ړ

چې دا ستا له مينې رنګ د وفا لاړ
په دنيا کښې مې اعتبار لۀ هر چا لاړ

زما طمع پس لۀ مرګه هم لۀ تا وه
محبت دې راسره په دُنيا لاړ

چې راښکلےمې په نخښه ډېر په خيال وۀ
هغه غشے د مقصود مې خطا لاړ

تاله قدر به زما د مينې راشي
کله وخت چې دې د نازو ادا لاړ

يادَول مې ستا پرېښودي په قسم وو
بيا مې زړۀ ولې دا ستا په هوا لاړ

زۀ اقبال هسې فرېب ور کؤم ځان له
ګني خيال زما له زړۀ د اشنا لاړ
زړۀ مې يو پوټے وۀ هغه وريت کړوجانان وخوړ
وخت چې د ځوانۍ وۀ د مستۍ وۀ هجران وخوړ

تغافل دې دومره اوکړو چې دم خرچ د منتظر شو
درياب ډېرې سر د جوشۍ نه دحباب زړۀ ارمان وخوړ

لټَو ي د ايرو څلے مې بڅري پکښې ګوري
په مثال د شين لرګي وم دودېدمه نېران وخوړ

ما وائيل چې به اوزګار شم يار سره به مينه اوکړم
اوزګار نۀ شومه ټول عمرښه دوران مې دوران وخوړ

اوس کۀ ژاړم ډېر ډېر درلۀ خوږو سترګو تويا ومه
په هيڅ رنګ به پوره نۀ شي ما څۀ داسې تاوان وخوړ

د راتلو لار ته يې بيا بيا لا په کومه طمع ګورم
په دې لاره نۀ راځي اوس هغه يار مې قران وخوړ

مرګه راشه چاته لاس نيولے نۀ شمه پښتون يم
چې زما د زندګۍ وۀ ما هغه ټول سامان وخوړ

په رفتار د زمانې باندې پوې نۀ شومه اقباله
هغه ګل چې ټوکېدلے مې وۀ زړۀ کښې خزان وخوړ