ج

ستا د غم زما په زړۀ دے اشنا راج
سلطنت زما د زړۀ يې کړو تاراج

داسې رنځ باندې اخته کړمه ستا مينې
هيڅ مې پوهه طبيب نۀ دے په علاج

ارمانونه مې د زړۀ شو زړۀ کښې خاؤرې
شۀ قاتل د ارمانونو مې رواج

ما د عشق ناوې چې کله نه وادۀ کړه
غم مې اوموندۀ د ناوې سره داج

ځان ښکاره راته اورنګ د زمانې شو
چې مې سرومال په مينه کښې شوباج

زۀ اقبال د غلامانو دې غلام يم
پرواه نۀ لرم اشنا د تخت و تاج