د ځنکدن په وخت کښې راشه چې اسان شي په ما
دا وړومبنے اؤ ورستنے به دې احسان شي په ما
سر مې په خپلو زانو کېده چې دې مخ ته ګورم
سفر د عدم د تيارو يار چې روښان شي په ما
ماله دا ستا نظر پکار دے د زړۀ سره زما
څۀ کړمه زۀ کۀ دا عالم ټول مهروبان شي په ما
کۀ تۀ مې وژنې زۀ دې بيا هم مسيحا ګڼمه
زۀ خبر نۀ يم چې دا ستا څنګه ګمان شي په ما
وائيم کۀ نوم دې واخلي يا دې څۀ خبره اوکړي
دا ستا د کلي هر سړے لکه اسمان شي په ما
په يو موهوم غوندې اميد د هجر ژوند تېراوم
چرته نه چرته خو به پېښه د جانان شي په ما
اقباله زۀ څۀ سوداګر نۀ يم چې ګټه غواړم
هره سودا په محبت کښې دې تاوان شي په ما
څومره ښائيسته څومره به وے توبه شکن لېلا
کۀ وے سمبال چرته زما د خوار وطن لېلا
مړاوې رخسار دا اوچې شونډې به يې تازه شي خپله
کۀ لږه ډېره مې خوشحاله شوه په تن لېلا
په يو نطر ورته اوس ساز وغل ښکاريږي ځکه
چې ده لوټلې اکثر لارو کښې رهزن لېلا
هرې يو سترګې ته چې ګورم د هوس ډکه ده
څنګه بې داغه به ساتي خپله لمن لېلا
ځان له ګجرې او اوربل ګلونه کېدي څنګه
چې نا بلده ده ساتلې لۀ ګلشن لېلا
اقباله زۀ په انتظار د هغې ورځې يمه
چې د مزدورې نه آخر به شي مېرمن لېلا
د نادان او د کم سن چې يارانه کا
خپله مينه به عالم کښې افسانه کا
چې په هوش دي هغه مينه مينه نۀ ده
مينه هغه ده چې سړي له ديوانه کا
در د اوښکو توياومه په خلاصي شو
د کرم نظر به کله جو دانه کا
غم د عشق مې همره نۀ دے چې به کم شي
کۀ ساقي را پېمانه په پېمانه کا
غمازانو له وصاله نااميد کړم
اوس په يار ده کۀ څۀ جوړه بهانه کا
کۀ اشنا مې په وعده قائم شو پاتې
وس دې خپل په دښمنۍ کښې زمانه کا
اقبال ستا په وفا ياره دومره ناز کا
لکه ناز چې شاه په شانِ شاهانه کا
چې زۂ مړ شم راشہ ما کفن دفن کا
اخری خدمت دې دا د خپل مئین کا
چې د مرګ ناجوړہ شمہ ضرور راشہ
ستا پہ غېږہ کښې څختن مې ځنکدن کا
ما ټول عمر تا سرہ کړې وفا دہ
تۂ پہ ھر رنګې زړۂ مانہ مطمئن کا
د ھجران تلخی بہ ټولہ مې شی ھېرہ
راپېرزو پہ ځنکدن کښې خپل دیدن کا
جنس زما او ستا د دواړو بې معنی شو
خود ساختہ لہ ځانہ پورتہ دا قدغن کا
توښہ ھر سړے تر خپلہ حدہ ښہ کا
سفر ھر کلہ چې څوک د بل وطن کا
بې لہ مرګہ یې بیا نہ اوځی اقبالہ
ګوتې پورې چې پہ ځان د عشق پمن کا
ساقي نن د ھغہ ښکلي یار پہ نام را
چې نشہ یې نۂ کوزيږي ھغہ جام را
عارضي نشہ د میئو باندې تُو تُو
مستي مالہ د رومي او د خیام را
ھغہ څۂ ښائست صبا لہ د خندا وي
ھلال نۂ غواړمہ زۂ ماہ تمام را
مقام نۂ غواړم د خلقو پہ نظر کښې
مالہ خپل پہ نظرونو کښې مقام را
دا زما اعمال قابل نۂ دي د اجر
تۂ د خپلې عندې مالرہ انعام را
پہ دیدن پسې مې سترګې پہ وتو شوې
یو جلوہ قدرې پہ سر باندې د بام را
اؤرېدو لہ دا غوږونہ مې لېوال شو
کۂ مې نوم ناخلی اشنا مالہ دشنام را
اے نسیمہ چې د یار پہ کوڅہ درومې
لاس تړلې د اقبال ورتہ سلام را
تورې تورې سترګې مې لیدلې دی بېګا
دغہ تېرې تورې مې خوړلې دی بېګا
وې خندل لۂ ورایہ خبر نۂ یم چې بیا څۂ شوہ
رنګ پہ رنګ ګوھر صدف نوستلی دی بېګا
را ېې اشارہ کړلہ بیا رانغلہ بې لوظہ
ما او تورڼکې ډېر ژړلی دی بېګا
ټولہ فضا ډکہ د نغمو را باندې لږی
چا ګوتې تارونو لہ مې ورړلی دی بیګا
غرق نشہ نشہ یمہ خمار مې نۂ کوزیږی
دا څنګہ جامونہ مې نوشلی دی بیګا
د زلفو پہ تیارو کښې یې د شونډو بوسہ راکړہ
نۂ مرم د حیات اوبۂ مې څښلی دی بیګا
اقبالہ خبر نۂ یمہ چې خوب کۂ حقیقت ؤ
مات بنګړی پہ کټ کښې مې موندلی دی بېګا
نوم دې ناخلی زما مخکښې ھم ګرېز کا
چې دا خلق دا پہ څۂ دومرہ پرھېز کا
پہ خولہ یو پہ زړۂ کښې بلہ نۂ پوھېږم
پالیسی راسرہ ولې د انګرېز کا
تورې سترګې چې کا تورې پہ کجلو
دا فتنې نورې ھم ښہ فتنہ انګېز کا
سرہ جوړہ چې زیبٍ تن کا شونډې سرې کا
پہ بل اور باندې تېل واړوی نور تېز کا
د سکڼۍ دغہ عادت دے نازک زړۂ مې
څوک بنګړے لکہ د کچو رېز مرېز کا
پہ انجام یې وی نظر د ھمنشینو
افرین شہ چې خندا کلۍ نوخېز کا
څۂ ستا حسن څۂ زما د مینې تاؤ ؤ
د اقبال غزل رنګین او دل اوېز کا