حال ښکاره شي د مېر منې له طباخ
تعارف د ونې اوشي له يو ښاخ
په چونډۍ لکه رجړومه مۀ ډکېږه
سمندر غوندې سينه لره فراخ
چې ودريږي په جونګړه د مظلوم
هيڅ مزه نۀ کاندي هسې رنګ له کاخ
نېک عمل کؤه نېکي به پکاريږي
د بدۍ نه دې خالي کړه د زړۀ طاخ
د بڼو ستم به خپل درته عيان شي
کۀ دې اوليد د اقبال د زړۀ سوراخ
ما به څوک کړه هغه يار سره يو ځل مخ
چې په سترګو کښي يې وګورمه خپل مخ
ګرځيدلے سمه غر باندي کم نۀ يم
ما ليدے داسي بل نۀ دے کاکل مخ
هره ورځ چي ستا غمونه داسي زور کا
يو ورځ به خامخا کړم د ځنګل مخ
بې لۀ تا مرم کۀ تۀ لاس په لاس کښې راکړې
يقين وکړه و به نيسم د اجل مخ
اقبال هلته ورته پاتې حق حيران شو
چې د ښکلي يار يې وليدۀ بدل مخ
څوک بہ ما کا ھغہ یار سرہ یو ځل مخ
چې دا زۂ ورتہ صفا کړمہ خپل مخ
کۂ صبا لہ شوہ زما لۂ سرہ تېرہ
بیا غماز بہ ورتہ ښائی زما بدل مخ
زۂ چې څۂ یمہ دا ستا پہ مخکښې یمہ
پہ دروغو مالہ نۂ راځی اینځل مخ
زۂ څۂ ھسې لېونے د ښکلی نۂ یم
چالیدلے نۂ دے بل داسې اوربل مخ
فن مې ډېر څۂ دی انغښتی پہ لمن کښې
پاڼہ واړوہ تۂ وګورہ یو بل مخ
یار دې ماسرہ وعدہ د وفا وکړی
زۂ اقبال شمہ نیولے د اجل مخ
چې پہ باغ کښې نۂ وینمہ یارہ ستا مخ
زۂ بہ څۂ کړم د نرګس او د لالہ مخ
د رڼا نہ ستا د مخ چې اوشرمېږی
سپوږمۍ یوسی پہ وریځہ کښې پناہ مخ
بیا کہ راشې کہ را نۂ شې زۂ بہ څۂ کړم
چې شو پټ پہ تورو خاورو کښې زما مخ
دا دنیا راتہ ښائستہ دہ ستا لہ مخہ
ګنی ھسې راتہ ښکاری د بلا مخ
دومرہ وخت اوشو چې مخ دې رانہ ھېر دے
ولې بیا مې ھم خوښ نۂ شو د بل چا مخ
ځان سرہ خوشبو د یار د زلفو راوړہ
نن را واړوہ زما پہ لور ھوا مخ
دومرہ غم سرہ بہ څو خلقو کښې ژوند کړی
یوہ ورځ بہ اقبال اوکړی د بېدیا مخ