س

پرې به نۀ ږدمه د يار کوڅه په وس
کۀ دښمن مې شي د ټول جهان اولس

زۀ منکر نۀ يم چې غېږ او خوله يې راکړه
کمه نۀ ده فاصله د عشق او نفس

کۀ يې اوګورې په شان صورت کښې يو دي
شۀ په خوي باند بالا باز لۀ ګرګس

هغه سترګې به غړيږي شاه د پاره
چې پرېوتے پکښې وي د عشق خس

څوک چې نيمه شپه د يار لۀ غمه ژاړي
درد پېدا يې کړي اواز لکه جرس

زۀ اقبال ورته اشنا وئيل نۀ شم
چې اشنا يې وي هر څوک کس و نا کس
هر ګز مۀ اچؤه د بل په عزت لاس
کۀ لرې زړۀ کښې د خپل عزت احساس

ته د بل عزت کوه نو ستا به کېږي
مقرر کړه ورله زړۀ کښې دا اساس

تکبر نه کۀ هر څومره سر را نېغ کړې
لار وتلې وي مدام د غرۀ په راس

په دې کاڼو کښې خوارۀ لعل و ګوهر دي
جوهري په شان له شه جوهر شناس

چې موجود په يو انسان کښې څومره ظرف وي
مۀ غولېږه د ظاهر يې په لباس

هسې نۀ چې څۀ په خوله مې راځي وائيم
ما اقبال دے ورته کړے پوره قياس
ښکلې وړی د ځان نہ مخکښې پہ مکېز لاس
لکہ ښاخ د ګلو اوباسی نوخېز لاس

چې وھلے شی زما او ستا تر منځہ
پہ خېرو مې ولې نۂ شو رېز مرېز لاس

ما تراوسہ معلوم نۂ کړو چې د چا دے
لکہ وی چې پہ سازش کښې د انګرېز لاس

پہ ھنر ھنر پرېکوی مې د زړۂ غوښې
د قصاب نہ ھم چلېږی د یار تېز لاس

پہ وصال باندې بہ ستا تازہ تازہ شم
لکہ زوړ باز چې کړی پورې پہ کرېز لاس

غنم رنګې پہ شان سور نازک نازک دے
ما لیدلے نۂ دے ھسې دل اوېز لاس

ھم یې لوټ کړم ھم غلام یې کړم اقبالہ
وۂ د سُور فېرنګی یا د ولندېز لاس