کۀ راګوري ستا د کور خلق اشنا بد
ستا په سر باندې به وړمه د هر چا بد
تۀ مې او کنځې زۀ بيا هم دلته راشم
بل زما په څېر به څوک وي بې حيا بد
نۀ پۀ بدو نۀ پۀ ښؤ دې پوهېږم
عجيبه غوندې کؤې راسره دا بد
کۀ يو تۀ يوازې بد راسره نۀ کړې
خېر دے خېر دے کۀ هر څو کاندي دنيا بد
کۀ بڅرے زړۀ کښې نۀ لرې د مينې
هډو مۀ ترسېږه حال دې وي زما بد
خپل بد د وليو منځ دے دا متل دے
خو اقبال ته ياره داسې ښکاري ستا بد
زما اوشي ستا د لاس په نښانې سود
د مېخوار کله په تشې پېمانې سود
چې جدا دې کړم له ياره زړۀ دې يخ شو
وايه او دې شو کۀ نه لا زمانې سود
ستا د مينې له کبله ښکليه ياره
زما کېږي ستا په ټولې خيلخانې سود
په سينه دې کمڅۍ توره لکه مار دے
د مار کيږي چې وي پروت په خزانې سود
د صدف نه د وتو سبب يې دا دے
د خېستو په غاړه شي دردانې سود
د اقبال سره ساقي بخيلي مۀ کړه
شي په لږو نۀ د طبعې رندانې سود
سترګې دې تورې کړې په زړونو باندې اوراولږيـد
مخا مخ غرۀ کښې نخترونو بـانـدې اور اولـږيد
ستا د وصال باران مودې اوشوې چې نۀ وريږي
د زړۀ پټي کښې په ګلونو باندې اور اولږېد
تاؤ د نظر غواړي چې ويلي شي ګټ شوې واؤره
اوچ شو بېخي په دريابونو باندې اور او لږېد
دنګې مانړۍ او محلونه هيچا او نۀ سول خو
دا د وښو لرګو کورونو باندې اور اولږېد
ستا په رخسار کښې چې سرخي يې د حيا اوليده
غوټۍ خجل شوې ګلابونو باندې اور اولږېد
کلي کښې هر سړے په خپل رنګ کښې لړلے وينم
ښکاري په ښار کښې په رنګونو باندې اور اولږېد
اقباله خيال يې هغه شان زما د زړۀ مېلمه دے
ګني په ټولو اميدونو باندې اور اولږېد