ی

لکه چې ستورو له فلک په مقام نۀ پرېږدي
دغسې غم مې د دوران په ارام نۀ پرېږدي

سکڼيه ! اوښکې په بڼو راټينګومه ځکه
هيڅ يو پښتون کور نه مېلمه په ماښام نۀ پرېږدي

مينه زاړه شوه اوس يې هغه لېونتوب نيشته دے
خو بام له سره لا عادت د سلام نه پرېږدي

هغه سر تېره لېوني تر خپل منزله رسي
چۀ يو ساعت د پاره خيال د مرام نۀ پرېږدي

خال د رنجو د اننګي په سر مدام جوړه وي
بلال په سرۀ غرمه راښکې شي اسلام نۀ پرېږدي

چې غم خوري يې د عوام سره ښودله پرون
نن هم هغه غمخور مرۍ د عوام نۀ پرېږدي

د ازادې يو کم پنځوس کلونه کېږي زمونږ
ښاغلي هغسې لا خوي د غلام نۀ پرېږدي
حالات هم هغه دي بدلون نه راځي
توره تياره ده صباون نه راځي

سپېرۀ سپېرۀ اؤ مړاوې مړاوې چمن
څنګه سپرلې دے چې ژوندون نه راځي

بې شماره ګرځي مجنونان د پيئو
لېلٰي حفه ده چې مجنون نه راځي

زۀ په دې خپل ژوندي ضمير څۀ وکړم
نور په دے چم کښې مې سمون نۀ راځي

مخ ته د يا ر مې ځېر ځېر او نۀ کاتۀ
ګمان مې دا ؤ چې بېلتون نۀ راځي

لا مې د سترګو چينې وچي نۀ دي
له خو د سترګو نه مې خون نۀ راځي

اقبال هغه نشه د مېنې وکړه
چې يې څۀ باندې سکون نۀ راځي
څۀ نوې لار بـه ماتول غـواړي
مخ د حـالاتو بـدلول غـواړي

جنت زاهده تش په زهـد نـه دے
په چم ګاونډ کښې ژوند کول غواړي

د لېلٰي زلفې ماشوړې جوړې شوې
په مخ يې زلفې سمول غواړي

چې د مغرب نه چپاؤنه کوي
سيلئ په بيرته تمبول غواړي

کنګل نيولې واؤره ويلي به شي
خو لږه وينه تودول غواړي

د جانان نوم چې ځنکدن کښې اخلي
اقبال يې شونډې ښکلول غواړي
څۀ وکړم زۀ چې جانان نۀ پوهېږي
په سُود اؤ زيان مسلمان نه پو هېږي

داسې نشه کړې بهنګي لالي ده
وس مې پرې وکړو په ځان نه پوهېږي

څۀ کۀ په ستورو کمندونه اچئ
اوس هم وحشي دے انسان نه پوهېږي

څۀ منافقه زمانه راغلله
هيڅ څوک د چا په ايمان نه پوهېږي

تۀ چې هوښيار يې زما څنګ نۀ کوې
لکه ماشوم دې ارمان نۀ پوهېږي

نشته دے څـوک چې ورتـه لار وښايئ
منزل ترې ورک دے کاروان نه پوهېږي

اقبال غـزل کښې تجربې کـړي دي
خو پرې نيمچه اديبان نۀ پوهېږي
په يؤ نظر کښې ئې نظر بدل شي
حېران يم خلق څومره زر بدل شي

ډېر کۀ بدلېږي را بدلېږي خلق
بدل به شمه کۀ تور غر بدل شي

زلفو دې زنګ د رقيبانو واخست
پورته کړه شپه مې په سحر بدل شي

راشه د ځان سره سپرلے راوله
چې محرم مې په اختر بدل شي

قسم دے دا سودا هيڅ ګرانه نۀ ده
کۀ ستا وصال زما د سر بدل شي

مونږه حالاتو ته سپارلے دے ځان
زمونږ به څنګه مقدر بدل شي

داسې را الوتې ده سيلۍ اقباله
دلته دلته پاښۀ پاښۀ اکثر بدل شي
ستا نظر زړۀ له زما په هسې رنګ وړي
لکه باز ښکار له پيئلے چې په چنګ وړي

د کږو وروځو کمان ته دې ته دې حېران يم
چې پناه نخښې پسې څنګه خدنګ وړي

د ګل رخ مينې کۀ تور کړمه تور ښۀ يم
له پښتونه به ميدان څنګه فېرنګ وړي

کړم راجمع په خوارو دولت د صبر
يار په ټوقو کښې له ما يې شوخ وشنګ وړي

په جاګير زما د زړۀ د يار خاني ده
خوشحالي رانه په شکل د قلنګ وړي

دروازې مې د يار پورې وليدلې
د حاتم له در خالي کاسې ملنګ وړي

اقبال مست دے د هغې مستې په مينه
ليوني ياران به هسې ورله بنګ وړي
دې نه مړ ښۀ يم کۀ دا ګناه له ما شي
چې مې ستا په شان له مينه په بل چا شي

کۀ د سرو ګلو بستر دے زۀ يې څۀ کړم
ما د پاره خو سکروټې بې له تا شي

چې ئ زړۀ زما په اه و بکا خوږ شي
نيمه شپه مې تورڼکه هم نوا شي

مينه پرېباسي ځوانان د زړۀ له برما
د نيم زالي ورته څۀ تاب به زما شي

څوک به څۀ ګيله له هغه ياره وکړه
له بې دله چې دلبر زيات په وفا شي

که دې خوږ اشنا د لارې دے اقباله
چې تقدير درنه حفه دے څۀ به ستا شي
ژمي شپه د تنها نه يم ستا يادونه راسره دي
کۀ بنديز شو په ديـدن دې ديدنـونه راسـره دي

زۀ په بندې ګلۍ راغلم مخکښې لار نه معلو مېږي
ميـنـه سـتا زمـا اسـره ده اميـدونـه راسـره دي

په وس هر يو سړے پړ دے زما تانه ګيله نشته
ما له دغه همره بس ده ستا لوظونـه راسـره دي

رقيبان او غمازان کۀ مې هر څومره بد خـواهي کا
زۀ نـازېـږم د اشـنـا مـحـبـتـونه راســره دي

ارمـانـونـه د هـر چـا بـه پـوره کـېږې قانون نه دے
ګـور تـه ډک لاسونـه وړمـه حسـرتـونـه راسـره دي

مـا پـه مينه کښې بـائللې څـۀ يواځې بـازي نـه ده
پـه دې لاره کښـې مـلګري عالمونـه راسـره دي

زۀ اقبال که ژوندے ښکارم حقيقت کښې داسې نۀ ده
په خوامړ يم ستاپه عشق کښې خوساهونه راسره دي
بيا مې زړۀ نرے شو د غزل فضا جوړېږي ځي
بيا د غزال سترګې غزلي راته يا دېږي ځي

دومره اشاره درله پوره ده کۀ پوهېږي زړۀ
تلل ي مجبوري ده په شاه ګوري او ودريږي ځي

ستا د مينې ډکے مې په زړۀ کښې ښه ښېرازه دے
ستا د ياد شېبې ورباندې راشي او ورېږي ځي

نۀ قاتل پرې پوهه دے نۀ مقتول ته پته ده
کومه تماشه ده چې وطن کښې مو جوړېږي ځي

هره ورځ تجديد راځېنې بيا بيا د وفا غواړي
نۀ ګوري خپل ځان ته چې پخپله په شا کېږي ځي

زۀ خپله پښتو اؤ ته خپله انا نۀ پرېږدې
داسې نۀ خبره به زمونږ مينځ کښې زياتېږي ځي

دا دنيا اسيا ده کۀ لږ فکر ورته اوکړي څوک
هره يو دانه خپله په وار باندې وړېږي ځي

مه ګڼه چې زه اقبال له ستا غمه بېغمه شوم
اوښکې په ژړا ژړا د سترګو مې اوچېږي ځي
خـلـق دې لـه زړۀ زمـا ويـسـتـۀ غـواړي
دا څــۀ لـېـونـي دي رانـه څـۀ غــواړي

سـت مــې لـېـونـۍ تـه د بـوســې وکړو
ګرځي چم پـه چـم چـې رانـه خـولـۀ غــواړي

سـېـلـونـه د کـارغـانـو راپـسـې ګـرځـي
غــوښــې د تنـزري لــه مـارغـۀ غـواړي

اول يــې بــې ديـدنـه بــې وصـالــه کــړم
اوس مـې لـه وطـنـه هـم واتـۀ غـواړي

جوړه دې ياري کړي ښکلي مخ سره
څوک چې په لمبو کښې سوازېدۀ غواړي

داسې راته وائې چې ترې صـبر شـم
وس کښې چې مې نۀ وي هغه دې نه غواړي

ښۀ دے چې ساده دے د اقبال شعر
دا په سادګۍ کښې هم پوهېدۀ غواړي
څوک دے چې ما او تا په ځان کښې مخ کړي
د ائينو په يو دوکان کښې مخ کړي

چې تۀ خپل مخ زۀ خپل مخ ووينم
مونږ به څوک داسې امکان کښې مخ کړي

ماته په ځان کښې خپل ګناه نۀ ښکاري
دا ستا به څوک په خپل ګرېوان کښې مخ کړي

نوره هم ما وته ښا ئســتـه ښکاره شـــي
چې رانه بل خواۀ په حفګان کښې مخ کړي

لکــه د ګــډو ځــي بــې ســوچــه پــســې
زمونږه څوک هم چې کاروان کښې مخ کړي

دروغ رښـتـيـا بــه زمــا سـتـا مـعـلـوم شـــي
کۀ چرې مونږ په لوے مېدان کښې مخ کړي

مقـصود يـې تـۀ سجده هـم تـا تـه کـؤي
اقبال چې هر ځائے په هر شان کښي مخ کړي
لږ غوندې ګورمه چې څنګ تېرېږي
بغېر لـه يـاره پـه کوم رنګ تېرېږي

خوله ئې هر وخت ې له خندا ډکه ده
خو ما سره همېش په جنګ تېرېږي

ستا د سينو د منجـرو خـوشبـوي
لکه څوک باغ کښې د لونګ تېرېږي

دا دنيا چا پورې نيمګړې نـۀ ده
کۀ څوک ګدا دے که اورنګ تېرېږي

عشق تقاضا کوي د خيال د قدم
ګرانه کړه ده پـه ګـړنګ تـېـرېـږي

شــمـع وبـاســي ورپـســې نـوے ســر
څـۀ چـې تـېـرېـږي پـه پـتـنـګ تېرېږي

د ډډو لانـدې مـې ازغـي دي اقبـالـه
ښــکاره بـېـشـکـه پـه پـالـنـګ تېرېږي
زلفې پـه زمـکـه ځـان پـسـې راکـاږي
د مـيـئـن زړۀ بـانـدې چړې راکـاږي

د زړونو لــوبــه بــزکـشي ګنې کۀ
داسې نـاترسـه پـه حـمـلـې راکـاږي

چې څوک خبر دي ستا د عشق له تاوه
لـيکـې پـه پـوزه د تـوبـې راکاږي

ستـا د صـفا صـفا انـکار نه ورستو
څـۀ مـې دا ستا تر دروازې راکاږي

اقبـالـه مـاتـې پـه نـصـيب د غليم
پښتون پتنې په حوصلې راکاږي
ژړۍ پکار ده په شيبو نۀ کېږي
سود مې د زړۀ په اوس په ليدو نۀ کېږي

ښۀ ورستو راشه ولې پوخ راشه
ګرانه اشنا په تلو راتلو نه کېږي

لږي څو ورځو نه چې اور اخلمه
ګذران زما په اسوېلو نۀ کېږي

د باشاهانو کبر مات کړي مينه
دا هاغه در دے په پېسو نۀ کېږي

ښه به وي دا چې شنه لوخړه شمه
ژوندون مدام په دودېدو نۀ کېږي

خخ مې د يار سره کړئ يؤ قبر کښې
د ژوندانۀ په څو لمحو نۀ کېږي

لکه د باز غوندې غؤټه پکار ده
تش د ټپس په شپلندو نۀ کېږي

جــذبـو ســـره ســـره عـمـل غــواړي
ګنې يواځې په جذبو نۀ کېږي

تــوبــه يــو ځــل د نــصــو حــه تــوبــه
د هــره ورځــې پـه تــوبــو نـــۀ کــېږي

دا کمزوري ورله نيولې د يار
صبر اقبال نه په مودو نه کيږي
د خـپـلو بـدو مـنـت مـانـه غـواړي
زمـا پـښـتـو څـومـره ارزانـه غـواړي

د مينې نوم په ژبه هيڅ ګران نه دے
مينه د زړۀ ويـنـه جـانـانـه غـواړي

چې زۀ به يې بدو ته هم بد نه وائيم
دا ضـمـانـت ولـې زمـا نـه غـواړي ؟

څۀ کۀ ئې حال لکه زما غوندې وي
څوک چې وفا د بې وفا نه غواړي

ځان حواله دې طوفانونه ته کړي
ګوهر څوک څنګه په اسانه غواړي

هغه دې ورستو هم يادېږي چرته
مخکښې دې هر وخت چې دعا نه غواړي

چې ځي راځي د رقيبانو چم ته
پوه شوم اوس راسره ورانه غواړي

عقل کښي ولې دې مالي نۀ راځي
چي دا چمن وينه له تا نه غواړي

دا خـاصـيـت دے د اقـبـال د غـزل
ژبـه پـسـتـه زمـکـه روانـه غـواړي
ټوله ټوله شپه مې ستا يادونو کښې ژړلي دي
ور کښې مې ژړلي،په ګوټونو کښې ژړلي دي

خوړ زما ګواه دے مېرې هم مې ګواهي کوي
په غرونو مې ژړلي ،په سمونو کښي ژړلي دي

پټې مې ساتلے ناوې اوښکې غېر محرمو نه
بړستن کښې مې ژړلي،څادرونوکښې ژړلي دي

نيمه نيمه شپه به خپلې مور راوېخ له خوبه کړم
ما اکـثرلـه غـمـه پـه خـوبـونـو کـښـې ژړلـي دي

زړۀ به مې چې ډک شو د چمن په لور به لاړمه
ما سره بلبلو په باغونو کښې ژړلي دي

زۀ ډېرې ژاړه باندې اقباله يو نغمه شومه
ما سره مطرب خپلو سازونو کښې ژړلي دي
دغه همره غمونو سره څنګه څوک اودۀ شي
د ورځې جرګه اوکړي ټول د شپې مې مېلمانۀ شي

تېره مې ځواني وه چې معلوم دې اصليت شو
څۀ کېدې شي بيا د ورخه تېرې چې اوبۀ شي

نـور دې زۀ دروغ ، بـې وفـائـي زغـمـلے نۀ شـم
يا بۀ مړ شم زۀ يا به مې صبر خراب زړۀ شي

دا زما يقين دے تۀ به هم په قرار نۀ ئې
خبره د انا ده څۀ چې کېږي اوس دې وۀ شي

ستا لباسي مينه وه تۀ ځکه رانه موړ شوې
مينه چې صادقه وي کېدے نۀ شي ماړۀ شي

دومره مې غزل کښې ستا خبرې د وفا وې
اوس مې غواړي زړۀ چې اوردې پورې په هر څۀ شي

پنځۀ دېرش کاله تېر شو د بتانو عبادت کښې
دا به مې نصيب وي کۀ مائل مې خداے ته زړۀ شي

اوس بۀ چاته نه ګورمه زۀ په خواږو سترګو
څۀ زاړۀ په طمعه دي څۀ نوي به هم وۀ شي

اقـبـالـه زمـا شـعـر زمـا د زړۀ لـه تـلـه خـېـژي
مانه چا په شان تشې خبرې په خولۀ نۀ شي
نـوې قافـيـــې او رديـفـونـــه نـــوي
راؤړه غزل له مې خيالونه نــوي

چرته په سترګو کښې زما خړ نۀ شي
رالـېـږه مــا لـه تـصـويـرونـه نـوي

څۀ عجيبه غوندې سيلۍ والوته
زوړ اشنا هم زده کړۀ لاسونه نوي

شونډې دې سرې سترګې نرۍ تورې کړه
رابـانـدې پـورې کـړه اورونـه نـوي

تـۀ هـم د بـاز په شـان کورېـز کـؤه
هر نوے کال غواړي څانګونه نوي

د وفا تورې بې معنې غوندې شو
نــوے عــالــم مــحبــتــونه نــوی

اقباله تا پورې حېران يمه زۀ
ستــرګـې زړې پـکـښـې خـوبـونـه نـوي
ستا زما په مينځ کښې د عمرونو فاصلې دي
لنډې رانه نۀ شـوې د فـکـرونـو فاصـلـې دي

ما په دغې پوې کړه چې په زړۀ کښې دې اوسېږم
بيا پکښې دا څنـګـه د کـورونـو فاصـلـې دي

د سر به راته څۀ وائي له عزته درته تېر يم
ټولې ستا د خـپـلو د لاسـونـو فـاصـلـې دي

ستوري په آسمان باندې خوارۀ دي بې ترتيبه
څومره مـناســب دې د خـالـونـو فـاصـلـي دي

زه د خپل تقدير نه ډېر په دغه ګيله مند يم
لـيـک زمـونـږه ولــې د نــومـونـو فاصلې دي

تۀ جوړَوې يو شان زۀ څه بل شان جوړومه
اوګـــوره پــخــپــلـه د خــوبــونــو فــاصــلــې دي

تـۀ چـې د اقـبـال نـه هـره ورځې راتلۀ غواړې
ولـې درنـه هـېـرې د مـيـلـونـو فـاصـلـې دي
نۀ پوهېږم ولې مې د خيال دروازې پورې دي
نۀ غزل نۀ نظم شوم ټول کال دروازې پورې دي

ما په دنيا غوښتې دغه ستا سترګې ملالې دي
څۀ سودا مې نشته کۀ د مال دروازې پورې دي

وينم رقيبان چې ستا د کور په لوري ځي راځي
يو يواځې ماته دې دېوال دروازې پوري دي

را ئې کړو کچکول په لاس اول ئي بې پښتو کړمه
اوس راته دا وائي چې ځۀ د سوال دروازې پورې دي

چا د خپل ماضي نه حاصل کړےچې سبق نۀ دے
ګوره چې هغو باندې د حال دروازې پورې دي

زړۀ زمـا روښـانـه سـتـا د مـيـنـې په بڅري دے
بل لکه يو کور کښې دے مشعال دروازې پورې دي

څۀ کۀ مور او پلار په ما نامه د اقبال کېښوده
څۀ داسې اقبال چې د اقبال دروازې پورې دي
يار به زما شې هيڅ صورت نۀ ښکا ري
مړانے دومره مې قسمت نۀ ښکاري

امـيـده ! دومـره دهـوکـې مـۀ راکوه
چې حقيقت هم حقيقت نۀ ښکاري

اے د تــقــديــر د ســازولــو ربــه
کېدے شي تاته محبت نۀ ښکاري

مينه مې حد ته خپل ورسېده
فرق فاصلې اؤ د قربت نۀ ښکاري

چې بې له ياره ئې ژوندے اقباله
دا دې په عشق کښې څۀ همت نۀ ښکاري
دا سورن چنار مودې نه وينه غواړي
د لېلا حسن مجنون نه مينه غواړي

د وختونو سترګې برندې را ليدے شي
حادثه راسره بيا سنګينه غواړي

د ماسکو د واشنګټن ښکلي به څۀ کړم
پښتون زړۀ مې باګرامي حسينه غواړي

په مجملو يې تېروتے څو څو وار يم
زړۀ مې دا ځل له خبره سپينه غواړي

نور مې هيڅ په وس کښې نشته دے غريب يم
مينه ډېره ده کۀ څوک هم مينه غواړي

زۀ اقبال ورته فرهاد وئيلے نۀ شم
چې بغير له کوه کنۍ شرينه غواړي
دغه همره ډېر دا ستا عکسونه دي
حېران د آئينو ورته مخونه دي

نمر دے کۀ سپوږمۍ ده اؤ کۀ ستوري دي
دا واړه ستا ښائست نه ښائستونه دي

زۀ په تا مئين يم څۀ کمال نۀ دے
ښکلي د هر چا د زړۀ سرونه دي

څۀ خو داسې راز دے چې ښودۀ غواړي
نور نور چې تخليق کښې جهانونه دي

دا دنـيـا دے ځـائـے د مـحـبـت مـيـنـي
شين باغ له ورکړي چا اورونه دي

مينه دے خوراک اؤ اغوستن زما
مينه کښې حاصل راته علمونه دي

لوستي ئې د عشق چې فلسفه نۀ وي
ګران ورته اقباله ستا شعرونه دي
اوس تصوير دې هم په ګرانه رايادېږي
زمـا سـتــا د بـېـلـتـانـۀ عـمـرونـه کـېـږي

بس يو خيال دے چې زما زړۀ کښې اوسېږي
زړۀ که ډېر هم صبراومه نه صبرېږي

چې په باد باندې هم شلېږې تار د زلفو
د عاشق نه تپوس اوکړه کله شلېږي

څنګه رنځ دے نه ترې مرمه نه رغېږم
رو رو زهر مې په وينه کښې خوارېږي

خپله مينه واپس واخله ځنکدن دے
کوزوي بار له بېړۍ نه چې ډوبېږي *

ورتو کړو غوښو بوئې دې په سيلۍ کښي
چرته غوښې د عاشق د زړۀ ورتېږې

د اقبال د خيال نيلے هر خوا ته زغلي
خو ستا مينه لکه بين ورته غږېږي
*( داستادقمرجلالوي خيال)
دومره مه مهروبانېږه چې سر نۀ شي
سپک دا خپل ځان درته خپل په نظر نۀ شي

په کاسه کښې به په خپل مقدار پرېوځي
په هر سر خو د هما څۀ ګذر نۀ شي

چې د خاورو نه زر جوړ کړي دا هنر دے
زر چې خاورې بې هنر کړي هنر نۀ شي

له هغه ځايه ما ښام کښې کډه انعاړه
چرته فرق د سړي ځيناور نۀ شي

تۀ چې زلفې خوروې نو دومره پام کړه
څۀ بۀ کيږي کۀ په خلقو سحر نۀ شي

د ټـمـڼ پـه تـوګـه زړۀ اقـبـال نـيـولـے
يو ګوزار چې دې خطا هم دلبر نه شي
زه حېران يم چې دا څه دي
کۀ څۀ دي هم که څه نه دي

خوب په وېخه باندې وينم
که دا ټول خلق اوده دي

د راتلو مقصد مې څه دے
دې نقطې ته رسېده دي

چې زه راغلمه له کومه
اوس مې کوم طرف ته تلۀ دي

څه انجام اغاز مې هم شته
که دائره کښې چورلېده دي

په بل شکل کښې ښکاره شم
دا مې څنګه ورکېده دي

حقيقت د ژوندون څه دے
ګران په دې باندې پوهېده دي

په اوبو بـــــــــــاندې اقبـــــــــــــــــاله
يو تصوير شـــــــــان جوړېــده دي
مه رپېږه سترګې جانان نه ر اځي
څنګه يقين وکړم ګمان نه راځي

لاړل ارمـانـونـه حـسـرتـونـه شو
په دې سوې سوراړه باران نه راځي

ولې څارم لارې نه پوهېږمه
شړ شو کنډاؤنه کاروان نه راځي

هر چرته چې ځمه رانه مخکښې ځي
تېخته مـاله ستا لـه ارمان نـه راځي

راشــه چــې دا خـلــق داسـې نــه وائي
زمکې لــه دلبــره اسـمــان نــه راځي

کوم طبيب له ورشمه اقباله زه
چاله مې د خوږ زړۀ درمان نه راځي
جانانه راشه ټول کارونه وران دي
بغېر لۀ تا مې ارمانونه وران دي

زۀ بې له عشقه پۀ څۀ نۀ پوهيږم
راته د ټول جهان مخونه وران دي

د ژوند رباب نه د سُر ټنګ نۀ اوځي
ما خېژولي پرې تارونه وران دي

په لاس مې نۀ راځي مارغۀ د مقصود
ورته چل کړي مې دامونه وران دي

مـا ودروۀ پـرې تـاج مـحـل د مـيـنـې
نۀ ووم خبر چې بنيادونه وران دي

چرته به کار سم د غماز نه وشي ؟
ورله ورکړي خداې لاسونه وران دي

ما د بوسې چې کله عرض کړے دے
ستا د مزغو جوړې پېچونه وران دي

شپه يې د چا په غېږ کښې تېره کړله
چې يې په مخ باندې خالونه وران دي

اقبــالــه دغـــې بــانـــدې نـــۀ پوهــېــږم
زۀ يمه وران کۀ مې ليکونه وران دي
ستا د برندو سترګو خيال چې مې مېلمه شي
امزرے د ے بڼ کښې څېلمه شي

دا د قهر سرې لمبې به دې مړې نۀ شي
کۀ اوبو غوندې مې طبع حليمه شي

ستا له غمه يو هم ساعت اوزګار نۀ يم
کۀ باور دې په قسم او کليمه شي

د رقيب نه يو ذره به په شاه نۀ شم
کۀ مې غوښې د قصاب په دګ قيمه شي

خون بها به مې دا ستا په غاړه پرېوځي
کۀ مې سر ته په انصاف مقديمه شي

د ظلمونو په اقبال کۀ حساب اوکړې
يقين اوکړه ليک به لويه ضميمه شي
ستا له غمه دې زما زړۀ اباد اوسي
پرواه نشته کۀ مې ژوندون مې برباد اوسي

په جولو جولو غمونه راکوه تۀ
کۀ دِ زړۀ اشنا په دې باندې ښاد اوسي

رنګ مې زيړ دے ځکه هر وخت تختېدلے
په غُصه دِ تل د سترګو جلاد اوسي

د عنقا مارغۀ نيول ورته ګران نۀ دي
دام د زلفو کۀ په لاس دِ صياد اوسي

څوک خوشحاله لکه وي باغِ حرم کښې
زړۀ مې ښاد داسې دا ستا په هېواد اوسي

دومره سُود اقبال ته اوت ستا په غم کښې
د دنيا له غمه زړۀ يې ازاد اوسي
چې خوړلي ستا د زلفو تور منګور دي
په ژوندون باندې هغه مړي د ګور دي

چې دا خپل وجود دې ولې ترې اور ناخلي
په رخسارکښې دې په رقص لمبې د اور دي

ګله ستا د مخ له ګله دوي شرمېږي
خنده زن باغ کښې ګلونه چې نسکور دي

د زړۀ شنۀ زخمونه څنګه مې درد کم کړي
چې درمان ستا د سرو لبو د ټکور دي

دا زما مينه اشنا ده ستا له مينې
چې په حسن دې نظر کا هغه نور دي

مسخ صورت يې د اقبال کړو راشه ګوره
عشق کښې ستا پرې لږدېدلي دومره تور دی
چې دښمن د چا په عشق کښې خپل تقدير شي
اړولے به يې د خوب هر يو تعبير شي

ازادي د يو ويختۀ نه دې محال ده
چې پوره کمڅۍ د چا پښو زنځير شي؟

دېګ د زړۀ ته چې د عشق لمبې پسې شي
ښکاره نخښې له اهونو د تبخير شي

د سـاقـي خــمــارو ســتــرګــو له کــبــلــه
زيات د مئيو په پياله کښې لا تاثير شي

سـتـا د زلـفـو پـه درو کـۀ مـې زړۀ لـږي
مـسـلـط پـه ګنـهـګار مـنـکـر نـکـيـر شـي

ډېـرې خـونـې بـه ويـجـاړې کا اقـبـالـه
ټيک يې شاه ، خال يې د زنې چې وزير شي
دا چاپېره چې د سترګو مې حلقې دي
په سبب دا ستا د غم او شوګېرې دي

د پيرۍ نخښې ښکار مې شوې ځوانۍ کښې
لږېدلې مې په ژوند د غم ارې دي

چې د عشق لمبې د چا په زړۀ بلېږي
په هغۀ باندې ګلزار د اور لمبې دي

د جنت صفت واعظه راته مۀ کړه
جنتونه راته خپل د يار کوڅې دي

د بڼو لاندې چې بل محفل کښې ګورې
د اقبال درنه په دې باندې ګيلې دي
يم مئين د يار په خوي
زيات له ګل يې بوي

له حېرته به ملا نېسي
کۀ چا اوليد دغه روي

په بدل يې جنت ناخلم
خوښ يم زۀ د يار په کوي

د خوبانو مينې مست کړم
ليـونـے مـې بولـي دوي

په زړۀ سخت دي له حجره
اثر نۀ کا پرې هائے هوي

وَ بېړو ته څۀ حاجت دې
چې يې بس د زلفو موي

سـتـا بڼـو زمـا پـه زړۀ
چـوګـان اوکـړلـې پـه ګـوي

کـومـه ونـه شـي چيجنه
وده نـۀ کـوي پـه جـوي

اقبال غم د خپل جانان خوري
نه د پلار او نه د ځوي
ډېر په ګرا نه به مې زړه صبر له تا شي
د عادت ماشوم جبۍ به خا مخا شي

يارا ستا مينه زما مال و دولت دے
کۀ دا نه وي اور دې پورې په دنيا شي

عېب جوي دې راته ځکه غمازان کا
دوي ګڼي چې داسې بد به زړۀ زما شي

پـه بـهانـه بـهـانـه بـه څـو شـي ديـدنـونـه
څۀ به کيږي کۀ ښکاره مو چرته غلا شي

دا زۀ چا يم رسَولے تر دې ځايه
چې په حال باندې زما دې اوس خنداشي

چې د يار وفا ته او ګورم اقـبـالـه
هـيـڅ لـه مـا او نـۀ شـو ځکه ژړا راشي
کۀ تۀ صبر شوې زما به کومه لار وي
مړ به شمه په قسم کۀ دې اتبار وي

ستا له مينې تقويت زما د زړۀ دے
د دېوال د خختو وبله انحصار وي
چې مېوه، لرګے، ښائست ،سورے يې نۀ وي
غزا وشوه کۀ شجر سدا بهار وي

هره چاره تر خپله وخته خوند کا
بدې ښکاري چې بوډهۍ کړے سينګار وي

د عاشق له زرۀ عالم کله خبرېږي
د ايرې د لاندې پټ لکه انګار وي

څۀ خبرې به اقبال د دنيا کاندي
چې هر وخت د يار په مينه کښې سرشاروي
ازمېښت شرط دے چې دروغ رښتيا رښتيا شي
دا د پيؤ مجنونان واړه په شـــا شــي

په اوربل کښې اېښے ګل دې غرور نۀ کا
دغه ګل د پښو د لاندې به صبا شي

په حساب کښې خو زما عاشق هغه دے
چې يو رنګ ورته د يار وفا جفا شي

نۀ پوهېږم زړۀ کۀ سر درنه قربان کړم
په کوم ډول به د مينې حق ادا شي

ماته مۀ خنداکۀ زړۀ کښې دې څوک بل دے
د لبـاس خـنـدا بـه مـرګ اشـنـا زمـا شي

پټ اقبال دې اوږو سترګو نــه کړم څنګه
تعاقب کښې ستا د حسن چې اشنا شي
د خبرو په معنٰي د يار ، يار رسي
په زبان دګونګ د ګونګ مور و پلار رسي

دغه لار د جنت لارو يوه لار ده
دروازې ته چې د يار کومه لار رسي

نۀ پوهېږم غماز ولې خوشحالېږي
په هعه فعل چې عاشق ته ازا ر رسي

شاه مدام مې شونډ و تور پتري نيولي
ورته تپ مې د زړګي د انګار رسي

خــاصـيــت دے دا د يـــار مړاؤ سترګو
په ليدو د مئيو کله خمار رسي

پـه اقبـال به په منونو خاورې بار وي
مدعا يې چې د زړۀ تر نګار رسي
چې له ما د خوشحالۍ خبرې غواړي
په ماتم کښې لېوني سندرې غواړي

ستا د تورو زلفو خيال زما په زړۀ دے
د اندلس ښار بر بري لښکرې غواړي

ناغه دارو سترګو سرو ته چې هوس کړي
نۀ پوهېږي ما شوم زړۀ ډنبرې غواړي
جوړے دے د هر مارغۀ نه هما نۀ شي
د هما پرواز پخښې وزرې غواړي

د کوهي غوندې دې زړۀ طاخې طاخې کړي
هغه څوک چې بغدادۍ کونترې غواړي

د اقبال سره تاروۀ خويونه پرېږده
عمر اوشو اوس يې زړۀ شکرې غواړي
چې هوا ستا د ديدن مې پہ زړۀ راشي
بې اختياره ستاسو کور ته تږ زما شي

کۀ هزار ځله هم بد راسره اوکړې
همګي دې هوار ه په يو مسکا شي

په افق باندې سرخي د شفق نيشتے
اميد کم دے چې د هجر شپه صبا شي

ماته اوايه کۀ زړۀ کۀ دے څوک بل دے
زړۀ بادشاه دے په بادشاه اختيار د چا شي

خفه ځکه يم چاړۀ اوبو کښې وينم
عاقبت به ستا زما لارې جدا شي

خداې خبر دے څۀ قيامت به وي اقباله
کله سپېازه چې زمونږ د مينې غلا شي
چې امير يې قافلې ته په ځان غل شي
د هغه کاروان به څۀ نصيب منزل شي

څوک به څۀ ګيله د چا نه هلته اوکړي
چرته نوم چې د ژوندون ټګي چل ول شي

تر هغې پورې به غل ته وائي چې غل دے
چې ترې طمع شوه پېدا ورسر مل شي

په ظاهره کښې دا سپين سپين رعبي خلق
شرمنده به يې له باطن د چيلم نل شي

کۀ بدل نۀ کړۀ غريب چرته حالات خپل
ګرانه ښکاري چې حالات به يې بدل شي

چـې نـظـر يـې پـه صـبـا نـۀ وي اقـبـالـه
داسې قام د بل د پښو د لاندې دل شي
ښکلے يار چې مې هم څنګ او هم قدم وي
په سر سترګومې قبول دے مرګ کۀ غم وي

د هستۍ نہ په نېستۍ يـمـه خـوشـحـالـه
کۀ وجود مې د اشنا وجود کښې ضم وي

د مخ غوښې مې ورستې لکه اوبړۍ شوې
رود د اوښکو همېشه مې په مخ سم وي

زۀ به يې ستا په طرف اخلمه دلبره
چې تر څو مې مړسپن قدم کښې دم وي

په ډيوه به يې د اوښکو روښان نۀ کړي
چې نصيب کښې له ازله يې تورتم وي

عـاشـق نـور لـه خـدايـه څـۀ غـواړ ي اقـبـالـه
چې نظر د معشوقې کښې مکرم وي
هر چې بل ازاروي نو ازارېږي
چې سېزي پتنګ له شمع خود سوزېږي

غوټۍ خپله زندګي کړي مختصره
په ناله د بلبل اوخاندي رژېږي

چې په زمکه برق راپرې وځي له اسمانه
په ستم باندې پخپله خپل ژړېږي

کۀ بقا غواړې په عشق کښې ځان فنا کړه
دانه شي د خاورو لاندې زرغونېږي

د عاشق زړۀ په مثال د ائينې دے
ماتہ شوې ائینہ نہ قونشېری

د عشق اور کښې چې ستي نۀ شي اقباله
سـتـا پـه دې سـوې وېـنـا کلـه پـوهـېــږي
مئين زړونه د يو بل په خيال پوهېږي
ضرورت نۀ وي د قال په حال پوهېږي

حاجت نيشتےچې دربار له يې کچکول وړي
د قيس سترګو نه لېلا په سوال پوهېږي

معشوقې عاشق تر منځه طمع نۀ وي
سوداګر دی چې د مال په قال پوهېږي

محبت کښې صداقت خلوص پکار دے
پاتې راشي چې په عشق کښې چال پوهېږي

تهجي يې چې د عشق لوستلې نۀ وي
څۀ د عشق به په معنٰي مثال پوهېږي

اقبال خپلې فرزانې خوبه نه ځار شه
له سپرليه هوښياران په کال پوهېږي
امزري د بڼ په خوب باندې اودۀ دي
د شاهين نه هېر په ښکار غوټۀ کېدۀ دي

د هيلۍ بچو کړې هېرې لامبوګانې
پروانو پرېخودي اور کښې سوزېدۀ دي

چې ټوپک تورې له پاره وۀ جوړ شوي
آ ، شډل لاسونه اوس په خوږېدۀ دي

چې په شاړه زمکه اودۀ به وۀ بې غمه
په پالنګ باندې خوبونه يې تارخۀ دي

شوق د چنګ رباب زيات شوے حد نه ډېر دے
قدمونو ته یې چې ګورم په خوېدۀ دي

ترک کړي مونږ خپل رسم و رواج دي
شروع کړي د اغيار په قدم تلۀ دي

خپلو سرو ته به د کُوټ په نظر ګورو
د بل کُوټ هم په نظر کښې زمونږ سرۀ دي

که ځان وپېژنو وخت لا تلی نه دی
پوشيده په دغه کان کښې ډېر ډېر څه دی

ما اقبال دغه خامۍ کړلې په کوته
کاش چې دور شي ارمانونه مې په زړۂ دي
ياره غم دې راسره د لارې مل ځي
دوه قدمه په هر لور رانه اول ځي

ستا وصال مې خداې نصيب کا پري روې
پرواه نشتے دے کۀ سر مې په بدل ځي

جـنـازه بـه هـم زما ځـي مقـبـرې تـه
ستا له کوره چې به څۀ وخت ستا محمل ځي

د منزل نخښې مې ورکې دي تيارو کښې
يم روان خو لکه ړوند چې په توکل ځي

چې داغي په محبت کښې شي اقباله
داغ له سپنې جامې کله مکمل ځي
نوے زېرے هر ورځ په ما د غم شي
درېغه درېغه دا غمونه به مې کم شي

ارزوده زۀ له خپله ياره نۀ يم
کۀ دا نور عالم زما پہ باب کښې سم شي

دا خو زۀ يم دومره غم سره ژوندے يم
بل د چا دومره غمونو ته به دم شي

زۀ په هر څۀ کښې دا ستا خوشحالي ګورم
وائيم يار چې به څۀ خوش و خرم شي

ستا له مخه ما اقبال باندې رڼا ده
چې تۀ نۀ يې ټول جهان په ما تورتم شي
سازشونه زما مخکښې غمازان کړي
عاقبت به مې محل د مينې وران کړي

وژني او ماته وائي چې شريک شه
څوک دے مړ به په اسانه باندې ځان کړي

په هنر عقل حصول دې راته ګران دے
په کرم دې خداې زما منزل اسان کړي

تل په خپلې بې وسۍ څاڅوم اوښکې
چې بېلتون به رانه بئيل اخر جانان کړي

سترګې ولې به ړندېږي نه اقـبــالــه
چې همېش زما په شان له څوک ګريان کړي
حلوا پوله دا ستا د ستوني نه کوزيږي څنګه
چې په ګاونډ له لـوږې ستـا يتـيمـانـان ژاړي

څنګه انصاف دے تجورۍ يوازې سېټ ډکه وي
خـولـې بهېږي کارخانو کـښـې مزدوران ژاړي

راشـۀ تـيـاره شـي غـلـه انـبـار کښې خـان واچـؤي
د بال بـچـو سـره پـټـو کښـې دهـقـانـان ژاړي

نوم دجنرل اوشي قربان شي سپاهيان ميدان کښې
پنشـن د پـاره پـه دفـتـرو وارثـان ژاړي

په کومه خوله باندې دعوهٰ د انسانيت کا انسان
چې د انسان د لاسـه دلتـه کښې انسان ژاړي

حق د ادم اولاد زمکه باندې يو شان له دے
يو جاګيردار دے بل لحد له په ميـدان ژاړي

دا د ازل نه دے دستور د دې ظالمـې دنـيـا
ظالم په لاس کښې د مظلوم څيرې ګرېوان ژاړي

کۀ په رضا نۀ وي په زور باندې خپل حق اوغواړو
ولې کچکول په لاس زمونږ دې ماشومان ژاړي

اقبـالـه مونږ د زمـانـې نـه دي ژړلـي دلته
وخت راروان دے چې به اوس دا بـاداران ژاړي
يـوه ورځ به دغه ستا حشر هم دا وي
تماشه ده نن زمـا صبـا بـه ستا وي

په يو حال د خداې قائمه بادشاهي ده
نور چې هر څۀ دي اخر به يې فنا وي

چې د بهنګو ډکے څومره زر ځوانيږي
د ځوانۍ موده يې همره کمه لا وي

اوکړه اوکړه چې ارمان دې پاتې نۀ شي
چې دا ستا په وس کښې هر څومره جفا وي

دا د ظلم شپه کۀ هر څومره اوږده شي
خـو د ژمـي د اوګدې شـپـې هـم صبا وي

ازادي موندې د وېنې په عوض شي
سرۀ مرجان د يمن وائي چې بې بها وي

هـغـه تـېـر چـې له سـرونـو دي اقـبـالـه
قـدمـونـو کښـې مـنـزل يـې پـه خـنـدا وي
غرض يې خپل دے ما او تا څۀ کؤي
مړ علي زر شو سکندر شاه کؤي

غريب په شان دے د شطرنج د مهرې
پياده دے اوسوزي بادشاه څۀ کؤي

چې لوږه تنده يې ليدلې نۀ وي
د اوږي تګي به سودا څـۀ کؤي

چې يې خوږ شوې چرته ګوته نۀ وي
هغه د بل د درد پرواه څۀ کؤي

مونږه د کور کشالې حل نۀ کړلې
غليـم زمونـږه اقتـدا څـۀ کـؤي
چرته چې رسم بې حسي جوړه شي
هلـتـه اثـر به دې ژړا څۀ کؤي

لږي په چا بدې او کۀ ښې لږي
رښتيا خبرې ټول عمرله ترخې لږي

وې يې کړ ه او لاړ شه بيا يې هېرې کړه
څۀ دې وعـدو باندې پېسې لږي

خوله دې په څـۀ اوبه شي خوږيږي نه
دغه شان خـو لا زيـاتـې نـعــرې لــږي

مونږ چې د ممبر نه به تپوس کؤو
وائي به راته کار کښې خو مودې لږي

زمونږ د ممبرانو به څوک څۀ وائي
ددوي د خرڅ د پاره خو مېلې لږي

پرېږدي چې نقوش د تاريخ پاڼو کښې
په شان کښې د هغو بيا قصيدې لږي

رښتيا منصور د دار په سر وائېلي وو
دا خوبه زندان کښې ورځې شپې لږي

هٰـغـه بـه لـيکي اقبـال چـې وېـنـي څۀ
خېـر دے کـۀ پـه ګوتو يې چړې لږي
چـې کـوڅې نـه مې د يار منعې کؤي
عـندلـيـب لـه ګـلـزار منعې کؤي

هـغـه در چې خاص زما د ښکلي يار دے
هغه در نه مې اغيار منعې کؤي

د غماز او د اشنا صلاح يوه شوه
اول پټ اوس مې په جار منعې کؤي

د عشق سيند به يوه ورځ ورباندې واوړي
غر د عقل بـه څـو لار منعـې کؤي

د کوم ګل په مقدر کښې شو کېدۀ وي
آخر څو پورې به يې خار منعې کؤي

نادانان نۀ دي نور څۀ دي هغه خلق
چې اقبال د عشق له کار منعې کؤي
دلته په ګل هلته په ټال کښې د بوډۍ ښکارېږې
چې چرته ګورمه خوارۀ د ا ستا رنګونه دي

ستا د تخليق ، مصورۍ او فن کمال دغه دے
چې په هر رنګ کښې دې جدا جدا رنګونه دي

داستاتصويردغه همره شوخ دومره ښائسته ځکه دے
ورلـه د زړۀ وينـې ورکـړې مـا رنـګـونـه دي

تۀ د ګلاب او د رامبېل چامبېل ستائنېې کؤه
زمـا غـانـټـول ، زمـا نـمـېـر زمـا رنـګـونـه دي

لکه د ګل مخ چې باران ښه په مزه وونځي
په ښکلي مخ دې څۀ صفا صفا رنګونه دي

دا د اقبال غزل دے دومره يې ساده مۀ ګڼه
ورله ور کړي يـې څـۀ ډېـر بـلـها رنګونه دي
ګورمه چـې څـو پورې زمـا سره پـښـتو کړي
څنګه يو اشنا به خپل اشنا سره پښتو کړي

دا مې پښتون خوا ده د عربو صحرا نۀ دے
دلته مجنون هم خپلې لېلٰي سره پښتو کړي

اوښکو په ځائے وېنې مې راځي سترګو کښې ځکه
زړۀ مې هغه زړۀ دے چې ژړا سره پښتو کړي

ټول عمر جفا کړه زۀ به ټول عمر وفا کړم
وفا به مې ټول عمر ستا جفا سره پښتو کړي

لرې کړه د مخ نه تورې زلفې چې رڼا شي
توره ګوره شپه به څو صبا سره پښتو کړي

د عشق دا راويت دے چې به ناز د معشوقې وړې
پښتون په دې کښې هم د بل ادا سره پښتو کړي
بې ستا له ياد د غېږې خوب نۀ راځي
چا له مې بند د لېونتوب نۀ راځي

ماشوم چې ژاړي خامخا نۀ ژاړي
هسې د سترګو نه اشوب نۀ راځي

چې بار د مينې مې په وليو سپک کړي
زما په لاس کښې داسې چوب نۀ راځي

د ديــدنــو بــاران او وروه
دا اباسين خړوب خړوب نۀ راځي
چې تۀ به پرې راتللې هغه لارې شړې دي
پرتې له انتظاره مې په سترګو لړې دي

چې څو زړۀ صبراومه همره لا بې صبره کېږم
دا تا ما باندې څومره سخـتـې کـوډې کـړې دي

زۀ هر وختې کومه ستا د پاره دعا ګانې
زما د پاره ستا په خوله خېرې ايسړې دي

راځي له هر طرفه مې په زړۀ د غم لښکرې
تا ځان سره زما خوشحالۍ ټولې وړې دي

دا شرط به پوره نۀ شي چې ساتم به راز د مينې
اورېدې مې په هجر کښې هر چا بکړې دي

وعده مې ده چې بيا به درته نۀ شمارم دلبره
کۀ هر څومره په زړۀ کښې مې بې شماره ستړې دي
هغه د مرګ مې دعاګانې غواړي
لېونے زړۀ مې وفاګانې غواړي

غاړه زما يوې رضا ته نۀ ږدي
زما نه خپلې رضاګانې غواړي

سر زما هغه لېونو سره دے
بوټو کښې څوک چې بلاګانې غواړي

موندے ګوهر چا په ناله کښې نۀ دے
دا قسما قسم ژړاګانې غواړي

زړۀ ته مې نۀ ګوري چې چوي له غمه
خلق زما نه خنداګانې غواړي

هر سړے دلته کښې خپي خپي دے
ماحول تازه شان هواګانې غواړي

تنهائي زياته شوه اقباله ډېره
د چا همدرد نه صلاګانې غواړي
څوک به ستا بڼو ته ځيګر اونېسي
څنګه به زخمونه مې خور اونيسي

زۀ چې اجازه اخلم راځمه ترې
دا لکه ماشوم راته ور اونيسي

خبره د مطلب چې کؤل غواړمه
پورې او راپورې به غر اونيسي

هر څومره چې زۀ هواره ومه لار
بيا راته نقطه به د شر اونيسي

دا يې بولاتوب دے کۀ ادا ده څۀ
غاښو کښې حېرانه څادر اونيسي

داسې پاړو څوک په دنيا نۀ وينم
مار د زلفو ستا په منتر اونيسي

وروځې ، باڼۀ دا سامانِ حرب لرې
څنګه به څوک تانه سنګر اونيسي

هيڅ هم اقبال سترګو باندې نۀ ويني
چې سترګو کښې د مينې منظر اونيسي
يادونو ته دې وايه زړۀ مې نۀ چېړي
مـړ يـمـه جـانـانـه مـړي څـۀ چـېـړي

زوړند سر يې نيولے وي په باغ کښې بيا
ګل چې د شوخۍ نه دې مخ وۀ چېړي

سترګې د نرګس چې تکې زېړې دي
داسې راته ښکاري ستا کاتۀ چېړي

ګـرځـي تـر قـيـامـتـه به پريـشـانـه ډېـر
نخښې چې هر څوک هم ستا د پلۀ چېړي

رياض غواړي د عمر هسې ګرانه ده
سازونه سرمدي اقبال پاښۀ چېړي

عشق داسې سړے له سړو اوباسي
څوک لکه وېخته له غوړو اوباسي

څنګه چې مې ستا باڼۀ اوباسي زړۀ
کله به قصاب په چړو اوباسي

بې وسه او کمزوري ګاونډي په څېر
زور ولې له خپلو وړو اوباسي

څوک چې بدکردار بدلمنه شي
خپل يې د زنځير له کړو اوباسي

هغه چې په خپلو مټو هيڅ نۀ وي
څۀ کۀ شجرې د پېړو اوباسي

اقباله بې وفا د چا دلبر مۀ شه
بې وخته يې وړو له زړو اوباسي
پشکال کښې نا ناڅاپه باران راشي
خوند به اوکړي کۀ مې داسې جانان راشي

ستا راتلو باندې به بيا تازه تازه شم
پسرلے به په موسم د خزان راشي

لار کښې ناست د راتلو لارې يې څارمه
په اميد کۀ يې په خيال کښې نسيان راشي

پـټـؤم لـه خـلـقـو اوښـکـې غـمازګـرې
بې اختياره دا زما په ګرېوان راشي

ابدالي او د فريد غوندې به څوک شي
په غورځنګ به توره بيا د افغان راشي

شيرازه د اسلام هر ځائے کښې خوريږي
درېغه درېغه چې به هغه دوران راشي

تمامي عمر مې ضبط اوکړو اقباله
ولې څۀ اوکړم په خوله مې ارمان راشي
شاعري څۀ ده اسوېلي دي
د مئين زړۀ زبېرګي دي

غم د يار کۀ د روزګار دے
د شاعر په تن ميږي دي

څختن وي د ناقرار روح
دغه برخې ازلي دي

زغملے په چا نۀ شي
کۀ په چا باندې زياتي دي

کار کښې سست ګفتار کښې چست دے
پښې لاسونه يې ګوډي دي

پـــــــه وړه غـونـدې خـبـره
ليکې ګرونجي د تندي دي

چرته بل جهان کښې اوسي
ټول کارونه يې خيالي دي

په طلب کښې د ګلونو
مات په زړۀ کښې يې ازغي دي

معاشرې ناکاره کس دے
خفه خپل او ترې پردي دي

د اقبال خوشحال چې خوښ دے
دواړه خوي باندې ثاني دي

د اقبال دا تجربات دي
څۀ د کار دي کۀ ردي دي
خلق ولې مې له تانه لرې باسي
لېوني دي ځان له ځانه لرې باسي

ما په تا باندې راوړے پوخ ايمان دے
شېطانان مې له ايمانه لرې باسي

انجام هر چاته معلوم دے چې به څۀ وي
کب چې هر کله دريا نه لرې باسي

په چالونو د غماز باندې پوهېږم
په ټګۍ مې د وفا نه لرې باسي

ده هوا نه بې وجود د خوشبو څۀ دے
خوشبوئې له د هوا نه لرې باسي

د تيارو د خدايانو ارادې دي
پتنګانو له رڼا نه لرې باسي

دومره زړۀ مې ور ته نور هم نيزدې کېږي
چې مې څومره د اشنا نه لرې باسي

ژوند خو تېروتۀ اقباله په هجران کښې
مړي ولې اوس د خوا نه لرې باسي
هغه ښکلې چې په نۀ نۀ کښې رضا شي
د وصال لمحه کښې نور هم خوند پېدا شي

زۀ پوهېږم چې وينا مې غرځوي نه
غواړي دا چې لا يې نور قدر سېوا شي

چې بوسه باندې بوسه د شونډو راکړي
سل توبې د نصوح ماتې خا مخا شي

سترګې سرې بې له نشې ناغې ناغې شي
په يوه لمحه کښې زول د مئيو دا شي

چې د زلفو نه بالخت راته راساز کړي
د جنت حورې به يادې څنګه بيا شي

دغه لږ ساعت په عمر به ورنۀ کړم
هغه لخته چې زما غېږې له راشي

اے اقباله کاش چې ټول عمر ځواني وے
په خوبانو دې هر څۀ تاله زما شي
هر ښکلے چې راشي خوله کښې مم راکړي
درس تر صبا پورې د زغم را کړي

په باغ کښې اچؤلې ده خزان دېره
سوال دے پسرلي پورې دې دم راکړي

مونږه دې بې حسه کاڼي خداې نۀ کړي
درد په زړۀ کښې سترګو کښې دې نم راکړي

نۀ وينو چې کوم طرف ته لاړ شي بيا
هغه چې نظاره قدرې په چم راکړي

مونږه خپلې تندې له لېواله يُو
نۀ غواړو چې مونږ له جامِ جم راکړي

خـپـل کـور لـه پـخـپـلـه ورکؤو تيلے
څوک دے چې سبق به راله سم راکړي

په خپلو غشيو مونږ سينې سورۍ کړلې
نيشته دے اقباله چې قلم راکړي
چې پرون راباندې مړ رانه په څنګ ځي
زمانې دور دې څومره رنګ په رنګ ځي

په سرو شونډو اننګو دې نۀ نازېږي
يوه ورځ په ماتې هند نه به فېرنګ ځي

د مجاز د مينې دغه حقيقت دے
د کمان له غېږې څنګه چې خدنګ ځي

مينه خداې او د خداې په رسول بويه
چې تر قبره درسره لکه تونګ ځي

رېنجې رېنجې لاس پښې يې تصور کا
چې بې خياله څوک د مينې په ګړنګ ځي

عاقبت به پورې پاتې شي اقباله
هره ورځ چې ترې خالي کاسې ملنګ ځي
وېش دے ساقي نن پېمانې ور کؤي
لفظونه رنګا رنګ معنې ور کؤي

څۀ بې بها دي دا لمحې د وصال
چې عاشقان پرې زمانې ور کؤي

ما يې له دره تش کچکول راوړے
څۀ کۀ بې درېغه خزانې ورکؤي

تريخ حقيقت بيانـومـه د ژونـد
ياران مې نوم د افسانې ور کؤي

اقباله خوي دې د شاهين بدل شو
لکه د چرګ ځان په دانې ور کؤي
اوښکې مې په سر د بڼو انختې دي
څاڅکي د باران په بلو انختي دي

کېږي فېصله زمونږ د مرګ د ژوند
خپل پردي زمونږ په جرګو انختي دي

ګل د چا نصيب کښې و هغۀ يوړو
غوښې مې د زړۀ په ازغو انختې دي

ستا د کور عالم به څوک دې پوهه کړي
هسې راسره په پښتو انختي دي

اوږي د اقتدار اولس ته نۀ ګوري
سم لکه مچان په خوږو انختي دي

کشر يې د مشر نه اوباسي اوس
خلق د يو بل په جامو انختي دي

دې ته خو انصاف اقباله نۀ وائي
مونږه مرو او دوي په مېلو انختي دي
يادونه دې زما په زړۀ چکونه لګوي
بېخي لکه تېرې چړې سرونه لګوي

په ستا بې وفائې باندې مې ولې باور نۀ شي
دا خلق خو څۀ نور نور الزامونه لګوي

لامبدۀ څانګونه ډېر کۀ توراڼکه پرې څنډي
لږيا دي د نمرود ځامن اورونه لګوي

خبر نۀ وم دا ستا د مړاؤ سترګو له اثره
چې دا به روغو زړونو له روګونه لګوي

اقباله يو هم مينه راسره تر سره نۀ کړه
اغاز کښې هر يو ښکلے به شرطونه لګوي
څوک دې راسمه راته لار کړي د جانان د کلي
څوک راته لرې دې حصار کړي د جانان د کلي

ډېر مې نظر په خلاګانو کښې تش وګرځوۀ
څوک را په ګوته دې انوار کړي د جانان د کلي

زۀ هغه تېع چې ټوکېدلے په خزان کښې يمه
څوک دې بيان راته بهار کړي د جانان د کلي

زۀ ارزومند د درجـو د مـرتبـو نـۀ يـمـه
ما غلامانو کښې دې شمار کړي د جانان د کلي

اقباله زۀ به تر سينې پورې کلک ونيسمه
غمونه ټول دې په ما بار کړي د جانان د کلي
چې هر بې غمه ځان له غم ګوري
څوک دې ښائسته غوندي صنم ګوري

دا چې ظلمونو باندې ظلم کؤي
دا په زړګوټي کښې مې دم ګوري

ژوندون مې شو په کږلېچونو باندې
په دغه طمع چې به سم ګوري

په عشق کښې هغه حد ته ورسېدم
پرواه مې نيشتے چې عالم ګوري

راز مې افشا چرته د مينې نۀ شي
ګوري خو ګوري خو لږ کم ګوري

څوک چې زخمي شي د بڼو په غشو
څۀ لېونے دے چې مرهم ګوري

اقبال دا ستا د لار په دُړو کښې ناست
ښــاپـي لږيـا ستـا د قـدم ګــوري
چې زما دے زما نۀ شي
دا لاڅۀ دي دا به څۀ شي

اخر حد به وي د صبر
دومره ډېر به څنګه وۀ شي

ستا نېټې شوې د کالونو
د ساعت باور مې نۀ شي

هسې بل خانه خراب څوک
چې د ځان شي نۀ د زړۀ شي

تـصـور کښـې تصوير سـاز کـــړم
پــه کاغذ باندې اوبۀ شي

د قيـامـت نـفسـه نـفـسـي ده
يــو دې پايي ســـل دې مــړۀ شــي

ستـا په مخکښې د اقبال دم
عـــاشقـــان مــظلومـــان پړۀ شي
خلق لږيا دے څۀ هنر جوړَوي
زما او ستا د بېلتون سر جوړَوي

غمونو کوم زور مې په زړۀ کښې وليد
چي يک تنها پسې لښکر جوړَوي

اوښکو مې مات کړلو قانون د اوبو
ژور نـــه لـــوړو تـــه ګـــزر جــوړَوي

هر څاڅکے درس د اتفاق ورکوي
څاڅکي چې يو شي سمندر جوړَوي

رقيبان خنډ به مې د لارې نۀ شي
په هر قدم کۀ راته غر جوَړوي

اقبال غزل غوندې غزل اونۀ وې
هسې يې ځان و خوړ دفتر جوړَوي
سترګې د يار راته بدلې ښکاري
ځکه په شونډو مې بدلې ښکاري

زۀ پرې پوهېږم چې يې زړۀ کښې څۀ دي
د زړۀ په مخ باندې راغلې ښکاري

د سوي زړۀ زمکه خړوب مې نۀ شوه
ستا د وصال شبې نيولې ښکاري

زلفې په مخ يې ځائے په ځائے سمې کړې
څوکۍ په ګنج باندې ساتلې ښکاري

ستا په هجران کښې جهنم دے په ما
دنيا کۀ هر څومره هم ښکلې ښکاري

سوارۀ اقـبـال پـه مـېـدان ولـيــدلـه
معشوقې نورې ورتـه پـلـــې ښکاري
بيا ستا ليدلو ته مې زړۀ کېږي
غم زياتولو ته مې زړۀ کېږي

ورېځ خوره موسم نشه نشه دے
لږ شان له څښلو ته مې زړۀ کېږي

اوربل شانه سترګې نرۍ تورې کړه
ځان سوزولو ته مې زړۀ کېږي

څوک مې پېدا نۀ کړو همراز د مينې
ګرېوان شلولو ته مې زړۀ کېږي

تندے مې مات کړو خو حاصل مې نۀ کړې
تندے داغلو ته مې زړۀ کېږي

خوږې خوږې څريکې اقــبــالــه کؤي
غزل ليکلو ته مې زړۀ کېږي
زما او ستا منځ کښې دېوال جوړېږي
راته رقيب مې اشنا حال جوړېږي

مخې ته راشي د روزګار غمونه
زما چې ستا طرف ته خيال جوړېږي

د خپلو زلفو تصور پوهه کره
زما د زرۀ مارغۀ ته جال جوړېږي

هيڅ روايت جوړې زوړ پاتې نۀ شو
چې د پښتون په شونډو سوال جوړېږي

اورونه اچؤي لږيا دے نمرود
د ابراهيم لۀ پاره ټال جوړېږي

خداې ګو چې غاړه به ونۀ غړوي
کۀ دې په سر څۀ د اقبال جوړېږي
دا ځل کۀ هر څومره مې زړۀ زورېږي
نۀ ځم چې ښه راپسې ؤۀ زورېږي

زړۀ مې ماشوم لب دې خوږې شکرې
لکه خوږو پسې واړۀ زورېږي

ښائست دې هره خوله کښې اوبۀ راولي
اوږي خو پرېږده چې ماړۀ زورېږي

نصيبه ستا کار ستاني ده ټوله
څوک يې نوشي څوک په کاتۀ زورېږي

ځواني دې غلې شان ستونه کؤي
اقبال به ولې درته نۀ زورېږي
غماز د سوي نه مې خوند اخلي
اوسپنه سرۀ چې شي پېوند اخلي

اوښکو زما په شېبو وورېږئ
ګلان له پرخې ځنې ژوند اخلي

عشقه په يار کښې دې همت راوستۀ
ګلاب د لاسه مې سرګند اخلي

ځان ورته مړ کړم چې يقين يې راشي
په هر قدم رانه سوګند اخلي

چرته يې سرې شونډې څښلې نۀ دي
نوم چې د شهدو يا د قند اخلي

ناصحه مينه ېې صادقه نۀ ده
ستا د خبرو نه چې پند اخلي
زما په زړۀ کښې ستا د مينې خزانې پټې دي
کۀ رابرسېره کړم نو ډېرې فسانې پټې دي

چې ورته ګورم نو سرور مې په بدن کښې زغلي
خمارو سترګو کښې د يار مې مېخانې پټې دي

لږ په اوزګار وخت کښې د ژوند کتاب زما اولوله
په هره پاڼه کښې د عشق مې نښانې پټې دي

دا ستا ديدن راته اشنا دومره اسان خو نۀ دے
په هر ديدن کښې مې بېشماره بهانې پټې دي

عمر مې تېر شو زۀ اقبال په حال اګاه نۀ شومه
د يار خبرو کښې هر وخت مې معنې پټې دي
هر شراب خور کله اداب د مېخانې پوهېږي
ښکلي کۀ ډېر دي بعضې نيم په يارانې پوهېږي

ساه اخستل خوراک او څښل يوازې ژوند خو نۀ دے
ژوندي هغه دي چې دستور د زمانې پوهېږي

لکه چې زهر ور خورارۀ شي د مسموم وينه کښې
چاته چې ګورم دلته دام او په دانې پوهېږي

نۀ يم قائل زۀ د بورا او د بلبل د مينې
ستي کېدۀ عشق کښې ېوازې پروانې پوهېږي

اقبال تۀ د غم داستان ولې هر چاته اورئ
دلته هر څوک کله د عشق په افسانې پوهېږي
لمبې چې بلې شي ايرې خوبه وي
زړۀ چې دردېږي شوګيرې خوبه وي

تکميل د حسن هسې نۀ شي کېدے
ښائست سره ناز و نخرې خو به وي

څوک چې مئين شي اوچتېږي ګوتې
په چم ګاونډ کښې يې قيصې خو به وي

ګيله له خپلو پېدا کيږي زړۀ کښې
چې مې خپل ګڼې ګيلې خو به وي

اقباله ګل ازغے لا زم ملزوم دي
ګل شُوکوې ګوتې دې سرې خو به وي
وېښ يمه زۀ او د اسمان ستوري
شمارم په شپه کښې د هجران ستوري

دا پرخه نۀ ده دي د اوښکو قطرې
راسره ژاړي له خفګان ستوري

سپوږمۍ وديږي څوارلسمې شپه ده
په جنج راغلي دي جنجيان ستوري

د بې کلۍ به درته څۀ اوئيم
اوکړه تپوس شي به ګويان ستوري

نجومي اوګوره د لاس کرخې مې
څۀ وائي زما او د جانان ستوري

سحر دے پاتې شو اقبال يوازې
هٰغه دے لاړۀ شو روان ستوري
چې قدمونه د صنم مې په ډولۍ کښې لږي
اوښکې د سترګو مې راځي راته جولۍ کښې لږي

د ژړا حق خو رانه مۀ اخلئ پرېږدئ اوژاړمه
ټول ارمانونه د زړګي مې سولۍ کښې لږي

د خوشحالۍ سندرې وائي لېونے شو خلق
دوي ته ښادي ماته ماتم حوېلۍ کښې لږي

صبا به دا مالې ويرانه ويراني وي دلته
نن د خوشبو لا د بدن په دې سيلۍ کښې لږي

لکه زما د ځوانۍ وير دے چې اقباله کېږي
خواږۀ سرونه چرته لرې په شپلۍ کښې لږي
د مينې داغ چې کوم وګړے اوخوري
لکه چينجے د ونې زړے اوخوري

د بدن غوښې مې ستا غم خلاصې کړې
لکه لېوۀ چې غرۀ کښې مړے اوخوري

د لـمـدو خـټـو لـږې دارو وي
ګوذار په زړۀ چې په زړۀ ستړے اوخوري

اعتبار دنيا کښې په هر چا مۀ کؤه
دا بعضې سپے له موګي پړے اوخوري

اقباله ټول عمر چې سر ته نۀ شي
سر دې هغه ارمان نيمګړے اوخوري
عجيبه ده چې هم څنګ غواړي هم څنګ کړي
چې دا څۀ ټوقه په ما غريب ملنګ کړي

دغه خوي يې زما پوهې نه بهر دے
سترګې ست کؤي په خوله راسره جنګ کړي

څوک کوډګر او مُلا داسې پېدا نۀ شو چې
چې وحشي دلبر په خوي مې هم اهنګ کړي

چې په هر ساعت مې وژني داسې ښه ده
جامې يوځل دې زما په وينو رنګ کړي

اقبال ټوله شپه په هجر کښې شوګير کا
يار له نازه خوب بې غمه په پالنګ کړي
کور مې د زړۀ په تا ښائسته ښکارېږي
بـغـېـر لـه تـانـه ويـرانـه ښـکاريـږي

زما د سترګو نظر تا سره دے
نۀ وينم تا ورځ راته شپه ښکاريږي

چې پکښې ذکر ستا د حسن نۀ وي
څۀ بې مزې هغه قيصه ښکاريږي

عکس دا ستا د سور رخسار دے پکښې
مخ د ګلاب ځکه لمبه ښکاريږي

اقباله نوم د ختمېدلو نۀ اخلي
د هجر شپه راته اوګده ښکاريږي
د تلو ساعت چې دې نيزدې راځي
د ځنکدن په ما خولې راځي

ما خو په زړۀ کښې داسې نۀ ګڼله
بيلتون به داسې په حملې راځي

دا تۀ چې وائې زۀ به بيا درشمه
قرار مې لږ په دې واعدې راځي

نظر ساتـه پـه فتنې ګـرې دنيا
پـه عشق کښـې ډېرې مرحلې راځـي

اقبالـه يـار چـې له چا اخلي رخصت
څـۀ بـه هغـه لـه حوصلې راځـي
سبب اشنا ستا د راتلو به څۀ شي
زما وړو وړو ګيلو به څۀ شي

په انتظار کښې مې تېريږي عمر
د زړۀ د ستړو شوګيرو به څۀ شي

چمن ته زۀ د ګل ديدن له ځمه
په دې وېرېږم د ازغو به څۀ شي

تـا چـې رټلـي جوابونـه راکړل
يـاره منت او د زارو بـه څـۀ شـي

پـه خزان مړوې دې ګلونـه نـۀ شي
ستا د اوګدو اوګدو کمڅو به څۀ شي

د ډاډګيرنې جوګه څـوک نيشته دے
اقبالـه ستـا د اندېښنو بـه څـۀ شي
نۀ شم درتلے په ما پهرې ډېرې دي
ستا زما منځ کښې فاصلې ډېرې دي

دنيا د شک په نظر ماته ګوري
په چم ګاونډ کښې مې قيصې ډېرې دي

د صبا ستورے به راخېژي کله
د تورو شپو تورې تيارې دېرې دي

د وصال شمع بـه تـر څـو بلېږي
چې د بېلتون ظالم حملې ډېرې دي

اقبالـه لاس د چـا پـه خولـه کېدمـه
زۀ يم تنها د دنيا خولې ډېرې دي
دا ستا په ياد کښې مې چشمان ووري
کۀ د چېتر بېساک باران ووري

يوه لمحه مې فراغت نشته دے
دومره غمونه د جانان ووري

بې ستا ارمان نه بل ارمان نۀ لرم
هر وخت په زړۀ مې ستا ارمان ووري

ښکاره مۀ ژاړه رسوا مينه نۀ شي
پرخه د شپې په ګلستان ووري

لکه ولې وي له سيندونو ايستې
داسې مې اوښکې په ګرېوان ووري

بوسه اقبال له چې ورکړې وه تا
پـه زرۀ يـې هغـه وخت هـر آن ووري
خيال د رقيب مې هر چا باندې شي
تر دې په سوري د اشنا باندې شي

په وس کښې پاتې شي نو کاڼے به وي
نظر چې ستا رخِ زيبا باندې شي

چې راښکاره مخ دې په زلفو کښې شي
لکه رڼا شپه په صبا باندې شي

يا به مې يار دومره ښائسته وي چرته
يا يې اثر سېوا په ما باندې شي

حال به يې خراب خلقه اقبال غوندې وي
څوک چې مئين په بې وفا باندې شي
زړۀ مې منډه په هوا وردرومي
دا ستا کوڅې له چې اشنا وردرومي

هېر د غوټۍ نه موسېدۀ شي خپل
چې ستا په سرو شونډو خندا وردرومي

چې د پښتون زړګي پښتو مې څۀ شوه
رټلے کيږي مګر بيا وردرومي

د جانان بد هم ورته نۀ ښکارېږي
څوک چې په لاره د وفا وردرومي

لوګے اقباله سپيلني کړه ورته
په کومه لار چې دې لېلٰي وردرومي
زړۀ نه مې ستا خيالونه ولې نۀ ځي
تۀ لاړې ستا يادونه ولې نۀ ځي

اميد دې پاتې د راتللو نۀ شو
د انتظار وختونه ولې نۀ ځي

خوږ يې کمېږي چې زړېږي زخم
د زولن زړۀ دردونه ولې نۀ ځي

ما په صابون د صبر ښه اوينځل
د تهمت تور داغونه ولې نۀ ځي

بوسه اقبال له چې ورکرې وه تا
اوشوې مودې خوندونه ولې نۀ ځي
زۀ هغه ګل يم چـې بهار نـۀ مومي
هغه زړګے يم چې قرار نـۀ مومي

لکه ګوهريمه د سيند په تل کښې
هغـه خبره چـې اظهار نـۀ مـومـي

آ، مسافر يم چې منزل ترې ورک وي
د زول باران په شپه کښې لار نۀ مومي

زما ژوندون د هعه ړوند ژوندون دے
جهان ته راشي خو ديدار نۀ مومي

هغه ارمان يم چې شي پاتې زړۀ کښې
هغه عاشق يمـه چې يـار نـۀ مومي

اقبالـه دا تر خپل نصيب پورې ده
د چا باغونه شي څوک خار نـۀ مومي
دا ستا ديدن له پاره څۀ او څۀ کؤل پرېوځي
ډېرې خبرې نا زېبا د خلقو وړل پرېوځي

پښتو مې دا وائي چې نۀ مې کتې ستا لارو ته
مجبور د زړۀ د لاسه يم ځکه در تلل پرېوځي

په کومو خلقو باندې ما چې هيڅ غرض نۀ لرۀ
ستا له خاطره نن په زار ، قربان بلل پرېوځي

ستا مجبورو باندې پوهېږم مګر عشق کښې ګلې
د پلار نيکۀ د شملې خيال زړۀ نه ايستل پرېوځي

چې د مجنون په شان له ځائے د لېلا زړۀ کښې غواړي
خاؤرې په سر اقباله دشت کښې بادَول پرېوځي
مات شې تنديه تا کښې نور لا څو غمونه ليک دي
پوره به شي چرته ارمان کۀ حسرتونه ليک دي

زړۀ يې زما سورے سورے کرو مګر صبر نۀ دے
د ستمګر کتاب کښې ماله نور زخمونه ليک دي

په توره شپه کښې لکه ستورو غوندې لار پرې ګورم
ستا د الفت زما په زړۀ چې کوم داغونه ليک دي

راحت کدو کښې اوسېږي ترې نـه څـۀ خبر دي
تپوس ترې اوکړئ چا دپاره چې دردونه ليک دي

کاتب له هم چرته رشوت دې اميرانو ور کړو
جنت کښې هم سرِفهرست د دوي نومونه ليک دي

اقـبالـه سوزه خونـد د خپلـو سوزېدلو اخلـه
لکه پتنګ دې په نصيب کښې سرۀ اورونه ليک دي
عقل مې همېش زړۀ ته نقصونه ښئي
نۀ صبرېږم زۀ کۀ سل عېبونه ښئي

کله په ګلشن کښې موندے کيږي دا
ستا چې رخسارونه کوم ګلونه ښئي

زۀ يو لېونے په هوش کښې نۀ يمه
ماته به څوک ځله خپل رازونه ښئي

ژوند زما اشنا له طوفانونو دے
هسې راته زور به طوفانونه ښئي

وعده يې د راتلو اقباله اوکړله
خداې خبر چې بيا کله خالونه ښئي
ګل په سوکړه کښې په باران تازه شي
زړۀ په ديدن مې د جانان تازه شي

لکه پوکے چې څوک انګار له ورکړي
پس له وصال مې هجران تازه شي

چې تازګي وينم د يار د حسن
د نوي سر نه مې ارمان تازه شي

چې څو بادونه مخالف الوځي
دومره د مينې مې طوفان تازه شي

لکه اقبال د عشق مذهب باندې شه
ناصحه لږ به دې ايمان تازه شي
کله په سپوږمۍ کله په نمر کښې راته خاندي
ښکلے يار ولاړ د زړۀ په ور کښې راته خاندي

عکس يې د تورو تورو زلفو توره شپه ده
سپين جبين ته ګوره په سحر کښې راته خاندي

موندلي مې سروشونډو کښې څۀ هسې رنګ امرت دي
په جام کښې د شرابو په کوثر کښې راته خاندي

وروځو ته يې ګوره په مصحف باندې اعراب دي
په زېرکښې راته خاندي او په زوَر کښې خاندي

زۀ د عاشقۍ مرض ته نور نور هوسېږم
دا لکه ګلاب د زړۀ پرهر کښې راته خاندي

سترګې مې مړېږي نه لا ښه مينه زياتېږي
په هرې نظاره په هر منظر کښې راته خاندي

ځار شمه اقباله د قاتل يار د ادا نه
وژني چې ما هم نو په خنجر کښې راته خاندي
چې لږ يوازې شم محفل جوړ شي
ستا د يادونو سم يرغل جوړ شي

چې ستا نامه زما په ژبه راشي
د هر نظر نه لکه شل جوړ شي

په مخ دې ټولې زلفې مۀ خوره وه
په ما تيارۀ په ما ځنګل جوړ شي

سترګې دې تورې شونډې سرې ساته
خېر کۀ سبب مې د اجل جوړ شي

چې لېوني هم ترې پناه غواړي
اقباله اوس به څۀ پاګل جوړ شي
څومره په ما د خلقو زور زيات شي
شدت د مينې همره نور زيات شي

ناصحه مۀ را پُوکه دم د صبر
سيلۍ کښې ښه پوهېږې اور زيات شي

بربنډ ولاړ يمه د عشق بازار کښې
غمازه څۀ وېره کۀ شور زيات شي

راکـوه ډېـر ډېـر راکـوه رقـيـبـه
غرور مې لا ستا په پېغور زيات شي

ځيګر خلاف تاثير اقباله اوکړو
نۀ وم خبر د يار به کور زيات شي
په خوب کښې راشې وخت مې ښۀ تېرېږي
په سرو لمبو کښې وخت مې نۀ تېرېږي

نـيـشـتـے الـفـاظ داسـې چې اوباسمه
هـغـه اشـنـا چـې مې په زړۀ تېرېږي

لۀ دې نه زياته بې وسي به څۀ وي
د سترګو مخکښې مې چاړۀ تېرېږي

تـۀ انـدازه زمـا د ژونـد پـرې وکـا
لکه د حلقه چې تراخۀ تېرېږي

زړۀ د اقبال زرغونه څنګه وکړي
مدام د هجر سوراړۀ تېرېږي
څۀ اوشو په مينه باندې اوس چې اشنا راولي
توره شپه د هجر ده سحر په خندا راولي

څۀ هغه راتلۀ دي چې راتلۀ شي په منت باندې
جنون هغه پکار دے چې صحرا ته لېليٰ راولي

نور مې هيڅ ارمان په زړګي نيشته دے دلبره څۀ
تـا پـه زړۀ لاره پـه مـکـيز مـکيز بـيـا راولي

زۀ په دې پوهېږم چې راتلۀ به خا مخا غواړي
ځـکـه نـۀ راځـي مـخـې لـه خـپـلـه انـا راولـي

سـتـا لـيـونـۍ مينه اخـر کـوم طـرف تـه لاړلـه
څۀ اوکړمه داسې چې يې بيرته په شاه راولي

حرف د شکايت به په خوله رانۀ ولم زۀ اقبال
سـاه کـۀ تـر مـريه مـې اشـنا پـه جـفا راولي
کۀ راتلۀ درته په وېخه باندې ګران دي
تا پسې زما خوبونه پريشان دي

ما ديدن د يار په پټو سترګو اوکړو
قدرتونه په هر څۀ کښې دې عيان دي

نۀ څۀ ويره د رقيب نۀ د غماز غم
دا خوبونه کۀ پټۍ مې د هجران دي

تازه کېږي دې يادونه په خوبونو
د بهار بادونه وسط کښې د خزان دي

زۀ به څۀ اوکړم همت مې جانان بېلود
ګني سر نه تېرېدۀ راته اسان دي

يا زما په شان له مينه د يار نيشتے
ورته غرونه دا نري نري خنډان دي

اقبال بيا نۀ موند د ځان په شان دلبر څوک
چې په مينه باندې هر څۀ يې قربان دي
په وصال کښې هم حالت چې هجران شي
ددې هسې درد به څۀ رنګې درمان شي

کوم مقام ته رسېدۀ غواړي دا زړۀ مې
چې نظر يې نه په زمکه نۀ اسمان شي

هر يو ښکلي مخ ته ځکه ځير ځير ګورم
په دې طمع کۀ ناشنا حسن عيان شي

کوم رهبر پسې چې نيت د سفر اوکړم
دوه قدمه کښې ترې ورک نام و نشان شي

واپسي مې بيا خپل عشق طرف ته اوشي
خپل عشق باندې مې نور هم پوخ ايمان شي

په هر څۀ باندې اقبال يمه خوشحاله
چې خوشحاله مې په څۀ باندې جانان شي
زما او ستا تر منځه څۀ پاتې دي
يو څو يادونه دي زاړۀ پاتې دي

نۀ مې په مخ باندې اوس مالګه شته دے
نۀ ستا په شونډو کښې خواږۀ پاتې دي

نۀ مې خواهش د ژوندانۀ په زړۀ کښې
نۀ ارمانونه مې په زاړۀ پاتې دي

زمـانـې راکـړې هـسـې رنـګ څـپـېـړې
مات مات مخونه دي کاږۀ پاتې دي

پـه ځـنـکدن باندې حاضر شه زما
دا اخـري ځـل دې راتـلـۀ پـاتـې دي

نيمګړې مينه او نيمګړې دنيا
اقباله خولۀ کښې دې تراخۀ پاتې دي
چې خبره ستا د وصف د جمال شي
خجالت نه سپوږمۍ پټه شي هلال شي

موجودګۍکښې ستاد حسن چې ځان ستائي
د سوسن غوندې په ژبه باندې لال شي

شوخ چشمي د نرګس ټول عمر سزا شوه
سر په دار نيولے زړوند خود به ملال شي

چې په نصف النهار راغے نيم اسمان له
نمر خبر نۀ وۀ غرور به مې زوال شي

چې دا ستا د عشق په اور باندې ستي شي
د بلال په شان د سپينې ورځې خال شي

هر چې بائيلي سرومال ستا په يارۍ کښې
د هغۀ نه زېات به څنګه د چا مال شي

کۀ حساب شۀ ستا د در په سپيو باندې
د اقبال په شان د بل چا به اقبال شي ؟
مئين زړۀ مې کله نورې سترګې وېني
مجنون يو د لېلٰي تورې سترګې وېني

د يار سترګو مې ډيوې په لاس کښې راکړې
په تيارو کښې هم شبکورې سترګې وېني

د هغۀ نشه به څۀ کوزه شي سر نه
چې مدام زړۀ کښې مېخورې سترګې وېني

د لاله له تور سترګو يې اړَولې
نرګس زېړې او نسکورې سترګې وېني

اقبال غوښه د زړۀ طمعه ورله ورکړي
د شاهين يار چې زرورې سترګې وېني
هغه دلبر مې ځان نه لرې ساتي
زما زړګے په اور د سرې ساتي

آماده هر وختې په جنګ راسره
د امن نوم اخلي کونترې ساتي

نوم مې په ژبه باندې نۀ راولي
پټې په سترګو کښې خبرې ساتي

په ګودر کومې بلاګانې لږي
بدرګه ځان سره له وېرې ساتي

د زلفو مار به دې يو ورځ اونېسي
اقبال بلها بلها منترې ساتي
دا څوک دے چې راځي زما خوبونه تختوي
په سترګو راله کېدي بيا لاسونه تختوي

معنٰي مفهوم به څوک ورته واضح د عاشقۍ کا
چې نخښې مې د لاسه رومالونه تختوي

اول يې په نشه د محبت نشه نشه کړم
چې اومې ښاته سر ته خمارونه تختوي

د ګل د ورکول اخستولو سليقه ده
خوبان يې شوک په شوک کا چې هم زړونه تختوي

هوَټې راپسې وولي لږيا دي غمازان
سپېرې دي هواګانې ديدونه تختوي

اقباله ځه لار نيسه په ځنګل کښې چرته اوسه
اوس خلق د يو بل نه دېوالونه تختوي
له ګردشونو نصيب خوار نۀ اوځي
په محبت کښې مې څۀ لار نۀ اوځي

اړولې او غورزوي سمه لږي
زما عمري انختے کار نۀ اوځي

هر چا چې لاس دے اوګد کړے راته
هر يو د خپل مطلب دے يار نۀ اوځي

په حېوانۍ مې واچوو غاړې ته
عشق مې د غاړې نه زينار نۀ اوځي

غواړي تېرې ستنې دا ستا د بڼو
تل نه د زړۀ مات شوے خار نۀ اوځي

لاس مې په سر کېده ازمېښت خو اوکړه
زما له خولې تاته انکار نۀ اوځي

اقباله څۀ خو به کؤل پرېوځي
عمر مې ټول په انتظار نۀ اوځي
دا زۀ چې نۀ وم ستا به بيا څوک وي
په تا مئين ستا به اشنا څو ک وي

اوښکې به ستا له مخه څوک پاکَوي
دا تا سره به په ژړا څوک وي

ښکاره له تانه کۀ خفه غوندې وۀ
زړۀ کښې به تا سره رضا څوک وي

هسې دې پڅکې ما سره نۀ تړي
هغه به ستا وي چې زما څوک وي

ډېر به دې اوولي په ګوړو باندې
نۀ به وي يو چې په رښتيا څوک وي

لکه چې زۀ ورک لېونے يم په تا
اوګوره بل کۀ په دنيا څوک وي

څۀ بهروسه ده په ژوندون اقباله
څوک دے خبر چې به صبا څوک وي
غوږ کښې زما ستا اوازونه راځي
ماله په وېخه ستا خوبونه راځي

سترګې په بل چا زما نۀ خوږېږي
پکښې هر وخت ستا تصويرونه راځي

نوم دې په ژبه زما داسې اوخوت
دې باندې کله نور نومونه راځي

د کالج ياده زمانه کړي راته
چې مې کتاب کښې ګلابونه راځي

زما په ژوند کښې رنګيني نيشته دے
خو په يو بل پسې کالونه راځي

هېر به اقبال نه ځنکدن کښې نۀ شې
تاله مې هم چرته خيالونه راځي
تنھائی دہ تورہ شپہ دہ ستا یادونہ راسرہ دی
چرتہ لار د تېختې نیشتہ سرۂ اورونہ راسرہ دی

چې راغلے یم دنیا تہ غم ملګرے راسرہ وۂ
غم بې شمېرہ بچي راوړل تش غمونہ راسرہ دی

د عشق رنځہ څۂ علاج دې پہ نظر نۂ لیدے کېږی
تېراوم پہ صبر صبر اہ ، دردونہ راسرہ دی

حالات دا رنګې بدل شول څۂ امید د دیدن نیشتے
د خپل ځان سرہ مشغول یم تصویرونہ راسرہ دی

خلق نوی ژوند لۂ پارہ لاس پښې وھی اقبالہ
ماضی مالہ مې عذاب دے تېر وختونہ راسرہ دی
دا خو ستا مینہ دہ چې ساہ راکوی
ګنی نور ھر څوک دھیکہ لا راکوی

پہ ټول بدن کښې مې رڼا خورہ شی
ھر کلہ خولۂ چې پہ خندا راکوی

د چېل پہ یخې ھوا څۂ کومہ
چې پہ لمن خپلې ھوا راکوی

د حادثو نہ ولې ویرہ وکړم
پہ ھر مانځۂ کښې چې دعا راکوی

ھرہ وعدہ چې پہ صبا ځنډوی
داسې امید د ھر صبا راکوی

دومرہ اوقات نیشتے اقبالہ زما
مالہ اوقات نہ مې سېوا راکوی
پخپلہ روغ دي مونږہ وران ساتی
دا خلق دا څنګہ ایمان ساتی

لکہ چې ما غوندې پہ ګل مئین وی
غنې بې شمېرہ رقیبان ساتی

ویرہ یې چا پہ زړۂ کښې واچولہ
خوالہ مې نۂ راځی خپل ځان ساتی

زما خو ځان زما جھان دے جانان
خداے خبر دے څنګہ ګمان ساتی

شونډې بہ یې سرې پستې نازکې نۂ وی ؟
چې یې پہ سیوری د پېزوان ساتی

د پښتنو خوږہ خوږہ شاعری
ھرې مصرعہ کښې یا قربان ساتی

زېړہ بشرہ بہ اقبال ولې نۂ وی
پہ سینہ زلفې ښاماران ساتی
د مجاز معشوقې بہ څۂ خوبی وی
د ترخو اوبو بہ څۂ خوارہ مستی وی

چې پہ سترګو یې سرۂ زر لېدلې نۂ وی
ھغہ ناوې تہ ھم کوټ بنګار کالی وی

چې رڼا یې پہ یوہ ګوتہ پټېږی
د ډیوې د نمر پہ مخکښې څۂ ھستی وی

سحر وخاندی شی مړاوی مازیګر کښې
د ورخاړی د ګل دغہ ھمرہ ځوانی وی

ھغہ نور چې کائینات کښې نۂ ځائیږی
د ھغہ نور بہ لا څۂ ادراک حسی وی

چې ښائیست نہ دی یې واړہ ښائیستونہ
تصور د دغہ حسن ھم کافی وی

د اقبال عشق څۂ د بلې قبیلې دے
پوھېدے شی بس ھغہ چې لېونی وی
(سدرہ)

تۂ چې ځې لۂ ما اشنا زما بہ څۂ شی -
د بېلتون نۂ یم اشنا زما بہ څۂ شی

سوچ مې بې لۂ تا د ژوند ھم کړے نۂ دے
دا صورت کۂ شی پېدا زما بہ څۂ شی

دا جھان دے ازلی دښمن د مینې
ما سپارې پہ دې دنیا زما بہ څۂ شی

د ماشوم غوندې دې ځان سرہ عادت کړم
کۂ جبۍ شی اوس زما زما بہ څۂ شی

دومرہ دم مې پہ ناتوانہ زړۂ کښې نیشتے
زغم بہ نۂ کا دا بلا زما بہ څۂ شی

اختتام د ھر وصال پہ جدائې دے
څوک بہ څومرہ اوکړہ غلا زما بہ څۂ شی

دا دعا دہ د اقبال خوشحالہ اوسې
زما مۂ کوہ پرواہ زما بہ څۂ شی
څوک بہ خبر د ھغہ یار راکړی
یوہ لحظہ نیم بہ قرار راکړی

خوشحالی نقدہ مې نصیب کښې نیشتے
داسې څوک نیشتے چې ادھار راکړی

زۂ او اشنا مې د دریاب غاړې
څوک پہ دروغہ دې اعتبار راکړی

زۂ ښہ خبر یم چې پہ دې نۂ راځی
زېرے دې ھسې د بھار راکړی

زۂ ھرہ ورځې پہ امید پاسمہ
نخښہ سحر نہ د انکار راکړی

کتے اقبالہ بہ دنیا سرہ شي
ھغہ اشنا کہ چرتہ لار راکړی
دا خو ستا عشق دے ناقرار مې ساتی
لکہ مضراب غوندې شاہ تار مې ساتی

خود بہ د سپند غوند خبرې کؤم
چې پہ مجمر کښې پہ انګار مې ساتی

خړې سېلاب دے پایاب نۂ راکوی
داسې پہ نیم غوندې اعتبار مې ساتی

منصورہ ښہ وې چې یو ځل ترې کوز شوې
دا زمانہ ھمېش پہ دار مې ساتی

دومرہ تیارو کښې چې بې لارې نۂ شوم
رڼا د عشق دہ چې پہ لار مې ساتی

رانہ بلبل غوندې نغمې غواړی
زخمی سینہ ګلان پہ خار مې ساتی

پہ ژوند یې قدر زما کړے نہ دے
اقبالہ څۂ کړم کۂ مزار مې ساتی
کۂ دې محسوس کړہ د الھام مستی
دغسې کلہ دہ د جام مستی

چې د راتللو یې وعدہ کړې وی
د ھغہ خړګی خړګی ماښام مستی

بغېر لۂ تا ویران ویران ښکاری
چې راشې تۂ پېدا کړہ بام مستی

پہ سمندر کښې چې د زړۂ ډوب شومہ
ھېڅ شوہ رومی او د خیام مستی

د یار پہ دغې ادا لا مړ یمہ
پہ سترګو سترګو کښې سلام مستی

چې څومرہ زوړ شو دومرہ لا زیاتہ شوہ
دغہ اقبال او د کلام مستی
مرور یار داسې پښہ زمانہ ډډہ کوی
پہ وېخہ څۂ چې خوب کښې ھم خندانہ ډډہ کوی

ھغہ چې مړ راباندې اوس پرې زۂ بلا لږمہ
تعجب څۂ دے ھر سړے بلانہ ډډہ کوی

مونږہ توربختی یُو تیارې دی پہ نصیب کښې زمونږ
شپہ چې صبا تہ شی نیزدې صبا نہ ډډہ کوی

مسلمانی کۂ د ټول عمر مې ځی لاړہ دې شی
قسم پہ خداے دے کوم کافر بہ تانہ ډډہ کوی

شومہ دا نۂ غواړی ګوھر د چا پہ لاس راشی
سبب یې دا دے چې ھغہ خندا نہ ډډہ کوی

لار یې زمونږ پہ کور دہ نۂ راځی دیدن بہ اوشی
پہ ډېر احتیاط باندی لۂ دې خطا نہ ډډہ کوی

رسم د خپل ستم اقبالہ برقرارہ ساتی
بې وفا نۂ دے ښکلے یار وفانہ ډډہ کوی
څہ وکړم څہ مالہ ھنر نہ راځی
یارہ ستا لہ کلیہ خبر نہ راځی

زړہ کښې یو طوفان پاسی وئیلو لہ
څہ وکړم د ژبې پہ سر نہ راځی

سترګې پہ یو ښکلی مې خوږېږی نہ
بې لہ تانہ څوک ھم نظر نہ راځی

یار ستا دسرو شونډو ټکور غواړی
ھسې د زخمی زړہ پرھر نہ راځی

د ور پہ وت کښې ګوری ښہ پوھېږمہ
څہ باندې شرمېږی بھر نہ راځی

مینہ شوہ ځما لکہ شنډی اونہ
کالونہ پرې تېرېږی ثمر نہ راځی

طبیب چې لاپرواہ دے اقبالہ څہ وکړم
مالہ خپل علاج د ځیګر نہ راځی
خلق دې یاد ځما د زړہ نہ شوکول غواړی
دا ظالمان راسرہ دا ظلم کول غواړی

ما دې یو څو نخښې د ځان سرہ سنبال اېښې وې
پہ ھنر ھنر ھم ھغہ نخښې روکول غواړی

ځما د زړہ طوطی تہ نہ ګوری زھیر ولې دے
ھر څوک یې خپلې خوشحالۍ لہ چغول غواړی

ما ورلہ لار ورکړہ کم ظرفو کمزوری حساب کړہ
لږې بہ سترګې زمانې تہ بدلول غواړی

ھغہ رشتې چې ستا ځما پہ منځ کښې خنډ جوړیږی
ھغہ رشتې بہ پہ ھر حال کښې پرېکول غواړی

زړہ مې د یار دے دا بل چا لہ ورکولے نہ شم
چې حکومت ځما پہ جسم څوک کول غواړی

پہ ناپوھۍ کښې اقبال پرېښودو غماز تہ مېدان
د مار سروکے د اول نہ چکول غواړی
دا ستا خبرې مې مرھم دی پہ پرھر لږی
سترګې سړېږی ستا پہ مخ مې چې نظر لږی

دا زہ پرې مرمہ خو اشنا مالہ مزہ راکوی
ستا د بڼو غشی ځما چې پہ ځیګر لږی

د ښار ھمہ رنګینۍ یو مازیګرے د کلی
چې مازیګر کښې کلہ زاڼې پہ ګودر لږی

خبر بہ شې چې دې مریض د مینې ساہ ورکړلو
چې ستا پہ زړہ باندې بہ دا څنګہ خبر لږی

نا قراری مې د دیدن دغہ ھمرہ لا زیاتہ شی
زمونږ انګڼ کښې چې سحر سحر کښی نمر لږې

کہ یو وېختۂ دې ھم کنډاؤ شو ځما زړہ بہ وچوی
ستا دې د یو وېختہ بدل دې ځما سر لږی

د خوشبویې احساس چې کېږی پکښې ستا د وجود
جنت جنت اقبال تہ ھغہ سمہ و غر لږی
چې څو زړېږم ھمرہ مینہ مې لا زور کوی
لکہ چې مړ وجود مې درنګ ساعت لہ اور کوی

دا د خزان وھلی زړہ تہ حېرانېږم خپل
چی د اټکو د زرک پہ شان لہ ولې شور کوی

کہ سرومال مې پہ تلی کښی یارہ کښې نہ ښودل
دغہ دنیا دې بیا ھالۂ راتہ پېغور کوی

یار ګرموی مې چې پہ ډیر څہ باندې نہ پوھېږم
زیست وروزګار ځان لہ دنیا کښې ھم شبکور کوی

دا ستا د زلفو ټک وھلے زړہ مې نہ رغېږی
لہ دې نہ زیات سړی سرہ څہ چل منګور کوی

زہ د یو خال پہ زړہ داغلے یم رنځور ګرځمہ
ھغہ لہ قصدہ اننګی باندې څلور کوی

اقبالہ زړہ مې پہ رڼا ورځې اشنا وړے دے
ښہ ورتہ ګورمہ کانې پہ ما د چور کوی
چې پہ کوڅہ کښې ستا اواز ولږی
ځما پہ غوږو باندې ساز ولږی

د چا ښائستہ ځوانی شی خاورې ایرې
د چا خبرې دوہ د ناز ولږی

پہ قدر ستا د سترګو څہ پوھېږی
د اناړی پہ لاس چې باز ولږی

ماتہ مې مینہ کار د عېب نہ ښکارېدۂ
ما پسې داسې بہ غماز ولږی

د رسوایۍ نہ بہ څہ ځان وساتې
چې چا پسې خپل ھمراز ولږی

فریاد کول یې مجبوری دہ اقبالہ
ضرب پہ تار چې د شھباز ولږی
پہ پښتنہ کہ یو ځل مې جانان راشی
مړ وجود کښې دوبارہ بہ مې جان راشی

دا ځما نصیب بہ کلہ دومرہ نر شی
چې اشنا بہ زمونږ کور تہ مہمان راشی

لکہ زمکہ بہ شم فرش د خوشحالۍ نہ
چی یو دوہ قدمہ واخلی اسمان راشی

ځما سترګې پہ جانان باندې سړېږی
زۂ پرې څہ کړمہ کہ واړہ جھان راشی

تہ چې نہ راځې دا ستا بہ مجبوری وی
ستا لہ لوریہ ځما زړہ پہ مېدان راشی

ستا نامہ د اخستلو نہ ګرېز کړم
خو ناڅاپہ مې پہ لبو ارمان راشی

مړۂ اقبالہ د دودونو دستورونو
کاش کہ لږ غوندې پہ یار کہ ایمان راشی
زړۂ یې ځما څنګې تہ کېږی مخامخ نہ راځی
پہ خپلو کړو باندې شرمېږی مخامخ نہ راځی

خپلہ ټولہ صفائی یې مالہ خوب کښې راکړہ
زړۂ مې ترې کلہ خفہ کېږی مخامخ نہ راځی

ځما پہ زړۂ کښې ترې لاشۂ ھمرہ خفګان نیشتہ دے
پہ دغې ولې نہ پوھېږی مخامخ نہ راځی

د خولې خبرې وې ھغې وکړلې ما وکړلې
دغسې و شی داسې کېږې مخا مخ نہ راځی

راځہ چې دواړہ روغہ اوکړو د پالنګ لہ پاسہ
زمونږ منځ کښې څوک ځائېږی مخامخ نہ راځی

نوم مې د خپل د مرګ چې واغست پہ ژړا شوہ راتہ
لکہ باران پہ شان توئېږی مخا مخ نہ راځی

کہ بې ګناہ یمہ اقبالہ ننواتې ځمہ
دومرہ مې زړہ کلہ صبرېږی مخامخ نہ راځی
د ډېر ژوندون نہ ځما وېرہ کېږی
د مرګ سکون نہ ځما وېرہ کېږی

پہ ډېر وصال باندې مې زړۂ موړ نہ شی
ھم د بېلتون نہ ځما وېرہ کېږی

زړۂ مې بوږنیږی پہ دې تورہ شپہ کښی
د صباوُن نہ ځما وېرہ کېږی

لاس غواړولے چاتہ سوال لہ نہ شم
مال د قارون نہ ځما وېرہ کېږی

چرتہ لہ مانہ بې باکی او نہ شی
د زړۂ مفتون نہ ځما وېرہ کېږی

زړۂ کښې پاسی ځما طوفان دننہ
خو د بېرون نہ ځما وېرہ کېږی

څوک پوھہ نہ شو آخر څہ یمہ زہ
ښکارہ مضمون نہ ځما وېرہ کېږی

مالہ شعور مې دے عذاب اقبالہ
لہ دې جنون نہ ځما وېرہ کېږی
د زړۂ خبرہ مې بھر نہ راځی
پاڼې مې تورې کړې ھنر نہ راځی

ځما لہ مینې ماشوړہ جوړہ شوہ
ځما پہ لاس کښی د تار سر نہ راځی

خلق یې نوم ځما پہ مخکښې ناخلی
مالہ پہ یو لېشت کښې خبر نہ راځی

د محرم ژړا شوہ برخہ ځما
ځما نصیب کښې اوس اختر نہ راځی

خپلہ غلہ ورتہ معلومہ دہ ښہ
ھغہ اشنا چې مې در بر نہ راځی

اوس خوھوس مې زړہ کښې سر نہ وھی
اوس ھم د خلقو لا باور نہ راځی

اقبال پہ ھر قدم رښتیا کړی دی
اقبال پہ ھیڅ مېدان کښې لر نہ راځی
ھیڅ نہ پوھېږم پہ ما څہ شوی دی
خو څہ نہ څہ ځما پہ زړۂ شوی دی

نہ پټولے نہ وئیلے شمہ
عجیبہ دا راباندې کړۂ شوی دی

کہ دا ځل غرقہ شوہ پخښہ غرقېږی
دومرہ مې سترګو کښې اوبۂ شوې دی

دا خوشبوی بلې فضا کښې نیشتے
دلتہ نختر دلتہ رانځړۂ شوی دی

دلتہ اقبال اوسېد تپوس یې اوکړو
د ھغۂ پہ قبر خو واښۂ شوی دی
کہ مې پښو کښې زنځیرونہ د دنیا دی
ځما زړۂ ځما خوبونہ خو ځما دی

څوک د چانہ زړۂ پہ زور اغستے نہ شی
د الفت واړہ کارونہ پہ رضا دی

ښہ دہ وس د غمازانو پہ زړۂ نیشتے
د روحونو پہ وصال باندې سیخ پا دی

زۂ کہ ډېر ھم پټومہ نہ پټېږی
ښکارہ نخښې مې پہ مخ ستا د جفا دی

د اقبال نہ کہ امید کا یار بہ ھېر کړی
دا خیالونہ د ھغہ خلقو خطا دی
یقین نۂ راځی چې یار بہ بې وفا وی
د غماز بہ پکښې چل ول خامخا وی

د ھغہ زړہ بہ خیرن شی راتہ څنګہ
چې ائین نہ ورتہ زړۂ ځما صفا وی

چې قسم یې پہ راتلو باندې ماتېږی
مړ دې شم قسم پہ ځاے دې د اشنا وی

بې وفا دنیا کښې ما وفا کولہ
راکوی دې مالہ اوس چې څۂ سزا وی

طمع مۂ ساتہ چې خېر بہ څہ راوځې
پہ کوم کار کښې د بختک سرہ صلا وی

اړولې غورزوی سمہ بہ لړی
ھغہ چاتہ تہ چی د مور و پلار دعا وی

اقبال نن ستا د دیدن پہ تندہ مړ شو
بیا بہ بیا سرہ کتے شی چري بیا وی
ھلہ لیکمہ چې سُرور راشی
ځما ړندو سترګو کښې نُور راشی

چې راخورہ شی بېخودی راباندې
بې خبرۍ کښې څۂ شعور راشی

یو جلوہ موسیٰ نہ ھضم نۂ شوہ
کۂ مجسم پہ کوہِ طور راشی

بدنام بہ ولې چم ګاونډ کښې نہ وی
بغېر د څښو نہ چې مخمور راشی

لکہ د ګرګ وی ورتہ ناست پہ پنجو
ھر سړے دلتہ چې مجبور راشی

اقبال چې وګوری خپل غزل تہ
څۂ کۂ پہ سر کښې یې غرور راشی
څوک بہ د یار مالہ خبر راؤړی
زېرے بہ مالہ د اختر راؤړی

تیارۂ تیارۂ دہ چې رڼا شی پہ ما
زمونږہ کور لہ دې قمر راؤړی

یا دې زما ژوند لہ څۂ لار اوباسی
یا دې زما مرګ لہ خنجر راؤړی

ولې بہ نۂ لېونے کېږمہ زۂ
ھر ځل ناشنا ناشنا اثر راؤړی

اقبال دا ستاسو چم نہ منې نۂ شو
روغ زړګے یوسی او پرھر راؤړی
ما د عشق کړې نشہ دہ شراب څہ دی
سمندر مخکښې چپې د دریاب څہ دی

افلاطون نہ چې د نیم ګفت جواب نہ شی
لکہ ما غوندې لل ستا د جواب څہ دی

خراب شوی عشق کښې ډېر دی پہ دنیا کښې
نظر اوکړہ چې لہ مانہ خراب څۂ دې

کہ ځیګر دې زما وریت پہ ھجر او لید
تۂ پخپلہ بہ دا وائې چې کباب څہ دی

صبر نۂ کېږی رېبارہ زر شہ وایہ
چې وائیلی درتہ یار مې پہ باب څہ دی

تورې زلفې شونډې سرې خون خورہ راغلہ
حق حېران شوم چې سنبل او عناب څہ دی

کېفیت مې عجیبہ دے څۂ اقبالہ
نیمہ شپہ کښې مې لیدلی پہ خواب څہ دی
چې یې لیدلې پرې د یار سترګې دی
د ښکلولو د رېبار سترګې دی

د مجنون خوښې د لېلہٰ سترګې دی
کہ پہ دنیا ھزار ھزار سترګې دی

ځار دې لہ مړاؤ نشہ ایزو سترګو
دا د نرګس کۂ د بیمار سترګې دی

د سپیلنی مې کړہ لوګے سترګو تہ
ددې دنیا واؤرہ نھار سترګې دی

ستا د لیدو نہ مخکښې پټې نہ شی
ستړې زما پہ انتظار سترګې دی

اقبالہ بې وارہ لږېدلے دے پرې
چې پورتہ کړې دې پہ وار سترګې دی
اشنا لېونے کېږمہ څۂ لار نۂ معلومیږی
چې څۂ لہ مانہ غواړی نیت د ښار نۂ معلومیږی

ما دوہ سترګې څلور کړلې دنیا مې لټ پہ لټ کړہ
وفا چې شی موندے پکښې بازار نۂ معلومیږی

کمے ؤ زما مینہ کښې یا زړۂ کښې دې فتور ؤ
سبب راتہ دا ستا څۂ د انکار نۂ معلومیږی

دا چا اور پورې کړے دے لمبې دی تر اسمانہ
پټ شوے پہ لوګو کښې دے چینار نۂ معلومیږی

نغمې د بلبل نیشتہ دے ګلونہ مړاوې مړاوې
دا څۂ رنګې ګلزار دے چې ګلزار نۂ معلومیږی
یو مې زړۂ دوہ محبتہ دا بہ څنګ شی
ھم مجاز ھم حقیقتہ دا بہ څنګ شی

زۂ د دوؤ بېړو سور یمہ طوفان دے
نۂ پوھېږمہ پہ پتہ دا بہ څنګ شی

معشوقې عاشق تر منځہ پتنہ څنګہ
بېلات دلتہ دے عزتہ دا بہ څنګ شی

تۂ زما د سترګو مخکښې پاتې کېږہ
نور مې نیشتے څۂ حاجتہ دا بہ څنګ شی

دغہ زۂ یم چې پہ تا باندې ھر وخت مرم
ھاے توبہ ستا لہ نفرتہ دا بہ څنګ شی

چې زړېږم ھمرہ لا مینہ زیاتېږی
د اقبال زړۂ کم طاقتہ دا بہ څنګ شی
خوب کښې راشہ لږې سترګې مې سړې شی
دغہ اوږې کہ یو خس چرتہ مړې شی

وژاړم پہ لویو لویو ړوړو باندې
ستا خبرې چې مې یاد وړې وړې شې

سترګې تورې کړې لکۍ چې ولہ پرېږدې
تۂ خبر نہ یې ظالمې چې چړې شی

لکہ ټکی د قرآن زوتوم بیا بیا
ستا وعدې بہ ماتہ څۂ رنګې زړې شی

دوہ قدمہ اخلی ساہ پرې راماتېږی
ورتہ پېښې چې د عشق ګرانې کړې شی

ستم خپلو د بڼو وروځو بہ وینې
چې د وینو مې ستا مخکښې غرغړې شی

د ټول عمر زندانی خوښ یم اقبالہ
د یار زلفې بہ مې کلہ پېکړې شی
څوک چې یار پہ سترګو وېنی جنتیان دې
څوک زما پہ شان لہ سوی دوزخیان دی

تصور د یار د زلفو د ابریو
زما زړۂ باندې ماران دی لړمان دی

ستا د تېزو نظرونو بہ څۂ وائیم
د تن غوښې خلاصوی مې باتوران دی

لار جوړیږی نہ کہ څو مازغۂ سېزځمہ
ھمالیہ کے ټو مې لار کښې خنډان دی

د اقبال ږیرہ کہ سپینہ شوہ څہ اوشو
ارمانونہ یې لا ھغسې ځوانان دی
څوک بہ ستا غوندې ښائستہ پہ جھان نہ وی
څوک بہ ما غوندې مئین پہ جانان نہ وی

لکہ سوی مې ھډونہ پرې سکارۂ شو
لکہ ما غوندې بہ سوی ھجران نہ وی

لکہ ما چې ستا پہ غم کښې دی ژړلی
ھسې شان لہ بہ ژړلی اسمان نہ وی

لکہ ژوبل ژوبل یم ستا د نګاہ زہ
لږېدلے بہ پہ تیر وکمان نہ وی

لکہ بې سر و سامان یمہ ستا عشق کښې
څوک لوټلے بہ پہ چولی دامان نہ وی

لکہ زہ چې شب و روز د ګل صفت کړم
یو بلبل بہ ھسې رنګ خوش الحان نہ وی

تعجب مہ کړہ کہ اور مې اوراق اخلی
چا بہ لوستے ھسې اور پہ دھان نہ وی

پشی شاہ کہ مې غیبت کړی پراوہ نیشتہ
مقابل بہ مې یو ھم پہ میدان نہ وی

داقبال شعر جاری شوے پہ دعا دے
د دعا کارونہ ټول سم وی وران نہ وی
پہ ټپو ودرېدم څۂ لار نہ ښکاری
د ھجر دوند دے چرتہ یار نہ ښکاری

کار خو د عشق دے چې زۂ کار ګڼمہ
بغېر لہ عشقہ بل څۂ کار نہ ښکاری

چې علامې یې پہ مخ نۂ شی لیدے
ماتہ د عشق ھغہ بیمار نۂ ښکاری

ھرہ غوټہ زما پہ زړۂ باندی دہ
باز تہ دسترګو دې بل ښکار نہ ښکاری

دا زۂ غلام یمہ ستا حکم کوہ
کہ مړ شم تاتہ بہ انکار نۂ ښکاری

زۂ پہ سادہ حسن د غر مئین یم
ماتہ د ښار سینګار سینګار نۂ ښکاری

د ورانولو والہ ډېر دې اقبالہ
ماتہ پہ ملک مې کښې معمار نۂ ښکاری
نہ زما د عمر تندہ بہ سړہ شی
نہ زما د مینې لوږہ بہ مړہ شی

ما کہ ټول عمر کړو تېر پہ انتظار کښ
نہ پہ خوی باندې بہ لویہ دا وړہ شی

پټہ غوړہ بہ ما ولې دا ساتلے
چې باعث زما دمرګ بہ مې چړہ شی

چې یې ھرہ ګھړۍ نوے نوے غم دے
زہ دا نہ منم چې مینہ بہ زاړہ شی

پہ اول اول کښې ښکاری لار ھوارہ
پہ اخرہ کښې د مینې لار کړہ شی

چې اذاد ګرځی دا خلق بختور دے
د چا نۂ خبرہ پښو کښې پېکړہ شی

یو نظر د کرم وکړہ پری زادې
چې زما د زړګی زخم تہ چیرړہ شی

د کږو بڼو دې دا کارستانی دہ
د اقبال پہ خولۂ د وینو غرغړہ شی
ستا او زما روغې لہ څوک نۂ پاسی
ھسې نۂ خبرو لہ ډېر ښۂ پاسی

اوګورمہ کومہ لویہ خولہ ورلہ
خلق بہ پہ کومہ لویہ خولۂ پاسی

سحر مې ګاونډی رانہ ګیلہ اوکړہ
ستا پہ زبیرګو باندې اودۂ پاسی

خوند وۂ چې پہ سترګو کښې کېدہ مینہ
نن صبا د مینې نہ مې زړۂ پاسی

نہ کېږی اقبالہ څۂ اثر پہ یار
ستا پہ دې کوکارو خو بہ مړۂ پاسی
خلقہ زمانہ مې جانان غواړی
څۂ پہ ھنر رانہ ارمان غواړی

دا د دولت دنشې مست سوداګر
څومرہ وېړیا د چانہ ځان غواړی

مینہ پہ بیع باندې نۂ خرڅېږی
مینہ پہ زرو زرګران غواړی

سر ورکولے ورکولے شم ځان
دا کافران رانہ ایمان غواړی|

اقبالہ دا کار دجامونو نۂ دے
غمژن زړ ګے رانہ خمان غواړی
زۂ چې څہ ھم کوم څہ ترې نہ جوړېږی
د زړۂ زور مې ورځ تر ورځہ اوبۂ کېږی

زہ پہ یو طرف دنیا ټولہ پہ بلہ
د تنھا سړی بہ څنګہ او څرخېږی

قدم یو ځاے غورځوم بل ځاے کښې لږی
دا خفګان مې دے د زړہ کہ څہ پېښېږی

زہ پہ نورو طبیبانو باندې څہ کړم
ھغہ نیشتے چې زما پہ نبض پوھېری

ملګرتیا دې نیمہ لار کښې زما پرېښوہ
زړۂ لہ وېرې مې نرے نرے بوګنېږی

تت تت عکس دې داقبال سترګو کښې ګرځی
دغہ عکس دې داقبال نہ نۂ ھېرېږی
غزل جوړېږی نہ غزل جوړ شی
پوھہ بہ نۂ شی تاج محل جوړ شی

دا پہ نصیب کښې د ھر ګل نہ دہ
چې بہ زینت ستا د اوربل جوړشی

تۂ پہ رنجو چی باټ کوې باڼۂ
د چا د پارہ کہ اجل جوړ شی

مشاطہ یو شان لہ شانہ کړی زلفې
چالہ بہ ټال چا لہ بہ ول جوړ شی

تېرېږی بې لہ یارہ څۂ پکار دے
عمر کہ زېلہ د کبل جوړ شی

تۂ چې ھر وختې وائې سوې سوې
زما بہ کلہ زړۂ جلبل جوړ شی

اقبال ھغہ شو نن پوھان د غزل
د چا چې خپل غزل تکل جوړ شی
روغ بہ شم وے کہ دخنجر زخمی
رغېږم کلہ دنظر زخمی

څوک پہ زړګی باندې چې وخوری ګوذار
ھغۂ تہ روغ ښکاری د سر زخمی

دا ستا پہ لبو چې مسکا خورہ شی
ټکور مې شی د زړۂ پرھر زخمی

د بڼو یو غشے دې دوہ ښکارہ کړی
زړہ سرہ ھم کاندی ځیګر زخمی

د مازیګر پہ شان یې لنډ شو عمر
اقبال چې شو پہ مازیګر زخمی
ستا د دیدن چې بھانہ جوړہ شی
داسې بہ کومہ افسانہ جوړہ شی

چې مې دا ستا کوڅې تہ ورسوی
چا سرہ څنګ بہ یارانہ جوړہ شی

چې ستا خمارې سترګې ووینمہ
مالہ ھم ھلتہ مېخانہ جوړہ شی

ستا پہ صبا څنګہ اعتبار وکړمہ
ستا د صبانہ زمانہ جوړہ شی

دیار پہ زړۂ تاثیر اقبالہ وکړی
داسې بہ څنګہ ترانہ جوړہ شی
څوک بہ خبر مالہ د یار راوړی
ناقرار زړۂ لہ بہ قرار راوړی

امید مې نیشتے کہ مې یار راغے
لکہ شنډی ونہ بہ بار راوړی

د ساقی دا مھروبانی ډېرہ دہ
چې خالی جام زما پہ وار راوړی

اوس چې قاصد وینمہ وبوګنېږم
راځی چې ھر ځل مالہ کار راوړی

زما یقین لہ خپلہ ځانہ پاسېد
مالہ دیدن دې پہ تلوار راوړی

اقبالہ ګران لفظ د اقرار شو ورتہ
ھغہ پہ ژبہ دې انکار راوړی
ستا کہ تسکین پرې د انا کېږی
خېر کہ د ظلم حد پہ ما کېږی

مرګ لہ مې تورہ ټوپک څلہ ګورې
دا خو اشنا ستا پہ ادا کېږی

کلی پہ زور چا اباد کړې نہ دی
مینہ د زړونو پہ رضا کېږی

بې ګناھی مې مخې مخې تہ شی
ھر بې ګناہ تہ چې سزا کېږی

عقل چې ماتې چرتہ وخوری اقبالہ
ھغہ کارونہ پہ دعا کېږی
مخامخ مې یار پخپلہ نہ راځی
کہ خبرہ دہ څہ بلہ نہ راځی

چې ما وېنی د ھوسۍ پہ شانِ تختی
نۂ پوھېږمہ چې څلہ نہ راځی

خوند او رنګ د ګودر ھٰغہ پاتې نہ دے
پہ ګودر باندې بلبلہ نہ راځی

چې الزام یې پہ سر رانہ شی دقتل
څنګ لہ ځکہ مې قاتلہ نہ راځی

ھمېشہ لہ بہ د غم خبر خورېږی
ښہ خبر مې لہ کابلہ نہ راځی

ور شہ ورشہ پہ مړہ دیدن یې اوکړہ
مرګ اقبالہ بې اجلہ نہ راځی
ستا د زلفو لا د خیالہ وتے نہ شی
دا مارغۂ لہ دغہ جالہ وتے نہ شی

مینہ ھسې رنګ جنجال دے چې څوک ګېر شی
تر مرګیہ لہ جنجالہ وتے نہ شی

چا چې وخوړ پېر یوځلہ پہ مستۍ کښې
لہ دې وجد لہ دې حالہ وتے نہ شی

د دنیا پہ حب کښې څوک چې ګرفتار شو
تمام عمر لہ پاتالہ وتے نہ شی

د غزل پہ باریکیو چې پوھېږی
ستا د سحر نہ اقبالہ وتے نہ شی
زمونږ نختر زمونږ چینار سوزی
زمونږہ کور زمونږہ بار سوزی

باران راشہ پہ شړق وورېږہ
دلتہ زعفران دلتہ کچنار سوزی

ظالمہ کاڼے زړۂ دې نہ خوږېږی
تازہ کلۍچې د انار سوزی

اخر دا ظلم بہ وې کومہ پورې
چرتہ جمات چرتہ بازار سوزی

پہ خپلو مټو بہ مو ځان خلاصېږی
زمونږہ کلے زمونږ ښار سوزی

طمع پردو نہ پرې کول پکار دی
زړۂ پہ چا کلہ د اغیار سوزی

د مفاداتو دہ دنیا اقبالہ
خېر دے مظلوم کہ پہ انګار سوزی
ما ستا لہ مخہ بغېر بل مخ تہ کتلې نہ دی
کم نہ ډې ډېر دی خو زما پہ زړۂ ختلی نۂ دی

کہ راکوے مالہ یو ګُوټ بہ ھغہ خاص راکړې
ما دا ھر رنګې شراب چرتہ ھم څکلی نہ دی

چې پہ ځوانۍ کښې پہ ما راغلۂ ستا د مینې پېریان
مُلیانو وس اوکۂ پہ ما خو بیا وتلی نہ دی

پہ دې کښې خوندی دی ځوانان او ښکلې ښکلې بشرې
پام کوئ خلقہ دا خالی د خاورو څلی نہ دی

دنیا د نورو نہ اقبالہ مختلف سراې دہ
څوک مېلمانۂ چې لہ دې تلی دی راغلی نہ دی
زړګیہ وچوہ چې دې غم خلاص شی
ستا ارمانونو نہ صنم خلاص شی

یار چې مې نوم راتہ تہ د تللو اخلی
د زړۂ پہ کور باندې مې بم خلاص شی

دې ځنو خلقو پسې خلق ژاړی
دې ځنو خلقو نہ عالم خلاص شی

یوہ دانہ یې د غنم وخوړہ
اوس دې نسلونہ د ادم خلاص شی

د کوم طبیب خوا لہ پہ طمع لاړ شم
زما پرھر لہ ترې مرھم خلاص شی

نیمګړے نوم رانہ د یار پاتې شو
زما د لاسو نہ قلم خلاص شی

اقبالہ اخلمہ د یار پہ لوری
کۂ پہ قدم کښې زما دم خلاص شی
اشنا غم مې نور د زغم نہ بھر کېږی
تېراومہ ژوند خو دم نہ بھر کېږې

لہ قطارہ بہ وتلے حسابېږی
چې قدم د چا قدم نہ بھر کېږی

نوم د ھغہ چا شی پاتې پہ دنیا کښې
ھغہ څوک چې د عالم نہ بھر کېږی

ګمان نۂ راځی چې ژوند تہ ھڅہ اوکړی
زړۂ چې دا ځل د ماتم نہ بھر کېږی

نمر کښې پاتې بہ رڼا نہ وی اقبالہ
زما قام چې د تورتم نہ بھر کېږی
چې د کور مشر دې غل وی
د غلاګانو بہ څۂ حل وی

ملک بہ څہ ترقی وکړی
چې خپل مفاد اول وی

د جونګړې څہ احساس کړی
پېدائش چې د محل وی

د ھغۂ بہ څہ عزت وی
چی مدام کار یې غوښتل وی

څو بہ تږ کا پہ پردو پښو
چې پہ خپلو لتو شل وی

د رښتیاؤ طمع څنګہ
چې دروغ یې تل وئیل وی

دھغۂ کردار بہ څۂ وی
چې پہ ځان باندې غوجل وی

ډېر د وېلو حاجت نیشتہ
وئیل کم او ډېر عمل وی

کہ د زړۂ پہ غوږو واورې
د اقبال شعر بہ متل وی
ھغہ غزل مې څۂ غزل نہ وی
لیکلے ما ستا پہ اوربل نہ وی

کمے د ښکلو پہ دنیا نیشتہ دے
خو ستا پہ شان لہ بہ څوک بل نہ وی

لکہ چې زۂ مئین پہ تا باندې یم
زما پہ شان بہ څوک پاګل نۂ وی

تندہ زما د مینې نہ ماتېږی
اخستے داسې بہ څوک جل نہ وی

اقبالہ زیات یې شو ښائست پہ مینہ
ھر عمارت څۂ تاج محل نہ وی
ھغہ خلش مې د زړۂ نۂ ختمېږی
جانان مې ھېر شو غم یې نۂ ھېرېږی

سُورمل د زړۂ نہ ځما اووتۂ خو
ځاے د سُورمل لا ھغہ شان سوغېږی

نۂ لېونے یمہ نۂ روغ یمہ زۂ
دا څنګہ حال پہ زړۂ ځما تېرېږی

تاتہ انا ماتہ پښتو خوږۂ دہ
دا ستا ځما روغہ بہ څنګہ کېږی

نقشونہ ھېر تصویر دې ھېر شو ځما
خیال دې لا ډېر شو ساہ ځما ډوبېږی

ځان یې سپارلے دے حالاتو تہ خپل
چې څۂ بہ کېږی اقبال نۂ پوھېږی
ځوانی ځما خاورې ایرې شوہ جانان څلہ راځی
ساہ د مریض پہ لبو راغے درمان څلہ راځی

ځما ګلونہ د امید بھار کښې ورېژدۂ
پہ تالا شوی ګلستان مې خزان څلہ راځی

زۂ دا منمہ چې د ځان سرہ شریک نۂ منې
پہ ھغہ بت باندې مې خدایہ ایمان څلہ راځی

خوی مې پہ تا کښې د خپلو چرتہ او نۂ لیدۂ
ځما پہ تا باندې د خپلو ګمان څلہ راځی

وروځې لیندۂ ببر بانۂ اقبالہ نۂ پوھېږم
د یو سړی مرګ لہ لښکر ھک امان څلہ راځې
چې پہ دور د ړندو سړے پېدا شی
سرۂ زر لاندې د پیتل نہ پہ بھا شی

د جاھل نہ چې د علم طمع کاندی
دھغۂ نہ زیات بہ څنګہ څوک خطا شی

خپل عېب بہ پہ تورتم کښې سړے پټ کا
تور بہ تور او سپین بہ سپین شی چې صبا شی

د ګلونو قدر کلہ د ماشوم زدہ
شُوک پہ شُوک کاندی پہ لاسو چې یې راشی

چې زاغان یې د سرو شونډو چوارې خوری
د بلبل پہ نصیبہ کښې بہ ژړا شی

قسم دا ځل یې خوړلے پہ پخہ دے
یقین نہ راځی ځما چې بہ رضا شی

ډېر سادہ دے اقبال بیا ھم پرې تېروځی
لباسی جانان چې کلہ پہ خندا شی
ستا د دیدن څۂ ترتیب نۂ جوړېږی
یاری ځما د رقیب نۂ جوړېږی

سر مې د مینې د چاربېتې کېښود
مخکښې کړہ او رتیب نۂ جوړېږی

چارې مې وکړې خو خپل مې نۂ کړې
لکہ د خان او غریب نۂ جوړېږی

زۂ ھم قائل شومہ ددې فلسفې
پہ خپلو لاسو نصیب نۂ جوړېږی

تقدیرہ څۂ دې دښمنی داسې وہ
زمونږ لحد ھم قریب نۂ جوړېږی

اقبالہ څښل راځی د علم دریاب
څوک پہ اسانہ ادیب نۂ جوړېږې
پہ مانځۂ کښې مې دیار پہ لور دھیان ځی
دا ځما ایمان پخېږی کۂ ایمان ځی

کۂ مې سر ستا پہ قدمونو کښې ځاے بیا موند
یو سړے لکہ لہ زمکې پہ اسمان ځی

دا د پیئو مجنونان واړہ پہ شاہ شو
چې لۂ دې نہ شو خبر پہ عشق کښی ځان ځی

چې مئین شو ستا پہ زلفو پریشانو
ھغہ څوک بہ لہ دنیا نہ پریشان ځی

ما بہ ځان ورتہ وژلے وۂ پہ لار کښې
چې راتلۂ یې اخری دی پوخ جانان ځی

چې مې زنہ وتړلہ سترګې پټې
ځما زړۂ نہ بہ ھالۂ داستا ارمان ځی

چې وزرې د ملکو چرتہ سوزی
ھم ھغہ مقام تہ دا خاکی انسان ځی

ھر غزل مې د خیالونو ګلدستہ دہ
دا ځما د خیال نیلے پہ ھر میدان ځی

دا دنیا د پخې ځاے نۂ دے اقبالہ
کۂ ھر څومرہ ھم حیصار شی خو مہمان ځی
یو ارمان ځما پہ زړۂ دے سر بہ نہ شی
د ځوانۍ خوړلے زخم در بہ نہ شی

ځما خپلې پہ وفا باندې باور دے
چې پہ یو مېدان لہ تانہ لر بہ نہ شی

څہ حالاتو اختیار کړے داسې رخ دے
زۂ بہ مړ یمہ اشنا خبر بہ نہ شی

کہ ھر څو اوبۂ پرې وخېژي د زرو
نقل نقل دے ھیڅ کلہ زر بہ نہ شی

پہ دنیا دھر چا خپلہ مرتبہ دہ
ستورے ډېر کہ وځلېږی نمر بہ نہ شی

چې ادم د نفس شیطان پہ لمسہ درومی
پاک دزمکې مخ لہ شور شر بہ نہ شی

ستا کوڅې لہ اقبال بیا پہ کوم امید ځم
چې پوھېږم لرې پورې ور بہ نہ شی
کہ عطا راتہ ژوندون چرتہ دوبار شی
دا ځمامینہ بہ بیا پہ ښکلی یار شی

دا ځما سر بہ شی ھمرہ سربلندہ
کہ دا ستا پہ قدمونو کښې نثار شی

ابتدا ځما دمینې دہ لہ یارہ
اختتام ځما د مینې بہ پہ یار شی

زندګی مې ټولہ ستا لہ سرہ ځار کړہ
ستا پہ ما باندې بہ څہ رنګې اتبار شی

څوک پخلا بہ راسرہ مرور یار کا
پہ دنیا بہ څوک ځما ھم غمګسار شی؟

غمازان مې اړوی لہ سمې لارې
ستا د کور بہ راتہ سمہ څنګہ لارشی

لہ وریځې د سپوږمۍ رڼا چاڼېږی
تورې زلفې چې خورې دې پہ رخسار شی

څہ تاوان د زمانې دے پرې اقبالہ
کہ ځما او د یار څنګ پہ څنګ مزار شی
خېر دے کۂ نن نۂ وی صبا بہ شی
غزل ښکارہ آخر ځما بہ شی

چې پہ یارانو کښې حسدپېدا شی
خوبی خامۍ کښې بدل ستا بہ شی

پوھہ بہ شی ځما د زړۂ پہ اواز
چرتہ نہ چرتہ څوک پېدا بہ شی

ځما محبوب چې چا ھم اوپېژندۂ
ھغہ سړے پوھہ پہ ما بہ شی

چې غلے پاتې شی دا عار ګڼی
ھرې موضوع باندې ګویا بہ شی

علم بہ نۂ وی سندونہ بہ وی
یو داسې وخت وینم چې را بہ شی

حریف نہ طمع د انصاف مۂ کوہ
زړۂ د حریف کلہ صفا بہ شی

ما چې د علم سمندر ګڼۂ څوک
رغے چپړې پہ شان لہ دا بہ شی

تورہ تیارہ دہ چې چاپېرہ ګورم
ځما یقین دے چې رڼابہ شی

اقبالہ سم پہ خپلہ لارہ درومہ
مۂ کړہ پروا سپی پہ غپا بہ شی
محبت راسرہ کم کړہ مرګ اسان شی
ګنی قبر بہ مې کندہ د ھجران شی

زۂ د مرګ نہ یو ذرہ ھم نۂ وېرېږم
تصور د جدائې دې راتہ ګران شی

مرګے ھسې ھم د ھر سړی مېلمہ دے
مړ ھغہ دے چې پہ قام وملک قربان شی

چې ستا ذکر پکښې نۂ وی خوښ مې نۂ دے
ھغہ شعر کۂ پہ معنیٰ لکہ اسمان شی

بنی ادمو کمے نیشتہ دے اقبالہ
بنی ادم ځما پہ نزد دے چې انسان شی
چې ځما مخکښې نوم د یار ناخلی
دا خلق ولې ځما لار ناخلی

د خلقو زړونہ دی کۂ تور کاڼی دی
پہ ھیڅ ھنر باندې ګوذار ناخلی

د مینې اورہ پہ رو رو دې اوسوم
اور پہ یوځل باندې انګار ناخلی

زمکہ بہ څیرې شی اسمان بہ وچوی
دغہ ھمرہ څوک د چا ازار ناخلی

لاسونہ سرۂ ګرځی د ورور پہ وینو
پښتون د عقل نہ خپل کار ناخلی

بې وفائی راسرہ یار بہ اوکړی
دغہ خبرہ مې اعتبار ناخلی

د قیامت شوہ ځان ځانی اقبالہ
څوک ھم د چا لہ اوګو بار ناخلی
چې غزل مې پہ صفت کښې د غزال وی
خامخا ھغہ غزل بہ د کمال وی

د ھغہ لوخی بہ څومرہ نفاست وی
چې شامل ھنر کښې مینہ د کولال وی

د ابرو پہ خم دې ھسې فرېفتہ شوہ
چې سپوږمۍ پہ ھرہ میاشتہ کښې ھلال وی

ننۍ ورځ پہ صبا باندې موقوف کړم
نۂ راځی پہ ژبہ زړۂ کښې چې کوم سوال وی

شھنشاہ دے کۂ پہ سر د ډېران ناست وی
ھغہ زړۂ پہ محبت چې مالامال وی

پہ فضا کښې چې خورہ افسردګی دہ
پہ ژړا باندې بہ بیا چرتہ اقبال وی
ځما ھرہ خوشحالی بدل پہ غم شی
یاد مې لا تازہ تازہ بہ د صنم شی

چې دښمن ځما دمینې ټول عالم شی
دا ځما غمونہ څۂ رنګې بہ کم شی

دومرہ ښہ نصیب راوړے مې دے کلہ
چې پخپلہ وران کارونہ بہ مې سم شی

رنګ ځما لکہ زعفران پہ شان لہ زېړ شی
چې پہ پُولہ پټی ګل کلہ شړشم شی

چې پہ یو کور کښې غماز سرہ اوسېږم
داځما لہ سترګو اوچ بہ څنګہ نم شی

پہ زخمونو دوړَوی مې د زړۂ مالګې
امید څنګہ اولرم چې بہ مرھم شی

دا دخاورو کنډولے مې خپل بس دے
زہ ېې څۂ کړم کہ د چا لاسو کښې جم شی

د اقبال پہ مړ وجود کښې بہ ساہ پرېوځی
درېغہ بیا کۂ را ښکارہ پہ ھغہ چم شی
ھغہ وعدہ بہ څۂ وعدہ وی چې دا ستا پورہ شی
ھغہ ارمان بہ څۂ ارمان وی چې زما پورہ شی

زړۂ تہ مې چا وې چې مئین پہ بې وفا باندې شہ
پہ داسې حال ښہ دے مجرم چې یې سزا پورہ شی

زۂ داسې نۂ ومہ دې حال تہ رسولے چا یم
راپورې وخاندہ ښہ ډېر چې دې خندا پورہ شی

ھغہ لۂ مانہ د خلاصی اوس دعاګانې غواړی
اوچت کړئ لاس ورسرہ ټول چې یې دعا پورہ شی

ھرہ رضا مې کړلہ ترک ستا د رضا پہ خاطر
زۂ نۂ پوھېږم چې بہ څنګہ ستا رضا پورہ شی

اقبالہ تلې ځوانی بېرتہ باندې بیا نۂ راځی
مۂ خفہ کېږہ ورپسې تلې دنیا پورہ شی
لکہ وریځہ کښې چې نمر ځلېږی
پہ تور نقاب کښې دې بشر ځلېږی

پہ سر د بام باندې ناڅاپہ راغلہ
بې وختہ ولې نن قمر ځلیږی

دھوکہ د خلقو پہ خبرو نۂ شې
د صحرا شګې دی اکثر ځلېږی

سیمی بدنې ستا پہ غاړہ باندې
ھار د سرو زرو مقرر ځلېږی

اقبالہ بیا دې توبہ ماتہ کړلہ
بیا چې دې لاسو کښې ساغر ځلېږی
ستا د دیدن سبب بہ کلہ جوړ شی
سوے نظر بہ زما څنګہ سوړ شی

د زړې مینې مې مثال داسې شو
لکہ یو زخم چې زولن شی زوړ شی

چې ستا نامہ زما پہ لبو راشی
د غماز ګېډہ کښې بېخی مروړ شی

زما پہ شان لہ څوک بدبختہ نیشتے
کہ عاشقان پہ دنیا لکھ کروړ شی

مړہ بہ خاورہ شی ځوانانو باندې
بې رحمہ یار کۂ پہ ستم مې موړشی

پہ ھغہ مخ بہ څۂ سرخی اووینې
پہ عشق کښې وینہ چې د زړۂ نچوړ شی

پہ ژړا سترګې د اقبال وچې شوې
اوس بہ څۂ سرن شی او څۂ بہ دوړ شی
ما بہ څوک د ھغہ یار سرہ دربر کړی
چې زما پہ حقلہ خیرے زړۂ نہ لر کړی

ناکردو ګناھونو سزاوار یم
دا یقین بہ څوک زما دلبر لہ ور کړې

د غماز پہ تېرہ ژبہ دې دانہ شی
نۂ خبرہ مې د یار پہ مخکښی غر کړی

پہ ژړا باندې مې تور د سترګو سپین شو
دا زما ژړا بہ کلہ پرې اثر کړی

د اقبال ژوند کښې د ښکلو کمے نۂ وۂ
داسې یو نۂ وۂ چې خپلہ مینہ سر کړی
لہ مانہ تلے جانان نۂ ھېرېږی
خپل مې نیمګړے ارمان نۂ ھېرېږی

حق جوړېدۂ چې خبر کړے دې وے
دا ناڅاپی دې اعلان نۂ ھېرېږی

زما یې زړۂ تہ ھیڅ کتلی نۂ دی
ظلم مې دا د اسمان نۂ ھېرېږی

تازہ ګل شوے چې ګلاب اووینم
ستا د ځوانۍ مې دوران نۂ ھېرېږی

د خپل ګناہ نہ ناخبرہ یمہ
زما دې بېسہ خفګان نۂ ھېرېږی

چې یې پہ زمکہ بہ راښکل ځان پسې
مالہ یې زلفې ماران نۂ ھېرېږی

آ د ځوانۍ د ورځو شپو ملګرے
اقبالہ دومرہ اسان نۂ ھېرېږی
څومرہ ګرانہ دہ د چا چې ښکلے یار مری
ھغہ څۂ کړی چې دا جګ مری کۂ سنسار مری

بعضې غم لہ دې غمونو نہ ھم ګران دے
د سړې کہ خپلہ مور مری او کۂ پلار مری

دا دنیا کۂ پہ قرار او پہ سکون دہ
څوک بہ څۂ کا دچا خپل د زړۂ قرار مری

چې بڅرے یې موجود وی پہ ځیګر کښې
د خوږلن د لاندې کلہ بیا انګار مری

د چا مرګ باندې د زړۂ خونہ شی ورانہ
ګنی خلق ھرہ ورځې خو بې شمار مری

ما کتلی د یار مخ تہ بہ وو ډېر ډېر
کۂ خبر وے چې بہ داسې پہ ناتار مری

اقبال تورہ پہ اسانہ باندې نۂ ږدی
مګر اوس دې خامخا لۂ دې ګوزار مری
کلہ کلہ د شعرونو باران جوړ شی
عجیبہ بہ د دردونو طوفان جوړ شی

زۂ بہ ځان خپل خلاصومہ نہ خلاصېږم
د مچو لکہ یرغل پہ انسان جوړ شی

ډیر شعرونہ پہ کاغذ منتقل نۂ شی
څۂ شوقونہ بہ سبب د نسیان جوړ شی

استعداد زما د شعر نہ ښہ خبر دی
حاسدان بہ ښہ پوھېږم یاران جوړ شی

چا جائز مقام راکړے نۂ دے ورورہ
څۂ سستی زما خپلہ نقصان جوړ شی

د کتاب چاپ کښې لہ حدہ بې پرواہ یم
ګنی نۂ چې مالی سوتنزې خنډان جوړ شی

کیفیت د امد ھر وخت پہ ما خور وی
مدھوشۍ کښې بہ څوک څنګہ د ځان جوړشی

چې یې نور کړی ھغہ منډې لہ ما نۂ شی
د پردی پہ حق دې دغہ خانان جوړ شی

پہ ھوس د ډېر عزت کښې لږ بہ بائیلی
د عبرت پہ عالم کښې نښان جوړ شی

د درغو سندونہ بہ حاصل کړی
بې د علم نہ بہ لوے لوے پوھان جوړ شی

عام خبرہ دہ ھیڅ څوک مې نخښہ نہ دے
زۂ دا نۂ غواړم د چا ھم خفګان جوړ شی

کۂ تصویر چاتہ خپل پکښې لیدے شی
ائینہ ورتہ زما دې بیان جوړ شی

ھغہ څوک بہ اوږے نۂ وی د شھرت څۂ
د ھر چا پہ خپل فن چې ایمان جوړ شی

دې امید باندې لیکمہ زۂ اقبالہ
کۂ صبا می څوک د فن قدردان جوړ شی
جانانہ مړ شې چې مې غم خلاص شی
د سازشونو نہ عالم خلاص شی

منډہ مې اوکړہ تر خپل وسہ پورې
منډہ بہ څۂ اوکړی چې دم خلاص شی

چې ھرہ ورځې یو ارمان مې مری
زما بہ څۂ رنګې ماتم خلاص شې

سترګې مې وچې شوې ویرانې لږی
تړہ شې زمکہ چې یې نم خلاص شی

د نصیب لوبہ دہ طبیب څۂ اوکړی
د زړۂ پرھر لہ مې مرھم خلاص شی

یو تعلق خو دې اقبال سرہ دے
خداے خو دې نۂ کړی ستا ستم خلاص شی
یوہ ورځ لۂ دې مقامہ تېریدۂ دې
ھر سړی لہ د انجامہ تېریدۂ دی

ورځ کۂ ډیرہ ھم اوږدہ لکہ د ھړ شې
خو اخر یې لۂ ماښامہ تېریدۂ دی

د انکار ګنجائش نیشتے کۂ ډېر تریخ دے
پہ خپل وار باندې لۂ جامہ تېریدۂ دی

کہ پہ زور کۂ پہ رضا وی غاړہ ږدی بہ
لۂ دې دګ لۂ دې صمصامہ تېریدۂ دی

نن کۂ بدر یې صبا لہ بہ ھلال شې
سپوږمۍ رپ کښې لۂ دې بامہ تېریدۂ دی

د مستۍ چقړې غرۂ کښې وھی زرکہ
خبر نۂ دہ چې لۂ دامہ تېریدۂ دی

د پل پل ناقراری دہ عشق اقبالہ
د ھر قسم لۂ ارامہ تېریدۂ دی
زما او ستا پہ منځ کښې څۂ پاتې دی
یو څو داغونہ دی پہ زړۂ پاتې دی

ھر یو اختیار مې زمانې واخستۂ
زما اختیار کښې ژړېدۂ پاتې دی

وختونو ھېر کړۂ رانہ ستا نقشونہ
ښکلی یادونہ دی زاړۂ پاتې دی

چې نازېدم پرې ھغہ ټول لاړل
اوس لۂ دې کلی نہ مې تلۂ پاتې دی

مرګہ راځہ خو دومرہ وار اوکړہ
یار تہ مې یو ځلې کاتۂ پاتې دی

اقبالہ ټول برسېرہ شوے نۂ یم
لا پہ دې کان کښې نور ھم سرۂ پاتې دی
څوک بہ څنګہ لہ جانانہ مروریږی
څوک بہ څنګہ لہ خپل ځانہ مروریږی

کب چې مرګ پہ وازو سترګو باندې وېنی
لېونے دے چې دریانہ مروریږی

ما کږې سمې بہ ټولې د یار وړلے
چې بہ ټوقو کښې رښتیانہ مروریږی

چې ئې ژوند دے پہ دیدن باندې د ګلو
بلبل کلہ لہ بوستانہ مرورېږی

زما مینہ ھمرہ لا پہ یار زیاتیږی
دا چې مانہ د ادا نہ مروریږی

چې ھر وخت ورسرہ غم د بېلتون مل وی
ھغہ شونډې دخندانہ مروریږی

پہ ھغہ ورځ دې مرګے راشی اقبال لہ
چې پہ کومہ ورځ لہ تانہ مرورېږی
ستا د یادونو چې څپہ راشی
زما پہ زړۂ کښې زلزلہ راشی

څوک ملغلرې پہ ګل څلہ شیندی
پہ اننګو چې دې خولہ راشی

دا غرونہ غرونہ غم او زۂ یوازې
راشہ چې څۂ خو حوصلہ راشی

کہ پسرلے دے زہ پرې اور لګوم
بغېر لہ تا بہ څہ مزہ راشی

اقبالہ دا مې یقین پاتې نۂ شو
زما پہ مرګ بہ ھم ھغہ راشی
اشنا مېلمہ یمہ پہ شمار ورځې دی
راشہ د مرګ د انتظار ورځې دی

خداے خبر بل کال لہ بہ یمہ کہ نہ
پہ تېرېدو دا د بھار ورځې دی

زما یقین لہ خپلہ ځانہ پاسېد
دا ستا ځوانی دہ د اعتبار ورځې دی

صبا مې مړ پہ بې وفا نۂ بلې
فېصلہ اوشی پہ تلوار ورځې دی

خپلہ د ھجر قیصہ چاتہ اوکړم
دلبرہ څۂ انګار انګار ورځې دی

روداد د ھجر تېراومہ درتہ
تا سرہ دومرہ مې د کار ورځې دی

شوخی پہ زړۂ کښې د اقبال نۂ راځی
او ګڼہ داسې پہ مزار ورځې دی
کلہ کلہ زړۂ مې داسې ستړے شی
تۂ بہ وائےصفا لکہ چې مړے شی

نۂ بہ دا اسمان راشی دې زمکې لہ
نۂ بہ مې پورہ ، ارمان نیمګړے شی

ترکہ مې رضا کړہ چې مئین شومہ
غاړہ دې زما او ستا دې پړے شی

دا سړے چې دروند وی پہ خپل کور کلی
دا سړے پہ عشق کښې نېزہ وړے شی

د یار مخ تہ کاتۂ دی داسې کوم ګناہ
ولې ئې دښمن تمام وګړے شی

ھر سړے مجنون او فرھاد چرتہ دے
ګرانہ دہ چې ھر یو نوموړے شی

څوک چې د چا مینې تہ کتے نۂ شی
د ھغہ خلقو ورک دې اقبالہ زړے شی
بغیر لہ تا چې دسمر تېرتیږی
ھر یو شپہ راباندې غر تېریږی

معشوقہ ھر سړے ګټلې نۂ شی
ھغہ ګټی چې پہ خپل سر تېریږی

ھیڅ ګرم بہ نۂ یم کہ سجدہ مې اوکړہ
پہ کومہ لار چې مې دلبر تېریږی

داسې مې ھر ساعت پہ زړۂ وګرځې
لکہ پہ چوڼ باندې چې ور تېرېږی

دومرہ اوږدہ تمنا څۂ لہ پالې
زندګی ډیرہ مختصر تېرېږی

چې څۂ کولے شې رقیبہ اوکړہ
لیلہٰ پہ خوب کښې مې اکثر تېرېږی

اقبال بہ جوړہ کړی بانہ ودرېږی
چې ستا کوڅہ ستاسو پہ در تېرېږی
ژوند بہ څو پورې زما سرہ وفا کړی
ملا ئې ماتہ شوہ اخر بہ جواب را کړی

یار پخپلہ ضد نیولے دے راځی نہ
د وژلی سرہ نور بہ څۂ دنیا کړی

دا زما سترګې بہ بیا لیدلے نۂ شی
نن موقع دہ پس و پېش ولې اشنا کړی

دومرہ مینہ بہ زما کړی څنګہ ھېرہ
سترګې پټې بہ تر څو څوک لہ رڼا کړی

دا یقین زما د زړہ دے دومرہ ولې ؟
چې زۂ مړ شوم پہ سرتورہ بہ ژړا کړی

ځاے ھغہ سوزی چې اور چرتہ بلېږی
د پردی د درد بہ څو احساس پیدا کړی

څوک د غم مې شریک نیشتے پہ دنیا کښې
څوک د درد غوټہ د چا پہ مخکښې وا کړی

د اقبال غم چې زغملو نہ بھر شی
دے د زړۂ سرہ شروع بہ مشغولا کړی
زما پہ زړۂ کښې خوشحالی نۂ راځی
خبر اتر مې د لالی نۂ راځی

ډېر مودہ اوشوہ چې زړۂ مې مړ دے
زما د چا سرہ سیالی نۂ راځې

تنکی ګلان پہ انتظار مړاوې شُو
پہ دې چمن ولې مالی نۂ راځی

ھر یو پہ غم کښې دے د خپلې ګېډې
درېغہ څوک مشر مثالی نۂ راځی

دا د نیستۍ وھلې زيړې بشرې
زمونږ پہ ملک کښې سوکالی نۂ راځی

لا دې د حسن خزانہ ډېرہ دہ
بیا بہ پہ در دې څوک سوالی نہ راځی

ھغہ غواص یمہ د ګوھرو اقبالہ
چې لاس ګوذار کړمہ خالی نۂ راځی
چرتہ کښې نوے څۂ خبر نۂ راځی
ھم دغہ اؤرم چې دلبر نۂ راحی

دیدن دې راؤړہ ډېر لېوالہ شومہ
بیا دې راتلۂ څۂ چې نظر نۂ راځی

فرض پہ مونږ شوې د ټول عمر روژې
پہ مونږ سپېرو باندې اختر نۂ راځی

زمونږ پہ ملک د جھالت تیارۂ دہ
زمونږ پہ ملک د شعور نمر نۂ راځې

چرتہ ملالې د مېوند چې نۂ وی
د اذادۍ ھلتہ سحر نۂ راځی

د بدنامۍ نہ ستا وېرېږی اقبال
وېرہ ئې خس پہ خپل سر نۂ راځی
لېونۍ مینې چې ستا انجام بہ څۂ وی
د سحر نۂ وہ مزہ ماښام بہ څۂ وی

ساہ نیولے رېبار راغے پریشانہ
خداے دې خېر کړی د اشنا پېغام بہ څۂ وی

ما د پارہ خو مې یار لکہ اسمان دے
د یار سترګو کښې زما مقام بہ څۂ وی

خمارې سترګې ساقی سرور د مئیو
ګډ شې خوند پکښې د شونډو جام بہ څۂ وی

لاس پہ لاس کښې جختہ غاړہ چې را نۂ کړی
پہ تندی چې کېږدی لاس سلام بۂ څۂ وی

یو مئین چې کړې نۂ وی پہ دنیا کښې
کړم ھغہ معرکہ سر انعام بہ څۂ وی

خاکروبی اقبال قبولہ ستا د در کړہ
تۂ پخپلہ وایہ نور غلام بہ څۂ وی
پہ مزہ مزہ نرے باران ورېږی
تقاضیٰ دہ د موسم جانان ورېږی

لکہ څاڅکی چې کوزېږی لہ اسمانہ
ھسې ګڼ مې پہ زړګی ارمان ورېږی

ستا د ھجر نہ ساتلے نۂ شم ځان خپل
لہ ھر خوا نہ اور زما پہ ځان ورېږی

چې دې اوس لیدلے نۂ شم داسی ولې
پہ زړګی باندې زما ګمان ورېږی

تفاوت ګران د ھلک او د جینۍ شو
زلفې ستا زما پہ زړۂ ماران ورېږی

دا زمونږ ستوری راغلی دي ګردش کښې
افتونہ رنګ پہ رنګ اسمان ورېږی

چا وئیل من و سلوا اوس نۂ کوزېږی
بعضو بعضو باندې اوس ھم خوان ورېږی

خوش نصیبہ دومرہ مونږ نۂ یُو اقبالہ
پہ سرونو چې د چا ګلان ورېږی
حېران پہ دې یم پښتانۂ ولې ځان نۂ پېژنی
څہ لېونی دي دوی چې ګټہ تاوان نۂ پېژنی

بې اتفاقی مونږہ رودلې دہ د مور پئیو کښې
مونځ او روژہ کړی خو فرمان د قرآن نۂ پېژنی

مونږ تعین د خپل منزل تراوسہ کړے نۂ دے
چنګ ونګ روان دے خو منزل مو کاروان نۂ پېژنی

ټوپک او تورې سرہ مینہ روایت دے زمونږ
قلم کتاب مو میراثہ خوشحال خان نۂ پېژنی؟

چې څۂ وئیلی دی جانان او څۂ شے غواړی جانان
پہ خُلۂ جانان جانان کوی او جانان نۂ پېژنی

سېل د مارغانو دے چې خپلہ خپلہ ژبہ وائی
ګرڼہ اسمان کښې چا پسې شې روان نۂ پېژنی

چا تالا کړےچا لوټ کړےدے ګلشن اقبالہ
ګورہ کورمغزو تہ چې بیا ھم زاغان نۂ پېژنی
څوک خبر دے چې بہ څۂ وختې ماښام شی
زما ژوند دې ستا پہ مینہ کښې تمام شی

کفرستان کښې ستا د زلفو مې زړۂ ورک دے
ستا د مخ بہ مې نصیب کلہ اسلام شی

زۂ پہ دغہ فلسفہ دې نہ پوھېږم
پہ جنت کښې مے حلال دلتہ حرام شی

نۂ مې کار څۂ پہ کوثر او نۂ پہ مے دے
کہ نصیب زما د یار د شونډو جام شی

نمر سپوږمۍ لہ شرمہ ھرہ ورځ غروب شی
ورتہ یادہ چې جلوہ پہ سر د بام شی

پہ کشمیر او فلسطین دې ځان خبر کړی
چې دا ځنې پہ معنیٰ پوې دغلام شی

داغ اقبالہ ئې پہ سر د اېښودو دے
چې دا ملک ورتہ ښکارہ کم لہ انعام شی
چې تا اووینمہ دا ارمان پورہ شی
خېر دے بیا کہ د ژوندون ډیوہ مې مړہ شی
کہ بې صبرہ می د عمر انتظار کړی
څۂ بہ کېږی کہ مې ماتہ حوصلہ شی

پہ ھوارہ مې د ژوند سفر روان وۂ
خبر نۂ وم چې بہ پېښہ حادثہ شی

چې مې یادہ د بېلتون سپېرۂ ګھړۍ شی
پہ پوہ ماہ کښې مې وجود خولہ خولہ شی

زۂ د مرګ چې خپلې غواړم دعاګانې
پہ ځان نۂ یمہ چې ستا تبہ خورہ شی

دحالاتو مخکښې تورہ اېښوے نۂ شم
ستا د زړۂ بہ مې قبولہ فېصلہ شی

ورځ کړم تېرہ پہ سلګو باندې اقبالہ
راتہ تورہ بلا لا د ھجر شپہ شی
مالہ څوک خبر د جانان نۂ راؤړی
مالہ دځیګر مې درمان نۂ راؤړی

ما لکہ پہ تا باندې راؤړے دے
داسې څوک پہ خداے ھم ایمان نۂ راؤړی

نېت ئی زما مرګ تہ دے چې مړ شمہ
ځکہ د ژوندون مې سامان نۂ راؤړی

ځنې دی سېراب بہ تږې زمکې کړی
ھر رنګې وریځې باران نۂ راؤړی

تا چې د فطرت ائین کښې اووېنی
څنګہ بہ زړګے څوک حېران نۂ راؤړی

تېرہ چې ګل ګل ځوانی اقبالہ شوہ
بیا ورلہ څوک باغ نہ ګلان نۂ راؤړی
چارې مې اوکړې حالات نہ ښہ کېږی
ګرانیږی لا مُشکلات نہ ښہ کېږی

غاړہ مې کېښوہ پہ نصیب صبر شوم
دا پېدائشی خرابات نہ ښہ کېږی

چا لمسولے داسې پوخ مې دے یار
ماتہ ئې خس خیالات نہ ښہ کېږی

پہ بابا ګانو باندې اوګرځېدم
د چا تعویذ کرامات نہ ښہ کېږی

لکہ حسېن مې پکلۍ پرېښودلہ
زما د پارہ ھم سوات نہ ښہ کېږی

جوړې دا زہ ئې پہ چل نہ پوھېږم
زما او ستا معاملات نہ ښہ کېږی

پہ سرہ بتۍ اقبالہ پوخ ولاړ یم
لوری لہ یار اشارات نہ ښہ کېږی
څہ اوکړمہ زړہ مې قرار نہ مومی
تاتہ رسېدو لہ څہ لار نہ مومی

زہ مثال د ھغہ سپېرۂ ګل یمہ
ګل شی بې موسمہ بھار نہ مومی

مینہ څہ د سرو ګلونو سېج نہ دے
سر اوخوری اکثر پکښې یار نہ مومی

څنګہ بہ رفو شی زما څیرې زړۂ
ستا چې د زلفینو یو تار نہ مومی

مینہ کښې پہ سر باندې بازی لږی
دومرہ پہ اسانہ اعتبار نہ مومی

لافې چې اقبال تہ کوی کم نہ دي
یو پکښې رېښتنے دلدار نہ مومی
د عاشق پہ خُلۂ معشوق تہ چې خېرې وی
دغہ خُلۂ ښہ دہ چې ډکہ لہ اېرې وی

چې د مینې لہ ادابو اګاہ نہ وی
بې ادب خارج د مینې لہ دائرې وی

تر قیامتہ پورې نقش بہ دې پہ زړۂ شی
ځنې ځنې پېدا څۂ ښکلې څہرې وې

د ھغوی ستومانی چاتہ نۂ ښکارېږی
پہ انغری باندې چې مېندې ئې مېرې وې

چې عاجز او د غریب برخہ پکښې وی
تل تر تلہ بہ ابادې ھغہ دېرې وی

پہ تدبیر او پہ ھنر بہ سعدې نۂ کا
کومې برخې لہ ازلہ چې سپېرې وی

مرګ د خلقو نہ اقبالہ څنګہ ھېر شی
ګېر چاپېرہ چې ترې ډکې ھدیرې وی
یو چپہ دہ ستا د یاد چې پہ ما راشی
د شعرونو خزانہ لکہ چې وا شی

یو ساعت دعشق لہ دردہ فارغ نۂ یم
کلہ کلہ خپل لۂ حدہ ھم سېوا شی

تقاضیٰ مې دہ د عمر شوم بې وسہ
نور بہ څۂ اوکړی بې وسہ پہ ژړا شی

جدائی دې راتہ ګرانہ کہ لہ مرګ دہ
چې مرګ راشی چار ناچار سړے رضاشی

یادوی راتہ ھر دم چې مې خطا دہ
چې انسان یمہ انسان نہ بہ خطا شی

خېرې پرېږدہ چې ګیلہ کولے نۂ شم
کۂ دا ستا راباندې ھر څومرہ جفا شی

حالات ھر څنګہ کېدلے شی اقبالہ
ممکن نۂ دہ چې دلبر مې بې وفا شی
پہ مخہ تلو تلو کښې پہ شاہ راګوری
چې مړ خو نۂ یم حال زما راګوری

پہ خُلہ اظہار د محبت نۂ کوی
ښائی پہ عمل چې څنګہ دا راګوری

سترګې ئې تورې کړې پہ برغ سلائې
زړګیہ پام کوہ بلا راګوری

چې مینہ نہ کوی مقصد ئې څہ دے
پہ ډک محفل کښې چې پہ غلا راګوری

د لږو ورځو نہ پوھېږم پرې زۂ
د څۂ خبرې ابتدا راګوری

اقبالہ بیا بہ ھغہ وخت رانہ شی
چې زۂ بہ پټ شم دا بہ ما راګوری
ما بہ څوک د ھغہ یار پہ حال خبر کړی
چې بغېر لہ مانہ ژوند پہ کوم ھنر کړی

یادوی مې کلہ کلہ کۂ ئې ھېر کړم
کہ نفرت زما لہ نومہ ھم دلبر کړی

دا دې اوګوری چې ماتہ څۂ ګناہ دے
خېر کہ بیا یو بې ګناہ لہ سزا ور کړی

دا زما زړۂ داسې ولې ګواھی کړی
ګرانہ دہ چې زما خیال د زړہ نہ لر کړی

دا زما یقین دے زہ کہ چرتہ لاړم
راتہ لرې بہ پہ تورہ شپہ کښې ورکړی

ھغہ مینہ څۂ پہ مینہ حساب نہ دہ
چې پرواہ پکښې مئین خپل د سر کړی

اقبال نۂ غواړی چې ستا مینہ رسوا شی
ځکہ ټول زور خپل زړۂ او پہ ځیګر کړی
یو ځل چې راوګوری بیا نۂ ګوری
ښکلی بہ زما مخ کښې اوس څۂ ګوری

زړۂ یې لکہ یخہ ږلۍ ، واؤرہ شی
دا چې مې د ږیرې سپین وېختۂ ګوری

ډېر دي چې تېرېږی پہ ظاھر لباس
کم دې چې پکښې بہ د چا زړۂ ګوری

زلفې يې خورې کړې پہ سینہ باندې
دا مې جوړې دار باندې خاتۂ ګورې

غوښې یې ورتې زما د زړۂ کړلې
داسې چې ھر وخت راتہ وراتۂ ګوری

ھر څومرہ صفت کہ ژرندہ ګړے کړی
ھر سړے د ژرندې کور وړۂ ګوری

وخت پرې ډېر ګردونہ اړولی دې
اوس ھم لا اقبال خاپی د پلۂ ګوری
ساہ بہ مې لاړ شی خو دا ستا خیال بہ زما زړۂ کښې وی
ھغہ ځوانی او د نتکۍ لعل بہ زما زړۂ کښې وی

وخت ډېر ظالم دے اوس خېرازہ کہ دې زلفې نۂ دی
چې دې راښکې پہ زمکہ ھغہ ټال بہ زما زړۂ کښې وی

چې مې پہ نرہ باندې تانہ چرتہ کړے نۂ دے
بیا بیا بہ سر پورتہ کوی سوال بہ زما زړۂ کښې وی

کہ رانیزدې شې دومرہ ډېرہ ټول حدونہ مات شی
زما یقین دے احترام پال بہ زما زړۂ کښې وی

مینہ دې بین دے پہ مزہ مزہ غږېږی راتہ
شور کہ پردې څیروی سُر تال بہ زما زړۂ کښې وی

اقبالہ خلقو بہ کوټې خپل مالونہ ژړل
دیدن وېړیا شو زلزلې کال بہ زما زړۂ کښې وی
زمونږ چنې او کوڅې تا یادوی
جانانہ تا ټولہ دُنیا یادوی

فضا دہ ډېرہ سوګوارہ غوندې
ستا نغمہ ګرہ شان خندا یادوی

اشنا تۂ ښہ وې چې زۂ تا یادوم
دا زۂ چې نۂ وم څوک بہ ما یادوی

پہ عاشقانو باندې نۂ دے حساب
چې معشوقې لہ پہ دعا یادوی

تورہ تیارۂ دہ چې ستا مخ نۂ وینم
زما ړندې سترګې رڼا یادوی

اقبال مړ نۂ شوې د یار سرہ چې
دا زمانہ بہ څۂ شے ستا یادوی
تۂ چې ځان داسې جوړَوې دا بہ څۂ چل کېږی
زړګے لہ مانہ چې اوړې دا بہ څۂ چل کېږی

څوک چې د عشق پہ رنځ کړېږی ترې پښتنہ اوکړہ
تۂ ھیڅ خبر نۂ یې وړې دا بہ څۂ چل کېږی

چې د اولې د ھلال دې دواړہ وروځې کړلې
پہ زړۂ مې خخې شوې چړې دا بہ څۂ چل کېږی

تۂ یې د نوې زمانې ستا لاسونہ زدہ دی
زۂ پېدوار یم د زړې دا بہ څۂ چل کېږی

اقبالہ ما سرہ مې فکر دھغہ ښکلی یار دے
تېرې بہ کړم تودې سړې دا بہ څۂ چل کېږی
رانہ سجدې او رکعتونہ ھېر شی
خیال چې مې ستا د خیال دنیا تہ تېر شی

څۂ وایم څۂ لولمہ نۂ پوھېږم
خطا زما نہ اشنا زبر زېر شی

کۂ زۂ تغړېږم زور یې مالہ راځی
لکہ مارغۂ چې د مرۍ نہ ګېر شی

پہ بارانۂ کۂ موړ شی سوے صحرا
ستا پہ دیدن زما نظر بہ سېر شی

ستا باچاھی زما پہ زړۂ باندې دہ
ښکلی کۂ ډېر دی لا دې نور ھم ډېر شی

لکہ پہ اندو مرچکے او مالګہ
مینہ کښی ژوند چې څومرہ تریخ ګنډېر شی

دم امیدونو مې اقبالہ ورکہ
د زول باران پہ شپہ کښی ګُوپ اندھېر شی
سوال اوکړئ اشنا تہ چې ما اوبخښی
کړے ناکردہ مې ګناہ اوبخښی

کړې مې دہ مینہ زۂ منکر نۂ یم
ماتہ دې دا ښکلې خطا اوبخښی

ټول عمر د ھجر پہ اور اوسومہ
تېرہ مې کړہ لویہ سزا اوبخښی

ھیڅ نۂ غواړم نور ددې دنیا نہ څۂ
ماتہ بس زما دې اشنا اوبخښی

زړۂ بې بھا دُر دے بھا نۂ لری
مئین زړونہ یو بل تہ پہ غلا اوبخښی

کلہ کلہ لاس پورتہ کوہ مالہ
زما مئین اقبال دې ﷲ اوبخښی
(پېغام)
تبدلی نہ اوس انقلاب غواړی
د غلو بې رحمہ احتساب غواړی

د ازمری پہ شان ھمت غواړی
نظر بہ تېز لکہ عقاب غواړی

چا چې لوټلے دا چمن دے زمونږ
د ھر یو زاغ سرہ حساب غواړی

معافی جنرل او جج د پارہ نیشتے
د سیاستدان نہ بہ جواب غواړی

پہ دواړو لاسو چې لوټی بابوګان
لر کول مخ نہ یې نقاب غواړی

د مُلا کار مونځ جنازې سرہ دے
شر ختمول بہ د محراب غواړی

زمکہ اسمان زما د خداے میراث دے
بند بہ د خان او د نواب غواړی

چې تختېدلی لہ دې ملکہ دی څوک
نوم یې ایستل لہ دې کتاب غواړی

ځنې بہ مروُ ځنې بہ وژنوُ رونړو
خاورہ د سرې وینې سېلاب غواړی

دا ګند د عمر پہ اوبو کلہ ځی
غسل د پارہ بہ تېزاب غواړی

کہ تن اذاد دے ولې سوچ غلام دے
پورہ کېدۂ څنګہ د خواب غواړی

څوک چې ډالرو تہ د ټینګې نۂ دی
لۂ ھغۂ خلقو اجتناب غواړی

چې پټې لوبې یې پہ ملک کړې دی
پورتہ کول بہ یې حجاب غواړې

اقبالہ وینې او د اور دے خو
پورې کېدۂ بہ لۂ دریاب غواړی
څوک بہ مې یار لہ سوال جواب یوسی
حال بہ د ژوند خانہ خراب یوسی

تصویر مې ھېر غم ئې تازہ تازہ دے
زما د لاسہ دې ګلاب یوسی

مات بہ بندونہ شی زما د سترګو
ھر څۂ بہ یو ورځې سېلاب یوسی

د سیلۍ دغہ ھمرہ چپہ راولې
د مرور مخ نہ نقاب یوسی

رقم قیصہ چې د وفا وی پکښې
یار لہ دې څوک داسې کتاب یوسی

دنیا د ھیچا نۂ دہ مۂ نازېږہ
کفن بہ دوہ ګزہ نواب یوسی

د وخت پہ جبر مې اقبالہ زړۂ چوی
د ښائستہ مخ نہ چې شباب یوسی
 مالہ څوک خبر د جانان نۂ راوړی
څوک زما پہ مینہ ایمان نۂ راوړی

 اوسوہ د زړۂ للمہ مې اوس اور اخلی
راشی ھواګانې باران نۂ راوړی

سترګې د یعقوب شوې پہ ژړا ړندې
مصر نہ څۂ زېرے کاروان نۂ راوړی

امن ، خوشحالی شی پہ ھر لور خورہ
ولې داسې رنګ دا اسمان نۂ راوړی

ګډ بہ حلوا کښې چرتہ زھر وی
د ژوند مالہ دښمن مې سامان نۂ راوړی

ځان سرہ راوړی ھمېش د غم خبر
ښہ خبر اقبالہ طوفان نۂ راوړی
د جانان نہ بہ څوک څنګہ مرور شی
دخپل ځان  نہ بہ څوک څنګہ مرور شی

چی یې ټول عمر پاللے وی پہ زړۂ کښې
د ارمان نہ بہ څوک څنګہ مرور شی

جہنم چې د ھجران پہ سترګو وینی
د ایمان نہ بہ څوک څنګہ مرور شی

چې اختیار یې ھم د ساہ اخستو نۂ وی
ھغہ خان نہ بہ څوک څنګہ مرور شی

فېصلې دی ورڅخہ د نصیبونو
د اسمان نہ بہ څوک څنګہ مرور شی

چې راتلۂ یې پہ رضا نۂ دی پہ زور دی
د طوفان نہ بہ څوک څنګہ مرور شی

د ھر زړۂ ټکور اقبالہ چې پکښې دے
ستا بیان نہ بہ څوک څنګہ مرور شی
مالہ ھیڅ بند مې د ھجران نۂ راځی
څۂ اوکړم زۂ چې مې جانان نۂ راځی

ربہ تۂ لار د وصال اوباسې څۂ
زما پہ خیال کښې ھیڅ امکان نۂ راځی

للمہ د زړۂ مې اوسوہ اور اخلمہ
چرتہ پہ دې لوری باران نۂ راځی

چې تا بہ اووینم پہ وازو سترګو
ډېر نا امیدہ شوم ګمان نۂ راځی

زړۂ لہ کہ ډېرہ حوصلہ ورکوم
پہ مړ وجود کښې تاب و توان نۂ راځی

کلہ جاروځی ورخ نہ تېرې اوبۂ
پہ بېرتہ بیا ھغہ دوران نۂ راځی

کہ پہ ژړا ورپسې ځان وژنمہ
اقبالہ تللی مې یاران نۂ راځی
زما بې رنګہ ژوند کښې څۂ پاتې دی
یو څو یادونہ دی زاړۂ پاتې دی

خلقو لہ ما نہ نخښې ستا پټې کړې
د عشق داغونہ مې پہ زړۂ پاتې دی

قدغن دې اېښے دے پہ ځان پخپلہ
زما دې لارو تہ کاتۂ پاتې دی

 اوس ھم پتنې راسرہ خلق کوی
بد یې پہ زړۂ باندې پاخۂ پاتې دی

 راشہ رخصت مې کړہ د خپلہ لاسہ
د قبرستان پہ لور مې تلۂ پاتې دی

 مطالبہ مې دومرہ  لویہ نۂ دہ
څۂ حسرتونہ دی واړۂ پاتې دی

 بانۂ ببر سترګې نرۍ تورې کړہ
غشی اقبال لہ لا خواړۂ پاتې دی

څو بہ کړې ظلم زیاتے وخت بہ راځی
وخت شې موټی کښې نیوے ؟ وخت بہ راځی

فرعون مۂ جوړېږہ یاد کړہ تللی خلق
چې دې ساہ دے ھم پردے وخت بہ راځی

دا ځوانی او دا نشہ بہ داسې نۂ وی
ھرڅۂ  اور شی اخستے وخت بہ راځی

یو ساعت دې زیاتولے ھیڅ څوک نۂ شی
تېراوې بہ دا ازغے وخت بہ راځې

دا ماڼۍ دا محلونہ بہ شی پاتې
تا بہ اوباسې ګړندے وخت بہ راځې

دا حساب بہ ورکول راځی د ھر چا
درنوې خپل انډے وخت بہ راځی

نا امیدہ اقبال نہ دے پہ خزان کښې
غزونې کړی سپرلے وخت بہ راځی
دا خلق وائی لیلیٰ زړہ شوہ اوس بہ څنګہ ښکاری
زما جبۍ ورپسې اوشوہ اوس بہ څنګہ ښکاری

ھغہ نازونہ مکېزونہ  بہ لا ھغہ شان وی
کہ سر ئې سپین درنہ درنہ شوہ اوس بہ څنګہ ښکاری

ټول عمر لار مې اووھلہ خو اونۂ رسېدم
ډېرہ تر منځہ فاصلہ شوہ اوس بہ څنګہ ښکاری

چې ئې ځوانی ټولہ زما د مینی  پت اوخوړہ
بلہ د چا داسې قیصہ شوہ اوس بہ څنګہ ښکاری

یقین مې نۂ راځی اقبالہ چې خوبا بہ وینم
ارزو تر قبرہ راسرہ شوہ اوس بہ څنګہ ښکاری
چرتہ زۂ او تۂ یاران وو کہ ستا یاد وی
پہ اور سوی پتنګان وو کہ ستا یاد وی

د عشق بین کۂ غږول زما زدہ وو
دوہ کونڅۍ دې ښاماران وو کہ ستا  یاد وی

نۂ څۂ ویرہ د تھمت وہ نۂ د سر وہ
لېونی غوندې پېریان وو  کہ ستا یاد وی

نۂ مو فکر د فردا وۂ نۂ د حال وۂ
پہ ھوا باندې مارغان وو کہ ستا  یاد وی

زمانې اوخوړ ګردش حالات بدل شُو
خپل پردی مو دښمنان وو کہ ستا یاد وی

اقبال مرګ تہ غاړہ اېښې پہ وہ ډاګہ
ځنې خلق پہ تا ګران وو کہ ستا  یاد وی
پہ خپل کور کښې اجنبی اوسی
څوک چې پہ وخت کښې د پردی اوسی

قدر پخوا د مشرانو کېدۂ
اوس پہ ډېران چرګان سپی اوسی

لیلہٰ لۂ مانہ مې تپوس نۂ کوی
چې پہ صحرا کښې لېونی اوسی

اوس ھم پہ سترګو کښې زما اوګورہ
پکښې خوبونہ پخوانی اوسی

د چا ښائست سرہ کالی ښائستہ شی
د چا پہ غاړہ کښې کالی اوسی

رنګ چې د مور پلار پہ دُعاباندې شی
پہ ھر مېدان کښې بریالی اوسی

چا ورسرہ کلی کښې ښہ کړی دی
اقبال ستا سترګو تہ خالی اوسی
چې پہ خُلہ باندې مې لاس څومرہ پہ زور ږدی
ھمرہ ظلم خپل د خلقو مخکښې نور ږدی

عکاسی یې د تور نېت ورسرہ کېږی
چې داغونہ مې سپینہ جامہ تور ږدی

ستا د ھجر تاؤ یې بیا ھم نۂ کمېږی
کۂ مھجور شونډې بېخی پہ ابِ شور ږدی

سترګې تورې شونډې سرې پہ دنداسہ کړی
څوک پہ سوی باندې داغ کلہ د اور ږدی

ګستاخی چرتہ او نۂ شی زۂ وېرېږم
ھر قدم لکہ پہ خیال باندې شبکور ږدی

کۂ د زړۂ نہ دې ساقی رانۂ کړو واؤرہ
د خلې ست باندې  بہ جام اقبال نسکور ږدی
خدایہ یو ځل مې واصل د ھغہ یار کړې
تۂ پہ خپلو قدرتونو جوړہ لار کړې

عقل فکر مې کار پرېښود نۂ پوھېږم
ګړنګونہ غرونہ ټول راتہ ھوار کړې

پہ سینہ د اېښودو بہ وصیت کړم
کۂ عطا راتہ د تورو زلفو تار کړې

دا یې دغہ ھمرہ لویہ توانګری دہ
عشقہ څومرہ چې پہ عشق کښې عاشق خوار کړې

څاڅکے  څاڅکے بہ د مینې مې اقرار کړی
کۂ مې لاندې د چړې کړې یا پہ دار کړې

ما د یار پہ پت کښې تېرہ زندګی کړہ
کۂ زۂ مړ ومہ پہ یار باندې آشکار کړې

   د خُوږ زړۂ نہ کلہ کلہ فریاد خېژی
اقبال خپل پہ لېونو باندې بہ شمار کړې


 چې د شپې مې خوب کښې راشې ورځ مې ښہ شی
پہ وصال کښې لکہ څوک نشہ نشہ شی

پہ کفن کښې مې مخ مۂ ګورہ زړۂ کلک کړہ
پاتې زړۂ کښې ستا، زما زړہ نقشہ شی

تۂ مې زړۂ یې ، تۂ مې روح یې ، تۂ مې ځان یې
دې نہ زیاتہ بہ نیزدې کومہ رشتہ شی

زۂ  د عشق لہ تماشې نہ خبر نۂ  وم
چې دا ځان بہ مې پخپلہ  تماشہ شی

د غماز  پہ ګندہ ذھن بہ څۂ اوکړم
کۂ دا زړۂ زما صفا لکہ شیشہ شی

د اقبال زړۂ یې غلبېل کۂ ټول پہ ستنو
امکان نۂ لری بھر بہ دا لشہ شی

خلق د زړۂ نہ زما یار اوباسی
زړے دانې نہ د جوار اوباسی

مینہ مې کړې دہ تر مرګہ بہ کړم
څوک بہ د خُلې نہ مې انکار اوباسی؟

 د چا د مرګ او ژوند پرواہ نۂ ساتی
لږیا دے ھر سړے خپل کار اوباسی

د معاوضې طمع دہ څنګہ وخت شۂ
څوک کۂ د پښې نہ د چا خار اوباسی

منلے نۂ شمہ کۂ سر مې پرې ځی
یواځې ما باندې کہ لار اوباسی

موقع پرست دے پښتون نۂ شی کېدے
څوک چې د بل پہ وار کښې وار اوباسی

تجسس زیات کړی مداری پہ شان لہ
چې پټارۍ نہ څنګہ مار اوباسی

د سپکو خلقو علامې دې اقبالہ
څوک چې د کور خبرہ بار اوباسې

د مجاز معشوقې واړہ بې وفا دی
پہ تول نۂ خېژی پورہ ،تللې ما دی

خو دا تورې تورې سترګې تورې زلفې
تور جادو د بنګالې تورې بلا دی

شونډې سرې او سرۂ لاسونہ پہ نکریزو
سرۂ رخسار یې سرې لمبې پہ تن زما دی

دغہ سپینې پاغوندې د سپین مالُوچو
سپینې واؤرې وارېدلې پہ ګنجا دی

دا سکڼۍ چې سکڼ ماښام کښې ځان سینګار کړی
تر سحرہ پورې کلہ ستړې دا دی

زۂ  د حسن پرستار حسن پرست یم
را بخښلی خداے خویونہ د بورا دی

پہ الوتی باز کُنجکہ څنګہ ورکړم
ھوښیارانو دا وئیلی تېر پہ خوا دی

اقبال خوښ پہ لږہ ګټہ یم د نقدو
ستا خبرې د نېټې ټولې مُلا دی

ګنجا (د واؤرې د غر نوم )
 نیشتے څوک ما سرہ مې غم وېش کړی
خېر دے کہ ډېر نۂ وی نو کم وېش کړی

پہ سترګو ھغہ خلق نہ ٔ شی لیدے
زیان چې یو بل سرہ عالم وېش کړی

 خاورہ ددۂ دہ کۂ د خاورې دېے دے
ورونړاں ئې ولې پہ قدم وېش کړی

اوبۂ ډانګونو باندې نۂ بیلېږی
ځنې لږیا دی پہ تورخم وېش کړی

دا سپین د تورو نہ افضل پہ څۂ دی
 دا لېونی د یو ادم ؏ وېش کړی

انسان زخمی دے دانسان د لاسہ
پکار انسان لہ دہ مرھم وېش کړی

مئین پہ سر باندې خپل اوګټی
څنګہ د چا سرہ صنم وېش کړی

 موضوعات ډېر دی د اقبال غزل
ناقد دې سل ځایہ قلم وېش کړی
پہ خورو زلفو چې لاسونہ وھی
پہ تُورو ادل بدل سرونہ وھی

ډېر لېونی  دي پہ یو خال د زنې
اؤرم څلور ځان لہ خالونہ وھی

دې روې کړمہ حېران د مالېار
ازغی پالی بېخی ګلونہ وھی

د زړۂ نوښار بہ خامخا ډوبیږی
لنډے دسترګو مې موجونہ وھی

بھانہ جوړہ شوہ سېلاب راغے
څۂ بې ضمیرہ بہ مالونہ وھی

نۂ راوېخېږی دا اودۂ قام دے
اقبال بہ څو پورې ورونہ وھی
یارہ غم دې مسلسل زما زړګے خوری
داسې اوګڼہ وېنۂ لکہ لرګے خوری

د حسدہ سرہ لمبہ شم شنۂ لوخړہ
پہ ټګۍ درنہ پېزوان شونډې سُورکے خوری

څوک چې ډېر اسمان پہ کاڼو باندې اولی
یوہ ورځ بہ پہ تندی باندې غرګے خوری

ھر سړی راوړې خپلہ نصیبہ دہ
 ګندګی خوری مچ ګلونہ لولکے خوری

ګاونډیان بہ خا مخا ترې ازارېږی
عاشق څو پورې غریب بہ خپل زبېرګے خوری

ضروری نۂ دہ اقبالہ چې رڼا شې
تر خپل وسہ څرخونہ اورکے خوری

ستا پہ مینہ کۂ مې بل چاتہ کتل وی
لعتونہ دې پہ ما باندی سل سل وی

د املُوکو تول تہ کلہ غاړہ ږدی بیا
پہ جولو جولو ګُلونہ چا تلل وی

د ھغوی مرګ تہ مرګیہ مۂ ګواښېږہ
پہ ژوندون باندې ھجران چې څوک وژل وی

 د ھغوی نہ بہ کچہ خوی سرزد نۂ شی
پښتنې مور چې پہ غېږہ کښې روزل وی

چې پہ مینہ کښې راکړے ښکلی یار وی
څۂ حاجت د ھغہ زخم د تبل وی

ھم ھغہ فصل بہ رېبې زوړ متل دے
چې کوم فصل پہ  پټی کښې دې کرل وی

 بعضې خلق  د  مطلب خبرہ اوکړی
څۂ پکار  اقبالہ دا شوملې شربل وی
چې ستا نوم زما پہ ژبہ باندې راشی
د ھجران وھلې خولہ خوږہ زما شی

کہ دا ستا ګمان پہ چا باندې مې راغے
زړۂ مې اودانګی سینہ کښې پہ درزا شی

 چې دې مخ تہ اوګورمہ د چا څۂ ځی
دېوال لارہ کښې زما ټول دنیا شی

زما مینہ اشنا زېګندہ اوبۂ دی
غماز خیال کړې چې بہ کمہ چرتہ دا شی

نۂ زما پہ څیر  بہ څوک چرتہ مجنون شی
نۂ بہ ستا پہ  شان لہ څوک چرتہ لېلیٰ شی

تۃ خېرې کوہ کۂ زړۂ دې اشنا غواړی
دا زما پہ خُلۂ بہ تا و تہ دعا شی

د اقبال زړۂ د ماشوم کړو ستا غمونو
پہ نرۍ غوندې خبرہ پہ ژړا شی
ما چې لیدلې وې اوس خوب لږی
ھغہ وختونہ لېونتوب لږی

ھر څۂ بہ دل ول پہ یو ځل یوسی
داسې دا ھجر بہ دې چوب لږی

اننګی دواړہ مې پرھر پرھر شُو
سترګو نہ تل چې پرې اشوب لږی

بې یقینۍ وریځې لرې نۂ شوې
موسم ھر وخت خړې خړوب لږی

اقبالہ کلک چې د فولادو نہ وۂ
اوس ھغہ زړۂ نرے نروب لږی
څوک خبر کړئ یار زما چې دی مئین مری
پہ ارمان ارمان دا ستا بہ د دیدن مری

صدقہ مې کړئ د ھٰغہ زلمو سر نہ
چې پہ ننګ د خپلې خاورې د وطن مری

خوشحالی نۂ دہ پکار د جرندې وار دے
صبا دوست بہ دې ھم مری کہ نن دښمن مری

چانہ پاتې سلطنت او خزانی شی
د خداے ویش دے څوک پہ غم کښې د کفن مری

یک طرفہ مینہ پہ مینې حساب نۂ دہ
شرین نوش کړو جام د زھرو کہ کوھکن مری

ځنې مړۂ شی ھډو یاد ھم چاتہ نۂ وی
پہ مرګی  د ښو یارانو  انجمن مری

دومرہ ظلم بہ دې نۂ وۂ کړے صیادہ
چې بلبل قفس کښې غم نہ د ګلشن مری

  اقبال نورہ طمع څو بہ لا مزید کړی
چی ھمزولی وار پہ وار ئې د بچپن مری
مرګ راپسې اوس بډی راښکلې دی
ځکہ مې د زړۂ ماندرې شېلېدلې دی

وېرہ مې د مرګ نہ یو ذرہ نۂ شی
پاتې مې ګیلې ماڼې لہ ښکلې دی

خلق مخامخ ھم وعدی ماتې کړی
ما ورسرہ پشی شاہ  پاللې  دی

اوس ھم پټوی پہ صندوقونو کښې
کہ نخښې ئې زما ټولې سېزلې دی

ھر الزام دې اخلمہ پہ سر باندی
خلقو  کہ  پہ مړو باندی تپلې دی

یو ستا د دیدن زما پہ زړۂ کښې دہ
نورې ارزوګانې مې وژلې دی

اقبالہ پېش خیمہ د لوے طوفان ښکاری
دا چپې چې نن صبا څۂ غلې دی
حال د زړۂ اوائیم چاتہ زړۂ مې سپک شی
ما بہ ورک کړی ښکاری نہ چې درد مې ورک شی

سپینہ ږیرہ لیونتوب د مینې داسې
د مجنون مې کلہ کلہ پہ ځان شک شی

ستا د زلفو مار خوړلے بہ څۂ روغ شی
چې ھر وخت د منګرو مارانو چک شی

زما ژوند ھجر کښې دا رنګې تېرېږی
پہ اوچوبہ لکہ حال چې د سمک شی

غورځوی مې پہ قدم قدم کوھی تہ
زړۂ بہ څۂ پہ اوسنی یارانو کلک شی

چې ھر ظلم پہ مظلوم باندې روا دے
کلہ وران بہ شې نظامہ زړہ مې ډک شی

د بازار بړوا پہ بل بہ تھمت وائی
پہ خپل ځان باندې پارسا لکہ ملک شی

د بل چانہ طمع نۂ ساتم اقبالہ
کۂ حاصل راتہ د خپل جانان کمک شی
ستا د دیدن چې اشنا بند نۂ کېږی
زما نہ نور دغسې ژوند نۂ کېږی

تا تہ وئیلے نۂ شم څۂ شوی دی
مورې لوګی باندې د سپند نۂ کېږی

ناصحہ ھسې مې غوږونہ مۂ خورہ
صبر زما نہ پہ سوګند نۂ کېږی

څوک د سادین پہ لُوټہ سر کېږدی
 د چا نہ خوب ھم پہ مړوند نۂ کېږی

د خپل ھم جنس سرہ پرواز پکار دے
د سېب بُکیاڼہ کښې پېوند نۂ کېږی

د غمازۍ امید لۂ ما مۂ ساتہ
کوم کار لۂ مانہ چې سرګند نۂ کېږی

زړۂ مې ھر وختې پہ ژړا باندې دے
اقبالہ مانہ زھر خند نۂ کېږی
که په خپل زړه کښې پېدا دې سوز وساز شي
د جانان له لوريه هم به در اواز شي

ما به ساه اخستی نه وه که مې وس وی
چې زما صورت تر منځہ به غماز شی

يوسف يو دی که ښائسته مخونه ډېر دي
حاصل بعضې بعضې مخ ته دا اعجاز شي

محبت چې پہ دوہ زړونو کښې پېدا شي
ھغہ زړونو کښې د درد ولې اغاز شي

صدف څو به ګرځوي ګوهر په ګېډه
يوه ورځ به يې ورغلی کومی واز شی

عنايات که د محمود ډېر دي اقباله
تسليم کله به شان څوک د ا ياز شي
چرته زه هم ستا اشنا وم که ستا ياد وي
شهزاده ستا د دنيا وم که ستا ياد وي

ما په تا او تا په ما باندی وژهٔ ځان
درته خوږ زه له هر چا وم که ستا ياد وي

په ديدن پسې زما به ړندېدلې
ستا د دوه سترګو رڼا وم کۂ ستا ياد وي

د مجنون روح بہ لحد کښې افرين وې
زه په تا داسې فدا وم که ستا ياد وي

انتظار به دې زما وهٔ تر سحره
بې خطر له هر بلا وم وه کہ ستا ياد وي

زمانې وخوړ ګردش حالات بدل شول
د هر غشي نخښه ستا وم که ستا ياد وي

فېصله به څنګه وکړمه اقباله
چې خطا يم که خطا وم که ستا ياد وي
بغېر لۀ مانہ څنګہ ژوند تېراوي
دا خوش خبري دہ چې پہ خوند تېراوي

زما نہ زیات ہغې لہ څوک پېژني
حرام کۀ سمہ پہ سوګند تېراوي

زړۀ ګواہي مې ولې نۀ ورکوي
ہغہ چې څۀ رنګې څرګند تېراوي

ہغہ ازادہ د بڼونو زرکہ
ژوند پہ پنجرہ کښې بہ پابند تېراوي

چې ستا پہ سر کنځل رقیب نہ اخلي
اقبال مصري تېراوي قند تېراوي
زړۀ ناقرارہ لہ قرار نۀ راځي
څۀ وکړم زۀ مالہ څۀ لار نۀ راځي

لارې څارم اخر پہ کوم امید کښې
ماتہ معلومہ دہ چې یار نۀ راځي

اشنا مې اولیدۀ د رقیب پہ غېږ کښې
پہ خپلو سترګو مې اعتبار نۀ راځي

خلوص د مینې مې ساتہ نظر کښې
مالہ د شېخ پہ شان لہ شمار نۀ راځي

د شنډې ونې پہ مثال شو تدبیر
ګلان خو نیسي مګر بار نۀ راځي

ژبہ وہم پہ وچو شونډو باندې
جام چې څو ډک دےزما وار نۀ راځي

دا ځان مې وغواړہ قیصہ خلاصہ شي
زما پہ خولہ تاتہ انکار نۀ راځي

مړو سرہ چا ہم پښتو نۀ دہ کړې
د اقبال ولې پہ مزار نۀ راځي
حرام کۀ چرتہ مې نظر ودرېږي
چې ګرځي ګرځي پہ دلبر ودرېږي

ستا د ښائست بہ څۀ مثال ورکړمہ
ستا تماشې تہ خو قمر, ودرېږي

لہ زړۀ مجبورہ دی احسان نۀ کوي
کۀ ستا خدمت تہ پۀ خپل سر ودرېږي

زۀ پرې پوہېږم چې وائي مۀ ځہ کور تہ
جینۍ پہ منځ کښې چې د ور ودرېږي

خود نمائي دہ څۀ وفا نۀ کوي
یوہ پوړۍ چې لۀ ما بر ودرېږي

قسمت مې ولې ملګرتیا نۀ کوي
خس مې پہ لارہ کښې ہم غر ودرېږي
زما لہ سترګو اوښکې څوک اوچې کړي
اشنا وعدې راسرہ تل پوچې کړي

کچکول یې مات خېر د دیدن رانۂ کہ
داسې لہ درہ چا لہ څوک کچې کړي

زما پرې ھمرہ مینہ لا زیاتہ شي
چې بوسہ غواړم راتہ دا نۂ چې کړي

پہ ھغہ ورځ بہ نمر مغرب نہ خېژي
کړې وعدې کۂ بې وفا سچې کړي

د خبر لوثې سرہ څوک پورہ شي
ما څۂ کړې دا بہ خلقې زچې کړي

زۂ ورتہ لارہ باندې غوږ غوږ شمہ
پېغلې خبرې چې وړې کچې کړي

د ھغې مکر نہ اقبالہ توبہ
سترګې انګرېزې بې حیا ډچې کړي
یوہ لوبہ دہ روانہ زندګي
چاتہ نۂ شولہ عیانہ زندګي

کہ د درست جھان بادشاہ شي پہ تخت کېني
پہ ھر حال کښې دہ پرېشانہ زندګي

سمولے یې څوک مرګہ پورې نۂ شي
تنستہ وګڼہ ورانہ زندګي

نۂ یې بېخ نۂ یې سر چاتہ معلوم شۂ
چې راغلې دہ کوم خوانہ زندګي

د زړۂ وېنې د تن غوښې اوبۂ کېږي
دومرہ کلہ دہ اسانہ زندګي

پہ بھانہ بہ ملګرتیا د عمر پرېږدي
مرورہ دہ ھر چانہ زندګي

پہ دنیا باندې اقبالہ د چا مۂ شہ
لکہ دہ زما پښېمانہ زندګي
ستا د لیدلو سبب نۂ جوړېږي
حالات زما د مطلب نۂ جوړېږي

پہ یوہ خاورہ باندې دواړہ پېدا
ولې یہود د عرب نۂ جوړېږي

چرتہ کښې زۂ چرتہ کښې ستا ھستي
ما سرہ ستا دا جلب نۂ جوړېږي

مسئلہ ستا زما د ذات نۂ دہ
زما او ستا د نسب نۂ جوړېږي

څۂ جبلت د انسان خپل ھم دے
ھر څۂ استاد پہ مکتب نۂ جوړېږي

کہ تورو تورو زلفو ستا اوخوړم
ځان کښې دمار او د کب نۂ جوړېږي

دومرہ نازکہ دومرہ ښکلې ځواني
تا سرہ داسې غضب نۂ جوړېږي

څان تہ دې اوګوري پېدا لہ څہ دے
چا سرہ اقبالہ دبدب نۂ جوړېږي
څوک دې پہ خپلو پردو بار نۂ شي
جدا لہ چانہ دې خپل یار نۂ شي

ھغہ اولاد نہ میرات ښہ دے سړے
چې پہ پیرۍ کښې دې پکار نۂ شي

پہ کوم دلیل باندې بہ اومنمہ
یار چې یار لہ سرہ ځار نۂ شي

عرش بہ سورے کړي دا یقین دے زما
زړۂ د مئین چرتہ ازار نۂ شې

تۂ ازمېښ اوکړہ رانہ اوغوړہ ځان
مانہ بہ تا وتہ انکار نۂ شي

اثر پہ ھر مخ کښې جدا جدا دے
دا څۂ پہ ډېر ډول سیګار نۂ شي

چې مې دستور د محبت زدہ کړو
اقبالہ اوس بہ واپس وار نۂ شي
دا دنیا د ھیچا نہ دہ ټول دروغ دي
د نظر واړہ دھوکہ دہ ټول دروغ دي

دا دنیا پہ وېخو سترګو خوب لیدۂ دي
سترګې پټې شوې خوارہ دہ ټول دروغ دي

امیدونہ دومرہ ولې دُور دراز دي
نامعلومہ یو لحظہ دہ ټول دروغ دي

پہ مینا کښې چې تر څو پورې شراب دي
د رندانو ھنګامہ دہ ټول دروغ دي

تکیہ خداے باندې پکار دہ چې کارساز دے
لہ بندیانو چې اسرہ دہ ټول دروغ دي

پہ ځوانۍ کښې چې توبہ کا اقبالہ کم دي
پہ پیرۍ توبہ توبہ دہ ټول دروغ دي
رنګین خیالونہ دي مشغول مې ساتي
څو تصویرونہ دي مشغول مې ساتي

دې تنھائيۍ بہ زۂ وژلے ومہ
خواږۂ یادونہ دي مشغول مې ساتي

پخښې دېرې دې بیلتون واچولې
څۂ امیدونہ دي مشغول مې ساتي

دیدن د ورځې دې امکان نۂ لري
د شپې خوبونہ دي مشغول مې ساتي

وعدہ بہ سر کړې څۂ باور مې نیشتہ
ښکلي لوظونہ دي مشغول مې ساتي

تا چې راکړي وو پہ ډېرہ مینہ
یو دوہ ګلونہ دي مشغول مې ساتي

زړۂ ستا لۂ دردہ مې قرار مۂ شۂ
خواږۂ دردونہ دي مشغول مې ساتي

د کارې کار اقبالہ یو ونۂ شو
عبث کارونہ دي مشغول مې ساتي
چې مرور جانان پخولا کړمہ ہنر نۀ راځي
کومہ نخرہ کومہ ادا کړمہ ہنر نۀ راځي

سر سڼہ وکړمہ او ښکلې جوړہ واغوندمہ
ځان تہ پہ پام ځنګہ اشنا کړمہ ہنر نۀ راځي

چې کوم زیارت او کوم بابا لہ ښپې بلہ لاړہ شمہ
کوډې تعویذ پہ کوم ملا کړمہ ہنر نۀ راځي

لکہ دہير مې پہ زيړ خم کښې جامې رنګ کړې ځان لہ
تپوس بہ چانہ د رانجا کړمہ ہنر نۀ راځي

غلطۍ ټولې زما سمې کړہ تۀ خپل پہ فضل
اقبال ہمېش دغہ دعا کړمہ ہنر نۀ راځي
ستا د وصال څۂ ھنر نۂ جوړېږی
زما د خوږ زړۂ پرھر نۂ جوړېږی

لکہ د لارې بہ ئې پہ سر واوړمہ
زما دِ لارہ کښې غر نۂ جوړېږی

څاڅکے صدف کښې قېدوبندتېرکړی
دومرہ پہ اسانہ ګوھر نۂ جوړېږی

امکان دے روغ شی د ټوپک ویشتلے
ویشتلے بیا د نظر نۂ جوړېږی

لرې نقاب کړہ چې رڼا شی پہ ما
ځان کښې وریځ د قمر نۂ جوړېږی

تندر نیولے نمر پہ برخہ زمونږ
ولې روښانہ سحر نۂ جوړېږی

څنګہ عېبونہ دې پریوتی راکښې
چې د شاھین مو وزر نۂ جوړېږی

باران پہ ھر څۂ باندې ګډ ورېږی
پہ یو کالۂ کښې اختر نۂ جوړېږی

د ژوند پہ خوند اقبالہ څۂ پوھېږی
د چا چې ژوند کښې خطر نۂ جوړېږی
ولې ګورې نۂ چې خلق څۂ غواړی
منم د شھزادګۍ بہ بل څہ زړۂ غواړی

د نوم جمہوریت دے حقیقی نۂ دے
څۂ خو بہ دنیا تہ ھم ښودۂ غواړی

دا منافقت آخر تر څو پورې
رښتیا څۂ دی پہ دې بہ پوھېدۂ غواړی

پہ څټو مو پہ درمن کښې غلہ کېږی
کور مو دے خالی غل پېژندۂ غواړی

څو پورې بہ دا لوبہ روانہ وی
لیکہ یوہ ورځې بہ راښکۂ غواړی

خوړلې بہ ھغہ سړی ګازرې وی
څوک چې د نظام بدلېدۂ نۂ غواړی

دلتہ مو د پلار نیکۂ قبرونہ دی
اقبال پہ دغہ خاورہ خخېدۂ غواړی
د تورہ بان نہ ګل اندامہ خلاصول غواړی
کہ سر دې ځی ھم خو بھرامہ خلاصول غواړی

پہ ھر قدم ورتہ خوارۂ دی د ټګۍ دامونہ
دغہ مرغۍ لہ دغہ دامہ خلاصول غواړی

څنګہ سحر دے چې څادر پرې د تیارو خور دے
دغہ سحر لہ دې ماښامہ خلاصول غواړی

د بې شرمۍ تر حدہ جبر دے جابر چې کوی
اوس دې دا تورہ لۂ نیامہ خلاصول غواړی

کشتۍ مو ګېرہ پہ ګرداب کښې دہ لہ ډېرہ وختہ
پہ څۂ ھنر لہ دې مقامہ خلاصول غواړی

د غلامۍ طوق د عمرونو بہ ویستل پرېوځی
ځان د ھر وخت لہ دې سلامہ خلاصول غواړی

دومرہ ګندہ شو دا نظام صفا کول ګران دی
اقبالہ ځان لہ دې نظامہ خلاصول غواړی
څوک ھم راتہ حال د جانان نۂ وائی
څنګہ مې د زړۂ دے درمان نۂ وائی

ولې مې ھر څوک پہ دښمنۍ کښې دے
کوم زما ګناہ دے عیان نۂ وائی

زړۂ کښې د یار څۂ دی نۂ پوھېږمہ
غوڅہ راتہ یار پہ ایمان نۂ وائی

لوبې مې دنیا پہ ګریوانۂ اوکړې
د سرہ مې ګریوان تہ ګریوان نۂ وائی

عشق اقبالہ کار د ھر سړی نۂ دے
مئین دې شی چې څوک ځان تہ ځان نۂ وائی
راتہ کېنہ مخامخ پہ ځنکدن کښې
اسانی شی زما روح تہ پہ رفتن کښې

زما وېرہ د لحد نہ نورہ نۂ شی
کہ پردہ نۂ جوړېدے ستا پہ دیدن کښې

د اخر ځل بہ لیدۂ وی بیا بہ نۂ یم
مخ تہ اوګورہ زما ښہ پہ کفن کښې

د ھجران بہ درتہ څۂ وایم چې څۂ دے
لکہ اور وی لږېدلے تن بدن کښې

څۂ عجبہ منافق زمانہ دہ
فرق نۂ کېږې پہ دوست او پہ دښمن کښې

د ھوسۍ د سر خېر غواړم لہ پلنګہ
د انصاف طمع ساتم پہ دې وطن کښې

زړۂ مې چوی اقبالہ لاس مې نۂ رسېږی
چې دېرې دې د زاغانو پہ چمن کښې
دا ستا دیدن زما نصیب یارہ چې څنګہ بہ شی
ګډ بہ پہ باغ کښې عندلیب یارہ چې څنګہ بہ شی

دنیا زما او ستا تر منځہ فاصلې جوړې کړې
نور بہ زمونږ زړونہ قریب یارہ چې څنګہ بہ شی

درد مې پہ زړۂ کښې دے او داغ رالہ پہ سر جوړوی
پوھہ زما پہ رنځ طبیب یارہ چې څنګہ بہ شی

بې حیا سپے دے پہ ډانګونو مې ډېر ډېر اووھۂ
کورې لہ درہ ستا رقیب یارہ چې څنګہ بہ شی

پہ مُلایانو مزارونو باندې او ګرځېدم
رضا حاصلہ د حبیب یارہ چې څنګہ بہ شی

مرۍ مې اوچہ کړہ ھجران توکاڼہ نۂ تېرېږی
ستا د سُورکو شونډو زبیب یارہ چې څنګہ بہ شی

د یار وصال اقبالہ ما لہ پارہ شنډ ټکے شو
برابر زما نۂ شو رتیب یارہ چې څنګہ بہ شی
زرۂ مې کلہ کلہ داسې ستړے شی
ځان راتہ ښکارہ لکہ یو مړے شی

عشق دومرہ اسانہ لوبہ کلہ دہ
ھر سړے پہ دې کښې نوموړے شی

خوند د خُلې خراب کړې پہ آخرہ کښی
تریخ چې پہ خوږہ مېوہ کښې زړے شی

داسې خُوږېدې راباندې مخکښې تۂ
پہ چا لکہ د ابۍ دادا راوړے شی

اخستے محبت داسې پہ مخہ یم
پہ مخہ د سېلاب چې نیزہ وړے شی

دا زینار بہ او نۂ باسم ټول عمر
ستا عشق دې پہ غاړہ زما پړے شی

کم دے چې ھر څومرہ پرې نازېږمہ
اقبالہ د پښتون قام چې وګړے شی
ھغہ کلہ کلہ خوب کښې مانہ ورک شی
کری کور شم لکہ لعل د چانہ ورک شی

ھیڅ خبر نۂ یم چې څوک یمہ زۂ څۂ یم
لېونے لکہ لہ خپل لہ ځانہ ورک شی

ستا غمونو راپسې لیت لږولے
څوک بہ څۂ رنګې لہ دې بلانہ ورک شی

اوس بې شرمہ بې شرمی بې حیائی دہ
ھغہ وخت لاړ چې بہ څوک حیانہ ورک شی

نن یې پرانستل د زلفو جنجالونہ
تعجب څۂ دے کہ مښک ختا نہ ورک شی

کہ یو ځل دې پرې پټۍ د وصال کېښوہ
د زړۂ درد بہ مې عمری جانانہ ورک شی

اقبال څو پورې سینہ بہ ورتہ ډال کړی
یوہ ورځې بہ دا ستا جفانہ ورک شی
ھغہ زوړ پاړُو څۂ نوے منتر وائی
تورې شپې تہ مې روښانہ سحر وائی

پہ ھر کور کښې محرم دے او ژړا دہ
چې پہ دۂ باندې اختر دے اختر وائی

ګوټ مات کړے یې پخپلہ د کالۂ دے
چوکیدار الزام د بل چا پہ سر وائی

پہ اویا کالہ کښې اوس مې پېژندل دے
لا نظر تہ مې سراب د نظر وائی

رمہ ماتہ کړہ پہ غر کښې شرمخانو
پہ شپېلۍ کښې شُپونکے ښکلے کسر وائی

لارې چارې سموی زما دښمن تہ
راکوی اسرہ چې پوخ دے سنګر وائی

پہ لُوټ مار باندې قامونہ نۂ خوارېږی
فلسفہ راتہ لہ عقلہ بھر وائی

اوس بہ څۂ رنګې اعتبار پرې اقبال اوکړم
چې دروغ راتہ عمری سراسر وائی
دا خچنہ ښېښہ څوک دے چې صفا کړی
مرور دلبر زما سرہ رضا کړی

ھیڅ زما پہ دلدارۍ کښې کمے نیشتے
کہ دلبر مې د دلبر خوی را پېدا کړی

پرېوتل یار تہ پہ پښو کښی مې عار نۂ دے
کہ یقین مې وے چې ترکہ بہ انا کړی

کہ مئین یم د پښتون کور کښې پېدا یم
پښتو بې لہ تاج و تخت سړے باچا کړی

اړولے سټ د یار کتلے نۂ شم
نور چې زړۂ غواړی د یار را دې سزا کړی

د عاشق نوم چې پہ ځان ږدی اقبالہ
معشوقہ کوی جفا عاشق وفا کړی
سپینې ږېرې پورې خلق مې خندا کړی
چې مې اوس ھم زړۂ د یار پہ نوم درزا کړی

خو خبر نۂ دی لہ دغې حقیقتہ
چې لمبې نہ سکروټہ تپ سېوا کړی

د خوږوالی نہ د خوب ھغہ خبر دی
سترګو سترګو کښې د یار غم کښې صبا کړی

وخت مې ھیڅ کمے پہ مینہ کښې را نۂ وست
څوک خبر د یار پہ حال باندې بہ ما کړی

د لحد وحشت بہ څلہ راسرہ وۂ
چې ستا غم بہ مې لحد کښې ملګرتیا کړی

زۂ بہ ولې کافر نۂ یم د بل حسن
چې پہ زوړ عمر د جونو ناز ادا کړی

د خوبانو کہ کمے نیشتے اقبالہ
د اشنا غوندې بہ څوک خوبی پېدا کړی
پاسبانی چې د رمې بہ شرمخان کړی
پہ رمہ باندې کانې بہ پہ څۂ شان کړی

ھلتہ پاتې بہ عزت د چا محفوظ شی
چې قاضی پہ مفاداتو خرڅ ایمان کړی

تر ھغې پورې بہ سر وی پہ خطر کښې
چې تر څو پورې یواځې غم د ځاڼ کړی

رھبری چې د رھزن پہ حوالہ شی
دخېر طمع بہ څوک څنګہ د کاروان کړی

چې یې ګېډہ پړسېدلې لکہ خیږ وی
نۂ منم مُلا پہ خپلہ بہ ګذران کړی

چې د پلار نیکۂ خوراک یې وظیفہ وہ
نن ھوس یې شان شوکت تہ نوابان کړی

غل کہ ډېرہ چالاکی اوکړی اقبالہ
عقیدہ مې دہ دا راز بہ رب عیان کړی
کلہ نہ چې کړې مې دہ ستا یاری
کړې مې بیا نۂ دہ د ھیچا یاری

ستا زما یاری داسې یاری وہ چی
خوند نۂ راکوی اوس د بل چا یاری

نوم د یارۍ ھر سړے پہ خُلہ اخلی
نۂ دی خبر دہ کومہ بلا یاری

مونږ د مرګ نہ ورستو ھم پاللې دہ
داسې بہ څوک سر تہ کړی اشنا یاری

ھیڅ نۂ دے و ماتہ د مجنون جنون
څۂ دہ ستا پہ مخکښې د لېلہٰ یاری

پت د انتظار کلہ خبرہ شوہ
خلق یادوی بہ ستا زما یاری

خجل بہ ائینہ ورتہ اقبالہ شی
دومرہ مې دہ پاکہ او صفا یاری
دا ستا دظلم بہ حساب کېږی
صبا بہ خامخا جناب کېږی

دا تورہ شپہ بہ خورہ داسې نۂ وی
آخر بہ څیرہ د افتاب کېږی

او پېژندے بہ شی اصیلې څہرې
نظر بہ لاندې د نقاب کېږی

را پېدا کېږی بہ شعُور چرتہ کښې
فرق بہ د باز او د غراب کېږی

پرواہ د سر کہ چرتہ او نۂ کړلہ
تکمیل زمونږہ بہ د خواب کېږی

لا ھم نشہ دې پورہ شوې نۂ دہ
اثر بہ کلہ د شراب کېږی

تۂ چې سرپوښ اېښودۂ غواړې پہ خُلو
اندازہ ستا د حال خراب کېږی

تاريخ پہ چا باندې بورڼۂ نۂ چوی
ذکر رښتین او د کذاب کېږی

نخښې اقبال تہ معلومیږی داسې
چې شروعات دې د عذاب کېږی
شپہ چې ډېرہ ګورہ شی سحر شی
امید لرئ ملګرو ډېر بہ زر شی

څومرہ چې شیبہ کښې شی پہ زور کښې
ھمرہ زر بہ اودرېږی یو غر شی

دومرہ آذادی کلہ ارزانہ دہ
وینہ غواړی نۂ چې دا پہ زر شی

عشق د ھر ھیما شیما کار مۂ ګڼہ
دا خو د فرھاد پہ لوے ځیګر شی

مات کہ دې وزر شۂ خفہ کېږہ مۂ
نوے پہ کُریز بہ دې وزر شی

لوږہ تندہ تېرہ کړی احساس اوشی
ورستو د روژې نہ ھم اختر شی

ځم د یار کوڅې لہ چې ھر څۂ کېږی
ښہ دہ چې قربان مې پہ یار سر شی

رېبی بہ اقبالہ ھم ھغہ فصل
نن چې پہ پټی کښې د کوم کر شی
چې خپل ګناہ زما پہ سر اړوی
پہ څۂ ښائست پہ څۂ ھنر اړوی

زما ګناہ د مچ وزر ھم نۂ دے
دے یې پہ شان لکہ د غر اړوی

نن چې ھر څۂ دے پہ سبب زما دے
خفہ پہ دې یم چې نظر اړوی

سر پہ ګرېوان کښې ولې نۂ ټیټوی
چې یې غماز پہ کوم سنګر اړوی

چرتہ نہ چرتہ کښې خو بہ بند شلېږی
څوک چې دریاب لرہ مخ بر اړوی

څومرہ یک بینہ او سادہ خلق وۂ
چې پیر بابا کچکول پہ نمر اړوی

اقبالہ خپل کور یې شہ لوټې لُوټې
څوک چې مخلوق د خداے پہ شر اړوی
رنګونہ رنګ پہ رنګ اسمان بدلوی
د بازار ډمہ دہ یاران بدلوی

ملا صاحب تہ حق حېران پاتې شم
چې ګټہ وینی خپل ایمان بدلوی

د محتسب پہ تول پورہ نۂ خېژم
چې ھر ساعت راتہ میزان بدلوی

چې د خپل مفاد خبرہ راشی
خلق معنې ھم د قرآن بدلوی

ھیچرې پاتې بہ پہ سُود کښې نۂ شی
چې د فطرت نظام انسان بدلوی

کامیابہ دلتہ کښې ھغہ سړے دے
د زمانې سرہ چې ځان بدلوی

اقبال څۂ دومرہ لېونے ھم نۂ دے
چې پہ ورخاړی بہ ریحان بدلوی
سل تدبیرونہ یو عمل نۂ کېږی
د خپلې ګرانې رانہ حل نۂ کېږی

ھجر کمزورې ارادې کړې زما
راکړہ ھمت مانہ توکل نۂ کېږی

زۂ لاروے یمہ د سمې لارې
مانہ د چا سرہ ھم چل نۂ کېږی

یاری د زور خبرہ نۂ دہ اشنا
ماتہ بہ وائې کہ زړۂ دې خپل نۂ کېږی

دا خپل چینار قامت لږ نور دراز کړہ
سېورے پہ ما دې د اوربل نۂ کېږی

پہ ژوند ستومانہ شومہ څۂ اوکړمہ
ګذران لہ تانہ زما بیل نۂ کېږی

اقبال اودۂ شۂ پہ بالخت د زلفو
خوب ترې یواځې پہ څنګل نۂ کېږی
ما بہ څوک لہ دغہ حالہ خبردار کړی
بې لہ ما نہ ھغہ یار څنګہ روزګار کړی

زۂ لا ھغہ لېونے یم لکہ ومہ
نوم مې اخلی کہ د مینې مې انکار کړی

ستا دیدن دې زما یو ځل خداے نصیب کړی
بیا د مرګ خوښہ دہ وار کړی کہ تلوار کړی

څوک چی کېوت کشالہ کښې ستا د زلفو
ھغہ څوک دې ځان پہ مړو باندې شمار کړی

دا زما عرض دومرہ لوے نۂ دے رېبارہ
لږ پہ ور کښې دې قدم راتہ حیصار کړی

دا نرے نرے فریاد چې زۂ مدام کړم
نرۍ څړیکہ مې مدام د زړۂ پرھار کړی

کہ چا حال د اقبال اولیدۂ پہ عشق کښې
بیا بہ زر ځلہ پہ ورځ کښې استغفار کړی
کہ اختر دے کہ شوقدر راتہ اور شی
د بېلتون احساس دې لا دغہ ھمرہ زور شی

دا زما سترګې پہ بل چا نۂ خوږېږی
زۂ یې څۂ کړمہ کہ سپین دے کہ څوک تور شی

د زړۂ تل کښې مې ساتلہ مینہ پټہ
خبر نۂ وم چې بہ ټول جھان کښې شور شی

لکہ زرک ځان لہ سر خوږ کړی پہ وھلو
چې زما غوندې خطا د چانہ لور شی

ستا خبرې راسرہ بہ ګډې څوک کړی
ستا د نوم پہ اؤرېدو مې زړۂ ټکور شی

ستا پہ سر مې ډېر تړلی دی شرطونہ
ما لہ پارہ بې لوظی بہ دې پېغور شی

خوشحالی بہ ھغہ څۂ اوکړی اقبالہ
پرې ږلۍ اوشی چې باغ د چا سمسور شی
ستا خواږۂ خواږۂ یادونہ سر وھی
بیا پہ زړۂ کښې مې دردونہ سر وھی

نا امیدہ غوندې ومہ وتر کم وۂ
پہ پټی کښې مې تېغونہ سر وھی

ستا پہ مخکښې مې حال نۂ راځی پہ ژبہ
د ساحل سرہ موجونہ سر وھی

ارمان نۂ دے چې پورہ شی کوم ہہ عشق کښې
پہ دېوال باندې سرونہ سر وھی

پوھہ نۂ شوم سر بہ اولږی پہ ګور مې
ستا پہ مخ ھزار رنګونہ سر وھی

چې کرلی دې ازغی دی ګېر چاپېرہ
کړې امید چې بہ ګلونہ سر وھی

عشق کښې ھم سر کوزی نۂ منې اقبالہ
د پښتون در کښې خویونہ سر وھی
څونډے لہ کبرہ ځی پہ لارہ څنډی
ظالمہ تُورہ سم د وارہ څنډی

ما یې پہ ونہ کښې لیدلې دی دوہ
پخې مڼې بہ چا د پارہ څنډی

منصور پہ عشق کښې وېرہ نۂ پېژنی
مُلایان ھسې بہ دې دارہ څنډی

نغمې بہ رنګ ہہ رنګ مدام خوروم
ښکلی دې ھر وخت د زړۂ تارہ څنډی

اقبال نوش کړی پہ خُمانو باندې
کوزېږې نۂ کہ دې خُمارہ څنډی
زما د زړۂ نۂ منی خپلہ کوی
پہ خلہ یوہ پہ زړۂ کښې بلہ کوی

ټوپک پہ لاس ورتہ صیاد ولاړ دے
غږ پہ رضا بہ مې بلبلہ کوی

پہ پېښور کښې دومرہ زیات شۂ جبر
خلق ارمان دې اوس کابلہ کوی

پہ زور عزت پہ عزت نۂ دے حساب
خلق عزت د زړۂ لہ تلہ کوی

دانګې بہ سر نہ د خپل حق پہ خاطر
غاصب د عمر احساس کلہ کوی

چې یوہ ساہ څوک زیاتولے نۂ شی
وېرہ اقبالہ دې څوک څلہ کوی
کہ د لرې نہ ھم ستا نظارہ اوشی
پہ نمړۍ بہ د نھر ګوذارہ اوشی

اوس ھم ستا زړۂ کښې زما مینہ غورزنګ کړی ؟
ماتہ څۂ رنګی بہ دا اشارہ اوشی

چې دې اووځی جامې ھغې نہ ښہ دہ
د کم اصل نہ پہ وخت کنارہ اوشی

ګندګی چې څو خورېږی بویں زیاتېږی
عقل دا دے لہ شروع ھوارہ اوشی

چې لہ زېلو اونړېږی نۂ شین کېږی
شین بہ شمہ کہ ستا نیت دوبارہ اوشی

چې مې سترګې خواږېدې اقبالہ یو وۂ
اوس کہ باغ کښې مې ھزار ھزارہ اوشی
زړۂ مې لېونے دے رانہ څۂ غواړی
ھغہ رانہ غواړی چې مې نۂ غواړی

چا چې مې دا زړۂ اور تہ نیولے دے
تڼاکو لہ د ھٰغۂ نہ باڼۂ غواړی

ژبہ یې لوندہ پہ ھر طرف اوړی
زړۂ زما لوظونہ تري پاخۂ غواړی

غواړی چې زخمی دومرہ انا مې کړی
خُلہ کښې مې منت سرہ واښۂ غواړی

اوس یې ھغہ تاؤ د مینې پاتې دے ؟
دا خو بہ اقبالہ اوس کاتۂ غواړی
دومرہ یې زما لار تہ کتلی دی
سپین یې پہ اوربل کښې لګېدلی دی

خلاص بہ یې احسان نۂ کړم کہ سر ورکړم
یار مې داسې لیکو نہ دنګلی دی

اوس ھم لا پہ پت کښې زما ناستہ دہ
اور کښې خپل خوبونہ یې سېزلی دی

زړۂ مې ترې ګټلے دے کہ ځان نۂ دے
خلقو کہ زورونہ لګولی دی

شعر زما یواځې تخیّل نۂ دے
ډېر څۂ مې پہ ځان باندې ګاللی دی

مینہ د اقبال د ژوند حاصل وصول
ھر څہ مې پہ دې داؤ کښې بائللی دی
کلہ کلہ مرګ عنقا شی نۂ راځی
د چا لویہ تمنا شی نۂ راځی

د ناشنا سرہ چې جوړہ اشنائی کړم
چې زما سرہ اشنا شی نۂ راځی

د ځوانۍ عمر دخوب لیدۂ وو تېر شو
اوس کہ شپہ او ورځ ژړا شی نۂ راځی

پہ ھر نن پسې صبا صبا رادرومی
چې زما د یار صبا شی نۂ راځی

نوم دې لیک زما پہ زړۂ نقشونہ ھېر شو
لکہ ورکہ چې سودا شې نۂ راځی

حېران کړے خپل تندی یم اقبالہ
چې پکار مې ھم ھوا شی نۂ راځی
زۂ چې دې نوم اخلم پہ خلقو باندې اور لګی
دوی دې خبر شی چې زما پہ زړۂ ټکور لګی

خلق چې ھر څۂ ګڼی زۂ یې لکہ ستوری ګڼم
زما جامہ باندی چې ستا د تھمت تور لګی

نن دمودې نہ پس پہ خوب کښې مې جانان اولیدۂ
د خوشحالۍ نہ ټول بدن را باندې خور لګی

چا چې لیدلے دے ستامخ او بیا سپوږمۍ ستائی
څۂ تعجب دے کہ ھغہ سړے شبکور لګی

پہ محبت مې خلقو بیا ھم ګوتې پورتہ کړلې
خپلہ کمزورې فېصلہ راتہ پېغور لګی

غماز وھلې دی تر منځہ مو پخښې سنګرې
سر د اقبال بہ پہ ارمان ارمان پہ ګور لګی
د غدارۍ چې سندونہ وېشی
پہ نا پوھۍ کښې سرۂ اورونہ وېشی

لږ پہ خپل عمل دې غور اوکړی
مرھم ږدی کہ پرھرونہ وېشی

د محبت طمع لہ مانہ کوی
څوک چې پخپلہ نفرتونہ ویشی

د چا سینې باندې تمغې لګوی
د چا پہ زړونو کښې داغونہ وېشی

ما سرہ کلے نۂ کړی کور نۂ کړی
ما سرہ څنګہ بہ غمونہ وېشی

د پلار نیکۂ خپل جاګیر ګڼی
لږیا دی ځان کښې منصبونہ وېشی

ډک بہ اقبالہ شی امکان نیشتہ دے
دومرہ ژور ژور زخمونہ وېشی
ستا د دیدن څۂ سبیل نۂ جوړېږی
مری ستا د سترګو قتیل نۂ جوړېږی

ما بہ د خلقو لہ نظرہ پټ کړے
بند د عیار د زنبیل نۂ جوړېږی

کوّر پہ کیکر باندې مې اوخېژوۂ
کور د کُچہ د اصیل نۂ جوړېږې

کہ د بدن مې وے روغ شوے بہ وۂ
زخم د زړۂ پہ تعجیل نۂ جوړېږی

تصویر یې بیا بیا جوړوم پہ زړۂ کښې
شکل زما د شکیل نۂ جوړېږی

رقیب د یار د بوسې طمع ساتی
پہ خُلہ د سپی زنجبیل نۂ جوړېږی

تۂ چې د صبر پټۍ ماتہ لولې
ستا ددې حکم تعمیل نۂ جوړېږی

رخ د صحرا ځکہ اقبال کړے دے
ژوند لیونی د عقیل نۂ جوړېږی
کۂ د یار ترس مې پہ حال نۂ کېږی
زۂ ھم پښتون یم مانہ سوال نۂ کېږی

د مینې نورې تقاضې ډېر دی
یواځې حُسن پہ جمال نۂ کېږی

اول یې طمع بیا انکار یې اوکړو
چې د شړۍ سرہ د شال نۂ کېږی

د اختر زېرے پہ ما څۂ لہ کړی څوک
اثر زما پہ زړۂ ملال نۂ کېږی

د یار دیدن د زړۂ پہ سترګو کوم
غمازہ تانہ بہ دېوال نۂ کېږی

کہ څوک مې ګوری پہ صحرا کښی بہ یم
چا سرہ کلے د اقبال نۂ کېږی
نۂ پوھېږم چې تر څو بہ مې ژوندون وی
ستا پہ ھجر کښې بہ داسې مېږہ تون وی

دا زما ستوری بہ څو وی پہ ګردش کښې
قہرېدلے بہ تر څو پورې ګردون وی

پہ نصیب کښې د ګرېوان زما رفو شتے؟
کہ بہ داسې انتھا ددې جنون وی

ھغہ څوک زما پہ حال باندې پوھېدے شی
چې زما غوندې پہ یار باندې مفتون وی

راج بہ ټول عمر پہ مونږہ د تیارو وی
کہ بہ زېرے پہ مونږ ھم د صباؤن وی

د ھغۂ چا ګېډہ کلہ ډکېدے شی
چې پہ کور کښې پېدا شوے د قارون وی

نن د ھٰغہ چا اقبالہ بدلېدے شی
چې سبق یې حاصل کړے لہ پرون وی
ھغہ ملک کښې نۂ اوسېږم چې پہ مینې پابندی وی
بې لہ مینې زندګی بہ څۂ بې رنګہ زندګی وی

پہ بنیاد باندې د مینې تخلیق شوے دا جھان دے
مینہ اوباسې لہ زړونو دا بہ څنګہ بربادی وی

دائرہ کښې بہ خپلې خپلې ھر سړے اوسېږی
حاصل شوې ھر سړې تہ چې بہ چرتہ اذادی وی

نۂ وجود بہ د غماز وی نۂ بہ څوک د چا رقیب وی
خلاص بہ جبر ظلم زور شی چې رضا د ھر سړی وی

سترګې پټې لږ ساعت کړہ تصور پہ زړۂ کښې اوکړہ
څومرہ ښکلے بہ چمن وې چې بې خارہ بې ازغی وی

کلہ کلہ اقبال داسې پہ خیالی دینا ور ګډ شی
چې د درد و غم دنیا کښې باد الوتے جنتی وی
دا تۂ چې خاندې بھارونہ خاندی
سترګو کښې ستا راتہ جامونہ خاندی

خندا کښې زیاتہ شی سرخی د رخسار
پہ پسرلی کښې ګلابونہ خاندی

پہ غونډہ زنہ کښې دې چاہ جوړ شی
شونډې دې سرې لکہ لعلونہ خاندی

دا ستا ځوانی دہ کہ سپرلے پہ معراج
چې پکښې رنګ پہ رنګ رنګونہ خاندی

کړې دې نۂ دہ ھیڅ خبر نۂ یې
مینہ کښې پټ څومرہ اورونہ خاندی

چې ھر غزل تہ د اقبال اوګورې
پکښی د زړۂ بہ یې زخمونہ خاندی
مړ بہ شم داغ مې د زړګی نۂ ځی
ھغہ سودا د لېونی نۂ ځی

نور مې پہ ژوند کښې څۂ کمے نیشتہ دے
ستا د دیدن اشنا قاتی نۂ ځی

دننہ اور دے چې بلېږی چرتہ
ھسې د خولې نہ مې لوګې نۂ ځی

څوک چې د عشق ازغنہ لار خپلہ کړی
څنګہ پہ پښو کښې بہ ازغی نہ ځی

لکہ د چرګ مې ځان حلال کړو ورتہ
د یار مې غوټہ د تندی نۂ ځی

اقبالہ ځاے نہ پاسېدے نۂ شې
ستا ھغہ شان لہ خود سری نۂ ځی

چې سترګې مږمہ ستا خیال راشی
د غم لښکر دې ښہ سمبال راشی

نۂ د مغرب نہ بہ دا نمر اوخېژی
نۂ بہ اشنا مې پہ زوړ حال راشی

خلق ارزو بہ د سرو سپینو کوی
زما نصیب کښې دې ستا خال راشی

ستا د دیدن چې پرېوانی وہ پکښې
بیا دې ھغہ ورندہ کال راشی

زۂ بہ د عمر روژہ ماتہ کړمہ
نظر سپوږمۍ دې د شوال راشی

سوال د ایمان نۂ کوی تا غواړی
چې د اقبال پہ شونډو سوال راشی
ھغہ اشنا زما لہ سیوری تختی
ما چې پہ کوم ځاے کښې ھم ګوری تختی

څۂ لوے ګناہ ورتہ لیدے شی خپل
بنګړی پہ لاسو باندې شوری تختی

چې پہ محفل باندې د ښکلو راشی
سحر د مخہ لکہ ستوری تختی

ځان د ښائست د یار قابل نۂ ګڼی
ځکہ زما د خیال نہ توری تختی

اقبال بہ نۂ حسابوې پہ ھغوی
کاڼی چې ستا د تھمت ووری تختی
څوک مالہ خبر د جانان نۂ راوړی
زخم لہ د زړۂ مې درمان نۂ راوړی

مخې مې لہ راغلہ ژړغونې شان
پوزې لہ لالے مې پېزوان نۂ راوړی

پوھېږم چې دروغ وائې امین کوم
بل بہ پہ تا داسې ایمان نۂ راوړی

عقل دے چې ګوټ کښې فیصلہ اوشی
عاقل سړے ھر څۂ پہ مېدان نۂ راوړی

اوس عاشق بڼیا شو داسې وخت راغے
اوس څوک پہ یارۍ کښې تاوان نۂ راوړی

مالہ یې د سترګو نشہ ډېرہ دہ
مالہ دې ساقی مې خمان نۂ راوړی

اقبالہ چی مغل وو پہ لړزان ترې نہ
اوس میندې فرید ،خوشحال خان نۂ راوړی
راشہ اشنا اوس خو د شمار ورځې دي
زر زر تېرېږي پہ تلوار ورځی دی

معلومہ نۂ دہ مرګے څۂ وخت راځی
میلمہ یم دا مې د مدار ورځې دی

ساہ مې پہ زړۂ کښې امیدونو ورکړو
لہ ځانہ صبر د بیمار ورځې دی

پہ تېراولو ډھیل زما نۂ کوی
بېخی پہ خُلہ کښې د ښامار ورځې دی

ستا پہ بېلتون کښې اشنا اور دی پہ ما
بلبل چغېږی د بھار ورځې دی

اقبال د لادو بادو پرېوتمہ
اسرہ د خداے پہ انتظار ورځې دی
خوشحالہ تۂ اوسې جانانہ پہ ما تېرہ بہ شی
ګیلہ مې ھیڅ نیشتے لہ چانہ پہ ما تېرہ بہ شی

ضروری نۂ دہ چې ھر څوک بہ پہ مزہ تېراوی
پہ چا ودانہ پہ چا ورانہ پہ ما تېرہ بہ شی

خېر دے زما کہ زندګی لہ پرېشانو ډکہ دہ
زلفې دې ستا نۂ شی پرېشانہ پہ ما تېرہ بہ شی

چې خلاص د ھجر د بلا شم څۂ ھنر نۂ راځی
دا مقرر دہ لہ اسمانہ پہ ما تېرہ بہ شی

کلہ نہ کلہ اوښکې راشې پہ مخ لارې لارې
زړګے مې ډک شی لہ خفګانہ پہ ماتېرہ بہ شی

څنګہ ډیوہ د امیدونو بلہ او ساتمہ
چې پہ امان نۂ دہ ھوانہ پہ ما تېرہ بہ شی

اقبال لہ تانہ د وصال غوښتنہ نۂ دہ کړې
سوال د دیدن کوم لہ تانہ پہ ما تېرہ بہ شی
خپل غزل تہ کلہ کلہ ژړا راشی
د برباد ژوند پہ تصویر نظر زما شی

چې ماشومہ ومہ د عشق پېرے مې مل شو
پہ غوټہ باندې غوټې تہ تاب د چا شی

چې د صبر تصور پہ زړۂ کښې کاندی
ھغۃ مینہ باندې شک زما پېدا شی

پس لہ مرګہ کہ یقین مې د دیدن وے
ھر کلے بہ مرګ تہ وائیم زر دې راشی

ستا زما وخت د دروغو نۂ دے یارہ
خداے دې اوکړی چې دا ستا وعدہ رښتیا شی

سترګې سرې بہ ګرځوې لکہ اقبال تل
سترګو سترګو کښې چې څو شپې دې صبا شی
ھغہ لیلیٰ بہ چاتہ څنګہ ښکارې
ماتہ لا ھغسې ګل رنګہ ښکاری

ماتہ د سپینو څوک صفت څلہ کړې
سکڼې پہ سپینو کښې لونګہ ښکاری

د صنوبر قدہ یې ځار شمہ زۂ
د ټولو جونو منځ کښې دنګہ ښکاری

مالہ د ھجر مې علاج نۂ راځی
اور پہ نصیب کښې دې پتنګہ ښکاری

پہ لوړہ پوزہ یې چارګل تہ ګورہ
پورہ سپوږمۍ دہ لہ ګړنګہ ښکاری

اور او اوبۂ شونډو کښې دواړہ ساتی
ھنر کښې زیاتہ لہ فېرنګہ ښکاری

عاشق چې سر پہ معشوقې کې نۂ ږدی
اقبالہ څومرہ بہ بې ننګہ ښکاری
چې ګودر تہ مازیګر ځی ځان سینګار کړی
مېړنۍ پہ ډېر ھنر د زړونو ښکار کړی

پہ نری قدم چې اخلی قدمونہ
ھېر د زرکې نہ پہ غرۂ  کښې خپل رفتار کړی

سترګې تورې شوندې سرې پہ دنداسہ کړی
د بڼو غشیو پہ ھر یو ځمب ګوذار کړړې

پہ سینہ کلہ پہ شاہ زلفې خورې کړی
د مارانو سرہ لوبې تل پہ لار کړی

نرۍ ملا یې د منګی لاندې ماتېږی
دا کولال زمونږ د کلی دې خداے خوار کړی

ھسې نہ چرتہ دیدن د یار قضا شی
چې قضا شی ماسپښین اقبال تلوار کړی
 د زړۂ قطرې جدا کول دومرہ اسان خو نۂ دی
جانانہ تا رخصتول دومرہ اسان خو نۂ دی

دا تۂ چې ځې ھر ځلہ مرم یو ځلہ مړ ښہ یمہ
داسې اورونہ زغمل دومرہ اسان خو نۂ دی

ناصحہ تۂ چې نصیحت راتہ د صبر کوې
وېنا اسانہ دہ کول دومرہ اسان خو نۂ دی

پریږدئ چې ژاړمہ پہ مخ مې اوښکې لارې اوکړی
بند اباسین تہ جوړول دورمرہ اسان خو نۂ دی

زۂ حق حېران شم چې دا خلق اشنا څنګہ ھېر کړی
بشر لیدلے ھېرَول دومرہ اسان خو نۂ دی

ساتنہ خپل د زړۂ اقبالہ بلھا ګران کار دے
بیا د مئین د زړۂ ساتل دومرہ اسان خو نۂ دی
د بېلتون ورځ دې قیامت تېرېږی
اور کښې اشنا ھر ھر ساعت تېرېږی

چرتہ دا  زړۂ  مې د ملتان خاورہ دہ
ھړ کښې پرې څومرہ تمازت تېږېږی

پہ بدمعاشۍ باندې بہ اور کړې ځان لہ
ژوندون ښائستہ پہ شرافت تېرېږی

د دروغژن زړۂ بہ پہ وېرہ کښې وی
وخت زړۂ ور پہ صداقت تېرېږی

زما وجود تمام د مینې ډک کړی
چې مې لہ څنګ پہ محبت تېرېږی

ھرہ یو ساہ لکہ د بېنش راکاږم
رسماً پہ خولہ وائم چې وخت تېرېږی

فقدان  د عمل وینم اقبالہ ځان کښې
ھرہ یو ورځ زما پہ نیت تېرېږی
مستو سترګو تہ د یار مې شراب څۂ دی
غږېدو تہ یې نغمې د رباب څۂ دی

زۂ پہ مینہ پوھېدم مینہ  مې اوکړہ
خبر نۂ یم چې عذاب او ثواب څۂ دی

چې یې بیا بیا پہ لوستلو نۂ مړېږم
خواږۂ دومرہ ستا د مخ د کتاب څۂ دی

تورې زلفې تورې سترګې تور باڼۂ دې
د حبش لښکرې ستا د جواب څۂ دی

لکہ زۂ چې ستا پہ مینہ کښې خراب یم
نظر اوکړہ ګېر چاپېرہ خراب څۂ دی

ستا فراق کښې دومرہ ډېر مې دی ژړلی
دا چپې د اباسین د دریاب څۂ دی

چې پستې شوندې د یار مې وزبېخلې
د کابل انګور اقبالہ عناب څۂ دی
لکہ اوسپړدے غوټۍ شی چې مسکۍ شی
پرې راټولہ د زړګی مې دنیاګۍ شی

کور د زړۂ پرې زما ټول رڼا رڼا شی
چې لہ بامہ را ښکارہ راتہ سپوږمۍ شی

داسې ناز او پہ طرب باندې رفتار کړی
چې د قاف ورتہ حېرانې ښاپېرۍ شی

پہ مڼو د سمر قند باندې بہ څۂ کړم
کہ نصیب راتہ دا ستا خواږۂ کوکۍ شی

څوک خبر پہ ځنکدن بہ زما نۂ شی
کہ مې یارہ ستا پہ غېږہ کښې سلګۍ شی

د زړۂ درد بیانومہ نور څۂ نۂ دی
مھروبانہ د سندرو شھزادګۍ شی

بیا د ھوش خبرې مۂ غواړہ اقبال نہ
یو ځل ډوب چې ستا د سترګو پہ جلګۍ شی
چې کوم ځاے کښې ظلم زور وی
ملک د سرو شی زړۂ بہ تور وی

څوک اختر شوقدر  څۂ کړہ
چې پہ تن یې پورې اور وی

خوب پہ غنو باندې راشی
د  قیامت د ورځې شور  وی

طبیب څلہ مې نبض ګوری
بیل بیل درد بیل بیل ټکور وی

ډک زړۂ راوړی ډک بہ یوسی
چې یې مور وی نۂ یې خور وی

څوک بہ څۂ لہ چا ګیلہ کا
چرتہ ننګ وی نہ پېغور وی

نور بہ څۂ وینی اقبالہ
چې یې مخ د یار پہ لور وی
یوہ ورځې نوم نښان بہ دې ھم نۂ وی
یادونکے یو انسان بہ دې ھم نۂ وی

زندګی کہ دې اوږدہ شوہ حد نہ ډېرہ
بې لہ مرګہ بل ارمان بہ دې ھم نۂ وی

نن چې دومرہ پہ مستۍ او پہ غرور یې
خوزېدلو تاب و توان بہ دې ھم نۂ وی

نۂ بہ تاتہ د کتو څوک روادار وی
دومرہ خلقو کښې جانان بہ دې ھم نۂ وی

دغہ ھر څۂ کہ پرون پورې ستا وو
واک صبا خپل د ځان بہ دې ھم نۂ وی

دا خپل خلق بہ واړہ بېګانہ شی
داسې کېږی بہ ګمان بہ دې ھم نۂ وی

د وخت جبر تہ اقبالہ بہ مجبور شې
خلاصېدلو ھیڅ امکان بہ دې ھم نۂ وی
څوک دې ما د یار لہ حالہ دې خبر کړی
بې لہ مانہ څنګہ دے ګذر بسر کړی

یادوی مې کلہ کلہ کہ ترې ھېر یم
د وصال پہ  زمانہ چرتہ نظر کړی؟

چې مستی ھغہ شوخی لا ھغہ شان دہ
کہ زما غوندې فریاد د مات کمر کړی

تورو زلفو کښې یې سپین تارونہ لګی
کہ خوړل لا ھغہ شان لکہ اژدر کړی

زما مینہ کښې بہ ھیڅ کمے رانۂ شی
فکر ھسې بہ د سپین او تور بشر کړی

زۂ د مرګہ یو ذرہ ھم نۂ وېرېږم
د دیدن دې مالہ را څوک دې باور کړی

زړۂ مې نۂ خېژی پہ چا باندې دنیا کښې
راز د زړۂ بہ سړے څنګہ چا لہ ور کړی

عشق پریستے یم اقبال د لادو بادو
نمر بہ زیاتہ  رڼا څنګہ مازیګر کړی
څۂ خبرہ د یار اوکړہ زړۂ مې چوی
و ریبارہ تلوار اوکړہ زرۂ مې چوی

تاتہ ولې زما حال نۂ لیدے کېږی
پہ قسم مې اتبار اوکړہ زړۂ مې چوی

نۂ تېرېږی داسې ژوند زما  نہ نور
ما سرہ جانہ لار اوکړہ زړۂ مې چوی

څۂ زاړۂ یادونہ ماسرہ شریک کړہ
زما دغہ ھمرہ کار اوکړہ زړۂ مې چوی

د خپل ځانہ مې یقین دے پاسېدلے
آخری مې مدار اوکړہ زړۂ مې چوی

راتہ کېنہ مخامخ چې درتہ ګورم
بیا پہ زوړ رنګ سینګار اوکړہ زړۂ مې چوی

نور بېلتون د زغملو اقبال نۂ دے
بند دې خپل د بیمار اوکړہ زړۂ مې چوی
څوک څۂ ماوتہ خبرہ مې د یار کړئ
څۂ نہ څۂ بند خو د زړۂ مې ناقرار کړئ

بې لہ مانہ یارمې څۂ رنګې ګذران کړی
ما پہ دغہ ھمرہ خبرہ خبردار کړئ

زۂ خبر یمہ چې نۂ راځی پہ ژوند مې
کہ پہ مرګ زما راتلہ ما ښہ تیار کړئ

ما یې شاہ لکہ د مخ غوندی پالل دہ
ورلہ ور بہ پہ ھزار رنګہ اتبار کړئ

پس ماندو سرہ دې تېرہ د غم شپہ کړی
ارمانونہ ورتہ ټول بہ زما شمار کړئ

چې قتیل خپل پہ تلو راتلو کښې وېنی
پہ ګذر د یار بہ جوړ زما مزارکړئ

د اقبال د زړۂ بلبل پہ خزان ژاړی
د نغمو طمع ترې څنګہ د بھار کړئ
خاموشی مې ډېر څۂ وائی
کہ مې ژبہ ھیڅ نۂ وائی

زما سترګو کښې او ګورہ
ټول حالونہ د زړۂ وائی

لہ دېوالہ سر اوچت کړہ
څۂ کوڅہ کښې واړۂ وائی

دغہ وېرہ نۂ دہ څۂ دی
چې دې بدو  تہ ښۂ وائی

کہ پہ غلا باندې مې وژنې
لاس پښې بہ دې اووائی

کہ تۂ ځان خپل ګڼې څۂ
ھر سړے ځان تہ زۂ وائي

د ګرېوان نوبت بہ راشی
نن اقبال پہ ماڼۂ وائی
بې وسی لہ مانہ ستا نۂ لیدے کېږی
خو ھیڅ چار زما اشنا نۂ لیدے کېږی

لکہ مالہ مقرر دہ ستا پہ عشق کښې
بلہ سختہ څۂ سزا نۂ لیدے کېږی

زۂ چې وینمہ ستا سترګې پکښې وینم
ماتہ نور څۂ پہ دنیا نۂ لیدے کېږی

تعلق راسرہ مۂ پرېکوہ یارہ
تاتہ بلہ څۂ جفا  نۂ لیدے کېږی؟

زۂ پہ ھر رنګہ ګناہ ستا ګناہ ګار یم
ماتہ یارہ ستا ګناہ نۂ لیدے کېږی

چې بہ ډکہ وہ ھر وختې د خندا نہ
اوس پہ ھٰغہ خلہ خندا نۂ لېدے کېږی

کہ پخپلہ نۂ مرې ځان مړ کړہ اقبالہ
ھیڅ جواز د ژوندون ستا نۂ لیدے کېږی