معمہ

د زاړو شاعرانو ، اخونانو بہ دا وې چې پہ یو بڼ کښې دوہ امزری نۂ شی پاتے کېدے ۔ دغہ حال د شاعرانو دے یو بہ استاد بل بی شاګرد شی ۔ دواړہ برابر نۂ شی پاتې کېدے لکہ اوس ۔

معمہ وائی داسې خبرې تہ چې پہ اسانہ یې مطلب ، معنیٰ باندې سړے نۂ رسی ۔ پخوا بہ مجلسونو کښې شاعرانو ، مجلسیانو بہ یو بل تہ معمې وائیلې او جوابونہ بہ غوښتل ۔

عبدﷲ جان شاعر بہ ماتہ خبرہ کولہ چې لالا (عبدﷲ جان بہ علی حېدر جوشی تہ لالا وائیل ) یو ځل معمہ اووئیلہ پنځۂ روپۍ انعام یې پرې کېښو د ۔ قاضی ګل د معمې حل اوښود او پنځۂ روپۍ یې ترې او ګټلې ۔ بیا قاضی ګل معمہ اووائیلہ او پنځوس روپۍ انعام یې پرې کیښود خو چا یې حل او نۂ ویست ۔ د قاضی ګل کتاب مشکل کشاء طالبان کښې دومرہ مسائل او معمې دی چې ھغہ لہ ستر (۷۰) صفحې شرح لیکل راغلۂ ۔ د قاضی ګل ھمرہ معمې چا نۂ دی وائیلې ۔ دا مثال وګورئ۔

سر:

یو داسې شے می اولید پنځۂ پښې اتۂ یې پرہ پہ شمار یې دوہ غوږونہ یو یې نوک دے برادرہ

کړہ:

یو داسې شے مې اولید پنځۂ پښې لری یارانو پہ شمار یې دوہ غوږونہ یو یې نوک برادرانو دا نوک یې دے د اوسپنې مضبوط ښہ عزیزانو غوږونہ د څرمنې ما ویستلی لہ نظرہ

الخ

دا چاربېتہ قاضی ګل د اونانو د رېشلو پہ څرخہ باندې لیکلې دہ ۔

یو داسې شے مې اولید عجیبہ ښکلے بشر لرې دوہ ژبې پہ سینہ کښې لاندې باندې برابر لری

ګړیال دے

بل داسې شے مې اولید چې بې دمہ بې دم دے خوراک یې جور غنم دی لختے ورباندې سم دے
پہ یو پښہ باندې ګرځی د اولس ورباندې غم دے پنډۍ سرہ یې ما پہ شمار لیدلی دېرش وزرہ

دا حرندہ دہ

یو داسې شے مې اولید نۂ یې غوښہ نۂ یې وینہ خوراک یې اور اوبۂ دی ګړندے ځی لکہ باد

ګاډے دے

د معمې دا اصول دی چې څوک معمہ وائی ھغۂ لہ پخپلہ جواب راتلۂ پکار دې او کوم شی سرہ معمہ جوړہ وی دھغې نخښې نخښانې پکښې لیدے شی

د قاضی ګل پہ کتاب مشکل کشاء طالبان کښې فقہہ د معمې پہ شکل بیان شوې دہ ، ما ټولہ چاربیتہ ځکہ ورنۂ کړہ چې ھرہ چاربېتہ وۂ ، اتۂ کړې دہ ۔ موضوع د طوالت ښکار کېدۂ۔