ع

بې له عشقه مې شۂ ګڼه عمر ضائع
لکه شي د چانه سيم وزر ضائع

ما د يار په انتظار کړې سترګې سپينې
يار په ما نۀ کړلو يو نظر ضائع

اؤرم دا چې ده خواږه مېوه د صبر
راته عشق کښې ښکاري دا ثمرضائع

د باقي دنيا په څېر د کار سړے وم
عاشقۍ کښې مې کړو هر هنر ضائع

اختر بويه چې خوږ يار د چا سره وي
بې له ياره شو زما اختر ضائع

بې وفا سره چې مينه کړي اقباله
په ژړا ژړا به کړي ګوهر ضائع
د بې وفا نه د وفا طمع
لکه د مرګ نه د بقا طمع

جانان په نيمه لار کښې پرېښودمه
ختميږي ولې نه زما طمع

زړۀ مې په مړي خپل د مينې ژاړي
خلقه له مانه د خندا طمع

خزان زده ماحول کښې ساه راوله
راشه چې اوغزيږي بيا طمع

د خپل مطلب ښنه پرېکوي هر قصاب
اقباله اوساتم له چا طمع
ھرہ ورځې یم د ښہ خبر پہ طمع
داسې عمر مې کہ ټول بسر پہ طمع

پہ دې ملک کښې د تیارو پخښې دېرې دی
مونږہ تېر کہ عمر ټول سحر پہ طمع

سپوږمۍ مخیہ ستا لیدو تہ شوم لېوالہ
ګرځومہ ګېر چاپېر نظر پہ طمع

مونږ پہ غم کښې شُو پېدا پہ غم کښې لوے شو
مونږہ اونیوې روژې اختر پہ طمع

چې د عشق موجونہ واخلی څوک پہ مخہ
لېونے دے چې څوک وی د سر پہ طمع

چې پہ اوړی باندې کُنج ځان لہ جوړ نۂ کړې
پہ سلہ کښې بہ تود نۂ شی غر پہ طمع

چې قسمت ورسرہ مل نۂ شی اقبالہ
بېھودہ شی څوک د ډېر ھنر پہ طمع