ې

ما او نۀ ليد چې د قام درد لري زړۀ کښې
زوته وي يې نوم مفاد له هسې خولۀ کښې

نوم دې لاړشي ننګ دې لاړ شي ملک دې لاړ شي
خو مسند ورته ښکاريږي ګران په تلۀ کښې

چې په لاس کړي اقتدار مرام ترې هېر شي
د مګس غوندې مشغول شي په خواږۀ کښې

د هغه کور به لا څۀ زېب و زينت وي
څوک چې خپله غلا کؤي په خپل کالۀ کښې

لکه جمع چې کارغان شي په مردارې
نيشتے فرق دلته اوږي په ماړۀ کښې

سيلۍ ښه په سترګو وينمه اقباله
بل ساتمه د اميد چراغ تيارۀ کښې
چې مې وليدۀ هغه ښکلې سنګار کښې
تاؤ مي لا زيات شو د ميني په انګار کښي

په جبين کښي يې حېران پاتې شين خال کړم
ستورے څنګه راښکاره شو سپين نهار کښې

په نري سلائي سترګې يې کړې تورې
ښکاري باز له مړَوي کله په ښکار کښي

بې د تيلو ئ شانه کړې تورې زلفي
زهر لا زيات وي د سرې مېرې په مار کښې

لـــــېونے چــــــې لـــــېوني حــــسن اقــبال کـړو
خود به ناست وي لېونے په لويه لار کښې
ستا د حسن ننداره د ګلستان کښې
هيڅ هم نشه نور چې ګورم په جهان کښې

ستا د مينې برکت دے نور څۀ نشته
چې دا ستا نخښې ليدے شي راته ځان کښې

ائينه چې راته مخکښې مخکښې نيسي
څۀ به ځايې شي حېراني نوره حېران کښې

ستا تصوير خپل په زړۀ کښې ليدل غواړم
سر مې ټيټ ځکه نيولے دے ګرېوان کښې

چې مې مرګ دا ستا ديدن له پاره شرط دے
هيڅ کشش نشته دے ماله په حېوان کښې

ما په دير او په حرم کښې لټولې
تۀ دېره مې وې د زړۀ په بيابان کښې

بهرَور يې چې له مينې نه څوک نۀ شي
يقين وکړه چې اقباله دے تاوان کښې
ساقي ډوب مې کړه د مئيو سمندر کښې
مۀ پريباسه مې د خم پيالې چکر کښې

ما اؤ يار کښې د سُتور فاصله نۀ وه
خامخا مې لټوۀ په بحر و بر کښې

تير شو عشق د حقيقت لۀ سرحدونو
عقل انختے دے لا هغه شان خبر کښې

بيخودي چې په خودئ کښې مې بدل شوه
مُلا خوند دې پاتې نۀ شو په کوثر کښې

هغه يار خو مې په هر ګل کښې جلوه کا
کۀ خلل دې نۀ وه خپل چرته نظر کښې

طبيبان مې دي علاج ته نۀ ګوا ښيږي
ساه دې اوخيژي زما د يار په در کښې

اقبال هله د دنيا ليلٰې ته شاه کړه
چې مجنون نه يې جنون زيات شو په سر کښې
ارزومند د سپين صبا يم په چمن کښې
د چا نۀ خوښيږي سرې لمبې چمن کښې

پـــه مـــوزون اب وهـــوا شــي هـــره ونه
چينار کله چيناريږي په دکن کښې

څۀ په سترګو باندې ړوند نۀ يې باغوانه
کؤه فرق په بلبل او زاغ زغن کښې

د پښتون پوشاک اسلام دے د شروع نه
د بل رنګ تڼۍ خوند نۀ کړي پېرهن کښې

دا خاکي ادم ازاد دے په فطرت کښې
تېرَؤلے نۀ شي عمر په قدغن کښې

اقبال ځار شه د پښتون سپينې شملې نه
چې صفت يې کؤي ترکې په ختن کښې
فرق دا دے ناصح او زما غم کښې
ددۀ عقل زما زړۀ دے د چا غم کښې

دا چې خلقو ته تل وېره د قيامت ښائي
همېشه يې وينم بوخت د دنيا غم کښې

کـۀ امــير خــپل د مــال څــوکېداري کړي
هره ورځ اوځي ګدا د ګدا غم کښې

لۀ دنيا چې ګڼي ځان کناره کش خپل
څۀ نه څۀ صورت کښې دي د د صبا غم کښې

کۀ رندان په مئيو غم غلطه وي خپل
زاهدان وهي تسبې د عقبا غم کښې

په دنيا کښې هيڅ څوک خلاص نۀ دے له غمه
مګر خوښ يم زۀ اقبال د اشنا غم کښې
ياده مۀ مې راځه هر ساعت په زړۀ کښې
ودره وے مې د بې ننګه يار په ورۀ کښې

لاس ونــۀ کــاږې وحـــشته په اسانه
لا مې څو ريښې دي پاتې ګرېوانۀ کښې

اور د هجر مې زړۀ هسې کړو تڼاکې
لکه وږے چې څوک وريت کړي تنارۀ کښې

په مزه شانه را کاږه انختے زړۀ مې
کړې زخمي به زړۀ زما اوربل خوارۀ کښې

کۀ دوبار دوبار سېزې مې ګيله څۀ ده
اور له بيا تلۀ په نصيب دي د سکارۀ کښې

زۀ اقبال به کله خلاص شم له غمونو
تش غمونه دي زما تندي سپېرۀ کښې
ستا د مينې راز مې پټ دے په سينه کښې
لکه در چې څۀ رنګ پټ وي ګنجينه کښې

خپل حُسن ته پخپله به حېران شې
کۀ مې اوليد تا د زړۀ په ائينه کښې

دا خوشبو ده ستا د زلفو نۀ پوهېږم
کۀ دې اولمبل د عطرو په چينه کښې

لـــږ پـــه وار وار ورَوه د بـــڼو غـــشي
پاتې نۀ شو ځائے مې زړۀ او په اِينه کښې

پـــه اوصـــافو پـــه اعمـــالو منـــحصر ده
خر له خر بولي مکه او مدينه کښې

اقبال مۀ شماره د نورو صف کښې ياره
پکار فرق دے په نوي دېرينه کښې
ما ترک کړے ځان جهان دے ستا په عشق کښې
دالا څۀ کړې چې ايمان دے ستا په عشق کښې

مرګ ته غاړه څوک اسانه باندې نۀ ږدي
د ا وَماته کار اسان دے ستا په عشق کښې

ســـــر وهــــلے ســـرګردانه ځـکـــه ګـــرځـم
لکه باد مې روح پرېشان دے ستا په عشق کښې

پـــه پــــلکونو د ســــتم لــــږمه ګـــــډ وډ
زړۀ نيولے مې سندان دے ستا په عشق کښې

خاص د سيند د منځ د ګټې په مثال يم
ما ليدلے هر طوفان دے ستا په عشق کښې

مناســــب نــــۀ دي چې تــــۀ ورســـره خانــــدې
د اقبال څيرې ګرېوان دے ستا په عشق کښې
چې دا سپين وېختۀ پېدا شو زما سرکښې
را ګوذار يې کړم د جونو په نظر کښې

روا نۀ ګڼي په لوري مې کاتۀ اوس
تل خبرې به زما وې په ګودر کښې

ګل مزه کاندي په باغ يا په محل کښې
قيمت نۀ لري ډېران يا په کنډر کښې

پــه پــالشــو پــه روغــنو بانــدې نــۀ شي
چې وېنو لرګے خوړلے وي ځيګر کښې

ټک د زلفو يې اقبال ځوانۍ کښې زوړ کړو
څـــۀ ناشـــنا زهـــر مــې وليـــدۀ اژدر کښــې
دنيا ولې مې پرېږدې نۀ په خپل حال کښې
ورکېدۀ غواړمه زۀ د يار په خيال کښې

ما د يار هجر کښې موندے هسې خوند دے
چې موندلے به چا نۀ وي په وصال کښې

لکه بوټے به مې درست کال تېرېدۀ پرې
کۀ سپرلي غوندې اشنا راتلے په کال کښې

زۀ د عــــشق مـــئيو هســـې رنـــګ عــادت يم
چې مې فرق هډو نۀ راځي په چال کښې

زولنـــۍ بـــه پـــه کــــچه تــــارونو شـــــمارې
کۀ اقبال غوندې شوې ګېر د زلفو جال کښې
بيا مې نۀ موند څوک د مينې په دنيا کښې
څۀ نه څۀ غله به پرته وه په هر چا کښې

زۀ د سر سړے په اوسط نۀ قانع کېږم
خو طلب دغه همره نۀ وۀ په اشنا کښې

جدائــــي زمـــــونـــږ تـــر مــــنځه امـــــتحان وۀ
شکر دا دے چې بدلون رانغے ما کښې

زۀ چې ژاړم تۀ پرې ولې نۀ پوهېږې
د مــــاشوم مــــدعا پـــټه وي ژړا کښـــــې

مصنوعي خول کښې چې ښکلې ښکلې ښکاري
څهرې ډېرې وي بدلـــې پـــه رڼــا کښــــې

پــه توبــــو بانـــدې توبـــــې مــــــې اويســــتلې
کمـــــے ولــــې نــــۀ راځــــي مــــې پـــه ســزا کښې
د رقيبانو غمازانو منځ کښې
عمر شو ګران د دښمانانو منځ کښې

پخوا له وېرې خلقو کلي کؤل
وېره ده اوس د انسانانو منځ کښې

زړۀ مې ارزو د تورو زلفو کؤي
لېونے خوښ دے د مارانو منځ کښې

محفل د ښکلو د شرابو دور
لکه بورا مست د ګلانو منځ کښې

په زلزله باندې را پرېوځه واړه
لېلا مې بند شوه قلاګانو منځ کښې

ليک د تقدير څوک ورانولے نۀ شي
اوسي بلبله د زاغانو منځ کښې

پته اقباله د ژوندون نۀ لږي
لږ ساعت کېنه د يارانو منځ کښې
هنګامه د حسن و عشق ده په دنيا کښې
د ژوندون معنٰي به څۀ وے په خلا کښې

دا کشس دے ټول د حسن چې ساتي عشق
په حالاتو کښې د مرګ هم په رِجا کښې

هيڅ به خوند په افسانه کښې پاتې نۀ وۀ
حقيقت کۀ چرته ټول وے په رڼا کښې

ستا د پاره چې دا دومره اهتمام دے
څۀ نه څۀ خوبي وه اخر په تا کښې

ملايان يې په محراب او ممبر ګوري
رندان ګوري يې په جام او په مينا کښې

لېوني دي چې صحرا په ځنګل سر دي
اقبال بيا موندۀ وېړيا د زړۀ درزا کښې
طمع د ګل ساتله ما جولۍ کښې
ازغي راپرېواتۀ زما جولۍ کښې

جولۍ خوره مې خوشحالۍ له کړله
غم راته واچؤو دنيا جولۍ کښې

زۀ چې کوڅې له د اشنا راغلمه
جمع کړې ګټې خلقو بيا جولۍ کښې

بـــې نـــوا مــــا لۀ دره خــــپل مــۀ شــړه
خېر خلق اچئ د ګدا جولۍ کښې

اوس ماتوې او کۀ پرېږدې دلبره
ما اقبال زړۀ واچؤو ستا جولۍ کښې
لکه دقيس کاڼي ورېږي په ما ستا کوڅه کښې
راشه پخپله ننداره مې اوکړه دا کوڅه کښې

مۀ حېرانګئ هغه مړے به يم زۀ عالمه
چې بې کفنه بې دفنه وۀ د اشنا کوڅه کښې

ښکاري د مينې لېونے راغے د کلي په لور
چې ماشومانو جوړې کړې ده غوغا کوڅه کښې

څوک به د مانه خوش نصيبه په دنيا نۀ وي بل
د قبر ځائے کۀ مې نصيب شو د لېلا کوڅه کښې

د اقبال دغه همره وس دے نور کؤلے څۀ شي
کېني دېوال سره دا ستا کؤي ژړا کوڅه کښې
ستا په انتظار مې سترګې ووتې
سوزم په انګار مې سترګې ووتې

ګورمه چې څنګه سر کوي وعده
چپ يم کۀ دا وار مې سترګې ووتې

بيا دې هم د ښار رسم بدل نۀ شو
وختم په دار سترګې مې ووتې

ستا يادونه کم نۀ دي چې هېر دې کړم
ستوري دي په شمار مي سترګي ووتي

هر وختې په سترګو کښې غړېږي مې
ستا د غم په خار مې سترګې ووتې

هسې خو اقباله افلاطون يمه
يار ته په اظهار مې سترګې ووتې
شنډې پــه شــاه لاړلې بيـــا وريځې
ولې نــــۀ ووري اخـــــر دا وريځې

ډېـرې پـړقـېږي ډېــرې وغريږي
خو نۀ کړي مونږ سره رښتيا وريــځې

سترګې د زمکې ورته سپينې شولې
اوس هم تېر باسي په صباورېځې

فـصــلونه وسول ګلان وريژدل
غواړي لا نوره څۀ بها ورېځې

د تورو سپينو سره څۀ دي زمونږ
ښۀ دي چې وورېږي آ،ورېځې

کله بينګړي کله ټيله ته ګورم
وائم کۀ دې خوا شي خطا ورېځې

چې طمعه را کړي بيا و نه ورېږي
ورکې شه داسې بې وفا ورېځې
در به شم څۀ چې غمازانو لارې ونيولې
مونږ ته د مينې دښمانانو لارې ونيولې

چرته د عشق د ليوني تندې به بيا ماتېړي
د ښار کوڅه کښې ماشومانو لارې ونيولې

پيغله شوه اوس يې بوسه هغه شان اسانه نۀ ده
مخ ته يې د زلفو ښامارانو لارې ونيولې

شاه د راتللو نن اميد جوړې په دې لاره دے
په هر قدم چې ملنګانو لارې ونيولې

زمونږه وران کلي ته پېښه پسرلے نه کوي
هســــې بـــــې صـــبره بوراګانـــو لارې ونيولې

په داسې حال کښې به کاروان څنګه منزل ته رسي
د کـــــــور دلال اؤ رهـــــــزنانو لارې ونـــــــيولــې

په خړه سترګه به مغل خېبر ته ونه ګوري
پــــه صـــــداقت کـــه افـــغانانو لارې ونيولـــې

ناوې کېدو جوګـه اقـباله دپـښتوغـزل شو
افسوس دے دا چې باباګانو لارې ونيولې
ستا هر اشنا سره بيا بيا خبرې
چې راسره ګډې کړي ستا خبرې

د وصال شپه کښي تر سحره پورې
نۀ خلاصېدې به ستا زما خبرې

درېغه چې بيا هغه وختونه راشي
کـؤلـې تـا اورېـدې مـا خـبـرې

زۀ ستا په مينه باندې ساه اخلمه
کېښودې تا په غوږ د چا خبرې

زړۀ مې هر وخت د وينو اوښکې ژاړي
ياران مې غواړي د خندا خبرې

دا لېوني پېريان د عشق اقباله
نۀ اوري د پير او د ملا خبري
د بر ټس ډکيا چنار مې نۀ کړې
زړۀ ځان مې بېلودل خو يار مې نۀ کړې

سر دې شو سپين ږيره زما سپينه ده
ماشوم ئې هغه شان هوښيار مې نۀ کړې

بې وفائي ده ستا خمير کښې اخلې
هيڅ د وفا نه خبردار مې نه کړې

په رنګ ښائسته اؤ په عمل بده ئې
د قوتي لعل داني د کار مې نۀ کړې

تانه چې چرته هم ګناه شوے دے
په سر مې واخست ګناه ګار مې نۀ کړې

ډېــره د صـــبر الله هــــو مـــې ووې
زړۀ چپ مې نۀ کړې په قرار مې نۀ کړې

اقبال د زړۀ ټپې ارمان مې دا دے
يؤ ځل په زوره يکه زار مې نۀ کړې
لا مې هغه شان د زړۀ په کور کښي تا کړې
هسې نه چې ځنکدن کښې مې خطا کړې

سپين بانګې به شکرانه کښې مُلا در کړم
د مجاز مينه به څنګه مې روا کړې

ښکاري ځان راته په هر شکل کښي وړ يم
زنګون مات کړه راسره شرع په چا کړې

ما کړ ه سپينه جامه خپله تکه توره
لکه سپين باز مې له هر توره صفا کړې

هغه سترګې چې به ته ترې ځارېدلې
هغه سترګې مې خدائې تا وته بلا کړې

داسې چارې په کافر چا کړې نه دي
لکه هر ساعت چې ته اشنا په ما کړې

د اقـبــال دلــه آرام درلــه عـنـقـا دے
ورپـه غـاړۀ ئې د هسې دلـربا کـړې
داسې مراور شوې چې په عمر کښې اوس نۀ راځې
ساه چې مريض ورکړه نو طبيبه بيا بـه څـۀ راځې

زۀ چـې کلـه ښکلې بشره وينمـه يا ګل وينم
هر چا نـه اول اشنا پـه سترګو کښې مې تـۀ راځې

خدايـه تـۀ قادر ئي ماتـه هغه منظر اوښائي
کله چې پـه مرګ به مې دا تـه پـه ژړېدۀ راځې

وايه د بل چا زړۀ دې هم داسې غوڅ غوڅ کړےدے
څنګـه چې پـه ما ، پـه خټکي لکه چاړۀ راځې

نن د اقبال زړۀ څـۀ عجيبه شان پرېشانـه دے
د يار د کلي باده پـه دې لوري ولې نۀ راځې
هسې نه چې بې اعتباره مې اعتبار کړې
د آسمان نـه مې پـه زمکه راګوزار کړې

زما سترګو کښې دا ستا هغه مقام دے
چې په وينځو به لېلا شيرينه شمار کړې

رقيبانو تـه مـې سترګـې کته نـۀ شي
ښکاره مۀ کړه پټ کۀ هر ستم نګار کړې

چرته جوړ نۀ شي سبب د رسوائي ستا
چې په ورۀ کښې په خبرو مې حيصار کړې

د رسمونو ديوالونه کۀ پرې نۀ وځي
وايـه څو پورې زما بـه انتظار کړې ؟

پرېواتـۀ دي لـه ګړنګ اخـر اقبالـه
تږ چې تـۀ د ژوندانۀ په کومه لار کړې
فلکـه ! ولې مې لـه خپله ياره بيل ګرځـوې
لکه پرکار په شان له سر راباندې تل ګرځوې

زړۀ مې دے درمن لږېدلے د کال دولس مياشتې
ترس دې نۀ شي د غمونو پرې غوبل ګرځوې

د دښمنـۍ پـه نوعيت دې نـۀ پـوهېـږ مـه زۀ
چې ناممکن وي کوم هغه زما منزل ګرځوې

طمع به څو د بچ کېدو پـه زړۀ کښې زۀ ولرم
راښکلي غشي راپسې چې د اجل ګرځوې

په طوفانونوکښي راګېره ده کشتۍ مې د ژوند
نـۀ ډوبوې اؤ نـۀ پـه لوري د سـاحل ګـرځـوې

دا زۀ اقبـال دې د ستـم نخښه يوازې يمـه
کۀ په دې حال کښې څوک زماغوندې هم بل ګرځوې
لکه زۀ په تا مئين يم داسې تۀ شې
چې خبر مې لږ په حال د مئن زړۀ شې

روغو خلقو ته جهان واړه روغ ښکاري
چې پخپله په ژوندون کښې دړمن نۀ شې

مهجورانو پورې بيا به خندا نۀ کړې
کۀ رنجو غوندې د عشق په غرګي وړۀ شې

تـرهېدلے رانـه ګرځـي اهو چشمـه
نـۀ پوهېږم چـې اشنا به مې په څۀ شې

پـروادار د زمانـې د ستـم نـۀ يـم
يـؤ ېـواځې کۀ دا تـۀ راسره ښۀ شې

د عشق غم په خوشحالۍ به بدل نۀ کړې
کۀ اقبـال غونـدې خبر ئې پـه خواږۀ شې
په همت او په هنر به وخت غلام کړې
ورګوزار بۀ يې کمند په اوچت بام کړې

کائنـات دے تـا د پـاره پـېدا شوے
دا پـه تا ده چې بۀ څنګه تهِ دام کړې

ښـه اؤ بـد يې درتـه وښودل د لارې
خوښه ستا ده چې اوس تۀ څنګه اقدام کړې

کـۀ املـونے دې سرکښـه نفس تـه واچـؤو
هلـه ځان بـه دې لائـق د احترام کـړې

د غفلت نـه بـه وګړ ے څۀ بېدار کړې
چې خبرې ورتـه جـام اؤ د خيام کـړې

سترګې سپينې د اقبال په انتظار شوې
صبا کلـه د تيارو بـه اختتام کـړې
دا زما نـظر وه چې دا تـۀ مـې بېنظير کـړې
داسې مصور وم نا ليدلے مې تصوير کړې

ولاړ ورته حېران مې دي رقيب اؤغماز دواړه
دا رنګې مورچې د عشق په توره مې تسخير کړې

سوچ هم ورته نـۀ رسي نـوري اؤ د نـاري څـۀ
داسې کارنامې پـه نـوم د خـټو دې خمير کـړې

ښاې د موټي خا ورې عظمتونـه رنګ پـه رنګـه
کله اسماعيل مې کړې اؤ کله مې شبير کړې

څوک هم چې دا ستا په محبت کښي شريک نۀ کړم
پاک د ائينې په شان له خيريه مي ضمير کړې

څنګـه بـه ګناه سترګو اؤ زړۀ تـه اقبـال وکـړه
تۀ چې ورته ځان خپل د ګل نه هم قجير کړې
خلقو چې په ما باندې اشنا نه سترګې پټې کړې
ما هم په بدل کښې د دنيا نه سترګې پټې کړې

چې مخ د يارليدے نـۀ شمـه ګوپ توره تيارۀ ښه ده
مړې کړئ رڼا ګانې ما رڼا نه سترګې پټې کړې

هغـه شپـه څنګـه هېره کړمه تتو رڼاګانو کښې
ما چې او کتل دې د حيا نه سترګې پټ کړې

نـوم چې مې همزولو پـه اول وار ورتـه واخستـو
واختېده پـه شاه او د خندا نـه سترګې پټـې کړې

انسان وم کاڼے نۀ ومه فرياد مې د خولې اوښاتۀ
ډېرې کۀ دا ما يې د جفا نه سټرګې پټې کړې

اوږي نهنـګ اوخـوړم اقبـالـه د هـجران آخـر
هر څـومـره کـۀ ما د دې بلا نـه سترګې پټ کـړې
اوس دې پاتې نۀ دے هغه زور د مينې
معلوميږي په مړېدو دے اور د مينې

همه تور راته اوس ټول د سترګو تور شُو
چــې راپـورې شو را پـورې تـور د مـيـنـې

په قفس کښې مې سر خوږ لکه دزرک کړو
معلوم نـۀ شو په هيڅ لوري لور د مينې

دا زما خـوس نـصيبي نـۀ ده نـور څـۀ دي
چې مې بيا موند ستا په زړۀ کښې کور د مينې

نادانان لـۀ نـادانۍ راتـه پېغور کړي
سـر زمـا اوچت کـړو لا پېغـور د مينـې

څـۀ بـې رنګا زنـدګي بـه د اقبـال وے
کۀ پکښې نۀ وے د استا انځور د مينې
تـۀ لېلٰي وے کۀ زمـا مينې لېلا کـړې
په جُمله و معشوقو کښې مـې بالا کـړې

د حسېن غوندې له سره عشق کښې تېر شوم
مقـدس مې لکـه دشت د کربـلا کـړې

چې صفت يې ستا د سترګو دے اؤرېدے
سترګې زېړې په حسد باندې شهلا کړې

غـل تـه څـوک د محبت پـه نـظر ګـوري
زړۀ د هغۀ شې چې د چانـه د زړۀ غـلا کړې

زمانـه بـه دې منصور غونـدې په دارکا
چې د سِر خبـرې اقبالـه بـرمـلا کـړې

تۀ چې داسې ادا ګانې دلبري کړې
څۀ به کېږي کۀ عالم تول چکري کړې

چاته ګورم ستا د زلفو اسير ښکاري
خداې خبر چې څۀ افسون جادوګري کړې

په قهقه چې د همزولو سره خاندې
پـه حـېرت د سـر درو زرکـه دري کـړې

سُور او سپين رخسار دې لعل د بدخشان دے
پـه څوکۍ ورله د زلفو منګري کړې

د ژوندون طمع به څۀ عاشقان کاندي
حواله يې چې د سترګو د امزري کړې

لکه بڼ پاڼه لـوګے مې کـړه خپل ځان تـه
وائي اقبال کۀ نظربازو نظري کـړې
هغه يار چې مې وعدې د قيامت کړې
نن يې ماتې راسه په يو ساعت کړې

په سرشت کښې د خوبانو وفا نيشتے
کۀ يوازې بدې چارې مې قسمت کړې

زرۀ په دې باندې د يار شکرګزار شه
چې اشنا يې د غمونو د لذت کړې

پښتانۀ باڼۀ کوزسري غوندې ښکاري
معلوميږي زړۀ په بدو ملامت کړې

کافر زړۀ به د چا پاتې شي په وس کښې
تۀ چې داسې اداګانې د قيامت کړې

دا د هجر تنده مړه به د اقـبال کـړې
کۀ شربت ورله د لبو عنايت کړې
زما فخر دے دا ستا په پاکې مينې
صدقه په تا هزار هزار شرېنې

د مرګ وېرې نه لېلا محمل قبول کړو
توې يې نۀ کړې د مجنون د پاره وينې

ته په خپل لوظ قائمه لکه غر يې
عشق پښتو دې دواړه يو کړۀ مه جبينې

دعواګير په کؤمه خوله د عاشقۍ دي
چې ښېښې د زړونو نفس يې کړې رمېنې

زۀ اقبال د هغه پېغلو نه قربان شم
چې د يار په انتظار کړي کمڅۍ سپينې
تۀ چې زلفې راخورې کړې په مخ ګُورې
ليونے دې کړمه زۀ په حُسن پوُرې

د نشو په سمندر کښې مې ورډوب کړې
غټې سترګې چې راواړه وې مخمُورې

زاهدانو کۀ دا وليده دنيا کښې
په جنت کښې به قبول نۀ کړي بيا حُورې

تا د عشق د لذتونو چې بهرپور کړې
دا لمحې زما د ژوند دي ستا مشکُورې

سپينې لېچې دې بهر کړې د لستوڼو
ګويا ږدې مې په مرۍ دا سپيـنې تـُورې

داسې ظلم پـه اقبال چـا کـړے نـۀ وۀ
لکه ته د نا مسلم باچا کړې لُورې
ما د مينې خداې ګڼلې
بت د کاڼي اوختلې

په نظر کښې زما څۀ وې
اشنا تۀ پرې نۀ پوهېدلې

تۀ د خپل هوس غلام وې
ما د عشق په لار بيؤلې

چې دا ستا زړۀ ماته نۀ وۀ
ما به څو مجبوره ؤلې

مسافر د جدا لارو
په يو موړ به بيلېدلې

ګلې ستا څۀ قصور نۀ وۀ
اقبال وۀ نۀ پېژندلې
ډېرې اوشوې د اشنا د بام خبرې
اوس پکار دي د وطن او قام خبرې

چې د لوږې نه کولمې سندرې وائي
خوند په خوله نۀ کړي د ميئو جام خبرې

د هنر او د سائنس شوه زمانه اوس
نۀ چليږي د رُستم او سام خبرې

په خالي لاسونو نۀ تر سره کېږي
په دولت کېږي د ننګ و نام خبرې

په تيارو کښې ځکه ګرځې سرګردانه
چې دې هېرې کړې د خپل مرام خبرې

چې قدم اخلې په فکر باندې اخله
له صياده اؤرم بيا د دام خبرې

فلسفه او څۀ حکمت په دې کښې نشتے
نۀ پوهېږې تۀ اقباله عام خبرې
لکه زۀ په تا مئين يم داسې تۀ شې
چې خبر مې لږ په حال د مئين زړۀ شې

روغو خلقو ته جهان واړه روغ ښکاري
چې پخپله داغ د ستنې په سر نۀ شې

مهجورانو پورې بيا به خندا نۀ کړې
کۀ رنجو غوندې د عشق پۀ غرګي وړۀ شې

ترهېدلے رانـه ګـرځـې اهُـو چشمـه
نۀ پوهيږم چې اشنا به مې په څۀ شې

پروا دار د زمانې د ستم نـۀ يـم
يو يوازې کۀ دا ته راسر ښۀ شې

د عشق غم په خوشحالۍ به بدل نۀ کړې
کۀ اقبال غوندې خبر يې په خواږۀ شې
سر مې خم دے کۀ ته هر څۀ راته وائې
بو مې ځه کۀ قتل ګاه لره مې بيا ئې

ما خپله رضا ترک کړه چې مئين شوم
عذر نشتے چې په څۀ باندې رضا ئې

ته چې هر ساعت اعلان د جداېئ کړې
داسې ښکاري لکه خوښ په مرګ زما ئې

په قسمت کښې سکندر نه به تېرې وي
ګلو ښاخه په نصيب کښې به د چا ئې

د خوبانو کمے نشتے په دنيا کښې
مګر هر صفت کښې هر چا نه بالا ئې

زۀ اقبال دې د مجنون له حاله تېر کړم
او خو وايه چې ته هم هغه لېلا ئې
هسې نه چرته بې اعتباره مې اعتبار کړې
د اسمان نه مې په زمکه را ګوذار کړې

زما سترګو کښې د استا هغه مقام دے
چې په وينځو به لېلا شرينه شمار کړې

رقيبانو ته مې سترګې کته نۀ شي
پټ چې هر ستم په ما باندې نګار کړې

چرته جوړ نه شي سبب د رسوئې ستا

چې په ورۀ کښې په خبرو مې حيصار کړې

د رسمونو دېوالونه کۀ پرې نۀ وځي
وايه څو پورې زما به انتظار کړې

پرېواتۀ دي له ګړنګ اخر اقباله
تږ چې ته د ژوندانۀ په کومه لار کړې
چې د مخ اور له دې ښکل کړۀ ورانې زلفې
پېچ و تاب وخوري له تاؤ نادانې زلفې

باده ګرځه تر قيامته پريشانه
بادَولې ورله تا پريشانې زلفې

په هر رګ رګ مې خوارۀ شو د عشق زهر
ټک دې هر وخت راکؤي مارانې زلفې

له هغې ورځې ځوانۍ پسې زما دي
چې دې شوې له کومې ورځې ځوانې زلفې

در د اوښکو په جولو مې توې کړل
د يار رانغلې په لاس مې ګرانې زلفې

د اقبال نصيب نظر خاشاکو باندې نۀ دے
کۀ يې نۀ وي په نصيب رېحانې زلفې
ښکاره ماته شوه بها زما د مينې
چې احساس اوکړو اشنا زما د مينې

التفات يې په نظر کښې چې پېدا شو
جوړې ختمه شوه سزا زما د مينې

ماته هيڅ خوبي په ځان کښې ليدے نۀ شي
د يار خوښه ده ادا زما د مينې

د نفرت تيارې په تېخته باندې لاړې
چې را اوښاتۀ صبا زما د مينې

ما اقبال له خو پرې فخر دے ناصحه
تۀ غنده هر وخت ګناه زما د مينې
په ګلو معموريږي ګلستان د هزارې
چغار کړي خوشحاليږي بلبلان د هزارې

تعداد چې د ادب د ستورو زيات شو په فلک
روښانه د ادب شو کهکشان د هزارې

وږمو ته يې حېران دي په چمن کښې بوراګان
نا ا شنا عطرپاشي کا عطاران د هزارې

خـېرازه د ادب فصـل بـه ولـې دلته نۀ وي
په وينه يې اوبۀ خور کړي دهقانان د هزارې

پکار دے په تصنيف او تاليف کښې دومره تږ
چې پاتې چرته را نۀ شي کاروان د هزارې
چرته ما غوندې له غمه اوزګار نۀ شې
په طلب د قرار ګرځې قرار نۀ شې

محبت له دې دا کسي هسې اوځه
چې ته غواړې د چا يار شمه يار نۀ شې

دا ښائسته صورت دې هسې شه بد رنګه
چې کتو له په ائين کښې تيار نۀ شې

مدام ما لکه کوهي ته غورزوې ته
هسې رنګ ټکرې اوخورې هوښيار نۀ شې

قوتي لعلو د دانې غوندې بې قدره
په ښه رنګ باندې هيچا پکار نۀ شې

درد د عشق په زړۀ دننه تېراوې خپل
د اقبال غوندې قابل د اظهار نۀ شې
دغه همره لرې شوې زمانه د سپوږمۍ په شان له
لکه ماشوم چې مې لاسونه کړۀ اوږدۀ درپسې

تۀ چې زمونږ د چمه لاړې خوشحالي ﻻړله
خفه خفه دي د ټول کلي لوے واړۀ درپسې

د تلو په وخت کښې دې اسره هم د راتلو را نۀ کړه
حېران په دې يم ولې ومې نۀ چؤدو زړۀ درپسې

ته په يو پړک کښې د برېښنا په شان پناه شوې لاړې
لکه باران مې شُو ټول عمر ژړېدۀ درپسې

څو ورځو نه پوهېدم چې افسانې دې لټولې
يارۍ د ماتولو بهانې دې لټولې

په زرو د وفا او د خلوص نه زيات مئين وې
هر جېب او په هر کور کښې خزانې دې لتولې

قرار زړۀ کښې دننه وي بهر نۀ موندې کېږي
زما زړۀ لونيه مېخانې دې لتولې

کمان د روځو سم کړه د بڼو غشي تېرۀ کړه
حاضر دي زړۀ ،ځيګر کۀ نخښانې دې لتولې

ځواني ده او ښائست دے د مطلب ياران به ډېر وي
خو مومې به ما نۀ کۀ زمانې دې لتولې

اقباله د غالب او د فراز انداز مې خوښ دے
اقبال او د رومي که معنې دې لټولې
هغه اشنا داسې ناشنا کړې سترګې
چې بې اعتباره يې زما کړې سترګې

په خپلو سترګو پوخ يقين وۀ زما
يقيني ماله يې خطا کړې سترګې

چې ژړول دې وو مقصود دلبره
زما دې ولې په خندا کړې سترګې

څومره خطا وم چې مې داسې ګنل
تا د نرګس ما د لاله کړې سترګې

څنګه توغه توغه ځوانۍ لوټ کؤې
عادت دې دا څنګه په غلا کړې سترګې

سترګې دې ماوته ژوندون را بخښي
زما يې تاوته بلا کړې سترګې

اقباله بيا يې کله زۀ پېژندم
چې په محفل کښې يې پېدا کړې سترګې
چې خورې زلفې په ما باندې څنډې
جوړې زړۀ رانه په بډه کښې منډې

تورو سترګو له کږې لکۍ دې پرېښوې
دا مې زړۀ له څيروې او کۀ ګنډې

چې وړه وې له هغه وخت نه وړې
سلامي مې درته دي د زړۀ جنډې

اهتمام زما د مرګ دے پرې پوهېږم
چې وعده دې په صبا صبا ځنډې

اوچې غنې د کوري په تنارۀ کښې
يا زما د زړۀ خيژي غرغنډې

ستا له مينې نه غماز مې لرې باسي
ازغمي راباندې هر رنګ هتهکنډې

خود به زړۀ د اقبال شنۀ خټه شين ساګ وي
چې پنځۀ وخته په زخم يې سکونډې
چې تۀ لا اوسه پورې هم ما سره مينه کؤې
ما ته خبره به صفا صفا او سپينه کؤې

زما اشنا يم ستا د هجر دو هاړې وهلے
د خوشبوئې تپوس بارانه له زمينه کؤې

د هر عمل ردِ عمل وي مساوي د عمل
د خوشحالۍ اميد زما له زړۀ حزينه کؤې

چې زړۀ يې اوغواړي هم هغه وخت به کډه تړې
دومره مالک باندې وېسيا ولې مکينه کؤې

بې له اقباله دې بل څوک چرته موندلے نۀ دے
اسمانه ټوقه چې هر ځل په ما سنګينه کؤې
تۀ چې جوړ کله ساده سُوده سينګار کړې
پـه حـېرت ورتـه همـه جـونـه د ښار کـړې

تورو سترګو له نرے سلائي ور کـړې
شونډے سرې په دنداسه لکه انګار کړې

سروه پاتې شي پـه خـپل مقـام حېـرانه
چې د زرکې په شان تۀ کله رفتار کړې

په خندا کښې رنګا رنګ ګـلونه سپړې
د زرۀ دشتې له زما ګل و ګـلزار کـړې

د ګتکې نه دې څوک ځان ساتلے نۀ شي
چې راساز د تورو زلفو چمچه مار کړې

چې د غرۀ په دنګه څوکه يکه زار کړې
په سرود کښې ورسره شريک ابشار کړې

اقبال ستا د حسن کوم اړخ به ستائي
مکېزونه پـه قـدم قـدم هزار کړې
ما چې درته وې مۀ کړه زلفانو سره لوبې
وبه دې خوري کړې چې د مارانو سره لوبې

څومره ښکلے وخت وۀ بې غمي وه خوشحالي وه
يادې په کوټو چې کړم يارانو سره لوبې

ستا په اننګو پرتو زلفينو ته زورېږم
هر وختې لږيا دي کړي ګﻻنو سر ه لوبې

هغه ډېر لېوني دي چې په عشق کښې ګټه غواړي
زده نۀ دي زما د استادانو سره لوبې

وَ بلا دې واخلم تورې سترګې کړه را جګې
غواړي مې نن زړۀ د بلاګانو سره لوبې

بيا هغه کړکۍ ده او سپوږمۍ د څوار لسمې
اقبال کړي رنګا رنګ د خنداګانو سره لوبې
هيڅ خبر له ځان نۀ شوم د عشق اور شو په ما پورې
چې مې څو لمن راښکله همره نور شو په ما پورې

د زړۀ ورمې ورته لرکړو ټول اختيار مې ورله ورکړو
په مزه مزه يې لُوټ کړم داسې چور شو په ما پورې

بوراګانو مينه وکړه پتنګانو ځان ستي کړو
چا پرې ګوتې پورته نۀ کړې خويو تور شو په ما پورې

زۀ به چا پېژندے خلقه ما غوندې عالم څۀ کم دے
زۀ د جونو لونګين شوم کله تور شو په ما پورې

زما کلے يو چمن وۀ زۀ اقبال پکښې بلبل وم
چې اشنا مې کډه اوکړه رتنبهور شو په ما پورې
ماته کؤه مې د جانان خبرې
رېباره څۀ کړم د جهان خبرې

د چا له خولې چې نوم د يار اؤرمه
لږي په ما د قند په شان خبرې

زلفې دې بيابيا په رخسار را درومي
ګنج سره څۀ کؤي ماران خبرې

د عشق خبرو ته اوزګار نۀ يمه
دومره شوې ډېرې د دوران خبرې

زما يقين دے هيڅ به ګرم نۀ يمه
کۀ ستا زما شوې په مېدان خبرې

چې ستا هستۍ زۀ خپل ځان ته ګورم
زمکه به څۀ کړۀ د اسمان خبرې

اقبال په ګوتو حسابونه نۀ کړي
قبول دي عشق کښې د تاوان خبرې
چې مې په زړۀ راشي اشنا ستا د يادونو چپې
لکه څوک ډوب کا د ژورو دريابونو چپې

ماله زما کلے زندان شو زلفې باد ته نيسه
چې دې خوشبوځان سره راوړي د بادونو چپې

شېخان رندانو نه د صبر تقاضې څنګه کړي
سترګې دې ډکې پيالې د شرابونو چپې

زۀ ستا د هجر په قفس کښې د غم غاړې وهم
اؤرم چمن کښې دي د مستو بهارونو چپې

دخوشحالۍ نه به يې زړۀ اوچوي ښه ده نۀ راځي پرې
سحر ماښام په چا راځي چې د غمونو چپې

ترس اسمانه نۀ کوی بله څۀ فتنه به ګورې
په ډاډه زړۀ مې دي زغملې د وختونو چپې

دا نوبهار مې د غزل کۀ دېوالي راغلله
څوک يې شمارلے شي اقباله د رنګونو چپې
خلقو له ژوندونه مزې واخستې
ما له ځيګرخونه مزې واخستې

روغ عالم يې ځان باندې بلا ګڼي
له عشقه دې مجنونه مزې واخستې

څوک هډو ناشنا دي له دردونو نه
چا له مېږه تونه مزې واخستې

مړۀ يې په دروغه زلزله کښې کړۀ
کونډو له کنتونه مزې واخستې

نادار يې بېګناه مدام په ګرفت کښې دے
بادارو له قانونه مزې واخستې

ساحرې تورې سترګې ، تورې زلفې دي
يار مې له افسونه مزې واخستې

اقبال په تغزل کښې د غزل ګوره
ګوهر يې له مضمونه مزې واخستې
دا څنګه سحر دے چې تيارې يې لرې نۀ کړې
ليکې له تندي راله سپېرې يې لرې نۀ کړې

ماتې دا پښې شي چې پرې زۀ ودرېدے نۀ شم
محتاج د ډانګورۍ يمه اسرېيې لرې نۀ کړې

شوق مې لا سېوا شو چې يې ست د پالنګ وکړو
چل يې راسره وکړو پهرې يې لرې نۀ کړې

ته لاړې پخپله خو يادونه دې لا نۀ ړل
کوچ اوکړوکوچيانو خو دېرې يې لرې نۀ کړې

وخته مې ډېر اوکاتۀ چې سم به راسره شي
ږدي مې په مرۍ تورې تېرې يې لرې نۀ کړې

څۀ پښتونولي د پښتون پاتې ده اقباله
چې بُوس وو هغه اوسُو خو ايرې يې لرې نۀ کړې
سحره چرته په تيارو کښې ورک شوې
د انتظار ستړو لمحو کښې ورک شوې

ډېر مې پره کړې خو پېدا مې نۀ کړې
زړګيه داسې يې کوڅو کښې ورک شوې

هــېره دې کــړلــه د بــاطـــن بــــدرنــګي
چې د ظاهر په رنګينو کښې ورک شوې

ورک تـــشخص درنــــه د ځــــان ځــــکه شــو
چې د پردو په فلسفو کښې ورک شوې

اقبالـــــــه دا دې خــــوش بختـــــي وګڼــــــــه
تۀ کۀ په لاره د پښتو کښې ورک شوې
ما سره ستا هغه وعدې نيمګړې
په انتظار دۍ له مودې نيمګړې

کامل وصال دې خداې زما نصيب کړي
اور مې لا نور زيات کړي لمحې نيمګړې

چې دې په نيم مخ باندې راښکۀ پلؤ
دا څۀ دې اوکړۀ شوې لمبې نيمګړې

چې انتظار درته زما نۀ وي بيا
ولې دې پورې وي تمبې نيمګړې

زۀ ليونے يمه دا ستا د کوڅو
بغېر له ما دې وي کوڅې نيمګړې

راشه اقبال وائي چې پوره کړو دواړه
ختم شي لطف د قيصې نيمګړې
خوښ يم دنيا د هنګامو نه لرې
فکر د يار کښې ابادو نه لرې

د پروانې طبع ده ما موندلې
ژوند مې محال دے د لمبو نه لرې

خيال دې د زلفو راسره ځي چې ځم
نۀ شمه تلے دې زولنو نه لرې

د ګل ديدن بلبله څۀ به اوکړې
ځان يې ساتې چې د ازغو نه لرې

ښکاري جنون د اقبال لا سېوا شو
اواز راځي يې د مېرو نه لرې

ياره زما نه لرې تللې نۀ شې
ياد دې زما د زړۀ نه وړلې نۀ شې

زۀ دې ديدن د زړۀ په سترګو کؤم
سلو پردو کښې پټېدلې نۀ شې

زما باور دے خپلې مينه باندې
تۀ مې هيځ کله هېراولې نۀ شې

تهمت او مينه ورسره سره دي
عشق کښې تهمت ځان ساتلے نۀ شې

اقباله عشق غشے دې داسې وخوړ
اميد دې کم دے رغېدلے نۀ شې
د زرۀ له دره در په در مې نۀ کړې
زۀ نابلد يم مسافر مې نۀ کړې

ما بې رخي چرته ليدلې نۀ ده
ګله ارتاؤ له خپل نظر مې نۀ کړې

زۀ ډېر په شوق ساقي راغلے يمه
له مېخانې ساقي بهر مې نۀ کړې

زما خلوص په خپل نظر کښې ساته
چرته ارزان په سيم وزر مې نۀ کړې

د زۀ اقبال درته يو سوال کومه
ګوره د خلقو برابر مې نۀ کرې

لکه په شاړه ګل شي ګل يواځې
داسې په غم کښې دې يم تل يواځې

خوږې خبرې پکښې ستا چې نۀ وي
اور دې شي پورې په محل يواځې

داسې موقع مې په لاس رانغلله
چې حال بيان کړم درته خپل يواځې

چې مې دا تورې زلفې ستا اوليدې
نۀ لري دا صفت سنبل يواځې

نورهم اصناف په شاعرۍکښې شته دے
اقباله تا خوښ کړو غزل يواځې
دومره په تا وکړم چا نۀ يي کړې
مينه مجنون په لېلا نۀ يي کړې

په غم کښې دومره دې ژړل غواړمه
يعقوب يوسف له ژړا نۀ يي کړې

هر يو ستم دې په خندا تېراوم
ظلم ته چا به خندا نۀ يي کړې

لټون د هغه محبت دے زما
چې يو عاشق په دنيا نۀ يي کړې

اقباله اوشينده د يار په اوربل
تر هغې ځان بس اشنا نۀ يي کړې
د دنيا په رنګينو کښې مې هېر نۀ کړې
شته غمونه زما بس دي نور ډېر نۀ کړې

زۀ نازېږم چې پښتون يم پېدا شوے
دا پښتون سر زما بل چاته زېر نۀ کړې

ما ليدلې خوشحالي په سترګو نۀ ده
دا د لږ وخت خوشحالي مې ګنډېر نۀ کړې

کال کښې يو ځل پسرلے په ګلو راشي
دا خو تۀ يې چې ټول عمرکښې پېر نۀ کړې

لکه سيپ به دې قيمت څۀ پاتې نۀ شي
راز د مينې دې اقباله برسېر نۀ کړې
مقصود ديدن او بهانې مې نورې
خيال پکښې ستا دے افسانې مې نورې

ستا خوشنودي چې مې حاصل شي اشنا
نشتے پرواه د زمانې مې نورې

خوشحاله ستا د در په خاؤرو کښې يم
نطر کښې هيچ دي استانې مې نورې

چې ستا له مينې نه محروم پاتې شم
ډېرې شي څۀ کړم خزانې مې نورې

خمار اقبال يې کړم د سترګو خمار
رد کړې د مئيو پېمانې مې نورې
قسم دے ياره کۀ زما هېرېږې
نۀ مې سحر نۀ مې بېګاه هېرېږې

احساس د غم او خوشحالۍ ختم شو
ځانه په عشق کښې څنګه دا هېرېږې

يواځې ناست غټ غټ بندونه تړم
د يار په مخکښې مدعا هېرېږې

چې پہ حساب د ژوندانۂ پوھہ شم

ھېرہ شہ مانہ کہ دنیا ھېرېږې

کله چې خاؤرې په اقبال شوې انبار
هله د زړۀ نه به يې اشنا هېرېږې
زۀ چې کېنم تصور کښې ستا يواځې
همره ښه تېرېږي وخت په ما يواځې

ستا غمونه راته ټول قطار قطار شي
مقابل شي ورته زړۀ زما يواځې

يوه ورځې به مې سيند له سره واؤړي
دا چې دومره کؤم زۀ ژړا يواځې

د حجاج ظلم به هېر شي له مخلوقه
کۀ يې اوليده په ما جفا يواځې

زۀ د عشق غم به پخپله خپل ګالمه
ولې نۀ پرېږدي ما دنيا يواځې

محفل ګرم مې د زړۀ په هغه لمحو دے
تېرې کړې چې وې ما او تا يواځې

زۀ اقبال چې دې خورې زلفې په زړۀ کړم
پېښه شوې ده په ما بلا يواځې
تا زۀ هېر کرم خو زمانه نۀ هېرېږې
خـو زمـا نـه مـې جـانـانـه نۀ هـېـرېـږې

هيڅ په عقل کښې مې نۀ راځي څۀ اوکړم
تپوس اوکړمه د چانه نۀ هـېـرېـږې

د يعقوب يوسفه نۀ راځې له مصره
څنګه بس کړم د ژړا نه نۀ هېرېږې

د وفا نه څنګه بس کړمه پښتون يم
تا بس نۀ کړۀ د جفا نه نۀ هـېـرېـږې

تۀ لۀ دې هورته څۀ غواړې اقباله
چې د خپلې د شها نه نۀ هـېـرېـږې
په عاشقۍ کښې اوچتېږي ګوتې
په ګلچينۍ کښې زخمي کېږي ګوتې

پورته يوه ګوته چې بل باندې شي
څلور په خپل لوري کږي ګوتې

په يارانه کښې به څۀ خوند پاتې شي
چې د غماز پکښې چلېږي ګوتې

زړۀ دې خفه زما په تلو باندې دے
پاس په تندي چې دې رپېږي ګوتې

اقبال په ګوتو د هغه ګوتو دے
چې يې قلم غوندې ښکاريږي ګوتې
په زړۀ به کېدمه د صبر ګټې
لکه په مړ خپلوان د قبر ګټې

غريب د خان چې يارانه اوکړله
شوې په اوګو ورته د جبر ګټې

چا به موندلي چرته وي ګلونه
ما خو د عشق اوموندې اجر ګټې

د زړۀ باغچه مې زرغونه څۀ اوکړي
داسې وريږي چې له ابر ګټې

منظور اقبال ته دي لعلونو باندې
کۀ ورکړې يار ورله په قدر ګتې
ماسره چا هم وفا نۀ ده کړې
څۀ اوشو دا کۀ اشنا نۀ ده کړې

اے زما مينې تۀ ګواه اوسېږه
د يار مې کومه رضا نۀ ده کړې

چې نۀ قبلېږي اخر څۀ اوکړمه
ما څنګه څنګه دعا نۀ ده کړې

څيرې ګرېوان او ببرسر لېونے
په لېونو چا خندا نۀ ده کړې ؟

اقباله نور اوخوره په زړۀ داغونه
ﻻ دغه ستورو رڼا نۀ ده کړې
تقدير زما کړل ارمانونه خاورې
باد د خزان کړل ډېر ګلونه خاورې

ګرېوان د مينې ته مې اورېسدل
د زمانې دې شي لاسونه خاورې

د خوشحالۍ طمع يو خوب وه زما
زما په برخه وو غمونه خاورې

خاورې دې شمه خفه ځکه يم
راسره ستا به شي يادونه خاورې

اقبال هغه مينه لا څۀ مينه ده
چې پکښې چانړ نۀ شي دشتونه خاورې
ټيټې سورې وړمه ستا په سر باندې
وژنې مې هر دم په کج نظر باندې

دا په ترشه ټنډه چې راګورې ته
مالګې ډوړوې مې په پرهر باندې

ستا کږو مژګانو ته حېران يمه
سم راته څرخېږي په ځيګر باندې

تا چې د حيا نه په مخ خور کړلو
پورې دې لمبې کړې په څادر باندې

اقباله دا تندې مې سرفرازه شو
کېښودۀ چې ما د يار په در باندې
د سترګو ګوت کښې راته ولې ګورې
چې درته نۀ ګورم نو غلې ګورې

ګل د ګلاب ځکه په لاس کښې ګرځئ
د ښائست نخښې پکښې خپلې ګورې

د زړۀ په وينو باندې سرې دي زما
ښائسته شوې څله دې منګلې ګورې

چرته څوک ورکه ده حسينه درنه
زړګيه تۀ چې ښکلې ښکلې ګورې

اقباله ښکارې لېونے راته څۀ
صحرا کښې سېورے چې د اولې ګورې
چرته زما سره اشنا بې وفائي او نۀ کړې
چې ازاله نۀ کېږي داسې خطائي او نۀ کړې

د مينې سرۀ درته په زړۀ کښې امانت پرېږدم
په امانت کښې خيانت د شېرشاهي او نۀ کړې

تۀ زما ځان يې زما زرۀ او زما ساه دلبره
چرته په ماکښې او په ځان کښې جدائي او نۀ کړې

زړۀ ائينه ده چې يو ځلې پکښې ترڅکے راغے
بيا به يې رغونے په قسم او ګواهي او نۀ کړې

د زرۀ له صدقه چې اقباله درنه کېږي کؤه
دا د ريا تسبې په لاس کښې پارسائي او نۀ کړې
اوسېده په زمکه زده کړه که مقام په اسمان غواړې
زړۂ کړہ پاک لۂ غمازانو که يو ښکلی ارمان غواړې

دا د سر سترګې کړه ورکې د زړه سترګې راپېدا کړه
ديدن داسې به ونه کړي که ديدن د جانان غواړې

سوال د فضل د کرم کړه په کرم باندې به کېږي
ځان به واچوې نقصان کښې که پورښت د ميزان غواړې

ستا هوس ته حېرانېږم ستا حرص ته حېرانېږم
د بل موټي کښې دې ساه دی د عمرونو سامان غواړې

تکبر ستا جامه نه ده چې د خاؤرو نه پېدا يې
سر را ټيټ کړه په ګرېوان کښې پېژنده که د ځان غواړې

هر هغه فصل به رېبې چې دې اوکاره پټي کښې
کر د غنو کړې په سيمه ټوکېده د رېحان غواړې

نه دې خونه پرې تالا شوه نه دې سر ورباندې کېښود
زرور يې ډېر اقباله جانان دومره ارزان غواړې
غږ دې پہ ما اوکړلو او لاړې بیا پناہ شوې
داسې مې لا نورہ د زړۂ زیاتہ تمنا شوې

کوز مې شوې پہ زړۂ کښې او پہ سترګو لیدے نۂ شې
مېوہ د ګرانې ونې او ځان مرګې اشتہا شوې

پہ باغ کښې ګرځېدمہ زۂ ګلونو تہ چې ځیر شوم
تۂ راتہ ھر ګل ھرې غوټۍ کښې پہ خندا شوې

زړۂ ځیګر بہ وریت درتہ د ھجر پہ اور کېدم
تۂ چرتہ یو ځل زمونږ د کور پہ لور خطا شوې

تاتہ ښہ معلومہ دہ چې سنګ نہ سخت پہ زړۂ دے
تۂ ورتہ پہ کوم امید زړګیہ پہ ژړا شوې

دغہ لوے ارمان بہ زۂ اقبال لحد تہ یوسم
نہ ثاني مجنون شوم ز ۂ او نہ ثاني لېلا شوې
ستا لۂ سترګو څنګہ واوړي زما سترګې
چې پېدا دي زما سترګو لہ ستا سترګې

سترګې ډېرې پہ دنیا مې اولیدلې
ما لیدلې نۂ دي ھسې بلا سترګې

سترګې اوښکو کښې مې ولې لاھو نۂ شوې
تا چې کلہ نہ پہ ما کړې ناشنا سترګې

ستا لہ سترګو نہ بې ما باندې تیارۂ دہ
کۂ وھي مې پہ بام ډېرې صبا سترګې

لکہ ستوري پہ اسمان کښې پہ خندا شي
چې دې اووینمہ زۂ پہ خندا سترګې

مجنون سترګې د لېلیٰ بہ یادي نۂ کا
کۂ یې اولیدې زما د لېلیٰ سترګې

عندلیب کۂ یار لہ سترګو مې خبر شو
او بہ نۂ ستائي نرګس د لالہ سترګې

اقبال ټول عمر لیدلې دې جفا دہ
چرتہ یو ځل کا ښکارہ د وفا سترګې
ھر ہ پاڼہ د کتاب مې ولوستلې
یاد مې کړلې باب پہ باب مې ولوستلې

تږے ومہ تږے پاتې تږے مړ شوم
ژوند پۂ دشتہ کښې سراب مې ولوستلې

سرمدی کړنګ مې راونۂ ویست چې ماغوښت
تار پہ تار لکہ رباب مې ولوستلې

ھغہ عکس حاصل نۂ شو کوم چې ما لید
خیال پہ خیال او خواب پہ خواب مې ولوستلې

د مقصود ګوھر مې رانغے پہ لاس کښې
د غواص غوندې دریاب مې ولوستلې

تسلي مې چا ونۂ کړہ زما سوالہ
یو نیمګړے شان جواب مې ولوستلې

د بېلتون ویرہ یې چې ملہ وي ھغہ وصال څۂ
څۂ عذاب او څۂ ثواب مې ولوستلې

د اقبال ژوندونہ څۂ مبھم کتاب وې
کلہ سم کلہ خراب مې ولوستلې
دا چې ھر وختې شونډې سرې او سترګې تورې ساتې
دا مې پہ زړۂ باندې د مینې لمبې پورې ساتې

سترګې دې ھر وختې خواږۂ خواږۂ ستونہ کوی
پہ خولہ خبرې راسرہ چې ولې سپورې ساتې

د زړۂ مړز بہ دا زما ولې بې وسہ نۂ وی
نظر د باز پہ شان لہ تېز پنجې زرورې ساتې

د بام پہ سر باندی بې وارہ دې راتلۂ شروع کړۂ
داد د خپل حسن غواړې یا ارادې نورې ساتې

زما نصیب دے کۂ دا ستا مھروباني وګڼم
زما پہ وار باندې پیالې ساقي نسکوري ساتې

څۂ وائیل غواړي لېوني ھم پہ دې ښہ پوھیږي
اقبالہ سترګې د ړندو پہ شان لہ کورې ساتې
زۀ بۀ دې څۀ کړمہ کۀ بېا راشې
زما پہ مرګ بہ خامخا راشې

زما پہ حال دې چرتہ او نۀ ژړل
زما پہ مرګ کۀ پہ ژړ ا راشې

درېغہ ہغہ وختونہ بېا راشي
زمونږہ ور کښې پہ خندا راشې

کۀ مړ ژوندی شوم تعجب مۀ کوہ
کۀ پہ پښتنۀ تۀ زما راشې

اقبال د ور لرې کولو نۀ دے
پہ دیوالۀ واوړې ہوا راشې
تور پلؤ چې د سپين مخ نه راچاپېر کړې
پہ ھالہ بہ د سپوږمۍحسن لا ډېر کړې

انـنـګـي دې دوه ګـلونـه د ګـلابـو
دا ګلقند بہ ځما کلہ حلق نہ تېر کړې

زۀ پېدا استسقائي يمه د مينې
په ذلال د وصال کله به مې سېرکړې

کاغذي ګله خبر دې په اوقات يم
سيالي څنګه به تورغر کښې د نمېر کړې

حلاوت يې ملاحت يې نزاکت يې
په اقبال باندې نظر ولې د شېر کړې
څۀ اوکړم زۀ جانانه نۀ هېرېږې
له مانه خپله ځانه نۀ هېرېږې

هاغه چې لاړلې عمرونه اوشو
راستون شه بيا پښمانه نۀ هېرېږې

مينه دې ځان سره تر قبره وړمه
زمـا پاخـۀ ايـمـانـه نـۀ هېرېږې

ستا نامړدتيا وه اقبال څۀ کړے وے
خوږ له لمن ګرېوانه نۀ هېرېږې
کۂ ځان سرہ زما جانان راولې
لاندې بہ ما د لوے احسان راولې

 چې تۂ رضا شې زۂ منمہ پہ ځان
پہ ما کۂ ھر څومرہ تاوان راولې

ټولې دنیا تہ سر نیولے شمہ
تۂ کۂ پہ ځان کښې خپل ایمان راولې

ستا بہ چې غنہ پښہ کښې ھم ماتہ شوہ
ستا بہ چې سوال ؤ خدایہ خان راولې

زاړۂ وختونہ اقبالہ مۂ یادہ وہ
بیا پہ ځان باندې پېریان راولې
دومرہ حسن څنګہ ځاے کړمہ پہ ځان کښې
دا چې خور دے ګېر چاپېرہ پہ جھان کښې

یو لۂ بلہ بل لہ بل ګلہ ښائستہ دے
انتخاب یې ممکن نۂ دے پہ بوستان کښې

کار مې نیشتہ پہ مجاز او حقیقت څۂ
زۂ د حسن پرستار یم پہ ھر شان کښې

کۂ دې ښکلو لہ مرګ نۂ وے لویہ خدایہ
څۂ کمے بہ ؤ راغلے ستا پہ شان کښې

کۂ زۂ خداے وے نو زما بہ دا قانون ؤ
ھر ښائستہ بہ مې ساتۂ حفظ و امان کښې

ستا د تللو دومرہ ډېر عمرونہ اوشو
چې بشرہ دې ځما نہ راځی دھیان کښې

کاڼے خلق دومرہ څنګہ قتل عام کا
د مېږی د وژلو توان نہ وینم ځان کښې

ولې نۂ چوې د اقبال زړګیہ سنګہ
چې ښائستہ بشرې فنا شی ګورستان کښې
عشقہ لا بہ نور راسرہ څہ کوې
پرې مې ښودۂ کور راسرہ څہ کوې

د شین لرګی پہ شان رو رو دودېږمہ
اوسوم سوے سکور راسرہ څہ کوې

ملا مې ماتہ کړې ستا غمونو دہ
دغہ ھمرہ زور راسرہ څہ کوې

تا چې څہ وئیلی ما منلی دی
بې ګناہ دا شور راسرہ څہ کوې

داسې کړی چا دی خپل مئین سرہ
وګورہ خپل طور راسرہ څہ کوې

ھجر دې لہ ورځو نہ عمرونہ شو
اخلم بېخی اور راسرہ څہ کوې

مرګہ ھرکلے بہ درتہ اوائیم
ژوند مې شو پېغور راسرہ څہ کوې

خوړلے اژدھا اقبال خوشحالہ دے
ټک لکہ منګور راسرہ څہ کوې
خدایہ موړ مې پہ وصال د ھغہ یار کړې
دا ځما د لارې لرې خنډ و خار کړې

رسېدۂ مې یار تہ عقل باندې ګران دی
پہ خپل فضل باندې سمہ راتہ لار کړې

پہ ژړا کښې تہ ځما اثر پېدا کړې
دا انکار راتہ بدل یې پہ اقرار کړې

دا ځما زړہ ورتہ پاکہ ائینہ دہ
د اشنا د زړہ نہ لرې مې زنګار کړې

چې مې نوم پہ ژبہ نہ رواړی لہ کبرہ
لہ مودې یې راپسې اوږے نھار کړې

چې ځما پہ حقلہ سوچ د ھغې څہ دے
دغہ پټ سوچ پہ څہ شان راتہ اشکار کړې

د اقبال پہ ژوند کښې تیپ تورہ تیارۂ دہ
راښکارہ پہ افق ستورے د سحار کړې
ستا دیدن پسې مې سترګې پہ وتو شوې
د راتلو لارې دې ولې د ازغو شوې

ھیڅ اثر ځما د اوښکو پہ تا نۂ شی
ستا ځما خبرې ولې د جرګو شوې

ستا نقشونہ راولم سترګو کښې بیا بیا
ستا نقشې ځما نہ ھېرې پہ رو رو شوې

چې لوئیږی عقل ، فکر ھمرہ پوخ شی
تۂ چې لوے شوې ستا خبرې د وړو شوې

ما سادہ بادہ ګڼلې ښکلیہ یارہ
مګر پوې شومہ پہ دې چې د لانجو شوې

ستا د در دروازې کلکې شوې راپورې
داسې اؤرمہ چې اوس د تماشو شوې

د اٰمد پہ کېفیت کښې دې لیکمہ
د اقبالہ شعرہ پہ مثل د اوبو شوې
دومرہ درد مې ولې نیشتے پہ غزل کښې
دا چې زۂ محسوسہ ومہ پہ ګوګل کښې

دې وجود مې ولې اور اخېستے نۂ دے
چې پنځۂ وختہ ولاړ یمہ اور بل کښې

دا سړې اوبۂ بہ ګرمې لکہ اور شی
کۂ چا خخ د اباسین کړمہ پہ تل کښې

چې ما وینی التفات پہ رقیب زیات کړی
یار لہ څۂ مزہ راځی ځما سېزل کښې

عجیبہ ناقراری ځما د زړۂ دہ
چې دا زۂ یمہ د عشق پہ کوم منزل کښې

ھر سړے راتہ دښمن د مینې ښکاری
ستا تپوس د چانہ وکړمہ پہ چل کښې
اوس لہ ھر څۂ یم وتلے زمانې
اوس مې ولې د یار خوا کښې نۂ منې

اوس مې سترګو کښې ھغہ خوبونہ نیشتے
اوس مې سترګو کښې اوسېږی ویرانې

اوس بہ ګوتې پہ مونږ ولې اوچتېږی
مونږ د مینې وئیل پرېښوې ترانې

ځان جھان مې آخر واړہ عشق کښې ھېر کړۂ
ھېرې نۂ کړلې دنیا مې فسانې

چې پوټی ھمرہ غرض پہ زړۂ کښې نہ وی
بیا بہ څۂ لہ جوړَوی څوک بھانې

اخری چارہ ھم وکړہ زړۂ دې یخ شی
نور تس نس مې کړہ صفا دانې وانې

یار ویستلے د اقبال د زړۂ نہ نۂ شې
خوښ یم ستا پہ مجبورۍ دنیا خانې
تۂ غلام د خپل اقا شہ چې مالک د درست جھان شې
سر پہ زمکہ باندې کېدہ چې بالا لکہ اسمان شې

دېوالونو کښې د کور خپل چا منزل موندلے نۂ دے
لہ مکانہ پسې ووځہ چې مکین د لامکان شې

شیطانی چُغې لہ غاړې نہ دې اوباسہ غوزار کړہ
فرشتې بہ معترف کړې کہ انسان غوندې انسان شې

د مخلوق سرہ کړہ مینہ زخم مۂ رسوہ چاتہ
د جانان پہ قدم درومہ پہ عالم کښې بہ جانان شې

تۂ پخپلہ عمل وکړہ چې اقبالہ نمونہ شې
اثر څنګہ بہ بل کړہ چې پخپلہ روګردان شې
تۂ خپل ستم تہ ګورہ زمانې
چې راتېر دې کړم لہ اورہ زمانې

داسې شوې بہ ھیچا سرہ ھم نۂ وی
لکہ ما سرہ چې سپورہ زمانې

چې صبا لہ ھیڅ ارمان دې پہ زړۂ نہ وی
ھمرہ زغم کړہ پہ ما زورہ زمانې

کۂ تلخی زما لہ مخہ نمایان دہ
ولې نۂ وینې خپل طورہ زمانې

ما او یار تر منځہ لیکہ دې راښکلہ
مطلب ھیڅ دې نہ ؤ نورہ زمانې

پہ رګونو کښې مې وینہ منجمد شوہ
میشتہ یم پہ ابِ شورہ زمانې

کۂ یو زخم وے نو ما بہ درمان وکۂ
د ټول جسم څنګ ټکورہ زمانې

د ھر رنګ چار دې پرې وکړلہ خپلہ
زړۂ د اقبال وۂ تورہ بورہ زمانې
لکہ ما شپې ماتولې تا پسې
څوک بہ داسې لېونے وی چا پسې

چا نظرہ کړہ زمونږ لېونۍ مینہ
مانہ زیاتہ لېونۍ وې ما پسې

نتیجہ خو بہ ضرور څہ راوتلہ
چې کولہ مونږ خطا خطا پسې

چې لہ ما بہ یو ساعت لرې کېدۂ نہ
سترګې اوځی مې ھغہ اشنا پسې

ما اکثر بہ درتہ وې دومرہ مہ خاندہ
ھوښیاران وائی وی ژړا خندا پسې

زما ھرہ رضا وہ ستا پہ رضا کښې
لکہ نیت د مقتدی مُلا پسې

زہ پہ طمع یمہ ښہ بہ شی حالات څہ
خرابېږی نور ھم لا صبا پسې

اوبۂ شوې ښہ دے زور زما د زړۂ
ګرځولې کډې ما بلا پسې

دغہ ژوند زما څہ ژوند نہ دے اقبالہ
چا مې اوکړلے خبر قضا پسې
شپہ او ورځ نعرې وھمہ درپسې
تږے عشق پہ تندہ مرمہ درپسې

ما د خپلہ لاسہ ورکړې ګدړۍ لعلہ
مخ سر انغاړمہ اوځمہ درپسې

ستا باڼۂ او ستا ابرو زما پہ زړۂ دی
څنګہ څنګہ غشی خورمہ درپسې

ھیڅ پہ ژوند کښې پاتې نہ شو خوند زما
زھرو ګوټ دے تېرومہ درپسې

پہ لمنہ کښې مې ھیڅ ھم پاتې نۂ شو
داؤ پہ سر دے لګومہ درپسې

پټ پہ پاڼو کښې مې ګڼ غږونہ وکړل
پہ ځان خلق خبرومہ درپسې

پوھېدۂ پہ اقبال دومرہ اٰسان نہ دی
ډېر رنګونہ بدلومہ درپسې

(تږے یوہ مرغۍ چې پہ مرۍ کښې یې سورے وی)
ما خوشحالہ مې یار نہ کہ پہ ھیڅ حال کښې
زۂ پہ سر کہ ورتہ ودرېدم پہ سوال کښې

یار زما چینجی اوباسې پہ ھر کار کښې
کہ ھر څو ساتمہ ځان خپل پہ پال کښې

زۂ بہ څۂ وکړم زما پہ وس کښې نۂ دہ
یار نہ فرق نہ شی لعل پہ قوتی لال کښې

نہ پوھېږم چې پہ ما کښې څہ خامی دہ
چا سرہ نہ خورم سمے پہ سُر او تال کښې

ستا د مخ سپوږمۍ بہ کلہ ووینمہ
کہ زما بہ لا روژہ وی پہ شوال کښې

مال دولت کہ دومرہ ډېر راڅخہ نہ وۂ
خو کمے نۂ وۂ زما ھیڅ پہ اقبال کښې
پہ دا څۂ شو چې زړہ شوې
قابل اوس د مینې ښہ شوې

شخصیت دې پُروقار شو
پہ خوی لا درنہ درنہ شوې

ستا د خولې نہ ګلان رېژی
تۂ چې شوخہ وې خواږہ شوې

رمز د عشق اوس ښہ پوھېږې
پہ دې کار کښې پوھندہ شوې

مینہ مینې نہ پېدا شې
پہ دا نہ چې ښائستہ شوې

ستا پہ قبر بہ ملنګ شم
مانہ مخکښې چرتہ مړہ شوې

چې یې اولیدې اول وار
داقبال زړۂ کښې پخښہ شوې
زما نہ لرې کہ نیزدې اوسې
زما پہ سترګو کښې پکښې اوسې

ولې اواز مې تاتہ نۂ در رسی
کوم ځاے کښې لرې پہ مېرې اوسې

زۂ کوتاہ قد بہ تاتہ کلہ ښکارم
جانانہ تۂ پہ تاترې اوسې

ما پہ دنیا کښې بلہ ونۂ لیدہ
زما پہ زړۂ کښې چې بشرې اوسې

تېرہ بہ شې چې څنګہ تېرہ کړہ ما
دعا زما دہ پہ مزې اوسې

مقام دې غر دے چې شاھین یې اقبالہ
مناسب نۂ دہ پہ خزې اوسې
چې چرتہ ګورم راتہ تۂ ښکارې
ھم مې پہ سترګو ھم پہ زړۂ ښکارې

ستا د لیدو چې ارزو نہ کوی
تہ ھغہ خلقو تہ بہ څۂ ښکارې

ښہ وېنی ګوری خو روښانہ نہ دی
پہ ھغہ سترګو چې تہ نۂ ښکاری

اکثر د زړۂ ټپہ پہ ژبہ راشی
دچا چې زړۂ کښې یې پہ خولۂ ښکارې

ژوندونہ ستا پہ حساب پہ پوھہ نہ شوم
کورکے ماتہ د واړۂ ښکارې

اقبالہ اوس خو دې قبلہ سمہ کړہ
د مازیګر نمر یې پہ تلۂ ښکارې
څنګہ ښائستہ ښائستہ بشرې لاړې
دا پہ طرف د ادیرې لاړې

تۂ ھغہ شان لہ مرور یې لہ ما
ښہ ګورې څومرہ قافلې لاړې

زما لہ ځانہ خپل یقین پاسېدۂ
زما پہ مخکښې سلسلې لاړې

زما او ستا تر منځہ کندې کنی
پہ دې کوشیش کښی خلقې لاړې

ھغہ ناترسہ یار یې نۂ قبلوی
ډېرې د اوښکو مې جرګې لاږی

ھغہ دارہ او سکندر څۂ شو
څنګہ کږې وږې شملې لاړې

چې یې پخې ګڼلې کډې خپلې
څنګہ بې لاسہ بې پښې لاړې

اقبالہ زړۂ دې لہ دنیا نہ تور شۂ
نن چې پہ لور د مقبرې لاړې
ستا بہ دا ظلم زور وی کومہ پورې
بل بہ چاپیرہ اور وی کومہ پورې

ظلم چې حد نہ زیات شی ورک شی اخر
قانون د خداے بہ نور وی کومہ پورې

رڼا خورېږی بہ یقین دے زما
تورتم اخر بہ تور وی کومہ پوری

شان یې دا نہ دے چې بہ تش پرېږدی
لاس بہ زمونږہ خور وی کومہ پورې

د سپرلی لارې څوک نیولے نہ شی
ملک بہ زمونږہ ګور وی کومہ پورې

اقبالہ چرتہ بہ اثر پېدا شی
غږ بہ زمونږہ سپور وی کومہ پورې
تۂ چې کلہ ځان سادہ سادہ جوړ کړې
نور مې لہ ھمہ و ښکلو زړۂ موړ کړې

اور اخلم چې ستا حسن تہ ګورمہ
کلہ بہ دا اور زما د زړۂ سوړ کړې

تۂ چې پہ زړو جامو کښې جوړ کړې ځان
نوے پہ څو چندہ ښائستہ زوړ کړې

ضد د کوستانی ،ایوب خانی جرګې
نرۍ غوندې خبرہ کشالہ چوړ کړې

نرے غوندے ابدال افلاطونی دماغ
تۂ بہ یې د خبرې اقبالہ څۂ توړ کړې
لېونے څو پورې چې ځان نۂ کړې
خپل بہ ھغې پورې جانان نۂ کړې

منزل موندلے پہ اسانہ دے چا؟
منزل تر کومہ چې ایمان نۂ کړې

چې سر ساتې دیدن بہ خاورې اوکړې
ګټہ بہ څۂ کړې چې تاوان نۂ کړې

اول پہ زړۂ کښې ښہ کرہ او رېبہ
چې تير ساعت پسې ارمان نۂ کړې

ګوھر اقبالہ پہ نالہ کښې نۂ وي
اوښکې چې څو سېلِ روان نۂ کړې
یار مې یار سرہ شریک کړو محبت کښې
مُلا ھر څۂ چې ګڼې خپل پہ نیت کښې

مینہ مینہ دہ د مینې څہ قسمونہ
فرق نیشتے پہ مجاز او حقیقت کښې

ما پہ مینہ باندې څنګہ بہ کږی څوک
چې راوړې مې دہ مینہ پہ فطرت کښې

دا ښارونہ دغہ کلی چې اباد دې
څوک ھم ژوند کولے نۂ شې پہ نفرت کښې

قبلوې کۂ رد کوې مې خوښہ ستا دہ
اودرېدمہ د مجنون پہ امامت کښې

زۂ ګڼمہ چې قبلېږی خامخا بہ
چې مې ټول خیال وی اشنا تہ عبادت کښې

ھمرہ سُر ګُر پېدا کېږی ځی اقبالہ
چې ھر څومرہ څوک پخښېږی ریاضت کښې
ګلہ کۂ ښائستہ یې خو د یار پہ شان لہ نۂ یې
تۂ د ھغہ ښکلی د رخسار پہ شان لہ نۂ یې

زھرہ رانہ تپوس اوکړو سکڼی سکڼی ماښام کښې
منمہ چې ښائستہ یې د نګار پہ شان لہ نۂ یې

نرګس راتہ پہ باغ کښې اوکاتۂ پہ مړاؤ مړاؤ
زما د یار د سترګو د بیمار پہ شان لہ نۂ یې

کشمیرہ ښائستہ یې چې دې دومرہ خلق ستائی
رښتیا کہ درتہ ویم دګلو ښار پہ شان لہ نۂ یې

نا پوھہ جوھریان دې ھسې ستائی بدخشانہ
زما دیار د صدر د بازار پہ شان لہ نۂ یې

د ګلو نہ بہ ډکې ګل درې کړې پسرلیہ
راځی چې پہ راتلو یې د بھار پہ شان لہ نۂ یې

طبیبہ پہ بیمار دې د کرم نظر پکار دے
وچ شوے لا اقبالہ لکہ تار پہ شان لہ نۂ یې
زما د ھر غزل سبب تۂ یې
زۂ چې څۂ وایمہ مطلب تۂ یې

نوم کۂ د بل اخلم مراد مې تۂ یې
زما پہ ژبہ او پہ لب تۂ یې

حېرانی تلې مې تر اوسہ نۂ دہ
پہ ھمہ ښکلو کښې عجب تۂ یې

تمامی عمر پہ تا پوھہ نۂ شوم
جانانہ څومرہ مذبذب تۂ یې

زۂ چې دا کوږ پټکے پہ سر ګرځمہ
زما غرور زما دبدب تۂ یې

مُلا کافر کۂ مې مومن بولی
زما ایمان زما مذھب تۂ یې

زۂ پہ دنیا او اخر تا غواړمہ
زما ارمان زما طلب تۂ یې

خلق اقبال ستا پہ نامہ پېژنی
پېژندګلو ، زما نسب تۂ یې
راښکې څۂ داسې زمانې لیکې
زمونږ تر منځہ شوې پخښې لیکې

جوړہ یې نۂ کړہ ستا زما پہ لاس کښې
زما چې لاس کښې جوړېدې لیکې

زما تندی باندې اِګرہ مۂ تړئ
زما نصیب کښې نیشتے ښې لیکې

تا بہ زمانہ ځان لہ بیلې راښکې
مونږ پہ کوټہ بہ چې راښکې لیکې

لا ھم موجود دی کۂ یې ګورې راشہ
پہ ھغہ چینار باندې زړې لیکې

اقبالہ سر مات کۂ تندے مات کړمہ
ورانې بہ نۂ کړمہ سپېرې لیکې
مړ لہ بہ لا څۂ وژنې
نور مې څنګہ تۂ وژنې

ھرہ ورځې وژنې مې
یو ځل ولې نۂ وژنې

چې نۂ راګورې بیا مرمہ
ھم مې پہ کاتۂ وژنې

چرتہ پہ ارام نۂ شوم
سم مې وړۂ وړۂ وژنې

نۂ پوھېږم ما وژنې
کہ درد زما د زړۂ وژنې

ستا نیت مې د وژلو دے
کہ ھسې مې پہ خلۂ وژنې

پوھہ دے اقبال پہ دې
تۂ بہ مې پہ تلۂ وژنې
تۂ چې داسې مړۂ مړۂ ګورې ما بہ مړ کړې
بنګړي ولې راتہ شورې ما بہ مړ کړې

زۂ بہ سر تر پایہ اور ناخلمہ څنګہ
تۂ چې سرۂ لمبہ د اوریې ما بہ مړ کړې

زۂ پښتون یمہ پہ خپلہ وعدہ ټینګ یم
ارادې دې وینم نورې ما بہ مړ کړې

زۂ لہ تا لکہ چامبېل پہ شان ځارېږم
ستا خبرې سپورې سپورې مابہ مړ کړې

ستا د سترګو لہ صفتہ ھوسۍ تختي
غټې سترګې تورې تورې ما بہ مړ کړې

تاتہ ولې مې احساس د مینې نۂ شي
و د زړۂ پہ سترګو کورې ما بہ مړ کړې

د اقبال مرۍ تہ شل ځایہ پھانسي دہ
ستا خورې زلفې سمسورې ما بہ مړ کړې
زما څۂ کار پہ دنیا دے چې تہ لاړې
دا جھان راتہ بلا دے چې تہ لاړې

خوشحالی پہ زړۂ کښې نہ راځی زماخس
پہ اوګو غم بار زما دےچې تہ لاړې

زما سترګو باندې ھر وختې تیارۂ دہ
جھان چا وې چې رڼا دے چې تہ لاړې

ستا خو لوظ راسرہ وۂ د ټول عمر
دغہ طور د کوم وفا دے چې تۂ لاړې

لۂ رواجہ کہ مُسکا پہ لبو راشی
زړۂ مې ھر وخت پہ ژړا دے چې تۂ لاړی

یادوی دې کہ سحر دے کہ ماښام دے
د اقبال ذکر خو دا دے چې تۂ لاړې
خداے دې راولہ جانانہ چرتہ ئې
و زما د زړۂ درمانہ چرتہ ئې

بې لہ تانہ دا ژوندون مې دے پہ اور کښې
بې لہ تا دے ژوندون ګرانہ چرتہ ئې

ستا پہ دید باندې زما سترګې سړېږی
تۂ زما د باغ رېحانہ چرتہ ئې

لکہ زلفې د چا باد کړی پریشانہ
ھسې زۂ یمہ پریشانہ چرتہ ئې

لکہ دوپ کښې چې څپہ د سیلۍ راشی
داسې راشہ د څۂ خوا نہ چرتہ ئې

د دنیا د ودانۍ اسباب څۂ نور دې
زۂ پہ تا یمہ ودانہ چرتہ ئې

زۂ اقبال پہ دې خانۍ باندې بہ څۂ کړم
و زما د زړګی خانہ چرتہ ئې
تہ پہ خوب کښې زما راشې خوب حسین کړې
دا سپېرۂ ژوندون مې لږ ساعت رنګین کړې

تۂ چې خوب کښې ھم وعدہ د وفا اوکړې
شکریہ ستا چې څۂ خیال مې د تسکین کړې

زۂ بہ ستا لہ مینې واخلمہ لاسونہ
کہ پېدا د ځان پہ شان څوک پہ زمین کړې

نور بہ ھر څۂ دې منمہ خو یو دا نہ
چې زما د پښتنې مینې توھین کړې

پایہ نورہ بہ دې اوچتہ پہ دنیا شی
کہ دا ځان خپل پہ خلقو کښې کمین کړې

لکہ ګرج بہ د مردارې لټون پرېږدې
خصوصیات ځان کښې پېدا بہ د شاھین کږي

ھمېشہ بہ دھوکې خورې داسې اقبالہ
چې د ھر ښکلی پہ خُلہ باندې یقین کړې
چې د خېر اواز مې اوکړو ستا کوڅہ کښې
دوہ څلور کنځلہ راغلۂ مې حصہ کښې

راویات دپښتنو خو داسې نہ دی
څۂ نہ څہ د فقیر اچوی کاسہ کښې

کلہ وېش چې د غمونو خوشحالو وۂ
ټول غمونہ زما راغلۂ پہ حصہ کښې

وروہ د بڼو غشی اسرہ مۂ کړہ
کہ ځائېږے زما ھم نۂ وی پہ جوسہ کښې

دغہ ستا د خپلو شونډو ځائی رنګ دے
کہ د زړۂ وینې مې ګډ دي دنداسہ کښې

پښتنې مور دي ورکړي پہ ګُوټۍ کښې
خصوصیات چې د پښتون دي پہ خاصہ کښې

لہ ایمانہ پسې تېروځی ساعت کښی
خلقو څۂ لیدلی دی پہ دې پېسہ کښې

رنګ د مینې پکښې ګډ نۂ وے اقبالہ
خوند بہ ھیڅ نۂ وۂ د ژوند پہ دې قیصہ کښې
وا مې خلہ پہ غېږ د خپل یادونو کښې
ګېر یمہ د وخت پہ ګردابونو کښې

څۂ قدرې زما بہ پرې ګذران کېدۂ
اوس مې نۂ راځې ولې خوبونو کښې

راغلې کہ لمن کښې مې نایاب ګلہ
تا بہ ګرځومہ پہ لاسونو کښې

وژنی مې پوھېږمہ د زړۂ زخم
ھیڅ کمے مې را نغے دردونو کښې

برید پہ یو سړی چې دوہ طرفہ کېږې
څو بہ اوساتم ځان سنګرونو کښې

نۂ کېږی اثر پہ غمژن زړۂ زما
ډېر کۂ بدلون راشی منظرونو کښې

یار مې ادا کړے حق اقبالہ دے
تړلے د پښتو وم زنځیرونو کښې
راتلۂ مې ستا کوڅې تہ ګران شُو چرتہ ما ھېر نۂ کړې
خپل او پردی مې دښمنان شُو چرتہ ما ھېر نۂ کړې

د ځان مې دومرہ وېرہ نیشتے د جامو وېرہ دہ
ستا د کوڅی کُوتري ځوانان شُو چرتہ ما ھېر نۂ کړې

چې رېباری یې تر پرُونہ ستا زما کولہ
نن ھغہ خلق غمازان شُو چرتہ ما ھېر نہ کړې

ما بہ تر کومہ حفاظت ستا دتصویر کړے وے
خلق د کور چې غرضیان شُو چرتہ ما ھېر نۂ کړې

چې د اقبال مټو کښې زور د ځوانۍ پاتې نۂ شو
ګیدړ ھم سرې سترګی ازمریان شُو چرتہ ما ھېر نۂ کړې
تۂ چې اوس ھم ښکلی وینې لېونے شې
زړۂ لہ خپلہ حدہ اووځې پردے شې

دا زاړۂ ھډونہ سوی بہ کسکر کړې
پہ نری غوندې انګار بہ سپېلنے شې

ږیرہ سپینہ کونټی ملا دې نۂ نېغېږی
پہ لیدو د ښکلو څۂ رنګې زلمے شې

احتیاط پکار دے زیات د جامې سپینې
پہ تھمت باندې بہ تکتور تبخے شې

کہ خوشبو لکہ د ګل شیندلے نۂ شې
مناسب نۂ دہ لمن نیسې ازغے شې

کج لکۍ د سپی پہ نل کښې نۂ سمېږی
امید نیشتہ دے رقیبہ چې سړے شې

سولیدلو تہ بہ سر نیسې اقبالہ
پہ ګوتۍ کښې د چا ھلہ بہ غمے شې
دغہ پټ لاسونہ کوم دی چې پراتۂ مو دی ګرېوان کښې
دا څہرې پېژندۂ غواړی اخستۂ دی پہ دیدوان کښې

خوشحالۍ تہ لارې نیسی پسرلی تہ لارې تہ لارې نیسی
دغہ څۂ قسما ښکاریان دی چې خوشحالہ دی خزان کښې

سراسر ټګی برګی دہ سراسر منافقت دے
ګېدہ خپلہ نۂ مړېږی نوم د بل اخلی پہ خوان کښې

بند زما کړی د وژلو بدنامی ھم پہ سر ناخلی
رو ګودر څۂ داسې ګوری راولی م ې پہ امکان کښې
یوہ څړیکہ مې شی پورتہ پہ ځیګر کښې
چې دا ستا څہرہ مې اوګرځی نظر کښې

دومرہ ډېر مې مۂ یادېږہ ښکلیہ یارہ
چې مې اودروې دسپی رقیب پہ در کښې

زۂ بہ ستاسو پہ کوڅہ باندې تېرېږم
تۂ یو پړق غوندې ښکارہ شہ راتہ ور کښې

تازګی شی راتہ یادہ ستا د حسن
چې تازہ ګل شوے ګل وینم سحر کښې

 دې وړکی غوندې زړۂ کښې دومرہ سوز دے
اور پہ پورې یوہ ورځ کړم سمندر کښې

چې د وروځو پہ خنجر ئې قتیلان دي
د اقبال نامہ بہ اولیکئ پہ سر کښې
تۂ بہ څو غنې کرې زما پہ لار کښې
ما د اور څپلۍ کړې خپلې پہ پېزار کښې

دا  د دار رسۍ دې کمې چرتہ نۂ شی
زلمی دومرہ دی ولاړ درتہ قطار کښې

د ھر مخ نہ نقاب پورتہ شی لا ښہ دہ
چې واضح شی فرق خپل او پہ اغیار کښې

چې منصف پہ سترګو ړوند پہ غوږو کوڼ دے
د انصاف امید مې نیشتے پہ دې ښار کښې

تصور اوکړہ چې څۂ  بہ ورسرہ کړی
خزانہ چې د غلو راشی پہ اختیار کښې

څوک د بل نقصان تہ نۂ ګوری اقبالہ
سوداګر دے ھر سړے پہ دې بازار کښې
عدل کوہ کہ یارہ نُوم ګټې
دعا د چا د زړۂ مظلُوم ګټې

چې دې نصیب کښې څۂ دی صبر شہ پرې
تېرے بہ څنګہ لہ مقسُوم ګټې

غُلتی ھر چا سرہ یو حد پورې شی
څومرہ غوزان بہ لہ ماشُوم ګټې

دا چې کمے بېشے پہ ناپ تول کښې دے
راتہ ښکارېږی چې سمُوم ګټې

چې دې خوشحال ټکی پہ ټکی یاد شی
ھلہ مقام بہ د مغمُوم ګټې

برخې څوک ځان لہ جوړولے نۂ شی
چې پاتې کېږې بہ محرُوم ، ګټې

چې د پې مخو نہ وفا غواړې
درد بہ اقبالہ ښہ معلُوم ګټې
زما برېتې د یار زلفې انتظار کښې
سپینې واؤرې شوې پہ دې ناترسہ ښار کښې

لا بہ مونږہ د یو بل شُو دا مُو لوظ دے
لا بہ مونږ سرونہ کېږدو د عشق لار کښې

داسې خیال دې اشنا نۂ کړی چې مې ھېر شو
زما ھیڅ ھم پاتې نۂ دی پہ اختیار کښې

د یوې چې نیت کوم د پرانستلو
ھمرہ نورې غوټې لږې د ژوند تار کښې

نن سودا پہ مطمئن زړۂ باندې اوکړہ
خورېدو وېرہ صبا دہ پہ بازار کښې

ھر غزل مې د خیالونو ګلدستہ دہ
ورک یواځې نۂ یم زلفو پہ رخسار کښې

افرین شہ و اقبالہ پہ تا باندې
چې دې ټول عمر کہ تېر دعشق پہ نار کښې
داسې ورځ نیشتے چې مې نۂ یادېږې
زما قدم پہ قدم تۂ یادېږې

کہ نوم د بل چا اخلم ستا راوځی
مالہ پہ خُلہ مالہ پہ زړۂ یادېږې

زمونږ د غولی پہ چینار کښې کېنہ
ډېر سندربولہ مې مارغۂ یادېږې

رنګین محفل لہ ھم غمګین کړمہ زۂ
کړم اسوېلی ساړۂ ساړۂ یادېږې

وریت د ھجران پہ سرۂ سوراړہ کښې شوم
لږ دې زلفان کړہ راخوارۂ یادېږې

د ډېرو اوښکو پہ سبب اقبالہ
شُو اننګی زما وراستۂ یادېږې
تاتہ نۂ رسی زما د زړۂ خبرې
زۂ کہ ډېرې ھم کوم پہ خُلۂ خبرې

چې جوړ شوی ورلہ نۂ دی لا الفاظ
پہ دنیا کښې داسې ھم دی څۂ خبرې

نوم د تللو راتہ وا نخلې پہ ژبہ
د وصال پہ وخت کښې مۂ کړہ نۂ خبرې

زما زړۂ ورسرہ اوځی لہ ګوګلہ
کلہ تۂ چې کړې شروع د تلۂ خبرې

پہ مزہ مزہ ستار راتہ غږېږی
چې رو رو مې کړې پہ غوږ کښې تۂ خبرې

ستا پہ مخکښې ټولې ھېړې شی لہ مانہ
یادوم پہ ټولہ لارې زۂ خبرې

اندازہ یې تۂ د مینې دې نہ واخلہ
چې کړی تا سرہ اقبال اودۂ خبرې
اکثر ساہ مې داسې تنګ شی پہ ګوګل کښې
لکہ ګېرہ شی مرغۍ د پړکې ول کښې

یا یې سټ وی د کوړکۍ د ښکر د لاندې
نۂ بودیږی ھیڅ پہ لتې ټکوھل کښې

یو ھجران مې د جانان کمہ بلا وہ
چې رنځونہ شُو شامل پہ دې غوبل کښې

لا ھلک وم چې د عشق مرض مې بیا موند
رانہ ورک شۂ زړۂ د زلفو پہ ځنګل کښې

نن مې عمر شۂ پورہ اویا کالونہ
قرارے رانغے اوس ھم زړۂ بې کل کښې

بې لہ غمہ بې لہ دردہ بې ژړا نہ
اقبال بېا نہ موندل ھیڅ پہ ژوند خجل کښې
ھر وخت یادومہ ھغہ ښکلے یار د مینې
پہ لپو غورزومہ ورپسې د خُلې نہ وینې

زۂ کہ د مجنون او د فرھاد پہ لار روان وم
دا ھم کمہ نۂ وہ د لېلہٰ او لہ شېرینې

تورې تورې زلفې کہ وریځې د شکال وې
سپین بدن صفا وۂ پہ مثال د چندڼ ونې

ورځې دې لیندۂ او تور کاږۂ بانۂ دې غشی
ډېر زړونہ سوری ورباندې ګرځی دل سنګینې

ګوپ تورہ تیارۂ دہ یو قدم اخستۂ ګران دی
مخ دې راښکارہ کہ لہ نقابہ ماہ جبینې

زړۂ مې پہ خوږو دا ستا د مینې نۂ مړېږی
نېم پوھہ مصری ېی تۂ قند یا کہ ګبین یې

اقبال چې تېرې کړې ستا تر څنګہ وې دلبرہ
حاصل یې د ژوندون دی ھغہ څو ورځې رنګینې
بېللے سر شی د اذادۍ لارہ کښې
لارہ پہ غر شی د اذادۍ لارہ کښې

څوک چې تیارۂ کښې بہ ډیوہ بلوی
ھغہ بہ نمر شی د اذادۍ لارہ کښې

ھغہ ضرور بہ خپل مرام تہ رسی
چې یې سفر شی د اذادۍ لارہ کښې

لکہ افتاب پہ جھان اوځلېږی
څوک چې کسکر شی د اذادۍ لارہ کښې

د نعمتونو بہ پہ خوند پوھہ شی
اوږے نھر شی د اذادۍ لارہ کښې

د ھغہ کور تمام جھان اوګرځی
چې در پہ در شی د اذادۍ لارہ کښې

لرې بہ شی دا کُوټ بنګار اقبالہ
زر بہ سرۂ زر شی د اذادۍ لارہ کښې
پخپلہ نۂ منې ولې پہ ما منې
اووایہ چې کومہ لار اشنا منې

دواړہ ستا پہ خوښہ پرېښودے نۂ شم
یوہ لار خو بہ خامخا زما منې

ډېړ عمر دې اوخوړم لا موړ نۂ یې
اوس لا منې خود بہ صبا منې

مُوټے بہ پرانزې ما ټینګ کړے دے
ستا خوښہ دہ زور یا کہ رضا منې

وېرہ دې زما د زړۂ نہ اوویستہ
پخپلہ بہ یو ورځې آخر دا منې

مننہ چې دې کلک لکہ سندان کړم
ھر ګوذار دې وړمہ پہ خندا منې

شوې داسې نۂ وہ دلتہ چرتہ ھم
تا چې پہ اقبال اوکړہ جفا منې
تۂ چې څومرہ زما خلۂ باندې بہ لاس ږدې
ھمرہ لا بہ خپل د جبر داستان پاس ږدې

بربنډ کلہ پہ لاسونو خپل پټېږی
کہ ھر څو ھم یو پہ چپ او بل پہ راس ږدې

پہ جرګہ کښی ښہ پہ ډاګہ کړہ خبرہ
سرګوشۍ سرہ پہ زړونو کښې اِسواس ږدې

بیا ھم طمع کړې د خلقو نہ د مینې
چې ګېټۍ لکہ پہ شان لہ د خناس ږدې

چې اخلاص نۂ وی ساعت کښې راښکارہ شی
چې پټۍ د چا پہ زخم د لباس ږدې

چې سبب یې اندرون کښې وی طبیبہ
نۂ ښہ کېری چې مرھم بہ پہ اماس ږدې

پېدا شوې پہ ناسپاس دور کښې اقبالہ
تۂ بہ کوم کوم لہ پہ زړونو کښې احساس ږدې
بغېر لہ مانہ تۂ ګذران څنګہ کړې
بند د ھجران دې شم قربان څنګہ کړې

تا بہ خو وې زما ستا یو ځان دے
اوس دې یوازې غم د ځان څنګہ کړې

ستا د سُورکو شونډو غم اوخوړمہ
چې یې ساتنہ لہ پېزوان څنګہ کړې

شل ګواھان دی چا زیاتے کړے دے
تۂ پہ دروغو خپل قران څنګہ کړې

مرګ دې راغلے دے اقبالہ مۂ کړہ
دم بہ د زلفو ښاماران څنګہ کړې
پہ زور زړونہ نۂ بدلېږی څو بہ زور کړې
ھسې مخ بہ پہ عالم کښې ځان لہ تور کړې

خلق ړوند پہ سترګو نۂ دے ھر څۂ وینی
دغہ تۂ چې څومرہ مکر څومرہ شور کړې

پہ کالونو پورې بیا بہ یې مړ نۂ کړې
کہ یو ځل چرتہ پہ زړونو پورې اور کړې

ستا کور ھم پہ دغہ زمکہ باندې جوړ دے
تۂ بہ جوړ چرتہ اسمان د پاسہ کور کړې ؟

سر مې ستا ھر یو ستم تہ دے نیولے
خوښہ ستا دہ اوس چې ھر څومرہ ھم نور کړې

تۂ چې غل نۂ یې رښتیا بہ راتہ وائې
نۂ پوھېږم ملګرتیا ولی د چور کړې

وینا دومرہ دې اقبالہ سپورہ نۂ وہ
معلومېږی چې سپېرو حالاتو سپور کړې
د اشنا غمہ در ځار شم د دنیا غمونہ ھېر کړې
ما اوزګار کړی خپل ځان تہ څۂ بلھا غمونہ ھېر کړې

د روزګار غارمۂ چې ډېر شی ستا د زلفو سېورے ګورم
ګُورہ ونہ د چینار شې زما دا غمونہ ھېر کړې

چې د مرګ فکر پېدا شی مالہ غم شی ستا د ھجر
د دوزخ د قبر سختې د فردا غمونہ ھېر کړې

زۂ یې څۂ کړم بې لہ تانہ کہ جنت زما روزی شی
د مسجد کہ د مندر دی کلیسا غمونہ ھېر کړې

زۂ چې کلہ نہ پېدا شوم غم مې مل ستا د وصال شۂ
د اقبال سرہ بہ کلہ دا پېدا غمونہ ھېر کړې
دلتہ طمع لېونیہ چې د خېر کړې
لکہ طمع پہ خزان کښې د نمېر کړې

تۂ ډیوہ د خپلې برخې ساتہ بلہ
وخت بہ راشی چې بہ لرې دا اندھېر کړې

ستا خپلہ نمړۍ ډېرہ کہ خواږۂ شی
پہ مرۍ کښې چې د بل سړی ګنډېر کړې

زۂ پہ ھغہ ځاے کښې پاتې حق حېران شم
چې د یو نفس پہ خاطر څومرہ ھېرپھېر کړې

زور د علم دے پہ پښو باندې دا نۂ شی
چې پہ کور دننہ ناست د جھان سېر کړې

جبلت د ھر چا خپل دے نۂ بدلېږی
دا محال دہ پہ څرمنہ ګیدړ شېر کړې

د نیکۂ ھډونہ خاورې دې پہ سوات شُو
نیا بہ یادہ اقبالہ خپلہ د بنېر کړې
چې پنځۂ وختہ دا ھسې رنګ خېوې کړې
لا بہ څو پورتہ زما سر نہ لمبې کړې

دواړہ سترګې چې کړې تورې شونډې سرې کړې
زۂ پوھېږم پہ ما ماتې بہ توبې کړې

ستا یو غمزہ زما مرګ لہ پورہ دہ
دا خواری دومرہ پہ کومې ارادې کړې

خټکے د خټکی نہ وائی رنګ نیسی
واړہ جونې بہ د کلی معشوقې کړې

د شکرو نرخ ارتاؤ شۂ پہ بازار کښې
چې خبرې ھسې رنګ خوږې خوږې کړې

امزرۍ د افریقې راتہ ښکارېږې
چې پہ وړلو کښې د زړۂ زما حملې کړې

دا کمال د لیونی عشق دے اقبالہ
چې پیرۍ کښې لہ ځوانۍ ډکې نغمې کړې
پہ زړګی مې ھر سړې کړې دی لوبې
پہ شریکہ خپل پردی کړې دی لوبې

د ګلاب پہ ارزو کښې پہ چمن کښې
پہ لمنہ مې ازغی کړې دی لوبې

خیاط پاتې حق حېران مې شو ګرېوان تہ
دا پرې څنګہ لېونی کړې دې لوبې

د ناپوھہ طبیبانو پہ لاس راغے
پہ بې څوکہ یو زخمی کړې دی لوبې

کوم ھډوکے بہ روغ پاتې د اقبال شی
چې د غم پرې مست ھاتی کړې دی لوبې
د یار کلی تہ ورځم ھر څۂ چې کېږی
سر د یار پہ درشل ږدم ھر څۂ چې کېږی

کہ دا ځان راتہ ائین غوندې لیدے شی
ھر ګناہ پہ ځان منم ھر څۂ چې کېږی

نور زما جولۍ کښې څۂ دی چې بہ یوسم
خپلې اوښکې ورلہ وړم ھر څۂ چې کېږی

ستا کوڅہ کښې د خونی سپیو مسکن دے
دغہ ځان  پرې  ماتوم ھرڅۂ چې کېږی

ھیڅ مېوہ د صبر ونې مې اونۂ کړہ
تاب مې نیشتے نور د زغم ھر څۂ کېږې

پابندی دہ ستا پہ نوم زمونږہ کور کښې
چاتہ زړۂ خپل تشوم ھر څۂ چې کېږې

دا د ھجر بلا وژنی مې اقبالہ
ځم د یار کوڅہ کښې مرم ھر څۂ چې کېږې