د وطن په ننګ مئين پښتانۀ څۀ شُو
معلوميږي چې قبرونو کښې وراستۀ شُو
شرمخان ګدې بيزې ګَدې څريږي
اُوصولونه د فطرت په ختمېدۀ شُو
چې د ښکار طلب يې پاتې نۀ شو زړۀ کښې
امزري د ځنګل ښکاري چې ماړۀ شُو
باز ټپوس غوندې مُردارې پسې ګرځي
د شغال نه پړاګان په تختېدۀ شُو
ابدالي او فريد بيا نۀ پېدا کېږي
ارمانونه د خوشحال خاؤرې په زړۀ شُو
بريالي به له مېدانه په څۀ راشي
چې سرونه لۀ ناموس ورته خواږۀ شُو
اقبال څۀ به داسې قام نه طمع اوکړي
د يو بل غوښې چې کور کښې په خواړۀ شُو
مونږه کور کښې په پېکار يو
ناخبره لۀ يلغار يو
خپلو وروڼو له نران يو
وېرېدلي له اغيار يو
د ساعت خوشحالي غواړو
ابدي غم له تيار يو
چې پرون مو غلامان وو
نن د هغو تابعدار يو
د نيکونو په تاريخ مونږ
نن د اوچې طره دار يو
کۀ سرټيټ کړو په ګرېوان کښې
له هر چانه مونږه خوار يو
نوم په خوله د اسلام اخلو
له اسلام ځنې بېزار يو
د ملک ،قام خېرخواهي نيشتے
لېوني د اقتدار يو
نۀ پوهېږمه اقباله
چې روان په کومه لار يو
خداې څوک مۀ کړه په دنيا کښې پلار د لُوڼو
په اوګو به يې همېشه وي بار د لُوڼو
چې پېداشي لُور ژړا وي هغه کور کښې
نصيب ښکاري د شروع نه خوار د لوڼو
حثيت يې په کورونو وي د وينځو
په هيڅ څيز نۀ وي ذره اختيار د لوڼو
په نصيب باندې کۀ ښه رشته موندے شوه
مسئله د جهېز نېسي لار د لوڼو
کۀ خوشحاله د مړنو کور کښې نۀ شوې
خونې بيا شي پړې کړمن دوبار د لوڼو
انسانان دي اخر ګډې بيزې نۀ دي
بعضې خلق چې کؤي بېوپار د لوڼو
کړم حېران د معاشرې عدل اقباله
ولې دومره يې کړو مقام ګُوذار د لوڼو
ډېره ښه شوه د اشنا غرور خو مات شو
خود ساخته په سر يې سور سُرور خو مات شو
وينې زوې ترې بهېږي دنيا وېني
لۀ مودې چې پخېدۀ ناسُور خو مات شو
چې پرې غري ماتېدۀ د مظلومانو
اوس به څۀ کېږي هغه همبُور خو مات شو
اقتدار له فلسفه پکار ده نوې
په زړۀ در نه دهقان مزدور خو مات شو
عقل هر څو کۀ کامل شي خو ناقص دے
سرې پخې خاؤرې نه جور تنُور خو مات شو
افغانان کۀ در په در شُو پرواه نيشتے
بېرغ دا په لاس نيولے سُور خو مات شو
ژبې ګونګ د کامرېډانو دي خاموشه
اوس به څۀ وائي هغه لوے جمهُور خو مات شو
منصُور سر بائېلود اقباله ګټه يې اوکړه
د زبان د بندېدو دستُور خو مات شو
دا مطلب وۀ ستا غمازه حاصل ستا شو
زړۀ دې يخ شو چې لۀ ما دلبر جدا شو ؟
کۀ د يار له رسوائې نۀ وېرېدلے
يقين اوکړه کۀ مې خس خطر له چا شو
چې په هيڅ صورت نوم ناخلي د مړېدلو
دا کوم اور دے چې پرې زړۀ زما لُوسيا شو
کۀ دا فرق ستا زما د عمر نۀ وے
تسلۍ کښې به شکمن زړګے زما شو
لږو ورځو کښې لۀ دې به هم خبر شې
يار دې کيند کچکول په غاړه کړو ګدا شو
اقبال دومره خو کمزورے په چا نۀ وۀ
چې مئين شو نو کمزورے په دنيا شو
خېر کۀ جدا جدا کورو کښې اوسو
رقيبه مونږ د يو بل زړو کښې اوسو
زمونږ سوچه مينه سوچه خيالونه
مونږه ساده عالم په غرو کښې اوسو
کله به شي د جوهريانو نظر
مونږه لعلونه په ايرو کښې اوسو
مونږ د چا شال له ګوتې نه دې وړې
نۀ غواړي دا هم چې شړو کښې اوسو
زمونږ به هم وو ډک جامونه نصيب
مونږ د ساقي کۀ چرې پښو کښې اوسو
زردار په مړي تاج محل جوړوي
مونږه ژوندي په اديرو کښې اوسو
اقباله مينه دې په زړۀ کښې ساته
ملک د پښتو دے پښتنو کښې اوسو
مينه کښې مې حال د کراچۍ غوندې خـــراب شو
خپل مې دښمانان شو نۀ تېرېږي ژوند عـذاب شو
زۀ دې د جهاد د فلسفې مخــــــالـف نــــــــــۀ يـــــــــــم
مري چې په کابل باندې حاصل يې کوم ثواب شـو
دا سيورن چنار به يوۀ ورځې ګوره ونـــــــــــه شــــــــي
داسې څو اتواره کۀ په سرۀ وينــه سېـراب شــــــــــــو
ځکه مې مدام د هجر اور ته مـــخ کــــــــــــوي دلبـــــر
خوښ يې زما زړۀ جوړې په شکل د کبـــــاب شــــــــو
طمعه د خلوص له زر پـــــرستـــو نـــــــــادانـــــــــــي ده
دا در زمانې وشوې په دهر کښې نـــــــايــــاب شـــــــو
پاتې يې زمانه مطالعـــې د کتــــــابـــونــــو کــــــــــړې
مخې ته زما چې د اشنا د مـــــــــخ کتـــــــــــاب شــــــــو
هره يو مصرعه يې پر له سوزه او لــــــــــــه ســــــــــازه ده
ستا عشق د اقبال د زړۀ تارونو ته مضــــراب شـــــــو
راځه بند شوي کنډؤنه مات کړو
يا به په مينه کښې سرونه مات کړو
د مينې حق چې له ميئنه تروړي
دغه دودونه دستورونه مات کړو
د محتسب نه چې په غلا څښلے شي
مېخانه ورانه کړو جامونه مات کړو
چې داسې مړاوې په مکېز ګوري
مونږ به توبې او قسمونه مات کړو
چې حق ليکلے حق وئيلے نه شو
داسې دوه ژبي قلمونه مات کړو
غم د يار او د روز ګار راپسې يؤ شو
سور انګار اؤ تور ښامار راپسې يؤ شو
زۀ تنها به يې تر څو مقابله کړم
کۀ مې يار دے کۀ اغيار راپسې يؤ شو
لېونے د مينې چرته تېختۀ وکړم
کۀ ځنګل دے او کۀ ښار راپسې يؤ شو
اشتها مې په ساعت ساعت زياتېږي
کۀ يې لب کۀ يې رخسار راپسې يؤشو
حوصله د ايوبي غوندې پکار ده
کۀ صليب دے کۀ زينار راپسې يؤ شو
په چمن کښې مې هم زړۀ نه خوشحالېږي
کۀ خزان دے کۀ بهار راپسې يؤ شو
بې له مرګه بله لار نۀ معلومېږي
چې طبيب او زړۀ بيمار راپسې يؤ شو
زۀ اقبال په بې صبرۍ باندې ګرم نه يم
چي ځواني او هم سنګار راپسې يؤ شو
تسلي د زړۀ کومه په دروغو
يؤ ماشوم له غولومه په دروغو
ګورم دا چې ما پسې هم خفا کېږي
يوه ورځې چرته مرمه په دروغو
تۀ په هر قدم هر موړ باندې دروغ کړې
ژوند به څنګه تيراومه په دروغو
ما به ځان سره پخلا نۀ کړې هيڅ کله
کۀ يو ځل مراور شومه په دروغو
چې هر وار جدا کېږدله به اقباله
وې به ئې ډېر زر به راځمه په دروغو
مرګه دمه وکړه نيمګړي مې کارونه دي څو
لا نا تمامه مې په زړۀ کښې ارمانونه دي څو
زۀ د ژوندون تر هغې برخې رسېدلے نۀ يم
کۀ انصاف وشي پور دنيا ته مې کالونه دي څو
ولجنې زلفې مې ټول عمر د لېلٰي شانه کړې
شانه مې نۀ کړې پاتې هغه شان ولونه دي څو
چرته خويوځل مې په سترګوکښې په غوراوګوره
پکښې ودلي مې رنګين رنګين خوبونه دي څو
مخا مخ کېنه چې دې مخ ته په زور زېر وګورم
په نا پوهۍ مې قضا کړي ديدنونه دي څو
دارنګ مې سوے سوے لوےسوې شونډې ګرځم
تۀ څۀ خبر ئې چې په زړۀ کښې مې اورونه دي څو
زما همزولو چا دنيا او چا اخر وګټۀ
زما د ژوند اثاثه ټوله ستا يادونه دي څو
د غزل ژبه کۀ پوهېږي بس هغه پوهېږي
نورې دنيا ته بې معني غوندې لفظونه دي څو
چا د اقبال په شان له مينه په دنيا کړې ده ؟
قېس او فرهاد هسې فرضي غوندې نومونه دي څو
ښه شوه چې تهمت راباندې پورې شو
څۀ خو دې نسبت راباندې پورې شو
وې خوړم دانې غوندې پکښې پکښې
ګوڼ د محبت راباندې پورې شو
ستا د کور عالم راته سم نۀ ګوري
ور دې د جنت راباندې پورې شو
خاورې دې ځواني زما د پاره کړه
پور دې ډېر اوچت راباندې پورې شو
اقباله مراور په نه خبره شي
عمر له منت راباندې پورې شو
يو تصوير زما کمره کښې دے چې زوړ شو
بدلول ئي غواړم زه، زړۀ مې ترې موړ شو
کۀ دا ما بې وفائي وکړه څۀ لږه
دا دستور د زمانې دغسې جوړ شو
يا دا ستا حسن اوس هغه نه دې پاتې
يا زما په زړۀ کښې اور د مينې سوړ شو
چې سبب زما او ستا د جدائي دے
نۀ په رنځ باندې اخته شو نۀ په کوړ شو
دا زما سترګې به تاته شي دريادې
کۀ نظر دې چرته سرن ^(*)او په دوړ^(*) شو
اقبال هغه شان ملکال غوندې تند خو دے
کۀ په عقل فکر پوخ لکه نروړ شو
* سرن اؤ دوړ د هزارې دؤه سيدونه دي ۔
* ملکال اؤ نروړ دواړه د هزارې دسواتي قام تپې دي ـ
حالات ښۀ نۀ شو ډېر په صبر انتظار مې وکړو
زۀ څۀ ساده وومه د هر ښکلي اعتبار مې وکړو
نورو سا قي نه په حملو جامونه وتخته ول
په ګوت کښې پاتې شومه ناست چې وارته وارمې وکړو
خفه خفه فضا مې بيا هم سندريزه نۀ کړه
ګڼي په دشته کښې څو ځله يکه زار مې وکړو
هغه ښائست او رنګيني کومې بلا وخوړل
د رڼاګانو ښار ته کوم ملنګ ازار مې وکړو
زۀ په ژوندون باندې اشنا دومره ميئن خونۀ يم
هم دغه عذر پاتې نه شي چې تلوار مې وکړو
دلته کۀ غرۀ نه سيند وباسي چاته نۀ ښکاريږي
دلته کښې هر سړے بس دا وائي چې کار مې وکړو
اقباله کم مې دي ياران د دښمانانو لښکر
چې مې په زړۀ راغله په مخ باندې اظهار مې وکړو
زړۀ مې چې مړ شو هر ارمان مړ شو
زما د پاره ټول جهان مړ شو
اوس دې راتله نۀ راتلۀ يو شان له دي
زړۀ کښې مې اور چې د هجران مړ شو
اوس نۀ ئې پېژنم نۀ ما پېژني
زما د څۀ چارې جانان مړ شو
دې مختصر غوندې ژوندون ته ګوره
چا ته چې ګورم په سامان مړ شو
بل څۀ شے مړ شو اؤ کۀ مړ نۀ شو
دنيا په مخ باندې انسان مړ شو
تپوس به کېږي چې دې څۀ کړي دي
د سل کالو زوړ کۀ ځوان مړ شو
حورې جنت کښې پرې سندرې وائي
اقبال د مينې په ايمان مړ شو
چې په څۀ دلبر زمانه مړه خواه شو
نن صبا داسې ليدے شي بې پرواه شو
محبت کښې يې ګرمي نۀ محسوس کېږي
تش د خولې راسره پاتې رسم وراه شو
شرارت دے د غماز چې تۀ خفه شوې
کۀ سرزد رانه په مينه کښې ګناه شو
جدائي لۀ اشنا وخت د ځنکدن وۀ
زۀ ولاړ وم يار لۀ سترګو مې پناه شو
دا زما ګُونه شوه ځکه تکه توره
چې د زړۀ نه ورته سم لوګے د اه شو
د تهمت يو تور به څۀ اثر پرې اوکړه
د اقبال وجود خو درست تخته سياه شو
په رو رو مې جانان زما نه لرې شو
زمکه وم اسمان زما نه لرې شو
خړ پړ مې په سترګو کښې عکسونه شو
دا لکه ګمان زما نه لرې شو
ډېر مې پښې لاسونه پسې او وهل
ناچار ومه ارمان زما نه لرې شو
او مې څښل شراب د عشق په جار مُلا
څوک وائي دين ايمان زما نه لرې شو
ښه ده چې اوس تۀ لۀ ما نفرت کؤې
ښه شوه چې احسان زما نه لرې شو
ساه مې امېدونو اقباله ور کړلو
دا ځل په قران زما نه لرې شو
داستا په لبو دا زما نوم چې راتۀ ،راتۀ پاتې شو
د هماليه غر سر کيدۀ چې سر کېدۀ پاتې شو
دهغې د خولې نه چې زما نوم به لا څنګه لږي
ما دغه لفط اورېدۀ چې اورېدۀ پاتې شو
خلق چې اخلي ترې مراد مينه مې هعه نۀ ده
اشنا زما پرې نۀ پوهېدۀ چې پوهېدۀ پاتې شو
د مينې تخم چې پہ زړونو کښې کرلے وۀ مونږ
چې ګل کېدو ته سمېدۀ ، سمېدۀ پاتې شو
ستا انتظار زما په وخت د ځنکدن کښې هم وۀ
نظر مې تاته چورلېدۀ چې چورلېدۀ پاتې شو
هله راغللې اشنا چې مازيګر شو
واپس کور د تللو غم راته په سر شو
هيله جوړه اشنائي مې درسره کړه
ټلۍ وغږېده ځه وخت مختصر شو
چې راپرېښود مشغولا زمونږه خوند لږ
دا د وخت کمے په ريجو کښې کسکر شو
ساقي دغه همره په ما شو مهروبانه
مېخانې په ور کښې ناست ومه سحر شو
ګرانې لارې ته هيڅ نۀ يم وار خطا زۀ
کۀ ستا خيال مې په سفر کښې همسفر شو
عشق ښودلې راته رنګ په رنګ نقشې دي
د بڼو په ځمب کښې لاړ بدل منظر شو
تۀ وعده راسره اوکړه د وصال خپل
د فراق عمر کۀ څومره مقرر شو
څو ملګري دي په دې باندې پوهېږي
چې اقبال دغه همره ولې اوس ژور شو
چې زړېږم څو د مينې په ما زور شو
راښکاره راته د مينې سپين او تور شو
مقناطيس غوندې مې زړۀ ځان ته راکاږې
چۀ تۀ کوم طرف ته ګرځې ستا په لور شو
چې ستا حسن ورته نۀ ليدلے کيږي
هغه وګڼه په سترګو باندې کور شو
چې پېدا نۀ ومه روح مې په قرار وۀ
چې پېدا شومه دا زړۀ زما په شور شو
چې په زړۀ کښې مې د ديد اسره پېدا شوه
لکه ګل غوندې له ډېره شوقه خور شو
تخيل زما د بل جهان مارغۀ دے
زۀ په سُود يم کۀ بې سُوده حال مې نور شو
اقبال نقدې اوبائيللې نا پوهۍ کښې
بې بها در بيا موندے کله په پور شو
چې نه مې مينه نۀ مې يار پاتې شو
څۀ په دنيا باندې مې کار پاتې شو
ښکلو د مينې سودا ټوله کړله
والے ټکولے مې بازار پاتې شو
يار په رموز باندې مې پوهه نۀ شو
راز مې د مينې په زړۀ بار پاتې شو
ګل د ګلاب زما نصيب کښې نۀ وۀ
مات مې په زړۀ دننه خار پاتې شو
صادقه مينه چرته نۀ شي موندے
د ټګۍ مينه ده بېوپار پاتې شو
ورور چې د ورور لږيا دے زېلې وهي
خدايه په چا باندې اعتبار پاتې شو
پريښي اقبال دي د دنيا غمونه
يو ستا غمونو ته اوزګار پاتې شو
ځه چې ځو جانانه سترګې پټې کړو
په عقل ښکاري ګرانه سترګې پټې کړو
دلته کښې مونږڅوک مينې ته نۀ پرېږدي
سمه به شي ورانه سترګې پټې کړو
بيا بيا په جهان باندې راتلۀ نيشتے
مۀ کوه نادانه سترګې پټې کړو
تانه به کېدے شي صبر ځکه وائې
تنګ شوم له هجرانه سترګې پټې کړو
هر سړے بربنډ دے چاته نۀ ګورو
څو به د حيا نه سترګې پټې کړو
مونږه دا خوبي را پېدا کړې ده
مونږه د بلا نه سترګې پټې کړو
هره سترګه مونږ باندې اقباله ده
چرته د دنيا نه سترګې پټې کړو
ما په زړګي کښې ورله کور ورکړو
يار مې تيلے ورله د اور ور کړو
بد يې د يار په بدو او نۀ ګڼل
هر څو کۀ زړۀ مې پېغور ورکړو
په شېبو شېبو مې سترګې اوورېدې
د غم وريځو چې دې زور ور کړو
ګډ په مرهمو کښې طبيب کړل زهر
زرۀ له زما يې پرې ټکور ور کړو
زړۀ دې مئين له صفا سپين ورکړو
نصيب دې ولې ورله تور ورکړو
چې مې زړۀ څۀ غواړي پرې ښه پوهېږي
اقباله رنګ يې ورله نور ورکړو
يار مې په خاؤرو يا په ځان پېرزو
څوک به بل کا خپل جانان پېرزو
دا مې پښتو او محبت نۀ مني
چې په رقيب دې کړم چشمان پېرزو
هندوې زلفې دې له مخ پورته کړه
دے مې پہہ تا باندې ايمان پېرزو
ساقي زما د پاره ګوټ نيشته دے
دي په اغيارو دې خمان پېرزو
د سمر قند سيب د اقبال په خوله کړه
خال يې دے ستا په زنخدان پېرزو
تصور دخوشحالۍ مې په غمونو کښې بدل شو
د عمرونو يار زما چې ساعتونو کښې بدل شو
د مودې نه يو ارمان مې وۀ په زړۀ کښې ټوکېدلے
لاړهغه نيازبين ارمان مې حسرتونو کښې دل شو
چې د مينې کوم نظر يې زخمي زړۀ له مې ټکور وۀ
چې نفرت پکښې پېدا شو تندرونو کښې بدل شو
يوښائسته محل دخيال په زمکه باندې مې ودان وۀ
د ستم په يو ګوذار دې کنډرونو کښې بدل شو
هرسړے به خپل روزګارکا ياربه هم عېش وعېشرت کا
داژوندون دخواراقبال وۀ چې دردونو کښې بدل شو
د يار نظر لکه خنجر زما په زړۀ کښې کوز شو
دستې سره ټول سراسر زما په زړۀ کښې کوز شو
دے ستا په سترګوکښې تاثيرلکه د بازد سترګو
کتو سره يې ټول اثر زما په زړۀ کښې کوز شو
زما د زړۀ ژور کوهے دومره اسان خو نۀ وو
يار با کماله په هنر زما په زړۀ کښې کوز شو
رڼا د ستورو د اسمان ولې پيکه غوندې شوه
را معلومېږي چې قمر زما په زړۀ کښې کوز شو
اقباله لوټ يې خزانه ټوله د مينې کړله
کنډر يې اوکړو غلاګر زما په زړۀ کښې کوز شو
پښتو مې اوکړه خو جانان مې بائيلو
سود ناپوهۍ کښې په تاوان مې بائيلو
د ننګ ناموس بازي مې او ګټله
لکه شهيد غوندې خپل ځان مې بائيلو
څنګه شکست او فتح وه دا
يو مې په لاس کړو بل مېدان مې بائيلو
پورا رواج مې د دنيا کړو خلقه
څوک څۀ خبر د زړۀ ارمان مې بائيلو
بت له چې ځائے ما اقبال زړۀ کښې ورکړو
د هغه ورځې نه ايمان مې بائيلو
تورې شپې صبا کؤمه په رڼا ستا د يادونو
زما زړۀ کښې ده اباده يو دنيا ستا د يادونو
دجهان په مخ راخورکله څادر چې د تورتم شي
زما زړۀ کښې ډيوه بله شي اشنا ستا ديادونو
خداېه دا زما ژوندون چې به لاڅنګه تېرېدلو
خزانه کۀ راسره نۀ وې بلها ستا د يادونو
ياره ته خو بې وفا يې ستا يادونه وفادار دي
په نظر د قدر ګورم دا وفا ستا د يادونو
په خلاکښې ستادهجر چې مې ساه کله بندېږي
زۀ اقبال ګذاره کړمه په هوا ستا د يادونو
ټول نازونه به دې وړمه زۀ اشنا په سراو سترګو
هر غلام مني خبره د اقا په سر او سترګو
اقراري د محبت چې شي دوه زړونه نۀ پوهېږم
تيارۀ څۀ باندې شي جوړه د دنيا په سر او سترګو
چې قدم په زمکه اخلې نو دا زړۀ مې داسې غواړي
چې هر وختې ستا قدم وے پاس زما په سر او سترګو
زما غاړه او ستا پړے ستا خوښي زما خوښي ده
د وفا دې ارزومند يم هم جفا په سراو سترګو
ياره غم به دې د بل په خوشحالۍ باندې ورنۀ کړم
ما اقبال دې ده اخستې دا ژړا په سر او سترګو
لا مې دي منزل ته مزلونه څو
خورم به په دې لارکښې تيندکونه څو
نشتے څوک همدم او غمګسار زما
وېش کړمه د چا سره غمونه څو
وينه ده زمونږه څۀ شراب نۀ دي
او څښه کۀ تۀ څښلے شې جامونه څو
اخر خو به خپل مرام ته رسمه
ګرانې به پېخئ دا کږلېچونه څو
زۀ اقبال صبا نه نا اميد نۀ يم
منمه چې لا شته دے تور تمونه څو
وعده چا کړله پوره او څوک په شاه شو
زۀ څۀ نۀ وائيمه دا انصاف په تا شو
زۀ د سيند په يوه غاړه تۀ په بله
ما يو خوب ليدلے وۀ هغه رښتيا شو
عاشقي د سُور انګار د پاسه تلۀ دي
په نصيب ده چې څوک تېر شو کۀ جليا شو
زما حال ته چې مجنون ځنګل کښې ځير شو
په ژړا شو چې د مانه څوک سېوا شو
مرګه راشه بيا مې هر ارمان پوره دے
مـرور يـار کـۀ زمـا سـره رضـا شـو
سر په زېري کښې به ور کړمه رېباره
هغه يار کۀ مې په دې لوري خطا شو
ږيره سپينه د اقبال شوه لکه واؤرې
مګر پوې کله په دې بډهۍ دنيا شو
ما چې ځان ساتۀ دغه همره نور راباندې پورې شو
تور شوم لېونګين د مينې تور راباندې پورې شو
لاسونه په نکريزو په رانجو يې سترګې تورې کړې
يار راته ولاړ خندل چې اور راباندې پورې شو
زړۀ ځيګر زما نه مې اشنا په يو نظر يوړل
ما ورته حېران کاتۀ څۀ چور راباندې پورې شو
خپل ګناه راوتپۀ شوخ چشمه يار زما په سر
کېښودې تختې يې په ما ګور راباندې پورې شو
واختېدم اقباله په پاخۀ لوګري پوخ فصل
په لاس يې کړو د ورځو تېرۀ لور راباندې شو
نوم دې اوس هم زوته ومه صورت هېر شو
ځواني خوب وۀ يو رنګين چې لاړو تېر شو
ياد مې کړه چرته چې زۀ هم ستا مئين وم
په مرقد باندې زما دې چرته پېر شو
ناکرده جرم مې دغه همره لوئے نۀ وۀ
لکه لوئے په کتابونو کښې چې شمېر شو
دا قانون دے چې زړيږي درد يې کم شي
دا زما زخم چې زوړ شو درد يې ډېر شو
مابه ژاړې مابه ګورې نۀ به يمه
دا زما داستان چې ستا مخکښې برسېر شو
مارغۀ چرته مې الوت د فکر اوکړه
په دامونو کښې چې ستا د زلفو ګېر شو
ستا د مينې برکت دے نور څۀ نۀ دي
چې اقبال په تورو غرونو کښې نمېر شو
نن پرېږدہ ګیلې ماڼې د ژوند نہ مزہ واخلو
پہ بیرتہ نۂ جارو ځي وخت د پند نہ مزہ واخلو
وصال ھغہ نعمت دے چې نصیب باندې موندے شي
تارخۂ مۂ ګډوہ پکښې د قند نہ مزہ واخلو
وېرېږمہ پہ بخت باندې اِګرہ تړلے نۂ شم
فلک نن مھروبانہ دے انند نہ مزہ و اخلو
ساقي پیالې لبزېزہ کړہ شومتیا چرتہ ونۂ کړې
توبہ څنګہ ماتيږي د سوګند نہ مزہ و اخلو
اقبالہ د غزل جانان پہ غېږہ کښې غزل شوم
شیراز نہ مزہ واخلو د خجند نہ مزہ واخلو
چې مې تېر اشنا د تورو زلفو وار شو
کۂ وصال دې شب و روز شو څۂ پکار شو
چې جذبات مې ساړۂ یخ لکہ ږلۍ شُو
پہ پالنګ کۂ راسرہ بوس و کنار شو
سوګوارہ شان فضا پرې تل خورہ دہ
زړۂ زما د ځوانی مرګ شہید مزار شو
تۂ کۂ ناز کړې کۂ ادا کړې خېوې ګرې
د بیمار لۂ ھر نعمت ځنې انکار شو
چې غوټۍ مړاوې د زړۂ مې نۂ موسیږی
زۂ یې څۂ کړم کۂ چمن بھار بھار شو
د ځوانۍ سرہ ښائست د زمانې دے
تور زنګی ګل تہ یوسف مصر د ښار شو
د اورونو د اھونو نہ اقبالہ
سړے ښہ دے چې پہ سر د اشنا زار شو
ساہ مې پہ زړۀ کښې امیدونو ورکړو
تعبیر اړولے مې خوبونو ورکړو
بېړۍ د ژوند پہ ډوبېدو مې راغلہ
دغہ ہمرہ لا زور طوفانونو ورکړو
پہ رخسارونو چې نازېږې خپل
چا ورلہ رنګ د ګلابونو ورکړو
بد ګماني مې د یار ختمہ نۀ شوہ
ډېر مې اعتبار پہ سوګندونو ورکړو
ہغہ لوظونو نہ ہم واختېدلہ
زنځیر چې لاس کښې د لاسونو ورکړو
اقبالہ وخت لاړ پہ لنډو باندې شو
اوس ہیلہ خوند چې غزلونو ورکړو
نوم دې اوس هم زوته ومه صورت هېر شو
ځواني خوب وۀ ېو رنګين چې لاړو تېر شو
ياد مې کړه چرته چې زۀ هم ستا مئين وم
په مرقد باندې زما دې چرته پېر شو
ناکرده جرم مې دغه همره لوئے نۀ وۀ
لکه لوئے په کتابونو کښې چې شمېر شو
دا قانون دے چې زړيږي درد يې کم شي
دا زما زخم چې زوړ شو درد يې ډېر شو
مابه ژاړې مابه ګورې نۀ به يمه
دا زما داستان چې ستا مخکښې برسېر شو
مارغۀ چرته مې الوت د فکر اوکړه
په دامونو کښې چې ستا د زلفو ګېر شو
ستا د مينې برکت دے نور څۀ نۀ دي
چې اقبال په تورو غرونو کښې نمېر شو
چې ھر کلہ بھار تېر ستا د اوربل شو
بېا راځہ کۂ مطلبی خلق بدل شو
بیا بہ وګورو چې څوک دې خریدار دے
ھغہ سېب زنہ چې څۂ وخت دې حنظل شو
زړۂ ورونہ بہ مې ستا د پارہ خلاص وی
تنګ چې ستا د پارہ څۂ وختې محل شو
غلطۍ بہ درتہ خپلہ احساس وشی
چې تنھا د ژوند صحرا کښې دې مزل شو
یو سړے بہ دې یادیږی ھغہ وخت ډېر
چې دنیا د ارمانونو دې مقتل شو
اقبال تانہ داسې طمع نۂ ساتلہ
مرګ دا ستا بې وفاېي ورتہ پل پل شو
مرګہ پورې درد د زړہ مې قرار نہ شو
د ځوانۍ بې لارې شوے پہ لار نہ شو
ھر چې ستا د نرګسی سترګو بیمار شو
د شفا ارزومند ھغہ بیمار نہ شو
جوھری چې ستائی لعل د بدخشان څوک
د قیمت نہ خبر ستا د رخسار نہ شو
پہ آخر پہر مې خوب کښې او لیدلې
ټولہ ورځ مې کوز د سر نہ خمار نہ شو
چې د مینې مال دولت لری پہ زړہ کښې
کہ د سپی لہ لکۍ خوار شو نو خوار نہ شو
د خزان پخښې دېرې مې دې پہ زړہ کښې
مالہ پارہ پہ کشمیر کښې بھار نہ شو
ھوښیاران وائی چې زړېږی عقل پوخ شی
لېونے اقبال تر عمرہ ھوښیار نہ شو
ھرہ ورځ غزل لیکمہ ستا پہ ناز یو
نن بدل غوندې راوښایہ انداز یو
دا کمال ستا د ابرو کہ د بڼو دے
ما لیدلے ھسې نہ دے تير انداز یو
شب و روز ځما پہ تا پسې فریاد دے
تا د مینې پہ ما او نہ کړو اواز یو
پہ نغمہ کښې بہ نا اشنا سرور پېدا شی
کہ ځما او ستا د زړۂ شو چرتہ ساز یو
زۂ د درد غوټہ د چا پہ مخکښې وا کړم
درست جھان کښې مې پېدا نۂ کړو ھمراز یو
غورزېدلے ستا د عشق چې یم پستۍ تہ
نۂ وینمہ داسی بل څوک سرفراز یو
اقبال نورو اعزازونو باندې څۂ کا
چې حاصل دے ستا د عشق ورتہ اعزاز یو
مانہ تصویر مې د جانان ھېر شو
د لیونی نہ لکہ ځان ھېر شو
ما وې ځما روح بہ دې ھم ھېر نۂ کا
حېران یم څنګہ مې ایمان ھېر شو
د عشق پہ کومہ پہ پوړۍ ودرېدمہ
چې ھم مې دا ھغہ جھان ھېر شو
رقیبہ تۂ بہ خو خوشحالہ یې ډېر
مانہ ځما د زړۂ ارمان ھېر شو
مرګ او ژوندون راتہ یو شان ښکارېږی
د زندګۍ رانہ سامان ھېر شو
صیادہ دومرہ ظلم ھم مۂ کوہ
بلبل نہ غږ د ګلستان ھېر شو
ما د دنیا ګرېوان ګنډۂ اقبالہ
مانہ خپل څیرې ګریوان ھېر شو
د وصال ارزو بہ څہ کړم چې لیدۂ د جانان ګران شو
ھواګانې مخالف شوې موسمونہ دښمنان شو
ھغہ لارې چې ھوارې ما د پارہ د پنجاب وې
ھغہ لارې لکہ غرونہ د چلاس او کوھستان شو
پہ بڼو دې ګرځولم پہ اسمان دې کېناولم
حالات لږ غوندې بدل شو ستا خطا ورتہ اوسان شو
ما بہ تاتہ چې وئیل دا سر کول د مینې ګران دې
قسمونہ بہ خوړل تا ډک لہ اوښکو بہ چشمان شو
نہ دې ځان راسرہ ورک کړو نہ دې ځان راسرہ مړ کړو
ټول رسمونہ راوجونہ دې قبول څہ پہ ښہ شان شو
د اقبال نہ ھېرہ نہ شوې ورځی میاشتې شو کالونہ
کہ راپېښ ورتہ ھر څومرہ ګردشونہ د دوران شو
ستا د دیدن طمع مې شلېږی رو رو
رنځور تر مرګہ نیزدې کېږی رو رو
باران د اوښکو مې وریږی رو رو
د زړۂ کمر مې رانړیږی رو رو
زما پہ ھیڅ کښې دلچسپی نیشتہ دے
روح د دنیا نہ مې بیلېږی رو رو
زما د صبر پېمانہ ډکہ شوہ
ستا چې نېټې راتہ اوږدېږی رو رو
ما وئیل ښے او ګس بہ وپېژنی
ماشوم اشنا چې بہ لوئېږی رو رو
چې پہ ستم باندې ستم کړی اقبالہ
رنګ بہ مې ولې نہ زېړېږی رو رو
زما چې شک وۂ پہ یقین بدل شو
یار مې پہ لمسہ د کمین بدل شو
زۂ یې پہ شان او صورت تېروتمہ
ښہ مې کاتۂ ورتہ شاھین بدل شو
روان پہ ھغہ یوہ لارہ یمہ
نہ مې دنیا او نہ مې دین بدل شو
چې د وصال طمع پېدا شوہ زما
ھغہ باران لاړو پہ شین بدل شو
دا بدل شوے د یار خوی دےزما
کہ ھغہ زوړ کور کښې مکین بدل شو
د ھندوستان پہ شان لہ غلے شومہ
ھغہ لداخ کښې راتہ چین بدل شو
اقبالہ مینہ محبت لټوې
ژوند د انسان لاړ پہ مشین بدل شو
څنګہ بې سودہ پسرلے تېر شو
یار مې رانغے بس ازغے تېر شو
ما وې دیدن باندې بہ موړ شم د یار
عمر د باد پہ شان ګړندے تېر شو
د ھلکانو لاس کښې کاڼی وینم
پہ لار د مینې لېونے تېر شو
پلؤ یې کلک مخې تہ ونیولو
اوس راتہ وائی چې څوک سړے تېر شو
د اګرور جنګونہ ھېر بہ نہ کا
پہ ارمان ارمان کښې فېرنګے تېر شو
اقبالہ جونې پرې سندرې وائی
چې د دنیا نہ مېړنے تېر شو
سپرلیہ راشہ انتظار ډېر شو
راج د خزان پہ دې ګلزار ډېر شو
وېرہ زما دہ دنیا ورانہ نہ شی
د مظلومانو چې ازار ډېر شو
دا کړی څنګہ بہ پخہ شی زمونږ
د پردو خپلو پکښې کار ډېر شو
ساہ اخستۂ پکښې اسان نۂ دے
ماحول کښې سم ګردوغبار ډېر شو
د غمازانو بہ څرمن اوباسی
کہ د اقبال چرتہ اختیار ډېر شو
امید د وصل مې د یار ختم شو
چې مې پہ ځان باندې اعتبار ختم شو
حسن اوس ما باندې تاثیر نہ کوی
چې مې پہ زړۂ کښې ھغہ انګار ختم شو
سودا پہ وخت باندې مې اونۂ کړلہ
څنګہ بہ اوشی چې بازار ختم شو
داسې بي خوندہ او سپېرۂ شو ژوندون
تازہ تازہ لہ ونې بار ختم شو
اقبالہ بیا مې ھم دنیا نۂ پرېږدی
چې د دنیا سرہ مې کار ختم شو
مونږ دې وګورو ګریوان کښې ایا مونږہ انسانان یو
مونږہ غوښې د یو بل خورو مونږ دواب یو کہ ددان یو
کار زمونږہ ماتول دی مدا م وینې تویول دی
ازمری یو کہ پړاګان یو اوږی تږی شرمخان یو
پہ ځنګل کښې ښاماران یو سمندر کښی نھنګان یو
بس یو غم مو دے د خېټې پہ طلب کښ سرګردان یو
ادمیت چرتہ کښې مړ دے انسانیت چرتہ کښی ورک دے
مونږ عادیان یو ثمودیان یو دا پہ څۂ لارہ روان یو
دخپل خداے نہ شو مونږ لرې د مذھب نہ شو مونږ لری
مونږہ ھر وخت پہ تاوان یو مونږ ھر وخت پہ تاوان یو
اشنا تہ یو نظر کاتۂ ګران شو
اوس مې ژوندے پاتې کېدۂ ګران شو
غماز مې لار کښې غنې اوکرلې
پہ ھغہ چم مې تېرېدۂ ګران شو
لۂ دې نہ ھُورتہ بې وسی بہ څۂ وی
نوم یې پہ ژبہ راوستۂ ګران شو
اوس دمرګی چپو اخستے یمہ
بیا مې پہ بېرتہ سمېدۂ ګران شو
علامې دا ځل څۂ بدل غوندې دی
د اقبال دا ځل رغېدۂ ګران شو
خدایہ دا رنګې حالات بدل شُو
د یار مې واړہ خیالات بدل شو
د پاس کېدلو مې امید کم دے
پرچې تر منځہ سوالات بدل شو
تعجب څۂ دے کۂ پہ دار اوختم
چې د ګواہ مې بیانات بدل شو
زما پہ عقل کښې څۂ فرق راغے
کہ د دنیا ټول معاملات بدل شو
تۂ پہ زړہ وعدہ لا ھغسې مرې
دنیاشوہ نوې ترجیحات بدل شو
دعا کوہ چې معجزہ اوشی څۂ
د یار د وصل امکانات بدل شو
اقبالہ سر یې چې پہ ما ورکوہ
د ھغہ ښکلې معمولات بدل شو
وخت د زخمونو مې مرھم نۂ شو
دړد د زړګی مې پہ ھیڅ کم نہ شو
ځان مې ھېر کړے دے د یار مینہ کښې
ھېر رانہ یو ساعت صنم نۂ شو
خپلہ مې اوچہ سپورہ اوخوړلہ
دا سر مې چا پہ مخکښې خم نۂ شو
ډېرې کړې مې ترې چاپېرہ کړلې
د یار د زلفو مار مې دم نۂ شو
د وطن خاورې یې ھم اوڅټلې
د حرص ناکو ډک شکم نۂ شو
دغہ ھر څۂ بہ دا شان وی مونږ بہ نۂ یُو
د دُنیا کار بہ روان وی مونږ بہ نۂ یُو
دا دنیا دہ پہ چا ورانہ نہ ودانہ
اختتام د ھر دوران وی مونږ بہ نۂ یُو
څوک راځی څوک بہ د تللو تیارے کړی
تږ جاری بہ د کاروان وی مونږ بہ نۂ یُو
د بلبل لۂ دې ژړا نہ څۂ مطلب دے
بیا بھار بیا بہ خزان وی مونږ بہ نۂ یُو
بیا لالہ بہ غوړېدلی وی مېرو کښې
بیا ښائستہ بہ ګلستان وی مونږ بہ نۂ یُو
الوچې او اشاړی بہ وی ګل شوی
پہ سندرو بہ مارغان وی مونږ بہ نۂ یُو
بقا یو د خداے ذات لہ دہ اقبالہ
نور بہ نوم نۂ بہ نښان وی مونږ بہ نۂ یُو
زړۂ مې جواب راکہ امادہ پہ خودکشۍ شو
ټول عمر فراق دے ژوند زما سلګۍ سلګۍ شو
زور مې د زړۂ نیشتے پرېوتم د زړۂ لہ برما
زۃ چې امزرے وم ھر یو کار د بې عرضۍ شو
زۂ لہ خپلہ یارہ یو ذرہ ګیلہ مند نۂ یم
یار لہ سرہ تېر وۂ کار مې وران پہ نامړدۍ شو
ډم جولا پېدا وے خو د یارہ سرہ مل وے
خنډ مې شو د لارې خېر مې څۂ لہ دې خانۍ شو
تېر چې لہ عزتہ لہ دولتہ پسې نۂ شۂ
څنګہ دعویٰ ګیر اقبال د مینې لېونۍ شو
مړہ شوہ لېونۍ وطن قرار شو
ھر سړے خپل خپل پہ کار شو
زمکہ ھغہ سوزی چې پرې بل وی اور
څۂ خبر څوک زړۂ زما غار غار شو
طمع د بېلتون مې نۂ کولہ څۂ
چړق وۂ د اسمان چې راګوذار شو
ځی بہ ھر سړے پاتې بہ نۂ شی څوک
تا باندې د څۂ دومرہ تلوار شو
څوک بہ راسرہ کړی لېونۍ مینہ
پټ د خاؤرو لاندې ھغہ رخسار شو
چک مې لګوی د زړۂ پہ سر باندې
تورہ شپہ کښې غم دې راتہ مار شو
بې لۂ تانہ څنګہ بہ کوی ژوندون
ژوند خو د اقبال پہ اوږو بار شو
پہ دردونو زما زړۂ پخپلہ درد شو
پہ اھونو باندې ساہ مې اہِ سرد شو
دا زما مخ بہ صفا لکہ ائین شی
کۂ نصیب مې چرتہ ستا د کوڅې ګرد شو
چې تمیز ئې د ھوس او عشق پېدا کړو
پہ کتاب کښې زما ھغہ سړے مرد شو
غم ژوّرو مې کړې خلاصې د زړۂ وینې
دشړشم د ګل پہ شان بشر مې زرد شو
پہ صحرا کښې د سسی پلونہ ګورم
خلق دا ګڼی پنوں صحرا نورد شو
لۂ ھغې ورځې بہ نۂ لیکم اقبالہ
چې زما غزل د کلہ نہ اورد شو
جانانہ تاتہ مخ تورن یمہ ھمت اونۂ شو
چې څنګہ حق وۂ مانہ ھغہ محبت اونۂ شو
غاړہ مې کېښودہ دستور مې د دنیا قبول کہ
عَلم مې پورتہ نۂ کہ مانہ بغاوت اونۂ شو
چاپلوسۍ د خوشامندې چل زدہ مې نہ کہ
پہ چا کښې نۂ وو څۂ د مانہ یې صفت اونۂ شو
چې کوم طبیب پرې پوھېدۂ ھغۂ پرواہ اونۂ کړہ
د بل طبیب نہ د زړګی مې طبابت او نۂ شو
دا خلق څۂ رنګې کالونہ تېروی پہ صبر
لہ خپلہ یارہ صبر مانہ یو ساعت او نۂ شو
ما زندګی ټولہ د یار پہ عبادت تېرہ کړہ
خفہ پرې نۂ یمہ کہ غم د قیامت او نۂ شو
زړۂ د اقبالہ ھغہ ښیښہ وہ چې یو ځل ماتہ شوہ
ذرې ذرې لاړلہ بیا یې مرمت او نۂ شو
فہرست اوږد دے زما د ګناھونو
زندګی مې شوہ سزا د ګناھونو
د جزا او د سزا ورځ مقرر دہ
حساب غواړی پہ دُنیا د ګناھونو
نغارې راپسې اوس ھم لا غږېږی
چرچہ نۂ وہ د بل چا د ګناھونو
پہ نظر کښې چې ګناہ مې ګناہ نۂ دہ
توبہ څنګہ اوکړم بیا د ګناھونو
چې پہ زور یې رالہ اچوی پہ غاړہ
اعتراف کړے دے ما د ګناھونو
زۂ د خپلو ګناھونو پہ یاد پائیم
توښہ ماخلئ رانہ دا د ګناھونو
پہ ګناہ د خپلې مینې منکر نۂ یم
اخلم بار ھم د اشنا د ګناھونو
تۂ لا یو تہ ګوتہ نیسې د اقبال
زۂ تسبې وھم مُلا د ګناھونو
چا مې ملګرے د ھجران پټ کړو
مانہ تصویر چا د جانان پټ کړو
پېژنم غل چې ھغہ څوک کېدے شی
غماز کہ ډېر ھم رانہ ځان پټ کړو
زما د زړہ نہ جانان څوک ایستے شی
کم عقل خپل کہ پہ ګمان پټ کړو
پہ دې خبر نۂ دی چې مړ بہ شمہ
د زندګۍ مې چا سامان پټ کړو
څوک د عمر غوندې پېدا بہ نۂ شی
دلتہ کښې ھر سړې ایمان پټ کړو
اوس د نېکۍ بہ خپلې ډول غږوی
نیشتہ دے چا بہ چې احسان پټ کړو
نۂ پورہ کېږی چاتہ څہ اوائیم
ځکہ لہ خلقو مې ارمان پټ کړو
دا خوشبوی چې رانہ ځی اقبالہ
ګل مې پہ زړۂ کښې د رېحان پټ کړو
چې مقام شو د رښتیاو یار پہ شاہ شو
حقیقت یې د لوظونو ھوېدا شو
ھغہ مینہ مینہ نۂ دہ ټول دروغ دی
چې ځان خوږ ورتہ لۂ ځانہ د اشنا شو
زۃ لۂ سرومالہ بیا ھم ورتہ تېر یم
با وفا کہ بې وفا دلبر زما شو
کہ زما نۂ شوہ د بل چا ھم دا نۂ شوہ
دھجران ژوندون زمونږہ ټول سزا شو
د پښتو نہ یې خپلہ مینہ ځار کړہ
لا یې نور قدر زما زړۂ کښې سېوا شو
ستا د مینې حق بہ بیا ھم ادا نۂ شی
کہ سل ځلہ پہ دنیا اقبال پېدا شو
مونږہ اوس کہ د یو بل شُو مونږ بہ څۂ شُو
چې مونږ دواړہ د ھجران د لاسہ مړۂ شُو
ځوانی لاړہ پښې پہ قبر کښې دی زوړڼدې
د تھمت کاڼی لا زیات پہ ورېدۂ شُو
ارمانونہ مو اثارِقدیمہ دی
استعمال نہ اوواتۂ بس د کاتۂ شُو
چې ستا حسن اوځوانی مې ورتہ یاد دی
ھغہ خلق پاتې خال خال د لیدۂ شُو
دغہ زمکہ لکہ مارہ خپل بچی خوری
تېر یې کړل آخر کہ ډېر پہ تختېدۂ شُو
اجنبی یمہ پہ خلقو کښې اقبالہ
چې زاړۂ وختونہ کلہ را پہ زړۂ شُو
یا مرګ یا آذادی ملګرو
خبرہ نۂ منُو زیاتی ملګرو
مردان ھغہ چې زغمی ملګرو
سختې د عشق لار کښې راځی ملګرو
اوسپنہ ھسي کالے نۂ جوړېږی
ګوذار د پلک پہ سندان خوری ملګرو
زمونږہ زړونہ خپلول غواړی
څوک چې د زړۂ وینې مو څښی ملګرو
حالات چې ھر څنګہ دی ھر څنګہ شی
منلے نۂ شو غلامی ملګرو
کلہ لاندے کلہ باندے راځی
کلہ وی غم کلہ ښادی ملګرو
ګټہ تقدیر دے د ھغہ قامونو
څوک چې خپل زړونہ نۂ بائیلی ملګرو
نوم پہ تاریخ کښی د ھغوی پاتې شی
څوک چې پہ سر کړی سربازی ملګرو
چاپېرہ ډکہ دہ فضا لہ زھرو
د اقبال لہجہ چې کړی تلخی ملګرو
چې مې پہ زړۂ د صبر زور اوکړو
ھغۂ انکار راتہ فې الفور اوکړو
اوس پہ پُوکی باندې بہ کلہ مړ شی
چې غرغنډو باندې یې اور اوکړو
د جانان غمہ ما مېملہ ګڼلے
تا خو پہ زړۂ کښې زما کور اوکړو
ما وې نظرہ بہ شې سپینې واؤرې
ھغې نظر لہ قمیص تور اوکړو
پہ ور کښې ودرېدہ څۂ لږہ شیبہ
غماز پہ ټول کلی کښی شور اوکړو
سپوږمۍ تہ کلہ رسېدے شی غریب
پرواز کہ ډېر بلند چکور اوکړو
اقبالہ درد د مینې لا زیات شو
بند چې دې څومرہ د ټکور اوکړو
ھغہ اور زما د مینې بیا سوړ نۂ شو
د زړۂ زخم تر لحد مې جوړ نۂ شو
چې یوہ لحظہ دې نۂ وینم کال لګی
پہ دیدن دې زما اوږے زړۂ موړ نۂ شو
پہ ھر حال کښې راتہ نوې جلوہ کاندی
د یار حسن کہ نظر زما زوړ نۂ شو
زما ږیرہ ستا اوربل شُو لکہ واؤری
ورک رقیب د ګېډې ولې مروړ نۂ شو
د اتیاو کالو کېدونکے دے اقبالہ
پورتہ زمکې نہ تراوسہ خاپوړ نۂ شو
بیا تیلے مې مړو لمبو لہ د اور ورکړو
بیا چې ستا یاد لہ پہ زړۂ کښې مې کور ورکړو
بیا ګزر مې ستا پہ کلی باندې اوشو
بیا ورک لاری مسافر لہ مې لور ورکړو
خاموشی د قبرستان مې وہ پہ زړۂ کښې
غلی شوی اباسین لہ مې شور ورکړو
عجیہ وېرہ پہ زړۂ کښې مې پېدا شوہ
دغہ ستا مینې چې دغہ ھمرہ زور ورکړو
پہ خوارو باندې اودۂ دردونہ وېښ شی
چې ھر کلہ مې شین زړہ لہ ټکور ورکړو
پہ اسمان باندې یې سر اولګی ھمرہ
ستا د سر چې چا اقبال لہ پېغور ورکړو
تا سر تېر شوی چې وختونہ وو
یاد کړہ څۂ رنګین رنګین خوبونہ وو
تپ یې رسېدۂ دوہ مئین زړونو تہ
ژمی کښې خواږۂ خواږۂ اورونہ وو
ھاړ د پشکال پہ نېمائی کښې خاص
د چېل د سر ساړۂ ساړۂ بادونہ وو
مست د خپلې مینې پہ مستۍ کښې وو
ھېر ترې د دنیا واړہ غمونہ وو
ناڅاپہ ټلۍ د بېلتانۂ اوشوہ
اوس شروع د ھجر نوبتونہ وو
ژوند یې د اقبال کړو ټول خراب خستہ
لارې غنې غنې تکلیفونہ وو
وخت مې ھم د خوږ زړګی مرھم نۂ شو
درد مې د ذرې برابر کم نۂ شو
دلتہ کښې ګرمی دہ یا سړزی ډېرہ
دلتہ معتدل چرتہ موسم نہ شو
ما ورتہ قیصہ پہ زوّر او زېر اوکړہ
پوھہ پہ خبرہ مې عالم نۂ شو
ھغہ شان لہ چک مې لګوی پہ زړۂ
شاہ د زلفو مار لہ مانہ دم نۂ شو
سل کالہ مې روغ پہ نل کښې کېښودۂ
کږہ د سپی لکۍ دہ غماز سم نۂ شو
اوس ھم د ځوانۍ تېزی تُندی لری
یار زما مائلہ پہ کرم نۂ شو
پیر ھغہ اقبالہ مې منلے دے
څوک چې دومرہ ظلم زور تہ خم نۂ شو
وا مې نۂ ورېدل د زړۂ اوس پرې خفہ یم
تھمتونو باندې بیا ھم الُودہ یم
چې زما وېرہ کېدہ ھم ھغہ اوشُو
ھر تنُور پہ انغری زۂ افسانہ یم
مینہ ستا زما پہ زړۂ کښې کمہ نۂ شوہ
او بہ نۂ پېژنې ما چې زۂ ھغہ یم
خبر نۂ یمہ چې ستا پہ زړۂ کښې څۂ دی
زۂ ولاړ لا ھغہ شان لہ پہ وعدہ یم
وخت اثر زما پہ زړۂ باندې او نۂ کړو
پہ صورت پښې پہ قبر کښې میلمہ یم
ټول ھډونہ مې د عشق پہ جرندہ دل شُو
رسماً خُلہ باندې اقبال وائیم چې ښہ یم
ستا د دیدن طمع مې شلېږی رو رو
زړۂ پہ تیارو کښې مې ډوبېږی رو رو
چې څو زړېږم اور د مینې زیات شو
لرګی چې کم شی اور کمېږی رو رو
پہ ناعلاج مرض د عشق چې اختہ وۂ
مریض انجام تہ خپل رسیږی رو رو
ما چې لیدلې وې عمرونہ اوشو
تصویر دې ھېر غم دې زیاتېږی رو رو
زړۂ پہ ژړا باندې بہ سپک شو زما
اوښکې د سترګو مې اوچېږی رو رو
چې دښمنی دې ما سرہ زیاتہ کړہ
پہ حقیقت باندې خلق خبرېږی رو رو
اقبال لیدلی ډېر کاږۂ کاږۂ وو
زور چې کمېږی بیا سمېږی رو رو
چې پېچ وخم ولونہ پرانستے شُو
د خوشبوۍ درونہ پرانستے شُو
بیا بہ زلمے شمہ د نوی سر نہ
کہ د دیدن قلفونہ پرانستے شُو
ستا د سرو شونډو ټکورونہ غواړی
زما د زړۂ زخمونہ پرانسے شُو
بھار راځی او زۂ خفہ ناست یمہ
دا د غوټو سرونہ پرانستے شُو
رقیب ځاے بہ د امان نۂ مومې
کۂ مې یوځل لاسونہ پرانستے شُو
لکہ پنجاب او سند بہ دواړہ ډوب کا
کہ مې چشمان بندونہ پرانستے شُو
لوے واړۂ واړہ شُو خبر اقبالہ
د محبت رازونہ پرانستے شُو