ئ

خيال مې په زړۀ کښې د جانان پرېږدئ
د دُنيا خلقه زما ځان پرېږدئ

يوه ريښه هم روغه پاتې نۀ ده
بس کړئ زما څيرې ګرېوان پرېږدئ

دا مهذبه قاتلان وپښتئ
کله مرۍ به د انسان پرېږدئ

چې په خوښۍ جدا زما نه نۀ دے
ژوند له زما دومره سامان پرېږدئ

چې بې وفا له بې وفا نۀ ګڼم
زړۀ کښې زما دغه ګمان پرېږدئ

عرض په خدمت د ناصحانو کښې دے
اقبال د عشق په لار روان پرېږدئ
زما د حاله څوک اشنا خبر کړئ
نور نۀ تېريږي ژوند زما خبر کړئ

چې په ژوندون يې سترګې او نۀ وينم
هغې نه څۀ خېر دے چې بيا خبر کړئ

د مينې راز ساتلے پټ نۀ شم نور
عالمه ما باندې دنيا خبر کړئ

ما په غاښونو کښې نيولے دے ساه
قابو به څوک ساتي هوا خبر کړئ

ګوذاره ما درته پښتو کړه خپله
مبارک ستا شه ستا انا خبر کړئ

اقباله نن مې څوک غمخور نيشته دے
صبا دنيا کۀ په ژړا خبر کړئ
طمع مې قطعي شوه له ځانه څوک اشنا خبر کړئ
دا ځل رغېږم به په ګرانه څوک اشنا خبر کړئ

دا رنګارنګ څپېړې هروخت به څوک څو پورې خوري
زړۀ دے اخر به شي ناتوانه څوک اشنا خبر کړئ

ما وائيل څۀ نه څۀ پوره به شي نيمګرے ارمان
نيمه خواه پاتې ده هرچانه څوک اشنا خبر کړئ

زۀ چې پېدا شوم غرد غم راته ولاړ وۀ مخکښې
په دنيا ډېر شومه ستوما نه څوک اشنا خبر کړئ

لوبې مې خپلو په زړګي باندې اقباله او کړې
ګيله به څۀ کړم د بل چانه څوک اشنا خبر کړئ
مانہ د دنیا تقاضې مۂ کوئ
خلقہ د کار نہ یم ګیلې مۂ کوئ

ماتہ غږوئ سرود د مینې خوږ
ماتہ نورې نورې قیصې مۂ کوئ

یار تہ مې بخښلے دے دا زړۂ او ځان
تاسو مې دسر فېصلې مۂ کوئ

وژنئ کہ پہ عشق کښې مې حاضریمہ
ھسې پہ بلو دا جرګې مۂ کوئ

زۂ سادہ سړے یم پہ یوہ پوھہ
ما سرہ دا ډېرې لانجې مۂ کوئ

د عشق لہ خونړو لارو خبر یمہ
غم مې د پہرې بدرګې مۂ کوئ

مۂ غواړئ د عمر دعاګانې مې
اقبال تہ ھمدردانو خېرې مۂ کوئ