ض

د مارانو په مثال به وي ياران بعض
د تور سرو نه کم مۀ ګڼه ځوانان بعض

په سينه خوړل ګوذار څۀ اسان نۀ دے
مېړني دي تماش ګير او په مېدان بعض

هر يو کاڼے نۀ دے لعل د بدخشان څۀ
ټپوسان هزار هزار دي باتوران بعض

کۀ يې ږيره په نامه د غوټۍ لږي
په صراطِ مستقيم به وي روان بعض

د انسان نوم په هر چا دے لږېدلے
په خصلت به چرته اووينې انسان بعض

دعوه ګير د شاعرۍ ډېر شو اقباله
تک بندي ده موندے کېږي شاعران بعض