ه

د کلي نه راغلي د جانان خبره ونه کړه
ما ورسره هم په بل عنوان خبره ونه کړه

هر يو ګل دسته او هار د غاړې جوړول غواړي
چا د تالا شوي ګلستان خبره ونه کړه

هرطبيب راځي راته زخمونه مې په ګوته کړي
يؤ هم لا تر اوسه د درمان خبره ونه کړه

په نوم ئې د مذهب،د قام اؤ ژبې تقسيم کړي دي
چرته تنګ نظرو د انسان خبره ونه کړه

د حق وېنا د پاره د منصور شان حوصله غواړي
ډېرو وخت چې راغے د ايمان خبره ونۀ کړه

زه هم د وختونو په اسيا باندې دل شوے يم
دا بيله خبره ما د ځان خبره ونه کړه

هلته به الزام هم په پښتو اقبال را نه ولي
لاړ به شي دوزخ ته کۀ رضوان خبره ونه کړه
ګېر د حالاتو په بهنور کښې يمه
ارتاؤ د خلقو په نظر کښې يمه

چې موړ په ګېډه په تن پټ نۀ شومه
خوشحاله څۀ به په اختر کښې يمه

زما له سره ځي په څنګ تېروځي
د سپرلي څنګه ره ګذر کښې يمه

ګور دي ګورو زلفو سورے نۀ شو
چې پېدا شوې يم په نمر کښي يمه

په نخښه کړې چې غماز ده ورته
زۀ د هغې فهرست په سر کښې يمه

اقباله فېض د پښنې مينې دے
چې مشهور په لر او بر کښې يمه
که مې د زړۀ نۀ شو ارمان پوره
اور دې شي پورې په جهان پوره

څومره نيمګړے په دنيا يمه زۀ
نۀ مې دا زړۀ شو نه مې ځان پوره

په هر مانځۀ کښې ځکه تا غواړمه
هسې مې کله دے ايمان پوره

که پنډ تړمه بيا هم نۀ مړېږم
ديدن مې ستا دے يو زمان پوره

بله ارزو مې زړۀ ته څنګه راشي
پکښې ځاے شوے دے جانان پوره

لا د اقبال په دم کښې دم باقي دے
لا خو له تا نۀ دے قربان پوره
حالات اوس سم دي خو زمونږه مينه هغه نۀ ده
ستا په کرم دي خو زمونږه مينه هغه نۀ ده

تا چې د تلو په وخت کرلي وو په لاره باندې
ګل آ شړشم دي خو زمونږه مينه هغه نه ده

چې ګواښېدل به مې خوراک له ستا د زلفو ماران
لاس کښې مې دم دي خو زمونږه مينه هغه نه ده

زۀ به چې ستاسو چم ته راغلم ټول به کلک پورې شو
ورونه خم دي خو زمونږه مينه هغه نه ده

آ ، منزلونه چې اقباله ډېر بعيد ښکاريدل
په يو قدم دي خو زمونږه مينه هغه نه ده
جانانه ته خپلې هستۍ ته ګوره
زمونږه ډېرې غريبۍ ته ګوره

ستا تقاضې ټولې په سر سترګو خو
زما بې وسه زندګۍ ته ګوره

ويره زما څۀ بې سببه نه ده
تۀ خپل ښائست خپلې ځوانۍ ته ګوره

ښکلې څۀ ښکلې تسلي راکوي
چې دې يادېږمه سپوږمۍ ته ګوره

يوازې ليک ورباندې ستا نامه ده
زما د زړۀ صفا تختۍ ته ګوره

د چا بۀ داسې يارانۀ چرته وي
زما او خپل د غم يارۍ ته ګوره

په سن کښې پاسه د څلوېښتو نه شو
د اقبال مينې لېونئ ته ګوره
نن چې بدل غوندې راګوري اخر څۀ قصه ده
دا هوا راغله له کوم لوري اخر څۀ قصه ده

ستا د ديدن پشکال مات نۀ شو په ګړه ګوړه
ولې نيولې شان راوري اخر څۀ قصه ده

ورځ د اختر ده غېږ اشنا ظاهر په مينه راکړه
پټ پټ د خلقو نه مو زوري اخر څۀ قصه ده

نهال کړو مونږ اؤ حفاظت د چنار مونږه وکړو
هاړکښې ځائې نه لرو په سوري اخرڅۀ قصه ده

راته راياده زمانه د ورکوټوالي مې شي
چې پټ پټوني کوي ستوري اخر څۀ قصه ده

خمار موسم او غزونې د ځوانۍ اقباله
خفه زما د غزل توري اخر څۀ قصه ده
چې يې زما له غاړې نۀ خېژي اسان لاسونه
اچول غواړي د رقيب اوس په ګريوان لاسونه

بلبله وېره د ګلچين د ګلچينۍ مۀ کوه
خو د ګلونو نه اخستې دي باغوان لاسونه

څۀ بې حسي د چې اواز مې هم له خولې نۀ خېژي
په سترګو وينمه مرۍ ته را روان لاسونه

غريب به کوم ځاے کښې سر پټ کړي په قرار به څۀ شي
چې په هر ځائے کښې ورپسې دي داسمان لاسونه

هغه زاړه مينه زما نه مي اشنا مه غواړه
زماطرف ته ډير اوګده شو د دوران لاسونه

په طاعوني مرض د عشق مې طبيب نۀ پوهېږي
زما نبضونو له پکار دي د جانان لاسونه

اقباله ښکلي په ماما او په کاکا مې بولي
اوس خو دې نۀ وهي په زړۀ کښې مې ارمان لاسونه
زار د هغې لارې چې کلي ته د يار تلې ده
د مينې ليکه ده د زړۀ نه تر نګار تلې ده

لارې څارل ، بانې کول ستا د د يدن دپاره
ښه ډېره برخه مې د ژوند په دې بېوپار تلې ده

زما اميد يې د راتللو ځکه نۀ ختمېږي
پرون چې تلله د راتللو په اقرار تلې ده

کۀ وارَوې د بڼو غشي دا دې خپله خوښه
نخښه د زړۀ مې په وړمبي وړمبي ګوزار تلې ده

اقباله درد يې بيا يو خس چرتۀ کم شوے نۀ دی
زړۀ کښې مې څوکه چې هغه دعشق دخارتلې ده
د فطرت حسن چې خورشي ښائسه کاندي ملکونه
د زړۀ ښار ته مې رادورمي قافلې شي ستا يادونه*

د پوه ،ماه واؤره کۀ وشوه په جذبو دا ستا مينې
دا اهونه به زما کړي د انډک سونډک بادونه

د اټکو نخښې ښکاره دي طوطکے په ملک کښې ګرځي
وران سېلونه د مرغوشو بې له تا نيشتے خوندونه

ستا د هجرهاړچي تود شي سوزوي مې د زړۀ للمه
زما سترګې پشکال شي وروي پرې بارانونه

خوښ مې منے ځکه نۀ دے بانې ګرانې د ديدن شي
ښه موسم د پسرلي دے ساګ شينکي ديدنونه

زۀ فنکار يمه ، شاعر يمه غزل ترې جوړومه
لږ د خپل ښائست نه راکړه څۀ ښائسته ښائسته رنګونه

*(د قلندر صېب په مصرعه)
زما سترګو کښې يو سوال دے وې يې لوله
څۀ نا اشنا غوندې دا خيال دے وې يې لوله

چې مې زړۀ کښې دے په ژبه مې راځي نۀ
تحرير کړے مې خپل حال دے وې يې ولوله

کۀ په زړۀ مې ستا د غم ورېځې نۀ وے
مات بيا ولې پشکال دے وې يې لوله

عاشقي ده را پغاړه ميراثه کښې
پوخ مې هر يو استدلال دے وې يې لوله

د بشرے نه حال د زړۀ را سرګندېږي
چې خفه دے کۀ خوشحال دے وې يې لوله

تۀ زما د ژوند زما نه پوښتې څه له
ستا په نوم مې انتقال دے وې يې لوله

انتظار د عمر ګران دے عشق کښې سر نه
قائم کړے مونږ مثال دے وې يې وې لوله

د اقبال په وولو ستا د مينې بار دے
را ټيټ شوے لکه دال دے وې يې لوله
کۀ پښتنۀ يې زه پښتون نۀ يمه؟
وګوره چا ته سرنګون نه يمه

زۀ د لېلٰي سپي ښکلولے نه شم
مجنون نه تېر يم خو مجنون نۀ يمه

که چرته وخت راغے قربان به کړم سر
دومره مئين په خپل ژوندون نۀ يمه

دا ستا د سترګو او د زلفو نه بي
لاندې د هيچا د افسون نۀ يمه

خندا کښي پټ ساتم دردونه د زړۀ
مۀ ګڼه داسې چې محزون نۀ يمه

پخپله تا د وراني سر يېښے دے
د غمازانو په لمسون نۀ يمه

چې احترام د ازادۍ نۀ لري
پابند د هيڅ داسې قانون نه يمه

زما د ذات زما د قام مسئلې
خلقه سقراط اؤ افلاطون نه يمه
بې له عشقه ژوندون څنګه
يؤ تصوير لکه بې رنګه

عشق کښې سر نه تېرېدے شم
تيريدے نۀ شم له ننګه

که رانجا يم خو پښتون يم
بدلولے نه شم ډنګه

د اشنا د مخ په شمع
سول زده کړه له پتنګه

زړۀ په مينه باندې رام شي
حاصل هيڅ نه وي له جنګه

په کرم مې زړۀ صېقل کړه
لرې کړۀ مې له زړۀ زنګه

د مذهب نوم مې پښتو دے
په يو خم کښې دواړه رنګه

سرمدي ساز دے په عشق کښې
چې نه نے لري نه چنګه
له مجازه حقيقت ته ورسېدمه
ابتدا د محبت ته ورسېدمه

ستا د حسن تماشو کښې داسې ورک شوم
چې ژوندے يمه جنت ته ورسېدمه

چي اهونو کښې يوکېف دے يو سرور دے
دا په عشق کښې کوم حالت ته ورسېدمه

په نصيب کښې به مي کله دا اعزاز وي
کۀ دې چرې هم تهمت ورسېدمه

په غلطه لاره اچوي غماز مې
په خوارو د يار محلت ته ورسېدمه

د جهان علم به وايم چې حاصل شو
کۀ معنا د انسانيت ورسېدمه

دا به لويه کاميابي وي اے اقباله
جو دانه يې کۀ صفت ته ورسېدمه
په اخره کښې دا ژوند مې د مزې کړه
بيا راپورې د ځوانۍ بلې لمبې کړه

زۀ د مينې په مذهب يم پېدا شوے
اے ناصحه چرته بل ځائې کښې قېصې کړه

د خوبانو خيال مې نۀ درومي له زړۀ نه
ګډې وډې مې قبولې دا سجدې کړه

تۀ بۀ څو پورې زما نه مراور يې
اوس منظورې خو د اوښکومې جرګې کړه

د مرګي نه په ځوانۍ کښې شکست خورمه
را پېدا را کښي بيا ځواني حوصلي کړه

لېونتوب ښه دے سړے له غمه خلاص کړي
هوښيار توب بيخي عاشق زرې زرې کړه

د اقبال زړۀ ته چې ياد دې کله راشي
لېونے په خپل ګريوان باندې حملې کړه
زۀ کۀ سل قسمه خورمه خو مني نه
له ګنده ذهنونو ووځي ګندګي نه

نفس پرسته يې تلي په خپله تله
څوک دې او پښتي پُنو او د سسي نه

پاکې مينه کښې د جنس حثيت نشتے
فرشته يا هيجړه جوړ شي د سړي نه

چې د هير هرې رضا باندې رضا شو
رانجا هسې رنګي جوګ پوخ کړو جوګي نه

د دنيا ژوندون دوه ورځې دے اقباله
کړه دعا چې شو يو ځاے پس له مرګي نه
نۀ غواړې خلق چې پخلا شو دواړه
راځه پخپله چې رضا شو دواړه

زمونږه مينه مثالي مينه وه
د سازشونو ښکار د چا شو دواړه

تۀ بۀ انا زۀ به پښتو پرېږدم
هغه زاړۀ ياران به بيا شو دواړه

نه زه بۀ تا نۀ ته به ما ګرموې
دا به تسليم کړو چې خطا شو دواړه

مونږه د هر ملنګ مدار کړے دے
نخښه د چا د بد دعا شو دواړه

عشق ابتدا عشق انتها ده نو بيا
مونږه په کوم ګناه سزا شو دواړه

اقباله دا به معجزه وګڼم
کۀ ملاقي په دې دنيا شو دواړه
زما اؤ ستا څۀ لېونۍ مينه وه
د دوه روحونو پخوانۍ مينه وه

لکه چې يو بل له مودو پېژنو
وخت په لحاظ که اوسنۍ مينه وه

پورته کېدۀ به طوفانونه هر دم
کله چې موج اؤ په ځوانۍ مينه وه

په تاتره نه په ګړنګ حيصاره
له سره تېره غرسنۍ مينه وه

وخته هوښيار شوې لاړې تېر وتلې
دا خو زمونږ د نادانۍ مينه وه

نور دي اقباله بيا بيا مينه کوي
زما اول اخرنۍ مينه وه
دا يې ما سره دوستي کۀ دښمني ده
چې په توګه مې د موخښي زندګي ده

راکوي اتبار خوري سل سل قسمونه
مګر کړې يې هر وار خلاف ورزي ده

په هجوم کښي هم د خلقو يک تنها يم
را بخښلې ئې څۀ داسې تنهائي ده

يار زما له دې خامۍ نه فائده اخلي
غټ عنصر زما د طبعې بې صبري ده

زۀ د کاڼې نه بت جوړکړمه سجدې کړم
وبال ماله زما خـپـلـه اذري ده

اذيـت د انـتظـار راکـوې ولــے ؟
چې دې نۀ راتلۀ جانانه مجبوري ده

له منزله ئې لرې کړي همره لا يو
چې هر چا کړې زمونږه رهبري ده

په ساعت ساعت کښې يار مې بدلوي رنګ
ما اقبال هم کړې مېل مېل شاعري ده
لږه لږه راسره بې وفائي کړه
پېدا غم سره د زړۀ مې اشنائي کړه

کۀ يو ځل راباندې غم د هجر راغے
زغم نااشنا زړۀ به مې څنګه جدائي کړه

زۀ منم چې په ډير مينه باندي ړوند يم
بې له مينې څۀ دعويٰ د بينائي کړه

ګناه ګار راته ښکاره شي دا خپل ځان
يار مې هسې راته پېښه صفائي کړه

زه منونکے بس دا هغه يو خدائې يم
چي د واړه خدايانو خدائي کړه

چې راکاږي مې غزاله په لېمو کښې
خدايه ما ئي د کجلو سلائي کړه

هره ورځ چې پکښي لا اضافه کېږي
خپل ديدن راته د ملک مې مهنګائي کړه

په خندا کښې دې سپين زر وېشے جانانه
د اقبال بدن په غېږ کښې طلائي کړه
کله اشنا څۀ اؤ کله څۀ بانه
مۀ راځۀ کۀ نه دې مني زړۀ بانه

عمر په بانو باندې تېرېږي نۀ
څو پورې به ساګ شي او واښۀ بانه

زۀ کۀ لېونے يم دومره هم نۀ يم
ښه پوهېږم کړې چې کله تۀ بانه

اور دې زړۀ کښې نيشته دے زما غوندې
ځکه درته خوړ شي ورېدۀ بانه

هسې ستاسو کور کښې څنګه پاتې شم
څۀ نه څۀ لري خو مېلمانۀ بانه

سور دے په سرو وينو کښې ځيګر زما
غواړي دې لښکرو له باڼۀ بانه

مينې دې اقبال ځوانۍ کښې زوړ کړمه
هيله غوندې غوړي بيا زاړۀ بانه
ډېوې بلې ساتم د اميدونو انتظاره
په مرګ به مې خلاصېږې د عمرونو انتظاره

پېدا مې د ازغو سره رو رو شناسائي شوه
هر څو چې راته ډېر شوې د ګلونو انتظاره

په سترګو مې سحر ليدلے نۀ دے چې پېدا يم
حساب به څۀ ساتم د ماښامونو انتظاره

چې طمع راله راکړي اؤ بيا رانشي نيازبينه
تپوس مۀ کړه د څړيکو د دردونو انتظاره
چې د شانې ځيګر پاره پاره شو
هله يې موندې تر کاکله لار ده

په اخري پړاؤ يې اووې راته
چې ستا يؤه او زما بله لار ده

چې تقاضٰي مې د بوسې وکړله
د څادر پيڅکه يې چيچله لار ده

چې خوښه ستا ده نو زخمت مه کؤه
ماته معلومه تر مقتله لار ده

مينه زمونږه افسانه جوړه شوه
تا به وې ما به نه منله لار ده

اقباله ليکه يې په مينځ د زلفو
لکه وتلې له ځنګله لار ده
دا زۀ ژوندے يمه نۀ مړے يمه
ما مکمل کړه زۀ نيمګړے يمه

نۀ د مزل نۀ د منزل تعين
مينې دې کوم طرف ته وړے يمه

څۀ اشاره قدرې په خوب کښې راکړه
په انتظار انتظار ستړے يمه

زۀ تللے وخت يمه واپس نۀ راځم
د خپله لاسه دې ورکړے يمه

قدر د مړو اؤ د ژوندو نه نفرت
زۀ د يو داسې قام وګړے يمه


زما وجود اقباله کله زغمي
د رقيب سترګو کښې خسڼے يمه
مينې دې داسې لېونے کړمه
له خپله ځانه ئې پردے کړمه

حالاتو دغه همره وزورلم
هيله ئې زۀ خلقه سړے کړمه

ځائے مې هم ستا سترګو کښې ونۀ موندۀ
د هرې سترګې ئې ازغے کړمه

چې ئې نظر د حسن نۀ ماتېدۀ
لوګے ئې ځان ته سپيلنے کړمه

پښې مې د زمکے سر ته نۀ رسېږي
فلکه دومره دې ګړندے کړمه

څوک مې د مرګ هډو سودا نۀ ساتي
ولې دې زۀ لکه مېږے کړمه

زړۀ د رقيب به په ځان نۀ يخوم
اقباله تف کۀ اسوېلے کړمه
څۀ بې حده تنهائي ده
جوړې ورانه خدائي ده

کۀ چمن دے د ګلونو
خو هوا ئې صحرائي ده

دغه نمر اؤ دې سپوږمۍ هم
کمه کړې ضيائي ده

ما سره شوې عالمه
څۀ نا اشنا بې وفائي ده

هغه زخم مې په زړۀ دے
چې محال مسيحائي ده

د زړۀ زړۀ کښې تېراومه
کۀ څۀ وائېم رسوائي ده

د اشنا له ظلم زوره
اے اقباله دوهائي ده
نن زما سره د هر چا دښمني ده
نه پوهېږمه چې څۀ راکښي خامي ده

هر طرف ته دا زما وينې بهېږي
دا زما د وينې ولے ارزاني ده

اے د امن د انصاف علمبرداره
خوره کړے دې دا څومره تباهي ده

د چنګېز د هلاکو بربريت دے
د تهذيب دې دغه څنګه ترقي ده

زۀ منم چې رنګ او نسل مې جدا دے
يو رشته مې درسره خو انساني ده

خاصيت او رنګ د وينې زمونږ يو دے
دغه ستا وينه په څۀ بيا قيمتي ده

تـۀ زما ګـرېـوان لـه مـۀ راؤړه لاســونــه
کۀ ما راوړل هله وايه چې زياتي ده

لږولے دې پخپله دغه اور دے
الزام سر باندې زما دے چالاکي ده

د يـوې خـټـې لـه يـو مـرکـب جـوړ يـُو
په يو څۀ باندې د ټولو زندګي ده

تۀ د بل نمړۍ د خولې نه شوکوه مۀ
حرص مۀ کؤه دا خپله دې کافي ده

په جنګونو مسئلې کله حل کېږي
حل د هرې مسئلې روغه راستي ده

بيا جامې دې له انسانه وويستلې
دا په مخه باندې تګ کۀ واپسي ده

زوراور چې دې د کمزوري حق تسليم کړي
اے اقباله بس د امن دا کنجي ده
څۀ مې د شېخ په ويره ويره زندګي وکړله
فائده کښې پاتې شو هغوي چې رِندګي وکړله

هغه الزام زما په سر باندې بيا هم راغے
اوس پرې خفه يم چې مې ولے بزدلي وکړله

د مينځ خبره چاته تا نۀ چاته ما وکړله
ځکه شوه ګرانه فېصله چې چا زياتي وکړله

زما په نيز د مينې حق چا ادا کړے نۀ دے
دعوا د مينې په دنيا کښې هر سړي وکړله

په زلزله يا په طوفان به دغه ښار روانېږي
فريادي چغه چوراها کښې لېونې وکړله

د هغه بت په شان له بت اقباله جوړ نه شو
څۀ وشو دا چې مې ټول عمر ازري وکړله
غواړي چې زړۀ څنګ هغه کړۀ وکړمه
زۀ د وختونو سره څۀ وکړمه

مينه پښتو رانه اوس دواړه نۀ شي
څو په لاشۀ د تيغ به تله وکړمه

لاسونه ډېر دي زۀ يې نۀ پېژنم
دعويٰ په چا د ګرېوانۀ وکړمه

رقيب تابيا زما د مرګ کړي هسې
پرېږدئ ديدن د اشنا ښۀ وکړمه

چې مې تيارې پرې د کور لرې نۀ شوې
اقباله څۀ په نمر ښاتۀ وکړمه
څومره ښائسته څومره به وې توبه شکن لېله
کۀ وے سنګار چرته زما د خوار وطن لېله

مړاوې رخسار دا وچې شونډې به تازه شي خپله
کۀ لږه ډيره مې خوشحاله شوه په تن لېله

په يؤ نظر ورته اوس ساز او غل ښکارېږي ځکه
چې ده لوټلې اکثر لارو کښې رهزن لېله

هر يوې سترګې ته چې ګورم د هوس ډکه ده
څنګه بې داغه به ساتې خپله لمن لېله

ځان له ګجرې اؤ په اوربل ګلونه کېدي څنګه
چې نابلده ده ساتلې له ګلشن لېله

دا زه اقبال په انتظار د هغې ورځې يمه
چې د مزدورې نه اخر به شي مېرمن لېله
ستا په يادونو باندې ساه اخلمه
دېر په زورونو باندې ساه اخلمه

لا انتظار دې د راتلو باقي دے
په اميدونو باندې ساه اخلمه

ديدن دې ګران شو حالات هغه نه دي
په تصويرونو باندې ساه اخلمه

ورانې دنيا کښې ماله هيڅ نشته دے
خپلو خوبونو باندې ساه اخلمه

خپي ماحول چې راله ساه خپي کړي
په غزلونو باندې ساه اخلمه

ستا امانت کښې خيانت کومه
څو ورځې بل ځائې محبت کومه

د اوښکو څۀ اثر په کاڼي باندې
څۀ لاحاصله عبادت کومه

جام کښې بې واره مې ساقي اړوه
صبر بۀ بيا په بل ساعت کومه

ځوانه ځواني اؤ دواړه يک يواځې
ګرم نۀ يم زۀ کۀ شرارت کومه

زما اشنا هغې نه ډېر ښائسته دے
هر څومره ډېر ئې چې صفت کومه

هم راکوي په هر قدم غمونه
هم راته وائي چې عنايت کومه

اقباله څوک چې په عزت پوهېږي
زۀ د هغو خلقو عزت کومه
ته نه ئ نو بل څه له
زړۀ مجبور کړم خپل څه له

ګل ته هر سړے ګوري
تا راته کتل څه له

خړ سيلاب د عشق يوړو
روغ ورته دنګل څه له

لوظ د ديدن کوي
شرط راته اجل څه له

زلفي ئ شانه کړلي
پښي ته مي دا ول څه له

نيشتے سخن فهمه څوک
اقبال شم غزل څه له
شابه زر کوه رادرومه وَجانانه
ساه مې راغے تر حلقومه وَجانانه

انتظار نه مې نظر په چاؤدو شو
انتظار به وي تر کومه وَ جانانه

خوش نصيبه يمه زه په ما مئين ئ
غواړم څۀ به له مقصومه وَ جانانه

زۀ د خپلې رسوائې نه ډېر ورېږم
ما وباسه له هجومه وَ جانانه

زۀ اقبال څۀ حريص نه يمه شاکر يم
بس يوګوټ غواړم له خُمه وجانانه
لاس راکه و جانانه ما د سينه پورې باسه
ويريږم له طوفانه ما له سينه پورې باسه

هر چا وته چې ګورمه په خپلو خولو ډوب دے
هرڅوک دے پرېشانه ما له سينه پورې باسه

محرم زما د زړۀ ئې محرم زما د حال
هيڅ پټ نۀ دي له تانه ما د سينه پورې باسه

اخستے مې د عشق په ګرانه لاره نن قدم دے
لار ورکه نۀ شي مانه ما له سينه پورې باسه
زمونږ د کلي نخښې غورزيدليدلي ديوالونه
کاږۀ واږۀ ولاړ دي څه شلېديلي ديوالونه

خورې پرې د چامبېل زېلې رشې پري د ګلونو
نظره شو چېتر کښې لمبېدلي ديوالونه

څۀ لاندې ئ راغلي څۀ په ګډو ترينه لاړل
ماتم کوي لږيا دي زنګيدلي ديوالونه

مونږ ډېربلها د ويري تعويوزونه ورله وکړل
لا هغه شان بوګنېږي ويرېدلي ديوالونه

د هغو نه به ښائست زمونږ د کلي کله هېر شي
هر چا چې هم زمونږه وو ليد لي ديوالونه

د يو ځاے نه سيمنټ د بل نه ګټه نړيدلې
لېوګانو لکه وي زمونږ خوړلي ديوالونه

چې دغه زلزله وه نو قيامت به وي لا څنګه
چې غرونه نړيدل په څه کاږلي ديوالونه

يادونه به د پلار او د نيکۀ له کومه راوړم
هر څومره کۀ پاخه وکړمه ښکلي ديوالونه

خبره د څه نوره د دېوال خبره نه ده
اقبال چې نيمه شپه کښې دي ژړلي ديوالونه
مينه مې بيخي د فلسطين مسئله جوړه شوه
نۀ حل کېږي ګرانه او سنګين مسئله جوړه شوه

اخستے يهودي رقيب، انګرېز غماز په مخه يم
مقدس يار بيلول غوړاي د دين مسئله جوړه شوه

ما ډيلے ګڼه د يار د ذړه ښار مې بيجنګ وخوت
دنيا کړلو تر مينځ ديوال د چين مسئله جوړه شوه

په شان کښې د خدايانو کله کله ګستاخي وکړم
په دار مې خېژوي چې د توهين مسئله جوړه شوه

کۀ ځان ورته حلال کړمه يا واچوم کوهي ته زۀ
په مينه مې بيا هم نۀ کړي يقين مسئله جوړه شوه

اقباله زۀ په زمکه يم جانان مې په اسمان کښي دے
وصال ئې د اسمان او د زمين مسئله جوړه شوه
زړۀ مې له تانه نۀ صبرېږي ماته لار وښايه
ژوند به زما څنګه تېرېږي ما ته لار وښايه

ما د هر دم سره قدم دې ستا په لور اخستے
منزل مې ولې نه غوڅېږي ما ته لار وښايه

په ګڼو لارو کښې مې ورکه کړله لار د مرام
هغه چې ستا در ته راسېږي ماته لار وښايه

مينه پښتو راته خواږه دواړه د يو بل نه دي
د انتخاب به څۀ چل کېږي ماته لار وښايه

اقباله ويره مې د غېرو نه په زړۀ کښې نه شي
خنډان مې خپل لار کښې جوړيږي ماته لار وښايه
چې د زړۀ په ځائې مې واورېدۀ د عقل
ما بلد په نوې لار کړه خپله مينه

د دنيا اؤ د اشنا غم روغه وکړه
چې قابل مې د روزګار کړه خپله مينه

په نظر کښې مې د خلقو مکرم کړه
چې مې شمع په مزار کړه خپله مينه

د پښتو کالي مې رنګ رنګ پرې انبار کړۀ
لکه ناوې مې سنګار کړه خپله مينه

چې پښتون وي پښتو هر څه نه اول ده
ما اقبال شاته ګوزار کړه خپله مينه
څو به په لارو کښې جوړېږي غرونه
اخر خو چرته به سر کېږي غرونه

لږيا دي څوک ورسره لوبې کوي
دا ما و تاته چې ښکارېږي غرونه

موندے ټيکونه په بيکړو کښې شي
چې اباسين ته ولاړېږي غرونه

د سپرلي نخښې نښانې نيشه دے
چې په راتلو ئ سينګارېږي غرونه

ستا ميدانونه جوړې ستا به خوښ وي
ماله مدام زما يادېږي غرونه

چې لېونے ئ کړمه وائي راته
د لېونو ځنې ويرېږي غرونه

اقبال پېدا په هغه غرونو کښي دے
لا د فېرنګ چې نه هېرېږي غرونه
ستا له کو څې نه بې ديدنه ځمه
تشه جولۍ وړم له ګلشنه ځمه

زۀ دې د بل په غېږ کښې نۀ شم ليدے
مخ سر انعاړم له وطنه ځمه

مجنون فرهاد ورته حېران پاتې دي
د عشق په کومه لار ازغنه ځمه

زما په باب ئې ورته څه ووئيل
رېبار له بيا بيا په پښتنه ځمه

د حسرتونو جنازې اقباله
قاتله بيا دې هم مننه ځمه
زمونږ مينه د اوس نۀ ده د صدوده
د روحونو د اقرار اؤ د وعدو ده

د ازل نه لکه ستا په مخ مئين يم
په عدم کښې مې ليدلې ستا ښکالو ده

ستا ښائست سره تلمه ښائستونه
ته ميعار ئې زمانه د بدلېدو ده

چې غواص نۀ وي د عشق د سمندر څوک
دردانه کله په لاس ئې د راتلو ده

پۀ محفل کښې سترګې نۀ پورته کومه
د زړۀ مينه بالا تر له تماشو ده

په زخمي زړۀ مې ګلونو چارې اوکړې
څۀ ګيله مې له خنډانو له ازغو ده

د اقبال غزله کوم خوا ته روان ئې
ډېره ښکلې دې موندلې دا ورشو ده
هغه يار سره مې يو ځل ملاقي کړه
بيا فلکه ! رضا خپله دې باقي کړه

زما تنده د زعم نه بهر کېږي
بس يو ګوټ قدرې عطا راته ساقي کړه

تۀ خپله پښتو نۀ پرېږدې زۀ خپله
څوک به ختمه دا زمونږه ناچاقي کړه؟

چې دنيا ئې راکوي د بدنيتۍ نه
هغه زهر خاصيت کښې ترياقي کړه

تورې زلفې سرۀ لبان د جانان ستائم
دا زما مينه رنګينه افاقي کړه

چې مجنون وته حېران ګوته په خولۀ شي
د اقبال دغه هو مره ډېره مشتاقي کړه
خيال کښې مې راشه غم زما نه هېر کړه
د بېلتانۀ تورتم زما نه هېر کړه

دا چې دا زۀ پکښې ژوندون تېراوم
د ظالمانو چم زما نه هېر کړه

په خندا جوړ کړه رخسارونه ګلاب
دا د خزان موسم زما نه هېر کړه

بې حوصلې شومه همت راکړه
د زمانې ستم زما نه هېر کړه

ما اقبال وباله سرداره نبيﷺ
کۀ دے کشمير عجم زمانه هېر کړه
حالاتو کړم په صبرېدو مجبوره
زۀ او د داسې مجبورو مجبوره

پرون ئي واک د زلفو ما څخه وۀ
نن ئي د يؤ تار د ويختو مجبوره

بادشاه دا ستا بادشاهي ما څخه وے
چې امزري کړې د پيشو مجبوره

بعضو سرونو ته شملې لېواله
بعضې سرونه د شملو مجبوره

ستا په هجران کښې مې بهېږي اوښکې
لکه چې غوښې په لمبو مجبوره

په دښمانانو به مې پښې اېښې وې
ارمان کۀ نۀ وې د رشتو مجبوره

اقباله دا عقده مې حل نۀ کړله
ګل ئي کړو ولې د ازغو مجبوره
عشقه اوس خو مې ځان پرېږده
زوروره نا توان پرېږده

د پښو لاندې مې زمکه
لږ په سر مې اسمان پرېږده

سېورے نۀ غواړم د زلفو
د وښو مې سائبان پرېږده

په عشق ګېډه نۀ ډکېږي
ما لائق د دوران پرېږده

څه ناخواله شان مسکۍ شه
هسې خړ پړ ګمان پرېږده

قبله درسته کړه خپله
غم زما د ايمان پرېږده

چرته بل ځائے کښې سود ګوره
ما اقبال په تاوان پرېږده
چې دې زلفې کړې شانه دانه وانه
مارغۀ ښکېل شو فرزانه دانه وانه

ساقي مے او د مينا حاجت مې نشتے
زۀ په عشق يم مستانه دانه وانه

خوشنودي د ښکلو ګرانه ده وي ځکه
په ګل پرخه روزانه دانه وانه

د لباس په خندا نا اخلي پېوندونه
چې د زړۀ شي دردانه دانه وانه

د پې مخو په کتو اقبال ګرم نۀ دے
خور دے حسن جانانه دانه وانه
ډيوه بله کړه جانانه توره شپه ده
زه نا اشنا يم له زندانه توره شپه ده

لار د تېختې چرته نيشته دے ويرېږم
تمبې پورې له هر خوا نه توره شپه ده

کۀ رسېږي هغه ستا لاسونه رسي
نور بې وسه دے جهانه توره شپه ده

نه درهم اونه دينار راڅخه شته دے
په اسره ستا فيض رسانه توره شپه ده

زه اقبال يمه کمزورې کم همته
ګرانه لار مې کړي اسانه توره شپه ده
ډېره ډېره اوکړه زړۀ د اشنا مينه
بې وفا ده بې وفا د دنيا مينه

چې انجام ئې نا کامي ده په هر حال کښې
هيڅ کله دې داسې نه شي زما مينه

مقتدي لکه رحمان د مجنون نه يم
د دنيا له خلقو غواړم جدا مينه

په بدل کښې ستا د دومره ډېرې مينې
څوک به څومره اوکړي ياره په تا مينه

زه ميئن يم په يو داسې مخ نايابه
چې هر څوک ګڼي زمونږه روا مينه

د ازل په ورځ چې وېش کېدۀ د مينې
په نصيب کښې زما راغله بلها مينه

شېخه خپلې د دانې حساب ساته تۀ
بې حسابه دَ اقبال کړې الله مينه
د دوران نمر نېزه وار شو لږ د زلفو سيورې وکړه
و اشنا خطا مې وار شو لږ د زلفو سيورې وکړه

په صحرا کښې مې سفر دے تنده دم په دم زياتېږي
سرابونوزيات شمار شو لږ د زلفو سيورې وکړه

ما په خپلو لاسو نال کړو خصمانه مې ورله وکړه
د بل غولي کښې چينار شو لږ د زلفو سيورې وکړه

د هجران پنجې پخې شوې د وصال اميد ختمېږي
په مرګي باندې تلوار شو لږ د زلفو سيورې وکړه

د اقبال دا دوزخي ژوند د هيچا په برخه مه شه
هر ساعت انګار انګار شو لږ د زلفو سيورې وکړه
د اشــنــا قــصـــه زاړه شــوه څــه نــا اشنــا خـبــره وکــړه
ما تـــه لـــوږه تـنــده ستـــايــــه دا زمـــــا خـبـــره وکـــــړه

څوبـه سـتـرګې د شــيـرنـې دلــېـلٰـي زلفي به ســتـــائــې
پــه دروغـــو نـــــه غــولــېـږمـــــه رښتـيـا خـبــره وکــــړه

تۀ کۀ مرې د چا د پاره کۀ دا ستـا د پـاره مـري څـوک
دا خــو ستـــا د مسـتۍغــم دے د دنيــا خـبـره وکــړه

پـه تـکـرار د زلفـو شـونډو دا غـوږونه مې پاښـۀ شـو
څه نـا اشنا مـوضـوع پېـداکـړه څـه نـااشنا خبـره وکـړه

مظـلـومـانو لـه ورکـړي چې ظـالـم سمـاج دي بيـابيـا
د هــغــه ژور زخــمــو نــو د دوا خـبـــره وکـــړه

دچــا ګـلـونــه زړۀ ډک دے ورتــه نــه ګـــوري پــه سـمـه
څــوک ازغــو بـانـدې سورې شــو د ژړا خبــره وکــړه

ستا خبرو کښې اقباله ماته خپل عکسونه ښکاري
مـــا تــه بيــا خبــره وکـــړه مــاتــه بيــا خبــره وکـړه
اے پـــــرده نشيـنــــه وايـــــــــه دا کــــــومـــــــه ادا ده
اوسې مــې پــه زړۀ کښـې خــولۀ ستـرګومــې حيــــا ده

شـمــعـــې پــــروانـــې ســــره دا عـــدل دے کـــه ظـــلــــم
پټه په فــانـــوس شـــــوې خــــــوره کــــــړې دې رڼـــــا ده

چې نشت وومه مئين دې په خپل ځان باندې هله کړم
چې هست شومه ښکاره نه راځې وفـا ده کــه جـفـــا ده

کله به مـې څنـګـــه بــه مــې ستـا وصـال نـصـيـب شــي
شپه ده اوکـــه ورځ پــــــه زړۀ زمـــــا دغـــــه ســـــودا ده

مــا تــه خــــوخبـــرې مـــې داشــــنا مـــې کـــــړه رېبـــاره
ويـــــــره د دوزخ نـــــــه د جنت مـــــــې تـــــمنــــــا ده

څوک د خپل مئين د بدو خيال کولے نه شي
ستا چې څه رضا ده هم هغه زما رضا ده

زه په هر يو ښکلي مخ کښې نخښې د يار وينم
ځکه په چمن کښې په هر ګل مينه زما ده

ستا په ترخ کښې مري اقبال له تندې ساقي جانه
وېش دے هر طرف ته د رندانو غلبلا ده
په يو خس غوندې هــوا دې زنـدګـي ده
تــــا ګڼلــې څــــه دنيــــا دې زنــــدګــي ده

يو ساعت کښې په خندا دې زندګي ده
بل ساعت کښې پـه ژړادې زنـــدګـي ده

خــاتــمــه دې پــه يــوه څيــرۀ د نمـر شـي
لـــکـــه پـــرخـــه د صبـــا دې زنــدګــي ده

د چـــارپـــايـــو ، ځنـــاورو پـــه مثــال ده
کـــه د نـفـس پــــه رضــا دې زنــدګــي ده

دومــره نــاز او تـکبـر دې دا په څه دے
چې د بل چـا پــه عـطـــا دې زنــدګــي ده

دومــره زړۀ ورسـره مــــه تــــړه غـــافـــلــه
چې پـــوهـيــږې بــې بـقــا دې زنـدګي ده

ما اقبال تـه يوه ټـوقه غـونـدې ښـکاري
تـــا ګڼــلــې چـــې رښتيــا دې زنـدګي ده
هغه مسته مې بېګاه په پالنـګ راغــلـــه
د مستۍ نه مې دنيا په غورځنګ راغله

هوش حواس ئې په بوســه لـه مـانـه يـوړل
د شراب وه پيالــه کـــه د بـهنــګ راغــلــه

موسيقار بـه کــلــه هســې نـغـمــې وکــړي
د امـېـل او د پـائـلـو پـــه شــړنــګ راغلــه

توره ډال مې ورتـه کېښـودۀ تسليم شـوم
چــې زمــا ســره د مينـې پــه جنـګ راغلـه

خوشحالـي مې هـغــه وختــې ديــدنـي وه
چې کونتره د زاړۀ بـاز پـه چنــګ راغـلــه

کـله يــار تــه کلــه ځــان تــه حېــران ګــورم
شهزادګۍ نن په دونهه د ملنــګ راغـلــه

منقسم په ووۀ رنګونو کښې رڼا شوه
ګل رنګينه هسې شان او په رنګ راغلــه

د عشق اور نه دې خلاصې اقبالـه نشتــے
په نـصـيـب دې نــصـيبـه د پتنــګ راغلــه
غم د يار چې له روزګاره وويسته
ليونے خلقو له ښاره وويستمه

ما د زړۀ په بدل زړۀ غوښته نادان وم
زر پرستو له بازاره وويستمه

ستا ديدن له ډېر دورغ رښتيا مې وکړۀ
عاقبت ئې له اعتباره وويسته

ياد ګيرنه د منزل به مې بيا بيا کړه
زه ملګرو له قطاره وويستمه

ما خو ګل نۀ شوکاؤ تش بوياؤ مې
مالي ولې له ګلزاره وويستمه

يؤه ورځې به جلئ کړم راز به فاش شي
کۀ اشنا غم له اختياره وويستمه

تيارو کندو ته به پرېوځمه اقباله
ښکلي يار کۀ له مداره وويستمه
ما د دنيا له غمه خلاص کړه د جانان خياله
غيږ کښې مې واخله يو ساعت له مهروبان خياله

زه د دوران په غرمو وريت شوم چرته وتختمه
خورشه په ما د تورو زلفو سائبان خياله

نوې غوټئ نوي ګلونه را کښې وټوکه وه
د سترګو مخې نه مې لرې د خزان خياله

مغل اشنا که ډير په حسن باندې خپل نازيږي
ما زده کړې سرکوزي نه ده افغان خياله

هسې هم داغ د بدنامۍ مې په لمن پورې شو
اوس خو د زړۀ نه زما اوځه د جهان خياله
ما خپله مينه خپلې ژبې نه خپل زړۀ ته کړه
اوس هيله پيغلوکې مې پردې ته کړه کالۀ ته کړه

کج مې په مرۍکښي شو پيدا نمر مخي يارپسې
سجده مي نمرپرست غوندي ښاتۀ اؤ پريواتۀ ته کړه

هر سړي خندا به لا ا لټا راپورې وکړله
ما چې دخپل زړۀ قيصه به لوے ته کړه واړۀ ته کړه

يار راسره نه غوتۀ د ژوند سفر په مخه نور
څه له به ګيله مې دې کښې دۀ ته کړه هغۀ ته کړه

ډوبه چې زرتاج شوه د جيحون تندو موجونو کښې
وينځه وه اقباله پايه مينې يې اوچته کړه
د اشنا غم راسره مل دے زۀ يواځې يمه
ګرم د زړۀ مې پرې محفل دے زۀ يواځې يمه

مينه اوس خلق د مړې ګيدې سندرې بولي
د زمانې دستور بدل دے زۀ يواځې يمه

هره ورځ خيژي په سولۍ راسره يو يو ارمان
د ارمانونو مې مقتل دے زه يواځې يمه

څوک مې شمله څوک مې پيزارڅوک مې څادرتختوي
ميراث ته هر سړے مې غل دے زۀ يواځې يمه
څنګه صبر شم له تانه
و زما ښاېسته جانانه

بې صبري مي لا زياتيږي
وخت زما نۀ شو درمانه

دا د عشق نشه ظالمه
نۀ کوزيږي په اسانه

چې راياد مي کله تۀ شې
اشنا ورک شم له ځانه

ما غوندې خانه خرابه
تا ليدلے دے اسمانه

کله کله ستا خوبونه
توره شپه کاندي روښانه

مشغوله د دوه مينو
شعر خوږ کړه د حلوانه

مخ ښکاره کړه له سحابه
په اقبال وکړه احسانه
عشق يمه اے حسنه زۀ تول دي د نظر يمه
خاوره يم بيشکه زۀ عظمت نه خپل خبر يمه

زمکې اسما نونو‘ غرونو چا هم غاړه کښي نۀ ښوه
ځاے مي کړي په زړۀ کښي خپل زۀ هغه ځيګريمه

پاتې حق حيران راته شو واړه عالمونه چې
اور ته مي ور ودنګل عشق يم بې خطر يمه

چا هم معلوم کړے مي تراوسه لا پاياب نۀ دے
موج يمه‘ غلئ يمه ‘ خور وور سمندر يم

څومره چې دشمعې په شان سر رانه پري کيږي ځي
لا پري تازه کيږمه زۀ يو داسې سر يمه

د ورځي د ازل د څښو اثر اقباله کله ځي
ورک خمار خمار يمه مست يم قلندر يمه
زمکه مې د زړۀ لۀ ازل سوې کړه سيرابه
راشه چرته جوش کښې د رحمت لويه دريابه

مينه مې اخلې فرشتو ده په خمير کښې
مرمه بې لۀ عشقه لکه کب بغير لۀ آبه

عاشق يمه ناصحه عاشقۍ سره مې کار دے
په دغي باندې نۀ يم چې درياب شوم کۀ کريابه

مينه سري لمبې دي په هر حال کښې سوزول کا
د چا هم خاطر نۀ کا چې پيري ده کۀ شبابه

خلق وائ غم د عاشقۍ پرې غلطيږي
ما چرته پيدا نۀ کړل دا هسې رنګ شرابه

وژل دې پکار دي د اقبال زړۀ ناقراره
هسې خاصيت به څنګه لاړ شي سيمابه
بارانونو ترمې ترمې هزاره کړه
د غم خخه يې د بلبل په زړۀ اره کړه

سرن ، دوړ ، او اباسين وو قهرېدلي
خو کُنهار پورته د هر چانه پاره کړه

تجاوز د سيند په غاړه زميندار کړو
د حرص دهقان ادا يې کفاره کړه

په خرد برد باندې جوړ شوي وو پُلونه
د سېلاب زور ته به يې څنګه ګذاره کړه

چې مطلب يې رانه سرڅۀ وخت خپل کړو
مطلبي اشنا زمونږ نه کناره کړه

چې حريف يې پاتې نۀ شو په مېدان کښې
فرېبي ځکه دنيا نن اجاره کړه
داسې مينه مې لۀ تا غوښته جانانه
چې زيات زۀ وے لۀ مجنونہ تۀ لۀ لېلانه

يا د ټولې زمانې نه وفا لاړه
يا زما برخه وه کمه د وفا نه

چې مقصود دې نيمه لار کښې پرېښودۀ وو
دومره وړاندې دې بوتلمه څۀ له ګرانه

کۀ ناکامه شوم په عشق کښې پرواه نيشتے
ولې کوز دې ليدے نۀ شمه د چانه

اقبال دومره دهوکې او خوړې په ژوند کښې
چې اعتبار يې هډو پاسېد د دنيا نه
خوبه راشه څو لحظې مې غم نه خلاص کړه
راښکاره راته په خوب کښې بشر خاص کړه

زمانې يمه تېريستے په لباس ډېر
اشنا تۀ راته ښکاره مخ د اخلاص کړه

نور همه واړه رنګونه لۀ ما لر کړه
جام د زړۀ په خپلې مينه مې رصاص کړه

زما زړۀ دے قتل شوے ستا د لاسه
عطا مينه بې بها يې په قصاص کړه

چې حيا نه ځان په سلو پردو انغاړي
عشق يې ګډ يې لکه په شان د رقاص کړه

وائي اقبال چې مرغلرې راوباسم
د سخن د بحر هاغه مې غواص کړه
نفساني يم نو پۀ مخ مې اشنا تُو کړه
کۀ عاشق يمه دا چاک زړۀ مې رفُو کړه

باد د عشق خوارۀ زما شو په بندونو
راله داغ يې کرم نظر په خُو کړه

چې مې شاړې پرې د زړۀ ګل وګلزار شي
ګل ورين نظر دې لږ شان په دې سُو کړه

چې اوده جذبه يې وېخه شي د مينې
اے زما زړۀ پېدا داسې جستجُو کړه

تا سره وے غماز نۀ ليدے په سترګو
څۀ جادو د بنګالې راباندې پُو کړه

چې يې مړے هم په لاس د چا رانۀ شي
اقبال داسې په درياب د عشق لاهُو کړه
کۀ تۀ راغلې وابه خلم د اطمينان ساه
ستا له هجره اخستۀ دي راته ګران ساه

زما سر جولۍ کښې کېده مۀ شرمېږه
چې هر کله مې له تنه شو روان ساه

دا عالم به ګڼي دا په ساه ژوندے يم
خبر نۀ دي چې زما دے خپل جانان ساه

ساه زما به تا پسې وتے په خواه وے
کۀ په وس کښې چرته خپل وے د انسان ساه

ځنکدن کښې به هم ستا په انتظار وي
چرې نۀ خوت لۀ ګوګله مې اسان ساه

په دې چل باندې پوهېږم نۀ اقباله
چې زۀ يار له څنګه ورکړمه د ځان ساه
پنځۀ وخته ستاسو کور ته پرې تلوار ده
معلوميږي چې رقيب سره دې لار ده

چې رقيب ته اشارې او کناې کړې
دا خبره ما د پاره ستا د عار ده

څۀ بدل غوندې اشنا راته ليدے شي
نۀ پوهېږم چې مې څۀ زړۀ کښې د يار ده

په هوا باندې د شک دلبره شلېږي
د الفت ګينده بېخي په کچه تار ده

کومه مينه کښې چې سُود غرض شامل شي
مينه نـــــۀ ده يــــو حـــــــــصه د کاروبار ده

اوس د وينو اوښکــــې مـــــۀ ژاړه اقــــــبالـــــه
چې د ز ړۀ غوښه دې اېښــې پــه انــګار ده
څوک دے ما غوندې مجبور دعشق د لاسه
لـــکه زۀ يـــم پـــه ضـــرُور د عــشق د لاســه

لرۀ ما عقل سليم ښه پوهېنده وم
نۀ لرم عقل، شعُور د عشق د لاسه

اورېدل چې مې غوښتۀ نه څۀ خبرې
نن هغه مې دي منظور د عشق د لاسه

روغ رمټ لاسونه ښپې مې ګوډ او شل دي
داسې مۀ شه څوک معذُور د عشق د لاسه

ژونــد زمــا چې عــبارت له خوشـــحالو وۀ
په غمونو شو معمور د عشــق د د لاســه
په زړۀ داغ لکــه لالـــه په خولــه خنــدان شــه
د وخت پلک ګوذارته کلک لکه سندان شه

کۀ منــګي غونــدې ؤړل پاس په سر غواړې
پوخ په شان له يې پجه کښې په نيران شه

په ډنـــډوکي کښـــې وﻻړې اوبــۀ ســـخا شي
په چپو چپو درياب غوندې روان شه

کۀ دا غواړې چــې زمــا عــزت دې اوشي
تۀ د بل له بې عزتۍ نه ګرېزان شه

په صورت انسان پېدا شوې معراج نۀ دے
په عـمل بانــدې انســان غوندې انســان شـــه

غـــم يــوازې د خپــل ځــان مــۀ کــړه اقــباله
د عـــالم د درد حاتـــم غــونــدې درمـان شه
چانه پښتنه د خپل يار وکړمه
زړګيه چا باندې اعتبار وکړمه

يو خوا پښتو بل خوا ته مينه زما
هيڅ نۀ پوهيږم چې څۀ لار وکړمه

د مينې پال ته سر نه غاړه نۀ ږدي
څنګه علاج د زړۀ بيمار وکړمه

تــۀ حوصــله راکـــوه کلــــه کلـــه
زۀ بــه تــر مرګــه انتظــار وکــړمـــه

چې بې وسي شي حد نه زياته اقباله
زۀ چغه وکړمه کُوکار وکړمه
ورک مې کړه خپل عشق کښې لېونے مې کړه
ځان ته مې لوګے کړه سپېلنے مې کړه

اوڅښکؤه شـــراب رابــانــدې واړَوه
ګډ مې کړه کاواکه پېريانے مې کړه

راز مې کړه همراز مې کړه بې نيازمې کړه
دشته کښې صحرا کښې څارنے مې کړه

اوسه پکښې تۀ چې د بل ځائے نۀ وي
وران د زړګي نور ټول ودانے مې کــړه

بې لـــه تانـــه ســر چاتــه ټيټ نۀ کړمه
پوخ لکــه پښتــون يــا افغــانے مـــې کــړه

بيــا راتـــه هغــه زوړ عـــظمت مې اوبـخښه
بيا مې مسلمان آ پخوانے مې کړه

ما اقبال له دروند نۀ کړې اؤ ګران نۀ کړې
د هر چا په نظر کښــې آسانے مــــې کـــړه
چې زما وړه لېلٰي ده
مــجسم وفـــا وفـــا ده

په چمن کښې کلۍ ډېرې
انړولې پکښې ما ده

زۀ مئين يم پرې بې حده
دا ما له ځنې سېوا ده

کۀ رحمت دی کۀ زخمت دے
په هر حال رضا رضا ده

پاکيزه او نيک خصلته
د مريم په قدم دا ده

مرقعه د قربانۍ ده
د لالـــچه مـــبرا ده

انتظار دے د ټول عمر
انتظار کښې دا زما ده

خبر نۀ يم چې د کوم وخت
قبول شوې مې دعا ده

ولې څۀ اوکړم اقباله
چې ظالمه دا دنيا ده
يار چې نۀ راځي پخپله
د راتلو اووايم څۀ له

دوه طرفه چې اور بليږي
مـــحبت يې بولــه هـــله

مړ به شمه ورک به شمه
خو پښتو پرېږدمه کله

لکه تۀ چې لامبوزن يې
خود به مرمه بې اجله

چې دا ستا په نيت کښې څۀ دي
هميشه وائې مجـــمله

ستا ښائست يوازې مړ کړم
ګورې غم راپسې ډله

چې هر څو دې سسته ومه
لا سختېږې د عشق وله

پتنګ کله جاروتے شي
چې ډيوه ده ورته بله

زۀ او تۀ به چرته نۀ يو
وي به دا زمونږ بدله

ما په لاره کښې پرې نۀ ږدې
وَ زمـــا د لارې مـــله
په وصال کښې د هجران سره مزه ده
چې ترخه ده نو خواږه ځکه خواږه ده

زۀ کۀ سل منته سل زارۍ کومه
هغه بې ګناه له ما ځنې خفه ده

د مئينو قيصۍ رنګا رنګ موجود دي
دا زمونږ قيصه څۀ ډېره عجيبه ده

په نظر کښې زما ټولې نشې هېچ شوې
ما د عشق کړې چې کله نه نشه ده

خپل ظلمونه تۀ زما په مخ ليدے شې
ستا در وړاندې مې نيولې ائينه ده

زما مرګ نه ورستوستا به څۀ چل کېږي
دغه وېره مې هر وخت زړۀ کښې پرته ده

د اقبال نه يو ســاعت مۀ جــدا کېږه
قيمــتي هــره ګــهرۍ هــــره لحـــظه ده
ستا د مينې قابل نۀ يم مانه ډېر ډېر نفرت اوکړه
د غماز په لمسون درومه د رقيب محبت اوکړه

په فراق کښې دې مړنۀ شوم په ژړا ژړا ړوند نۀ شوم
په تا کوم يوحق ضبادمه په ما بيا بيا لعنت اوکړه

مختورن يم ګنهګار يم په خپل هر ګناه اقرار يم
اذيت کښې ګرقتار يم په مرګي مې عجلت اوکړه

په دنيا باندې به سر کړې هيڅ اميد مې درنه نيشتی
زما زړه له ښه کولو له وعده د قيامت اوکړه

د اقبال سويه ځيګره د جوکې په شان له بره
لمبـــه اوکـــړه ســـراســره دا زمــا اعــانت اوکړه
خيالونه څۀ محال محال لرمه
چې اوس هم طمع د وصال لرمه

ښه پرې پوهېږمه چې نۀ قبليږي
بيا هم په شونډو باندې سوال لرمه

ياد يې زما په زړۀ کښې پرېږده چې وي
زمـــانې دغـــه هــــمره مـــال لــــرمه

زما جذبې خو د اسمان سيالې دي
بېشـــکه تــــوره او نــــه ډال لــــرمه

کۀ مې په مخ باندې خندا خوره ده
سينه کښـــې زړۀ مـــلال مــلال لرمه

په تصـــور کښـــې پـــرې جــــوټې وهمه
د چـــا د زلــــفو داســـې ټـــال لـــرمــه

ما خو تراوسه څۀ ليدلي نۀ دي
يـــاران مـــې وائــــي چــــې اقبــــال لـــرمه
ژوند مې تريخ شو لکه زهر اشنا خوږ شه
ګوټ ګوټ څښمه ډېر په صبر اشنا خوږ شه

هيڅ په دست کښې زما نيشتے نۀ پوهېږم
د حـــالاتو زيـات شـــۀ جـــبر اشنــا خوږ شه

کۀ هر څومره دا جهان وسيع عريض دے
ظلــم تنــګ کــړو لکه قـــبر اشنــا خوږ شه

بيــا پــه نــوي رنــګ چــالـبازه شـــادو راغــــے
په چمن کښې خور شۀ غدر اشنا خوږ شه

د ســـرو زرو پـــه قـــيمـــت صـــراف پوهـــېږي
ليونــي بـانـــدې څـــۀ قــــدر اشنـــا خـــوږ شـــه

د اقبــــال د زړۀ دنيـــا تــــوره تـــيارۀ ده
را ښکاره شه لکه بدر اشنا خوږ شه
څۀ سبيل د ديدن نيشتے پۀ خوبونو ګذاره ده
د هجران په توره شپه کښې پۀ يادونو ګذاره ده

ستا له کليه نۀ راځي څوک چې خبر اتر دې راوړي
ستا د کور لوري ته ګورم په بادونو ګذاره ده

زړۀ مې ډکه غباره ده درنګ ساعت له د چاؤدو دے
په زبېرګو مې ګوذاره ده په اهونو ګذاره ده

اے دډېرې مودې تلليه ستا نقشونه زما هېر شو
خيال کښې بيا بيا راولم دې په خيالونو ګذاره ده

رسواېې نه دې وېرېږم چاته حال وئيلے نۀ شم
غم په زړۀ کښې تېراومه په رازونو ګذاره ده

څوک اقبال نه پښتي څۀ له چې دې حال څنګه تېرېږي
په غمونو ګوذاره ده په دردونو ګذاره ده
هر چې کاندي د تېرو لوبه
عاقبت به شي د سرو لوبه

سر بازي د هيجړه مۀ غواړه
سربازي د ميړنو لوبه

مشري د مشرانو کار
مۀ ګڼه دا د وړو لوبه

دا د ګل او د بلبل قيصه
عاشقي ده د ازغو لوبه

سا ښائست کۀ زما مينه وه
دا د څۀ نه شوه شورو لوبه

د ګبين خواړۀ د هغۀ برخه
د چا زده وي د لشو لوبه

ياد مې نۀ دي چې د کله نه
زمونږ مينه د مودو لوبه

مرور جانان پخولا نۀ شو
اقبال ترک کړه د جرګو لوبه
لېونۍ مينه دې څۀ شوه رښتيا وايه
څۀ بدل غوندې دې نۀ ده هوا وايه

ما خو ستا وفا ستائيلې ده عالم کښې
تا زده کړله له کومه جفا وايه

مېوه څومره چې پخېږي لا خوږېږي
تا کچه تاله په څۀ کړه اشنا وايه

مينه زور نۀ دے د دوه زړونو رضا ده
ستا رضا زما رضا ده رضا وايه

چې سرګنده اوس راتللې شې راځې نه
په خواه ولې به راتللې په غلا وايه

اقبال مۀ ساته په دوه زړونو کښې بس کړه
چې په زړۀ باندې دې څۀ وي صفا وايه
ورځ د اختر ده نا مۀ نا مۀ کؤه
غاړه غړۍ شه ضد اشنا مۀ کؤه

زما ګناه لوے غريبي ده زما
ما بې ګناه ته بل ګناه مۀ کؤه

دومره خاطر زما د مينې اوکړه
ماته د غ او ر ثناء مۀ کؤه

په مرګ کۀ خوښ يې زما ډهيل مۀ کؤه
خو د رقيب سره بنا مۀ کؤه

ننګ او پښتو اقبال په عشق کښې داؤ کړل
دومره تذليل يې د انا مۀ کؤه
اے د مات زړونو قونشېره
زمانه شوه حد نه تېره

يو نظر راباندې اوکړه
له تا ولې شومه هېره

نور زغم زما نۀ شي
صبر حد نہ شومه تېره

بې ګودره مې بېړۍ شوه
ګردابونو کښې شوه ګېره

طمع قطعي مې شوه نوره
چې ښه ورځ به اوکړي پېره

ښکلے يار مې بې وفا دے
خو له زړۀ مې دے چاپېره

بل له ټوله مينه مينه
کا په ما نظر د شېره

خلق سوال د زندګۍ کړي
زۀ يې نۀ غواړمه ډېره

لکه زبر وم له پاسه
تېراولے نۀ شم زېره

په ديدن د ښکلي يار مې
په اخر باندې کړه سېره

اقبال سم د عشق په لار کړه
چې خس نۀ شي تېروبېره
بې له تا هره ښادي مې څۀ ښادي ده
دا ښادي مې د زړۀ نوره بربادي ده

زۀ په دام د زلفو داسې انختے خوښ يم
لکه خوښه د عنقا چې ازادي ده

دانا ځکه دا دنيا مرداره بولي
چې مراد يې هر مراد نامرادي ده

يو اخلاص وته حاصل جاوداني ده
را برڅېره شي چې څۀ کښې استادي ده

يو معمار به هم هغه دېوال سم نۀ کا
چې يې تيږه کږه اېښې بنيادي ده

پېښور لکه اباد چې په تيراه دے
د ويران زړۀ په اشنا مې ابادي ده

هنرونه د جلات اقبال ته ياد دي
زده کړې کۀ ستا سترګو جلادي ده
چې مې د سترګو ښکلا پاتې نۀ شوه
څوک هم شرينه ،لېلٰي پاتې نۀ شوه

ښائست په ګل کښې دےکۀ سترګوکښې دے
وخت به برسېره کړه غلا پاتې نۀ شوه

ګلاب رامبېل چامبېل ځوانۍ سره وو
قيصه لاله د شهلا پاتې نۀ شوه

کۀ په منګو څښمه مستي نۀ راځي
وېره ناصح د مُلا پاتې نۀ شوه

اوس هم هغه دي تورې زلفې سترګې
خو ما د پــاره بــلا پــاتې نۀ شوه

خلاص مې کره مرګه له بې خونده ژونده
راځه راځه څۀ قلا پاتې نۀ شوه

خـــلا خــــلا شـــومه دنــنـــه بـــهـــر
اقباله نوره خلا پاتې نۀ شوه
په تصور کښې د جانان اوسمه
پخپله باغ اوسمه بوستان اوسمه

د سترګو کسو کښې مې نۀ ځائيږي
ښائسته زور ته دې حېرا ن اوسمه

وينم دې هم ليدے دې هم نۀ شمه
ستا د ديدن چې په ارمان اوسمه

چې راځائے شوے يې زما په ځان کښې
په تماشه ځکه د ځان اوسمه

زما د زړۀ وداني تا سره ده
په تا ويجاړ په تا ودان اوسمه

پته د خپل د منزل هيڅ نۀ لرم
سفر په سر دے خو روان اوسمه

د يار وصال به مې نصيب شي چرته
اقباله پوخ په دې ايمان اوسمه
رقيبه دا په ما احسان اوکړه
ماله تپوس مې له جانان اوکړه

کله نۀ کله يادوي مې چرته
رېباره نن راته قران اوکړه

چې ما هېر نۀ کړو ما به څنګه هېر کړي
تصديق به څوک مې د ګمان اوکړه

صورت دې ستاشي زړۀ يې ماته پرېږده
ظالمه ګټه ده تاوان اوکړه

سوکړه اوږده شوه عاشق ساه ورکؤي
اوربل دې شنړ وهه باران اوکړه

اقبال غزل له ږدي خالونه نوي
فکر يې ښه په زنخدان اوکړه
په ګوګل کښې مې يو شان بېقراري ده
لاحق شوې مې دا څنګه بيماري ده

بې له ياره مې زرۀ نۀ لږي چمن کښې
په ګلونو په سپرلي کښې بېزاري ده

د اخلاص ګوهر نايابه شو له دهر
خواره شوې په رګ رګ کښې مکاري ده

قسمونه خوري او بيا هم دروغ وائي
پاتې نۀ شوه داسې خولۀ چې اعتباري ده

د لرګي په اصل څوک هم نظر نۀ کا
په فېشن کښې نن ظاهره ګل کاري ده

يوه ورځې به دنيا کړه شنۀ ډډُوزه
په هر ښار کښې چې د اور لوبه جاري ده

د اقبال دلداره راشه له څۀ لوري
ضرورت مې ډېره زياته دلداري ده
اشنا ستا زما هم چرته يارانه وه
ياد دې دي څومره رنګينه زمانه وه

هر تنور هر انغرے به وۀ پرې ګرم
هرې خولۀ باندې زمونږه افسانه وه

د عشق مئيو باندې مست به ګرځېدلو
رابخښلې ساقي ټوله مېخانه وه

د چا مرګ په خوشحالۍ زمونږه څۀ وو
مونږ د پاره د ديدن به بهانه وه

ګردش هسې د فلک راباندې راغے
خوب وۀ مات شو پاتې شوې ويرانه وه

پوهه شه اقبال ايمان په دنيا تېر کړو
کۀ په ژبه يې ستا د حسن ترانه وه
بس دے بس دے ستا له کليه ستا له کوره
داسې لا ښه ده چې لرې يم له اوره

تمام عمر دې جفا راسره اوکړه
تمام عمر نۀ تېريږي نمړۍ سپوره

چل يو حد پورې کېږي دائم نۀ شي
لار به ځان له چرته ګورم ځانله ګوره

توره ږيره مې کړه سپينه انتظار کښې
د يون طمع مې د شپې کړه له شبکوره

چې يې ښکرې تاوولې د سنډګانو
غم اوبۀ کړې د اقبال د زړګي زوره
اووايه نور څو انتطار اوکړمه
څومره به زۀ وار په تېر وار اوکړمه

درد به څۀ کم شي چې وتلے نۀ وي
پټۍ لاپاسه کۀ د خار اوکړمه

زۀ اباسين يم د وفا په خاطر
په هسکو غرونو کښې به لار اوکړمه

دا مې خامي يا مې خوبي اوګڼه
زۀ په هر چا باندې اتبار اوکرمه

په ما راپرېوځه راخورې کړه زلفې
دمه په سيوري د چنار اوکړمه

چې نوعيت مې د رنځ نۀ پوهېږي
هغه طبيب ته څۀ اظهار اوکړمه

اقباله مرګ په هغه ورځې ښه دے
کۀ بله زۀ خپل له يار اوکړمه
خراب زرۀ کړمه خراب تر اخر عمره
ورپسې يم د سراب تر اخر عمره

چې ماشوم وومه يو سوال مې وۀ په زړۀ کښې
بيا مې و نۀ موند جواب تر اخر عمره

په ځوانۍ کښې هر يو زړۀ وېني خوبونه
نۀ ماتېږي زما خواب تر اخر عمره

ما د مينې کفر کړے وۀ ځوانۍ کښې
تېراومه اوس عذاب تر اخر عمره

چې د يو زړۀ نه تر بله پورې لار وي
نۀ پوهېږم په حجاب تر اخر عمره
مينه کښې دومره دې بې وسه شومه
چې سپک بڼې نه هم له خسه شومه

لاره کښې کيناستمه او مې ژړل
کډه په سر چې ستا له ټسه شومه

ګوتې هالۀ راباندې پورته شولې
پورته چې کله لۀ هوسه شومه

لا يې زما نه اميدونه زيات کړل
چې نااشنا د شل او لسه شومه

په محفلونو کښې مې زړۀ وېرېږي
مئين په تا باندې نرګسه شومه

نازک مزاجه يار خفه شي له ما
کۀ يو ساعت هم بې اودسه شومه

اقبالــه پاتې لــه کاروانــــه يمـــــه
چې بې پرواه زۀ له جرسه شومه
څنګه به اوشي ستا زما روغه
دنيا خو نۀ غواړي د چا روغه

تۀ د وصال لمحې په ما ضباده وې
ما زندګي زار کړله له تا روغه

رقيب مې ستا په در کښې نۀ شي ليدے
نۀ کېږي سګ او د ګدا روغه

مئين به ساه په ارام څنګه واخلي
چې ورپسې شي دا دنيا روغه

خداې خبر چا کوډې په تا کړې دي
چې رسي نۀ مو تر صبا روغه

اقباله پرېږده په خفګان موړ شي
څوک به کؤي هر ساعت دا روغه
زۀ په لټون د هغه نعت کښې يمه
چې منفرد په کائنات کښې شمه

خيالونه ډېر او د لفطونو رشې
زۀ يې قابل کۀ ستا د شان ګڼمه

را مې شه ذهن کښې نايابه فکره
دا نور چې وائي هغه نۀ وائيمه

ځان به خاوند د خرد اوګنمه
چې لېونے دا ستا په عشق کښې شمه

ستا د رحمت د شفاعت په اسره
په ډاډه زرۀ باندې ګناه کؤمه

اقبالـــه زۀ او د حــــجاز سفـــر
د تـــــخيل په وزر والـــــــوتمه
ستا له دره به بلنه راځي کله
زما سرګې په وتو دي هله هله

کۀ ارمان د مدينې يوسم لحد ته
بيا خو ښه وه چې وے کاڼے يا خزله

پرده پوښه دا دنيا نۀ ده له وېخه
ستا په مخکښې به ږدمه بيله بيله

جولۍ تشه ستا له دره نۀ وړي څوک
کۀ په ما هم نظر وشي کله کله

له کوثره بې مې نۀ ماتېږي تنده
پـــه دنيـــا وهـــلے يـــمه داســې جـــله

ننداره د شين ګنبد په مړو اوکړم
بيا دې شوق کېږي راځه راځه اجله

ستا کرم دے ګني زۀ څۀ زما شعر څۀ
د اقبال وېنا له هر چا شوه بدله
ستا معرفت به مې نصيب شي څنګه
پاک محبت مې نصيب شي څنګه

هر يو طوطي خپل خپل فال اوباسي
درست حقيقت به مې نصيب شي څنګه

مــــــا ګـــــردابـــونـــه د دنيــــا ډوبـــَوي
لامبو قوت به مې نصيب شي څنګه

چې دې په مينه کښې له ځانه ورک شم
دومره شدت به مې نصيب شي څنګه

تــــر قـــيامت بـــه انــــتظار څــــوک کـــؤي
تر قيامت به مې نصيب شي څنګه

خلقه کوڅو کښې ما په کاڼو اولئ
هسې سنت به مې نصيب شي څنګه

اقباله ځان چې خپل خاورې نۀ کړم
مقام اوچت به مې نصيب شي څنګه
څوک دے چې راکړي د جانان پته
ګران ده ګرانــه مـې د ګــران پــته

وائي د شاه رګ نه هم نيزدې يم درته
کـــۀ درتــه ولــږي د ځـــان پــتـه

عاشقي هغه بې پـايـابـه سيند دے
نــۀ چا بډها اوکړه نـۀ ځوان پـتـه

ګوري چې څومره څوک مئين دے په ما
ځـکـه هـم غــواړي د ايــمـان پـتـه

ستـا د ديـدن وعـده چې نۀ وي پکښې
څـۀ کـړمـه څـۀ کـړم د رضـوان پـتـه

لـه حـقـيت اقـبـالـه نـۀ وې خـبـر
کـۀ درتـه وه د ټول جــهــان پـتـه
دومـره سوکـړې رابـانـدې مۀ تېراوه
د مـرګ لمحې راباندې مۀ تېراوه

لـکـه د ژمــي بــاران و ورېــږه
د هړ شېبې رابـانـدې مـۀ تېراوه

د غم له زوره لکه زوړند دېـوال يـم
اوس زلـزلـې رابـانـدې مـۀ تېراوه

د خوشـحـالـۍ خـبـر هـم راکـړه چـرتـه
تـل حـادثـې رابـانـدې مـۀ تـېـراوه

د مخ په شمع مې روښان کړه محفل
تورې تيارې رابـانـدې مــۀ تــېــراوه

اقــبــال نيـولـې فــقــط سـتـا لـمـن ده
ژوند بـې اسرې رابـانـدې مــۀ تېراوه
زمـا د مـيـنـې سزا هــغــسـې ده
لا دې تراوسه جفا هغسې ده

ستا په ليدو مې درزېدلے وۀ زړۀ
اوس هم بې واره درزا هغسې ده

ستاپه بېلتون کښې بس په ما ورانه ده
ودانــه نــوره دنـيـا هـغـسـې ده

وبـه رژېـږي پـاڼـې پـاڼـې بــه شــي
د هـغـه ګل مـې ښـکلا هـغـسې ده

ستا د ظلـمـونـو انتهـا وشـوه خـو
زمــا پـه شـونډو دعـا هغـسـې ده

د ژوندون څومره ورځې شپې پاتې دي
زړۀ کـښـې مـې سـتـا تـمـنـا هغسې ده

اقبـالـه سپـين ډېر شو په تورو باندې
خـو دلـبـري او ادا هـغــسـې ده
نور مې ساقي تشو جـامونو بـاندې مـۀ غولوه
د تـندې مړ په سرابونو بـاندې مـۀ غولوه

ماته هغه مخ دې ښکاره کړه چې اصيل مخ دے
مــا هر ساعت نوو مخونو باندې مۀ غولوه

زۀ ښه پوهېږم چې بوسه دې په ما نۀ ده پېرزو
تش مې د سترګو په ستونو باندې مۀ غولوه

زۀ د خوبونو تعبير غواړم چې په وېخه وينم
تۀ مې د خوب په خوبونو باندې مۀ غولوه

پاښه ژړۍ د چېتر غواړم د غانټول په شان له
تۀ مې د هـړ پـه بـارانونو بـاندې مۀ غـولـوه

اقبــال داستا دروغ يو وار نۀ څوڅو وار ونيول
بې شرمــه نــور مـې قسمــونو بـانـدې مـۀ غـولوه
په عشق کښې شرم او حيا څنګه
په خواه د پولې د اوښ غلا څنګه

وېنا دې يو شان عمل بل شان له دے
څوک به اعتبار اوکړي په تا څنګه

چې ناروا يې بولې ما د پاره
هغه په ځان کاندې روا څنګه

چې مې هر حال دے هغه تا کړے دے
زما نه مـۀ پوښتـه چـې دا څنګه

اول مې زړۀ سره پيوند شوې داسې
اوس مې د زړۀ نه شوې جدا څنګه

چــې د اقبــال نـه شو پاښۀ مرور
څوک به هغوي کاندي رضــا څنګه
مـا بې لـه يا ر په کلي پېښه اوکړه
مـا د ارمـان په څلي پېښه اوکړه

سترګو د خيال قدر يې ډېر ډېر اوکړئ
بـيـا د مودو نه تـلـلي پېښــه اوکړه

کـم دے کۀ سرومال مې زېرے ورکړل
چـرتـه زمـا ښا غـلي پېښــه اوکــړه

خوشحالۍ ستا جوړې تاوان پرې کېږي
کۀ دې په غم وژلي پېښه اوکړه

چې يې نظر په ښکلو نۀ خوږېږي
اقبال په څنګه ښکلي پېښه اوکړه
نور ګذران مې نۀ کېږي اشنا راشه
اوشــلــوه بــندونــه د دنيا راشه

ستا به مجبوري وي ولې څۀ وکړم
نۀ پوهېږي زړۀ نادان زما راشه

خاؤرې په عزت او پښتو واړوه
خېر دے اوس دې مينه شي رسوا راشه

بس دے حوصله په زړۀ کښې نۀ لرم
زړۀ مې جواب راکرو خا مخا راشه

ستړے زۀ اقبال دې انتظار کړمه
ډېره دې اوږده راکړه سزا راشه
ځان له ناست يمه يوازې ستا يادونه لوبَومه
بې له تا چې نۀ تېرېږي آ، وختونه لوبَومه

چې په خيال کښې ستا په زلفو په غړۍ وهم لاسونه
جـوړې زۀ چـرته خـيام يـم ستارونه لوبَومه

رخسارونه به يې زماشي په تندي مې باور نيشتے
چې به زۀ هم پۀ پسرلي کښې سرۀ ګلونه لوبَومه

لېونتوب مې د مودې دے څۀ داوس نه داسې نۀ يم
بيـا تـراوسه پورې ولې لا دردونـه لـوبـَومه

سـاقـي زۀ يې ووتے نـۀ يـم لا د مينې له خماره
ما له اقبال څۀ حاجت دے چې جامونه لوبَومه
مينه دې شوه کمه کۀ څۀ وېره دې پېدا شوه
اوس هرې خبره کښې خبره دې پېدا شوه

تا خو د راتلو بهانه به جوړه کړه پخپله
اوس په خوله د نۀ راتلو سندره دې پېدا شوه

مينه مې هغه ده زۀ هغه يم بدل نۀ يم
بيا راکښې خامي څۀ له نظره دې پېدا شوه

خـتـم تعـلق کړه راسره ګيله به نۀ کړم
بل چانه کۀ طمع چرته غوره دې پېدا شوه

سرې لمبې ورېږي ټول جهان په وينو سور دے
ټـولـه تـمـاشـه د نـفس لـه شره دې پېـدا شوه

رېبـه اوس انسانه تـا پخپـلـه کـرونـده کړه
دا جـاخـه د غـنـو خـپـل لـه کـره دې پېدا شوه
يوه ښائسته شان افسانه پکار ده
د يار ديدن له بهانه پکار ده

نن مې د زړۀ موسم بدل غوندې دے
چنـګ و ربـاب او ترانـه پـکار ده

چـې د عــمر ونو تـنـده مـاتــه کړمه
چرته مــې هٰـغـه مېخــانه پـــکار ده

کـم عقل يار دې په حجرو يادَوي
مـحـبـوبـه ښکلې فرزانه پکار ده

په تش صدف باندې څوک څۀ چل کؤي
زړۀ کښې د مينې دردانه پکار ده

په ټول ژوندون کښې په تا پوهه نۀ شوم
پــه تــا پـوهېدو له زمانـه پـکار ده

د زر پرست انسان نظر اوږے شو
هــر يــو سړي لــه خزانــه پــکار ده

غزل ليکل اقبال ته هيڅ ګران نۀ دے
يوه لــمــحــه شــاعــرانــه پکار ده
څۀ رښتيا دي کۀ زما غلط فهمي ده
په مزاج کښې دې دا ولې برهمي ده

کۀ پښمانه شمه اوس به حا صل څۀ شي
چې ځار کړې مې ترې ټوله زندګي ده

عالم ټول راته پردے پردے ښکارېږي
چې ليدلې مې نن لږه بې رخي ده

نۀ لوګے او نۀ يې سل چاته ليدے شي
زما خدايه څنـګـه اور دا عاشقي ده

تا تـمــام عــمــر دروغ راتــه وائيــل دي
ما د زړۀ خـپل هســې کـړې تسـلي ده

د راتــلو نـيـت دې خپــل نـۀ ؤ ګـنــي يـاره
داسې پــېښـه درتـه کـومـه مـجـبــوري ده

هـجـر هســې کانـې اوکــړې پــه اقبال چې
پــه انـګـار يـې لــکه سپند نـا قـراري ده
زما صادقه مينه چل مۀ ګڼه
زۀ دې عاشق يم تۀ مې غل مۀ ګنه

بورا د ګل دے تر مطلبه پورې
تۀ مساوي يې د بلبل مۀ ګڼه

خور چې په نوم باندې د يار نۀ شي
منم اوربل دے خو اوربل مۀ ګڼه

چرته په سخته کښې پکار نۀ شو
دا د راحت ياران دې خپل مۀ ګڼه

اقباله قتل شوې د يار د لاسه
دغه دې ژوند دے دا اجل مۀ ګڼه
کاش کۀ نۀ وے زمانه دېوال تر منځه
څله وۀ د جدائي به سوال تر منځه

لا په عشق کښې ده زما څۀ خامي پاتې
چې غېرت او د پښتو دے خيال تر منځه

زۀ د بل کلي نه راشم ستا ديدن له
تۀ حائل کړې د حيا نه شال تر منځه

په وجود به د رقيب څنګه راضي شم
زړۀ مې نۀ غواړي چې وې مثقال تر منځه

ما وې کمه به د وخت په تېر يدو شي
فاصله شوه د کوکب ، هلال تر منځه

زنخدان يې کۀ اقباله ړوند تالا ؤ دے
عکس د ستوري ځلنده دے خال تر منځه
څۀ د دنيا څۀ مې د يار غمونه
ځکه زما دي بې شمار غمونه

ملا يې د باره نېغه ولے نۀ شم
دومره په ما دې کړۀ انبار غمونه

دنيا ته راغلم هم غمونه راغلل
لکه مې وو په انتظار غمونه

کلک مې سينې پورې نيولي دي خپل
داسې خواږۀ دي د دلدار غمونه

واعظه غم د اخـرت بـه اوکـړم
کۀ لږ مې پرېږدي په قرار غمونه

د يار تصوير د اقبال سترګو کښې دے
څنګه يې شاته کړي ګوذار غمونه
ما نخښانه درته نيولې ده ځيګر مې اوله
ګوره چې وار دې خطا نۀ شي برابر مې اوله

د بڼو غشي دې سوارۀ کړه په کمان د وروځو
چې غمازان پرې پوهه نۀ شي په هنر مې اوله

په زړۀ کښې رانۀ ولې دا چرته خفـه به شمه
څۀ وخت چې زړۀ دې اشنا غواړي د زړۀ سر مې اوله

ښکاري چې ښکار باندې ګوذار کړي نا خبره وي ښکار
تـۀ چې ګوذار کؤې پرواه مۀ کړه خبـر مـې اولـه

دا زۀ اقبـال يمه غلبېل ستـا د ستـم په غشو
پـه زنـدګۍ کښې د کرم پـه يو نظر مې اوله
شپه د هجران ډېره اوږدو باندې شوه
د انتظار شمع سلګو باندې شوه

کارګر مې نۀ شو يو تدبير د وصال
د يار نېټه مې په نېټو باندې شوه

خبر غماز به شي د عشق له درده
تېره کۀ يو شپه يې ازغو باندې شوه

چرته به سر شي ستا نيمګړې وعدې
کۀ زندګي مې په وعدو باندې شوه

اخر يو ورځ خو ډوبېدۀ بـه اقبال
مينه يې ستا زړۀ کښې چپو باندې شوه
غم کښې د يار هسې بېمار پروت يمه
لکه په دق نحيف نزار پروت يمه

حسن ايره کړم باد دې کړمه ستم
مګر بيا هم ګرد دې په لار پروت يمه

لکه صدف څاڅکي باران له پاره
ستا د ديدن په انتظار پروت يمه

خوشحالي څۀ اوکړم کۀ راشي بهار
غوڅ ښاخ له اونې نه کنار پروت يمه

د سترګو جام کښې چې دې نوش کړل په ما
په هٰغه مئيو لا خمار پروت يمه

شال زرزري وم زۀ اقبال عالمه
د ناوې نۀ شوم په مزار پروت يمه
زمـا زړګيه پـه قرار اودۀ شه
په بې وفا دے څۀ اعتبار اودۀ شه

ستا په تقدير کښې دي لمبې زړګيه
غوښې پوټيه پـه انګار اودۀ شه

مړے ژوندے پـه بلېدو دې نۀ شو
چراغه مړ شه پـه مزار اودۀ شه

زړګيه جام له ساقي څله غواړې
د يار د سترګو په خمار اودۀ شه

اقباله يــــار بـــه دې الله روالي
په ښکلي خيال او انتظار اودۀ شه
يا مې مرام راکړه يا دې ساه له ما واپس واخله
دا د بې وسۍ دغم دنيا له ما له ما واپس واخله

غريب د لوږې مري او زرداران پکښې عېشونه کړي
چې نۀ دې وينم دا تفريق رڼا له ما واپس واخله

يو مار د خزانې دے بل حېران دے يو کنجکې له
حصه او کړه زما يا تمنا له ما واپس واخله

د ډېرو زندګۍ پکښې خندا او په رقصونو دي
خندا کۀ ماله نيشتے نو ژړا له ما واپس واخله

زۀ اخر انسان يمه زۀ هم څۀ خواهشات لرم
فرياد کۀ زما ناؤرې دا نوا له ما واپس واخله

زۀ اقبال يو کاڼے به دې خدايه پېدا کړے وم
دا د زرۀ احساس او دا وېنا له ما واپس واخله
ښکاريږي داسې لکه هېر دې کړمه
ژوندے په مړو باندې شمېر دې کړمه

اوس راته وائي چې واپس اوګرځه
چې د کمر سر نـه ورتېر دې کړمه

هېر دې کرۀ ما نـه د دنيا غمونه
په سپينو لېچو کښې چې ګېر دې کړمه

نطر د مينې چې په ما دې اوکړو
دروند چيټاکۍ لکه سېر دې کړمه

احسان د مينې دې منم زۀ اقبال
ګل پـه تور غر کښې د نمېر دې کړمه
مينه زما غلې وه په زړۀ کښې غلې پاتې شوه
لاړه د بل چا شوله د مانه ښکلې پاتې شوه

دغه همره سود ماته په مينه کښې را اواتۀ
ټوله زندګي زما پـه غم زپلې پاتې شوه

لاړمه ګلشن ته زۀ د خلقو په سيالۍ باندې
ګل مې نصيب نۀ شو خو لمن شلېدلې پاتې شوه

څۀ دي ملنګانو څخه پاتې ترې جانان شي
ستاسو په کوڅه کښې مې جلۍ وهلې پاتې شوه

تۀ پخپله نۀ راتلې کۀ پېښه مجبوري وه څۀ
ولې دې اقبال سره نېټه ټا کلې پاتې سوه
د زړې مينې مې عنوان نوے کړه
زما اشنا لږ راته ځان نوے کړه

ريښې ريښې شو د وحشت د لاسه
خپل لېوني له دې ګرېوان نوے کړه

بې يقنۍ غوندې حالات پېدا شو
راسره بيا عهدو پېمان نوے کړه

راشه چې جوړ شي څۀ يادونه نوي
زړو يادونو مې جهان نوے کړه

هسې نه واغوندي کفن د حسرت
ماله زما نيازبين ارمان نوے کړه

سست دې اقبال وائي شو د مينې عمل
زما طرف ته دې رحجان نوے کړه
عشق کښې صبر له حدونو تېروتمه
واپسۍ له منزلونو تېروتمه

ټول ژوندون راته ېو درد مسلسل شو
ژوند کښې دومره له دردونو تېروتمه

په يو سر قربانولو غره مۀ شې
زۀ منصوره له سرونو تېروتمه

تا صبا صبا کؤل صبا دې نۀ کړو
په صبا دې له کلونو تېروتمه

ما اقبال بې پښتو يار خوشحاله نۀ کړو
ورپسې له رواجونو تېروتمه
زندګي د عاشق څۀ ده تش غمونه تش اهونه
ورځ کړي تېره انتطار کښې ټوله شپه کؤي فکرونه

عاشقي داسې مرض د ے طبيبان پرې نۀ پوهېږي
نۀ پرې دم جادو چلېږي نۀ اثر کړي تعويزونه

په مثال د هغه بلبل چې په ماته څانګه ناست وي
خزان باغ کښې وي راغلے کړي له غمه فريادونه

خلقه ګل وم د لاله زۀ پائمال شومه تالا زۀ
په نصيب مې شهلا نۀ شوه په ځيګر وړمه داغونه

د اقبال زرګے په شان لکه د هٰغه سمندر دے
اوچتېږي چرته هر دم قيامت خېزه طوفانونه
زرګيه بيا ستي کېدو له مۀ ځه
د يار د حسن تماشو له مۀ ځه

دلته دې خپل دي څۀ به ترس اوکړي
هلته کښې تۀ منځ د پردو له مۀ ځه

کوم ځائے دي جمع ظالمان د دنيا
په کډه تۀ هغه کوڅو له مۀ ځه

ښه پرې پوهېږې چې دې خېر نشته دے
سره د عقله حادثو له مۀ ځه

د يار نظر دې څۀ بدل غوندې دے
اقباله تۀ هغه چم ګو له مۀ ځه
اغيار تر منځه کۀ راښکل ده ليکه
مونږه له زړۀ کله منل ده ليکه

اوبه ډانګونو باندې نه بيلېږي
چا کۀ په خيال کښې هم ټاکل ده ليکه

نن کۀ په منځ صبا په ډډه به شي
ستا په رضا ستا د اوربل ده ليکه

هـغـه نـقـطـې تـه رسـېـدل غـواړي
د مشاطې نه چې شلېدل ده ليکه

ځکه حالاتو کښې بدلون رانغے
مونږه ټول عمر ټکول ده ليکه

لږ غوندې زلفې يې په مخ راوسټې
تا د کاذب په اسمان ليدل ده ليکه

خيال د اقبال پابند د ليکو نۀ دے
خيال کښې يې بيا ولې راغل ده ليکه
راشه په غېږ کښې مې خپل واخله مهروبانه خوبه
د تېختې لار نشتے څۀ بله له هجرانه خوبه

خوب کښې ليدۀ نيم ملاقات دے خلق داسې وائي
ما لږ ساعت له ملاقي کړه له جانانه خوبه

قدر د خوب د خوار عاشق يا د رنځُور زده دے
هغه دې څۀ کړي چې راځې ورله په اسانه خوبه

عشق له شبرې تبې ګران دے چې هډونه مات کړي
رنځورخواهش کړي د ژوندون عاشق ستومانه خوبه

يار د ديدن د اقبال پاتې نازولې اسرې
مرور مانه چرته نۀ شې په ما ګرانه خوبه
مۀ پښته څۀ حال دے بس ژوندے يمه
د خپلو د خپلوانو هم پردے يمه

ساه مې هر ارمان زړۀ کښې ورکړے دے
سوے يم ، ايره يمه ، ډېرے يمه

سم راته خپل دلبر مې نۀ ګوري
د خلقو په نظر کښې خو ازغے يمه

ګډې بيزې هم راباندې بلوسي اوس
دم رانه ختلے دے ازمرے يمه

سيند ومه د مينې په چپو ومه
اوچ شومه په هجر کښې خوړګے يمه

تېر چې بې ديدنه شي مئين باندې
زۀ هغه پيکه مازيګرے يمه

پاتې مې ځائے نۀ شو په دنيا باندې
ډېره موده اوشوه چې تېرے يمه

مۀ مې هېراوه زمانې دومره زر
ياد کړه زۀ اقبال هغه سړے يمه
زما مينه امانت اشنا په تا ده
خيانت په امانت کښې ناروا ده

کۀ زما په مينه بل چاته مسکۍ شوې
مرګ زما دے ستا د پاره کۀ مسکا ده

د هجران په دوپ کښې ساه اخستے نۀ شم
پسرلے دے کۀ تازه تازه هوا ده

هغه زخم چې خوړلے مې په زړۀ دے
چې ځولن شۀ تېرۀ څړيکه همره لا ده

هيڅ مې غاړه غړولې عشق کښې نۀ ده
راشه ګوره ماته کړې ليکه چا ده

ستا نقشونه زما هېر شُو نوم دې ياد دے
پۀ خولۀ نۀ راځي زما چې بې وفا ده

اثار نيشتے چې په مرګ به مې هم راشې
د اقبال طمع لۀ تا نه ولې بيا ده
دلبره تا د چا نه وغواړمه
څنګه دعا الله نه وغواړمه

نۀ مې قبلېږي سوال زۀ څۀ وکړمه
په کوم زيارت درګاه نه وغواړمه

تا په جولۍ کښې چې زما واچؤي
نور به بيا څۀ مولا نه وغواړمه

زما وېنا ورباندې بده لږي
زۀ چې دا تا دنيا وغواړمه

خوني بلا ده عاشقي اقباله
ژوندون به څۀ بلا نه وغواړمه
همت مې بېلودۀ جانانه ماله لاس راکه
تږ تر منزله مې شو ګرانه ماله لاس راکه

ډغرې او مې خوړې دومره چې حساب نيشته دے
خنډانو ډېر کړمه پريشانه ماله لاس راکه

پېټے مې دروند شو ملا له باره نېغه وولے نۀ شم
بار زما کوز کړه لږ د ملا نه ماله لاس راکه

زۀ د هجران اوږي نهنګ خوله کښې مودې نه يمه
خلاص به شم څنګه د بلا نه ماله لاس راکه

خوارۀ اقبال کړمه لاسونه وايه کوم در کښې زۀ
اسره مې نيشتے بې له تانه ماله لاس راکه
د امن پېغام راؤړه پسرليه
زمونږ هم په بام رواړه پسرليه

مونږه د هجران په لمبو اوسو ډېر
د يار مو سلام راؤړه پسرليه

زمونږه هر ماښام د عاشورې ماښام
د اختر يو ماښام راوړه پسرليه

تږي يو د امن له مودو مودو
په وار زمونږ جام راوړه پسرليه

زمونږ کۀ حق په امن باندې نۀ وي هم
مونږ له انعام رواړه پسرليه

جونګړې ته زمونږ هم اعزاز اوبخښه
څو ورځې قيام راؤړه پسرليه

مونږه بې مرامه بد نصيبه يو
اقبال او مرام راؤړه پسرليه
دغه همره مينه هغه يار کړې په ما ده
نۀ مخکښې چا اوکړله او نۀ توقع بيا ده

پټ ساتي هر څوک خپل د مينې راز په زړۀ کښې
په جار نعرې وهمه چې زما مينه روا ده

حق د مينې څنګه به ادا شي نۀ پوهېږم
هسې بدنامي پورې مجنون او په رانجها ده

زۀ کـۀ تـر وصـالـه پـورې نۀ رسم په ما ده
لار يـې جـارو کـړې پـه قـدم قـدم زمـا ده

چې نۀ راځي خزان پرې هغه ګل باندې مئين يم
مۀ وايه ښائست ورته چې کوم لره فنا ده

ښائست نه د مجاز چې حقيقي حسن ته رسي
ړندې دي نورې سټرګې بس هغه سترګه بينا ده

زۀ د چـا احـسـان اخـسـتـے نـۀ شـمـه اقباله
مـا په خـپـلـې مـيـنـې پـسـې کـړې اقـتـدا ده
د مجاز په رنګ کښې راشه حقيقته
انـتـظـار زمـا نـه نـۀ شـي تـر قـيـامـتـه

زۀ وصال د هغه ښکلي جانان غواړم
واعظ نۀ دې غولوي مې په جنته

لېونے شومه نو کوم قصور زما دے
رېــبــار ولــې راتــه کــۀ دومــره صــفــتــه

ستا له غمه دې زما زړۀ خالي نۀ شي
کـۀ مـې زړۀ دے بـې مـجـالـه کـم طاقـتـه

د ازل په ورځ څښکولي چې ساقي وو
جام په جام څښم کۀ پېدا کړي خاصيته

زۀ اقبال او چرته دا د هوش خبرې
کـرشـمـې دي واړه سـتـا اے مـحبـته
څۀ څۀ به دې هېر کړمه زمونږ لېونۍ مينه وه
نۀ ټګي ټوري ساده سُوده غرسنۍ مينه وه

تۀ او زۀ اشنا وو لکه دواړه د پېړو پېړو
د خلقو په نظر کښې دا زمونږ اوسنۍ مينه وه

چې رابه غلۀ په ما باندې د پير ملا د وس نۀ وو
چم ګاونډ له ياد دي عجيبه پېريانۍ مينه وه

عامه مينه نۀ وه چې يې زورشور وےڅۀ عام غوندې
لويه هنګامه وه په غورزنګ د ځوانۍ مينه وه

اقباله يار مې لار په نيمه لاره کښې بدل کړله
د خلقو نه به هېره د فرهاد شرينۍ مينه وه
دا پناه پناه زخمونه دا خواږۀ خواږۀ دردونه
لکه نمر څيره په ژمي لکه اوړي کښې بادونه

نۀ لوګے چاته ليدے شي نۀ لمبه چاته ليدے شي
په مزه مزه سېزي مې دا قرار قرار اورونه

دا د عشق نشه د يو ځل د ټول عمرمدهوشي ده
مينا اووهي په لته مات رامات کاندي جامونه

چې سرود د مينې واوري ناخبره شي له ځانه
څۀ اثر په ناخبر کا د ناصح نصيحتونه

په وصال باندې مې موړکاوريت ځيګرداقبال سوړکا
د خپل ځان څخه سمبال کا خپلې حورې جنتونه
نـصـيـب زمـا نـه مـراور دے څـۀ اوکـړمـه
هـر يـو الـزام زمـا په سر دے څۀ اوکړمه

غم مې خوراک غم مې جامه ده ټول عمر له
خلقه صبا کۀ لوے اختر دے څۀ اوکړمه

مور يې پرون منګے کړو مات بهر کوڅه کښې
نن ماسـپـخـيـن کـۀ مـازيـګر دے څۀ اوکړمه

ښکلے جانان چې نۀ وينمه په يو کلي کښې
منځ کښې ديوال کۀ منځ کښې غر دے څۀ اوکړمه

خلقو د جام په ځائے منګي په سر واړَول
د اقـبـال سـوے لا ځـيـګـر دے څۀ اوکړمه
د درتلو نه شومه پاتې اوس خو راشه
لۀ هر چا په جهل زياتې اوس خو راشه

د راتلو په لار دې سترګې فرش زما دي
په هر چا باندې نياواتې اوس خو راشه

ارمانونه مې سلګۍ وهي په زړۀ کښې
ارزوګانې شوې ميراتې اوس خو راشه

انصاف اوکړه چا وعدې کړلې تر سره
چا بنګړو په شان کړې ماتې اوس خو راشه

اقبال خپله زندګي درنه قربان کړه
قدمونه په ما زباتې ا وس خو راشه
مئين زړه ته د پندونو حقيقت څه
ته د پوکي دے حثيت څۀ

بې له عشقه ګناه نۀ وينم په ځان کښې
چې بنياد دے ستا زما د عداوت څۀ

زۀ په زور باندې دا تا سره ګنډم ځان
کۀ تۀ هم محسوسوې زما حاجت څۀ

حېران کړے يمه ستا طرزِعمل زۀ
په کالونو کښې معلوم دې نۀ شو نيت څۀ

د هجران غرمو وجود مې خاکستر کړو
خورې زلفې کړه چې کم شي تمازت څۀ

د دولت چپې مې واخست يار په مخه
پکار نۀ شۀ سيند د غاړې رياضت څۀ

څوک چې مينه کا اقباله سوچ دې اوکړي
په مئينو چارې اوکړې محبت څۀ
د هر غشي نښانه يم ولې زه

له خرده بې ګانه يم ولې زۀ

هر طرف دي زما وينې ارزانې
په هر لاس کښې پېمانه ولې زۀ

له نفاقه مې هر څۀ دي ښه پوهېږم
بيا هم خور دانه وانه يم ولې زۀ

دښمني چې راسره ئې ازلي ده
مړ د هغه په دوستانۀ يم ولې زۀ

زغلول پرون ظلمات کښې مې اسونه
نن بې وسه افسانه يم ولې زۀ

ډېر تارخه تارخه غمونه مې په زړۀ دي
يؤ خواږۀ شان ترانه يم ولې زۀ

چې موندلي مې ترې هيڅ نۀ دي اقباله
پروت په هٰغه اَستانه يم ولې زۀ
يار زما پرې پوه نۀ شو چې مې څۀ غوښتۀ
ما ئې پہ مينه کښې د حد نه تېرواتۀ غوښتۀ

مينه ستا هم عاميانه وۀ تۀ هم عام وې
ما په مينه کښې څۀ خاص خبره کړۀ غوښتۀ

پـــرېشانه مـــې خپـــل جـــمع خـــاطر کـــړو
په سينه مې چې زلفان خوارۀ وارۀ غوښتۀ

در کوؤ مې درله ځائې د ذړۀ په کور کښي
تا په سترګو کښې د خلقو اوسېدۀ غوښتۀ

اوښکې راغلې په بڼو مې شوې حيصارې
پښتنو دغه همره کله غوزېدۀ غوښتۀ

اوس دې زړۀ نۀ غواړي ځکه نۀ راځې تۀ
توره شپه کښې به راتللې چې دې زړۀ غوښتۀ

هغــــه عمـــر د اقـــبال نـــه دے غــــمازه
بس د يار مخ تۀ ئې لږ غوندې کاتۀ غوښتۀ
په وار تيري فصل وشي باران څۀ
اوس په مرګ کۀ زما راشي جانان څۀ

چې راوالوځــــي بادونـــه دصـــر صـــر
کۀ څوک وکري په باغ کښې ګلان څۀ

د عشق غم مې زړۀ ژوندي وجود کښې مړ کۀ
په مړ زړۀ کښې راټوکېږي ارمان څۀ

مرګه سترګه مې له تانه کله سوزي
د عـــــمري رنــــځور وتــــنه پــــه ځــان څۀ

چــې خواهــــش د ډوبــــېدو د ســـړي خـــپل شــــي
راتــــه ښــــائـــي دا زورونه طـــــوفان څــــــۀ

پـــه تــنکۍ مــــينه جــــدا يـې کړم له ياره
نور ظلمونه بــه پــه مــا کــړه اســـمان څـــۀ

ما اقبال لــره کشـــــش چـــې پکښـــــې نــــشته
کـــۀ هـــر څـــو نـــه هـــم ښـــائســـته شـــي جـــهان څـــۀ
حسن عشق پيدا کۀ بيا ئ ځان باندي مئن کۀ
غم ئ پري انبار کۀ په دړدونو ئ ډړمن کۀ

وې ښوده جلوه ورته نقاب د لاندې پټه
وې سيزه په اور باندې بيرون ئ لۀ وطن کۀ

قيس نه ئ مجنون کۀ د صحراشګې ئ چاڼ کړې
ملوک ئ کۀ بهرام ئ کۀ ورسر ئ په ختن کۀ

بلبل ته نظاره ئ په ګلونو کښې ښکاره کړه
سوخته ئ په ځيګر کۀ نغمه ګر ئ دچمن کۀ

راز ئ ورته اوښودۀ خو ټول ئ روښان نۀ کۀ
لار د شرعې ګوري درويزه ئ د محزن کۀ

اسباب ئ پيدا کړي ورله ټول وۀ له ازله
عشق غريب مجبوره خامخا ئ پرې تورن کۀ

تير به يو ساعت هم بې لۀ ياره پکښي نۀ کړم
هرڅومره ښايسته کۀ ئ فردوس يا ئ عدن کۀ

اوس خو پس و پيش مۀ کوه زر راشه جانانه
اوس خو غاسلانو مې خاکي وجود کفن کۀ

ګنج ومه اقباله پټ او پټ به شمه پاتې
څوک هم خبر نۀ شو چې ئ غر زما مسکن کۀ
ما په زړۀ کښې محــبوبې له قلا ساز کۀ
رسد ګران مې د رقيب اؤ د غماز کۀ

مظلو متيا مې هيڅ د سوې پکار نۀ شوه
اوس مې خوي عشق کښې د باز او د شهباز کۀ

کج نهاد بانــۀ ئ ځکــه ســم ويشته کا
مــا د خـپل د زړۀ په موخه تير انداز کۀ

ټـول نازونه ئ زمـا په زمکه خخ کـړۀ
چـې مـې ټول عـمر د چا په سر به ناز کۀ

څۀ فريا د اؤ څۀ ګيله بـه لـۀ چا و کـړم
چـې پيدا دې هـر ستم لره جواز کــۀ

خاورو لاندې شوې هغه بشرې اقـباله
چې به ئ مـا وته په جي قربان اواز کۀ
حسن لاس کښې مې سر کړے رباب راکۀ
ورســره ئ هــــم د مـينـې کـتـاب راکۀ

لــۀ ازلـه يـار جـد ا کـړمـه لـۀ ځـانـه
ډړد يـدلـے ئ څـۀ داسـې عـذاب راکۀ

عـمر تـير شو پوه نـه شوم په تعبير څه
ژوند ئ ما لره پـه مثل د خـواب راکۀ

پـه محفل کښي ئ مقـصوده آراي وه
جام ئ مـالـه د مستۍ و شـراب راکۀ

لا راغـلـے هـډو نـۀ وۀ چـي بيـا تـير شو
مختصر غوندې يې وخت د شبـاب راکۀ

پـه صحرا کښي پسې ګرځم سوے لوے
پـه قـدم قـدم يې داسې سراب راکۀ

د هـر چـا زړۀ داسـي هـر ګل سره انخلي
کـۀ يوازې يې زړۀ ماله خراب راکۀ

يو يې شـرط د پـاس کـيښود اقبـاله
بـل د پـوهي نـه بـهر يـې نصاب راکۀ
بــغېر لـه تـا مـې تېـرَول زده کـړۀ
دغه مـاشـوم مې غـولـَول زده کـړۀ

ګل ته مې پـاتې محتـاجي نۀ شوه څـۀ
زخـم د زړۀ مـې خـنـداول زده کړۀ

د چـا اعتـرض نـه پـابنـدي د دنيا
تاچې په خوب کښې مې راتلل زده کړۀ

پـه ډاډه زړۀ کـرمـه لـلـمـه د زړۀ
شـبـې لـه ستـرګو مـې کـؤل زده کړۀ

خلقو ته ما ښـايې پـه ګـوتـه بـانـدې
ښه ده چې تا مې پېژندل زده کړۀ

شوخي اقباله په ځوانۍ کښې ښې شي
غزل دې دا څنـګـه وائـيـل زده کړۀ
سـتـا د مينې قـابـل نـۀ يـم دا منم زۀ
ولې څۀ اوکـړم چـې بـې لـه تـانـه مـرم زۀ

ته سحر يې په مثال د ما سپخين يـم
تۀ را خېژې د زوال طرف ته ځم زۀ

ستا د زلفو لا خورون تا م شوے نۀ وۀ
لـه قـطـاره د زلـمـيو اووتــم زۀ

کۀ ځائے نۀ مومم ګيله مې له چا نشتے
د پردي سېل کښې پخپله والاتم زۀ

کۀ مثبت ځواب لۀ تا مې موندے نۀ وے
دا په طمع بـه دې ولـې ګـرځـېـدم زۀ

هغه زوړ انداز د مينې دې اوس نشتے
په تشويش کښې ښکلي ياره ځکه يم زۀ

هيڅ صورت د ستنېدو نيشتے اقبــاله
د عشق سيند کښې دومره وړاندې تېروتم زۀ
لۀ تانه ورستو مې څوک يار نۀ کــۀ
وخت راله ډک د زړۀ پرهار نۀ کۀ

عمر مې لا ړ نظر د سترګو کم شو
ما چـرتـه کـم ستـا انتظار نۀ کۀ

خـزان کــښې او ټُوکېدم ورېژدم
پېرزو دې ما باندې بهـار نـۀ کـۀ

کلـه رقـيب کلـه غـماز سره ناست
کـور دې د زړۀ راتـه اوزګـار نـۀ کـۀ

دغه همره وژاړي ماشوم مـې د زړۀ
چې هټکې ونيسي قلار دې نـۀ کـۀ

اقبال ټول ژونـد دربـانـدې وشيندۀ خـو
خپـلو مئينو کښې دې شمار نۀ کۀ
ستا پـه خيـال بانـدې ودان دے زمـا زړۀ
هـسـې خـوشـې بيابان دے زمـا زړۀ

پـه ستـم د زمـانې ريښې ريښې شو
د مجنون څېرې ګرېوان دے زما زړۀ

ولې قدر به د ښـکلي جانان نۀ کړم
چې په ما باندې ډېـر ګران دے زما زړۀ

چې زخمي د چـا د لاسه لېونے دے
په هغه باندې قـربان دے زما زړۀ

چې بلا ته د عشق تن ږدي پهلوان دے
يـا لـه حـده دېـر نـادان دے زما زړۀ

زۀ اقبال د خپل د زړۀ لاسه خوار يــم
ښه خبر ترې په ښه شان دے زما زړۀ
کلک د زړۀ په کور مې غل شۀ اوځي نۀ
چې پردے وۀ زما خپل شۀ اوځي نۀ

زورګېرۍ باندې د غل پاتې حېران شوم
راته مخکښې نه بدل شۀ اوځي نه

د هوسي په شان مې زړۀ پہ منډه لاړو
د اشنا کوڅه کښې شل شۀ اوځي نه

دا زما د زړګي مات را مات کنډر
ورته ولې يو محل شو اوځي نه

د رېښمو په دود نرمې او نازکې
زلفې پښو کښې زما ول شۀ اوځي نه

د هجران سوکړې وهلے خوار و زار روح
په ورشو د درد غزل شۀ اوځي نه

چې يوې شيبې له سر په بالخت کېدم
دعوهٰ ګير مې د څنګل شۀ اوځي نه

پوهېدم چې لا په ښه بده اقباله
دا د عشق پېرے مې مل شۀ اوځي نه
ښکلي ډېر وو خو زما د معيار نۀ وۀ
هغه يار په شان له بل چرته يار نۀ وۀ

د دنـيـا بـې وفـائـي راتـه ښـکاره ده
د دنـيـا پـه ښـکلو هيڅ مې اعتبار نۀ وۀ

د سپـر لي بلبـل پـه شان له لا په شور شوم
بې لـه تا راتـه انګار وۀ ګلزار نـۀ وۀ

پـه ازل چې مې نوش کړي کوم شراب وو
ډېر مې وڅښل خو بيا هغه خمار نـۀ وۀ

تـاج مـحل مـې ورانـوي هر يو د مينې
مـا موندلے پکښې يـو هـم معمار نـۀ وۀ

يـو پـاړو مې زهـر ټول د صورت نۀ کړۀ
ستـا د زلفو ښامار داسې ښامار نـۀ وۀ

ما اقبال عقل وانـۀ خسـت لـه مـجنـونـه
ګـنـي مينه کښې پـه خوا هم قرار نۀ وۀ
کۀ په لاس باندې مي راشي هغه ګل څۀ
هوس پاتې زړۀ کښې نۀ شو د بلبل څۀ

چې مستي په زړۀ کښې نۀ وي د چا خپله
اثر کاندي په هغه باندې به مُل څۀ

چې د زړۀ چل مې را پريوتۀ په زمکه
ورکؤل دي بې فائدې ورله اوس تُل څۀ

پښتون زېلې دي پرېکړې مدام خپلې
ګني وس ورباندې رسي د مغل څۀ

لـــــمن مـــانه خــــلاصَوله جـــانان خــپله
هيڅ کردار نۀ منم منځ کښې د چغل څۀ

چې ذره يمه ادراک نۀ لرم خپل زۀ
ادراک څۀ رنګې لرلې شم د کل زۀ

رنګ زما د وينې دومره کچه نۀ وۀ
ډېر دې وونځۀ شو پاتې په منګل څۀ

لکه سرو زرو تارونه هغه زلفې
تۀ اقبال ته ستائې مښک ماران سنبل څۀ
داسې را والوتل بادونه سپېرۀ
چې د ګلونو شو مخونه سپېرۀ

شاړو مېرو نه څوک باغونه جوړکړي
څوک ګلدرې کاندي دشتونه سپېرۀ
تيلے د بل چا کور له مۀ ورکؤه
خپل به دې اوسېزځي اورونه سپېرۀ
بلۍ کوټې ښائسته لۀ تا سره وې
بغېر له تا ښکاري چمونه سپېرۀ
چې جوړېدله دا زمونږه مينه
چرته وو ډېر هغه وختونه سپېرۀ

نن يې اوربل اقباله جوړ نۀ کړو
لاس کښې مې مړاوې شو ګلونه سپېرۀ

څنګه به پرېوځي دېوالونه پاښۀ
څنګه به شي دا ديدنونه پاښۀ

جوړې زما د زړۀ کنډر يې خوښ شو
پکښې دېره شو ستا خيالونه پاښۀ

اثر په زرۀ مې د چا غږ نۀ کؤي
يار نه مې واؤرېدل سرونه پاښۀ

تا د رنجو کچه خالونه وهل
ماته په زرۀ جوړ شو داغونه پاښۀ

دا تۀ چې تلې د سپرلي ول ورځې وې
اوس خو راځه چې دي فصلونه پاښۀ

اقبال پښتون دے عشق کښې غم مۀ کؤه
د پښتنو وي تل کارونه پاښۀ
هډو مۀ کؤه پرواه زما د زړۀ
که شامل نه ده رضا دا ستا د زړه

زۀ سائل يم خو د مينې د احسان نۀ
په نظر کښې مې ساته مدعا د زړۀ

ولې سوزمه په خپل بل کړي اور کښې
ما اخستے دے ازار د چا د زړۀ

کۀ حاصل مې دغه وار مراد د زړۀ شي
وا به نۀ ورمه هيڅ کله بيا د زړۀ

غمه څۀ به دې حاصل شي نۀ پوهېږم
کۀ دې ورانه کړه زما دنيا د زړۀ

اقبال يو ځل وو کتلي ښکلي مخ ته
ور پغاړه يې شوه عمري ژړا د زړۀ
قسمته ستا کومه رضا ده نۀ پوهېږمه زۀ
دا محبت دے کۀ سزا ده نۀ پوهېږمه زۀ

تا په بدل زما د زړۀ ماله غمونه راکړل
دا د نېکۍ څنګه جزا ده نۀ پوهېږمه زۀ

چې ستا له غمه اوزګارېږمه ساه پوټه شمه
ښکاري د روح مې دا غذا ده نۀ پوهېږمه زۀ

وينځلي ټولې زمانې دي راپسې لاسونه
جوړې راغلې مې قضا ده نۀ پوهېږمه زۀ

اقباله حال مې د زړۀ داسې چرته شوے نۀ د ے
نن بې ترتيبه يې درزا ده نۀ پوهېږمه زۀ
تۀ راځې کۀ نۀ راځې خوښه دې خپله
انتظار به دې تر مرګ پورې کؤم زۀ

ټول مسمار شي چې تۀ رانۀ شې دلبره
کوم محل د اميدونو جوړه وم زۀ

تۀ راځې کۀ نۀ راځې خوښه دې خپله
انتظار به دې تر مرګ پورې کؤم زۀ

ټول مسمار شي چې تۀ رانۀ شې دلبره
کوم محل د اميدونو جوړه وم زۀ

د قدم نخښه دې هم نۀ معلوميږي
په طلب کښې به دې کوم طرف ته ځم زۀ

راښکاره کړه سترګې وخت د ځنکدن شو
هيڅ ارمان به بيا نۀ وي چرې مرم زۀ

زۀ اقبال يم سوزېدلے د عشق اور کښې
باقي خلق په اشعارو سوزه وم زۀ
څوک مې د مينې قابل بيا نۀ موندۀ
د ځان په شان مې پاګل بيا نۀ موندۀ

غرق چې د عشق په سمندر کښې شومه
بيا مې تر عمره ساحل بيا نۀ موندۀ

چـې راسـره غـاړه پـه دګ کـېـږدي
داسې مې عشق کښې جاهل بيانۀ موندۀ

بـغـېـر د ګــتــې جــواري د مــيــنــه
کۀ ما يوازې حاصل بيا نۀ موندۀ

اقـبـالـه قـتـل پـه رڼـا ورځـې شـوم
چا مې نښان د قاتل بيا نۀ موندۀ
لـږ رانـيـزدې شہ اشـنـا اور اخـلـمـه
ستا د سرو شونډو نه ټکور اخلمه

صبر مې ډېر دا ستا په خوله کړے دے
نن درنه خوله بېخي په زور اخلمه

شل دې د يو ګوتې په ځائے رانيسي
زۀ دې اشنا په هر پېغور اخلمه

لائق دا ستا د اوسېدلو نۀ دے
تاله سپوږمۍ د پاسه کور اخلمه

ستا په غمونو اقبال نۀ مړيږي
زاړۀ لا وي چې نوي نور اخلمه
غېر منقوطہ

واوره واوره و دلداره
راسره سمه کړه لاره

دا کرم د ے کرم ګوره
راسره د سم د واره

مرمه مرمه دل ارامه
دا د وروځو له دوماره

درومه درومه وکړه رم
دم دے کم وکړه کوکاره

که سحر دے که مسا
ارام کله دے له داره

دا کرم دے دا کرم دے
له سرداره له سرداره

دا اکرام دے له اکرمه
د سرکاره له سرکاره
په انتظا ر دے په غاښونو کښې ساه
راشه چې درکړم په لاسونو کښې ساه

ستا د هجران به ياره څۂ اووائيم
د سمندر لکه اورونو کښې ساه

دے پسرلے خو پسرلے څنګه دے
نيشته دے ولې په ګلونو کښې ساه

لکه د مړي څوک ژوندی وي که نه
اچؤل غواړي په ځانونو کښې ساه

کله به داسې راپېدا شي مطرب
چې واچؤي په مړو تارونو کښې ساه

باران شو بند په ګناهونو زمونږ
را به شي څنګه دريابونو کښې ساه

اقبالہ دا دے برکت د مینې
پرېوځي څنګه په لفظونو کښې ساه ؟
ما تر خپله وسه خپله وعده سر کړه
ته پخپله ګوره چا د لاسه ور کړه

ستا هر راز مې دے ساتلی پټ په زړه کښې
تا په ما باندې دنيا ټوله خبر کړه

هره بده چاره تا راسره اوکړه
بيا دې هم لته اشنا راباندې بر کړه

ټول ښه والي دې زما په سيند لاهو کړل
يو نرۍ غوندې نېکي دې راته غر کړه

فيصله زما اوستا په هغه خدای شوه
مخ تورن به محشر نه يم باور کړه

مشغولا مې يار سره خوږه خوږه وه
ملا چغه کړه چې پاسه پاسه زر کړه

اقبال وړ دی خو دا ستا پہ مخ کښې پړ دی
تقاضا د مينې ده چې مات سپر کړه
د درتلو نه شومه پاتې اوس خو راشه
لۀ هر چا په جهل زياتې اوس خو راشه

د راتلو په لار دې سترګې فرش زما دي
په هر چا باندې نياواتې اوس خو راشه

ارمانونه مې سلګۍ وهي په زړۀ کښې
ارزوګانې شوې ميراتې اوس خو راشه

انصاف اوکړه چا وعدې کړلې تر سره
چا بنګړو په شان کړې ماتې اوس خو راشه

اقبال خپله زندګي درنه قربان کړه
قدمونه په ما زباتې اوس خو راشه
وخت مې هم زړۀ کښې مينه کمه نۀ کړه
زياته مې ستا زړۀ کښې صنمه نۀ کړه

ستا له نظره چرته پرې نۀ ووځم
تا بهروسه زما محکمه نۀ کړه

هغه چې ستا کلي ته سمه رسي
ماته دې هغه لاره سمه نۀ کړه

هر وختې غم د بېلـتـانـۀ راســره
زما دې يو ګهړۍ بې غمه نۀ کړه

دا نـفـرتـونـه اقـبـالـه نـۀ خـتـمـيـږي
کډه دې څو له دغه چمه نۀ کړه
زۀ د دنيا نه چرته اوتختمه
شور و غوغا نه چرته اوتختمه

تېرۀ غاخونه اوګدۀ اوګدۀ نوکونه
د غم بلا نه چرته اوتختمه

د تنهائي احساس په ډک محفل کښې
له دې سزا نه چرته اوتختمه

په بې وسۍ باندې مې خاندي خلق
خوشې خندا نه چرته اوتختمه

اقباله مرګ پورې مې نۀ پرېږدي
د تـمـنـا نـه چـرتـه اوتـختمه
رښتېني يار سره کوَل غواړمه
دا زړۀ مې ډک شو تشَول غواړمه

په مذبذبه کښې به څو تېره شي
بس دے خبرې سپينول غواړمه

چې اراده زما د يار کومه ده
ځان په مطلب يې پويول غواړمه

څومره پالنه د وفا يې اوکړه
لږ شان لہ حال يې اخستل غواړمه

خوږ شي هغه غزل زما اقباله
درد چې د زړۀ ټکورول غواړمه
اوګوره ته ماته هسې رنګې ديوانه شته
په خيال د مئيو مست يمه څوک داسې مستانه شته

نۀ پاسم له دره ستا ساقي له تندې مرمه
اوښايه ته ماته کۀ څۀ بله مېخانه شته

څوک به اندازه زما د مينې څنګه اوکړه
کله په دنيا کښې داسې تول او پېمانه شته

نۀ مومي قرار مې ناقراره زړۀ څۀ اوکړم
نۀ دغسې در شته نۀ حرم نۀ استانه شته

خوار عاشق به ولې په سرو سترګو نۀ ژړيږي
نور اسباب يې څۀ کړې يو بې رحمه زمانه شته

ستا د مخ په خيال باندې مې ځان ستي ستي کړو
بله په دنيا کښې داسې کومه پروانه شته

پرېوتم اقبال د عشق ګړنګ نه شوم چورنګه
راشه په تپوس مې نن صبا خو بهانه شته
کلک د زړۀ په کور مې غل شۀ اوځي نه
چې پردے وۀ زما خپل شۀ اوځي نه

زورګېرۍ باندې د غل پاتې حېران شوم
راته مخکښې نه بدل شۀ اوځي نه

د هوسي په شان مې پہ زړۀ منډه لاړو
د اشنا کوڅه کښې شل شۀ اوځي نه

وا زما د زړګي مات را مات کنډرہ
ورته ولې يو محل شو اوځي نه

د رېښمو په دود نرمې او نازکې
زلفې پښو کښې زما ول شۀ اوځي نه

د هجران سوکړې وهلے خوار و زار
په ورشو د درد غزل شۀ اوځي نه

چې يوې شيبې له سر په بالخت کېښود
دعوهٰ ګير مې د څنګل شۀ اوځي نه

پوهېدم چې لا په ښه بده اقباله
دا د عشق پېرے مې مل شۀ اوځي نه
دا څنګه مينه وۀ چې روغ يم لېونے نۀ شومه
لکه پتنګ په سرو لمبو باندې لوګے نۀ شومه

حسن کښې ستا څۀ کمے نۀ وو زۀ پخپله ګرم يم
د لېلا مينه کښې مجنون نه مېړنے نۀ شومه

تا د شرابو ډک جامونه پياپې راکړلي
زۀ هغه رند وم چې لۀ ځانه خپل پردے نۀ شومه

دتنګوړي په شان له وچ شومه په سرۀ مېرا کښې
غاړه غړۍ ډک اباسين ته زۀ لنډے نۀ شومه

هغه رحمٰن چې ټوک ټوک پروت دے د باګرام په خاوره
د مچۍ سر نه ولوئيدم نرے نرے نۀ شومه

ديار دربارکښې ټيټې سترګې سر مې زړوندنيولے
چې د رقيب او د غماز نه بريالے نۀ شومه

د منتونو د سوالونو مې عادت نيشته دے
راسرہ ورانہ کۀ چې ستا د کار سړے نۀ شومه

اقباله صبر مې په کمه باندې کړے نۀ دے
ارمان په عشق کښې ولې زۀ د سر سړے نۀ شومه
يار د مينې دې را نۀ کۀ خدايه تانه مې ګيله ده
نور عالم مې واړه څۀ کۀ خدايه تانه مې ګيله ده

د مقصودګوهرپه لاس باندې مې رانغےارمان دے
سمندر دې خولۀ په خولۀ کۀ خدايه تانه مې ګيله ده

ګفت يې خوږ لکه شکرې تن يې پوس لکه رېښم وۀ
ماله پاره دې چاړۀ کۀ خدايه تانه مې ګيله ده

کۀ ځواني وه کۀ پيري وه محبت نه خالي نۀ شو
رادې څنګه غوندې زړۀ کۀ خدايه تانه مې ګيله ده

په ګيله بايد خفه شې په ماڼه بايد خفه شې
د یار زړۀ دې د واړۀ کۀ خدايه تانه مې ګيله ده

دانا بويه چې کم وائي ډېره اؤري په محفل کښې
اقبال ډېر دې په وايۀ کۀ خدايه تانه مې ګيله ده
د چانه سوال چاته منت اوکړمه
همت مې بائيلود چې همت اوکړمه

رضا به خدائے د محبت څنګه کړم
څنګه او څومره عبادت اوکړمه

دغه همره توان د انتظار نۀ لرم
چې انتظار تر قيامت اوکړمه

ماته دې چل د خدائے په جار اوښائي
لۀ دې نه ډېر چې محبت اوکړمه

اقباله مينه کښې حارص يمه زۀ
په لږه څنګه قناعت اوکړمه
زما بې رنګہ ژوند کښې رنګ پېدا کړہ
زۂ وران رباب شوم ماکښې ټنګ پېدا کړہ

راتہ را وګورہ پہ مستو سترګو
مالہ پیالہ چرتہ د بھنګ پېدا کړہ

کۂ نۂ مرم دغہ سرد مھری مې وژنی
نقطہ زما سرہ د جنګ پېدا کړہ

زړۂ مې ضدی ماشوم دے ضد اونیسی
وائی شابہ زر کا شوخ و شنګ پېدا کړہ

شمع دې ھلہ پہ محفل کښې ژاړی
پہ زړۂ کښې مینہ د پتنګ پېدا کړہ

خلق بہ مړ د یار ، اشنا سرہ شُو
پښتنې لږ پہ ځان کښې ننګ پېدا کړہ

وصال اسان نۂ دے پہ غرونو ، مېرو
د اباسین غوندې غورزنګ پېدا کړہ

زۂ اقبال سپک شومہ پہ خلقو کښې ډېر
ما سرہ یو ځائے شہ پارسنګ پېدا کړہ
لاس پښہ ووھہ حرکت خو وکړہ
ﷲ بہ خېر کړی لږ ھمت خو وکړہ

محبت نوم د قربانۍ بل دے
د زړۂ لہ صدقہ محبت خو وکړہ

مونځ او روژہ ھم بې لہ نیتہ نۂ شی
ھر څۂ بہ وشی مګر نیت خو وکړہ

ھر څۂ بہ داؤ دا ستا لۂ سرہ کړمہ
اشنا د سترګو اشارت خو وکړہ

اقبال پہ یو ډګر شاہ شوے نۂ دے
دومرہ اقرار د حقیقت خو وکړہ
څومرہ ښائستہ یې تاتہ څۂ پتہ دہ
مستہ نشہ یې تاتہ څۂ پتہ دہ

اوس مې د مینې ھغہ لوږہ نیشتے
خوږہ خوږہ یې تاتہ څۂ پتہ دہ

زۂ څۂ خبر وم تۂ بہ داسې اوځې
خو پسینہ یې تاتہ څۂ پتہ دہ

تہ د یارۍ لۂ تاؤہ څۂ خبر یې
تۂ لا وړہ یې تاتہ څۂ پتہ دہ

ستا ائینہ یمہ پہ ما کښې ګورہ
صفا ستھرہ یې تاتہ څۂ پتہ دہ

اقبال پتنګ زړۂ لہ بہ څنګ منعې کا
بلہ ډیوہ یې تاتہ څۂ پتہ دہ
څو تصویرونہ د ځوانۍ دی چې سمبال ساتمہ
اوس چې دې نۂ ګورمہ زړۂ کښې زوړ یو خیال ساتمہ

وخت مې ځوانۍ او ستا پہ حسن باندې لوبې وکړې
زاړہ وختونہ لا پہ سترګو کښې اټال ساتمہ

زړۂ ډېر نازک دے باریک ترڅکے د وېختۂ نۂ منی
زۂ د شیشی پہ شان لہ زړۂ خپل پہ پال ساتمہ

نۂ مې کتاب نۂ فلسفی نہ مې جواب وموندۂ
د مینې حد څۂ دے د عمر عمر سوال ساتمہ

دیدن کۂ ډېر وی او کۂ لږ وی مئین نۂ مړېږی
زۂ ارادہ باندې ھم زړۂ لہ خپل لېوال ساتمہ

شوخې خبرې پہ غزل کښې زما نۂ خوښېږی
ځکہ فضا د خپل غزل ملال ملال ساتمہ

چا ورتہ ووائیل چې وخت دې د خالونو نۂ دے
ھغې وائیل چې لېونے پرې زۂ اقبال ساتمہ
 راشہ جانانہ نا امیدہ شومہ
 پہ ما اسمانہ نا امیدہ شومہ

 کر مې شروع کړلو پہ اوچہ زمکہ
 د ھړ بارانہ نا امیدہ شومہ

 د نمر د پاسہ چا کچکول واړؤ
 زۂ د صبا نہ نا امیدہ شومہ

 کومہ اسرہ بہ د امید پاتې شی
 چرې لۂ تانہ نا امیدہ شومہ

 زما د لاس کرښې دی نۂ ورانېږی
 زۂ د دعا نہ نا امیدہ شومہ

 پہ کاڼی زړۂ یې څۂ اثر نۂ کوی
 خپلې ژړا نہ نا امیدہ شومہ

 اقبالہ زړۂ دې کړہ سندان جفا تہ
 د یار وفا نہ نا امیدہ شومہ
 ګلہ ټپہ شہ خاموشی ماتہ کړہ
 خوږہ نغمہ شہ خاموشی ماتہ کړہ

 سمہ خبرہ کۂ دې زړۂ نۂ غواړی
 ماتہ غصہ شہ خاموشی ماتہ کړہ

 تۂ بہ خبرو باندې نۂ مړېدې
 ھغہ زړہ شہ خاموشی ماتہ کړہ

 د ھړ غرمہ دہ پاڼہ ھم نۂ رپی
 د باد څپہ شہ خاموشی ماتہ کړہ

 مرور یارہ پہ خندا شہ راتہ
 غنچہ غنچہ شہ خاموشی ماتہ کړہ
 یو څو خبرې د جانان وکړہ
 رقیبہ دا پہ ما احسان وکړہ

 نن مې دا زړۂ د حد نہ ډېر خفہ دے
 لږ خو لحاظ مې د خفګان وکړہ

 زۂ چې څۂ غواړمہ فطرت نۂ دے ستا
 جبر پہ زړۂ وکړہ ګزران وکړہ

 ولې اړولے څټ د مانہ ګرځې
 زما طرف تہ لږ دھېان وکړہ

 ما د غمونو فصل ډېر ورېبۂ
 د خوشحالۍ مې لږ سامان وکړہ

 ھسې مې مۂ ګرموہ یارہ زما
 چرتہ زما خو امتحان وکړہ

 اقبالہ مینہ سھل کار نۂ دے
 بازی پہ سر وکړہ پہ ځان وکړہ
  ما وئیل چې مھروبانہ شہ لېلہٰ شہ
  ھغې وې لکہ مجنون سر پہ صحرا شہ

  ما وائیل چې شیرنۍ شہ وفادارہ
  ھغې وې فرھاد نہ عشق کښې سېوا شہ

  ما وائیل چې لکہ ھیر دې جامې رنګ کړہ
  ھغې وې سُوری غوږونہ کړہ رانجا شہ

ما وائیل سسی شہ پښہ ابلہ پہ صحرا کښې
ھغې وې پنُو د کېچ نہ واپس راشہ

ما وائیل چې درخانۍ شہ پښتنہ شہ
ھغې وې چې ادم خان شہ مړ پہ ماشہ

ما وائیل چې شېر بانو د شېرہ غونډ شہ
ھغې وې چې نر پہ شان لہ د اقا شہ

ما وائیل اقبالہ تېر یمہ لہ ټولو
ھغې وې پہ ما مئینہ راشہ راشہ
ستا زما منځ کښې د انا فاصلہ
تر سرہ کېږی نہ بلھا فاصلہ

انصاف پہ تا شو زۂ بہ څۂ وایمہ
دا پېدا کړ دہ وایہ چا فاصلہ

تۂ ھم پوھېږې څۂ نادان خو نۂ یې
غواړی تر منځہ مو دنیا فاصلہ

د ھېوادونو فاصلې کمې شی
کمېږی نہ د زړونو بیا فاصلہ

اقبال دې غواړی پنجګانہ لۂ خدایہ
لنډہ مې نۂ شوہ پہ دعا فاصلہ
تا چې اوموندۂ لۂ مانہ ځان لہ یار ښہ
اوس لۂ مانہ ورسرہ شہ وفادار ښہ

خوشحالېږہ چې دې عشق شو بامرادہ
انتخاب دې ورلہ کړے دے د لار ښہ

رقابت مې تا سرہ زړۂ کښې پېدا شو
چې لۂ ما دے ستا دلبر او ستا دلدار ښہ

د مجاز مینہ نیمګړې بادشاھی دہ
کار ھغہ ښہ چې انجام وی د کوم کار ښہ

چې ھر څومرہ خدمت ډېر وی صلہ ډېرہ
ښہ صاحب دې سړے ښہ شی خدمت ګار ښہ

سودا رنګ پہ رنګ ارزانہ ښکلې ښکلې
دے اخر لۂ پارہ دا دنیا بازار ښہ

دا غزل دے اقبال بدل لۂ نورو
زاویہ لږہ بدل کړہ او معیار ښہ
ما تر مرګہ پورې ھېر نۂ کړې دا تۂ
ما مرۍ سُورملہ تېر نۂ کړې دا تۂ

ما خپل نۂ کړې پہ ھیځ رنګ باندې یارہ
ما پردو باندې ھم شمېر نۂ کړې دا تۂ

تا پہ ھر حال کښې لتۍ راباندې بر کړہ
ما پہ ھیځ حال کښې ھم زېر نۂ کړې دا تۂ

ما ھمت درلہ درکړے څۂ څۂ شان دے
ما پہ ھیڅ حال کښې ھم شېر نۂ کړې دا تۂ

تا ھمېش لہ خطا کړے یم دا زۂ
ما یو ځلہ تېروبېر نۂ کړې دا تۂ

تۂ وې خوښ د مرخنړۍ د ګل پہ څېر
ما اقبال چرتہ نمېر نۂ کړې دا تۂ
خمارو سترګو مېرمنې پہ کتو دې نشہ کړمہ
چې پہ څښو بہ مې څۂ حال وی بې د څښو دې نشہ کړمہ

مستان ډېر دی پہ دنیا کښې خو زما پہ څیر بہ نۂ وی
تماشہ دې د دنیا کړم تماشو دې نشہ کړمہ

د پېالې نہ چې دې مخکښې داسې ښکلې بوسہ راکړہ
دا تارخۂ شراب دې واخلہ پہ خوږو دې نشہ کړمہ

دا سرور او دا خمار اھتمام د مېخانې ھم
ساقی ستا مھروبانی دہ د عمرو دې نشہ کړمہ

داسې راګ دې دے چېړلے داسې سر دے پېدا شوے
نغمہ ګرہ د ازلہ پہ نغمو دې نشہ کړمہ

چې ماشوم ؤ د اقبال سترګې پہ بام بہ تورېدلې
پہ مزہ مزہ جانانہ پہ رو رو دې نشہ کړمہ
تا چې ځما مینہ اشنا پرېښودہ
ما ھم مخ واړؤ ما دنیا پرېښودہ

ھیڅ مې حاصل نۂ شو لہ ډېرې ژړا
تور مې اوبۂ شو ما ژړا پرېښودہ

پہ دعاګانو مې یار بیا نہ موندۂ
چالہ یې غواړم ما دعا پرېښودہ

اوس بہ دخپل زړۂ پہ رضا باندې ځم
ما د دنیا خوشې رضا پرېښودہ

چې تعلق ورسرہ پاتې نہ شو
وفا جفا خبرہ ما پرېښود ہ

اقبال مرګ د ژوند یوہ معنیٰ دہ
چې د ژوندون مې تمنا پرېښودہ
زړۂ چې یو ځل مات شی پہ لباس باندې رغېږی نہ
زړۂ خو ائینہ دہ دوبارہ بیا قونشېریږی نہ

وګورہ ګرېوان خپل تا څہ او څہ ازمائېلی دی
ھرڅہ بہ مې ھېر شی بېرخی می ستا ھېریږی نہ

یارہ خبر لوڅہ تا بلھا خبرې زدہ کړلې
څنګہ اومنم چې ګناہ خپل راتہ ښکارېږی نہ

دا چې دا قبرونہ ویرانو او پہ مېروکښې دی
ډېرځما پہ شان دی چې منزل تہ خپل رسېږی نہ

چغې مې ھجران کښې تر اسمانہ رسېدلې دی
اقبال یو جانان دے چې پہ حال ځما خبرېږی نہ
بې لہ تانہ چې تېریږی څنګہ ژوند دے وجانانہ
اور پہ زړہ کښې مې بلېږی څنګہ ژوند دے وجانانہ

ستا بہ ھېرم کہ بہ یاد یم زہ دې ھر وخت یادومہ
زما اوښکې نہ ودرېری څنګہ ژوند دے وجانانہ

زہ ھغہ مریض د عشق یم چې مثال یې چرتہ نیشتہ
چې نہ مری او نہ رغېرې څنګہ ژوند دے وجانانہ

زہ د چانہ ګیلہ وکړم زہ بہ چاتہ فریاد وکړم
څوک پہ درد مې نہ پوھېری څنګہ ژوند دے وجانانہ

دا ځما څنګہ ګناہ دے چې قانون ورلہ جدا دے
سزا ورځ پہ ورځ زياتېږی څنګہ ژوند دے وجانانہ

ھیڅ امید نیشتہ اقبالہ مایوسی دہ مایوسی دہ
زړہ تیارو کښې مې ډوبیږی څنګہ ژوند دے وجانانہ
څنګہ دا ھمت جانانہ وکرمہ
وایہ ستا تپوس د چانہ وکړمہ

څہ شے دے چې ژبہ ځما ونیسی
ستا ګفت چې کوم پہ ګرانہ وکړمہ

واړوم راواړوم صحیح یې کړم
ستا مخکښې خبرہ ورانہ وکړمہ

ماتہ مې معلوم دے انجام د مینې ښہ
ځان لہ تسلی لہ ځانہ وکړم

زلفې پریشانہ ګرځوی پہ مخ
څہ علاج د زړہ پریشانہ وکړم
پاتې راڅخہ یو شاعری مې دہ
دغہ ھمرہ اشنا وخت ګذاری مې دہ

ځکہ ھر یو شعر راباندې خوږ لږی
دې کښې د عمرو عمرو یاری مې دہ

دا امید پہ تا چرتہ اثر وکړی
کړې پکښې ما منت زاری مې دہ

بې لہ تانہ یو ساعت قیامت پہ ما
ډېرہ بې وسی دہ لاچاری مې دہ

زہ بیانومہ شعر کښې درد د زړہ
نہ چې څہ ھنر استاکاری مې دہ

ستا لہ مړاو مړاو سترګو ځار شمہ
مرمہ داسې مړہ مړہ بیماری مې دہ

اوس خو کرم وکړہ پہ اقبال غریب
اوس خو درنہ ځمہ تیاری مې دہ
نہ جوړیږی لار ستا د دیدن یارہ
بند شو دا بازار ستا د دیدن یارہ

زہ بہ ومہ او تہ بہ وې سپرلے بہ ؤ
تېر شہ ھغہ وار ستا د دیدن یارہ

ما تہ کہ ستائیل چا شراب څہ مې کړل
نہ کوزېد خمار ستا د دیدن یارہ

ھر خواہ د خزان سپېرۂ بادونہ دی
څہ شو ھغہ بھار ستا د دیدن یارہ

سترګې مې ړندلې کړلې د ھجر شپې
څنګ بہ شی سحار ستا د دیدن یارہ

بیا بہ شې ودان څہ امید نیشتہ دے
وران شہ ھغہ ښار ستا د دیدن یارہ

کار کہ د اقبال د دنیا زیات شہ څہ
کار ؤ ھغہ کار ستا دید ن یارہ
زہ نہ پوھېږمہ چې څہ وکړمہ
جبر بہ څو پورې پہ زړہ وکړمہ

کہ بې صبری مې زیاتہ شوہ لہ حدہ
رضا د زړہ بہ خپل زۂ وکړمہ

منافقت مې زدہ کړے نہ دے
خبرہ زہ د بل پہ خولۂ وکړمہ

دومرہ مې ښہ نصیب راوړے نہ دے
چې پہ مړہ درتہ کاتۂ وکړمہ

د زړہ پہ زړہ کښې تېراوم اقبالہ
کېنم اسوېلی ساړۂ ساړۂ وکړمہ

ستا لہ کلیہ ځم اشنا کډہ پہ سر شوہ
ستا پہ تور باندې مې بیا کډہ پہ سر شوہ

ما لہ یارہ داسې طمع نہ لرلہ
ھلہ پوې شوم چې رښتیا کډہ پہ سر شوہ

پردے کټ د نیمې شپې وی دا متل دے
حېرت څۂ دے چې ځما کډہ پہ سر شوہ

زلزلې او لہ سېلابہ وېرہ څۂ دہ
زۂ دېرہ یم پہ بېدیا کډہ پہ سر شوہ

د کوچیانو لہ کړمو نہ خبر شوم
چې ځما سحر صبا کډہ پہ سر شوہ

یا ځما پہ نصیبہ کښی بہ وہ کمہ
یا دنیا نہ د وفا کډہ پہ سر شوہ

د کور قدر وی اقبالہ ھغہ چاتہ
چې بې وختہ د ھر چا کډہ پہ سر شوہ
سړہ سړہ اشنا د واؤرې شپہ دہ
درنہ درنہ اشنا د واؤرې شپہ دہ

ستا جدایې سرہ پہ جنګ یمہ زۂ
خولہ خولہ اشنا د واؤرې شپہ دہ دہ

تلے بہ وے خو پہ دې شپہ بہ نۂ تلې
سپېرہ سپېرہ اشنا د واؤرې شپہ دہ

ځما لہ قصدہ چرګ بانګ ھم نۂ وائی
اوګدہ اوګدہ اشنا د واؤرې شپہ دہ

اقبالہ څومرہ خوش قسمتہ دی چې
مزہ مزہ اشنا د واؤرې شپہ دہ
پہ ژوندون څۂ بھروسہ دہ اشنا راشہ
دا د واؤرې سړہ شپہ دہ اشنا راشہ

بیا بہ راشې خو دا شپہ بہ داسې نۂ وی
بل پہ زړۂ کښې مې لمبہ دہ اشنا راشہ

ماتہ خپل ګناہ تقصیرڅۂ معلوم نۂ دے
خو د اوښکو مې جرګہ دہ اشنا راشہ

ماتہ سر څۂ د خبرې راښکارہ کړہ
ستا پہ څۂ باندې ګیلہ دہ اشنا راشہ

اقبال ځان باندې منل دہ چې مئین دے
ستا کہ ھسې ھم غصہ دہ اشنا راشہ
ستا رنګونہ دې چې ستائیم خپلہ یارہ
د بلبل غوندې ګویا یم خپلہ یارہ

ستا پہ ھر رنګ کښې ھزار رنګونہ پټ دی
دومرہ کلہ زۂ بینا یم خپلہ یارہ

ائینې غوندې زما حېرانی نۂ ځی
حېران کړے دې ادا یم خپلہ یارہ

ستا پہ زړۂ باندې د رحم اوبۂ نۂ اؤړی
لہ عمرونو پہ ژړا یم خپلہ یارہ

د وصال صورت بہ څنګہ را پېدا شی
شب و روز پہ دې سودا یم خپلہ یارہ

دا زما دعا بہ څۂ رنګې قبلېږی
پنځۂ وختہ پہ دعا یم خپلہ یارہ

قرارے مې زړګے نہ مومی اقبالہ
د ادم غوندې سزا یم خپلہ یارہ
مُلا ما څښلی دی منکر نۂ یمہ
نعمت د خداے دے زۂ کافر نہ یمہ

پېالہ مې ډکہ کړہ توئېږی بہ نہ
څہ نابلدہ لہ ساغر نہ یمہ

ګناہ د څښلو بہ زما اوبخښی
زۂ ناامیدہ لہ غافر نہ یمہ

زاھدہ ښہ دہ ستا پہ شان لہ نہ یم
جدا باطن او پہ ظاھر نہ یمہ

اقبالہ وخت او پوھہ دواړہ غواړم
کومہ موضوع دہ چې وافر نہ یمہ
تورو تہ سپین مہ وایہ ھمت وکړہ
حنظل تہ ګبین مہ وایہ ھمت وکړہ

دا پہ ھر قدم چې راکوی نظام
دړد تہ تسکین مہ وایہ ھمت وکړہ

ھر سړی لہ ورکړہ خپل خپل مقام
باښې تہ شاھین مہ وایہ ھمت وکړہ

وازې دې کړہ سترګې پہ غور وګورہ
نقلی تہ نګین مہ وایہ ھمت وکړہ

طمع د عزت ساتہ عزت کوہ
پُوزی تہ قالین مہ وایہ ھمت کوہ

اقبالہ خوارۂ کړی چې ملایانو دی
ټولو تہ دین مہ وایہ ھمت وکړہ
ما پہ مجاز کښې حقیقت اولیدۂ
د یار می ھر ځاے کښې صورت اولیدۂ

کلہ نوا کښې د بلبل مې بلی
کلہ مې ګل کښې اشارت اولیدۂ

چرتہ دریاب دے چې موجونہ وھی
چرتہ صحرا کښې مې قدرت اولیدۂ

څوک مې محراب او پہ ممبر اولیدۂ
څوک مې مندر کښې پہ طاعت اولیدۂ

یو ځاے معشوق ناز و ادا ښائی
بل ځاے مې عاشق سوے صورت اولیدۂ

دا رنګا رنګ جلوې د یار دې زما
دا پہ کثرت کښې مې وحدت اولیدۂ

اقبالہ ھجر کۂ دوزخ دے بېخی
ډېر مې پہ دې کښې اذیت اولیدۂ
نور غمونہ د زغملو زور مې نیشتہ
ژوند د پارہ پاتې زړۂ کښې اور مې نیشتہ

لکہ ډول بہ غږېدۂ پہ زورہ زورہ
پہ سینہ کښې اوس دننہ شور مې نیشتہ

پردے خلق تر مطلبہ پورې خپل ؤ
بې غرضہ لکہ مور او خور مې نیشتہ

ھر سړے راوروی د نظر غشی
چا څخہ د خوږ زړګی ټکور مې نیشتہ

چھت پہ سر باندې زما دے پکښې اوسم
پہ دنیا باندې د مینې کور مې نیشتہ

اګرَور کہ مې د پلار نیکۂ جاګیر دے
ځاے کوڅہ کښې د اشنا د ګور مې نیشتہ

د یار ظلم زۂ اقبال داسې عاجز کړم
چې پہ ھیڅ باندې ھم ننګ پېغور مې نیشتہ
یو اخری ځل دې لیدل غواړمہ
عشق کښې یو حد تہ رسېدل غواړمہ

ھغہ انګار دې زړۂ کښې ھغسې دے ؟
لا پرې جانانہ تودېدل غواړمہ

چې د وفا پہ کوم مقام پاتې شوې
لہ دې احوالہ خبرېدل غواړمہ

د انتظار تاب مې پہ زړۂ کښې نیشتے
اوس دې لہ سرہ ځارېدل غواړمہ

بیا مې وحشت اقبالہ زور کړے دے
ګریوان لمن پورې شلؤل غواړمہ
اول چې ښہ مېدہ مېدہ شمہ غزل لیکمہ
ھسې نہ زۂ چې خامخا او پہ توکل لیکمہ

تورو وریځو کښې چې ښکاری او پټیږی سپوږمۍ
ولې بہ نہ ستا پہ جبین او اوربل لیکمہ

خمونہ نور ھم نمایان شی چې شانہ کړې زلفې
زما ھم نېت دے چې بہ زۂ ھم پہ ھر ول لیکمہ

تش تیندکونہ پہ ټول عمر کښې خوړلی دی ما
قیصہ بہ څۂ درتہ خپلہ د مزل لیکمہ

ما د جونګړې درد لیدلے دے پہ سترګو باندې
نزاکتونہ بہ زۂ څنګہ د محل لیکمہ

ھسې بہ نہ وی څۂ نہ څۂ خو بہ ضرور داسې وی
پہ دومرہ خلقو کښې جدا او چې بدل لیکمہ

د بې وسۍ اوښکې چې سترګو کښې د ځوان ووینم
دغہ نظام تہ بہ اقبالہ خود کنځل لیکمہ
مینہ ستا زما پہ زړہ کښې ھغہ شان وہ
چې زما ورستۍ سلګۍ ھم پہ جھان وہ

تر اخرہ دمہ کړې مې وفا دہ
ما ګڼلې دغہ برخہ د ایمان وہ

زما زړہ کښې ھمشہ بہ خیال دا ستا ؤ
خودغرضہ ستا پہ زړہ کښې بہ د ځان وہ

دا خو تہ وې چې پہ شاہ شوې د وعدې نہ
ټپ وھلې مې سینہ پہ ھر میدان وہ

مخ د ګټې مې لیدلے چرتہ نۂ دے
زندګی زما د څېرمې نہ تاوان وہ

تېر ایمان بہ کړم کہ وخت د ځنکدن کښې
چې نامہ زما پہ ژبہ د جانان وہ
ښہ شوہ چې دا ستا پښتو تر سرہ شوہ
خاورې زندګی کۂ مې دلبرہ شوہ

مینہ زما ستا وہ مثالی مینہ
درېغہ نظریانو لہ نظرہ شوہ

اوس پہ نصیبونو بہ دې وینمہ
لاړلہ خبرہ تر محشرہ شوہ

زما یې چی د پل پل بہ خبر ساتۂ
څنګہ مې د حالہ ناخبرہ شوہ

نہ غواړی زما سیورے پہ څنګ کښې ھم
ښکارہ یې دا د سترګو لہ اکرہ شوہ

څہ چې راسرہ کوی د یار خوښہ
لاندې شوہ زما د اشنا غورہ شوہ

مرستہ ورسرہ د چا اقبالہ دہ ؟
دغہ ھمرہ پہ زړۂ چې زړہ ورہ شوہ
یو ځلہ راپخولا شہ پہ پاښہ بیا مراور شہ
چې څومرہ مې ګناہ دے بس پہ دې باندې خبر شہ

د انصاف تلہ مې ستا پہ لاس درکړہ خوښہ ستا دہ
ما واورہ پہ رضا باندې د خپل د زړګی ور شہ

دائین نہ تپوس مہ کوہ چې تۂ څومرہ ښائستہ یې
اشنا زما زړګے شہ تۂ اشنا زما نظر شہ

پہ خپل غشې د خپل سنګر نہ یمہ لږېدلے
اوپرہ ځیګر مې مہ ګورہ طبیبہ لږ ژ ور شہ

ارمانہ ښہ پوھېږمہ چې تۂ پرې نہ پورہ کېږې
پہ زړہ کښې مې څہ ګورې ځہ د زړہ نہ مې بھر شہ

اقبال نہُ خفہ کېږی کۂ پښتو دې کچہ کېږی
د مرګ پہ ورځ زما ھم ځہ اشنا چرتہ در بر شہ
د حال مې تپوس مۂ کوہ ژوندے یمہ
اوس ھم ھغہ شان ستا لېونے یمہ

نوم دې اخستل پرېښودے نۂ شمہ
د سترګو د رقیب ځکہ ازغے یمہ

تۂ مې یادوې کہ نۂ خبر نہ یم
ستا سندرې وائیم بنجارے یمہ

د ھر سړي خپل وم چې ځوانی مې وہ
د ھیچا پکار نہ یمہ پردے یمہ

مات شو خو ټیټ نۂ شو د ھیچا پہ در
زۂ ھغہ خودسرہ مات تندے یمہ

کړې د ګلونو پېمانې مې دی
وختہ زۂ اقبال ھغہ سړے یمہ
اوس پہ نصیبونو بہ یار وینمہ
زۂ خپل نصیب خلقہ خوار وینمہ

ډېر مې ازار کړی پہ ځوانۍ کښې دی
ځان پسې د ښکلو ازار وینمہ

لږی چې دا تۂ رانہ بېزارہ شوې
ستا پہ مخ څۂ داسې اثار وینمہ

ستا زما بیلېږی پہ پښہ باندې
پہ مخہ باندې زۂ ھغہ لار وینمہ

ستا د تنګې خولې خندا مې یادہ شی
کلہ چې غوټۍ د انار وینمہ

څښل څۂ کړې لیدلی مې سم ھم نہ دی
ځان پہ کومو میو خمار وینمہ

روغ چرتہ اقبال شو معجزہ بہ وی
دا چې بیماری د بیمار وینمہ
مینہ مې د وخت لہ قېد وتلې دہ
څۂ اوشو ځوانی کۂ دې اوس تلې دہ

ګورم درتہ زۂ پہ ھغہ زوړ نظر
ستا څھرہ مې سترګو کښې ساتلې دہ

ځکہ مې د زړۂ فضا بدلہ دہ
بیا زما پہ خیال کښې څوک راغلې دہ

د زوړ ھندو پہ شان مې ګیان نور پوخ شۂ
ناستہ راتہ بت پہ شان لہ غلې دہ

دا تپوس دې څوک زما لہ زړۂ اوکړی
مالہ پارہ اوس ھم څومرہ ښکلې دہ

ماتہ رامعلوم دے خپل دلہ نصیب
څۂ دعا سبب مې ګرځېدلې دہ

انګ انګ چې اقبالہ دې خوشحالہ دے
تا جوړې پہ خوب کښې نن لیدلې دہ
دغہ ستا مینہ د زړۂ مې مشغولا دہ
کہ دا نہ وے زندګی خلا خلا دہ

زہ چې ګورمہ خپل زړۂ تورہ تیارۂ دہ
دغہ ستا ارمان پکښې لکہ ځلا دہ

بختور د چا پہ زړۂ کښې بہ ځاے مومی
نصییب شوې د ھر چا کلہ قلا دہ

ھیڅ خبر نہ دی د مینې د خوږو نہ
چا ګڼلې چې پہ ځان باندې بلا دہ

کاروبار د عاشقۍ کښې ښہ چابک یم
کاروبار تہ د دنیا مې ماتہ ملا دہ

کۂ دې ھلتہ نصیب نہ شی څہ بہ کېږی
حرام کړې دې پیالہ دلتہ مُلا دہ

ټولې عنتې دې پہ ما وائی څہ کېږی
قبول کړې مې اقبالہ برملا دہ
ستا ارمان د ژوندانۂ مې بھانہ دہ
زړۂ بائللې تېر پخوا مې حوصلہ دہ

بیا ھم زړۂ راباندې خُوږ د دنیا نۂ شو
کہ لہ دردہ مې ھر څو ډکہ قیصہ دہ

زړۂ مې نہ منی چې یار بہ بې وفا وې
ګنی ورځې پہ شان ھر چاتہ ښکارہ دہ

کاڼے زړۂ راباندې خُوږ د اشنا نۂ شو
ما د اوښکو کړې څو ځلہ جرګہ دہ

ورځ لا ښہ دہ پہ کتو راکتو اوځی
بدہ شپہ دہ چې دکال پہ شان اوګدہ دہ

نہ پہ ګوتو نہ پہ غاښو پرانستتے شې
مینہ ستا اقبالہ بل رنګې عقدہ دہ
ما د زړۂ لہ دردہ کړې شاعری دہ
روغہ خلقہ شوق مې نہ دے مجبوری دہ

حقیقت او مجاز دواړہ سرہ ګډ دی
دغہ تورہ عجیبہ دو دھاری دہ

داولس حالات پہ مخکښې مې پراتۂ دی
نصیبہ کښې د شروع نہ مې خواری دہ

قام زما دے بې شعورہ او بې علمہ
خوارۂ زړۂ کښې یې د جھل بیماری دہ

ھم مې ژبہ استحصالہ سرہ مخ دہ
پہ ولقہ کښې د اغیار سراسری دہ

بیا دې شرنګ لہ تورې اوباسہ پښتونہ
تېرۂ تورہ دې پہ تېک کښې زنګاری دہ

ما پہ عشق کښې دہ خوړلې داسې ماتې
راپغاړہ د ټول ژوند ناقراری دہ

یو غم نۂ دے چې بہ وخورمہ اقبالہ
د بلبل غوندې مې تل اہ و زاری دہ
د یو پل ھم پتہ نیشتے تیار اوسہ
مقیم نہ یې مسافر یې پہ لار اوسہ

چې خبر د حقیقت نہ د دنیا شې
پہ پیالہ دعشق دمئیو خمار اوسہ

د دنیا جبې نہ بیا راوتۂ ګران دی
د ھوسۍ غوندې جبې نہ کنار اوسہ

دروازہ باندې دستک څۂ وختې کېږی
پہ کالۂ کښې د ھر چانہ ځار ځار اوسہ

کہ تۂ غواړې چې دا ستا مدار دې اوشی
ھر وړکی د ھر لوے پہ مدار اوسہ

د اودو مېښې کټی راوړی متل دے
غافل مۂ شہ چوکنا او بېدار اوسہ

یار اقبالہ پہ اسانہ موندے نہ شی
پہ طلب کښې یې مدام نا قرار اوسہ
زړګیہ لېونہ تۂ پوھېږې ولې نہ
اشنا دې بې وفا دے تۂ صبرېږې ولې نہ

دا خلق داسې وائی پہ ژړا باندې غم کم شی
زړۂ تا باندې څہ اوشو تۂ ژړېږې ولې نہ

مودې اوشوې د عشق زخم خوړلے مې پہ زړۂ دے
حېران یم چې د عشق زخمہ زړېږې ولې نہ

د وخت نہ یم پہ طمع چې زما یار بہ ھوښیار شی ‘
زما یارہ ماشومہ تۂ لوئېږې ولې نہ

د مینې دښمنانو کښې دې ګرانہ ګذارہ دہ
اقبالہ پہ ځنګل چرتہ اوسېږې ولې نہ
ستا پہ دروغو باندې تېروتمہ
مینہ کښې حد نہ وړاندې تېروتمہ

پہ یو نظر کښې ھر څۂ ھر څۂ اوشو
اوس چې ھرڅۂ ھم کاندې تېروتمہ

څوک دے پہ ژوند کښې بہ تېروتے نۂ وی
را پورې څلہ خاندې تېروتمہ

شړق دې د زلفو چې پہ مخ دې راکړو
د ھما سیوری لاندې تېروتمہ

سر د اقبال پہ سینہ کېږدہ لږ
د زړۂ مې واورہ ساندې تېروتمہ
دومرہ زاړہ یاری پہ درنګ ماتہ شوہ
پہ معمولی غوندې یو جنګ ماتہ شوہ

خېر بہ ترې څہ اوځی کہ اووځی اوس
څُوکہ مې زړۂ کښې د خدنګ ماتہ شوہ

ما وئیل یار لہ بہ اختر لہ لېږم
خو ھغہ څانګہ د اترنګ ماتہ شوہ

خلقو بہ وې او ما بہ نہ منلہ
کټوۍ پہ سر مې رنګ پہ رنګ ماتہ شوہ

چې مې پہ غېږہ کښې خولہ کړہ لږہ
ټولہ لوی نن د لونګ ماتہ شوہ

اقبالہ پاتې حق حېران شوم ورتہ
چې ھغہ لختہ پہ پالنګ ماتہ شوہ
ښہ شوہ چې لہ یار لہ یارۍ خلاص شومہ
ھر وخت د منت لہ زارۍ خلاص شومہ

ښہ وشوہ چې مړ شوم مرګ یو ورځې وۂ
زۂ پرې لہ موذی بیمارۍ خلاص شومہ

مینہ دې څوک نہ کړی کہ زما اؤری
بیا مې شہ توبہ لہ خوارۍ خلاص شومہ

ژبہ یې پستہ پہ ھر طرف اؤړی
د مکر نہ د ښار دښارۍ خلاص شومہ

ډینګ ورتہ مرغوب چې شو لہ زاڼو نہ
څہ کہ زۂ لہ داسې بارۍ خلاص شومہ

ګټہ پکښې نہ وہ ټول عمری بېلات
زہ اقبال لہ ھغہ جوارۍ خلاص شومہ
کہ ژوند مې لږ غوندې وفا اوکړہ
ارادہ زړۂ کښې لویہ ما اوکړہ

د یار یارۍ لہ ژوندہ اوویستمہ
تېختہ د ژوند پہ لور مې بیا اوکړہ

رضا مې نہ کړو ھغہ پېدا مرور
ما یې کہ ټول عمر رضا اوکړہ

دومرہ خواری مې ورتہ نہ شی لیدے
دخپلہ حدہ مې سېوا اوکړہ

پښتنې مور بہ زېږولے نہ یم
اوس کہ مې ستا پہ در ژړا اوکړہ

د مرګ پہ سُوک دې خولہ زما ماتہ شی
کہ خپل ځان تہ مې دعا اوکړہ

د بغاوت اثار لیدے شی اقبالہ
دې زړۂ مې څنګہ تمنا اوکړہ
د رباب سینہ چې تشہ پہ سولو شوہ
پہ محفل څپہ خورہ د اسوېلو شوہ

د زخمی د خولې نہ خېژی فریادونہ
خولہ د روغو خلقو بېرتہ پہ نغمو شوہ

د شډل بورا نصیب نازک ګلونہ
خاتمہ د خوار پتنګ پہ سرو لمبو شوہ

ستا د زلفو یاد چکونہ لګوی نور
ستا وعدہ چې لاړہ نورہ پہ اوګدو شوہ

ھیڅ اثر زما د اوښکو پہ تا نہ شی
پاتې ستا او زما روغہ لہ جرګو شوہ

پاخې ګټې پہ زړۂ کېږدہ اقبالہ
چې خبرہ د پښتو د پښتنو شوہ
زما ویرہ د موسم د بدلېدو دہ
ستا بانہ باندې بانہ د نہ راتلو دہ

وخت د چا انتظار نہ کا پہ رفتار دے
چې پرون جینۍ کوکو وہ نن ماشو دہ

سرۂ لالہ اوغانټول ګل شو پہ پټو کښې
زمکہ ناوې شوہ غازہ یې پہ بارخو دہ

د اونار اوبۂ رڼې لکہ ښیښہ شوې
جرندې ګرځی تماشہ د اوړېدو دہ

پاتې ښہ شو تېرہ چا پہ بې غمۍ کړہ
زندګی نوم د دوہ ورځو د دوہ شپو دہ

د مچۍ څوکې تہ خېژو سېل لہ پارہ
نظارہ یې ګېر چاپیرہ د کتو دہ

بیا کہ راغلې اشنا داسې خوند بہ نہ وی
پسرلے دےفضا ډکہ لہ وږمو دہ

تہ پہ یو څوکہ ټپہ شہ زہ پہ بلہ
موسیقی خوږہ خوږہ دشرشرو دہ

ما اقبال نصیب راوړے دپتنګ دے
راسرہ قیصہ تړلې دہ لمبو دہ
مینہ زما زړۂ کښې دې کمہ مہ شہ
زړۂ مې لہ ستا غمہ بې غمہ مہ شہ

نوم دې زما پہ خولہ اوراد دے زما
ژبہ پہ بل ټکی مې سمہ مہ شہ

شب و روز ستا غم کښې دې زہ ژاړمہ
کور می خالی لہ دی ماتمہ مہ شہ

ھرہ نادودہ کوہ تۂ راسرہ
طبع نازکہ دې برھمہ مہ شہ

کہ ستا تصویر مې زړۂ کښې کفر ګڼی
دا بت بھر لہ دې حرمہ مہ شہ

ډېر خطاکار ډېر ګناہ ګار دے اقبال
خدایہ محروم ستا لہ کرمہ مہ شہ
چې ستا د زلفو پہ ول کېوتمہ
پوھہ شوم زہ پہ اجل کېوتمہ

بې ستا لہ سترګو بل څۂ نۂ وینمہ
کلہ چی زۂ پہ غزل کېوتمہ

نہ راتہ لور نہ راتہ لار معلومہ
د عشق پہ څنګہ مزل کېوتمہ

ذرې ذرې وړۂ وړۂ یې کړمہ
چې د اسمان پہ ځیګ پل کېوتمہ

اقبالہ تېختہ مې ھیڅ نۂ دہ ممکن
د بېلتانۂ پہ مقتل کېوتمہ
کہ زاړہ شوہ لا شوخی پہ ھغہ شان دہ
د خوبہ مې لا خوبی پہ ھغہ شان دہ

کہ د زرو تر منځ ناستہ وی محفل کښی
پہ نصیب کښې یې میری پہ ھغہ شان دہ

زمانې یې لا ھیڅ فر وھلے نۂ دے
د نتکۍ یې زنځیری پہ ھغہ شان دہ

سرې پښې لاسونہ ګرځی لکہ زرکہ
پہ قہقہ کښې نغمګی پہ ھغہ شان دہ

ستا د شعر نہ اقبالہ معلومېږی
ستا لمبہ لا د زړګي پہ ھغہ شان دہ
بیا بیامې وژنې ما یو ځلہ مړ کہ
د خپلہ لاسہ مې پخپلہ مړ کہ

چې پہ انجام د عاشقۍ خبر شی
ما لویہ لار کښې بې مقتلہ مړکہ

الزام د قتل چې پہ تا رانہ شی
ما پہ غمزہ باندې قاتلہ مړ کہ

زما پہ مرګ چې تاتہ خېر در رسی
ما څو څو ځلہ بې اجلہ مړ کہ

داسې دې مړکړم بې وفا دلبرہ
لکہ مھے څوک بې لہ جلہ مړ کہ

ھغہ اشنا دے اقبالہ نوی شرنګ کښې
ھغہ ارمان زړۂ کښې پاګلہ مړکہ
زما او ستا چې واسطہ ختمہ شوہ
د ارمان ټولہ سلسلہ ختمہ شوہ

اوس د ژوند څہ لہ تمنا وکړمہ
ماتہ معلومہ دہ قیصہ ختمہ شوہ

لاسونہ پښې د سرہ نۂ وھمہ
ډوب دې شم نورہ حوصلہ ختمہ شوہ

پرېشانہ نورخلق زمونږ سرہ وۂ
ښہ شوہ زمونږہ تنازعہ ختمہ شوہ

اقبالہ مینہ تماشہ وہ زما
ختم چې زۂ شوم تماشہ ختمہ شوہ
دخپلہ حدہ مې سېوا کړې دہ
تا سرہ دومرہ مینہ ما کړې دہ

تانہ ګیلہ مې چرتہ کړې نہ دہ
تا ظلم کړے ما ژړا کړې دہ

چې تاتہ نۂ ښکاری زہ څہ وکړمہ
ما پہ ھر حال کښې ستا رضا کړې دہ

جانانہ تۂ خو داسې مخکښې نہ وې
تا باندې دا چا څۂ بلا کړې دہ

تا کہ خېرې کړې دی ښہ کړې دی
د زړۂ لہ کومی مې دعا کړې دہ

زما حساب کښې دې خداے تا نۂ نیسی
چې تا رواکہ ناروا کړې دہ

ھغہ کلام بہ ولې نۂ وې رنګین
چا د ښائستہ جانان ثناءکړې دہ

اقبالہ یار لہ زړۂ ویستلے نہ شم
چارہ پہ ما باندې دنیا کړې دہ
ځان لہ مې بیا کہ ھغہ اور تازہ
قدم مې واخست ستا پہ لور تازہ

خلق ھغہ زړې خبرې ګڼی
کہ ستا زما ھم کېږی شور تازہ

ځان مې ټینګ کړے پہ خوارو باندې دے
را باندې اونہ زغمې زور تازہ

زړې شوې ما څخہ زړې نخښې دې
مالہ بہ اوباسې انځور تازہ

ما یې پرواہ چرتہ ساتلې نہ دہ
راباندې او دې لږی تور تازہ

مالہ مې یادہ باغیچہ شی خپلہ
ګلونہ وینم چې سمسور تازہ

زور بېټکونہ شو پہ ھر کلی کښې
حجرہ کښې غواړی تنګ ټکور تازہ

اقبالہ سر چې مې پرې کېږی څومرہ
لکہ د شمعې شمہ نور تازہ
دومرہ مینہ اول زړۂ کښې راپېدا کړہ
د غزل سیالی ھغې نہ پس زما کړہ

د پتنګ غوندې ځان او سېزہ پہ اور کښې
چې لہ سوزہ درپسې شمع ژړا کړہ

ھغہ اہ کښې چې درد نہ وی اثر نہ وی
درد لہ پارہ ځان د غم سرہ اشنا کړہ

زما ستنې د زړګی ورتہ کږی شې
چې شانہ اوربل پہ یو طرف شھا کړہ

زہ عاشق یمہ زما سرہ دا ښائی
چې وفا کړمہ تہ ما سرہ جفا کړہ

د اشنا د راتلو غږ نیشتے اقبالہ
پہ سینہ کښې زړۂ زما ولې درزا کړہ
تا چې سر کېښودۂ زما پہ سینہ
لکہ ګل کېدی څوک د چا پہ سینہ

ښکلی بہ ډیر وی زہ انکار نہ کوم
بل داسې نیشتے د دنیا پہ سینہ

تور د رنجو خال دې پہ سور اننګی
لکہ تور خال وی د لالہ پہ سینہ

زھر د عشق خوارۂ پہ رګ رګ مې شو
تور ښاماران پراتۂ دی ستا پہ سینہ

د رغېدو مې څہ امکان نیشتہ دے
ګوذار خوړل دے ما رسا پہ سینہ

دومرہ نصیب اقبال راوړے نہ دے
اومومی ځاے بہ دلېلہٰ پہ سینہ
دومرہ اوږد انتظار دې ولې را کہ
چې اخر دې اکتفا اشنا پہ نا کہ

ماتېدۂ داعتبار ھم لوےعذاب دے
داصورت دې اخر ولې را پېدا کہ

داسې کوم بدکړي ما لہ تا سرہ وو
د ھغہ بدو بدل دې داسې را کہ

تا زما خلوص تہ ھیڅ نہ دی کتلی
پہ دریاب دې ټول خلوص لاھو زما کہ

زړۂ مې مات ذرې ذرې پہ ھغہ وخت شو
چې دسوال کچکول مې مات پہ در کښې تا کہ

اقبال زړۂ نہ مینہ کړې تا سرہ وہ
تا دمینې پہ عوض اقبال رسوا کہ
چې د اشنا د زړۂ نہ پرېوتمہ
ټولې دنیا د زړۂ نہ پرېوتمہ

زما تر اوسہ لا یقین نہ راځی
چې یې رښتیا د زړۂ نہ پرېوتمہ

ښہ شوہ پہ ځان باندې خپل خبر شوم
چې بې وفا د زړۂ نہ پرېوتمہ

ماتہ زما ګناہ پہ ګوتہ کړہ څہ
کہ خامخا د زړۂ نہ پرېوتمہ

ستاسو د کلی پہ لور څلہ درشم
چې د ھر چا د زړۂ نہ پرېوتمہ

کہ نن پریوځمہ ځوانی دہ زما
غم دے صبا د زړۂ نہ پرېوتمہ

اقبالہ خیال کښې یې راځمہ چرتہ
کہ یې صفا د زړۂ نہ پریوتمہ
راجمع نہ شو پریشان خیالونہ
ستا پہ طلب کښې مې مارغان خیالونہ

زھر مې ښکاری د نوکونو لاڼدې
ھر وخت مې خوری زلفې ماران خیالونہ

فېصلہ سمہ مې د ژوند او نۂ کړہ
تراوسہ دی مې اویزان خیالونہ

د زړۂ صحرا تندہ مې کمہ نۂ شوہ
ورېږی نہ باران باران خیالونہ

د غزل خپلې تقاضې دی اقبالہ
خواږۂ پاستۂ د زړۂ درمان خیالونہ
زخم د زړۂ بہ مې جوړېږی پہ دمہ دمہ
اشنا زمانہ بہ ھېرېږی پہ دمہ دمہ

ھغہ باران زمکې او فصل لہ فائدہ ورکوی
ښہ پہ قرارہ اوورېږی پہ دمہ دمہ

د ھغې ونې عمر کم وی چې لوئیږې زر زر
عمر یې زیات وی چې لوئیږی پہ دمہ دمہ

چې پہ تېز اور باندې پخہ شی شی خزموزہ ډوډۍ
ښکلې ښائستہ وی چې پخېږې پہ دمہ دمہ

پہ ھیڅ یو کار کښې تادی مہ کوہ اقبالہ واؤرہ
لوے لوے کارونہ مدام کېږی پہ دمہ دمہ
زما پہ ژوند کښې پہ چمن بہ بھار راشی کہ نہ
مړاوې غوټۍ مړاوې ګلان بہ پہ خندا شی کہ نہ

زمونږ رھبر د خپل ځان لہ پارہ لار لټوی
د قافلې غم بہ دچا سرہ پېدا شی کہ نہ

ھر نوے کال ځان سرہ نوی امېدونہ راوړی
دا امېدونہ بہ زمونږ چرتہ رښتیا شې کہ نہ

پہ تورہ شپہ کښې د مودې نہ پښې لاسونہ وھم
دا تورہ شپہ بہ مونږ ھم چرتہ صباشې کہ نہ

اقبالہ ولې پہ نغمہ کښې مې اثر نیشتہ دے
دا بې نوا خلق زما بہ ھم نوا شی کہ نہ
ھنګامہ ستا د حسن کمہ مۂ شہ
زړۂ مې لہ ستا غمہ بې غمہ مۂ شہ

خاص عنایت دے د غمونو پہ ما
زړۂ مې بھر لہ دې کرمہ مۂ شہ

پہ شبنم لا زیات شی ښائست د ګلو
وچې مې سترګې لۂ دې نمہ مۂ شہ

تصویر دې ستا زما پہ زړۂ کښې اوسی
دا بت بھر لہ دې حرمہ مۂ شہ

زمونږہ کلے پرې ښائسہ ښکارېږی
چرتہ کښې لاړہ لہ دې چمہ مۂ شہ

اقبالہ ناز یې قلم وړلے نۂ شې
یار دې ښائستہ ھم بې قلمہ مۂ شہ
تۂ چې خبرېږې زۂ بہ مړیم چرتہ
پہ خړو خاؤرو کښې بہ خړ یم چرتہ

رښتېنی ماسرہ اشنا مہ کوہ
زہ چې ځان پړ ګڼم کہ وړ یم چرتہ

رنګے پہ شان لہ د بکیاڼې نۂ یم
کېنہ پہ سیوری مې کہ بړ یم چرتہ

ھر یو ھډوکے مې چورہ چورہ دے
پرېوتے عشق لہ داسې چړ یم چرتہ

چې ګوتہ نیسی اقبالہ ماتہ نیسی
پہ تھمت دا رنګې ککړ یم چرتہ
پہ محبت کښې د ھرچانہ لوے ناکامہ یمہ
خو بې پرواہ لہ خپلہ ځانہ لہ انجامہ یمہ

چې څوک تپوس کړی دې کوڅہ کښې یو عاشق اوسېدۂ
خلق پہ ګوتہ ښائی ما ھغہ بدنامہ یمہ

چې پہ کپړو باندې مې توے کړۂ لاس مې ورپېدۂ
مۂ غصہ کېږہ ساقی زۂ ناشنا لہ جامہ یمہ

زما د شوق اندازہ ډېرہ لہ دې ښہ کېدے شی
د مېخانې پہ ور کښې ناست سم لہ ماښامہ یمہ

د مېخانې رونق زیاتېږی شپہ پخېږی اقبالہ
پہ انتظار لا ھغہ شان زۂ بې مرامہ یمہ
فسانہ زمونږ د مینې عجیبہ دہ
زہ چې ګورم دا څۂ بل رنګې قیصہ دہ

ستا لہ خیالہ تصور کښې مې بت جوړ کہ
اوس خپل جوړ کړی بت تہ مې سجدہ دہ

دغہ کفر کہ ملا مسلمانی دہ
زدہ ماتہ د عشق دومرہ مسٔلہ دہ

ستا نقشونہ دځوانۍ لہ ما نہ ھېرشُو
جوړہ کړې مې پہ سترګو کښې نقشہ دہ

زہ چې ځان تہ ګورم تۂ راتہ ښکارېږې
زما ځان دے کہ شفافہ ائینہ دہ

رائے زنی دې خلق نۂ کړی پرې اقبالہ
دا زما او د یار منځ کښې معاملہ دہ
مالہ نیزدې کہ د خپل ځان طرف تہ
لہ دې دنیا نہ د امان طرف تہ

لہ فرېبونو سازشونو تنګ شوم
راکاږی مالہ د تاوان طرف تہ

بغېر لہ یارہ څۂ مزہ نۂ راځی
لاړم شمہ ولې د بوستان طرف تہ

د زړۂ دعا مې ولې نہ قبلېږی
خولہ مې د وازہ د اسمان طرف تہ

چرتہ کښې ھلتہ مختورن نۂ شمہ
کلہ چې ځمہ د میدان طرف تہ

اقبالہ ډېر دې د ادم ځامن
خو سفر ګران د ے د انسان طرف تہ
اشنا راکوز شہ د انا لہ بامہ
دیدن دې نہ کېږی زما لہ بامہ

د ھر سړې نظر پہ ھغہ لور دے
چرتہ سپوږمۍ اوښاتہ بیا لہ بامہ

ما سرہ وېرہ لږېدلې وی تل
چرتہ را پرې نۂ وځې لېلہٰ لہ بامہ

برق را پرې وځی ډېرو زړونو باندې
تۂ چې اکثر کوې خندا لہ بامہ

دا زړۂ مې تنګ شو د ھجران ګرمۍ کښې
سړہ دې نہ راځی ھوا لہ بامہ

ماتہ ښکارہ دہ خامخا مرمہ
داسې چې لږمہ دا ستا لہ بامہ

ما اقبال زړۂ درتہ نیولے دے ډال
ګورہ چې ما نۂ کړې خطا لہ بامہ
ورک شې ژوندہ ستړے شومہ
ستا لہ خوندہ ستړے شومہ

تلخی ډېرہ شوہ د ھجر
شکر قندہ ستړے شومہ

لږېدلے نہ وی مات شی
لہ پېوندہ ستړے شومہ

پہ رموز دې نہ پوھېږم
کړہ سرګندہ ستړے شومہ

پہ اړک باندې سورلی دہ
لہ سمندہ ستړے شومہ

ځان دې ستړے کۂ ناصحہ
ستا لہ پندہ ستړے شومہ

د عاشق مجبوری زړۂ دے
لہ مړوندہ ستړے شومہ

ھیڅ بند اونۂ شو اقبالہ
لہ ھر بندہ ستړے شومہ
زما لبو باندې نوم د ھغہ یار وۂ
چې مې ساہ لہ دې وجودہ پہ رفتار وۂ

ما بہ ور ور تہ کاتۂ چې اوس بہ راشی
خداے خبر چې یار پہ څۂ باندې حیصاروۂ

څو خبرې مې پہ زړۂ داسې پرتې دی
ضروری د یار پہ مخکښې یې اظھار وۂ

یادہ وہ مې کلہ کلہ پہ دعا کښې
لږ ساعت زما دپارہ کہ اوزګار وۂ

چې زۂ نۂ وم تالہ قدر بہ مې راشی
چې اقبال دلبرہ بل نوم د ایثار وۂ
دومرہ مې ډېر مۂ را یادېږہ لېونے بہ شمہ
پہ زړۂ مې رو رو را ورېږہ لېونے بہ شمہ

مالہ دا خلق ستا د کور پہ لوری نہ پرېږدی
ماتہ کوڅہ کښې لږ ودرېږہ لېونے بہ شمہ

چا پہ زړو ھډوکو دغہ ھمرہ زور کړے دے
ظالمہ خداے نہ ویرېږہ لېونے بہ شمہ

اشنا د ټول عمر خواری زما پہ سیند لاھو کړہ
پیرہ بابا را ورسېږہ لېونے بہ شمہ

دا تۂ پہ یو کلی کښې اوسې زۂ پہ بل کلی کښې
څۂ مې د حالہ خو خبرېږہ لېونے بہ شمہ
پہ انتظار مې سترګې ووتې جانانہ راشہ
زما د زړۂ پہ سلطنت باندې سلطانہ راشہ

دا زړۂ زما ګواھی نہ کوی چې تۂ بہ راشې
ګمان کښې نہ راځی زما تۂ ناګمانہ راشہ

چې دې پہ مخ مخ ښکلوم مزاحمت نہ کوې
پہ زوړ انداز کښې زما غېږې لہ بې ځانہ راشہ

زما پہ ژوند کښې کہ رانغلې مجبوری بہ وی څہ
زما پہ مرګ خو خامخا زلفې پریشانہ راشہ

پہ دې پوھېږم د راتلو دې احتمال نیشتہ دے
چرتہ پہ خوب کښې د اقبال زوړہ دورانہ راشہ
زما د خیال مرکزہ وپارېږہ
غزلہ ما باندې را ورېږہ

غزالہ درومہ ھغہ شنې ورشو لہ
پہ ناشنا څوکو باندې و څرېږہ

تۂ مې بلد د زړۂ دنیا سرہ یې
دې ویرانۍ نہ دومرہ مۂ وېرېږہ

چې مې درانۂ غمونہ سپک شی دزړۂ
ھم راتہ وخاندہ ھم وژړېږہ

د ھجر دوپ دے ساہ زما دوبیږی
د غرۂ پہ سر بارانہ و غرېږہ
جانانہ تاتہ ملامتہ یمہ
تېر نہ شوم سر نہ کم ھمتہ یمہ

چې مې پیدا نہ کہ دا ستا سترګو کښې
پہ ټول جھان کښې بې عزتہ یمہ

خپلو وعدو نہ څوک پہ شاہ شو ګورہ
مۂ وایہ داسې چې بې پتہ یمہ

مخ پہ کفن کښې رالہ څہ لہ ګوریٔ
تېر شو ے ھجر لہ قیامتہ یمہ

مشر دروغ مې سیاست بولی
تنګ د خپل ملک لہ سیاستہ یمہ

اقبالہ حق د مینې نہ لرمہ
کہ وېرېدلے لہ تھمتہ یمہ
 ( د مھجور صیب پہ وفات )
 د مرګ خبر دې پہ ما بم پرېوتۂ
زړۂ مې غوڅ غوڅ قلم قلم پرېوتۂ

د علم لویہ خزانہ لاړلہ
تاترہ پریوتۂ عِلم پرېوتۂ

څوک بہ تشریح د روښانیانو کوی
افتاب چې پریوتۂ تورتم پرېوتۂ

فلسفہ ستا د جمالیاتو ښکلې
د لویو لویو علم بہ کم پرېوتۂ

څوک بہ چېړی سبکِ ھندی راسرہ
د شېدا شعر برھم برھم پرېوتۂ

د حسنیانو غم تازہ تازہ وۂ
دا نوے غم پہ محرم پرېوتۂ

شپږ ستمبر دوہ زرہ شل د عېسوی
ورځ د اتوار وہ چې یې دم پرېوتۂ

زړۂ د اقبال پرھر پرھر پروت دے
غږ د انس لکہ مرھم پرېوتۂ
زۂ چې ډېر ګورم د رېبار سترګو تہ
دۂ بہ کتلی وی د یار سترګو تہ

تول کۂ ځما د یار د سترګو غواړې
سپرلی کښې ځیر شہ د انار سترګو تہ

زمونږہ کور تہ چې بہ تۂ راتللې
راولم بیا بیا ھغہ لار سترګو تہ

خوب بہ ھغہ سترګو لہ څنګہ راشی
د جدایې چې پرېوځی خار سترګو تہ

اقبالہ حال د ھغہ زړۂ بہ څۂ وی
چې حوالہ شی د خونکار سترګو تہ
ما سجدہ لہ ډېرې مینې وکړہ یار تہ
سزا ھرہ راکوې چې ګنھګار تہ

ھیڅ اختیار مې ھغہ وختې پہ ځان نۂ وۂ
عملی جامہ مې ورکړلہ اظھار تہ

دومرہ حسن چې دنیا کښې نۂ ځاېیږی
خیال بہ څنګہ دچا ځی چړې او دار تہ

پہ دردونو کښې د عشق کہ مزہ نہ وے
مجنون ولې کوی مخہ بیا بیا ښار تہ

د سرو زرو نہ ھلہ کالے جوړېږی
چې ځان اونیسی اتش د سور انګار تہ

پہ پخہ اشنا لہ مانہ مرور دے
زۂ بہ ولې خوشحالېږمہ بھار تہ

نور دې کوم یو ستم پاتې زمانې دے
نظر وکړہ د اقبال ګرېوان تار تار تہ
نن یې راتہ وې ځما پہ سترګو غزل ولیکہ
شونډې مې شفق او تورہ شپہ مې اوربل اولیکہ

ھسې ھم دا ستا پہ تورو سترګو باندې مړ یمہ
تہ مې پہ خځہ باندې سبب د اجل ولیکہ

نیت مې دے د ښار تللو بیا بیا یادوی راتہ
ځان سرہ مې سترګو لہ رانجۂ او کجل اولیکہ

د مرګ نہ خلاصے نیشتے یوہ ورځې ھر سړے بہ مری
مالہ یې کاتبہ تہ د زلفو پہ ول اولیکہ

ډېرہ یې سزا د ګناھونو خپلہ تيرہ کړہ
امن پہ نصیب د قندھار او کابل اولیکہ

زۂ اقبال سادہ یمہ پہ ډېرو نہ پوھېږمہ
تۂ مې پہ فہرست د خپل عشاقو پاګل اولیکہ
دخپلې مینې پہ شرابو باندې مست یمہ زہ
سجدہ نمر مخی یار تہ کړمہ نمر پرست یمہ زہ

دنیادارۍ طمع لہ مانہ دې دنیا نہ کوی
کلہ وتلے لہ اثرہ د الست یمہ زہ

د ژوند لہ پارہ چې لازم دی لکہ اب وھوا
زہ دا ګڼمہ چې پہ مینہ باندې ھست یمہ زہ

ھغہ پخپلہ مې پښتی وایہ رضا دې څہ دہ
ما چې پېدا کړلہ خودی بیا کلہ پست یمہ زہ

ځما یقین دے چې بېړۍ بہ ځما پورې وځی
د خپل ملاح سرہ تر څو پورې پېوست یمہ زہ

زہ پېدا شوے یم اشرف چرې ځان وپېژنم
تر لا مکانہ رسېدلے پہ یو جست یمہ زہ

کہ مال دولت نہ لرم زړۂ کښې خزانہ لرمہ
اقبالہ څنګہ اومنم چې تہی دست یمہ زہ
دومرہ ژوندے پاتې کېدۂ غواړمہ
تا پہ مَړہ یو ځل لیدۂ غواړمہ

چې پشی شاہ دې پت ځما اوپالۂ ؟
پہ دغہ حال دې خبرېدۂ غواړمہ

زلفې کړہ پټې څو ځما کفن کښې
نښہ دې قبر تہ وړۂ غواړمہ

چې د وجود سرہ ځما خاورې شی
زہ د اللہ نہ بہ نور څۂ غواړمہ

زۂ نۂ پوھېږمہ چې څۂ اوکړمہ
د مینې حد تہ رسېدۂ غواړمہ

ارزان شہرت اقبالہ نہ غواړمہ
ژوندے پہ کار پاتې کېدۂ غواړمہ
ھغہ زړۂ چې وی خالی د محبت نہ
د ھغۂ برخہ وی کمہ د قسمت نہ

لالہ ځکہ پہ عجلت باندې شی مړاوې
شرمندہ شی ستا د شونډو نزاکت نہ

ادم زاد او پری زاد خو داسې نۂ وی
تۂ راغلې یې څوک حُورہ د جنت نہ

نوم د قند او دګبین بہ څنګہ واخلی
کۂ خبر شُو ستا د لبو حلاوت نہ

کۂ پنځۂ وختہ دې ستائیمہ دلبرہ
موړ بہ نۂ شمہ ھیڅ کلہ ستا صفت نہ

تۂ مې زړۂ ګورہ چې څومرہ پھلوان دے
ستا غمونہ وړی بھر د خپل طاقت نہ

مینہ راز دے راز بہ پاتې شی اقبالہ
چا ھم پورتہ پردہ نۂ کړہ حقیقت نہ
تا سرہ مې غزل رو رو مشغولا دہ
زمانې نہ پټہ پټہ مې ژړا دہ

تۂ بخښې مې کۂ سېزې مې خوښہ ستا دہ
خو د زړۂ د مینہ پہ یار باندې ځما دہ

چې پہ ډاګہ باندې زہ کولے نۂ شم
دا ھغہ خبرہ کړې مې پہ غلا دہ

د ګلونو دسپرلی دا حقیقت دے
ښکارہ شکل کښی راغلې ستا ادا دہ

پکښی ستا د رنګین حسن عکس لیدے شی
دا ځماشعر موندلې ترې ځلا دہ

چې پہ خپل مرګ باندې مرمہ معافی غواړم
ما ښہ کړې زندګی ولې لہ تا دہ

د قیامت ویرہ اقبال د زړۂ نہ لاړہ
چې اخستې ستا د سترګو یې بلا دہ
زۂ بہ څۂ اوکړم د زړۂ مې مجبوری دہ
ستا کوڅې تہ بیا راتلۂ مې مجبوری دہ

ستا دمخ شمع چې ھسې رنګ بلېږی
زۂ پتنګ یم سوزېدۂ مې مجبوری دہ

ستا د سترګو امزری کۂ ډېر خونکار دی
پرې د زړۂ غوښې خواړۂ مې مجبوری دہ

سلسلې د وړندې ورستو زلزلو دی
پہ دې ملک کښې اوسېدۂ مې مجبوری دہ

کۂ خوفناکہ نہنګان دی پہ دریاب کښې
خو یو دوہ ګوټہ اوبۂ مې مجبوری دہ

چې خپل ځما د بدو غرضیان شول
لۂ دې کلی نہ واتۂ مې مجبوری دہ

د رڼا پہ شان لہ خور دے د یار حسن
دیار حسن تہ کاتۂ مې مجبوری دہ

چې مې لاس پہ رقیب نہ رسی اقبالہ
پہ خپل غم کښې ژړېدۂ مې مجبوری دہ
چې مې وار د ځوانۍ تېر شو مۂ راځہ
ستا تصویر لۂ مانہ ھېر شو مۂ راځہ

چې علاج یې بې لہ مرګہ بل څۂ نیشتہ
ھغہ درد مې حد نہ ډېر شو مۂ راځہ

د ژوندون ارزو مې نیشتہ دے پہ زړۂ کښې
لۂ ژوندونہ مې زړۂ سېر شو مۂ راځہ

ما وې یو ځاے بہ اوکلان او چمیارۍ خورو
تېر موسم چې د نمېر شو مۂ راځہ

پہ یو ھپ باندې عشق تېر کړمہ لۂ ستونی
اژدھا رانہ چاپېر شو مۂ راځہ

تۂ خوشحالہ اوسہ دا زما دعا دہ
کۂ زما ژوندون ګنډېر شو مۂ راځہ

د ژوندی د مړی کلہ یارانہ شي
اقبال مړو باندې شمېر شو مۂ راځہ
پہ ژوندون شومہ ستومانہ مرګہ راشہ
جنګ مې بېلود لۂ ھجرانہ مرګہ راشہ

د ټول عمر پرزول دي راپغاړہ
دومرہ څوک دے پھلوانہ مرګہ راشہ

نۂ پہ ژوند باندې اختېار نۂ مې پہ مرګ دے
څو مجبور یې زما ځانہ مرګہ راشہ

غوښې خلاصې شوې ھډونہ مې شپېلی عشق
نۂ خلاصېږم د بلا نہ مرګہ راشہ

ھیڅ خبر نۂ یم چې ھلتہ بہ څۂ کېږي
دا مشکل مې کړہ اسانہ مرګہ راشہ

د امید څیرہ اقبالہ لیدے نۂ شی
نا امیدہ شوم ھر خوانہ مرګہ راشہ
غماز زمونږ تر منځہ غر ودروۂ
پہ لویہ لارہ کښې یې ور ودروۂ

سر بہ یې نۂ کړم قیامتہ پورې
ماتہ یې سدِ سکندر ودروۂ

زندګی نوم د مسلسل پرواز دے
پرېوت ھغہ چې یې وزر ودروۂ

دغہ د حسن دې کمال مۂ ګڼہ
چې یې مخلوق دا ستا پہ در ودروۂ

ځنې اولاد د جد قائم مقام شی
دا ځنې ځنې یې خو سر ودروۂ

سلامت تۂ بہ ھم ترې پاتې نۂ شې
دخداے پہ زمکہ چې دې شر ودروۂ

چې تر پړکي پورې مې نۂ رسېږی
حاسد ھغہ ھم رانہ بر ودروۂ

مخ د اقبال بہ سپین صبا اووېنې
کلہ یې چې تاتہ پہ محشر ودروۂ
زۂ بہ ځار کړم ستا لہ سرہ دنیا ټولہ
دا زما د زړۂ دنیا دہ پہ تا ټولہ

تۂ خبر یې چې اشنا ګناہ د چا دے
واچوہ زما پہ غاړہ ګناہ ټولہ

تر ھغہ مقامہ ورسېدے عشق کښې
چې زۂ ستا شوے تۂ زما شوے رضا ټولہ

مچ وزر دے ستا د یو نظر پہ مخکښې
چې راټولہ کړمہ خپلہ وفا ټولہ

ھیڅ مې غوښتي چرتہ ځان د پارہ نۂ دې
زما تا باندې ختمېږی دعا ټولہ

خوشحالی بہ وی زما چې صرف پہ ځاے شوہ
کۂ پہ تا باندې مې لوټ شوہ متاع ټولہ

ګل کېدو نہ ورستو بیا څنګہ غوټۍ شوہ
تنګہ خولۂ چې دې شوہ پس لہ خندا ټولہ

پہ نامہ د آخرین یاد شو اقبالہ
خداے پرې ختمہ کړہ خپلہ کلا ټولہ
رقیبہ څوخبرې راسرہ د جانان وکړہ
وخت راڅخہ کم دے پہ ما تلو کښې احسان وکړہ

تورہ شپہ د ھجر دہ امید د صبا نیشتے
خطا شہ ملا اوخېژہ ممبر تہ اذان وکړہ

زۂ تانہ د رحم اپیل نۂ کوم دلبرہ
څہ چې راسرہ کړې مطابق دې د شان وکړہ

زۂ څۂ یم او څۂ بہ ستا دمینې دعویٰ ګیر شم
تۂ راباندې خپل د مئین څۂ خو ګمان وکړہ

ما غوندې مفتون دې څوک لیدلے دے پہ عشق کښې
دغہ ھمرہ خبرہ راتہ خپل پہ ایمان وکړہ
چاتہ منت د چانہ سوال وکړمہ
څنګہ بہ بند ستا د وصال وکړمہ

کۂ مرور یار مې پہ پخلا شی دا ځل
بیا بہ تمام عمر لہ پال وکړمہ

انجام د مینې مې بېلتون دےاخر
علاج بہ څۂ د زړۂ ملال وکړمہ

کۂ ژوندون داسې وی نو څۂ پکار دے
زۂ چې خپل ژوندون تہ خیال وکړمہ

ھغہ ھمت اقبالہ نۂ دے شوے
اوس بہ ژړا څۂ د اقبال وکړمہ
زړۂ کښې مې اوسې نور وصال څنګہ
زړۂ بہ مې خوښ شی پہ کوم حال څنګہ

روح مې لۂ تانہ جدا شوےنۂ دے
د سمندر او څاڅکی سوال څنګہ

چې عناصر یې د خمیر یو دي
بدل خواص بہ کا قولال څنګہ

زما ھر خیال پېدا شی ستا لہ خیالہ
لاړ شی پہ بل طرف مې خیال څنګہ

تولې دنیا نہ یار بدل غواړمہ
دا طبیعت دے د اقبال څنګہ
اے زړکیہ سړیتوب دې مبارک شہ
دا د مینې لېونتوب دې مبارک شہ

بې لہ څښلو چې ھر وخت نشہ نشہ یې
دا پہ وېخہ باندې خوب دې مبارک شہ

د مرغۍ د سیوری ھم ورتہ احساس شی
زړۂ دړمن دړمن نروب دې مبارک شہ

نۂ څۂ وېرہ دخزان او نۂ د مرګ دہ
د ټول عمر زلمیتوب دې مبارک شہ

د غزل دعویٰ ګیر کم نۂ دی اقبالہ
پہ مېدان کښې مېړنتوب دې مبارک شہ
چې یو ځل دې اووینمہ درېغہ درېغہ
دا ارمان پہ زړۂ وړمہ درېغہ درېغہ

ھرہ ورانہ یوہ ورځ شی چرتہ سمہ
دا زما بہ نۂ شی سمہ درېغہ درېغہ

لعل مې لاسو راغلے اوخوېدۂ بیا
و زما نصیبہ کمہ درېغہ دریغہ

کۂ مې اوښکې د بڼو پہ څوکو راغلې
زۂ بہ څو اوکړمہ زغمہ درېغہ دریغہ

نہ بہ بیا پہ زاړو لارو باندې راشي
نہ بہ بیا اباد شې چمہ دریغہ دریغہ

دا دنیا کہ د خوبانو نہ شی ډکہ
د اقبال ښکلیہ صنمہ درېغہ درېغہ
څۂ اوکړم جانانہ زۂ پہ دې باندې پوھېږم نہ
تا سترګې بدلې کړې او زۂ لہ تا صبرېږم نہ

دا د عشق مرض زما ھډوکو تہ پرېوتے دے
مړ ښہ یم لہ دې نہ چې نرے نرے رنځېږم نہ

زړۂ مې ولې نۂ منی چې تا بہ زۂ ھېر کړے یم
ولې مې یقین دے چې لۂ تانہ بہ ھېرېږم نہ

څوک دےماخبرکړی چې ھغہ څنګہ ګزران کوی
خلقو خُلې بند کړې دی د چانہ څۂ خبرېږم نہ

ھر سړے دښمن زما د مینې شو پہ څۂ باندې
ھر څومرہ چې سوچ کوم پہ دې نقطہ رسېږم نہ

ستا دیدن کۂ عام شی داوبو او د ھوا پہ شان
ستا د دیدن اوږے لہ ازلہ یم مړېږم نہ

اودرېږہ سرتورہ تۂ چې سود د اقبال اوشی لږ
سر بہ مې خداے اخلی د بل چانہ وېرېږم نہ
نہ دې لېونے نہ دې ملنګ کړمہ
عشقہ وایہ دا دې پہ کوم رنګ کړمہ

نہ پوھېږم څہ اوکړم څہ او نہ کړم
زہ دې خپل د ځان سرہ پہ جنګ کړمہ

نہ د خوشحالۍ او نہ د غم اثر
ستا ډېرو ظلمونو لکہ سنګ کړمہ

څۂ شوے پری زادہ نظر نہ راځې
چرتہ مصلې درپسې لنګ کړمہ

زما خپلہ نشہ د مینې ډېرہ دہ
څۂ بہ پہ شرابو څۂ پہ بھنګ کړمہ

یواځې کہ ولاړ درتہ ښکارېږمہ
اقبالہ پہ بې ننګو باندې ننګ کړمہ
ھرہ ورځې بہ مې وژنی ستا یادونہ
تا پرېښودی راتہ دی بلھا یادونہ

داسې ښہ نہ وہ چې تانہ مخکښې مړ وے
اوس بہ زړۂ کښې ساتی څوک زما یادونہ

او دې نہ کړلہ وفا راسرہ لاړې
خو پالی دې راسرہ وفا یادونہ

ما چې ھر چا سرہ ګډ کړې ستا خبرې
چا شریک راسرہ نہ کړۂ ستا یادونہ

لکہ ما چې ساتی ھر وخت ناقرارہ
ھسې رنګ مہ شہ د چا سزا یادونہ

نور اخستی لہ دنیا مې دی لاسونہ
پہ لمن کښې مې دی ستا دعا یادونہ

لکہ وږی چې بوډۍ ټولوی وډ کښې
ټولوم دې ھر سحر بېګا یادونہ

تا پہ یو ساعت کښې سترګې کړلې پټې
دا زما شوہ ټول عمری ژړا یادونہ

ھغہ نیشتے ھغہ کلی تہ څہ لاړ شم
وو تړلی چا سرہ زما یادونہ

د اقبال زړۂ څنګہ غوڅ شو څوک خبر دے
کہ یې بولی دا باقی دنیا یادونہ
خوشګوارہ شان ھوا د پسرلی دہ
سلہ تېرہ شوہ رڼا د پسرلی دہ

پہ صحرا کښې لالہ جوړ شو غوړېدو تہ
معطرہ شان فضا د پسرلی دہ

مړو ښاخونو کښې د ژوند اثار پېدا شو
راپرېوتې پکښې ساہ د پسرلی دہ

ګوچۍ ھېنډې موندے کېږی پہ تنګو کښې
اؤرېدلې یې ندا د پسرلی دہ

پېغلې جونې ډلې ډلې سېل لہ ګرځی
پہ پټی پولې خندا د پسرلی دہ

د تارو اواز راځی چرتہ لہ لرې
دا پہ ژبہ یې ثنا د پسرلی دہ

پہ ګلونو د بلبلو غلغلې دی
ھر طرف باندې غوغا د پسرلی دہ

د منګی رباب اواز راځی حجرو کښې
خورہ ھر خواتہ نوا د پسرلی دہ

دې نہ مخکښې ھم راغلی پسرلی دی
ډا ځل نوې څۂ ادا د پسرلی دہ

مالیار بډې دی وھلې ښہ پہ شوق کښې
قبول شوې یې دعا د پسرلی دہ

پہ ګلشن باندې ګلچین کړې دی چارې
دۂ اخستې ښہ حیا د پسرلی دہ

بیا د غلو پہ لاسو رانۂ شې وطنہ
لږہ طمع مو پېدا د پسرلی دہ

د اقبال شعرونہ رمز دے پوېدۂ غواړی
استعارہ ډېرہ صفا د پسرلی دہ
ځان پہ ھنر ھنر ژوندے ساتمہ
ستا د دیدن ارمان زلمے ساتمہ

تۂ چې راوګورې پہ برندو سترګو
ډېر زرَور یمہ امزرے ساتمہ

پہ نصیبہ کښې یو منګے منګے دے
کۂ اباسین ساتم لنډے ساتمہ

ګل د خزان پہ څپو ورېژېدۂ
بلبل پہ څانګہ ناست ازغے ساتمہ

خیال چې د بل د عزت نۂ لرمہ
اقبال پہ سر څلہ پټکے ساتمہ
غوڅ بہ مې زړګے کړې داسې مۂ ګورہ
ما بہ لېونے کړې داسې مۂ ګورہ

ھسې ھم دا زہ خپل د ځان نۂ یم
لا بہ مې پردے کړې داسې مۂ ګورہ

ما د مینې اور زړۂ کښې مړ کړے دے
بیا بہ یې ژوندے کړې داسې مۂ ګورہ

څۂ بہ شی کہ جنګ د سترګو اوبائیلی
ورک بہ یو سړے کړې داسې مۂ ګورہ

مړ اقبال دا ستا پہ اداګانو دے
دا ظلم تېرے کړې داسې مۂ ګورہ
لہ تانہ یارہ جدائی ګرانہ دہ
ستا لہ زلفینو رہائی ګرانہ دہ

بې ګناہ ځان بہ ګناہ ګار اومنم
چې ستا پہ مخکښې صفائی ګرانہ دہ

زما ماضی نہ قیاس دحال کوہ
چې مې اوس تاتہ رسائی ګرانہ دہ

بېګاہ شېخ څښلی دی پہ لپو لپو
لہ دې خبر شو پارسائی ګرانہ دہ

ھلتہ بہ طمع د انصاف څہ اوکړم
چې کوم دربار کښې دوہائی ګرانہ دہ

پہ ماتہ لارہ باندې ھر څوک درومی
خو د کاروان رہنمائی ګرانہ دہ

دخلقو زړونہ ماتول اسان دی
مات چې شي زړۂ مسیحائی ګرانہ دہ

اقبالہ زاغ دې کومے بند ساتی
دا د بلبل ھم نوائی ګرانہ دہ
اوس خوشحالہ یې پہ ما دې ظلم اوکہ
زمانې څۂ بې انتھا دې ظلم اوکہ

زړہ دې یخ شو چې لہ ما دې یار جدا کہ؟
څہ حاصل شو ستا کہ دا دې ظلم اوکہ

ځان زما پہ ځاے کړہ بیا ورتہ اوګورہ
پوھ بہ شې چې ناروا دې ظلم اوکہ

داسې ظلم پہ بل چا بہ شوے نہ وی
د دنیا نہ ډېر جدا دې ظلم اوکہ

ستا د زور د زغملو جوګہ نہ وم
دخپل حد نہ ھم سېوا دې ظلم اوکہ

ما دا نۂ ګڼلہ داسې بہ ھم او شي
ټوقو ټوقو کښې رښتیا دې ظلم اوکہ

څوک زما د خوږو نیشتے پہ دنیا کښې
چا لہ ورشم پہ ژړا دې ظلم اوکہ

د اقبال پہ لوند ګرېوان دې ترس نہ شی
پہ ھر ظلم باندې بیا دې ظلم اوکہ
مرګ اټلہ فېصلہ دہ
کہ پیالہ ډېرہ ترخہ دہ

ژوندون نوم دے د غمونو
مرګ د ھر غم خاتمہ دہ

چې مُلا وېروي خلق
دا څۂ ھسې شان قیصہ دہ

کوم یو مړے بیا ژوندے شو
چې راوړې یې بېلګہ دہ

څوک ھندو څوک مسلمان دے
بېلہ بېلہ فلسفہ دہ

د ژوندون قدر پکار دے
دا ژوندون یوہ تحفہ دہ

ژوند چې اوږد شي عذاب دے
ما یې کړې تماشہ دہ

د چا مخکښې چې اولاد مري
څومرہ لویہ دا صدمہ دہ

زۂ او یار بہ ځان کښې ګورو
دا زمونږ معاملہ دہ

ما بہ نہ سېزي پہ اور کښې
د اقبال دا عقیدہ دہ
نېټہ مې نۂ وہ خو زۂ تا مړکړمہ
زما اشنا تا پہ جفا مړ کړمہ

خلق پہ ټول عمر کښې یو ځل بہ مري
زۂ پہ قدم قدم اشنا مړکړمہ

زما پہ قتل باندې لا فخر کړي
نۂ وائي دا چې پہ خطا مړکړمہ

څوک بہ دعویٰ زما د مرګ کړي پہ چا
خپلو پردو چې پہ صلا مړ کړمہ

خون مې اقبالہ دے بخښلے ورتہ
یار پہ ګناہ کۂ بې ګناہ مړ کړمہ
نظر زما پہ چاؤدو شو راشہ
ستا انتظار ډېر پہ اوږدو شو راشہ

تۂ پښتنہ ئې تسلیم کړې دہ ما
زما نہ دم پہ خوائېدو شو راشہ

خیال دې ما کلک نیولے زړۂ پورې دے
نقش دې لہ ما پہ ھېرېدو شو راشہ

زۂ خو د ھر چا نہ ستا خپل ومہ ډېر
څنګہ دې خوي اوس د پردو شو راشہ

لمبہ دې نۂ کړمہ پہ یو ځل باندې
وجود مې خلاص پہ دودېدو شو راشہ

ھر یو تھمت راباندې اووې خلقو
غم د کوم تور د لږېدو شو راشہ

بیا بہ ئې ګورې موندے کېږي بہ نہ
ھغہ اقبال پہ ورکېدو شو راشہ
دغہ ھمرہ تنګ لہ دې ھجرانہ شومہ
چې پہ ژوندون باندې ستومانہ شومہ

اشنا مې لاس او پښې وھل پرېښودل
ګیلہ مند ځکہ لہ جانانہ شومہ

ھر صبا نوے غم راوړی ځان سرہ
زۂ نا امید داسې صبانہ شومہ

دا زندګی وہ پہ دې نہ پوھېږم
کہ زہ را تېر سختې سزا نہ شومہ

د اقبال زړۂ او روح لہ تا سرہ دي
څۂ او شو دا جدا لہ تانہ شومہ
کہ وصال غواړې عاشق شہ
د محبوب اول لائق شہ

خپلہ مینہ بہ یاد ګار کړې
یا مجنون شہ یا وامق شہ

شوق بہ ھلہ شی تر سرہ
پہ رښتیا باندې شائق شہ

لہ خالقہ بہ خبر شې
اول ځیر پہ خلائق شہ

دروغ اوباسہ د زړۂ نہ
دخپل زړۂ طبیب حازق شہ

کہ محبوب نہ صدق غواړې
تۂ پہ مینہ کښې صادق شہ

چې انسان ئې پېدا شوے
منت بار د ھغہ خالق شہ

د اقبال فکر کوتاہ دے
اشنا تہ لائق فائق شہ
مخ تہ مې مہ ګورہ اوس زړۂ تہ ګورہ
روش د خلقو د کالہ تہ ګورہ

وخت پہ ځوانۍ مې څنګہ لوبې اوکړې
زما تصویر زاړۂ زاړۂ تہ ګورہ

لا ھم د ورانې جالې خوا تہ راځی
دې لېونی غوندې مارغۂ تہ ګورہ

یقین مې نۂ راځی چې تا اووینم
د نمر بې وختہ وخت ښاتۂ تہ ګورہ

غزل دے نوم د باریکۍ اقبالہ
پلِ صراط باندې مې تلۂ تہ ګورہ
ما سرہ دې ټول عمر ټګی اوکړہ
اور کښې مې دلبرہ زندګی اوکړہ

څۂ بہ درتہ شمارم څۂ بہ وایمہ
تا مې ھرہ لوبہ پہ زړګی اوکړہ

داسې دې وړۂ کړو زما زړۂ اوځان
څنګہ پہ رنجو باندې غرګی اوکړہ

څوک کۂ خوارخستہ شو ستا پرې څۂ لاړۂ
تا لہ خپل طرفہ دلګی اوکړہ

وې سومہ د ھجر پہ لمبو باندې
ما سرہ خپلو کہ پردی اوکړہ

پړ یمہ چې تا باندې مئین یمہ
کومہ فیصلہ چې بیا قاضی اوکړہ

ستا دیدن د پارہ ستا پښتون اقبال
د څنګہ څنګہ خلقو متازی اوکړہ
تۂ پہ داسې سترګو مۂ ګورہ و ماتہ
کہ نشہ شوم حوالہ بہ شمہ تاتہ

تۂ چې ھسې رنګ دعوت راکوې بیا بیا
ټول اداب چرتہ ګوذار نۂ کړمہ شاتہ

مدھوشۍ کښې څوک لہ ځانہ خبر نۂ وی
زۂ وېرېږم چرتہ او نۂ کړمہ زیاتہ

ساقی ستا پہ عنایت شکر ګذار یم
چې دې پام شو چرتہ دې اوږی ارواتہ

پہ خواږو کښې تارخۂ ګډ نۂ کړې غمازہ
نن مې پرې ږدہ بیا ګورو بہ صبا تہ

چرتہ زۂ پہ تورو غرونو کښې لوے شوے
چرتہ تۂ د ښاریې لویہ نیاواتہ

چې مئینو منځ کښې ګټې ارغړوی څوک
شہ اقبالہ د ھغوی خُونہ میراتہ
ھغہ اوس ھم لا زما پہ انتظار دہ
مازیګر دے زېړے نمر دے اوږدہ لار دہ

د امید غوټۍ بہ څۂ رنګې اوس ګل شی
زمانہ چې تېرہ شوې د بھار دہ

دا ھغہ ژرندہ دہ وار باندې وړیږی
ورځ خوائېدلې د لاسونو مو د وار دہ

دوہ ځانونہ چې یو ځاے شی وصال نۂ دے
زړونہ یو شی مینہ دا رنګې پکار دہ

ستا زما زړۂ پہ یو تار باندې غږېږی
ګنی کړې غمازانو خپلہ چار دہ

کیفیت زما غزل زما د زړۂ دے
ھر ساعت نوې غوښتنہ د اظہار دہ

دا د ھجر زخم وژنی مې اقبالہ
چې مدام وینہ جاری مې لہ پرھار دہ
ھر سحر او ھر ماښام غزل لیکمہ
ستا د سترګو نن پہ جام غزل لیکمہ

چې دا ستا پہ شان لہ ګل ګل د چا یار وی
خود بہ داسې ګل اندام غزل لیکمہ

خپلې زلفې ما د پارہ چې ول ول کړې
زۂ بہ ھم پہ اہتمام غزل لیکمہ

پہ کوټہ باندې رامنډہ کړہ او راشہ
ښکارہ ودرېږہ پہ بام غزل لیکمہ

کہ زۂ ډېر پټوم خلق پرې پوھېږی
چي دا زۂ د چا پہ نام غزل لیکمہ

ستا د حسن تعریف کلہ سر تہ رسی
کۂ ھر وختې ګام پہ ګام غزل لیکمہ

تۂ د زرکې پہ شان اخلہ قدمونہ
زۂ اقبال بہ پہ خرام غزل لیکمہ
ستا د دیدن د چانہ سوال اوکړمہ
چا تہ اظہار خپل د حال اوکړمہ

دا ستا پہ سر مې ھر سړے دښمن شو
زۂ چې پہ خپل ګریوان کښې خیال اوکړمہ

څښل بہ پرېوځی دا د زھرو پیالہ
زۂ بہ تر کومہ پورې پال اوکړمہ

چې تۂ زما نۂ شوې پرې اور لګوم
زۂ تمنا څۂ لہ د مال اوکړمہ

حاسد پہ سترګو د حسد پټۍ دہ
زۂ پہ غزل کښې چې کمال اوکړمہ

چې ستا خلا پورہ کېدلے نۂ شی
اقبال بہ څۂ پہ دې اقبال اوکړمہ
دا د ھجر شپہ چې برخہ کښې زما دہ
دغہ شپہ پېدا محرومہ لہ صبا دہ

دومرہ ډېر مې دی ژړلی ستا پہ غم کښې
چې لازم ملزوم زما خُلہ او ژړا دہ

زۂ پہ تا باندې مئین شومہ خطا شوم
کۂ خطا دہ خو حسینہ شان خطا دہ

دا زما غزل قیصہ زما د عشق دہ
دا قیصہ کړې پہ سل اندازہ ما دہ

دا زما زړۂ ستا پہ نوم باندې درزېږی
غوږ نیزدې کړہ دا نغمہ اورېدې تا دہ؟

دا زما مینہ دہ پاکہ لہ ھوسہ
څوک چې ھر څۂ ګڼی زۂ وائیم روا دہ

پہ ھغہ مقام د عشق یمہ اقبالہ
چې نظر کښې مې یوہ وفا جفا دہ
چرتہ ستا ھم زۂ یادېږمہ کہ نہ
پہ زړګی دې راورېږمہ کہ نہ

زۂ بہ کومہ پورې داسې لېونے یم
پہ ښہ بد بہ خپل پوھېږمہ کہ نہ

دا زما زړۂ تاتہ پاک لکہ ائین دے
ستا د حالہ بہ خبرېږمہ کہ نہ

اوږے اوږے بہ لہ دې دنیا نہ لاړ شم
پہ دیدن بہ دې مړېږمہ کہ نہ

زۂ د عشق پہ رنځ اختہ یم لۂ ازلہ
لۂ دې رنځہ بہ رغېږمہ کہ نہ

اے زما د زړۂ پہ ملک باندې حاکمہ
غلام تاتہ زۂ ښکارېږمہ کہ نہ

ما اقبال بہ ساتې دغسې پہ لار کښې
تر منزلہ بہ رسېږمہ کہ نہ
اے زما پہ غم شریکہ زما زړۂ
دړمن دومرہ بہ وی چرتہ د چا زړۂ

لکہ ما تاسرہ اوکړہ څومرہ زیاتہ
تا زغملې دہ ھر رنګې بلا زړۂ

کړې ما چې تاسرہ بې وفائی دہ
تا پاللې راسرہ دہ وفا زړۂ

زۂ لۂ تانہ بہ خفہ شوم کلہ کلہ
تۂ بہ ماسرہ ھر وخت وې رضا زرۂ

چې پوټی غوندې مې اونیولې اور تہ
تا راکړې پہ بدل دہ دعا زړۂ

مۂ پسخېږہ نورو خلقو تہ ماشومہ
پہ نصیب دې دہ تر عمرہ ژړا زړۂ

نۂ پوھېږمہ چې ستا وہ کہ زما وہ
واچوم د چا پہ کغاړہ ګناہ زړۂ

د اقبال زندګی لاړہ پہ خلاصی شوہ
ستا تر مرګہ ختمہ نۂ شوہ سزا زړۂ
اوس خو ھسې بدنامی شوہ راپغاړہ
وېرہ څۂ چې دښمنی شوہ راپغاړہ

دا زۂ مړ یم کہ ژوندے یم نۂ پوھېږم
دغہ څنګہ زندګی شوہ راپغاړہ

روح مې چا سرہ محفل کښې نۂ ګډېږی
څۂ عجبہ تنھائی شوہ راپغارہ

د راتلو وعدہ دې اوکړہ بیا رانغلې
د ټول عمر جدائی شوہ راپغاړہ

نۂ مې کړې دہ او نۂ ترې نہ خبر یم
ھم ھغہ مې خطائی شوہ راپغاړہ

ما مرۍ ورلہ پخپلہ مرګ لہ ورکړہ
چې منګُل ئې حنائی شوہ راپغاړہ

ګرځومہ کنډولې د سترګو تش تور
د یار چم کښې ګدائی شوہ راپغاړہ

ستا دمخ اسلام تہ نۂ پرېږدی اقبال څوک
د کفارو بادشاھی شوہ راپغاړہ
څۂ نایاب خیالہ زما پہ خیال کښې راشہ
د بډھۍ ټالہ زما پہ خیال کښې راشہ

جوھریان راتہ صفت د کوتی لال کړې
بدخشان لعلہ زما پہ خیال کښې راشہ

چې نور ښکلی د سیالۍ نہ د رنجو ږدی
قدرتی خالہ زما پہ خیال کښې راشہ

زما زړۂ چې پرې د عمر عمر بند دے
زلفو پوخ جالہ زما پہ خیال کښې راشہ

چې پہ چل باندې د حل ئې نۂ پوھېږم
د ژوندون سوالہ زما پہ خیال کښې راشہ

چې یاران ئې چلوی راسرہ ھر دم
د شطرنج چالہ زما پہ خیال کښې راشہ

اخر څۂ بہ وی انجام زما د مینې
د اقبال فالہ زما پہ خیال کښې راشہ
دا زۂ څوک یمہ زۂ راغلمہ لہ کومہ
اوس لہ دې ځایہ بہ کوم طرف ځمہ

ھر طوطی لږیا دے خپلہ ژبہ وائی
زۂ د چا واورم د چا بہ نہ منمہ

ژوندون څۂ دے دې نقطې تہ نہ رسېږم
حقیقت دے کہ یو خوب د ے چې وینمہ

دغہ سوال زما پہ ذھن کښې اکثر وی
چې زہ څہ مقصد راغلمہ څہ یمہ

کلہ کلہ پہ خپل ځان باندې شکی شم
چې زہ یم کہ نہ یم ځان او شوکومہ

د سائنس مذھب جدا جدا دعوې دی
بعضې وخت جواب لہ دواړو نہ مومہ

کائنات باندې د سوچ فکر مې حق دے
چې انسان یم د شعور دولت لرمہ

زہ اقبال خو څہ غوے نہ یمہ عالمہ
چې پہ کیل مې اوتړی روان بہ شمہ
ولې نہ چوې اے زما لہ غمہ ډک زړۂ
چرتہ وې راکړے کاڼی نہ ھم کلک زړۂ

د تورۍ غوندې مې رنګ رنګ فریاد اوکړو
نۂ دې زمکې پہ ما خوږ کړو نۂ فلک زړۂ

لا حاصلہ پسې ژاړم سپوږمۍ غواړم
لېونی راشی پہ ځان باندې مې شک زړۂ

نۂ جوړیږی د اشنا د دیدن لار څۂ
زۂ پہ چا اولګومہ وایہ چک زړۂ

ښکارہ خاندہ کہ دې زړۂ ګوګل کښې ژاړی
چې دې ټکے پہ رقیب وی پلپُولک زړۂ

زما مینہ پہ غوټۍ شی ګل نہ ډېرہ
پہ ګوګل کښې مې دے ھغہ شان ھلک زړۂ

غنم رنګو باندې خود بہ خطا کېږم
ما راوړے نۂ دے ھسې شان ملک زړۂ

زړۂ کہ نرم مې اقبالہ لکہ موم دے
خداے اشنا لہ مې ورکړے دے ازبک زړۂ
تېر کړی پہ دنیا مې دې وختونہ څنګہ څنګہ
دې خلقو پہ ما کړی دی ظلمونہ څنګہ څنګہ

حېرانہ تورڼکہ شوہ حېران راتہ بلبل شو
ختلی مې لہ خُلې دی فریادونہ څنګہ څنګہ

ھډونہ مې سکارۂ شُو او کباب د زړګی غوښې
د ھجر مې زغملی دی اورونہ څنګہ څنګہ

اوږې مې شوې را ټیټې نرۍ ملا مې راکونټی شوہ
ما اوړی د غمونو دي پنډونہ څنګہ څنګہ

غماز نہ څۂ ګیلہ دہ د رقیب نہ څۂ امید دے
دې خپلو راسرہ اوکړل لاسونہ څنګہ څنګہ

چې وخت د رښتیا راغے یار پہ سپینہ ډاګہ پرېښوم
خوړل ئې چې ھر وختې قسمونہ څنګہ څنګہ

د زړۂ باغ مې تالا شو طوفانی ږلۍ پرې اوشوہ
اقبالہ ما لیدلی وو خوبونہ څنګہ څنګہ
اوس لېوالہ د دیدن شوم چې ھر وختې بہ وصال وۂ
ھېر زما بہ چرتہ نۂ شی دغہ څنګہ سپېرۂ کال وۂ

ھغہ څومرہ بدہ شپہ وہ کلے کور پہ مونږ خبر شو
ھیڅ پہ خیال کښې مې رانغے چې غماز خور کړے جال وۂ

ګناہ ھغہ شو راپغاړہ چې مې وہم و ګمان نۂ وۂ
کہ خوړل مې قسمونہ د ھر چا ھم غلط خیال وۂ

د ھجران تیارۂ خورہ شوہ پہ ما تکہ تورہ شپہ شوہ
زما ھروختې ژړا شوہ چې داستا بہ څنګہ حال وۂ

زما ږیرہ تکہ سپینہ ستا ځوانی خاورې ایرې شوہ
دا زمونږ د ژوند ګړیال وۂ چې پہ یو مقام اټال وۂ

ما څوک بلہ لېلہٰ نۂ کړہ تا څوک بل څوک لالے نۂ کړو
ستا د زړۂ نہ خداے خبر دے ستا اقبال ھغہ اقبال وۂ
چې پرواز کړې نظر برہ پہ اسمان کړہ
توکل لکہ ھُما پہ استُخوان کړہ

تُوت خورکو او د چتو ښکاری مۂ شہ
لوے مقصد لہ پارہ لوے د زړۂ ارمان کړہ

چې د بل چا پہ دنیا کښې داسې نۂ وی
تۂ ھغہ ځان لہ معشوق ځان لہ جانان کړہ

نا امیدہ دخداے لہ ذاتہ مۂ شہ
ګران ھیڅ کار نۂ دے پہ خداے باندې ایمان کړہ

بې ھمتہ سړے ھیڅ کولے نۂ شی
پہ ھمت باندې بہ ګران منزل اسان کړہ

ضروری نہ دہ چې ھر کار شی تر سرہ
پہ تقدیر باندې دې فکر ھم انسان کړہ

تخم ګُټ پُولہ اقبالہ پہ دھقان دہ
زرغونہ خپل پہ فضل بہ سبحان کړہ
ماتہ نۂ ښکاری چې تا بہ اووینمہ
خندنۍ سترګې دا ستا بہ اووینمہ

مودہ اوشوہ چې اوس ھغہ لارہ شړ دہ
ستا راتلۂ د ناز ادا بہ اووینمہ

نۂ بہ بیا زمونږ د کور انګڼ ښائستہ کړې
نہ پہ کور کښې خپل رڼا بہ اووینمہ

نہ بہ بیا سپرلے پہ ھغہ رنګ کښې ګل شی
نۂ زمونږ وصال پہ غلا بہ اووینمہ

نہ پہ خُلہ باندی دا ستا نخرې لہ نا نا
نۂ دا ستا زړګے رضا بہ اووینمہ

وخت زما او ستا تر منځہ دېوال اوکہ
را پرېوتے چرتہ بیا بہ اووینمہ

اقبال اوس ھم د ځوانۍ خوبونہ وینی
لېونے څوک پہ دنیا بہ اووینمہ
څو چې نیزدې وم د یار زړۂ تہ ھمرہ لرې شومہ
ھیڅ خبر نۂ یم چې سزا د څۂ خبرې شومہ

پرون چې ما ئې لوبولې تورې زلفې ماران
نن زۂ لېوالہ د کتو ھم د نادرې شومہ

نۂ ئې لوګے او نۂ لمبہ ئې څوک پہ سترګو وېنی
پکښې پکښې نہ سم لړبُوس پہ اور د سرې شومہ

څومرہ صادق پہ یو عاشق باندې د سپی مثال دے
زۂ ھغہ در لہ بیا راځم چې کوم نہ کورې شومہ

زړۂ ئې زما سور ے سورے کړو لکہ نے پہ شان لہ
چرتہ غزل چرتہ ټپہ چرتہ سندرې شومہ

پاکې ساتل د تھمتونو نہ جامې ګرانې دی
خټہ کښې کوز د محبت چې د شولګرې شومہ

بیا پہ فضا کښې مې اقبالہ الوتل ګران شُو
دا ځل قفس کښې بند پخښې ماتې وزرې شومہ
چاتہ فریاد د چانہ سوال اوکړمہ
چاتہ ژړا د خپل حال اوکړمہ

چالہ احساس زما د درد نۂ کېږی
دځان نہ ګېرچاپېر چې خیال اوکړمہ

خوشحالی ځان سرہ جانان وړې دہ
څنګہ علاج د زړۂ ملال اوکړمہ

زړۂ دے قدغن بہ دومرہ او نۂ منی
ستا د کوڅې نہ بہ څو پال اوکړمہ

چرتہ نظرہ سپوږمۍ مخیہ بہ شې
د اننګی پہ سر دې خال اوکړمہ

چې پېژندے شې د ھمزولو سېل کښې
کار د مُکېش درلہ پہ شال اوکړمہ

تلې ځوانی پہ بېرتہ بیا نہ راځی
اوس ھرہ چارہ چې اقبال اوکړمہ
ستا تصور کښې څنګہ یمہ ھغہ شان ښہ یمہ
مۂ ګورہ اوس مې ھمېشہ د پارہ ځوان ښہ یمہ

پہ دې وہرېږم چې ستا زړۂ نہ چرتہ کوز نۂ شمہ
زۂ دې جانان ومہ پخوا اوس ھم جانان ښہ یمہ

زۂ دا ګڼمہ چې تۂ ھغسې پہ ما باندې مرې
کہ دا ګمان دے زما ھسې پہ ګمان ښہ یمہ

ما تمامی عمر د عشق پہ لار سفر کړے دے
اوس مې دعشقہ مۂ جارباسئ زۂ روان ښہ یمہ

ناصح کہ ماتہ لولوی پټۍ زۂ کلہ منم
ما چې راوړے وۂ پخوا پہ ھغہ ایمان ښہ یمہ

چې مې لہ یارہ لرې باسی پہ ھغہ عقل څۂ کړم
ما افلاطون دې خلق نہ بولی نادان ښہ یمہ

دا خلق وائی چې وصال د محبت مرګ دے
اقبال ولاړ پہ سرو لمبو کښې د ھجران ښہ یمہ
دې محبت زما اینہ اوخوړہ
ډېرو دردونو مې سینہ اوخوړہ

دا علامې راتہ څۂ نورې ښکاری
نامړدې تا خو ائینہ اوخوړہ

چا د څارو پہ شان لہ ژوند تېر کړو
چا ډېر پہ خوند پہ قرینہ اوخوړہ

ژوند مې بھر لہ ګردابونو نۂ شو
دعشق دریاب مې سفینہ اوخوړہ

ھغۂ اسانہ زندګی کړہ خپلہ
چا چې غصہ چا چې کینہ اوخوړہ

نخښې دې نوې رابرسېرہ کړلې
زما یاری دې دېرینہ اوخوړہ

دصبا غم دې پہ رازق باندې دے
شکر کوہ چې شبینہ اوخوړہ

څوک د زیارت ارزو پہ زړۂ کښې یوسی
ځنو مکہ پہ مدینہ اوخوړہ

اقبالہ حق مې د ژوندون څۂ دے
چې تورو خاورو نګینہ اوخوړہ
نہ لېونے شوم نہ ملنګ شومہ زہ
پہ محبت کښې د کوم رنګ شومہ زہ

نہ زہ پہ ھوش کښې نہ مدھوشہ یمہ
نہ د شرابو نہ د بھنګ شومہ زہ

نہ چا پہ غاړہ نہ چا بوی کړمہ زہ
نہ لونګین شوم نہ لونګ شومہ زہ

زما پہ حال دې ځان خبر نہ کړلو
لہ تانہ لرې کہ پہ څنګ شومہ زہ

چې زما نہ شوې زما ھیڅ نشتہ دے
کہ د تمام جھان اورنګ شومہ زہ

وړۂ دې پہ شان لہ د نکریزې شمہ
کہ ستا لاسونو کښې اترنګ شومہ زہ

پہ سپېرې ورځې چې پېدا شو اقبال
د خوار نصیب سرہ پہ جنګ شومہ زہ
چې یار مړ شو ولې مړ نہ شوې تراوسہ
پہ دې خړو خاورو خړ نہ شوې تراوسہ

چې سحر ماښام خپل ځان تہ دې خېرې دی
تۂ لوګے لۂ دې ایسړ نۂ شوې تراوسہ

بې لۂ یارہ څۂ ژوندون دے پہ دنیا کښې
تۂ پہ ھیڅ صورت ھم پړ نۂ شوې تراوسہ

ھغہ شان لہ خوراک څښاک کړې اودۂ کېږې
راګوذار چرتہ لہ چړ نۂ شوې تراوسہ

د ھجران بغرۍ کښې درستہ ورځ ټکېږې
مات رامات پہ دې لوړ نۂ شوې تراوسہ

د دنیا نہ پټہ پټہ دې ژړا دہ
پشکال غوندې پہ شړ نۂ شوې تراوسہ

خپل پردو سرہ پہ کلی کور کښې اوسې
مقامی لاندې د بړ نۂ شوې تراوسہ

سر دې مات لکہ فرھاد پہ تېشہ نۂ کۂ
د مجنون غوندې نومړ نۂ شوې تراوسہ

ښہ پېزار ښې جامې اغوندې اقبالہ
لېونی غوندې لغړ نۂ شوې تراوسہ
یو ارمان مې دے پہ زړۂ کښې چې لیلہٰ دہ
ګنی نورہ دا دنیا تورہ بلا دہ

حقیقت دژوندون څۂ دے کتل غواړی
کہ ښکارہ ئې د سپوږمۍ پہ شان ځلا دہ

پورہ کېږی نہ کہ درست جھان زما شی
بې لہ یارہ عجیبہ غوندې خلا دہ

منافق نۂ یم چې زړۂ کښې سخا کؤمہ
ما د زړۂ خبرہ کړې برملا دہ

ھغہ یو ځل ماتہ کړې چې مې عشق دہ
نېغہ کړې کلہ ټول عمر مې ملا دہ

چې پہ سترګو کښې مې نېغ کتلے نۂ شې
پټہ خامخا پہ زړۂ کښې دې څۂ غلا دہ

ھنرونہ د جلات اقبال تہ یاد دي
محبوبې کہ مینہ ستا لکہ قلا دہ
جوړ مې ھرې زاوې نہ ستا تصویر کہ
ما خپل غزل ښائستہ لکہ کشمیر کہ

دا کمال زما د سترګو دے پوھېږم
چې ستا حسن مې دنیا کښې بېنظیر کہ

اذادۍ شک دې زما چرتہ پہ زړۂ شو
تا چې زلفې کړې کونڅۍ پوخ دې زنځیر کہ

مازیګر چې دې مخ اوینځۂ ګودر کښې
مازیګر شۂ پہ اوږدو زیات دې تنویر کہ

پہ بانہ چې د ابو دې بوسہ راکړہ
د شکرې دې پېدا پکښې تاثیر کہ

سلائی چې پہ تېرو وروځو دې راښکۂ
خبر نۂ ئې چې څۂ حال دې د نخچیر کہ

کہ ښائستہ ئې دلربا کړہ بې قلمہ
د اقبال پورتہ د عشق نہ ئې خمیر کہ
پہ تصور کښ چې نګار واخلمہ
لکہ چې څانګہ د بھار واخلمہ

د غمہ شین زړۂ پرې ټکور شی زما
لب چې دې خُلہ کښې سُور انګار واخلمہ

چې خوری مې لا زما پرې مینہ راځی
لاس کښې دې زۂ د زلفو مار واخلمہ

چرتہ ھم ستا پہ زړۂ کښې دا رانغلہ
چې زۂ خبر د خپل بیمار واخلمہ

د پښتون ټولې جذباتی فېصلې
درېغہ چې عقل نہ بہ کار واخلمہ

مھربانی دې پہ رقیب ډېرہ شوہ
دا زړۂ مې غواړی چرتہ لار واخلمہ

کہ کچہ کېږی مې اقبالہ پښتو
زۂ پہ اوږو بہ خپل دار واخلمہ
نوم دې پہ ژبہ راوستے نۂ شمہ
زړۂ د چا مخکښې پرانستے نۂ شمہ

دعشق غمونو بې مجالہ کړمہ
چې اوس پہ ډډ ہ اوختے نۂ شمہ

رقیب نہ سوال ستا د دیدن اوکړمہ
ځان دومرہ ھم خو پریستے نۂ شمہ

چرتہ ورکېږم ددې کلی نہ ځم
چې تہ د بل شې دا کتے نۂ شمہ

یار مې دنیا سرہ څانګونہ اوکړل
زۂ ھغہ زوړ یم الوتے نہ شمہ

کۂ اودرېدې تہ د انا پہ ډھېرۍ
زۂ ھم پښتون یم سملاستے نۂ شمہ

ډوبہ مې ماتہ دہ پہ زړۂ کښې غنہ
پہ بڼو اقبالہ رایستے نۂ شمہ
زۂ نۂ پوھېږم کومہ لار اوکړمہ
د چا پہ خُلہ باندې اعتبار اوکړمہ

عشق کښې مې عقل فکر کار پرېښودۂ
لېونے څۂ رنګې روزګار اوکړمہ

وخت مې د لاسہ شګہ اوخوېدلہ
اوس کۂ ھرڅومرہ ھم تلوار اوکړمہ

سر بہ ږدم راتہ ښکارہ ښکاریږی
علاج کہ ډېر د زړۂ بیمار اوکړمہ

تۂ نۂ راځې زۂ لہ درتلو پاتې شوم
ګرانہ دہ اوس چې دې دیدار اوکړمہ

لکہ د اونې نہ پرې کړے ښاخ یم
تمنا څۂ بہ د بھار اوکړمہ

اقبالہ دغہ ھمرہ وس دے زما
زۂ بہ ژړا او انتظار اوکړمہ
ھر غزل مې مرثیہ دہ او ژړا دہ
ھغہ یار چې ګرځولې ماتہ شاہ دہ

خبر نۂ یم کوم ګناہ دے لہ ما شوے
مقرر چې دومرہ سختہ مې سزا دہ

زما اوښکې پہ رومال بہ اوچې نۂ شی
د چېتر ژړۍ دہ اوس کېوتې دا دہ

ولې نۂ مرې اے زما سختہ وجودہ
چې ھغہ زما پہ مرګ باندې رضا دہ

د معافۍ لفظ دیار کتاب کښې نیشتے
تسلیم کړې خپلہ ما ھرہ خطا دہ

د غماز د غمازۍ عادت لا نړۂ
زمانې اوشوې لۂ مانہ چې جدا دہ

د اقبال زړګیہ چوے لۂ ډېرہ غمہ
خلۂ پہ اہ او پہ فریاد باندې مې وا دہ
ھیڅ امید نیشتے چې تا بہ اووینمہ
ستا د ډکې خُلې خندا بہ اووینمہ

دروازې دې ھسې کلکې کړې راپورې
چې دې تلو تلو کښې برېښنا بہ اووینمہ

نہ زما ځوانی بہ بیا پہ بېرتہ راشی
نہ دا ستا پہ شان ښکلا بہ اووینمہ

یو ساعت لہ بہ ھم نۂ شوې بیلېدلے
د بېلتون پہ وخت ژړا بہ اووینمہ

لېونۍ پہ انتظار کښې بہ زما شوې
پہ غرمو ولاړہ بیا بہ اووینمہ

نہ دې وېرہ نہ دې سترګې شرمېدلې
اظہار دومرہ برملا بہ اووینمہ

لیونی وختونہ تېرواتۂ اقبالہ
د جنون تر حد سودا بہ اووینمہ
چې یې ما وتہ لوګے خپلہ ځوانی کړہ
څۂ کمال دے چې قربان مې ترې خانی کړہ

ګلچین واچؤۂ ظالم پہ داسې ګل لاس
چې پېدا یې پہ چمن کښې ویرانی کړہ

ھغہ اوس ھم ماسرہ غاړہ پہ دګ ږدی
غماز خا مخا خورہ بد ګمانی کړہ

چې پہ زړۂ یې د بېلتون پنجې وی خخې
د ښادۍ پہ ورځ بہ څنګہ شادمانی کړہ

یار ښائستہ راتہ ښکارہ شو پہ څو چندہ
ائینې مې نورہ زیاتہ حېرانی کړہ

د اقبال د غزل یو اړخ مۂ ګورہ
ورتہ ځیر شہ رنګ پہ رنګ ګل فشانی کړہ
لہ ژوندہ ستړے شوم ارام غواړمہ
دا ستا د زلفو یو ماښام غواړمہ

ژبہ تالو سرہ مې اولږېدہ
د تندې مرمہ ساقی جام غواړمہ

چې مې تازہ شی زړۂ کښې ستا نقشونہ
جلوہ دې بیا پہ سر د بام غواړمہ

زھر زما دې پہ ھر رګ خوارۂ شی
خورې بہ دا زلفې لام لام غواړمہ

دنیا تہ دروند ښکارم کۂ سپک ښکارمہ
ستا نظرونو کښې مقام غواړمہ

ھر یو ښائست زما لۂ ژوند اوواتۂ
بس یو ښائستہ غوندې انجام غواړمہ

اقبالہ زۂ د ھر سړی کومہ
د ھر سړی نہ احترام غواړمہ
اول درد د محبت زړۂ کښې پېدا کړہ
تۂ بیاض ھغې نہ ورستو زما وا کړہ

ھغہ چاتہ بہ احساس زما د درد شی
چې یې زړۂ لہ دغہ درد سرہ اشنا کا

زړۂ د کاڼی بہ موم نۂ کہ دامحال دہ
کہ سحرہ پورې پرخہ پرې ژړا کا

زمکہ سوزی ھغہ اور چې پرې بلېږی
ګېر چاپېرہ خلق واړہ تماشا کا

ما د ټول عمر د عشق نہ دا زدہ کړۂ
ډېرہ ګرانہ دہ چې یار سړے رضا کا

کہ زمونږ کور تہ راتلۂ دې خطائی دہ
خداے دې یو ځلې زمونږ کور تہ خطا کا

لکہ عشق ذرې ذرې کړمہ اقبالہ
پہ امان دې خداے ھر څوک لۂ دې بلا کا
زما د سترګو تندہ کمہ نۂ شوہ
لارہ دا ستا د دیدن سمہ نۂ شوہ

وېرہ د خلقو ستا د زړۂ لانړہ
یاری زما او ستا محکمہ نۂ شوہ

ما کہ دا ځان اووژۂ ستا پہ خاطر
تاتہ ښکارہ چرتہ صنمہ نۂ شوہ

دا ستا د تلو منظر مې سترګو کښې دے
فضا بھر بیا لہ ماتمہ نۂ شوہ

لکہ برېښنا یې جلوہ اوښودلہ
بیا راښکارہ راتہ د چمہ نۂ شوہ

یو سرہ زړۂ او بل سرہ ژوندون
زما نظر کښې محترمہ نۂ شوہ

کمے د ښکلو پہ دنیا نیشتہ دے
اقبال نہ ھېرہ بې قلمہ نۂ شوہ
اصلیت دې رامعلوم شو ډېرہ ښہ شوہ
زما طمع چې لہ تانہ وہ خورہ شوہ

چې سجدہ مې چاتہ کړہ د ھغہ خداے مې
خدائی د بل خداے پہ اشارہ شوہ

پښتنہ وینہ مې دا منلے نۂ شې
مشر اومنم داغی دا د چا شملہ شوہ

دروغ خوری او پہ دروغو باندی پائي
ضرورت شو د وخت څنګہ زمانہ شوہ

ساګ سوکړک بہ ئې خواړۂ خو غېرتیان وو
غوړہ زېړہ خوری پہ لاس کښې ئې کاسہ شوہ

تا بچوړی خپل خوړلی دی پخپلہ
ښہ شوہ مارې چې بربنډہ دې څېرہ شوہ

غل اخر نیولے کېږی دا قانون دے
کۂ د غلا طریقہ ھر څومرہ پښہ شوہ

غلامۍ طوق بہ شی ټول عمر پہ غاړہ
اذادۍ جذبہ اقبالہ کہ سړہ شوہ
خلق وائې چې سر یې سپین او رنګ یې تور شۂ
دا زما ژوندون زما د پارہ اور شۂ

کاتۂ غواړی بہ چې  اوس څنګہ ښکارېږی
ھغہ قد چې وۂ چینار اؤرم نسکور شۂ

تېرېدو سرہ د وخت  صبر رانغے
د لیدو ارمان مې لا پہ زړۂ کښې زور شۂ

چې یې ټولہ زندګی پہ عشق کښې داؤ کړہ
ھغہ خیال یې ھغہ شان لہ دے کۂ نور شۂ

چې ھر څومرہ مې سرپوښ کېښود پہ خُلہ خپل
ھمرہ لا مې پہ عالم د مینې شور شۂ

چې یې ستا پہ خیال کښې اولیکم دلبرہ
ھم ھغہ غزل زما د زړۂ ټکور  شۂ

داسې  وائی خلق اقبال جانان کښې ورک دے
دا شہرت زما پہ ټول جھان کښې خور شۂ
ور تہ راښکار شہ چې یو ځل دې اووینمہ
بیا مې یقینن نیشے یو وار بل دې اووینمہ
ما غوندې پہ تا بہ وخت وی کړې څنګہ لوبې
لرې  لوپټہ کړہ چې اوربل دې اووینمہ
نۂ بہ حالات ښہ شی نۂ بہ زۂ دومرہ ژوندے یم
نۂ بہ جلوګر پہ زوړ بورجل دې اووینمہ
ورک دې شی غماز چې فاصلې ئې راپېدا کړې
 زړۂ غواړی زما چې کور خپل دې اووینمہ
ستا بہ یو ساعت بغېر د مانہ تېرېدۂ نہ
بیا د جدائې پہ وخت ژړل دې اووینمہ
نرے سرود بہ جوړ شۂ چې پہ غلا بہ راتلې مالہ
څۂ ھنر بہ جوړم کړم جلاجل دې اووینمہ
شونډې بہ دې سرې کړې سترګې تورې زلفې ګورې
اولیکہ اقبالہ چې غزل دې اووینمہ
تمامی عمر مې اور کہ دې خراب زړۂ
ھیڅ علاج ما څخہ نۂ وۂ د کباب زړۂ

ھر ویختۂ نہ مې د سوز نغمې ختلې
غږېدۂ لکہ پہ مثل د رباب زړۂ

ھر ساعت پکښې خاتۂ د عشق موجونہ
نۂ پوھېږم سمندر وۂ کۂ دریاب زړۂ

سبقونہ یې نور واړہ لہ ما ھېر کړۂ
چې مې اولوستۂ دا ستا د مخ کتاب زړۂ

د اشنا د بت پہ مخکښې سجدہ رېز وۂ
خبر نۂ ؤ لہ عذاب او لہ ثواب زړۂ

زما پوخ یقین دے جوړ وۂ لہ فولادو
زغم دومرہ چې د ھجر کړو عتاب زړۂ

ماتہ نۂ شوہ بیا ھغہ نشہ اقبالہ
د ازل پہ ورځ چې څښلې وو شراب زرۂ
څومرہ مینہ چې پہ تا باندې زما دہ
پہ دنیا کښې دومرہ مینہ کړې چا دہ

لکہ خداے غوندې مې ستا بندګی اوکړہ
بې خطرہ  ناروا دہ کہ روا دہ

اباسین چې پشَکال کښې څومرہ زور کړې
دې نہ زیاتہ تا پسې زما ژړا دہ

پہ دې پوې شومہ چې مینہ نۂ زړېږی
چې وہ څومرہ د ھغې نہ زیاتہ لا دہ

نۂ وامق وۂ نۂ مجنون لکہ چې زۂ یم
نۂ عذرہ بہ داسې وہ او نۂ لېلہٰ دہ

شرمندہ بہ معشوقې پہ قیامت شی
تا چې کړی ما سرہ څومرہ وفا دہ

پہ ھغہ مقام د عشق یمہ اقبالہ
چې زما لہ پارہ یو وفا جفا دہ
باد ھم خبر نۂ راوړی د یار مالہ
را بہ شې پہ څۂ باندې قرار مالہ

څۂ  ھم اوشی یار مې ھېروے نۂ شی
دغہ ھمرہ دے پوخ ولې اعتبار مالہ

نۂ خوری سمے ھر تدبیر ناکامہ شو
سمہ بہ دا څوک کړې آخر لار مالہ

ما د غمازګرو بہ بېخ اوویستے
دغہ ھمرہ کہ را دې کړے اختیار مالہ

خلقو جولۍ ډکې د ګلونو کړې
څۂ را کړی دی خلقہ دی بھار مالہ

زۂ بہ پرې پرھر د زړۂ رفو کړمہ
راغے کہ پہ لاس د زلفو تار مالہ

کہ را یې کړہ بوسہ اقبالہ لا ښہ دہ
ښې شې پہ پستو لبو انکار مالہ
ستا انا زما پښتو ، تر منځ غر شۂ
تۂ خبر نۂ چې وریت زما ځیګر شۂ

تا کونڅۍ پہ انتظار کړہ زما سپینہ
زما ھم لکہ کمان پہ شان کمر شۂ

زۂ او تۂ د یو بل نوم پہ ژبہ ناخلُو
یو مرام د دواړو زړونو یو محور شۂ

د سحر مې لا څۂ خوند اخستے نۂ وۂ
سېوری لاړۂ بیا کاږۂ شُو مازیګر شۂ

استادی لویہ د عشق دہ چې منمہ
کوم نظر دے بې لہ عشقہ چې ژور شۂ

څوک زما او ستا د زړۂ نہ خبر نۂ دی
افرین بہ وائی خلق کہ خبر شۂ

راز خبرې دی پہ راز کېږی اقبالہ
منصور سِر ظاہرَولو خلاص د سر شۂ
راپغاړہ مې د ټول عمر ژړا دہ
ما موندلې دا د عشق لویہ سزا دہ

ستا تصویر زما پہ سترګو کښې حاضر شی
د غزل مې کلہ کړې ابتدا دہ

چې تېریږی مې پہ زړۂ ھغہ لیکمہ
زما ټولہ شاعری خلقہ رښتیا دہ

ھېرہ کړې بہ مې وې کہ بې وفا وے
سترګو مخکښې مې ولاړہ ستا وفا دہ

څۂ پښتو دہ څۂ مذھب چې لاس پہ خلۂ ږدم
ستا پہ مخکښې څۂ شېرینہ څۂ لیلیٰ دہ

ستا د تورو زلفو خیال زما پہ زړۂ دے
دا مې وژنی راپسې تورہ بلا دہ

نیمہ شپہ دہ خلق ټول پہ خوب اودۂ دے
پہ اقبال باندې غوټہ راغلې  بیا دہ
پہ ھنر ھنر ژوندون دے تېراومہ
ھر ساعت پہ مېږہ تون دے تېراومہ

د نړۍ پہ یو ھېواد کښې چرتہ نیشتے
ستا د ظلم خپل قانون دے تېراومہ

مخ بہ ولې زما تور تبخے نۂ وی
اور مې زړۂ کښې د بېلتون دے تېراومہ

ھر ناوک ستا لہ مژګانو  چې راخېژی
ورتہ نخښہ مې لړمون دے تېراومہ

ما د پارہ څۂ کمے نؤ پہ خاطر ستا
قبول کړے مې کُنتُون دے تېراومہ

سمندر بغېر لہ مد وجذر نۂ وی
زړۂ مې کلہ پہ سکون دے تېراومہ

ھرې څوکې نہ د غم کاڼے چې رغړی
ورتہ زړۂ مې پہ سمُون دے تېراومہ

د اقبال نہ لږ ساعت ھم نۂ ھېرېږې
زما نن اشنا پرون دے تېراومہ

چې مې کلہ نہ دا مینہ ستا پہ خیال شوہ
کہ مې ورځ دہ کہ مې شپہ یارہ وصال شوہ

نۂ مې وېرہ د رقیب نہ د غماز دہ
اذادی راتہ حاصلہ د کمال شوہ

نقش زما پہ زړۂ تصویر ستا د ځوانۍ دے
 ستا ځوانی زما د پارہ لا زوال شوہ

تاتہ مخ دې زما تور پہ قیامت شې
کۂ لہ تا راتہ خوږہ څوک پہ مثقال شوہ

ساقی مات نۂ کړم اداب د مېخانې زۂ
کۂ بھر تندہ زغم نہ د لېوال شوہ

خوبان زمکہ ګروی او کوز کوز ګوری
چې خبرہ ستا د وصف د جمال شوہ

چې ھر څو فخر پرې اوکړی ھمرہ کم دے
سربالا پہ معشوقو کښې د اقبال شوہ
د وخت خړہ مې پہ سترګو کښې خورہ شوہ
د زړۂ درد مې زیات شو ھېرہ ستا بشرہ شوہ

د امید لیتکے پہ زړۂ کښې څنګہ بل کړم
ستا بې څایہ انا دنګہ تاترہ شوہ

ھر مئېن سرہ پہ عشق کښې داسې کېږی
 کہ یواځې دا ناسازہ ماسرہ شوہ

ځائے د طمعې مې ھمېش لہ خالي خېژی
چې د چانہ ھم پېدا زما اسرہ شوہ

پہ ھغہ کلی کښې ژوند تېراول ګران دی
چې د ھر سړی پہ سر کښې قرقرہ شوہ

اوس د ځان ساتلو څۂ خېر دے اقبالہ
چې د سر نہ لاړہ پورتہ غرغرہ شوہ
پہ ھر مخ کښې نندارہ د ھغہ یار دہ
خو لیدو لہ ئې د زړۂ سترګہ پکار دہ

کۂ سرمدئې د چړې د لاندې وینی
منصور کړې تماشہ پہ سر د دار دہ

مجنون اولیدۂ پہ سترګو د لېلیٰ کښې
څېرې کړې د رانجھا پوسکۍ تار دہ

فرھاد غر سورے کوی نۂ ستړے کېږې
شیرینۍ ورتہ محل کښې انتظار دہ

بلبل باغ کښې پہ ھر ګل باندې غوړېږی
و پتنګ وتہ ښائستہ لمہ د نار دہ

کۂ زاھد ئې د تسبو دانہ کښې ګوری
د ھندو پہ غاړہ بیاستہ د زینار دہ

څوک ئې ګوری پہ جمال څوک پہ جلال کښې
جوړہ کړې ھر چا ځان د پارہ لار دہ

اقبال ھیڅ پہ حقیقت او مجاز نۂ دے
ښکارہ شوې عاشقی ورتہ د کار دہ
څنګہ چې وہ ،ښائست ئې اوس ھم ھغہ شان وینمہ
زہ چې پہ کومہ شپہ پہ خوب کښې خپل جانان وینمہ

زما یقین دے ستا ځوانۍ باندې خزان نۂ راځی
زما یقین دے چې تا وینم تا بہ ځوان وینمہ

خلق بہ  سوچ کړی چې مدام  د چا ځوانی کېدے شی
لېونے نہ یم چرتہ لرې یو امکان وینمہ

زما د پارہ ستا مثال د ائنې مثال دے
زۂ چې تا ګورمہ پہ تا کښې خپل ځان وینمہ

دومرہ اشنا پسې زۂ ولې سرګردانہ نۂ شوم
لکہ دنیا پسې چې خلق سرګردان وینمہ

ھر یو ارمان مې دے نیمګړے چې پورہ نۂ شو ستا
ټول ارمانی ژوندون خپل ارمان ارمان وینمہ

ستا دغزل رنګا رنګۍ تہ چې اقبالہ ګوری
ډېر د نیزدې ملګری ھم دې حاسدان وینمہ
ستا د دیدن پہ خاطر ژوند غواړمہ
د زھرو ګوټ نہ بہ څۂ خوند غواړمہ

د عمر عمر شوګیرو پہ بدل
خوب دې یوہ شپہ پہ مړوند غواړمہ

پہ اشارو کنایو نۂ پوھېږم
اظھار پہ خُلہ درنہ سرګند غواړمہ

پہ فېرنګی څنګہ اعتبار اوکړمہ
ملالہ غواړم د مېوند غواړمہ

بیا بیا فصلونہ او مالونہ مې وړی
پوخ اباسین تہ یو ځل بند غواړمہ

کم عقل یار نہ زما وېرہ کېږی
دښمن کہ غواړم عقل مند غوړمہ

مڼہ بُکیاڼہ کښې اقبالہ نۂ شی
دخپل جانان سرہ پېوند غوړمہ
چې پہ خاورو کښې پرتہ ھغہ بشرہ دہ
اوس مې پاتې د ژوندون کومہ اسرہ دہ

غماز خپل د جبلت نہ دے مجبورہ
قیصہ ستا زما د مینې خو خورہ دہ

بیا یو ورور خپلو جذباتو نہ مغلوب شۂ
بیا یو خور د ورور پہ بدو کښې سورہ دہ

د ادم حوا نہ ټول خلق پېدا دے
د پښتون پکښې لا مور څنګہ مېرہ دہ

کہ دا ستا حسن پہ مثل د افتاب دے
زما مینہ ھم وړہ غوندې ذرہ دہ

ھر عاشق دي داسې سرې وینې ژړلی
کہ یواځې دا زما برخہ سپېرہ دہ

دومرہ غم پکښې ځائے شوے دے اقبالہ
د کتلو جوګہ ستا دغہ جګرہ دہ
زما غزل رنګین رنګین خیالونہ
ستا د رخسار ستا د جبین خیالونہ

تۂ مې پرواز د تخّیل اوګورہ
د اسمان راشی پہ زمین خیالونہ

ھم د مکان د لامکان راشی
د یو مکان نۂ دی مکین خیالونہ

چې راپغاړہ شو ھجران د عمر
ځکہ زما شُو آتشین خیالونہ

لکہ چې لویہ شوې نازونو باندې
دغسې ستا نیازبین نیازبین خیالونہ

نۂ ګرځی خیال مې د مردارې زړۂ کښې
زما ھُما زما شاھین خیالونہ

چې ستا خوږې مینې تہ خیال شی زما
خواږۂ خواږۂ شی انګبین خیالونہ

د عشق بلا چې دې پہ سر واخستہ
اقبالہ پرېږدہ د تسکین خیالونہ
تا بہ اووینمہ  بیا باور مې نیشتہ
پہ دې لور بہ شې خطا باور مې نیشتہ

زمانې کړو دومرہ پوخ دېوال تر منځہ
چې بہ سر کړمہ اشنا باور مې نیشتہ

ستا سرشت لکہ دُنیا بې وفائی دہ
چل بہ زدہ کړې د وفا باور مې نیشتہ

چې یو کلے شو دنیا نقصان یې دا دے
څوک بہ بچ شی لہ وبا باور مې نیشتہ

پہ ھمت باندې سړے مرام تہ رسی
بې ھمت کاندی ژړا باور مې نیشتہ

لکہ تا پسې زما اہ و بُکا دہ
تۂ بہ ھم یادوې ما باور مې نیشتہ

چې لو ے شوې پہ دروغو دہ اقبالہ
دا بہ اوائی رښتیا باور مې نیشتہ
د ښکلې مخ څہرہ مې  ھېرہ شولہ
زمانہ دومرہ منځ کښې تېرہ شولہ

خیال یې زما د زړۂ نہ او نۂ واتۂ
زېلہ د زړۂ نہ مې چاپیرہ شولہ

چې یې شوخۍ زیاتہ د جونو نہ وہ
پہ مشرانو کښې نن شمېرہ شولہ

زاړۂ یوازې مونږہ دواړہ نۂ شُو
زړہ ھم ھغہ د ټال بېرہ شولہ

دنیا بہ پاتې شې حېرانہ ورتہ
کہ مې د عشق قیصہ برسېرہ شولہ

زړۂ نہ مې ساہ د یار غمونو اوویست
ځکہ دنیا راباندې شېرہ شولہ

حال د ریاست شو د رضیہ اقبالہ
د غونډاګانو منځ کښې ګېرہ شولہ
ستا د مینې څۂ عجبہ سر شاری دہ
چې مې ټولہ زندګی پرې خماری دہ

چې رغېږمہ ترې مرمہ راتہ ښکاری
لاحق داسې مې د عشق بیماری دہ

موسیقۍ او د شعر یو بل کښې تړون دے
کہ دا نۂ وی بیا ترې غورہ نثاری دہ

ھغہ  مینہ دہ چې پاکہ د لالچ  دہ
 دیو بل نہ طمع، مینہ بازاری دہ

 د ژړۍ نہ ورستو ستورو پړقہ پُړوک دے
کہ دا ستا پہ لُوپټہ مینا کاری دہ

رسولے تر دې حال پورې چا یم ؟
ستا پہ غاړہ اوس زما تیمارداری دہ

دنیا ټولہ اوګټی اقبال بہ څۂ کا
چې بېللې یې د عشق جواری دہ
ھغہ زما لہ زړۂ نہ نۂ اوځی زۂ څۂ اوکړمہ
چې یې اوباسم زما زړۂ اوځی زۂ څۂ اوکړمہ

زړۂ مې ترې پټ شو پہ سینہ کښې دېوالونو شاہ تہ
پورې راپورې ترې باڼۂ اوځی زۂ څۂ اوکړمہ

اور چې بلېږی لوګے خامخا بہ خېژی ھلتہ
کۂ اسوېلی ساړۂ ساړۂ  اوځی زۂ څۂ اوکړم
ہ
د محبت خړ سېلاب واخستم لاھُو یې کړمہ
بوټی د لاسہ مې پاخۂ اوځی زۂ څۂ اوکړمہ

لکہ د زاڼې راپریوځی پہ انګڼ د ځنو
راغلے دام نہ مې مارغۂ اوځی زۂ څۂ اوکړمہ

اقبالہ سم مې پېدا نۂ کہ د لړم لکۍ دی
یاران پہ برخہ مې کاږۂ اوځی زۂ اوکړمہ
تۂ بہ مې ګورې زۂ بہ مړیم چرتہ
تانہ بہ وړے د وخت خوړ یم چرتہ

دا چې زما سرہ ھر وختې کېږی
لکہ چې زۂ د دغې وړ یم چرتہ

زندګی ټولہ مې سزا جوړہ شوہ
پہ ګناھونو کښې ککړ یم چرتہ

سر مې غرمو تہ دے مدام نیولے
ورکوم سېورے بل لہ بړ یم چرتہ

څوک ازار کړے پہ ځوانۍ بہ مې وی
خېرې خېرې ایسړ ایسړ یم چرتہ

ھر یو ھډوکے مې رانجۂ رانجۂ شۂ
ګوذار د عشق لہ داسې چړ یم چرتہ

اقبال پہ عشق کښې د وقار قائل یم
دا زۂ غلام او نۂ چوپړ یم چرتہ
ما تصویر لہ ھرې ډډې د یار جوړ کہ
لکہ یار نۂ شو کۂ ډېر مې سینګار جوړ کہ

دا د عشق ناقراری مې کمہ نۂ شوہ
کہ ھر څومرہ مې سبب د قرار جوړ کہ

سم د یار نازکې طبعې سرہ نۂ شو
پہ خوارۍ باندې کہ ډېر مې بازار جوړ کہ

پہ ائین کښې دې ځان اوګوری پخپلہ
داسې وۂ کۂ خلقہ ما ترې نګار جوړ کہ

عکس زما د تور باتُور تری منعکس شو
کۂ تور خال یې د رنجو پہ رخسار جوړ کہ

ضمانت د پال طبیب غواړی نادان دے
کہ خداے دا ځلې د مینې بیمار جوړ کہ

غبارہ کښې چی ھوا ډیرہ شی وچوی
ھر سړے یې د خپل ظرف پہ مقدار جوړ کہ

د غماز سترګې دې اووځی چې خلاص شم
بیا یې شر اقبال سرہ پہ دیدار جوړ کہ
ستا د وصال شوہ ھرہ لارہ ړندہ
ھرہ ارزو شوہ ھرہ چارہ ړندہ

خوشحالی ما پہ دُنیا او نۂ لیدہ
لکہ شی تېرہ لہ بازارہ ړندہ

کہ عېب جوی دې غماز ډېرہ اوکړی
مینہ زما دہ پہ تا یارہ ړندہ

ھغہ عاشق د خداے نہ نور څۂ غواړی
چې معشوقہ شی چا د پارہ ړندہ

داسې لاسونو کښې نظام د ملک دے
سوزن کښې اچوی دې تارہ ړندہ

داسې حالات شُو د پښتو ادبہ
خبر بہ څۂ شی لہ معیارہ ړندہ

نظر اقبالہ د باتُور پکار دے
ایستے دې نۂ شی پټہ خارہ ړندہ
چې پہ خوب کښې زما راشې ستا مننہ
رقیبانو لہ سزا شې ستا مننہ

وسیلہ ستا د دیدن مې پاتې نۂ شوہ
مھروبانہ کۂ پہ ما شې ستا مننہ

ستا ښائست بہ ھغہ نۂ وی زۂ پوھېږم
ماتہ بیا زړہ لېلہٰ شې ستا مننہ

غمازان مې تا د زړۂ نہ ایستۂ غواړی
تۂ پہ زړۂ کلکہ زما شې ستا مننہ

پہ نری رنځ دعشق ډېر اورنځېدمہ
کہ زما د رنځ دوا شې ستا مننہ

بلبلان دې کړۂ حېران د باغ اقبالہ
پہ ھزار رنګہ ګویا شې ستا مننہ
ولې دې مړ نۂ شم کہ  تا ھېر کړمہ
څنګہ ژوندون بہ خپل اشنا ھېر کړمہ

زما د عمر ګټہ ستامینہ دہ
یوہ لحظہ نۂ دہ چې  دا ھېر کړمہ

یادونہ ټول مې ستا سرہ تړلی
 ھجر کښې اخلم چې پرې ساہ ھېر کړمہ

چې مې اظھار د محبت کړے وۂ
ستا زیړیدل یاد دی زما ھېر کړمہ ؟

د قبر غم دے چې اقبالہ مې خوری
لېونی غواړی پہ دنیا ھېر کړمہ
څنګہ کېدے شی چې زۂ تا ھېر کړمہ
داسې ممکن دہ خپل ساہ ھېر کړمہ

تا بہ څۂ بد کړی لۂ ما سرہ وے
چې بد دې مخې کړم تا ھېر کړمہ

زما او ستا خو د قیامت وعدہ وہ
قیامت خو نۂ دے پہ دُنیا ھېر کړمہ

پہ ما تېرېږی بہ خوشحالہ اوسې
مړ دې شم تا کہ پہ دعا ھېر کړمہ

زیاتہ لۂ ما نہ چې وفا باندې دہ
کړے خپل لوظ د وفا ھېر کړمہ
ستا د یو ځل د لیدو مې ارزو دہ
ختمہ شوې بلہ ھرہ جستجو دہ

د وصال د وړومبنې شپې ستا د زلفو
 لا تراوسہ پہ مزغو کښې مې خوشبو دہ

د بورا غوندې د ھر یو ګل مېلمہ شوم
چرتہ داسې قافلہ  د رنګ او بُو  دہ

مقدم چې څوک وفا ګڼی لہ ځانہ
ھغہ مینہ ھر میدان کښې سرخ رو دہ

 کہ ځان مړ کړم دا احسان بہ ئې خلاص نۂ کړم
چې پہ پت کښې زما ناستہ پہ ګېسُو دہ

پټ ہہ ونو کښې غږونہ چې کوئل کړی
پہ خبرو ئې لیدلې خوش ګلُو دہ

د ھغې بہ څۂ انجام ښہ وی اقبالہ
یارانہ چې  پہ دانہ د شلتالُو دہ
داسې اميد زما له تانه نۀ وۀ
دومره قصور مې هم جانانه نۀ وۀ

رخ د سيلۍ بدل بدل غوندې وۀ
وخت د ډېر وخت نه مهروبانه نۀ وۀ

ما ترې نه طمع د وفا نۀ ساتله
څوک چې اشنا هډو وفا نۀ وۀ

دا کومه لوبه ده روانه ښار کښې
جوړ شوے دومره په اسانه نۀ وۀ

اقباله څۀ اوکړم چې نۀ پوهېږي
هيڅوک خفه زمونږ په ورانه نۀ وۀ
تۂ بہ مې ګورې بیا بہ نۂ یمہ زۂ
پنجہ کښې وړے بہ مارغۂ یمہ زۂ

چې دې زما پہ شان مئین نۂ وۂ څوک
پوھہ بہ شې چې تالہ څۂ یمہ زۂ

فرشتو لږ راباندې ترس اوکړئ
مخکښې نہ ټول وړۂ وړۂ یمہ زۂ

ستا د راتللو څۂ امید نیشتہ دے
بیا دې ھم لار تہ پہ کاتۂ یمہ زۂ

راشہ رخصت مې کړہ پہ مینہ باندې
پہ اخری سفر د تلۂ یمہ زۂ

کۂ د سرو وینو غرغړې کومہ
سورے سورے اقبال پہ زړۂ یمہ زۂ
مۂ مې لګوہ دومرہ دېوال سرہ
چې کوز شمہ مېدان تہ تورې ډال سرہ

حق مې پېژندلے اوس ئې غواړمہ
ډېرې لوبې اوشوې زما مال سرہ

اؤرې بہ زما زۂ چې څۂ وائیمہ
تۂ کہ متفق مې نۂ ئې خیال سرہ

بویں د انقلاب لۂ دې فضا راځی
خوړ د وینو پاک بہ کړې رومال سرہ ؟

ما د کور دربان کړې تۂ قابض شوې پرې
اوس مې نیوے نۂ شې پہ زوړ جال سرہ

تۂ او زۂ لازم ملزوم یُو یو بل لہ
دواړہ بہ قدم اخلو د پال سرہ

دواړہ بہ لہ حدہ خپل تېریږو نہ
ژوند نۂ شی یو کور کښې استحصال سرہ

پخپلہ بہ قائل شې دا یقین مې دے
کېناستې یو ځل کہ د اقبال سرہ
ھغہ لمحہ د دیدن ھېرہ نۂ شوہ
د لاسہ اووتلہ ګېرہ نۂ شوہ

خُلہ ئې وېنا تہ جوړېدلہ بیا بیا
غلې شوہ پاتې رابرڅېرہ نۂ شوہ

ښہ وی کہ بدہ زندګی تېرہ شی
بغېر لہ تا راباندې تېرہ نۂ شوہ

چې ما او تا بہ پکښې ټال اچوۂ
خزان نہ پاتې ھغہ بېرہ نۂ شوہ

برخہ راوړې مې ځای کمہ وہ
پہ وظیفو باندې ھیڅ ډېرہ نۂ شہ

چې نیمہ شپہ کښې بیلېدہ بہ لہ ما
پہ ھغہ رنګ کښې را چاپېرہ نۂ شوہ

اقبالہ ډېر کہ مې ھمت ورکوۂ
کمزورې زړۂ باندې وہ شېرہ نۂ شوہ
تہ خپل جبر زما زغم ګورہ
چې څوک شغال دے څوک ضېغم ګورہ

اوزمایہ ھرہ حربہ را باندې
تۂ ارادہ مې مسمم ګورہ

مټې بہ ستا اودرېږی ستړې بہ شی
سرونہ دا بہ نۂ شی کم ګورہ

لہ زېلو اونړېدم او بہ لوئېرم
نختر یم باد نۂ کړمہ خم ګورہ

زنګ بہ شی ماتہ بہ دې دا تُورہ شی
سدا بھار زما قلم ګورہ

کہ مې لاسونہ لېچې دواړہ پرې شُو
نیسم بہ غاښو کښې عَلم ګورہ

امید اقبالہ دے صبا بہ خېژی
راج بہ ختمیږی د تورتم ګورہ
د محبت خواږۂ خواږۂ دردونہ
وژنی آخر بہ مې د زړۂ دردونہ

سر خو بہ خوری دا څۂ ناشونې نۂ دہ
څوک چې پالی دومرہ زاړۂ دردونہ

کلہ زبېرګی او کلہ اہ جوړ شی
زما د خُلې نہ چې خاتۂ دردونہ

اوس بہ خوشحالہ وی چې ټول درد شومہ
پہ ھر قدم ئې چې کاتۂ درونہ

بې نیازہ یار راتہ کتلی نۂ دی
ګنی پہ مخ مې ښکارېدۂ دردونہ

نایابہ شُو ھغہ دارو اقبالہ
زما پہ څۂ چې ورکېدۂ دردونہ
اشنا لہ ما رخصتېدۂ زۂ ولې مړ نۂ شومہ
اسمان پہ ما راغوزېدۂ زۂ ولې مړ نۂ شومہ

دومرہ اوږدہ جدائی څنګہ بہ برداشت کړمہ زۂ
چې یو ساعت بہ غمېدۂ زۂ ولې مړ نۂ شومہ

چې د بېلتون اعلان کېدۂ زۂ لکہ بُت ولاړ وم
وجود مې پاڼہ رپېدۂ زۂ ولې مړ نۂ شومہ

چې تصور ئې ما پہ ژوند کښې چرتہ کړے نۂ وۂ
ھم ھغہ ھر څۂ نن کېدۂ زۂ ولې مړ نۂ شومہ

اقبالہ حق د یارانې مې ادا کړے نۂ دے
ځان مې لہ ځانہ شرمېدۂ زہ ولې مړ نۂ شومہ
زۂ یو سحر او بل ماښام لیکمہ
اشنا غزل دا ستا پہ نام لیکمہ

پہ بلۍ راشہ چې ښائستہ شی منظر
نن مې زړۂ غواړی ستا پہ بام لیکمہ

خط چې لیکم د زړۂ پہ وینو لیکم
اول د ټولو نہ سلام لیکمہ

نشہ د خپل د عشق پورہ دہ زما
نۂ پہ مینا او نۂ پہ جام لیکمہ

زما د ژوند قیصہ رښتینې قیصہ
چې ګل اندامې د بھرام لیکمہ

جمع دے ھر خاصیت ستا سترګو کښې
کلہ نرګس کلہ بادام لیکمہ

څۂ ګډہ وډہ افسانہ وۂ ژوندون
اقبالہ څۂ بہ اختتام لیکمہ
زما پہ زړۂ یې چې ټول عمر خدائی اوکړلہ
زړۂ بہ مې اوچوی کۂ ھغۂ بې وفائی اوکړلہ

زۂ اوس پہ کومہ خُلہ ھغۂ تہ بې وفا اووائیم
چې مې ټول عمر د چا مدحہ سرائی اوکړلہ

رېبارہ ماتہ د خداے پہ نوم رښتیا اووایہ
چې یار زما ماسرہ څومرہ سچائی اوکړلہ

د ھړ غرمہ دہ ھرسړی سیوری لہ سر وړے دے
ارمانی چغہ پہ صحرا کښې سودائی اوکړلہ

دا ما چې چرتہ پہ غلطہ لارہ پل اېښے دے
د سمې لارې زما عشق رھنمائی اوکړلہ

دا ځنې ځنې مذبذبہ کښې اقبالہ لاړل
نۂ یې رندی اوکړلہ نۂ یې پارسائی اوکړلہ
جانانہ نور ستا د پښتو نۂ یمہ
دا ځلہ مرم د رغېدو نۂ یمہ

ستا پہ مِنت باندې زۂ نۂ شرمېږم
څۂ اوکړم زۂ چې د درتلو نۂ یمہ

زۂ اوچ خشاک یمہ بڅرے غواړم
زغم د ھجران د سرو لمبو نۂ یمہ

چې ستا زما ورانہ پہ څۂ باندې دہ
پښتون یم راز د سپړدو نۂ یمہ

زۂ چې ګرېز کوم دا ستا لۂ دیدن
زوړ شومہ خپل مخ د ښودو نۂ یمہ

ګلہ دا ستا کہ اشارت وے راتہ
حیصار پہ شپول او پہ ازغو نۂ یمہ

وھلے داسې یار پہ نیمہ کښې یم
اقبالہ اوس د سمېدو نۂ یمہ
څوک کتے شی مخامخ کلہ افتاب تہ
خو حېران یم زۂ د خپلو سترګو تاب تہ

غوټۍ ځکہ ګل کېدو کښې تحمل کړی
ځان خجل ورتہ ښکارېږی ستا شباب تہ

زۂ پہ زور یې ھلہ پوھہ شوم عالمہ
چې مې اودنګل د عشق خړ دریاب تہ

ستا د سرو اننګو اور کړم شنہ لوخړہ
اور دې ولې پورې نۂ شو تور نقاب تہ

پرې خوږہ نغمہ دا ستا د نوم غږېږی
کۂ غوږ اونیسې زما د زړۂ رباب تہ

پہ رو رو علم زیاتېږی خزانہ شی
کہ لږ وخت دې ورکوۂ چرتہ کتاب تہ

دا دنیا دھوکہ د سترګو د اقبالہ
اوبۂ مۂ وایہ اقبالہ دې سراب تہ
مینہ مو پخښہ شوہ د سینګار محتاجہ نۂ دہ
ونہ د خونۂ دہ د بھار محتاجہ نۂ دہ

دوہ مئین پہ سترګو کښې بلا خبرې اوکړی
ھرہ یو خبرہ د اظھار محتاجہ نۂ دہ

وخت لکہ لاټُو پہ یوہ پښہ او چُورلولم
اوس مې زندګی د ھیڅ قرار محتاجہ نۂ دہ

نۂ ښکاری کم اصل تہ کہ سرومال ترې ځار کړې
اصیل سرہ نېکی کول د شمار محتاج نۂ دہ

اقبالہ د ژوندون پہ مقصد غور فکر پکار دے
کار د لاروی دے ګنی لار محتاجہ نۂ دہ
جدا لہ یارہ د اختر شپہ دہ
غوڅہ وی زړۂ خنجر خنجر شپہ دہ

بیا ھغہ زوړ زخم مې خُلہ پرانستہ
څړیکې د درد پرھر پرھر شپہ دہ

زما نصیبہ پہ تا څۂ اوکړمہ
ھیڅ پوھہ نۂ شوم چی سحر شپہ دہ

ما پټې کړې دی لہ وېرې سترګې
چې سترګی پرانزم بھر شپہ دہ

تېارې پخې شوی نورې لا ګورې شوی
پټ دے پہ کوم وطن کښې نمر شپہ دہ

کتے رڼا تہ اوس اقبالہ نۂ شُو
زمونږہ ټول عمر پہ سر شپہ دہ
ستا پہ وعدہ څنګہ اعتبار اوکړمہ
چې پہ زاړہ نظر یو وار اوکړمہ

اشتیاق ستا پہ زړۂ کښې پاتې نۂ شو
زۂ کہ ھر څومرہ ھم تلوار اوکړمہ

ھر سړے مانہ دلداری غواړی
چانہ بہ طمع د دلدار اوکړمہ

اشنا کہ ستا راسرہ لار وے چرتہ
پہ دشتو غرونو کښې بہ لار اوکړمہ

دا بې وسی دہ چم ګاونډہ زما
پہ نیمہ شپہ کښې یک زار اوکړمہ

زۂ پہ سادہ حسن د غرۂ مئین یم
څہ بہ د ښار پہ ډول سینګار اوکړمہ

نۂ پاتې کېږی یار د تلو پہ نیت دے
اقبالہ ډېر ھم کہ اسرار اوکړمہ
مۂ مې لږوہ دومرہ دېوال سرہ
چې ګډ شم پہ مېدان کښې تورې ډال سرہ

تانہ زیاتہ دہ وفاداری زما
تور لږوہ ما باندې تۂ خیال سرہ

زۂ مئین عزت او پہ غېرت یمہ
ستا مینہ قارونہ دہ د مال سرہ

زۂ آزاد طوطی د شنو بنړوڼو یم
تۂ عادت د سرو قفس او جال سرہ

اوګورہ تاریخ د پلار نیکونو مې
ګرانہ دہ سیالی کول د سیال سرہ

زدہ بہ کړې سبق د حریت ترې نہ
کېناستې څو ورځې د اقبال سرہ
څنګہ بہ اوشی ستا زما روغہ
چې غواړی نۂ پُورہ دنیا روغہ

کہ ستا زما وے څۂ بہ شوی وو خو
چا سرہ اوکړی څوک د چا روغہ

د بېلتانۂ ورځ بہ دې ھېرہ نۂ کړم
دنیا راپرېوتہ پہ ما روغہ

پکښې بہ څوک نہ څوک غماز پېدا شی
چې او ځنډېږی تر صبا روغہ

رضا کول دومرہ دنیا ګرانہ دہ
راځہ چې اوکړو مونر جدا روغہ

اقبالہ سوال کړہ چې سبب جوړ شی
څہ بہ کړو مرګ نہ ورستو بیا روغہ
ستا جفا مې پہ وفا منلې دہ
بادشاھی مې پہ زړۂ ستا منلې دہ

راکوہ زما د عشق د ګناہ مې
ما دې ھرہ یو سزا منلې دہ

د قانون او د څۂ لارې څۂ حاجت دے
ناروا مې ستا روا منلې دہ

د تن غوښې زما خوری کہ د زړۂ وینې
ما پہ ځان د عشق بلا منلې دہ

کہ دې زړۂ پہ دې یخېږی راکوہ
ما خېرہ دې پہ دعا منلې دہ

څۂ ګیلہ دہ کہ یې دا ځل نۂ منې
تا پہ پخوا کلہ زما منلې دہ

نۂ څۂ زور وۂ نۂ څۂ جبر وۂ اقبالہ
ما د خپل زړۂ پہ رضا منلې دہ
پہ زړۂ کښې نقش تازہ کول غواړمہ
مخ تہ دې بیا یو ځل کتل غواړمہ

نیم ژوبلہ ژوند بہ سړے څو تېر کړی
پہ یوہ ډډہ لږېدل غواړمہ

ھمرہ د زړۂ د ارمان مې لا ژوندے شو
ھر څومرہ زۂ یې چې وژل غواړمہ

ستا د لیدو خواھش مې زیات ځکہ شو
څۂ اورېدل څۂ اؤرول غواړمہ

اقبالہ داسې لېونے بہ څوک وی
دا بې نېټې چې زۂ اجل غواړمہ
یار مې ھېر کړۂ راسرہ کړی لوظونہ
ما ژوندی ساتلی دی مړی لوظونہ

ھغہ شان پہ ھغہ زړہ لارہ روان یم
دی پہ غاړہ کښی زما پړی لوظونہ

زۂ تراوسہ یې سمبال سمبال ساتمہ
سیند لہ یارہ چرتہ دی وړی لوظونہ

نۂ پوھېږمہ چې دومرہ زر شوې ولی
یا لہ تانہ شُو اشنا ستړی لوظونہ

پہ قدم قدم مې بیا را زرغونېږی
ما کرلی پہ ھر ګام زړی لوظونہ

د پخو سنړو دې بند اوکړی اقبالہ
پس لہ ھغې نہ دې بیا غړی لوظونہ
تا ډیرہ زیاتہ چې ښودلہ وېرہ
زما د زړۂ نہ اووتلہ وېرہ

پہ وېرہ وېرہ دې بلا جوړ کړم
اوس رانہ خورې یارہ پخپلہ وېرہ

تاتہ ھغہ سبب ډېر ښہ معلوم دے
خود بہ دې زړۂ کښې پرېوتلہ وېرہ

زۂ کہ قسم خورم ستا اعتبار پرې نۂ شی
دومرہ دې زړۂ کښې اوروزلہ وېرہ

زۂ کوشیش اوکړم د یوې د ویستو
پېدا شی ستا پہ زړۂ کښې بلہ وېرہ

ژوندون زما او ستا پہ یو کور کښې دے
څو بہ ساتُو مونږ لہ یو بلہ وېرہ

راځہ چې دواړہ څۂ حدود او ټاکُو
زړونو نہ اوځی تر تلہ وېرہ

اقبال خپل دې څۂ پردے خو نۂ دے
تۂ رانہ خورې دغہ ھمرہ څلہ وېرہ
اخلی مېړنی ډغرې غر سرہ
یو بہ مقابل شی د لښکر سرہ

سر خو ھلہ سر چې سرفرازہ دے
څۂ کړی څوک پہ خاورو کښې پروت سر سرہ

تورہ شپہ روښانہ کړی ډیوہ ښہ دہ
اونیسی چې تندر څۂ کړې نمر سرہ

د لارې کږلېچونہ ړاندۂ څۂ وینی
لارہ لیدے کېږی خپل نظر سرہ

ړوند دے ھغہ خلق نور بہ څۂ وائیم
څوک چې کُوټ بنګار تلی د زر سرہ

صلح صفائی ښہ دہ پہ خپلو کښې
رحم ھیڅ پکار نۂ دے د شر سرہ

اقبالہ انتظار د انقلاب مې دے
غوږ نیولے ناست یمہ د ور سرہ
چمن خفہ فضا خفہ خفہ دہ
مجنونہ ستا لېلہٰ خفہ خفہ دہ

دا څوک ظالم صیاد دامونہ ږدی
بلبل خفہ مېنا خفہ خفہ دہ

چرتہ ښادی شتہ نۂ نغمہ خورېږی
رباب خفہ سُرنا خفہ خفہ دہ

د چا پہ شونډو مسکا څنګہ راشی
چې د ھر ګل خندا خفہ خفہ دہ

د زړۂ وینو تېل ملګرو غواړی
ډیوہ خفہ ړڼا خفہ خفہ دہ

زما ساتلے سپے دے ما ماتوی
زما د زړۂ درزا خفہ خفہ دہ

ماتم زدہ ماحول کښې عمر راغے
اقبالہ ستا نوا خفہ خفہ ډہ
پہ رو رو رانہ تصویر ھېر د جانان شۂ
ھغہ داغ مې د زړګی لا فروزان شۂ

یار مې خیال شۂ پہ زړګی کښې زما کېناست
کۂ وجود یې لکہ رېګ لاړ پریشان شۂ

زما مینہ ورځ تر ورځې لا زیاتېږی
پہ مثال د عمل انګېز ورتہ ھجران شۂ

اوس ترې ھیڅ ھم نۂ جوړېږې کۂ وصال شی
پہ پوخ فصل باندې څۂ خېر کہ باران شۂ

پہ ھیڅ حال کښې بہ پُورہ نۂ شی پوھېږم
زور مې دغہ ھمرہ د زړۂ ولې ارمان شۂ

دا باریکې نقطې ھلہ بہ پوھېږی
چې زما غوندې د عشق پہ لار روان شۂ

زۂ حېران یم د چا څۂ ځی پرې اقبالہ
معترض تش پہ دیدن چې مې جھان شۂ
څومرہ زوړ شوم ھمرہ مینہ مې لا زور شوہ
لمبہ کوزہ لړمانۂ تہ مې د اور شوہ

د بھر خلقو جواب بہ مې وۂ کړے
خو حملہ راباندې اول خپل لہ کور شوہ

خپل د غر ھمرہ ګناہ خلق ھوار کړې
زمونږ نۂ غوندې خبرہ لاړہ شور شوہ

نۂ ژړا نۂ مې فریاد پہ چا اثر کړی
دنیا ولې مې پہ حق دومرہ کټور شوہ

د زړۂ ګوټ ګوټ بہ زما رڼا رڼا شی
راښکارہ چرتہ پہ بام د سپوږمۍ خور شوہ

کفارہ ستا د قسم دې زما سر شی
کہ دعا چرتہ قبولہ د سر تور شوہ

چې فراق کښې د یار مړ نۂ یم اقبالہ
دغہ خپلہ زندګی راتہ پېغور شوہ
دومرہ مې مۂ مجبورہ وہ چې بغاوت اوکړمہ
ښۂ بہ وی دا چې تا سرہ زۂ محبت اوکړمہ

دا زړۂ او ځان رانہ ګټلے شې پہ مینہ باندې
زۂ ھغہ نۂ یم چې پہ زور دې اطاعت اوکړمہ

زۂ چې پہ خپلہ باندې راغلم ما بہ زېر نۂ کړې
د عزت اوږے یم د بل سړی عزت اوکړمہ

بیا بہ مړ نۂ شی کہ یو ځل دې دغہ اور پورې کړو
زغم بہ ترڅو پورې بھر لہ خپل طاقت اوکړمہ

تاوان زما دے چې دا ستا ګرېوان لہ لاس وړمہ
شېطان ماشوم تہ بہ تر کومہ نصیحت اوکړمہ

کم اصل خلق دې زما دا کمزوری نۂ بولی
مظاہرہ چې زۂ اقبال د شرافت اوکړمہ
چې د یارانو ما نہ وېرہ څۂ دہ
ددوی زما سرہ جګھړا څۂ دہ

زما پہ ھر کار بہ اعتراض کوی
ما کښې خوبی لہ دوی نہ غورہ څۂ دہ

زۂ مصنوعی څہرې لوستلے شمہ
چې د یو کس زړۂ کښې خبرہ څۂ دہ

عمر وتلے پہ جرګو کښې مې دے
پېژنم کتہ څۂ دہ برہ څۂ دہ

منافقت مې حد نہ ډېر بدې شی
فرق لرم مېدان کښې نرہ څۂ دہ

بیا بہ ھم زړونہ د یارانو ساتم
ګنی پرواہ زما لہ سرہ څۂ دہ

وخت لوے استاد دے فېصلہ بہ اوکړی
اقبالہ کاڼے څۂ ډبرہ څۂ دہ
ھرہ چارہ مې شو شنډہ
ثمر نۂ نیسی ارھنډہ

چپې څنګہ بہ پېدا کړی
د اوبو ولاړہ ډنډہ

طمع مۂ لرہ د مانہ
عشق مې ماتہ کړلہ لنډہ

د عزت غم بہ دې تل خوری
ګاونډ مۂ کړہ لہ لونډہ

زین پہ اس باندې مزہ کړی
خر پہ شاہ کړہ درنہ پنډہ

کاڼے نۂ ماتېږی منځ نہ
وھل غواړی څنډہ څنډہ

د ایراړ څاروی کېزہ دہ
یا پہ غاړہ کښې کولنډہ

قیصې اوږدې مې نۂ خوښېږی
مختصرہ لنډہ ګنډہ

چې یې زړے تریخ زُقُم وی
خوږ بہ یې نۂ کړی مصری کنډہ

چې د ھر محفل ښائست وم
پیرۍ کړم ټوقہ ملنډہ

چې د وخت ارہ پہ سر شوہ
ټول یې کړم برغنډ برغنډہ

مرګ پہ خپلې نېټہ راشی
پہ تدبیر نۂ کېږی ځنډہ

ټول غمونہ د اقبال شُو
د نصیب چې کېدۂ بنډہ
ستا د دیدن ارمان پورہ شی نور څۂ نۂ غواړمہ
دومرہ لمحې پہ دې دنیا د ژوندانۂ غواړمہ

زۂ نۂ پوھېږمہ چې څۂ تاوان دنیا تہ رسی
زۂ چې پہ مینہ د خپل یار مخ تہ کاتۂ غواړمہ

نظر وھمہ ګېر چاپېر پہ چا مې زړۂ نۂ خېژی
دا زړۂ مې ډک شۂ د چا مخکښې سپړدۂ غواړمہ

شاہ مې ھم ھغسې ساتلې دہ پہ مخہ چې وم
چې تا خبر کړمہ لہ تانہ خبرېدۂ غواړمہ

ستا کلیمہ مې یارہ لوستې تر مرګہ پورې
پہ دې ایمان باندې لہ دې دنیا نہ تلۂ غواړمہ

څنګہ خاموشہ خاموشی دہ مرغۍ چڼ نۂ کوی
بیا دې خندا چنو کوڅو کښې اؤرېدۂ غواړمہ

د ارمانونو مې سلګۍ دی مینہ ساہ ورکوی
پہ چغو چغو پرې اقبالہ ژړېدۂ غواړمہ
بلبل څو بہ زغمی د چمن تندہ
ما بہ وژنی آخر ستا د دیدن تندہ

لہ ازل ځنې راؤړې زما روح دہ
مړہ بہ وې کہ چرتہ وے د بدن تندہ

چې پہ کور او پہ وطن وی څۂ خبر دے
مسافر نہ اوپښتہ د وطن تندہ

لہ پردو خلقو ګیلہ زما عبث دہ
چې محسوس نۂ کړہ سختن د سختن تندہ

لوپټہ کہ چرتہ ستا زما کفن شی
کوم کافر بہ لری بیا د کفن تندہ

زۂ کامل وصال د یار لہ نصیب غواړم
زما نیشتے د فردوس او عدن تندہ

ستا د مینې خزانہ لرمہ ډېرہ
اقبال نۂ لرم د مال او تومن تندہ
جوړہ کړې خداے پہ وخت کښې د فرصت دہ
د ګل پاڼہ می خوبا پہ نزاکت دہ

ھر عضو یې مناسب پہ اعتدال دے
نمونہ دا د فنکار د مہارت دہ

ھیڅ مثال یې پہ نظر کښې زما نیشتے
د دنیا نہ جوړہ دا پہ تفاوت دہ

نمر سپوږمۍ ګل سرہ څنګہ تشبیھ ورکړم
پری زادہ زیاتہ قدر پہ قیمت دہ

تصنوع پہ شعر کښې نۂ لرم اقبالہ
ھیندارہ ټولہ د مینې د شدت دہ
زۂ وار خطا درتہ نعرې وھمہ
را بہ شې تہ پہ دې اسرې وھمہ

کہ یو نظر دې اووینمہ چرتہ
کوڅې تہ بیا بیا دې پېرې وھمہ

دا ستا د مخ د سپین صبا پہ طمع
لارې د شپې تورې تیارې وھمہ

وتے لہ حدہ درپسې نۂ شمہ
سر لکہ موج پہ کِنارې وھمہ

څوک دې چیترہ مالہ لاس کښې راکړی
د تندی لیکې پرې سپېرې وھمہ

چې یې د لاسہ پہ لړزان پاتې شوم
نن ھغہ زړۂ ذرې ذرې وھمہ

تہ بہ اقبال پہ کلی کور ګورې
زۂ بہ جلۍ پہ سرې مېرې وھمہ

( وارخطا ، یوہ مرغۍ چې خپلې ملګرې لہ پارہ وارخطا اوازونہ کوی )
دومرہ ډېرہ مشتاقی مې ستا د دید شوہ
د وړو لکہ  نوروز او یا د عید شوہ

ستا د یو نظر لیدۂ ھم دومرہ ګران شول
پہ اسمان خاتۂ د عقل نہ بعید شوہ

پہ امید یمہ کہ تۂ پخپلہ راشې
دا زما تورہ طالع چرتہ سعید شوہ

د یوې بہ مې لا درد زغملے نۂ وۂ
چې د غم څپېړہ بلہ بہ رسید شوہ

کہ پخپلہ مھروبانہ دا فلک شو
ګنی مانہ لمن خلاصہ د امید شوہ

ھیڅ پہ بند نۂ پوھېدمہ د کور چشمې
مرورہ بہ لہ مانہ  پہ شُنید شوہ

 بې وفا دہ کہ بې رحمہ دہ اقبالہ
 ستا د پارہ پہ معنیٰ د زړۂ ورید شوہ
لہ ژوندونہ ستړے شومہ
مېږتونہ ستړے شومہ

شوګیرہ دہ راپغارہ
لہ شب خونہ ستړے شومہ

لکہ ژرندہ پہ ما ګرځی
لہ ګردونہ ستړے شومہ

ھیڅ عمل ورباندې نیشتے
لہ قانونہ ستړے شومہ

پښتو نیشتے پہ ھیچا کښې
لہ پښتونہ ستړے شومہ

لېونے نۂ شوم پہ عشق کښې
لہ جنونہ ستړے شومہ

کلک ولاړ خپل پہ جھل
لہ اخونہ ستړے شومہ

خوند مې اونۂ لید پہ نن کښې
لہ پروُنہ ستړے شومہ

نۂ ترې مرمہ نۂ رغېږم
لہ طاعونہ ستړے شومہ

د فرھاد ھمت مې نۂ وۂ
بېستونہ ستړے شومہ

د اقبال ھډونہ شپېل شُو
لہ قارونہ ستړے شومہ
چې یې سپینې واؤرې تور اوربل کړو ماتہ
زۂ ګوذار ھغہ لېلہٰ کړم څنګہ شاتہ

چې ځان مړ کړمہ احسان بہ یې خلاص نۂ کړم
یو خوبا یې رسېدے نۂ شی وفاتہ

چې غندل ځوانی یې مینہ کښې لمبہ کړہ
یو مثال یې وړاندې کړو نورې دنیاتہ

د لېلہٰ ښائست زما زړۂ تہ معلوم دے
کہ ھر څومرہ یې څوک ذم اوکړہ وماتہ

پہ فلک کښې ھیڅ د ستورو کمے نیشتے
رسېدے شی د سپوږمۍ کلہ رڼاتہ

بې لہ خداے کہ سجدہ بل چاتہ روا وے
خلقہ ما سجدہ بہ کړے خپلې لېلہٰ تہ

خواہ پہ خواہ د ھغہ یار سرہ مې خخ کړئ
د اقبال کۂ چا کاتۂ د زړۂ رضا تہ
ځوانی مې لاړہ خو جانان غواړمہ
وار تېرے فصل یم باران غواړمہ

ښہ راتہ ښکاری چې راتللے  نہ شی
پہ بېرتہ بیا   ھغہ  دوران  غواړمہ

چې پورہ شوے د ھیچا ھم نۂ دے
زۂ  لېونے  ھغہ  ارمان   غواړمہ

چې د قانون نہ د فطرت خلاف دے
دائم وصال د خپل ھجران غواړمہ

دوہ ورځې ژوند مې پہ دنیا راوړے
تر قیامتہ یې سامان غواړمہ

ماتہ د خوب خپل تعیر معلوم دے
چې امکان نۂ لرې امکان غواړمہ

اقبالہ کړې مې وزرې نۂ دی
پرواز فضا کښې د اسمان غواړمہ
پہ زړۂ کښې تا رایادومہ چې غزل لیکمہ
تصویر دې خپل مخې تہ کړمہ چې غزل لیکمہ

کلہ دې زلفې خورومہ کلہ سترګې تورې
کلہ خالونہ درلہ  ږدمہ چې  غزل لیکمہ

ستا تصور زما د ھر غزل پہ شاہ باندې وی
د زړۂ بلھا وینې سېزمہ چې غزل لیکمہ

زما غزل تشې خبرې  پہ ھوا کښې نۂ دی
د ژوند څۂ اړخ بیانومہ چې غزل لیکمہ

اقبالہ څښمہ نۂ خو حال د شراب خور شی زما
لۂ خپلہ سُودہ اووځمہ چې غزل لیکمہ
یاد کړہ چې ستا زما سفر وۂ باران ورېدۂ
ښکلے منظر او خوشے غر وۂ باران ورېدۂ

جامې چې ستا کلہ لمدیې شوې پہ بدن چستې شوې
اوږے  زما ھر یو نظر وۂ باران ورېدۂ

ستا بہ چې زلفې پہ مخ راغلی ما بہ شاتہ کړلې
مخ دې شغلې کولې نمر وۂ باران ورېدۂ

نۂ د غماز نۂ د رقیب راسرہ وېرہ وہ څۂ
خیال د وصال شپې اختر وۂ باران ورېدۂ

تۂ بہ چې وخوېدې کړہ کښې ما بہ لاس درکړلو
ستا پہ اقبال څومرہ باور وۂ باران ورېدۂ
 زمانې نور څۂ درنہ نۂ غواړمہ
بس د اشنا مخ تہ کاتۂ غواړمہ

زۂ څۂ لذت د بدن نۂ غواړمہ
زۂ لار د زړۂ سرہ د زړۂ غواړمہ

چرتہ نیمګړے یم بغېر لہ یارہ
 چرتہ دا زۂ پورہ کېدۂ غواړمہ

سترګې قابل نۂ ګڼم ستا د دیدن
مخ تہ کاتۂ دې ولې زۂ غواړمہ

چې یو عاشق پرې قدم نۂ وی اېښے
پہ ھغہ لارہ باندې تلۂ غواړمہ

چې پہ وصال کښې ناقرارہ یمہ
اقبالہ نۂ پوھېږم څۂ غواړمہ
دا  د مینې تندہ نورہ مې  سېوا شوہ
چې ویرانہ د ځوانۍ باغچہ زما شوہ

چې نۂ رنګ او نۂ خوشبو شوہ د ګل پاتې
لولکۍ څانګونہ ټول کړۂ پہ ھوا شوہ

ھر سړے مې تر مطلبہ پورې یار وۂ
چې مطلب یې خپل پورہ کہ ماتہ شاہ شوہ

یا وفا پہ بې وفا دنیا کښې  نیشتے
یا زما نصیبہ کمہ لہ وفا شوہ

زۂ پرې اوس ھم ھغہ شان مرم لکہ مړ وم
دا زما نہ داسې ولې مړہ خوا شوہ

 چې دې ګلو سرہ زړۂ تړۂ اقبالہ
د بلبل غوندې دې ټول عمر ژړا شوہ
لېونۍ د عشق لہ زورہ خبر نۂ دہ
اول نیسی لہ زړۂ اورہ خبر نۂ دہ

بیا بہ نۂ ګرځی دا ھسې شالې والې
د تھمت او لہ پېغورہ خبر نۂ دہ

د مئین پہ زړګی جوړہ زلزلہ کړی
دا چې اودرېږی سرتورہ خبر نۂ دہ

مات د کچو زړۂ زما کاندی پہ لتہ
د  قیمت نہ یې شبکورہ خبر نۂ دہ

دا یقین دے زما غوږ بہ ورتہ نیسی
دا زما د زړہ لہ شورہ خبر نۂ دہ

مازیګر شی شونډې سرې کړی سترګې تورې
څۂ بہ کېږی ھیڅ ترې نورہ خبر نۂ دہ

رنګ پہ رنګ بمان اقبالہ وروی پرې
زړہ زما شو تورہ بورہ خبر نۂ دہ
وسیلہ ستا د دیدن مې پاتې خوب شۂ
لا مې زیات د وړومبنی نہ لېونتوب شۂ

وینې زوې دومرہ توې مې کړې فراق کښې
چې بېخی زما د سترګو وچ اشوب شۂ

چې د ګوتو لہ ګرتونو مې څڅېږی
ستا پہ جبر زمانې زړۂ مې  نروب شۂ

زېړ ګلونہ پکښې بیا بہ او ټوکېږی
کہ د وصل پہ باران مې تھر خړوب شۂ

اوس زاړۂ اطوار پکښې نۂ موندے  کېږی
کہ پښتون د قندھار دے کہ د ژوب شۂ

پہ یو ښکلی دا نظر مې نۂ ودرېږی
چې رایادہ مې ځوانی ستا پېغلتوب شۂ

فریادونہ یې پہ خُلہ باندې مدام دی
د اقبال پہ ولو مات د ھجر چوب شۂ
دا زما زړۂ دے څۂ حجرہ نۂ دہ
خلاصہ ھر چالہ دروازہ نۂ دہ

مینہ پہ ټول ژوند کښې یو ځلہ کېږې
دا حقیقت دے څۂ قیصہ نۂ دہ

زۂ پرې پوھېږمہ چې بار زیاتوی
څۂ پہ  رښتیا مانہ خفہ نۂ دہ

د زړۂ رګونہ دی ګنډلی زمونږ
زما او ستا داسې رشتہ نۂ دہ

ځانګو تہ اوخېژی څۂ ھیر نۂ دہ
دُرخو اقبالہ پښتنہ نۂ دہ؟
چې لوګے دې راتہ مینہ کښې ځوانی کړہ
پخہ زړۂ باندې زما دې سلطانی کړہ

حسن ستا مې نظر کښې ثانوی شۂ
مینې داسې دې حاصل جاودانی کړہ

ماتہ ستا جوګہ خپل ځان نۂ لیدے کېږې
چې  بې حدہ دې پہ ما مھربانی کړہ

چې مثال یې پہ دنیا نۂ موندے کېږی
ور پہ مینہ کښې دې داسې قربانی کړہ

پہ عمل باندې ثابت دې پہ دنیا کړہ
نورو خلقو چې دعویٰ بہ زبانی کړہ

ھیڅ کمے د ستورو نیشتے پہ اسمان کښې
خو زما سپوږمۍ پہ ټولو تابانی کړہ

ھر یو اړخ د لېلہٰ اوستایہ اقبالہ
خپل غزل لہ پہ عالم کښې لا ثانی کړہ