګ پښتون چې اوس ہم خپل د پلارنیکۀ د پولې پټي خیال ساتي پہ کال ١٩٥٢ کښې د زرین خان کرہ
د جنورۍ پہ پہ څوارلسمہ پېدا شو ۔د ایم ای پښتو او ایم ای اردو کولو نہ ورستو خپلہ د پي اېچ ډي مقالہ د پښتو ادب اولني صاحب دیوان شاعر ملا ارزاني باندې مکمل کړہ ۔ د ډاکټر صېب پہ روښاني ادب باندې دومرہ عبور دی چې څنې ادبي ملګری ورتہ ګپ شپ کښې د روښانیانو پلار وائي ۔ د تصوف عالم دی پہ جمالیاتو ډېر ښکلی نظر لري ۔ ډاکټر ډېر زیات عرق رېزۍنہ کار اخلي پہ حال کښې د ہغۀ چاپ شوي کتاب روښاني تصوف نہ اندازہ لګېدی شي۔ اوس د واصل پہ دیوان باندې کار سرتہ د کېدو دی
دا بہ ہم ډېر څۀ روښانہ کړي۔ ډاکټر پروېز مہجور صېب پہ اردو کښې ہم اہم ای دی۔ داردو لټرېچر نہ خبر شاعران لکہ د نورو پښتنو شاعرانو پہ شان خپل غزل زیګ کېدو تہ نۀ پرېږدي ۔ ددې مثال د رحمتﷲ درد او ډاکتراعظم وغېرہ غزل دی ۔ ډاکټر صېب غزل حسن وعشق صوفیانہ افکارو،خوږې او پستې لہجې او د نقطې نہ نقطہ پېدا کولو پہ سبب خپل جدا شناخت لري ۔ دشعرپوہېدو لہ پارہ پہ ذہن باندې زور اچول پرېوځي ۔ ډېرې غزلې ئې فیاض خان خشکي موسیقۍ سرہ وائیلې دي چې ښہ کلام او ښہ موسیقۍ اورېدونکو کښې ډېرې مقبول دي ۔ ډاکټر صېب د خپلې طبعې مطابق پہ غزل کښې د اختصار نہ کار اخلي ۔ اختېصار د غزل خوبي دہ ۔ پہ غزل کښې انتخاب شعرونہ پکار وي پہ غزل کښې یو بې خوندہ شعر ټول غزل بې خوندہ کړي ۔
غزل
کۀ دې سترګو کښې سرګند د مینې ناز یم
خدائې ساتلی ستا پہ سترګو کښې یو راز یم
ګورم تاتہ تماشہ د بل عالم کړم عالم کړم
پہ یوہ ګړۍ نیزدې ہم دور دراز یم
چې مې خوښې ویرانۍ شوې ستا د سترګو
اوس تنزری لۀ ہر دشتہ پہ اواز یم
چې دې زلفې ښاماران راتہ ودۀ شول
چاچېړلی د موسی د عصا ساز یم
کۀ مې برخہ پہ سپرلي نشتی مہجورہ
د ازغي ہسې پہ خوي کښې ګل نواز یم
غزل
د ګلونو د پرہر بہ چاتہ څۀ وېم
د سپرلود رفو ګر بہ چاتہ څۀ وېم
چې د زلفو د تیارو پہ څنګ کښې اوسي
ستا د مخ د سپین سحر بہ چاتہ څۀ وېم
چې مې کورلکہ صحرا دی بې دېوالہ
د دننہ د بہر بہ چاتہ څۀ وېم
کۀ بدنام د ې پہ یاري یم غرڅنیہ
ستا د کاڼود خپل سر بہ چاتہ ځۀ وېم
چې د یار زړۀ مې کوہی دی ای مہجورہ
د منزل د رہګزر بہ چاتہ څۀ وېم
غزل
زۀ د خپل زړۀ پہ کوم ګزر ووتم
زۀ خو صحرا نہ ہم بہر ووتم
ستوري ہمہ مې پہ جولۍ کښې پریوځي
د تورو شپو پہ کوم سفر ووتم
د کوم نمر مخي پہ لور لاړمہ زۀ
زۀ د سحر پہ کوم خبر ووتم
چې سمندر سرہ اشنا شومہ زۀ
لۀ خپل صدف لکہ ګوہر ووتم
چې پہ ائینو مې نظر پرېوتلو
زۀ پہ تلاش د کوم جوہر ووتم
لکہ تنزری اوس نعرې وہمہ
زۀ د فریاد پہ کوم ډګر ووتم
یرہ د زلفو مې اوس پاتې نۀ شوہ
زۀ د ماښام لۀ ہر خطر ووتم
د خپل وجود پہ سرہ غرمہ مہجورہ
لکہ یخ سېوری لۀ شجر ووتم
پروین ملال
پروین فېض ذادہ ملال پہ پښتنوخځینہ شاعرانو کښې یو معتبر نوم دی ۔د پلار نوم عبدالشکور پوپا - پہ کال١٩٥٧ کښې د کندہار پہ خاورہ کښې پېدا شوې دہ ۔ د پېشې پہ لحاظ جنرلسټہ دہ ۔ رېډیو افغانستان سرہ ہم منسلک پاتې شوې دہ ۔چې اناونسرہ وہ ۔ پېښور کراچۍ کښې یې وخت تېر کړی دی نن صبادرک لږي چې ہالېنډ تہ تلې دہ ۔ پروین ملال نظم ،غزل او افسانہ لیکي خو وجہ شہرت د ہغې افسانہ دہ۔ او ډېرہ ښکلې افسانہ لیکي ۔ د پروین ملال د شاعرۍ او د افسانې موضوع د افغانستان دګرد ګون حالات د فرسودہ رسمونہ او ذاتي غم دی چې کوم ہغې تہ پہ ځوانۍ کښې پېښ شوی وۀ ۔ لۀدغہ کبلہ د پروین ملال پہ شاعرۍ او افسانہ باندې یوہ غمژنہ فضا خورہ دہ کومہ د ہغې طبعې لہ غزل او افسانې لۀ پارہ موزون کوي ۔ دلتہ بہ دا ذکر بیا کول غواړم زمونږ د شاعرانو اکثریت ازاد نظم بېخي ازاد وګڼي دې سرہ د ہغہ پہ نظم کښې د وزن فرق راشي او یو ښکلی نظم او ښکلی خیال د فني نقص ښکار شي۔مونږہ نظم بالکل پہ بیانہ اندازکښې لیکوو۔ پہ نظم کښې دومرہ ګہرائي ضرور پکار دہ چې د قاري لږ ډېر ذہني مشق پرې کېږي ۔ پہ غزل کښې د ساکن الفاظو نہ ابتدا اوکړو پہ پښتو او نورو اریاي ژبو کښې د ساکن الفاظو نہ ابتدا کېږي خو خیال ساتل پکار دي چې سېلابونہ یو نیم شي چې اکثر د سکتې باعث جوړېږي ۔ پروین ملال خپل غزل او نظم کښې پہ دې ستنزو باندې قابو راوستې دہ ۔ د پروین ملال شاعرۍ اوافسانہ د پښتون قام او خصوصاً د افغانستان د موجودہ حالاتو ترجماني کوي داسې دا یو تارېخي دستاوېز جوړہ شي ۔ د پروین ملال پہ غزل کښې درد ،غم ،سنجیدګي او راویت اویو خپل غوندې انداز پہ نظر راځي داسې دا ښکلی امتزاج ہغې لہ د ښہ غزل ګو شاعرانو پہ فہرست کښې داخل کړي ۔
غزل
خط د شونډو چې تصویر سو پہ لېمو کښې
ماښام ګډ سو د شفق پہ ائینو کښې
چې د ستورو پہ لار نۀ تلې مغرور خیال مې
زړہ مې وریت سو اوس د ښکلي یار پہ پښو کښې
کنعاني مینې کچکول پہ لاس کښې راکړ
زلېخا سومہ د مصر پہ کوڅو کښې
د دلدار او د اغیار کوڅہ یوہ سوہ
د یو ګل خندا پنډونو د اغزو کښې
پہ نیمکښو سترګوبار د اوښکو وړمہ
لکہ پرخہ د سپېدو پہ اننګو کښې
پہ پردو کښې لکہ بار مې ہر څۀ تاو کړل
پښتنہ یم پښتو ووسم پښتنو کښې
د سکندر د ائنیې نوم بہ اوس نۀ و
کۀ کتلاې چا شلېدلو ګرېوانو کښې
غزل
وګورہ زخمو مې د اغزو پہ سرو وخندل
روح ماشوم ماشوم مې د سلګو پہ سرو وخندل
اوښکو تہ مې ګورہ زما د سترګو پروا مۀ کوہ
دې تړمو اوبو مې د جامو پہ سرو وخندل
عکس د سپوږ مۍ چې مې پہ سترګو یاد تصویر کړلو
دې ښکلو خیالو مې د بامو پہ سرو وخندل
شپہ وہ اویو سېوری زۀ پہ مینہ ورتہ ګورمہ
دغہ تماشو دجنتو پہ سرو وخندل
زۀ ترېنہ چاپېرہ سوم بلا مې پہ سر واخستہ
شمع سوم لوګو مې د لمبو پہ سرو وخندل
ما د خوب څپو کښې د اسمان څنډې راښکل کړلې
بیا مې عرش د مینې د سجدو پہ سرو وخندل
شونډې مې صہبا کښې د څپو غاړہ غړۍ سولې
څاڅکو څڅېدو کښې د غمو پہ سرووخندل
غزل
چې زخمونہ مې سپړلي څۀګلونہ مې کرلي
پرہرونہ مې ګنډلۍ پرہرونہ مې کرلي
راتہ ګورہ شاہ جہانہ پہ جہان یم بې جانانہ
نہ جانان مې یې جانانہ ستا ذکرونہ مې کرلي
څونہ توان پہ ګوتو ږدمہ دروازہ دې شړنګومہ
د ورغو پہ کچکول کښې څو سوالونہ مې کرلي
ټول وجود ایینہ ایینہ سوم پہ محل دې مېلمنہ سوم
پہ لمن کښې سپرلي غواړم ګرېوانونہ مې کرلي
ثریا یم ثریا یم ستا پہ بام شپہ تر سبایم
لاس مې ورکړلو سپو ږمۍتہ محشرونہ مې کرلي
شاذوﷲ اسیر
نوم شاہ ذﷲ خان اسیر ، د پلار نوم شېرﷲ خان ، تاریخ پېدائش ۱۹۵۰ءکلے مېخ بند علاقہ ملاکنډ دویژن تعلیمی قابلیت مېټرک پہ ابتدا کښې محکمہ پولیس کښې د اے اېس ائ (a s i)پہ پوسټ بھرتی شو خو د پولیس محکمہ یې د مزاج مطابق نۂ وہ استعفیٰ یې ورکړہ ۔ اسیر د پښتو ادب پہ نورو اصنافو افسانہ ، ناول وغېرہ کښې ھم طبع ازمائی کړې دہ ۔ خو پہ بنیادی توګہ ھغہ یو شاعر دے ۔ او پہ خصوصی طور د غزل ښہ شاعر دے بقولِ اسماعیل ګوھر د حمزہ بابا نہ ور ستوپہ جدید دور کښې اسیر د غزل د ټولو نہ لوے شاعردے ۔ اسیر پہ ادبی محفلونو او مشاعرو کښې ډېر کم لیدے شوے او اؤرېدے شوے دے ۔ د ملاکنډ ملګرو د ھغہ ذکر ډیر کم کړے دے ۔ چې پہ دې باندې ھغہ د ملګرو نہ ګیلہ مند ھم دے ځاے پہ ځاے پہ شعر کښې یې ذکر موندے شی ۔ او معاصرانہ چشمک تہ دحسد نوم ورکړے دے ۔د اسیر روستے کتاب پہ نمر نوم لیکمہ ما څخہ موجود دے ما دلیک پہ غرض د کتاب تر خپلہ وسہ پورہ مظالعہ کړې دہ او څۂ داسې تاثر مې ترې اخستے دے شاذﷲ د غزل ښہ شاعر دے ۔ د غزل موضوعات یې دی مینہ ، تصوف ، پښتو او د خلقو رویې ۔ خو د تصوف پہ حقلہ بہ یې زۂ دا اووائیم چې زمونږ د صوفیاؤ شاعرانو پہ شان د راویت پہ توګہ مسئلہ وحدت الوجود ،وحدت الشہود او درجات یې نۂ دی بیان کړی ګنی ھغہ پہ مانکی شریف کښې پاتې شوے دے او د مانکی شریف د پیر خانې سرہ یې قریبی تعلقات وو ۔ د باقاعدہ صوفی ازم اختیارولو څۂ خبرہ نۂ مې لوستې او نۂ اورېدې دہ ۔ شاذﷲ اسیر د شاعرۍ نہ دا اندازہ پہ اسانہ لږی چې ھغۂ د خپلو کلاسیکی شاعرانو مطالعہ نۂ دہ کړې ۔ ځکہ د ھغۂ پہ شاعرۍ کښې ھغہ فنی محاسن پہ نظر نۂ راځی خو اسیر د خیال پہ لحاظ ښہ شاعر دے ۔ اسیر د خواصوشاعر دے عوامی شاعر نۂ دے ځکہ پہ ملاکنډ کښی د ھغۂ شعر تہ اھمیت نۂ دے ورکړے شوے . چې د ھغۂ پہ شعر باندې پوھېدونکی ډېر کم وو ۔ خو د اسېر پہ شعر کښې ځاے پہ ځاے فنی نقائص ھم موجود دی ۔ مونږ ھغۂ تہ د یو استاد شاعر مقام نۂ شو ورکولے لکہ د کتاب پہ نمر نوم لیکمہ پہ صفحہ۱۹ باندې شعر دے
د ذھن پہ مکتب کښې غم د زړۂ پہ درسګاہ کښې
اے عشقہ مینہ اولولہ چې حق د ژوند ادا کښې
دلتہ دوئیمہ مصرعہ لیکل پکار دی
اے عشقہ مینہ اولولہ چې حق د ژوند ادا کړې
ځما پہ نظر پہ مصرعہ کښې یوہ معنوی خامی دہ ۔ عشق د مینې نہ اوچتہ درجہ دہ اول مینہ کېږی او ورستو عاشق د عشق درجې تہ رسی ۔ عاشق د مینې بې خبرہ څنګہ کېدے شی ۔ دوئیم صحیح “ چې حق د ژوند ادا کړې” لیکلے کېږی د ردیف غلطی پېدا کېږی ځکہ یې “ چې حق د ژوندکښې “ لیکلے دے پہ صفحہ ۲۰ باندې شعر دے
ښہ بہ نزدې وی خو پہ خپلو کښې لیدۂ نہ کېږی
دا بعضې مینې پہ کمزورې عقیدہ نۂ کېږی
دلتہ پہ شعر کښې قافې نقص دے لیدۂ او عقیدہ پہ ځان کښې ھم قافیہ نۂ دی ۔ داسې نور بې شمار مقامات دی
“ پہ نمر لیکمہ” پہ صفحہ ۱۱ غزل دے چې ټول د حضرت ادم پہ پېدائش دے دغہ شان پہ cover page باندې غزل چې بېخی د نظم اندازدے مسلسل غزل د غزل پہ راویت کښې موجود دے خو پہ غزل او نظم کښی فرق دے ۔ دې لږ ډېر کمی بېشی نہ پرتہ د شاذﷲ اسیر پہ کلام کښې د اوچتې پائې شعرونہ او غزلونہ موجود دې
چې د تغزل مثالونہ دی
غزل
ھرہ سترګہ سیپۍ نۂ وی ھرہ اوښکہ ګوھر نۂ وی
چرتہ سلو کښې بہ یو وی ہر یو زړۂ سمندر نۂ وی
ځہ ناصحہ مۂ اودرېږہ ملګرتیا درسرہ نۂ کړم
زۂ د ھٰغہ چاسرہ ځم چې لہ مینې منکر نۂ وی
شېخہ اړوہ تسبې دې خو ځما عقیدہ دا دہ
آ منزل موندلے نۂ شې چې جنون یې رھبر نۂ وی
ھم رڼا ھم حرارت وۂ حېرانی یې وار خطا کړہ
ما وائیل زړۂ تہ ھغہ دے ځکہ شپہ کښې خو نمر نۂ وی
ھر ګردش کښې دې اے وختہ پټ یو نوے قیامت وی
داسې کوم دور راغلے چې پہ مونږہ محشر نۂ وی
ستا ستم چې زغمی میبنې د عشق مې مجبوری دہ
آ بہ کډہ چرتہ یوسی چې یې سیورے د سر نۂ وی
پټې سترګې جنتی یې تۂ یې څۂ غم کړې اسیرہ
غم بہ ھغہ چاسرہ وی چې یې شافی د محشر نۂ وی
غزل
خور یمہ راټول مې کړہ دځان مې کړہ
یہ جانانہ ګران یې راتہ ګران مې کړہ
سېورے خو اخر د چا د سر بہ شم
پروت خوشے کنډر یمہ ودان مې کړہ
چا رانہ تازہ تصویر غوښتلے دے
ډېر کۂ نۂ وی لږ ساعت لہ ځوان مې کړہ
ستا د مینې بې ریا خادم یمہ
نۂ غواړم چې چا باندې احسان مې کړہ
ځان مې نہ دے خوښ نو ستا بی څۂ خوښ یم
ځہ یارہ د زړۂ لہ تختۍ وران مې کړہ
پور کۂ رالہ لږہ حوصلہ راکړې
حالہ لږ ماضی تہ ورعیان مې کړہ
او نۂ پېژندم زۂ اسیر دې کلی
چرتہ د ادب د کلی خان مې کړہ
برحلیمہ افسانہ
نوم برحلیمہ تخلص افسانہ علاقہ سوات تاریخ پېدائش ۱۹۳۵ء تارېخ وفات ۲۰۰۰ء
افسانې باقاعدہ تعلیم نۂ وۂ حاصل کړے ۔ یو مذھبی کورنۍ سرہ یې تعلق وۂ دینې او د پښتو کتابونہ لوستو پہ سبب یې لیک لوست زدہ کړو ۔د افسانې پہ پښتنو مېرمنو شاعرانو کښې ځانګړے حثیت دا دے چې ھغي پہ کلاسیکی او جدید انداز دواړوکښې شاعری کړې دہ ۔ د حروفِ تہجې پہ حساب د مکمل دیوان څختنہ دہ ۔ افسانې ډیر پہ ګرانو حالاتو کښې شاعری کړې دہ د ھغې د ژوند ملګرے د ھغې د شاعرۍ ډېر زیات مخالف وۂ تر دې چې د ھغې دکلام مجموعہ یې پہ اور کښې اوسوہ چې د ھغې ذکر افسانې پہ خپل کلام کښې کړے دے ۔ افسانې تہ د مینې درد، غم ، ھجر او انتظار کېفیات بیانول اسان نۂ وو ۔ غزل چې د داخلی جذباتو احساساتو نوم دے کښې ھم خارجی موضوٰعاتو ذکر کوی ۔ پہ شاعرۍ یې یوہ د جبر فضا محسوس کېږی ۔ نۂ یې د کلاسیک دومرہ ژورہ مطالعہ کړې دہ او نۂ یې د چا استاد نہ اصلاح اخیستې دہ ھم دغہ وجہ دہ چې پہ غزل کښې فنی محاسن ، تشبیھات ،استعارہ او اشارې کناې وغېرہ پہ نظر نۂ راځی ۔ غزل یې نظم لیدے شی چې موضوعات یې خارجی دی ۔ لکہ منظرنګاری ، د ځوے د جدائې او د خپلې د شاعرۍ د سولو غم ، پښتو ، د کلیوال ژوند عکاسی د محنت عظمت وغېرہ ۔ خو افسانې تہ پہ خځینہ شاعرانو کښې چې کومہ خوبی امتیازی حثیت بخښی پہ کلاسیکی انداز کښې د حروفِ تہجی تحت د دیوان مرتب کول دی ۔ د کلام نمونہ
غزل
دومرہ غم راباندې زور شۂ الغیاث
چې جھان پہ ما نسکور شۂ الغیاث
دا د کوم جرم سزا دہ نۂ پوھېږم
چې ګډوډ مې کلے کور شۃٔ الغیاث
وائیم زۂ چې یو وحشی د بیابان وے
بندګی ماتہ سور اور شۂ الغیاث
کۂ وحشې نۂ وے مینټل د تور ځنګل وے
ھوښیاری راتہ پېغور شۂ الغیاث
حوصلہ مې د زړګی شوہ ځکہ ماتہ
د رھبر نہ مې جوړ چور شۂ الغیاث
ما وې رابہ شی رڼا ځما پہ سیمہ
انتظار مې خور مخور شۂ الغیاث
پہ محنت مې ملا نرۍ لکہ مېږے شوہ
ځائے د سکن مې تنګ تور شۂ الغیاث
افسانې اخر د صبر ھوسۍ لاړہ
چې قلم پہ سمند سور شۂ الغیاث
غزل
زمانې یم مجبور کړے پہ رواج
ګوندې پوھہ یم د ظلم پہ علاج
چې غېرت مې لوټ کوی پہ ھر محفل کښې
بیا یې څۂ کړم کۂ پہ سر کړی راتہ تاج
د مقصود جوھر چې رانۂ شی تر لاسہ
د کونجکې د خرید نۂ یم محتاج
کۂ د حق تورہ پہ لاس اونسیم کلکہ
د باطل خونہ بہ کړم تخت و تاراج
کۂ ھزار ځلہ طواف د بېتﷲ کړی
خر پہ خوب کښې بہ نۂ وېنی معراج
د دنیا تنګۍ پہ زړۂ کښې ساتم پټې
چې پټ شی د دښمن نہ احتیاج
افسانہ وائی نۂ د دین نۂ دنیا شوم
عقل ھوش مې شۂ پہ پوچ جوارۍ باج
فېضﷲ فېض
نوم فېضﷲ تخلص فیض د پلار نوم سرفراز خان پہ قام خټک کلے د جټانو بانډہ تحصیل تخت نصرتی ضلع کرک ۔ د فېضﷲ د پېدائش مقام مېنۍ کلے صوابۍ دے فېضﷲ پلار پہ محکمہ اشتمالِ اراضی کښې انسپکټر وۂ د فېض پېدائش دورانِ ملازمت کښې شوے وۂ ۔ تاریخِ پېدائش دے ۶ ستمبر ۱۹۴۳ء ۔ د فېض مور بی بی پہ نری رنځ پہ کال ۱۹۵۳ ء کښې وفات شوہ ۔ فېض خپل تعلیم تر شپږم جماعت پہ صوابۍ او تحت نصرتی کښې حاصل کړو ۔ نور تعلیم د ناجوړتیا لہ کبلہ جاری او نۂ ساتلے شو ۔ فیض انتھائی ذھین او فطین وۂ د ھغۂ پہ حقلہ د ھغۂ استاد وزیرزادہ دا پېشن ګوی وہ ۔ چې دا ھلک بہ ژوندے پاتې نۂ شې او کۂ پاتے شو لکہ اور بڅری بہ جھان تہ ښکارہ شی ۔ فیض تہ د نری رنځ لہ کبلہ پہ ډاډر سېنټوریم کښې د اندېش شمس القمر ملګرتیا نصیب شوہ ۔ فېض لکہ اندېش ادب برائے ژوند قائل شو او مقصدی ادب یې تخلیق کړو ۔ فېض پہ نظم او غزل کښې طبع ازمائی کړې دہ خو د نظم پنګہ یې پہ غزل باندې درنہ دہ ځکہ چہ قطعات ھم د نظم پہ تول کښې پرېوځی ۔ او دواړہ د معیار لیکی ۔ ھر څو غزل د ساخت پہ لحاظ اسان صنف دے خو پہ دې کښې معراج تہ رسېدل جوے شیر راوستل دې ۔ فېض کۂ ځوانی مرګ شوے نۂ وے نو امید دے چې ھغۂ پہ غزل کښې ھم خاص مقام حاصل کړے وے ۔ فېض تہ د وخت د کمی احساس وۂ ځکہ فرد
ھم نۂ دے ضائع کړے نیمګړې غزلې ھم محفوظ ساتلې دې ۔ ګنی عموماً د یو شاعر نہ د ھغۂ د ټولې شاعرۍ درئیمہ کہ نۂ وی څلورمہ برخہ ضائع شې ۔ فېض شاعری د ژوند مقصد ګرځولے وۂ ۔ فېض د څلورویشت کالو پہ عمر کښې د دنیانہ رخصت شو ۔ فېض د پښتو ادب جان کیټس دے ۔ خو د مکتبِ فکر پہ لحاظ دواړہ د جدا ډلې شاعران دی ۔ جان کیټس تعلق د رومانی ډلې سرہ وۂ او فیض یو ترقی پسند شاعر وۂ خو دغہ ھمرہ ترقی پسند ھم نہ چې شاعرۍ نہ اوچ کلک وعظ جوړ کړی ۔
غزل
تېر وختونہ شو رامخ تہ پریشانہ پریشانہ
رانہ تاؤ شول خپل فکرونہ سرګردانہ سرګردانہ
لہ حرکتہ یې عاری کړم لہ شعورہ یې بېزار کړم
د یادونو سمندر دے بې پایانہ بې پایانہ
چرتہ لرې چرتہ لرې څوک د غم سندې وائی
تتې تتې غلې غلې بې زبانہ بې زبانہ
د نظر تر حدہ پورې چرتہ نۂ ښکاری یو نفس ھم
تنھائی دہ خاموشی دہ بېکرانہ بېکرانہ
احساسات د ناکامیو مې پرېکئ د زړۂ رګونہ
ارزو مې بېرتہ راغلہ پښېمانہ پښېمانہ
د چمن اراستګی شی د بھار پہ پېغامونو
دجنون لاسونہ رسی تر ګرېوانہ تر ګرېوانہ
اے د فېض زخمی احساسہ خاموشی دا ستا علاج دے
اسرې چې دجھان دی ناتوانہ ناتوانہ
غزل
پتنګان د سرو لمبو نہ کلہ څنګ کړی
عاشقان د تقدیرونو سرہ جنګ کړی
چې مالیار د باغ د ګل روزنہ کاندی
پہ ازغو باندې اول لاسونہ رنګ کړی
چې ناموس تہ یې د وطن ګوتہ نیوے شی
خلق د وینو سمندر وتہ غورزنګ کړی
چې پہ ځان باندې ننګ نۂ کړی غم یې مۂ کړہ
آ بې ننګ وی پہ بې ننګ باندې چې ننګ کړی
چې ضیمیر یې قیمت نۂ لری باچا دے
نۂ پرواہ دي د دارا نۂ د اورنګ کړی
ھر ھغہ چې د دنیاسرہ تګ نۂ کړی
پہ غمونو د دنیا بہ ځان بد رنګ کړی
ځان بہ تنګ کاندی د فیض نہ بہ څۂ بود کړی
کۂ غمونہ د ژوندون یې ھزار تنګ کړی
اقبال شاکر
اقبال شاکر نوم محمد اقبال تخلص شاکر پېدائش یې پہ بټ خېلہ ملاکنډ ډویژن کښې شوے دے ۔ د پرائمري تعلیم یې د ګورنمنټ سکول نمبر ون نہ تر سرہ کړے دے ۔ لسم یې د بټ خېلې ھائی سکول نہ او اېف اے (f.a)د تھاڼې کالج نہ وکړو ۔ بیا یې دوپلومہ پہ مېکېنیکل ائنجیرینګ کښې د پولی ټیکنیکل کالج سوات نہ وکړہ ۔ بی -اے پہ پرائيوېټ توګہ وکړو ۔ د بي – اے نہ نولس کالہ ورستو پہ ۲۰۰8 ء کښې بخت روان عمرخېل او د اباسین پہ مشورہ اېم اے پہ پښتو کښې اوکړو او ګولډ مېډل یې تر لاس کړو ۔ نن صبا د پښتو لیکچرر دے ۔ورسرہ سرہ د پہ پښتو کښې د پی اېچ ډې فېلو دے ۔ ډېر زر بہ د پی اېچ ډګری ھم تر لاسہ کړي ۔ شاکر پہ بنیادی طور یو شاعر دے د شاعرۍ دوہ مجموعې کودری او رېدی رنګے چاپ دی ۔ امید دے چې اوس پہ نثر کښې ھم خپل زور اوښائي ۔ د شعر موضوعات یې دی رومانویت ، پښتون ولی او معاشرتی مسائل ۔ پہ غزل کښې یو پېغام دے د ادب برائے ژوند قائل دے ۔ اقبال شاکر ډېر خوږ او خوش اخلاقہ سړے دے ۔ د ملاکنډ د غزل نمائیندہ شاعر دے ۔ د غزل یې دا دوہ نمونې ۔
غزل
نور کلہ نۂ وې د حالاتو تقاضې پښتنې
مونږ بہ پہ زړونو کښې ساتلې محبوبې پښتنې
شپونکیہ تۂ خپلہ قامی زمہ واری پورہ کړہ
د غرۂ د سرہ راتہ وکړہ څو ټپې پښتنې
ځما د شعر روزمرہ محاورې پښتنې
لکہ چې وی پہ غم ښادۍ کښې پښتنې پښتنې
د تہذېبونو جنګ دے ژوند پکښې معنیٰ نۂ لری
خیال بہ ساتې ګورے د خپلې لوپټې پښتنې
څنګہ پښتو خپلہ پورہ کړہ سرمایې پپتتنې
څنګہ یې واخستې زمونږہ نظرې پښتنې
ډېر زرور بہ پہ دې غرونو پہ غونډو راخېژی
ځما لوظونہ پښتانۂ او ستا وعدې پښتنې
شاکرہ زۂ بہ ھم پہ دې دلیل ایمان تېراوم
چې ځما ټولې ارزوګانې ھر ځاے وې پښتنې
غزل
فکر بہ ھر یو لېونے ساتې
د زړۂ پہ زور بہ ځان ژوندے ساتې
کۂ د منزل ارمان پہ زړۂ کښې دې وی
ځان بہ لہ نورو ګړندے ساتې
لاړ شہ څلور کنجہ دنیا وګورہ
ګورے خو ځان بہ پېښورے ساتې
د ښکلو ښار دے سینہ ډال ګرځوہ
تۂ بہ تر څو پورې زړګے ساتې
شاکر کۂ ھر څنګہ دےستا شاکر دے
پہ لېونو کښې بہ دې دے ساتې
معزالله خان مهمند
مسعجاب مومند د مغلو نمک خورده ؤ۔د مغلو لۀ طرفه هغۀ ته ډېر لوۓ جاګير عطا کړے شوے ؤ،د کوټله مسعجاب دروازه اويا فټه دنګه وه،او دلان ئې په ۱۶۰ جرېبه باندې خور دے،د خېبر په جنګ کښې د مسعجاب مومند کردار دمغل په نظر کښې مشکوک شۀ ،خوشحال خان خټک ته يقين وه چې اوس به مغل مستعجاب مومند ته نقصان رسوي هغۀ په خپلې يوې قصېدې کښې دا شعر ؤ وې
مسعجاب مومند کۀ چرګه د مغل ده
زۀ خوشحال خټک يم باز ځاۓ مې غر
معزالله خان مومند د مسعجاب مومند نمسے تاريخ پيدائش ئې ۱۰۸۵ه دے خو نوے تحقيق مطابق تاريخ پيدائش ۱۱۳۸ه او تاريخ وفات ئې ۱۱۸۲۔۱۱۹۰ه دے۔د هغه وادۀ ئې ډېر په شان شوکت کړے ؤ،معزالله خان مومند دوه ودونه کړي وو۔چې يوه ئې د خپل د خاندان نه وه او بل ئې د خپلې پيرخانې احمد سرهندي د کور نه کړی وه۔ فيض الله د معزالله خان ځوۓ ؤ چې لاولد وفات شوے ؤ۔د عبدالحئ حبيبي د وېنا مطابق معزالله خان د پښتو ژبې د اولې درجې د ډلې اخرنے شاعر ؤ،معزالله خان په دريو ژبو کښې شاعري کړې ده پښتو ،فارسي او اردو په پښتو کښې یي مکمل ديوان دے چې د سيد انوار الحق په مقدمې سره چهاپ شوے دے،په فارسۍ کښې ئې ۱۹۰ یو سل نوی غزلې لري او په اردو کښې پېنځۀ يا ووۀ غزلې ليکلي دي ،فارسي د دوي په کورنۍ کښې داسې وئېلې کيږي لکه پښتو۔د معزالله خان نور اثار دي چار رساله۔مجمع الاثار،معدن جواهراو جامع البدائع۔
معزالله خان د رحمان بابا نه متاثره دے ساده او روان شعر وائي ،شاعري ئې زياته په عشقي رنګ کښې لړلې ده خو کله کله اجتماعي او اخلاقي اشعار هم په نظر راځي۔د کلام نمونه
کۀ فلک ؤکړي ګردش په کام زما
ګوندي کښبوزي دا اهو په دام زما
اور مې بل په هر اندام د اشتياق شي
چې جلوه کړي هغه ګل اندام زما
ما چې وصل په هجران کښې د يار بيا موند
په رڼا ورځې بدل شو شام زما
لکه نقش د نګين په نګین ډوب دي
هسې ډوب شو په ګوشه کښې قام زما
زۀ چې تل مخموري سترګې د يار وينم
ډک په ميئو د عشرت شو جام زما
تر ابده ستا د وروځو و محراب ته
شو خصلت رکوع سجود قيام زما
چې دولت د بېخودۍ معزالله راغے
مملکت دے د ښادۍ مدام زما
د معزالله خان مومند په کلام کښې نزاکتونه ضائع بدائع هم په نظر راځي۔او داسې مونږ دا هم وئېلے شو چې په دۀ باندې د حميد بابا اثرات هم ليدے کيږي۔
دروېش درانی
نوم عبدﷲ تخلص دروېش د پلار نوم احمد شاہ قام څنګہ چې لۀ نومہ ښکارہ دہ جمال زی درانی دی ۔
پہ ضلع پشین ګلستان کښې کال ١٩٥٣کښې پېدا شو ۔ پہ انګرېزۍ او پښتوادب دواړوکښې ایم ای دی
دنظم او غزل دواړو شاعر دی ۔ زمونږ یو مشر لیکوال چې اکثر تذکرې دہغۀ دي دشاعر د تعلیم د ہغۀ د ملازمت پہ جزئیاتوکښې بلا ضرورت بوخت شي ۔ خو چې د شاعر د شاعرۍ اسلوب خبرہ شي بس پہ یوڅو جملو اکتفا اوکړي چې د لوستونکي ادبي تندہ ہډو ماتہ نۀ شي ۔ شاعرۍ لۀ پارہ د ډېر علم او لوی منصب ضرورت نیشتی۔ دا ګارډګفټېډ دہ خصوصاً پہ پښتو شاعرۍ کښې ډېر داسې مثالونہ موجود دي چې زمونږ ډېرکم لوستو شاعرانو ډېرہ ښکلې شاعري کړې دہ لکہ مقید ،خاطر،ګلستان ،رحمت شاہ سائل او کرامت غمګین وغېرہ البتہ علم سرہ وسعت نظر پېدا کېږي ۔نظم یو میکانکي عمل دی د شاعر پہ ذہن کښې یو خیال د مخکښې نہ موجود وي۔ شاعرورلہ د نظم شکل ورکړي خو غزل ابتدا د امد نہ کیږي کلہ شعر نیم اوشي او کلہ پورہ غزل ۔ د اورد غزل عموماً بې خوندہ وي ۔ دې عمل لہ مونږ پہ سائنسي انداز کښې داسې بیانولی شو دا خیالات احساسات د شاعر پہ لا شعور کښې د مخکښې نہ پراتۀ وي یوہ ورځ ورلہ شعورد ګویائې طاقت اوبخښۍ ۔پہ غزل کښې محبوبیت محبوب سرہ پېدا کېږي دا محبوب حقیقي وي کۀ مجاز ۔ څومرہ د یو شاعرمحبوب ډېر ښکلی وي پہ جذباتو کښې بہ چې څومرہ پاکیزګي وي دومرہ بہ د شاعر پہ شعر کښې علویت وي ۔ دروېش ہم د یو محبوب پہ دام کښې ګېر دی ۔ د ہعۀ د اکثرو غزلیاتو محور د ہغۀ محبوب دی۔ دې سرہ د ہغہ پہ غزل کښې تغزل پېدا شي ۔ د جرس ګڼہ جولائي ستمبر کال ١٩٩٥ کښې پہ ص١٦٧ باندې راشد کنډي لیکي چې دروېش دراني خپل پہ غزل کښې دداسې علامتونو نہ کار اخستی دی چې د نوې زمانې سرہ سمون خوري ۔
غزل
و دوو مئینو تہ بیلتون لکہ لمبہ شي اخر
یو د لرګي پہ ډول ورک او بل ایرہ شي اخر
ستا دورنګي بہ تل تر تلہ پټہ پاتې نۀ شي
دا د مار ژبہ بہ ہم خلقو تہ ښکارہ شي اخر
دلتہ د یار د مخ تاثیر پہ ہر شي باندې کېږي
دلتہ د کاڼي غوندې زړۀ ہم ائینہ شي اخر
لۀ یوۀ زړۀ اخلې قدم او پہ بل باندې ئې ږدې
جانانہ ہسې نۀ چې ماتہ دا زینہ شي اخر
دروېشہ شونډې د جانان چې مې پہ خیال کږې ګرځي
مړاوې ګلاب کہ مې پہ لاس کښې وي تازہ شي اخر
غزل
چې ډکہ وي لۀدردہ او لۀ غمہ ای جانانہ
ګڼي ستا عاشقان ہغہ لار سمہ ای جانان
پہ کوم نامہ دې اوبولم پہ کوم لقب دې یاد کړم
ای یارہ ای نګارہ ای صنمہ ای جانانہ
دا رنګہ راتہ اوګورې چې کړي ہر یو باڼۀ دې
زما د ژوندانۀ یوہ شپہ کمہ ای جانانہ
شاید ستا عاشقانو ہغہ شپہ ژړلي نۀ وو
ګلان ووسحر پاتہ بې شبنمہ ای جانانہ
ګرمي د ہر سفر وہ دروېش تہ بې اثرہ
چې لاړ ستا پہ سایہ کښې څو قدمہ ای جانانہ
دروېش درانی پہ عروضو کښې دم وہي خو د پښتو د عروضو سرہ نۀ لږي سمندر خان سمندر خپلہ شاعري د عروضو مطابق کولو کوشیش کړی دی ځکہ ترې ځائی پہ ځائی شعر بې وزنہ بې بحرہ شوی دی
د پروګرام دوران کښې پرې ښہ تفصیل سرہ خبرې اترې شوې دي ۔ پہ دروېش دراني کښې ہم دا نقص موجود دی مثال پہ طور لکہ داولني غزل د درئیم شعر اولنۍ مصرعہ، څلورم شعر اولنۍ مصرعہ ہم دغہ کېفیت لري ۔ پښتو،اوستا،سنسکرت ،فارسي او انګرېزي وغېرہ ارین ژبې دي ددوي د بحر وزن تعین پہ سېلابونو کېږي عروضو سرہ پہ پښتو کښې د لفظونو ہئیت تہ نقصان رسي ۔ د سمندر خان سمندر دا تجربہ پہ پښتو کښې ناکامہ شوې وہ ۔د ھغۂ پہ دې کاوش د ھغۂ پہ ژوند کښې پوھانو ټکونہ کړی وو ۔
اسرار د طورو
د اسرار نوم اسرارالرحمٰن او تخلص اسرار دے ۔ د پلار نوم مولانا محمد عنایت ﷲ دے ۔ پہ نسب باندې سېد دے ۔ کلے او پتہ څۂ دا رنګې دہ محلہ صدیق خېل طورو مردان استوګنہ باغ کالونۍ کوڅہ نمبر (۱) شمس روډ ھوتي مردان ۔ تاریخ پېدائش ۱۵ ستمبر ۱۹۳۹ء ۔ تعلیم ایم اے اردو ، پشتو انرز ، بي اېډ چاپ کتابونہ (۱) امام اعظم (۲) زما کتاب د ماشومانو لہ پارہ نظمونہ (۳) د حرمېنو سفر (۴) د قرانِ پاک د اياتونو شمېر (۵) ادبي ھڅې یو ژوندے تصویر (۶) د کابل سفر (۷) لالہ زار د پرھرونو ۔ اسرار د طورو نظم او غزل دواړہ لیکي ۔ د اسرار پہ غزل کښې د رحمٰن بابا ، عبدالحمید بابا او خوشحال بابا درې واړو رنګونہ موندے شي یعني د اسرار پہ غزل کښې عشق ،تصوف ، باریک بېني ، او مزاحمت موجود دې ۔ ژبہ خواږۂ پستہ او روانہ دہ ۔ د غزل نہ ئې اندازہ لږي چې اسرار د خپل کلاسک ژورہ مطالعہ کړې دہ ۔ او دموجودہ وخت تقاضې ئې ھم پہ نظر کښې دي ۔ دا یوہ دوہ غزلونہ د نمونې پہ طور:
موسېږي د زخمونو یو جھان پہ ائینہ کښې
خندان شو راتہ جانہ ګلستان پہ ائینہ کښې
حېران ومہ چې ستا پہ تماشہ وم ځان مې ھېر وۂ
پہ ځان شومہ چې ومې لیدۂ ځان پہ ائینہ کښې
شباب کښې بې نیازہ نازولې د نازونو
اوس نیاز تہ ئې نیازونہ دي حېران پہ ائینہ کښې
ھوس کښې وۂ قاتل د بې ګناہ د وینو جام تہ
نن وګورہ مدھوش دے اویزان پہ ائینہ کښې
اسرارہ مبارک دې شہ جوھر د پاکې مینې
جمال درتہ ځلېږي د جانان پہ ائینہ کښې
د صبا اوښکې وې د ګل پہ پېمانہ کښې څۂ وو
د ھجر غم وۂ د بلبل پہ ترانہ کښې څۂ وو
مونږ ورلہ رنګ د وینو ورکړو نو څۂ خوند ئې وکړو
ګني ددې بې خوندہ ژوند پہ افسانہ کښې څۂ وو
ما د زړۂ جام کښې ستا د سترګو تماشہ کولہ
زما جانانہ د مغان پہ مېخانہ کښې څۂ وو
ستا د وطن د ملالۍ حیا ئې ټولہ کړلہ
پښتونہ یارہ د اغیارو یارانہ کښې څۂ وو
د زړۂ غبار پہ مخہ لاړو پښمان لالیہ
زۂ نۂ پوھېږم چې د اوښکو نزرانہ کښې څۂ وو
کۂ نوم دې اخلم پہ خُلې زړۂ مې دړدونہ کوي
تۂ څۂ خبر ئې د جفا پہ تازیانہ کښې څۂ وو
د موسېدونکي سباؤن د خوشحالۍ امید وۂ
اسرارہ نور پہ ھغہ تېرہ زمانہ کښې څۂ وو
م ر شفق
م ر مخفف دے د مشتاق الرحمٰن او شفق ئې تخلص دے ۔ والد صېب نوم مولانا عنایت ﷲ د اسرار د طورو کشر ورور دے ۔ تاریخ پېدائش دے ۱۹۴۶ ء ۔ د بی اے کولو نہ پس د اطلاعاتو پہ محکمہ کښې څۂ مودہ د ملازمت نہ ورستو پہ ۱۹۷۵ء کښې پہ رېدیوپاکستان کښې مترجم پہ حثیت ئې تر ۲۰۰۶ء پورې خپلہ فریضہ تر سرہ کړې دہ ۔ کلہ کلہ بہ ئې پہ پښتو ژبہ کښې خبرونہ ھم نشر کول ۔ م ر شفق کورنۍ یوہ علمي ادبی کورنۍ دہ ۔ شفق د کور دماحول نہ متاثر شو او شاعری ئې شروع کړہ ۔ نظم او نثر دواړہ لیکي ۔ پہ نظم کښې ئې رحجان د غزل طرف تہ دے ۔ غزل ئې د قدیم او جدید امتزاج دے ۔ پہ غزل کښې د باریک بینۍ او د نازک خیالۍ پہ ھڅہ کښې وي ۔ پہ لفظونو کښې جدت او نوې معنې پېدا کولو شعوری زیار کوی ۔ ھغہ لفظ زدِعام نۂ وی ، چې کوم سرہ پہ غزل کښې ئې یو مصنوعی پن محسوس کېږی ۔ د غزل موضوعات ئې دي مینہ ، ژبہ د قام ملک مینہ او دخلقو روې ۔
پہ اشنا خو بې لہ شکہ زۂ مفتون یم
بې بلنې څنګہ ورشم چې پښتون یم
شپې د زلفو دې څنګزنې کہ نمرمخې
مدعی زۂ د روښانہ سباؤن یم
بخت زما د وینو رنګ خپل ئې نۂ کړ
وروک مغل تہ حسرتونہ د رنګون یم
د دیدن پہ وږمو اوس ھم معطر یم
میشتہ شوے کہ پہ سیمہ د بېلتون یم
پہ دې څہ کہ د عمل سدم تہ شین دے
پہ خبرو د خپل دور افلاطون یم
سبا ګورہ نوې نوې ودانو تہ
خېر کہ اوس چپو وھلے د سېحون یم
شفق زېرے د پاڅون سحر ماښام دے
وی د ظلم ظلمتونو لہ شبخون یم
د حالاتو ستمونو کہ برباد کړم
خو دا زړۂ مې پہ ھوا شی چې تا یاد کړم
زما ټول عمر تنھا کوڅو کښې تېر شو
ما ځوانۍ لہ څۂ ورکړی څۂ بہ زباد کړم
پہ دې کلی دم پہ دم ږلۍ ورېږی
زۂ بہ کور د ارمانونو څۂ اباد کړم
نۂ غوړېږی پہ سپرلی کښې ھم ګلونہ
دې ازغی ازغی فکرونو پہ فریاد کړم
دواړہ لاسہ پہ مې پہ خپلو وینو سرۂ دي
د ﷲ د نومہ ځار شمہ جھاد کړم
پہ لوظونو مې نظر او ھنر تروړي
ځان مې ھېر شي چې پہ ښکلو اعتماد کړم
د چا غم راتہ شفقہ ډېر عزیز دے
د نیمګړې تلوسو نہ ئې ازاد کړم
محمد اقبال اقبال
نوم محمد اقبال تخلص اقبال دے ۔ پہ کال ۱۹۴۷ کښې پہ ھوتی مردان بری چم کښې پېدا شو ۔ اقبال مېټرک پورې تعلیم د مردان پہ سکولونو کښې حاصل کړے وۂ ۔ د ایکسائز اېنډ ټیکسېشن پہ دفتر کښې د کلرکۍ پہ څوکۍ باندې معمور وۂ ۔ اقبال د باچا خان د سیاسی تحریک خدائی خدمت ګار سپاھی وۂ ۔ پہ سیاسی ھلو ځلو کښې بہ سرګرم پاتې کېدۂ ۔ پہ مردان کښې ادبی تنظیمونہ جوړول او پہ ادبی محفلونو کښې بہ ئې تندہ برخہ اخستلہ ۔ ددي محفلونو روح وۂ ۔ پہ شاعرۍ کښې د مردان مکتب فکر سرہ تړلے وۂ ۔ خصوصاً د شمس القمر اندېش ملګرے او متاثر ترې ھم وۂ ۔ د محمد اقبال اقبال اولنۍ شعری مجموعہ پلوشہ پہ ۱۹۷۸ء کښې چاپ شو پہ دې بانډې ھغہ تہ ادم جی ایوارډ ورکړے شوے وۂ ۔ دوئمہ شعری مجموعہ لېوالہ محبت پہ ۱۹۸۹ء کښې چاپ شو ۔ درئیمہ تلي پېرونہ د افسانو مجموعہ دہ ۔ نظم او غزل دواړہ ئې لیکل د شاعرۍ موضوعات ئې ژبہ ، قام پرستي
د چکېدلې طبقې لہ پارہ اواز پورتہ کول ۔ د غزل پہ لہجہ کښې کرختګی او فن کښې ځاے پہ ځاے نقص پہ نظر راځی ۔
دا تاسو چې کوئ د وخت پہ سرو شونډو باور
زما کلہ راځی پہ دې پستو شونډو باور
منم ژبہ لوندہ خو پہ طرف د غرض اؤړی
خوړلے ھمېشہ یم د لوندو شونډو باور
ما نۂ کړئ ملامت د مئیو جام او مے خورو
کوټہ دې ساقی نۂ شی د سرکو شونډو باور
سادہ کہ لېونے دځان دښمن یم کہ خوش فھمہ
کومہ چې بیا بیا پہ خونړو شونډو باور
کلام پہ نورو شونډو خېر پخېر پہ پردو شونډو
پہ چا کړمہ پېرزو د پستو شونډو باور
خوړلی ډېر پہ سپینہ ورځ د سپینې خولې لوظونو
راکړې ډآډګېرنہ د سکڼو شونډو باور
ځارېږہ د ترخو شونډو د ستغو سپورہ شورہ
اقبالہ چرې مہ کوہ پہ خواږو شونډو باور
سعدﷲ جان برق
نوم سعدﷲجان تخلص برق کلے ډاګ بې سُود دپلار نوم عجب خان او د نیکۂ نوم ئې محمود خان وۂ ۔ تاریخ پېدائش ئې د ے یولسم مئ ۱۹۴۰ء ۔ پرائمری تعلیم پہ ډاګ بې سُود کښې حاصل کړو او لسم ئې د پبو ګورنمنټ ھائي سکول نہ پاس کړو ۔ د پلار وفا ت ئې د پنځہ څلوېښت کالو پہ عمر کښې اوشو ۔ سعدﷲجان برق پہ ورڼو خوېندو کښې د د ټولو نہ مشر وۂ ځکہ د کور ټولې زمہ وارۍ د ھغۂ پہ سر پرېوتې ۔ پہ فوج کښې بھرتي شو یو شوہ روز د ویستو نہ ورستو بېرتہ واپس کور تہ راغے ۔ د پولیس نوکری ئې وکړہ خو طبعت سرہ ئې سمون او نۂ خوړ ډېر زر دا نوکری ئې ھم پرېښودہ ۔ پہ کومہ ورځ چې د برق صېب نوکری پہ بانګ حرم کښې د نائب اډېټر پہ طور اوشوہ پہ ھغہ ورځ ھغۂ پہ اباسین مل کښې ټاټکي چلول ۔
د شاعرۍشوق د برق صېب داسې پېدا شو چې د ھغۂ مور بی بی پہ کور کښې د شاعرۍ کتابونہ او داستانونہ لوستل ۔برق پہ ابتدا کښې پہ اردو کښې شاعری شروع کړہ خو پہ دې نتیجہ ورسېد چې د اردو د شاعرۍ میدان ډېر زیات وسیع دے پہ دې کښې ممتاز مقام حاصلول ګران کار دے نو پہ پښتو کښې ئې شاعری شروع کړہ ۔ پہ پښتو کښې کہ محنت اوکړے شې کۂ ممتاز مقام حاصل نۂ کړے شی څۂ لږ ډېر قابل ذکر مقام بہ حاصل کړے شی۔ برق صېب سنجیدہ او مزاحیہ شاعری دواړہ کوی ۔ پہ مزاحیہ شاعرۍ کښې د مزاح پېداکول پہ خاطر شاعر د ژبې دومرہ خیال نۂ ساتی خو یو ښہ مزاحیہ شاعر لہ دې نہ ھم د معاشرې د اصلاح کار اخلی ۔ برق صېب دغہ فہرست کښې شامل دے ۔ پہ سنجیدہ شاعرۍ کښې ھغہ زیات غزل لیکی د برق صېب غزل ترقی پسند غزل دے چې حقیقت پسندی پکښې ډېرہ دہ ۔ د تشبیھاتو ، استعارې ، اشارې کناې ، صنائع بدائع ، تلمیحاتو نہ ئې کار نۂ دے اخستے ۔ عام فہمہ غزل دے ، روزمرہ ژبہ استعمال دہ ۔ د تسریح ضرورت نۂ لری
برق صېب یو ډرامہ نګار او تاریخ نویس دے ۔ پہ نثر کښې ډېر لوے کار کړے دے او ډېرو کتابونو څختن دے فہرست ئې څۂ پہ دې ډول دے (۱) برېښنا (۲) برېښنا دوم (۳) باران باران(۴) زرغونہ (۵) انار دانې (۶) خنداګانې ژړاګانې (۷) ګل زیړے (۸) د کشمیر غازی د افسانو مجموعہ (۹) شبِ چراغ (ناول ) ځنې سېریلز ئې ډېر زیات مشھور شوی وو لکہ رنګونہ ، رنګ پہ رنګ ، رنګا رنګ ، سل پہ لالی پورې ، باڼی چل ۔ د برق صېب د غزل موضوعات دی قام پرستی ، ژبہ ۔ معاشی او معاشرتی بې انصافۍ ، د پښتون قام دخوشحالۍ او ترقۍ ارزومند دے ۔
ھر یو ګل دے پاڼې پاڼې نیشتہ ساہ یوې غوټۍ کښې
پہ سپرلی کښې ھم خزان دے ویر ژړا دہ پہ ښادۍ کښې
تږے تږے یم چې نۂ ئې جل مې اخلی چې دې وینم
اخر ساہ بہ رانہ اوځی پہ دې تندہ لېونۍ کښې
دا یو ځان مې ملکیت دے دا بہ تانہ صدقہ کړم
یارہ ما څخہ نور څۂ دې پہ غریبہ غریبۍ کښې
چې دې خپل زړګی تہ ګورم د یارانو پہ محفل کښې
لکہ کور د چا کنډر وی پہ ابادہ ابادۍ کښې
برق تۂ چې شاعری کړې پہ دې بې شعورہ وخت کښې
لکہ غرونو کښې څوک اؤری خپل اواز پہ واپسۍ کښې
زۂ خو پیادہ یم چې پیادہ دی ماسرہ دې سرہ دې راځی
څوک چې پہ طمع د سورلو دی پہ مزہ دې راځی
مالہ یو څو ملګري بس دی چې د تلو والا وی
چغې بہ څو وھم چې ټولہ قافلہ دې راځی
ډېرې مودې نہ رھبران مو پہ یو ځاے چورلہ وی
څوک چې دا چورلہ بابا نۂ کوی ھغہ دې راځی
ما خو پہ ټول عمر کښې لنډہ لار اونۂ موندلہ
کہ څوک زما سرہ راځی نو پہ اوګدہ دې راځی
پہ پښتنو کښې اتفاق خو د چیندخو تول دے
برقہ مطلب څۂ چې دوہ لاړې شی یوہ دې راځی
مطیع ﷲ قرېشی
مطیعﷲ قرېشی پہ کال ۱۹۴۵ ء کښې د فرورۍ پہ دوئمہ نېټہ د مولانا نورالحق صېب پہ کور کښې د بنون اخون دان نومې کلی کښې زېږدلے دے ۔ دېنې تعلیم خپل نیکۂ مولانا عبدالحق نہ او پرائمری تعلیم عمرزی وزیر او بر سکندرخېل بنوں ثانوی تعلیم ئې د پینل ھائی سکول بنوں او ګرېجوېشن ئې پہ کال ۱۹۶۵ء د ګورنمټ کالج نہ تر سرہ کړو ۔ اېم اے اکنامکس ئې د پېښور یونیورسټۍ نہ اوکړو پہ دغہ امتحان کښې ئې دوئیم پوزیشن وۂ ۔ پہ سوشل سټډی کښې ئې ډګری د مانچسټر یونیورسټۍ نہ حاصل کړہ ۔ سېریل سپریر سروس امتحان ئې پہ کال ۱۹۶۹ کښې پاس کړو ۔ پہ ټولہ تعلیمی دورہ کښې د لیاقت پہ وظیفہ اویاړلے شو ۔ د کال ۱۹۶۹ نہ تر پہ پېښور یونیورسټۍ کښې د ریسرچ سکالر پہ توګہ بیا د نوښار سرکاری کالج کښې د اکنامکس لیکچرر اولږېد ۔ خو سی ۔ اېس ۔ اېس کښې د کامیابۍ نہ ورستو پہ اسلام اباد کښې پہ مختلفو وزارتونو کښې د سیکشن افسر ، ډپټی سیکټر، جوائنټ سیکټر او قائم مقام سېکټر پہ حېث ملازمت کړے دے ۔ دخپل ملازمت دوران کښې پہ عالمی سطح مختلفو کانفرنسونو او اجلاسونو کښې ګډون کړے دے ۔ او د نړۍ ډېرو ملکونو دورې ئې کړې دي ۔ مطیعﷲ قرېشی د غزل شاعر دے او قرېشی تخلص کوی غزل عېن د غزل د تعریف مطابق دے ۔ یعنی د محبوب سرہ خبرې ۔ رومانی غزل لیکی ۔ خو ھغہ مخلی رومان نہ اکثر ډډہ کړې دہ ۔او جدت پېدا کولو کوشیش ئې کړے دے ۔ پہ غزل کښې نازک خیالی پېدا کړې دہ او جذبہ کښې ښہ شدت موجود دے ۔ مطیعﷲ قریشی ښہ غزل ګو دے او دغزل حق ئې ادا کړے دے خو مطمئن ژوند ئې تېر کړے دے پہ غزل کښې غم درد کمے محسوس کېږی چې د ښہ غزل خاصہ دہ ۔ اکثر غزلونہ پہ یو بحر کښې دی ۔ مطبوعات ئې پہ دې ډول دي ۔ FENALE OF LARGE SCALE INDUSTRY IN N. W F P دا کتاب دی بورډ آف انکوئری لہ خوا پہ کال ۱۹۷۰ء کښې چاپ دے ۔ (۲) ملی سندرې دا اردو پبلسټی ارګنائزېشن ۱۹۶۶ کښې چاپ کړے دے (۳) رامبېل چامبېل د غزلونو مجموعہ پہ کال ۱۹۷۸ کښې چاپ دے (۴) ګل مخونہ د چاپ نېټہ ۲۰۰۸ء ۔ د کال ۲۰۰۸ء بہترین شعری مجموعي پہ ایوارډ باندې د اباسین ارټ کونسل او پاکستان رائتر ګلډ لۂ خوا او مانځلے شو ۔
د نظر غشے چې د وروځو د لیندو نہ اووت
زما پہ شان د ډېرو خلقو د سینو نہ اووت
پہ مات زړګی ستا د محفل نہ رخصتېږم اشنا
اوس بہ خو خوښ یې چې ازغے دې د لېمو نہ اووت
اوس ھغہ تندہ د منزل ھغہ تندی نیشتہ دے
منزل بې خوندہ شو کہ دم زما د پښو نہ اووت
نن ئې بې وسہ پہ پښو پرېوتم اشنا اووائیل
دا لېونے خو د رواج او د پښتو نہ اووت
د یو ګریوان څیرې کول وو خو دے څۂ نہ څۂ شو
مئین پہ یو قدم د څومرہ مرحلو نہ اووت
پرون وۂ ستاسو د زړۂ سر د محفل رنګ ملګرو
نن مو ھغہ قریشی څنګہ د زړو نہ اووت
ګیلہ مې نیشتے کہ خپل کور کلے کالۂ نۂ لرم
ګیلہ مې دا دہ چې سر ستا پہ زنګانۂ نۂ لرم
تۂ پہ ما کړې داسې ستم لکہ چې زړۂ نۂ لري
زۂ ستا ظلمونہ داسې وړم لکہ چې خولۂ نۂ لرم
چې ستا یادونہ پکښې نۂ وی اوس پہ زړۂ څۂ کوم
پہ حجرہ اور پورې کوم چې مېلمانۂ نۂ لرم
کہ ھر څو خپل پردی لرمہ خو یو تا نۂ لرم
لکہ چې ټول بدن لرم خو پکښې زرۂ نۂ لرم
قرېشی نن ئې د محفل نہ داسې ورټلم
لکہ زۂ چې خو بېخی حق د ژوندانۂ نۂ لرم
محمد اسلام ارمانی
محمد اسلام ارمانی د ملاکنډ الہ ډنډ ډھرۍ نومې کلی کښې د رحمت شاہ کرہ پہ کال ۱۹۴۵ ء کښې د فرورۍ پہ اتمہ نېتہ سترګې پرانستې دي ۔ پہ کال ۱۹۶۲ کښې د بټ خېلې د ھائی سکول نہ لسم اوکړو ۔ محکمہ تعلیم کښې ئې ملازمت شروع کړو ۔ د ملازمت دوران کښې ئې د دولسم او څوارلسم جماعت امتحانونہ پاس کړۂ ۔ او پہ کال ۱۹۷۸ ء کښې د ایم اے سند تر لاس کړو ۔ د کال ۱۹۷۵ء نہ تر کال ۱۹۷۸ ء پورې د ترائبل پبلسټی ارګنائزېشن لۂ خوا خورہ شوې مېاشتنۍ پرچې کاروان باجوړ اېډیټر او د جمھور اسلام ماھوار اېډیټر پاتې شو ۔ پہ کال ۱۹۷۹ ء د لیکچرر پہ عھدہ باندې معمور شو ۔ محمد اسلام ارمانی یو بېسیار نویس شاعر او لیکوال دے ۔ د ھغۂ چاپ کتابونہ پہ دې ډول دي ۔ (۱) دا کاڼی او دا کوڅې (۲) یاران ھیڅ نۂ وائی (۳) اوس مازیګر پېغلې ګودر تہ نۂ ځی (۴) دا تۂ پہ څۂ خفہ ئې (۵) د رڼا سېورے (۶) سلام سلام حبیبہ (۷) خط مې راغلے د جانان دے د محمد اسلام ارمانی ناچاپہ کتابونہ پہ دې ډول دي (۱) تېر پہ ھېر (۲) د کاکاجی صنوبر حسېن ژوند او جد وجھد (۳) خلق بہ ھر څہ ھر څہ وائی (۴) ګېډۍ د ګلو (۵) مخ پہ مخ ( ۶) تول پارسنګ (۷)د باجوړ نہ تر وزیرستانہ (۸) ښکلے دے وطن زما (۹) خپلہ خاؤرہ خپلہ اختیارہ (۱۰) دا څوک دي (۱۱) یاد ګار ملاقاتونہ ۔ د اسلوب پہ لحاظ غزل سادہ دے د غزل موضوعات ئې دي مینہ ، د قام ملک غم ۔ غزل ئې یو پېغام لری خو خبر پہ اشارہ کنایہ کښې نۂ کوی چې د غزل لہ پارہ ضروری ګڼلے شی ۔ چونکې بېسېار ګو دے د فنی نقص امکان لری
مونږ د تئېرو دښمنان مونږ د رڼا ملګری
ماتہ صفا اووائې تاسو ئې د چاملګری
زما خواږو ملګرو راځئ چې ټول یو موټے شو
ګنی صبا بہ مو ھیڅوک نۂ وی پہ شاہ ملګرو
مونږ د رھزن پہ خواږہ ژبہ یُو تېروتی مدام
خبر کړئ راشئ نن د خپلې مدعا ملګری
بېدار شئ پاسئ پہ خوبونو سحر نۂ شی راتلے
د قام زلمی ځان سرہ ھم کړئ خامخا ملګری
چا چې د خپل غرض د پارہ ټول عمر دروغ وئیلی
څنګ بہ پہ ھغو باندې یقین اوکړی بیا ملګری
زمونږ د سر غلیم دے غواړی د خپل دسر خېرونہ
دلتہ د مرګ نہ ویرېږی پہ رښتیا ملګری
د ارمانی ملګری ټول پہ خپلہ خاؤرہ مئین
دغہ ملګری ئې دی ټول د پښتون خوا ملګری
کۂ څو ک پہ تقطیع باندې نۂ پوھېږی غزل د ترنم سرہ وئیلے شی ھغۂ تہ بہ د بحر ماتېدو اندازہ اوشی ۔
سحر تیارۂ دہ ھم ماښام تیارۂ دہ
تیارۂ دہ دلتہ ګام پہ ګام تیارۂ دہ
تا بہ زۂ څنګہ پہ بلۍ اووینم
چې راخورہ پہ ھر یو بام تیارۂ دہ
ساہ مو شوہ ډوبہ پہ تیارو کښې خدایہ
مونږ زغمو ډېر لہ ناکام تېارۂ دہ
اے د رڼا دښمنہ تاتہ وائیم
خبر شہ ستا ھریو انجام تېارۂ دہ
ارمانی دا پېرزو د وخت دہ پہ مونږ
رالہ راکړې پہ ارمان تېارۂ دہ
ارمان د غزل د نورو قافیو ماښام ،ګام ، بام ، ناکام ، انجام ھم وزن دے ھم قافیہ نۂ دے ۔ غزل نوم دے د تغزل ھم دغہ خیالات پہ داسې انداز کښې بیانېدے شو چې د غزل تغزل پرې نۂ وے مجروح شوے ۔
صاحب شاہ صابر
صاحب شاہ صابر پہ کال ۱۹۵۶ ء کښې د ظاہرشاہ پہ کور کښې سترګې پرانستې ۔ تر څوارلسم پورې تعلیم پہ سخاکوټ او مردان کالج کښې حاصل کړو ۔ نور ټول تعلیم ئې د پېښور یونیورسټۍ نہ تر سرہ کړے دے ۔ صاحب شاہ صابر پہ پښتو ، اردو او پہ پولیټیکل سائنس دریو مضامینو کښې ایم اے کړے وۂ ۔ پی اېچ ډی ئې ھم د پېښور یونیورسټۍ نہ کړې وۂ ۔ صاحب شاہ صابر یو شاعر ، افسانہ نګار ، محقق او نقاد وۂ ۔ د صاحب شاہ صابر کتابونہ څۂ پہ دې ډول دي ۔ تکل شاعری ،خوبونہ شاعری ، واؤرې ګلونہ افسانې ، پہ پښتو ادب کښې تحقیق او تنقید ، د تنقید ډولونہ ، د تنقید تاریخ ، د پښتو ټپہ او پښتانۂ ، رڼا او رنګونہ ، پہ پښتو شاعرۍ کښې ټولنیز ماھٔیت ۔پہ شاعرۍ کښې صابر نظم او غزل دواړہ لیکی خو دلتہ زمونږ کار د ھغۂ غزل سرہ دے ۔ صابر پہ یوہ مرکہ کښې پہ یوټیوب دا وئیلی دې چې ھغۂ پہ شعر کښې د خېبر افریدی نہ متاثر دے ۔ خو د خېبر پہ نسبت د صابر شعر د ځوانانو زړونہ زیات متاثر کوی ۔ صابر کلاسک او جدید ادب دواړہ مطالعہ کړی دی خو د ھغۂ پہ غزل د کلاسیکیت چاپ نۂ لیدے کېږی ۔ جدید غزل لیکی ، نوی خیالات ئې پہ غزل کښې موندے شی ۔ بې ساختګی او برجستګی ئې د غزل خاصہ دہ ۔ اکثر لنډ بحرونہ استعمالوی ۔ د غزل موضوعات ئې دی مینہ ، قام پرستی ، ژبہ ، معاشی او معاشرتی بې انصافۍ ، رندانۂ خیالات ، خو دغہ سیمې اکثرو شاعرانو پہ شان پہ قافیہ کښې د یاِ مخصوصہ او یا ِ مجھول تر منځہ فرق نۂ شی کولے دغہ غزل ئې وګورئ ښہ غزل دے خو د قافې نقص لری ۔
درد مې اسوېلے کړہ بیا کہ ځې نو ځہ
ځان تہ مې لوګے کړہ بیا کہ ځې نو ځہ
تۂ او بیا راتلۂ پہ عقل ګرانہ دہ
نن مې لېونے کړہ بیا کہ ځې نو ځہ
اووایہ رښتیا کہ خپلېدے نۂ شُو
خېر دے ما پردے بیا کہ ځې نو ځہ
تندې تہ مې وګورہ چې طاعون نۂ شی
شوندې مې لوندې کړہ بیا کہ ځې نو ځہ
سترګو لہ لږ غوندې خوب راولہ
ورکې شوګېری کړہ بیا کہ ځې نو ځہ
شپہ دہ شوګیرہ څۂ معلومہ دہ
ډکې پېمانې کړہ بیا کہ ځې نو ځہ
مینہ څۂ دہ ګلہ زۂ او تۂ څۂ یُو
پوې مې لږ پہ دې کړہ بیا کۂ ځې نو ځہ
کېنہ د صابر پہ خواکښې لږ غوندې
ورکې ئې ګیلې کړہ بیا کہ ځې نو ځہ
(دا غزل ھم د قافې نقص لری )
کہ ستا پہ مخ ستا پہ کاکُل نۂ لیکم
بیا خو غزل نۂ دے غزل نۂ لیکم
ما دې زما د زړۂ ازار اووھی
کہ پہ قامت او پہ اوربل نۂ لیکم
ستا ئې منلہ ستا ئې اومنلہ
بس دے د خپل زړۂ خپل نۂ لیکم
بیا بہ زړۂ خبرې زرۂ کښې ساتُو
بیا بہ روداد ستا د محفل نۂ لیکم
نور پرې د زړۂ د وینو رنګ نولمہ
نورہ د ګل قیصہ پہ ګل نۂ لیکم
ھغہ خوبونہ مې پہ سترګو کښې دي
څنګہ بہ د ښکلی پہ څنګل نۂ لیکم
ډاکټر خالق زیار
ډاکټر خالق زیار پہ کال ۱۹۵۶ ء کښې پہ ملاکنډ دویژن کښې پہ سدراج یوړ کلی کښې پېدا شو ۔ تر لسم جماعت پورې تعلیم ئی پہ مقامی سکولونو کښې حاصل کړو ۔ دولسم ئی د اېډورډ کالج نہ اوکړو ۔ د ډاکټرۍ سند ئې د افغانستان نہ تر لاسہ کړو ۔
ډاکټر خالق زیار د باچا خان پېروکار دے ۔ ھغہ یو شاعر ، دانشور او سوشل ورکر دے ۔ د شاعرۍ سرہ مینہ د رحمت شاہ سائل سرہ پہ دکان د ناستې پاستې نہ پېدا شوہ ۔ ډاکټر خالق زیار ، رحمت شاہ سائل او صاحب شاہ صابر د نیزدې ملګری دی خو ډاکټر خالق پہ نسبت د دواړو ډیر محتاط او د میعار قائل وۂ ۔ دھغۂ چاپ کتابونو دا دي ۔ تلوسي ، دا خلق او دا خاؤرې ، د پښتون بغاوتونہ ، د خلیل جبرا ن د کتاب brokin wings ترجمہ او اخری شعری مجموعہ جګہ شملہ ۔ د ملاکنډ ادبی او کلتوری جرګې بنیاد ډاکټړ خالق زیار اېښے وۂ ۔ ډاکټر خالق زیار نظم او غزل دواړہ لیکی ۔ د شاعرۍ موضوعات ئې دي مینہ ، قام پرستی ، سماجی شعور او پښتون ولی غزل لیکلو سرہ ئې انصاف کړے دے ۔ د غزل ئې دا نمونې اوګورئ
ھم ئې بېرہ دہ ساتلې ھم ئې ټال دے
راشہ ستا لېونے اوس ھم پہ خپل حال دے
داسې زر ترې جوړ کړی یو څۂ کلہ بل څۂ
تۂ بہ وائې زرۂ مې خټہ یار قولال دے
زۂ پښتون یم تۂ ښائستہ ئې دا پورہ دہ
پہ دنیا کښې خو جلال دے یا جمال دے
شاہ د پنجو پہ سر تلۂ مې زړۂ پرېباسی
مشران وائی چې کبر لہ زوال دے
یو د مینې پہ سر جګہ شملہ ګرځی
ګنی نور پہ شتمنۍ کښې زیار کنګال دے
کۂ یو جنت تہ ځو ھم خو رښتیا خبرہ دا دہ
زما لارہ جدا دہ د مُلا لارہ جدا دہ
چې خال ئې د تندی نۂ شی نکریزې د لاسونو
دا مینہ ئې زړۂ نورہ د کوم مرض دوا دہ
ویشتلے چې ئې ھر ځلې د سترګو پہ ګولو یم
ختلې مې خلې نہ ورتہ ھر ځلي دعا دہ
لہ زورہ کہ زرۂ د ماتېدو چرتہ خبر شوې
د سر پہ ماتېدو بہ شکر اوباسې فرھادہ
زاھدہ پہ جنت کښې بہ پرانستې تڼۍ ګرځم
تړلې مې ټول عمر د خوارانو سرہ ملا دہ
اباسین یوسفزے
نوم مسلم شاہ تخلص اباسین کوی ۔ د دیر د ادین زی تحصیل پہ خانپور نومې کلی کښې د برادر شاہ پہ کور کښې پېدا شو۔ تاریخ پېدائش ئې ۱۹۶۲ء د جنورۍ اولہ ورځ ۔ ایم اے پښتو او د ایل اېل بي سندونہ د پېښور یونیورسټۍ نہ تر لاسہ کړی دي ۔ پہ کال ۱۹۸۳ء کښې پہ اسلامیہ کالج کښې د پښتو لیکچرر مقرر شو ۔ پہ پښتو ورځ پاڼہ وحدت کښې د اکو بکو پہ نوم او روزنامہ مشرق کښې ئې د ابشار پہ نامہ ډېرہ مودہ کالمونہ لیکلی دي ۔ د شاعرۍ ابتدا ئې د ۱۹۷۵ ء کښې ُۃ پښتو او اردو دواړو ژبو کښې شروع کړہ ، خو د اردو مشھور شاعر قتیل شفائی چې تعلق ئې د ھزارې سرہ دے پہ وېنا د اردو شاعری ئې ترک کړہ ۔ پہ حال کښې ئې د پی اېچ ډی ډګری تر لاسہ کړې دہ ۔ دا ھغۂ تہ کوم ګران کار دے ۔ اباسین ښہ مکرر او ښہ اینکر پرسن دے ۔ پہ ټی وی اکثر د لوېو لوېو پروګرامونو کوربہ اباسین یوسف زے وی ۔تر دې دمہ د اباسېن درې شعری مجموعې چاپ دي ۔غورځنګونہ ، الوت او مرام ۔ نظم او غزل دواړہ لیکی او دواړہ ښہ لیکی ۔ مقطع کښې د خپل تخلص استعمال اکثر ډیر پہ ھنر مندۍ کوی ۔ پہ غزل کښې لہجہ جمالی کمہ او جلالی زیاتہ دہ ، غم درد جذبات ئې پہ غزل کښې کم ځکہ دی چې یو مطمئن سړے دے ۔ خو عشق غم دړد نہ بغېر غزل پیکہ ټانټہ دہ ۔پہ غزل کښې تلمیحات او نور فنی محاسن پہ نظر راځی ۔ د غزل موضوعات ئې دی پښتو ، پښتون ولی ، پښتو ژبہ چې د بیا بېا تکرار سرہ غزل ئې د یکسانیت ښکار شی ۔
دوران چې غوڅ کړم پہ ځیګر نو یو پہ لس خور شوم
د خپل ارمان پہ ادیرہ لکہ نرګس خور شوم
ستا دنګې غاړې ژبہ راکړہ نو ټپہ ټپہ شوم
ګودر تہ لاړم پہ حجرہ کښې پہ مېلس خور شوم
عشق حېرانہ ګوتہ پہ خولہ عقل تہ داسې اووې
رانہ پُښتنہ ھسې مہ کوہ خو بس خور شوم
ځان مې د نمر شغلو تہ اونیوو خو تۂ مې ګل کړې
لکہ د پرخې دې پہ غېږہ کښې تس نس خور شوم
زۂ محبت یم ستا عظمت منم خو ما بہ منې
حسنہ ما خور کړې پہ نړۍ لہ تانہ پس خور شوم
لکہ د ګل دیوې پېغلې کتو مړاوې نۂ کړم
زۂ اباسین ومہ پہ کلی پہ اولس خور شوم
شونډې دې پیکہ منګلې یخې دی
دا د بې وفا و خلقو نخښې دی
لاس دې پہ نکریزو باندې سرۂ نۂ دی
دا زما د زرۂ د شونډو غوښې دی
دود لہ رقیبان بہ ورتہ اوسوزی
سترګې د ټول کلی پہ خخې دی
زۂ بہ پہ داغونو زړۂ رنګین لرم
ستا پہ اننګو کہ نرۍ زخې دی
خپلہ مې تارخۂ د ژوند خوړلی دی
تالہ مې خواږې ورځې پرېښې دی
اوس وایہ چې زور د اباسین منې
دا دی غورځنګونہ ستا د مخې دی
غوښې او پرېښې د نور غزل ھم قافیہ نۂ دی ۔ پہ پنځم شعر کښې چې نخښہ ورتہ ھم شوې دہ پرېښې نہ پرې اېښې بہ لیکل پرېوتل قافیہ کښې د بحر پورہ کولو پہ خاطر بہ ردوبدل کول پرېوتل ۔ خو داسې بہ معیٰ بدلہ شی.
عبدالرحمٰن بېتاب
نوم عبدالرحمٰن تخلص بېتاب د پلار نوم شجاعت
خان تاریخ پېدائش ۵جنوری ۱۹۴۴ء نوښار محلہ میټھاخېل تعلیمی قابلیت اېم اے پښتو ، اېم اے اردو ، پښتو انرز ، فارسۍ انرز ، فاضل طب وجراعت ۔ مطبوعات پلکیں اردو شعری مجموعہ ، علامہ اقبال حالات و خیالات ، زۂ پہ تا مئین یم د پښتو شعری مجموعہ ، بصیرت ترجمہ ، غورځنګونہ تالیف ، عشق رسول او طبِ نبوی ۔ زۂ دا نۂ وائیم چې ھغہ ډېر لوے شاعر او ادیب وۂ خو ھغۂ د ادب ډېر لوے خدمت کړے دے ۔ خصوصاً د ھزارې د پښتو ادب ګنی د ھزارې د شاعر ادیب چا پہ نورې پښتون خوا کښې نۂ اؤرېدۂ ۔ مثال ئې د نقار خانې د طوطی وۂ ۔ زۂ پخپلہ مایوسہ وم زما دا دوہ شعرونہ زما د مایوسۍ عکاسی کوی
کلہ بہ شی د جوھریانو نظر
مونږہ لعلونہ پہ ایرو کښې اوسو
دا بل شعر دے
ګنج ومہ اقبالہ پټ او پټ بہ شمہ پاتې
څوک ھم خبر نۂ شو چې ئې غر زما مسکن کہ
خو دا عبدالرحمٰن بېتاب او سردارعلی ټکر وو چې د ھزارې ئې ادب نورې پښتون تہ ښکارہ کړو ۔ او د ھزارې شاعر ادیب دا ثابتہ کړہ چې د پښتو ادب بغېر د ھزارې ادب نہ نیمګړے دے ۔ ھزارې تہ پہ ډېر څۂ کښې اولیت حاصل دے ۔ عبدالرحمٰن بېتا ب د خپلې شعری مجموعې “ زۂ پہ تا مئین یم “ تړون د اسماعیل ګوھر او د ھزارې د نورو شاعرانو او د لیکوالو پہ نوم کړے دے ۔ پہ یو ڼظم کښې د ھزار ي شاعرانو ادیبانو تہ پېرزوني وړاندې کړې د ھائیکو او د کوکې ذکر کړے د ے پہ ھزارہ کښې چیخ او اتڼ یاد شوے دے ۔ څنګہ چې ما مخکښې ذکر اوکړو چې ھغہ یو مختلف شاعر او ادیب وۂ ۔ عبدالرحمٰن بېتاب نظم او غزل دواړہ لیکی ۔ د شاعرۍ موضوعات ئی دی حسن ، مینہ ، فلسفہ ، پښتو قام او پښتو ژبہ ۔ د غزل انداز ئې اوګورئ
د پښتون د وجود غړے دے اشراف دے
کہ کولال دے کہ ترکاڼ دے کہ نداف دے
ھرہ پېغلہ پہ خپل کور کښې ښاپېرۍ دہ
ھر یو کور پہ پښتون خوا کښې کوہِ قاف دے
د تجدید پہ دې بانہ ئې خیچن نۂ کړې
د پښتون ھر یو نظام خپلہ شفاف دے
چې حیا نہ سترګې ښکتہ شی سر لوړ شی
سرکوزی د سرلوړۍ یو اعتراف دے
سپین سحر دې د سکڼی ماښام لوګے شی
فېصلہ پخپلہ اوکړہ دا انصاف دے
پہ سینہ باندې ئې ځان لہ ځائے پېدا کړو
کومو زلفو چې د مخ کړے طواف دے
سپرلی چې راشی ځان سرہ راوړی ګلونہ نوی
د رنګ او بُو دې قافلہ کښې شې غمونہ نوی
ایرې راکنہ مۂ پہ دې کښې سرۂ بڅري پټ دی
نوی ماحول کښې بہ بیا اولږی اورونہ نوی
د زوړ او نوی دې تړون تہ وخت پہ خپلہ حېران
مینہ زړہ پېدا کوی ھر وخت غمونہ نوی
د زوړ او نوی فلسفہ باندې اونۂ رسېدم
چې زخم زوړ دے نو بیا ولې دی دردونہ نوی
مونږہ زاړۂ یو خو وخت نوے زمانہ نوې دہ
پہ زوړ زړګی کښې پہ غورزنګ دی ستا یادونہ نوی
تۂ ښائست د زړۂ راښکون دې معجزې تہ ګورہ
د زړۂ کنډر کښې راټوکېږی ارمانونہ نوی ۹
محبﷲ شوق
محب ﷲشوق د ضلع مردان مشھور علمی او ادبی کلی طوروکښې پہ کال ۱۹۵۱ ء کښې د جنورۍ پہ شپږمہ نېټہ پہ یوې درنې کورنۍ کښې پېدا شو ۔ لیک لوست ئې د مردان پہ سکولونو کالجونو کښې کړے دے ۔ د تعلیم د فراغت نہ ورستو پہ پی تی وی پېښور کښې د پروډیوسر پہ طور ئې کار شروع کړو ۔ د محبﷲ شوق پہ نظم او نثر دواړو باندې ښہ لاس بر دے ۔ پہ نثر کښې پہ تحقیق ، تنقید ،طنزومزاح ، افسانہ او پہ ډرامہ ئې طبع ازمائی کړې دہ ۔ د طنزومزاح کالمونہ بہ ئې پہ غنچہ او ورستو بہ ئې پہ امن کښې لیکل ۔ چې عنوان بہ ئې وۂ ھغہ دغہ ۔ د کال ۱۹۷۲ ء نہ تر ۱۹۷۶ئ پورې د اولسی ادبی ټولنې مردان ستر سېکتر پاتې شوے دے ۔ پہ کال ۱۹۷۹ء کښې محبﷲ شوق تہ د رېډیائی ډرامو پہ جشن کښې د بہترین ډرامہ نګار انعام ورکړے شو ۔ د رېدیو پېښور مشھور د ټوکو ټکالو پروګرام “پلوشې “ بہ محبﷲ شوق لیکۂ ۔ د پښتو شمېریزہ ئې پہ نوی ډول جوړہ کړې دہ ۔ د محبﷲ شوق شعری مجموعہ “ ستا د دیدن پہ لار “ او نثری مجموعہ پہ شګو کښې لار دي ۔ د غزل موضوع ئې رومان دے ۔ غزل ئې پہ ھغہ روایتی ډګر روان دے ۔ خو د سخن فہمۍ تقاضا کوی پہ ملک کښې د رڼا او خوشحالۍ ارزومند دے ۔ خبرہ پہ اشارہ کنایہ کښې کوی ۔
حسن مجبور دے خواږۂ نیشتے د لېمو کلی تہ
آخر دا کلے بہ پرېږدو د مجبورو کلی تہ
ما فاصلې د خپل اخلاص ستا د یادونو کچ کړې
یقین مې نۂ ځی نور د مینې د رشتو کلی تہ
ھغہ ښائست ، ھغہ ژوندون ھغہ سکون یادېږی
ما پہ خپل ژوند کښې لږ شان بوځئ د سپرلو کلی تہ
زۂ خپلو ماتو حوصلو ھم لار کښې نۂ پرېښودم
رقیب ورکولې کۂ پشتې د حادثو کلی تہ
ډوبیږی ساہ ، مینہ بې حسہ شوہ ښائست بې نورہ
رڼا تہ غږ اوکړئ چې راشی د تیارو کلی تہ
ارمان مې ستا د چم قیصہ دہ نور څۂ نۂ غواړمہ
لږہ منزل تہ مې اسرہ دہ نور څۂ نۂ غواړمہ
وفا دې واخلی بدنېتی دې د رقیب شی نصیب
ما لہ دا خپلہ مینہ ښہ دہ نور څۂ نۂ غواړمہ
زما ھډونہ دې شونټۍ کړی خو رڼا دې راشی
پہ ما دغم تیارۂ خورہ دہ نور څۂ نۂ غواړمہ
لکہ سپرلی غوندې راتېر شہ او ما ګل کہ اشنا
ژوند ستا پہ لارہ کښې ډیوہ دہ نورڅۂ نۂ غواړمہ
ما لټولو مسکی توب د زلمی توب پہ شونډو
ھغہ وې غم رالہ توښہ دہ نور څۂ نۂ غواړمہ
زما پہ چم کښې دې مسکۍ شې ښاپېرۍ د جمال
زړۂ کښې د عمر تلوسہ دہ نور څۂ نۂ غواړمہ
ماصل خان اتش
نوم ماصل خان تخلص اتش کوی ۔ د پلار نوم دے ﷲنور خان ۔ کلے دے د خېراباد کنډ کټی میانۍ تحصیل نوښار ، پہ قام قطب شاھی اعوان دے ۔ تاریخِ پېدائش دے کال ۱۹۵۰ء ، تعلیم اېف اے ذریعہ معاش تجارت دے ۔ نظم او غزل دواړہ لیکی د ځنې مشھورو شاعرانو ادیبانو خاکې ئې ھم لیکلې دي ۔ ادبی تنظیمونہ جوړول او پہ ادبی غونډو کښې پہ شوق سرہ ګډون کوی ۔ انتھائ مینہ ناک انسان دے ۔ د شاعرۍ موضوعات ئې دي رومانیت ملک او قام ژبې سرہ مینہ ، د غزل پہ لیکلو باندې ئې ښہ لاس بر دے ۔
د ګل مسکا چې پہ زړګی کښې پسرلی ځایوی
د ارمانی ژوندون پہ سیمہ مې ازغی ځایوی
ورک د دنیا پہ رنګینو کښې شو سادہ زړګے مې
خود بہ غمونہ ځایوی چې خوشحالی ځایو ی
د زلمی توب احساس مې بیائی د جنون مقام تہ
د خیال دنیا کښې مې خیالونہ لېونی ځایوی
غرونہ ھم اچوی چې انګار ئې د سینې لمبہ شی
ټوټہ زړګی کښې بہ څوک څنګہ اسویلی ځایوی
څنګہ بہ نۂ سوزی پتنګ لوخرہ کیږی بہ نۂ
چې پہ وزرو کښې د شمعې روشنائي ځایوی
څوک چې د ښکلو سرہ مینہ پہ دنیا کښې ساتی
نور بہ بیا څۂ بې لہ دړدونو پہ زړګی ځایوی
اتش چې اونوستل پہ مینہ د خپل خیال بڅری
جذبې بہ څومرہ پہ زړګی کښې اتشی ځایوی
خزانہ مۂ مې رېژوہ د حسرتونو غوټۍ
پرېږدہ چې خاندی مې د ژوند د ارمانونو غوټۍ
لېلہٰ اوس خو مې د ځوانۍ د سپرلی مخ لېدلے
خاؤرې اېرې مې خدایہ نۂ کړې د یادونو غوټۍ
د مرګ سیلۍ د خداے د پارہ چې یې پاڼې نۂ کړې
زما د زړۂ پہ وینو رنګ د سرو ګلونو غوټۍ
سپرلیہ تل پہ چمن اوسہ تازہ تر ئې ساتہ
وی دې مسکۍ د ښکلو ښکلو بھارونو غوټۍ
رقیب مۂ خاندہ زما معصومې مینې پورې
زر دہ چې ګل بہ شی زما د امیدونو غوټۍ
د زړۂ زخمونو کښې بہ ئې پټہ تل ساتم اتشہ
پہ سرو ازغو کښې ټوکېدلې د نازونو غوټۍ
قاضی حنیفﷲ حنیف
نوم قاضی حنیف ﷲ تخلص حنیف د پلار نوم قاضی محمد یوسف تاریخِ پېدائش ۱۹۵۶ء کلے بډھنۍ تحصیل پېښور ۔ ابتدائی تعلیم پہ خپل کلی کښې حاصل کړو ۔ لسم ئې د اکبر پورې ھائی سکول نہ پہ کال۱۹۷۶ کښې اوکړو ۔ څوارلسم پہ کال ۱۹۸۶ء کښې پہ کال ۱۹۸۸ کښې اېم اے پښتو پہ کال ۱۹۹۳ ء کښې اېم اے اردو ، پہ کال ۱۹۹۷ کښې د احمد شاہ ابدالی پہ ژوند ایم فل او ۲۰۰۸ء کښې د سائنسی شعور او اظھار پہ موضوع پی اېچ ډې اوکړہ ۔ د ملازمت ابتدا ئې پہ کال ۱۹۸۶ ء کښې د پېښور یونیورسټۍ نہ کړې دہ اثار ئې څۂ دا رنګې دي ۔ مونګرہ شعری مجموعہ ، شعری مجموعہ غمزې ، د اردو شعری مجموعہ “ساون کی پہلی بارش ‘او کرہ کوټہ ۔ رومانی غزل لیکی چې پکښې د حسن عشق خبرې دې
نۂ ګوری ھیچاتہ ټیټ لېمۂ ساتی
پټ مې جوړې خلقو نہ پہ زړۂ ساتی
خېر دے کۂ اوړۂ شم د وخت ژرندہ کښې
سترګو کښې کہ ما لکہ رانجۂ ساتی
عشق ئې لا کچہ دے پخېدۂ غواړی
څوک چې د بیلتون پہ تنارۂ ساتی
وخت کہ د ځوانۍ ئې سترګې تورې کړې
څنګہ بہ څوک وایہ تر ې نہ زړۃٔ ساتی
ھسې بہ ځوانی پہ حنیف تېرہ کړی
مړواې ګلان زلفو کښې څوک نۂ ساتی
چې د شونډو پہ شرابو دې سېراب یم
ستا د مخ د کعبې ښہ پوې پہ اداب یم
سوال جواب چې راتہ ستا لہ درہ نیشتہ
زۂ د عقل ھر یو سوال تہ لاجوب یم
ستا د مخ کتاب یو ځل مې دے لوستلے
اوس پخپلہ د رازونو یو کتاب یم
ستا ښائست راسرہ داسې لوبہ اوکړہ
چې ھم یم زما دلبرہ ھم سراب یم
اول تاب مې ستا سترګو راوړے نۃٔ شو
اوس دې ګلہ پہ نظر پسې بې تاب یم
ستا د حسن د معنې اظہار د پارہ
کائنات کښې زړۂ راښکونکے انتخاب یم
پہ تعبیر باندې مې ھیڅوک نۂ پوھېږی
اے حنیفہ یو حسین لیدلے خواب یم
ډاکټر زبېر حسرت
ډاکټړ زبېر حسرت د اګست د مېاشتې پہ شلمہ نېټہ د سیدالکونېن پہ کور پہ بانډی چم مردان کښې پېدا شو ۔ د نیکۂ نامہ ئې عبدالحمید دے ۔ پلار ئې پہ اولہ کښې پہ خېشکو کښې اوسېدۂ ۔ ورستو ئې کډہ مردان لہ راؤړہ ۔زبېر د پرائمری سبق پہ مسلم سکول طورو چوک مردان کښې وئیلے دے ۔ تر نہم جماعت پورې پہ ګورنمنټ نمبر ۳ مردان کښې ۔ مېټرک ، ایف اے ، بی اے ، او اېم اے ټول امتحانات پہ پرائیوېټ کنډیټ پہ طور پاس کړی دی ۔ اېم فل او پی اېچ ډی ئې د پېښور یونیورسټۍ نہ کړی دی ۔ ملازمت ئی د پروفېسر پہ حثیت پہ صوابۍ ، مردان او د نوښار پہ کالجونو کښې کړے دے ۔ زبېر شاعری ،تحقیق ، تنقید ، افسانہ ، ناول ، خاکې پہ ھر څۂ کښې یدِطولہ لری ۔ ګڼ کتابونہ ئې لیکلی او لیکی ئې ۔ پہ شاعرۍ کښې غزل ، نظم او سندرې لیکی ۔ د شاعرۍ موضوعات حسن عشق ، ملک قام ژبہ او معاشرتی مسائل دی ۔ غزل ئی د کلاسېکیت او د جدت امتزاج دے ۔
کوڅہ کښې رانہ ورک شوې کہ پہ لار کښې رانہ ورک شوې
اشنا لکہ ماشوم پہ ډک بازار کښې رانہ ورک شوې
لہ زړۂ مې شوې راپورتہ پہ لېمو کښې مې شوې اوښکې
د مینې عجیبہ غوندې اظہار کښې رانہ ورک شوې
ستا یاد وۂ تورہ شپہ وہ د ستورو انجمن وۂ
چې مړۂ شو چراغونہ پہ سحار کښې رانہ ورک شوې
وعدہ د ملاقات پہ اور پسې شوہ سر ئې او خوړ
زړګیہ پہ لمحو د انتظار کښې رانہ ورک شوې
یا زۂ شوم حسن کورہ یا بدلې پیمانې شوې
ښائستہ پہ خزان کښې کہ بھار کښې رانہ ورک شوې
حسرتہ اوس دې چرتہ چرتہ اولټوم څۂ شوې
د چا د مستو سترګو غزل زار کښې رانہ ورک شوې
د ھجر پہ موسم د وصل یادہ چرتہ راشہ
زما پہ چمن ھم د سپرلی بادہ چرتہ راشہ
پہ حسن ، پہ ځوانۍ پہ وفا مینہ ئې مړہ کړہ
بربادہ دنیاګۍ مې کړہ ابادہ چرتہ راشہ
اے عشقہ د جنون د خېرازۍ څۂ بنا اوکړہ
ناجاڼہ ناغرضہ بې بنیادہ چرتہ راشہ
ما ستا پہ انتظار کړې تورې تورې سڼې سپینې
زما تورہ طالبہ لہ جھادہ چرتہ راشہ
دا اور او دا لوګی دا بارود لاشونہ پرېږہ
تۂ وائې ددې دور لہ فسادہ چرتہ راشہ ؟
نن بیا مې پہ زرګی د جنت پرخې راوریږی
ګلابہ وږمې راؤړہ لۂ ھېوادہ چرتہ راشہ
عثمان شاہ ملاجان
نوم عثمان شاہ خو سېد نۂ دے ۔ تخلص ملاجان د پلار نوم رحمت شاہ
تاریخِ پېدائش ۱۹۴۷ء د پېدائش ځاے ھوتی مردان محلہ ﷲ دادخېل اوس پہ بفہ ھزارہ کښې پاتې کېږی او ځان د ھزارې ګڼی او ھزارہ والو د ھزارې تصور کړے دےاو د ھزارې والو نہ ئې ورلہ ډېر عزت ورکړے دے ۔ دنیاوی تعلیم ئې پرائمری دے ۔ خو د شاعرۍ پوھہ ئې ښہ ډېرہ دہ ۔ ملا جان پہ نامساعد حالاتو کښې ژوندتېر کړے دے ۔ خودار دومرہ چې ھغۂ چرتہ ھم پہ چا دا نۂ دہ اشکارہ کړې ۔ جامہ ئی ھمېشہ صفا ستھرہ زېبِ تن کړ ې دہ ۔ پہ ابتدا کښې چې پہ ھزارہ کښې د پښتو ادب بیا احیا کېدلہ ملاجان د ځنو شاعرانو اصلاح ھم کړې دہ ۔ د ادارہ علم وادب بفہ او د پښتو اکېډېمۍ ھزارہ جوړولو کښې د ملا جان ښہ فعال کردار وۂ ۔ ملا جان یو حساس شاعر دے نظم او غزل دواړہ لیکی خو غزل تہ ئې رحجان ډیر دے ۔ د شاعرۍ موضوعات ئې دي رومانیت ، قام پرستی ، پښتو ژبہ او معاشی نا انصافی ژبہ ئی خوږہ پستہ او روانہ دہ ۔ پہ کلاسک کښې رحمان بابا ئې د خوښې شاعر دے ۔ د موجودہ وخت پہ شاعرانو کښې اجمل خټک او رحمت شاہ سائل ئې خوښ دي ۔
دړدہ د غربت څۂ څړیکې څړیکې شوې
بیا د ژوند پہ دشت کښې کریکې کریکې شوې
اے د بې وسۍ د ژوند ترخې قیصې
لاړې پہ تندی مې لیکې لیکې شوې
وختہ دا دې څۂ اوکړل زما سرہ
لارې د منزل ډېرې باریکې شوې
لاړلو شبکور شو د امید نظر
شپې ورځې پہ ما تورې تاریکې شوې
څوک دې د احساس پہ مرۍ ګوتې ږدې
اوښکې چې دا ستا پہ غم شریکې شوې
ګرم ئې ملاجانہ د غربت پہ نوم
څنګہ د دنیا سترګې تندې کښې شوې
لا ستا پہ مینہ کښې جانانہ ھجران ھغسې دے
زما پہ زړۂ دې د لیدلو ارماان ھغسې دے
څوک بختور بہ مزې اخلی د سپرلی د ګلو
پہ مونږ سپېرو خو د عمرونو خزان ھغسې دے
خوږہ جانانہ داسې مۂ وایہ چې ھېر دې کړمہ
زما خو زړۂ او ځان لۂ تانہ قربان ھغسې دے
زما د زړۂ د کورکی نہ دې خداے مۂ اوباسہ
زما زړګے خو ستا د پارہ دلان ھغسې دے
د ھر یو رنګ نہ جوړوی دې پہ ښائست غزلې
ستا ملا جان ستا د ښکلا ثنا خوان ھغسې دے
زرجان جان مداخېل
نوم زرجان تخلص جان د پلار نوم ملکی جان قام مداخېل یوسفزی کلے مابرہ تور غر تاریخ پېدائش ۱۹۶۷ء تعلیم مېټرک پہ کراچۍ کښې پہ یو انشورنس کمپنۍ کښې تا حال ملازمت کوی ۔ د جرس ادبی جرګي کراچۍ فعال غړے پاتې شوے دے ۔ چې مشر ئې خداے بخښلی طائر افریدے وۂ ۔ کنډاؤ نومې ئې رسالہ د کراچۍ نہ چاپ کولہ ۔ چې د مالی مشکلاتو پہ سبب بند شوہ ۔ یوہ تذکرہ “ تور غر سپین ګلونہ” چې پکښې دتور د شاعرانو د ژوند مختصر حالات او نموني دپارہ کلامونہ وو ۔ تر دم ئی یوہ شعری مجموعہ “ زۂ پہ وران شو بازارونو تېر شوم “ چاپ دہ ۔ د تور غر ادبی ملګرو لہ طرفہ ورتہ د ادبی خدماتو پہ لړ کښې ادبی انعام ورکړے شوے دے چې تقریب ئی پہ اوګۍ کښې منعقد شوے وۂ ۔ زرجان نظم او غزل دواړہ لیکی ۔ زرجان ښہ غزل لیکی ترقی پسند شاعر دے ۔ پہ غزل کښې مینہ ، قام ، ژبہ معاشی او معاشرتی مسائل ئې موضوعات دې ۔ -
دلتہ سیلاب رانغے دلتہ زلزلہ رانغلہ
پہ دې وظن کښې پہ مونږ کومہ حادثہ رانغلہ
دلتہ چې څوک راځی د ځان سرہ اورونہ راؤړی
دلتہ یوہ انسان پرستہ قافلہ رانغلہ
ځکہ اوس خلق لہ دې ښارہ ځی پښې اوباسی
دلتہ د امن اوسکون یوہ لمحہ رانغلہ
ھر څۂ عام شی وې اخرہ زمانہ بہ راځی
ھر څۂ عام شې خو اخرہ زمانہ رانغلہ
یو لېونی د بېلتون داسې خلاصہ بیان کړہ
ھغہ چې لاړہ نو بس لاړہ بیا ھغہ رانغلہ
یا بہ دا خلق رښتیا وائی یا مونږ نۂ پوھېږو
زمونږ خو چرتہ ھم د زلفو لاندې شپہ رانغلہ
جانہ دا خلق سترګي پټې کړی غزل اولیکی
مونږ لہ خو بې زیارہ پہ خداے یوہ مصرعہ رانغلہ
پہ کور کلی پہ صحرا راپسې ګرځی
خداے دې خېر کړی څۂ بلا راپسې ګرځی
لاس پہ لاس کښې راکوی چې مخامخ شی
ښہ پوھېږم اژدھا راپسې ګرځی
د خپل قام د عقیدت پہ تور مې وژنی
بس پېریان دی پټ پنا راپسې ګرځی
دا تراوسہ چې لہ ھرې بلا بچ یم
دا د مور و پلار دعا راپسې ګرځی
دغہ نن چې رانہ مخ اړَوی جانہ
دغہ خلق بہ صبا راپسې ګرځی
ډاکټرحنیف خلیل
د حنیف خلیل تاریخِ پېدائش دے ۱۲ مۍ ۱۹۷۳ ء ۔ پرائمری او سکنډری تعلیم کالېجيټ سکول پېښور کښې حاصل کړے دے ، بی اے د اسلامیہ کالج نہ پہ کال ۱۹۹۵ کښې اوکړو ۔ پہ کال ۱۹۹۷ ء کښې ایم اے پښتو او ګولډ مېډل ئی تر لاسہ کړو ۔ پہ کال ۱۹۹۹ء کښې پہ اردو کښې ھم اېم اے اوکړو ۔ اول پہ ګورنمنټ نمبر ۱ کالج ډی ائی خان کښې لیکچرر شو او نن صبا پہ قائد اعظم یونیورسټۍ کښې اسسټنټ پروفېسر دے ۔ حنیف خلیل یو شاعر ۔ محقق ، نقاد ، ناول نګار دے ۔ پہ تحقیق کښې د احتیاط کار نۂ اخلی ۔ د قاضی عبدالحلیم اثر او د ھمېش خلیل پہ شان پہ مخہ لیکی ۔ د شاعرۍ موضوعات ئې دي حسن وعشق قامی او ملکی حالات جدت او روایت دواړہ یو ځاے لیدے شی ۔ د شاعرۍ دوہ مجموعې ئې چاپ دی ۔ یو پرخہ پہ پرخہ او بلہ ، ما خو لا ھیڅ نۂ دي وئېلی ۔
کۂ مستی د جونو نۂ وے پہ ګودر کښې
ھیڅ مزہ بہ پاتې نۂ وې مازیګر کښې
د وصال پہ شپہ قېدونہ پہ ما مۂ ږدہ
ګناہ ګار وی چې روژہ نیسی اختر کښې
مخ او زلفې اننګی دې خېر و شر دي
نۂ مې خېر کښې څۂ حاصل کړۂ نۂ پہ شر کښې
اعتراف ئې ښہ ډاډہ اوکړہ خلیلہ
سخن ور شوې پہ صحبت د قلندر کښې
ښہ دہ رھبری ستاسو کولے شم
خپلہ قافلہ خپلہ لوټلے شم
وختہ زۂ څۂ کاڼے خو د سیند نۂ یم
داسې چې پہ شور وشر کښې غلے شم
کلہ شم یوسف کلہ قابیل شمہ
ورور مې وژنی زۂ ھم ورور وژلے شم
خېر دے کۂ ئې نۂ اؤری تور غوږی دی
لا خو سپینې سپینې زۂ وئیلے شم
سر تہ مې نشہ د خودۍ اوختہ
اوس د زرور پہ سر ختلے شم
سپکو ورکو ځان کښې راپېدا کړئ زور
لا خو مو درانۂ نور زغملے شم
تۂ کرہ اورونہ د خلیل پہ لار
زۂ پہ خپلہ کلکہ اودرېدلے شم
بیا پہ خپلہ زمانہ کړی زمونږ ښکل لاسونہ
کہ د ګرېوانہ د یو بل مونږ اویستل لاسونہ
وئیل ئې ستا پہ ژوند کښې ورځ نیشتہ دے تل بہ شپہ وی
ښار کښې پرون دیو مزدور پالی کتل لاسونہ
تۂ د اختر پہ شپہ غوښتنہ د نکریزو کوې
زمونږ پہ وینہ باندې سرۂ شو د یو بل لاسونہ
لاس پہ دعا یم خدایہ بیا ھغہ لحظې راولې
ھغہ زلمو چې بہ اتڼ کښې اړول لاسونہ
دا التجا بہ ئې پہ شونډو وہ چې لوے سړے شې
مور چې کلہ پہ دعا کښې اوچتول لاسونہ
رحیم خان مجروح
نوم رحیم خان تخلص مجروح د پلار نوم موسیٰ خان کلے درملک ، (ھوتی) موجودہ وخت پہ ځنګل خېلو کښې اوسی کوھاټ تحصیل لاچی ۔ تاریخِ پېدائش د جنورۍ میاشت ۱۹۵۹ء ۔ څلورم جماعت پورې سبق پہ لاچۍ کښې او لسم ئې د کوھاټ نمبر ۳ سکول نہ پاس کړو ، د شاعرۍ شوق ئې پہ د مشر ورور فېضﷲ خان چې پہ ايف سی کښې نوکر وۂ د راوړو کتابونو د رحمٰن بابا دیوان ، د علی حېدر جوشی یوسف خان شېربانو او د سېد اکبر صابر مصرعو پہ وینو سرو پہ لوستو سرہ پېدا شو ۔ د شاعرۍ ابتدا د یو نعت نہ کړې دہ ۔ پہ کوھاټ کښې د پښتو سرہ سرہ د اردو شاعرانو تنظیمونہ ھم موجود وو ۔ رحیم خان د پښتو سرہ پہ اردو کښې ھم طبع ازمائی کړې دہ ۔پہ شاعرۍ کښې نظم ، غزل او ھائیکو پہ دریو اصنافو کښې د خپلو خیالاتو اظھار کوی ۔پہ تنظیم سازۍ کښې ئې پہ شوق سرہ برخہ اخستے دہ ۔ د تنقیدی اجلاسونو د عمل نہ تېر شوے دے ۔ دا اعزاز ورتہ حاصل دے چې د ایوب صابر نہ ئی ھم اصلاح اخستې دہ ۔ اولنۍ شعری مجموعہ د وږمو خاپونہ پہ کال ۲۰۰۲ء چاپ شوې او دوئمہ مجموعہ تږی څاڅکی پہ کال ۲۰۲۰ء کښې چاپ شوې دہ۔ ترقی پسندہ شاعر دے ۔ د شاعرۍ موضوعات ئې مینہ ، ملکی ، قامی او معاشرتی مسائل دي ۔ تږی څاڅکی زما لاسو نو کښې دے ۔ دا کتاب پہ څلورو برخو وېش دے (۱) غزلونہ (۲) نظمونہ (۳) ھائیکوګانې (۴) د مجروح د ځنې نظمونو انګرېزی ترجمہ دا ټول ۲۵۶ صفحې کتاب دے پہ دې کښې ما محسوس کړې دہ چې مجروح غزل لیکی ولې دقت محسوس کوی پہ مجموعہ کښې ۳۵ غزلې دي ۔ غزل ئې ښہ خواری کړې دہ ۔ د تنقید نہ ئې تېر کړے دے خو د غزل فطری شاعر نۂ دے ۔
د پاکې مینې د ا قرار ژبہ دہ
مسکا د ښکلیو د اظہار ژبہ دہ
وی د شوګیر کہ د شرابو اثر
سرخی دسترګو د خمار ژبہ دہ
اوس دنیا اؤ ړی کہ مې سر ماتېږی
وائی درځم دامې د یار ژبہ دہ
تہ ئې ګڼہ د سیاست داؤ پېچ
زما تر خوا لوئې اعتبار ژبہ دہ
بې شکہ نۂ بہ وی قرآن و حدیث
خو تعارف د ھر کردار ژبہ دہ
څوک پرې پوھېږی او کہ نۂ مجروحہ
خاموشی ھم ډېرہ د کار ژبہ
د ستا د کلی پہ ګودر کښې مرمہ
زۂ ھر ورځ پہ مازدیګر کښې مرمہ
تۂ ګیلہ من ئی د صحرا نہ ګلہ
زۂ خو لۂ تندې سمندر کښې مرمہ
ھیڅ نۂ پوھېږمہ پہ خپلې ګناہ
ھم پہ کابل ھم پېښور کښې مرمہ
زہ د دنیا ګوشہ نشینہ سړے
د محفلونو شور او شر کښې مرمہ
ھغہ مې سوېرہ ھم پہ کاڼو اولي
مجروحہ زۂ چې د چا سر کښې مرمہ
ثمینہ قادر
د ثمینہ قادر تعلق د مینګورې سوات سرہ دے پہ قام یوسفزۍ دہ ۔ خاوند ئې یو ریټائرډ افسر دے ۔ پخپلہ پہ څوکۍ نۂ دہ پاتې شوې ۔ خو د ښځو تنظیمونہ سرہ ئې څۂ نہ څۂ تعلق پاتې شوے دے ۔ د ښځو دحقوقو علمبردارہ دہ ۔ پہ ادبی محفلونو کښې تر لرې لرې پورې ګډون خپل فرض ګڼی ۔ تر دې چې ھزارې بټګرام تہ ئې ھم ځان رسولے دے ۔ پہ خوی باندې درنہ ښځہ دہ ۔ د شاعرۍ ئې دوہ مجموعې چاپ دي ۔ اولنۍ مجموعہ دہ “ سپېځلی خیالونہ” او دوئمہ مجموعہ دہ “زنځیر لہ شړنګ ورکوم ۔ ما چې د کتاب نوم تہ اوکتل دا مې خیال وۂ چې پہ دې کښې بہ انقلابی شاعری وی ۔ خو نہ دا ټولہ رومانی شاعری دہ ۔ کتاب لہ دا نوم ورکولو سبب ماتہ دا ښکارہ شو چې ھغې ھجر ، وصال ، ناقراری ، عشق ومحبت ، جانان ، د ژوند نہ ګیلې نہ پہ ډاډہ زړۂ کړې دی لکہ د دغہ سیمې بلې شاعرې برحلیمہ افسانې بی بی پہ شان وېرېدلې وېرېدلې او شرمېدلې شرمرمېدلې نۂ دہ پاتې شوې ۔ خو پہ شعر کښې د بې حیائې او بې شرمۍ تر حدہ نہ دہ تېرہ شوې ۔ پہ روایتی اندازکښې ئې حمد او نعت نہ د کتاب شروعات کړي دي ۔ ڼظم او غزل دواړہ لیکی پہ کتاب کښې مشرانو شاعرانو تہ پېرزونې ھم شتہ دے ۔ د غزل نمونہ ئې اوګورئ
زخمی زخمی پرھار پرھار دې کړمہ
د ګلاب شپولہ تار پہ تار دې کړمہ
زرۂ لکہ وران او ناقلارہ ماشو م
ھنر راښایہ چې قلار دې کړمہ
ستا د الفت نغمې اوس ھم شوروم
دلبر دې ومہ خو دلدار دې کړمہ
د ښائستونو لېونۍ جانانہ
د پاکې مینې طلبګار دې کړمہ
پہ وېخہ ھم خواږۂ وینم
یا لېوینہ څنګہ یار دې کړمہ
د مینې کلی خو پہ زور نۂ کېږی
پہ مینہ راشہ چې دستار دې کړمہ
مینہ خو ستا د یاد پہ مینہ پائي
د ژوندون دشتہ وم ګلزار دې کړمہ
نۂ مې پښې ځی لۂ دې ښارہ نۂ مې زړۂ ځی
روح چې لاړ شې لۂ خپل کورہ ھلہ مړۂ ځې
پہ نظر دیو دلبر خمار خمار دے
زړګے ګورہ پہ بدل د بل پہ کړۂ ځی
پہ تالاش بہ د مقصود ګوھر حاصل کړې
مجنون سر شو پہ صحرا ګوتم تر بړۂ ځې
ما د عشق کامران تر نن لیدلے نۂ دے
فاتحان د زمانې ترې مدام پرۂ ځی
زما مخ زما د مینې ائینہ دہ
کہ جانان زما لۂ خوا نہ ځی پہ څۂ ځی
ګلِ رعنا تبسم
نوم ګلِ رعنا تخلص تبسم د پلار نوم شیرین خان بسمل چې د خپل د وخت پہ ښہ شاعرانو ادیبانو کښې شمار وۂ ۔ کلے سوات ګوګدرہ ، قام ابراہیم خیلہ پښتنہ ، خاوند نوم فضلِ معبود خان د سوات مټې تحصیل د راړنیګار کلی ۔ پہ پاک سټدی کښې اېم اے د مختلفو ملازمتونو سرہ وابسطہ پاتې شوې دہ ۔ پلار ئی تقریباٍ ۲۹کالہ وړاندې وفا تشوے دے ، د پلار پہ ژوندانۃ کښې یې شاعری کولہ ۔ خاوند ئې ھم وفات شوے دے ۔ د خپلو یتیمانو بچو کفالت او تعلیمونہ پہ خپل سر کړي دی ۔ د شاعرۍ استاد ئی عبدالرحیم روغانے دے ۔د شاعرۍ ئې دوہ مجموعې چاپ دي ۔ اولنۍ “ خال مې راتہ داغ شو “ او دوئمہ “مترنم اہونہ “ زما پہ نظر کښې د ګلِ رعنا بی بی شاعری پہ پښتنو ښځینہ شاعرانو کښې د فن او مقصدیت پہ لحاظ اعلیٰ او ارفع دہ ۔ نظم او غزل او سندرہ لیکی ۔ پہ شاعرۍ کښې حسن ، عشق ، ھجر ، وصال ، قام پرستی ، پښتو ژبہ ,حیا ، وفا ، کمزورې طبقې او د ښځو حقوقو لۂ پارہ اواز اوچتہ وی ۔ خو فن ھم پہ نظر کښې ساتی . چرتہ ئې ناصحانہ انداز نۂ دے خپل کړے او نۂ ئی د شاعرۍ نہ نعرہ او چغہ جوړہ شوې دہ ۔ د روایت او د جدت ښکلے امتزاج دے ۔
ګل تہ شوے د ازغو منځ کښې احساس دے
چې ګریوان کښې مې د ډېرو خلقو لاس دے
نېک نیتی دہ چې سبب د ترقۍ شی
بد نیتی دہ چې راوړے ئی افلاس دے
دا ایمان چې کوم خداے او پہ رسول دے
د ھر قسم اطمینان خوشۍ اساس دے
خپل غېرت راکړے مالہ شجاعت دے
زما زړۂ نہ ئې جوړ کړے یو الماس دے
پښتانۂ مې پېژندے شی پښتنہ یم
چې مې نۂ پېژنی ھغہ بد حواس دے
تبسم انسانیت تہ فلاح وائی
غېر ددې نہ چې څوک ځی ھغہ خناس دے
دومرہ چې نن پہ احترام ګوری
نوې سزا لہ مې الزام ګوری
شی سترګو سترګو تہ د یار سترګې ئې
څوک چې د خم پہ خوا کښې جام ګوری
عکاسی ځکہ ستا د مخ کوی نو
ګلاب تہ ځکہ خاص وعام ګوری
تورابان خپلہ حوصلہ اوبائیلی
چې ګل اندامې تہ پہ پام ګوری
چې ترې نہ ورک شو پہ کعبہ کښې اسلام
پہ واشنګټن کښې اوس اسلام ګوری
تبسم څوک د یقین پاتې نۂ دے
خداے شتہ کہ څوک حلال حرام ګوری
عصمت سورانے
عصمت ﷲ سورانے د حافظ اشرف علی پہ کور کښې پہ علاقہ بنوں کوټکہ میر عالم نومې کلی کښې پہ کال ۱۹۷۰ ء د جنورۍ دمیاشتې پہ اولنۍ ورځې پېدا دے ۔ پلار ئې کډہ پېښور تہ راوړہ ۔ پہ پېښور کښې لنډی یرغجو کلی کښې ستوګن شو ۔ پہ دارالعلوم سرحد پېښور کښې درس ورکول شروع کړۂ ۔ عصمت سورانے محکمہ تعلیم کښې ملازمت کوی۔ د ادب د پارہ ښہ پہ تندۍ بانډې کار کوی ۔ عصمت سورانے یو شاعر ، محقق او نقاد دے ۔ د چاپ او ناچاپہ کتابونو یو طویل فہرست لری ځنې چاپ کتابونہ دا دی ، (۱) زخمونو شونډې پرانستې شعری مجموعہ ، (۲)پښتو ادب او لنډۍ تذکرہ (۳) د معزﷲ خان د فن او شخصیت ھندارہ (۴) د ارباب رشید احمد خان (دفن تحقیقی او تنقیدی جاج )(۵) رحمٰن بابا او د قران اردو ترجمہ . عصمت سورانے د سنجیدہ فکر څختن شاعر دے ۔ پہ کلام کښې مذھب، حسن ، عشق ، د پښتون قام او د ژبې فکر موندے شی ۔
داسې ولاړ یمہ مخامخ ستا دبڼو مخې تہ
لکہ چې ګل سینہ نیولې د ازغو مخې تہ
دا ستا غمونو تہ چې زړۂ نیسمہ ګرانہ شی
د اوچ خشاک حېثیت څۂ وی د لمبو مخې تہ
د ھغہ خلقو پہ فطرت باندې حېران یمہ زۂ
چې محلونہ جوړوی د مقبرو مخې تہ
دا ستا مننہ چې پېرزو دې پہ ما شونډي کړلې
ګنی ګلونہ نیسی څوک د لېونو مخې تہ
کۂ بقا غواړی د اتفاق مظاہرہ دې اوکړی
بس دغہ یو خبرہ ږدم د پښتنو مخې تہ
میلمہ دوستی د روایاتو یو حصہ دہ زمونږ
د پښتنو زړونہ پراتۂ وی د حجرو مخې تہ
عصمتہ ولې بہ د فکر پہ ټال نۂ ځانګمہ
چې وھی زلفې ئې جوټې د اننګو مخې تہ
پہ چامئین شم چې رقیب او جانان یو رنګې دي
زما پہ برخہ خو سپرلے او خزان یو رنګې دي
د کائناتو د خالق د خیال تصویر دے پکښې
پہ حقیقت کښې خو حدیث او قران یو رنګې دي
څۂ دے راتلل څۂ دے امید د راتلو خیال چې کوم
دا مې غرض دے چې وریځ او باران یو رنګې دي
د چا پہ مینہ کښې مې ذھن افاقی غوندې شو
پہ دا سبب راتہ نن ځان او جھان یو رنګې دي
یو فاصلہ پہ منځ کښې شتہ دے تغیر دپارہ
نور خو پہ اصل کښې دا زمکہ اسمان یو رنګې دي
عصمتہ یو مې لمن نیسی بل مې زړۂ رانیسی
پہ دې چمن کښې خو ازغی او ګلان یو رنګې دي
امینﷲ داؤدزے
د امینﷲ داؤدزی نوم امان ﷲ خان مور پلار اېښودے وۂ ۔ خو پہ سکول کښې د داخلې پہ وخت سھواِ استاد امینﷲ اولیکۂ ۔ داسې امینﷲ داؤدزے دامان ﷲ نہ امینﷲ شو ۔ د پلار نوم ئې فرید خان الکوزے دے ۔ د امینﷲ تاریخِ پېدائش دے ۱۰ستمبر ۱۹۴۰ ء پہ قام داؤدزے دے ۔ د کلی نوم ئې دے چغرمټۍ ۔ پرائمری تعلیم ئې پہ کلی کښې حاصل کړو۔ لسم جماعت ئې پہ کال ۱۹۵۸ کښې د متھرہ سکول نہ پاس کړو او ګرېجوېشن پہ کال ۱۹۶۲ کښې د ګورنمنټ کالج پېښور نہ اوکړو۔ اولنے ملازمت ئې پہ اکسائز ایندتکسېشن پہ محکہ کښې اوشو چې ډېر زر ئې پرېښود ۔ بیا پہ انګرېزی اخبار خېبرمېل کښې د نائب مدیر مقرر شو خو دا ملازمت ئې ھم ترک کړو ۔ پہ کال ۱۹۶۵ء کښې پہ رېډیو پاکستان کوئټہ کښې ډېوټی افسر شو ۔ لہ دغہ ملازمت کښې ئې زړۂ اولږېد او پنشن ئې واخست ۔ د امینﷲ د کتابونو تعداد لس دي ۔ نومونہ ئې ورلہ داسې خوښ کړي دي چې د چې یو نظم شکل جوړ
شو ےدے
دا زما او ستا قیصہ دہ
څومرہ لویہ المیہ دہ
څۂ غمژنہ حادثہ دہ
ائینہ کښې نندارہ دہ
د ازل نہ چې کږہ دہ
پہ صحرا خورہ ټپہ دہ
دا سراب کہ وسوسہ دہ
د قیصې شاتہ قیصہ دہ
لا مې ځوانہ ولولہ دہ
د خاکو یو مجموعہ دہ
د امینﷲ پہ شاعرۍ کښې د حسن عشق خبرې دې خو پہ نوې انداز کښې ۔ پہ غزل د کلاسکیت او د روایت اثرات نۂ لیدے کېږی ۔ د جدا طرز ادا څختن دے ۔
ښہ پہ خندا پہ خوشحالو راغلو
ستا پہ جلب کښې چې ترڅو راغلو
مونږہ تڼاکي تاتہ نۂ ښودلې
ځکہ خو پښې ابلہ پہ ازغو راغلو
لا مو پہ مخ د ګوتو نخښې شتہ دے
بیا دې کوڅې لہ پہ جرګو راغلو
د ھر کلی طمع بہ ولې نۂ کړو
نن پہ حساب د مېلمنو راغلو
رنځوران کلہ پوښتنہ اوځی
ګورہ مونږ څۂ پہ تلوسو راغلو
تۂ ځان پہ خپلو کۂ پردو کښې ګڼې
مونږ خو ھم تالہ پہ ګیلو راغلو
مۂ خفہ کېږہ پہ ځان پوې نۂ شولو
بس پہ خبرو ًپہ قیصو راغلو
چې د یار پہ دیدن څۂ کا سترګې خار خار
تر لمنې ګریوان لاړو قمیص تار تار
ړوند زړګے مې نۂ پہ لار نۂ پہ ګړنګ دے
چې ئی ستا کلی تہ مخ شی ھغہ لار لار
د وصال پہ سزا جوړہ تماشہ دہ
خلقې چغې سورې کړي ھلئ دار دار
د لیندې مخہ دې مۂ وړہ بیا راولہ
تېر و بېر غشی ترې وتی ځیګر غار غار
زۂ د وار خبر نۂ کوم خو وار کړہ
پردی تل بې درېغہ وار کړی یار پہ وار وار
د زړګی د ځیل بہ څۂ وايم عالمہ
چې لېلیٰ پرې خفہ کېږی ھلتہ کار کار
ستا منمہ اے زما د ژوند ملګریا
د لېلیٰ غمہ رادرومہ تانہ جار جار
لائق زادہ لائق
پہ سوات مدېن کښی پہ کال ۱۹۵۹ ء د جنورۍ پہ۱۵ نېټہ پہ یوہ درنہ کورنۍ کښې پېدا شو ۔ سکول ئې خپل کلی ۔ګرېجوېشن د جھان زيب سوات کالج نہ ايم اے پښتو ، ايم اے اردو د پېښور یونیورسۍ نہ او ايم اے پولیټیکل شائنس د کراچۍ یونیورسټۍ نہ اوکړو ۔ ملازمت پہ رېدیو پاکستان کښې شروع کړو او د ډارېکټر د پوسټ نہ ریټائرډ شو ۔ لائق زادہ لائق یو شاعر ، لیکوال ،محقق ، او افسانہ نګار دے ۔ تر دې دمہ ئې ۳۹ کتابونہ لیکلی دی ۔د ګورنمنټ اف پاکستان ئې تمغہِ امتیاز تر لاسہ کړې دہ ۔ پہ شاعرۍ کښې نظم، غزل او سندرہ لیکی ۔ د شاعرۍ موضوعات ئې دي حمد ، نعت ، حسن ،عشق ، قام ، ملک ، ژبہ ۔ غزل پہ لنډ بحر کښې لیکی ژبی ئې سادہ ، روانہ او خوږہ دہ ۔ چې موسیقۍ تہ ډېرہ سمہ دہ۔
د ا چې ھر نظر دې حېران پاتې دے
دا پکښې تصویر د جانان پاتې دے
ولې مې سلګو تہ وار خطا شولې
لا خو مې د اوښکو باران پاتې دے
تا چې غریو نیولی را کتلی وۂ
زړۂ کښې ګمان وۂ ګمان پاتې دے
ھغہ د ټول عمر لېونے ارمان
ستا د یو ارمان پہ ارمان پاتې دے
تاتہ چې د ځان پہ نظر ګورمہ
مانہ دې پہ سترګو کښې ځان پاتې دے
نورہ ھرہ ګرانہ مې اسانہ کړہ
ګران چې وۂ لائقہ نو ګران پاتې دے
راتلہ پہ ما راغوړېدہ ژړېدہ
کۂ صبرېدہ نۂ صبرېدہ ژړېدہ
زما د خیال پہ ورشو غلې غلې
لکہ د پرخې ورېدہ ژړېدہ
ګوتہ پہ خُلہ د بام پہ سر ولاړہ
کتل ئې ماتہ شرمېدہ ژړېدہ
پہ سپین رخسار ئې ګډېدل رنګونہ
ھغہ چې مانہ ځارېدہ ژړېدہ
لائقہ لاړہ د نظرہ شولہ
د بام پہ سر چې ودرېدہ ژړېدہ
خادم یوسفزے
نوم خادم النبی قلمی نوم خادم یوسفزے دپلار نوم مشھور د نعت شاعر شاہجھان استاد، د مردان سیمې سرہ تعلق دے ۔ تاریخ پېدائش ۱۹۶۱ء لیک لوست ئې دخپل پلار نہ پہ کور زدہ کړی دی ۔ پېشہ پنټنګ او خطاطی ، څلور کتابونہ (۱) ستړے کاروان (۲) پړاؤ (۳) د خیالونو قافلہ (۴) د رنګونو انتخاب او وطن ، چاپ دی غزل ، نظم او قطعہ لیکی ۔ د شاعرۍ شوق ئی پہ کم عمرۍ کښی پېدا شو ۔ شاہجھان استاد یو اولسی شاعر وۂ د ھغہ اثرات ئې پہ شاعرۍ باندې ښکارہ دې ۔ د شاعرۍ موضوعات ئې وطن پرستی ، قام پرستی ، مینہ او عوامی مسائل دی ۔ پہ غزل کښې محتاط نۂ دے ۔ کلہ کلہ داسې الفاظ استعمال کړی چې د غزل پہ نازک طبیعت باندې بار وی ۔
بې شکہ تۂ یې د قدرونو سړے
دنیا دې بولی د کارونو سړے
لکہ د زرکې پہ شان ښکلې سترګې
زیرک د ښکلو کاروانونو سړے
دا دې لوے کار اوکړو چې خپلہ راغلې
مونږ خو غوښتۂ پہ زیارتونو سړے
دے چې څنګ زۂ ګڼمہ ھغسې دے
دے ډیر د نېکو خصلتونو سړے
پہ دې مې خوښ دے پہ یوہ پوھېږی
شډل پډل سم د غرونو سړے
مونږ د کور پہ کار خادمہ پوې یُو
تۂ د حجرې او جماتونو سړے
نۂ شم وړے نورې نخرې دمینې
نورې بہ اوباسم توبې د مینې
چې پہ پلو راتېرېدې د مینې
قیصې بہ خامخا کېدې د مینې
ما پہ ھغې خبرہ پرېښې نۂ دہ
چا چې بہ ھر قسمہ څۂ وې د مینې
اوزګارېدو تہ بہ ئې نۂ پرېښودے
چې پہ نظر بہ لګېدې د مینې
ھغې پہ چم کښې بلد کړے یمہ
ما خو لیدلې دې جرګې د مینې
ھغہ د کلی پہ نرخ پوھہ نۂ وہ
مدام بہ پورې وې تمبې د مینې
ستا پہ مئینو کښې بس دا پاتې وو
ستا یو خادم یو لېونے د مینې
سرور خټک
نوم سرور خان خټک د پلار نوم عبدالبصیر د قومیت پہ لحاظ دخټک قبیلې سرہ تعلق لری د پېدائش کال ئې دے ۱۹۴۰ء خو پہ پہ قلم خاوندان کښې ۱۹۴۵ء لیک دے خو یوہ مصرعیزہ (لاړ شہ باجوړ تہ قمیص تور مالہ راؤړہ )پہ ۱۹۵۸ ء کښې لیکلې وہ چې پہ لسم جماعت کښې وۂ ۱۹۴۰ ءدرست ښکاری ۔ د پېدائش مقام زیارت کاکا صیب دے ۔ پلار ئې کډہ خرکی درګۍ تہ یوړہ لسم ئې د درګۍګورنمنټ ھائی سکول نہ پاس کړے دے ۔ شاعری ئې د سکول د زمانې نہ شروع کړې دہ ۔ سرور خټک تعلق د رېډیو سرہ پاتې شوے دے ۔ ښہ صداکار ، ډرامہ ارټست او کمپېئر خو لہ دې نہ ئې کور ضروریات نۂ پورہ کېدل پہ کلو کښې ټوکی خرڅول خو پہ خپل پہ کار باندې ئې چرتہ شرم نۂ دے محسوس کړے او پہ فخر سرہ د خپلې د محنت قیصې پہ ادبی محفلونو کښې بیان کړی دی . د سرور خټک نور رونړان خو خپل کلی تہ واپس شو خو سرور ختک پہ ملاکنډ کښی خوشحالہ شو ۔ د سرور خټک ادبی اثار دې (۱) سرۂ اھونہ چې د رحمت شاہ سائل سرہ شریک کتاب دے ، د باجوړ د تبۍ تور ګلونہ او ټپہ د دار پہ سر ۔ دغزل نمونہ ئې وګورئ
ستا دې د سرګو اشارہ وی د بڼو پہ څوکو
خېر دے کۂ لارہ د درتلو وی د چړو پہ څوکو
د بې غمئ ځانګو کښې پروت وم ناخبر د مینې
دا چا راوېخ کړمہ ناڅاپہ د کمڅو پہ څوکو
څوک پہ توبو شولو پښمانہ چا توبې ماتې کړې
چې مینہ ئې ست کړلہ د مستو اننګو پہ څوکو
ستا د یادونو پہ بستر کښې شوګېرې کومہ
خوبونہ چا کړې دی ګلہ د ازغو پہ څوکو
څوک دے چې ستا تېرو مژګانو تہ بہ زړۂ اونېسی
دا خو یو زۂ یمہ چې خوښ یم د نېزو پہ څوکو
د خوشحالۍ سپرلے کۂ راغلو پہ وطن نو ھلہ
زلمی بہ اولږئ ګلونہ د پټکو پہ څوکو
زۂ د بنګلو او باغیچو سرہ بلد نۂ یمہ
سادہ خټک یمہ اوسېږمہ د غرو پہ څوکو
ھر قدم چې ږدمہ شاتہ اوګورم
ھسې څۂ بھانہ کړم تاتہ اوګورم
نن چې ھم تېرېږم پہ زړو کوڅو
کلہ کلہ ھغې خواتہ اوګورم
تۂ مې پښتو سرہ پښتو کوې
څنګہ یارہ ستا رضا تہ اوګورم
واړہ جفاګانې بہ دې ھېرې کړم
نن بہ دې یوې وفا تہ اوګورم
تا چې پہ دې مړو سترګو صبا اووې
زۂ سرور بہ بل صباتہ اوګورم
طائر بونېرے
نوم طائر د پلار نوم چمن کلے پیر بابا علاقہ بونېر د قامہ قرېش دی ۔ د شانګلې نہ کډہ بونېر تہ راوړې دہ او اوس دلتہ ستوګن دی ۔ پرائمری تعلیم ئې پہ خپل کلی کښې حاصل کړے دے مېټرک ئې د کراچی بورډ نہ بقول طائر بونېری ايف اے او بی اے ډګریانې پہ پرائیو ېټ توګہ لاس تہ کړې دی ۔ د جرس ادبی جرګې کراچۍ غړے پاتې شوے دے ۔ پہ کوئټہ کښې یو اخبار اسمان سرہ ھم منسلک پاتې شوے دے او کالمونہ ئې پکښې لیکلی دی ۔ پہ کلی کښې څۂ مودہ فارسټ کښې ملازمت کړے دے ۔ د طائر یوہ شعری مجموعہ “زړۂ کښې د ساتلو څوک دې “دوځل چاپ دہ ۔ د نثر یو کتاب پښتانۂ خو پښتانۂ دی چې رپورتاژونہ دی د شمس بونېری پہ فکروفن باندې کتاب او یو ناچاپہ کتاب لاچی لونګ چې پہ خطونو باندې مشتمل دے ۔ طائر پہ اولہ کښې رومانی شاعری کولہ چې پکښې بہ د کلی وال ژوند ډېرہ ښکلې منظرکشی وہ ۔ دا د ھغۂ د زړۂ اواز وۂ غزل د داخل صنف دے خلق ترې متاثر کېدۂ ھم ۔ خو کلہ چې طائر پہ غزل کښې قام پرستۍ او معاشرتی نا ھمواری پہ زور داخل کړل د غزل رنګ ئې پیکہ شو ځکہ چې بیا بیا بیان شوی مضامین ھغۂ ھم بیان کړی دی چې څۂ خاص تاثر نۂ پرېږدی ۔
ښائستونہ دی ځوانی دہ او سپرلے دے
سم قیامت دے جدائی دہ او سپرلے دے
څانګہ بیا ټپې کوی واښۂ بہ رېبی
خوشے غر دے ناچاری دہ او سپرلے دے
ډېر زاړۂ زاړۂ زخمونہ مې تازہ شو
نوے کال دے خوشحالی دہ او سپرلے دے
د ایلم پہ سر ولاړ دے څوک او وائی
خدایہ څومرہ ساہ ډوبی دہ او سپرلے دے
یو ستا ھجر لېونے او سپېلنے کړم
نور قلارہ قلاری دہ او سپرلے دے
طائر بیا سپوږمۍ تہ ګوری خفہ ناست دے
نیمہ شپہ دہ تنھائی دہ او سپرلے دے
ملګرو ژوند ھم تېراول غواړی
د زھرو ګوټ دے ولې څښل غواړی
مینہ پہ زړونو کښې کرل غواړی
د ژوند قدرونہ بدلول غواړی
پہ مُلا سپورې فلسفې بندې کړئ
مُلا پہ مئیو لمبول غواړی
پښتون نن ھم ھغہ پښتون دے
یو د شېرشاہ غوندې اتل غواړی
خان بہ خالی حجرہ کښې څۂ اوکړی
خو خوار غریب بہ ترې شړل غواړی
طائرہ نن مجنون بدل ښکاری
ھم ابادی او ھم ځنګل غواړی
جھانګیر جھان
نوم جھانګیر تخلص جھان د پلار نوم شاہ جھان د پېدائش نېټہ ۱۹ جنوری ۱۹۴۶ء محلہ ابراھیم خېل ګوګدرہ سوات تعلیم ایم اے بی اېډ روزګار درسوتدریس عھدہ ریټائرډ پرنسیپل ، شوشل ورکر ، سرپرست ھمدرد فلاحی تنظیم ادبی تړون او پخوانے صدر مرکزی اسلامی ادبی ټولنہ ۔ د جھاګیر جھان درې کتابونہ چاپ دی (۱) محسنِ انسانیت (۲) تړون شعری مجموعہ دہ (۳) د حرمېنو یادونہ چې حج لہ د تلو او د واپسۍ حالات پکښې درج دی ۔ جھانګیر جھان د نظم او د غزل شاعر دے خو خصوصاً د نظم ډیر ښہ شاعر دے خو ھغۂ خپلہ ټولہ توانائی پہ پہ سیرت نظم کولو کښې صرف کړې دہ ۔ دا کار پہ نثر کښې پہ نسبت د نظم ښہ کېدے شو ځکہ چې پہ ھر اړخ او ھر ګُټ تہ رسائی اسانہ وی د قافې او ردیف پابندۍ نہ سړے خلاص وی۔ خو خېر دا بہ د ھغۂ عقیدت وۂ ۔ پہ تړون کښې د پائې نظمونہ موجود دی ۔ خو د تھامس ګرے د نظم ژباړہ ډېرہ شاندارہ دہ ۔ غزل ئی کم دے خو پہ غزل کښې د تصوف چاشنی ، رومان او د طالبان ګردۍ پہ دور کښې چې د سوات پہ اولس څۂ تېر شوی دی د غزل موضوعات دی
زما شعر زما فن زما غزلې
قیصې تولې ستا د مینې مې لیکلې
ائین مۂ ګور زما غزل کښې ګورہ
د ښکلا بہ خپلې وینې ھلې ځلې
تۂ اودۂ پہ خواږۂ زۂ شوګیرې کړم
ستاد حسن ملغلرې مې پئېیلې
ستا یادونہ مې د ژوند ملګری ښکاری
کۂ مې ھر څو ھېرَولې یادېدلې
جھان ځان ساتی د ښکلی مخ کتو نہ
لکہ پړی نہ وېرېږی مارخوړلې
امتحان مې د ایمان او د یقین دے
روڼ سحر چې مې پہ وینو کښې رنګین دے
خپل عمل د لارې مل وی دا متل دے
د دڼډارو مچو چا څښلے ګبین دے
پہ کشتۍ د معصیت کښې لاھُو کېږم
موجزن ځکہ د غمونو اباسین دے
ھر تقصیر مې د غفلت ورتہ ښکارہ دے
دا ژوند نقاد زما څومرہ دوربین دے
چې دا وران ویجاړ کورونہ راتہ ښکاری
وایم خدایہ د کوم غفلت ائین دے
ګیلې څلہ د مالیار او د ګلچین کړم
دا زړګے زما د خپلہ لاسہ شین دے
عبدالحمید زاھد
نوم عبدالحمید زاھد د پلار نوم عبدالواحد کلے تخت بھائی مردان ، تاریخ پېدائش ۱۹۶۸ ء تر لسم جماعت پورې تعلیم ئې پہ خپلې سیمہ تر سرہ کړے دے او اوس پہ محکمہ زراعت کښې دندہ لرې ۔ تراوسہ پورې یوہ شعری مجموعہ روښانہ سباؤن او درې نثری کتابونہ دُرِیتیم چې پکښې د قاضی عبدالحلیم پہ ژوند او فن باندې د عصر لیکوالانو او شاعرانو لیکونہ او پېرزاونې وړاندې کړې شوې دې تالیف کړے دې ۔ دوئیم کتاب دے د سلیم راز پہ مختلف شاعرانو سرېزې او دریم کتاب د شفق رنګونہ چې د م۔ر شفق د ژوند او فن د مختلف اړخونو جاج دے ۔ د عبدالحمید د شاعرۍ مجموعہ پہ غزلیاتو اود پہ نظمونو مشتمل دہ ۔ د غزل موضوعات ئی دی حسن ، عشق او قام پرستی ۔ ژبہ ئې خواږۂ پستہ او روانہ دہ ۔
زلفې خورې کړہ چې اثر دمعنبر مات شی
حجاب دې لرې کړہ چې حسن د قمر مات شی
سینہ مجمعر پرھر زړکے کړہ سپېلنے ورتہ نن
یار تہ مینہ ئې لوګے کړہ چې نظر مات شی
ھٰغہ دے ستوری د سبا مو سر ودرېدۂ
بس دے اے خیالہ رخصت واخلہ چې سحر مات شی
پہ کفن رنګہ جامو داغ بہ درتہ جوړ کړې شیخہ
دلتہ چې جام لہ لاسو پریوځی اکثر مات شی
نوټ = حسن د قمر مات شی او سحر مات شې د روزمرې مطابق نۂ دی خو جدت دے پکښې
خوند کړی ۔
دا نۂ زما جنګ دے نۂ ستا جنګ دے
دا د یو دوو قاتلانو د انا جنګ دے
د پښتنو وینې ارزانې دی ھر ځاے توئېږی
کہ دکشمیر کہ د کابل او پښتون خوا جنګ دے
مونږ پکښې ولې خپل ځانونہ پہ دار اوخېژو
دا خو دوو نظریو د ارتقا جنګ دے
ما د روانې صدۍ ھر پاڼہ واړولہ
چرتہ د خان جنګ دے چرتہ د ملا جنګ دے
چرتہ مونړ لاړ شو چرتہ اخر کډہ اوکړو
ھم پہ ښارونو زمونږ جنګ ھم صحرا جنګ دے
حبیب الرحمٰن افګار
نوم حبیب الرحمٰن تخلص افګار د پلار نوم سردار خان کلے تھاڼہ ملاکنډ دے
تاریخ پېدائش د سکول پہ کاغذاتو کښې ۱۹۵۱ ء د ھغۃٔ د خپلې وېنامطابق ۱۹۵۳ء دے خو د ډاکټر شېرزمان سیماب مطابق ۱۹۵۷ ء دے ۔ ډاکټر شېر زمان سیماب دا نېټہ پہ یو مقالہ کښې پہ کتاب د رنګونو شاعر افګار راڼیزے پہ صفحہ ۷ باندې ورکړې دہ۔ تعلیم تر اتم جماعت پورې دے ملازمت ئې پہ پولیس کښې کړے دے ۔ د وړکی تھاڼې دار د عھدې نہ ریټائرډ شوے دے ۔ پہ کومہ تھاڼہ کښې پاتې شوے دے ھلتہ ئې شاعران راغونډکړې او ادبی جرګې او تنظیمونہ ئې جوړ کړی دی چې لوے ادبی خدمت دے ۔ د ځنو شاعرانو اصلاح ئې ھم کړې دہ ۔ خو خپل کلام ئې د فنی نقائصو نہ پاک نۂ دے ۔ تر دې دمہ ئې شپږ شعری مجموعې چاپ دی اولنے کتاب دستور د مینې ، د ازغو پہ څوکو ، غریو ، پہ با برڅېرہ د ښکلا ګلونہ او کنډر کنډر کورونہ یوہ نعتیہ مجموعہ بادِ سبا یوسہ سلامونہ ۔ د شعر موضوعات ئې دی حسن ، عشق ، قام پرستی ، معاشی او معاشرتی مسائل پر ګو شاعر دے ۔ پہ کلام کښې د تخیل ښې نمونې ھم موندے شی ۔ پہ رېډیو او ټی وی باندې ئې کلام نشر شوے ھم دے ۔
سرې لمبې شو خور د ګل پہ شونډو کښې
بل شو راتہ اور د ګل پہ شونډوکښې
وینې پہ بوسہ مې د زړۂ اوباسی
شتہ دے دومرہ زور د ګل پہ شوډو کښې
دا تازہ زخمونہ د تېرۂ ازغو
ځم چې کړم ټکور د ګل پہ شونډو کښې
ماتہ زولنۍ چې شړنګېدلې بہ
ورک ئې شولو شور د ګل شوډو کښې
ماتہ مې پښتو پکښې ښکارہ شولہ
ھیڅ نۂ وینم نور د ګل پہ شونډو کښې
دار تہ بہ افګار پہ خندا اوخېژم
نۂ غواړم پېغور د ګل پہ شونډو کښې
مینہ چې نہ مینہ شی ښہ مینہ شی
زړۂ چې پرې اوسوزی ھلہ مینہ شې
د درد او غم اوښکو سلګو نہ بغېر
دوہ چې یو ځاے شی بیا بہ څۂ مینہ شی
چې د منصور شانلہ پہ دار اوخېژی
جوړہ دنیا تہ نندارہ مینہ شی
چې پہ بېلتون کښې مودې تېرې شی
ھغہ د شھدو نہ خواږہ مینہ شی
افګارہ بې مرګہ بہ ئې څوک جدا کړې
چې د یو بل سرہ د زړۂ مینہ شی
نوټ= ښہ ، ھلہ ، خواږہ ، نندارہ د څۂ او زړۂ ھم قافیہ نۂ دی۔ د مطلع
دویمہ مصرعہ چې څو پورې ھالۂ شوې نۂ وی بحر ماتېږی دغہ شان د څلورم شعر پہ اولنۍ مصرعہ چې پہ بېلتون کښې مودې تېرې شی کښې د یوې چپې کمے دے
دغہ شان د یو بل غزل شعر دے
زما د مرګ قاتل چارۂ پہ لاس راتہ ولاړ دے
نن څۂ پہ خواږہ خُلہ راتہ قربان وائی راځہ
د مرګ قاتل غلطہ روزمرہ دہ سمہ د سر قاتل۔ داسې نور ګڼ خو حېران یم د ملاکنډ ملګرو تہ خصوصاً ډاکټر شېر زمان سیماب تہ چې پہ صفتونو نۂ مړېږی ۔
زر نوش شھاب
د پلار نوم احمد ، تاریخ پېدائش ۳ جنوری ۱۹۴۸ء کلے تھانۃ ملاکنډتعلیم لسم جماعت ئې د تھانې ګورنمنټ ھائی سکول نہ پاس کړے دے ۔ د لسم نہ چې فارغ شو د پرائمری استاد بھرتی شو ۔ بیا ئې اېف اے ، بی اے پہ پرائیوېټ توګہ اوکړو ۔ پہ پښتو کښې انرز او سی ټی ئې ھم اوکړہ ۔ شاعری ئې طالب علمۍ پہ زمانہ کښی شروع کړہ ۔ پہ دغہ وخت کښې اولسی شاعری چاربېتہ ، لوبہ نیمکۍ او بدلہ پہ خپل عروج باندې وو ۔ شھاب ھم پہ دغہ اولسی اصنافو کښې شاعری شروع کړل خو ورستو غزل ، نظم او قطعې طرف تہ ئې رحجان شو ۔ پہ شاعرۍ کښې حسن ، عشق ، قام پرستی ، وطن پرستی، غریب پروری تقریباً ھرہ موضوع پہ نظر راځی ۔ زرنوش استاد دے پہ شاعرۍ کښې ئې ناصحانہ او اصلاحی رنګ ډېر سرګند دے ۔ د شھاب صېب تر دې دم پنځۂ شعری مجموعې چاپ دی ۔ ارمان د ګلو ، د ګل پہ سېوری ، مات ستوری ، دا خاموشی بہ د شپې زر ماتہ شی او د بنجاری سندرې ۔ پہ دې کتابونو کښې غزل ، نظم ، چاربېتہ ، نیمکۍ ، لوبہ او قطعہ پہ شریکہ موجود دی ۔پہ نثر کښې ډرامہ ، افسانہ او مضامین لیکی ۔ پہ سرکاری او مقامی سطع ئې ګڼ اېوارډونہ تر لاسہ کړې دی ۔
توبې اوباسم حقیقت کښې توبہ ګار نۂ شوم
د خپل ضمیر پہ عدالت کښې توبہ ګار نۂ شوم
وس کۂ د خېټې تنور ډک غواړمہ ګرم نۂ یمہ
چې د غنم نہ پہ جنت کښې توبہ ګار نۂ شوم
اول لوګے بیا ئې وریځ بیا ئې اوبۂ کړمہ زۂ
ستا د نظر پہ حرارت کښې توبہ ګار نۂ شوم
ډېر طوافونہ مې د حسن د کعبې نہ اوکړل
خو پہ دې دومرہ عدالت کښې توبہ ګار نۂ شوم
ھم د ناصح پہ خپل مطلب او پہ پخو خبرو
ھم د رقیب پہ شکایت کښې توبہ ګار نۂ شوم
عمل نامہ مې پہ لاس اووې چې تخلیق وۂ د رب
ستا د یارۍ پہ قیامت کښې توبہ ګار نۂ شوم
لۂ ډېرو چارو مې توبہ کړہ چې دستُور وۂ د وخت
د خپل اشنا سرہ پہ پت کښې توبہ ګار نۂ شوم
ټوټې ټوټې لکہ شھاب شومہ ور خور پہ فضا
چې د زلفانو پہ الفت کښې توبہ ګار نۂ شوم
زما پہ زړۂ پہ ذھن راج غواړی
جانان د خپل حسن خراج غواړی
چې پہ کښې مینہ او ھم امن وی قېد
بیا بہ بدلون دغہ سماج غواړی
مونږہ پہ داسې سلطنت کښې اوسو
پکښې ګنجے ھم پہ سر تاج غواړی
چې د صحت نہ کاروبار جوړ شی
بیا د طبیب ذھن علاج غواړې
بې ژبې جونہ پہ کالۂ شې زړې
خلق جینۍ نۂ غواړی داج غواړی
رقیبہ ستا د الزامانو جواب
بیا د منصور غوندې حلاج غواړی
حصول د مینې دومرہ ګران نۂ دے
خو خوشګوار غوندې مزاج غواړې
چې پلار راجہ زوے راجکمار وی پکښې
بیا بی خلاصے داسې راوج غواړی
زمونږہ قام د خپل حقوقو پہ ځاے
جنګ او فساد پہ احتجاج غواړی
د وسائلو پہ دې ډک وطن کښې
شھاب ډیوې لہ تېل پہ بیاج غواړی
سعیدﷲ خادم
نوم سعیدﷲ تخلص خادم د پلار نوم عبد الکریم کلے اشاړی سوات
تاریخِ پېدائش ۱۹۶۸ ء پہ ګورنمنټ کښې د سوشیالوجی پروفیسر شاعر او ادیب نظم او نثر دواړو کښې کار کړے دے شعری مجموعہ یې دہ ژوند او جانان چې غزل ، نظم او قطعاتو باندې مشتمل دہ ۔ د نثر یو کتاب یې لیکلے دے چې پہ املا باندې دے ۔ د شعر موضوعات یې دی رومانیت او د پښتون قام بدہ ورځ ۔ غزل یې جدید د زړو مخښلی مضامینو نہ ډډہ کوی۔ ژبہ خواږۂ پستہ او روانہ دہ او د خپل اسلوب څختن دے ۔ د تنقید ھم ښہ شعور لرې ۔ د پښتو نہ علاوہ پہ اردو کښې ھم شاعری کوی ۔ د غزل نمونہ ستاسو پہ مخکښې دہ
تا منګے روغ یوړو ګودر ھم عجیبہ غوندې وۂ
ما یې ټوټې را وړې ځیګر ھم عجیبہ غوندې وۂ
ھلتہ تابوت اوچتېدلو مایې ویر یې کولو
ستا د وفا د مرګ منظر ھم عجیبہ غوندې وۂ
بېګاہ مې څنګہ د یار یاد یواځې وېخ پاتې کړو
لۂ خوبہ پاسېدم سحر ھم عجیبہ غوندې وۂ
خلقو سم سم نۂ راکتل تا چې راتہ سم کتلو
ھر څۂ یې نور کړل ستا نظر ھم عجیبہ غوندې وۂ
قدر د چا کول د خپلې دروازې قدر وی
خو بس دستور دیار د در ھم عجیبہ غوندې وۂ
چا پہ ټالونو چا د فکر پہ ټالونو ځانګل
زمونږ پہ کلی کښې اختر ھم عجیبہ غوندې
اے پہ یو شړق یې د خادم مخ د دنیا نہ پټ کړو
ستا د اوږدو زلفو لښکر ھم عجیبہ غوندې وۂ
ځان لہ بہ څۂ اوکړې سړے کرل رېبل پہ زړۂ کښې
زړۂ چې بل وړے وی خبرہ وی د بل پہ زړۂ کښې
زما پہ ژوند ھغوی اولټہ پلټہ اژر کړے دے
لکہ تعویذ چې مې ځان سرہ ګنډل پہ زړۂ کښې
چې کلہ کلہ سپک الفاظ د چا د خولې نہ اوځی
شې څومرہ ګران څومرہ د چا ساتل پہ زړۂ کښې
لکہ د ونې ټېل نا ټېل کړمہ سیلۍ د اظھار
لکہ میوہ مې ستا یادونہ ټینګ ساتل پہ زړۂ کښې
تا چې دا کومې اوتې بوتې پہ پښتو کښې اووې
نۂ پہ زړۂ کښې شتہ او نۂ مې د غزل پہ زړۂ کښې
ھغوی د بل پہ رنګ مخونہ سینګار کږی نۂ وو
مونږ د چا چا چې تصویرونہ اېښودل پہ زړۂ کښې
ځان لہ څۂ ځاے جوړول ھم پکښې خادمہ غواړی
داسې اسان نۂ شی د خلقو اوسېدل پہ زړۂ کښې
خیام یوسفزے
نوم امیر عاطر تخلص خیام دا تخلص ورلہ ډاکټر علی خېل دریاب خوښ کړے وۂ د پلار نوم برادر خان عاطر چې پخپلہ صاحبِ دیوان شاعر دے ۔ برادر عاطر پہ سعودی عرب کښې سټېلډ وۂ دې د پارہ د خیام یوسفزی دینی او دنیاوی تعلیم پہ سعودی عرب کښې شوے دے ۔ حافظ قران دے۔ خیام د رباب ھنر مند دے او پہ موسیقۍ باندې ښہ پوھہ دے راګ راګونہ ورتہ یاد دې چې اکثر ذکر خپل پہ شعر کښې ھم کوی ۔ د ائی ټی ډګری یې پہ لاس دہ ۔ پہ موجودہ وخت پہ سعودی عرب کښې د ائی ټی پہ شعبہ کښې ملازمت کوی او د ژوند غونډورے رغړوی ۔ د خیام یوسفزی څلور کتابونہ تر دې دمہ چاپ دی یوہ شعری مجموعہ جنون جام او جانان او درې جلدہ دنظم کتاب “ خوبونہ پہ ورغوی “ زما خیال دا پہ نثر کښې لیکل پکار وو پہ نظم کښې ھسې توانائ صرف کول وو۔ غزل نظم او قطعہ لیکی ۔ د غزل موضوعات یې رومانیت قام پرستی او خمریات ۔ خپل د کلاسېک مطالعہ یې کړې دہ ۔ غزل یې د روایت د جدت امتزاج دے ۔ ښہ غزل لیکی دا شعر یې د رحجان عکاسی کوی
ما کہ پرېښود څۂ کمے د شعر ھنر کښې
نقش د خیال مې شۂ لاھُو پہ سمندر کښې
د شعر اصلاح یې د ډاکټر علی خېل دریاب نہ اخستې دہ
دا اعزاز او نېک مرغی دہ ما د پارہ
چې دریاب زما شعر پہ کار پسند دے
ټول رنګونہ دې راغونډ کړل پہ نقاب کښی
خلل جوړ شۂ د سپرلی پہ اب وتاب کښې
زما ځانہ زما جانہ ما خبر کړہ
زما ژوند بہ ساتې څو پہ اضطراب کښې
یار تہ خط نۂ شم لیکلے لہ دې وېرې
چې خبر یم یار بہ څۂ لیکی جواب کښې
ستا د ھجر پہ صحرا کښې جل وھلے
مستغرق مې کړہ د وصل پہ دریاب کښې
پہ سبا مې ناشنا غوندې حالت وی
کومہ شپہ چې دې زۂ اووینم پہ خواب کښې
ستا د لاس نخښی د ځان سرہ ساتمہ
اوچې پاڼې راسرہ دی پہ کتاب کښی
زۂ خیام سکون پہ جام کښې ځکہ ګورم
سکون نیشتے محبت خانہ خراب کښې
کہ سندرې کہ نغمې دی
ستا د مینې اوازې دی
چې پہ زړۂ کښې دې اوسېږم
نو بیا څنګہ فاصلې دی
ژوند پخپلہ ملازہ شو ہ
ادب ځکہ ملازې دی
د پېسو دپارہ منډې
د وختونو تقاضې دی
د انسان منګولې ګورہ
د انسان پہ وینو سرې دی
لا خلاقہ لھم لولہ
پہ جھان کښې دې چرچې دی
ښکلی ګرځی مې پہ خیال کښې
کۂ خیامہ فرښتې دی
ډاکټر شېرزمان سیماب
نوم شېرزمان د پلار نوم ګل محمد خان کور کلے تاڼہ ملاکنډ تاریخ پېدائش ۱۰ فروری ۱۹۷۳ ء تر بی اے پورې تعلیم پہ خپل کلی تاڼہ کښې حاصل کړے دے ۔ اېم اے د پېښور یونیورسټۍ نہ سرہ د ګولډ اېم فل او پی ایچ ډی یې ھم لۂ دغې یونیورسټۍ نہ اوکړو ۔ اولہ تقرری پہ حثیت د پښتو لیکچرر پہ ګورنمنټ کالج جوړ بونېر کښې اوشوہ خو بیا پہ پښتو اکېډېمۍ پېښور کښې د ریسرچ افسر پہ طور یې کار شروع کړو او اوس ھم دغلتہ خپلہ وظیفہ تر سرہ کوی ۔ پہ ملاکنډ کښې یې مختلف ادبی تنظیمونہ جوړ کړی د ھغوی سرپرستی ھم کوی ۔ د مختلف رسائلو او جرائدو مدیر پاتې شوے او اوس ھم دے ۔ ډاکټر شېرزمان سیماب یو شاعر ، محقق ،افسانہ نګار او خاکہ نګار دے پہ موجودہ وخت د سوات پہ تاریخی ، جغرافېائی او پہ ثقافتی اھمیت باندې کار کوی ۔ چاپ شعری مجموعہ د دار پہ سر ، یو تالیف سھرې چې د خپل د وادۂ پہ موقع وئېلے شوی نظمونہ راغونډ کړې او چاپ کړی دی
شاعری یوہ تحفہ دہ دا نۂ پہ ډېر علم دہ او نۂ پہ ډېر ریاض ډاکټر صېب سرہ یوہ لاحقہ لږېدلې دا ھغۂ لہ غلطۍ کولو اجازت بېخی نۂ ورکوی د حدنہ زیاتہ خود اعتمادی د ھغۂ فن لۂ پارہ ښہ نۂ دہ ۔ ما د ھغۂ پہ غزل او املا دواړو کښې عېب محسوس کړے دے ۔ غزل ستاسو د مخې دے او د املا د ھغۂ پہ حال کښې تالیف افګار ملاکنډ کښې کتے شئ
تورې غټې غټې سترګې پہ رخسار کښې
کہ حبش چرتہ ولاړ دی پہ انګار کښې
دا یې نرم سرۂ وېښتۂ پہ اوګو ځانګی
کۂ ګلونہ را بھېږ ی پہ ابشار کښې
دا دې پړق د مېخکی دے لوړ قامتې
کۂ د نمر د سترګې برېښ دے پہ چینار کښې
دا نرمی دې د خبرو دہ دلبرہ
کۂ نہ زرکہ د سپرلی دہ پہ چغار کښې
دا سرخی دې دہ جانانہ د سرو شونډو
کۂ ګلونہ ټوکیدلی پہ بھار کښې
پہ وړہ خولہ کښې غاښونہ دې ځلېږی
کۂ پئیلی ملغلرې دی پہ تار کښې
دا ښائست د ادم زادې دے سیمابہ
کۂ نۂ حورہ راوتلې پہ سینګار کښې
چې د مئین ئې جنازہ اوویستہ
ھغې د ظلم نہ توبہ اوویست
د ارمانونو لالہ زار تہ لاړم
ژوندونہ تالہ مې نقشہ اوویستہ
جوټې ئې اوخوړې پہ ټال د نسیم
غوټۍ د غنو پہ سر شپہ اوویستہ
چرتہ شپونکے شتہ ددې ګډو بیزو
چرتہ شپېلۍ شوہ چا ټپہ اوویستہ
ما د غزل پہ ائینہ محبوبې
د فن پہ ګوتو ستا څحہرہ اوویستہ
د مداریانو مدحې نۂ وایمہ
ما ئې د ھر مدار نہ پښہ اوویستہ
د خپل شبابہ بہ لاسونہ وینځی
چې ستا پہ خوا کښې چا شېبہ اوویستہ
سیمابہ وی بی شرمېدلے ولاړ
د خپل څادر نہ چې چا پښہ اوویستہ
عارف نسیم فېضی
نوم عارف نسیم تخلص فېضی ، د پلار نوم نورالوھاب فېضی ، د نیکۂ نوم فېض رسان فېض چې د دېو بند نہ فارغ یو جید او مشھور عالم وۂ چې کوم لۂ سببہ ځامن او نمسی د فخر پہ طور ځان سرہ فېضی لیکی ۔ کور کلے نوے کلے صوابۍ تاریخِ پېدائش ۵ مئ ۱۹۷۷ء ، تعلیم پہ فزکس کښې ماسټر ، ملازمت پہ بېسټ وے سیمنټ فېکټرۍ چکوال کښې پہ فنانس ډیپارټمنټ کښې خپلہ وظیفہ تر سرہ کوی ، پہ پښتو او اردو دواړو ژبو کښې شاعری کوی ۔ پہ پښتو کښې ئی د شاعرۍ مجموعہ دہ “ ګونګۍ وېنا “ د اردو مجموعہ بہ ئې زر چاپ شې ۔ پہ غزل او نظم کښې طبع ازمائی کوی او دواړہ د پائې لیکی ۔ د شاعرۍ موضوعات ئې دی رومانیت ، تصوف ۔ خو کلہ کلہ د پښتو ښہ روایات او د معاشرې کمزوری طبقې دپارہ اواز پورتہ کوی ۔ ژبہ ئې خواږہ پستہ او روانہ دہ ، د اردو پہ یو غزل ئې د اوجِ ادب کراچۍ نہ دریم انعام ګټلے وۂ ۔
یار د سترګو زاویې کړلې بدلې
ما ھم خپلې تقاضې کړلې بدلې
پہ دې دور کښې خو ډېرو امامانو
پہ تړلی نېت قبلې کړې بدلې
د رندانو پہ مزاج ئې چې نظر شۂ
مغبچو ھم تماشې کړلې بدلې
د ضمیر قیمت چې واخست رھبرانو
لارې خپلہ قافلې کړلې بدلې
د دروغو چل دې زدہ نۂ دے جانانہ
بیا دی څومرہ بھانې کړلې بدلې
ستا ښائست ھم د وخت دوړو کړلو مړاوې
زما مینې ھم دعوې کړلې بدلې
د بازار پہ چاپېر چل ئې چې نظر کۂ
د وفا عارف سیکې کړلې بدلې
منمہ زمکہ یم ظرف مې د اسمان نہ زیات دے
غمونو ځاے زما پہ زړۂ کښې د جھان نہ زیات دے
زۂ یم پښتون مېلمہ دوستی زما پہ وینہ کښې دہ
دې کچہ کور کښې ګنجائش د لامکان نہ زیات دے
پہ ھغہ لور ھم نۂ ځم ولې چې عزت د جانان
خدائېګو چې خوږ زما زړګی تہ د جانان نہ زیات دے
ھر څۂ بہ یوسی کۂ بندونہ مې د سترګو مات شو
یار مې نیزدې زما زړګی تہ د خپل ځان نہ زیات دے
نازک مزاجہ دے وړہ وړہ خبرہ نیسی
عارفہ غم د یار د وصل د ھجران نہ زیات دے
(پہ مصرعہ داردو ژبې شاعر محسن نقوی “زمین ھوں مگر ظرف اسماں کا ھے “)
زرین پریشان
نوم زرین باچا تخلص پریشان کلے بازار بټګرام تاریخ پېدائش ۱۹۴۵ء تعلیم مېټرک ملازمت اول پہ خاندانی منصو بہ بندۍ کښې بیا پہ سعودی عرب کښې تر مرګہ پاتې شوے دے ۔ پریشان فطرتاً شاعر وۂ ۔ پریشان د سکول پہ زمانہ کښې شاعری شروع کړہ خو ھغہ مستقل مزاجہ نۂ وۂ پہ اول کښې ھغہ عوامی رنګ کښې شاعری اوکړہ ۔ بیا غزل او نظم تہ راغب شۂ او خپلہ ټولہ اولسی شاعری ئې اوسوہ ۔ چې پہ ھغہ باندې د اولسی شاعر نوم اونۂ لږی ۔ ګنی پہ ترقی یافتہ ملکونو کښې اولسی شاعرۍ لہ پہ کتابی ادب باندې فوقیت ورکولے شی ۔ پہ غزل نظم کښې اول رومانی شاعری کولہ دا دھغۂ د زړۂ اواز وۂ ۔ د غزل او نظم د دواړو اصنافو د لیکلو پہ پریشان کښې ښہ صلاحیت وۂ ۔ خو ډېر زر اجمل خټک ، غنی خان او د رحمت شاہ سائل نہ متاثر شو او پہ دغہ رنګ کښې شاعری شروع کړہ۔ کوم وخت چې د ھغہ نہ ضائع شوے وۂ پورہ کولو پہ خاطر ئې خیال او روغې روغې مصرعې د ذکر شو شاعرانو پہ خپل کلام کښې شامل کړې چې کومو نشان دھی ډاکټر یار محمد مغموم او سردار علی ټکر پہ ډیوہ رېډیو باندې پہ پریشان باندې د پروګرام دوران کښې اوکړہ ۔ پہ اولس کښې زرین پریشان انقلابی شاعر مشھور شۂ خو پہ پوھانو پہ نظر کښې پہ ھغۂ باندې د سرقې تور اولږېد ۔ د چانہ متاثر کېدۂ څۂ بد عمل نۂ دے خو د یو رېښتونی فنکار پہ حېث د ھغہ شاعر ذکر ضروری دے او پہ توارد باندې ګناہ ګار نۂ دے ۔ زۂ د پریشان د شاعرانہ صلاحیت نہ د نیزدې نہ خبر یم ۔ خصوصاً ھغۂ غزل او نظم دواړہ ښہ لیکل خو جذباتی وۂ د جذباتو پہ سیند لاھُو شۂ او د خپل رنګ پہ جورولو کښې ناکام پاتے شۂ ۔ د پریشان د شاعرۍ موضوعات دی رومانیت ، قام پرستی او پرولتاری طبقې لہ پارہ د ښہ ژوند غوښتنہ ۔ د پریشان څلور شعری مجموعې د ھغۂ پہ ژوند کښې چاپ شوې وې چې اوس د کلیاتو پہ شکل کښې چاپ دی
زړۂ مې درزېږی بنګړی مۂ شوروہ
پہ ما څۂ کېږی بنګړی مۂ شوروہ
د اسرافیل د شپېلۍ غږ نہ مخکښې
دنیا ورانېږی بنګړی مۂ شوروہ
ستا د زړۂ مستو اداګانو سرہ
زړونہ غوڅېږی بنګړی مۂ شوروہ
لشې لشې لکہ زما پہ بدن
غونے ودرېږی بنګړی مۂ شوروہ
پہ ډک محفل کښې بې نقابہ نۂ شُو
خلق پوھېږی بنګړی مۂ شورہ وہ
دا شومہ دم او دا خاموشہ کوڅې
شپہ راوېښېږی بنګړی مۂ شوروہ
توټې ټوټې د پریشان پہ زړۂ کښې
بنګړی ماتېږی بنګړی مۂ شوروہ
ژوند یوہ لمحہ وہ څومرہ زر تر زرہ تېرواتہ
نمر د مازیګر وۂ لاړ د غرۂ د سرہ تېرواتۂ
وختہ اوښکې اوښکې غریو نیولے ھر ارمان زما
ستا د سرحدونو نہ پہ وېرہ وېرہ تېرواتۂ
زړۂ مې لېونے پښتون د شین کاڼی نہ سخت وۂ خو
ستا قاتل قاتل نظر ترې ښکتہ برہ تېرواتۂ
مینہ حقیقی کہ مجازی دہ مینہ مینہ دہ
بې د مینې ژوند څنګہ پہ تا کافرہ تېرواتۂ
عشقہ لېونتوب وۂ ستا پہ لار د زلمیتوب سفر
ستا پہ ګړنګونو ډک لہ شورہ شرہ تېرواتۂ
نہ زرین اظھار د محبت اوکړو نہ تا اقرار
غلے غلے ستا کوڅہ کښې ستا د درہ تېرواتۂ
اختر حیات قمر
نوم اختر حیات تخلص قمر کلے ډھرۍ بھادر خان بټګرام تاریخ پېدائش ۱۳ فروری ۱۹۷۰ء مېټرک د ګورنمنټ ھائ سکول اوګۍ نہ بی اے د ګورنمنټ کالج اېبټ اباد او اېم اے پښتو ئې پہ پرائیوېټ توګہ اوکړو ۔ د ملازمت ابتدا ئې د یو استاد پہ حېث اوکړہ نن صبا پہ بټګرام کښې د اسسټنټ اېجوکېشن افسر پہ طور کار کوی ۔ د اختر حیات شپږ شعری مجموعې ګلِ لالہ ، غانټول ، ستا د ښائیست ګلونہ ډېر دی ، څانګہ بہ نن صبا کښې ګل شی ، اترنګ د ھائیکو مجموعہ د شېخ ایاز د منتخب نظمونو منظوم ترجمہ ، او یوہ د افسانو مجموعہ چاپ دی ۔ شاعری غزل ، نظم او پہ ھائیکو کښی کوی ۔ اختر حیات ترقی پسند شاعر دے ۔ د قمر پہ شاعرۍ کښې د انسانیت غم ، قام پرستی د کمزورے طبقی فکر ، رومانیت موندے شی ۔ حقیقت پسندہ شاعر دے د فن د ښکلہ طرف تہ ئې دھېان کم دے ۔
دا وجود مې ستا وجود دے
چې ستا یاد پکښې موجود دے
ستا د نوم پہ ذکر پائیم
چرتہ زیان دے او کہ سود دے
ماتہ یو دے چې انسان دے
څوک ایاز دے کہ محمود دے
کہ عرب دے کۂ عجم دے
زۂ ئې څۂ کړم کہ نمرود دے
ما پہ دواړو دے منلے
کہ وجود کہ شھود دے
د مذھب د پنډتانو
تر خپل ذات فکر محدود دے
ما قمر لہ دومرہ بس دے
ستا کرم چې لامحدود دے
د مینې پنډ مې سر کړے در پہ در ګرځوم
د شر پہ زمکہ لکہ خاورې ھسې زر ګرځوم
بس تہ ٔ خو دومرہ قدرې اووایہ چې ستا یمہ زۂ
قسم دے زۂ بہ دې ټول عمر لہ پہ سر ګرځوم
ما خو ھیڅ څوک ھم بې غرضہ پکښې اونۂ لیدۂ
زہ چې څلور کنجہ دنیا باندې نظر ګرځوم
د مذھبونو ، عقیدو د نفرتونو جنګ کښې
نن وینې وینی تصویرونہ د بشر ګرځوم
خدایہ پوھہ او شعور دې دومرہ راکړلو چې
اوس خپل شعور پہ اوږو بار لکہ د غر ګرځوم
ھر څو کہ ژوند مې مازیګر تہ رسېدلے دے خو
ستا د دیدن ارمان لا اوس ھم مازیګر ګرځوم
دا چې ئې دومرہ چینار قد دے پېرزو کړے پہ ما
زۂ ھم ًپہ غېږہ کښې بلھا ستړې د نمر ګرځوم
تۂ کہ ھر څو د تکبر ګوتہ خپل ځان تہ نیسې
زۂ ھم اسمان کښې کلہ کلہ خپل قمر ګرځوم
سلیم ناشاد
نوم سلیم خان د پلار نوم شمروز خان کلے کور مردان تاریخِ پېدائش ۲۰ اپرېل ۱۹۷۲ء تعلیم مېټرک ملازمت د یوې غریبي کورنۍ فرد دے ۔ ھر قسم لہ محنت مزدوری ئې کړې د ہ ۔ مختلف اخبارونو لہ لیکل کړی دی خو نن صبا د کتابونو کمپوزنګ سرہ وابسطہ دے ۔سلیم ناشاد ترقی پسند شاعر ادیب دے ۔ ګڼو ادبې تنظیمونو پہ جوړولو کښې لاس ئې دے او اوس ھم د ادبی دوستانو مرکې فعال غړے دے ۔ د ھغۂ ائیډیل صنوبر حسېن کاکاجی او سلیم راز دی ۔ښہ تنقیدی شعور لری۔ پہ سیاسی ھلو ځلو کښې برخہ اخلی ۔ یوہ شعری مجموعہ “کنجی “چاپ دہ ۔ پہ کلام کښې حقیقت پسندی ډېرہ دہ ۔ رومانیت ، قام پرستی او د پرولتاری طبقې نمائندګی کوی ۔ د حالاتو لہ کبلہ د غزل لہجہ ئې لږہ سختہ دہ ۔
د قطب ستورے خو یارانو لا پہ بام شتہ دے
راځی بہ خامخا سحر دلتہ ماښام شتہ دے
زھر کہ نۂ وی ګوذارہ د زړۂ پہ وینو اوکړئ
ھر یو سقراط سرہ د ژوند دپارہ جام شتہ دے
څنګ د چا زړۂ کښې بہ راځی د یو خداے تصور
تر څو پہ زمکہ چې اقا شتہ دے غلام شتہ دے
کلہ پہ زړۂ کلہ شاہ رګ کلہ پہ زړۂ کښې اوسی
مکان کۂ نشتہ دے د خداے خو یو مقام شتہ دے
زۂ ئې کہ ھرہ لمحہ ځان تہ پہ سجدہ پرېباسم
خو کائنات کښې ھم جذبہ د انتقام شتہ دے
زاھدہ ولې پہ ځوانۍ کښې مې د تندې وژنې
لا خو ساقی شتہ مېخانہ شتہ دے او جام شتہ دے
جانان وئیل راتہ ناشادہ یم خوشحالہ پہ دې
چې ئې زلمے او شاعرۍ کښې دې پېغام شتہ دے
اشنا وخت لږ دے او قیصې ډېرې دی
ژوند تہ راپېښې حادثې ډېرې دی
یوہ ھم نۂ ځی د منزل پہ لوری
څۂ کہ روانې قافلې ډېرې دی
ځکہ خو ستوری پہ فالونو نیسو
د لاسو کرښې مو کږې ډېرې دی
منو چې ډېر یُو د ښائست پرستار
خو وینځې ھم د سرماې ډېرې دی
فطرت پہ چپہ خُلہ تېرېږی وړاندې
کہ ورپسې د خلقو خلې ډېرې دی
لکہ فقیر پہ محبت پسې ژوند
یارہ وھلې دروازې ډېرې دی
چا پہ کښې یاد نۂ کہ ناشادہ جانان
ھر خوا زما زما نعرې ډېرې دی
حاجی زرګل ګل
نوم زرګل د پلار نوم ادم خان پہ قام مومند خلیل موجودہ وخت پہ پېښور کښې اوسی د ھلکوالۍ عمر ئې پہ خېبر لواړګی کښې تېر کړے دے ۔ تاریخِ پېدائش ۱۹۶۳ءدے ۔تعلیم تر اتم جماعت پورې ، پېشہ ټېلر ماسټری دہ ۔ پہ ۱۹۸۰ ء کښې سعودی عرب تہ لاړ د ژوند څۂ وخت ھلتہ تېر کړے دے ۔ نن صبا تبلیغی جماعت سرہ وابسطہ دے ۔ یوہ شعری مجموعہ “ مونږ لېونی خو پہ دې نۃ یو چې تاوان دے پہ کښې “ پہ بنیادی توګہ د غزل شاعر دے ۔ پہ غزل کښې روزمرې ، محاورې ، متل او پښتون کلچر لہ پہ ھنر مندۍ سرہ ځائے ورکړے دے ۔ شاعری عام فہم ،سادہ او روانہ دہ ۔ موضوعات رومان، پښتون قام ، ژبہ او زپلے طبقې لہ پارہ ښہ ژوند ارزو دہ ۔ خو ھغہ چې څومرہ ښہ شعر لیکی د تعلیم د کمی پہ سبب فکر ئې دومرہ دروند نۂ دے۔ زرګل یو ښہ شاعر دے خو د لویو شاعرانو پہ صف کښې نۂ شو ودرولے ۔
پہ زمکہ کرښې وھم کرښو نہ بنګړی جوړوم
نن څۂ خاموشہ او بې شورہ موسېقی جوړوم
زما جانانہ نن دې سترګو لہ کجلہ راوړمہ
ددې بڼو نہ بہ ډې ګورې نن ازغی جوړوم
راځئ ملګرو چې دا تلے وخت پہ شاہ راولو
تاسو ګودرې لټوئ زۂ بہ منګی جوړوم
یو مسافر د ائینې نہ دا پښتنہ کوی
زۂ زندګی بربادوم کہ زندګی جوړوم
ھسې خو نوم لہ پہ دې کلی کښې بلھا خلق دے
زۂ بہ دې خلقو نہ کہ خداے غوښتہ سړی جّوړوم
زما مثال ھم زما ګلہ د کابل غوندې شو
پردی مې خپل نۂ کړۂ د خپلو نہ پردی جوړوم
مونږ لېونی خو پہ دې نۂ یُوچې تاوان دے پکښې
اور تہ وردانګو کہ چا اووې چې جانان دے پکښې
لحد بہ ھم دا مئین زړۂ لہ مانہ خاورې نۂ کړی
چې ستا د یاد کلے تر څو پورې ودان دے پکښې
نور ددې ښار د ھیڅ یو شی قیمت تپوس مۂ کوہ
یو د انسان د ژوند قیمت دے چې ارزان دے پکښې
مونږ د نظر اور لګولے ورتہ زړونہ سېزُو
د ښائستونو ښار تہ ګورئ چراغان دے پکښې
لہ قہرہ سرۂ شی غاښونہ او چیچی خو چپ پاتې شی
خوی د کافر دے خو فطرت د مسلمان دے پکښې
پښتون لالے مې سر شېندی خو سرکوزی نۂ منی
د ننګ نہ ډک دے غېرتی ځوان دے ایمان دے پکښې
ګلہ د ھغوی ښکلو سترګو مھربان نظر کښې
ډېرې ښېګړې دی پکښې خو ډېر تاوان دے پکښې
فقیر بادشاہ فقیر
نوم فقیر بادشاہ تخلص فقیر د پلار نوم سیال بادشاہ کور کلے ټل تاریخِ پېدائش ۱۹۵۸ء تعلیم د لیک لوست تر حدہ ۔ د پښتو ادبی تنظیم چمن ټل غړے دے ۔ پہ سعودی عرب کښې ئې ډېر وخت تېر کړے دے خو نن صبا پہ مستقل توګہ پہ کور کلی دے ۔ اول ئې پہ اولسی رنګ کښې شاعری کولہ خوکلہ نہ چې پہ ادبی تنظیم چمن ټل کښې ناستہ پاستہ شروع کړہ غزلې ئې ھم اولیکلې ۔ رباب ئې یاد دے ۔ پہ حجرو او مېلسونو کښې بہ ئې خپل کلام موسیقۍ سرہ زمزمہ کولو ھم دغہ وجہ دہ چې ئې شعر ئې روان خوږ او د موسیقیت نہ ډک دے ۔ زیات تر شعرئې رومانی دے خو چاپېر چل ترې ھم ھېر نۂ دے ۔
زلفې چې پہ سپین مخ راجوپکہ کړی
خدائیګو د کور لارہ رانہ ورکہ کړی
کلہ چې تندی کښې ګونجی راولی
تنګہ بس پہ ما باندې دا زمکہ کړی
ھسې ھم د ګل پاڼو نہ جوړہ دہ
نور ئې ھم زما لیدۂ نازکہ کړی
ودرېږی ائین تہ چې سیګار کوی
ځان تہ ائینہ ھم حقہ بکہ کړې
راشی مخا مخ چې ناڅاپی پہ ما
زړۂ مې پہ ګوګل کښې داسې پړکہ کړی
تا چې د فقیر لمنہ اونیوہ
اوس بہ دې خداے خپلہ لمن ډکہ کړی
قرارہ نیمہ شپہ وہ د خپل ځان سرہ لږیاوم
سر پروت مې پہ سجدہ وۂ بس جانان سرہ لږیاوم
یو داسې تصور وۂ چې دنیا نہ ئی بھر کړم
لۂ زمکې ئې اوچت کړمہ اسمان سرہ لږیاوم
چې لار د محمد مې کړلہ خپلہ نو پہ لار شوم
نن ځکہ پہ جګړہ وم د شیطان سرہ لږیاوم
دعوت ورکوم خلقو تہ کوڅہ پہ کوڅہ ګرځم
ستا لار تہ ئې رابولم ھر انسان سرہ لږیاوم
تۂ دومرہ شوې کمزورے خپل نفس دې قابو نۂ کړو
فقیر پہ دې خبرو د خپل ځان سرہ لږیاوم
ابراھیم رومان
نوم ابراھیم خان تخلص رومان کورکلے تنګے ګل اباد چارسدہ ھشنغر ،پہ موجودہ وخت کښې پہ دلہ زاک روډ حدیقہ کالونۍ کښې اوسېږی ۔ تاریخِ پېدائش دے ۱۹۶۴ء ، تعلیمی معیار پہ پښتو لټرېچر کښې اېم اے ، پہ محکمہ خوراک کښې د اسسټنټ ډارېکټر پہ عھدہ باندې کار کوی ۔ دوہ شعری مجموعې تیت پرک او کرواړہ چاپ دی ۔ دوہ د افسانو مجموعې خپلہ خاورہ او شواخون ھم چاپ دې چې د اردو افسانو ترجمې دی ۔ ابراھیم رومان د معیار ډېر زیات قائل دے ۔ د کلاسیکی او جدید ادب دواړو ئې ژورہ مطالعہ کړې دہ ۔ د غزل قالب روایتی دے خو پېغام پکښې د موجودہ وخت دے ۔ پہ فن باندې ئې مکمل ګرفت دے ۔ ذوالقافتېن ، ذات القاّفتېن ، پہ دریو قافیو مشتمل غزل ، ذوالغزلېن ، ردالعجز ، تجننیس دا ټول صنعتونہ پہ اذاد مټ ئې پہ خپل غزل کښې پکار راوستی دی . د غزل موضوعات ئې دې ،فلسفہ ، تصوف، د روان عصر معاشرتی او سیاسی مسائل ۔
د ذوالقافتېن غزل دوہ شعرونہ
کۂ د زړۂ رانہ ساتی لرې نګار ور
د رقیب وړاندې بہ یاد شمہ زۂ خوار سر
زړۂ دې رانہ موړ دے نۂ راګورې
وی د زړۂ بہ درتہ بېرتہ زما یار در
پہ دریو قافیو مشمل غزل دوہ شعرونہ
دا د مینې د کردار زیار نقطہ دہ
چې قائمہ د پرکار مدار رشتہ دہ
پہ عوض د سر لہ حسنہ مینہ غواړم
کشالہ راتہ د ځار ویزار پرتہ دہ
ذوالغزلېن
جنون څۂ ښکلې رتبہ دہ ،صحرا برخہ د اوښیار دہ
عشق رنګینہ تلوسہ دہ ، چې اخستې لاس کښې وار دہ
ورکہ کلہ راځی لاس لہ ، چې لہ مینې ناخبر وی
د بد نېت دغہ صلہ دہ ، ھڅہ شنډہ چې د خوار دہ
ذات القافتېن
چې پہ غاړہ ئې سینګار دے د بھار ھار
نمونہ دہ پہ دنیا کښې د د معیار یار
ما خوړلی تل وھل پہ سادګۍ دی
خو اغیار لکہ لومبړہ کړی مکار کار
د رحمان بابا د مشھور غزل پہ تتبع کښې
سر زما سامان زما ځار شہ تر جانان زما
ځار شہ تر جانان زما سر زما سامان زما
زۂ پہ تاشېدا یم ستا یمہ زۂ ستا یم
ستا یمہ زۂ ستا یم زۂ پہ تا شېدا یم
د ابراھیم رومان غزل د رحمان غزل نہ پہ بحر کښې بدل دل دے پہ دې صنعت کښې اولنے غزل د حسېن دے
درد زما درمان زما لب دی د جانان زما
لب دی جانان زما درد زما درمان زما
عرش زما اسمان زما ستا پہ غم کښې خخ تلۂ دی
ستا پہ غم کښي خخ تلۂ دی عرش زما اسمان زما
د رحمٰن بابا غزل دے
دا چې مست پہ مئیو راغے یار د چادے
بیا بہ تاخت کا پہ کوم غولی وار د چادے
دغہ زمکہ د حسېن دہ ۔ د حسېن غزل دے
دا مے رنګې شوخې سترګې یار د چا دے
څوک بہ وژنی پہ خنجر انکار د چا دے
د منصور پہ دود ھزار وتہ جلوہ کا
اودرېدلے نن پہ عدل دار د چا دے
د رومان غزل دے
زۂ چې ترې لږمہ سنګر دچا دے
چې پکښې ترس نیشتے ځیګر د چا دے
چې پرې غوڅ شوے یم خنجر د چا دے
چې ترې اثر کښې یم اثر د چا دے
دغہ بڼې چې ترې ویستلې پرتې
د الوت نۂ دے دا وزر د چا دے
ورتہ پہ تاک کښې چې دی خلق ولاړ
دا خوا پہ خوا نښتر او غر د چا دے
دي رېز مرېز مې د بدن ھډونہ
شرمخ راغلے دے وندر د چا دے
چې پیغلې جونہ ورتہ نۂ ځی چرې
دغہ تالہ والہ ګودر د چا دے
مونږ پہ سازش کښې د اغیار انختی
رومانہ څوک وائی اختر د چادے
د ابراھیم رومان د موجود وخت د نقاد پہ حقلہ څۂ رائې لری
د تنقید پہ احاطہ کښې د تنقیص غونډاری رغړی
د نولی مار تماشہ دہ د تحقیق خونہ نروب دہ
حقیقت دغہ دے خو د تنقید ځائے پہ ھر چا کښې موجود ھم وی ځکہ چې انسان دے ۔ د ابراھیم رومان یو غزل وړاندې کوم درست بہ ورسرہ برېکټ کښې لیک وی
چې اداګانې دې پېغور کړلې
تامې د زړۂ مانۍ نسکور کړلې (نسکورې )
ځمہ اودرېږم د حلاج پہ صف کښې
کہ مرتبہ مې پہ چا پور کړلې (کړلے )
مدحې خو ځکہ د جانان وایمہ
چې مې اباد د مینې کور کړلې (کړلے )
اغیار ما پورې دې تل خندل
چې دا سپین مخ مې درلہ تور کړلې (کړلے)
کروناڅۂ دہ څو پېسو پہ خاطر
ښادۍ ئې خلقو باندې سکور کړلې
دا خو لا پرېږدئ د خدائے کور اوګورئ
ډلې ئې لرې ترې پہ زور کړلې
چې د چا ھم ښېګړہ کېږی پہ ما
وایم چې زړۂ مې ورتہ خور کړلې (کړلے )
طمعہ سپرلی نہ چې لرم رومانہ
رالہ ئې باغ د زړۂ سمسور کړلې (کړلے)
د ډاکټر یار محمحد مغموم صېب وېنا دہ چې د ھشنغر او ملاکنډ لہجہ دہ خو زۂ منلو تہ تیار نۂ یم ځکہ پہ بېدل ھشنغری او پہ علی خان کښې دا عېب ولې نۂ شی لیدے؟ د جانان تعریف تہ مدحې وئیل مناسب لفظ نۂ دے ۔ کرونا د غزل تغزل تہ نقصان رسوی۔ یو بل غزل دے
ما کہ پہ مینہ ستا پہ پښو کښې حوصلې کېښوې
تا مو تر منځہ ګرانہ نورې فاصلې کېښوې
ددې غزل نورې قافې دی بھانې ، زمانې ، حادثې ، مسئلې ، تلوسې ، ملازې ، رشتې او خازې ۔ د استادانو مطابق د غزل د قافې تعین د مطلعې نہ کېږی ۔ اوس چې پہ مطلع کښې قافیہ حوصلې او فاصلې دی نو نورې مرحلې ، زلزلې ، غلغلې ، ولولې ، سلسلې ، قافلې وغېرہ پکار وې کہ پہ غزل کښې زمانې خازې وغېرہ استعمالول غوښتۂ نو بیا ئې پہ د مطلعې پہ قافیہ کښې د تاسیس استعمال نۂ وۂ کړے ۔ خو دې لږ ډېر کمی نہ باوجود زۂ ابراھیم رومان د موجودہ وخت ښہ شاعر ګڼم چې د شعر بنیاد ئې پہ پوخ روایت ولاړ دے۔
جاوېد احساس
نوم جاوېد احساس تعلق ئې ضلع بنُوں سرہ دے ۔ تعلیمی قابلیت د دینی پوھې سرہ سرہ پہ فارسۍ او پہ عربۍ باندې ھم دسترس لری ۔ اېم فل ھم کړے دے ۔ درس و تدریس سرہ وابسطہ دے د اردو لیکچرر دے ۔ د شعر ابتدا ئې پہ ۷ جماعت کښې پہ اردو ژبہ کښې کړې دہ د ۱۱ جماعت نہ ئې پہ پښؔتو کښې شاعری ھم شروع کړہ ۔ مختلف ادبی تنظیمونو غړے دے لکہ ستوری ادبی ټولنہ ، منډان ادبی ټولنہ او تنقیدی ادبی ټولنہ جاوېد پہ بنیادی توګہ دغزل شاعر دے ۔ پہ غزل باندې د غم درد سوز یوہ فضا خورہ وی ۔ د اردو ژبې استاد دے پہ غزل کښې د اردو ژبې استعمال بلا ضرورت ډېر زیات کوی ۔ کلہ کلہ غزل د پښتو کم د اردو زیات محسوس کېږی ۔ د کېفیت شاعر دے کہ قاری یا اورېدونکے دغہ حالاتو سرہ مخ شوے وی ډېر خوږ پرې لږی ۔ تراوسہ پورې دوہ مجموعې سر چینہ او حنا چاپ دی
وخت کہ ډېر رانہ تروړل کېفیتونہ
غم دې راوړل د غزل کېفیتونہ
لکہ خوړیند دېوال زړګے ئې راتہ ړنګ کہ
څاڅکی څاڅکی وارېدل کېفیتونہ
خلقو یو بل تہ کارړډونہ لېږل عید کښې
مونږہ یو بل تہ لېږل کېفیتونہ
مونږ د ژوند نہ تجرېبې کشید کولې
مونږ لہ زړۂ را نچوړول کېفیتونہ
مودہ پس چې ھغہ یار مخې لہ راغے
لہ ما نۂ سمبالېدل کېفیتونہ
دا منظر لہ لیدو مخکښې او خو ګورہ
پہ احساس طاری کېدل کېفیتونہ
چې دګلاب غوندې مې وا شی ارمان
څہ د ھوا څۂ د فضا شی ارمان
اوس مې ھم کلہ کلہ زړۂ تہ راشې
اوس دې ھم کلہ کلہ راشی ارمان
لہ خپل وجود څنګہ منکر شی سړے
څنګ د مینې نہ پہ شاہ شی ارمان
خو د احساس انتخاب نۂ بدلېږی
کہ ئې رسا کہ نارسا شی ارمان
تسکین مانېر وال
تسکین مانېر وال پہ یو نظم کښې خپلہ د ژوند قیصہ ډېر پہ ښکلی انداز کښې کړې دہ نظم دے
زما د ژوند قیصہ
ډېرہ د خوند قیصہ
پہ مانېرۍ کښې اوسم
د ښکلو ځاے کښې اوسم
نامہ تسکین لرمہ
پہ عشق یقین لرمہ
څۂ نوکری اوشوہ
څۂ شاعری اوشوہ
ښې تماشې مې اوکړې
ډېرې نشې مې اوکړې
پہ ځان کانې مې اوکړې
ښې یارانې مې اوکړې
عمر مې شپږ پنځوس
خو موړ لا نۂ یم تراوس
خیال مې څو نور کالہ
بلکې څلور کالہ
شٗېتو کښې زّوړ بہ شم
څۂ قدرې سوړ بہ شم
کہ خداے مې نور اوساتی
نور بہ څۂ نۂ کوم زیاتی
خلق پہ عقل تلی
ما دی د زړۂ منلی
لاړ بہ شم زۂ نیمګړے
پہ زړۂ چاؤدلے ستړے
شعر اولاد لرم
ځان بہ پرې یاد لرم
د تسکین مانېروال د پېدائش نېټہ دہ ۱۹۴۹ء ۔ تسکین یو استاد دے د استادانو مطالعہ د نورو خلقو پہ مقابلہ کښې زیاتہ وی خو د تسکین د کلام نۂ محسوس کېږی چې ھغۂ خپل د کلاسک مطالعہ نۂ دہ کړې ۔ غزل یو روایتی صنف دے ۔ څوک چې د خپل کلاسک او روایت نہ ډېر لرې شی غزل نۂ پاتې کېږی ۔ تسکین پہ بنیادی توګہ د نظم شاعر دے ۔ د ھغۂ پہ غزل کښې ھغہ اوصاف موجود نۂ دی چې کوم غزل لہ پارہ ضروری وی خو ھغہ ھر خبرہ د زړۂ نہ رښتینې جذبې سرہ کوی کوم پہ خلقو باندې اثر پرېباسی ۔ تسکین د خپل کېفیت ، حقیقت پسندۍ او د نوے لب و لہجې پہ سبب پہ خپلې خاورہ ښہ ډېر مقبولیت لری۔ یوہ شعری مجموعہ “ښہ خوشې صحرا دے” . د یو کتاب مواد ورڅخہ موجود وۂ۔ د غزل نمونہ ئې اوګورئ
یارانہ لاړہ لاروی سلام تہ اورسېدہ
قیصہ د مینې وہ بس خپل انجام تہ اورسېدہ
ھغہ خبرہ چې بس زۂ او تۂ پرې پوې وو سرہ
ھوا ئې اوکړہ یارہ خاص وعام تہ اورسېدہ
چې د منونو خاورې لاندې شوم نو او بہ وایم
چې قافلہ د ستړی ژوند مرام تہ اورسېدہ
یارہ چې خیال تہ زما راشی زۂ اوس او بوږنېږم
زما دا مینہ چې لا کوم مقام تہ اورسېدہ
مینہ دې څۂ وہ یو لحظہ د مازیګر وہ اشنا
د سترګو رپ کښې لولکی ماښام تہ اورسېدہ
مجرمان دواړہ وو د مینې پہ ګناہ کښې اشنا
خو سزا یواځې ما تسکین بدنام تہ اورسېدہ
څوک چې څومرہ مھذب دے
ھغہ ھومرہ مذبذب دے
نا پوھی څۂ باچاھی دہ
پوھہ څومرہ لوے غضب دے
یارہ چرتہ چې مې بیایې
ستا پہ لاسو کښې جلب دے
یارانہ څۂ مفادات دی
ستا زما خپل خپل مطلب دے
فلسفې پہ تندر اولہ
اخری اسرہ مذھب دے
تالہ عشق خوښ کړو تسکینہ
ستانہ پویہ پرې ستا رب دے
حالاتو راکہ او کۂ بخت راکہ
ھر څۂ چې وو ګوذار ئې سخت راکہ
ما وې دنیا سرہ بہ جنګ کومہ
مالہ خو یو سړی شکست راکہ
ربہ مننہ دہ ستا ډېرہ ډېرہ
جېب دے خالی خو زړۂ دې مست راکہ
صرف کہ یو ځلې پېښمان اووینم
د وخت مالکہ کۂ دې وخت راکہ
تسکینہ ځان قسمت تہ سپارمہ زۂ
تختہ ئې راکړہ کہ ئې تخت راکہ
د غزل قافې دي بخت ، سخت ، شکست ، مست ، وخت او تخت پہ دوی کښې شکست او مست د نورو قافیو ھم قافیہ نۂ دي ۔ قافې د پارہ املا او صوت دواړہ پہ نظر کښې ساتل پرېوځی شکست او مست د بخت ، سخت ، وخت او تخت پہ صوت یو شان نۂ دي ۔ مثال ئې نېټہ او خېټہ دے پہ املا ھم قافیہ ښکاری خو د صوت لہ کبلہ ھم قافیہ نۂ دې ۔
دیدار یوسفزے
د یوسف زی اصلی نوم فضل رحیم دے ۔ د پلار نوم مغفور شاہ کلے کالاکلے کبل سوات دے۔ ابتدائی تعلیم ئې پہ خپل کلی کښې تر سرہ کړو ۔ fsc ئې پہ کراچۍ کښې اوکړہ پہ ۱۹۹۳ء کښې ئې د خېبر مېډیکل کالج نہ د ايم بی بی اېس ډګری تر لاسہ کړہ ۔ اولنے پوسټنګ پہ رېډی ریډینګ ھسپتال پېښور کښې اوشو بیا ئې دولس کالہ د ګورنمنټ ھسپتال کبل سوات کښې خپل فرائض تر سرہ کړۂ د ھغې نہ ورستو ئې کنېډې تہ مخہ اوکړہ نن صبا پہ کنېډا کښې ژوند کوی . کوم خلق چې پہ یورپ او کنېډا کښې ژوند تېراول غواړی د ھغوی لارې پہ رضاکارانہ طور سمہ وی۔ ډاکټر دیدار یوسفزے د شپږو کتابونو مصنف دے چې ټول د شاعرۍ مجموعې دی ۔ د نثر یو کتاب ارادہ لری ۔ د کتابونو نومونہ پہ دې ډول دي ۔ اولنے کتاب تورې خاورې کال ۱۹۹۵ء ،ژوندے وزرپہ کال ۱۹۹۹ء ، راښکلی غشی ۲۰۰۰ء ، نسکورې لپې (ھائیکو ) ،
زما پہ فہم بہ ستا وخت ضائع شی
د دروغژنو رښتینې ګرانہ دہ
پہ ما ژوند چیندخان څۂ لہ تلې
تالہ مېدان ۲۰۰۲ء
دیدار یوسف زے نظم ھم ډېر ښکلے لیکی دا یوہ قطعہ
خپلې منترې دې پہ ځان پُوکہ
وېخ شۂ پښتون د ملازې نہ اووت
لکہ پاړو نور دې بیم مۂ غږوہ
لاړۂ ښامار د اجازې نہ اووت
د دیدار یوسف زی شاعری د نوی دور شاعری دہ چې پکښې رومان ، د معاشرې مسائل او پښتون قام زبون حالۍ خاص موضوعات دی ۔ لہجہ ئې خوږہ پستہ او روانہ دہ
پرانستے لاس دې لا پہ در پاتې یم
پہ خپل مقام لکہ د ور پاتې یم
پہ یو روان نظر ئې اولوستمہ
جانان تہ څومرہ مختصر پاتې یم
تۂ نوے کال یې پہ خپل وخت بہ راځې
زۂ څو ماښامہ دسمبر پاتې یم
یاران مې لارہ پہ ھنر بدلوی
زۂ ترې پہ لارہ پہ ھنر پاتې یم
د یو دیدار د کېفیت سرور یم
د لفظ د شرحې نہ بھر پاتې یم