Copyright © 2024, Muhammad Iqbal Khan, all rights reserved
You are free to redistribute this book in pdf format. If you make use of any part of this book you must give appropriate credit to the author. You may not remix, transform, or build upon the material without permission from the author. You may not use the material for commercial purposes
تړون
پہ نوم د نورہ دین اخون ، احمد دین طالب قاضی ګل ، عبدﷲ استاد ، عبدﷲجان شاعر او د ملنګ جان۔
زما عرض
کہ رښتیا وائیم زما ادبې تندہ د پښتو د ادب د اصطلاحاتو پہ کتابونو ھډو ماتېږی نۂ ما د ډاکټر عمر فاروق ، پروفېسر انور جمال، داکټر سھېل احمد ، کلیم الدین احمد وغېرہ کتابونہ لوستې وو ۔ دلتہ ما مشتاق احمد مجروح ،فضل میر خټک ، مقدر شاہ مقدر ، غوټۍ خاورې او حبیبﷲ رفیع کتابونہ لوستې دی چا څخہ ھم د پښتو شاعرۍ اولسی اصطلاحت پورہ نۂ وو ۔ کېدے شې چې پہ دې کتاب کښې ھم کمے وی ځکہ چې مکمل یو د ﷲ پاک ذات دے انسان کمزورے دے ۔ خو کہ یو طرف تہ ما غزل ، نظم ، ھائیکو ،قطعہ ، رباعی ماھیا ، شکرې لیکلې دی او پہ مشاعرو کښې مې ګډون کړے دے نو بل طرف تہ مې چاربېتہ ، بګتۍ ،لوبہ ، بدلہ او سندرہ لیکلې دہ او پہ مجلسونو کښې مې دستی شاعرانو او اخونانو سرہ ډغرې اخستې دی ۔ ما چې د پشتو شاعرۍ پہ اولسی اصطلاحاتو باندې کتاب د لیک ارادہ اسماعیل ګوھر تہ ظاہر کړہ ۔ ھغۂ راتہ ځنې کتابونہ یاد کړل چې دا اوګورہ ۔ ما پہ زړۂ کښی اووې کۂ لہ دغہ کتابونو نہ زۂ مطمئن وې د کتاب د لیکلو څۂ حاجت وۂ ۔ پہ دې کتاب کښې د کتابونو نہ حاصل علم نہ زیات زما تجربات دی ۔ او ھغہ خبرې دی چې پہ ما تېرې دی ۔ دا اوس پہ لوستونکو منحصر دہ چې ھغوی زما دې کاوش تہ پہ کوم نظر ګوری ۔ زۂ د ھغہ ټولو ملګرو شکریہ ادا کوم چې ماسرہ خپلې قیمتی مشورې شریکې کړی
شعر پہ ما اقبالہ د باران پہ شان لہ ووری
خداے ګو کہ راټولہ بې یارانو تنستہ کړم
محمد اقبال خان
۱۱ جنوری ۲۰۲۳ء
ټپہ
د پښتو ژبہ چې شاعرۍ جوګہ شوہ کوم وړومبے صنف بہ معرضِ وجود کښې راغلے وی ھغہ بہ ټپہ وی ۔ دا ددې د نوم نہ ښکارہ دہ ۔ کلہ چې پښتو ژبې ابتدائی مدارج سر تہ کول ، ھغہ وخت کښې بہ د موسیقۍ الات بہ ھم نۂ وی جوړ شوی ۔ چې دا صنف بہ کلہ وئیلے شوے وی ورسرہ بہ خلقو د خولې نہ اوازونہ ویستی وی لاسونہ بہ پړقہ ولی وی یا نور څۂ ۔زمونږ پہ سیمہ او بټګرام کښې لاسونہ پړقولو تہ اوس ھم ټپې وھل وائی ۔ پہ ھغہ وخت کښې د موسیقۍ نور څۂ آلات اېجاد شوی نۂ وو ، د خوند پېدا کولو پہ خاطر بہ ورسرہ ټپې وھلې شوې وی ۔ د دغہ د ټپو پہ نسبت ددې صنف نوم ټپہ پریوت ۔ زما د خپلې مشاھدې خبرہ دہ چې ھلکانو بہ پہ ورشو ګانو کښې مالونہ (مېخې غویان ۔ غواګاني ، بیزي او ګډې وغېرہ ) بہ څرول ھغوی پہ ټپو کښې خوند پېدا کولو پہ خاطر یو لختہ بہ ښی ترخ لاندې ټینګہ کړہ پہ ښې لاس کښې بہ ئې بلہ نرۍ لختہ د ساخڼۍ پہ نمونہ واخستہ ۔ دغہ غټہ لختہ بہ ئې پہ نرۍ لختې وھلہ او ګس لاس سرہ بہ ئې سینہ ډبولہ د لختې نہ بہ نرے د زیل اواز خوت او د ډډې سینې نہ غټ د بم او نورو ملګرو بہ ورسرہ ټپې کولې ۔ دوې بہ اکثر د ټپو وارونہ اېښودل
ھلکان بہ دوہ ډلې شول اولنۍ ټپہ بہ دا وہ
د ټپو وار راسرہ کېږدہ
کہ پړ دې نۂ کړم کشرہ خور بہ راکوېنہ
د بلې ډلې جواب بہ دا وۂ
کہ راکوې کشرہ بہ راکړې
دې مشرۍ تہ ما بې بې وئیلی دینہ
دا مقابلہ بہ جینکو کښې ھم کېدہ چې کلہ بہ لرګو ، خشاکو ،واښو لہ غرۂ تہ تلې ۔ خو دا نظارہ بہ د سپرلی ورځو کښې ډېرہ وہ ۔ چې ګوچۍ ، ھېنډې ، ساګ (سابۂ ) کُنجۍ ، کونډېر ، نمېر او جل بنګۍ بہ پہ غرونو کښې او ټوکېدل ۔ چمیارو، اُکلان او کورو لہ بہ پېغلې جوني پہ ډلو ډلو غر تہ تللې ۔ کہ یو تنګوړی کښې بہ خوږ یاقربان شۂ نو د بل نہ بہ د ھغې جواب راغے ۔ د جوابی ټپو بنیاد بہ ھم دغسې اېښوے شوے وی ۔
د ټپې جوړښت
یو ټپہ پہ دوو مصرعو مشتمل وی اولنۍ مصرعہ نہہ چپې او دوئمہ دیارلس چپې مثال پہ توګہ
پہ پاک ﷲ مې دې توکل وی= ۹
چې وخت پہ وخت روزی ھر چاتہ رسوینہ =۱۳
د ټپې خاتمہ پہ ہ باندې کېږی
لکہ پہ سیند کښې ډوبہ ګټہ
داسې دې زۂ پہ تھمت ډوبہ ناستہ یمہ
را ولاړېږہ زړۂ مې نیسہ
پہ تا بېللے زړۂ مې دړې غورزہ وینہ
خو کہ چرې دوئمہ مصرعہ “داسې دې زۂ پہ تھمت ډوبہ ناستہ یم “لا د بلې ټپې دوئمہ مصرعہ “پہ تابېللے زړۂ مې دړې غورزہ وی “ او وائیلے شی د معنې مطلب پہ واضح کولو کښې فرق نۂ پرېباسی خو د قاعدې قانون د روح خلاف دہ ۔ د چپو یا سېلابونو تعداد بہ دولس شی ۔موضوع پہ لحاظ دا د پښتون کلچر ، ژوند ژواک ، غم ، خوشحالۍ ، وادۂ ، مرګ ، اختر، شوقدر، اشر ، غوبل ، جنګ ، تاریخ ، مذھب ، ویش ، کډې غرض د ھر اړخ عکاسی کوی ۔ ډېرو ټپو د متلونو شکل اختیار کړے دے ۔ د ټپو د تعداد ھېڅ اندازہ نۂ شی کېدے دا بې شمارہ زړې شوی او ورکې شوې دی او بې شمارہ ھرہ ورځ نوې وئیلے کېږی
تر کومہ چې مونږ څخہ د تپې د قدامت اندازہ دہ ۔ ھغہ اریائی دور پورې دہ مونږ د نمونې پہ طور دا ټپہ وړاندې کوو ۔
سپوږمیہ کړنګ وھہ راخېژہ
یار مې د ګلو لو کوی ګوتې رېبینہ
بھادر شاہ ظفر کاکاخیل ددې ټپې تاریخ داسې بیانوی چې سومہ نومې یو ګل د دنګو غرونو پہ څوکو ټوکېدۂ ددې ګل لو بہ د شپې مالې کېدۂ لہ دغہ ګل نہ بہ یو خاص مشروب تیارولے شو او بیا پہ مذھبی تہوارونو کښې څښلے شو ۔ دا بلہ ټپہ د محمود غزنوی دور سرہ تړلے کېږی
دا د خانو لښکرې راغلې
زۂ بہ د یار دیدن لہ کُرمې تہ ورځمہ
خانو د محمود غزنوی د فوج سپہ سالار وۂ ۔د پښتون خوا ، بلوچستان او د افغانستان پہ ځنو سیمو ټپې تہ لنډۍ ھم وائی ۔ حمزہ بابا د داور خان داؤد د کتاب “ د پښتو ټپہ “ پہ صفحہ ۸، ۹باندې یو اوږد روایت بیان کړے دے ۔ دا زمونږ پہ سیمہ لږ مختلف دے ۔ زمونږ پہ سیمہ وئیلے شی چې اخون کُرنډیا مار د وولو پہ منځ کښې چیچلے وۂ چې اخون تہ اُودہ کول او توکاڼہ پورې کول ګران شُو د مار د زھرو نہ مړ شۂ ۔ د لنډۍ پہ پڼہ کښې غلې کېدل او چیچل د روایت مطابق نۂ دی ۔ لنډۍ یواځې دوہ سرې نۂ وی (پہ حقیقت کښې سر یو وی ) دا د سمې لکۍ ھم وی ۔دې تہ لنډۍ ددې د لنډوالی پہ سبب وائی ۔ سستہ اکثر اودۂ پرتہ وی ۔ چې کلہ پرې پښہ راشی ګوذار اوکړی ۔ ډېرہ زیاتہ زھرژنہ وی ځکہ ورسرہ دا متل مشھور دے ۔ چې د لنډۍ چیچلے اوبۂ ھم نۂ غواړی ۔
لنډۍ او کرنډیا دواړہ د vipour مارانو اقسام دی خو کرنډیا د لنډۍ نہ ھم وړوکے او لنډ دے ۔ اکثر ټول راټول پروت وی د دواړو زھر پہ بدن کښې وینہ منجمد کوی ۔ خو زما خیال دے چې ټپې تہ لنډۍ د لنډۍ د زھرو پہ سبب نۂ د لنډوالی پہ سبب وائی ۔ او ټپہ ھم یو وړوکے او لنډ صنف دے ۔ ځنې خلق ټپې تہ مصرعہ وائی ۔ عام اولس مصرعہ ، بېت ، شعر نہ څۂ بلد دی ۔ شاھد دا نوم بہ ھلہ پرېوتے وی چې پہ راډیو کښې د ادیبانو ھم کارانو او داولسی ھنر مندانو ګډون بہ شروع شوے وی ۔ خو کہ دې نوم پہ اولس کښې رواج موندے وی نو بیا د مصری نہ بہ مصرہ شوے وی ۔ مصری ھغې خوږې ډیلۍ تہ وائی چې د ګړې پہ شان خوږہ او د چینو پہ شان لہ سپینہ وی ۔
ټپہ ئیزہ
انسانی ذھن ھر وخت د ترقي او څۂ د نوی کولو پہ چکر کښې وی ۔ د دغې ترقۍ پہ شوق کښې د ټپې نہ ټپہ ئیزہ شوہ ۔ چې نوم تہ اوکتے چې ټپہ ئیزہ د ټپې نہ وړہ او لنډہ وے خو داسې نۂ دہ ۔ دا د ټپې اولنۍ مصرعې سرہ یو ، دوہ ، درې او اوس تر پنځو پورې ھم قافیہ مصرعې لیکلے شی او دوئمہ مصرعہ د ټپې پہ خپل ځائے وی ۔ داسې د ټپې نہ پورہ نظم شی ۔
مثال ئې دا دے:
لږ خو سوچ اوکړہ داتۂ څۂ کړې
لوبي زما پہ ژوندانۂ کړې
خدایہ ځوانی ئې خاورې مۂ کړې
زما پہ لاس کښې درتہ خاورې شُو ګُلونہ
دا بلہ نمونہ:
نرے نرے باران ورېږی
اوښکې وﷲ کۂ مې اودرېږی
نن مې واړۂ زاړۂ یادېږی
چې مې ابۍ دادا خبرېږی
پہ ما بہ درد مې د زړۂ لوبې کړې وینہ
ټپہ ائیزہ پہ ډیرو ښکلو طرزونو کښې اووائیلې شوہ خو دا کمال د صنف نۂ دے د موسیقارانو او سندغاړو دے ۔ ټپہ ائیزہ د ټپې نہ پہ ډېرو خوبو کمہ شوہ ۔ (۱) د طوالت لہ کبلہ یادول ګران شُو (۲ ) متل نۂ شی جوړېدے (۳) د ټپې سرہ چې کوم جزونہ ګنډلې شی اکثر یو نیم جز د موضوع نہ پہ بل خوا روان وی ۔ داسې محسوس کېږی لکہ ښکلې جامې تہ اوپرہ ټاکۍ ګنډلې شوې وی ۔ پہ ټپہ کښې پہ یو مضمون فوکس وی ۔ پہ ټپہ ائیزہ کښې مضمون ګډوډ شی ۔ پہ تېر اولنی مثال کښې خدایہ ځوانې مې خاورې مۂ کړې د نور موضوع سرہ ھېڅ علاقہ نۂ لری ۔
جوابی ټپې
کلہ کلہ مجلسیان ټپې کوی تر منځہ یې یو بل سرہ سوال جواب شروع کړی دوې تہ جوابی ټپې وائی لکہ ټپہ دہ:
سوال
دا کوم بہ واخلې کوم بہ پرېږدې
چې مرګ بېلتون درلہ جوړہ راشی مئینہ
جواب
بېلتون بہ پرېږدم مرګ بہ واخلم
پہ درست ژوندون ازار بېلتون د لاسہ شومہ
سوال
ددې خبرې جواب راکړہ
زمونږ رسول پېدا د څۂ پہ ورځې ونہ
جواب
ددې خبرې جواب دا دے
زمونږ رسول پېدا د ګُل پہ ورځې ونہ
غاړې
غاړې د ټپې پہ شان زوړ اولسی صنف دے ۔ د غاړې پہ حقلہ ھم څوک نۂ شی دعویٰ کولے چې ددې ابتدا کلہ شوې دہ ۔ددې جوړښت ھم لکہ د ټپې پہ شان د دوو مصرعو دے ۔ اولنۍ مصرعہ اتۂ چپې او دوئمہ مصرعہ اتۂ چپې ۔ ددې پہ جوړښت باندې د خېر محمد عارف او دروېش درانی پہ جرس ۱۹۹۷ء جنورۍ /مارچ او اپرېل جون ګڼو کښې پہ صفحہ ۴۹ او ۹۴ باندې ډېر اوږدۂ بحثونہ شوی دی ۔ خو زۂ د افغانستان څېړنوال دوست محمد دوست د کتاب “ د ولسی ادب لارې “ صفحہ ۱۰۳ نہ ستاسو پہ خدمت کښې دا اقتباس وړاندې کوم “ کاکړۍ چې پہ خاصہ غاړہ او اھنګ وېل کېږی د فورم پہ لحاظ عموماً مثنوی (دوېیزې) دي چې ھرہ مصرع یې اتۂ سیلابہ دہ پہ دویمہ مصرع کښې دا شمېر ساتل کېږی خو لومړۍ کلہ اووۂ او کلہ شپږ ھم وی ۔ ډېر لږ لیدل کېری چې دویمہ مصرع اووۂ سیلابہ وی ۔ قافیہ یې ھم د لیکلی ادب پہ څېر دومرہ مقیدہ نۂ دہ ۔ فنی نیمګړتیاوې پکښې لیدل کېږې “ یاد دی وی غاړہ پہ کاکړۍ باندې ھم نومېږی
مثالونہ:
د ھوا مارغانو واؤرئ
مالہ حال د وطن راؤړئ
خلق وائی ورونړاں ګران دی
زما د سترګو باڼُوګان دی
زړۂ مې لہ تانہ نۂ صبرېږی
پہ سلګو سلګو مې شپې تېرېږی
تر کال ۲۰۰۰ء پورې پہ غاړو دوہ مشھور کتابونہ لیکلے شوی وۂ اولنے کتاب د پروفیسر صاحبزادہ حمیدﷲ "کاکړی" لنډۍ او دویم د سېد خير محمد عارف "د غاړو ادبی څېړن" وۂ ۔ سیال کاکړ ډېرې غاړې وئېلې دی خو اولس د ټپو او د غاړو شاعر یادنۂ ساتی او شریک مال یې ګڼی ۔
نارې
د نارو دوہ اقسام دی اولنۍ د قیصی غږ یا نارې او دویم د ھوتکو نارې ۔ د قیصو نارې ھغہ دی چې د پښتو ادب مقامی رومانی قیصو دوران کښې د خوند د پارہ د مئینو پہ خُلہ شاعرانو لیکلې دی ۔ نورہ قیصہ بہ نثر وۂ او دا بہ شاعری وہ ۔ د ھزارې پہ خاورہ دوی تہ کسرونہ ھم وېلے شو ی دی ۔ خو ځنې قیصې پہ شعر کښې ھم لیکلے شوې دی لکہ ادم خان درخانۍ صدر خان خټک د خوشحال بابا ځوی خالصتاً د مثنوی پہ بحر کښې لیکلې دہ ۔ یوسف خان شېر بانو څۂ مثنوی څۂ د بدلې پہ رنګ دہ ۔ دغہ شان د سنګر جمال د مومن خان شیرینۍ قیصہ لیکلی دہ ۔ د ھوتکو نارې د میر وس خان نیکۂ پہ دور کښې د ھوتکو او د مغلو تر منځہ پہ جنګونو لیکلې شوې دی ۔
د رابیا ګلې د قیصې غږ یا نارہ
کہ ځوړاندې د کور رنګ وروځی ځوړاندې
فتح خان ځی د ھند لور تہ
دغہ ګل رابیا مې ځی تر تا د وړاندې
د ھوتکو نارہ
کہ تېرې ګور جې بیا کړی تېری ناړې
یو میر خان و ځنې پاتې
میر خان ھم اوس قندھار تہ ګورګین غواړی
دا دوہ د ھوتکو او د قیصی نارې لږ پہ بدل دؤل دی۔
د ھوتکو نارہ
کہ وخوری داد سر کسی مې او خوری
پہ ناصرو پرون وسوہ ستوبانونہ
د قیصی غږ یا نارہ
کہ وخورئ دا د سر کسي مو وخورئ
کہ ما مړ کړئ دا زما بادار ژوندے دے
د غږونو یو بل ګډ خصوصیت دا دے چې د نارې پہ سر شرط کہ بہ راځی او کہ پسې چې کومہ کلیمہ راځی ھغہ بہ ھغہ مصرع کښې بیا تکرارېږی ۔ نارې کلہ کلہ لہ قافې ازادې ھم وی ۔ د ھوتکو نارې د ھوتکو د تاریخ یو باب وی ۔
د اتڼ نارې
پہ درستہ پښتون خوا کښې د خوشحالۍ پہ موقع د ګدا او د اتڼ دستور موجود دے ۔ دا پہ تنھاشکل ھم کېږی او د ډلې پہ شکل کښې ھم ۔ سړی توری ډال سرہ ، ټوپک سرہ ، د اشر غوبل پہ موقع د لور یا څۂ نور اوزار سرہ زنانہ بہ څمڅۍ چابړی سرہ ګډیدلې۔ د خټکو ګډا ، د بلبلو ګډا ، چن کوټې مشھورې ګډاګاني دی ۔ ددغہ ګډا او د اتڼ دروان کښې چې بہ کومې نارې یا سندری وائیلے کېدې د اټن ناری دی ۔ لکہ پہ زمونږ پہ سیمہ یوہ نارہ وہ
بڼی تولہ یې رالہ مړکړو
وائی زما بڼی تولہ قربان بڼی تولہ
دا بہ داسی وئیلے شوہ ،چې کومہ جینۍ بہ ګډیدلہ ھغې بہ د تماش ګیرو جینکو نہ تپوس اوکړو چې خورې خورې تا زما بڼی تولہ نۂ دے لیدلے ؟ تماشګیرو جینکو بہ جواب ورکړو غر تہ تلے وۂ د ګرګې لاندې بہ راغلے وی ۔ ګډېدونکې جینۍ بہ پېر وخوړ او پہ ګډا بہ شوہ او ورسرہ بہ یې دا وئیل
بڼی تولہ یې رالہ مړ کړو
وائی زما بڼی تولہ قربان تولہ
بیا بہ راغلہ بیا بہ یې تپوس اوکړو خورې خورې تا زما بڼی تولہ نۂ دے لیدلے؟ تماشګیرو بہ وې چې خورې خوړ تہ تلے وۂ خوړ بہ وړے وی دې بہ بیا پېر وخوړ پہ ګډا بہ شوہ
بڼی تولہ یې رالہ مړ کړو
وائی زما بڼی تولہ قربان بڼی تولہ
جینکو پہ ګودر یا د اختر لوبو ځاے تہ بہ مشر کس نۂ شو تلے ګنی ګډ بہ یې کړو ۔ چاپېرہ بہ ترې ودرېدې او دابہ یې وئیل شروع کړل
ماما مې ننګیالے دے
یو پیر بہ راتہ اوخوری
د ھری سیمې د خپل دود دستور مطابق ګډاګانې او سندرې دی ۔ پہ دوی کښې نرے مرے بدلون راځی خو اساس یې یو وی ۔
پہ پښتون خوا کښې د وزیرو او مسیدو اتڼ ډېر مشھور دے ۔ پہ افغانستان کښې پہ خوست ، پکتیا ، قندھار وغېرہ پہ ولایتونو کښې لږ لږ بدل ډول اتڼ کېږی ۔ اتڼ لہ بې شمارہ سندرې وائېلې شوې دی
دا څو مثالونہ:
بند پہ بند ماتېږی جینۍ
د ګلو لختہ دہ تاؤېږی
زما پہ غېږہ کښې اشنا دے
چرګہ مۂ وایہ بانګونہ
سحر صبا دے
مالہ خاصہ راؤړہ پېپنۍ ترې جوړومہ
جمدانۍ لمنې وابہ دې ړاومہ
دا سروکی دی نورې ورسرہ لنډۍ وېلے شی ۔ اتڼ جوږېږی پہ ډول او سُرنا۔ چن کوټې د زناناؤ د اتڼ یو قسم دے ټولې پہ دائرہ ګرځی او سندرہ بہ وائی د سندرې پہ یو خاص لفظ منځ تہ رایوځاے شی او د لاسونو لہ ټپ ورکوی ۔ د ټپ نہ ورستو بہ بیا پہ دائرہ کښې چورلی. د چن کوټو د سندرو یو دوہ مثالونہ:
کہ مرجانۍ کنجرہ نۂ وې
سردارہ لېونیہ
پہ خوب اودۂ عباس بہ چا حلالہ ونہ
دغہ مرجانۍ دہ
تاڼېدار د بنګړو شپول دے مات بہ شینہ
شمالا
وائی تاڼېدارہ
ساندې
متل دے چې غم او خوشحالی ورور او خور دی ۔ کہ یو طرف تہ اختر دے، نوروز دے وادۂ دے ۔ نو بل طرف د حسن حسېن ورځې دی ، مرګ دے غم دے ویر دے ژړا دہ ۔ چې څوک مړ شی مراثی ورسرہ لیکلې شی ۔ پہ مړی باندې د مرګ پہ وخت خلق ژاړی ، مخ پہ څپېړو وھی ، وېختۂ شوکوی او ساندې پرې وائی ۔ پہ عربو کښې دستور وۂ چې څوک بہ مړ شو ھلتہ بہ زنانہ وې ھغہ بہ پہ اجرت رابللے شوې ۔ دغہ خځو بہ پہ مړی باندې ساندې وېلې ۔ حدیث دے چې نبی ؏ نوحہ ګرې خځو نہ نہ بېعت اخستۂ یوې پکښې نبی؏ سلام تہ اووې چې لہ مانہ بېعت مۂ اخلہ پہ ما باندې د یوې بلې زنانہ بدل پورې دے چې د ھغی نوحہ اوکړم بیا بہ بېعت اوکړم ۔ پہ سندھ کښې دې زنانہ ؤ تہ رودالیاں وائی پہ تناول کښې چې فرید خان نواب مړ وۂ ۔ دغہ ښځې ترې راټولې وې ساندې پرې وئیلې د ھغہ زمانې نہ دا جملہ مشھورہ دہ۔
پټو لی چې پېټاں
فرید خان راجہ مو یے
ترجمہ راځئ ملګرو چې ژاړو فرید خان نواب مړ دے
پہ تنول کښې چې بہ مړے اوشو پہ چم ګاونډ ، پہ کلی بہ اختر وۂ ، د مړی پہ کور د غنمو سرې سرې روټۍ بہ پخېدې او پہ سوچہ غوړو کښې بہ ماتېدی او خوړے بہ شوې ۔ او کہ څوک وارث بہ ناتوانہ وۂ ھغۂ لہ بہ پہ دغہ موقع خېرات سخاط لہ پہ فراخ دلۍ سرہ قرض پور ورکولے شو چې دغہ کس ټول عمر لہ پارہ احسان مند شی ۔ پہ پښتون اولس کښې دا دودونہ دستورونہ موجود وو ، خو اوس د دین د عام کېدو پہ سبب پہ دغہ ناوړہ رسمونو کښې کمے راغلے دے ۔ دا یوہ ساندہ د نمونې پہ توګہ اوګورئ
پہ تړوائی کښې مېښې ناړی
ناوې زبېدې
یا جینۍ مور درپسې ژاړی
ناوی زبېدې
چې د زیارت پہ لوری لاړې
ناوې زبېدې
پہ دې فلانی باندې مې وایہ سلامونہ
ناوې زبېدې
دا یوہ بلہ منظومہ ساندہ چې یوې زنانہ د خپلې لُور پہ مرګ وائیلې دہ
خپلہ مور دې پرېښودہ
پہ غم پہ ژړا پہ زګېروی کښې
بد مرګی رانہ پټہ کړې
پاکې پېغلې بد مرغې
زما رڼا تا مور پرېښودہ
پہ ځنو کلو کښې بہ باقاعدہ د ساندو مقابلہ شوہ ۔ ھر یوې رشتہ دارې بہ ښودل غوښتل چې ھغہ ډېرہ خفہ دہ او ډېر یې ژړلی دی ۔
بابولالې
دوست محمد دوست د خپل د پښتو اولسی ادب لارې پہ صفحہ ۹۳ باندی لیکی “ چې د وادۂ د سندرو یوہ برخہ بابو لالې دي “ د بابو لالو ذکر د افغانستان د لیکوالانو پہ کتابونو لکہ حبیبﷲ رفیع کتاب د خلقو سندرې او د غوټۍ خاورې پہ شفاھی ادب کښې موندے شې ولې د لرې پښتون خوا د مشتاق مجروح زرکاڼے او د فضل میر خټک پہ فضلیات د اصطلاحاتو پہ کتابونو کښې نۂ شی موندے ۔ البتہ شیرین یار یوسفزی پہ خپل یو مضمون کښې پہ بابو لالو باندې څۂ لږہ خبرہ کړې دہ ۔ بابو لالې ھم لکہ ھائیکو پہ شان پہ دریو مصرعو کښې لیکلی یا وېلے شی ۔ مثال یې اوګورئ
د بالښت لاندې انار دی
داسې ځومن مو وروستلی
چې نامتو د قندھار دی
د بابولالې اولنۍ مصرع لکہ د ھائیکو یا د کوکې صرف د توجہ حاصلولو لہ پارہ وئیلے یا لیکلے شی ۔ بحر یې د ګوھر د ھائیکو دے ۔ خبرہ سر تہ پہ ورستنو دوو مصرعو کښې رسی ۔ زما ګمان دے چې د بابو لالې ابتدا پہ جنوبی افغانستان کښې شوې دہ ۔ ځکہ چې ما د کابل او جلال اباد د عام خلقو نہ پښتنې اوکړې ھغوی ترې ناخبرہ وو ۔ زمونږ پہ سیمہ کہ پہ وادۂ کښې تماشہ راوستې شی ، بھر پہ حجرہ کښې ھنرمندان مجلس کوی ۔ د وادۂ پہ کور کښې جونې تمبلونہ او سندږ ې وائی ۔ کہ جینۍ او ھلک د جدا کلو وو نو بیا خو بہ جېنۍ لہ پخپلہ د کور خاوندان پہ سېج کېنہ وی او ناوې کوی بہ د ناوې کولو پہ وخت د جینۍ سہلۍ بہ ور کلک پورې کړی او پہ سېج کېنہ ولو کښې بہ رکاوټ پیدا کړې او دا نورې جینکۍ بہ ښې ډېرې ګډې کړې او ورستو بہ ور لرې کوی ۔ خو کہ چرتہ جینۍ او ھلک دیو کلی وو دھلک خوېندې او د ھغو ملګرې بہ جینۍ پہ سېج کېنہ ولو ځی پہ دغہ دوران کښې ډېرہ ښکلې مقابلہ جوړہ شی ۔ د جینۍ ملګرې او د ھلک خویندې یو بل تہ پہ سندرو کښې سوګړې او اؤرونې کوی ۔ د وادۂ نہ مخکښې جینۍ پہ څونډی ګرځی یا پہ وېختو کښې لہ ډډې نہ لیکہ اوباسی . خو کلہ چې پہ سېج کېنہ ولې شی سلائی بہ راوخستے شې د وېختو د مینځ نہ ورلہ لیکہ اوباسی پہ دغہ وخت کښې دا ولاړہ سندرہ راښکې شی
چې سلائی مې راغلہ خوا لہ
ما وې سلائی چرتہ
سلائی وې چې ځم اوربل موچے کومہ
چې کوم وخت جینکۍ د اروا پہ شکل کښې د جینۍ د پلار کورتہ ناوې کینہ ولو ځی نو دا سندرہ وائی
ناوختہ کېږی ځئ چې ناوې جوړہ وونہ
تالہ والہ اوربلہ
جینۍ زمونږ دہ مونږ بہ بوځُو
کور خاوندان دې پہ شوروہ اودس کوینہ
تالہ والہ اوربلہ
د ھلک مور بہ خوشحالیږی
د جینۍ مور بہ پوزہ ګُټ کښې غورزوینہ
تالہ والہ اوربلہ
ناوختہ کېږی ځئ چې ناوی جوړہ وونہ
تالہ والہ اوربلہ
خو څنګہ چې پہ ژبہ کښې څلوېښتو میلو پسې لږ ډېر بدلون راځی دغہ شان پہ دودونو دستورونو کښې ھم فرق راځی ۔ نن صبا د ټی وی ډرامو او د انډیا فلمونو
وادونہ بېخی بدل کړې دی ۔ زمونږ خپل شناخت پاتې نۂ دے ۔
اللو ، للیللو یا دځانګو سندرې
زما خیال داسې دے چې دا نوم داسې پرېوت چې مور خپل ماشوم پہ جولۍ کښې واچوی او رو رو ورلہ جُوټہ ورکوی ورسرہ د خولې نہ پہ یو ردھم سرہ ﷲُ ، ﷲُ ، ﷲُ وائ۔
دې رو رو جوټې او مترنم اواز سرہ ماشوم لہ خوب راشی ۔ او مسلسل داسې کولو سرہ د ماشوم عادت جوړ شی ۔ د نفسیاتو ماھرین ھم وائی چې دا د ماشوم نفسیات جوړ شی ۔ بیا چې د اودۂ کېدو پہ وخت ماشوم د مور جولۍ کښې پریوځی لږ خوځولو سرہ د خوب پہ دُنیا کښې ورک شی ۔ د اسلام نہ مخکښې د اللو شکل بہ څۂ نور وۂ ۔ خو کلہ چې اسلام غلبہ او موندہ زمونږ پہ ژوند کښې ھر څۂ باندې اسلام اثر انداز شۂ ۔ پښتون خو بیا پښتون دے ۔ پہ اسلام قبلولو کښې ھم پښتون پښتو کړې دہ ۔ پہ اجتماعی شکل یې اسلام قبول کړے دے ۔ دا خبرہ ددۂ پہ خټہ کښې اخلې شوې دے پہ څۂ کښې ھم د عزیز او تربُور نہ شاتہ پاتې کېدۂ نۂ غواړی ۔ پہ اللو کښې مور دا کوشش کوی چې داسې الفاظ ادا کړې او د ھغہ څیزونو نومونہ واخلی چې ماشوم ورسرہ بلد وی ۔ زمونږ پہ سیمہ د خوب لہ پارہ ماشوم تہ اھنګ سرہ دا اللو بہ مېندو وائیلہ ۔
اللو ، اللو
کوچیا مۂ راځہ د بانډو
زما ګل خان داسې اودۂ دے
لکہ ګُوډے د وړو
پہ افغانستان کښې لږہ پہ بدل ډول وائیلے شی
اللو اللو
خوب دې درشہ پہ لېمو
زما ګل خان داسی اودۂ دے
لکہ ګُوډے د رنجو
خو زما مور لہ دې خداے اتۂ واړہ جنتہ ورکړی ۔ چې د اسلام د تعلیماتو ډېرہ زیاتہ باخبرہ وہ ھغې بہ وې چې ماشوم تہ پہ غېږ کُوچیا ، بانډو ، وړو او د رنجو خبرې واورولے شی ، چې دے لوے شی څۂ غټ کار بہ اوکړی ۔
زۂ او زما خور دواړہ پہ دې اللو غټ شوی یُو
اللو اللو
تۂ اودۂ شہ زما لعلہ
پلار دې تلے دے غذا لہ
تُورګۍ بہ راوړی تا لہ
اللو اللو
او دا عجیبہ اتفاق دے چې د کشمیر کومہ ټکړہ آزادہ شوې دہ زما پلار پہ دغہ غذا کښې شریک شوے وۂ ۔زمونږ جدِامجد ابراہیم بابا د اخون سالک دستِ راست وۂ ۔ پہ ډېرو غذاګانو کښې یې برخہ اخستی وہ ۔ اوس د ھغۂ پہ ترخ کښې پہ کابلګرام کښې خخ دے ۔ چې پہ سواتی بابا مشھور دے۔
سندرہ راښکل یا چیخ
سندرہ راښکل ددې دستور زمونږ پہ خاورہ باندې ډېر زیات وۂ ۔ خداے دې اوبخښې ددې صنف نوم پہ اول ځل ما د عبدالرحمٰن بېتاب صېب نہ پہ avt خېبر کښې اورېدلے وۂ ، زمونږ د اصطلاحاتو پہ کتابونو کښې د چیخ ذکر نیشتے ۔ ھغہ پہ خپل کتاب ( زۂ پہ تا مئین یم ) کښې ھم کړے دے ۔ د چیخ استعمال پہ ھزارہ کښې پہ پښتو ، ھندکو ، ګوجرو او تنولۍ پہ څلورو ژبو کښې موندے شی ۔پہ ھندکو ، ګوجرو او تنولۍ درې واړو ژبو کښې ورتہ سولا وائی ۔ سندرہ بہ د ھرې خوشحالۍ پہ موقع راښکے شوہ ۔ کہ د چا کور کښې ماشوم پېدا شو ، د ھلک د شولا کؤلو پہ وخت ، د جینۍ د ناوې کولو پہ وخت ، پہ جنج ، ځانګو او ورا تر دې چې د ګوډیا اشر د زناناؤ پہ سر وۂ د جیټھ پہ سرو غرمو کښې بہ سندرہ راښکے شوہ ۔ پہ دغہ نسبت سرہ زما یوہ کوکہ (ماھیا) دہ
ورک دې جېټ شې چې بہ بیاراځی
پہ غرمو بہ ګوډیا کوې تۂ
ساہ ډوبی بہ پہ ما راځی
ورا
چې کلہ بہ پہ یو کلی کښې د وادۂ ھلک او جینۍ دواړہ وو ۔ د جینۍ د ناوې کولو پہ وخت بہ د وادۂ د ھلک د کورہ بہ زنانہ ، جینکۍ بہ پہ سندرو سندرو د جینۍ پلار کور تہ ځی پہ لارہ ډم بہ ورسرہ ډولګے غږوی یا بہ پخپلہ تمبلونہ نغارې وھی ۔ د ؤرا بلہ موقع چې د چا پہ کور کښې نیاوتہ غوندې ښادی اوشوہ ، دا د خپل کلی نہ زنانہ ټولې شې ځی او د بل کلی ھم راتلے شی ۔ زمونږ د خاورې د اوچتې پائې کلاسیکی او پہ پښتو غزل کښې د سبکِ ھندی اولنے شاعر حسېن ملک پُوری پہ خپل یو غزل کښې داسې وائی
چی د مینې ؤرا مې کېناستہ پہ غولی
او س مې ستائی د غمونو پہ ټپو
کلہ چې ورا پہ لارہ روانہ وی دا سندرہ اکثر وائی
فېرنګے پہ ډبل ځینہ
یارہ خانہ زما وے
سړک ئې جوړ کہ ګلابہ
یا دا بہ بلہ
ورتہ راکاږہ توپونہ
ناوګۍ مومندو ورانہ کړلہ
عمرا خانہ
د سندرې راښکلو ښکلے منظر ھغہ وی چې کلہ پہ جنج او ځانګو راښکے شی ۔ جینۍ بہ د یو کلی وی او ھلک بہ د بل کلی خو کومو کلو د مخې نہ جنج او ځانګو تېرېږی د ھغہ کلی زنانہ بہ اوچت ځاے تماشې لہ اودرېږی او سندرہ بہ پرې راکاږی داسې ددې دوو کلو ښادی د ډېرو کلو ښادی جوړہ شی ۔ ضلع تور غر کښې چیخ او ټپہ ډېرہ زیاتہ مستعمل دہ زنانہ واښو لرګو لہ پہ ورشوګانو او پہ غر کښې ټپې او سندرې وائی خو د پښتو ملک دے سړې بہ ګودر او دھغہ لارو نہ ځان بہ ډډہ ساتې چې د خورلڼو پہ استعمال کښې وی ۔
چیخ د ھرې زنانہ کار نۂ دے پہ کلی کښې چې د کومو خځو اوازونہ اوچت وی او د سندرو سرہ شوق لری دا دھغو زمہ واری دہ ۔ چیخ لہ پارہ تمبل ضروری نۂ دے دا بغېر د تمبل نہ ھم وائیلے شی
د ارسلہ خان لښکر د ګلو
کہ منو لېونۍ ارسلہ خانہ
خانہ بیا لښکر دې ډب شو
د چکل پہ مېدانونو
د حسن زو نخښې شوې پورتہ
کړې وږی وائې
ساخڼۍ کوی زورانہ ډمہ
صبا بہ جنګ تر ماسپخینہ پورې وینہ
پہ ملا دې شپږ شپېتۂ روپۍ
وئی وئی میر صمد خانہ
نن د تاڼې پہ ډب کښې ناستہ مسافرہ
داسې زلمی پہ روپو چا وژلی دینہ
پہ دنګ چینار اوبۂ را پرېږدہ
لېونګیہ
کتہ مې رور دے
شینکے باغ اوبۂ کوینہ
د اولسی سندرو بحر وزن پورہ نۂ وی دا اولسی اھنګ کښې د اواز پہ طُول او کمی پورہ کولے شی ۔ چیخ یا سندرہ راښکل ورتہ د وائیلو د انداز پہ سبب وئی ۔ صنف څۂ جدا جوړښت نۂ لری ۔
د ماشومانو دوړې او سندرې
زہ پہ دې نۂ پوھېږم چې ماشومان دا دوړې او سندرې پخپلہ جوړوی او کۂ لوے ورلہ جوړوی ۔ عمومًا چې کلہ بہ واورہ ورېدہ ، سړہ سیلۍ بہ وہ پہ کوټو بہ د لوبو امکان نۂ جوړېدۂ ۔ پہ یو ګُټ کښې بہ جمع شول یو بل تہ بہ یې دوړې وائیلې چې ډېرې بہ پکښې ھم قافیہ او حسبِ حال وې لکہ
لختہ دہ شاہ لختہ دہ
نۂ ماتېږی سختہ دہ (وېختۂ )
دا بلہ
تر دې تر الائی
سپینې وریجې کلائی (واؤرہ)
بزې بزې
د کندُو لاندې
اوبۂ ځی ( جرندہ)
چرګہ
د چرګوړو سرہ لاړہ
قندھار تہ (سپوږمۍ)
چې کلہ بہ د دوړی جواب چا ھم ور نۂ کړو ۔ د دوړې وایونکی بہ وې چې اوس جومات راکړئ ۔ دوی بہ ورتہ وئیل چې د فلانی کلی جومات ستا شو ۔ د دوړې وایونکی بہ وائیل شروع کړل چې د فلانی کلی جومات خورمہ څښمہ ، مزې پکښې کومہ زۂ چې ستاسو کور درشم حلوہ ،پولاونہ خورمہ چې تاسو زمونږ تہ راشئ ساګ سوکړک درتہ ږدمہ فلانے شے دے ۔ زمونږ خلقو چې بہ د منی فصل جوار ، شولې کورتہ کړل ھلکانو بہ ډلې جوړ کړې او صحبت بہ یې غوښتۃٔ ۔ د صحبت د غوښتو پہ وخت پہ ور کښې دا بیان کاوۂ ۔ یو بہ وائیل اشہ باشہ ، دې نورو ټولو بہ وائیل ۔ درنجے
اشہ باشہ، درنجے
بېلے تہ راشہ ، درنجے ، د شګو پړے ، درنجے ، غوی خوړلے درنجے، غوے ما خورلے
، درنجے ، فلانے کُلال ،درنجے ،پہ ګټ اولاړ ، درنجے ، ګز ریخ ترې لاړ ،
درنجے دکور میرمنې ، درنجے ، امبار تہ کېنہ درنجے ، دانې رواړہ ، للے للے ۔
ھلکان بہ نورو کلو تہ ھم تلل او دانې بہ یې ټولولې بیا بہ یې خرڅی کړلې د بازارہ بہ غوښې او مټیانې راوړلې ، د شپې بہ یې د کلی پہ حجرہ یا د چا کورکښې غوښې او وریجې پخولې مجلس بہ یې کاوۂ ، سحر بہ پخپلہ اوخوړلې او ویش بہ ھم کړې ۔ جینکو بہ ھم ډلہ جوړہ کړہ لس اتۂ ماښامہ بہ یې پہ خپل کلی کښې دانې ټولې کړې او صحبت بہ یې جوړ کړو ۔ جینکو بہ څۂ داسې بیان کاوۂ ۔
غوم غومبکے ، باڼُو بکے ، اور دے، سمسور دے ، څوک څوک پہ کړاں وۂ ځی ،
خدایہ تۂ اومنې ، د کور د یو ماشوم نوم پہ کړاں وۂ ځی ، خدایہ تۂ او
منې، دے چې سخر کرہ روان شی ،خدایہ تۂ اومنې ، د صحبت جینکۍ څۂ غواړی ،
خدایہ تۂ او منې ، یو اوږے دانې غواړی ، خدایہ تۂ اومنې ۔ پہ مالګو تروې
غواړی ، خدایہ تۂ اومنې ، پہ ګړو خوږې غواړی ، خدایہ تۂ اومنې ، ښې
میرمني ښې ، تۂ راوچوہ دانې ، کور دې ډک شہ د غلې ، زمونږ برخہ دہ پکښې ۔
جینکو بہ ھم ټولہ شپہ شوګیر کړہ سندرې بہ اووائیلی او غوښې وریجې بہ یې پخی کړې خوشحالی بہ یې اوکړہ ۔ ماشومانو نورې څۂ سندرې دی ۔
کاشکې زۂ ھیلۍ وے
غاړہ مې نرۍ وے
ناستہ پہ ھګۍ وے
شېر کې لالا
دا بلہ نمونہ
اوښہ اوښہ ډانګہ
دنګہ دی غړانګہ
کوچی ماما ناری وھی
دوہ غبرګې نغارې وھی
ماشومانو چې کلہ بہ پہ پشکال کښې باران ډېر زیات اوشو د لوبو انداز بہ ھم بدل شو ۔ ماشومانو بہ خټې نہ وړہ غوندې بلغمۍ جوړہ کړہ ۔ منځ بہ یې ورلہ ښہ نرے کړو بل ماشوم تہ بہ وائیل
اکُو بکُو چار چکُو
کمر کښې سورے شتے کہ نیشتے ؟
دې بل بہ ورتہ پہ جواب کښې وائیل ۔
نن نشتے صبا لوے غار دے ۔
دخټې نہ جوړې بلغمۍ پہ وېخ کښې بہ چې څومرہ سورے اوشو دې بل بہ دغہ ھمرہ خټہ پہ ھغہ سوری کښې اېښودلہ داسې بہ یې خټہ د یو بل نہ ګټلہ ۔
دا بلہ یوہ د ماشومانو د لوبو سندرہ
پورې یوہ ونہ دہ
د ونې لاندې مار دے
د مار پہ خُلہ کښې تار دے
تار مالہ پکار دے
نۂ څښم د جبې اوبۂ
خُلہ بہ مې تڼاکې شی
سادین بہ رانہ پاتې شی
پیشکور کور تمبل
ورسرہ بہ یې پېرون خوړل
دا یوہ بلہ لوبہ دہ ۔ ددې لوبې پہ سندرہ کښې ھندکو او پښتو ګډ دی
اکری بکری
تلہ والی ټِکری
ما مودہ خان
غشې اولی پہ مېدان
پہ اسمان کښې د شنو کوترو لو دے
چې ګوتہ غوڅوی قلم یو دے
اے ګلی خندانہ
پہ جنګ بہ دې رانۂ شم
ګلان تۂ راوړہ سلطانہ
پیشو پړنګ آ دېلۍ ۔
ھزارہ د ګڼو قامونو ټاټوبے دے ۔ پہ دې کښې سواتے چې د سلطانانو اولاد دے ، سېدان د پېر بابا ، اخون خېل د خون سالک بابا چې نسلاً درانیان دی ، یوسف زی ، دلزاک ، مشواڼی او ګدون فاتح قامونہ دی ۔ خو پہ دې کښې زاړۂ قامونہ ګوجر ، ډونډ ، کرړال او عباسیان اباد دې ۔ ددې ټولو پہ یو بل باندې اثرات پرېوتی دی ۔ کلچر پہ لحاظ یوہ زرخېزہ سیمہ دہ ۔ خو غرئیزہ خاورہ دہ ۔ پہ ادب او کلچر باندې یې کار نۂ دے شوے ۔
د مروتو کسرونہ
کلہ چې دُرانیانو حکومت کمزورے شو ۔ پہ مېدانې پښتون خوا کښې سیکھانو د ظلم ستم بازار ګرم کړو ۔ ځنې پښتنې قبیلې پہ ځان کښې دست و ګریبان شوې ۔ د وزیرو ، مسیدو ،خټکو ، نیازیانو او د مروتو تر منځہ ډېرې جھګړې ، داړې او شوکې پاکې اوشوې ۔ زیات جنګونہ د یو بل مالونہ پہ پټولو شوی دی ۔ پہ دغہ اوان کښې پہ مروتو کښې یوہ ډلہ د شاعرانو پېدا شوہ چې ھغوی د دغہ جنګونو حالات پہ شعرونو کښې او لیکۂ چې د مروتو کسرونہ ورتہ وائی ۔ شاعران خو معلوم دی ولې انداز یې اولسی دے ۔ ځکہ پہ اولسی شاعرۍ لکہ د چاربېتې بدلې او لوبې شمار دی ۔ ۶۳ کالہ مخکښې یو مروت د ھائی کورټ جج حبیبﷲخان بیګُو خېل دا کسرونہ جمع کړل او مسودہ یې مشھور رومانی شاعر عبدالرحیم مروت لہ ورکړہ چې ھغہ پہ ځان باندې یو لوے جاګیردار او وکیل وۂ ۔ ھغہ پرې سریزہ اولیکلہ او پښتو اکېډېمۍ پہ ۱۹۵۹ء کښې چاپ کړہ ۔ د ځنې شاعرانو نومونہ دا دی جرس ، میرھوس ، میاخان ، دینک ، دوران ، ګنډنی وغیرہ
دا یو څو مثالونہ د کسرونو (معذرت سرہ زۂ د مروتو پہ لہجہ پورہ نۂ رسېدم ھم ھغہ شان مې نقل کړل چې څنګہ لیک وو )
نن مې څو خبرې راغلے پہ ګوګل
پنجہ مروت غونډېژی د نیازی پہ ایلہ ول
نواز وہ کہ قتل وہ درے پہ لار کړے اټکل وہ
ابو وہ کہ اټل وہ ددے ھم داسې عمل وہ
نیازے بہ سرہ ایل کو بیا بہ غم کو ھر څوک خپل
پہ غرمہ ډمانو اووھل ډولونہ
میړینو زنړو ملا پسے تړلے
اہ وہ جندے سپرو پہ وړاندے کړے پہ منډہ
اہ وہ جندے سپرو پرے ایستے ډولنګے تہ
زیړے اوشوے لہ غرو را اویستلے
نیمکۍ
د نیمکۍ چې کوم تعریف دخپل د کلی پہ حجرہ کښې د زاړو اولسی شاعرانو نہ اؤرېدے ھغہ دا دے ۔ نیمکۍ د پښتو اولسی ھغہ صنف دے چې سر یې ټپہ وی او کړہ یې ھم ټپہ وی ۔ دچاربېتې کورونو لہ پہ خپل کتاب “چاربېتہ پوھنہ “ کښې نومونہ د ورکولو پہ وخت ما نیمکۍ چاربېتې لہ مستہزاد چاربېتہ نوم ورکړے دے ۔ ځکہ چې پہ افغانستان کښې نیمکۍ او سروکی پہ ځان کښې پوھانو ګډوډ کړی دي ۔ مستہزاد نظم تعریف ھم دا دے چی یوہ مصرعہ اوږدہ او بلہ لنډہ وی ۔ د نیمکۍ او د ټپې دواړو یوہ مصرعہ اوږدہ او بلہ لنډہ وی ۔ د نیمکۍپہ جوړښت کښې
لکہ د ټپې د زناناؤ ډیرہ ونډہ دہ ۔ د جوړښت پہ لحاظ مونږ نیمکۍ پہ دریو اقسامو کښې وېشلے شُو ۔
ھغہ نیمکۍ د چې د ټپې پہ شان اولنۍ مصرعہ ۹ او دوئمہ ۱۳ چپې لری
راوړہ بندۍ بندۍ چې او پېرونہ = ۹
جانانہ بېرې لہ راځہ چې او ځانګونہ = ۱۳
چاپېرہ اور اولګېدنہ
بر د چینارو پہ کنډاؤ لېونۍ راغلہ
و شغاسی یارہ جانانہ
جینکۍ ژاړی وړکی بیا کابل تہ ځینہ
ھغہ نیمکۍ چې اولنۍ مصرعہ ۱۳ او دوئمہ ۹چپې وی
دا نیمہ شپہ دہ غم مې خوب تہ نۂ پرېږدینہ
اشنا خپہ دے نۂ راځینہ
تلی مې سوزی پہ غرمو ولاړہ یم
سختہ د بل وطن یاری دہ
زۂ پہ اوربل کښې د شړشم ګلونہ ږدمہ
مالہ رامبېل لہ باغہ رواړہ
امېل د اوښکو بہ لہ ځانہ سرہ وړمہ
زۂ د جانان دیدن لہ ځمہ
ستا د بڼو غشو پہ زړۂ ویشتلے یمہ
لاس مې د زړۂ لہ پاسہ کېږدہ
د لېونتوبہ مې خبر شول عالمونہ
مینہ بہ څو پټہ ساتمہ
ھغہ نیمکۍ چې اولنۍ مصرعہ یې ۹ چپو نہ کمہ وی ، دوی سرہ د نیمکۍ اولنۍ مصرعہ بیا تکرارېږی
د باغہ راغلہ
د مرچکو امېل یی شاتہ واړونہ
اوبۂ دې اوړینہ
کېنہ باجوړیہ مازیګر دے
ھغہ نیمکۍ چې دوئمہ مصرعہ یې د ۹ چپو نہ کمہ وی
سپیہ روپۍ یہ اوربل کږہ وږہ دہ
نن بیا جینۍ خپہ دہ
بیګاہ لہ راشہ جارو کړے مې دلان دے
رو رو باران دے
لہ خوبہ پاسہ مسافر جانان دی ځینہ
بیا خو نۂ راځینہ
کہ دوی سرہ دوئمہ لنډہ برخہ بیا تکرار شوہ پہ طرز کښې فرق پریوځی خو کړہ بہ یې ټپہ وی ۔ نیمکۍ لہ پارہ دا شرط ضروری دے چې یوہ مصرعہ بہ لنډہ او بل بہ اوږدہ کۂ ھغہ وړمبۍ کہ ورستۍ وی ۔ نیمکۍ او مستہزاد یو شے دے د مستہزاد نظم ھم یوہ مصرعہ اوږدہ او بلہ لنډہ وی ۔
سروکی
سروکی داسې وجود مومی چې د زاړو او مړو شاعرانو د اولسی غزل ، اولسی رباعی ، بدلې ،بګتۍ ، لوبې چاربېتې څۂ حصہ خلقو تہ یاد پاتې شی ۔ او دا شاعر نوم ورکے شی څوک یې نۂ پېژنی داسې دا د عام خلقو ګډ مال اوګرځی ۔ سروکی بعضې وخت خلق تخلیق کوی ھم خو دا ځنې وخت شاعران نۂ وی چې صنف پورہ کړی او خپل کسر پرې او خېژوی ۔ مثال پہ طور دا سروکی:
خلقہ اسان شو ددې زمان وادونہ
ډالډا استعمالہ وینہ
جوړئ ترې پولاونہ
یا
څنګہ بې انصافہ شول د ملک ھټی والانہ
سودا خرڅوی ګرانہ
د ھر سړی خپل نرخ دے
دا سروکی چې چا وائیلی وو زۂ ھغہ بنیادم پېژنم خو نوم یې اوس ھم نۂ شم اخستلے چې مړہ دہ ۔ د ھغې اولاد بہ اوس لہ مانہ خپہ شې ۔ د ھغې پہ ژوند د ھغې کور والا کہ خبر شوے وے نو خداے خبر دے چې کوم قیامت بہ راغلے وۂ ۔ زمونږ د بټګرام یو ملګری دا ھمت کړے وۂ چې توپکو پہ لاس ورپسې خلق راغے ۔ د سروکو تعداد دومرہ ډیر دے او ډېر طرزونہ دی چې دا څوک ھم د یوې خاص قاعدې قانون لاندې نۂ شې راوستلے ۔ د مقدار پہ لحاظ ډېرہ زیات دی ۔ د چاربیتې مقدار ھم ډېر زیات دے خو د چاربېتې شپږ اولسی اھنګونہ دې ۔ د یو داسې قالب دے کہ شاعر دانستہ یا غېر دانستہ کمے بېشے اوکړی کہ د چاربېتې نور لوازمات پورہ وی بھر نۂ شې وتلے ۔ د جوړښت پہ لحاظ مونږ سروکی پہ څلورو ډلو کښې ویشلے شو خو دا ختمی نۂ دی لہ دې نہ علاوہ ھم کېدے شی۔
اولنۍ ډلہ ھغہ سروکی چې دوہ مصرعې لری
پہ خوب اودۂ وم چې پہ مخ مې چا لاسونہ وھل
چې سر مې جګ کہ خپل اشنا رالہ خالونہ وھل
د محبوبې پہ غاړہ ځانګی تعویزونہ
مخې لہ راغلہ تورې سترګې سرۂ لاسونہ
تور اوربل دې بند پہ بند
ګل پہ شان اودلے دے
پہ تا دی راشې د خزان ساړۂ بادونہ
زۂ دې جدا کړم لۂ خوږہ یارہ بېلتونہ
یار رانہ جدا شۂ پہ لمسون د غمازانو
اوښکې ملغلرې مې توئېږی لہ چشمانو
دويمہ ډلہ د سروکو ھغہ دہ چې درې مصرعې لری
و بندیوانہ مې ساتینہ
ماتہ لالے وائی وائی
چې چرتہ مۂ ځہ د زړۂ
د سرو ګلونو څانګې
لیلیٰ د خیالہ ځانګې
تا زۂ کړمہ رنځورہ
ورتہ راکاږہ توپونہ
ناوګۍ مومندو ورانہ کړلہ
د دیر نوابہ
راشہ لېونیہ وئی
تور اوربل مې ستا دے
د بل خاورې شہ مئینہ
د سروکو دریمہ ډلہ چې پہ څلور مصرعو مشتمل وی
لیلیٰ خندل کوی
پہ پہ زړونو چل کوی
سترګې یې تورې پہ کجل کړلې خوړل کوی
عجب کتل کوی
مورې پڼې مې راکوہ چې پسې ځمہ
مړہ بہ شمہ
یار مې د زرګر پہ دکان
لیدلے ما دے
زۂ بہ یې پہ جېب ګرځومہ
مالہ شال راؤړہ
سوچہ رومال راؤړہ
د بنارس
زما د زلفو ارمان ژنہ
ﷲ دې راولہ
مولا دې راولہ
پہ چمن بیا
ښاغلی دوست چې د خپل کتاب پہ صفحہ۷۴ باندې “ د سروکو کوم تقسیم د مصرعو او قافې پہ بنیاد کړے دے دا ممکن نۂ دے ۔ ځکہ کوم سروکے ھغہ پہ څلورو مصرعو کښې لیکی ھغہ پہ دوو او دریو مصرعو کښې ھم لیکلے شی ۔لکہ دا یو مثال بہ واخلو ښاغلی دوست پہ څلورو مصرعو کښې لیکلے دے زۂ یې پہ دوو کښې لیکم پہ وائیلو کښې ھیڅ فرق نۂ پرېباسی ۔ د سروکو د وائیلو انداز پہ ھر سیمہ خپل دے ۔ فضل میر خټک پہ فضلیات کښې پہ صفحہ ۱۵۴ باندې لیکلی دی چې ټپې تہ ټکۍ ھم وائی ۔ ټپې تہ تکۍ وائی خو ھلہ چې دنیمکۍ یا سروکی سرہ وائیلے شی څومرہ ټپې چې ورسرہ اووئیلې شوې دومرہ تکۍ اوختې ۔ لکہ زمونږ ماشومان د ټوکانو بلورو غوزانو کښې وائی پہ تا مې دومرہ ټکونہ اوختل ۔ د نیمکۍ او د سروکی پېژندګلو لہ پارہ دا کافې دہ چې ددوی کړہ بہ ټپہ وی ۔ د نیمکۍ او د سروکی دا فرق دے چې د نیمکۍ سر بہ ھم ټپہ وی اوکړہ ھم خو د سروکی کړہ بہ ټپہ وی خو سر کلہ پہ دوو ، دریو او څلورو مصرعو وی او ټپہ نۂ وی۔
متفرق اصطلاحات
لہ دې نہ مخکښې چې ھغہ اصنافو تہ لاړ شو چې د پښتو ژبې خپل سکہ اولاد دے او جوړښت یې پہ څو څو مصرعو مشتمل دے ۔ پہ ځنې اولسی اصطلاحاتو باندې غږېدۂ ضروری ګڼم ځکہ چې پہ دوی باندې پوھېدو نہ بغېر پہ صنف باندې پوھېدۂ ګران دی
سر
ھغہ مصرعو تہ وائیلے شی چې د یو صنف شروعات ترې کېږی پہ اولسی ژبہ کښې ورتہ سر وائی ۔ پہ لیک ادب کښې مطلع خو زمونږ دوو ادیبانو قاضی عبدالحلیم اثر ، ډاکټر اسماعیل ګوھر او پہ افغانستان کښې ځنی لیکوالو ورتہ کسر لیکل دې ۔ پہ ھزارہ کښې د قصې تر منځہ چې پہ نثر کښې وی د قیصې سرہ تړلے شعر یا نارې تہ کسر وائی یا د مروتو کسرونہ چې د مروتو شاعرانو حماسی شعرونہ دی چې د نورو قبیلو سرہ پہ جنګونو لیکلی دی ۔ نور پہ درستہ پښتون خوا کښې اولس او ادیبان ورتہ سر وائی ۔ یعنې د یو اولسی صنف بګتۍ ، لوبې ، چاربېتې او د بدلې شروعاتی مصرعو تہ سر وائیلے شی ۔
نیم سرے
شاعرانو بہ چاربېتہ پہ نیم سر وائیلہ او ھم مجلسی بہ د مجلس دوران کښې د سریانو اسانۍ لہ پارہ د پورہ سر چاربېتې سر بہ نیم کړو
کړہ
د سر نہ ورستو چې کومې مصرعې وی دوی تہ کړہ وائی د بګتۍ کړہ څلور مصرعې وی درې پہ ځان کښې ھم قافیہ څلورمہ د سر سرہ ھم قافیہ وی۔
د لوبې د کړې د مصرعو تعداد کلہ درې او کلہ څلور وی
چې درې وی دوہ بہ پہ ځان کښې ھم قافیہ او دریمہ بہ د سر ھم قافیہ وی ۔ او کہ څلور وې درې بہ پہ ځان کښې ھم قافیہ وې او څلورمہ بہ د سر ھم قافیہ وی ۔
د چاربېتې د کړې دمصرعو تعداد پہ مربع (بګتۍچاربیتہ زوړ نوم ) ) کښې څلور معشر مجاز کښې دوہ د سر مصرعې پہ ھرې کړہ کښې بیا بیا تکرارېږی او اتۂ د کړې مصرعې، مثمن ، مستہزاد کښې اتۂ پہ کړہ بندہ کښې دولس او پہ مثنوی چاربېتہ کښې د شاعر پہ خوښہ خو د څلورو مصرعو نہ کمې نۂ وی د زیاتو حد نیشتے ۔
رتیب
د بګتۍ ، لوبې او د چاربېتې د کړې کومہ مصرعہ چې د سر ھم قافیہ وی ھغې تہ رتیب وائی ۔
ربط
زړو شاعرانو ، اخونانو بہ د رتیب نہ بہ بلہ کړہ راخستلہ کہ داسې بہ نۂ وہ دا بہ یې نقص ګڼۂ ۔ دې سرہ ټولہ بګتۍ ، لوبہ او چاربېتہ بہ ګنډلې وہ۔ پہ یادولو کښې بہ اسانی شوہ ۔ دغہ سبب وۂ چې د ځنو زړو مجلسیانو بہ ھر شپہ نوے مجلس کوۂ
کسر
د بګتۍ ، لوبي او پہ اخېرنۍ کړہ کښې شاعر خپل نوم یا تخلص چې بې سوادہ شاعرانو بہ وې او تعلیم یافتہ شاعرانو لیکۂ ۔ چې عربۍ او فارسۍ پہ تقلید کښې نن صبا ورتہ مقطع وائی ۔ د کثر نہ مراد د صنف اختتام دے ۔ د ځنو ادیبانو دا استدلال غلط دے چې سرتہ کسر وائی ۔ کہ سر تہ کسر وائی نو بیا مقظعې تہ اولسی ژبہ کښې څۂ وائی ؟
سوختہ
پہ یوہ مصرعہ کښې چې چپہ نیمہ کمہ شی دې تہ سوختہ وائی یعنی چپہ کمہ شوہ ، اوسوزېدہ د وائیلو پہ دوران کښې شاعر یا مجلسی تہ پخپلہ ددې احساس کېږی ۔ پہ کوم بحر کښې دې وینا کوی ساہ بہ دې د ھغې نہ زیات شی ۔ پہ اولسی ژبہ کښې ورتہ وسوختہ وائی
سکتہ
کلہ چې د شعر پہ مصرعہ کښې چپہ نیمہ زیاتہ شی د وینا خاوند تہ روکاټ محسوس شی دې تہ سکتہ وائی ۔
شاعر
چې کوم سړی تہ د شعر جوړولو ھنر زدہ وۂ ھغہ تہ شاعر وائی ۔ خو یاد دې چې لوے شاعر پېدا کېږی جوړېدے نۂ شی ۔
مجلسی
چې د شاعر شعرونہ یاد کړی بیا پہ مجلسونو وائی مجلسی دے ۔ خو پہ دوی کښې د ځنو دومرہ تجربہ اوشی چې کلہ کلہ لوبہ نیم چاربیتہ اوائی ۔ د مجلسی جمع مجلسیان دی ۔
سری
د مجلسی سرہ پہ مجلس کښې سر وائیلو خاوند تہ سری وائی ۔ او دغہ عمل تہ سر بچے وائی ۔ پخوا بہ ھلکان چې د کومو بہ شوق وۂ چې پہ حجرہ کښې بہ مجلس کېدۂ د مجلسیانو څنګ کښې کیناستل اول بہ سر وې بیا بہ کلہ کلہ ټپہ نیم اوکړہ کۂ اواز بہ یې ښہ وۂ بیا بہ مجلسیانو ورتہ پخپلہ د وینا دعوت ورکوۂ ۔ داسې بہ رو رو مجلسی شو ۔ نورې د inter tainment ذرائعې نۂ وې دغہ واحد ذریعہ وہ ۔
بګتۍ
بګتۍ د پشتو اولسی شاعرۍ ډېر زوړ صنف دے ۔ ددې د ابتدا ھم لکہ د ټپې څوک تعین نۂ شی کولے ۔ پخوا بہ چې حجرو کښې مجلسونہ کېدۂ ۔ تازہ وادۂ کړی زلمی بہ ھم کور تہ لہ شرمہ نۂ تلل ځکہ چې ھمزولو بہ ورسرہ اکاړې کولې ۔ ناوختہ پورې چې بہ مجلس اوشو ۔ یو ستومانی بہ خورہ شوہ ۔ یو مجلسی چې اکثر ټوقی غوندې بہ ھم وۂ ۔ څۂ داسی شاعری شروع کړہ چې پکښې بہ ظریفانہ عنصر ھم وۂ ۔ دې وینا سرہ بہ پہ مجلسیانو او ناستو نورو سامعینو بہ تازګی خورہ شوہ ۔ پہ خوا بګتۍ د مجلسونو لازمی جز وۂ ۔ اوس مجلسونہ نۂ کېږی پہ کوزې پختون خوا کښې د بګتۍ د وینا رواج پہ شاعرانو کښې ختم شوے دے ۔ البتہ پہ افغانستان کښې اوس ھم لیکلے او وائیلے شی ۔ د بګتۍ جوړښت داسی دے سر یې پہ دوو مصرعو مشتمل وی چې ھم قافیہ وی ۔ کہ ردیف ورسرہ وی نو ھم ردیف بہ ھم وی ۔ کړہ پہ پہ څلورو مصرعو مشتمل وی چې درې بہ ځان کښې ھم قافیہ وی او څلورمہ بہ د سر ھم قافیہ وی ۔ د چاربېتې یو کور (قسم ) دے چې ورتہ بګتۍ چاربېتہ وائی ، ددې چاربېتې او د بګتۍ جوړښت یو دے ۔ خو ما چې کلہ د چاربېتې اقسامو لہ نومونہ ورکول ۔ ما ورلہ مربع چاربېتہ نوم ورکړے وۂ ۔ ځکہ چې بګتۍ او بګتۍ چاربېتہ خبرہ څۂ جوړېدہ نۂ ۔ د بګتۍ او د مربع چاربېتې فرق ما پہ کتاب “ د چاربېتې پوھنہ “ کښې ورکړے وۂ ۔ چې د بګتۍ او د مربع چاربېتې پہ مزاج کښې فرق دے پہ چاربېتہ کہ مذھبی ، تاریخی ۔ حماسی او عشقیہ وی سنجیدہ خیالات بہ وړاندې کوی ۔ بګتۍ عموماً مزاحیہ یا بہ عشقیہ وی چې څۂ نہ څۂ د دلچسپۍ سامان پکښې شوے وی ۔ بیا د بګتۍ او د چاربېتې د رتیب د سر سرہ د لږېدو تفاوت ھم دے۔ د چاربېتې کړہ چې ختمہ شې ټول سر ورپسې وائیلے شی او د بګتۍ د سر یوازې ورستنۍ مصرعہ ۔ دا د بګتۍ یو دوہ مثالونہ۔
سر:
چرګ مې حلال کړ دے سینہ اوخورہ پتون پرېږدہ
دلتہ قدم کېږدہ جینۍ دلتہ قدم کېدہ
کړہ:
دلتہ قدم کېدہ جینۍ تۂ د خداے دپارہ
تاتہ مې مېوہ دہ نن راوړې د بازارہ
مخامخ رادرومہ مۂ وېرېړہ تۂ د پلارہ
روئ د خداے اوګورہ دواړہ لاس پہ تندی کیدہ
دلتہ قدم کېدہ جینۍ دلتہ قدم کېدہ
(شاعر مامانُور افغانستان )
سر:
نن مې لہ ورایہ د خارو مخ تہ کاتۂ کړی دی
زړۂ مې الواتۂ کړی دی
کړہ:
نن مې لہ ورایہ نہ لیدہ ھغہ خارو ولاړہ
سپینہ یې خُلہ ښہ صراحی غندل یې غاړہ
پہ کجل تورې خماری سترګې یې دواړہ
پہ سُور چارګل کښې پرې پورہ اتۂ کړې دی
زړۂ مې الواتۂ کړی دی
سُور یې چارګل پہ پوزہ کړے یې پېزوانہ
ټیک لہ دړۍ سرہ یې وینم ھر زمانہ
سپینې یې لیچې سپینې تورې د ایرانہ
ټول عاشقان یې پہ لمبو باندې راتۂ کړی دی
زړۂ مې الواتۂ کړی دی
(شاعر قاضی ګل ھزارہ)
دا بل مثال:
لېونۍ ګوجری منګے دې کوم ګودر لہ وړې
پہ لالی مئینې لہ برہ چمہ ورتہ ځې
لېونۍ ګوجرې شونډی دې سرې پہ دنداسہ
ستا پہ پوزہ چارګل تا پہ سر کړې دہ خاصہ
دا سپینہ خولګۍ د زنې سر دې پتاسہ
ستا وړی خبرې لکہ خارو وړې وړې
ستا وړې خبرې زما پہ زړۂ باندې ورېږی
ستا شینکی خالونہ چې وینم زړۂ مې نۂ صبرېږی
د بېلتون د لاسہ زړګے مې چوی نۂ پاتې کېږی
پہ ټولی د جونو د خیالہ ھسکہ غړۍ وړې
پہ لالی مئینې لہ برہ چمہ ورتہ ځې
(شاعر طالب جان د مومند سیمہ )
د بګتۍ پہ بحر کښې کمے بېشے کېدے شی خو جوړښت بہ ھم دغہ وی
لوبہ
زما پہ نظر کښې سروکی او لوبې یو شے دے ۔ سروکی ھغہ دې چې خلقو نہ شاعر ھېر کړے دے ۔ د کړې پہ ځاے ټپې ورسرہ وائیلے شی ۔ یا عام خلق سروکے اووائی بیا ترې کړې سر تہ نۂ رسی ۔ څومرہ چې د ټپې ، سروکو تعداد ډېر دے او باقاعدہ تقسیم یې ممکن نہ دے ۔ دغہ حال د لوبې دے خو د سر او د کړې پہ بنیاد یې مونږہ څۂ لږہ کلاسیفائیډ کولے شُو ۔ څوک چې د شاعرۍ سرہ پښہ رشتہ لری ھغہ ھم پہ دې پوھېږی چې دا کوم صنف دے ، غزل ، چاربېتہ او کۂ لوبہ دہ ، بګتۍ ، چاربېتې خپل مقام بائیلود ۔ د ھغو ځاے نورو نوو نوو اصنافو اونیوۂ ۔ خو لوبہ سدا بھار صنف دے ۔ ځکہ چې پہ غزل او پہ نظم کښې ھغہ بې ساختہ اظہار ممکن نۂ دے چې بعضې وخت انسان محسوس کړی ۔ بیا زمونږ معاشرہ د مغرب غوندې لا د ځان ځانۍ داسې ښکار نۂ دہ زمونږ ډېرې مواقعې پہ اجتماعیت سرتہ رسی پہ ھغو کښې غم او خوشحالی دی ۔ دا بغیر د ټولنې نہ سر تہ رسی ۔ لوبہ یوازې او پہ اجتعماعی پہ دواړہ ډولہ زمزمہ کېږې ۔ د لوبې مزاج عموماً د خوشحالۍ دے خو پہ دې کښې د درد او د غم اظھار ھم کېږی لکہ:
زۂ ډېر بې وسہ بې اسرې یم
پہ دې څلور کنجہ دنیا کښې
ستا پہ تھمت ذرې ذرې یم
پہ دې څلور کنجہ دنیا کښې
یا
پټۍ د وصل رالہ کېدی پہ زخمونو
نچوړ کړمہ غمونو ، دلبرہ راشہ راشہ
ترس دې نۂ را ځی ناترسې ادم خورې
سرۂ لمبہ د اورې کۂ او دې سومہ زۂ
د شیکسپیئر وینا دہ چې زمونږ ښہ ادب ھغہ دے۔ چې اختتام یې ټرېجیک دے ۔ د لوبې تقسیم مونږ څۂ داسې غوندې کولے ش۔
نلکې دې ماتې ویران شول ګودرونہ
لیلیٰ مې کور دننہ بند شوہ
کړہ:
لیلیٰ مې کور شوہ بدیوانہ
دیدن یې ډېر شو راتہ ګرانہ
نیشتہ دے خوند نیشتے زاړۂ مازیګرونہ
لیلیٰ مې کور دننہ بند شو
سر:
پہ زیارتونو باندې ګرځی کړی سوالونہ
خدایہ د حاجت یې سر کړې
کړہ:
پہ زیارتونو ګرځی خارو
ستړې نیازبینہ شوہ پہ زارو
د مینې یار سرہ یی کړی د لوظونہ
کړہ یې درې مصرعی لری اولنۍ دوہ پہ ځان کښې ھم قافیہ دریمہ د سر سرہ ھم قافیہ یعنی د رتیب مصرعہ ۔ چې سر یې پہ دریو مصرعو مشتمل وی او پہ کړہ کښې څلور مصرعې دی۔
سر:
تا تعویز د صبر څنګہ اوکړو ځان لہ
زۂ خو نۂ صبرېږم معلومیږی راتہ ګرانہ
اشنا اوکړہ باور
کړہ:
ستا پہ محبت کښې اوسومہ پہ اور
سیند د پشَکال دے نور ھم کوی زور
زۂ لکہ ققنس تل کوم انګور
اوښکې مې لہ سترګو سمې ځی ګریوان لہ
زۂ خو نۂ صبرېږم معلومیږی راتہ ګرانہ
اشنا اوکړہ باور
سر:
پہ سرہ غرمہ د یار دیدن لہ ځینہ
خدایہ وریځ کړې چې پېروے رنګ یې تور نۂ شی
خبر پرې مور نۂ شی
کړہ:
غارمۂ د جېټ او د ھړ
پراتۂ ملکونہ دی شړ
شګې تودې شوې د خوړ
پہ سرہ غرمہ د یار دیدن لہ ځینہ
پہ دې وېریږی چې اشنا ترې نہ مرور نۂ شی
خبر پرې مور نۂ شی
پہ دې ورستنې مثال کښې مشاھدہ کېدے شې چې د سر مصرع د کړې تر منځہ تکرارېږی۔ دا پہ ټولو کړو کښې تکراېږی ۔ خو نورې کړې د طوالت پہ سبب نۂ لیکم۔ لوبہ چې سر یې پہ څلورو مصرعو مشتمل وی۔
سر:
زما پہ تا دغہ ھمرہ پال دے
دھوکہ اتبار لہ می ور نۂ کړې
د پاکې مینېپہ نوم سوال دے
چې سُور انګار لہ مې ورنۂ کړې
کړہ:
ستا لیونی حسن تہ ګورم
زړګے زما وھی ټوپونہ
د ګلو ډک ګلشن تہ ګورم
لکہ بلبل وائیم صوتونہ
پہ لنډہ زنہ دې شین خال دے
ګورہ اغیار لہ مې ور نۂ کړې
د پاکې مینې پہ نوم سوال دے
چې سُور انګار لہ مې ور نۂ کړې
سر:
ستا غمونہ دی زور
زۂ دې اوسوم پہ اور
ظلم مۂ کوہ نور
خوږہ یارہ راځہ
کړہ:
مہ کړہ داسې ستم
زۂ دې کړم پېچ وخم
ځی د سترګو مې نم
پہ فراق کښې دې مرم
شہ د زړہ ٔ مې تکور
زۂ دې اوسوم پہ اور
ظلم مۂ کوہ نور
خوږہ یارہ راځہ
داسې لوبې ھم شتہ چې سر پہ پنځو مصرعو یا پہ زیاتو باندې مشتمل وی خو تعداد ډېر لږ دے ۔ پہ افغانستان کښې ملنګ جان، سېد کمال او رحیم غمزدہ د لوبې ډېر ښہ شاعران دې او دوې پکښې رنګ پہ رنګ تجرېبې کړې دی ۔
چاربېتہ
چاربېتہ د پښتو اولسی شاعرۍ د ټولو ګران او اھم صنف دے ۔ ددې پہ موجودہ وخت کښې شپږ کورہ او شپږ اولسی اھنګہ دی ۔ چاربېتہ چې تر دې حدہ راسېدہ نو ډېر شکلونہ یې بدل کړې دې ځکہ خلقو تہ ددې اقسام ډېر ښکاری ۔ خو د چاربیتې ھر شکل چې وی لہ دغہ شپږ کورونو سرہ بہ جوړښت کښې نیزدې او پہ دغہ شپږ اولسی اھنګونو کښې بہ وېلے کېږی ۔ او د ټولو استادانو شاعرانو لکہ د نورہ دین ، محمددین تېلی ، احمددین طالب ،قاضی ګل ، عبدﷲ استاد وغېرہ د ټولو چاربېتہ پہ دغہ شپږ کورہ او دغہ شپږ اولسی اھنګونو کښې دہ ، دا شپږ کورہ او شپږ اولسی اھنګونہ داسې قالب دے کہ یو شاعر پہ چاربیتہ کښې دانستہ یا نادانستہ بدلون کړے دے لہ دې قالب نہ بھر نۂ شی وتلے ۔ د تقسیم تفصیل لہ پارہ زما کتاب “د چاربېتې پوھنہ “ آن لائن د پښتو پاڼہ نمېر د چاربېتې اقسام باب ۵ کتے شی ۔ خو ھغہ نومونہ ورلہ ما ورکړی دی ځکہ چې ځنې اقسام بې نومہ وو ۔ زۂ د چاربېؔې پہ تعریف ، ارتقا، او پہ نورو اړخونو باندې غږېدۂ نۂ غواړم پہ دوې کښې دوہ قسمونو لہ اولس نومونہ ورکړی دی د ھغوی ذکر ضروری ګڼم او د یو کور چاربېتې د وئیلو د انداز پہ سبب دوہ نومونہ اخلی ۔
نیمکۍ چاربېتہ
نیمکۍ چې یوہ مصرعہ اوږہ او بلہ لنډہ وی ۔ ټپہ نیمکۍ دہ یو لنډہ مصرعہ ۹چپې او بل اوږدہ ۱۳ چپې دہ ۔ د نیمکۍ صنف ھم دغہ خاصیت لرې د سر یوہ مصرعہ لنډہ او بلہ بہ اوږدہ وی ۔ دغہ شان د کړې یوہ مصرعہ لنډہ او بلہ اوږدہ وی ۔ د نیمکۍ د سر اولنۍ مصرعہ ۹ چپې او دوئمہ ۱۳ چپې وی کلہ دا ترتیب بدل شی اولنۍ ۱۳ چپې او دوئمہ ۹ چپې خو پہ کړہ کښې دا ترتیب مستقل دے اولنۍ ۱۳ چپې او دوئمہ ۹ چپې ځکہ چې ټپہ وی ۔ د نیمکۍ چاربېتې د سر څلور مصرعې وی اولنۍ او دریمہ اوږدہ او دوئیمہ او څلورمہ لنډہ ۔ د کړې اتۂ مصرعې وی اولنۍ ، درئیمہ او پنځمہ اوږدې دوئمہ ، څلورمہ او شپږمہ لنډی د رتیب یوہ مصرعہ اوږہ د سر د اولنۍ درئمې ھم قافیہ او د رتیب دوئمہ مصرعہ د سر د دوئمې او د څلورمې مصرعې ھم قافیہ ۔ نیمکۍ تہ فارسی کښې مستہزاد وائی ما ورلہ پہ چاربېتہ پوھنہ کښې مستہزاد چاربېتہ نوم ورکړے دے ،ځکہ چې مونږ څخہ د نیمکۍ پہ نوم مخکښې صنف موجود وۂ ۔د نیمکۍ چاربېتې مثال:
سر:
د سرو زرو امېل دې پہ سینہ کښې وھی ټال
شغلې پکښې نمر دی
جوتۍ دې بناتۍ دی پاس پہ سر دې زرین شال
جړاؤ ور باندې زر دی
کړہ:
د سرو زرو امېل دې پہ سینہ کښی کوی خوند
ژوندون مې شۂ خراب
یو ځلہ دې سپین مخ د رب دپارہ کړہ سرګند
تۂ لُور یې د نواب
د ھجر پرھرونہ زما ناخلی اوس پېوند
بھېږی ترې خوناب
ظالم د نامسلم غوندې چاپېر کړو ترې دېوال
څوکۍ پرې مقرر دی
بګتۍ چاربېتہ
د بګتۍ چاربېتې نوم د پښتون خوا پہ ځنو سیمو کښې اخستلے شی ۔ دې چاربېتې تہ بګتۍ چاربېتہ ځکہ وئیلے شې چې ددې چاربېتې جوړښت د بګتۍ صنف سرہ بېخی مشابہ دے د دواړو سر پہ دوو مصرعو مشتمل او کړہ څلورمصرعې وی ، څلورمہ د رتیب مصرعہ د سر د مصرعو ھم قافیہ وی ۔
ما چې کلہ د اقسامو لہ نومونہ ورکول بګتۍ چاربېتې لہ مې د کړې د جوړښت پہ بنیاد مربع چاربېتہ نوم ورکړو ځکہ چې د بګتۍ صنف او بګټۍ چاربېتہ یو نوم بہ د غلط فہمۍ سبب جوړېدۂ ۔ رباعی مربع نظم دے او مربع نظم ھم وجود لری خو داولس ورسرہ دومرہ سروکار نیشتے ۔ دا د خواص سر دردی دہ ۔د بګتۍ چاربېتې مثال_
سر:
ستا حسن پہ اطرافو باندې شور شور دے
پورې کړے دې زما پہ زړګی اور اور دے
کړہ:
ستا د حسن ھر طرف تہ انګازې لاړې
شام و مصر چین ماچین تہ اوازې لاړې
ستا پرې څۂ کہ ګورستان تہ جنازې لاړی
تۂ پہ خپلې ځوانۍ مستہ ډېر دې زور زور دے
د بګتۍ او د بګتۍ چاربېتې ما مخکښې ھم فرق بیان کړے وۂ چې د چاربېتې کړہ چې ختمہ شې د چاربېتې ټول سر لکہ پہ پورتنی مثال کښې چې د رتیب مصرعہ (تۂ پہ خپلې ځوانۍ مستہ ډېر دې زور زور دے ) اوېلے شی نو ټول سر
ستا د حسن پہ اطرافو شور شور دے
پورې کړے دې زما پہ زړګی اور اور دے
بہ ټول سریان وائی ۔ د بګتۍ مزاج مزاحیہ او شوخ وی ۔ د چاربېتې مزاج عموماً سنجیدہ وی ۔
سورہ او روانہ
سورہ او روانہ د وائیلو انداز دے ۔ دا د جوړښت پہ لحاظ یوہ چاربېتہ دہ ۔ سر یې پہ څلورو مصرعو مشتمل دے اولنۍ او دریمہ مصرعہ ھم قافیہ ، دوئمہ او څلورمہ مصرعہ پہ ځان کښې ھم قافیہ وی ۔ د کړې اتۂ مصرعې وی ۔ اولنۍ ، دریمہ ، او پنځمہ ھم قافیہ دوئمہ ، څلورمہ او شپږمہ پہ ځان کښې ھم قافیہ ۔ وومہ د سر د اولې دریمې مصرعې ھم قافیہ او اتمہ د دوئمې او د څلورمې مصرعې ھم قافیہ وی خو د سورې او د روانې اھنګ جدا دے ، سورہ پہ سور غوندې اندز کښې عموماً چپہ نیمہ د روانې نہ کمہ وی او روانہ پہ ټیکاؤ انداز کښې ۔ د سورې او روانې باالترتیب مثالونہ۔
سورہ
سر:
تا د اوربل پہ کنارو باندې
اېښی ګلونہ څنګ پہ څنګ دی کنہ
زړګے مې غوڅ شۂ کټارو باندې
جامې می ستا پہ تھمت رنګ دی کنہ
کړہ:
تۂ د اوربل نہ جوړئ چتر
راځی د عطرو ترې دماغ
پہ داسې میچ ورکوې وتر
لکہ مالی چې ساتی باغ
سپینہ کوکۍ ساتہ پہ ستر
چرتہ جُوټہ نۂ کړې پہ زاغ
درتہ ولاړ یم پہ زارو باندې
څښلی مې ستا د مینې بھنګ دی کنہ
روانہ
سر:
پسرلے شۂ پہ چمن کښې بھار راغے
بې لہ یارہ خلقہ ما باندې خزان دے
خوشبوی دہ پہ موسم کښې خمار راغے
اور مې بل زړۂ کښې دننہ د ھجران دے
کړہ:
پسرلے شۂ چمن اوسپړدل ګلونہ
یخہ یخہ ھوا لږی مزی دارہ
د غانټول او د ردی دې غنچکونہ
د لالہ او د نرګس مۂ کوہ شمارہ
بنفشې او د سوسن بدل رنګونہ
سمہ غر ښکاری یو شان لہ سبزہ زارہ
نمېر لوے سړے یو خس کۂ حیصار راغے
اباسین پہ موج چپې چپې روان دے
د ټوپۍ جمشېد چاربېتہ د روانې ښہ مثال دے
ستا پہ سینہ د ګلو ھار شتہ دے
د ډز خندا دې فسادونہ کوی
بل دې پہ سترګو کښې خمار شتہ دے
نامړدې زور دې تھمتونہ کوی
د سورې ښہ مثال دے ۔
د سوات د حسن خان چاربېتہ
لباسی راتہ ښکارہ شولې جانانہ
ستا پہ سر مې دې اخستی تھمتونہ
پہ رو رو بہ زړګے صبر کړم لہ تانہ
ستا ښائست راباندې اوکړل فسادونہ
بدلہ
د خوشحال بابا یو شعر دے:
مېړنی دې چې یادېږی
پہ سندرو پہ بدلو
د خوشحال بابا د شعر نہ دا خبرہ صفا سرګندہ دہ چې سندرہ او بدلہ دوہ جدا اصناف دی ۔ خوشحال بابا یوہ نابغہ دہ ۔ ھغہ یو شاعر ، ادیب ، حکیم ، ښکاری ، مشکار ، منجم ، او تُورزن دے ۔ خوشحال بابا پہ اصنافو او پہ موسیقۍ باندې ھم دسترس لارۂ ۔ پہ پښتو ادب کښې د اثر افغانی دا وینا ھېڅ اھمیت نۂ لری چې پہ ځنو علاقو کښې سندرو تہ بدلې وائی ۔ عام اولس دسندرې ، صوت او د بدلې تمیز کہ نۂ شې کولے خو اولسی شاعران او مجلسیان پہ دې باندې ډېر ښہ پوھېږی ۔ پہ سندرہ او صوت باندې پہ خپل مقام غږېږو ، بدلہ ھغہ صنف دے چې دې کښې قیصہ ، عشق ، محبت ، جنګی واقعات وغېرہ پکښې بیانېږی ۔ د بدلی لہ پارہ د نظم دوہ جوړښتونہ پکار راوستے شی مثنوی او قصیدہ ۔ اول د مثنوی جوړښت او بحر اخلو ۔
د مثنوی ھر شعر پہ دوو مصرعو مشتمل وی ۔ د ھر شعر قافیہ ( ردیف کۂ وی ) د بل شعر نہ بہ مختلف وی ۔ ھرہ مصرعہ یې ۱۲ چپې وی ۔ مثنوی کښی ھر قسم خیال بیانېدے شې مثال یې د خوشحال بابامثنوی وګورئ۔
لہ ھر چا سرہ چې یو نفس قرین شوم
د ھغو لہ خویہ بویہ پہ زړۂ شین شوم
زړۂ مې خوږ پہ ھیچا نۂ شو پہ عالم کښې
لہ عالمہ سرہ زیست کړم پہ ډیر غم کښې
څوک د سُود لہ مخہ څوک راسرہ یار شو
چې یې خپل مقصود پورہ شو نور ویزار شو
چې یې مخ پہ مخ لہ تا سرہ وفا وی
پہ قفا درسرہ ځیر پہ سل جفا وی
چې یې ښہ ګڼې ھغہ درسرہ بد شی
تل لہ تا سرہ پہ رخہ پہ حسد شی
اوس دا یوہ بدلہ وګورئ:
یو قیصہ بہ درتہ اوکړمہ د خوندَ
عاقلان بہ ځان لہ واخلی ترې نہ پندَ
د عمر پہ زمانہ کښې زما جانہ
د یھودو یو باشاہ اوکړو اعلانہ
کہ چا سر د عمر راوړۂ وارئ مالہ
زۂ بہ ډېر د ھغہ کس نہ خوشحالہ
خپلہ لُور بہ ورلہ ورکړم خوبصورتہ
ھم بہ ور کړم ورسرہ نیم سلطنتہ
عقیلہ یو یھودی غټ پھلوان وۂ
مشھور پہ دغہ وخت کښې دغہ ځوان وۂ
دۂ وائیل چې زۂ بہ اوکړم دغۃ کارَ
د عمر پہ سر بہ زۂ کومہ وارَ
تُورہ ې واخستہ روان شولو مخہ
کېږی ھغہ چې خداے تہ وی څۂ خوښہ
دا کوزہ بدلہ دہ چې جوړښت یې د قصیدې دے ۔ لہ دې نہ دا تعریف ھم د فضل میر خټک غلظہ ثابتېږی چې دې تہ بدلہ ځکہ وائی چې ھر شعر د بلہ پہ قافیہ باندې بدل وی دلتہ شاعر پہ یوہ قافیہ کښې واقع بیانوی ۔ پہ اوږدو قیصو کښې بہ قیصہ پہ پړکونو اووېشلے شوہ یو پړک بہ د مثنوی جوړښت کښې وۂ نو بل بہ د قصیدې جوړښت کښې تصدیق لہ د علی حېدر جوشې ، عبدالوھاب دستی او د جمشید کتانونہ کتے شئ ۔ د بدلې لږہ برخہ د مثال پہ توګہ چې جوړښت یې د قصیدې دے۔
تقدیر ګورہ یوہ ورځ مسلمانان
سر اندیپ نہ حج د پارہ شُو روان
نر او ښځې ماشومان ھم ورسرہ وو
درې جھازہ سراسر ډک د سامان
کاټھیاواړ نہ خو د خېر سرہ راتېر شُو
او پہ دېبل کښې بہ جوړیږی پرې تالان
چې دېبل پہ بندرګاہ لنګر انداز شول
خبر نۂ دی چې دې دلتہ کښې لېوګان
ګورنر چې دېبل د بندر ګاہ وۂ
پرتاب سنګھ چې پہ عمل کښې وۂ شیطان
د راجہ داھر د لاندې ګورنر
ځان سرہ یې وو ساتلی غونډَګان
مسافر د سمندر بہ دوی لوټلو
خوش نصیبہ تېرېدل پہ امان
د راجہ داھر وۂ راج پہ تمام سندھ
کراچۍ نہ علاقہ وہ تر ملتان
عموماً شاعران چې عشقیہ موضوع ، فلسفہ یا د عبرت څۂ خبرکول غواړی نو بیا د قصیدې جوړښت پکار روالی ۔ پہ زوړ وخت کښې فیاض ، ملا نعمتﷲ، احمد جان زمونږ پہ عصر کښې علی حېدر ، عبدالوھاب ، سنګر جمال ، جمشید ، عواص خان ، محراب ګل خټک او تاج محمح مومند مشھور دبدلو شاعران وو خو بدلہ نیم تقریباً ھر شاعر لیکلہ ځکہ چې بغېر د بدلې نہ بہ مجلس نیمګړے وۂ ۔ د بدلې تر منځہ بہ ټپې ھم کولے شوې ۔ د ټپې تقطیع دہ اولنۍ مصرعہ ۹ چپې او دوئم مصرعہ ۱۳ چپې ۔ د بدلې بحر دے ۱۲ چپې دا ټول بہ پہ یو راګ ، راګنۍ،ساز او اھنګ کښې وئیلے کېدۂ ۔ لہ دې نہ اندازہ لږی چې د پښتو پہ شاعرۍ او موسیقۍ کښې څومرہ flexibility موجود دہ ۔ اوس خو ھنر مندان د غنی خان بې بحرہ شاعری او ھائیکو ھم د موسیقۍ سرہ وائی۔
صوت یا سندرہ
پہ نولسمې صدۍ کښې جینکو او خځو بہ چې د وادۂ ، کوژدن ، اختر او شو قدر پہ موقع د تمبل ډمامې سرہ وئیلې ھغو تہ بہ یې صوتونہ یا سندرې وئیل ۔ ھلکانو سړو بہ چې حجرہ کوم تنګ تکور کوۂ ھغہ مجلس وۂ ۔ د خځو پہ سندرو کښې بہ نیمکۍ ، سروکی او لوبو سرونہ بہ چې د کړې پہ شکل کښې ورسرہ د ټپې استعمال کېدۂ چرتہ چرتہ بہ یوې کومې ښځې بہ پُورہ صنف د سر نہ واخلہ تر کسر پورې اووې ۔ پہ مجلس کښې ټپہ ، چاربېتہ ، رباعی غزل ، بګتۍ ، بدلې او لوببې وئیلے شوې ۔ مجلسیانو بہ ھم خُلہ کلہ کلہ پہ صوت یا سندرہ خوږہ کړہ ۔ بیا راډیو زمانہ راغلہ چې ګډ وډی شروع شوہ سړو سندرې وئیل شروع کړل او خځو فنکارانو غزلې، لوبي ، بدلې اووائیلې د سفر د راډیو نہ ټی وی او فلم تہ اورسېد اوس سوشل میډیا دور دے خلق پہ موبائیل پہ غوږونو کښې ھنډ فری لږېدلې پہ نېټ باندې ګانې اوری ۔
زمونږ د دور شاعر غزل ، نظم او ھائیکو لیکی کلہ چې خطا شی اولسی اصنافو کښې څۂ اولیکی نو بیا ترې خبر نۂ وی چې دا کوم صنف دے ۔ اسان لفظ سندرہ ورتہ اولیکی ۔ قاضی ګل چې د چاربېتې ډېر لوے شاعر دے ۔ پہ خپلې سیمہ بہ فصیح الزبان باندې مشھور وۂ کتاب مشکل کشاء طالبان ۱۹۳۷ء چاپ کښې زما پہ نظر یو څو صوتونہ راغلی وو چې ور سرہ د کړې پہ شکل کښې ټپې وې خو شاعر د خپل کسر سرہ وائیلې دی ۔
سر:
اؤړمہ را اؤړمہ بې لہ جانانہ ما خوب کلہ راځینہ
کړې:
اؤ ړمہ را اؤړمہ خوب مې دیار پہ لېچہ اوکہ
اؤړمہ را اؤړمہ اوس د رېښمو بالخت خوند نۂ راکوینہ
اؤړمہ را اؤړمہ خوب خو ھالۂ د سړی خوب وی اؤړمہ را اؤړمہ چې یې د یار پہ سینہ اېښی وی لاسونہ
اؤړمہ را اؤړمہ قاضی پنځۂ وختہ دا سوال کہ
اؤړمہ را اؤړمہ خداے دې بې یارہ مسلمان نۂ کړې مئینہ
دا بلہ سندرہ۔
سر:
یہ مورې بېدارہ شہ ، غل مې راغلے سُور پالنګ لہ خبردارہ شہ
یہ مورې بېدارہ شہ
کړې:
یہ مورې بېدارہ شہ راسرہ غاړہ غړۍ پروت دے
یہ مورې بېدارہ شہ زما پہ سرو اننګو جوړ شُو پرھرونہ
یہ مورې بېدارہ شہ ځان دې لہ قصدہ نہ اودۂ کہ
یہ مورې بېدارہ شہ پردے سړے دے مالہ یې مات کړۂ اندامونہ
زمونږ پہ عصر کښې غازی سیال ، امیر غلام صادق ا،او دلاور سېلاب ډ امیر دوست ډېرې سندرې لیکلې دی ۔ د سندرې څۂ خاص جوړښت نیشتے دا دغزل ، بګتۍ ، لوبې ، چاربېتې ، بدلې پہ ھر جوړښت کښې لیکلے شی ۔ کلہ کلہ ځانګړے جوړښت ھم لری ۔ پہ یو اواز ، پہ ډبل اوازونو او د کورس پہ شکل کښې وئیلے شی ۔ پہ سندرہ کښې شاعری ډیرہ سادہ ، روانہ د جذباتو نہ ډکہ وی ژور مضامین درانۂ خیالات ، تشبیھات ، اشارې کناې او صنائع بدائع پکښې نۂ وی ۔ ګلنار بېګم ، کشورسلطان ، معشوق سلطان ، قمرګلې وغېرہ وغېرہ بې شمېرہ سندرې وائیلې دی ۔ چی د ککوړو، ټېپونو ،وډیوز او د یو اېس بې وغېرہ پہ شکل کښې محفوظ دی ۔ پہ اولس کښې د وادۂ سندرې ، د سھرې سندرې ، د ګډا سندرې ، ستائنې جدا جدا کلاسونہ جوړ شوی دی ۔
اولسی رباعی
رباعی وتلے دے د رباع نہ معنیٰ دہ څلور یعنی د شاعرۍ داسې صنف چې پہ څلورو مصرعو مشتمل وی ۔ روایت دے چې د رباعی ابتدا داسې شوې وہ ۔ د اختر پہ ورځ ابوالحسن رودکی د غزنہ پہ یو باغ کښې ناست وۂ د موسم او نظارې نہ یې خوند اخستۂ ۔ پہ څنګ کښې یو څو ھلکانو غوزانو سرہ لوبې کولې ۔ دې نوخېز ښائستہ ھلک چې خپل غوز د سرسوړې مقام نہ پرېښود غوز چې څنګہ مخ پہ کتہ پہ مزہ مزہ روان وۂ ددې ھلک د خولې نہ ورسرہ دا جملہ او خاتۂ “غلطاں غلطاں ہمی رود تا سر گو “ پہ رودکی باندې دا مصرع ښہ او لګېدہ ھغہ ورسرہ نورې درې مصرعې او تړلې چې رباعی پہ وجود کښې راغلہ ۔ بل روایت دے چې دا مصرع یعقوب لېث صفاری د خپل ځوی نہ اؤرېدې وہ ھغۂ رودکی لہ ورکړې وہ او رودکی پرې نورې مصرعې وېلی وې ۔ پہ روایت کښې اختلاف کېدے شې خو پہ دې باندې ټول محققین پہ یوہ خُلہ دی چې د رباعې ابتدا د رودکی نہ شوې دہ ۔ ھم دغہ ذکر شوې مصرعې بحر چې بحرِ ہزج دے فعول مفاعیل مفاعیل فعل د رباعی بحر روایت شو ۔ پہ رباعی کښې خیال بتدریج د ھرې مصرعې سرہ پہ مخہ بیولے شې آخری مصرعہ ښہ زوردارہ پکارہ دہ چې لہ دغہ مصرعې نہ بغېر رباعی نیمګړې لیدے شی ۔ پہ ذکر شوې مصرعہ باندې چې غور اوکړے شی د غلطاں غلطاں نہ ورستو یو توقف دے دا توقف ھم د رباعی روایت دے ۔ پہ اېران کښې رباعی عمر خیام خپل معراج تہ رسولې دہ ۔ د خیام پہ رباعی کښې ډېرې اشارې او رموز دی ۔ مولانا روم او خیام دواړہ داسې شاعران دې چې پہ دنیا کښې د ټولو نہ زیات مشھور ، مقبول او زیات لوستے کېږی ۔ د دنیا لویو شاعرانو او ادیبانو د خپلو کتابونو تړون د خیام پہ نوم کړے دے تر دې د سپوږمۍ د یوې برخې نوم د خیام پہ نوم باندې اېښودے شوے دے ۔ د فارسۍ نہ رباعی پښتو ادب تہ سفر اوکړو ۔ پہ پښتو کښې خوشحال بابا څۂ کم وولس سوہ رباعیات لیکلی دی ۔ خو خوشحال د رباعی د بحر راویت ځاے پہ ځاے مات کړے دے ۔ کاظم خان شیدا تقریباً دوہ سوہ درې رباعیانې لیکلې دی ۔ نورو کلاسیکی، او جدید شاعرانو ھم کلہ کلہ پہ رباعی خُلہ خوږہ کړې دہ ۔ پہ موجودہ دور کښې اسماعیل ګوھر ښہ ډیرہ رباعی لیکی ۔ د جدا صنف پہ توګہ یې د کتاب نېت دے ۔ ګوھر د رباعی د روایت نہ ھم خبر دے ۔ دا رباعی یو دوہ مثالونہ۔
لب دې یاقوت دی حقہ دھن یې
تر سر تر پایہ بیا ګل بدن یې
طرفہ تشبیھ یې د غنچې واہ واہ
نن چې راغلی تر دې چمن یې
غوږ کړہ وماتہ کہ درست انصاف یې
نۂ مدعی یې نۂ سخن باف یې
باریک تر موے دے د شېدا شعر
ھلہ یې لولہ کہ مو شګاف یې
دا خو حقیقی رباعی دہ ۔ زمونږ اولسی شاعران چې کومہ رباعی لیکی او زموږ مجلسیان چې کومہ پہ مجلسونو کښې وائی پہ ھغې کښې نۂ د مصرعو د تعداد خیال ساتلے شې ۔ دا غزل وی خو اولسی شاعران او مجلسیان ورتہ رباعی وائی پہ دې کښې پہ عشقیہ یا څۂ بل موضوع باندې پابندی نیشتے خو عموماً پہ مجلس کښې د رباعی موضوع بہ اخلاقیات ، پند ، عبرت ، سړیتوب، پښتو ، د وطن مینہ او فلسفہ وغېرہ وی ځکہ اولس د رحمان کلام تہ د رحمان بابا رباعی وائی ۔ دا یو دوہ مثالونہ اولسی د رباعی۔
تۂ د بل پہ اوږو بار جوړېږہ مۂ
امزرے شہ د بل ښکار جوړېږہ مۂ
محنت او کہ خولې اوباسہ لہ ځانہ
د اکبر باشاہ نېست ګار جوږېږہ مۂ
د نېکۍ بدل نېکی کړہ بدی مۂ کړہ
خوی خصلت کښې لکہ مار جوړېږہ مۂ
پہ پرہ کښې د مظلوم سرہ ودرېږہ
د ظالم تۂ طرفدار جوړېږہ مۂ
نارینتوب دې ورښکارہ پہ مېدان کښې
تش پہ ډُوزو تۂ تورمار جوړېږہ مۂ
چې د وس نہ دې بھر وی پرې پوھېږې
د ھغہ څیز طلبګار مۂ جوړېږہ مۂ
لېونے بہ دې عالم بولی اقبالہ
زیات لہ حدہ ھم ھوښیار جوړېږہ مۂ
د ټپس جالہ کښې باز مۂ لټوہ
د کارغۂ اواز کښې ساز مۂ لټوہ
د اصیل سرہ دې راز د زړۂ شریک کړہ
پہ کم اصلو کښې ھمراز مۂ لټوہ
کہ پوھېږې خداے دې خپل زړۂ کښې موجود دے
ھسې خاورې د حجاز مۂ لټوہ
د نېکۍ بدل د خداے پہ زمہ پرېږدہ
لہ بندیانو یې اعزاز مۂ لټوہ
چې انجام یې صبا بد خېژی اقبالہ
نن د ھغہ فعل اغاز مۂ لټوہ
اولسی غزل
محققین داسې وائی چې غزل بنی اُمیہ پہ دور کښې پہ عربو کښې پہ معرض وجود کښې راغے ۔ د عربۍ نہ فارسۍ خپل کړو ۔ بیا یې ھندوستان تہ سفر اوکړو ۔ ھندوستان کښې غزل اردو ، پښتو او نورو ژبو خپل کړو ۔ څنګہ چې وېلے شی غزل د قصیدې د تشبیب نہ اخذ کړے شوے دے ۔ قصیدہ د اسلام نہ مخکښې پہ دورِ جاہلیت کښې ھم ویلے شوې دہ ۔ امراؤالقیس او ابو نواس د جاہلیت دور لوے شاعران وو ۔ ھغہ وخت بہ ھم غزل د قصیدې تشبیب پہ شکل کښې وجود لارۂ ۔ زۂ لږ نور پہ وړاندې تېرېږم ۔د صېفو پہ نظمونو کښې تغزل د عیسیٰ ؏ د پېدائش نہ مخکښې وجود لری ۔ مونږ بہ یو مثال واخلُو دا ہوائی جھاز ، راکټ موږ تہ پہ دغہ شکل کښې د ډېرو مراحلو نہ د تېرېدو نہ ورستو پہ لاس راغلی دی ۔ زما پہ عصر کښې کلہ چې بہ بېنش راښکے شو درې څلورو کسانو څخہ بہ د لرګی اړمی وو چې د بیش لاندې بہ وار پہ وار اېښودے شو ۔ دې سرہ بہ د بینش پہ راښکو کښې اسانی شوہ ۔ د اړمی نہ لرګی کرکړے شو ۔
کرکړی نہ ټائر شو ۔ د انسان نہ ځیناور او د ځیناور نہ انجن شو داسې دا سفر تر ھوائی جھازہ رسېدلے دے ۔ نن چې مونږ کوم صنف پہ استعمال کښې راولُو ددې رېشہ چې کلہ نہ ژبہ د شاعرۍ قابل شوې دہ موندے شی ۔ د غزل تعریف دے د یوې ښکلې زنانہ سرہ خبرې کول ۔ اول پہ غزل کښې عشقیہ اشعار وائیلے شُو خو اوس ھرہ موضوع بیانولې شی خو تغزل یې شرط دے ۔ تغزل چې پکښې نۂ وی ھغہ نظم خو دے ولې غزل نۂ دے ۔ د غزل ھئیت دے ، مطلع ، حسنِ مطلع ، قطع بند ، بېت الغزل او مقطع ۔ د غزل شروعات چې د کومو دوو مصرعو نہ کېږی دې تہ مطلع وائی ، کہ مطلعې پسې بلہ مطلع یعنی دوہ نورې ھم قافیہ مصرعې وې دې تہ حسنِ مطلع وائی ، کلہ چې د غزل پہ یو شعر کښې د شعر مطلب واضح نۂ شی دوہ نورې یعنی شعر اولیکلے شی قطع بند ورتہ وائی ، د غزل شعرونو تعداد کم از کم پنځۂ او زیات نہ زیات دیارلس پکار دی ، د غزل پہ اخری شعر کښې شاعر خپل تخلص استعمالوی دا مقطع دہ ۔ پہ یو وخت کښې دوہ مقطعي بہ ھم وې ۔ د علی خان او د حافظ غزلې ښہ مثالونہ دی ۔ دا یو غزل د مثال پہ توګہ
ما تصویر لہ ھرې ډډې د یار جوړ کہ
لکہ یار نۂ شو کہ ډېر مې سینګار جوړ کہ
دا د عشق ناقراری مې کمہ نۂ شوہ
کہ ھر څومرہ مې سبب د قرار جوړ کہ
سم د یار نازکې طبعې سرہ نۂ شو
پہ خوارۍ باندې کۂ ډېر مې بازار جوړ کہ
پہ ائین کښې دې ځان اوګوری پخپلہ
داسې وۂ کہ خلقہ ماترې نګار جوړ کہ
عکس زما د تور باتُور ترې منعکس شو
کہ تور خال یې د رنجو پہ رخسار جوړ کہ
ضمانت د پال طبیب غواړی نادان دے
کہ خداے دا ځلې د مینې بیمار جوړ کہ
غبارہ کښې چې ھوا ډېرہ شی اوچوی
ھر سړے یې د خپل ظرف پہ مقدار جوړ کہ
د غماز سترګې دې اووځی چې خلاص شم
بیا یې شر اقبال سرہ پہ دیدار جوړ کہ
دا خو پہ حقیقی معنو کښې غزل دے ۔ خو اولسی شاعرانو بہ یو طرز بہ مخکښې کېښود بیا پرې غزل اولیکۂ ۔ د اولسی غزل څۂ مقرر جوړښت نۂ وۂ ۔ پہ نولسمې صدۍ کښې یو شاعر میرا تېر شوے دے ۔ چې ډیر خوش اوازہ او طرز جوړولو ماھر وۂ ۔ د ھغۂ یو غزل زخمی ډېر زیات شہرت موندے وۂ ۔ دھغہ غزل نہ یو دوہ اشعار۔
زخمی پہ غم کښې ناست یم د ھجران پہ کټارو – رو -رو
زړۂ مې یوړو پہ منګل چې نن راغلہ خارو رو رو
لب شکر لری ، غاښ ګوھر لری ، زنہ ثمر لری زما دلبر لری
زۂ یې وھلے پہ ضمیر ځکہ ګډ یم پہ نارو رو رو
لازم سلام پہ ما ، شاہ مدام پہ ما، اوکړہ پام پہ ما ،غږ مقام پہ ما
درتہ پروت یم پہ درګاہ مقدم یم د سوّرو رو رو
شعر چې خپل وائی ، وزن د بل وائی ، ځان تہ دې غل وائی
چې څوک غزل وائی میرا دا تل وائی غماز ګېر کړہ پہ پنجرو رو رو
د میرا د بل غزل اوګورئ
عاشق سوال ګر دے د خپل یار
پہ در دې پروت یم پہ زړۂ افګار
خېر لہ ورتلمہ ھر څۂ مې ھېر شو
ھمسا پہ لاس کښې سپی را چاپېر شو
پہ لاس را نۂ غے د زلفو تار
چراغ بلېږی ځان کړہ پتنګ
مخا مخ ورشہ مۂ کړہ ترې څنګ
ترې نہ جدا کړہ د ګلو ھار
مئین پہ تا یمہ شومہ حصار
ځکہ بندی شوم زۂ پہ سنګسار
عبث مې تېر کړو د ځوانۍ وار
میرا فریاد کړی پورت دے رنځور
پرې مقرر شۂ د غم ناسُور
وخت ھم دا دے اوکړہ تلوار
عاشق سوال ګر دے دخپل یار
پہ در دې پروت یم پہ زړۂ افګار
ورستو د ګلستان بابا ، کرامت غمګین ، ظفیر ګل ، علی حېدر ، عبدالواھاب دستی او جمشید وغېرہ غزل ښہ شو ۔ خو غزل چې د جوړښت پہ لحاظ ډېر اسان دے خو لیکل یې پہ پلِ صراط نہ تېرېدۂ دې ۔ دا د اولسی شاعرانو کار نۂ دے ۔ د ډاکټر یار محمد وېنا دہ چې د شاعر پتہ پہ غزل کښې او د شاعرۍ پہ کتاب کښې لږی پہ مشاعرہ کښې ھر څو ھم ښہ اووائی ۔
ابیات
د اولسی شاعرانو پہ کتابونو کښې بہ ابیات موندے شُو ۔ ابیات د بېت جمع دہ ۔ بېت وائیلے شی دوو ھم وزن مصرعو تہ ۔ پہ دې ابیاتو کښې بہ مذھبی ، اخلاقی ،عشقیہ کلام ، پند ونصیحت او کلہ کلہ بہ د چا صفت بیانولے شُو ۔ ابیات بہ د مثنوی یا بہ د قصیدې پہ شکل کښې وو ۔ پہ لیک ادب کښې د شعر (فرد) یا د قطعې نہ اوس دا کار اخستے کېږی ۔ پہ دې واړو اصنافو کښې ھم کلہ کلہ ډېرې د کار خبرې بیان کړے شی ۔ دا یو مثال اوګورئ۔
خدایہ تۂ کړې رستم خان ګل د صدبرہ
پہ جھان باندې ښکارہ لکہ د نمرہ
د نوح عمر ورلہ ورکړې زما خدایہ
چی پالی دے غریبان کنډی کپرہ
د سخا ثانی یې نشتے پہ جھان کښې
نن زمان دے د حاتم څخہ بھترہ
د حاتم سخا دہ ما دہ اؤرېدلې
ددۂ کار دے ما لیدلے یو نظرہ
بل عادل دے نارینہ دے بې حسابہ
د دښمن پہ تندی ږدی تورہ اکثرہ
د پښو لاندې مېدہ لکہ مېږی کړی
دښمنان ددۂ پہ سمہ کہ پہ غرہ
څوک چې دۂ تہ پہ بدو سترګو ګوری
خدایہ ورک یې کړی د سترګو یې نظرہ
بې عزتہ پہ دنیا نۂ کړې خاوندہ
پہ آخر کښې اوبۂ ورکړې د کوثرہ
مور او پلار نیکۂ یې اوبخښې خالقہ
سخر او خوښې سراسر واړہ ټبرہ
پہ اخر کښې ورلہ ورکړې جنتونہ
کړہ خوراک یې د جنت خواږۂ ثمرہ
دا کتاب یې زما چاپ کړو عزیزانو
پرې یې خرچ کړلو لہ خپل لہ جیبہ زرہ
چې یې ګورئ یا یې لولئ زما وروڼو
پہ دعا کښې رستم خان تہ کړئ نظرہ
خدایہ تۂ سیکہ جاری یې کړې پہ ملک کښې
چې سلام لہ یې راځی ھر معتبرہ
د سخا صفت یې څۂ اوکړم خالقہ
خدایہ تۂ یې پہ ټول حال ددۂ خبرہ
کہ غریب ورتہ سوال ستا پہ نامہ اوکړې
دے بہ ستا پہ نوم ضرور ورکوی سرہ
قاضی ګل حلقہ بګوش ددۂ غلام دے
کړی دعا ورتہ مدام شام وسحرہ
معمہ
د زاړو شاعرانو ، اخونانو بہ دا وې چې پہ یو بڼ کښې دوہ امزری نۂ شی پاتے کېدے ۔ دغہ حال د شاعرانو دے یو بہ استاد بل بی شاګرد شی ۔ دواړہ برابر نۂ شی پاتې کېدے لکہ اوس ۔
معمہ وائی داسې خبرې تہ چې پہ اسانہ یې مطلب ، معنیٰ باندې سړے نۂ رسی ۔ پخوا بہ مجلسونو کښې شاعرانو ، مجلسیانو بہ یو بل تہ معمې وائیلې او جوابونہ بہ غوښتل ۔
عبدﷲ جان شاعر بہ ماتہ خبرہ کولہ چې لالا (عبدﷲ جان بہ علی حېدر جوشی تہ لالا وائیل ) یو ځل معمہ اووئیلہ پنځۂ روپۍ انعام یې پرې کېښو د ۔ قاضی ګل د معمې حل اوښود او پنځۂ روپۍ یې ترې او ګټلې ۔ بیا قاضی ګل معمہ اووائیلہ او پنځوس روپۍ انعام یې پرې کیښود خو چا یې حل او نۂ ویست ۔ د قاضی ګل کتاب مشکل کشاء طالبان کښې دومرہ مسائل او معمې دی چې ھغہ لہ ستر (۷۰) صفحې شرح لیکل راغلۂ ۔ د قاضی ګل ھمرہ معمې چا نۂ دی وائیلې ۔ دا مثال وګورئ۔
سر:
یو داسې شے می اولید پنځۂ پښې اتۂ یې پرہ
پہ شمار یې دوہ غوږونہ یو یې نوک دے برادرہ
کړہ:
یو داسې شے مې اولید پنځۂ پښې لری یارانو
پہ شمار یې دوہ غوږونہ یو یې نوک برادرانو
دا نوک یې دے د اوسپنې مضبوط ښہ عزیزانو
غوږونہ د څرمنې ما ویستلی لہ نظرہ
الخ
دا چاربېتہ قاضی ګل د اونانو د رېشلو پہ څرخہ باندې لیکلې دہ ۔
یو داسې شے مې اولید عجیبہ ښکلے بشر لرې
دوہ ژبې پہ سینہ کښې لاندې باندې برابر لری
ګړیال دے
بل داسې شے مې اولید چې بې دمہ بې دم دے
خوراک یې جور غنم دی لختے ورباندې سم دے
پہ یو پښہ باندې ګرځی د اولس ورباندې غم دے
پنډۍ سرہ یې ما پہ شمار لیدلی دېرش وزرہ
دا حرندہ دہ
یو داسې شے مې اولید نۂ یې غوښہ نۂ یې وینہ
خوراک یې اور اوبۂ دی ګړندے ځی لکہ باد
ګاډے دے
د معمې دا اصول دی چې څوک معمہ وائی ھغۂ لہ پخپلہ جواب راتلۂ پکار دې
او کوم شی سرہ معمہ جوړہ وی دھغې نخښې نخښانې پکښې لیدے شی
د قاضی ګل پہ کتاب مشکل کشاء طالبان کښې فقہہ د معمې پہ شکل بیان شوې دہ ، ما ټولہ چاربیتہ ځکہ ورنۂ کړہ چې ھرہ چاربېتہ وۂ ، اتۂ کړې دہ ۔ موضوع د طوالت ښکار کېدۂ۔
سر اېښودۂ
څنګہ چې ما مخکښې د معمې عنوان لاندې لیکلی دی چہ پہ پخوا د شاعرانو، مجلسیانو بہ پہ ځان کښې مقابلې کېدې ۔ یو بہ بل تسلیم کړو چې لہ مانہ شعر او پہ علم کښې باندې دے ۔ داسې نۂ شوہ چې دواړہ برابر دی ۔ د معمې سرہ د یو بل د معلومہ ولو یو بل عمل وۂ چې ھغې تہ بہ یې سر اېښودۂ وائیل ۔ یو شاعر بہ د چاربېتې سر اووې او بل بہ پرې کړې وئیلې ۔ مثال پہ توګہ انور شاہ د بټګرام پہ خپل وخت کښې منلے شاعر وۂ ۔ د سمې یو شاعر ھغۂ تہ د چاربېتې دا سر کېښود
صفت کوم د شپېشتی ، ساګ یې ډېر خوږۂ دی
چې څوک ترې نہ پاخۂ کړی ، لرې ترې واښۂ کړی
انور شاہ پرې چاربیتہ اووېلہ او کسر یې پرې داسې او خېژہ وۂ
انور نۂ کوی دریغہ ، شغال وھی پہ تېغہ ، راځی پہ ھر چا نېغہ
نو شاعر دې اوس خپل د پرتو غاښ غوټې ښۂ کړی ،
چې لرې ترې واښۂ کړی
د انور شاہ نیکۂ غازی شاہ ھم د خپل وخت منلے شاعر وۂ ۔ چې ھير تېر شاعران تحت ما پرې پہ القلم کښې مضمون لیکلے وۂ ۔
پہ دې کتاب کښې چې ما څۂ لیکلی دی ۔ دا ما پہ کتابونو کښې نۂ دی لوستی دا زما تجرابات دی ، پہ ما تېرې شوې خبرې دی ۔ ھر څو کہ ما د شاعرۍ ابتدا د غزل نہ کړې دہ ۔ غزل زما د خوښې صنف دے ۔ زما شعر د ے
نور ھم پہ شاعرۍ کښې شتہ دے
اقبالہ تا خوښ کړو غزل یواځې
ما د پښتو شاعرۍ تقریباً پہ ھر صنف کښې طبع ازمائی کړې دہ ۔
زمونږ پہ کلی کښې چې کلہ ما د شعر ابتدا اوکړہ څلور شاعران زمانہ علاوہ وو۔ پہ دوی کښې یو پہ شاعرانو کښې منلے نوم وۂ ۔ مونږ دواړو بہ کلہ کلہ پنګہ اخستہ ۔
یوہ ورځي ھغۂ ماتہ د سر مصرع اووئیلہ
ستا پہ ھجر کښې شوم ویلی لکہ مالګہ
مشر سړے وۂ ما بہ یې نوم نۂ اخستۂ شاعر بہ مې ورتہ وې ۔ ما ورتہ وائیل شاعرہ د ژبې پابندی بہ نۂ وی ۔ وې نہ ، ځکہ چې مالګہ پہ پښتو ژبہ کښې شنډ لفظ دے ھم قافیہ الفاظ یې نشتہ ۔ زما پہ ھغہ وخت کښې شپږ ژبې زدہ وی ۔ پشتو ، ھندکو ، اردو ، ګوجرو ، تنولی او تر څۂ حدہ انګرېزی ۔ د یو نالوستی کس پہ مقابلہ کښې زما د قافې استعداد ډېر وۂ ما تنولی ژبہ پہ کار راوستہ او دستی مې د ھغۂ مخکښې سر مکمل کړو ۔
ستا پہ ھجر کښې شوم ویلی لکہ مالګہ
بیا واپس نۂ شوې دلبرہ پورہ سال ګا
زما ټولہ زندګی کړہ عشق بربادہ
یارہ څۂ لویہ خبرہ کہ ستا خال ګا
لکہ ګل پہ شان بہ بیا تازہ تازہ شم
کہ مي ستا د جدايۍ زړۂ نہ ملال ګا
خوشحالۍ د مانہ څۂ کوې پښتنہ
چې تۂ لاړې زما ھر څۂ تېرے نال ګا
قدرتونہ تہ حېران یم ستا خالقہ
نا ناڅاپہ مې دا کوم طرف تہ خیال ګا
پہ ژوندون باندې چا نۂ دے پېژندلے
زمانہ بہ یې یادہ وی کلہ اقبال ګا
ګا لفظ پہ معنیٰ د تللو دے ۔ یاد دې وی د الف او ہ حرف روی یو دے ۔ بیا ما ورتہ پورہ سر کېښودہ د غزل مطلع وہ۔
ما پہ خپل زړۂ باندی د صبر ګټې کېښودې
پس لہ دې مې ستا د دروازې دُرشلې پرېښودې
یو خو ھسې ھم د غزل شاعر نۂ وۂ ۔ کېښودې او پرېښودې دوہ الفاظ وو ۔ بیا بیا د د لفظ استعمال پہ سر اېښودو کښې نۂ وی ۔ ددې نہ ورستو بہ ھغۂ وې اقبال سرہ نۂ وړېږی۔
دستی شاعر
دستی شاعر ھغہ شاعر تہ وائی چي ھغہ فی البدیع شعر جوړولو ھنر لری ۔ لہ دې پارہ د شاعر لہ ضروری دہ چې شاعر ساز سرہ مجلس کولے شی ۔ د مجلس دوران کښې ټپہ ، لوبہ ، چاربیتہ او غزل پہ فرمائش یا زړۂ اوغواړی وئیلے شی ۔ لیک شعر
پہ فی البدیع شاعرۍ کښې نۂ شمارلے کېږی ځکہ چې د لیک دوران کښې شاعر تہ د سوچ وخت پہ لاس راځی ۔ پہ زاړو شاعرانو کښې د نورہ دین اخون پہ حقلہ دا خبرہ کېږی چې ھغہ دا چاربېتہ دستی وائیلې وہ۔
د زاغ دواړہ څانګون دې د مخ نہ کړۂ چاپېرہ
جمال پہ شش کښې ګورې
خو ما چې کوم شاعران پہ سترګو لیدلی او واسطہ مې ورسرہ پرېوتې دہ ۔ عبدﷲجان، طالب جان، تجاول مومند، علیم ګل او راقم الحروف
عبدﷲجان بہ عموماً پہ وادۂ کښې د وادۂ ھلک سرہ چاربېتہ وائیلہ چې د ھلک صفت او د وادۂ ھغہ منظر بہ یې پکښې بیان کړو ۔ طالب جان(میاں یوسف دین د مومندو د سیمې) د محمدجان ډلې سرہ بہ یې مجلس کوۂ چې چا بہ روپۍ ډېرې ورکولې د ھغۂ مدح سرائی بہ ېې پہ ټپو کښې اوکړہ ۔ تجاول مومند او زما پنج پہ ځان کښې شوے وۂ ۔ واقع څہ داسې دہ ،ما پہ کراچۍ کښې پہ نېشنل کالج کښې پہ دولسم جماعت کښې سبق وې ۔ علیم ګل راپسې راغے چې د شپې زمونږ پہ دېرہ کښې مجلس دے تجاول شاعر بہ راځې تۂ ھم راشہ ۔ ما ترې پښتنہ اوکړہ تجاول څنګہ غوندې شاعر دے ۔ ځان مې ځکہ خبرہ وۂ چې ھغہ وخت کښې زما څۂ غزلې ، چاربېتې او لوبې د مجلسونہ حصہ ګرځېدلې وې ۔ مجلس چې پوخ شو د تجاول یو ملګری چې نامہ یې ھاشم وہ ۔ یو څو څیزونہ چې پکښې رومال ، ګومنځ ، د سیګرټو دبلے وغېرہ وو د نقشې پہ شکل کښې کېښودۂ ۔ تجاول پرې سر کېښود او لوبہ بہ یې وئیل شروع کړۂ
غوږ راتہ کېدہ جوړومہ افسانہ کنہ
مېدان لہ یې راوړہ نشانہ کنہ
چې تجاول د لوبې دوہ کړې اووئیلې پہ دریمہ کښې ورسرہ زۂ شریک شوم ما لہ ھغہ خپلہ کړہ اوس ھم یادہ دہ
پکښې لیدلې می ګومنځ
یارانو اېښې پہ غرض
شپہ د اتوار د خالی ورځ
رومال پکښې دے اوچوم پرې پسینہ کنہ
مېدانہ لہ یې رواړہ نشانہ کنہ
چہ څو کړې مونږ اووې د تجاول قافیہ تنګہ شوہ د بس اشارہ یې راتہ اوکړہ ۔ بیا بہ چې پټېل پاړې تہ راغے د علیم ګل نہ بہ یې زما تپوس کوۂ چې ھغہ انډر ھلک څنګہ دے ۔ دا واقعہ د ځنګل د اور پہ شان خورہ شوہ ۔ بیا بہ چې پہ کوم مجلس کښې وم د یارانو بہ څۂ نہ څۂ فرمائش وۂ ۔ ځنې شاعران بہ مې پہ محفل کښې بد رنګی کړل لکہ حکیم چې پہ مجلس کښې ډېرہ مستی بہ یې کولہ پہ خر پېژندے شو۔
نوم یې حکیم دے دے پہ خر باندې یادېږی
زور بہ یې مېدان کښې معلومیږی
ما او محراب ګل ختک بہ خط وکتابت بہ پہ شعر کښې کولو ۔ خو چې کلہ پوھہ شوم دا فعل زما پہ شعر باندې اثر پرېباسی علیم ګل تہ مې دا ھنر اوښود او پخپلہ د زړۂ سرہ مې وعدہ اوکړہ چې نور بہ نۂ مجلس کوم او نۂ بہ دستی شاعری ۔ علیم ګل مزاحیہ شاعر دے د چاربېتې پہ وائیلو باندې ښہ پوھېږی خو نالوستے دے ، د دستی شاعرۍ پہ ھنر باندې ھغہ پہ مجلس کښې د ښو ښو شاعرانو رنګونہ زېړ کړی دی خو پہ شعر کښې ژور تیا نۂ شې پېدا کولے ۔ دستی شاعری ھنر دے لږ وېخ مازغۂ او د قافې ذخیرہ غواړی۔
مارېزہ
پہ ښار کښې د ښہ وخت تېرولو لہ پارہ ډیر اسباب وو ۔ لکہ فلم ، ډرامہ سرکس وغېرہ خو کلو بانډو کښې بہ خلق خوشحالېدل چې د چا پہ کور کښې بہ وادۂ جوړ شۂ ، نیاواتہ کوژدن بہ اوشوہ ، نیاواتہ ماشوم بہ پېدا شو ، سُنتونہ بہ شو ۔ تماشہ بہ پکښې راوستے شوہ ۔ تماشہ بہ څۂ وہ لختۍ چې د حجرې پہ لوے مېدان کښې بہ ګډېدې ۔ سړی بہ ورتہ ګېر چاپېرہ پہ کټونو ناست وو او زنانو بہ د دنګو کوټو د بلو او بیترونو د شاګانو نہ تماشہ کولہ ۔ مجلس بہ کېدۂ چې کلہ بہ شپہ پښہ شوہ د مجلس دوران کښې بہ دا د ډرامې پارټ وۂ ۔
یو مجلسی بہ یو کردار (چې مذکر بہ وۂ ) او لختۍ بہ بل(مؤنث) کردار دواړو بہ ځان کښې مارېزہ یا مذکور شروع کړو ۔ چې تماشګیرو بہ طنز و مزاح نہ خوند اخستۂ ۔ طالب جان ، ملنګ جان ، وزیر جان د سوات د ماریزې ښہ شاعران وو ۔(یو وزیر جان د الائی وۂ چې ھغہ ھم ښہ شاعر وۂ ) دسوات وزیر جان پہ جودبأ کښې ډېر پاتې کېدۂ ۔ ددۂ وینا مشینګڼ ، عمر زرین ، سلطان زرین ډېرہ کولہ ۔ د وزیر جان یو لوبہ ماتہ ادم د فضل الرحمٰن مجلسی پلار د ګودی باجہ کښې اړولی وہ
خپل اشنا پسې د زړۂ ناروغہ یمہ
و مورې زما ، مالہ ھوښیار طبیب راغوړہ
ماورلہ فی البدیع دا لوبہ پہ ھغہ ځائے کښې جوړہ کړې وہ۔
مازیګرې شو جینکۍ ګودر تہ ځینہ
وېړیا شوہ کنہ راځۍ چې اوکړو دیدونہ
دومرہ مشھورہ شوہ ښځو بہ پہ وادونو، اختر ،شوقدر کښې وېلہ ۔ مخکښې ذکر شوې لوبہ د وزیر جان وہ۔
خو زۂ ستاسو پہ خدمت کښې د قاضی ګل یوہ د نولسمې صدۍ زاړہ ماریزہ وړاندې کوم۔
راپسې مۂ ګرځہ لائق مې د یارۍ نۂ یې
څلہ زما غور کوې
کم بختې تۂ بدری جمالہ ښاپېرۍ نۂ یې
ماتہ چې پېغور کوې
راپسې مۂ ګرځہ خبر مې کړې لہ وختہ
زۂ لویہ شوې یم لۂ ھاغہ چا د بختہ
چې باشاھت کوی خاوند تاج و تختہ
تۂ مساوی زما د شال و سلارۍ نۂ یې
ځان لہ بہ بل کور کوې
تۂ لا لہ کومہ یې د تکال د ارباب لورہ
چې دومرہ کبر کوې ناستہ یې مغرورہ
پہ عاشقانو دې تېرېږی تل ضرورہ
ډول جوړ کړے کمہ ښار لہ ھغہ کنجرۍ نۂ یې
خال پہ زنہ تور کوې
پخپلہ سپک یې ځکہ ماتہ وائې سپکہ
د سپک سړی دې مولا کاندی ګونہ ورکہ
نۂ کړم یاری درسرہ پوھہ شہ ھلکہ
تۂ خوار سړے یې تحصیلدار د کچرۍ نۂ یې
ګېډې لہ خپل پور کوې
ما کلہ کړې ستا لہ پلار قضداری دہ
ډېر مې دولت دے معاملہ مې بازاری دہ
پنځ وختہ کور کښې مې د چائیو تیاری دہ
دولت مې ډېر دے تۂ خبر مې د سېرۍ نۂ یې
تۂ ګمان د چور کوې
زۂ دې اشنا یم څلہ ماتہ کوې لافې
کېنی مجلس کښې ښې خبرې کوې صافې
ملکال دې نۂ منی تۂ شوم لکہ صراف یې
تۂ قاضی ګل شاعر پہ اصل د تکرۍ نۂ یې
سوې مصرعې زور کوې