دا د چا په مخ مفتون دے زما روح
له ازله په لټون دے زما روح
عمر تېرشو په ښائيست باندې موړ نۀ شو
ما رواړے څۀ قارون دے زما روح
ستا د ناز او د غمزې نه څۀ خبر دي
لېوني بولي مجنون دے زما روح
ستا په هجر کښې مې خوب او ارام څنګه
چې مدام په مېږه تون دے زما روح
هسې نۀ ده چې پخپله په دا حال دے
د يو ښکلي په لمسون دے زما روح
په پښتو کښې به د مينې لۀ ما اوځي
هم له مانه زيات پښتون دے زما روح
مشغولا يې چرته بل ځائے ده اقباله
جدا مانه په ژوندون دے زما روح
مرهم تۀ لرې زما د دِل مجروح
ولې نۀ کؤې علاج د خپل مجروح
بلبل يو زخم د لاسه په فرياد دے
ګل خندېږي چې دے يو په سل مجروح
لکه ستوري چې بې شمېره په اسمان دي
دې نه زيات مې دے داغي ګوګل مجروح
نۀ رغېږي کۀ بيا هره چاره اوکړي
چې پہ تېغ دنظر شي يو ځل مجروح
روغو خلقو ته جهان واړه روغ ښکاري
په حال ښه پوهېږي يو د بل مجروح
نور د هر چا زړۀ پرې خوږ شۀ بې له ياره
چې يې اوليدۀ اقبال ژوبل مجروح