را په غاړه دے خپل کور کښې سفر زر زر
نۀ پوهېږم چې شي شام و سحر زر زر
بډاګانو سره نۀ ښائي غفلت لږ
پناه کېږي نمر په وخت د عصر زر زر
هيڅ څوک نۀ ازار وي کړے ښکار خپل
په مرۍ راله راکاږه خنجر زر زر
په بل چا باندې اشنا کله ودريږي
ځکه ګرځي مې محفل کښې نظر زر زر
ساه د مينې د مريض په لبو راغے
ور به څوک کاندي طبيب له خبر زر زر
ما وئيل ورته چې بيا به کله مخ ښائې
په خندا شوه دومره غواړې اختر زر زر
تۀ اقبال ته هر ساعت د صبر وائې
نۀ ډکېږي چې ژور وي پرهر زر زر
ستا زما د مينې شور
لاړ کلي په کلي خور
اوسمه ايره شومه
نۀ ښکاري په سترګو اور
ستا سترګې چې نۀ وينم
څۀ کړم هغه کلے کور
اور د اوبو هيڅ نۀ دے
زور دے ستا د منيې زور
خود به سودائۍ ګرځم
ستا خيال مې په سر دے سور
هغه رهبر چرته دے
سم کړي راته لار او لور
ډېر مې هجر وزغمۀ
ساه مې زړۀ کښې نشتے نور
دومره خو دنيا اوکړه
يو ځائے کړه زمونږه ګور
عشق د کار اوويستۀ
هغه اقبال وۀ چې بور
نۀ جوړيږي زما ستا څۀ د وصال سر
په هجران کښې همېشه يم په دې خيال سر
تۀ د ورځو په مخ لاړلې له مانه
واپس نۀ شوې پوره کېږي ځي د کال د سر
په قطار کښې د عشاقو حساب نۀ دے
چې پرواه کؤي په مينه کښې د مال سر
تندر پرېوځه په غماز له شين اسمانه
چې جوړېږي زمونږ منځ کښې د دېوال سر
په غوښتنه ښه زما د زړۀ پوهېږي
ولې غواړي چې ښکاره کړمه د سوال سر
بې معنې يې نور درونه شو نظر کښې
ستا په در باندې چې کېښودو اقبال سر
خوب کښې هم نۀ په خولا کېږي مرور يار
راته داسې دے وهلے مې سنګر يار
چې د زړۀ ورته تمامې مخکښې کېدم
داسې کله به مې راشي برابر يار
غماز هسې رنګ خوره بد ګماني کړه
حقيقت نه خبر نۀ يم نۀ خبر يار
بد نامي عشق کښې کېدۀ وُۀ هغه اوشوه
اوس د څۀ نه مې لري زړۀ کښې خطر يار
څۀ د مرګ نه به تېرے راسره اوشي
خو تړلے ورته نۀ شي جوړې سر يار
هغه پېغله دې کږه له خياله ګرځي
چې ولا ړ ورته په شاه وي لکه غر يار
مۀ شرمېږه مۀ وېرږه سودا مۀ کړه
د اقبال غوندې پېدا به نۀ شي نر يار
په خاطر د ښکلي يار
د رقيب شوم منت بار
کۀ تور غر وم د غرور
اباسين شوم نګونسار
د ناسُور زخم به روغ شي
نۀ رغېږي مې پرهار
د مېږي غوندې په جام کښې
د وتو نۀ مومم لار
پردي خپل مې ګواهان شو
بې ګناه يم ګنهګار
د ژوندون پښتنه مۀ کړه
لکه خوله وي د بيمار
تر مطلبه يارانه ده
بې مطلبه نشتے يار
کۀ مې لونړاں کۀ ځامن دي
لۀ رشتو يمه وېزار
خاتمه مې خطا نۀ کړې
په نامه د هغه روئيدار
لکه پاڼه په نري باد
د اقبال زړۀ ناقرار
ژوند کښې دے زما د خوشحالۍ څۀ کار
کور د مسلمان ، د ديوالۍ څۀ کار؟
ډک جامونه يې راکړل سترګو سترګو کښې
دلته مېکدې او د پيالۍ څۀ کار
ګرم يې دے ټال د محبت په ما
ځانګمه پخپل د ټالۍ څۀ کار
غواړمه د مينې په بدل مينه
عشق کښې د انعام او د ډالۍ څۀ کار
زړونه چې اقباله پېوستون اوخوري
پاتې شي پکښې د دالالۍ څۀ کار
د چانه دې هم نۀ شي ښه وختونه مرَور
د خپلو د پردو شي ترې مخونه مرَور
ريبار يار ته وايه چې لا دا څنګه پښتو ده
د ځان په شان دې هم کړي خپل يادونه مرَور
تمامه شپه شبنم ورباندې و شيندي ګوهر
بيا همه پخولا نۀ شي ترې ګلونه مرَور
حېران کۀ دې تصوير ته شي ګلاب تعجب مۀ کړه
راغلي مې په خيال کښې دي رنګونه مرَور
چې تېر مې شو له حلقه دغه ستا د مينې خوند
لۀ ژونده يې زما کړل ټول خوندونه مرَور
دنيا د هيچا نۀ ده بې وفا ده بې وفا
بېګاه صبا ترې درومي عالمونه مرَور
په خوب کښې به مې راغلې لږ دمه به ستړے زړۀ شو
څو ورځو نه دې ولې دي خوبونه مرَور
اشنا د وصال شپه ده کړه ګبين ګبين خبرې
دا څۀ لکه يو فرېم کښې تصويرونه مرَور
اقباله ما به مړ کړي کۀ په ټوقو باندې هم
جانان زمانه واخستل لاسونه مرَور
لکه پتنګ نۀ کړي رڼا نه صبر
داسې زما نۀ شي لۀ تانه صبر
تۀ راسره وی بيابان وے خوشے
په خوښۍ وم به لۀ دنيا نه صبر
نۀ دے حساب په عاشقانو باندې
کېږي په عشق کښې چې د چانه صبر
صياد به هسې مو خپل زړۀ ښه کؤي
چې به بلبل شي له بوستانه صبر
چې لوبېدې زلفو مارانو سره
اقباله اوس به شې له ځانه صبر
تر څو چې شلېږي به د استا د مجبورۍ زنځير
زما به وشلېږي اشنا د زندګۍ زنځير
داسې په نرم لاس کمڅۍ دې خورې زلفې کړلې
د زولنو نہ لکه اوس راته جوړۍ زنځير
د زنځير وېره مې جنون زړۀ نه پخوا ايستې ده
روغه په لاس کښې راته هسې به شنړۍ زنځير
هغه انکار ، هعه اقرار ،هغه وعدې د وفا
يوازې ناست يو ځائے کوم کړۍ کړۍ زنځير
پښتون فطرت مې غلامي د چا منلے نۀ شي
خو ډېر په فخر ګرځَوم ستا د يارۍ زنځير
زما يقين دے يوه ورځ به خامخا ماتېږي
هر څو کۀ کلک دے د انسان د غلامۍ زنځير
اقبال ته ستا د يو وېختۀ نه ازادي ګرانه ده
تۀ ورپسې په تېلو هره ورځ غوړۍ زنځير
چې را پورې شو دا ستا د مينې تور
غمازانو په ما اور کړو کلے کور
مخ سر انغاړم چرته ځمه په بل لور
په وطن کښې مې ګذران نۀ کېږي نور
طوفانونه رنګ په رنګ راپورته کيږي
زغملے شي يو حده پورې زور
فريادونه دي د هجر نور څۀ نۀ دي
دا په يون کښې اباسين چې کاندي شور
حباب ځائے ځکه په سر د درياب بيا موند
چې يې جام ورته د طمعې کړو نسکور
سپينه ورځ به په ما تکه توره شپه کړې
کۀ دې توراوربل په سپين جبين کړو خور
کۀ ښائسته ګلونه ډېر دي په چمن کښې
د اقبال دلبر پکښې لکه انځور
لا زما په ژوند کښې دي غمونه ډېر
ﻻ زما په ملک کښې بحرانونه ډېر
يو مو د بېړۍ ماڼګے نا پوهه دے
بل په سمندر کښې طوفانونه ډېر
دغه همره زړۀ مې ترې را ډک شو زر
څو چې ورسره وو اميدونه ډېر
نۀ راځي واپس په لوے سفر تلي
مات کۀ ورپسې کړي څوک سرونه ډېر
نور مې د زړۀ صبر تماميږي ځي
نور زمانه نۀ کېږي صبرونه ډېر
شماردې کړي څوک ستوري په اسمان باندې
شمار دې کړي زما د زړۀ زخمونه ډېر
مينه د اقبال همره پښۀ شوله
څو چې ورته جوړ شُو دېوالونه ډېر
وخته ظالمه رانه څۀ غواړې نور
څۀ لرم زۀ چې رانه تۀ غواړې نور
زړه او په سترګو کښې مې تۀ اوسېږې
وايه چې کوم ځائے اوسېدۀ غواړې نور
جوړې په سر کښې دې لا وينې شته دے
د يار کوڅې ته چې ورتلۀ غواړې نور
کله خورې کړې کله غونډې زلفې
په ماشوم سیورے مې د زړۀ غواړې نور
لوګے ځواني يې کړله ستا حسن ته
ته د اقبال نه وايه څۀ غواړې نور
کۀ مزغو مې درپسې پرېښودو کار
زۀ په دې کښې به يم څومره ګنهګار ؟
زمکه هم اتش فشان په شکل اوچوي
د زړۀ غم مې ولې نۀ مومي څۀ لار
چې پوهيږي نۀ په ژبه مې د عشق څوک
زۀ دې ولې چاته او کړمه اظهار
لوے سړے کله ماشوم په شان غولېږي
غولومه کۀ مئين زړۀ لـه هـزار
نا اميده شوم دلبره بس دے راشه
ساه په لبو باندې راغے د بيمار
د اقبال د زړۀ حاله څوک خبر دے
تر لحده به په زړۀ اوسي پرهار
چرته مې شته دے اختتام د هجر
کۀ مې ټول عمر دے دوام د هجر
چرته مې او نۀ ليد سحر د وصال
زما نصيب کښې دے ماښام د هجر
رنګ ته مې ګوره لکه ګل د شړشم
لېوۀ دے څومره خون اشام د هجر
بيا مې تلخي د خولې نه تلې نۀ ده
هغه چې ما څښلے دے جام د هجر
سحر ماښام وهم مالا د رام رام
يو خس مې رام نۀ کړلو رام د هجر
ما به تر څو قدم په خيال اخستۀ
چې هر قدم باندې وۀ دام د هجر
اقباله ټول عمر مې او ليکله
قيصه مې نۀ کړله تمام د هجر
خلق نۂ وائی ماتہ حال زما د یار
ولې نوم نہ کوی پال زما د یار
یاد وی مې کلہ کلہ کہ یې ھېر کړم
نن صبا دے څنګہ خیال زما د یار
پہ نظر کښې مې ھغہ دے کۂ دېے نۂ دے
پاتې نۂ دے کہ جمال زما د یار
پہ قیامت کښې بہ نور خلق جنت غواړی
وی زما پہ خُلہ بہ سوال زما د یار
زۂ پہ یار باندې کہ مرم لېونے نۂ یم
چاتہ څہ معلوم کمال زما د یار
کہ دسر پہ بدلہ راتہ حاصل شی
ډېر وېړیا بہ وی وصال زما د یار
کہ مې شونډې اوګنډی ژبہ مې پرې کړی
زۂ بہ ستایٔمہ اقبال زما د یار
څوک بہ ماسرہ پخُلا کړی مرَور یار
د خپل زورہ خبر نۂ دے زرَور یار
دا ببر ببر باڼۂ او تورې سترګې
پہ یو زړۂ پسې مې ولې کړی لښکر یار
ګیلې دا ځل لہ کوم ورتہ د عمر
خداے کۂ یو ځل راسرہ مې کہ دربر یار
ما دا زړۂ او ځان بخښلے ورتہ خپل دے
چې زما سرہ وېشی ولې دوتر یار
کہ بیمار د سلو کالو یم اقبالہ
روغ بہ شمہ کہ مې واخستۂ خبر یار
واخلہ د ګرېوان نہ مې لاسونہ نور
شلېږی اوس د صبر مې بندونہ نور
اوګورہ چې ټول زخمی زخمی یمہ
نۂ ځائیږی تن کښې مې زخمونہ نور
ظلم ازغملے شی یو حد پورې
څومرہ بہ دې زغم کړمہ ظلمونہ نور
اوس کہ تۂ رښتیا راسرہ ھم اوکړې
مالہ رایادېږی ستا چلونہ نور
تۂ پہ ھغہ زړہ لارہ روان یې لا
بدلہ زمانہ شوہ دی وختونہ نور
چې ګران یې شی واتۂ زما د زړۂ نہ بیا
مۂ زیاتہ وہ دومرہ نفرتونہ نور
تا وې چې غماز دے ما تسلیم کړلہ
اوس یې راتہ بیا کړې صفتونہ نور
کہ سوزم زۂ اقبال نو راسرہ سوزې
مۂ اچوہ پہ ملک کښې دا اورونہ نور