ے

ستا په دروغو کښې کمې نه رانغے
زما په ژوند کښې پسرلے را نغے

د اتلانو په دې خاوره ولې
لا په نظر مې يو سړے رانغے

دا اباسين چپو نه ساه وښاتۀ
عمرونه وشو چې لنډے رانغے

په انتظار ده لېلٰي لارې څاري
څوک په کوڅه کښي ليونے رانغے

چې حنائي لپې ئې جام کړے راته
بيا هغه شان مازيګرے رانغے

چې مخامخ دې شو بڼو سترګو ته
په بيرته بيا هغه زړګے رانغے

نۀ خوشامنده نه ئې چل زده دے
د اقبال چرته هم سمے رانغے
سپين مخ مې د يارداسې زلفانو لاندې کړے دے

عن لکه کشمير رانه هندوانو لاندې کړے دے

جنګ د مصلې دےاميان ځان کښې بې ګناه پري مري
کله نه کابل چې جھادیانو لاندې کړے دے

ګلونه يې تاله کړل خدائې خبر چې نورلا څه غواړي
باغ ډېرې مودې راسې زاغانو لاندې کړے دے

خبر کړئ مليزي او عېسٰي زي چې لښکر بيا وکړي
سر د مچۍ تلليو انګرېزانو لاندې کړے دے

څنګه خائېنانو ته په ښه نظر کتے شمه
ملک د غريبانو ؤ خانانو لاندې کړے دے

اقبال خپل په فکر او په فن باندې يقين لري
مېدان خوشامندګرو شاعرانو لاندې کړے ډے
ول دې زلفينو لېلٰي چرته دے
شپه ډېره اوګده شوه صبا چرته دے

پراتۀ په انتظار ورته زخمونه دي
کله به راځي مسيحا چرته دے

تۀ چې وائې سپرلې دے څنګه ومنم
وګورئ يو ګل په خندا چرته دے

رورو يې عادت کړم د غم سره
داسې ستم ګر په دنيا چرته دے

يار ته چې سجده مې روا وګرځي
هغه فراح دله ملا چرته دے

هسې دې اقباله پرې باور وکړو
خوب خو اخر خوب ؤرښتيا چرته دے
د عشق غم مې د زعملو جوګــــه نــــۀ دے
غر په شاه باندې د وړلو جــوګـه نــــۀ دے

حال زما ، زما له حـال ځنې ښکاره دے
حال مې چاته د و ئيلو جوګه نۀ دے

غمازان دې راله نور غوږونه نۀ خوري
زما زړۀ د اوړېدولو جوګه نه دے

د لېلٰي د جبين خال حجــرِ اسود شو
د نادار د ښکلولو جوګه نــۀ دے

ستا د غم واؤره پرې نوره نوره کېږې
ابا سين د اوچېدلو جوګه نۀ دے

د اقبال ژوندونه هجر شمکے کړے
چې يو ګوټ د تېرولو جوګه نۀ دے
څنګ چې په نړۍ کښې مسلمان ظلم ته مخ دے
هسې مې زړګې د خپل جانان ظلم ته مخ دے

يا د کشميرۍ جونې څادر دے څيرې ويرې
يا وحشت د لاسه مې ګرېوان ظلم ته مخ دے

ډېره چې دعویٰ څوک د انصاف اؤ د جمهور کړي
د هَغوي د لاسونو نه انسان ظلم ته مخ دے

سنَد مې رقيبانو غمازانو راپسې وکړو
ځۀ به شي تر سره چې ارمان ظلم ته مخ دے

داسې بې شرمي د حوا لوڼړو د را خستې
زهد رانه مه غواړه ايمان ظلم ته مخ دے

اقباله په مظلوم باندې شکلونه دي د ظلم
چرته د چوهدري چرته د خان ظلم ته مخ دے
کۀ نورو خلقو محبت کړے دے
مونږه د يو بل عبادت کړے دے

په ورستي صف کښې اودريدلے نۀ شو
زمونږ نيکونو سيادت کړے دے

د عزت طمعه د هر چا نه لرو
مونږه د هر سړي عزت کړے دے

څنګه دې بدو ته اوس بد ووائيم
چې مې ټول عمر ستا صفت کړے دے

زلفې خوارې کړۀ اداګانې وکړه
ما انتظار د قيامت کړے دے

هڅه د مال يې چرته کړے نه ده
اقبال پښتو کړې ده پت کړے دے
چې مې په مينه کښې غماز باندې باور کړے دے
لار کښې پخپله د ازغو مې ځان ته کر کړے دے

تار خۀ رښتيا مې په هيچا باندې خواږه نۀ لږي
په چم ګاونډ کښي هر سړي راسره شر کړے دے

روژې په اوږې ګېډه ونيوې غريبو خلقو
خو اهتمام روژه خورکو د اختر کړے دے

په نا پوهۍ باندې بدنام شو هلاکو او چنګېز
نن حد د ظلم سامراج څۀ په هنر کړے دے

چې ستنېدۀ، په مخه تګ دواړۀ اوس يو شان له دي
مونږه په عسق کښې تر هغه ځايه سفر کړے دے

زۀ د هغۀ جانان د کوم کوم احسان ذکر وکړم
چې يې د عشق په هر منزل کښې له ما سر کړے دے

اقباله اوس راته خپل غزل غزل ښکاره شو
چې مې غزل په آ غزل باندې اثر ،کړے دے
پس له مرګه که مې راغلې دراتلو نه دې څۀ خېر دے

لکه شمعه په مزار مې ژړېدو نه دے څۀ خېر دے

ساقي زه له تندې مرمه ګوټ زما له پاره نيشتے
ډک خمان دې رانسکورشه د پيالونه دې پۀخېر دے

چې مې برخه ويرانه ده دشت کښې خاورې په سر نولم
لوټ چمن دې په خزان شۀ پسرلو نه دې خېر دے

ماښامے ؤماسختن شۀ،ماسخوتن نه مولابانګ دے
يارخورانغے زړګيه ، شوګيرو نه دې څۀ خېر دے

ګيله هاغه چانه وکړه چې پوهېږي پرې اقباله
ياربې رحمه بې وفا دے دګيلو نه دې څۀ خېردے
زما خدايه څومره لوے عظيم دے شان دے
په يو کُن دے تمام کړے درست جهان دے

بې له حکمه دې جنبش کؤلے نۀ شي
کۀ حجر دے کۀ شجر دے کۀ حېوان دے

کۀ امير دے کۀ غريب دے کۀ ګدا دے
رېزه چين ربه هر څوک د استا د خوان دے

نعمتونو نه فېض ياب دي عالم واړه
کۀ منکر دے کۀ مشرک کۀ مسلمان دے

مېږے ماشے دې پېد ا کړلو ناتوانه
امزرۍ اس له ورکړے څومره توان دے

وسيله دې د رڼا کړۀ له افتابـه
لـه وريځې ورَ ولے دې باران دے
ګل او بوټي دې ښائست کړلو د زمکې
ښائسته کړے په سپوږمۍ ستورو اسمان دے

چې دې څومره تعريف اوکړم همره کم دے
ناقص عقل بل کمزورے مې زبان دے

د اقبال د ګناهونو عفه اوکړې
لږېدلے ورسره نفس و شېطان دے

نۀ پوهېږم چې دا څنګه اضطراب دے
په وصال کښې مې زړۀ هم لکه سيماب دے

هيڅ د ژوند په حقيقت باندې پوې نۀ شوم
نۀ پوهېږمه چې وېښ يمه کۀ خواب دے

اقراري د خپلې مينې په ګناه يم
کار مې نيشته دے ثواب دے کۀ عذاب دے
چې موندلے مې په مينه کښې سرور دے
حاصل کړے کله چا له ميئو ناب دے

په رخسار چې دې د زلفو وېښتۀ راشي
په ائين کښې يې کتے شي پېچ و تاب دے

په فهرست کښې د عشاقو يم د ښکلي
لږېدلے راسره پر د سرخاب دے

رنګا رنګ پکښې خيالونه ستا موجزن دي
دا سينه د اقبال يا کۀ درياب دے
تغزل چې پکښې نۀ وي غزل نۀ دے
کۀ د ګوړې شربت خوږ دے عسل نه دے

تۀ له خپلو بڼو وپښتۀ پخپله
کوم خوړلے مې ناوک په ګوګل نۀ دے

ننۍ شپه زما ځکه لا تيارۀ ده
راختلے مې قمر په بورجل نۀ دے

په جونګره کښې مې يار سره خوښي ده
هيڅ پکار مې د مرمرو محل نۀ دے

دا چې زۀ يې غمزده کړم په ټول عمر
ما ليدلے هسې شوخ اؤ چنچل نۀ دے

هره لار اؤ چوراها زمونږ مقتل شو
پاتې ښار کښې ضرورت د مقتل نۀ دے

داسې يار سره اقبال کړې وۀ مينه
چې يو خس په خپلې مينه خجل نۀ دے
ستا د يادونو دومره زور ولې دے
په غرغنډو مې د زړۀ اور ولې دے

مينه خو ډېرو په دنيا کړې ده
بيا راپسې دغه همره شور ولې دے

تا خو به سر زما په سر ورکؤو
زړۀ دې زما نه داسې تور ولې دے

ياد قسمونه او وعدې کړه خپلې
خيال دې بدل اؤنيت دې نور ولې دے

په څۀ بهانه باندې به راغلې مخکښې
اوس دې هېر کړے زمونږ کور ولې دے

اقباله خلق خوشحالېږي پکښې
جهان په ما لکه د ګور ولې دے
د ځوانۍ تصوير مې ستاسترګوکښې ښۀ دے
بډها مخ مې اشنا ستا د ښودو نۀ دے

اوسېدۀ غواړمه ستا زړۀ کښې مدام زۀ
زۀ ويرېږم چې چې بد نۀ شې اخر زړۀ دے

زيړبخن شو اؤ رڼا يې کړله کمه
ځي پرېوځي نمر بيخي په سر د غرۀ دے

څومره ښکلې څۀ رنګينه زمانه وۀ
له بلبله پسرلے د هېرېدۀ دے؟

نمر پرست د نمر په لوري لوري مخ وړي
زما عشق نۀ پۀ ښاتۀ نه پرېواتۀ دے

اقبال هغه شان لا ستا خوبونه ويني
کۀ وړۀ وړۀ د بډها اسمان په په پلۀ دے
چې په هر څۀ کښې جانان راته عيان دے
ځکه ما وته تمام جهان جانان دے

زۀ ئې ستا ستر ګو کښې وينمه جانانه
حقيقت دے کۀ مجاز دے کۀ ګمان دے

يؤ ساعت زما له خياله بهر نۀ ئې
د وصال خوند پېدا کړے مې هجران دے

رهبري مې هيڅ د خضر پکار نۀ ده
چې په زړۀ باندې مې ليک نام و نښان دے

شمع رويه نقاب پروته کړه له مخه
زما سترګو پېدا کړے تاب وتوان دے

چې له مانه دومره ډېره مينه غواړي
په ائين کښې ئې کښي ليدلے جوړې ځان دے

په مزه مزه چو نټي کړه خوارې زلفې
د اقبال خاطر کړه جمع پرېشان دے
يو داسې ملک ته لاړې چې هيچا نه پېژندلے
زۀ تـانـه زاريـدلـې تـۀ زمـا نـه زارېـدلے

پښتو وې نۀ مذهب وې ، نۀ رسمونـه ، رواجونـه
د هر سړي خپل ژوند وے چا عرض پرې نـۀ ساتلے

د سيند دپـاسه جـوړ وے د ياقوتو د مرمرو
يو ښکلے شيش محل وے پکښې مونږه اوسېدلے

يـو بـاغ وې د ګلونو پکښې ټال وې د رېښمو
نرے نرے شمال وے مونږه وار وار په زانګلے

نرے نرے باران وې د چينې اواز راتللے
غرق خوب باندې اودۀ وے مونږ چا نۀ وېښولے

يو ښکلې شنۀ مينا وے پکښې سرۀ زاړه شراب وے
جامونه جنګېدلے د يؤ بل په نامۀ څښلے

رنګينې راڼاګانې وے ستا سر مې په سينه وے
د ګوتو په ګومز مې ستا وېختۀ ګومزَولے

اقباله لېونے ئې په خيالي دنيا کښې اوسې
جامه د حقيقت ارمان خوبونو وموندلے
ولـــې ټـــــــــول ظـــــــــلــــم پـــــــــــه مـــــــــــا دے
اخـــــــــــــر کــــــــــــــــوم ګنـــــــــــــاۀ زمـــــــــــا دے

تـــــــــــــــه د زور او زر خـــــــــــــــاونــــــــــــــــــد ئـــــــې
خــــــــــــــــــو پښـــــتـــــو غـــــــــېـــــرت زمــــــــــــــا دے

ستــــــــــــــا فــــــــــــرېـب مـــــــــــــکـــــــــــــر زده دي
د مــــــــــــــــړانـــــــې نــــــــــــــــوم د چـــــــــــــــا دے

يـــــــــــو جــــــــابــــــــر تـــــــه تســـليــم نـــــــــه شــــــــوم
دا نــــــــــــــړۍ تــــــــــــــاريـــــــــــــخ ګــــــــــــــواه دے

نــــــن د زول بـــــــــــــــــــاران کـــــــــــــــــه شــــــــــپـــه ده
خــــــــــو صـــــــــــبـــــــا لـــــــــــــه روڼ صــــــبــــــا دے

کــــــــۀ زخــــمــــــي شــــــــــــم ويــــــنــــــې ويــــــنـــــې
مــــــــــــقـــــدر کـــــــښــــې شــــــــــکســت ســــــــتــــــا دے

د مـــــــــــــور پــــــــــــيــــــــــؤ کـــــــــــښــــي رودلـــــے
حـــــــــــــــمـــيــــــت او هــــــــــــمــــــت مـــــــــــــــــا دے

زۀ د هــــــــــــغـــــــــــــــــه قـــــــــــــــــام وګـــــــــــړے
چـــــــــــې زېــــــــــږون ئـــــې لــــــــــــــه دعـــــــــــــــا دے

ســــــــتــــا ســــــــــرشـــــــت طــــــــوطـــــــــــا چشــــــــمي ده
يــــــــــــــاد ســـــــــــــبــــــق مــــــــــــې د وفـــــــــــــــا دے
خواره مې دي چاپېره ستا يادونه ځائے په ځائے
کرلي لکه وي چې چا ګلونه ځائې په ځائے په ځائے

تۀ مانه څۀ تعريف د خپل حسن کامل غواړې
شاه کار تصوير کښې وي لکه رنګونه ځائے

لا اوس هم ګواهي زمونږ د مينې ورکوي
په ونو دېوالونو ليک نومونه ځائے په ځائے

جنت د مهذب مخلوق د لاسه جهنم شو
وارېږي هر طرف ته سرۀ اورونه ځائے په ځائے

ګناه ګڼمه زه چې مې راځي په خيال کښې هم څوک
مات کړي دي تا ما سره لوظونه ځائے په ځائے

دا پوخ يقين زما دے چې ويستے مې زړۀ نه نه شې
راځي به تاله هم زما يادونه ځائے په ځائے

اقبال هغه اقبال دے چې به مرګ ترې سترګې سولے
وژلے تا پخپله دے ژوندونه ځائے په ځائے
تا د نۀ راتلو چې ضد نيولے دے
ما هم د پښتو سبق وئيلے دے

چا څخه چې زر دي کۀ هر څنګه دي
هاغه سړے دلته کښې ښا غلے دے

نور ئې څيراوي اوس د رفُو په نوم
چا چې دا زما ګرېوان شلؤلے دے

دومره عادتونه ئې کۀ هم ښکلي وے
څومره چې مې ښکلے جانان ښکلے دے

اېښې مې سمبال دۀ پکښې ستا مينه
مهر په زړګي مې لږيدلے دے

دومره مې د هجر شپه کښې وژړل
خلقو سحر وې چې ورېدلے دے

تا ته د اقبال کړۀ چې ښکاره نۀ شول
ټول عمر په تا ئې سر شندلے دے
نۀ انتظار او نۀ مې آس باقي دے
د دړد يو غلے شان احساس باقي دے

چې ځوابي شومه دا ستا له دره
محبت اوس په کوم اساس باقي دے؟

کومه بلا ده ګډه شوے ښار کښې
چې په هر کور کښې لا هراس باقي دے

کله نه کله مې په خوب کښې راشي
دومره مې يار سره تماس باقي دے

اقباله مينه زرو وخوړله
کۀ څۀ هم ده د خولې لباس باقي دے
سړے خووي د چا پاره ژوندے
څوک به وي څنګه بې د ياره ژوندے

چې په اوګو د ژوندانۀ بار شي
ورک دې شې داسې ناپکاره ژوندے

نفل دې وکړي نذرانه دې ورکړي
اوس چې واپس راشي له ښاره ژوندے

ورک شُو چې ورک شو د مرکز تصور
ستورے خو وي له خپل مداره ژوندے

مينې له ژونده دې ژوندون دے زما
ځکه ساتمه دې انګاره ژوندے

دار ته دې وخېژي اقباله سړے
چا ته دې نۀ شي منت باره ژوندے
زما جانان د ټول جهان جانان دے
په ما يواځې نه په هر چا ګران دے

استعاره ، تشبيه له کومه راؤړم
د چا په شان نه څوک ددۀ په شان دے

پخپله عکس اؤ ائينه پخپله
پخپله روح دے اؤ پخپله ځان دے

چې ژبه ګونګ شي عقل ماتې وخوري
يؤ ښکلے خيال دے يؤ ښائسته ګمان دے

چې ئې وفا څۀ پېمانه نۀ لري
دائيم وصال لمحه لمحه قربان دے

نمر اؤ سپوږمۍ ستوري اسمان زمکه
سلو پردو کښې پټ عيان عيان دے

اقباله کوم کار چې اول پکار وۀ
شروع دې کړو خو د وخت تنګ دامان دے
نۀ هغه شکل نه صورت پاتې دے
حېران يم بيا هم محبت پاتې دے

په انتظار مې سترګې سپينې کړلے
اوس انتظار د قيامت پاتې دے

د مړي چانه نيمګړتيا نه وي څه
زما له تا ولے حاجت پاتي دے

هجر د يار يمه پخوا وژلے
د نوم ژوندي کښې څه طاقت پاتې دے

اقباله عشق کښي مې هر رنګ وليده
رادې شي اوس چې کوم افت پاتې دے
په کوم مخ باندې مئين چې زړۀ زما دے
په هم واړه مخونو کښې زېبا دے

چې له مخه ئي آفتاب مهتاب شرمېږي
داسې مخ ليدلے بل کله دنيا دے

د دې مخ په حقله دا دعوهٰ زما ده
نه به راشي نۀ تېر شوې تېر پخوا دے

د مخونو په دنيا کښې کمے نشتے
خاصيت کښې دغه مخ يؤ دے يکتا دے

نور مخونه دغه مخ له مخه راغلل
ګرځېدلے د مخونو سبب دا دے

د اقبال د سترګو نور دے له دې مخه
نۀ ئي شپه باندې څۀ کار نۀ په صبا دے
هر يو خيال مې ستا په خيال غزل غزل ^(*) دے
چې دې حسن بې مثال غز ل غزل دے

دا په سپين مړوند د سرو زرو وښے دے
که هلال دے د شوال غزل غزل دے

رامات شوے مې له سترګو ستا له غمه
دا د اوښکو پشکال غزل غزل دے

دشتې غرونه په طلب دې لټومه
د اهو په شان دې چال غزل غزل دے

تورو زلفو تورو سترګو په سبب دې
درست ختن او ټول بنګال غزل غزل دے

څه ې سوز دے د ځيګر او څه ښائست ستا
چې ديوان پرې د اقبال غزل غزل دے
(د زر جان مداخېل د رديف غزل غزل منت باريم)

مــه وايـه چـــې ښــکــلــو ســـره مينـه مـــې ګــنــاه دے
سل ځـلــه قــبــول دغہ ګــنــــاه پــــه هــــرې ســــزا دے

پېـدا دي نــظــارې لـــه د چمــن ښـــائستــه ګـــلـــــونـــه
دا ښـائسـته ګلونــه خـــو ښائســت ددې دنـيـــا دے

ما جــوړ کــړې ځـــان له مئين زړۀ پــخــپـلـــه نــــه دے
نه زما پــه زور دے څـه او نـــــه مـــې پــــه رضــــا دے

سرۀ شراب، ساقي ځواني چې درې نشې يوځاے شي
کاڼے دےزړۀ نه دےچې په وس کښې هم لا بيـا دے

ډکې پـيالــې راوړه د شـــرابـــو ســاقـي نــوش کـــړم
تانګ دے نـن زمـا نـه مـحـتسب دے نـــه ملا دے

اوس زمـا پـه غـاړه بــــانـــــدې اچــــوي قـبـــول دے
کـړے اشــارت د نــقـــاب لانــــدې راتـــــه چـــا دے

وبه بـخښــــي مــاتــــه دا د عشــق ګـنـاه اقــبـالـــه
داسبــــق يــــاد کــړے د ازل لــه استـاده مــــا دے
زما چمنه ستا نصيب کښې خزان څو پورې دے
لوټ شوے بې درېغه د زاغانودوران څو پورې دے

پرهر پرهر زخمي زخمي شوې زړۀ په خپلو غشو
دا په لاسونو د اغيار کښې کمان څو پورې دے

نجومي وګوره د لاس کرښې په غور زما
په دشمنۍ کښې راسره چې اسمان څو پورې دے

ما چې ليدلي دي حالات چرته ښه شوي نه دي
وپښتم څوک د ښه کېدلو امکان څو پورې دے

مونږه پۀ وينو اوبه خور کړو د پردو پټو
زمونږ د مشر ګاڼه شوے ايمان څو پورې دے

اوږي روحونه نه مړېږي که دنيا هم اوخوري
په خولو وينو د خورانو تالان څو پورې دے

څوک چې راځي بډې راکاږي پکښې لوبې کوي
اقباله ملک زما د لوبو مېدان څو پورې دے
اوس مې وباله خپل کورته دومره وخت راسره نشتے
ارماني به لاړ شم ګور ته دومره وخت راسره نشتے

زما شوق کښې څه کمې دې که بدبخت يم له ازله
تا نيولے يمه اور ته دومره وخت راسره نشتے

زما زړۀ ته نظر وکړه ستا په نوم باندې درزېږي
غوږ مې ونيسه انګورته دومره وخت راسره نشتے

کوم ګناه مې داسې کړدے چې ئې ګرانه بخښانه ده
فکرمند يم ماضي تورته دومره وخت راسره نشتے

کۀ سپرلےدےزماڅــــۀ،په مـــاهـــغـه شــان خــزان دے
سرۀ اورونه رانه تـاؤ دي مـراور رانه جـانـان دے

زيــــړ ګلــونه د شــړ شــم ســـرۀ نـازک نــازک ګلاب
يو د رنګ مې غمازي کړي بل د زړۀ زخـم خندان دے

د "مچۍ" په څوکه ناست يم ګېرچاپېره نـظـارې کړم
ابــاسين لکـــه شنـۀ ليکه د وصـال پـــه لــور روان دے

غرونوسپين سـرونوتـورکـړل د ځوانۍ په تمنا کښې
په فراق کښې مې زړۀ مړدے په ژوندون باندې پېښمان دے

د مغرب نه ګټ راپورته د وريځې شـو تيارۀ شـوه
د اقبال سترګې شېبې کړي خلق بـولي چې بـاران دے
بې له عشقه بل يو کار مې زده نۀ دے
دنيا څۀ وکړم روزګار مې زده نۀ دے

هيڅ سودا مې په شاهانو باندې نۀ شي
خو دې ښکلو ته انکار مې زده نۀ دے

تۀ چې داسې تغافل کړې اشنا واؤره
زۀ به مړ يم انتظار مې زده نۀ دے

روايات مې پښتني خپل عزيز دي
لاس لباس بيخي د ښار مې زده نه دے

تۀ زما د زړۀ پۀ ژبه باندې پوې شه
د بلبل غوندې چغار مې زده نۀ دے

د سولۍ په سر به چغه کړم اقباله
محبت نه استغفار مې زده نۀ دے
حسن وجود وګنه عشق سيورے دے
بې لۀ حسنه عشق بې معني تورے دے

عشق په سترګو ړوند دے منزل نۀ ويني
حسن رهنما دے حسن لورے دے

په برخه يې غمونه کړاؤنه دي
عشق غريب راوړے په مخ ستورے دے

کله بت خانې کله کعبې ته ځي
څه وکړمه زړۀ سره دوه کورے دے

پاڼه د اقبال رو رو زيړيږي ځي
شوے پرې دا ستا دزلفو سيورے دے
زۀ چې څومره ستا تعريف وکړمه کم دے
نۀ مې خيال ددې قابل نۀ مې قلم دے

عرب ډېر کۀ دعوه ګير د فصاحت دے
چې خبره ستا د وصف شي عجم دے

تۀ شفيع يې په اول په آخر دواړو
خلاصے موندے د چا نوم باندې ادم دے

چې منکر يې هم انکار کؤلے نۀ شي
تا راؤړے هسې شان له دين محکم دے

چې يؤ څو ټکي په مدحه کښې ستا اووائي
په اقبال باندې دا هم د خداې کرم دے
په خاموشۍ کښې مې طوفان پټ دے
په يو ذره کښې ټول جهان پټ دے

درېغه چې اوس به بيا منصور پېدا شي
مصلحتونو کښې ايمان پټ دے

د ابو جهل پلويان ډېر شُو
د بلال دشته کښې اذان پټ دے

لکه د مار په شان له ټک ور کؤي
نن د اُوخر لاندې انسان پټ د ے

مونږه د زمکې په حال نۀ يُو خبر
عيان اغيارو ته اسمان پټ دے

تۀ مې د زړۀ د حاله څۀ خبر يې
څومره دې موټي کښې جانان پټ دے

دغه همره نۀ دے لکه تاته ښکاري
اقبال ستا وهم لۀ ګمان پټ دے
يخ دې شو زړګے کۀ زمانې څۀ کسر پاتې دے
هر ستم په ما اوکړه چې ستا په نظر پاتې دے

دومره په اسانه دا د مينې پېريان کله ځي
لا په نيمبولا مُلا بهادره اثر پاتې دے

اوله مې په کاڼوباندې خس هم صرفه او نۀ کړې
څۀ اوشو کۀ مات دے په اوګو باندې سر پاتې دے

هره ورځې باټ کړي په رنجو باندې کاږۀ باڼۀ
زړۀ سورے سورے شو وائي وار د ځيګر پاتې دے

زېرے دې رانۀ وړۀ همېشه د غم خبر راوړې
راوړه وَ رېباره اوس چې کوم يو خبر پاتې دے

زلفې يې خورې کړې په سپين مخ ماوائيل داولې
وې خندل کعبه باندې د حبشو لښکر پاتې دے

زېله مې اوباسي نۀ پوهېږمه اقباله زۀ
ولې دې دنيا ته چې زما نه خطر پاتې دے ؟
دا دنيا يو خواب و خيال دے
نۀ حل کېږي داسې سوال دے

نۀ خبر يې په آغاز څوک
نه خبر يې په مآل دے

هر څوک خپله خپله وائي
د هر چا خپل مقال دے

د سائنس نظريې پوچې
مذهبونه ټول جنجال دے

فلسفيانو اوتې بوتې
هر سړے چرته اټال دے

د صوفياؤ دنيا بله
سرودونه او دهمال دے

خو يوه نقطه پخښه ده
يو خالق يو ذوالجلال دے

دا نظام چې سم روان دے
ورته اوګوره کمال دے

زندګي يو تماشه ده
حق حېران ورته اقبال دے
کۀ تۀ مې نۀ شوې د ژوندون ملګرے
ما به ضرور کړې د مجنون ملګرے

د وصال شپه کښې به مې څله ژړل
کۀ د وصال نۀ وے بېلتون ملګرے

ما به لۀ کبره ډېر اسمان ته کتل
عشق سر زما کړو د زنګون ملګرے

دا راويت د پښتو مۀ ماته وه
لاره کښې نۀ پرېږدي پښتون ملګرے

لکه اقبال چې سر شيندي درباندې
څوک به دې داسې وي مفتون ملګرے
نوم دې هر وخت زما زړۀ او په زبان دے
هر وېختۀ مې ستا د حسن ثناء خوان دے

پاتې څۀ شي ستا د مخ ګل چې ترې لر کړې
ستا د مخ په ګل ښائسته مې ګلستان دے

مصور چې کله ستا تصوير راساز کړو
اوس په ګوته خوله ولاړ ورته حېران دے

کۀ وصال دې راته قند ګبين نه خوږ دے
تريخ له زهرو دې اشنا راته هجران دے

ما وئيل چې ستا په تلو باندې به مړشم
روح مې څنګه لا په تن کښې بنديوان دے

د اقبال بې له ژړا نه بل کار نشتے
راشه ګوره لوند په اوښکو يې ګرېوان دے
کور د زړۀ مې ستا په خيال باندې ښائسته دے
د باد شاه کور لکه مال باندې ښائسته دے

معشوقې سره سخا د ديدن ښائي
خوارعاشق ورته په سوال باندې ښائسته دے

ستا د مينې داغ پـه زړۀ مـې هسې خونـد کړي
لکه سپين جبين دې خال باندې ښائسته دے

د هجران اور دې تک تور لکه سکارۀ کړم
ژوند مې لږ دېر ستا وصال باندې ښائسته دے

بې حـيا ډمـه څوک څـۀ کړي کـۀ سپوږمـۍ شي
مخ د پېغلې پټ په شال باندې ښائسه دے

پـه حسب نسب موقوف نـۀ ده اقبالـه
هر وګړے ښـه اعمال باندې ښائسته دے
ستا په عشق کښې مې ورک شوے داسې ځان دے
چې دا خپل زړۀ مې مېرا يا بيابان دے

يا دا زۀ ستـا پـه ستـم ذرې ذرې يـم
يـا ريښې ريښې د عاشق څيرې ګرېوان دے

د پتنګ غونـدې لـۀ اور مـې وېـره نـۀ شـي
ما ليـدلے دې تـاؤژن اور د هـجـران دے

خزا نې لرم د مينې زړۀ کښې ډېرې
زۀ ملنګ يم خو دا زړۀ زما سلطان دے

ستا په لبو دا ز ما د وينو رنګ دے
بې هوده به خلق دا ګڼي چې پان دے

د دنيـا پـه لادو بادو نـۀ پـوهېږي
نا خبر عشق کښې اقبال لۀ سود و زيان دے
چې الله ،رسول قران زمونږه يو دے
کۀ پوهېږو سُود او زيان زمونږه يودے

څوک شيعه او څوک سُني څله ځان بولي
چې بنياد د دين ايمان زمونږه يو دے

بئيل پښتون او پنجابے پکښې په څۀ شُو
چې دا خاؤره پاکستان زمونږه يو دے

د يوې موره د يو پلاره پېدا يـُو
وينه يـو نام و نشان زمونـږه يـو دے

انتخاب د جدا لارو پکار نۀ دے
چې په زړونو کښې ارمان زمونږه يو دے

مالياري يې د لازم په مونږه ټولو
دا وطن دا ګلستان زمونږه يو دے
تور او سپين ته کله ګوري دا خو زړۀ دے
چې په چا باندې هم راغے د هغۀ دے

يار ته خپل ځان کۀ ښائسته نۀ ليدےکيږي
زما سترګو نه دې اوپښتي چې څۀ دے

په ظاهره کۀ ښائسته لکه ملک شي
چې باطن يې حبطه وي ښائسته نۀ دے

هيڅ په شعرکښې مې د عقل دخل نشتے
په پرواز کښې مې ازاد د خيال مارغۀ دے

اقبال څوک وائي د دنيا غمونه نۀ خوري
کله موړ لا د اشنا غم په خواړۀ دے
لۀ يوې بلا شو خلاص په بلې سر دے
له فرېبه مسلمان يې نا خبر دے

مسائل يې کور په کور دي پېدا کړي
په پېکار له برادره برادر دے

دا زمونږ عقل نا قص دومره په څۀ شو
چې هر وخت راسره چال کؤي شاطر دے

خپلې واګې دي ورکړې د بل لاس کښې
لۀ خپلو وسائلو لاس په سر دے

لۀ دے هسې اميرۍ غريبي ښه ده
چې د طمعې د پردي په در نظر دے

په صفونو کښې زمونږ اتحاد نيشتے
هسې نۀ چې ګني دومره دلاور دے

څوک پېدا صلاح الدين کړې لويه خدايه
بيا جوړ کړے صليبيانو هر خواه شر دے

تقدس خو د مقدس يې پائمال کړو
اقبال وائي اوس حرم ته ېېښ خطر دے

نۀ پوهېږم چې ګلچين دے کۀ ماليار دے
سـاه خـتـلے دے لـه ګلـه تــازه خـار دے

چې وزرې په دامونو کښې شوې ماتې
د صېد بيا هم په صياد باندې اعتبار دے

د ګلزار خاوند ګري د زاغ په لاس شوه
د بلبل برخـه ژاړه شولـه نـا چـار دے

چې غوټۍ شوې ګل کېدو نه مخکښې خاؤرې
زۀ به څنګه يې تسليم کړم چې بهار دے

هيڅ څوک غوږ نـۀ ږدي د روغو پـه خبره
دلتـه ګڼ دي لېوني دا هغـه ښـار دے

سرداران لکـه مـرېي پکښې خرڅېږي
راويت جـوړې بـدل زوړ د بازار دے
څوک زما د زړۀ له حاله څۀ خبر دے
چې څو زور راباندې غم د خپل دلبر دے

د يار غـم سره څـۀ دا رنګې بـلد شوم
زړۀ مې وچـؤدۀ په تن مـې بـې اثـر دے

هم شرمېږي هم راګوري نـۀ پـوهېږم
شرارت دے کـۀ د يار پـه ما نـظر دے

چې مې قصد د هېرَولو څومره کړ دے
همره ډېر راته ياد شوے مې دلبر دے

مـعجزه د مسيحا غوندې ښکاره کـړه
لا علاجه دا زما درد د ځيګر دے

اقبال ستا په سکڼي رنګ باندې مئين دے
ځکه خپل يې درپسې سوے کسکر دے
چې هم راز مې څوک ګڼۀ هغه غماز دے
نا پوهۍ کښې مې ښودلے ورته راز دے

شېخ مُلا دې هم غمزو نۀ پناه غواړي
تا زده کړے د کوم ځائے نه داسې ناز دے

لکه غرونو کښې ابشار نغمې پېدا کړي
ترنم نـه ډک دا ستا ښائسته اواز دے

زۀ دې خپل کوټه تندي ته حېرانېږم
ښکار کښې لاندې لۀ باښې مې کټه باز دے

صد هزار دې افرين په هغه مور شه
چې په لاسو کښې يې ستا اوربل خېراز دے

په هر بېت کښې يې ستائيلےستاښائست دے
د اقبال کلام په دې سبب ممتاز دے
د يار عشق نه د روزګار کۀ معتبر وے
پتنګ کله بـه پـه اور سوے وزر وے

د نمرود اور ته خليل دنګلے نۀ شُو
کۀ خبره دا د عقل يا هنر وے

زغمل به يې څله کاڼي د کفارو
قبول کړي معشوقې د خداې به زر وے

عشق موسٰي ته لارې جوړکړې په نيل کښې
ګني وتے د فرعون به هم لښکر وے

شهزادګان لکه د قېس په دنيا ډېر وو
عشق شهره کړو هسې څوک به ترې خبر وے

دا دنيا کـۀ اسره کړے قارون نـۀ وے
پنډ پـه سر به يې تر قيامت څله سفر وے

قبول کړے د ېزيد بېعت به حسېن وۀ
پرواه دار کۀ د عېال او د خپل سروے

ماديت تـه کـۀ اقبالـه راغب نـۀ وے
مسلمان بـه دومره ولې نـن ابتر وے

څوک فرعون دپاره بيا موسٰي پکار دے
په دنيا د خدايئ چې دعوهٰ دار دے

دښمنۍ کښې مسلمان يې دے په ګوته
اتفاق د مسلمان نشتے ناچار دے

فلسطين دے کۀ کشمير کۀ بوسنيا ده
هر ځائے جوړ د مسلمان د پاره کار دے

شېخان تېل خپل خرڅَوي عېش وعشرت کړي
اسره کـړے يـې دا مات ګـوډ اقتـدار دے

افغان خپل د کـور لـه جنګ فـارغ نـۀ دے
لاس يې خپل په خپلو وينو کښې رنګدار دے

بابري مسجد شهيد شو اجودهيا کښې
د بـابـر روح پـه لحد کښې نـاقرار دے

يؤه پاڼه د تاريخ وه واختېدله
اؤرېدو له څوک زړۀ قيصه تيار دے

چې ملت اقباله ټول مغرب زده شو
ګيله مۀ کړه ختم شوے يې شعار دے
بې محنت چا مونـدلے مقام نـۀ دے
تقدير خپل د لاسو شے دے انعام نۀ دے

مېږے شپږ مياشتې په اوړي کړَوي ځان
نصيب هسې يې د ژمي ارام نـۀ دے

پـه لاسونو نمړۍ خولـې ځي طباخ نـه
بې لاسونو تلے خولې لـه طعام نۀ دے

مسلسل پـرواز يـې واخستـۀ پـه خپل سر
عنقا ځکه د هيچا تههِ دام نۀ دے

د مزل سختۍ منزل له ضروري دي
چا موندلے ناست په کور کښې مرام نۀ دے

په راستۍ باندې امام وۀ د قامونو
چې ناراست شو مقتدي شو امام نـۀ دے

سادګي زما د ټول کلام زېور دے
ما اقبال پکښې پرېښودے ابهام نۀ دے
نۀ پوهېږم چې څۀ چل دے
کۀ دا ستا د زلفو ول دے

دغه ستا د اننګو اور
هم يې اوسم هم تبل دے

چې ازغي دي او تڼاکې
دا زما د خوار مزل دے

څۀ اعتبار به چا اوکړم
چې غريب ټګلے تل دے

اخر څو به نۀ پوهېږي
چې دا غل دے کۀ دا مل دے

شېخه بل خواه ته کړه سترګې
په کوڅه کښې د يار پـل دے

غم د يـارروزګار چې يـو شي
د اقبال دغه غزل دے
دا د عـــشــــــــــــــــق بــــــــــــــــلا زپــــــــــــــلے
نــــــــــــه ژونـــــــــــــــدے دے نــــــــــــــــۀ وژلے

پـــــــــه ژونــــــــدون بــــــانـــــــدې ستـــــــومـــــانـــــه
د مــــــــــــــرګــــــي نـــــــــــــــــــه شــــــرمـــــــــــــېـــدلے

د دنــــــيـــــــــــــا نـــــــــــــــه بــــــــې ګانـــــــــــــــه دے
پـــــــــــــه دنــــيــــــــــــا کــــښـــــــې اوسېــــــــدلے

نـــــــــۀ پــــــــــــه لـــــــــوږه نــــــــــۀ پــــــــه تـــنــــــــــــده
هـــــــــــر ســــــــاعــــت دے کــــــــــړېـــــــــدلے

شـــــــــپـــه او ورځ وربـــــانــــــــــدې يـــــــــو شـــــي
انــتـــــــظــــــار نــــــــــــــه زړۀ چــــــــاؤدلے

زړۀ يــــې وريـــــت لـــکـــــــه کـــــــبــاب شـــــي
د هــــــــجــــــــــــــران پــــــــــــــه اور داغــــــلے

غــــــــــم يــــې هــــســــې زړۀ اوبــــــــــۀ کـــــــــړي
چـــــــــې مـــــــــــــاشـــــــــــوم تــــــــــــه ژړېدلـے

وَ هـــــــــر چـــــــاتـــــه مــســــخـــــــره شــــــي
هـــــــــــر ســــــــړے پـــــــرې خــــــــنـــدېــــــدلے

دا خــــــــــــــــــــواږۀ خـــــــــــــــــــــــواږۀ دردونــــــــــــــه
نـــــــــۀ پــــــــــرې مــــــــــــــړ نـــــــــــــۀ رغـــــــــــېـــدلے

مـــــــــنـــــزلـــــــــونـــــــــــه دي د عــــــــشـــق دا
عـــــاشــــــــقـــان شــــي پـــــــــــرې پوهـــــېــــدلے

چـــــــې حــــــــــــالات وربــــــــــانــــــــــــدې دا وي
اقــــــــــبــــال څــــــۀ شــــــي نــــــور وئـــيــــــــلے
تۀ لاړې تا ويران کرو زمونږ کور او زمونږ کلے
ځالص دې بيابان کړو زمونږ کور او زمونږ کلے

ګلزار وۀ نغمه زار وۀ چې شامله دِ خندا وه
تصوير دې د خزان کړو زمونږ کوراو زمونږ کلے

تا هر څۀ ځان سره يوړل هيڅ پاتې پکښې نۀ دي
دا لُوټ دې په کوم شان کړو زمونږ او زمونږ کلے

پرتۀ چې دې په زړۀ کښې ورته داسې بدنيتي وه
بيا ولې دې جانان کړو زمونږ کور او زمونږ کلے

بېشکه مرور وم خو څۀ دومـره درنـه نـۀ وم
دا تا چې څنګه وران کړو زمونږ کور او زمونږ کلے
مانه پاتې ستاسو کلے ستاسو کور دے
کۀ هر څو راباندې بل د هجر اور دے

دا توهين د محبت نۀ دے نور څۀ دي
چې په مخه مې يار يو شان په شاه نور دے

پښتو هم ځان ته څۀ وائي انا هم څۀ
دا منمه چې په مينه کښې ډېر زور دے

پـه قـدم قـدم غمونـه رالـه ګوري
ما کتلے چـې هـر څوک چـرتـه غمخور دے

مخ مې يار ته په کفن کښې ښکاره نۀ کړئ
چې تنګ کړے يې جهان را باندې ګور دے

ځنې ځنې غزل ټول د يار په نوم شي
ولې څۀ اوکړي اقبال د مينې پور دے
دا ځل پسرلے پـه نوي شان راغلے دے
نه ساقي ست اوکړو نۀ جانان راغلے دے

زېړ شړشم او سرۀ لاله په هر پوله پټي دي
دا مې په شباب جوړې هجران راغلے دے

واچؤل پېغلوکو زيارتونو کښې ټالونه
غورځنګ کښې اباسين مې د ارمان راغلے دے

مستي ده ستا د مينې کۀ اثر د پسرلي دے
جذباتو کښې مې بل رنګِ هېجان راغلے دے

اور دې شي پرې پورې چې تېرېږي بې له ياره
چاؤدو له مې زړۀ ډېر په خفګان راغلے دے

اقباله څۀ خبر د ښاريې خلق له خونده
په برخه کښې زمونږه ګلستان راغلے دے
وريځې شته دے خو باران نيشتے
ښکلي کۀ ډېر دي خو جانان نيشتے

اے نويه کاله راغلې يار رانغے
په ما دې يو ذره احسان نيشتے

هر يو ارمان مې ستا ارمان اوخوړو
ستا نه بغېر مې څۀ ارمان نيشتے

سرو مال دواړه عاشقۍ کښې ځار کړه
مينه خو مينه ده تاوان نيشتے

د سترګو تور د ذرۀ ټکور وم د چا
اقباله اوس هغه ياران نيشتے
ښکلي کۀ ډېر دي خو جانان نيشتے
د سترګو تور د زړۀ درمان نيشتے

چې فرشتو ورته سجدې کړې دي
بنيادم شته دے انسانان نيشتے

ډېر يې په خوله باندې اقرار کؤي
د زړۀ له صدقه مسلمان نيشتے

ستا د وصال اميد مې نۀ ختميږي
حالات شو داسې چې امکان نيشتے

توې کړه له سترګو مرغلرې پسې
د زرۀ مقصود غواړې ارزان نيشتے

اقباله څۀ کړم په خاشاکو باندې
زما تندي کښې چې رېحان نيشتے
چې مې در کړو يو ځل زړۀ کښې تاله ځائے
ور مې نۀ کړو بيا په زړۀ کښې چاله ځائے

چې حاصل چاته د مينې خزانه شي
کور کښې نۀ وي د هغۀ دنيا له ځائے

دا دنيا د چـا پـه غـم غـمژنه نـۀ ده
د بل غم کښې لټَوي خندا له ځائے

لکه وينه مې په ټول بدن کښې خور يې
ستا په زرۀ کښې موندے نۀ شو ماله ځائے

سمـه لار ده د جنت صادقـه مينه
ور کؤي نـۀ چې هوس هوا له ځائے

څـۀ بې بـرخې پـه دنيا کښې دے اقباله
پاتې نـۀ شي چې د چـا دعا لـه ځائے
اوس مې زړۀ د هٰغه مجال نيشته دے
لږه هم اسره د وصال نيشته دے

زۀ کۀ په تا مرمه نو په ځائے مرمه
ما کښې خو څۀ داسې کمال نيشته دے

تۀ پخپله نۀ راځې زۀ څۀ اوکړمه
اوس مو خو تر منځه دېوال نيشته دے

ما باندې ديدن دې چرته قحط نۀ کړې
مړ به شم عادت مې د سوال نيشته دے

فکر د وېختو غاخونو مـۀ کؤه
مالـه ستـا د حسن زوال نيشته دے

ما به ستا پـه سترګو زلفو ورکړلے
ما څخـه خطا او بنګال نيشتـه دے

څوک چې ستا د حسن خريدار نۀ وۀ
بيا به دې ياديږي اقبال نيشته دے
نۀ دې څۀ جواب شته دے نۀ دې څۀ مثال شته دے
ستا تعريف به څوک اوکړي نۀ څۀ داسې خيال شته دے

نمردےکۀ سپوږمۍ ښکلې ستوري کهکشاں واړه
پېدا دا ستا له مخه دي د چا دومره جمال شته دے

دخداې له ذاته ورستو بيا ټوله بزرګي ده ستا
نۀ څوک داسې قطب دے نۀ داسې ابدال شته دے

پېداستا په امت کښې يم څومره خوش نصيبه يم
نۀ بله ارزو لرم نۀ مې بل څۀ سوال شته دے

قيصرلاړو کسره لاړو رستم ﻻړو داره لاړو
يوستا ذات لازواله دے بل هر چا له زوال شته دے

نـۀ دومره عالم يمه نـۀ دومره قابل يمـه
چې ستا مدحه بيان کړمه نۀ دومره کمال شته دے

زۀ اقبال پـه دې باندې اقبالـه اقبالي يمـه
اقبال دے د جانان زما، بل د چا اقبال شتـه دے؟
څنګه د مرګ په لار روان يې ګړندے ګړندے
خو ناخبره د خپل ځان يې ګړندے ګړندے

ږيره دې سپينه ملادې خم په خوله کښې غاښ نيشته دے
حرص کښې هٰغه شان لاځوان يې ګړندے ګړندے

داميدونودومـره اوږدې منډې تـه مـۀ هڅېږه
چې شهسوارد لنډ مېدان يې ګرندے ګړندے

چې په يوه دروازه راغلې او په بله اوځې
سرايه کښې څۀ دومره شادان يې ګړندے ګړندے

عقلمندي نۀ ده چې زړۀ تر اشياؤ تړې
چې د پردي د کور مهمان يې ګړنډے ګړندے

اقباله پوهه شوې خووخت دې دومره ډېر واخستۀ
چې په نصاب پورې حېران يې ګړڼدے ګړندے
ډېر د هجران نه انتظار ګران دے
لمبو نه سوے د انګار ګران دے

د دومره خلقو متازي چې کؤم
دا خو په ما باندې مې يار ګران دے

څۀ مې اشنا څۀ زمانې راکړي
دومره زخمونه دي چې شمار ګران دے

طبيبه اوس خو بانې مۀ جوړه وه
د رغېدو نۀ دے بيمار ګران دے

دنيادارۍ ته خلقه سم نۀ يمه
نوم يې اسان دے دعشق کار ګران دے

خلاص د بېړو د زنځيرونو به شم
ماته دا ستا د زلفو تار ګران دے

اقباله زړۀ مې سل ټوټې ځکه شو
څۀ اوکړم ښکلو ته انکار ګران دے
زړۀ بـه مې ځائے شو کۀ دې زړۀ راسره وے
ترک بـه مـــې جهان کـړے کـۀ دا تـۀ راسره وے

کور به دغماز وران شي رقيب به په اور سوزي
کلـه کلـه ستا کـۀ تلـۀ راتلـۀ راسره وے

ما به درته حال د زړګي تېر کړو تر والناسه
درېغه کۀ داستا په مخکښې خولۀ راسره وے

تاخت بـه مـې وکړے د غمازو پـه کـورونـو
اوس کۀ د نيکۀ د وخت سوارۀ راسره وے

پېژنم دښمن خپل ما به غرے ورله مات کړو
دغه همره لاسونه کۀ اوږدۀ راسره وے

زړۀ مې بازاري دے مدام خوښ پـه ګنـه ګُوڼـه
ستا غمونه هر وخت مېلمانـۀ راسره وے

زۀ اقبال ډاډه به ستاسو کلي ته در تلمه
لږ ډېر کۀ لوظونه دې پاښۀ راسره وے
ستا خيال مې د زړۀ نه څۀ وتلے غوندې دے
ځکه خوشے نن راته دا کلے غوندې دے

ډېر کۀ پټَومه نۀ پټېږي راز د مينې
هر څوک مې په حال باندې پوېدلے غوندې دے

وپښتئ هغه په مهجورانو څۀ تېرېږي
چا چې خس د عشق د اور ليدلے غوندې دے

مونږ يې قدر نۀ زده چې د پلار نيکۀ ميراث دے
هسې دا وطن مو خو ډېر ښکلے غوندې دے

پښې سپکول غواړي قافلې به لاندې نۀ شي
وخت زمونږ د لاسه څـۀ وتلے غوندې دے

نۀ پورته کوي پښتنې سترګې په محفل کښې
يار په خپلو بدو شرمېدلے غوندې دے

څنګه به اعتبار اقبال په ښکلو باندې وکړي
هر يو خپل په ځائے باندې ټګلے غوندې دے
چې ليدلے چرته نۀ دے پسرلے
مونږ به څۀ وايُو چې څۀ دے پسرلے

شنې ګياه او د ګلونو نامه نۀ ده
د هر چا لۀ خپله زړۀ دے پسرلے

چې زمونږه د غريبو په نصيب دے
چا لوټ کرے چرته غلۀ دے پسرلے

چې زمونږ سپېرۀ وطن ته مخه نۀ کړي
لا په کوم ملک کښې اودۀ دے پسرلے

راوستے يې څوک د دام د لاندې نۀ شي
په مثال عنقا مارغۀ دے پسرلے

د اقبال د خولې نه شنې لوخړې خېژي
دا اور کړے بېلتانۀ دے پسرلے
د کلي هر يو بام و در ښائسته دے
چرته راغلے مې دلبر ښائسته دے

واخله نقاب مخ نه بهر را اوځه
اوګوري خلق کوم قمر ښائسته دے

چې مـې تېرېږي ښکلي يـاره سره
سحر نه شام شام نه سحر ښائسته دے

کله ساقي کلـه پيالې تـه ګورم
حېران يم څومره دا منظر ښائسته دے

اقبالـه دا اختـر مـې يـار سره دے
ځکه مې دا ځله اختر ښائسته دے
د ماښام خړه خورېږي يار رانغے
اميدونـه مـې ختمېږي يـار رانغے

بې پرواه اشنا له نيشته دے پرواه مې
مارغان جالو ته ستنېږي يـار رانغے

په وعده وعده خلاف ټينګ پاتې نۀ شو
انـدېښنې زما زياتېږي يار رانغے

ما وې زه به ورته داغ د ځيګر ښائېم
تـرېنه سرې وينې بهېږي يـار رانغے

ځـه اقبالـه نا مـراده واپس کور تـه
ستوري هم را سرګندېږي يار رانغے
يا له سره په دنيا کښې پېدا نۀ وے
کۀ پېدا وے بيا له ياره جدا نـۀ وے

جدائي له يـاره هره ګهړۍ مـرګ دے
يـو ځل مړ ښه وم د عمر سزا نـۀ وے

حال زما بـه لـه مجنونه تېرے نـۀ وۀ
کۀ ستا حسن د لېلا نه سېوا نۀ وے

لکـه سيورے به زما يـار ما سره وۀ
کۀ دېوال تر منځه نوره دنيا نۀ وے

کومه شپه چې د اقبال د يار سره وي
لويه خدايه د هغې شپې صبا نۀ وے
زما مينه حقيقت دے کۀ مجاز دے
پروت په مينه کښې خپل سرمدي ساز دے

ما ستار او رباب دلته ورته سُر کړۀ
اؤرېدلے چې مې هلته خوږ اواز دے

زۀ چې ستائيمه سرې شونډې تورې زلفې
چا ښودلے بام له سر ه عشو ناز دے

چې د عشق په ګرانه لار يې قدم کېښود
په دنيا په اخر دواړو سرفراز دے

مناسب ده چې يې و رسوې سر ته
دا د مينې وايه چا کړے اغاز دے ؟

چې په اور غوښه نيوے شي اوښې څاڅي
د اقبال له ډېره هجره سوز و ساز دے
دا جهان زما دے جهان ما لره پېدا دے
دا نظام دا واړه سامان ما لره پېدا دے

ورځ اوشپه مې وينځې دي او وخت زما غلام دے
نمر دے کۀ سپوږمۍ ده اسمان ما لره پېدا دے

حېرانې فرښتې شوې چې مې کېښول قدمونه
عرش دے کۀ مکان لامکان ما لره پېدا دے

زۀ يم نازولے ټول نازونه به زما وړي
فردوس دے کۀ عدن دے جنان ما لره پېدا دے

زۀ ددې مالي يمه بغېر له مانه څۀ دے
ګل دے کۀ بلبل دے بوستان ما لره پېدا دے

زه په چا مْين يمه په ما هم څوک مْين دی
زه د چا ارمان يم ارمان ما لره پېدا دے

سرۀ چې اور ته واچوي کره کوټه معلوم شي
واصل به شمه زۀ کۀ هجران ما لره پېدا دے

عقل غريب ړوند دے څۀ به تږ په دې لار وکړه
عشق يمه اقبال امتحان ما لره پېدا دے
تۀ چې کوم سړي له ګورې هغه مړ دے
ستا ارمان يې ځان سره خاورو له وړ دے

شـکايـت بـه څـنـګه راولـي پـه لـبـو
چې عاشق دے په زرګونو ځله پړ دے

دا شـفـق او دا افق چې خلق بولي
لېوني دي دا زما د زړۀ ايسړ دے

زۀ په سرۀ غرمه د هجر کښې ورتيږم
هغه يار چينار د لارې دے کۀ بړ دے

دې نه لوے اعزاز به بل څۀ وي اقباله
چې د يار په تهمتونو څوک نومړ دے
ستا که هر څومره له ما ځنې نفرت دے
تا سرہ دغہ ھمرہ ډېر مې محبت دے

ما د زړه په ځای چې واورېدل د عقل
خپلو کړو باندې اوس مې ډېر ندامت دے

خپلول مې هغه څوک چې زما نه وو
ادا کړی مې په هر قدم قيمت دے

ته به هم زما شان له وې بې وسه
چې له تا طمع ساتمه حماقت دے

مينه همره لا زياتيږي چې زړېږم
د خوشحال نه صادر شوی حقيقت دے

جوهري مې پېدا نه کړو سمه غر کښې
پښتون قام د خرمهرو سره عادت دے

راغورزيږي نه اسمان او زمکه نه چوي
په اقبال باندې په هجر کښې قيامت دے
ځواني مې لاړہ انتظار د مرګ دے
اوس چې څۂ کاندي ھغہ کار دمرګ دے

منلے ھر سړي اختیار د مرګ دے
پخپلہ ھر سړے پہ لار د مرګ دے

د زندګۍ بہار د دوو ورځو دے
دائیم چې دے ھغہ بازار د مرګ دے

رشکِ چمن رشکِ بہار ؤ چرتہ
ھغہ کابل زما نن ښار د مرګ دے

داسې څوک نیشتے دےچې پاتے بہ شي
پہ ھر یو در باندې پروت وار د مرګ دے

اوس خو اقبال سرہ پښتو مۂ کوہ
راشہ پہ کټ پروت دے بیمار د مرګ دے
مرګہ راځہ خو یو ارمان پاتې دے
چې مرور رانہ جانان پاتې دے

فېصلہ اوشي ستا زما د وفا
دغہ ھمرہ قرض مې پہ ځان پاتې دے

مانہ پښتو تا سرہ کلہ کېږي
لۂ مانہ تاتہ دا مېدان پاتې دے

لۂ مانہ زیات تاتہ نیزدې نۂ دے څوک
دا حقیقت دے کۂ ګمان پاتې دے

عشقہ لا نورہ قرباني غواړې څۂ
سر نہ مې راکاږہ اسمان پاتې دے

د بې ننګۍ ائینہ ګورہ خپلہ
نن چې اقبال پہ لوے مېدان پاتې دے
مجبورو تہ زما نۂ ګوري مرور دے
د حالاتو ستم ښۂ ګوري مرور دے

غړولې مې ھیڅ کلہ غاړہ نۂ دہ
دې نہ ھورتہ مې نور څۂ ګوري مرور دے

کۂ پہ خولۂ باندې زما یې باور نۂ شي
زړۂ دې چاک کړي کۂ مې زړۂ ګوري مرور دے

د پښتون یوہ وعدہ وي سر پرې کېدي
ولې بیا بیا رالہ خولۂ ګوري مرور دے

چا پرې کوډې چا پرې اوکړۂ تعویزونہ
کوم ملا بہ کتاب ؤ ګوري مرور دے

دیار کور تہ مې مخ سم کړئ ځنکدن کښې
اقبال بل طرف تہ نۂ ګوري مرور دے
ما بہ خبر کا څوک چې یار څنګہ دے
بغېر لہ مانہ یې روزګار څنګہ دے

کلہ نہ کلہ یادوي مې کۂ نہ
چانہ پښتی ھم چې بیمارڅنګہ دے

نوم یې زما پہ مخکښې ناخلی خلق
د خلقو ماسرہ دا خار څنګہ دے

چې راسرہ د خپلہ سرہ تېر ؤ
نن زمانې سرہ پہ لار څنګہ دے

مایې د خولې نہ نا اورېدے نۂ دے
پہ ھغہ خولہ راتہ انکار څنګہ دے

اقبالہ سر تر سرہ چل ول دے
د دنیاګۍ دغہ بازار څنګہ دے
څۂ امید ستا د دیدن دے پېدا شوے
دا ښائست چې د چمن دے پېدا شوے

سوزېدۂ مې پہ نصیب دی زۂ بہ سوزم
چې دا اور زما لۂ تن دے پېدا شوے

یار ھغہ دے کۂ یې خوی دے بدل شو ے
کۂ زما څۂ حسنِ ظن دے پېدا شوے

پسرلے چرتہ راځی لارې صفا کړئ
د کلۍ لب کښې مُسکن دے پېدا شوے

معجزہ دہ کۂ څوک پاتې سلامت شو
پہ کوڅہ کوڅہ رھزن دے پېدا شوے

چې ھر څومرہ فخر وکړی اقبال کم دے
د پښتو پہ دې وطن دے پېدا شوے
تا تماشہ مې جوړولہ زما څۀ ګناہ دے
ما څخہ لار نۀ وہ څہ بلہ ز ما څۀ ګناہ دے

ټول د مستۍ سامان دې مالہ را پېدا کړو خپلہ
بېا دې را منځ تہ کړلہ تلہ زما څۀ ګناہ دے

دومرہ دې خپل کړمہ چې ستاعکس مې پہ ځان کښې لیدۀ
نعرہ د حق مې اووہلہ زما څۀ ګناہ دے

د غنو شپول باریکہ لار نرۍ رېښمېنې جامې
لمن زما کۀ انختلہ زما څۀ ګناہ دے

د پروانې زړۀ دې راوبخښۀ د صبر تلقین
محفل کښې شمع بلېدلہ زما څۀ ګناہ دے

عشقہ ہمت راکہ خولہ پرانزم د حسن مخکښې
قیصہ دې خپلہ خورولہ زما څۀ ګناہ دے

اقبالہ اسک د قربانۍ زما پہ نوم اوښاتۀ
رضا مجبور نہ چا پوښتلہ زما څۀ ګناہ دے
ہر یو ګل تہ ځیر ځیر ګورم یو تصویر لۀ مانہ ورک دے
خواب و خېال کښې راوالمہ بې نظیر لۀ مانہ ورک دے

پریشانہ مې خېالونہ پریشانہ مې خوبونہ
څنګہ اوپیم لړۍ کښې چې زنځیر لۀ مانہ ورک دے

کلہ زیل شم کلہ بم شم چېړم رنګ پہ رنګ سازونہ
ہغہ سر نۀ پېدا کېږي یو تاثیر لۀ مانہ ورک دے

خبر نۀ یم چې پہ وېخہ کۀ پہ خوب کښې مې لیدل دے
یوسف نۀ راځي د مصر نہ تعبیر لۀ مانہ ورک دے

اوسني دور انسان یم ہیڅ ګیلہ لۀ مانہ مۀ کړہ
معلومات راڅخہ ډېر دي خو ضمیر لۀ مانہ ورک دے

د رقیب پہ عداوتونو د غماز پہ سازشونو
چې زما د سر نیکۀ وۀ لوی جاګیر لۀ مانہ ورک دے

ھغہ درد نیشتے اقبالہ ھغہ سوز نیشتے اقبالہ
چې پہ عشق کښې سلطان دے عالمګیر لۀ مانہ ورک دے
ماڅخہ لا ھم ډېر دولت پاتې دے
ځواني مې لاړہ محبت پاتې دے

خندا بہ ولې راسرہ نۀ کا چې
ماڅخہ بد غوندې صورت پاتې دے

دومرہ دا خلق پہ چا نۀ دی مئین
تاڅخہ مال لا د عشرت پاتې دے

ائین زما لۀ زندګۍ اوواتۀ
سترګې څلور شي عزیمت پاتې دے

ما سرہ ستا ہم محبت ؤ چرتہ
دا چې پہ زړۀ کښې دې نفرت پاتې دے

کۂ د بوسې او وائیم بد مۀ ګڼہ
زوړ مې لا ہغہ شان عادت پاتې دے

اقبال پېدا دے د قیامت پہ ورځې
راولہ نور چې کوم قیامت پاتې دے
کله پېژنو به مونږه چې يار څوک دے اغيار څوک دے
د ګلونو قاتل څوک دے ګلچين څوک دے ماليار څوک دے

چـې ګـوذار کـؤي پـه پـټـه لاس يـې نـۀ لـيـدلــے کــېــږي
زمونږ خپل سنګر کښې ناست دے زمونږ منځ کښې غدار څوک دے

نــوم زمــونــږه خـــرڅــوي مـــــطــــلــــب خــــپـــل پــــوره کـــؤي
راته ځان خوږ خوږ کؤي دا شاطر او مکار څوک دے

شــــاه زمـــــونــــــږه ډبـــــوي مــــونــــږ پـــه بـــل وراچــــــوي
منځ له نۀ راځي پخپله دا لوبغاړے هوښيار څوک دے

وينــې څښــي د مظلومانـــو په سر پګـه د ملُيــانــو
اوږے تــږے نــۀ مړيږي دا غـټ خېټے ښـامار څــوک دے

څـوک محــل ودانــوي څـوک محـل لــه ورانــوي
ښــه پــه غټو سترګو ګورو نۀ پوهېږو معمار څوک دے

چې پرون د دښمن دوست وۀ چې پرون د دښمن لاس وۀ
تاريخ اوګورو ملګرو چـې دا خـان او بـادار څـوک دے

څـو څـو واره تېـروتـلي څـو څـو واره پرېـوتـلي
سنجول غواړي په کاڼي چې سرۀ زر د اعتبار څوک دے

چې اوس هم سـبق زده نۀ کړو چې اوس هم ځان پوهه نۀ کړو
صبانے نسل بـه غږ کړي چــې د دې زمه دار څـوک دے

څوک دوبۍ څوک په لندن کښې خپل عيشونه کړي مزې کړي
سوچ مقام دے دا اقباله عذاب څوک دے ازار څوک دے
چې زما جانان له ما ځنې خفه دے
ګويا ټول جهان له ما ځنې خفه دے

لګوۀ عشق کښې سبګل مې خبر نۀ وم
چـې بـډها اسـمان لـه ما ځنې خفه دے

هيڅ تقصير ماته په ځان کښې ليدے نۀ شي
بې ګناه نادان له ما ځنې خفه دے

مرګ راشه ما له دې عتابه خلاص کړه
د ژوندون سامان له ما ځنې خفه دے

کلکوي مې په مـرۍ لاسـونـه نـور نـور
وژني ما هجران له ما ځنې خفه دے

زړۀ پټے مې سرۀ لمبه شۀ شنه ډډوزه
د وصال باران له ما ځنې خفه دے

هر هر بت ته مې بې شماره سجدې اوکړې
نۀ مني بهګوان له ما ځنې خفه دے

کفاره به د ځان ورکړمـه اقـبـاله
په قسم قران له مـا ځنې خـفه دے
ژوند دېوال دے
مرګ وصال دے

عقل ړوند دے
عشق کمال دے

کائينات څۀ دے
يو تال دے

چاته اور دے
بوډهۍ ټال دے

څوک بېزار دے
څوک لېوال دے

حـقـيـقـت دے
کۀ يو خيال دے

چا حل نۀ کړو
داسې سوال دے

تــمــاشــــــه ده
ډوب اقبال دے
هر ښائست ستا د ښائست نه مستعار دے
اصل اصل دے د نقل څۀ اعتبار دے

په خوارۍ معشوقې ډېر کۀ ځان سينګار کا
حساب کله ستا په مخ کښې يې سينګار دے

کۀ د زرو اوبۀ ورکا څوک اهن له
څۂ مودہ ورستو چې اوګورې زنګار دے

نۀ خوشبو او نۀ فرحت ترې حاصلېږي
د کاغذ د ګلو هسې رنګ بهار دے

کله زمکه نمر سپوږمۍ تر منځه راشي
څۀ بې نوره شي سپوږمۍ جوړې انګار دے

مار د زلفو کۀ د زړۀ غوښې زما خوري
عادت کړے ما پخپله دغه مار دے

د اقبال اوښکو څۀ لږه دمه اوکړئ
كسي اوواتۀ د ګاټو انتظار دے
ژړۍ پخېږي څۀ خمار موسم دے
را شه ساقي په انتظار موسم دے

دنـنـه اور بـهـر بـاران وريـږي
فراق کښې ستا انګار انګار موسم دے

اول نرګس او اوس شړشم ګلونه
دا چا پسې دومره بيمار موسم دے

بغېر له تانه رنګيني نيشته دے
دا ته به وائې لکه بېزار موسم دے

وخت د هيچا هم انتظار نۀ کوي
ځواني تېريږي په تلوار موسم دے

کۀ چرته راغے هغه قرار مې د زړۀ
دا ځل په نوم د هغۀ يار موسم دے

اقباله ماته يې احساس نۀ کېږي
خلقو نه اؤرم د بهار موسم دے
زۀ خفه يم د دنيا نه ما سره شوے زياتے دے
خبر نۀ ېم د ګناه نه ما سره شوے زياتے دے

پاکې مينې ته زما هم په نظر د هوس ګوري
صفائي ده ډېره ګرانه ما سره شوے زياتے دے

بې اختياره ديارنوم مې چې په ژبه باندې راشي
محفل ولې شي پريشانه ما سره شوے زياتے دے

اعتماد مې په چا نيشته بهروسه مې په چا نيشته
پټ ساتم راز د هر چانه ما سره شوے زياتے دے

ازاله يې کله کېږي ځواني کله راستنېږي
اوس کۀ بس کړې د جفانه ماسره شوے زياتے دے

ډېره تلخه تجربه وه جدائي وه کۀ لمبه وه
د اقبال د زړۀ ارمانه ما سره شوے زېاتے دے
تا سرور د محبت ليدلے نۀ دے
ددې اور دې خوږ حدت ليدلے نۀ دے

تۀ په نيمه شپه راپاسه ځان سينګار کا
راز و نياز دې د خلوت ليدلے نۀ دے

په لټون وې په لټون کښې لاړې مړ شوې
د وصال دې يو ساعت ليدلے نۀ دے

د مجاز د ورکو لارو مسافر وې
چا مجاز کښې حقيقت ليدلے نۀ دے

په ړندو سترګو ليدۀ چې د نور غواړې
د نور داسې چا صورت ليدلے نۀ دے

مـا پـه کـجـو بـنـيـادونو بـنـا شوے
ولاړ يو هم عمارت ليدلے نۀ دے

ستا بڼو سترګو ته يو ځل چې هم مخ شو
هغه زړۀ مې سلامت ليدلے نۀ دے

په اقبال باندې ستا هجر کښې تېرېږي
نورو خلقو لا قيامت ليدلے نۀ دے
په ګلونو په سپرلي کښې ښائست ستا دے
هرنظر په هر زړګي کښې ښائست ستا دے

نمر سپوږمۍکښې دچېتر د بوډهۍ ټال کښې
دلته هلته په هر شي کښې ښائست ستا دے

نۀ په سترګه کښې ښائست دے نۀ په ګل کښې
پہ تورخال سُور اننګي کښې ښائست ستا دے

د ښائست نۀ پېمانه شته نۀ معيار څۀ
هم په غټ هم په نري کښې ښاست ستا دے

صنوبر کۀ په خوارو وه ګل موندلې
ګل د پاره تور زنګي کښې ښائست ستا دے

نورو خلقو له لېلا کۀ توره شپه ده
د مجنون زړګي ستي کښې ښائست ستا دے

د بورا غوندې په يو ګل قرار نۀ کا
د اقبال زړۀ لېوني کښې ښائست ستا دے
نہ مرمہ نہ رغېږم عجیبہ رنځ مې د زړۂ دے
رنځېږمہ رنځېږم عجیبہ رنځ مې د زړۂ دے

نہ تبہ دہ نہ دړد دے عجیبہ غوندې احساس دے
پوھېږم نہ پوھېږم عجیبہ رنځ می د زړۂ دے

نۂ اور دے نۂ لمبې دی نہ لوګے چرتہ لیدے شی
سوزېږمہ ورتېږم عجیبہ رنځ مې د زړۂ دے

وصال دے کۂ ھجران دے عجیبہ ناقراری دہ
سم زۂ لېونے کېږم عجیبہ رنځ مې د زړۂ دے

اقبالہ چې تالاش مې د کوم حسن دے دا نۂ دے
پہ مینہ نۂ مړېږم عجیبہ رنځ مې د زړۂ دے
نہ دې څۂ ګوتہ نہ تصویر اؤ نہ رومال پاتې دے
زما پہ ذھن کښې دې تت غوندې یو خیال پاتې دے

حېران پہ دې یمہ چې مینہ مې لا زور ولې کا
نہ مې ځوانی او نہ ستا ھغہ شان جمال پاتې دے

پہ ژوند یو ځائے نۂ شو دا لیک بہ د تقدیر ؤ زمونږ
پہ اخر یو شوے بس پہ شونډو مې دا سوال پاتې دے

بل ھیڅ ارمان مې څۂ ارمان چرتہ ګڼلے نۂ دے
زما پہ زړۂ باندې ارمان ستا د وصال پاتې دے

زۂ دوہ قدمہ اخستلو جوګہ پاتې نۂ یم
خو کاتۂ غواړی حسن څنګہ ستا د خال پاتې دے

تۂ پکښې نۂ اوسې ھغہ کلی تہ څلہ لاړ شم
د مدینې ښار ډېر لۂ سوختہ لہ بلال پاتې دے

غزلہ لوبې دې ناجاڼہ پہ نازک بدن کا
کۂ دې څۂ خیال ساتی یوازې یؤ اقبال پاتې دے
نور مې بائیلودۂ ھمت جانانہ بس دے
دا نېټی د قیامت جانانہ بس دے

یک طرفہ مینہ زما کتاب کښې نیشتہ
زما ډېر ډېر معذرت جانانہ بس دے

پہ قدم قدم پردو خپلو ازار کړم
زما ژوند نہ شو نفرت جانانہ بس دے

ما د عشق بازی پہ نیمہ کښې بائیللي
ما سر نہ کہ محبت جانانہ بس دے

ما ستا زلفو لہ پناہ راوړہ لہ ھجرہ
تا پاللے نۂ دے پت جانانہ بس دے

زۂ پہ نیمہ غوندې مینہ نہ پوھېږم
طوفان نوم دے د شدت جانانہ بس دے

چې لہ خپلہ سر دانګی پہ ھر موړ کښې
اقبال نہ منی حجت جانانہ بس دے
وجود مې مړ دے زړہ کښې ساہ شتہ دے
چې لا احساس د مینې ستا شتہ دے

چې تہ ھغہ یې بدل شوې نہ یې
څہ پېمانہ ما سرہ دا شتہ دے ؟

ځکہ امید ځما د زړہ باقی دے
چې دې پہ شونډو لا خندا شتہ دے

پہ ما څہ چل کېدۂ چې او مې ليدې
اثر دې ھغہ شان پہ ما شتہ دے

خپل بہ څہ شے مالہ پوخ راکړې
اوږد سفر پہ سر ځما شتہ دے

وختہ تا ھیڅ ھم بدلون را نۂ ویستۂ
د اقبال ھغہ شان ژړا شتہ دے
عشق مې داسې پہ یو خیال دے
چې ادراک یې ھم محال دے

یو تصویر جوړول غواړم
نا لیدلے خد و خال دے

چې ھم پټ دے ھم ښکارہ دے
ھر ھر کار یې د کمال دے

ګاہِ کل دے ګاہِ جز دے
ھم جمیل ھم جمال دے

پہ دنیا راغلے نہ وم
ځما روح ورتہ لېوال دے

تیارۂ زړۂ مې پرې روښان دے
ځما زړۂ کښې بل مشال دے

لا جواب دے ورتہ عقل
دا د عشق د پوھېدو سوال دے

جوړوی او ورانوی یې
لټون څہ دا د کولال دے

ږیرہ سپینہ لکہ واورې
حېران ھغہ شان اقبال دے
مرمہ پہ پښتنہ مې راغلے وے
زړۂ د یو مېلمہ بہ دې ساتلے وے

درېغہ چې یو ځل دې ازمائېلے وے
سل ځلہ زۂ بیا بہ دې کږلے وے

بیا بہ دې اشنا قسم خوړلے ؤ
خاورې چې پہ ما دې اړولے وے

جدا شوې ھمسفرہ پہ ورستی پړاؤ
دوہ قدمہ نور راسرہ تلے وے

نہ یې څوک ھمدم اونہ ھمراز شتہ دے
حال د زړۂ اقبال چاتہ وئیلے وے
ما ورتہ وئیل د سپنې خولې قیمت دې څو دے
ھغې راتہ وئیل چې وایہ تہ دولت دې څو دے

ما وئیل چې ستوری بہ دې واچوم جولۍ کښې
ھغې وئیل ځہ ګورو بہ چې دا ھمت دې څو دے

ما وئیل چې سر و مال بہ دواړہ درنہ ځار کړم
ھغې وئیل کتے بہ شی چې دا طاقت دې څو دے

ما وئیل پہ دار بہ شم سنګسار دا ستا د پارہ
ھغې وئیل ځان وګورہ چې قد قامت دې څو دے

ما وئیل اقبال یم شاعر یم نادرہ
ھغې وې نظر وکړہ ګېر چاپېر عزت دې څو دے
افسانہ ځما د یار ځما غزل دے
د یو بل انداز ګفتار ځما غزل دے

راوستلے چې پہ ژبہ باندې نۂ شم
د ھغہ جذبو اظھار ځما غزل دے

کلہ زلفې یې شانہ کلہ خال کېدم
پہ ھزار رنګا سینګار ځما غزل دے

څۂ راکړی زمانې او څۂ مې یار دی
د زخمونو لالہ زار ځما غزل دے

بې موسمہ ھر یو ګل پکښې موندے شی
عجیبہ غوندې ګلزار ځما غزل دے

د خزان پخې دېرې مې دی پہ زړۂ کښې
کۂ ښکارہ بھار بھار ځما غزل دے

راویت او جدت دواړہ چې یو ځاے شی
د رنګ رنګ ګلونو ھار ځما غزل دے

تقاضیٰ کړی د ژور نظر اقبالہ
چې روان پہ کومہ لار ځما غزل دے
دا ځما د عشق تفسیر ځما غزل دے
دا ځما سټی جاګیر ځما غزل دے

څوک ځما پېژندګلو د زړۂ نہ غواړی
دا ځما واضح تصویر ځما غزل دے

ستا ځما تعلق اوس شلېدلے نۂ شې
ستا ځما منځ کښې زنځیر ځما غزل دے

تۂ چې داسې مشھورہ پہ جھان شوې
سوچ پرې اوکړہ ستا تشہیر ځماغزل دے

فېصلہ شوہ راتہ ګرانہ نۂ پوھېږم
تۂ ښائستہ یې کہ قجیر ځما غزل دے

چې پہ داسې بې نظیرہ یار مئین یم
پہ عالم کښی بې نظیر ځما غزل دے

چې ماشوم ومہ لیدلے مې یو خوب ؤ
دا ځما د خوب تعبیر ځما غزل دے

جمع کړې مې خبرې ھسې نۂ دی
دا اواز مې د ضمیر ځما غزل دے

بربطی کہ سرمدی کہ سرودی دے
پہ څو چندہ پُر تاثیر ځما غزل دے

زۂ اقبال ورتہ پخپلہ بند تړمہ
د خیالاتو یو بھیر ځما غزل دے
ستا ښائستہ شکل و صورت لہ مانہ ھېر دے
بس یو خیال دے چې د زړۂ نہ مې چاپېر دے

عاشقی دومرہ اسانہ لوبہ نۂ دہ
سر دې وتړی ھغہ چې سر نہ تېر دے

افرین پہ نښانہ ستا د مژګانو
ھر ھر غشے مې د زړۂ نہ تېر وبېر دے

یو وېختۂ اسمان کنډاؤ د رقیب نہ کہ
د مرۍ پہ ماتولو ځما شېر دے

بورا نۂ یم چې پہ ھر ګل بہ بڼېږم
مالہ خپل ګل مخے یار عالمہ ډېر دے

چې خوشحال نوید ورکړے تېر پخوا ؤ
راشی اودې ګورې نن چې پورہ سېر دے

رانہ مۂ پښتہ چې څۂ رنګې تېرېږی
د اقبال ژوندون صفا لکہ ګنډېر دے
پہ دنیا د ھر چا غم جدا جدا دے
پہ ھر چا شوے ستم جدا جدا دے

کۂ د یو پلارہ د یو مورہ پېدا دی
ورتہ او ګورہ عالم جدا جدا دے

څوک پہ توراوڅوک پہ سپین باندې مئین د ے
د ھر چا زړۂ کښې صنم جدا جدا دے

پہ یو لاس پہ یو شانہ باندې شانہ شی
د ھر زلفې پېچ و خم جدا جدا دے

څوک مې اونۂ لید چې روغ دے پہ دنیا کښې
د ھر زړۂ خپل مرھم جدا جدا دے

پہ چا ورځ تیارۂ پہ چا بہ شپہ رڼا شی
پہ ھر زړۂ باندی تورتم جدا جدا دے

د اقبال سرہ پہ یو لارہ روان شہ
ستا زما ولې قدم جدا جدا دے
ستا پہ سر باندې مې ھر سړے دښمن دے
دا زما عشق زما خپلہ میرڅمن دے

کۂ دا نور خلق خوراک او پہ څښل پاي
پائیدو سبب زما دا ستا دیدن دے

ستا د مخ ګل چې زما نصیب کښې نیشتے
زۂ یې څۂ کړمہ کۂ ټول وطن چمن دے

پہ نظر کښې یې وفا د شیرنۍ وہ
دومرہ زور ځکہ پہ مټ کښې د کوھکن دے

چې لار ګوری سړے سل لارې راوځی
مونږ منلے خامخا پہ ځان قدغن دے

اقبال ستا عشق کښې چې مړ نۂ دے تراوسہ
کۂ دے سل قسمہ خوری خو دروغژن دے
نہ مې امید نہ مې ارمان پاتې دے
زړۂ مې یو خوشے بیابان پاتې دے

د خوشحالۍ د غم احساس ختم شو
څہ عجیبہ غوندې ګذران پاتې دے

نہ د چا زہ او نہ زما څوک دی
مانہ پہ ژوند باندې جھان پاتې دے

دنیا ورانیږی څۂ سودا مې نیشتے
ځما نہ سُود ځما نہ زیان پاتے دے

مرګہ راځہ ھسې ترې نہ خلاصېږم
اقبال تہ عمر کہ زندان پاتې دے
ما یې سترګو کښې لیدلے ھغہ نُور دے
ځکہ زړۂ مې پہ سجدہ ورتہ مجبُور دے

ھرہ ھرہ جلوہ خېژی یار لہ مخہ
یار زما زما د پارہ کوہِ طُور دے

پہ دا څہ شوہ چې یې مخ لیدلے نہ شم
خیال یې ھر وختې ھر ځاے راتہ حضُور دے

نرګسی سترګې راپورتہ کړہ لہ خوابہ
د لالہ ځیګر پہ وینو باندې سُور دے

د وصال خوندونہ اخلم تصور کښې
لہ ازلہ کہ دا زړۂ زما مھجُور دے

ټکے ټکے مې لوستلے ډېر پہ شوق دے
بیا ھم پوې نہ شوم د عشق څنګہ دستُور دے

د اقبال نشہ څہ عامہ نشہ نہ دہ
پہ زړو شرابو اوس ھم لا مخمُور دے
ائینہ زۂ یمہ کۂ بل څوک دے
داسې ھم نۂ لږی چې خپل څوک دے

زرۂ مې ھغہ دے کۂ صورت مې نۂ وی
اشنا دې وګوری بدل څوک دے

تر دې مقامہ رسَولے چا یم ؟
راپورې خاندی چې پاګل څوک دے

دا فېصلہ بہ وخت پخپلہ وکړی
رښتینے څوک دے او پہ چل څوک دے

منزل تہ رسی او کۂ نۂ رسیږی
لا ھٰغہ شان لہ پہ مزل څوک دے

اقبال چې ھر ورځ غزل لیکمہ
دا مې پہ سترګو کښې غزل څوک دے
ما د مینې جنګ بائیللے تېر پخوا دے
پاتې کار راسرہ څۂ اوس د دنیا دے

نوم پہ ژبہ مې د یار راوستے نۂ دے
کہ پہ زړۂ کښې مې اوسېږی زړۂ زما دے

یو حسرت ستا د دیدن لرم پہ زړۂ کښې
نور مې ھرې تمنا ورکړے ساہ دے

زندګی مې ستا د ځان سرہ تباہ کړہ
زما مرګ اشنا پہ تا باندې روا دے

چې مې ساہ لہ ھرې څړیکې سرہ خېژی
دغہ ھسې قاتل درد راکړے چا دے

اقبال نۂ وھم لاسونہ پښی ھوا کښې
تصور د ھر غزل پہ شاہ مې ستا دے
نصیب مې نہ شو ستا د زلفو سیورے
خو پہ وجود یې زما اوکړو سیورے

زائچہ مې څلہ جوړہ وې نجومی
ما پہ تندی باندې راوړ دے ستورے

چې دوہ قدمہ اخلم ساہ مې اوځی
ستا لہ غمونو زما اوشو تورے

اشنا چې ستا در تہ بہ څنګہ رسم
څوک دے چې سم کړی راتہ ھغہ لورے

د حقیقت او د مجاز تر منځہ
اقبالہ لا ھغہ شان لہ یم دوہ کورے
زړۂ ارمان بہ شی تر سرہ خداے خبر دے
یخ بہ شې سویہ ځیګرہ خداے خبر دے

کہ پہ قبر کښې مې پښې دی ھېر مې نۂ کړې
تۂ د چا وائې سندرہ خداے خبر دے

د ھجران پہ تورتمونو باندې ړوند شوم
چې بہ خېژې کلہ نمرہ خداے خبر دے

چې زما د مرګ پہ ورځ باندې بہ څہ کړې
څہ بہ وی ھغہ منظرہ خداے خبر دے

راشہ درشہ بہ کوی راتہ اقبالہ
کہ شړی بہ مې لہ درہ خداے خبر دے
چې د مینې لہ دستورہ بلد نہ دے
د مجنون او لہ منصورہ بلد نہ دے

مُلا مے پہ بل جھان باندې موقوف کړۂ
د مستۍ او لہ سرورہ بلد نہ دے

اھتمام زاھد پہ ذوق شوق د مانځۂ کا
د ھر وختې لہ حضورہ بلد نۂ دے

نمر سپوږمۍ تہ چې نسبت د ښائست کاندی
زړۂ پہ سترګو ړوند لہ نورہ بلد نہ دے

ھغہ څوک چې د وصال پہ شپہ کښې خوب کړی
غوږ کښې خوږ خوږ لہ مذکورہ بلد نہ دے

ناصح ماتہ چې د صبر نصحت کړی
تورو سترګو لہ فتورہ بلد نہ دے

پہ اقبال باندې نظر د لطف نہ کړی
ھیڅ لہ حالہ د مھجورہ بلد نہ دے
زما ژوند زما خپل نہ دے پردے دے
ځکہ دغہ ھمرہ ګران راباندې دے دے

خیانت پہ امانت کښې پکار نہ دے
زدہ کړے دا سبق مې پخوانے دے

کۂ مې ږیرہ شولہ سپینہ غاښ وتلی
لا د زړۂ ارمان مې ھغہ شان ځلمے دے

لکہ کاڼی پہ شان نہ یمہ بې حسہ
شکر دا دے چې احساس زما ژوندے دے

چې پہ کوم لوری نظر شې فتح کاندم
استعداد د شعر مې ھر چانہ تېرے دے

ھیڅ کمے د تخیل راڅخہ نیشتے
چرتہ مل د شعر زما سرہ پېرے دے

څۂ رقیب څۂ د رقیب اوقات اقبالہ
پہ خاطر د یار زغملے مې دا سپے دے
دیو څو ورځو بھار دے بیاخزان دے
ستا پرې څۂ دومرہ اعتبار دے بیاخزان دے

پہ چمن کښې ستا پہ شان ګلونہ ډېر وو
ډېرو خپل تېر کړے وار دے بیا خزان دے

بلبلان د خوشحالۍ سندر ې نہ وائی
دا ماتم پہ دې ګلزار دے بیا خزان دے

ھر سحر او ھر ماښام دا اعلان کېږی
رسېدونکے دے پہ لار دے بیا خزان دے

ھوښیارانو ځان لہ پارہ توښې اوکړې
سفر اوږد دے دشوار دے بیا خزان دے

سرائ ځاے د اوسېدو د دائیم نہ دے
څوک ترې لاړل څوک حیصار دے بیا خزان دے

پاتې شوی ھغہ ھم نہ دی اقبالہ
کہ یې ھرڅومرہ انکار دے بیا خزان دے
طعبیت د یار نازک لکہ غزل دے
زۂ پښتون یم زما خوی شډل پډل دے

عاشق یمہ خو پښتو مې ساتہ خیال کښې
ماتہ خپل عزت د ھر څہ نہ اول دے

زۂ پہ مینہ کښې قائل فقط د داد یم
اخستۂ ورکړۂ د زړۂ پکښې بدل دے

پردے خاورو کور پہ ګټو باندې مۂ ولہ
چې خپل پکښې اوسېږې شیش محل دے

ھر ھغہ شعر پہ اقبال باندې ښہ لږی
چې پکښې ذکر اشنا ستا د اوربل دے
ستا زما منځ کښې غریبی دیوال دے
ګوذار مې نۂ کړو ډېر قوی دیوال دے

کۂ یو طرف وے ما بہ کړی وے څۂ
ھم مې خپل ھم مې پردی دیوال دے

زړۂ او ځیګر دے زما وینې وینې
د ګل پہ خواکښې مې ازغی دیوال دے

ھرہ فتویٰ یې دہ زما لہ پارہ
مالہ مُلا مالہ قاضی دیوال دے

دا د خېبر خپل کمال نۂ دے
د خېبر غرو کښې افرېدی دیوال دے

ستا زندګی د رنګینو ډکہ دہ
زما بې حدہ سادګی دېوال دے

اقبالہ ھر څۂ مې خزان خزان دے
نۂ راځی دې خوا پسرلی ، دېوال دے
لاس تالہ بہ در نۂ وړم ما قسم خوړلے دے
ھر زخم بہ پہ زړۂ وړم ماقسم خوړلے دے

کتلی دې زما انا تہ یار چرتہ نہ دی
تر څو بہ بد کاتۂ وړم ما قسم خوړلے دے

منمہ چې ستا شونډو کښې حیات دی ژوند بخښی
حرام کہ ورلہ خولۂ وړم ما قسم خوړلے دے

ترخو نہ د خوږو طمع ساتل مې لېونتوب وۂ
یو خس کہ دې تارخۂ وړم ماقسم خوړلے دے

ما ډېرې چغې وکړې خو راوېخ نہ شو اقبالہ
نصیبہ تا اودۂ وړم ما قسم خوړلے دے
چې یو ځل دې اووینم دا مې ارمان دے
بیا د ژوند باغ مې تالا شہ پرې تالان دے

زړۂ مې ډک دے چې د ټول عمر ګیلې دی
ولې چاؤدے نہ دے دې باندې حېران دے

ماتہ خپل ګناہ تقصیر څۂ لیدے نہ شی
دومرہ پوخ دې دا پہ څہ رانہ خفګان دے

ستا بہ ھېر یم کہ بہ یاد یم خبر نہ یم
ما بہ ھېر نۂ کړې زما ولې ایمان دے

قد قامت اوستا نقشونہ لہ ما ھېر شو
پېوست زړۂ کښې مې ستا خیال پہ ھرزمان دے

د غزل روح نہ خبر نہ دی اقبالہ
اشارہ کړې چې بلبل د ګلستان دے
ھر سړے دغرض یار دے
ھسې څوک دچا پکار دے

تر مطلبہ بہ دې خپل وی
کہ دې ځوےکہ دې پلار دے

چې څہ کاندې ھغہ وکړہ
نن دې وار دے نن دې وار دے

د ھیچا انتظار نہ کہ
پہ مرګی باندې تلوار دے

دټول عمر تجربہ دہ
پاسېدلے مې اعتبار دے

چرتہ دوست مې پېدا نہ کہ
ھر سړے دلتہ کښې مار دے

دیارانو لہ دوستانو
د اقبال زړګے فِګار دے
بغېر لہ یارہ زما څۂ اختر دے
خلقہ زما دپارہ نۂ اختر دے

زما پہ زړۂ کښې خوشحالی نہ راځی
څہ کړمہ لوے دے کہ واړۂ اختر دے

اختر لہ زړۂ دے څہ لہ تنہ نہ دے
اختردے ھلہ چې د زړۂ اختر دے

ورځې دی ما دپارہ تېرې بہ شی
څۂ کړمہ راغے کہ پہ تلۂ اختر دے

څہ لہ رنګینې جامې واغوندمہ
زما خو ټول پہ ژړېدۂ اختر دے

راشہ پہ ما باندې اختر راولہ
پہ نورو خلقو پہ واتۂ اختر دے

ھغہ اقبال تېر کړے څۂ رنګې وۂ
لا ېې پہ زړۂ غم د زاړۂ اختر دے
محرک مې د غزل ستا محبت دے
ځکہ ھر شعر زما حسن نزاکت دے

کہ تہ نۂ وے مابہ چرتہ غزل نۂ وې
د چا ځان ویلی کولو څۂ حاجت دے

غزالی سترګو دې یارہ لېونے کړم
پہ غزال پسې مې رم پہ ھر ساعت دے

ستا د زلفو د رخسارہ لہ کبلہ
ھم پہ دار یم ھم مې اور کښې سکونت دے

سرۂ لبان او سپین جوھر دندان پہ خولہ کښې
دا پہ تا باندې د خداۓ څو عنایت دے

دا موسم دپسرلی او اور د ھجر
سیند پہ غاړہ دیو تږی دا حالت دے

اقبال بې لہ تا ھیڅ نۂ وینی دنیا کښې
خور پہ ھر طرف کہ حسن دفطرت دے
ھر غزل مې ستا د زلفو ارائش دے
مُو حېران دې د کمر پہ پېمائش دے

د دنیا حسن کښې پاتې خاص کمے وۂ
پہ دنیا دې ځکہ شوے پېدائش دے

کوم کالے بہ ستا د حسن اضافہ شی
ګل پہ ځان باندې پخپلہ زېبائش دے

تۂ پېدا دومرہ ښائستہ او زہ مئین یم
نہ پوھېږمہ چې څنګہ ازمائش دے

زما زړۂ کښې بې لہ تانہ بل څہ نیشتہ
بختور یم چې دې غم لہ ګنجائش دے

داقبال دژوند مقصدستاخوشنودی دہ
پہ سرسترګو مې قبول ھرفرمائش دے
پاتې لہ غلو راتہ لوټلے کور دے
پروت لوټې لوټې دے کہ ښکلے کور دے

مونږ یې پہ قدر باندې پوھہ نۂ شُو
پہ میراثہ کښې مونږ موندلے کور دے

چا څخہ نیشتہ دے تپوس ترې اوکړئ
دا پہ دنیا کښې ډېر ښاښلے کور دے

زمونږ د بل چانہ ګیلہ نیشتہ دے
مشر د کور رانہ خوړلے کور دے

حساب کتاب خو بہ یو ورځې کېږی
کومو ګرجانو مو راخکلے کور دے

دھغۂ عزت بہ پہ محلت کښې څۂ وی
څوک چې پخپلہ شرمېدلے کور دے

اقبالہ څۂ دی سرۂ یاقوت او مرجان
مونږہ پہ سرو وینو ګټلے کور دے
پخپلہ ما پہ خپل ژوند باندې ستم کړے دے
خو داسې ھم نہ دہ چې ما یې دومرہ غم کړے دے

مینہ چې ماسرہ دې کړې دہ زۂ ھم خاص وم
ددې قابل وم څۂ دې ما باندې کرم کړے دے ؟

زما خپل ګیلہ زمانہ پہ خپل ځاے باندې کړی
لہ دې زیات مې شُو کولے دا مې کم کړے دے

ما پہ مړہ باندې خوړلی دی پردی غمونہ
څوک بہ دانۂ وائی چې دځان مې خپل ماتم کړےدے

ساتل اقبالہ د غرمو نہ زما وس کښې نۂ وو
عمر لہ کار مې پہ ګلونو د شبنم کړے دے
غوښې یې وخوړې زما خو اشنا موړ نہ دے
دومرہ ستم یې پہ ما اوکړو زړۂ یې سوړ نۂ دے

پرتہ لہ بدو نہ بیا ھم طمع لہ مانہ ساتی
چرتہ کښی زۂ لېونے یمہ کہ دے جوړ نہ دے

یاد مې کمزورے دے منمہ دومرہ ھم نہ دے
چې مې خوړلی دی زخمونہ یو ھم زوړ نۂ دے

ھغہ غرور او تکبر بہ زما ھېر نۂ شی
اوس کہ تۂ ډېر ھم ځان عاجز کړې دا یې توړ نہ دے

تۂ چې ډاډہ مخې لہ بیا داسې زما راځې
تاتہ معلومہ دہ اقبال پہ خوی نروړ نہ دے
ھسې زخم مې خوړلے پہ ځیګر دے
نہ ډکېږی اباسین نہ ھم ژور دے

زۂ څہ وکړم څہ او نہ کړم نہ پوھېږم
پہ دماغو کښې مې ھسې رنګ اثر دے

لېونتوب ښہ دے سړے لہ غمہ خلاص کا
زما حال د لېونو نہ ھم بد تر دے

چاتہ څہ اووائیم څہ پہ ما تېرېږی
دا زما درد لہ بیان ځنې بھر دے

خیال پہ زړۂ کښې یې زما ھسې پېوست دے
لکہ ډز پہ ګل زړۍ باندې برابر دے

دغہ څنګہ انتقام دې رانہ واخست
ما خو ستا مینہ ګڼلې خپل افسر دے

زۂ بې وسہ یمہ وس مې نۂ رسېږی
زړۂ د یار محکم پہ شان لکہ د غر دے

ھیڅ ګیلہ مې لہ چا نیشتہ دے اقبالہ
رسېدلے راتہ خپل خوار مقدر دے
یا زما جذبہ کښې دومرہ شدت نیشتے
یا د یار زړۂ کښې زما محبت نیشتے

یو ساعت مې بې لہ یارہ نۂ تېرېږی
یو سا عت یار لہ زما ضرورت نیشتے

زۂ د یار لہ غمہ چرتہ فارغ نہ شوم
د یار مالہ پارہ ھیڅ فراغت نیشتے

ولې خپل مې لا تراوسہ پورې نہ کۂ
ولې دغہ ھمرہ پہ ما کښې ھمت نیشتے

ډېر مې او کاتۂ رقیب تہ یار لہ مخہ
پہ رقیب کښې مې یو خس شرافت نیشتے

راکوہ غمونہ دومرہ چې وړے شم
پہ ناتوانہ زړۂ کښې نور مې طاقت نیشتے

پہ اقبال باندې پہ ھجر کښې قیامت دے
دې نہ لوے چرتہ کښې بل قیامت نیشتے
لکہ د خوږ ګوتې مې ستا د مینې خیال کړے دے
د زړۂ سرہ سرہ د سترګو مې ھم پال کړے دے

ما ستا د مینې جوګہ ځان چرتہ ګڼلے نہ دے
مینہ چې تا راسرہ کړې دہ کمال کړے دے

ما د خپل ځان پارہ چرتہ ھم څۂ غوښتی نۂ دې
ما د مانځۂ نہ ورستو ستا د پارہ سوال کړے دے

امیر دې دومرہ پہ خپل مال باندې غرور نۂ کوی
چرتہ نہ چرتہ د غریب یې استحصال کړے دے

د ګناھونو مې فہرست دومرہ طویل ځکہ دے
اشنا چې تور دے لګولے ما اقبال کړے دے
تن مې ژوندے دے روح پخوا مړ دے
دا عجیبہ ددې دنیا مړ دے

د وخت اثر ورباندې ھم نۂ کېږی
د مرګ لۂ حدہ څۂ سېوا مړ دے

د ھغۂ بہ څۂ وېرہ د مرګ نہ اوشی
ھرہ لحظہ چې څوک اشنا مړ دے

تۂ یې چې مرګ تہ ګواښېدلې بہ ډېر
نن پہ کوڅہ کښې ھغہ ستا مړ دے

چې لامبوۂ چاپ یې نعرې وھلې
دا خو د لاسہ د بلا مړ دے

کمے د ښکلو پہ دنیا نیشتہ دے
ھغہ اقبال یارہ پہ تا مړ دے
زما ژوند فراق فراق دے
ستا دیو نظر مشتاق دے

لہ خپلہ اورہ ډک دے
زړۂ مې کاڼے د چقماق دے

یو ګوذار یې خطا نۂ ځی
پہ ویشتو مې د زړۂ طاق دے

زۂ د یار پہ مینہ مست یم
دا جھان رانہ طلاق دے

خفہ نۂ شې مغرور نۂ یم
دا عالم مې د اغراق دے

لا تراوسہ چې مړ نۂ یم
دا مې عشق دے کۂ مزاق دے

احترام دګېلانی دے
کہ بغداد دے کہ عراق دے

خاورې خاورہ بہ صبا شې
نن دې څومرہ طمطراق دے

کہ دې زلفې خاماران دی
یو بوسہ د لب تریاق دے

تۂ کۂ مرګ د اقبال غواړې
د اقبال پرې اتفاق دے
یار پہ خوب کښې ھم لہ مانہ مرَور دے
پہ ھر حال کښې غماز ما سرہ پہ شر دے

نۂ پوھېږمہ چې څنګہ یار رضا کړم
استعمال مې کړو چې یاد مې کوم ھنر دے

ورہ وہ د بڼو غشی پرواہ مۂ کړہ
ورتہ سپر مې نیولے زړۂ ځیګر دے

ھرہ شپہ دې خوب کښې وینم سپوږمۍ مخیہ
پہ ھجران کښې پہ خوبونو مې اختر دے

زما خپلہ پښتو پښہ کښې مې زنځیر شوہ
کم نسبہ سړے عشق کښې بختور دے

تر ھغہ مقامہ نۂ شم غورزېدلے
ګنی ھر چانہ مې زیات سوے ټټر دے

دغزل شعر اشارہ او کنایہ دہ
وضاحت اقبالہ نثر کښې بھتر دے
ورک دې داسې ژوند شی چې مدام ھجر د یار دے
زړۂ زما پُوټے د غوښې پروت پہ سُور انګار دے

ما غوندې کړمن بہ څوک پہ مخ د دنیا نۂ وی
یاد نۂ دی زما چې مې اخستے څۂ ازار دے

چا وتہ چې ګورمہ پہ بد نظر راګوری بہ
خبر نۂ یم وژلے مې د کوم کوم سړی پلار دے

مالہ د اختر او محرم معنیٰ یوہ دہ
زړۂ مې پہ یو حال دے کہ خزان دے کہ بھار دے

ھیڅ خبر رانغے د اشنا لہ سپېرۂ کلی
مانہ مرور پہ نۂ خبرہ مې رېبار دے

اثر کۂ پہ خوشحالہ خلقو نۂ شې ګرم پرې نۂ دی
زما غزل زما د غمژن زړۂ خلقہ اظھار دے

مړ ھغہ اقبال دے بس پہ نوم باندې ژوندے دے
کلہ نہ چې تا پریښے د ژوند پہ لویہ لار دے
کۂ پہ عشق کښې ھر سړی خوړلے داغ دے
دا زما زړۂ پہ داغونو باندې باغ دے

ھرې خلہ کښې کۂ اوبۂ راځی پہ ځاے دی
اننګے دې اشنا سور لکہ ایماغ دے

څنګہ صبر بہ زما د زړۂ پتنګ شې
چې دې مخ راتہ پہ مثل د چراغ دے

زۂ بلبل د ګل صفت لرہ پېدا یم
پېدا کړے خداے رقیب لکہ د زاغ دے

کۂ دا ستا سترګې ھوسۍ وھی ترپکې
زړۂ زما ھم د صحرا پہ شان فراغ دے

نظر اوکړہ زړۂ زما سُورے سُورے دے
دغہ ستا د نظر غشی کہ سولاغ دے

پہ چامبېل او پہ رامبېل کښې داسې کلہ
ستا دزلفو عجیبہ غوندې دماغ دے

پہ کشمیر جنت نظیر باندې بہ څۂ کړی
دغہ ستا کلے اقبال تہ باغ و راغ دے
ما ستا پہ مینہ کښې یو خس خیانت نۂ دے کړے
چا لېونے زما پہ شان محبت نۂ دے کړے

چې مې بخښی او کۂ پرېږدی دا مې د خداے خوښہ دہ
ما پہ خداے او تا کښې ھیڅ تفاوت نۂ دے کړے

لہ سرہ تېر ومہ خو تا مې ملګرتیا او نۂ کړہ
مینہ مې کړې دہ څۂ ھسې عادت نۂ دے کړے

زما پہ ژوند کۂ نۂ راځې زما پہ مرګ خو راشہ
اوګورہ دا چې مې بل چا دا حالت نۂ دے کړے

ستا پہ ھجران کښې پنځۂ وختہ قیامت وی پہ ما
پہ قیامت کښې مې ھیڅ غم د قیامت نۂ دے کړے

چې رڼاګانې د مغرب راتہ تیارې ښکارېږی
زھرو پہ وینہ کښې مې لا سرایت نۂ دے کړے

سپینہ خبرہ حجرې مارہ مې پہ مخ کړې دہ
ما پہ غوږونو کښې پُس پُس اشارت نۂ دے کړے

ولاړ اقبال یمہ مظلوم سرہ اوږہ پہ اوږہ
پہ کوم مېدان مې د ظالم مذمت نۂ دے کړے
مۂ پښتہ لۂ مانہ چې دا څۂ چل دے
تہ پرې ښہ پوھېږې دا ھغہ چل دے

اوس پہ نصیبونو بہ رغېږمہ
ناست ډېرې مودې نہ مې د زړۂ چل دے

ستا بہ د چلونو چاتہ څۂ وایم
کلہ دې پہ زړۂ کلہ پہ خلۂ چل دے

خلق بہ پہ ځان باندې خبر کړې ټول
ستا راتہ محفل کښې نۂ کاتۂ چل دے

زړۂ تش پہ کتو ګوګل نہ اوباسې
دا دې زدہ کړے لۂ کوم غلۂ چل دے

قبرہ پورې ځان یې بیا خلاصیږی نہ
چا چې عشق ګڼلے د واړۂ چل دے

جدا یې پہ پاخہ باندې لۂ یارہ کړم
اوجنګوہ اقبالہ خپل مازغۂ چل دے
د کمر پہ سر مې ځان دے انخلولے
پہ یو نخښہ مې دیدوان دے انخلولے

حقیقت د رڼا ورځ پہ شان ښکارہ دے
ما امید پہ یو ګمان دے انخلولے

ما او نۂ لید چا پہ عشق کښې ګټہ اوکړہ
دا روزګار مې پہ تاوان دے انخلولے

زۂ د خاورو خټو جوړ پېدا پہ زمکہ
محبت مې پہ اسمان دے انخلولے

تۂ مې ځان نہ شوکوې زۂ درانخلم
ځان مې تا سرہ څو ګران دے انخلولے

کہ ھر څو شکر اوباسم د خداے کم دے
پہ صفت مې ستا زبان دے انخلولے

خداے دې نہ کړي چې برے لہ مانہ یوسي
ما رقیب سرہ مېدان دے اخلولے

اثار نیشتے چرتہ سر بہ شی اقبالہ
ما پہ زړۂ کښې یو ارمان دے انخلولے
بې وفا کہ وفادار دے یار زما دے
دغماز پکښې څہ کار دے یار زما دے

کہ مې وژني کہ پرېږدي مې د یار خوښہ
ما ورکړے ټول اختیار دے یار زما دے

قبول کړے پہ سر سترګو مې ھر ناز دے
زما زړۂ یې ناز بردار دے یار زما دے

د دنیا وس کہ څہ رسي چار دې اوکړي
زیات مې ځان نہ پرې اعتبار دے یار زما دے

حثیت د سود او زیان تر منځہ څہ دے
ځان زما پہ یار نثار دے یار زما دے

چې د زړونو ښکار کوی پہ تور سترګو
چې رسا یې ھر ګوذار دے یار زما دے

ھر بلبل یې چې صفت کوي اقبالہ
پہ چمن کښې چې بھار دے یار زما دے
ما پہ خوارو دے خپل ځان ټینګ کړے
دې بعضې خلقو دے اسمان ټینګ کړے

ډېر لوے ھمت او ځوان مردی دہ دغہ
چې کوم سړي وي خپل زبان ټینګ کړے

دنیا پہ خوا بہ ورانہ شوې وہ خو
دې ملنګانو دے جھان ټینګ کړے

لوبغاړي واړہ برابر نۂ وي ټول
پکښې بہ یو نیم وي مېدان تینګ کړے

دې بې شرمۍ تہ چې چاپېرہ ګورم
ډېر مې پہ ګرانہ دے ایمان ټینګ کړے

څوک بہ د پلار نیکۂ پہ نوم کلنک شی
چا پہ ھمت نام و نښان ټینګ کړے

ړندې بہ نۂ شې اقبالہ ھغہ سترګې
چا چې پہ لاس کښې دے قرآن ټینګ کړے
عشق د ټول عمر سفر دے
مسلسل درد د ځیګر دے

روح پہ خپلې وعدې ټینګ دے
کہ وجود پہ نورو سر دے

وصال چاتہ نصیب نۂ شۂ
خضر یا کہ سکندر دے

څوک بہ ما پوھہ پہ دې کړي
څوک دلدار دے څوک دلبر دے

چا د زړۂ پہ سر چې وخوړ
تل تازہ دغہ پرھر دے

چې پہ طُور دې جلوہ غواړي
د موسیٰ پکار نظر دے

یار پہ زړونو کښې اوسېږي
خلق ھسې در پہ در دے

د اقبال نظر کښې یو دي
کہ جمات دے کہ مندر دے
ھر سړي کړے تر خپلہ وسہ چار دے
پہ چمن باندې ګلچین دے کۂ مالیار دے

ھر چا برخہ دہ اخستې پہ تالان کښې
لوے واړۂ ګڼلے دغہ خپل کار دے

چاتہ خپل ګناہ پہ سترګو لیدے نۂ شي
پہ بل ګوتہ اوچتوي چې ګناہ ګار دے

یو حازق حکیم تراوسہ پرې پېښ نۂ شو
ھر عضو لہ کارہ تلے دے بیمار دے

دا نظام بدلول غواړي سم بہ نۂ شي
کوږ دېوال کوږ دے کۂ شوے سر دوبار دے

ھر چا خپلہ ګټہ اېښې دہ نظر کښې
دې محل باندې راغلے کوم معمار دے

لۂ بھارہ نا امید نۂ یم اقبالہ
خامخا بہ راځي دا زما اعتبار دے
جدائي د عشق انجام دے
موندے چا عشق کښې ارام دے

څوک کامیابہ مې او نہ لید
ھر سړے عشق کښې ناکام دے

چا چې سر پہ عشق کښې کېښود
پہ ھغۂ زما سلام دے

ورکېدۂ دي عشق محبوب کښې
ھم بېلات د ننګ و نام دے

بې لۂ عشق څۂ ژوندون دے
عاشقي د خداے انعام دے

اور پرې بل پجہ کښې نۂ شي
خاورې لوخے ګڼہ خام دے

ھرہ تندہ ئې شوہ ماتہ
چا چې څښلے دعشق جام دے

څوک د عشق کۂ مثال غواړي
د اقبال عمر تمام دے
زما ھر غزل تصویر زما د غم دے
چې دنیا کړے پہ ما څومرہ ستم دے

زمانې کړمہ جدا لہ خپلہ یارہ
راپغاړہ مې د ټول عمر ماتم دے

د زخمی زړۂ نہ مې خېژی فریادونہ
پہ ګاڼۍ کښې د وخت پروت چاؤدے شړشم دے

پہ ژړا ژړا مې تور دسترګو سپین شُو
پنځۂ وختہ مې ګریوان پہ اوښکو نم دے

خوشحالۍ تخم بہ څہ رنګې زرغون شی
څہ پټے شړ دے او څہ نصیب مې کم دے

رواجونو او پښتو تہ اوکتل مونږ
څۂ ګناہ زما خپل څۂ د صنم دے

عاشقی د بې صبرۍ نوم دے اقبالہ
چا پہ عشق کښې راوستے صبر زغم دے
دا زما د زړہ لہ دردہ څوک خبر دے
ځی چې اہ مې لہ خُلې سردہ څوک خبر دے

بړبوکۍ یا بہ طوفان وی پہ صحرا کښې
بې ګناہ نہ خېژی ګردہ څوک خبر دے

د ھجر ان لمبې مې بلې دی ځیګر کښې
لکہ نمر مې ګونہ زردہ څوک خبر دے

پنځہ وختہ پرې باران د اوښکو کېږی
دا زما لمن چې تر دہ څوک خبر دے

د موجونو تلاطم ھسې جوړ نۂ دے
اشکارہ پہ سمندر دہ څوک خبر دے

چې مې وژنی کہ پرېږدی دھغۂ خوښہ
منحصر مې پہ دلبر دہ څوک خبر دے

وخت پہ کومہ زاویہ مې فن تہ ګوری
د ھر چا پہ خپل نظر دہ څوک خبر دے

د اقبال لہ خُلې نہ خېژی فریادونہ
فریاد نۂ وی بې لہ دردہ څوک خبر دے
دم زما د لاسو پښو ختلے دے
کلہ چې ھغہ روح لہ مانہ تلے دے

قتل ئې پخپلہ کړم اوس وائی راتہ
پہ ډېرې بې دردۍ دا چا وژلے دے

څۂ بہ اوشی نن شپې کہ صبا نہ شې
ډېرہ مودہ پس مې یار راغلے دے

څوک زما د زړۂ لہ حالہ څۂ خبر
دا کہ سمندر پہ شان لہ غلے دے

مہ ګورہ بڅری د ارمان پہ کښې
اوس اقبال بېخی د خاؤرو څلے دے
دا زما غزل رُوداد زما د عشق دے
عشق وژلے یم فریاد زما دعشق دے

زہ بہ څۂ د خوشحالۍ خبرې اوکړم
زما زړۂ چې غم اباد زما د عشق دے

د کابل پہ شان لہ پروت کنډر کنډر یم
چې وطن واړہ برباد زما د عشق دے

مجنون پرېښود کلے کور لاړو صحرا تہ
لۂ حسدہ مړ فرھاد زما د عشق دے

ما د چانہ ستائش غوښتلے نۂ دے
چې راکړے مې زړۂ داد زما دعشق دے

زۂ لہ عشقہ یم پېدا عشق مې ژوندون دے
زما مرګ پہ اعتقاد زما د عشق دے

د بل چا مداخلت قبلولے نۂ شم
فتح کړے ما ھېواد زما د عشق دے

رنګ پہ رنګ کوکې مې اوکړلې اقبالہ
دا مارغۂ ناست پہ شمشاد زما د عشق دے
دا پہ کړس کړس چې خندا کړې زړۂ دې روغ دے
د خورانو څۂ سودا کړې زړۂ دې روغ دے

زۂ د پوزې نہ خپل مچ شړلے نۂ شم
د مارغۂ غوندې ھوا کړې زړۂ دې روغ دے

د رنځور د حالہ ھلہ بہ خبر شې
سترګو سترګو کښې صبا کړې زړۂ دې روغ دے

چې دیار پہ ظلم زور دې زړۂ اوبۂ شی
چې ماشوم تہ ھم ژړا کړې زړۂ دې روغ دے

لاس د مونځ نہ ورستو ھم اچتوې نہ شم
چې اوږدہ اوږدہ دعا کړې زړۂ دې روغ دے

اوس دې ترس پہ چا نۂ شی کہ څوک مری ھم
بیا بہ ترس پہ ھر چا کړې زړۂ دې روغ دے

مچ مېږی تہ بہ ضرر رسولے نۂ شې
پہ اقبال چې نن جفا کړې زړۂ دې روغ دے
یو ساقی دوئیم شراب دریم مې جانان د ے
د توبې مې پکښې پاتې څۂ امکان دے

دا زما ګناہ بہ اوبخښی غفور دے
اھتمام د دې محفل ډېر پہ ښہ شان دے

خم پہ سر باندې مې واړَوئ چې اوڅښم
جل اخستے یمہ صبر راتہ ګران دے

د واعظ اوزګارې نۂ شم اؤرېدلے
دځوانۍ متاع لوټ کېږی مې تالان دے

پہ نشہ کښې ھم حواس د چا پہ ځاے وی
دا د ھر سړی خپل خپل ایمان دے

چې بې رنګہ ژوند اقبالہ تېروے شی
یقناً دا مُلا جان چرتہ پېریان دے
وخت نور پورہ دے انتظار د وار دے
چې راځی کلہ دا اختیار د وار دے

ماتہ مزغو کښې ئې خلل ښکارېږی
کړے چې چا ھم اعتبار د وار دے

پردې پہ عقل د عالم پرتې دې
ګرم پہ ھر ځاے کښې بازار د وار دے

نہ ځوان تہ ګوری نہ بډھا تہ ګوری
کمزورے ھر سړے پہ وار د وار دے

روغ بہ ترې بوځی ھډو پوھہ نۂ شی
منتظر ھغہ شان بیمار د وار دے

دغہ چاپېرہ ھدیرې ډکې دي
ختلے ھر سړے پہ دار د وار دے

خلاصے د یو زندہ سر نہ وینمہ
د ھر سړی پہ اوږو بار دوار دے

د اقبالہ ھلہ ورتہ پام شو خلقہ
چې لږېدلے پہ قطار د وار دے
یو ساعت چې پہ خیر تېر شی غنیمت دے
پہ دنیا کښې لوے نعمت خلقہ صحت دے

ھغہ څوک دے پہ دنیا کښې خوش نصیبہ
نصیب شوے چې ھر چاتہ محبت دے

خلق نوم د قیامت اخلی خبر نہ دی
ما لیدلے ستا پہ غم کښې قیامت دے

د ژوندون واړہ اسباب راتہ حاصل دي
تہ چې نہ ئې د ھر شی مې کمامت دے

ښہ شوہ دا چې د حالتو سرہ مخ شوم
پېژندلے مې د ډېرو اصلیت دے

شوق مې کړے د اصیل چرګ د بلټېر سپی
ښې وسلې او د ښې مېښې مې رغبت دے

ښکار د پارہ ګرځېدلے یم پہ غرونو
ښکار د زرکو کښې حاصل مې مہارت دے

زما مینہ پہ یو ښکلی دہ لہ زړۂ نہ
پېژندلے مې د مینې حقیقت دے

پہ معنیٰ مې د عشق پوھہ خلق نۂ دے
لہ ھوسہ مې ھمېش کړے نفرت دے

کاغذاتو کښې مې نوم فېض الرحمٰن دے
کلی کور کښې پہ اقبال باندې شہرت دے
نن مې بیا ګریوان پہ اوښکو باندې تر دے
دا باران دے کہ د اوښکو مې دردر دے

دا زما ژبہ شی ستا پہ مخکښې ګونګہ
ما پہ بیرتہ د زړۂ راز وړے اکثر دے

د دیدن طمع بہ څنګہ اولرمہ
مودې اوشوې پورې کړے دې پوخ ور دے

امیدونہ ھغہ شان اوږدۂ اوږدۂ دی
کہ پوھېږمہ چې وخت ډیر مختصر دے

یار زما پہ شان لہ تېر لہ سرہ نۂ وۂ
ښہ کوم زړۂ چې خراب مې مقدر دے

اور خبرې فرشتو راسرہ مۂ کړئ
داغ را وړے مې دنیا نہ پہ ځیګر دے

تا بہ اووېنی اقبال څہ اثار نیشتے
دا ارمان مې بل جھان تہ ھمسفر دے
فرشتو لږ شان پہ ما رحم پکار دے
ما راوړے لہ دنیا زړګے فِګار دے
پہ غمزہ باندې وم مړ د یار د سترګو
مړ یو ځلہ چا وژلے بیا دوبار دے؟

ورتې کړې مې د زړۂ غوښې ھجران دي
چا وریت کړے مارغۂ اېښے پہ انګار دے

د ابریو پہ لړم پہ مار د زلفو
رسېدلے راتہ مخکښې نہ ازار دے

زۂ د خپلو ګناھونو بہ څۂ وایم
دا دسر د وېختو چا نہ شوے شمار دے

زما خپلې پہ لمنہ کښې ھیڅ نیشتہ
ما ټول عمر پہ یار کړے انحصار دے

تخیّل چې پہ ناشنا ورشو مې ګډ شی
دا اقبال د یار د مینې منت بار دے
زما غزل زما د زړۂ اواز دے
د غم نہ ډک پہ درد لړلے ساز دے

چې زۂ پہ نېغہ را اېستلے نۂ شم
ھغہ خبرہ دہ څۂ بل انداز دے

یو د غزل بل د غزال دے پکښې
زما غزل د غزالانو ناز دے

چې ژبہ زدہ کړی د طوطی او مینا
ښکارہ پہ ھغوی مې د غزل راز دے

څہ دی اخر داسې زما مینہ کښې
حېران پہ دې یم ھر سړے غماز دے

ھم مې د زړۂ غوښې خوری برند راګوری
دا خوی راوړے یار د غرۂ لہ باز دے

د شاعرانو ھیځ کمے نشتہ دے
پہ خپل اسلُوب باندې اقبال ممتاز دے
نن مې ټولہ ورځې یار لیدلے نۂ دے
پہ ما شپہ وہ ما سحار لیدلے نۂ دے

څۂ ښائستہ ښائستہ بشرې لاړې فنا شوې
دمرګی مې چرتہ وار لیدلے نۂ دے

چې مې طمع بې وفا نہ د وفا کړہ
ما شنډی ونہ کښې بار لیدلے نۂ دے

محبت ھغوی تہ ټوقہ غوندې ښکاری
چا پہ زړۂ کښې چې انګار لیدلے نۂ دے

د قفس پہ نظر ګوری بہ دنیا تہ
بلبل باغ کښې چې بھار لیدلے نۂ دے

پہ کالنو د کرم باران چې نۂ وی
پہ صحرا کښې مې ګلزار لیدلے نۂ دے

تا چې وړے ورلہ یو ځلې مضراب وۂ
د زړۂ تار مې پہ قرار لیدلے نۂ دے

دیدن لا مې کړہ سېوا د دیدن لوږہ
اقبال ځان پہ شان نھار لیدلے نۂ دے
کہ ځوانۍ پہ شان لہ یار مې ښکلے نۂ دے
زما مینہ کښې کمے راغلے نۂ دے

زما زړۂ کښې ټول عزت زما د یار د ے
یار نہ زیات راتہ ھیڅ څوک ښاغلے نۂ دے

دا زما سینہ دې چاک کړی اودې ګوری
زیات زما زړۂ نہ بل زړۂ داغلے نۂ دے

لکہ ما چې د یار عشق کښې دي موندلی
القاباتو باندې څوک مانځلے نۂ دے

عشق یواځې پہ ډېر حسن باندې نۂ دے
پہ دې راز باندې عالم پوھېدلے نۂ دے

اننګی پہ سر ئې خال د رنجو جوړ کړو
داسې وائی چې لا مې ښہ سېزلے نۂ دے

رنګا رنګ پہ اقبال شوې ګل پاشی دہ
ستا کوڅہ کښې وایہ چا کنځلے نۂ دے ؟
څۂ غرض ئې دے راپېښ چې مرور دے
یار زما د کمزورۍ نہ ښہ خبر دے

کہ ئې لاس زما نہ واخسۂ نو مرمہ
پہ قابو کښې ئې زما زړۂ او ځیګر دے

دا ھم نہ غواړی چې روغ شم نہ مې وژنی
د طبیب زما پہ جېب باندې نظر دے

کہ پرېږدی مې نیمہ لار کښې تعجب څۂ
اوسنۍ زمانے یار دے څۂ باور دے

چې يې لاس دے د چمن پہ بربادۍ کښې
خصمانہ باندې د ګلو مقرر دے

مخ يې تور دے پہ خر سور دے پہ خندا دے
بې حیا څومرہ د وخت مو غلاګر دے

پہ توڼۍ کښې غلہ څنګہ پہ امان شی
چې وړو کړے سورے ډېر پہ ھنر دے

اقبال څۂ بہ داسې قام نہ طمع اوکړی
ساز او غل یې چې نظر کښې برابر دے
ستا لیدو تہ مې حیصار مرۍ کښې ساہ دے
کۂ تہ راشې اخری خواھش زما دے

کہ ستا وېرہ د بېلتون راسرہ نۂ وے
مالہ دا جھان ھغہ یو پہ معنیٰ دے

خپلو سترګو کښې تصویر نوے کوم ستا
مودې اوشوې ستا د تلو خړ شوے دا دے

کہ پہ قبر کښې څۂ بند ستا دیدن وی
تۂ یقین اوکړہ جنت نہ ھم سیوا دے

خپلې زلفې د لاس نخښہ مالہ را کړہ
دا سفر د مخکښنو نہ مې جدا دے

پہ زکواۃ کښې د وصال مې ھیرہ وہ مۂ
اوس عاجز شومہ پہ ما باندې روا دے

چې تر مرګہ ترې اقبالہ فارغ نۂ یم
څنګہ غم دے چې زما پہ زړۂ لږیا دے
نخرې مۂ کوہ و ماتہ وخت مې تېر دے
دغہ درد مې پہ ځوانۍ لیدلے ډېر دے

تۂ چې داسې پہ مکېز مکېز راګورې
جادوګرې څوک دنیا کښې ستا پہ څېر دے؟

ما د پارہ شین اسمان شین ازمرے دے
د مرۍ پہ ماتہ ولو زما شېر دے

د ملتان پہ سرو غرمو کښې مې ژوندون دے
یار ګل شوے پہ ایلم کښې مې نمېر دے

پہ برجو راتہ ښکارہ چاړۂ راکاږی
زړۂ مې ټرے پہ پړکہ د مینې ګېر دے

ستا نامہ یې چې د زړۂ پہ تختۍ لیک دہ
تعجب دے تانہ ھٰغہ سړے ھېر دے

پہ اوږو یې لکہ زبر ګرځوی تل
د اقبال ورتہ مثال لکہ د زېر دے
ستا لہ ھجرہ مې روح زړۂ کښې داسې تنګ دے
چې لوګی غوندې وتو لہ پہ غورزنګ دے

چې زۂ څۂ یمہ ، تۂ څۂ یې مینہ څۂ دہ
د مودو مودو نہ ځان سرہ مې جنګ دے

د دنیا سازونہ کلہ پرې ښہ لږی
چا اورېدے د ازل پہ ورځې شرنګ دے

ھغۂ کړې نشہ نہ دہ ستا د مینې
غولېدلے چې شرابو او پہ بھنګ دے

د وصال صورت بہ زیات لۂ دې نہ څۂ وی
چې د دوہ زړونو د یو بل سرہ څنګ دے

پہ ھغۂ باندې ختے شی کلہ بل رنګ
پہ ھر چا باندې ختلےچې ستا رنګ دے

کۂ ملکونہ خزانہ ورڅخہ نیشتے
اقبال ستا پہ ملنګۍ کښې ھم اورنګ دے
چې باعث مې د چمن د بربادۍ دے
ھغہ زاغ یې دعویٰ ګیر د ابادۍ دے

دروغژن پہ خُلہ یاران مې لا تېروځی
دا مقام دے ژړا کہ د ښادۍ دے

چې مې خپل اختیار پہ خپل وطن کښې نیشتے
پورتہ شوے سوال زما د اذادۍ دے

ما پہ خُلہ یې کړے بیا بیا اعتبار دے
ما منلے یې ھنر د استادۍ دے

خپل مفاد پہ خاطر ھر یو سړے کوڼ دے
کۂ فریاد مې کړے ډېر د بېدادۍ دے

پہ فرېب کښې څۂ کمال ورتہ حاصل دے
د شروع سبق یې دا د بغدادۍ دے

پہ سړہ سینہ ھر کار کوہ اقبالہ
تل نقصان مې پورتہ کړے لہ تادۍ دے
کہ ھر څۂ ھم څوک کوی خلاصے پہ مرګ دے
غاړہ ډېرہ غړوی خلاصے پہ مرګ دے

 د دنیا ژوند د څو ورځو میلمستیا دہ
مېلمہ خامخا بہ ځی خلاصے پہ مرګ دے

کہ د نوح زندګی چاتہ ھم نصیب شی
د لقمان دارو کہ خوری خلاصے پہ مرګ دے

د فرعون او د ھامان تکبر څۂ شو ،
یحیٰ ډیړہ غرېبی خلاصے پہ مرګ دے

کہ د عمر دعاګانې صبح و شام کړی
دا تارخۂ زھر بہ څښی خلاصے پہ مرګ دے

بختور دی چې د لارې زاد یې اوکړو
پکارېږی بہ نیکی خلاصے پہ مرګ دے

اقبال دلتہ ھلتہ یار د خداے نہ غواړی
ھیڅ ارمان نور نۂ لری خلاصے پہ مرګ دے
ستا دیدن د پارہ شرط کۂ مرګ زما دے
قبول کړے پہ چشمانو  باندې ما دے

  زۂ بہ څۂ کړم کہ ستا سترګې پکښې نۂ وی
تۂ یقین اوکړہ جنت کۂ مې  ماویٰ دے

بې نشې نہ لکہ حال د نشّی وی
دغہ خوږ خوږ درد زما د زړۂ دوا دے

دا یې مینہ دہ ژوندون سرہ پوھېږم
چې د بل جھان خبرې کړی لږیا دے

ستا د زلفو دام مې نہ اوځی لہ پنجی
تخّیل مارغۂ کۂ ډېر  مې پہ ھوا دے

مھجورۍ کښې د یار مړ نۂ شۂ تراوسہ
خبر نۂ یم چې اقبال لا څۂ بلا دے

تن مې ایرہ شۂ خو  انګار د مینې ھغسې دے
وخت مندمل نۂ کړو پرھار د مینې ھغسی دے

ملا یې شوہ خم اوس یو قدم اخستۂ ګران دی ورتہ
خو لاروے روان پہ لار د مینې ھغسې دے

پہ انتظار یې د چا تورہ کمڅۍ سپینہ کړلہ
انا پرست  پہ خُلہ انکار د مینې ھغسې دے

لاسونہ اېښی عزرائیل یې پہ مرۍ باندې دی
پہ انتظار د چا بیمار د مینې ھغسې دے

سودا د ګټې پکښې چا ھم چرتہ کړې نۂ دہ
ګرم پہ څۂ باندې بازار د مینې ھغسی دے

بد ګمانی اقبالہ ډېرہ کہ غماز خورہ کړہ
زما پہ یار باندې اعتبار د مېنې ھغسې دے
ستا تصویر لہ مانہ ھېر شۂ نوم دې یاد دے
ھر سحر دے کہ ماښام زما اوراد دے

زمانې داسې پخښې کرښی تر منځ کړې
چې سپک ځاے ما د پارہ ھم ھېواد دے

ږیرہ سپینہ ملا مې خم نظر مې کم شۂ
ھغہ قد مې نۂ چینار دے شمشاد دے

زۂ چې ھرڅنګہ شوم تاتہ بہ ښائستہ یم
ستا پہ مینہ زما ولې اعتماد دے

ژوندۍ څنګہ دہ سپرخۍ زما پہ زړۂ کښې
ګنی تن پہ اور د ھجر مې رماد دے

مخکښې ورستو ګېر چاپیرہ نظر اوکړہ
رښتیا وایہ څوک زما پہ شان برباد دے

نۂ پوھېږی نصیحت باندې وړہ دہ
اے ناصح وخت پخپلہ لوے استاد دے

د سپین پوستو غلامی دہ پہ بل رنګ کښې
دا وطن اقبالہ چا وې  چی آذاد دے
رنګ پہ رنګ باندې ستائیلے مې خپل یار دے
کہ څوک څۂ ګڼی زما دغہ روزګار دے

بې لہ یارہ راتہ  ھیڅ ھم  نۂ ښکاریږی
چاپېر کړے ئې لہ ما داسې حصار دے

نمر پہ مخکښې د ډیوې څۂ حثیت دے
ګل ښائست دے خو اشنا زما ګلزار دے

تۂ بہ راشې نۂ دا زۂ بہ صبر شمہ
را پغاړہ د ټول عمر انتظار دے

ستا بشرہ شوہ لہ ما ھېرہ درد کم نۂ شو
څومرہ ډوب خوړلے ما پہ زړۂ ګوذار  دے

زما ھر خیال ستا لہ خیالہ پورتہ کېږی
خود کفیل یم بیاج د نورو خلقو کار دے

کہ د عشق نشہ ئې اوشلېدہ اقبال مری
روح رواړے لہ ازلہ مې بیمار دے
د غلامۍ ژوندون نہ مرګ غورہ دے
منل لی دې قانون نہ مرګ غورہ دے

پښتون ھغہ دے چې پښتو پېژنی
ھسې د نوم پښتون نہ مرګ غورہ دے

لکہ ادم دې سړے سر او بائیلی
د ټول عمری بېلتون نہ مرګ غورہ دے

چې تورہ ډال کېږدی حالتو تہ څوک
داسی د مرګ سکون نہ مرګ غورہ دے

 چې عزت لاړ شی سړے مال او ګټی
د لعنتی قارون نہ مرګ غورہ دے

اقبالہ اودرېږہ مظلوم پہ پرہ
دا د ظالم تړون نہ مرګ غورہ دے
څۂ خو کړې بہ دې ما سرہ جفا وے
 ھېرہ کړې پہ اسانہ باندې ما وے

زۂ چې ستا مینہ خپل مخې تہ  کړم څۂ وخت
ستا پہ ھجرکښې مړشوےتېرپخوا وے

لکہ تۂ چې د وفا پېکر یې یارہ
کاش چې دغہ ھمرہ پہ ما کښې ھم وفا وے

د زخمی زړګی نہ خېژی فریادونہ
د طرب نغمې بہ څۂ رنګې زما وے

ھلہ تانہ بہ زما ګیلہ ماڼہ وہ
کہ لہ تانہ چرتہ شوے څۂ خطا وے

ما پہ شین کاڼی بہ مات خپل تندے کړے
پہ قسمت باندې کہ زور اشنا د چا وے

قبول کړې بہ اقبال پہ خوشحالۍ وے
کۂ بدل دې د ھجران بلہ سزا وے
ما پخپلہ پہ خپل ځان اېښے قدغن دے
ګنی څوک وائی د اشنا مې ګران دیدن دے

د رقیب او د غماز نہ چې فریاد کړی
پہ حساب مې نۂ پښتون دے نۂ تورزن دے

د بورا او د زاغانو دلتہ کار څۂ
زۂ بلبل یمہ زما حق پہ چمن دے

چې یې غوڅ کړو بېستون پہ تېشہ باندې
فرھاد ھلہ نوم ګټلے د کوھکن دے

چرتہ وا کړې تورې زلفې ھغہ ښکلې
نرخ ارتاؤ ځکہ د مښکو پہ خُتن دے

طبیب ګوتې لہ علاج مې اوویستلې
پہ شابېل د عشق غلبېل مې ټول بدن دے

د ھغوی مخې لہ څوک ھم نۂ راځی بیا
چې تاؤ کړے چا لہ سرہ خپل کفن دے

د اقبال فریاد تہ شاہ توجہ نۂ کا
کاغذی یې کہ اغوستے پېرھن دے
زندګی مرګ سرہ جنګ دے
پېدائش نہ دغہ رنګ دے

سړے مخکښې مخکښې زغلی
ورپسې نہ سم خدنګ دے

کلہ شیش کښې برابر شی
بس پہ ھغہ مقام ړنګ دے

د یوې لمحې قیصہ دہ
نۂ مستی دہ نۂ ترنګ دے

واړہ تش لاسونہ لاړل
شاہ جھان دے کہ اورنګ دے

وخت پہ ھر چا باندې تېر شی
کہ بادشاہ دے کہ ملنګ دے

دا میزان برابر نۂ شو
ھمېشہ پکښې پار سنګ دے

خوش قسمتہ دے اقبالہ
چې د یار سرہ تر څنګ دے
غوښہ شوہ خلاصہ پہ ھډونو چُور دے
لکہ د اختر پہ د کانونو چُور دے

د محافظ او غل صلاح یوہ شوہ
ښہ پہ ډاډہ زړۂ پہ کورونو چُور دے

باغوان دې ګوری ښہ پہ غټو ورتہ
تنکو غوټو پہ سرو ګلونو چُور دے

خبرہ مال او ځان نہ مخکښې لاړہ
اوس د یو بل پہ عزتونو چُور دے

جولۍ خالی شوہ پکښې ھیڅ نیشتہ دے
حملې دی یو بل پہ لاسونو چُور دے

زاړہ خبرہ دہ د اوس نہ نۂ دہ
دلتہ شروع لہ ډېر وختونو چُور دے

اقبالہ مینہ شوہ نایابہ دلتہ
پہ ھر طرف د نفرتونو چُور دے
ستا د ظلمونو کہ بازار ګرم دے
غلے بہ بیا ھم نۂ شی ښار ګرم دے

خوران لوټے او خزانې جوړوې
اخلې پہ لاسو کښې انګار ګرم دے

لکہ حافظ چې پہ عُسرت تېرہ شی
څۂ بہ کړی اوس یې کہ مزار ګرم دے

څړیکې د درد مې زړۂ کښې داسې پاسی
نیولے چا راپورې تار ګرم دے ؟

حق مې د یار دے چې ھر څۂ ھم کوی
حېران پہ دې یم چې اغیار ګرم دے

ستا لہ ھجران مې نرۍ تبہ دہ
څوک ھم چې لاس راوړی بیمار ګرم دے

د مرچکو پہ څټہ ناست دی اقبالہ
ھر یو سړے پہ خپل مقدار ګرم دے
چې نیلام د ھر سړی چرتہ عزت دے
پاتې څۂ د وېرې ھلتہ ضرورت دے

نۂ اخلاق دے نۂ رواج او نۂ قانون دے
دا ځنګل دے پہ ځنګل راج د طاقت دے

خلاص لہ سپینو شُو د تورو غلامان شُو
مونږ ګټلے دومرہ قدر و منزلت دے

 وینہ ارزانہ د پښتون او بلوچ دہ
لږېدلے تل زمونږ د سر قیمت دے

څنګہ اوس ورپسې اودرېږم پہ صف کښې
چې ښکارہ د مُلا ټول منافقت دے

شوړہ یو ځاۓ اوبۂ بل ځاۓ نہ راوځی
پکار بند لہ نوی سر نہ مرمت دے

پہ چپہ کښې د سرې وینې انقلاب دے
کہ پوھیږی پوھندہ لہ اشارت دے

د غزل رنګ کہ بدل مې شو اقبالہ
بیا بہ ګورو دا د وخت نن ضرورت دے
منظر کښې څوک پسِ منظر کښې څوک دے
زما غزل زما نظر کښې څوک دے

څوک دے پہ زړۂ باندې مې لوبې کوی
پہ دې غوبل پہ دې اشر کښې څوک دے

چې غاړہ تانہ غړولے نۂ شی
ستا پہ جادو ستا پہ منتر کښې څوک دے

چې ښہ خبر دے  بیا تپوس ولې کړی
زما پہ زړۂ او پہ ځیګر کښې څوک دے

چې د ګلاب نہ ئې خوبی زیاتہ دہ
دا د نمېر پہ شان لہ غر کښې څوک دے

نیم راښکارہ نیم مخ پہ زلفو کښی پټ
دا نیم پہ سېوری نیم پہ نمر کښې څوک دے

چې را ورېږی نا لیدلی غشی
اقبالہ پټ راتہ سنګر کښې څوک دے
شروع کړے یار مې بیا د تلو ګردان دے
را ګُور شوے موسم ځکہ د ھجران دے

تۂ بہ لاړ شې دا پہ ما څۂ تېرېږی
بې لہ تانہ دا ژوندون مې څومرہ ګران دے

زۂ کہ ډیر ورتہ سوالونہ منت اوکړم
پاتې کېږی نہ  ځی خامخا مہمان دے

دا ګړۍ پہ ګړۍ مۂ وایہ چې ځمہ
را تنګ کړے دې پہ ما زمکہ اسمان دے

مخامخ کینہ چې ځیر ځیر درتہ ګورم
پاسېدلے مې اعتبار خپل لہ ځان دے

دا شبې زما د اوښکو پہ مخ ګورہ
څوک وتلے خپل لہ کورہ پہ باران دے

زۂ اقبال چې دې عادت دغہ ھمرہ ډیر کړم
د جبۍ مې خامخا دا ځل امکان دے
بغېر لہ یارہ ژوندون څۂ پکار دے
د شب و روز مېږہ تون څۂ پکار دے

چې اخذ کېږی نۂ مطلب ترې نہ څۂ
دومرہ طویل تر مضمون څۂ پکار دے

چې پرې عمل درامد نۂ شی کېدے
داسې ائین او قانون څۂ پکار دے

څۂ خوشحالی یې ترې لیدلې نۂ وی
ھغہ مېړۂ تہ کُنتون څہ پکار دے

چې د خپل ځان پہ نفع را نۂ شې ھیڅ
ورک دې شی مال د قارون څۂ پکار دے

زما ژوندون ټول پہ صحرا کښې تېر شۂ
مالہ سېحون او جېحون څۂ پکار دے

نا قراری د زړۂ نۂ اقبالہ نۂ ځی
ماحول کۂ شی پُر سکون څۂ پکار دے
ښکلی مخ لہ پارہ  ښکلے زړۂ پکار دے
زوړ شوم زۂ او ستا ښائست سدا بھار دے

  راتہ ځان اوس ستا لائق نۂ لیدے کېږی
ستا ځوانی دہ تېر پہ ما د ځوانۍ وار دے

ستا د حسن ھر سړے یارہ قائل دے
لېونے بہ وی چې چا کړے انکار دے

نۂ رغېږې کہ ھزار ځلہ یې دم کړی
چې خوړلے ستا د تورو زلفو مار دے

ستا پہ دنګہ نرۍ پوزہ مېخَکی پړق
کۂ نیولے مې زړګی پورې انګار دے

دا خوشبو ستا د بدن دہ نۂ پوھېږم
کہ دُکان د چا ماھر غوندې عطار دے

 مُو کمرې زۂ اقبال درتہ حېران یم
اوچت کړے پہ ګېډو د زلفو بار دے
اوس مې څۂ خوند د ژوندانۂ پاتې دے
ھسې یو زور د لړمانۂ پاتې دے

عشق خوشحالی دي متضاد پہ ځان کښې
سر مې ھمېش پہ زنګانۂ پاتې دے

ورځې شوې لږې اوس مې قدر کوہ
پہ تا مې حق د مېلمانۂ پاتې دے

پښتانۂ مړۂ دي پہ پہ نظر نۂ راځی
کوم ځائے کښې دود د پښتانۂ پاتې دے

دا ستا پہ مخکښې داسې حال دے زما
سپوږمۍ تہ حال د کتانۂ پاتې دے

اقبالہ خېر بہ غواړې کومې پورې
څۂ وخت دے تاخت د بېلتانۂ پاتې دے
لا مې اوس ھم دا نظر پہ انتظار دے
ګنی ساہ مې پہ مرۍ کښې بس حیصار دے

چې تا اووینم یو ځل دا مې ارمان دے
پہ دُنیا باندې مې پاتې دومرہ کار دے

خلقو جوړې کړې زمونږ تر منځہ لیکې
تا پخپلہ د دُنیا ساز کړے وار دے

زما وس نۂ وۂ تا لاس راسرہ نۂ کړو
اوچتېږی ځکہ نہ دروُند شوے بار دے

نۂ پہ مخہ اوس دتلو یم نۂ پہ شاہ یم
لویہ لارہ کښې پہ ملا نیم شوے ماریم

چې ګلونو پہ زړګی راکړۂ زخمونہ
ګیلہ مند خلق زۂ ولې بہ لہ خار یم

د اقبال د عشق انجام نہ وېرہ نۂ شی
پہ اوږہ مې خپل اخستےخپل دار دے
ستا ښائست دے چې غزل مې پرې ښائستہ دے
شاہ جہان یم تاج محل مې پرې ښائستہ دے

پہ طلب کښې د ښائستہ یار چې زما دے
ھر مزل او ھر منزل مې پرې ښائستہ دے

ستا د حسن برکت دے نور څۂ نۂ دی
د ابد امید ازل مې پرې ښائستہ دے

اوس اوس راغللې او اوس د تلو خبرې
ستوریہ مۂ اوځہ بورجل مې پرې ښائستہ دے

یو  پښتون ئې کړم پېدا بل مسلمان یم
ھم جامہ د شملې ول مې پرې ښائستہ دے

زۂ قتيل یم ستا د تورو ښکلو سترګو
نظارہ اوکړہ اجل مې پرې ښائستہ دے

ستا پہ سر کښې چې دعا غواړم اقبالہ
ھزارې ګلہ اوربل مې پرې ښائستہ دے
کۂ مې مرګ ستا د وصال لہ پارہ شرط دے
قبول دا مې ھزار ځلہ یارہ شرط دے

محبت د زړونو لوبہ دہ نازکہ
دې کښې تګ ھمېش پہ سمہ لارہ شرط دے

جنګ د سترګو کښې عاشق تہ دہ معلومہ
اېښودل وسلہ اول د وارہ شرط دے

لېونی ځکہ صحرا ځنګل تہ مخ کړی
اوسېدل در کښې د روغو، ښارہ شرط دے

پائیدارہ چې ماڼۍجوړول غواړې
 بنیادونہ یې پاخۂ معمارہ شرظ دے

وخت کوتاہ شی دغفلت لہ خاوندانو
پاتې کېږې بہ ھر وخت بېدارہ شرط دے

شہادت لویہ رُتبہ دہ خو اقبالہ
تېرېدل پکښې راځی لہ دارہ شرط دے
کہ غشی ستا دی ځیګر زما دے
ګټہ زما دہ باور زما دے

جنګ کہ شی اوګد بیا بہ ھم بائیلې
ښکارہ مې ماتہ ھنر زما دے

زۂ بہ خوږېږم زۂ بہ پرې مرمہ
عزت زما دے سنګر زما دے

تا جوړہ کړې چرتہ بل ځائے جالہ
ورشو زما دہ نختر زما دے

ظلم کوہ خو خپل ځان تہ ګورہ
کہ شپہ دا ستا دہ سحر زما دے

دا زۂ چې نۂ یم تۂ ھیڅ ھم نۂ یې
وجود زما دے دا سر زما دے

پہ ما جوړېږی پہ ما ورانېږی
غوبل زما دے اشر زما دے

تېختہ را تېختہ لہ مېدانہ داسې
تۂ پرې پوھېږې لښکر زما دے

پائی پہ ما، ھم وژنی مالہ
څومرہ نادانہ دلبر زما دے

ھغہ چې دی ھم، نظر نۂ راځی
اقبالہ ھغوی سرہ شر زما دے
ما پخپلہ پہ خپل ځان اېښے قدغن دے
ګنی څوک وائی د اشنا مې ګران دیدن دے

د رقیب او د غماز نہ چې فریاد کړی
پہ حساب مې نۂ پښتون دے نۂ تورزن دے

د بورا او د زاغانو دلتہ کار څۂ
زۂ بلبل یمہ زما حق پہ چمن دے

چې یې غوڅ کړو بېستون پہ تېشہ باندې
فرھاد ھلہ نوم ګټلے د کوھکن دے

چرتہ وا کړې تورې زلفې ھغہ ښکلې
نرخ ارتاؤ ځکہ د مښکو پہ خُتن دے

طبیب ګوتې لہ علاج مې اوویستلې
پہ شابېل د عشق غلبېل مې ټول بدن دے

د ھغوی مخې لہ څوک ھم نۂ راځی بیا
چې تاؤ کړے چا لہ سرہ خپل کفن دے

د اقبال فریاد تہ شاہ توجہ نۂ کا
کاغذی یې کہ اغوستے پېرھن دے
کیفیت زما د زړۂ زما غزل دے
زما رنګ د نورو خلقو نہ بدل دے

زمرد، یاقوت ، مرجان واړہ پکښی دی
عجُوبہ مې جوړہ کړې تاج محل دے

دا زما غزل بہ ولې ښائستہ نۂ وی
چې ستائیلې مې ستا سترګې ستا اوربل دے

ھر وېختۂ نہ مې د درد څړیکہ راخېژی
دومرہ غم پہ دُنیا کوم سړی ګالل دے

غماز ډېر کہ دیوالونہ کړې تر منځہ
د ازل پہ ورځ مې دا بشر لیدل دے

رقیب خپلې پہ بازۍ دې فخر نۂ کړی
چې زړګے د خپل اشنا مې ترې ګټل دے

کہ چا وې څۂ نو دروغ بہ وی دلبرہ
اقبال مرګہ پورې خپل لوظ پالل دے
وجود مې مړ دے پہ مرۍ کښې ساہ دے
اټال لیدو پورې دلبرہ ستا دے

دم د فریاد او د ژړا مې نیشتے
یو مې پیری بل دې ھجران بلا دے

د ناکردہ ګناہ معافی غواړمہ
ما تسلیم کړے خپل ھر ګناہ دے

مانہ پښتنہ مې د مرګ څۂ لہ کړې
ستا پہ رضا باندې مې زرۂ رضا دے

شکر اوباسہ چې نن ښہ تېرہ شی
د صبا غم مۂ خورہ لیدلے چا دے

ستا مجبورۍ دی پہ نظر کښې زما
ستا پہ وفا باندې یقین زما دے

چې زندګی یې چا بربادہ کړلہ
لاس پہ دعا اقبال ھغۂ تہ بیا دے
خلق د لوږې مری اختر د څۂ دے
تیارې شوې لا زیاتې سحر د څۂ دے

ھر سړے ځان د پارہ لار سمہ وی
کاروان بې لارې دے رھبر د څۂ دے

د اذادۍ د ناوې خال پہ وینو
زلمو اېښوے شی بیا خطر د څۂ دے

چې دلجوی د خپل مئین او نۂ کړی
ھغہ دلدار پہ څۂ دلبر د څۂ دے

خیال چې واړۂ او د لوے او نۂ ساتې
ھغہ د کلی معتبر د څۂ دے

یواځې غم چې د خپل ځان وی پکښې
ھغہ رجړومہ دہ ځیګر د څۂ دے

چې مستقبل باندې اقبالہ نۂ وی
د ھغہ قام نظر ، نظر د څۂ دے
یار د خپلې د پښتو اسیر زما دے
پہ ښکارہ رانہ خفہ زړۂ کښې رضا دے

دا دې نۂ وائی څوک ماتہ بې وفا دے
زۂ خبر یم چې ھغہ جوړ لہ وفا دے

ھغہ کلہ بیلېدۂ لہ مانہ غواړی
د حالاتو تقاضیٰ دہ چې جدا دے

کۂ غماز رالہ شک اچوی پہ زړۂ کښې
یار ائین غوندې نظر کښې مې صفا دے

پہ تقدیر باندې وس کلہ د چا رسی
د تقدیر ګوذار خوړلے خلقہ ما دے

پہ اخر بہ مې ﷲ مُراد پورہ کا
پہ مثال لکہ د باد ژوند د دنیا دے

ھجر موړ د اقبال زرۂ کۂ لہ ژوندونہ
پہ خاطر د یو ارمان لا پکښې ساہ دے
ما سرہ ستا د بېلتانۂ غم دے
ګنی کہ مړ شومہ نو څۂ غم دے

د ګاونډی غم تہ اوزګار کلہ یم
د چا چې ھر وخت پہ کالۂ غم دے

غم د جانان کہ د دوران اوژاړم
یو مې د سر بل مې د زړۂ غم دے

کہ نیشتے ولې یې زۂ غم اوخورمہ
چې ھوښیاران وائی شتۂ غم دے

یو شان لہ چوی بل شان پہ غشو لږی
ھم یې کاتۂ او نۂ کاتۂ غم دے

پالی د خپلو د ټکو پہ خاطر
راتہ دروغ وائی چې پہ تلۂ غم دے

چې پېدا شوے پہ سپېرې ورځې دے
د اقبال مل دغہ سپېرۂ غم دے
ستا ھېرول زما د وس کار نۂ دے
زړۂ صبرول زما د وس کار نۂ دے

تقدیرہ اوسوزې ایرہ ایرہ شې
تا جوړول زما د وس کار نۂ دے

د جانان غمہ د اوښ بار شوې راتہ
پہ شاہ دې وړل زما د وس کار نۂ دے

دا ځان زما دے خو اختیار د بل دے
دا ځان وژل زما د وس کار نۂ دے

عمر لنډېږی ستا وعدې اوږدېږی
دومرہ کتل زما د وس کار نۂ دے

اقبالہ مینځ تہ د عشق سیند تېر شومہ
واپس راتلل زما د وس کار نۂ دے
چې زما او ستا تر منځہ بېلتون څو دے
خبر نۂ یم لا مې پاتې ژوندون څو دے

مجنون پاتې بہ حېران شی زما حال تہ
عشقہ وایہ چې دې نور لا جنون څو دے

ما لا ګفت قدرې د خلې ایستلے نۂ وۂ
یار وائیل راتہ چې زر کړہ مضمون څو دے

پہ ھیڅ چارہ مرورہ رضا نۂ شوې
تا تہ کړے غمازانو لمسون څو دے

نۂ پہ قُل ، نۂ تعویزونو اثر اوکړو
ستا د زلفو تورو سترګو افسون څو دے

د پښتو پہ مېدان اوزمایہ اقبال لہ
تۂ بیا اوګورہ پخپلہ پښتون څو دے
د یار خیال مې ھغہ زوړ دے کہ بدل دے
خوب لیدلے مې بېګاہ ادل بدل دے

یار مې لاس ورکړے لاس کښې د رقیب وۂ
خوب وۂ ھسې کہ رښتیا باندې څۂ چل دے

زۂ د چانہ تپوس اوکړم نۂ پوھېږم
راز د مینې مې پټ ټول عمر ساتل دے

نن دې راشی زما خوب کښې ما خبر کړی
نور څۂ رؤ ګودر معلوم نۂ راتہ حل دے

کړے لوظ بہ ھم ھغسې پالی خپل
کۂ راغلے یې پہ زړۂ کښې څۂ خلل دے

ارمانونہ مې د زړۂ شُو داسې خاورې
لکہ ګڼ فصل اخستے دُوپ کښې جل دے

رنګا رنګ یې پکښې کړې تجربې دی
د اقبال لوستلے چا پورہ غزل دے ؟
چې پہ عشق کښې څومرہ درد موندلے ما دے
ماتہ نۂ ښکاری لیدلے ھم بل چا دے

چې پېدا پہ کومہ ورځ شوم مور لہ نفسہ
وړومبنے ساہ مې اخستے پہ ژړا دے

دا حھان دے خداے لہ عشقہ پېدا کړے
دا زما عشق ولې دومرہ لوے ګناہ دے

چا لیدلې خوشحالی بہ پہ دنیا وی
ما د پارہ دا زما ژوندون سزا دے

دا زما ھډونہ ھجر تور کسکر کړل
څومرہ عمر پہ دوزخ کښې نور زما دے

یوہ چارہ زما خوښہ د یار نۂ شوہ
خداے ھندو نہ پہ ھر حال کښې نارضا دے

کہ وفا کړی کہ جفا کړی دا یې خوښہ
دا پورہ دہ چې اقبال یاد د اشنا دے
کہ تۂ زما شې اوس یې بُود نشتہ دے
مړی تہ ھیڅ د دارو سُود نیشتہ دے

دا څنګہ اور وۂ چې پرې زۂ اوسمہ
زۂ یې لمبہ کړمہ خو دُود نیشتہ دے

کہ ټول جھان زما شی څۂ پرې کوم
چې بې لہ تا مې بل مقصُود نیشتہ دے

تخزہ ھر سړے خپل ځان تہ وھی
مینہ ایاز او د محمود نیشتہ دے

زما وجود دا ستا پہ روح قائم دے
بې ستا لہ روحہ مې وجود نیشتہ دے

مالہ د زړۂ ګواھی بس دہ زما
کار مې وجود او پہ شہُود نیشتہ دے

اقبالہ غرہ چرتہ ځان تہ نۂ شې
نخښې د عاد او د ثمُود نیشتہ دے
ھغہ درد مې د زړګی پہ ھغہ شان دے
کہ تصویر رانہ ھېر شوے د جانان دے

د وصال ژوندون یو څو لمحې وې تېر شو
راپہ غاړہ اوس د ټول عمر ھجران دے

زۂ بہ تا لہ خدایہ غواړم پہ جنت کښې
کہ تېر کړے مې ھم څۂ قدرې ایمان دے

خلق وائی چې ځوانی دې نۂ دہ پاتې
تصور چې دې زما پہ زړۂ کښې ځوان دے

پہ عام تلہ می تول مۂ کوہ د مینې
مقرر ما څخہ بل غوندې میزان دے

چې سینہ یې زما ډډہ زړۂ سورے کړو
د شپېلۍ غوندې پہ ژبہ مې فغان د ے

سوے زړۂ مې دے راوړے لہ ازلہ
تعجب څۂ د اقبال شعر کہ سوزان دے
پورې کړے تا د خپل د لاسہ اور دے
ستا خپل ګنی د اسمان د پاسہ کور دے

خوښہ کړې تا پخپلہ د زور لار دہ
اوس دې اوزمایہ چې څومرہ در کښې زور دے

دا ځل نیت د اباسین بدل لیدے شی
ما اورېدے څہ بدل د چپو شور دے

پہ دروغو غولېدلے یم ټول عمر
خو طعام دې د دروغو دا ځل سپور دے

غوښې پرېږدہ چې ھډوکی زما شپېل شُو
لا دې نیت را باندې اېښے څومرہ نور دے

خلق ړوند نہ دے ھر څۂ پہ سترګو وینی
لږولے بې ننیادہ دې ھر تور دے

نا امیدہ لہ منزل نۂ یم اقبالہ
دا ځل رخ د قافلې پہ صحیح لور دے
دا بہ څۂ رقم لہ ژوند وۂ کہ عشق نۂ وے
نۂ بہ رنګ وۂ نۂ بہ خوند وۂ کہ عشق نۂ وے

دا خو عشق دے چې ابا د سوز ګداز دے
د مُلا بہ تش سپور پند وۂ کۂ عشق نۂ وے

پہ سبب د عشق رغبت او محبت دے
زما ستا بہ څۂ پېوند وۂ کۂ عشق نۂ وے

دغہ کلی دا کورونہ چې اباد دی
د ھر چا بہ خپل بند وۂ کۂ عشق نۂ وے

ھر سړے بہ د یو کاڼی پہ مثال وۂ
نۂ خفہ نۂ بہ خورسند وۂ کۂ عشق نۂ وے

عاشقۍ پایہ اوچتہ د مجنون کړہ
افلاطون بہ خردمند وۂ کۂ عشق نۂ وے

د غزل ښائست لہ عشقہ دے اقبالہ
نۂ شیراز نۂ بہ خجند وۂ کۂ عشق نۂ وے
لہ مانہ قدر ستا د مینې یارہ نۂ دے شوے
چې څنګہ حق وۂ تږ پہ ھغہ لارہ نۂ دے شوے

زۂ کہ طبیب ومہ د خلقو طبابت مې کوۂ
مانہ علاجہ دې زما زړۂ بیمارہ نۂ دے شوے

اوس پہ تېر وخت پسې کہ ډېر ډېر ارمانونہ کوم
خو پہ خپل وخت باندې خرید بازارہ نۂ دے شوے

چې مې پہ شیشت کښې برابر او پہ قابوکښې مې وې
پہ صحیح وخت ګوذار لہ مانہ ښکارہ نۂ دے شوے

چې تر منزلہ رسېدۂ دغہ ھمرہ ګران نۂ وُۂ
رښتیا بہ دا وی چې ھمت رفتارہ نۂ دے شوے

دا ستا ارزو مې پہ ارزو باندې غالبہ وۂ خو
مانہ ادراک ستا د ارزو لہ وارہ نۂ دے شوے

پہ ھر غزل کښې دې اقبال نوے تصویر جوړوی
چې مې پہ زړۂ کښې دے ھغہ نګارہ نۂ دے شوے
ھر سړے پہ سترګو وینی ظالم څوک دے مظلوم څوک دے
څوک عېشونہ کړی عشرت کړی د ژوند حق نہ محروم څوک دے

د ژوّرې پہ شان وینہ چې د ھر رګ نہ راکاږی
خلقو اوس دی پېژندلی چې معلوم نا معلوم څوک دے

بیماری دومرہ اوږدہ شوہ چې اوس سر تہ خطرہ شوہ
دې بیمار بدن لہ پارہ تریاق څوک دے سمموم څوک دے

چې پہ خېر کښې د چا خېر دے ، د چا خېر دے بې خېرۍ کښې
پہ دې حال باندې خوشحالہ پہ دې حال کښې مغموم څوک دے

د چا ټولہ شپہ شوګیر شی څوک پہ سرو غرمو کښې سوزی
څوک خدمت لہ ملا تړلے پہ ګدۍ ناست مخدوم څوک دے

معرکہ د حق باطل وہ یو حسېن وۂ بل یزید وۂ
د تاریخ پاڼو کښې ګورہ موجود څوک دے معدوم څوک دے

چې یې پنګہ د اعمالو کہ درنہ نۂ وہ اقبالہ
پہ محشر بہ کتے نۂ شی چې حاکم څوک محکُوم څوک دے
د کشمیر نہ پہ وطن کښې حال خراب دے
راښکارہ د ھر یو مخ نہ اضطراب دے

معافی غواړم اړولے یې تعبیر شۂ
تا پہ خوا چې علامہ لیدلے خواب دے

د ھر ګل او د غوټۍ لمن تار تار شوہ
حرمت پاتې د نرګس نۂ د ګلاب دے

ساہ راښکلے بشرې زېړې دی نیولې
پہ حجرہ کښې نۂ منګے دے نۂ رباب دے

د انګرېز د غلامۍ قدر نن راغے
چې دې خپلو نازل کړے کوم عذاب دے

عزتونہ چې کوم ځاے کښې محفوظ نۂ وی
کوم جواز د اوسېدو ھلتہ جناب دے

حقیقت قام تہ ښکارہ یو قلندر کہ
غولولے دې ټول عمر پہ سراب دے

غلامۍ د ژوند نہ مرګ ښہ دے اقبالہ
بدہ نۂ دہ چې پہ مخہ د سېلاب دے
دا وطن دے کۂ ځنګل دے
یو د بل مرۍ تہ غل دے

نۂ ائین شتے نۂ قانون شتے
د کمزوری پښې تہ ول دے

د سنډګانو پہ دې جنګ کښې
خوار غریب ھمیش لہ دل دے

خوری د ملک پہ سر قسم خو
خپل مفاد ورتہ اول دے

دا دے نقل چی ښکارېږی
شاہ د نقل شاتہ بل دے

کوم نظام دے چې چلېږی
لہ ھمہ دنیا بدل دے

سپین رښتیا وایم اقبالہ
خلق وائی چې پاګل دے
بیا پہ چمن کښې د خزان موسم دے
دا پہ دې ملک کښې جاودان موسم دے

دلتہ کښې چرتہ پورہ شوے نۂ دے
دلتہ ھمیش لہ د ارمان موسم دے

سودا د سُود مُو چرتہ او نۂ کړلہ
زمونږ پہ برخہ کښې د زیان موسم دے

پہ اسلامی نړۍ کښې اور بلېږی
نور پہ دنیا جانان جانان موسم دے

دومرہ زرخېزہ ، دومرہ ښکلې خاورہ
ګوتہ پہ خولہ ورتہ حېران موسم دے

دا ناہنجارو او نااھلو خلقو
دلتہ جوړ کړے د نېران موسم دے

دنیا ودانہ پہ امید باندې دہ
اقبالہ تېر بہ شی کہ ګران موسم دے
اشنا مې ھېر د اشنا خيال پاتے دے
خو د زړګی مې ھغہ حال پاتے دے

اوس ھم پہ زړۂ کښی ھغہ داغ لرمہ
اوس ھم بلېږی بل مشعال پاتے دے

چرتہ مې یار نہ د دیدن کړے وۂ
لا مې پہ شونډو ھغہ سوال پاتے دے

د بېلتون لاس مې پہ مرۍ باندې دے
خواھش پہ زړۂ کښې د وصال پاتے دے

شکل ،صورت خو د اقبال نۂ دے
دننہ څۂ رنګې اقبال پاتے دے
زۂ چې غواړمہ دا ھغہ اختر نۂ دے
تروږمے د ماښامی دے سحر نۂ دے

پہ ماحول باندې خورہ افسردګی دہ
ما لیدلے یو خوشحالہ بشر نۂ دے

ما پاللے دے د زړۂ پہ وینو ما خوری
چا ھم خپلو تہ وھلے سنګر نۂ دے

کۂ پېدا د غلامۍ دور کښې نۂ وے
دا جھان پورہ د ھیچا پہ سر نۂ دے

دا تعبیر د ھغہ خوب نۂ دے چې ما لید
دا خو ھغہ شان لہ ښکلے دلبر نۂ دے

چې پہ ھرمقام زندان ھر ځاے مقتل دے
د بلبل د پرواز پاتې وزر نۂ دے

الّھی چغہ ویستل غواړی اقبالہ
دا اودۂ خلق د زورہ خبر نۂ دے
نن مې درستہ ورځ لیدلے دلبر نۂ دے
پہ ما ھغسې لا شپہ دہ سحر نۂ دے

د قاصد پہ راتلو ولې شم خوشحالہ
چې راوړے د اشنا یې خبر نۂ دے

چې قمیص خپلې غاړې لہ راوړے شی
لکہ ما غوندې یې سوے ځیګر نۂ دے

چې یوځل مې دساقی لہ سترګو نوش کړل
بیا یې ټول عمر کم شوے اثر نۂ دے

زۂ خبر یم ستا پہ شان مخونہ نیشتے
پورتہ کړے مې بل چاتہ نظر نۂ دے

پہ وعدہ د راتلو تلې وې لہ مانہ
پورې کړے مې بیا چرتہ کښې ور نۂ دے

چې پہ پھو پہ مرھمو باندې روغ شی
د اقبال د زړګی ھغہ پرھر نۂ دے
د شروع نہ د چمن واحق د بل چا دے
ھسې نوم یې ور تپلے پرې زما دے

ھیڅ اختیار نیشتے زما حقیقت دا دے
پورې شوے ھر یو تور دلتہ پہ ما دے

چا مزې کړې دی حال یې لیدے کېږی
چا تېر کړے تمام عمر پہ ژړا دے

نۂ پوھېږم دا نظام څنګہ چلېږی
نۂ پوھېږم قبولیت د څۂ دعا دے

چې مثال یې پہ دنیا نۂ موندے کېږی
ھم ھغہ کار شوے دلتہ ناروا دے

غلامی وہ خو پہ بل رنګ کښې اقبالہ
یقین نۂ راځی چې اوس ھم قام اګاہ دے
څۂ مې پاتې نورو خلقو سرہ کار دے
پہ پخہ چې مروّر راسرہ یار دے

یار مې لوظ راسرہ پاللے نۂ دے
بې لوظۍ باندې یې زړۂ زما فګار دے

ھیڅ امید نیشتے چې یار بہ اووینمہ
پورتہ کړے غماز دومرہ ډېر غبار دے

کہ یې سېورے اووینم سود بہ مې اوشی
د چاؤدو تر حدہ زړۂ مې ناقرار دے

زلزلہ یا دې سېلاب ورباندې راشی
د دېوال نہ چې پناہ مخ د نګار دے

څنګہ غوټہ ورتہ خپلہ د زړۂ وا کړم
چې یقین پرې زما نۂ راځی رېبار دے

پہ بدلو نظرونو راتہ ګوری
واړہ خلق بدل شوے ستا د ښار دے

د پردو نہ مې ګیلہ نیشتے اقبالہ
پہ ما شوے د خپل سنګر نہ وار دے
څۂ خو بہ دې کړے راسرہ بې وفائی وے
نن بہ دې اسانہ راتہ یارہ جدائی وے

زۂ چرتہ خبر وے د بېلتون دظلم زورہ
دومرہ پښہ کړې بہ مې ولې اشنائی وے

داسې بہ زړۂ نۂ چاودۂ زما لہ ډېرہ غمہ
ماتہ کہ معلومہ خپلہ لږہ خطائی وے

زۂ کہ بې ګناہ ومہ بانہ غوښتلہ خلقو
خېر څۂ وۂ کہ ډېرہ مې ورکړے صفائی وے

غم مې پہ نشو پہ تماشو نۂ غلطېږی
درېغہ لېونے یا پہ صحرا کښې سودائی وے

ماتہ حاصل شوې خوشحالی بہ څو لمحې وہ
خېر دے کہ خبر یې چا راوړے ھوائی وے

تور خال تورې زلفې د لېلہٰ مې نصیب نۂ شوې
څۂ بہ کړم اقبالہ کہ د ھند مې باچائی وے
کہ یو ځل مړ وے دا اسان کار دے
ھجر د عمر خدایہ ګران کار دے

کړی مې څۂ وے زما وس کښې څۂ وو
تقدیر لیکل خو د اسمان کار دے

غاړہ اېښودې مې پہ دګ باندې وہ
فېصلہ نورہ د جانان کار دے

پہ خپلې مینې خس پښمانہ نۂ یم
زۂ ښہ خبر وم د تاوان کار دے

د سو وھلې خاورې کار خوشبوی
راورېدل پرې د باران کار دے

ږیرہ مې سپینہ کړلہ سم مې نۂ کړو
عشق ماشوړې پہ شان لہ وران کار دے
زما نصیب کښې جانان نۂ وۂ ما بہ څۂ کړے وے
رضا زما نہ اسمان نۂ وۂ ما بہ څۂ کړے وے

کۂ مې پہ کاڼی ماتوۂ تندے څۂ نۂ جوړېدل
د یار مې داسې ارمان نۂ وۂ ما بہ څۂ کړے وے

چې کلہ وخت شو د رښتیاو یار پہ شاہ شو لہ ما
پوخ یې پہ مینہ ایمان نۂ وۂ ما بہ څۂ کړے وے

زۂ د دنیا پہ طبیبانو باندې اوګرځېدم
زما د زرۂ چې درمان نۂ وۂ ما بہ څۂ کړے وے

زما جولۍ کښې چې ھر څۂ وو ما پہ یار اوشیندل
اوربل یې دومرہ ارزان نۂ وۂ ما بہ څۂ کړے وے

ما بہ د زړۂ دردونہ چا سرہ شریک کړلے خپل
چې پہ دنیا مې رازدان نۂ وۂ ما بہ څۂ کړے وے

بلھا زورونہ مې پہ زړۂ باندې اقبالہ اوکړل
د صبرېدو چې امکان نۂ وۂ مابہ څۂ کړے وے
دا ستا ھجر دے چې عشق مې پرې ژوندے دے
د اېرو لاندې مې پټ بڅرے دے دے

غم مې ستا لکہ ماشوم لویوۂ رو رو
کہ یې ګورې راشہ ګورہ لوے سړے دے

ټول داغونہ مې د زړۂ داسې سمبال کړۂ
بې موسمہ پہ چمن کښې مې سپرلے دے

چې زړېږی عقل فکر یې پخېږی
ستا عاشق زیات د ھغې نہ لېونے دے

یو نظر راباندې اوس د مینې نۂ کړې
یاد کړہ تا بہ چې وئیل څوک ښاپېرے دے

دیدنونہ ټولوی چم پہ چم ګرځی
سودا نۂ خرڅوی بل رنګ بنجارے دے

ھر محفل ھر انجمن بہ پرې اباد وۂ
اقبال اوس پہ ھرې سترګہ کښې ازغے دے
ملا تړلے خوب کښې ھم ولاړ غماز دے
غمازی کا خبر نۂ یم چې څۂ راز دے

لټوی بہ زما ستا د بېلتون لارې
خبر نۂ یم چې یې څومرہ لاس دراز دے

د بڼو غشے یې یو ھم خطا نۂ ځی
ھائے توبہ چې ماھر څومرہ تیرانداز دے

د وخت ګرد کہ یې وھلې د مخ فر دے
ھر انداز وتہ یې ګورہ دلنواز دے

نۂ قُمری نۂ پہ بلبل کښې موندے کېږی
ستا اواز کښې خداے اېښے داسې ساز دے

د اسمان د ستم ولې بہ ګیلہ کړم
ما بہ تا باندې ټول عمر کړے ناز دے

د تقدیر سرہ څوک نۂ شی سر کولے
کہ پہ زور وے د اقبال مثال د باز دے
کعبہ کښې تۂ یې بت خانہ کښې څوک دے
زما د زړۂ  نہان خانہ کښې څوک دے

چې ټول نظام پہ یو ترتیب چلېږی
دا پہ دې ټولې زمانہ کښې څوک دے

چې د تسبې دانہ دانہ کښې تۂ یې
پہ جام کښې څوک دے مېخانہ کښې.څوک دے

 د ګل ښائست ستا لہ ښائست ځنې دے
د بلبل سوز پہ ترانہ کښې څوک دے

د ھر محفل ابادی تا سرہ دہ
دا پہ صحرا پہ ویرانہ کښې څوک دے

پہ آیاتونو د قرآن کښې آیت
د رام سیتا پہ افسانہ کښې څوک دے

ټېګور ګیتان جلی کښې څوک یادوی
د اقبال کلامِ رندانہ کښې څوک دے