څ

چې په تېغ ستا د غمزو مې شو ځيګر غوڅ
روغ ښکاره شو راته واړه د خنجر غوڅ

هغه سترګو کښې مرهم يې موجود وي
کومې سترګې چې زړۀ کاندي په نظر غوڅ

په روزګار باندې به پوهه د ژوندون شم
کۀ يو ځله جوابي شوم لۀ دلبر غوڅ

غېر ته خاندي تُرش و ما وته راګوري
مالګې لا زياته وي سوے د پرهر غوڅ

په ستم باندې ستم مۀ کړه صياده
وايه کوم خېر دے قفس کښې د وزر غوڅ

چې پرې هر و خت د اقبال نه پټَوې مخ
په تېرۀ مقراض دې شه دغه څادر غوڅ