ش

دا چې تا کړمه دلبره هم اغوش
اوس مې خداې د پاره نۀ کړې فراموش

طغياني به دې کړې هېره اباسينه
کۀ مې اووينې د اوښکو د سيند جوش

چې نوش کړي مې شراب دي ستا د مينې
لۀ هغې ورځې راغلے نۀ دے هوش

څۀ لټکې څۀ منګور خوارۀ زلفان دي
ډک له زهرو دې هميش ځانګي په دوش

سرۀ لاله دې قطار کړي دي اوربل کښې
کۀ عسکر دي په ځنګل کښې سرخپوش

ستا د کور شپه په اقبال باندې شوګير وي
ستا د پښو ښکالو ته وي همه تن ګوش