ق

زړۀ زما په هسې شان کړو ستا نظر شق
لکه تندر چې سينه کړي د حجر شق

په ژرا رانه خواږۀ ياران بېزار شول
په باران کښې خطر زيات شي لۀ کمر شق

کۀ هزار مرهم پټۍ پرې طبيب کېږدي
نۀ رغېږي بې وصاله مې پرهر شق

په هر لوري دے بازار د ظلم ګرم
دغه توره شپه به کله کړي سحر شق

د فرهاد مټو کښې زور د عاشقۍ وۀ
په تنهاصورت يې ځکه کړو لوے غر شق

چې تندي کښې د چا يار نۀ وي اقباله
په وهلو بې ګناه به کا خپل سر شق
د څۀ نه څۀ شو خلق
څومره واړۀ شو خلق

ورورولي مينه څۀ شوه
ماړۀ ماړۀ شو خلق

د سياچن د واؤرې
په شان ساړۀ شو خلق

باطن د زهرو ډک دے
ښکاره خوږۀ شو خلق

مردار حرام نۀ ګوري
بس په خواړۀ شو خلق

فېشن په طور مذهب ته
په بد کاتۀ شو خلق

د انسايت له دائرې
ځي په واتۀ شو خلق

چې سړيتوب وۀ پکښې
لاړۀ په تلۀ شو خلق

منډې تيارو پسې دي
څنګه ړاندۀ شو خلق

ګذران د اقبال نۀ کېږي
خلق وائي ښۀ شو خلق
مونږه ناکامه شو کامياب شۀ خلق
زمونږ تر منځه لوے درياب شۀ خلق

مونږه پُشتې کمزورې وتړلې
خوړګي خوړګي راته سېلاب شۀ خلق

دا زۀ کاهل او يار په زړۀ کمزورے
ځکه باعث مو د عتاب شۀ خلق

مونږ خرابي د خپل ځان نۀ وېنو
الزام په خلقو چې خراب شۀ خلق

چې به په سخته کښې پکار شۀ د چا
اقباله لاړۀ هغه ناياب شۀ خلق