غ

هسې تا راته اېښودے دے په زړۀ داغ
نۀ پوهېږم چې به ښه شي اوس په څۀ داغ

کۀ دا ستا په مينه بل چاته واکېږي
ژبه ګونګه راته جوړ ښه دے په خولۀ داغ

کۀ په مينه د ګل رخو کښې اور نۀ وے
د لا له به جوړېدۀ ولې په زړۀ داغ

ستا د تور داغونه دومره راته ګران دي
چې ټول عمر په جامه مې اوساتۀ داغ

ما جولۍ ده غوړَولې راکؤه نور
خو يو رانۀ کړې اشنا د بېلتانۀ داغ

رڼائي په تيارۀ کور کښې مې د زړۀ وه
چې مې اوکوت آ، د عشق مې بلېدۀ داغ

زۀ اقبال اشنا اشنا يم د داغونو
خداې دې نۀ کړي اوخورې ماپه شان له تۀ داغ
پـــه مخکښنو دروغو نـور دروغ
خداې کۀ څوک وائي دومره زور دروغ
دومره د اور په سوي نۀ سوزمه
لکه چې بل کړي په ما اور دروغ

تا څخه رنګا رنګ دروغ دي اشنا
کله دې سپين او کله تور دروغ

تۀ داسې غوړ کړې چې حېران پاتې شم
وئيلے نۀ شمه هم سپور دروغ

تا څخه ډک دي انبارونه خپل
زۀ اخستے هم نۀ شم پور دروغ

د وړمبني نه درد مې نور سېوا کړي
کۀ لږ ساعت هم شي ټکور دروغ

رښتيا رښتيا دي آخر لار اوباسي
چرته نه چرته شي شبکور دروغ

د پښتنې نه زېږدل دے اقبال
ورته ښودلي نۀ دي مور دروغ