ط

هسې رنګ مې شو ديدن د جانان قحط
لکه جېټ او هړ کښې شي د باران قحط

سوے لوے ژوند په دې اميد مې تېر کړو
چې وصال به د يار ډېر شي هجران قحط

مګر زۀ هغه بلبل يم بدنصيبه
په سپرلي کښې چې شي کوم له ګلان قحط

په تندي کښې خپل کمے د جالوان وي
سمندر کښې هرګز نۀ وي کبان قحط

په پښتو او په غېرت به چې قربان شو
په دنيا کښې دي اوس هغه ځوانان قحط

په ژور نظر کۀ وګورې اقباله
دي د حسن په بازار کښې خوبان قحط