ږ

چاته اوښائم داغونه د ځيګر خوږ
درست جهان کښې په ما نۀ دے يو بشرخوږ

يو مانعې ستا رسوائي بله حيا ده
راز مې چاته ښکاره نۀ کړو د خاطر خوږ
  
په ژړا ژړا پرهر مې اننګي شول
اوښکې لږي لکه مالګه په پرهر خوږ
  
نازکي دغه همره کله ده په ګل کښې
دا خو زرۀ دے شي د يار په بد نظر خوږ
  
هغه زړۀ چې د نظر په تېغ حلال شي
روغ ليدے شي ورته خلقه د خنجر خوږ
  
زۀ اقبال د صبرېدو نۀ يم ناصحه
بې ګناه دې کړو ظالمه ځان له سر خوږ
تل په لباس يې غولېدي يُو مونږ
ځکه چې ټول له عقله پلي يُو مونږ

د مټ د زور زمونږ جهان قائل دے
خو انتشار د کور وژلي يُو مونږ

ستمګر دغه همره ډاډه ځکه شو
چې هر ستم وته يې غلي يُومونږ

ځنو ته ست ځنې شړي له دره
ګني د يو کور د يو کلي يُومونږ

تندې دمه کؤه چې پوخ شي يقين
ډېر سرابونو پسې تلي يُو مونږ

چيناره سورے دې په مونږ رانغے
نهال کړې مونږ اوکړېدلي يُو مونږ

عزت په چم ګاونډ کښې پاتې نۀ شو
اقبال خپل د کور ښاغلي يُو مونږ