زۂ ھیڅ نۂ یم زما خدایہ ستا کرم دے
د سمند نہ چې ھم تېز زما قلم دے
د دوو کالو وم سُنت ھم راتہ یاد دی
ھغہ وخت زما پہ زړۂ باندې رقم دے
مور بہ وې مې زۂ چې کلہ لا ماشوم وم
شعر لہ ھغہ وخت پہ ژبہ زما سم دے
لاس مې بر د شاعرۍ پہ ھر یو صنف دے
کہ غزل ، چاربېتہ ، نظم راتہ خم دے
موضوعات دغہ ھمرہ ډېر مې دې چېړلی
چې د ھر چا نہ مې وړاندې یو قدم دے
قربان کړے فن مې چرتہ کښې ھم نۂ دے
خیال کہ ھر څومرہ اعلیٰ او مقدم دے
پښتو شعر لہ مې څو نوی اصناف ورکړۂ
خصوصاً “کوکې “د خوږ زړونو مرھم دے
پہ “ډیوہ”یې چې څو واؤرېدې لہ مانہ
د “ شکرې” نوم خوښ کړے مې “انجم” دے
روغ اتۂ کالہ غزل او پہ چاربېتہ
پروګرام مې د “ټکر” سرہ پیہم دے
تجربې مې نوې نوې دی ھم کړې
روایاتو تہ ھر وختې زما پم دے
اولیت راتہ پہ ډېر څۂ کښې حاصل دے
بدې ښکاری چې صفت خپل پہ فم دے
څۂ کارونہ مانہ مخکښې نۂ وو شوی
پہ ھغہ لارو اخستے مې قدم دے
شعر زما لہ حدہ ډیر او خور راخور دے
چې راټول یې کړمہ کلہ دومرہ دم دے
زۂ دا نۂ غواړم چې ټول ځان را برڅېر کړم
ما پرېښودے نوی نسل تہ دا غم دے
کہ خوشحال ، رحمٰن ، حمزہ چرتہ ژوندی وے
دوی بہ وې دا سړے ډېر څۂ کښې محکم دے
حسد کړے راسرہ ھم عصرو ډېر دے
لیدے شوے ورتہ ځان ډېر څۂ کښې کم دے
مجلسونو کښې وېنا مې کېږی ډېرہ
شعر مې ډک لہ غنایت او ترنم دے
د نقاد خدمت کښې دا عرض زما دے
ټول مې لولہ بیا دې نقد محترم دے
چې د فن لہ باریکیو خبر نۂ وی
څۂ خبر زما د شعر لہ زیل و بم دے
د مضطر ، حلیم ،سُفیان پہ انجمن کښې
ما موندلے دے ډېر فېض سېر مې شکم دے
یو څو ناستې ورسرہ شوې زما دی
چې استاد وۂ د عروضو ھغہ پُرنم دے
چې خواص او پہ عوام باندې یک رنګ وی
نیشتے بل کہ پښتانۂ بې شمېر عَلم دے
ھسې رنګ بېدار مازغۂ وو رب راکړی
لوے نہ لوے اخُون د وخت راتہ شړشم دے
تحقیق ، علم مې پہ نثر کښې مېدان دے
پہ سوراړہ کښې ګلاب باندې شبنم دے
خو انصاف بہ راسرہ اوکړلے نۂ شی
ما اقبال تہ معلوم خپل د کار حُجم دے