علي محمد مخلص

علي محمد مخلص د روښاني ډلې د شاعرانو يو اهم غړے ؤ، علي محمد د مرزا خان انصاري هم عصر ؤ،دولت لوانړي د خپل يار رفيق په حېثيت ياد کړے دے۔مخلص لا ماشوم ؤ چې خپل پلار سره هند ته لاړ۔د رشيد اباد او شمس اباد دکن ذکر ئې په “حالنامه” کښې ځاۓ په ځاۓ کړے دے۔په حالنامه کښې ئې د پير روښان ،د هغه د اولاد ژوند حالات او واقعات مرتب کړي دي۔

ميجر راوټي د علي محمد مخلص په حقله ليکي چې مخلص د روښاني ډلې يو اهم شاعر دے۔د هغۀ او د هغۀ نورو ملګرو د پښتو شاعري د عربۍ او فارسۍ هم څنګ کړه۔ ډاکټر راج ولي شاه خټک په خپلې پي ۔ايچ۔ډي مقاله د پښتو ادبي تحريکونو کښې ليکي چې د مرزا ،دولت او د نورو روښاني شاعرانو نه علاوه د علي محمد مخلص د فن صحيح صورت حال بل چاته معلوم نۀ ؤ،ګڼي د خوشحال خان ،د دور يا وروستنو شاعرانو به پرې خپله راۓ خامخا ورکړې وه۔په وروستو شاعرانو کښې يواځې قاسم علي خان د مخلص ذکر کړے دے

مهر علي عبدالقادر کۀ سکندر ؤ
کۀ اشرف کۀ ارزاني مخلص جدا

علي محمد د خپل پلار نوم ابابکر قندهاري ښائي ۔زمونږ مشر صديق الله رښتن په پښتو ادب تاريخ په صفحه نمبر ۳۸ باندې ملا ،محمد علي له محمد علي مخلص وګڼي د ملا محمد علي د پلار نوم برهان ؤ،او ملا ارزاني ورور ؤ - علي محمد مخلص يو نازک خياله شاعر ؤ،دۀ لکه د نورو روښانيانو شاعرانو د پير روښان د مسلک تبليغ ،مسئله وحدت الوجود،توحيد پير کامل ضرورت او پند و نصيحت موضوعات بيان کړي دي۔علي محمد مخلص صاحب دېوان شاعر دے چې دېوان یې په برټش لائبريري کښي موجود دے۔ په حالنامه کښې مخلص ليکل دي چې دا کتاب په کال۱۴۵۸ءکښې تکميل ته رسېدلے دے۔مخلص ماشوم والي باندې پلار سره د پرديس کړمې زغملې دي۔دې د پاره د هغۀ په طبيعت کښې معامله فهمي موجود وه۔هغۀ د خپل خاندان حالات هم ډېر په صحيح ډول په حالنامه کښې راوړي دي۔

مخلص د پير روښان مريد ؤ،دا مريدي د هغۀ بالواسطه نۀ ده بلاواسطه ده ،هغه په هيڅ چرته ذکر نۀ دے کړے چې هغه پير روښان په خپلو ستوګو لېدلے دے،د دواړو په زمانه کښې فرق دے هغۀ د پيرروښان د تعليماتو نه متاثر ؤ،او پير روښان لار ئې خپله کړه ده ۔ حالنامه کښې صفا ليکلي دي چې دا مسکين علي محمد بن ابابکر قندهاري د پير روښان د خاندان خدمتګار دےاو پير روښان ئې داسې ياد کړے دے۔

  د ګمان خمار مې لرې شو د سر نه
  چې ساقي شو پير روښان مېخوار زما
  ث ثابت قدم روښان شهء
  پهلوان د دين برهان شهء
  
  هم وارث د انبياؤ دے
  پرې الهام خيرالبيان شهء
  
  په څلور لفظ هادي دے
  د عرب هم د افغان شهء

کله کله هم د فنا في الشيخ اظهار کوي۔

  د مخلص کلام قالب د پير کامل دے
  په قالب کښې د استاد تمام رغېږي

د روښاني ډلې شاعرانو په پښتو ژبې طرف ته رحجان لۀ دې شعر سرګند دے

  د مخلص وېنا پښتو ده
  په آيت دي مواقف

اخون درويزه د پير روښان او نورو روښانيانو ډېر بد رد وئېل دي خو عجيبه خبره ده چې روښانيانو چرته هم د درويزه جواب نۀ دے ورکړے خو لۀ دې شعره ئې خفيفه غوندې اشاره موندے کيږي

  لۀ خداۓ ګفتار ئې خلۀ ټينګه تړلې
  په غېبت فحش کلام ئې خلۀ فراغه

دا نظم ئې د کتو دے

  زۀ لۀ عشقه ناقرار يم
  لۀ دردمنو سره يار يم
  زۀ هميش په زړۀ خونخوار يم
  صبر څۀ غواړې لۀ ما

  زۀ په هر سحر بېدار يم
  تل دائيم د عشق په دار يم
  سرګند کړے د اسرار يم
  صبر څۀ غوارې لۀ ما

  زۀ مشتاق نن د ديدار يم
  طلب ګاره ستا د کار يم
  زۀ د شوقه بې اختيار يم
  صبر څۀ غواړې لۀ ما

  تۀ درياب زۀ دې بخار يم
  تۀ باران زۀ دې بهار يم
  زۀ بې تا خشاک و خار يم
  صبر څۀ غواړې لۀ ما

  تۀ صاحب زۀ خدمت ګار يم
  تۀ روښان زۀ تور غبار يم
  تۀ طبيب ئې زۀ بيمار يم
  صبر څۀ غواړې لۀ ما

  زۀ دائم زارو نزار يم
  د هجران په درد ګوتار يم
  زۀ مخلص تل بې قرار يم
  صبر څۀ غواړې لۀ ما