ډ

ډډې ونې په مثال کړم د يار غم ډډ
ښکاره روغ يمه پکښې نه يمه سم ډډ

در په در او لے په لے درپسې ګرځم
معلوم نۀ کړو ما تراوسه د صنم ډډ

دا کؤټلي نه اواز کله راخيژي
ډول په غاړه کښې غږيږي تل د ډم ډد

د يوې ورځې خوراک د عمر نۀ شي
کۀ پردۍ خورې پرې دا خپل نۀ کړې شکم ډډ

تۀ د کور کلي خبره کړې اقباله
غمازانو ګېر چاپېره کړو عالم ډډ
زړۂ مې بیا شو د اشنا د یاد پہ ښار ګډ
پہ مثال د یو بلبل شوم پہ ګلزار ګډ

دا نشہ مې بیا د سر نہ کوزہ نۂ شوہ
چې یو ځل شومہ د مینې پہ خمار ګډ

ائینې غوندې مې برخہ حېرانی شوہ
چې ھر کلہ شوم د حُسن پہ بازار ګډ

خداے خبر دے چې بہ نور راسرہ څۂ کا
پہ قریہ قریہ کوڅہ کوڅہ کړم یار ګډ

چې مضراب یې زما زړۂ رباب لہ راوړۂ
پہ نغمہ او پہ سرود شوم لکہ تار ګډ

ستا پہ ھجر کښې زما دغسې حال دے
لکہ سپند شی پہ مجمر کښې پہ انګار ګډ

دعویٰ خوند پہ خُلۂ د عشق نۂ کړی اقبالہ
چې تر څو لکہ منصُور نۂ شی پہ دار ګډ
طویل مۂ شۂ د ھیچا ھم د پیرۍ ژوند
د بې نومہ مسلسلې بیمارۍ ژوند

ناستہ پاستہ خوراک څښل چې ورتہ ګران شی
څۃ پکار دے دا بې خوندہ د خوارۍ ژوند

پہ نظر د ماشومانو کښې ھم خس شی
کہ یې ډېر تېر کړے وی د بھادرۍ ژوند

خاطرې د ژوند یې ټولې دروغ لږی
کہ ھر څومرہ ھم لری قیصۍ قیصۍ ژوند

تکبر تہ ستا حېران یمہ انسانہ
مګر ستا دے پہ یو خس غوندې سیلۍ ژوند

ژوند ھغہ چې سړے مړ ھم ژوندے شمار شی
اقبال څۂ کوم د سوړې د مېږۍ ژوند