ص

کۀ مې او ګڼې دلبره خپل نوکر خاص
دا به وکړې لکه ما باندې نظر خاص

ثناء خوان د هغه ورځې نه دا ستا يم
چې عاشق دې کړمه خداې په سپين بشر خاص

زخمي شوے په نظر يم ستا د سترګو
لکه ما د پاره جوړ وۀ دا خنجر خاص

ستا په حسن کښې به ياره څۀ تاثير وۀ
کۀ په ما باندې يې شوے دے اثر خاص

په تمامو مهرويانو کښې بالا يې
نۀ وينمه ستا په شان له بل دلبر خاص

د اقبال د جانان حسن دومره زيات دے
چې ښائست کښې ورته نۀ رسي قمر خاص