ن

لکه مجنون يم د لېلٰي په لټون
قارون خو نۀ يم د دنيا په لټون

دا د هر ګل چې سحر بويه وې
د سحر باده يې د چا په لټون

زلفې په شاه کړه چې دې مخ اووينم
يم تورو شپو کښې د صبا په لټون

غرونه سمونه ورته يو شان له وي
هر څوک چې وي د خپل اشنا په لټون

ښکلي کۀ ډېر دي ما اقبال له څۀ دي
سترګې زما دي همېش ستا په لټون
کلي ته ځمه د جانان جانان
نارې وهمه د جانان جانان

څوک دے چې ما وته به لاراوښائي
پل لټَؤمه د جانان جانان

زما د حاله ناخبره نۀ دے
هجر کښې مرمه د جانان جانان

ډېرو خوږونه مې پرې شونډې انخلي
نوم زوته ومه د جانان جانان

اقباله مينه مې لا عشق نۀ دے
څنګه به شمه د جانان جانان
لوبې دنيا اوکړې زما په شوکېدلي ګرېوان
ترس چا اونۀ کرو په اوښکو لمبېدلي ګرېوان

صبر له ما اونۀ شو چغه مې له خولې اوخته
چې مې نظر پرېوت خپل په سر خوړلي ګرېوان

اشنا له شرمه په محفل کښې نېغ کتلے نۀ شو
ذکر شروع چې کله شو مې د شلېدلي ګرېوان

تش مې د خولې احتجاج هم د چانه ونۀ کړلو
دست درازي وکړه هر چا په نازولي ګرېوان

اقباله مۀ پرېږده ګرېوان ته د بل چا لاسونه
ګران شي تپوس کول يو ځل د لاسه تللي ګرېوان
ھر چا پہ زړۂ دے څۂ نہ څۂ ارمان
زما پہ زړۂ باندې یې تۂ ارمان

ډېر ارمانونہ کۂ پہ زړۂ لرمہ
ھر څۂ نہ لوے مې یې د زړۂ ارمان

لۂ دې دنیا نہ بہ پخپلہ لاړ شم
زما لۂ زړۂ نہ دے د تلۂ ارمان

ھغہ ارمان د ماشوم توب زما
عمر سرہ مې لوېدۂ ارمان

داسې پہ زړۂ کښې مې دے پټ ساتلے
چې مې پہ شونډو نۂ راتۂ ارمان

مالک دے څۂ رنګې یې بدل یې کړمہ
چې مې پہ زړۂ کښې دے میشتۂ ارمان

اقبالہ دا بہ څۂ ارمان نۂ وې
دچا لۂ زړۂ چې اوواتۂ ارمان
طمع مې اوشېلېدہ اشنا د دیدن
ھرہ لار بندہ شو زما د دیدن

غوښتنہ دومرہ مې څۂ لویہ نۂ وہ
قبول مې نۂ کړلہ دنیا د دیدن

پہ قیامت کښې بہ ھم یاد ساتمہ
دغہ احسان اوکړہ پہ ما د دیدن

نظر مې کار پرېښود ھیڅ نۂ وینمہ
کلہ راخېژی بہ صبا د دیدن

اقبال لہ ژوندہ نا امیدہ شو خپل
ارمان بہ یوسم پہ زړۂ ستا د دیدن
زۂ ھم ښکلے ځوان وم ارمان ارمان
زۂ د چا جانان وم ارمان ارمان

زۂ بہ ګرځولم پېغلو پہ لاس کښې
زۂ ګل د ریحان وم ارمان ارمان

ما پہ ډېرو زړونو بہ سلطانی کړہ
زۂ د زړۂ سلطان وم ارمان ارمان

خاورې خوشبوی پہ ما کولہ
زۂ د ھړ باران وم ارمان ارمان

تېر شومہ اقبالہ پہ نادانۍ کښې
زۂ ھم یو دوران وم ارمان ارمان
غم دې پہ ما راورېدۂ باران
ھرہ ګھړۍ لا زیاتېدۂ باران

ستا د دیدن لارې چې بندې بہ شوې
څومرہ پہ ما بہ غمېدۂ باران

څاڅکی بہ نۂ وو لړې پاتې بہ شوې
څو بہ چې مونږ تہ رسېدۂ باران

طوفان او دوړې بہ پہ مونږہ راغلې
چرتہ بہ بل ځاے ورېدۂ باران

پہ قسمتونو یې زمونږہ ژړل
چې پہ کاسو بہ توئېدۂ باران

اقبالہ اور چې بہ د زړۂ مې زیات شو
زما ھغہ بہ یادېدۂ باران
 زۂ د نۂ خلقو مجبور کړمہ ھجران
حد نہ ډېر چې ناصبور کړمہ ھجران

لمبې ھر وختې بلېږی مې پہ زړۂ کښې
پہ مثال کښې بل  تنور کړمہ ھجران

احساس نۂ لرمہ مړ یم کہ ژوندے یم
لہ ژوندونہ دومرہ دور کړمہ ھجران

بادشاھی کہ ملنګی دہ یم خوشحالہ
بیګانہ لہ ھر دستور کړمہ ھجران

وینې زوې ترې بھېږی نۂ رغېږم
پہ زړګی باندې ناسور کړمہ ھجران

د اشنا کوڅې تہ تلو نہ یمہ پاتې
زۂ اقبال څومرہ معذور کړمہ ھجران