م

لويه خدايه زما ستا عاصي بنده يم
په حضور کښې دې ولاړ زۀ شرمنده يم

ماضي تېر شو حال تېرږي په غفلت کښې
لۀ احواله ناخبر د ائنده يم

لږيدلي راسره نفس و شېطان دي
د خواهشاتو په يو بحر کښې زنده يم

بوالهوسي مې ده په خټه کښې اخلې
دې صفت کښې ډېر بې صبره درنده يم

د غرور خمار مې هم سر کښې پېدا شي
رانه هېر شي چې پېدا څومره ګنده يم

کۀ حساب ته شوه نو ځائے د اقبال نيشتے
طلبګار دې د رحمت يم درمانده يم
دنيا غم خوري د دنيا زۀ د جانان خورم
همېشه غوښې د زړۀ وينې د ځان خورم

يو ساعت لۀ خپله غمه کۀ اوزګار شم
هله غم به د بلبل او د بوستان خورم

ياوري مې خوار نصيب چرته او نۀ کړه
په سودا د عشق کښې تل تروټه تاوان خورم

اجر دا د ښکلي مخ د اشنايې دے
چې هر وخت سرۀ کړي غشي د هجران خورم

بې له ياره حلق کښې تريخ شي لکه زهر
کۀ هر څو نعمت لذيذ هم په جهان خورم

نۀ صبرېږمه له مينې و ناصحه
زۀ اقبال وائيم رښتيا څله ايمان خورم
عشقه دومره دې په هر نظر کښې سپک کړم
په مثال کښې په اوبو باندې دې کک کړم

لۀ ژوندونه خوږ نعمت په جهان نشتے
د يار هجر تر مرۍ پورې ترې ډک کړم

په ځوانۍ کښې مې اوبۀ د زړګي زور شو
صدساله بوډا دې غم ، ځلمے هلک کړم

نوم نشان راته خپل نۀ معلوميږي
ليوني غوندې له ځانه دې زۀ ورک کړم

په سرو شونډو مې هر دم وينې د زړۀ څښې
حواله دې قزلباشو ته ازبک کړم

زۀ اقبال دې په تورتم د زلفو خوښ يم
دې صفت کښې دِ ثاني د ښاپېرک کړم
ياره ستا بېقراري په څۀ تعبير کړم
کۀ زخمي دې تصور د عشق په تير کړم

د حيا نه ګفتګو راسره نۀ کړې
دغه قفل به دې مات په کوم تدبير کړم

رنګا رنګ چې دې رنګونه په مخ راشي
اشارې دې تعليم څنګه د ضمير کړم

تورې زلفې دې په مخ باندې خورې دي
ازاد کله د هندوانو به کشمير کړم

کۀ باغونه دا درست جهان پره کړم
ګله ګرانه ده پېدا دې څوک نظير کړم

زۀ اقبال د عاشقۍ د ملک ،ملک يم
نۀ پوهېږمه چې څوک وزير مشير کړم
زۀ مطلوب ستا د وصال په هر قيمت يم
نۀ په سر، نۀ په اولاد، نۀ په دولت يم

حيا شرم مې دي شاته غورزَولي
په مثال د ړوند په فرطِ محبت يم

لکه تږے چې لېواله وي اوبو ته
زۀ لېواله د ديدن د يو ساعت يم

کۀ راګوري ستا د کلي کور عالم بد
بې پرواه عشق کښې عزت او لہ زلت يم

شهيدانو کښې د مينې به دې شمار شم
ستا دلاسه چې په وينو کښې لت پت يم

خيال مې زړۀ کښې نۀ د دين نۀ د دنيا شتے
زۀ اقبال سر په زنګون ستا په فکرت يم
وکالت چې دې کؤو د کوم نظام
نن يې اووينه رسوا بر سرِعام

څومره ډېره چې دعوهٰ د پوختګۍ کړي
دا يې نخښه ده چې دا پوخته دے خام

افلاطون کۀ ارسطو کۀ سقراط وۀ
عقل نۀ دے په هيچا باندې تمام

په هرکارکښې پوشيده د خداې حکمت دے
څوک پېدا ځکه اقا دے څوک غلام

پېژندلي دي زاړۀ دامونه زرکو
جوړه وه صياده نوۍ سر نه دام

د چا نۀ ده دا دنيا کۀ خيال دې رسي
پاتې نۀ شو نۀ جمشېد او نۀ يې جام
ستا غمونو د خپل وخت نه مخکښې زوړ کړم
چې مې او کاتۀ ائين کښې څۀ يې جوړ کړم

لمبه ښه وم په يو ځل رو رو دودېږم
د هجران اور کښې پسې دې ايله پوړ کړم

ډېره شوه پکښې تلخي ترشي له حده
په يو لقمه لۀ ژوند طعام دې موړ کړم

هيڅ مې نۀ دي لاندې کړي له رقيبه
بې ګناه خداې يې په ګېده کښې مروړ کړم

سترګې ماتې مې ندۍ د پشَکال شوې
تماشه ناست يم د سرن او د دوړ کړم

څاڅکے وينه مې په تن کښې پاتې نۀ شوه
ستا غمونو زۀ اقبال داسې نچوړ کړم
لکه زۀ يمه په عشق کښې چې مغموم
بل به نۀ وي په دنيا داسې مظلوم

ستا په جبر استبداد ذرې ذرې يم
په مثال د يو جابر سلطان محکوم

نن صبا داسې حالاتو سر مخ يم
اړَولي لکه شي د چا نجوم

يو نظر کۀ د کرم راباندې او کړې
دا د ظلم نخښانې به شي معدوم

زۀ اقبال ياره دا ستا د در خاکروب يم
ځان ګڼمه شاه ايران او شاه د روم
چرته نوے تخيل څۀ چرته نوے غزل ګورم
چرته نوے منزل ګورم چرته نوے مزل ګورم

د ماحول د يکرنګۍ او مسلسل خزان نه تنګ شوم
چې ناشنا منظر را اوښائي چرته هغه بورجل ګورم

زړۀ مې ډک شو له ژوندونه مرګه څو ورځو له راشه
ژوند خو نوم دے د غمونو لږ شان حال د اجل ګورم

خر ته اس او اس ته خر د وېنا چل زده کؤمه
خوند د نوې تجربې څۀ خوند د نوي عمل ګورم

د محل د خاوندانو په ما دا هم پېرزو نه ده
اوسېدونکے د جونګړې ولې خوب د محل ګورم

د باتور غوندې په څانګه په قرار کېنه زړګيه
لکه چتے دنګل پرېږده ګني بيا درله ول ګورم

ظاهر بينه خلق ما په دې عادت دې ګرمَوي نه
چې هر ښکلي مخ ته ګورم پکښې حُسنِ ازل ګورم

څۀ به توره کړي زلمي چې لکه جونې سينګاريږي
لېونے يم په لښکر د هيجړاګانو اتل ګورم

شاعري ورکړۀ د خداې دي څۀ په زور نۀ ده اقباله
خواه مخواه د بعضې خلقو ورته بډې وهل ګورم
چې نااشنارنګ پېدا نۀ کړم چې نااشناغزل اونۀ وام
ستاښائست هم ښائست نۀ دےعشق ته عشق به خپل اونۀ وام

مخ د شمس اود قمر قد د سروې صنوبر هم
کۀ هرڅونه ډېرښائسته دي خو به يې ستا بدل او نۀ وام

په سجده باندې مې ځان ته چې پخپله مائل نۀ کړي
بياجومات دے ياکعبه ده زۀ به ستا درشل او نۀ وام

چې اشنا راسره نۀ وي د جونګړې نه کم تر دے
ګرم پرې نۀ يم کۀ محل ته چرې زۀ محل او نۀ وام

په زرګونو ارمانونه هره ورځ دلته قتلېږي
بياهم لاس راله په خوله ږدي چې دې زۀ مقتل اونۀ وام

ښه په غټوورته ګورم چې زمونږ د کوره غلا کړي
زورګيرۍ دغل ګوره چې دې غل ته او نۀ وام

په لټون د هاغه يار يم چې له حده تېروتے شي
ګني هسې به اقباله ملوټي ته مل او نۀ وام
ناقراري ده په قرار نۀ شوم
دنيا له غمه دې اوزګار نۀ شوم

بند د حالتو په قفس کښې يمه
ژوندونه پوې دې په بهار نۀ شوم

زۀ لاروے يمه د ورکو لارو
ورک به پخپله شم په لار نۀ شوم

بدل د مينې کښې په کاڼو لږم
بلد رسمونو نه د ښار نۀ شوم

ساقي د زهرو راکؤي جامونه
په پټو سترګو څښم هوښيار نۀ شوم

خامي مې څۀ ده راته نۀ ښکاريږي
چې زۀ اقبال د هيچا يار نۀ شوم
يار ته منت او په زارو ستړے شوم
فرياد مې ناؤري په نارو ستړے شوم

شپه د هجران نۀ صبا کېږي زما
زۀ کۀ هرڅو په شوګيرو ستړے شوم

ساه د ګوګل نه مې بهر را اُوځه
مۀ حيصارېږه په سلګو ستړے شوم

په پخولا به کله مرَور دلبر شي
په ننواتو په جرګو ستړے شوم

مرګيه خلاص کړه ما اقبال لۀ غمه
لمن د اميد نور په نيوو ستړے شوم
سختې د مينې دي په ځان تېرَؤم
لکه درياب په زړۀ طوفان تېرَؤم

ستا محبت ياره مذهب دے زما
زۀ د مومن غوندې ايمان تېرَؤم

لمبې مې هر وخت لۀ دهانه خېژي
په زړۀ کښې دا رنګې لړزان تېرَؤم

د ځنکدن ساعت دے راشه اشنا
ستا د ديدن په زړۀ ارمان تېرَؤم

زۀ په اميد کښې د بهار اقباله
دا ورځې شپې دي د خزان تېرَؤم
ياره کۀ ستا نۀ شوم د بل به نۀ شم
ګېسُو به خاؤرې کړم اوربل به نۀ شم

په انتظار کښې به دې تېر کړم عمر
لۀ وعدې خپلې زۀ بدل به نۀ شم

دا ستا وصال اشنا منزل دے زما
پاتې هيڅ کله د مزل به نۀ شم

لکه نرګس به ستا په قبر ګل شم
زينت د چا د تاج محل به نۀ شم

کۀ مې فرياد دلبر ته او نۀ رسي
اقباله بيا چرته غزل به نۀ شم
د پردو خپلو د ستم نخښه يم
راځي د هر لوري د غم نخښه يم

غلبېل غلبېل سورے سورے په ځيګر
دا د يارانو د کرم نخښه يم

رنګ مې تک تور لکه د سُوف ټُوکے شو
ولې به نۀ وي د ماتم نخښه يم

فرياد زما د هر مسام نه خېژي
لکه جرس د درد و الم نخښه يم

 اقباله زړۀ رانه يو غل وړے دے
ورپسې ووتے په قدم نخښه يم
ښکاريږي داسې لکه هېر دې کړم
ژوندے په مړو باندې شمېر دې کړم

اوس راته وائې چې واپس اوګرځه
چې د کمر سر نه ور تېر دې کړم

هېر دې کړل مانه د دنيا غمونه
په سپينو لېچو کښې چې ګېر دې کړم

نظر د مينې چې په ما دې اوکړو
دروند چيټاکۍ نه لکه سېر دې کړم

احسان د مينې منم زۀ اقبال
ګل په تور غر کښې د نمېر دې کړم
زۀ دې په کوم حسن لېلا مئين يم ؟
پوهېږم نه ولې په تا مئين يم

ستا د معصومو اداګانو نه ځار
زۀ دې په هر بئيلې ادا مئين يم

کۀ تۀ قسم راکؤې خورمه درته
لۀ ځانه تا باندې سېوا مئين يم

چې شونډې واکړې سرۀ ګلونه سپړې
د سپينو غاښو په برېښنا مئين يم

بلا خېزۍ دې کړم حېران د حُسن
بلا دې واخلم په بلا مئين يم

چې ارزومند يې دے هر زړۀ اقباله
زۀ په يو داسې دلربا مئين يم
کوڅه په کوڅه ګرځمه غمونه لټَوم
زخمونو سوداګر يمه دردونه لټَوم

ما لوستې د تندي کرخې خپلې تېر پخوا دي
په باغ کښې څله ګرځمه ګلونه لټَوم

قرارخو د زړګي مې د چا مړاؤ سترګو لُوټ کړو
اوس ځکه د شرابو ډک جامونه لټَوم

د سيند په غاړه ناست وم لعل مې پرېوتۀ دلاسه
په لاس به مې رانۀ شي کۀ چړونه لټَوم

اقبال وائي لکه پاتې سوے هم شمه ايره
پوکے ورکؤم ځکه مړۀ اورونه لټَوم
غم دې په ما باندې دلۍ وے ډېر خوشحاله به وم
دا ستا په غېږ کښې مې سلګۍ وے ډېرخوشحاله به وم

د ځنکدن خولې په ما دې ډېرې ډېرې راشي
له زلفو ستا راته سيلۍ وے ډېر خوشحاله به وم

تۀ راسره وے تمنا زۀ د محل نۀ لرم
يوه شېلېدلې شان بلۍ وے ډېر خوشحاله به وم

پرته په غاړه تېزندي مې وے دا ستا د زلفو
د سرو منګلو دې ټالۍ وے ډېر خوشحاله به وم

دا زۀ اقبال ياره مقتول ستا د مژګانو يمه
ليک مې لحد سر ته تختۍ وے ډېرخوشحاله به وم
دومره ډېر شو د دوران غم
چې مې هېر شو د جانان غم

نۀ خوري هيڅوک د بل چا غم
چې په چا راشي د ځان غم

لکه ستا پرېشانې زلفې
هسې زۀ کړمه پرېشان غم

مړزاندې مې دم قدم شو
رانه وويست تاب وتوان غم

هر سړے غم د دنيا خوري
نۀ خوري هيڅوک د ايمان غم

زۀ چې هر طرف ته ځمه
راسره دې دے روان غم

کاش کۀ دومره په ما تۀ شوے
لکه ستا دے مهروبان غم

په بشره باندې ليدے شي
چې لري زړۀ کښې پنهان غم

پرزَول وو د درست عمر
لاندې نۀ شو پهلوان غم

تر لحده خداې ملګرے
د اقبال کړو ستا ارمان غم
زۀ د دنيا کومه حصه کښې اوسم
چې همېشه په توره شپه کښې اوسم

د يار نما دښمن کمال ته ګوره
چې په دهوکه باندې دهوکه کښې اوسم

دا اضطراب مې بې سببه نۀ دے
څوک مۀ سينه د چا سينه کښې اوسم

وطن زما اؤ واک يې غير څخه دے
ګويا د خان ملک حجره کښې اوسم

لاړۀ معکوس شو تهذيبي قدرونه
ښکاري د کاڼي زمانه کښي اوسم

چې بې حسي پکښې عروج باندې ده
زۀ د هغې ښار په کوڅه کښې اوسم

چې ساز مجرم،غل بې ګناه دے پکښې
اقبال په داسې معاشره کښې اوسم
په دې خپي خپي ماحول کښې ژړا څنګه وکړم
د غم په غولي کښې خندا او ګډا څنګه وکړم

چې په افق باندې يوستورےچرته نه شي ليدے
په دې تيارۀ کښې به اميد د رڼا څنګه وکړم

په ساعت کښې وخاندي په ساعت کښې شونډې بوس نيولې
زۀ د اټکو د ورستو ورځو رضا څنګه وکړم

چې يې وږمه قدرې زمونږ کلي ته نه رارسي
زۀ د هغۀ پسرلي خوشې ثنا وکړم

له خپله غمه يو ساعت چې وزګارېږمه نۀ
څوک دې را وښائي چې غم د دنيا څنګه وکړم

د انسانانوڅۀ چې خداے درباندې هم ميئن دے
په دې کښې ووايه چې زړۀ ته ګناه څنګه وکړم

په غل چکو سترګو يې زړۀ زما اقباله يوړو
چې ګوا ه نۀ لرم دعویٰ په اشنا څنګه وکړم
هيڅ نۀ پوهېږم اشنا څۀ چـــل وکـــــړم
زۀ په خپل ځان اؤ په تا څۀ چـل وکـــــــړم

رانه خوشحاله په يو حال کښـې نــــــۀ ده
زۀ په مزاج د دنيا څۀ چـل وکـــــــړم

زۀ دې اخر په دنيـــــــــا دواړو غــــــــــواړم
چې مې قبول شي دعا څه چـــل وکـــــــړم

د محبت په بې قانونــه مـــــلــک کښــــې
يم سزاوار بې ګناه څۀ چـــــــــل وکـــــــــړم

ځواني ، خاني مې درنه دواړه ځار کــړل
نۀ ښکاري تا ته وفا څۀ چـــــل وکــــــــــړم

چې راوستے نشې جانان ځـــــان ســـــــــره
سپرليه! ستا په ښکلا څۀ چــل وکـــــــړم

اقباله تللي بيــرتـــــه بيـــــــا نـــــه راځــــي
نۀ پوره کېږي خلا څۀ چـــــــــل وکــــــــــړم
ښه نۀ شو زمونږه د وطن موسم
په برخه جوړي شو دا خړ خچن موسم

څوک د خوشحالئ ټپه به پورته کړي
هر وختې چې وي چرته غمژن موسم

نۀ پوهېږم لاس د مالي څومره دے
يا دلته د ګلو شو دښمن موسم

بيا مې غزلي سترګې رايادې شوې
بيا مې په زړۀ جوړ شو د سخن موسم

په مخ کښې دې سرخي د حيا وينمه
څۀ درته په غوږکښې اووې نن موسم

سترګې د اقبال هډو سړې نه شوې
لاړو بيا دې تېروت د ديدن موسم
ډېر به په ګرانه باندې تا هېروم
خو خامخا دې بې وفا هېروم

دا زړۀ مې لوے دے کۀ مې مېنه ډيره
چې دې خطا باندې خطا هيروم

چې يو په شا کړم بل مې مخې ته شي
څنګه به ستا دومره جفا هېروم

ما وئيل ستا په محبت کښې اشنا
زۀ به اخر زۀ به دنيا هېروم

دا د تيارو خدايان په فکر کښې دي
چې څنګه خيال به د صبا هېروم

اقباله همره خوشحالېږي اغيار
چې زۀ مذهب پښتو حيا هېروم
ستا په لټون يمه مخونه ګورم
په باغ کښې ګرځمه ګلونه ګورم

تۀ مې د زړۀ په کورَکي کښې اوسې
زۀ ليونے يمه ملکونه ګورم

عشق مې په لاس کښې ائينه راکړله
حيران دريان دې صورتونه ګورم

شابه نقاب له مخه زر پورته کړه
شوق مې جنون شو شنۀ خالونه ګورم

حاصل د عشق رهنمائي د زما
حاجت مې څۀ دے چې پلونه ګورم

چې ته زما او زۀ دا ستا په ځائې وے
بيا به دې زعم ، نصيحتونه ګورم

چې مړ شم مړه به ارمانونه شي ستا
ژوندے اقبال به دې خوبونه ګورم
اوس بۀ څله د چا يار د چا جانان يم
چې پخپله زيړه پاڼه د خزان يم

زۀ د عشق د بېخودۍ نه بهر نه شوم
په خوراک د تروو ستړے د دوران يم

خلق ولې مې له ياره ساتي لرې
يار زما په شان اؤ زۀ د يار په شان يم

وصال مرګ دے خاتمه د جستجو ده
کۀ ژوندے يمه ژوندے دي په هجران يم

هيڅ خبر نه يمه له بله رو ګودره
چې ماشوم ومه د عشق په لار روان يم

د چا يو ارمان پوره نه شي ارمان کړي
ماته نۀ ګوري چې ټول ارمان ارمان يم

کۀ د اوسپنې وے رو رو سولېدل به
زنځيرونو کښې د زلفو بنديوان يم

زه اقبال به ګېر چاپېره څۀ نظر کړم
چې پنځه وخته اخته اخپل په ځان يم
ښۀ په غټو غټو ګورمه خوبونه جوړه وم
لېونے يم په هوا کښې محلونه جوړه وم

هر سړے په دې پوهېږي چې مې برخه نا کامي ده
چۀ په مخ باندې د اوبو به تصويرونه جوړه وم

نۀ ډکېږي دا زما او ستا تر ميځه جوړې کندې
کۀ هر څومره پرې د پاسه زه پُلونه جوړه وم

په دنيا کښي هرسړےلګياسامان دخوشحالۍکړي
يو يواځي داسې زه يم چې غمونه جوړه وم

نۀ صبرېږم ځکه بيا بيا ستا کوڅې لره درځمه
په در تللو د هر ځل نوي زخمونه جوړه وم

اقباله په جفا چې د جانان مې زړۀ دړدېږي
را ټولې کړمه څړکي غزلونه جوړه وم
زۀ چې خپل اشنا راياد کړم
د غمونو ښار اباد کړم

زۀ د هغۀ ابادي غواړم
د چا مينې چې بر باد کړم

دومره مينه مې په تا ده
ظرف دا نۀ دے چې يې ضباد کړم

ستا نامه دومره خواږه ده
وظيفه کړم کۀ اوراد کړم

ستا د قد په موجودګۍ کښې
په چينار څۀ په شمشاد کړم

ستا د سترګو له نظره
طمعه څۀ به له جلاد کړم

چې بې دمه لاس و خپې شو
وخته څۀ کۀ دې استاد کړم

هيڅ اثر ورباندې نۀ شي
زۀ کۀ داد کړم کۀ فرياد کړم

زۀ ا قبال لکه رحمان تل
نوے نوے اجتهاد کړم
د غمازانو په لاسونو باندې ښۀ پوهېږم
خو څنګه پوه کړم اشنا په دغې نۀ پوهېږم

په لباده کښې د رنګينو رڼاګانو تيارې
ړوندَول غواړې راله سترګې اوس د زړۀ پوهېږم

تۀ چې هر څو ځله مې وژنې ولې دا هېراوې
چې زه د مرګ نه ورستو هم په ژوندانۀ پوهېږم

بي نيازه ياره دنيا ټوله په يؤ شان مۀ ګڼه
نياز من دې زۀ يمه په هر يو ناز دې زۀ پوهېږم

د عزيز عمر متاع لوټ به پرې اقباله کړمه
څو چې په چم کښي د پې مخو اوسېدۀ پوهېږم
د لباسي جانان په خولۀ تېروځم
ساده باده يم په خپل زړۀ تېروځم

د تېروتو مي هډو شمار مۀ کوه
هر ځله وائيم بيا به نۀ تېروځم

زخم خورده د زمانې د تېغ يم
قدم قدم ئې په لاشۀ تېروځم

د خپل د عشق رهنمائي ده زما
ولې به زۀ د چا په پلۀ تيروځم

نور د هجران د سختو څۀ ووائيم
د اور درياب دې پکښې زۀ تېروځم

تا به خبر د خپلو تلو نه کړمه
زۀ به ټپه شم چې په غرۀ تيروځم

اقباله دا مې دے تصوير د غزل
نقطه نقطه سم په وېختۀ تيروځم
نۀ پوهېږمه چې څنګه مراور جانان پخلا کړم
دا زما په وس کښې نۀ ده چې تمام جهان پخلا کړم

چې مدام په تعاقب کښې مې راخکلي غشي ګرځي
يؤه ورځې به مې ښکار کړه زۀ بۀ څواسمان پخلا کړم

سرۀ لاسونه سرۀ لبان دې د يو بل نه زيات قاتل دي
تورې زلفې تېزندۍ کۀ جلاديان چشمان پخلا کړم

اے زما د جانان غمه څۀ دمه خو راته وکړه
چې يو خس هم دمه نۀ کړي ځمه زۀ دوران پخلا کړم

مراور يم کۀ پخلا يم اشنا ستا پرې څۀ وتنه
مجبوري ده دا زما ځکه پخپله ځان پخلا کړم

ستا د زلفو نه مخ غواړم د هندو نه کشمير غواړم
زۀ پاړو د منګرو يم لېوني ماران پخلا کړم

غمازان لاسونه وباسي له مينځه کۀ اقباله
ننواتې په جرګو باندې به زۀ افغان پخلا کړم
زۀ په خاطر د ښکلي يار دغه همره زړونه ساتم
چې ديورنګ خاوند په مخ بې شمار رنګونه ساتم

څۀ وکړم زه لېوني زړۀ سره چې نه صبرېږي
په ما زيګر کښې اوس هم لارې ګودرونه ساتم

تۀ به راځې زه به شيندمه ستا په لاره باندې
څيرې جولۍکښې مړاوې مړاوې څو ګلونه ساتم

کۀ نه راځې زما په تا باندې څۀ زور خو نه دے
راکوې طمع له مودو دې کنډاوؤنه ساتم

ماته د بل ددرد احساس دغه همره زر ځکه شي
چې زۀ پخپله زخمي زړۀ کښې خپل دردونه ساتم

دا زه پښتون يم په بيلات باندې زړۀ نۀ با ئيلمه
ګټې تر ګېډې وټړمه سنګرونه ساتم

زمانه دې ته لېونتوب يا کۀ بل نوم ورکوي
چې زيړے نمر يمه ځوانان څو ارمانونه ساتم

د پټېدو نه مخکښې راشه چې ئې ووينمه
هغه چې زه په وېخوسترګوکښې خوبونه ساتم
په هرځل په نوي رنګ کښې دې زه ستا يم
خيال مې بل طرف ته نه ځي که ئ بيا يم

ستا د حسن جلوې هر خوا ته خوارې دي
جوړه شوې تماشه په تماشا يم

زه د ستا د وجوود برخه تۀ زما يې
اصليت يو په صورت باندې جدا يم

مونږ په يو بل ميئن زيات يُو له يو بله
نۀ پوهېږم چې مجنون کۀ لېلٰي يم

هر ښائسته صورت دا ستا راته ښکارېږي
د نظر فرېب مې نه دے ښه بينا يم

نور ښائسته راته ښکاره دا کائنات شو
رسېدلے چې مقصد اؤ په معنا يم

دا اثر راته د ”يون “ښکاري اقباله
چې په زمکه د بابا غزل سرا يم
ګمان مې نۀ کېږي چې بيا به هغه يار ووينم
زړۀ نا قراره تا به هم زۀ په قرار ووينم

قفس کښې بند وزرې ماتې له نعرو پاتې يم
څنګه اميد ولرم زۀ چې به بهار ووينم

اوس مې دَ ستا د راتلو لارې ته کاتۀ پرېښي دي
يقين مې نشته چې به تا په زاړه لار ووينم

نۀ به ستا حسن نۀ زما ځواني به پېر وکړي بيا
نۀ به دا زۀ درته په سوال ستا به انکار ووينم

اقباله کم نۀ دي له اوره ئې زاړۀ يادونه
چي کله راشي ځيګروريت په سورانګار ووينم
زۀ هر يو خيال اشنا له تانه اخلم
څوک څۀ خبر دے څو په ګرانه اخلم

په ما تورتم شي چې تا نۀ وينمه
رڼا دا ستا له مخ روښانه اخلم

زما نمرمخے يار شغلې خورَوي
پور به زۀ ولے د صبا نه اخلم

زمانه لاړه د وصال تېروتۀ
خوندونه اوس دې له هجرانه اخلم

خوراک ګبين او له لشو نه ويره
په تهمتونو دي جانانه اخلم

تندر پرېوځي راورېږي ګلۍ
اقبال قياس ئې د خندا نه اخلم
دوباره به بيا د نوي سره ځوان شم
کۀ د ستا د غاړې هار شمه پېزوان شم

ستا رخسار اؤ ستا د شونډو ګلوبونه
چې دې ووينم خالصه ګلستان شم

چې دې خيال راشي زما د زړۀ کنډر له
د پېرس د ښار په شان له ابادان شم

د هجران له تاؤه زېلې مې شوې وچې
را ژوندے به دې د وصل په باران شم

کۀ مې ستا په قدمونوکښې ځائې بياموند
د عالم په سر به پاس لکه اسمان شم

معلومېږي اصليت ته مې سفر دے
زۀ له هرې نقطې تا وته روان شم

مدعا د هر دعا مې ده اقباله
چې زما جانان زما زۀ د جانان شم
ستا انتظار کښې ډېوې بلې ساتم
په هره لار کښې ډېوې بلې ساتم

زۀ پرې پوهېږم چې تۀ نۀ راځې اوس
په کوم اعتبار کښې ډېوې بلې ساتم

کۀ تۀ راځې چې لار خطا نۀ کړې
د زړۀ په ښار کښې ډېوې بلې ساتم

ودانه ستا د تلو نه ورستو نه شوه
په وران ديار کښې ډېوې بلې ساتم

زما د اوښکو چراغان ته ګوره
څنګه هر تار کښې ډيوې بلي ساتم

اقباله مړ زړۀ اؤ يادونه د يار
لکه مزار کښې ډيوې بلې ساتم
ستا له نامې ځنې ختمونه کوم
د اوښکو هر وختې ګوټونه کوم

د نا کرده جرم اقرار مې وکړو
تر څو به زۀ وضاحتونه کوم

تۀ مې د مينې انتها وګوره
په خوب کښې هم درته غږونه کوم

بل ښکلے ځائےمې زړۀکښې نۀ شي موندے
درسره سل ځله لوظونه کوم

په عشق کښې رو رو دودېدمه مخکښې
اوس راته ښکاري چې اورونه کوم

سېل به منزل ته رسېدلے وي خپل
اقباله زۀ چې څو څانګونه کوم
ستا فراق کښې چې مړ نه يم دروغژن يم
تُو زما په ژوند د وچې لافے ژن يم

نۀ مجنون غوندې له غمه لېونے شوم
نۀ تېشه باندې سر مات لکه کوهکن يم

خورمه څښمه اودۀ کېږم له ماښامه
نۀ رانجها درپسې ورک له خپل وطن يم

پروانے غوندې نثار په شمع نه شوم
تن پرور بلبل په شان بس د ګفتن يم

معشوقې کۀ وفا و نۀ کړي ګرم نۀ دي
چې عاشق يم په وفا هم مختورن يم

دا خو وګوره زما په قبر راشه
پاسېدلے به ولاړ په سر کفن يم

داسې وخت ؤ چې اقبال ؤ او وصال ؤ
داسې وخت دے چې لېوال ئې د ديدن يم
ډېر ډېر ارمانونه به په زړۀ يو سم
وَ شومه فلکه! نور به څۀ يو سم

وروځې دي ليندې باڼۀ تېرۂ غشي
سم کۀ په ځيګر باندې کاږۀ يو سم

تنده به زما د عمر ماته شي
يؤ ځل کۀ لبانو له دې خولۀ يوسم

ناز کوه په ما چې نازبردار دې يم
رنګا رنګ نازونه به دې زه يوسم

وژني کۀ پرېدي مې دا ئې خوښه ده
زۀ ورله کفن هم به چاړۀ يو سم

کله دا نصيب اقبال راوړے دے
خاؤرې به جولۍ کښې ستا د پلۀ يوسم
ستا د ديدن سوال له رقيبه کوم
دا اخري چاره طبيبه کوم

خپله لاسه ما پۀ ځان ورانه کړه
ګيله به څله له رقيبه کوم

زما په ژوند کښې سليقه نيشته دے
څۀ چې کؤمه بې ترتيبه کوم

هر څه چې کېږي ځم د يار کلي ته
ټوقه په ځان باندې عجيبه کوم

زما خبرې و ته غوږ نۀ نيسي
غږ کۀ هر څومره له قريبه کوم

په دار پنځه وخته اقباله خېژم
ويره به ولې له صليبه کوم
اے د ښکلو ښکليه د ښکلا نه دې درزار شم
ستا د مخ په شمعه پروانې غوندي نثار شم

هسې رنګې ما کړه فرېفته د مخ په ګل دې
چې باغ کښې سوخته دل بلبل په شان له په چغارشم

خوښ يم تر لمن پورې مجنون څيرې ګرېوان زۀ
نۀ غواړمه دا چې افلاطون غوندې هوښيار شم

ښکليه ستا د هجر د وصال معنیٰ يوه ده
خضر شم واصل کۀ د منصور غوندې په دار شم

رنګ مې شا مدام د زړۀ په وينو سره لبان وې
تڼا کې په سينه دننه پټ لکه انار شم

کله نه چې کړے مې دے ګوټ د عشق د ميؤ
نۀ کېږې اثر راباندې ډير هم کۀ مېخوار شم

زاهده نه غولېږمه په حورو په غلمانو
پرېږدمه اصل او د نقل طلبګار شم

اقباله ګمراه شو ے د غماز د لاسه ډير يم
دا به مه نصيب وي چرې اوس هم که په لار شم
خپل د مينې له انجامه خبر نۀ يم
لکه ړوند له بله ګامه خبر نۀ يم

مسافر يمه د مينې په وطن کښې
د منزل او له مقامه خبر نۀ يم

هر يو در او هر يو بام ته حېران ګورم
ستا له در اؤ ستا له بامه خبر نۀ يم

ما په مينه کښې سبکي کنځل ليدل دي
د انعام او له اکرامه خبر نۀ يم

لکه شپه چې د هوسۍ په مېږه تون وي
يؤ ساعت هم له ارامه خبر نۀ يم

ما اقبال باندې د غم توره تيارۀ ده
له سحر او له ماښامه خبر نۀ يم
وخته! نور عېشونه درنه نۀ غواړم
حق درنه زه خپل د ژوندانۀ غواړم

صف د ځناورو ته مې مۀ دهيکه
انسان يمه انسان پاتې کېدۀ غواړم

جام او د مينا نه ناخبره يم
تندې له يو څو ګوټه اوبه غواړم

ټول عمر مې تېر په نا روغتيا کښې شو
بس دے اوس طبيبه رغېدۀ غواړم

لور د بادشاه څۀ خبر کړمو نه
اقباله کټوري له زاڼو زۀ غواړم
بې ستـــا لـــه دره زۀ کوم در تـــه لاړ شــــم
اووايــه تـــه راتــه چې چـــرتـــه لاړ شــــــــم

زمـــــــــا د زړۀ لـــــــه درده تــــــــــه خبـــر ئې
څنګـــه بــــــه زه بــــل چــــاره ګر ته لاړ شم

صحرا کښې ورک لکه د څاڅکي نه شم
ارمـــــــان مې دا دے سمندر ته لاړ شم

نـــا قـــراري مې هــغــه يــــو شــــان لـــه ده
سمې تـه لاړ شـمــه کـــه غــر تـــه لاړ شـــم

هـــــغــــــه ذره اقـــــبــــالــــــه وځـــلېـــــدے
چې يــو نــظــر نـــورِ نـــظـــر تـــه لاړ شــــم
په وخت کښې نه ځائېږم په چکــر کښــې نــه ځــائېـــږم
زه د زمـــانې پــــه هــيــڅ څـــــادر کښـې نــــه ځـــائېـــږم

ضد مې د موسٰي دے چې ديدار راځني غواړي
ولې نــه پــوهېــږې چــې پـــه غـــــر کښې نــــه ځــائېــږم

هغه سمـندر نـــه يــم چــې بـــه بند شــم پـه کـوزه کښـې
خور وور کائنات يـم پــه نــظر کښـې نـه ځـائېــږم

رنده خيال دې خام دے مينا ماته جام دې توے کړه
زه هغــه نشـه يـــم چـــې پــه ســـر کښـــې نـــه ځـــائـېـــږم

څنګــه بـــه محــدود د لا محــدود احـــــاطـــــه وکـــــړي
عشــــق يــم اے عــقــلـــه تــصــور کښــې نـــه ځــائـېــږم

هر ځاے مې ظهـوردے خـو د ذړه ستـرګـې پېدا کـړه
جُمات کښې نه ځــائېــږم پــه منــدرکښــې نــه ځـائېــږم

تصوير مې کــړه اقــبــالـــه پــه زړګــي کښــې دې دنـنـه
زه هــغــه ښــائست يــم چــې منـظــر کښــې نـه ځــائېــږم
که ګذار دې له نظره زه اشنا کړم
زه به هم چرته څوک بل ښکلے پېدا کړم

راشه دواړه دغه نوې مزه ګورو
ته څوک يار کړه زه به نوې محبوبا کړم

که زمانه زيات دې زړۀ ته څوک نزدې شو
خنډ به نه جوړېږم لار به دې صفا کړم

دا زړۀ کليه ده اوس نۀ لاګُو کېږي
چې دا ته به کړې جفا زه وفا کړم

زه په مينې کښې قائل د جبر نه يم
ته زما رضا کوه زه به دا ستا کړم

د عمل نه بغېر عمر نه تېرېږي
لېونے يم که خبرې په هوا کړم

يويشتمه ده صدۍ چې پکښې ژوند کړم
نه مجنون يم نه خبرې د لېلٰي کړم

رواياتو نه باغي نه يم اقباله
حقيقت نه به تر کومې پورې غلا کړم
قيد د خپلو د خوبونو جزيرې يم
په طوفان د سمندر ذرې ذرې يم

چې ئ کار نيشتے رڼا اؤ په تيارۀ څۀ
زۀ مشعال خو مشعال د اديرې يم

د ققنس غوندې لۀ ځانه لمبه اخلم
زۀ د خپل د زړۀ په سوز ايرې ايرې يم

رسيدۀ مي د شها اوربل ته ګران دي
د لاله غوندې ګل شوے په ميرې يم

چې ځواني وه د ليلٰي د سترګو تور وم
اوس په سپينه ورځې کم لۀ کاسيرې يم

دا په مے ککړې شونډې اؤ سرې سترګې
خيجولے ځا ر دې شم په غرغرې يم

مشرانو ته مې قام شمله په سر کړه
ښه مضبوط په حواله د شجرې يم

خوشحال ولې په سرونو خپل نازيږي
زۀ سلطان يم غلام نه چې بې شمېرې يم

په نسب باندې څۀ فخر دے اقباله
چې سواتے يم د اوګۍ د هزارې يم
هيڅ د ژوندون په حساب پوهه نۀ شوم
او مې لوست ټول په کتاب پوهه نۀ شوم

ما په غوپه باندې غوپه اوخوړه
د عشق د سيند په پاياب پوهه نۀ شوم

عادت يې وۀ د کاغذي ګلونو
ما ورله ورکړو ګلاب پوهه نۀ شوم

اقباله سوال مې د وصال کړے وۀ
واپسي هيڅ په ځواب پوهه نۀ شوم
د زمـانـې پـه رواج نـۀ پوهـېـږم
د حساس زړۀ په علاج نۀ پوهېږم

پخوا د مينې انبارونه ډک وو
اوس يې قاتي شوه په بياج نۀ پوهېږم

د شاه جهان فطرت دے ما راوړے
لکه چنګېز په تاراج نۀ پوهېږم

دا ځان او زړۀ مې درله دواړه در کړل
غواړې لا نور کوم خراج نۀ پوهېږم

چې د کلې قابل هم نۀ ښکاريږي
په هغه سر باندې تاج نۀ پوهېږم

له هر طرف چې راځي ماله راځي
زړۀ مې د غم شو اماج نۀ پوهېږم

لکه خوشحال خټک په چا نۀ ورتلم
مينې دې کړمه محتاج نۀ پوهېږم

ستا په ظلمونو زړګے شين ګرځَوم
هيڅ په ټکور او مساج نۀ پوهېږم

اقباله خوار مې دے نصيب رواړے
کۀ مې دښمن شو سماج نۀ پوهېږم

چې يار رضا کړم په چل نۀ پوهېږم
غوټه مې سخته کړه ول نۀ پوهېږم

حالاتو ژوند مې معمه جوړه کړه
مازغۀ مې بند دي په حل نۀ پوهېږم

د پښتنې په شان له برند راګوره
زۀ د نرګس په کتل نۀ پوهېږم

د هجر غم يمه په خوا وژلے
د عزرائيل په وژل نۀ پوهېږم

خم کښې هغه شراب ساقي نۀ لرې
اناړي نۀ يم چې څښل نۀ پوهېږم

هره ادا مې د يار اوستائله
بيا هم لا وائي چې غزل نۀ پوهېږم

خوند يې د څړيکو نه اقباله اخلم
د عشق د زخم تبل نۀ پوهېږم
تۀ څۀ خبر يې په زړۀ څنګه تلاطم تېراوم
په خوله خندا په زړۀ مدام دننه غم تېراوم

د حال آحوال تپوس يې نن مې له رقيبه کؤم
صبر مې نۀ کېږي له حده خپل قدم تېراوم

تۀ څۀ خبر يې چې په هجرکښې تېريږي څنګه
د سمندر په شان له اور کښې ژوند صنم تېراوم

کۀ د سرو وينو غرغړې مدام طبيبه کؤم
د زمانې د ستم غشي دي پېهم تېراوم

حوصله ځان کښې راپېدا کا زما سره واؤره
دا زړۀ مې غواړي نن دې بيا په هغه چم تېراوم

هغۀ معافي راته د زړۀ له صدقه کړې نۀ ده
سزا لا هٰغه شان حوا او د ادم تېراوم

دغه همره وخت به راکړي بخت څۀ بهروسه نيشته دے
زړۀ کښې مې ډېرڅۀ دي اقباله خپل قلم تېراوم
زۀ د مينې طمع اوس ولې له تا کړم
چې وم بدر د وخت تندر روح سياه کړم

نۀ ځواني او نۀ خاني مې واپس کېږي
زۀ کۀ مږمه لاسونه اوس ژړا کړم

په انجام مې سوچ اونۀ کړو په اغاز کښې
نادان زړۀ د سمې لارې نه خطا کړم

د عشق جرم مې څۀ دومره سنګين نۀ وۀ
لکه تا چې بې انصافه زۀ سزا کړم

نۀ ترې مرمه نۀ رغېږمه څۀ اوکړم
زما زړۀ په څنګه رنځ دې مبتلا کړم

ملګرتيا دې هغه وختې زما پرېښوه
چې دې ورکله په خوله کښې د بلا کړم

ما وائيل چې مرګ به هم مونږ جدا نۀ کا
په اسانه دې په ژوند باندې جدا کړم

هغه تېر ساعت په بېرته نۀ جارؤځي
اوس اقباله کۀ هر څومره واوېلا کړم
تۀ هم هغه نۀ يې کۀ دا زۀ اوس هغه نۀ يم
دا به وي دروغ کۀ درته اوئيم چې ښۀ يم

وخت مې په ځوانۍ باندې دا هسې لوبې اوکړې
نۀ پېژنم ځان د ائينې مخکښې چې زۀ يم

تور او سپين يوځائےشودواړه سپين پرې غلبه دي
شپه او ورځ يوځائےدواړه يو ځائے کښې په کاتۀ يم

ګل و ومه خوبانو اېښودم به په اوربل کښې
اوس راسره څۀ کا پښه رکاب په رېژېدۀ يم
څنګه څنګه د ګلچين ظلمونه ياد کړم
زهره چوي مې چې نوخېز ګلونه ياد کړم

سفاکي بربريت کۀ يزېديت دے
زۀ په کومه نامه ستا طلمونه ياد کړم

کوم مذهب دے کوم اسلام دے کوم جهاد دے
د نمرود کۀ د فرعون وختونه ياد کړم

بې ګناه يې په پلکونو رېز مرېز کړل
وينې ژاړم چې ښائسته لعلونه ياد کړم

پښتون خيال په دښمنۍ کښې د پښتو کړي
جولا هم نۀ يې چې ستا کارونه ياد کړم

ګل له ښاخه څوک په توره پرېکؤي نه
څۀ ناشنا به دغه ستا دودونه ياد کړم

چا په وينه باندې غسل کړے نۀ دے
لمبېدلي ماشومان لا شونه ياد کړم

مرد په ښځه ماشوم لاس اوچته وي نه
نامردي به دې په هزار قسمونه ياد کړم

ښاپېرکه په تيارو کښې خوشحالېږې
وبوږنېږې چې سحر نورونه ياد کړم

زخم زخم څړېکې څړيکې شم اقباله
دغه څوک دي دا د چا لاسونه ياد کړم
توره هيلۍ به بانګ ووائي اوس به چې يار وينم
چرته مې سفر دے زۀ په مخه هغه لار وينم

کړے مې کمے بېشے په لوظ کښې خس نۀ دے
په ورځې د قيامت به درته مخ زۀ ابدار وينم

نۀ اوس ستا ځواني ده نۀ زما مستي ده پاتې
ځان خپل په هغې نشه اوس هم خمار وينم

ستړي مې اعصاب شو نور بې دمه شوم دلبره
هيڅ ترې نه بود نۀ شو څۀ بې سود انتظار وينم

لا مې ځواني نۀ وه چې اخته د عشق په رنځ شوم
داسې ورځ رانعله چې به زړۀ په قرار وينم

تۀ کۀ څۀ کؤے شې اشنا مات کړه دا بندونه
زۀ له ډېره وخته ځان کمزورے بيمار وينم

زړۀ به زما تش شي کۀ په ډاګه مې نارې کړې
هسې هم عالم په افسانه خبردار وينم

نۀ بيا ناروغه اقبال روغ شي لکه مخکښې
نۀ به ستا د کلي ګودر بيا په بهار وينم
تۀ خپل ضد زۀ انا نۀ پرېږدم
مينه دې بيا هم اشنا نۀ پرېږدم

کؤه جفا چې درنه څومره کېږي
زۀ به لمن د وفا نۀ پرېږدم

کۀ په سينه کښې زړۀ له غمه مې چوي
خو په ظاهره خندا نۀ پرېږدم

چل د دروغو زما نۀ دے زده
رښتيا به وائيم رښتيا نۀ پرېږدم

تيارۀ کۀ څومره ګوټ په ګوټ خواره ده
مګر اميد د صبا نۀ پرېږدم

خېرې کؤل جوړې ستا زړۀ به غواړي
اقبال به تاته دعا نۀ پرېږدم
ناقراري ده په قرار نۀ شوم
دنيا له غمه دې اوزګار نۀ شوم

بند د حالاتو په قفس کښې يمه
ژوندونه پوې دې په بهار نۀ شوم

زۀ لاروے يمه د ورکو لارو
پخپله ورک شومه په لار نۀ شوم

بدل د مينې کښې په کاڼو لږم
بلد رسمونو نه د ښار نۀ شوم

ساقي د زهرو راکؤي جامونه
په پټو سترګو څښم هوښيار نۀ شوم

خامي مې څۀ ده راته نۀ ښکارېږي
چې زۀ اقبال د هيچا يار نۀ شوم
تصور کښې تصويرونه جوړَوم او ورانَوم
ستا په مخ شنکي خالونه جوړَوم او ورانَوم

د ماشوم غوندې په لارکښې ځان له ناست يمه يوازې
هسې خاؤرو ډېرانونه جوړَوم او ورانَوم

ستا زما لارې جدا دي ښه په دې باندې پوهېږم
په اميد کښې محلونه جوړَوم او ورانَوم

تۀ د باغ ښائسته بلبله زۀ باتور د تورو غرونو
دواړو منځ کښې نسبتونه جوړَوم او ورانَوم

زۀ اقبال هغه اقبال يم خو اقبال مې دومره نيشتے
ستا د زلفو به ټالونه جوړَوم او ورانَوم
لا تراوسه په لوظونو دې ژوندے يم
د وصال په اميدونو دې ژوندے يم

تا او ما دواړو ليدلي چې يو ځائے وو
په هغه خيالي خوبونو دې ژوندے يم

تن زما به ايره شوے تېر پخواه وو
خو د مينې په اورونو دې ژوندے يم

په نطر د نورو خلقو کښې خو مړ يم
دا په کومو حسابونو دې ژوندے يم

خوشحالي چې درنه غواړي هغه نور دي
زۀ اقبال خو په غمونو دې ژوندے يم
ځان دې اوليکم کۀ زړۀ دې اوليکم
تۀ پخپله وايه څۀ دې او ليکم

قد ته صنوبر کۀ سروه اووائم
مست لکه د زرکې تلۀ دې اوليکم

شونډې دې راټولې د ګلاب غوټۍ
څاڅي ترې امرت کۀ خواږۀ اوليکم

څنګه به خبر له زړۀ او ځانه شم
مړاوې شرابي کاتۀ دې اوليکم

چا سورےسورے کړمه په زړۀ باندې
وروځې کۀ کاږۀ باڼۀ دې اوليکم

ولے برے يو نۀ سمه زۀ اقبال
ډېر به دې ليکي چې زۀ دې او ليکم
ارت جهان رجړومه تنګه چرته لاړ شم
خلاص به نۀ شم زړۀ له جنګه چرته لاړ شم

چا په سر باندې اخستے مې چې جنګ وۀ
هغه يار مې شو بې ننګه چرته لاړ شم

چې يې ما غوښتلے څنګ وۀ ډېر په مينه
هغه تختي مې څنګه چرته لاړ شم

نۀ پناه او نۀ ښکاره ترې په امان يم
ستا د سترګو له خدنګه چرته لاړشم

زنخدان کښې يې تازه تازه د نيل خال
غورزَوي مې له ګړنګه چرته لاړ شم

زۀ پښتون غوندې ولاړ په نېک نيتۍ وم
ستا ټګۍ ټولې فېرنګه چرته لاړشم

مال وسرځواني مې ټول ورته ډېرے کړۀ
پوره بيا نۀ شوې قلنګه چرته لاړ شم

تا کښې روح د ماسوري ولې رانغے
زۀ اقبال پېدا څارنګه چرته لاړ شم
حېران په دې يم بې له ياره چې ژوندے څنګه يم
پرون چې خپل يې ومه ډېر نن يې پردے څنګه يم

قسم دے ياره کۀ زما به يو ساعت هېرېږې
له تانه هېر لکه يو خوب زه پخوانے څنګه يم

لکه د نورو غوندې ما سره سلوک مۀ کوه
لږ راته وګوره اشنا چې زۀ سړے څنګه يم

تاته د خپلو رخسارونو لمبې نۀ شي ليدے
زما نه او پُښته چې زۀ لوګے لوګے څنګه يم

د څوارلسمې سپوږمۍ مخ نقاب هاله چاپېره
اقباله ولې نۀ پوهېږي لېونے څنګه يم
زۀ د جانان تپوس د چانه اوکړم
جوړه مې خولۀ نۀ شي له ځانه اوکړم

يار مې جواب په سمه خولۀ رانۀ کړي
همت دا زۀ څومره په ګرانه اوکړم

مرګ لږېدلے دے هجران راپسې
تېخته به چرته دې بلا اوکړم

ناصحه تا دې خداې مئين کړي خپله
هـلـه پښتنه به له تانه اوکړم

اقباله ما به جانان نۀ هېرَوي
زۀ دا ګمان لۀ خپل ګمانه اوکړم
تا د زړۀ نه اوويستم کۀ ياد دې يم
هغه يم چې په مينه کښې برباد دې يم

تا کۀ د شرېنې خوي راوخستۀ
اوبه وېنې ما تۀ چې فرهاد دې يم

تۀ کۀ شاعري په هر اندام کؤې
لولم دې په زور او زېر نقاد دې يم

پټه شه په سترګو او زړۀ کښې مې
مخ به زمانې ته شم مرصاد دې يم

څۀ اوشو په تا داسې بې غمه يې
لوټې لوټې پروت يمه بغداد دې يم

چل د وفا مۀ ښايه اقبال ته تۀ
پټې سترګې ګرځه اعتماد دې يم
څـۀ زخـمـونو د جـانـان وژلے يـم
څـۀ غـمـونـو د دوران وژلـے يـم

چې مې ساه په کومه ورځ په دُنيا واخست
زندګۍ زۀ هـک امـان وژلـے يـم

زما هيڅ ګيله د هيچا نه هم نيشتے
هر چا خپل په تاب و توان وژلے يم

کۀ ازغو راباندې کړے خپل وس دے
کلـه کـم کـوز ګلـستـان وژلے يم

د لباس ژړا دې هډو په ما نۀ کړي
پردو خپلو په يو شان وژلـے يـم

د اقبال دعویٰ کښې خس هم دروغ نيشتے
هر سړي په خپل ايمان وژلے يم
چې په مينه کښې مجنون شومه دانا شوم
چې د سر سترګې مې لرې کړې بينا شوم

په شاهانو باندې نۀ لرم پرواه څۀ
د هر چانه مرتبه کښې چې ادنٰي شوم

په ارزو د هغه ښکلي د لاسونو
د ځيګر په وينو ډوب لکه حنا شوم

د بل چا ثناء په خولۀ مې څنګه راشي
په عدم کښې ياره ستا چې په ثناء شوم

پېدا بل چا سره څنګه اشنائي کړم
زۀ په داسې وزن تا سره اشنا شوم

هغه يار په ډېره مينه غېږه راکړه
چې راکوز ورته لۀ بامه د انا شوم

زۀ به څۀ کړمه په عود او په عنبرو
زۀ اقبال يې په کرم ګلِ رعنا شوم
تۀ راته کنځل زۀ به ثناء کؤم
تۀ په ما جفا زۀ به وفا کؤم

ستا رضا ده تۀ راته خېرې کؤه
زۀ به درته هر وختې دعا کؤم

دومره به بدل شې يقين نۀ راځي
شک په خپلو سترګو زۀ اشنا کؤم

خلق چې څۀ وائي زړۀ مې نۀ مني
ځکه تپوسونه ترې بيا بيا کؤم

تا رانه په ژوند لاسونه واخستل
زۀ خو پس له مرګ هم تمنا کؤم

يو ځله اشنا راشه چې غوڅه شي
زړۀ سره به څو دروغ رښتيا کؤم

ستړے شوم اقباله اوس دې مړ شمه
څو د لاعلاج درد به دوا کؤم
بې ګناه به هم سل ځله منت بار شم
مخامخ کۀ چرته يو ځله د يار شم

بې حجته به يې پښو ته شمه کته
کۀ هرڅومره په دنيا کښې عزت دار شم

را به نۀ وړمه ګيله چرته په ژبه
کۀ د ياردلاسه دار شم په سنګسار شم

عاشقي خلقه د يار د رضا نوم دے
عاشقي ده چې غلام شم خدمت ګار شم

څوک دې نۀ خوري غم زمونږه زۀ اويارزده
کۀ د يار د لاسه هر څومره ازار شم

کۀ زما وجود تمام شي سترګې سترګې
کله موړ به د ښائسته يار په ديدار شم

عشق مې زور د زړۀ اوبۀ کړلو اقباله
دا مې نۀ ګڼله داسې به لا چار شم
مراور جانان به څنګه راپخولا کړم
ورته جوړه څۀ خېوه کړم څۀ ادا کړم

کۀ مجنون مې د صحرا نه کور ته راغے
په نازونو هر کلے به يې لېلٰي کړم

سترګې تورې شونډې سرې ځان به سينګارکړم
ځان به مړ ورته مُجره او په ګډا کړم

زۀ به هر څۀ هغه اوکړم چې څوک نۀ کا
کۀ يقين شي چې زړۀ موم به يې په دا کړم

کۀ مې خېر جولۍ کښې وانۀ چؤي خېر دے
زۀ به سل ځله په در کښې يې ندا کړم

خلق ګوته لېونتوب ته زما نيسي
دې ته نۀ ګوري په پټ مخ يې شېدا کړم

چې ښائست يې نۀ راځي د سوچ دائره کښې
د بې مثله يار بې مثله به څۀ ثناء کړم
چې ځواني لاړه په ارمان څۀ کؤم
چې ساه مې ورکړو په درمان څۀ کؤم

چې زړۀ مې وچه تړه شوه د خېبر
په پسرلي او په بـاران څـۀ کـؤم

اوس دې نکريزې په ديوال اولږي
زمـا چـې تـېـروتـۀ دوران څـۀ کـؤم

بـې وفـا زړۀ مې لـۀ دنيا نه ډک کړو
په دې خالي خالي مکان څۀ کؤم

کۀ د خوبانو نه دنيا ډکه ده
ما پکښې او نۀ موند جانان څۀ کؤم

چې مرګ او ژوند شو جهنم د هجر
اقباله عشق باندې ايمان څۀ کؤم
چې له نظره د خپل يار پرېوتم
ګويا د سر نه د مينار پرېوتم

بې ګناهي لويه ګناه ده زما
په قدمونو څو څو وار پرېوتم

زما وجود په هيڅ صورت نۀ زغمي
لوګے لوګے شومه غبار پرېوتم

د وصال شپه به څنګه هېره کړمه
په خزانه غلے شوم مار پرېوتم

څوک عېسٰي دمې يارخبر کړئ زما
دا ځل څۀ بل رنګې بيمار پرېوتم

خزان اقباله کړه تالا ګلونه
سينه فګار بلبل په خار پرېوتم
چې له تا ځنې جدا شوم در په در شوم
چې په زړۀ باندې سورے شومه ګوهر شوم

چې مې خاورې کړۀ سرۀ زر په عاشقۍ کښې
د هغې ورځې نه ورستو کيماګر شوم

چې خبر ومه د هيڅ نه خبر نۀ وم
بې خبره شوم په ځان باندې خبر شوم

ستا لټون زما مقصود وۀ نور څۀ نه وو
ابراهيم شوم کله زۀ کله اذر شوم

دا زما تنده مړۀ نۀ شوه په هيڅ حال کښې
کۀ مې ځان اوڅښۀ پخپله سمندر شوم

دومـره اوګد انـتظار شـو راپـغـاړه
چې اول ساه نه تر مرګه منتظر شوم

د هجران حساب به غواړمه اقباله
مخامخ د ښکلي يار چې په محشر شوم
زۀ په داسې يو جانان باندې مئين يم
وصال څۀ چې په هجران باندې مئين يم

د جانان نه په بدل کښې مينه غواړم
حقيقت کښې په خپل ځان باندې مئين يم

تۀ زما همت ته اوګوره چې څو دے
کۀ ذره يم په اسمان باندې مئين يم

د سرګړي ارزو نـۀ لـرم پـه زړۀ کـښـې
په سنبل او په رېحان باندې مئين يم

ستا د مخ عکس په کښې نۀ وےجهان څۀ وۀ
ستا له مخه په جهان باندې مئين يم

چې يې احسنِ تقويم دے پېدا کړے
څۀ عېب نۀ دے چې انسان باندې مئين يم

شـېـخـه سـتـا طلـب د حـورو د غِـلـمـانـو
زۀ اقبال خو په سلطان باندې مئين يم
کۀ د وصل بها سر دے په خوښۍ مرم
هره ورځې هسې هم په بې رخۍ مرم

ماله څۀ بده وه يو ځله کۀ مړ وے
په ستم د ستمګر سلګۍ سلګۍ مرم

نقاره کېږي په عرش حورې ګدېږي
امتحان کښې سرخ رو د عاشقۍ مرم

څوک همراز د بهروسې مې پېدا نۀ کړو
ټول رازونه په زړۀ وړم قيصۍ قيصۍ مرم

زۀ په تا باندې کۀ مرم تۀ په هم ما مره
په والۍ باندې دې مرم نۀ په نتکۍ مرم

زما مينه څۀ د بلې قبيلې ده
د ښائست نه د اشنا زيات په راستۍ مرم

تا وژلے په قدم قدم اقبال دے
دومره کله په اسانه زندګۍ مرم
لږ په زوړ نظر راګوره داسې نۀ وم
و د زړۀ په سترګو کوره داسې نۀ وم

ما به ښکرې د سنډګانو تاوولې
هائے توبه د عشق له زوره داسې نۀ وم

وخت مې لوبې په غندل د ځوانۍ اوکړې
د مجنون بېد شوم نسکوره داسې نۀ وم

اورلړوني غوندې مخ مې د سکارۀ شۀ
واسطه مې ده له اوره داسې نۀ وم

هيڅ صرفه د زړۀ په وولو مې او نۀ کړه
دا د وروځو تېرۀ لوره داسې نۀ وم

په پلؤ کښې دې زما څۀ پرېښي نۀ دي
لوټ دې کړمه عادي چوره داسې نۀ وم

ستا خندا راپورې کېږي خانده خانده
قابل يم ستا د پېغوره داسې نۀ وم

لکه طفل حرکتونه دې نابوده
د اقبال برخه زروره داسې نۀ وم
زه به څه ارزو دا ستا کړم
مرګ نه هر لحظه غلا کړم

پښې مې زوړندې پہ لحدکښې
زه دې اوس هم تمنا کړم

په جنت باندې به تُو کړم
که ګزران بغېر له تا کړم

دا زما ايمان دے څنګه
که کافر دې زه اشنا کړم

نور څه نه وينم په سترکو
پېدائشي ړوند دې بلا کړم

مجنون خاورې مې د پښو دے
ستا نامه ولې لېلا کړم

دا زما شدت د مينې
تا کښې څنګه راپېدا کړم

د اقبال زړګيه چوې نه
ګزران څو به په ژړا کړم
زۂ خبر نۂ یم چې څوک یمہ زۂ څۂ یم
چرتہ راغلمہ زہ چرتہ اوس پہ تلۂ یم

فلسفې د فلسفیانو ګډې وډې
د نبیانو معجزې ګوتہ پہ خولۂ یم

کلہ خېر یم کلہ شر یم نۂ پوھېږم
ښخ پہ زمکہ باندې زۂ پہ اسمان زۂ یم

دا زما خمیر جوړ شوے عجیبہ دے
چې پہ یو وخت کښې ھم اور یم ھم اوبۂ یم

تکبر کښې د فرعون نہ مخکښې لاړ شم
عاجزي کښې ھم عیسیٰ د دھر زۂ یم

چې پېدا شومہ د ځان پہ پوھیدۂ شوم
لا قاصر د خپل ځان پہ پوھېدۂ یم

عارف څۂ د کائنات بہ شم اقبالہ
چې پخپلہ خپل لۂ ځانہ خبر نۂ یم
ستا پہ مینہ کښې دلبرہ سرخ رو مرم
تۂ یقین اوکړہ پہ ما چې باوضو مرم

ستا ارزو مې ځان سرہ راوړہ دنیا لہ
اوس چې ځمہ لۂ دنیا نہ پہ ارزو مرم

تورې سترګې تورې زلفې ګل اندامې
تۂ اھو یې کۂ پري یې پہ جادو مرم

بې حیا بہ پہ سینګار ھسې نازېږی
زۂ پہ تورې سلارۍ پہ سُور سالُو مرم

خدائې دې نۂ کړي چې زما ژبہ شي ګونګہ
ځنکدن کښې دې ھم ستا پہ ګفتګو مرم

دجلاد خوي چې دې تورو سترګو واخست
ھیڅ امید مې نیشتے اوس ارومرو مرم

دغہ تۂ یې چې د مانہ لرې تختې
دغہ زۂ یم چې دا ستا پہ جستجو مرم

شړنګہ وہ زما لۂ څنګہ چې تېرېږې
زۂ اقبال دې پہ پائیل او پہ باھو مرم
زۂ چې کلہ نہ د عشق پہ سمہ لار شوم
پہ نظر د محتسب کښې ګناہ ګار شوم

د عادت د عبادت مې ځان خلاص شو
د اخلاص پہ یو سجدہ باندې اوزګار شوم

سجدہ سہوہ پہ مُلا دہ پہ ما نۂ دہ
چې تحلیل د یار پہ خیال کښې شومہ یار شوم

د پېالې بہ څۂ اثر راباندې اوشي
ما نوش کړي دومرہ ډېر دي چې ھوښیار شوم

حثیت ئې ستا د مھر مخکښې څۂ دے
کۂ یو څو ځلہ پہ دار شومہ سنګسار شوم

ازلي ربط دا ستا راسرہ خپل ؤ
خا مخا د رېبارانو منت بار شوم

دې نہ لویہ خوشبختي څۂ دہ اقبالہ
کۂ د یار پہ مئینانو چرې شمار شوم
زۂ لہ کومہ پېدا ھسې تاب و توان کړم
چې راپورتہ ستا چشمانو تہ چشمان کړم

ولې مړ نۂ یم پہ ھجر کښې تراوسہ
شرمندہ یمہ چې زیست لا پہ جھان کړم

ستا د مینې حق بہ بیا ھم ادا نۂ شي
کۂ زۂ سل ځلہ لۂ تانہ ځان قربان کړم

ستا د وصل نہ مې وېرہ غوندې کېږي
خوګر دومرہ دې دلبرہ د ھجران کړم

کۃٔ دې وګڼلم خپل د قدم خاورې
لکہ ستورے دې زینت عین د اسمان کړم

پېغبر ګلہ صفت دې ممکن نۂ دے
پہ صفت باندې دې خپل ھزار داستان کړم

پہ وصال او پہ ھجران کښې ناقرارہ
علاج څنګ بہ زۂ اقبال د زړۂ سوزان کړم
پہ ھغہ ژبہ چې نۂ ؤ د بل چا نوم
پہ ھغہ ژبہ اوس نۂ راځي زمانوم

خلق ګوري څۂ پہ بل بل نظرونو
چې زما پہ ژبہ راشي د اشنا نوم

دومرہ ډېرہ دې پہ ما کړہ جفا یارہ
لکہ تانہ ھډو ھېر دے د وفا نوم

ستا د سترګو اشارې نہ مې زړۂ اوځي
ولې بیا بیا راتہ اخلې د بلا نوم

چرتہ ستا دے ھلتہ ذکر ھم زما دے
ستا لۂ نومہ دې زما نۂ شي جدا نوم

عشقہ څومرہ دې شتہ من کړم پہ دنیا کښې
چې یو پاتې راڅخہ دے د ﷲنوم

لېونتوب باندې مې فخر دے اقبالہ
چا ګټلے دے پہ عشق کښې دانا نوم
خولۂ پښتو مې دہ ګنډلې څنګہ اہ کړم
زۂ د درد غوټہ د چا پہ مخکښې وا کړم

بې لۂ تانہ مې اشنا پہ دنیا نیشتے
مالہ نۂ راځي ھنر چې څوک اشنا کړم

پہ سنګدل دلبر مې نۂ کېږی اثر څۂ
چې د زړۂ پہ خوږو ھر څومرہ ژړا کړم

تۂ مې یار یې ستا یاري مې زندګي دہ
ستا رقیب سرہ بہ څۂ رنګې نبا کړم

ستا تصویر بېخي بدل شي جادوګرې
زۂ د بلې زاوې نہ چې نګاہ کړم

رښتیا وائیم مصلحت مې زدہ نۂ دے
زۂ اقبال بہ چرتہ دوست څنګہ پېدا کړم
وژنی خامخا مې د یار نیت باندې پوې شوے یم
خلقہ پہ انجام د محبت باندې پوې شوے یم

مینہ پہ شروع شروع کښې خلقہ سھل کار ښکاري
ږیرہ مې کړہ سپینہ حقیقت باندې پوې شوے یم

د سترګو پہ بڼو یې ګرځولم چې ځوانی مې وہ
کلہ نہ پیری شوہ پہ عزت باندې پوې شوے یم

دا اړکہ ژبہ مې پہ بلہ باندې نہ اوړی اوس
غواړمہ جانان چې عبادت باندې پوې شوے یم

ښکلی وفا نۂ کوی کۂ ښکلو نہ وفا غواړې
اقبالہ چې وار تېر شۂ پہ فطرت باندې پوې شوے یم
کہ مرور شومہ پخولا بہ نہ شم
خپلې پښتو نہ بیا پہ شاہ بہ نہ شم

دا د عمرونو غم وھلې شونډې
کہ چرتہ ورغلې پہ خندا بہ نہ شم

داسې طرف باندې بہ ځان ورک کړمہ
ستا زړۂ بہ غواړي اشنا رابہ نہ شم

لۂ تانہ ځار بہ کړمہ سل ځلہ سر
جوړ ټیټہ ولو تہ اشنا بہ نۂ شم

مینہ چې نفي د وجود مې کوي
دومرہ ارتاو ھم با خدا بہ نۂ شم

څۂ راویات ھم پښتني دي اقبالہ
خوښ ادم خان یمہ رانجھا بہ نۂ شم
ما خوړلے ګوذار ساز دے نۂ رغېږم
دا قاتل د بل انداز دے نۂ رغېږم

طبیبان دې ھسې زړۂ راسرہ نۂ خوري
مرګ پہ ما کړے اواز دے نۂ رغېږم

دا کمزورے زړۂ بہ څنګہ ورتہ ټينګ شي
چې یې حسن باندې ناز دے نۂ رغېږم

غړېدۂ راغړېدۂ زما عبث دي
ځان مې پنجہ کښې د باز دے نۂ رغېږم

کۂ ښکارہ یې کړمہ اوس علاج یې نیشتہ
عشق مې پټ ساتلے راز دے نۂ رغېږم
کلی پہ کلی ښار پہ ښار دې ګډ کړم
کاواکہ عشقہ بې اختېار دې ګډ کړم

ستا د شرابو عجیبہ نشہ دہ
ہم دې مد ہوشہ ہم ہوښېار دې ګډ کړم

زما ګډا وہ پہ دې نۀ پوہېږم
چې پہ کوم رنګ د کوم معېار دې ګډ کړم

نظر بہ مات شي ستا د حسن څنګہ
لکہ د سپند پہ سور انګار دې ګډ کړم

فرشتو ډېرې تماشې مې اوکړې
د چړې لاندې او پہ دار دې ګډ کړم

رضا شاملہ د اقبال نۀ وہ څۀ
د ګډاګي غوندې پہ تار دې ګډ کړم
تا د خپل د زړۀ رضا کړہ زۀ دې خوار کړم
پورې عنتہ دې پہ ما کړہ زۀ دې خوار کړم

پہ سر سترګو مې منلے دے ستا حکم
تا چې ہر کلہ ندا کړہ زۀ دې خوار کړم

درس د صبر دې عالم لہ ورکولو
پہ زما ځان دې بلا کړہ زۀ دې خوار کړم

د جنت عېش و عشرت نہ دې خبر کړم
ہم خوږہ دې دا دنیا کړہ زۀ دې خوار کړم

زۀ اقبال تراوسہ نۀ یم رسېدلے
تا وفا کۀ کړہ کۀ جفا کړہ زۀ دې خوار کړم
ستا ښائست غوښتۀ اظہار زۀ دې بہانہ کړم
اخستل وو رانہ کار زۀ دې بہانہ کړم

راویستل زما د خلد نہ ستا مقصود وو
ورلہ جوړہ دې کړہ لار زۀ دې بہانہ کړم

پہ یو موټي غوندې زړہ مې اختیار نشتے
دا زما څنګہ اختیار زۀ دې بہانہ کړم

بې لۀ مانہ چا سرہ حساب کتاب دے ؟
مخلوقات ہزار ہزار زۀ دې بہانہ کړم

رنګېني د خپل د حسن دې ښودلہ
دا خزان او دا بہار زۀ دې بہانہ کړم

زرورو نہ یا لرې او یا غلی
د مجبور څنګہ انکار زہ دې بہانہ کړم
چې ستا لمن نۀ نیسم چرتہ لاړ شم
اوښایہ ماتہ چې بل درتہ لاړ شم

د ښارې لېوګانو مات رامات کړم
څۀ ضمانت دی کۀ تور غر تہ لاړ شم

پېدا ثاني مې ستا د حسن نۀ کړو
کلہ سپوږمۍ او کلہ نمر تہ لاړ شم

کلہ لۀ مانہ چې ہمت او نۀ شي
پہ منډہ منډہ مقدر تہ لاړ شم

زما پہ حال پورې لا نور اوخاندي
زۀ پہ ژړا چې ستمګر تہ لاړ شم

چراغ د نېمې شپې سلګو باندې یم
معجزہ بولہ چې سحر تہ لاړ شم

اقبالہ درومي غم د یار راسرہ
زۀ کۀ د بلې دنیا سر تہ لاړ شم
کہ زما شې اوس دې څۀ کړم
چې دې خاورې خستہ زۀ کړم

د مړ څۀ کار لۀ ژوندیو
پہ مثال دې زۀ د مړۀ کړم

د چا زۀ نہ دا زما څوک
کاڼی بوټی دې د غرۀ کړم

چې د قند پہ شان لہ خوږ وم
زہر تریخ دې پہ تارخۀ کړم

نوم دې نۀ اخلم پہ خولہ چې
څومرہ جبر پہ خپل زړۀ کړم

تۀ پخپلہ صلاح را کړہ
داسې حال کښې بہ څۀ ؤکړم

د دنیا نہ مې زړۀ تور دی
چالہ ږیرہ تور وېختۀ کړم

د اقبال وس کۀ پہ ځان وی
مړ بہ ځان ستا پہ کاتۀ کړم
بغېر لہ تانہ لا ژوندے څنګہ یم
اے زړۀ او ځانہ لا ژوندے څنګہ یم

ژوندے خو یمہ خو ژوندے نۀ یمہ
بغېر لہ ساہ نہ لا ژوندے څنګہ یم

د عشق بلا نہ چاخلاصے موندے دے
لۀ دې بلا نہ لا ژوندے څنګہ یم

تۀ بہ مې ہېر کړی دا یقین نۀ راځي
زما جانانہ لا ژوندے څنګہ یم

ہر ورځ وژنې مې د خپلہ لاسہ
تپوس لۀ مانہ لا ژوندے څنګہ یم

پہ زړۀ مې ستا غم لکہ غر پروت دے
دومرہ پہ ګرانہ لا ژوندے څنګہ یم

د کج نظر مې تصور نہ ؤ کړے
زۂ مھروبانہ لا ژوندے څنګہ یم

چې چرتہ غم وی ما اقبال لہ ګورې
ستا د جفا نہ لا ژوندے څنګہ یم
خپلې وينې زہ د چانه تپوس وکړم
له اغياره کۀ اشنا نه تپوس وکړم

په ګلونو دا ګلۍ کېږي لۀ کومه
د بينګړې نه کۀ ټيلا نه تپوس وکړم

ولې نخښه د هر کاڼي سر زما دے
د مجنون نه کۀ دانا نه تپوس وکړم

په دې خاؤره باندې چاخور کړے شر دے
د کوم خان د کوم ملا نه تپوس وکړم

تېزندي هره سازيږي مې مرۍ له
د منصف نه کۀ بادشاه نه تپوس وکړم

کشتۍ کله به مې اوځي له ګردابه
د ساحل کۀ ناخدا نه تپوس وکړم

حالات ولې رڼا کېږي نه اقباله
د شفق نه کۀ صبا نه تپوس وکړم

( بينګړه د تناول يو غر او ټيلا د تور غر يوه څوکه عموماً په اوګۍ باندې
باران لۀ دې اطرافو نه راځي )
د هغۀ دلـبـر بـه کومـه ادا سـتائيم
زيات به څۀ کړم د رڼا کۀ رڼا ستائيم

ګوهر ماته خوله صدف پرېږدي بهر شي
چې د يار د سپينو غاخو برېښنا ستائيم

ستوري مخ باندې څادر د سحاب کش کړي
زۀ چـې شمس الضحا بـدرالـدجـا سـتائـيم

سر درو کښې زرکان واغوندي دامونه
چې په شوق د جانان ښکلې خندا ستائيم

شهنائي چې په ښادۍ کښې وير ژړا کړي
دا په دې چې اثر ناکه ندا ستائيم

چې نشه يې نۀ کوزيږي ابدي ده
آ، شرابو مخکښې څۀ به صهبا ستائيم

چې يوسف د غلامۍ يې ارزومند دے
زۀ اقـبال د دواړو کونو اقـا سـتـائيم
نن صبا داسې حالاتو سره مخ يم
چې د مرګ د سکراتو سره مخ يم

په لاسونو کښې مې نۀ راځي د تار سر
د ګنجلکو معاملاتو سره مخ يم

د د نيا سفر اسمان زمونږ پاتال ته
د زړو زړو خيالاتو سره مخ يم

ما پخپله ځان له نۀ دي پېدا کړي
د يـارانـو بـراکاتـو سـره مـخ يـم

ولې نۀ چوې زما زړۀ حېران په دې يم
د زړۀ چؤدو احساساتو سره مخ يم

چې خوړلے مې ترې ټول عمر نقصان دے
زۀ د هغه رواياتو سره مخ يم

اخـر لار بـه لـټـول غواړي اقـباله
ميراثه کښې مشکلاتو سره مخ يم
کۂ نۂ صبرېږمہ خو صبر بہ شم
د زمانې رضا پہ جبر بہ شم

کہ تورو زلفو غوندې تاؤ راتاؤ شوم
ھلہ زینت د شاہ د صدر بہ شم

ستاسو درشلې نہ کۂ تېر نۂ شومہ
ستاسو د کور پہ مخکښې قبر بہ شم

لکہ ھلال یم د تیارو ملګرے
پہ دې امید چې چرتہ بدر بہ شم

پہ ارادہ ترې خفہ کېږمہ لږ
اقبالہ پوې خپل پہ قدر بہ شم
د مینې یارہ زۂ ودان پہ تایم وران پہ تا یم
د زړۂ قرارہ زۂ ودان پہ تا یم وران پہ تا یم

بغېر لہ تانہ پہ دې لوے جھان کښې څوک دی زما
زما د پارہ زۂ ودان پہ تا یم وران پہ تا یم

زہ پہ سپرلی او پہ ګلونو باندې څہ کومہ
ګل و ګلزارہ زۂ ودان پہ تا یم وران پہ تا یم

پېژندګلو لکہ فرانس زما پہ تا باندې دہ
د پېرس ښارہ زۂ ودان پہ تا یم وران پہ تا یم

ودانوې کۂ ورانوې مې دغہ ستا خوښہ دہ
زما معمارہ زۂ ودان پہ تا یم وران پہ تا یم

لکہ تنزرے چې پہ دشتہ کښې چکړې وھم
مستی خمارہ زۂ ودان پہ تا یم وران پہ تا یم

خوږې نغمې چې خورومہ زۂ اقبال رنګا رنګ
رباب ستارہ زۂ ودان پہ تا یم وران پہ تا یم
 (عنایت)
پرواہ نیشتے کۂ ستا مینہ کښې برباد یم
خو دا ستا پہ بربادۍ باندې ناښاد یم

ستا غمونہ دې پہ ما باندې انبار شی
پہ دنیا باندې راغلے غم نژاد یم

شېرینۍ مې پہ نصیب نیشتے خبر یم
نصیبہ باندې راغلے د فرھاد یم

سمولے خپلہ ورانہ نۂ شم خپلہ
کۂ د خلقو پہ نسبت باندې استاد یم

خوشحالۍ بہ مې ویشلے کۂ مې وس وے
زۂ پہ خوی باندې حاتم یمہ جواد یم

ستادخیال زنځیر زما پہ پښہ کښې پروت دے
چرتہ تلے نۂ شم پہ نوم باندې ازاد یم

حل د ھرې مسٔلې دہ مینہ واؤرہ
زۂ اقبال پېدا پہ دغہ اعتقاد یم
 ستا پہ مینہ کۂ بل چاتہ وۂ کسم
ړوند دې شمہ چې ھیچاتہ نۂ کسم

ستا د مینې رڼائی دہ زما زړۂ کښې
زۂ د نمر سپوږمۍ رڼاتہ څۂ کسم

تانہ زیات نیزدې زما زړۂ تہ څوک نیشتے
بنګړے مات کړم ولې تاتہ زړۂ کسم

سترګې ټینګې چې پہ ماکړې ساہ مې خېژی
زړۂ مې غواړی چې بلاتہ ښۂ کسم

د ستم غشی چې ستا داسې وریږی
جوړہ ھر وختې ژړاتہ خولۂ کسم

علامو نہ راتہ داسې معلومیږی
لږو ورځو کښې بدیاتہ تلۂ کسم

ھمت دومرہ نن اقبال څنګہ راغے
ډکہ سترګہ چې اشنا تہ زۂ کسم
 (ذوالقافتېن)
نۂ پوھېږم چې رضا څنګہ اشنا کړم
د حالاتو نہ اګاہ څنګہ اشنا کړم

چې قبولہ ستا پہ در باندې زما شی
زۂ ھغہ سجدہ ادا څنګہ اشنا کړم

ھر سړے ګوتہ پہ ما پورې راکاږی
د مخ تورکے بہ صفا څنګہ اشنا کړم

ما پہ ټول جھان کښې تۂ خپلہ ګڼلې
تا دې خلقو تہ تنھا څنګہ اشنا کړم

د کوم در نہ چې زما طمع وہ ډېرہ
ھغہ در نہ بې نوا څنګہ اشنا کړم

د قیامت سختہ بہ دې نہ ډېرہ څۂ وی
ستا د ھجر شپہ صبا څنګہ اشنا کړم

عشق پښتو اقبالہ دوہ ابدارې تورې
یو ځاے یو تېکی کښې دا څنګہ اشنا کړم
چا سرہ کېنم چاتہ زړۂ وسپړم
زړۂ مې ویرېږی څنګہ خولۂ وسپړم

پاخہ دہ بخت ځما خطا وھلې
ھنر مې نۂ زدہ چې ګیندۂ وسپړم

قیمت د مښکو پہ ختن کښی کم شې
چې دې رو رو زلفې وېختۂ وسپړم

دا چی ګلونہ اکثر کوز ګوری
باغ کښی زخمونہ چې د زړۂ وسپړم

معمہ د عشق بہ ځما حل نۂ شی
زۂ کۂ ھر څومرہ ھم مازغۂ وسپړم

اقبالہ ډېر ګوتہ پہ خولہ پاتې شی
چې د غزل کلہ خواږۂ وسپړم
پہ سلیقہ چې د ژوندون پوھہ شوم
پرچہ طلب شوہ چې مضمون پوھہ شوم

را باندې حکم د پھانسۍ و شو
د عاشقۍ چې پہ قانون پوھہ شوم

ښار او د مینې نالږی دہ ځان کښې
اوسېد صحرا کښی چې مجنون، پوھہ شوم

دا خلق ھم کم ظالمان خو نہ دی
بې رحمہ ځکہ دے ګردون پوھہ شوم

دا دنیا بار دے دومرہ ډېر یې مہ ږدہ
زمکې چې ونغړد قارون پوھہ شوم

موندے اقبالہ شی د خداے مینہ کښی
کوت مې بې ځایہ ځاے سکون پوھہ شوم
دا زما مینہ دہ څنګہ نہ پوھېږم
دریاب نور زیات کہ غورځنګہ نہ پوھېږم

ستا غمونہ مې زغم کړۂ څنګہ څنګہ
لېونے شوم نہ ملنګہ نہ پوھېږم

پہ نظر کښې مې دنیا د مچ وزر شو
بې لہ تاج و تخت اورنګہ نہ پوھېږم

زہ کہ تا باندې ځان وژنمہ بې درېغہ
ستا زدہ راسرہ جنګہ نہ پوھېږم

تہ پټېږې پہ فانوس کښې لکہ شمع
زہ پہ تا پسې پتنګہ نہ پوھېږم

خپلې زلفې کہ ځما کفن کښې پټې
رخصتېږم چې کوم درنګہ نہ پوھېرم

پہ تش بوی باندې بہ عمر کړمہ تېرہ
د اقبال لاچی لونګہ نہ پوھېږم
راز د چا سرہ شریک کړم نہ پوھېږم
څنګہ وران د تندی لیک کړم نہ پوھېرم

لکہ زہ تا پسې مرمہ خپلہ یارہ
پيدا ستا زړہ کښې تحریک کړم نہ پوھېږم

بې لہ تانہ مې بل خیال پہ زړہ کښې نیشتہ
حافظہ بہ څنګہ ټیک کړم نہ پوھېږم

د بېلتون ویرہ دې ھر وخت راسرہ دہ
څنګہ جز دې لا نفیک کړم نہ پوھېږم

ټوقو ټوقو کښې اشنا مې مرور کړو
اوس رضا پہ کوم تکنیک کړم نہ پوھېږم

ستا اعتبار راباندې نہ راځی څہ اوکړم
ځان کہ تالہ ھندو سیک کړم نہ پوھېږم

ټګی ھر ښکلی اقبالہ راسرہ کړہ
پېدا چا سرہ اړیک نہ پوھېږم
مرګ نہ مخکښې دې یو ځلہ لیدل غواړم
ستا او خپلہ وفا ځان کښې تلل غواړم

تۂ پہ څۂ باندې خفہ یې نہ پوھېږم
زہ لہ تانہ خپل ځان پویہ ول غواړم

چې دا ستا نظر کښې تور راباندې نہ وی
زہ دنیا تہ کلہ مخ سپینول غواړم

خدوخال دیو تصویرمې دے پہ زړۂ کښې
لہ مودو نہ دا تصویر جوړول غواړم

زرۂ ځما دا ستا لہ غمہ د چؤدو دے
چغہ نہ اوځی کہ چغہ کول غواړم

شاعری مې ځما ستا مکالمہ دہ
ھم اظھار دے ھم یې پټہ ساتل غواړم

کہ ھر څو فصیح زبان یمہ اقبالہ
نۂ راځی پہ ژبہ څۂ چې وئیل غواړم
ستا کہ زړۂ یخېږی اشنا مړ ښہ یم
ستا پہ مخکښې بحث څۂ دے زۂ پړ ښہ یم

ستا تھمت اعزاز ځما لہ پارہ دے
ستا پہ تھمتونو کښې ککړ ښہ یم

ښہ شوہ چې رسوا شوم ستا پہ مینہ کښې
ښہ شوہ ستا پہ مینہ کښې نومړ ښہ یم

مات ھډوکی ګرځم ستا پہ مینہ کښې
دل ول وړے ستا د عشق لوړ ښہ یمہ

د یارہ چې جدا یمہ خانی څۂ کړم
کۂ یار می ھمسفر وی نو اجړ ښہ یم

تہ خوشحالہ اوسہ زۂ خوشحالہ یم
زۂ اقبال پہ عشق کښې مربړ ښہ ېم
ړوند یمہ جانانہ بل څوک نہ وینم
ځار شمہ تانہ بل څوک نہ وینم

ستا حسن پہ ھر حسن کښې خور وینم
ښائست د درست جھانہ بل څوک نہ وینم

پښتون یم لہ وعدې بہ څنګہ واوړمہ
لاړ کہ شم لہ ځانہ بل څوک نہ وینم

زہ یوازې تا باندې مئین نہ یم
مری پہ تا جھانہ بل څوک نہ وینم

اقرار رانہ پہ ژبہ باندې څہ غواړې
ځما د زړہ ایمانہ بل څوک نہ وینم

بل خوا تہ بہ څہ رنګې نظر وکړم
اقبال د زړہ درمانہ بل څوک نہ وینم
شیخہ جنت ستا شو دوزخی ښہ یم
څښمہ شراب څښمہ شرابی ښہ یم

تہ راتہ لہ مخہ نقاب پورتہ کړہ
زۂ پہ سرو لمبو باندې ستی ښہ یم

وروځې دې لیندۂ باڼۂ ببر ساتہ
زړۂ او پہ ځیګر باندې زخمی ښہ یم

زلفې پہ سینہ باندې خورې پرېږدہ
غم مۂ خورہ ځما زۂ پرې پھانسی ښہ یم

زھد مې پہ غاړہ د ریا مۂ شہ
د خلقو نظرونو کښې عاصی ښہ یم

نوم دې زوتہ ومہ مخ مې ھېر شو ستا
لا ھم ثواب زیات دے حفجی ښہ یم

اقبالہ تقاضې د غزل نورې دی
امین د روایاتو بدعتی ښہ یم
اوس مې مہ ګورہ جانانہ ھغہ نہ یم
اوس ورېږمہ لہ ځانہ ھغہ نہ یم

ھغہ زوړ تصویر پہ زړۂ کښې مې سمبال کړہ
ائینہ بہ شی حېرانہ ھغہ نہ یم

مالہ یارہ تۂ ھغہ یې لکہ وې چې
وخت څہرہ مې کړلہ ورانہ ھغہ نہ یم

چې باعث شی د نفرت ھغہ وصال څہ
خوښ یم خوښ یم پہ ھجرانہ ھغہ نہ یم

ما د سترګو نہ د زړۂ دنیا تہ کوز کړہ
دلتہ ډېر یمہ پریشانہ ھغہ نہ یم

ستا د مینې پہ احساس کښی مرګے غواړم
پہ اقبال وکړہ احسانہ ھغہ نہ یم
تا ھمت و نۂ کړو ګنی زۂ لہ سرہ تېر وم
دا خلق خبر دے پہ حساب لکہ د شېر وم

چا مې رقابت تہ اېښودلے غاړہ نۂ شوہ
پېدا لہ مور یو ومہ پہ سلو باندې شمېر وم

ھیڅ مې پکار نۂ شُو تورزنی او زور د مټو
ټول جھان تہ زېرشوم چې دا ستا پہ مخکښې زېر وم

د باغ بلبلې څۂ خبر ځما قدر و قیمت نہ
پہ تورو تورو غرونو کښی ښائستہ ګل د نمېر وم

د لویو سرہ لوے او د وړو سرہ وړکے
خوږو لہ پارہ خوږ او تریخ لہ تریخ لکہ ګنډېر وم

پېدا وم پہ دنیا کښې پہ خپلې طبع باندې
نۂ ځما پہ شان لہ څوک او نہ د چا پہ څېر وم

پېدا پہ ھزارہ کښې وم نافہ خلقہ خوشبویہ
نہ باګرام پہ سمہ نہ پہ سوات نہ پہ بونیر وم

دغہ ھمرہ اصناف دومرہ رنګونہ چا کښې نیشتہ
اقبال کہ انصاف وشو لہ ھر چا ځنې ډېر وم
چې یو ځل دې اووینمہ بیا دې مړ شم
د زړۂ تاتہ اووایمہ بیا دې مړ شم

پہ نظر د نورو خلقو کښې خو پړ یم
ستا پہ مخکښې چې وړ شمہ بیا دې مړ شم

پروت پہ خپو کښې مې زنځیر د مجبورۍ دے
ستا پہ لوری وتختمہ بیا دې مړ شم

کہ مې وژنی ستا پہ تور باندې دلبرہ
صفائی کہ ورکومہ بیا دې مړ شم

بلہ ھرہ ارزو مې زړۂ کښې مړہ دہ
بې لہ تا ارزو لرمہ بیا دې مړ شم

ستا پہ مینہ کښې اقبال لہ ځانہ ورک دے
خپل ځان کہ پېدا کړمہ بیا دې ورک شم
ستا غم لېونے کړمہ اشنا چرتہ وتختم
د زړۂ وینې مې څښی لہ بلا چرتہ وتختم

نصیبہ اوس پہ تا دہ کہ څہ لار دې اویستلہ
راګېر د محبوبې پہ قلا چرتہ وتختم

د مرګ غوندې ځما پہ تعاقب کښې راروان دے
ھیڅ لار نہ معلومیږی پہ غلا چرتہ وتختم

ادل بدل څپېړې راکوی رالہ پہ مخۂ
ماشوم چغې وھم پہ ژړا چرتہ وتختم

نفلونہ مې ډېر اوکړۂ پېزارونہ مې ډېر سم کړۂ
قبلیږی نہ ځما زۂ دعا چرتہ وتختم

غارمۂ مې پټ اوباسی ژبہ تندې نہ مې اوځی
نظر نظر صحرا پہ ھوا چرتہ وتختم

اقبالہ دنیا ټولہ مې دښمنہ شوہ پہ عشق کښې
ھر چا غشے راخکلے پہ ما چرتہ وتختم
چي مې وژنی ھم ھغۂ باندې مئین یم
ځما خدایہ زۂ پہ څہ باندې مئین یم

ورتہ ګورمہ پہ لاس مې نۂ کېوزی
د ھوا پہ یو مارغۂ باندې مئین یم

پرېکوی مې د زړۂ غوښې صبر ګران دے
د سرو زرو پہ چاړۂ باندې مئین یم

پارسائی مې داسې نۂ دہ چې سجدې کړم
د یو ښکلی پہ ھر پلۂ باندې مئین یم

زړۂ ځما پہ ھر نظر سرہ اوباسی
زۂ یې بیا ھم پہ کاتۂ باندې مئین یم

پہ پستہ خولہ یې یو ځل تېروتے نۂ یم
د ھر ځل پہ تېرواتۂ باندې مئین یم

اقبال نۂ پوھېږم زۂ پہ یار مئین یم
کہ دا زۂ خپل پہ زړۂ باندې مئین یم
کۂ د سر پہ بدلہ کښې جانان مومم
یقین وکړہ چې وېړیا او ارزان مومم

ھغہ څۂ سترګې چې تا پرې لیدے نہ شم
ستا د دید قابل بہ کلہ چشمان مومم

دې خپلې تندې زۂ بہ یم وژلے
مېخانہ چې څو د پیرِمغان مومم

چې ستا عکس یې دے لیدلے ائینہ کښې
ھر سړے ګوتہ پہ خُلہ پریشان مومم

چې پہ عشق کښې ګټہ غواړی لېونی دی
ما دې وګوری شورو نہ تاوان مومم

چې راکړے خپل طبیب مې دے اقبالہ
د ھغہ درد کلہ بل نہ درمان مومم
بس یو ځلہ د لیدو دې ارزومند یم
نور ستومانہ د ھجران پہ دغہ ژوند یم

څو خبرې ستا پہ مخکښې اېښودل دی
پشی شاہ وم ھغہ شان لکہ سرګند یم

تور تارو نعرې وھم پہ زورہ زورہ
پسرلے دے پہ قفس دننہ بند یم

د حالاتو پہ ترخو خوړولو تریخ شوم
پہ ماضی می نظر وکړہ لکہ قند یم

دومرہ ډېر حسن نظر بہ کلہ مات شی
زۂ یو موټے کۂ لوګے درتہ سپند یم

مات دې شم ذرې ذرې دې زۂ اقبال شم
چې یو څو ورځې بنګړے دې پہ مړوند یم
نۂ زۂ رند یم نۂ شراب څښم
ژوند لحظہ لحظہ سراب څښم

چې تصویر وی ستا د حسن
زۂ پورہ پورہ کتاب څښم

زړۂ زما لکہ حباب چوی
سردجوشی چې د دریاب څښم

دریابونہ د رحمت ستا
د شبنم قطرې ګلاب څښم

حرام نۂ دی مالہ پارہ
پہ حالت کښې چې د خواب څښم

ملا څۂ حکم دے مالہ
کۂ پہ نېت یې د ثواب څښم

راکوې اصیل بہ راکړې
نۂ عنب څښم نۂ عناب څښم

جل وھلې للمہ زمکہ
پہ مړہ باندې سېلاب څښم

موندے کېږی نہ اقبالہ
ګنی خم خانہ خراب څښم
ستا د مینې پہ جامونو باندې مست یم
پہ ھزار رنګا رنګونو باندې مست یم

کہ مې باز کہ شھباز خوری پرواہ نیشتے
لکہ زرک پہ اوازونو باندې مست یم

د ستار او د رباب مې څۂ حاجت دے
زۂ د خپل پہ زړۂ تارونو باندې مست یم

شېخہ حورې کہ غلمان دې واړہ ستا شو
د ځوانۍ پہ ګناھونو باندې مست یم

څوک مې رند کہ لېونے بولی ھر څہ یم
عشقہ ستا پہ القابونو باندې مست یم

نیازہ وړی غوندې خود بہ مې پہ سر وړی
پہ چپو پہ سېلابونو باندې مست یم

چې پہ وېخہ پہ رڼا ورځې یې وینم
اقبال خپلو پہ خوبونو باندې مست یم
کلہ کلہ ېادوې مې کہ دې ھېر کړم
دغہ راز بہ زۂ د چانہ رابرسېر کړم

د چا مخکښې نوم د یار اخستے نۂ شم
د کمزوری زړۂ ھمت بہ څنګہ ډېر کړم

امزرے ومہ د بڼ سودا مې نۂ وہ
زمانې پہ سلاخونو کښې راګېر کړم

چا د زړۂ درد مې محسوس نہ کړو تراوسہ
کہ زۂ ټول داستان لہ سرہ ورتہ تېر کړم

ھغہ یار مې طلب پرېښود داسې ښکاری
دا بہ ښہ وی ځان پہ مړو باندې شمېر کړم

سر دې ولې پہ یار کښې نہ ښود اقبالہ
ګرځم ګرځمہ بیا دې نقطې تہ پېر کړم
تۂ بہ ھغہ شان ګڼې چې ھغہ زوړ یم
زہ لہ برما یم پرېوتے ګور تہ جوړ یم

پہ دې طمع کہ مې ستا دیدن نصیب شی
ګنی ډک یم تر مرۍ لہ ژوندہ موړ یم

اننګو کښې مې سرخی د وینې نیشتے
د ګنی د پوګ پہ شان بېخی نچوړ یم

چې قربت یې زما غوښت پہ دعاګانو
پہ نظر کښې د ھغې مریض د کوړ یم

زدہ مې نہ دی چې پہ شاہ شم نیمہ لارکښې
طمعدار د ښکلی یار نہ ھم د توړ یم

ساہ مې لنډہ لنډہ کېږی زر رادرومہ
بیا نبضونہ بہ مې ګورې زہ بہ سوړ یم
دې دنیا تہ څلہ راغلم پہ دې راز باندې پوې نہ شوم
لہ انجامہ خبر نہ یم پہ اغاز باندې پوې نہ شوم

واړہ خلق نہ پوھېږی خوزوی سرونہ ھسې
کہ یوازې زہ پہ سُر د نے نواز باندې پوې نہ شوم

دغہ څنګہ دلبری وہ ، دغہ څنګہ دلداری وہ
ستا پہ ناز باندی پوې نہ شوم پہ انداز باندې پوې نہ شوم

نہ زۂ اوسوم شنہ لوخړہ نہ انګار د مینې کم شو
دغہ سوز باندې پوې نہ شوم پہ ګداز باندې پوې نہ شوم

چې نسبت یې تا سرہ دے ھغہ ھم راباندې ګران دی
پہ رقیب باندې پوې نہ شوم پہ غماز باندې پوې نہ شوم

دغہ ستا خیال مې د زړۂ نہ یو ساعت لہ پارہ نہ ځی
پہ تسبیح باندې پوی نہ شوم پہ نماز باندې پوې نہ شوم

زہ اقبال چې فرزانہ یم مستانہ یم لېونے یم
تا چې ماتہ رابخښل دے پہ اعزاز باندې پوې نہ شوم
ستا د وصال سوال پہ کوم بابا وکړم
نہ راځی تدبیر چې څہ اشنا وکړم

یقین ستا د دیدن کہ پس لہ مرګہ وے
سل ځلہ د مرګ بہ تمنا وکړم

ترس د چا نہ راځی پہ ما باندې
زہ کہ پہ سرو وینو ھم ژړا وکړم

مالہ بې د مینې نہ څہ نۂ راځی
بیا چرې ژوندے شوم زہ بہ بیا وکړم

ھر سړے دښمن زما د مینې دے
اقبالہ بھروسہ اٰخر پہ چا وکړم
زہ لہ تانہ یارہ نور څہ نہ غواړم
مالہ بس یو زړۂ را تانہ زړۂ غواړم

ستا پرې څہ ځی دې باندې پوھېږم نہ
یو ساعت چې مخ تہ دې کاتۂ غواړم

د خلقو بہ څہ لوے لوے امیدونہ وی
زہ څہ خواھشات واړۂ واړۂ غواړم

بیا مې سر کښې وینہ ډېرہ شوې دہ
بیا چې د اشنا کوڅې تہ تلۂ غواړم

یو موټے ایرہ د عشق اقبالہ یم
باد یې کړمہ ډېر چرتہ انختۂ غواړم
ھغہ کۂ نۂ وے زۂ شاعر بہ نۂ وم
د تورو دومرہ لوے ساحر بہ نۂ وم

کہ دا ستا حسن مې لیدلے نہ وے
داسې د ھر حسن کافر بہ نۂ وم

ستا د بلند قامت اثر دے پہ ما
پہ خپل قدباندې غاوِر بہ نۂ وم

ستا محبت دے چې ښکارہ یې کړمہ
پہ تورو غرونو کښې ظاھر بہ نۂ وم

شعر مې یادګار دے پس لہ مرګ اقبالہ
د چا پہ خیال او پہ خاطر بہ نۂ وم
پہ زاړہ مینہ دې رو رو مشغولېږم
لکہ شین لرګی پہ شان ھسې دودېږم

زما سترګو کښې دا ستا عکسونہ تت شو
بھانې جوړې کړمہ خپلہ پری غولېږم

ھغہ ښہ دی پہ یوہ لار شی پہ عشق کښې
لېونے نۂ شومہ نہ درنہ صبرېږم

تسلی پہ ھر قدم ھسې د زړۂ کړم
حقیقت راتہ معلوم دے ښہ پوھېږ م

دا نشہ د محبت مې دہ اقبالہ
پہ نری باد د نختر غوندې ځنګېږم
تا د زړۂ نہ اویستمہ کہ دې یاد یم
ستاپہ مینہ کښې لا ھغسې برباد یم

تا خویونہ د شېرینې پیدا نہ کړل
پېدا شوے د ازلہ زہ فرھاد یم

پېښاور کہ پہ تیراہ باندې اباد دے
د زړۂ سرہ زہ پہ تا باندې اباد یم

کہ مې ستا مینہ حاصل نہ شی څۂ نیشتہ
کہ زہ دون دزمانې یم کېقباد یم

دا دنیا خواږہ دمینې پہ سبب دہ
زہ اقبال پېدا پہ دغہ اعتقاد یم
دا زما غم نہ دے عام غم
نہ د میو نہ د جام غم

زما لوږہ دہ د مینې
نہ د ګېډې د طعام غم

رنګ مې زېړ لکہ شړشم ګل
وینہ څښی مې خون اشام غم

تر لحدہ مل زما شو
ھسې او موندۂ دوام غم

سوال زما دے بل دې نہ شی
لکہ زہ کړم بې ارام غم

خوشحالۍ خوند نہ خبر څہ
پہ ھر چا چې وی مدام غم

ډېر بہ خکېل زما پہ شان وی
ستا پہ مخ زلفې لام لام غم

چې دغم پہ ورځ پېدا دے
داقبال واړہ کلام غم
چې اوس نہ راځې دبیا راتلۂ دې څہ کړم
پہ مزار باندې زما راتلۂ دې څہ کړم

زما سترګې اوږې ډېرې ستا د دید شوې
چې مرګ پټې کړې اشنا راتلۂ دې څہ کړم

چې د زړۂ نہ نۂ راتللې ښکلیہ یارہ
زمونږ کور تہ دخطا راتلۂ دې څہ کړم

د وفا پہ نیت یوې ګھړۍ لہ راشہ
ھرہ ورځې بې وفا راتلۂ دې څۂ کړم

انتظار کښې چې دې نن مریض سلګۍ کړې
و طبیبہ دصبا راتلۂ دې څۂ کړم

ترس خوړلے پہ اقبال دې چرتہ نۂ دے
جنازہ کښې پہ ژړا راتلۂ دې څۂ کړم
زۂ منکر نہ یم پہ یار باندې مئین یم
کۂ مې سر ورباندې ځی پہ سر کفن یم

ما اقرار د محبت اوکړو پہ ډاګہ
زۂ پہ دې باندې د ھر سړی دښمن یم

د پردو نہ خېر د خپلو نہ زیات خوږ یم
نن د عشق پہ دنیا کښې لوے تورن یم

پہ غماز پسې ورځم ویستلې تورہ
لہ پېړو پېړو نسب باندې تورزن یم

دا چې ھر سړے زما لہ څنګہ تختی
زما فخر دے دعشق پہ رنځ پمن یم

دا چې تۂ راڅخہ نہ یې ھیڅ ھم نیشتہ
کۂ د سرو سپینو دنیا باندې څختن یم

زۂ پښتون یم زما مینہ پښتنہ دہ
نہ رانجھا یم نہ مجنون یم نہ کوھکن یم

ھیڅ ھم نیشتے تۂ ھمت اوکړہ جانانہ
زۂ اقبال درتہ پہ ھر قسمہ ضامن یم
لکہ د ښځو پہ شان مینہ کښې ژړلے نۂ شم
ګنی زۂ ځوان نۂ یم ګولۍ پہ زړۂ خوړلے نۂ شم ؟

ستا دې د سترګو اشارت وی اشنا اوګورہ بیا
سر د رقیب زۂ پہ ګاڼۍ کښې ورکولے نۂ شم ؟

دا زۂ پښتون یمہ پښتو زما نظر کښې ساتہ
جیګہ شملہ د چا پہ پښو کښې اېښودلے نۂ شم

زما رسمونہ رواجونہ اشنا بل شان لہ دی
زۂ د مجنون او د فرھاد مینہ کولے نۂ شم

زۃٔ چې کمزورے یمہ یو پہ تا کمزورے یمہ
مرګ قبلولے شم منت د چا وړلے نۂ شم

پہ ھغہ ورځ باندې اقبالہ مرګ دې مالہ راشی
چې ښہ تہ ښہ او بد تہ بد دا زۂ وئیلے نۂ شم
زړۂ چوی د غماز چې نوم د یار اخلم
زۂ یې ښہ لہ قصدہ پہ بار بار اخلم

زۂ د بې وسۍ نہ یې مزې اخلم
نۂ غواړی چې دے زۂ ھغہ لار اخلم

حق د یارۍ بیا بہ ھم ادا نۂ شی
زۂ کۂ د اشنا د سر ګوذار اخلم

د یار پہ معاملہ کښې بې اسرې یمہ
زۂ د مصلحت نہ کلہ کار اخلم

ولې امتحان نہ مې تېرباسی بیا
پوھہ دے پہ سر باندې بہ دار اخلم

تندہ مې د مېنې لا زیاتېږی ځی
لب د یار چې خولہ کښې سرۂ انګار اخلم

زړہ درھم دینار ا قبال راوړے دے
نن بہ پرې یوسف سرِ بازار اخلم
زۂ د یار غمونو ھسې رنګې خوار خستہ کړم
زړۂ مې وران کنډر دے دا بہ څنګہ اراستہ کړم

یار پہ سپینہ خولۂ راکړۂ پرېکړی جوابونہ
څنګہ امېدونہ ورسرہ بہ وابسطہ کړم

وخت مې ھسې لوبې د ځوانۍ پہ متاع اوکړې
اوس کلہ ارزېږی کہ ھر څومرہ یې سستہ کړم

خیال ساتلے شوے رانہ خپل نہ دے منمہ
تا خو بہ غزلہ د ګلونو ګل دستہ کړم

د یار ترش روی بہ لاړہ نہ شی اثار نیشتے
زہ کہ خپلہ ژبہ ورتہ ډېرہ ھم پستہ کړم

خلق غلامی د چا قبول کړی لاس بستہ شی
زۂ دې غلامۍ زما دلبرہ دل بستہ کړم

پرې مې ښوہ صبا تہ پہ صبا مې فېصلہ شوہ
د نن نہ طمع نیشتے زۂ دې دومرہ شکستہ کړم

چتی پہ بازانو باندې بلوسی تماشہ دہ
و خوارہ نصیبہ زۂ دې کوم ځاے پېوستہ کړم

شعر پہ اقبال لکہ باران پہ شان لہ ووری
خدائیګو کہ راټولہ بې یارانو تنستہ کړم
زۂ د دروغو شاعری نہ کوم
زۂ انتظار کوم تادی نہ کوم

چې مې د زړۂ نہ لمبہ پورتہ نہ شی
بڅری نہ پُوکم خواری نہ کوم

ګوھر مې لاسو لہ راځی پخپلہ
زۂ بې فائدې شناوری نۂ کوم

ترجمانی کړم د جذباتو خپلو
پرواہ نقاد او د قاری نہ کوم

بلھا رنګونہ دی زما پہ رنګ کښې
زۂ د ھیچا پېروکاری نہ کوم

اقبالہ وخت مې پہ لنډو باندې دے
غفلت بہ وی چې تیاری نہ کوم
خیال دې نہ ځی زما زړۂ نہ چې ز ۂ څۂ کړم
چې ھر څومرہ ھم زورونہ پہ خپل پہ زړۂ کړم

اے بې رحمہ اسمانہ اوس ھم صبر نہ یې
چې د وړو پہ شان دې زہ وړۂ وړۂ کړم

زور د زړۂ مې اوبہُ شوے تېر پخوا دے
~ مرګ راځی نہ زہ بہ څۂ ځان سرہ وۂ کړم

د یار زړہ مې شین غرګے د اباسین دے
شین غرګے بہ کلہ پوس پہ ژړېدۂ کړم

زمانہ بہ نوے غم کړی راپغاړہ
زۂ چې زوړ سرہ بلد لږ شان لہ زړۂ کړم
دا نن لېونے کېږم کہ صبا لیونے کېږم
اشنا دا ستا لہ غمہ خامخا لېونے کېږم

دا تۂ چې سترګې تورې کړې او زلفې راخورې کړې
چې نہ لېونے کېږم زہ بہ بیا لېونے کېږم

ساقی ځما دعشق نشہ د ھغہ پاې نہ دہ
پہ مے لېونے کېږم پہ صہبا لېونے کېږم

پہ عقل کښې مې نہ راځی طییب مې بې پروا دے
پہ درد لېونے کېږم پہ دوا لېونے کېږم

زنځیر د لېونتوب اقبالہ پښې تہ مې پرېوځی
د ښار لېونے کېږم د صحرا لېونے کېږم
خپلہ ګناہ څنګہ پہ تا واړوم
پہ قسمت خپلہ نامړدتیا واړوم

د مینې حق ادا لہ مانہ نۂ شو
انصاف خو نۂ دے پہ بل چا واړوم

څۂ داسې نہ دہ چې زۂ نۂ پوھېږم
ھرہ خبرہ پہ خندا واړوم

ځما زړګیہ داسې اور مۂ پکہ
تا بہ د عشق پہ بلا واړوم

ماتہ معلومہ دہ چې نۂ سر کېږی
ھرہ وعدہ دې پہ صبا واړوم

اقبالہ دا فطرت ځما نۂ دے
بل پہ اوږو خپلہ خطا واړوم
زۂ د مرګ پہ تبہ پروت یمہ بیمار یم
راشہ ساہ مې وخېژی پہ انتظار یم

تۂ بہ داسې پوخ خفہ شې خبر نۂ وم
زړۂ مې اوس ھم نۂ منی چې ګنہګار یم |

دا دعشق ناقراری مې ھمېشہ دہ
ولې دا ځل لہ څۂ بل شان ناقرار یم

پہ ځوانۍ کښې بہ مې کړې څۂ لوی وی
زۂ پوھېږم چې وھلے څۂ ازار یم

د دیدن نہ مې د یار منعې کوہ مۂ
زۂ رقیبہ نور لہ ھر څۂ دستبردار یمہ

ھیڅ پکار مې داسې ژوند نۂ دے اقبالہ
پہ اوږو باندې د کور کلی چې باریم
اوس پہ خپل شکل پہ صورت ویرېږم
جانانہ ډېر ستا لہ نفرت ویرېږم

خیالی دنیا کښې اوسېدلے یمہ
مخ شمہ څنګ لہ حقیقت ویرېږم

دا ستا پہ زړۂ کښې دې بل څوک راشی
لہ ھغہ ګړۍ لہ ھغہ ساعت ویرېږم

ستا د دیدن چې وې وعدہ راسرہ
حرام کۂ زۂ لہ قیامت ویرېږم

کۂ نعمتونہ دی ھزار اقبالہ
بغېر لہ یارہ لۂ جنت ویرېږم
ستا پښتو دې شی تر سرہ زۂ دې مړ شم
خېر دے مۂ راځہ دلبرہ زۂ دې مړ شم

ھیڅ امکان نیشتے ځما اشنا بہ راشی
لارې مۂ ګورہ نظرہ زۂ دې مړ شم

چې لہ نازہ کج پېدا کا پہ ابرو کښې
ھائے توبہ ستا لہ خنجرہ زۂ دې مړ شم

ما وئیل چې راسرہ بہ څارے ځان کړی
ھغہ لا الوځی برہ زۂ دې مړ شم

ستا دیدن پہ طمع ناست یمہ یو خوا تہ
مالہ مۂ شړہ لہ درہ زۂ دې مړ شم

ځما اوښکو نرم کړے بہ وۂ کاڼے
ھیڅ پہ تا نہ شی اثرہ زۂ دې مړ شم

چې شروع راسرہ تا بېوفائی کړہ
ځما زړۂ ځما ځیګرہ زۂ دې مړ شم

لا بہ ومہ دولس دیارلس د کالونو
شوے ملګرے مې قوسرہ زۂ دې مړ شم

تېرومہ بې لہ یارہ چې اقبالہ
مرګ لہ ژوندہ دے بہترہ زۂ دې مړ شم
زۂ مئین پہ نالېدلی مخ د یار یم
ځکہ زیات د ھر مھجور نہ ناقرار یم

تصویرونہ جوړوم پہ خیال کښې رنګ رنګ
مطمئن بہ نہ شم زۂ ھغہ فنکار یم

نن پہ خوب کښې مې لیدل دی ھغہ سترګې
نن چې زہ نشہ نشہ یمہ خمار یم

عنایات دې دومرہ ډېر دی پہ ما یارہ
نۂ پوھېږم چې بې دل یم کۂ دلدار یم

منصور یو ځل پہ دار اوختۂ او کوز شۂ
زمانې د لاسہ ھر و|ختې پہ دار یم

خوشحالی مې نہ راځی پہ ملال زړۂ کښې
لہ ازلہ چې پہ زړۂ باندې بیمار یم

زۂ مخلوق چرتہ د بلې سیارې یم
زۂ اقبال چرتہ پہ زمکہ سزاوار یم
دا څنګہ ژوندون دے دې نہ مړښہ یم
ټول عمر بېلتون دے دي نہ مړ ښہ یم

مالہ پہ شرابو کښې ھم نۂ راځی
خلق وائی سکون دے دې نہ مړ ښہ یم

اورنځېدم داسې چې مثال نیشتے
عشق دے کۂ طاعون دے دې نہ مړ ښہ یم

یو ساعت لہ پارہ قرار نۂ راځی
ژوند کہ مېږہ تون دے دې نہ مړ ښہ یم

زړۂ کښې مې یو خس خوشحالی نۂ راځی
ھر وختې محزون دے دې نہ مړښہ یم

اقبالہ دنیا چاتہ بہ ډیلے ښکاری
ماتہ خو رنګون دے دې نہ مړښہ یم
رنګ بدل چې دا اسمان کړي حق حېران شم
بدل سترګې مې جانان کړي حق حېران شم

چې غوجلې یې پردۍ صفا کولې
ھغہ څوک چې ځان خانان کړي حق حېران شم

چې کردار تہ یې شېطان ھم ګوتہ نیسي
پہ ممبر باندې بیان کړی حق حېران شم

ملا یې ټیټہ ږیرہ سپینہ غاښ وتلي
چې بډھا پښې د ځوان کړي حق حېران شم

بت پہ خپلو لاسو جوړ کړي بیا سجدہ کړي
حرکتونہ چې ھندوان کړي حق حېران شم

دا اسلوب خو د اقبال نۂ دے ملګرو
نن خبرې د جھان کړی حق حېران شم
تانہ بہ زۂ ھېر یمہ کہ یاد دې یم
پہ مینہ کښې لا ھغسې برباد دې یم

تۂ مې نہ شرینہ نہ لېلہٰ شولې
اوزمایہ مجنون دې یم فرھاد دې یم

زۂ کہ خوار خستہ شومہ پرواہ نشتے
پہ ھر راکړی درد باندې چې ښاد دې یم

د عشق پہ رموزو باندې پوې مې کړې
څۂ خو احترام را چې استاد دې یم

ستا لہ عظمتونو ځار شمہ تور غرہ
فخر پرې زما دے چې اولاد دې یم

سر د اقبال ټیټ نۂ کړې رقیب وتہ
و پښتنې ضد دې یم عناد دې یم
تورہ تیارۂ دہ اشنا لار نۂ وینم
د رڼا چرتہ کښې اثار نۂ وینم

چې د رښتیا سودا خرڅېږی پکښې
دې زمانہ کښې یو بازار نۂ وینم

زړۂ مې ھغہ دے ولې څۂ اوکړمہ
اوس پہ ناتوانہ تن اعتبار نۂ وینم

څۂ کړمہ زۂ کہ دا ھغہ کلے دے
چې پکښې سترګې د خپل یار نۂ وینم

څومرہ نازونہ چې دا ستا وړمہ زۂ
دځان نہ بل څوک ناز بردار نۂ وینم

کہ دا لنډۍ چمچہ مار ھر څۂ چې دی
زھرژن ژبې نہ بل مار نۂ وینم

یاد کړہ چې کړے دې اقبال سرہ وۂ
نن دې پہ خلہ ھغہ اقرار نۂ وینم
اوس مې مۂ وینہ جانانہ ھغہ نۂ یم
وخت ګُونہ مې کړلہ ورانہ ھغہ نۂ یم

د ځوانۍ تصویر پہ زړۂ کښې مې سمبال کړہ
یو کنډر یمہ ویرانہ ھغہ نۂ یم

چرتہ زړۂ دې لۂ ما بد نۂ شی وېرېږم
زۂ چې ډډہ کړم لۂ تانہ ھغہ نۂ یم

تۂ مې زړۂ تۂ مې ځیګر تۂ زما ځان یې
تا بہ څنګہ ھېر کړمہ ځانہ ھغہ نۂ یم

مصلحت وی کۂ پہ وخت مې سنګر پرېښود
پوخ چې اوځی لہ مېدانہ ھغہ نۂ یم

ستا پہ مینہ کښې بہ مړہ شمہ اقبالہ
اے زما د زړګی خانہ ھغہ نۂ یم
ستا راتلو سرہ شروع شی بیا د تلو غم
دا زما بہ څنګہ کم شی پہ دلو غم

زہ بہ تانہ خفہ نۂ شمہ کہ مړ شم
کلہ کلہ سپکومہ پہ ګیلو غم

یو لېوۂ بہ ھسې رنګ خون اشام نۂ وی
د تن غوښې مې کړې خلاصې پہ حملو غم

ګوټ خبرہ مې یار یوړلہ حجرې تہ
څوک د چا سرہ وېشی نہ پہ بلو غم

تالہ قدر زما نشتے چې ژوندے یم
یوہ ورځ بہ زما ژاړې پہ جلو غم

یوہ ورځې دې داد ور نۂ کړو اقبال لہ
تېراومہ دې پہ څومرہ حوصلو غم
مړ خوشحالۍ نہ د وصال نۂ شم
پاتې پہ شونډو باندې سوال نۂ شم

سخت مراحلو نہ راتېروتمہ
مات پہ پجہ کښې د قولال نۂ شم

داسې خوارۂ دې عناصر کړۂ زما
اوس بہ د بل چانہ سمبال نۂ شم

څۂ کہ وړۂ شوم د رنجو پہ شان لہ
محراب د رُوځو چې دې خال نۂ شم

دا خوارې زلفې او دا تورې سترګې
غزل بہ څنګہ زۂ اقبال نۂ شم
ستا د یو ځل د لیدو ارمان پہ زړۂ وړم
زہ لہ دې دنیا نہ دغہ ھمرہ خواږۂ وړم

پہ دنیا بہ حاصل شوی چاتہ وي څۂ
ما سپېرۂ لوخے راوړے دےسپېرۂ وړم

تۂ خبر نۂ یې چې څومرہ پہ ما ګران یې
تۂ چې ھر قدم وړې پسې لېمۂ وړم

ھغہ ستا ګرم جوشي د مینې څۂ شوہ
د مودې نہ دا د واؤرو دې ساړۂ وړم

لپې لپې وینې سرې پہ خلۂ جارباسم
چې پہ زړۂ ستا دنظر غشي تېرۂ وړم

کوم غرض راکښې صفت د زغم پېدا کہ
ګنی زۂ یوہ خبرہ دچا نۂ وړم

یار خوشحالہ کہ پہ مرګ مې دے اقبالہ
زۂ پخپلہ ورلہ خپل کفن چاړۂ وړم
نۂ پہ ھجر نۂ پہ وصل کښې قرار یم
زۂ د عشق پہ ھر یو حال کښې ناقرار یم

زۂ بہ ستا پہ دیدن څۂ رنګې مړېږم
مامخ دې مخ تہ ناست یمہ نھار یم

چې پہ مینہ کښې تېرېږي مې پہ زړۂ څۂ
ھغہ زړۂ نہ راویستے نۂ شم ناچار یم

ما ټول عمر سفر کړے ستا پہ لور دے
دا زما سفر تمام نۂ شو پہ لار یم

زۂ پہ جار نعرې وھمہ چې مئین یم
کۂ څوک مینہ ګناہ بولي ګناہګار یم

راست ګوي مې شوہ بلا راتہ اقبالہ
زۂ پہ دې باندې د ھرې سترګې خار یم
زۂ د پردو نہ زیات لۂ خپلو خوږ یم
لۂ خارہ څۂ ګیلہ لۂ ګلو خوږ یم

د رقیب کار دے راکول د زخم
د یار پہ مالګہ دُوړولو خوږ یم

نیزدې رشتہ ئې ما نہ بلہ نۂ وہ
اغیار پہ شان لہ پہ کتلو خوږ یم

ھډو بہ نۂ راتلې زمونږہ کور تہ
د رقیب کور تہ دې پہ تللو خوږ یم

د سپرلي یاد تازہ کوي مې زړۂ کښې
پہ اوازونو د بلبلو خوږ یم

ورانہ ئې کړلہ ھلہ زړۂ ئې یخ شو
زما یاري زۂ لہ چُغلو خوږ یم

ژوندے ساتي مې لکہ مړو پہ شان
اقبال دې داسې پہ وژلو خوږ یم
زۂ د ھجران د ټینګې نور نہ يم
بې دردہ یارہ ستا د زور نۂ یم

چې مې ځوانی وہ ھر څۂ ھر څۂ ومہ
اوس د ھیچا د سترګو تور نہ یم

د اباسین پہ شان لہ غلے وړمہ
د برندوُ پہ شان لہ شور نہ یم

کہ ټولَول مې غواړې ټول بہ مې کړې
لکہ د غوښتو تلے خور نۂ یم

د محبت دومرہ درانۂ بارونہ
حېران پہ دې یم چې نسکور نۂ یم

زۂ لا تنکے وم چې پسې ئې کړمہ
ولې خلاص کړے د عشق اور نۂ یم

چې ئې راکړے ستا د سر دے مالہ
لوے شوے لا پہ کوم پېغور نۂ یم ؟

اقبالہ ځان ورتہ ښودل بہ راځی
چا پېژندلے پہ خپل طور نۂ یم
ستا پہ مینہ کښې لہ سرہ تېرېدے شم
د دوزخ پہ سرو لمبو کښې اودرېدے شم

تۂ مې دین تۂ مې ایمان تۂ مې جانان ئې
د ناصح پہ وېنا کلہ تېروتے شم

پہ پوښتنہ باندې تۂ کہ زما راشې
زۂ کہ مړ ھم یمہ بیا بہ را ژوندے شم

ستا فراق کښې زما سترګې دې ړڼدې شی
پہ ړڼدو سترګو دې لارې تہ کتے شم

تۂ و ماتہ پہ خواږو سترګو را ګورہ
نور پہ سترګو کښې د خلقو دې ازغے شم

چې جذبات زما د مینې دي اقبالہ
زۂ د یار پہ مخکښې څنګہ اېښودے شم؟
زۂ چې کلہ نہ د عشق پہ دریاب ډُوب شوم
نۂ پوھېږم چې محب یم کہ محبُوب شوم

پہ دنیا کښې ھر سړې او پېژندمہ
زۂ چې کلہ نہ د تا سرہ منسُوب شوم

دا چې ستا نوازشاتو تہ نظر کړم
داسې لږی چې طالب نۂ یم مطلُوب شوم

د افتاب پہ شان رڼا بہ مې باقی وی
کۂ د غرۂ د سرہ واؤړېدم غرُوب شو م

دا زما یوسف پہ مصر کښې مزې کړی
ړوند کنعان کښې ورپسې لکہ یعقوب شوم

دا زما تندہ بہ ورکہ ابدی شی
مشرف کۂ دې د شونډو پہ مشرُوب شوم

ھیڅ ادراک زما دمینې چاتہ نۂ وۂ
د دنیا د خلقو بې ګناہ معتُوب شوم

جذب کړی مې ھر څۂ دی پہ خپل ځان کښې
داسې نۂ دہ ګنی ھسې زۂ مجذُوب شوم

پېروی مې د ھیچا ھم کړې نۂ دہ
مطمئن پہ ھر ھر رنګ دخپل اسلُوب شوم

زۂ بہ شعر وئیل پرېږدم اقبالہ
کۂ د یو شاعر نہ ھم چرتہ مغلُوب شوم
زۂ ھم کلہ کلہ خوشحالی اوکړم
واورم د زړګی او بې پالی اوکړم

څۂ ځی د دنیا پرې نۂ پوھېږمہ
زۂ چې د اشنا دیدن خالی اوکړم

ښہ راتہ معلوم دے دا خپل نصیب
ولې د دنیا سرہ سیالی اوکړم

سل ځلہ ئې نیمہ لار کښې پرېښودم
بیا ھم زۂ اعتبا ر پہ خپل لالی اوکړم

د مور نتکۍ بغېر لۂ کوټہ نۂ پرېږدی
زۂ پہ ھغہ زرګر باندې کالی اوکړم

نہ بہ اتفاق د پښتون بیا راشی
نہ بہ پہ چا ناز د ابدالی اوکړم

ھر سړے پہ بد نظر راګوری بہ
غږ چې ستا کوڅہ کښې د سوالی اوکړم

ستا پہ سر کہ وژنی پری زادہ مې
زۂ اقبال بیان بہ اقبالی اوکړم
پېښې کومې مسئلې دي زۂ دې ھېر کړم
اشنا تانہ مې ګیلې دي زۂ دې ھېر کړم

غمازان راپسې سپي دي لږېدلي
ھر طرف نہ ئې حملې دي زۂ دې ھېر کړم

لږہ ساہ راکړہ پہ ساہ شمہ دلبرہ
ما بائیللې حوصلې دي زۂ دې ھېر کړم

تۂ دا مۂ ګڼہ د عشق تبہ مې شلېږي
ځنکدن پہ ما خولې دي زۂ دې ھېر کړم

د مزل پہ ابتدا کښې تکڼے شوې
لا خو ډيرې مرحلې دي زۂ دې ھېر کړم

دا د زما د زړۂ پټے دے سو وھلے
سمې نورو تہ ولې دي زۂ دې ھېر کړم

تۂ چې ما سرہ بہ جختہ شوې لہ وېرې
یادې ښې مې زلزلې دي زۂ دې ھېر کړم

اقبال تا یادوي وېخ دے نیمہ شپہ دہ
د یادونو سلسلې دي زۂ دې ھېر کړم
داسې نہ دہ چې یواځې غم د یار خورم
زہ د قام ، ملک ھم پہ زړۂ باندې ګوذار خورم

دښمنۍ کښې نقصان نہ رسېږی ماتہ
چې وھل مې دی خوړلی پہ اعتبار خورم

خلق ماتہ ګوتہ نیسی بادہ نوش یم
محتسب نہ نۂ وېرېږمہ پہ جار خورم

زۂ پہ جار نعرې وھمہ چې پرې مئین یم
کہ ټالۍ لکہ منصور پہ سر دار خورم

ما ھم ډېر زړونہ مات کړی دی ځوانۍ کښې
اوس چې خورمہ تیندکونہ د ازار خورم

دا زما مخ کہ تکتور لکہ دسکور شو
دا روزی شو زما ھجر سرۂ انګار خورم

پہ اسرہ کښې دسرو شونډو د مھرې دې
پہ ډاډہ زړۂ باندې ټک زلفو د مار خورم

تۂ مې وغواړہ دا ځان ازمېښت خو اوکړہ
چې اقبال تاتہ پہ کومہ خولہ انکار خورم
زما ښہ غزل ھغہ دے چې تا یاد کړم
نور چې څۂ وایم ګوھر ھسې برباد کړم

زما ژبہ باندې ھر وختې ستا نوم دے
زړۂ مې غواړی چې تا ذکر کړم اوراد کړم

چې تسکین زما دخپل زړګی پرې نہ شی
زۂ بہ څۂ د چا پہ واہ دچا پہ داد کړم

چې پہ ھرځمب باندې وژنی مې د سترګو
ھمرہ مینہ خلقہ لا پہ خپل جلاد کړم

اوس ھغہ مارغۂ یم ھېر رانہ پرواز دے
ما پیشو خوری کہ لہ زلفو دې ازاد کړم

پہ لټون باندې بډھا لکہ ملوک شوم
پہ ځان داسې مئین زۂ یو پری زاد کړم

چې حاصل ترې نیشتے وخت اقبالہ تېر دے
تمنا لا ھغہ شان د یو مراد کړم
یادوی مې کہ ھېر کړے ھغہ یار یم
د لحد پہ موټۍ پروت پہ انتظار یم

بلہ ھرہ ارزو مې زړۂ کښې مړہ دہ
بس یو ځلہ د لیدو ئې طلبګار یم

الوتوتہ پہ قفس کښې بندمارغۂ جوړ
د دنیا لہ خلقو ھسې رنګ بېزار یم

لاس مې اېستی د دنیا لہ کاروبار دی
کۂ ژوندے یمہ پہ مړیو باندې شمار یم

دغہ ھر څہ راسرہ کړی ستا عشق دی
ګنی زۂ لا ھغہ شان سړے د کار یم

رب دې اوساتي د غر بد ځیناور ھم
لکہ زۂ پہ څنګہ رنځ کښې ګرفتار یم

تۂ زما د ژوندون ھسې مثال واخلہ
چې مئین شوم لۂ ھغې ورځې پہ دار یم

د اقبال خیالونہ څنګہ کلہ څنګہ
نظر بند نۂ یم چې یو کور کې حیصار یم
یقین نۂ راځی چې اوس بہ ھم ستا یاد یم
غورزولے خس پہ لرې وطن باد یم

چې مثال ئې پہ دنیا نۂ موندے کېږی
ټولېدے نۂ شمہ بیا داسې برباد یم

افسردہ غوندې فضا کښې مې ژوندون دے
راوتلے د زخمی لہ خُلې فریاد یم

ستا ھجران یمہ وژلے عمر اوشو
کۂ ژوندے یمہ ژوندے یو نام نہاد یم

چې قبولہ مې ځوانۍ کښې دعا نہ شوہ
کۂ پورہ مې شی مراد ھم نامراد یم

ستا غمونو کړم بې حسہ لکہ کاڼے
نۂ پوھېرمہ چې ښاد یم کہ ناښاد یم

بربادی زما پہ عشق کښې ابادی دہ
ھیڅ خفہ نہ یم اقبالہ چې برباد یم
ھغہ یار مې یادوی کہ زۂ ئې ھېر کړم
نوم پہ ژبہ مې راؤړی کہ زۂ ئې ھېر کړم

تصویران ورڅخہ څو زما پراتۂ وو
ھغہ شان سمبالوی کہ زۂ ئې ھېر کړم

لېونۍ بہ شوہ چې او بہ ئې نۂ لیدمہ
زما لارې اوس څاری کہ زہ ئې ھېر کړم

دعاګانې بہ ئې کولې چې زما شی
لا بابا لہ ډیوہ وړی کہ زۂ ئې ھېر کړم

د خبر اتر زما بہ وہ لېوالہ
د رېبار منت کوی کہ زہ ئې ھېر کړم

کہ ستا نۂ شوم د بل چا بہ اقبال نۂ شم
ھغہ لوظ خپل پالی کہ زہ ئې ھېرکړم
ستا د سترګو بہ زۂ څنګہ کفران اوکړم
مدھوشۍ کښې بہ څۂ غم د ایمان اوکړم

دومرہ اوڅښم چې لۂ ځانہ خبر نۂ یم
ناخبرۍ کښې ھرہ چارہ پہ ځان اوکړم

چې پہ خوب کښې مشرف دې پہ دیدار کړم
بدل څنګہ بہ دا ستا د احسان اوکړم

نیم صفت بہ ئې لہ مانہ ھم او نۂ شی
زۂ چې ھر څومرہ صفت د جانان اوکړم

ستم ګرو لہ ھیڅ ترس پہ ما نۂ شی
کہ زخمی اھُو پہ شان لہ فغان اوکړم

ډېر شدت دمینې زر زر لہ ما ھېر کړی
د نقشونو دې زہ څومرہ ګردان اوکړم

چې ھیڅ غم راسرہ پاتې د ځان نۂ شو
زہ اقبال بہ څنګہ غم د دوران اوکړم
بې لہ یارہ پہ ژوندون باندې بہ څۂ کړم
شپہ او ورځ پہ مېږہ تون باندې بہ څۂ کړم

یار لہ مانہ کډہ اونغښتہ او لاړۂ
زۂ د اوښکو پہ سېحون باندې بہ څۂ کړم

پہ سیخونو د ھجران داغلے کېږی
بېخی وریت شۂ پہ لړمون باندې بہ څۂ کړم

دا زما تبہ اوس نۂ دہ د شلېدلو
زۂ د ټول عمر طاعون باندې بہ څۂ کړم

چې یواځې ما د پارہ دے جوړ شوے
پہ ھغہ ظالم قانون باندې بہ څۂ کړم

ژوند مې لوستے تمامی عمر سم نۂ دے
پہ ازحد مشکل مضمون باندې بۂ څۂ کړم

طوفانونہ مې پہ زړۂ کښې دی اقبالہ
د ظاھر پہ دې سکون باندې بہ څۂ کړم
درنہ یو څو ورځې ژوندونہ غواړم
پورہ زما شی څۂ کارونہ غواړم

ما دجانان وصال غوښتلے نۂ دے
زۂ خو د مخ ئې دیدنونہ غواړم

خوند پہ دې نن کښې مې خپل او نۂ لید
ځکہ دې ھر وختې پرونہ غواړم

زما لہ غېږې رباب مۂ لر کوئ
زۂ پرې د ژوند نوی سازونہ غواړم

نورہ غوښتنہ زما ھیڅ نیشتہ دے
خو اتفاق درنہ پښتونہ غواړم

الواتۂ غواړم پہ فضا کښې برہ
لکہ دباز پاښۂ څانګونہ غواړم

ورک بہ اقبالہ شوُ د غېر پہ قدم
د مشرانو تقلیدونہ غواړم
ځوانی لاړہ اوس د مینې د زور نۂ یم
د پُودړ لرګی د ټینګې د اور نۂ یم

کہ بدل د وخت څپېړو مې ګُونہ کړہ
زۂ پہ زړۂ تاتہ ھغہ یمہ نور نۂ یم

ما چې تا وتہ یو ځل کړې سجدہ دہ
بیا اوختے تانہ خس ھم پہ لور نۂ یم

کہ غماز رالہ تړی پټۍ پہ سترګو
یار د زړۂ پہ سترګو وینمہ کور نہ یم

محبت یمہ پہ یو نقطہ مرکُوز یم
د ھوس پہ شان لہ تلے خور ور نۂ یم

زما مینہ باندې ھر سړے خبر دے
پټول مې زدہ نۂ دی څۂ چور نۂ یم

زۂ اقبال بہ ستا د نوم تسبحې وھمہ
رسېدلے چې تر کومہ تر ګور نۂ یم
دا ستا تپوس وایہ د چانہ اوکړم
پہ چا اعتبار زما جانانہ اوکړم

پہ عقل فکر کښې زما نۂ راځی
تېختہ پہ کوم لور لہ ھجرانہ اوکړم

را معلومیږی د ققنس پہ شان لہ
اور بہ یوہ ورځې لہ ځانہ اوکړم

پہ سترګو سترګو کښې ستونہ کوی
حفاظت څو بہ دې ایمانہ اوکړم

د مونځ نہ ورستو چې دعا غواړمہ
زۂ شروعات اشنا لۂ تانہ اوکړم

حال بہ ھغہ تہ د زړۂ څۂ اووائیم
د چا پہ مخکښې غږ پہ ګرانہ اوکړم

ګرم بہ اقبال یم اشارہ خو اوکړہ
پروا د سر کہ مھروبانہ اوکړم
زۂ پہ ځان نۂ یم خو پہ تا خفہ یم
پہ داسې ظلم نا روا خفہ یم

ھر یو ستم بہ یې پہ ما کړے وۂ
چې تا سرہ اوکړۂ دنیا خفہ یم

زما ګناہ بہ دې کښې وی او کہ نہ
خپلہ ګڼم ټولہ ګناہ خفہ یم

چا دې ښائست ځوانۍ تہ او نۂ کاتۂ
وار یې پہ زړۂ اوکہ زما خفہ یم

اقبالہ مالہ څۂ ھنر نۂ راځی
حق بہ شی څۂ رنګې ادا خفہ یم
د زاغانو حوالہ څنګہ چمن کړم
اور دخپلہ لاسہ پورې پہ خرمن کړم

لُوټ کېدۂ دی پہ نصیب د ھغہ کاروان کښې
رھبری یې چې پہ غاړہ د رھزن کړم

غلامی مې لا د وینې وتې نۂ دہ
پہ دا څۂ شو چې اذاد قفس نہ تن کړم

ھر عاقل پہ دې پوھېږی څۂ بہ کېږی
مقرر چې څوکیدار غل د مخزن کړم

چې د حق تورے پہ خولۂ راوړلے نۂ شم
پہ اوږدہ ژبہ یې ګونګ لکہ سوسن کړم

چې انصاف پکښې غریب تہ موندے نۂ شی
څو پہ ګرانہ بہ ګذران پہ غہ وطن کړم

عمل دخل زما ھیڅ نۂ وۂ اقبالہ
پہ مذھب یې د مجنون او د کوھکن کړم
څوک زما پہ مخکښې ناخلی مې د یار نوم
غماز نۂ غواړی چې واؤرم د قرار نوم

د منصور غوندې ښاتۂ پہ عشق کښی ګران دی
ځنې خلق خا مخا اخلی د دار نوم

زۂ بہ ګرم یم تۂ مې اوغوړہ دا سر خو
کۂ زما پہ لبو راغے د انکار نوم

اذادی غواړی راتلو امید پرې نشتے
کۂ بلبل قفس کښې اخلی د بھار نوم

ستا د زلفو منګری چې څوک خوړل دے
نۂ سمېږی چې پہ خُلۂ راشی د مار نوم

زۂ حېران یم لا خوږېږی ځی پہ مخہ
چې ھر څو ځلہ دې اخلم وار پہ وار نوم

د بل چا پہ ځاے مې ستا نوم خُلې نہ اوځی
چې ھر کلہ ھم اخلّم پہ تلوار نوم

چې خوشبو یې د غزل نہ د ګلاب ځی
یاران پېژنی اقبال دے د عطار نوم
اوس پہ زړګی کښې دساتلو نۂ یم
اوربل کښې مړاوې ګل د اېښلو نۂ یم

چې ما سرہ مینہ پہ څۂ باندې کړې
 ائین کښې ځان تہ د کتلو نۂ یم

حال مې د زړۂ معلومہ وہ لہ مخہ
د زړۂ پہ ژبہ د راوړلو نۂ یم

زۂ د وفا اوږے وفا لټوم
زۂ پہ طلب کښې څۂ د ښکلو نۂ یم

زما دې حق مالہ دُنیا راکړی
زۂ ارزو مند څۂ د مانځلو نۂ یم

کہ تۂ راځې زما خبر لہ راشہ
جانانہ زۂ اوس د راتللو نۂ یم

تاریخ مې اوګورہ ګواہ دے زما
 اقبال پہ شاہ ګوذار د وړلو نۂ یم
زۂ چې پہ خوب کښې نعرې تاتہ وھم
مور مې راويخ کړی چې زۂ چاتہ وھم

 د مور د سوال جواب زۂ څنګہ اوکړم
 چې مرګ لہ سترګې یو  بلاتہ وھم

پہ دې پوھېږمہ چې اور اخلمہ
لمن لږیا یمہ ھوا تہ وھم

دغم یاجوج ماجوج مې تن خلاصوی
دېوال بہ څو پورې لہ ذاتہ وھم

اقبالہ څوک مې ھم مدد نۂ کؤی
چغې څلور کُنجہ دنیا تہ وھم
اوس دې مخې تہ راتلو باندې وېرېږم
سپینې ږېرې پہ وېښتو باندې وېرېږم

تصور ستا د نفرت مې کړے نۂ دے
ستا نظر نہ غورزېدو باندې وېرېږم

زما وېرہ د مرګی نہ خداے ګو نۂ شی
یارہ تانہ بیلېدو باندې وېرېږم

 غم زما سرہ دا ستا د رسوائې دے
داسې مۂ ګڼہ  چړو باندې وېرېږم

دبلبل فطرت مې موندے ازلی وۂ
 ګلہ کلہ پہ ازغو باندې وېرېږم

چې پہ مخ یم ھسې رنګې دې پہ شاہ یم
د قیامت پہ کوز کتو باندې وېرېږم

د ژوند ګټہ د اقبال ستا محبت دے
نۂ پہ سر نۂ پہ روپو  باندې وېرېږم
پہ خپلې مینې باندې زۂ یارہ پښمانہ نۂ یم
زما نصیب بہ داسې وۂ ګیلہ مند تانہ نۂ یم

زما پرې فخر دے چی تا سرہ مې مینہ اوکړہ
زۂ ستا د مینې لائق بې شُبې جانانہ نۂ یم

ځان درتہ مړ کړمہ چې ستا پہ ما یقین راشی
تېروتے څو ځلہ لہ سرہ خپل لہ ځانہ نۂ یم ؟

ستا مجبورۍ وې زولنۍ زما د پښو جوړی شوی
شین امزرے وم تختېدلے لہ مېدانہ نۂ یم

زما غزل زما خبرې یارہ تا سرہ دی
زۂ د جنت ،دنیا لہ پارہ پریشانہ نۂ یم

 اقبالہ ولې ضبادې راباندې خپلہ مینہ
ولې تراوسہ د وفا پہ لار روانہ نۂ یم ؟
زۂ چې زړۂ او د خپل ځان سرہ مشغول یم
حقیقت کښې د جانان سرہ مشغول یم

کہ وصال وے اور د مینې بہ مې مړ وے
ژوند د مینې دے ھجران سرہ مشغول یم

ستا د حسن رنګا رنګ ګلونہ وینم
عجیبہ غوندې بوستان سرہ مشغول یم

تن مې یو ځاے زړۂ مې بل ځاے چرتہ اوسی
پہ مکان کښې لا مکان سرہ مشغول یم

د پیالې او د مینا محتاجی نیشتے
د مستۍ ھر وخت طوفان سرہ مشغول یم

درنګ ساعت دے کہ ګړۍ دہ رخصتېږی
دې خپل صورت مہمان سرہ مشغول یم

څۂ امکان یې چرتہ نیشتہ چې پورہ شی
زۂ د داسې یو ارمان سرہ مشغول یم

کلہ خال یې پہ رخسار کېږدم اقبالہ
کلہ خیال کښې زنخدان سرہ مشغول یم
زۂ پہ خپل زړۂ باندې اشنا څۂ اوکړم
زۂ پہ خپل ځان او زۂ پہ تا څۂ اوکړم

دُنیا رضا نۂ دہ چې زړۂ مې غواړی
او دې وائی دا راتہ دنیا څۂ اوکړم

  چې مې پہ زړۂ د غم ږلۍ ورېږی
 پہ ماتې خُلہ باندې خندا څۂ اوکړم

 چې مرور می د قسمت ستورې شُو
د خپل خفہ زړۂ بہ رضا څۂ اوکړم

پہ ناعلاجہ رنځ د زړۂ اختہ یم
د طبیبانو پہ دوا  څۂ اوکړم

د خپلو زلفو پہ تیارو مې پټ کړہ
 د ډیؤ  سترګو پہ بلا څۂ اوکړم

 اقبال دې خلاص کړو د دنیا لہ غمہ
غمہ د عشق تاتہ دعا څۂ اوکړم
ستا تصویر مې وی پہ سترګو کښې غزل شم
زۂ بہ څنګہ خپلې لارې نہ بدل شم

ماتہ بې لہ تانہ څوک ھم لیدے نۂ شی
کہ لہ ھرې زاوې لہ ھر بورجل شم

زما ھر قدم اشنا دا ستا پہ لور دے
پہ تُولان بہ د سینې ځمہ کہ شل شم

کۂ وعدہ ستا د وصال وی زر دې راشی
زۂ بہ زر ځلہ قربان لہ خپل اجل شم

چې د دردڅړیکہ مې پورتہ شی پہ زړۂ کښې
پہ وچوبہ تړیپار مھے د جل شم

مارغۂ زړۂ مې کیناستۂ پہ ھرې څانګہ
خبر نۂ ؤ چې ګرفتارہ بہ د ول شم

ما اقبال د عشق د لارې مۂ جارباسئ
داسې زۂ بہ خپل محل نہ بې محل شم
تا زۂ ھېر کړمہ دلبرہ کہ دې یاد یم
راشہ ګورہ لا د مخکښې نہ برباد یم

زۂ بہ مړ ومہ پخوا تۂ باور اوکړہ
لا ژوندے دې د دیدن پہ اعتقاد یم

ستا غمونو مې ملا ماتہ لکہ کوّرکړہ
نۂ نختریمہ پہ  غر کښې نۂ شمشادیم

چاتہ اوکړمہ منت چې خبر راوړی
تۂ پہ یو باندې او زۂ پہ بل ھېواد یم

پہ غمونو کښې د خپل د زړۂ سرګُوم یم
د دنیا غمونو تاسو نہ آذاد یم

ستاسو کلی تہ پہ چاؤدی نظر ګورم
منتظر ستاسو د کلی نہ د باد یم

کۂ یو ګُټ کښې ئې د زړۂ چرتہ اوسېږم
رسېدلے بیا اقبالہ تر مراد یم
یو نظر دې اووینمہ بیا دې مړ شم
اوږې سترګې مړې کړمہ بیا دې مړ شم

ستا انا پاتې پہ ځاے زما پښتو شی
لار د منځ راوباسمہ بیا دې مړشم

ستا دیدن لہ چې بہ تلم پہ کومو لارو
پہ ھغہ لارو اوګرځمہ بیا دې مړ شم

چې پہ ھجر کښې زما څنګہ ګذران وۂ
قیصہ ټولہ اولیکمہ بیا دې مړ شم

د وجود نخښې مې پاتې دی اقبالہ
چې فنا پہ یار کښې شمہ بیا دې مړ شم
بې لہ یارہ پہ ژوندون باندې بہ څۂ کړم
د ټول عمر مېږہ تون باندې بہ څۂ کړم

چې عزت سرہ سحر ماښام نصیب شی
لعنتی مال د قارون باندې بہ څۂ کړم

چې معنیٰ مطلب پہ یار مې واضح نۂ شی
کہ عالی شی ډېر مضمون باندې بہ څۂ کړم

کہ نن خوار ذلیلہ یمہ پہ دنیا کښې
زۂ د پلار نیکۂ پرون باندې بہ څۂ کړم

ورتو کړو غوښو بویں مې لہ خُلې خېږی
د ھجران سوی لړمون باندې بہ څۂ کړم

د نادار مرۍ لہ جوړ دے بادار خلاص دے
ددې ملک پہ دې قانون باندې بہ څۂ کړم

ما د عشق کتاب دے لوستے لہ ازلہ
فلسفہ د افلاطون باندې بہ څۂ کړم

ھنګامہ چې د ژوندون پہ ژوند کښې نۂ وی
د مرګی پہ شان سکون باندې بہ څۂ کړم

یو ھزار ځلہ مې تبہ غوڅہ کړلہ
پوخ د عشق پہ طاعون باندې بہ څۂ کړم

ھډو نوم د خوشحالۍ نہ نابلد دے
د اقبال پہ زړۂ محزون باندې بہ څۂ کړم
پہ ځیګر باندې داغونہ د ھجران وړم
ستا د یو ځل د لیدو پہ زړۂ  ارمان وړم

پہ پخہ مرور یار بہ خولا نۂ شی
نناواتې ورلہ  ځمہ  کۂ  قرآن  وړم

کوم منجم بہ می حال اووائی د ستورو
ستمونہ بہ تر کومہ د اسمان وړم

پہ بې قدرہ یار مې قدر خپل کم کړو
پہ جولو ورلہ ګلونہ د ریحان وړم

تورو سترګو لہ رانجۂ کجل بڼو لہ
زۂ د مرګ لہ پارہ خپلہ خپل سامان وړم

کہ د یار پہ تور مې کور ماڼۍ تالا شوې
چې عاشق یم خود بہ ھر تروټہ تاوان وړم

 معاملہ بہ راسرہ ښہ کړې اقبالہ
تحفہ ځان سرہ پہ مینہ د ایمان وړم
خلق غواړی چې زۂ ستا د مینې بس کړم
خو  زۂ  دا کار  بہ  بھر څنګہ لہ وس کړم

ثناء بیا بہ ھم د ګل مخونو کاندم
کہ بلبل غوندې بندی یې پہ قفس کړم

زۂ یو کاڼے د تور غر بہ وم  بې قدرہ
غېږ کښې واخستمہ یار سنګِ پارس کړم

چې یې مینہ کړې نۂ وی نۂ پوھېږی
تشریح ډېرہ کہ د مینې د ھوس کړم

ستا یادونہ زما ساہ دے زۂ پرې پائیم
بې لہ ساہ بہ ګذران څنګہ یو نفس کړم

لکہ ښکار د شرمخانو خُلہ کښې راغلم
اوږو تږو بې دردۍ سرہ تس نس کړم

اندازہ اوکړہ چې څومرہ پہ ما ګران یې
زۂ اقبال چې دې نامہ اخلمہ اودس کړم
ستا پہ مینہ کښې دښمن د ھر سړی شوم
پہ ھزار غشو پہ زړۂ زخمی زخمی شوم

د ھجران لمبې مې اوختې لۂ سرہ
د پتنګ غوندې پہ سرو لمبو ستی شوم

صفائی ورکول ترک مې د خپل ځان کړۂ
دومرہ ډېر پہ ھر نظر کښې تھمتی شوم

پہ سرو وینو د زړګی او لمبېدمہ
یمنی یاقوت پہ شان لہ قیمتی شوم

ھر تدبیر ستا د وصال مې شو ناکامہ
ناامیدہ د ھر خپل او لۂ پردی شوم

اوس دې زر زر قیامت شی سوال مې دا دے
چې جدا لۂ ښکلی یارہ قیامتی شوم

ما اقبال چرتہ اخستی لاس کښې نۂ دی
ستا د سترګو نہ مې اوڅښل شرابی شوم
زۂ د یار غمونو ھسې رنګ چُور چُور کړم
چې نرے فریاد ئې درد او لہ وفُور کړم

یو سړے بہ وے پېدا چرتہ بہ  مړ وے
دا خو عشق دے چې عالم کښې ئې مشھُور کړم

دې عظمت تہ د خاکی ادم نظر کا
راز و نیاز چې د خداے سرہ پہ طُور کړم

دا خوبی د بل چا نۂ دہ نصیب شوې
ھم ئې خاورہ کړم پېدا او ھم ئې نُور کړم

زما پوھې نہ بھر دہ نۂ پوھېږم
کم د سترګو بہ دې څۂ رنګې فتُور کړم

اشتھا دې زما زیاتہ ھمرہ لا کړہ
اول ځان تہ دې نزدې کړم بیا دې دُور کړم

پہ وړہ خُلہ بہ دې څومرہ ثنا اوکړم
چې اقبال دې پہ ھزار رنګہ مشکُور کړم
تا بہ اووینم پہ دې امید ژوندے یم
ګنی ھجر دې وژلے پخوانے یم

ھغہ زۂ وم چې لہ ھر چا زیات دې خپل وم
ھغہ زۂ یم  چې لہ ھر چا زیات پردے یم

کہ زما ہہ لبو ھر وختې فریاد دے
ګوری نۂ چې لکہ نے سورے سورے یم

داسې وخت وۂ چې واکمن دې د اوربل وم
داسې وخت دے چې بې واکہ څوک سړے یم

ھغہ خلق چې بہ ماتہ غوړېدل ټول
پہ نظر د ھغہ خلقو کښې ازغے یم

فلک څنګہ څنګہ چارې پہ ما اوکړې
پہ چکر باندې چکر خورم کرکړے یم

څوک بہ نوم د لیلیٰ ناخلی کۂ خبر شول
پہ جنون کښې د مجنون نہ زۂ تېرے یم

دا جھان بہ شین لوګے کړم شنہ لوخړہ
کہ خُلہ پرانزم اقبال ھغہ اسوېلے یم
زۂ کلہ کلہ پہ ځان ویرېږم
پورہ بہ شی ؟ پہ ارمان ویرېږم

ماتہ معلوم خپل دلہ نصیب دے
د ستورو چال پہ اسمان ویرېرم

ساقی پہ سترګو کښې جامونہ وېشی
زۂ پہ توبہ پہ ایمان ویرېږم

د سر سودا مې چرتہ کړې نۂ دہ
خبرہ شی د حانان ویرېږم

غندل ځوانی مې عشق کښې داؤ کړہ خپلہ
نور بہ پہ کوم یو تاوان ویرېږم

ما د جامو دے ھمېش خیال ساتلے
خلقہ پہ دغہ مېدان ویرېږم

اقبالہ تېرہ بہ خپلہ کړمہ
چې وینم یار پریشان ویرېږم
لۂ خپلہ حدہ کلہ ډېر شی ظلم
قانون دے دا یوہ ورځ زېر شی ظلم

نن زرور چې ورتہ ھر څۂ وائی
صبا بہ ظلم باندې شمېر شی ظلم

پہ خپل نظر کښې اوساتہ ھغہ ورځ
چې پہ مرۍ کښې دې ګنډېر شی ظلم

بیا بہ ھغہ زړونہ خپل نۂ کړې
د چا پہ سر باندې چې تېر شی ظلم

تاریخ د چا پردہ ساتلې نۂ دہ
یوہ ورځ خامخا برسېر شی ظلم

د وینو اوښکې کہ مې زړۂ ژاړی
ګورمہ ھر خواتہ چاپېر شی ظلم

درېغ لۂ وینې کہ اقبال اوکۂ
لا بہ پہ مونږہ باندې شېر شی ظلم
وجود می مړ د زړۂ پہ زور ژوندے یم
د یو ارمان پہ خاطر نور ژوندے یم

عالمہ داسې مې مثال اوګنہ
لکہ ایرو د لاندې اور ژوندے یم

پہ یو وطن کښې یو بل نۂ شُو لیدے
څۂ پہ دنیا لکہ شبکور ژوندے یم

ھیڅ څوک داغدارہ جامہ نۂ خوښوی
زما جانانہ ستا پہ تور ژوندے یم

چې پہ فراق کښې څوک د یار مړ نۂ شی
زړۂ راکوی رالہ پېغور ژوندے یم

د اباسین جانان پہ مخکښې څۂ یم
د برندُو پہ شان پہ شور ژوندے یم

اقبالہ ټینګې د خپل یار نۂ یمہ
خو پہ رقیب باندې بہ سور ژوندے یم
ستا د دروغو اعتبار څنګہ اوکړم
دخپلو سترګو انکار څنګہ اوکړم

چې دې رښتیا چرتہ وئیلی نۂ دی
ستا د رښتیاو اقرار څنګہ اوکړم

تا چې څۂ کړی دی ھر څوک یې وېنی
پہ پټو سترګو اظھار څنګہ اوکړم

زۂ تورې شپې تہ رڼا ورځ اوائیم
داسې دعویٰ بہ پہ جار ځنګہ اوکړم

پنځۂ اویا کالہ سفر مې اوکړو
زۂ نور سفر پہ دې لار څنګہ اوکړم

منافقت یې ټول ښکارہ شو راتہ
اقتدا اوس د مکار څنګہ اوکړم

چرتہ ټګی برګی ھنر جوړ شی
سودا پہ ھغہ بازار څنګہ اوکړم

څۂ چې وائیل غواړی اقبال ،پوھہ شہ
لہ دې نہ زیات بہ کُوکار څنګہ اوکړم
د طاقت راج دے پہ ځنګل کښې اوسم
څۂ آذادی دہ چې پہ ول کښې اوسم

ما خپلہ خوښہ چرتہ کړې نۂ دہ
د چا نہ چا بہ پہ اردل کښې اوسم

د غېرتی خاورې نہ ځار شم خپلې
پہ پېښور کہ پہ کابل کښې اوسم

کہ ستا جونګړہ ځی زما پرې څۂ ځی
زۂ خو پہ بل ملک کښې محل کښې اوسم

نخښانې نخښې د منزل نیشتہ دے
لکہ ټول عمر بہ مزل کښې اوسم

لکہ د اوږی امزری پہ مثال
ھر وختې مارې تہ پہ چل کښې اوسم

د سپی کږہ لکۍ یم نہ سمېږم
اقبالہ سل کالہ کہ نل کښې اوسم
ستا پښتو بہ یارہ سر شی زۂ بہ نۂ یم
تلۂ راتلۂ بہ دې اکثر شی زۂ بہ نۂ یم

دا خبرہ مې د سر دہ زۂ پوھېږم
بیا بہ ټول شیر وشکر شی زۂ بہ نۂ یم

ستا راتلو تہ بہ څوک داسې خوشحالیږی
ما غوندې بہ منتظر شی زۂ بہ نۂ یم

چې زما غوندې مئین دې ھیڅ څوک نۂ وۂ
خیال خو چرتہ بہ مې در شی زۂ بہ نۂ یم

قدردان بہ دی څوک نۂ وی پہ محفل کښې
پہ لټون بہ دې نظر شی زۂ بہ نۂ یم

چې بہ مونږہ کیناستُو لاندې دمې تہ
نور بہ ګُور ھغہ نختر شی زۂ بہ نۂ یم

د اقبال غزل د یار سرہ خبرې
پښتانۂ بہ پرې خبر شی زۂ بہ نۂ یم
زما اشنا زۂ پہ خوارو ژوندے یم
زړۂ کښې ارمان ستا د لیدو ژوندے یم

اوګورہ تۂ د ژوندون څۂ دی راکښې
بس د خپل زړۂ پہ ارادو ژوندے یم

ستا پلوشې پلوشې سترګې څۂ شوې
باور پہ ما کړہ پہ ازغو ژوندے یم

خداے دې د حسن لمبې بلې ساتہ
زۂ سمندر یم پہ لمبو ژوندے یم

د عشق د لارې نہ بې لارې نۂ شم
دغہ مې سوال دے چې ترڅو ژوندے یم

خېرازہ اوسہ ستا درازې زلفې
اقبال تړلے پہ رسو ژوندے یم
داسې لږی لکہ ستا اشنا ھېرېږم
د آخر لوظ پہ دنیا اشنا ھېرېږم

تۂ او زۂ لکہ دوہ سترګې ګاونډیان یُو
پہ یو خس ځاے کښې لۂ تا اشنا ھېرېږم

اشنائی بہ مې ھېڅ کلہ کړے نۂ وے
کۂ خبر وے چې صبا اشنا ھېرېږم

مړ اشنا ھم د اشنا نہ نۂ ھېرېږی
زۂ ژوندے دې بې وفا اشنا ھېرېږم

زیات لہ ما کۂ څوک پہ تا باندې مئین دے
ھیڅ ګیلہ نیشتے کۂ بیا اشنا ھېرېږم

زۂ اقبال بہ دې ګرېوان پہ قیامت نیسم
کہ لہ تانہ پہ دعا اشنا ھېرېږم
زمانې اوشوې جدا لہ ښکلی یار یم
خو ھم ھغہ لېونے او ناقرار یم

فرق ھیڅ زما پہ مینہ کښې رانغے
ږیرہ سپینہ ګرځېدو نہ ھم ناچار یم

ستا وصال دې یارہ نن زما نصیب شی
پرواہ نیشتے کہ صبا د ګور پہ لار یم

یو بڅرے دے پہ زړۂ کښې می تازہ دے
ګنی تن مې ایرہ شوے څۂ پکار یم

سوال زما دے بل مئین دې داسې نۂ شی
لکہ زۂ چې د غماز د لاس ازار یم

چې اړے ګړے ھر وخت پکښې روان دے
اوسېدونکے زۂ اقبال د ھغہ ښار یم
ناڅاپہ راشہ چې ښائستہ شی د اختر ماښام
پیکہ پیکہ دی بې لہ تا زما سحر ماښام

څنګہ بہ شی چې د اختر پہ ورځ دې اونۂ وینم
لکہ اودۂ څوک مسافر چې شی نھر ماښام

زۂ اوږے تږے د دیدن ستا لہ مودو مودو یم
کنډولی سترګې ګرځومہ در پہ در ماښام

ورځ زما تېرہ بې لہ تا شی پہ کتو را کتو
تېرۂ تېرۂ پہ زړۂ کښې لږی مې خنجر ماښام

ستا د راتللو امکان نیشتے ماتہ ښہ پتہ دہ
بیا ھم پہ ور کښې مې تېرېږی مازیګر ماښام

مونږ ھغہ خلق یُو د وتر څۂ سودا نۂ ساتُو
راشی پہ مونږ باندې پہ لارو کښې اکثر ماښام

اقبالہ مونږہ روژہ مات کړو د مالګې سرہ
د روژې څۂ کړو مست ښائستہ د تونګر ماښام
ستا د حسن د جمال چاپېرہ ګرځم
زۂ پتنګ یم د مشعال چاپېرہ ګرځم

کلہ سترګې کلہ ورځې باڼۂ ستائیم
ھم د غونډې زنې خال چاپېرہ ګرځم

مطابق چې ستا د شان او د شوکت وی
د نایابہ غوندې خیال چاپېرہ ګرځم

مخ کعبہ د رنجو خال حجرِ اسود دے
پہ طواف ترې نہ لېوال چاپېرہ ګرځم

د یار زړہ بالا حصار دے کہ اټک قلا دے
څنګ بہ سر شی د دیوال چاپېرہ ګرځم

حل کول یې لازمی دی ولې ګران دے
پہ پرچہ کښې د یو سوال چاپېرہ ګرځم

غم د عشق سرہ د قام او وطن ټل دی
خزانہ دہ زۂ اقبال چاپېرہ ګرځم
تۂ خبر وې بابا زۂ پہ غلطۍ وم
ناخبرہ د بادشاہ لہ بادشاھۍ وم

زما خیال وۂ دا چې زۂ ګنی آذاد یم
خبر نۂ وم ډېر بعید لہ آذادۍ وم

دا زما ژوندون پہ ژوند کښې حساب نۂ دے
کہ ژوندے یمہ ژوندے سلګۍ سلګۍ وم

د پردو نہ مې پوټے ګیلہ ھم نیشتے
زۂ نیولے ورتہ خپلو لہ مرۍ وم

څۂ بانہ ګوری زما د مرګ لہ پارہ
چې لہ چا نہ پہ اسرہ د زندګۍ وم

پہ ټګۍ برګۍ دروغو نۂ پوھېږم
زۂ وژلے خپلې دې روغې راستۍ وم

دا پہ سترګو مې پردې ځکہ پرتې وې
زۂ راخستے خپلې مینې لېونۍ وم

چې مې کلہ د رڼا فکر دے کړے
خېژولے شب پرستو پہ سولۍ وم

د ھتی غوږ کښې اویا کالہ اودۂ وم
پہ دنیا اقبال مثال د سادګۍ وم
پہ دې حال کښې څنګہ زلفې رخسار یاد کړم
زړۂ زما چوی چې نظر پہ ملک برباد کړم

پہ چمن کښې مې دېرې شوې د زاغانو
تسلط نہ بہ یې څۂ رنګې آذاد کړم

د بادشاہ سلامت زړۂ کښې ترس نیشتے
زۂ کہ ډېر زنځیر راکاږمہ فریاد کړم

دنیا ښہ پہ سترګو وینی ظلم زور دے
زۂ بیان د چا پہ مخکښې خپل اُفتاد کړم

زړۂ مې اوغوړی چې تورې لہ لاس یوسم
عقل وائی څنګہ پہ خپلو بہ جھاد کړم

ماتہ داسې معلومیږی لکہ ویر کړی
چې نظر زۂ پہ چینار او پہ شمشاد کړم

کور کښې مۂ پېښېږہ چاتہ رنځ اقبالہ
لکہ زۂ یې چی پہ زړۂ باندې ناشاد کړم
چې پہ طمع دې نظام نہ د انصاف یم
راروان چرتہ پہ پُشت کښې د نداف یم

ګل اندامہ راتہ ګرانہ دہ لہ سرہ
اؤړېدلے ورپسې پہ کوہِ قاف یم

ھر محفل کښې تا سرہ ذکر زما وی
لګېدلے تا سرہ لکہ مضاف یم

سلب کېږی اذادی چې د انسان پرې
زۂ د ھغہ قوانینو سخت خلاف یم

د وصال لېلۃالقدر مې بیا نہ موند
کہ ټول عمر ورتہ ناست پہ اعتکاف یم

ښہ یو وصف راتہ ځان کښې لیدے نۂ شی
پہ دا څۂ شوہ چې پہ نوم باندې اوصاف یم

د اورنګ اورنګی ماتہ بې معنې دہ
زما فخر دے اقبالہ بوریا باف یم
پہ نالیدلی مخ د یار مئین یم
چې نۂ مې ګرد وۂ نۂ غبار مئین یم

زۂ چې پېدا یمہ مئین پېدا یم
ابد ابد نہ پہ دلدار مئین یم

ما سرہ ھم دے مانہ لرې ھم دے
زۂ پہ ھر حال کښې ناقرار مئین یم

حلقہ بګوش یم پشت در پشت راروان
پہ ھر یو حکم د سرکار مئین يم

بې د وصالہ بل علاج نۂ لرم
د عشق پہ داسې رنځ بیمار مئین یم

ھر وخت پرې ذکر د دلبر دے زما
ځکہ پہ خلہ د خپل رېبار مئین یم

زما جانان خالص وفا وفا دے
اقبالہ زۂ ډېر پہ اعتبار مئین یم
زندانی اختر بہ څۂ مبارک باد کړم
چې خفہ دے زړۂ زما مخ څنګہ ښاد کړم

زۂ کہ مړ شم پہ زندان کښې پرواہ نیشتے
دا بہ ګټہ وی زما چې ملک اذاد کړم

مرګ پہ لار د اذادۍ کښی شھادت دے
تف لعنت دې شی پہ ما چې بہ فریاد کړم

لہ بادارو اذادی مې کړہ حاصلہ
اذادی لۂ غلامانو بہ مراد کړم

چې قدغن زما پہ غږ باندې بہ لګی
غږ بہ سر نہ د چینار او د شمشاد کړم

پہ سُور اور کښې بلبل څنګہ بہ نغمی کړی
پہ ماتم کښې د ښادۍ محفل اباد کړم ؟

د غزل ھنر مې ښہ زدہ دے اقبالہ
سترګې پټې څنګہ خپلې لۂ ھېواد کړم
زۂ نہ پوھېږم چې د چا غم اوخورم
زۂ د وطن کہ د اشنا غم اوخورم

دنیا آخر لہ مانہ ھیڅ او نۂ شو
زۂ د آخر کہ د دنیا غم اوخورم

پہ وخت مې عقل فکر کار او نہ کۂ
بې وختہ څۂ کہ زۂ بلھا غم اوخورم

څنګہ خېرازې بہ شی سپورې زلفې
پہ وچو شونډو د خندا غم اوخورم

مخہ د ھر رنځ دہ زما پہ طرف
دې کښې بہ څۂ د مسیحا غم اوخورم

دا زۂ حېران یمہ د نن لہ پارہ
تۂ راتہ وائې چې د صبا غم اوخورم

رانہ چاپېرہ دی بې شمېر غمونہ
ھمت د اقبال دے چې دې بیا غم اوخورم
چې مودې نہ پسې د یار پہ کلی لاړم
خاورې شوی ارمانو پہ څلی لاړم

نۂ غنچې وې نۂ ګلونہ نۂ چمن وۂ
د بېلتون لښکر پہ ملک سېزلی لاړم

بې ګناہ مرور یار مې پخولا نۂ کړو
کہ بڼو کښې خپل ګوھر پېرلی لارم

پہ ځیګر مې نور بلھا داغونہ راوړل
کہ علاج لہ د ځیګر داغلی لاړم

د اقبال دې خداے روزی پہ اخرت کړی
د دنیا نہ پہ ارمان د ښکلی لاړم
اوس پہ چل د خپلې مینې نۂ پوھېږم
چې پہ زړۂ د نازنینې نۂ پوھېږم

تۂ خبرہ راتہ رمز پہ اشارہ کړې
زۂ سادہ پہ صفا سپینې نۂ پوھېږم

د نارنج پہ شان لہ زېړ یمہ زبېخلے
مدام څښکے مې د زړۂ وینې نۂ پوھېږم

چې دې واخستم پہ غېږ کښې نۂ ھېریری
ھغہ لېچې مرمرینې نۂ پوھېږم

د چنو کوڅو ښائست مې ستا خندا وہ
څنګ بہ بیا شی ګل ورینې نۂ پوھېږم

شاہ د پارہ د فرھاد ھمت ژوندې کړۂ
کہ دا مینې د شرینې نۂ پوھېږم

مجلسونہ د اقبال دې ټول میرات کړۂ
چرتہ لاړې ھم نشینې نۂ پوھېږم
یو ساعت د یار لہ غمہ اوزګار نۂ یم
خلقہ پرې مې ږدئ زۂ ستاسو د کار نۂ یم

زما سُود او زما زېان دے د یار مینہ
زۂ پہ شان د نورو خلقو ھوښیار نۂ یم

د سُوچہ کُچہ د ګډ ھنر مې نۂ زدہ
زۂ بلد لہ ھسې رنګہ بېوپار نۂ یم

بې وسی دہ تۂ لہ ما مۂ خفہ کېږہ
پاتے شوے د خپل ځان ھم مختار نۂ یم

پہ اوبو کښې چاړۂ خپلہ راتہ ښکاری
چې امید کړی د ژوند ھغہ بیمار نۂ یم

چې یې تورې څڼې سپینې کړلې ماتہ
د ھغۂ دلبر بہ څنګ منت بار نۂ یم

یار مې ورستو کړو پښتو مې او پاللہ
اقبال ولې څوک کولال او چمیار نۂ یم
 د ھجران پہ اور کښې سوے لوغړن یم
پہ قفس کښې بلبل لرې لہ ګلشن  یم

یو غم نۂ دے چې د ډډې لاندې کړمہ
پېدا شوے د غمونو پہ وطن یم

پہ خاطر ستا د یارۍ مې دنیا ترک کړہ
ګرځولے ولې ھر سړی دښمن یم

داسې وخت وۂ پہ وصال دې بھرہ مند وم
داسې وخت دے پہ ارزو دې د دیدن یم

کہ مې برخہ ستا لہ مینې ځنې نۂ وہ
زۂ یې څۂ کړم کۂ د سرو سپینو څښتن یم

باقی خلق بہ پہ ژوند کښې یو ځل ومری
ستا پہ ھجر کښې ھر وخت پہ ځنکدن یم

پہ ځوانۍ کښې زۂ د مښکو سوداګر  وم
کرځېدلے پہ ختا او پہ ختن یم

د طرب نغمې بہ څۂ رنګې زما شی
چې اقبال مدام پہ مینہ کښې غمژن یم
ستا څہرہ شی زما مخکښې چې غزل شم
مسافر ښائست د  لارې  پہ  مزل  شم

د ائین پہ شان لہ پاتې حق حېران شم
زۂ  ستا حسن تہ اوبۂ شمہ خجل شم

بیلتون غشی راپسې راخکلی ګرځی
راخورې کړہ زلفې ورک یې پہ ځنګل شم

یوہ ورځې نمر مغرب نہ بہ طلوع شی
خداے دې واخلی ما چې تا و تہ بدل شم

د سحر مونځ کہ قضا شی معافی غواړم
ټولہ شپہ چې د ھجران پہ ژرندہ دل شم

ستا د سترګو اشارہ کہ راسرہ وی
بریالے بہ زۂ اقبال ھم لہ اجل شم
زما اشنا د تنھایۍ نہ تنګ شوم
ډېرې طویلې جدایۍ نہ تنګ شوم

زما خدایہ خدائی دې څۂ شوہ
د خدایانو بندګۍ نہ تنګ شوم

د ځنکدن غوندې عذاب کښې یمہ
د مسلسلې جان کُنۍ نہ تنګ شوم

مانہ پہ سوال زندګی نۂ تېرېږی
خپلې د ھر وخت بې ارزۍ نہ تنګ شوم

زمانہ ټولہ شوہ دښمنہ زما
د ھر سړی د دښمنۍ نہ تنګ شوم

اقبالہ لار د تېختې نۂ وینمہ
د خپل ضمیر لہ دې قېدۍ نہ تنګ شوم
د ټوپک غوندې پہ یوې پاې اړ یم
اشارہ قدرې کہ اوشوہ یارہ مړ یم

ھر سړے رانہ لمن داسې رانغاری
لکہ زۂ پہ پلیتۍ باندې ککړ یم

ھر ھډوکے مات رامات مې رېز مرېز دے
را پرېوتے زۂ د عشق لہ داسې چړ یم

ښہ سختی ګرمی مې زغم کړہ لکہ زمکہ
د باران  امید ساتم خبر لہ ھړ یم

سرد مھرۍ نہ پہ ښکارہ د  یار زرغون یم
د زعفران ګل یم پکښې مې ګورہ زېّړ یم

بې ګودرہ زۂ اقبال چې ګډېدمہ
د ھجران سیند چې لاھُو کړم ددې وړ یم
زۂ پہ سپینہ ږیږہ ھر څۂ تہ تیار یم
خو کمزورے لہ طرفہ د خپل یار یم

کہ یوہ شپہ د وصال وی صبا مرګ وی
وېرېدلے خلقہ زۂ کلہ لہ دار یم

اور دې پورې د ھجران پہ ژوندانۂ شی
سمندر یمہ پہ اور کښې پہ روزګار  یم

بدہ ورځ دې کتے نۂ شم زړۂ زما چوی
ستا چې دړد شی پہ سر زۂ د مرګ بیمار یم

زۂ پہ خلہ خبرې نۂ کړم ازمېښت اوکړہ
سل پہ سل بہ دې پورہ پہ اعتبار یم

تۂ کہ مړہ شوې د اقبال دا پوخ یقین دے
تانہ مخکښې بہ دا زۂ د ګور پہ  لار یم
تور تیارۂ دہ مخکښې لار نۂ وینم
چې آفتاب مخ د ښکلی یار نۂ وینم

زۂ قدم واخلمہ خو څنګہ واخلم
طاقت پہ ځان کښې د رفتار نۂ وینم

زما نصیبہ پہ تا اور پورې شہ
پہ تا کښې ھیڅ شے ھم د کار نۂ وینم

د رغېدو امید بہ څنګہ اوکړمہ
علاج څۂ نور د زړۂ بیمار نۂ وینم

اقبالہ څیرې می لمن ځکہ شی
ګلاب چې اووینمہ خار نۂ وینم