ذ

بيا مې په لاس کښې دے قلم په کاغذ
صفت ليکمه د صنم په کاغذ

قوسِ قزاح ماله رنګونه راکړه
تصوير د يار پرې جوړَوم په کاغذ

د زړۀ په وينو کښې مې ډوب کړې ګوتې
قيصۍ د عشق مې کړه رقم په کاغذ

دا ستا جبین ته که مې لاس نه رسي
خالونه تور درله ږدم په کاغذ

مئين اقبال چې په سپين مخ شو د يار
زړۀ يې هم راغے هغه دم په کاغذ