ت

ښکلے يار چې راسره وي څنګ په څنګ ناست
د باد شاه غوندې په تخت يم هغه درنګ ناست

د ديدن نمړۍ يې واچؤه کچکول کښې
د مودې نه دې په در دے يو ملنګ ناست

دا خوشبو ستا د بدن ده نۀ پوهېږم
کۀ د بوټي خواه کښې یمہ د لونګ ناست

يار د وروځو په ليندو په بڼو غشيو
زړونۀ اولي پنج وخته په حال د جنګ ناست

حسن هسې يې ډاډه لکه ملک ، خان
غواړي مينه رانه خپله د قلنګ ناست

عشق مې هر هډوکے مات کړو چې پوهېدم څو
زۀ اقبال وم ناخبره په ګړنګ ناست
لا په ورځ د خوشحالۍ شي زما غم زيات
راياديږي به مې ډېر هغه صنم زيات

يو راکړے کۀ جانان دې وے د مينې
دې نه ډېر به په عاشق څۀ وۀ کرم زيات

زۀ چې خپل کړاؤ ته وګورم په عشق کښې
کړېدلے له ما ډېر نۀ دے ادم زيات

فاصله زمونږ د ورونو د قدم ده
څۀ به وشي کۀ دې واخستۀ قدم زيات

تۀ ظالم يې زۀ مظلوم يمه ښکاره ده
په پره ولې وﻻړ دے ستا عالم زيات

څو به کسي ورته ټينګه کړمہ اقباله
چې د سترګو نه زما شو همره نم زيات
اشنا مې شو په منتونو عادت
کوزيږي نه سر نه وختونو عادت

اوس په بالخت باندې خوب څنګه راشي
چې زۀ دې کړم په مړوندنو عادت

وروځې تېرې باڼۀ ببر ساته
ځيګر زما دے د زخمونو عادت

ما يې د سترګو نه مدام څښلي دي
نۀ يم ساقي د شرابونو عادت

تارخۀ وائيل د ناصح څنګه واؤري
چې کومې خولې دي د قندونو عادت

کوڅه کښې مۀ وايه چې نۀ ودرېږم
خېر دے زۀ يم د تهمتونو عادت

چې زخمي کېږي پرې بدن د غزل
نۀ دے اقبال د هغه خيالونو عادت
خوي بوي کښې مې يار امريکنے اوخوت
وخت چې کله راغے نو پردے اوخوت

نيت کۀ د مومن غوندې ائين لرم
زړۀ د رقيب تور دے هندوګے اوخوت

څوک مې په فرياد باندې غوږ نۀ نېسي
زرۀ ستم زده مې کشميرے اوخوت

مينه مې زړه شوه ستا ځواني لاړه
بيا مې هم د زړۀ ارمان زلمے اوخوت

ما وئيل چې زۀ ډېر لېونے يمه
يار زما نه عشق کښې لېونے اوخوت

اوکړۀ زمانې پرې ازمېښتونه ډېر
ستا اقبال سړے وۀ او سړے اوخوت
پرون دومره محبت او نن نفرت
زما کېږي په اشنا باندې حېرت

ځواني ټول عمر له نۀ وي شش اوګوره
زمانې دې لوبې اوکړې په صورت

چې پرون لکه چينار يا صنوبر وې
نن انګور په شان له زوړند او کم طاقت

چې پرون هر چا په ځار قربان بللې
نن دې خپل کاندي نظر د حقارت

هغه بل دے چې د زړونو قدردان دے
د مجاز د مينې دومره حقيقت

کۀ اقبال نه په ځوانۍ کښې خطا اوشوه
په توبو توبو دے غواړي مغفرت
دا زړہ مې ډېر زیات ناقرار وۂ چې مې ساہ خوت
ستا د راتلو پہ انتظار وۂ چې می ساہ خوت

ما دژوند دغہ ھمرہ اوږد سفر طے کړو راغلم
اشنا لا ھغہ شان پہ لار وۂ چې مې ساہ خوت

ما پہ دنیا کښې خوشحالی چرتہ لیدلې نہ دہ
زړۂ د دنیا نہ مې بېزار وۂ چې مې ساہ خوت

ما وائیل سر تہ زما کېنہ چې مې ساہ وخېژی
زما خو دغہ ھمرہ اسرار وۂ چې مې ساہ خوت

ما ګڼل زړۂ بہ د بې رحمہ یار پہ ما خوږ شی
د یار مې ھغہ شان انکار وۂ چې مې ساہ خوت

بغېرلہ مینې ما اقبال بل عمل کړے نۂ دے
ګناہ وۂ نۂ وۂ پہ ما بار وۂ چې مې ساہ خوت
اوس پہ بېرتہ نہ جاروځی ھغہ تېر وخت
څوک دې اوښائی ماتہ څنګہ کړمہ ھېر وخت

مالہ یو ګړۍ واپس دې قدرې راکړی
ھیڅ پکار مې نہ دے خلقہ دغہ ډېر وخت

لېونے یمہ چې بیا ھم ارزو کړم
ښہ پوھېږمہ چې بېرتہ نہ کړی پېر وخت

صدسالہ ژوند د ګیډړ مې پکار نہ دے
یوہ ورځ مې ھم پورہ دہ خو د شېر وخت

د ظاھر پہ بود و باش باندې مې مہ ځہ
عاشقۍ کښې دے زما زھر ګنډېر وخت

شاعری زما ، زما د ژوند روداد دے
دعالم پہ مخکښې پروت مې دے برسېر وخت

ځہ چې ځو اقبالہ روح بہ لږ بدل کړو
ھسې نہ چې چرتہ تېر شې د نمېر وخت
ھر الزام مې محبت کښې پہ سر واخست
خپل پردي راپسې لاس کښې کمر واخست

د بڼې پہ مثال سپک شوم پہ عالم کښې
ھغہ ښکلي چې لۂ ما نہ نظر واخست

ھیڅ خبر نۂ وۂ د عشق لۂ درانۂ بارہ
نا پوھۍ کښې عاشق سر باندې غر واخست

یار زما د ورکاوي څۂ سبب ګوري
د محفل نہ د رقیب ئې اثر واخست

ډال بازۍ مې تپوس اوکړہ لۂ مژګانو
ھر ګوذار مې برابر پہ ځیګر واخست

کۂ پہ وخت د ځنکدن یم روغ بہ کېنم
ھغہ یار کۂ د بیمار خپل خبر واخست

پہ ھغہ ورځ باندې مړ ښہ یم اقبالہ
چې دلہ دوُس لہ مانہ سنګر واخست
لکہ خوب غوندې یادېږی د ځوانۍ وخت
ستا زما د ھغہ مینې لېونۍ وخت

چې پېریان درباندې وو زما د مینې
څنګہ ھېر کړمہ د مینې پېریانۍ وخت

اوس دې یو نظر کتو لہ شوم لېوالہ
چرتہ وۂ ھم د دیدن د ارزانۍ وخت

چې بہ راغلې پہ ټوپونو منډو مالہ
لکہ ترندہ د مستې غرسنۍ وخت

چرتہ زۂ ھم د خپل وخت راجہ اندر وم
تېر پہ زړونو شۂ زما د حکمرانۍ وخت

تېراومہ ټول خفہ خفہ وختونہ
پاتې نۂ شۂ ھیڅ زما د شادمانۍ وخت

درست صورت د اقبال وران لکہ کنډر شۂ
راشہ ګورہ نن یې دا د وېرانۍ وخت