Copyright © 2022, Muhammad Iqbal Khan, all rights reserved

You are free to redistribute this book in pdf format. If you make use of any part of this book you must give appropriate credit to the author. You may not remix, transform, or build upon the material without permission from the author. You may not use the material for commercial purposes

تړون

د خدائے بخښلي حکيم عبدالراحمان بيتاب او سردار علي ټکر په نومونو چې د هزارې د شاعر او اديب سره ئي بې کچه مينه کړې ده ـ

دکتاب محرک

په ډيوه رېډيو باندې د چاربېتې پروګرام روان ؤ ـ کله چې د هزارې په شاعرانو باندې پروګرام کېدۀ ، چا ملګري ورته زۀ په ګوته کړم چې ما چاربېته ليکلې هم ده او د چاربېتې په اهنګ باندې پوهېږم ـ کله چې سردار علي ټکر ما سره رابطه وکړه ، ما سردار علي ټکر ته اووې چې د چاربېتې څومره کورونه دي نو دغه همره ئي اهنګونه دي ـ خېر دے زۀ به په يو پروګرام کښې ميلمه شم ـ په پروګرام کښې ډاکټران او پوهان خلق شامل وو ما زړۀ کښې سوچ وکړو چې کتاب نيم ورله ګورم ـ ما ٫٫هار و بهار،، ٫٫ باغ وبهار ،، عبدالواحد ټېکه دار چار بېته ، ديوان احمد دين طالب ، شفاهي ادبيات ، د علي حېدر جوشي يو څو کتابچې ووکتې خو د چاربېتې د کورونو ، جوړښت ، اهنګونو وغېره باندې مې هيڅ معلومات تر لاسه نۀ شو ـ دا ټولې د چاربېتو مجموعې وې ـ د چاربېتې د صنف په حقله پکښې هيڅ موجود نۀ وو صرف غوټۍ خاورې په شفاهي ادبياتو کښې څۀ لږۀ غوندې غږېدلې ده ـ خو هغه هم د نشت برابر ـ زۀ پرې پوهـ شوم چې دا خلق خو د يو زوړ ښۀ چاربېتي شاعر هومره معلومات نۀ لري ـ ما له خپل او د عبد الله جان شاعر خدائې بخښلي اولسي ادب باندې وخت په وخت شوي بحثونه راياد شو ـ عبدا لله جان د ذاته شا ه خېل و د هار مونيم د غږولو هنر مند و ـ هغه د يو ښې ډلې خاوند و ـ زمونږ په سيمه کښې به اکثر ښادو کښې د وادۀ هلک سره چاربېته په مجلس کښې وئيل زمونږ طرف ته رسم ګرځېدلې و ـ کۀ عبد الله جان شاعر د چاربېتې بادشاه و ـ نو په مجلسونو کښې زما غزلونه هم مشهورو لکه ـ

1:


تۀ راځې کۀ نۀ راځې خوښه دې خپله
انتظار به دې تر مرګ پورې کوم زۀ

2:

اور دې راته واچؤ د لمبو مې ننداره کوئ
مخامخ چې راشې تۀ د ما نه کناره کوئ

3:

چې قد مونه د صنم مې په ډولۍ کښې لږي
اوښکې د ستر ګو مې راځي راته جولۍ کښې لږي

4:

د يار نظر لکه خنجر زما په زړۀ کښې کوز شو
هيڅ پوهـ نۀ شوم سراسر زما په زړۀ کښې کوز شو

عبد لله جان شاعر د قافيې ډېر زيات پابند وو ـ هغه به وې چې حمزه بابا او رحمت شاه سائل تخيل اوچت لري خو قافيه ئې کمزورې وي ، هغه ګل او غزل هم قافيه نۀ ګڼل په قافيه کښې د احمد دين طا لب مداح و ـ عبد الله جان شاعر او زما په عمر کښې ډ ېر لوے فرق و هغه چې شپېتو د لس شپېتو په محال کښې وو زۀ شل کلن پنځويش کلن وومه ـ مونږ په يو کلي کښې وسېدو زما پلار د کلي خان او ملک و مونږه خپله حجره لرله په حجره کښې په دويمه په دريمه ورځ خامخا د حجرې هلکانو پروګرام کوو ـ په باجه مونږ سره شاعر اوپه دوکړه به آدم و چې د شاعر خورئې وو ـ شاعر د ګلابي شمروز (چې د چاربېتې ډېر ښۀ شاعر و) شاګرد و ـ قاضي ګل ،غلام احمد خان ، فقير ګل اخون غازي شاه بابا سمندر خوجړے ئې په سترګو ليدلي وو ـ د سېد قبول اخون ، عمر ، طالب ، د کنار د صېب زمانې ته نزدې وو ـ شاعر به ددې شاعرانو په سوات ، سمه کښې نورو شاعرانو سره د مقابلو قېصې بيانولې د غازي شاه په سوات چکېسر کښې د شاعرانو سره مقابله ، د قاضي ګل د علي حېدر جوشي نه په يو معمه پنځوس روپۍ ګټل دا ټولې قېصې ماته هغه کړې وې ـ خو رښتينې خبره دا ده چې شاعر به کوم محفل کښې وو ، د چاربېتې شاعر د هغه مخکښې دا بيا نۀ شو وئيلې چې زۀ شاعر يمه ـ

د چار بېتې سر، نيم سر،د چا ربېتې کورونه ، يا کور ، رتيب وغېره دا ټول الفاظ ما د٫٫ شاعر،، نه زده کړي وو ـ د چاربېتې پروګرام کښې همايون همدرد د رتيب لفظ استعمال کړوـ ما د شيرين يار يوسفزي په يو مقاله کښې د رتيب د پاره لفظ جوړ ليدلې وو چې زما خوښ شو ـ ما بيا خپل کتاب کښې بيا دا لفظ جوړ استعمال کړے دے ـ

د چاربېتې اهنګ څوک په لفظونو کښې نۀ شي بيانولې دا يو احساس دے ـ ددې مثال دادے لکه مونږه د يو سړي خبرې واؤرو د هغه آواز زمونږ په تخت الشعور کښې کښېني دغه شان د چاربېتې د مختلف کورونو وېنا د زمانې نه په روايتي انداز کښې اورو ـ دا وېنا زمونږه شعور کښې ناسته ده ـ اوس چې څوک هم په کوم طرز چاربېته وائي مونږ ئي وپېژنو چې دا د فلاني کور چاربېته ده ـ چاربېته يو عوامي صنف دے او د عوام دود دستور بدلول اسان کار نۀ دے ـ د چاربېتې د اتو واړو کورونو جدا جدا اهنګونه دي ـ بيا پدې اتو واړو کورونو کښې د بحر کمي بيشي سره هم په آهنګ کښې بدلون راځي ـ بحر کۀ يو هم وي هنرمندان چاربېته په مختلفو اهنګونو کښې ووائي لکه د ملنګ جانچاربېته ده هنرمندان ئې د لوبې په طرز کښې وائي ـ

نوے موسم نوے بهار دے سينې مې وسپړدل ګلونه
رانه جدا د مينې يار دے په مخ مې ځي اوښکې رودونه

يا د خاطر افريدي لوبه ده ،

نور رانه هيڅ نه شي خطا د ۔ د هر څه هر څه وواتمه
ګرانه اشنا دا مې سزا ده ۔ چې ستا په طمعه ګرځېدمه

دا هم هنر مندان کله کله د چار بېتې په رنګ کښې وائي ـ بحر ته کۀ څوک اهنګ وائي دا صريحه غلطي ده ـ هنر مندان زر زر وئيلو يا طول ورکولو سره د يو بحر د غزل يا چاربېتې اهنګ بدل کړي ـ بحر مستقل شے دے او اهنګ بد لېدونکې ـ زمونږ موسيقي دومره ترقي نۀ ده کړئ ګنې په هندوستان کښې د مرزا غالب يو يو غزل په څوڅو طرزونو کښې وئيلے شوے دے ـ څنګه چې د راډيو پروګرام په مخه روان و سردار علي ټکر ماته فرمائش وکړوچې د چاربېتې تقسيم په سائنسي بنيادونو وکړم ۔

په دغه دوران کښې شيرين يار يوسفزي ماته فون وکړو چې هغه نظمونه چې کوم لکه د چار بېتې په شان د سر لاندې ليکلے شوي دي ـ کۀ هغه هم د چاربېتې په فهرست کښې شامل کړئ شي ،داسې به د چاربېتې پنګه نوره هم درنه شي ـ ما د غه نظمونو لټون شروع کړو ـ د هزارې په نظم زار کښې ما ډېر داسې نظمونه وموندل چې ابتدا ئې لکه د چاربېتې په شان د سر نه شروع ده ـ شاعران د نظم د روايت نه هډو خبر نه دي دغه شان په جرس نظم نمبر کښې ډېر کم نظمونه د نظم د روايت مطابق ليکلي شوي وو ـ دې سره په ما دوه خبرې منکشف شوې 1ـ دا چې مثنوي ، مثلث ، مربع ، مخمس او مسدس کښې ډېرو شاعرانو طبع آزمائي کړې ده ـ خو په مسبع ، مثمن ، متسع او معشر کښې ډېر په ګرانه مثالونه پېدا کېږي ـ شاعرانو له دې اقسامو نه فرار ولې اختيار کړے دے ـ د مسمط په اقسامونو کښې شاعري کول آسان کار نه دے ـ په کلاسېک دور کښې محمدي صاحبزاده او معزا لله خان مومند څخه د مثمن او معشرمثالونه موندے کېږي ـ ورستو قلندر مومند څخه د مصرعو تر حده پورې مثمن او معشر موندې کېږي روايت ئې نۀ دې پوره کړے ـ

2 ـ ما چې مختلفو چاربېتو کړې او د مختلفو نظمونو بندونو په ځان کښې ټېلي کړل ، ما باندې واضح شو چې زمونږه چاربېتي شاعرانو چاربېته د عربۍ د نظم د نظا م نه اخذ کړے ده ـ که دې له څوک اريانه دور کښې لټوي هسې به په تيارو کښې کښې لاسونه ټپوي ـ په دې باندې په کتاب کښې د پوره باب په شکل کښې خبره شوې ده ـ

په چاربېتې کښې د چار څۀکردار دے په دې باندې هم د پوره باب په شکل کښې خبره شوې ده ـ په کتاب کښې مثالونه او تکرار موجود دے د هغې وجه دا چې د چاربېتې په صنف باندې دې ملک کښې چا هم قلم نۀ دے اوچت کړے ـ چې د هغې حواله ورکړې شوے وے ـ ما له هره خبره دليل او مثال سره کول پرې وتل ـ او که بيا د هغې خبرې اعاده شوې وي نو دا به د پوهه کولو په نيت وي ـ چې د قاري په ذهن کښې خبره صفا شي ـ ګران ملګري اسما عيل ګوهر او پروفېسر خليل الرحمان خليل زه وخت په وخت د خپلو قيمتي مشورو نه بهرور کړې يم او په چاپ کښې ئې راسره نوره منډه ترړه هم کړې ده ، چې زۀ ئې له زړۀ د تله مننه کوم ـ

د چار بېتې تعارف

چاربېته د پښتو شاعرۍ اولسي صنف دے ـ او د نوم نه داسې برېښي لکه دا په څلورو بېتو مشتمل صنف دے ـ ولې داسې نۀ ده ـ اول لږ د بېت په حقله سپيناوے پکار دے ـ ځکه چې دا به ورستو د چاربېتې په پوهنه کښې کړکېچ جوړوي ـ په عربۍ کښې بېت يوې مصرعې ته وائي ـ خو په پښتو کښې دوه مصرعې چې يو شي او شعر جوړ شي بېت ګڼلے کېږي ـ پوهانو د چاربېتې تعريف د عربۍ د بېت په شکل کښې کړے دے ـ قلندر مومند د چار بېتې تعريف د عربۍ د بېت په شکل کښې کړے دے ـ قلندر مومند په درياب کښې د چاربېتې تعريف داسې کړے دے ، د چار بېتې په يو بند کښې (کړه) څلور او زياتې نه زياتې شل مصرعې وي ـ

مشتاق مجروح په خپل کتاب زرکاڼے کښې د چاربېتې تعريف په دې ډول کوي ـ د چاربېتې په بند کښې د دريو نه تر اوو پورې مصرعې وي ـ پردل خټک او سېف الرحمان سېد اولسي شاعرۍ نومې کتاب کښې د چاربېتې تعريف داسې کوي: چې د چاربېتې يو د سر شعر وي ـ ور پسې د دريو دريو بېتونو يا شپږو مصرعو يوه کړۍ وي ـ رضا همداني په خپل يومضمون کښې چاربېتې له معرا نظم سره تشبيه ورکوي ـ فارغ بخاري خپل يؤ تاليف کښې د چاربېتې تعريف داسې کوي ـ

’’ چار بيته فني طور پر ايک طويل نظم هے ـ مگر اسے نظم يا نظم کى قسم بھى نہیں کها جا سکتا ـ اس کا ملى وزن اور عوامى اهنگ اس کى انفراديت کا حامل هے ۔‘‘

ترجمه:-

٫٫چاربېته په فني لحاظ يو اوږد نظم دے ـ خو دې ته نظم يا د نظم قسم هم نه شي وئيلے کېدے ـ د دې مخصوص ملي وزن او عوامي اهنګ ددې د انفراديت ضامن دے ـ

عبدالحليم اثر په خپل کتاب پښتو ادب کښې ليکي ـ چې چاربېته عموماً دوه قسمه وي ـ يو هغه چې هر بند ئي دوه بېته وي يعني څلور مصرعې وي ـ بل هغه چې هر بند څلور بېته يعني اتۀ مصرعې وي په اول صورت کښې ورته مجازاً چاربېته وئيلے شي او په دويم کښې ورته حقيقتاً ـ حبيب الله رفيع په خپل کتاب ’’ دخلکو سندرې ،، کښې ليکي چې چاربېته هغه اولسي نظم ته وائي چې بند (کړه) ئي د څلورو مصرعو نه کمه نۀ وي ـ د پشتو زبان و ادب کى تاريخ په ص 89 باندې محمد عباس مدني د پښتو چاربېته د هندۍ اله و دل سره مشابه ګڼي خو مدني خپل د کتاب په ص 338 باندې چاربېتې ته د فارسۍ مثنوي او د قصيدې وران شکل وائي ـ سيد انصار ناصري سرحد کى موسيقى نومې مقاله کښې په ص 12 باندې دغه رائې ښکاره کړئ ده ـ صديق الله رښتين وائي د پښتو ژبې په اولسي ادبياتو کښې چاربېته د فارسۍ د قصيدو هم څنګ ده ـ

غوټۍ خاورې د پښتو شفاهي ادبيات نومې کتاب کښې چاربېته د اولسي ادب زړه سندره ګڼي ـ همايون همدرد خپلې ناچاپه مقاله کښې د چاربېتې تعريف په دې ډول کوي ، چې د چار تورې د فارسۍ د چهار توري مخفف دے ـ بلکې دا د پښتو د چاردار يا چارمن نه ووتے دے چې مطلب ئي دے مالداره موړ پټ چار بېته هم د خپلو بېتونو په حساب مړه او پټه ده ـ ځکه ورته چاربېته وائي دا ټول تعريفونه د چاربېتې په څه نه څه اړخ باندې رڼا اچوي خومکمل تعريف ئي يو هم نه دے ـ چې د چار بېتې مکمله احاطه وکړي ـ

زماپه خيال د چاربېتې تعريف دا دے:

چاربېته د پښتو د شاعرۍ يو اولسى صنف دے ـ دا يو اوږد نظم دے چې سر لرى ـ د جوړ په مقام سر سره په مخصوص انداز کښې تړلے کيږى ـ دا د د مثنوي ، مسمط او مستزاد نظم نه اخذ کړے شوې ده ـ ددې کورونه دى لکه مثنوى چاربېته ، مربع چاربېته ، مسبع چاربېته ، مثمن چاربېته ، مثمن مجاز چاربېته ـ معشر مجاز چاربېته ،، مستزاد چاربېته او کړه بند چاربېته ـ هر کور ( قسم) خپل جدا تعريف غواړى ـ بغېر د مسبع چاربېتې نه نور په ټولو کورونو کښې د چار رول موجود دے ـ هم ددغې د چار د رول په سبب ورته چاربېته وائى ـ زما بل خيال هم دے ـ کله چې د چاربېتې ابتدا شوې ده،په دې ټولو اقسامو کښې مربع چاربېته د ټولو نه ساده قسم دے ـ ددې کړۀ په څلورو مصرعو مشتمل وي ـ اؤ په عربۍ کښې مصرعې ته بېت وائي ـ يعني کړه ئې د عربۍ څلور بېته لري ـ کېدے شي چې دغه قسم (کور) د ټولو نه اول ليکلے شوے وي اؤ د دغه قسم په وجه ئې نوم چاربېته پرېوتے وي ـ

د چاربيتې اجزا

د چار بېتې جوړښت له پاره درې اجزاء ضروري دي سر ، کړه ، اؤ جوړ ـ دا درې واړه چې نۀ لري هغه څه بل صنف کېدے شي خو چاربېته نه ګڼلے کېږي ـ

سر:

د چاربېتې شروعات د سر نه کېږي ـ دې ته مونږ مطلع هم وئيلے شو ـ

د چاربېتو د سرونو درې اقسام دي

الف: په دوو مصرعو مشتمل سر ـ

د سر دواړه مصرعې هم قافيه وي لکه :

ستا په محبت کښې مې کباب د زړګي غوښې دي

رنګ مې سوے سکور دے ظاهر داد ظلم نخښې دي

ب: د سر دواړه مصرعې هم قافيه نه وي ـ

نن دې وږم د سينو د منجرو راغے

کله ورک به کړې زما د زړګي غم غم غم

نمبر2: په څلورو مصرعو مشتمل سر ـ

الف:اوله او دوئيمه مصرعه په ځان کښې هم قافيه وي ـ درئيمه اؤ څلورمه مصرعه په ځان کښې هم قافيه وي ـ

چې مې ليدلےستا رخسار دے -تمامي عمر مې په دار دے

چغې وهم لکه د لاب - په مخ مې ځي اوښکې سېلاب

ب:اوله او دريئمه مصرعه په ځان کښې هم قافيه وي دوئيمه او څلورمه مصرعه ئي په ځان کښې هم قافيه وي ـ

  د ګبين نه دې شيرين د مخ عرق دے

  د نباتو نه دې عدم کړل قندونه

  چې ليدلې مې شاه ستا د مخ ورق دے

  د زړګي پرهر مې نه اخلي پېوندونه

نمبر3:

په دې کښې اولنۍ دوه مصرعې هم قافيه وي او لنډې وي ـ دواړه غېرمقفٰى هم کېدې شي درئيمه اوږده وي ، څلورمه د دريمې هم قافيه کېدے شي او غېر مقفٰى هم کېدې شي ـ خو د څلورمې مصرعې يا جز وزن اؤ بحر اولنو دواړو سره يؤ وي ـ

مثال نمبر1:

  باڼه دې تېرۀ غشي ـ ابرو لکه کمان

  اننګ دې سرۀ انار دي د کابل او قندهار

  سينه لرې ګلزار ( کړه بنده)

مثال نمبر2:

  مالياره شه بېدار - ګلشن دې تا له کېږي

  زاغان لکه طوطيان خوري د سرو شونډو چوارې

  پراتۀ پہ خراسان (کړه بنده)

مثال نمبر 3:

قادره ذوالجلاله بې شرکه بې مثاله

ايمان مې خطا نه کړې فېرنګ ورک کړې له کابله

زاري مې نشته بله (کړه بنده)

نيم سر يا نيم سرۍ:

نمبر1:په دوو مصرعو مشتمل سر چې په يؤې مصرعې ووئيلے شي ، نيم سر يا نيم سرے شو ـ د نيم سري درې اقسام دي ـ

په يوه مصرعه مشتمل نيم سر دا په دوو مصرعو مشتمل سر چې په يؤه مصرعه ووئيلے شي ـ

مثال1:

له هنده دي راغلي په غزا پسې سفر کا

(هار وبهار)

مثال نمبر 2:

مه راؤړه لاس د خوبه يم سترګې مې پټې دي

( باغ و بهار)

نمبر2:

په څلورو مصرعو مشتمل سر چې په دوو مصرعو ووئيلے شي ـ ( دا د نيم سرۍ دوئيم قسم شو )

لکه مثال نمبر1:

نن زه غږېږم په صفت د سلطان

چې دے بادار غازي ملک د جهان

(پښتانۀ شعراء)

مثال نمبر 2:

ما وليدۀ يارانو د لېلهٰ په جبين سپين

خالونه درې څلور

(هاروبهار)

سردارعلي ټکر د وئيلو دوران کښې د کړې دوه مصرعې ورسره يو ځائې کړې دي ـ او سر ئي پوره کړې دے ـ نيم سر يا نيم سرۍ چې دوه ځله تکرار شي د چاربېتې سر پوره شي ـ

نمبر3:

د دريم قسم سر په نيم سر نۀ وئيلے کېږي ( يعني د کړه بندې چاربېتې نيم سرے نۀ وي

کړه: د چاربېتې نفسِ مضمون چې پکښې بيانېږي هغې ته کړه وائي ـ

مثال نمبر 1:

چرګو نارې کړې صبحدم شو - په ما خبر د کورعالم شو

په ما خبر شو کور و کلے -جانانه څنګ بۀ ووځے غلے

غلے ووځه زمونږ له کوره - مشغوله مه کوه په زوره پلار به مې غږ وکړي چې غل
دے – ورته معلوم ديارۍچل دے حال د يارۍ ورته معلوم دے -چا دې په خوله اخستے
نوم دے

نوم دې ليکلے په کاغذ دے - ته چې راتلې څه دې غرض دے

جوړ:

تۀ چې راتلې شومه قلاره - چرګو نارې کړې سر دوباره واړندې سپرورستو
شمشيرکا- غلے ووځه څوک بۀ دے ګېرکا

مثال نمبر 2:

کړه:

بېګا مې دے سېل کړے ستا د زلفو باغيچه کښې

زه ګډ لکه بورا شوم د انارو په چرچه کښې

خخ مې کړل غا ښونه په نرۍ زنه سوچه کښې

جوړ:

بل بوي مې کړو د ستا د غاړې هار د تورو زلفو

(ھارو بهار)

مثال3:

کړه:

کله به راشي چې دې وکړمه ديدار ، سحار

زړه مې پرهار ، د يار د لاسه ډېر دے

شومه په غم کښې د مينې ګرفتار ، په جار

وسومه په نار، انګار رانه چاپېر دے

اخر به تېر شي د نيمګړے دنيا وار په خوار

ما اخله ازار بيمار په زلفو ګېر دے

جوړ:

مخ دې چراغ دے پرې راځم لکه پتنګ په شړنګ

لرې کړه زنګ شوم رنګ ستا په تهمت کښې

مثال نمبر4:

کړه:

تور دې لونګين تور دې رنګين په دوبي تور کړو نه

تورې دې زلفې تور اور بل په ورځو تور کړو نه

تورې دې وروځې تور چشمان په کجل تور کړو نه

تورې کمڅۍ تور پيوکے سينګار دې نور کړو نه

جوړ:

هسکه غاړه ګرځې د همزولو په غوبل کښې

نن دې رنګا رنګ ګلونه قت کړۀ په اوربل کښې

تور د تورو سترګو تور دې خال د سپين رخسار دے

تور، سور، شين، زيړ، سپين مخ دې ګلزار دے

مثال نمبر5:

ځي دلبر زما ضرور نه پاتې کېږي

هيڅ کولے نشم دا د مقرره

زړه ټوټې مې د کمر غوندې نړېږي

د فراق لمبو ستي کړم سراسر

هر طرف ته د هجران غشي ورېږي

پېوست کېږي په ځيګر مې برابر

جوړ:

د خزان راوالوتل ساړۀ بادونه

ورانوي زما د مينې دا چمن

مثال نمبر6:

کله وۀ لا کله چې ما کړے وۀ له تا سوال

تا په سپينه خوله راته وئيل کوکۍ به درکړم

ماته دې صفت د حسن کړې وو دلال

دلال په صفتونو دې بې حده کوروکر کړم

ستا په عاشقۍ کښې مې داؤ کړے سرو مال

تا لکه د نے په تيغ د هجر قلم سر کړم

جوړ:

هله به منې چې لېونے په غرونو سر شمه

کله وو له کله چې تا وې صبا به درشمه

زۀ به له تر کومه کړم د خلقو متازي

ستا هغه صبا په کلو سر کښې نۀ راځي

مثال نمبر 7:

د سرو زرو امبېل دې په سينه کښې کوي خوند

  تۀ لور ئي د نواب

يؤ ځلې دې سپين مخ د رب د پاره کۀ څرګند

  ژوندون مې شو خراب

د هجر پرهرونه زما نه اخلي پېوند

بهېږي ترې خوناب

جوړ:

ظالم د نا مسلم غوندې چاپېر کړو ترې دېوال

  څوکۍ پرې مقرر دي

مثال نمبر8:(الف)

مرم ستا په يارۍ کښې ۔ پروت يم په خوارۍ کښې

  ساه مې په مرۍ کښې

اوس د ژوندانۀ طمع مې قطع شوه له ځانه

  مرمه بې له تا نه

(ب)

اوس مې ځنکدن دے ۔ روح مې په رفتن دے

پاتې دا وطن دے

ستا د بڼو غشي مې خخ شوي په ضمير

ګډ د ځان په وير

(ج) ستا د در غلام يمه - تاته په سلام يمه

نختے دې په دام يمه

جوړ:

خود به شم هلاک چې خوراک مې ځيګر خون شۀ

  حال مې د مجنون شۀ

تاسو به کتلي وي چې په اتو مثالونو کښې اتۀ کړې په مخه راځي ـ مثال نمبر 1 کښې د مثنوي نظم په شان دوه مصرعې يؤ بېت جوړوي اؤ چاربېته په مخه ځي ـ

مثال نمبر 2کښې د مربع نظم په شان؛مثال نمبر 3کښې د مسبع نظم په شان ـ

مثال نمبر4 مثمن په شان خو په کړه کښې دوه مصرعې د سر تکرارېږي حقيقتاً مصرعې شپږ وي ځکه ورته مثمن مجاز اووئيلے شو ـ مثال نمبر 5 د مثمن نظم په شان ـ مثال نمبر 6 د معشر نظم په شان خو دلته هم د مثمن مجاز صورت حال دے ځکه ورته معشر مجاز اووئيلے شو ـ مثال نمبر 7مستزاد نظم په شان ـ مثال نمبر 8 دا چاربېته د پښتو شاعرۍ خپل پېداوار دے هيڅ يؤ نظم سره مشابهت نه لري ـ ددې کړې په دوه قسمه دي ـ 1-په دو بندو مشتمله کړه 2-په دريو وړو بندونو مشتمله کړه ـ دې دا قسمه چاربېتو کړې بغېر د فدا ګل چاربېته چې په ټولو کښې معلومه زاړه چاربېته وه يو جز لري بيا زړې چاربېتې د کړې شيږ حصې لري د درې جزو يا حصو نه ورستو په دويم ځل سر ته رجوع کوي ـ اول ځل د يو ټکړې نه ورستو ، دوئيم ځل د دوئيمې ټکړې نه ورستو درئيم ځل د درئيمې ټکړې نه ورستو يعني درې ځله سر سره تړلے کېږي يعني کړه ئي په دوه درې ځله سرسره تړلے کېږي په دغه سبب ورته کړه بنده وائي يعني کړه ئي ډېر ځله بند په بند تړلے شوې وي ـ خو دجوړښت اډاڼه ئي يؤه ده ـ د کړې د توپيرونو په سبب ورته بل قسم نۀ شي وئيلے کېدے ـ

جوړ: هغه مقام اتصال ته وائي چې په کومې مصرعه باندې کړه سر سره تړلے کېږي ـ د کړې په مثال کښې د اولنۍ بېت سره په يؤه مصرعه د سر دوئيم بېت سره په دوئيمه هم قافيه مصرعه تړلے کېږي ـ

په مثال نمبر2 کښې کړه په يؤه هم قافيه مصرعه سرسره تړلے کېږي ـ (مربع چاربېته ) په مثال نمبر3کښې کړه په يؤه مصرعه تړلے کېږي ـ (مسبع چاربېته)په مثال4کښې کړه د سر سره اولنې اؤ دوئيمې مصرعې سره باالتر تيب په هم قافيه مصرعو تړلے کېږي ـ دا قسما چاربېتې د سر دوه مصرعې لري خو غېر مقفٰى وي ـ

په مثال نمبر 5 کښې د کړې جوړ اولني بيت اؤ د دوئيم بېت هم قافيه مصرعې وي ـ په مثال نمبر6 هو بهو د مثال نمبر 4 صورت حال وي مثال نمبر 7د مثال نمبر 5 مشابهت لري ـ مثال نمبر8 کښې بغېر د فداګل د چاربېتې چې ډېر ابتدائي چاربېته ده ، نورې زاړې چاربېتې په دوه مقامه اؤ نوې چاربېتې په درې مقامه سر سره ګنډلے کېږي ـ

نوټ: پوره چاربېتې د اتو واړه کورونو يؤ يؤ مثال د صفحه 158 نه تر صفحه181 پورې موجود دي ـ

د چار بېتې اقسام

چا هم د چار بېتې د تقسيم سنجيده کوشش نه دے کړے ـ بلکې اکثرو شاعرانو ، پوهانو د مبالغې نه کار اغستې دے ـ لکه په ظهورونه نومې کتاب کښې ما د باچا ګل استاد دا وېنا ولوستله کۀ چا ماته د چاربېتې شل اقسام وښول زۀ به ورته دويشت اقسام وښايم ، دا صرف مبالغه ده ـ

په دغه کتاب کښې شېرشاه ترخوي د چاربېتې تقسيم د کړو په د تعداد په بنياد کول غواړي لکه دوه کړيزې ، درې کړيزې څلور کړيزې ، وغيره ـ خو ډېرې چاربېتې دي چې د هغو د کړو تعداد اتلس ، شل دے خو يوه چاربېته داسې هم ده چې يو سل پنځه څلوېښت کړې لري ـ داسې به د چار بېتې دومره اقسام شي چې يادول به نا ممکن شي ـ

غوټې خاورې په شفاهي ادبيات نومې کتاپ کښې چې ماخذونه ئې د خلکو سندرې او پښتنې سندرې دي ـ د چار بېتې تقسيم د چاربېتې د مصرعو د تعداد په حساب غوره کوي ـ خو د چار بېتو په اتو اقسامو کښې دوه داسې دي چې په يو کښې د مصرعو تعداد او بل که د اجزاؤ تعداد متعين نۀ دے ـ هغه يو قسم نه به ګڼ اقسام په مخه راشي ـ

شيرين يار يوسفزے په خپل ناچاپه کتاب ٫٫چاربېته ،، کښې د چار بېتې د تقسيم بنياد بحرجوړه وي ـ خو هغه پخپله په ص 1 د يو غزل:

ستا چې بل په لر او بر د بيلتون اور دے

بيا کابل او پېښور په لوګو تور دے

د جهان ، که د جانان که مې د ځان دے

هر يو غم د ژوند په اوګو سور دے

نظم:

له وجود ئې د ګل ځوان لوګې شه

د چمن سروې ئې ځار شه تر قامته

ځلاند مخ نه ئې سپوږمۍ هم حيا کاندي

ګورو زلفو ته ئې شپه ده ملامته

چار بېته:

د ګبين نه دې شرين د مخ عرق دے

د نباتو نه دې عدم کړه قندونه

چې ليدلے مې شاه ستا د مخ ورق دے

د زړګي پرهر مې نا اخلي پېوندونه

مثال ورکوي چې ددې درې واړو بحر په دولس سېلابونو باندې مشتمل دے ـ له دې خو دا صفا څرګندېږي چې د بحر په بنياد باندې د چار بېتو تقسيم نور هم ګران کار دے ـ ځکه اول به چار بېتې نورو اصنافو نه بيلول راځي ـ او بيا به چار بېته يؤ بل نه جدا کول پرېوځي ـ ځنې خلق د اهنګ خبره کوي ـ خو اهنک هيڅ مضبوط بنياد نه لري ـ کوم اصناف چې يو بحر لري هغه په يو اهنګ وئيلے کېدې هم شي ـ ايا چې دا هره طريقه ناقصه شوه نو بيا چار بيته څنګه تقسيمېدے شي ـ ددې اقسامو پژندګلو څنګه کېدې شي ـ

مونږ څخه ددې مثال موجود دے ـ نظم د چار بېتې نه ګڼ اقسام لري ـ د نظم د تقسيم بنياد جوړښت دے د مثنوي ، مربع ، مخمس ، مسدس نوم اخستو سره مونږ ته معلوم شي چې ددې نظم جوړښت څۀ دے او دا کوم قسم دے ـ د چار بېتې د بند (کړې) د جوړښت په لحاظ اته قسمه چار بېته په لاس راځي ـ علاوه د کړه بندې نه چې د پښتو شاعرۍ خپل اولاد دے نور اووه واړه اقسام مختلفو نظمونو نه اخذ کړےشوي دي ـ د چار بېتو کړې له دغه نظمونو سره مشابه دي ـ

1:مثنوي چاربېته

2:مربع چار بېته

3:مسبع چاربېته

4:مثمن چار بېته

5:مثمن مجاز چاربېته

6:معشر مجاز چار بېته

7:مستزاد چار بېته

8: کړه بنده چاربيته

د چار بېتې کور

نن نه تقريباً دېرش کاله مخکښې زمونږ د کلي په حجره کښې به ښه ګرم مجلس کېده ـ په هغه کښې به ګاونډيانو کلو ځلمو هم شرکت کؤو ـ د مجلس شروعات به پدې ډول کېده ،اول به هر مجلسي دوه درې ټپې کولې بيا به چار بېته شوه ـ چار بېتې پسې به غزل بيا قصه قېصې پسې به نيمکۍ يا لوبه ـ دوئيم دور به چې شروع کېده ټيې پسې به چار بېته پدې دور کښې به مجلېسانو خامخا يو بل سره انګته اچوله ـ يو چاربېته ويونکي به چې د خپلې چاربېتې سر اوؤئيلوبل به د خپلې چار بېتې کړه ورسره شريکه کړه ـ دغسې دريم او څلورم خو سر به د يوې چار بېتې چلېده کله کله به پکښې د هغه چاربېتې سر هم وئيلے شو چې په مجلس کښې به روانه نۀ وه ـ پدې چار بېتو کښې دا خصوصيات پکار دي ـ قسم يو يعني د مثنوي کور چاربېتې د مثنوي چار بېتې د سر لاندې ـ مربع چاربېتې د مربع چار بېتې د سر لاندې وغېره وغېره ـ خو د وېنا له پاره د بحر هم ضرورت دے ـ ځکه چې د اهنګ دارومدار په بحر دے ـ دغه د يو سر لاندې چې څومره چار بېتې وئيلے کېدے شوې مجلېسيانو به دې ته ددغه چاربېتو کور وې ـ خو زه دې ته کورکې وائيم ـ زما کور ارت بيرت دے ـ زما په کور کښې د لنډ بحر درميانه بحر او طويل بحر هر ه چار بېته ځائېږي ـ زۀ د موسيقار کار ولې په خپل سر واخلم ـ او ما څخه جواز هم موجود دے ـ لکه غزل که د هغه د لنډبحر دے درميانه يا طويل دے خو غزل دے ـ دغه شان د نظم د مثنوي ، مربع ، مخمس ، مسدس وغېره جوړښت د نظم د قسم تتعين کوي د بحر په قسم يا کور کښې ئې هيڅ کردار نشته اوس د چار بېتې تقسيم داسې کېدې شي ـ هغه چار بېتې چې د هغو د کور جوړښت يو شان شو ـ د يوکور چاربېتې شوې ـ که دا جوړښت د مثنوي په شان وو د مثنوي کور چار بېتې شوې ـ که د مربعې په شان وو مربع شوې وغېره وغېره ـ تر اوسه پورې چې د چاربېتې د تقسيم کار په صحيح خطوطو باندې نه دے شوے ـ د هغې وجه هم دغه وه چې

مقديمينو د کور په ځائې اول کورکې ته رسائي کړې ده ـ څوک ئې پنځلس څوک ئې پنځويشت او څوک دوه پنځوسو پورې نشان دهي کوي ـ زما په ذهن کښې د چار بېتې د کور تصور د يو خاندان په شان دے ـ او د خاندان د افرادو په ځان کښې څۀ نه څۀ رشته خامخا وي ـ ددوي ناک نقشه هم تقريباََ يو شان وي ،کړه وړه هم ـ د کومو چار بېتو جوړښت يو شان له وي ـ هغه د يو کور چاربېتې دي ـ څنګه د چاربېتې اقسام د عنوان لاندې ذکر وشو چې د چا ربېتې اته اقسام دي ـ د چار بېتې اته کوره دي ـ کور لږه عوامي ژبه ده څۀ بل شے نۀ دے ـ

د چاربېتې د کورونو تفصيل

کور 1ـ مثنوي چار بېتې :

کله چې دا خبره تحقيق ته ورسېده چې ټولو کښې اولنۍ چار بېته د تا يمني ده ـ په دې چار بېته باندې ډېرې خبرې وشوې ـ چا وئيل چې دا مثنوې نظم دے او چا وئيل چې دا چار بېته ده ـ خو کله چې دا د چاربېتې په ميزان وښاتۀ په دې کښې د چار بېتې ټول کړه وړه موجود وو يعني سر ئې موجود وه ـ کړه ئې د څلورو مصرعو نه زياته وه ـ او اخري مصرعه ئې سر ته راجع کېده ـ مونږ څخه اولنې چاربېته د مثنوي سره مشابه ده ـ په دغه وجه ما د چاربېتې اولنې کور ته د" مثنوي چاربېتې" نوم ورکړو ـ چې د ترتيب په لحاظ هم سمہ ده ـ

جوړښت :

د يو ميعاري چاربېتې سر په څلورو مصرعو مشتمل وي ـ اولنۍدوه مصرعې په ځان کښې هم قافيه وي ـ او ورستۍ دوه به په ځان کښې هم قا فيه وي ـ کړه به ئې د مثنوي غوندې د يو يو بېت په شکل کښې په مخه بوتللے کېږي ـ کړه به ئې دڅلورو مصرعو نه کمه نه وي ـ د کړې اخري بېت نه په ړومبي بېت کښې شاعر د سر اولني بېت او اخري بېت کښې د سر دوئيم بېت ته بالترتيب قافې سره رجوع کېږي ـ

مثال 1 :

ګردونہ پورته شو بمونو سره

غازيان ټکرې خوري ټينکونو سره

د پاک وطن په خاوره جنګ راغے

د مسلمان د تورې شړنګ راغے

کړه:-

ګردونه پورته شو اسمان ته

ګوره همت د مسلمان ته

هندو مغروره وو په زور

حمله ئې وکړه په لاهور

حمله ئې وکړله په غوټه

مردار به خلاص نشي تر ګوته

جنګ له چې راغې په مېدان کښې

په تېخته لاړو په يو آن کښې

په منډه منډه تختېدل

لکه د سپې به زغلېدل

ډېر کافران په کښې مردار شو

لاړل دوزخ ته په انګار شول

ځائې دوې نه وو د امان

ورپپسې راغے مسلمان

جوړ:-

ورپسې راغله شمشيرونو سره

غازيان ټکرې خوري ټينکونو سرہ

هر مجاهد لکه پتنګ راغے

د مسلمان د تورې شړنګ راغے (محمد رحيم نوګرام الائي )

مثال نمبر 2 :-

د خوشحالۍ غږ سراسر اولګېدو

بهټو پانسي شو دا خبر اولګېده

ظلم ئې ډېر کړے په قام دے

د خپلو بدو ئې انجام دے

کړه:

دا د بهټو چې حکومت راغے

په ملک کښې دور د ذلالت راغے

قتل زنا کېدل څرګند

جرائم ډېر شول په څو چند

جرائم زيات شول په هر لور

چرس او افيم وو پکښې زور

وه د شرابو ارزاني

د بد معاشانو وه خاني

د بدماشانو هر ځائې راج وو

د بې شرمۍ داسې رواج وو

شريف سړے وو پکښې تنګ

پروردګار پرې وکړو ننګ

جوړ:

ناڅاپه کاڼې ئې په سر ولګېده

بهټو پهانسي شو د خبر ولېده

د الېکشن جوړ انتظام دے

د خپلو بدو ئې انجام دے

(اقبال خان اوګۍ)

مثال 2:

مخ دِ فلک پيزوان دِ نمر وينمه

تور په کجلو دِ بصر وينمه

وربل چې تا په جبين خور کړو

په ما دِ بل د مينې اور کړو

کړه:

مخ دِ فلک پيزوان افتاب وينمه

تا په همزولو کښې کمياب وينمه

تۀ نظر نۀ کړې په خوارانو باندې

خلق دِ لوټ کړو په چشمانو باندې

خلق دِ لوټ کړو نازنينې ليلٰى

درته کړېږم حال مې وينې ليلٰى

عاشقان تا پسې ابتر وينمه

مخ دِ فلک پيزوان دې نمر وينمه

مئين دِ بې تيغه حلال کړوصنم

سر دِ راپورته له ديوال که صنم

ستم دِ لا راباندې زور کۀ

په ما دِ بل د مينې اور کړو

مثال نمبر 3 :

جينۍ د بام په سر ولاړه

صراحي هسکه دنګه ئې غاړه

اوربل ئې بيا په تېلو غوړ کۀ

د عاشقانو رنګ ئې زيړ کۀ

کړه:

جينۍ له بام که نظارې

په دوپټه ئې ستارې

قميص ئې تور پرتوګ ئې سپين دے

بل ئې په غاړه لونګين دے

جوړ:-

د چا به خونه کړي ويجاړه

صراحي هسکه دنګه ئې غاړه

ښکاري چې نيت ئې چا ته خړ کۀ

د عاشقانو رنګ ئې زيړ کۀ

(اقبال خان اوګۍ)

نتيجه :-

که په درې واړو مثالونو مونږ غور وکړو نو د اولني مثال کړه په اتلسو مصرعو مشتمله ده ، د دويئم مثال کړه په شپاړسو مصرعو مشتمله ده ، اودريم مثال په اتو مصرعو باندې ـ په دې يو کور کښې بې حسابه چاربېتې دي ـ که څوک د چاربېتې اقسام يا کورونه په مصرعو غواړي نو له دې يؤ کور نه به دومره کورونه جوړ شي چې د يادولو جوګه به نه وي ـ په دې کور کښې مشهورې چاربېتې دا دي ـ

1:

زور د کافرو په سلطان راغے

وخت د مهدي اخر زمان راغے

شاهي دبدب د دۀ مدام اوسه

فرانس او روم دده غلام اوسه

( شاعر:سرور کوهاټ ،باغ و بهار:صفحه 52)

2:

د به رضا د پاک اکبر وه

مياشت د کتک کښې مقرر وه

زور د وبا په ټول جهان شو

دا د قيامت ښکاره نښان شو

(د وُبا مشهوره چار بېته شاعر مولا عبدالمنان)

3:

فوجونه راغله په قصور باندې

د ډاکه مارو په دستور باندې

چوهدري صلاح کوي د خوره سره

اوبۀ به څښکمه د لاهوره سره

(عبدالواحد ټېکه دار)

دا کور د مثنوي نظم سره مشابه دے ـ او مثنوي ، داستان ، واقعه يا څه نور اوږد مضمون بيانولو له پاره د نظم غوره قسم دے ـ د چار بېتې شاعرانو هم له دې نه د مثنوي نظم کار اخستې دے ـ

د اولني مثال سېلابونه لس دي ، دويم مثال سېلابونه يوولس دي او دريم سېلابونه نهه دي ـ د بحر په لحاظ هم په دې يو کور کښې څومره فرق دے ـ د بحر تعلق د اهنګ سره دے ـ او اهنګ د موسيقۍ ضرورت دے ـ د بحر بنياد باندې د چار بېتې تقسيم ناممکن دے ـ ګنې د يو کور نه به څوڅو کوره جوړ شي ـ

دويم کور

مربع چاربېتې :

مونږ څخه دويمه زاړه چار بېته د اکبر زمينداور ده ـ چې په 750هـ کښې وئيلې شوې ده ـ د اکبر په چار بېته باندې د چاربېتې د ارتقاء په باب کښې تفصيلى بحث شوې دے ـ

مثال 1:

د نوره دين اخون چار بېته ده ـ

  راغے يار محمد سيد اوباسيي له پنجتاره

  سيد له برې ورکړه الهي پروردګاره

کړه:

  راغے امير خان سرداره در په کړمه زر

  له ما سره روان شه يوسفزو ته برابر

  سيد رانه ملک واخست راله وګټه دوتر

زر پاسه روانېږه سستي مه کوه سرداره

راغے يار محمد سيد اوباسي له پنجتاره

سيد له برې ورکړه الهي پروردګاره

(هاروبهار 96)

مثال 2:

پېغمبر چې د مکې نه راروان شو

له پالکۍ سره ئې زانګي سرۀ لعلونه

کړه:

پېغمبر چې کلمه کړله په جار

غلبله شوه د د کافرو په بازار

ابوجهل وې زما عمر شو پدار

نجوميان ئې ځائې په ځائې وائي حالونه

(سوکيا )

مثال 3:

نه به ژوندې يم نه به بيا په مااخترراشي

نه به دنيا ته محمد نبي سرور راشي

کړه:

نه به ژوندې يم نه به بيا هغ دوران ووينم

نه نبي سره جوړه څلور ياران ووينم

نه مسافر ، به په لنګر کښې د عثمان ووينم

نه به دلدل باندې سور علي حېدر راشي

نه به ژوندې يم نه به بيا په ما اختر راشي

نه دنيا ته محمد نبي سرور راشي

(قاضي ګل کلے ټکرۍ هزاره،مشکل کشا ئے طالبان)

مثال 4:

سپينه ده جينۍ سپين ئې لاسونو کښې بندونه دي

سپين ئې کټوري او سپين ئې سر باندې شالونه دي

کړه:

سپينه د جينۍ سپين ئې هېکل لکه چراغ دے

سپين ئي چمکلي دي زړه کښې اېښې راته داغ دے

سپينه ئې سينه ده سپين ئې مخ د ګلو باغ دے

سپېنې سپين صبا کښې په ما کړي ګوزارونه دي

سپين ئې کټوري او سپين ئي په سر باندې شالونه دى

(سېدشريف ، باغ و بهار صفحه 231)

مثال 5:

خېر به کله ورکوې په هر زمان ژاړي ژاړي

دروازه کښې ستا د ملکو فقيران ژاړي ژاړي

کړه:

خېر به کله ورکوې صنمې حال وايه وايه

زه دې هم په طمه ناست يمه د کال وايه وايه

ما غريب به کله موړ کړې په وصال وايه وايه

زړۀ مې وتې له کال بوته بنديوان ژاړي ژاړي

خېر به کله ورکوې په هر زمان ژاړي ژاړي

دروازه کښې ستا د ملکو فقيران ژاړي ژاړي

(رېډيو پاکستان پېښور د فضل ربي استاد اواز)

په دې چار بېتو کښې مثال 2 د سوکيا او د قاضي ګل چار بېته مثال 3کښې د قاضي ګل چاربېته په سرونو کښې د نورو چاربېتو نه مختلف دي او مجلسيان ئې وائي هم په بل ګاټ کښې خو کړه ئې د مربع دچار بېتو ده ـ په هزاره کښې دا ټول مثالونه ګڼ تعداد کښې موندې کېږي ـ

مسبع چار بېتې:

ددې قسم چار بېتې سر په دوو مصرعو مشتمل وي ـ په کړه کښې وؤه مصرعې وي ـ وؤمه مصرعه ئې د سر اولنۍ مصرعې سره هم قافيه وي ـ په دې کور کښې عموماً سنګله زنځيرۍ چار بېته ليکلے کېږي ـ لکه د محمد دين تيلي دا چار بېته ـ

سر:

کله به راشي په پوښتنه د ملنګ کړې څنګ

لرې کړه زنګ شومه رنګ ستا په تهمت کښې

کړه:

کله به راشې چې دې وکړمه ديدار ، سحار

زړۀ مې پرهار د يار د لاسه ډېر دے

شومه په غم کښې ستا د مينې ګرفتار په جار

وسوم په نار ، انګار رانه چاپېر دے

اخر به تير شي د نيمګړې دنيا وار په خوار

مه اخله ازار بيمار په زلفو ګېر دے

مخ دے چراغ دے پرې راځم لکه پتنګ په شړنګ

لرې کړه زنګ شومه رنګ ستا په تهمت کښې

اخري کړه:

دا زه تيلي کوم صفت د شېخ کبير فقير

لوے ئي تا ثير نظير لري هر چاته

ما دې نيولے د کا کا صا حب جاګير کبير

شو هواګير ضمير مې ددۀ خواته

زه محمد دين يمه مريد د د ستګير امير

کامل مې پير فقير تښته کم ذاته په ړزۀ مې وخوړ تېرۀ غشے د خدنګ دو رنګ

لرې کړه زنګ شوم رنګ ستا په تهمت

(ظهورونه ص 718)

مثال 2:

کله به راوړې دواړه لب دې دي رنګين شيرين

سپين دې جبين زرين مخ دې ځلېږي

کړہ:

کله به راکړې دواړه لب شات او ملهم صنم

مۀ کړه ستم ، هر دم په غضب ښورې

سرې دې منګولې همېش وړې زړونه قلم قلم

اخلې قدم په چم سترګې دې تورې

په در دې پورت يم همېش غواړم ستا کرم محکم

لرې کړه غم الم که رب ته ګورې

نن دې په غاړه باندې ځانګي لونګين رنګين

سپين دې جبين زرين مخ دې ځلېږي

دمثمن چاربېتوکور:

ددې قسم چار بېتې سر په څلورو مصرعو يعني په دوو بېتومشتمل وي ـ اوله او دريمه مصرعه ـ دوئيمه او څلورمه مصرعه په ځان کښې هم قافيه وي ـ کړه ئي په اتو مصرعو مشتمل وي ـ اوله، دريمه، او پنځمه هم قافيه وي دويمه ، څلورمه او شپږمه په ځان کښې هم قافيه وي ـ وومه مصرعه ئي د سر اولې دريمې مصرعې هم قا فيه وي ـ او اتمه مصرعه د دوئمې او څلورمې سره هم قافيه وي ـ دا ډېرې خوند ناکې چار بېتې دي ـ مجلسيان دا قسمه چار بېتې ډېرې خوښه وي ـ په مجلسونو کښې عمو ماً دغه قسم چار بېتې وئيلے کېږي ـ

مثال 1:

سرۀ مهران دې په مخ ځانګي بې حسابه

خوشبوي درځنې خېژي د کافورو

ملايان ئي روايت که له کتابه

چې د هسې اور بلونه وي د حورو

کړه:

په جبين کښې دې رڼا شوه د مهرانو

بېلتانۂ را باندې واړوول قرضونه

اور ئي بل کړو به وزرو د خوبانو

هيڅوک نه اؤري د خوار سړي عرضونه

راشه واچوه لاسونه په خوارانو

چې مې روغ شي د خېراز زړګي درزونه

د پالنګ له پا سه ناسته ده نوابه

اننګي ئي صدفو نه وو د درو

(نورالدين اخون ، باغ و بهار)

مثال2 :

شپين اتشن لو ګے مې خېژي له خولې

بېلتون مې زړۀ پورې انګار نيولے

لکه بلبل درپسې کړم واوېلې

جوخت مې تا پسې رېبار نيولے

کړه: شين اتشين لوګے مې خېژي له فم

چې افسوسونه تا پسې کومه

څاڅي ترې خون زړګے زما شو قلم

ارمان ارمان دې د بوسې کومه

چې دې دربار شو راته واړه ارم

ځکه پرواز ستا د کوڅې کومه

لکه پتنګ پرې باندې کړمه حملې

چې دې چراغ راته رخسار نيولے

(احمد دين طالب)

په دې کور کښې د چار بېتې د عروج په زمانه کښې دا چار بېته ډېره مشهوره پاتې شوې ده ـ

مثال 3:

لباسي راته ښکاره شولې جانانه

ستا په سر مې دي اخستي تهمتونه

په رو رو به زړګے صبر کړم له تا نه

ستا ښائست را باندې وکړه فسادونه

(جمشېد د ټوپۍ)

دا بله مشهوره چار بېته وه چې د سېد اکبر او شاه خېلي په شريکو اوازونو باندې به د رېډيو پاکستان نه نشر کېده ـ

مثال 4:

د چمن درونه لرې کړه مالياره

بلبلان درله راځي وخت د سحر دے

د جنت هوا رالوځي مزېداره

په دماغو کښې مې وږم د دلبر دے

(وارث)

په دغه کور کښې دا چار بېتې هم شاملې دي چې بحر ئي د ذکر شوې چاربېتو نه بدل دے او مجلسيان ورته بل کور وائي ـ خو د بحر په زياتېدو يه کمېدو باندې په کور هيڅ اثر نه پرېوځي ـ لکه د غزل 7،8 سېلابونو بحرونه لنډ بحر حسابېګي ـ 10، 11 ، 12 سېلابونو بحرونه درميانه 14 ، 15 ، 16 سېلابونو طويل بحرونه دي ـ خو غزل هغه يو دے چا هم د اتو بحرونو په سبب اته قسمه کړے نۀ دے ـ ځکه چې دبحر په کمي زياتي د غزل په جوړښت باندې اثر نه پرېوځي ـ دغه شان په چاربېته هم ـ خو د چاربېتې د جوړښت اتۀ پاخه کوره دي ـ

مثال 5:

شاه په زقن باندې سپن خال اېښے دے

کوي سېلونه په مېرو باندې

شنډې په تا مې سرو مال اېښے دے

خېژوي ما په غرغرو باندې

(مير افضل دېشان بټګرام)

مثال 6:

مستې لېلٰى تو مسکراندى نه کر

که شم رنځور بيا به مې غور اونشي

سونے د هار گلے بچ پاندى نه کر

چرته دا ستا د بنګړو شور نشي

(شاعر:عمر کلے:شاه کوټ اوګۍ)

مثمن مجاز:

ددې کور د چاربيتو کړه د مسدس په شان هم نۀ ده او نه لکه د مثمن ـ اولنۍ څلور مصرعې د مسدس نظم په شان دى مګر جوړ ئې د معشر مجاز دے ـ په کړه کښې اصل کښې شپږ مصرعې دى ـ ولې مجاز اتۀ مصرعې ښکاري ـ ځکه چې په هره کړه کښې ورسره د سر دواړه مصرعې لکه د معشر مجاز غوندې تکراريږي ـ سر ئې د معشر مجاز په شان په دوو مصرعو مشتمل دے ـ زما په خيال دا د معشر مجاز ابتدائى شکل دے ـ کله چې معشر مجاز خپل پوره شکل اختيار کړے دے ـ دا چاربيتې بيا چا نۀ دى ليکلى ـ هم دغه وجه ده چې دا چاربېتې په عددى لحاظ ډېرې کمې دي ـ

مثال 1:

چا وې چې دوست محمد غازي سنبال شو په کابل کښې

بادشاه په قندهار زوګ ئې خيژى د لښکرو

کړه:

چا وې دوست محمد امير راؤوت ځى غزا له

فوجونه ورسره دى برے ورکړې ذوالجلاله

يوه ورځ محمد اکبر چې ورغے د سنګر خواله

دشمن ئې شرمنده په مخکښې تښتى ئې سنباله

ځان ټينګ دِ کړه اسلام کلمه ډال کړه په منګل کښې

چا وې چې دوست محمد غازى سنبال شو په کابل کښې

ؤ ئې که جنګريز لړاؤ ئې جوړ کړو د شترو

بادشاه په قندهار زوګ ئې خيژى د لښکرو

( احمد ګل ټيکرۍ هزاره، باغ و بهار صفحه 119)

مثال 2:

ديره بيلتون زما د خوږ زړګى قلا څخه دے

چې راوستلو له د يار زما رېبار څله ځي

  ما په رېبار وکۀ اعتبار ځکه مې ځاناونۀ ليد

  شيرين صورت مې د ګل رنګې يو زمان اونۀ ليد

  شينکے ئې خال مې الوول په زنخدان اونه ليد

  د کړېدو مې سريکار ژوند مې د ځان اونه ليد

  زړۀ مې بند شوے له هغې تورې بلا څخه دے

ديره بيلتون زما د خوږ زړګى قلا څخه دے

چې د سينې ئې بويونه د بلغار څه له ځى

  چې راوستو له مې په يار پسې ريبار څله ځى

( امانت مليار، باغ و بهار صفحه 158)

مثال 3:

نن دِ رنګا رنګ ګلونه قط کړۀ په وربل کښې

تور،سور،شين،زيړ سپين مخ دِ ګلزار دے

کړه:

تور دې لونګين تور دې رنګين په دوبي تور کړو نه

تورې دې زلفې تور اور بل په ورځو خور کړو نه

تورې دې ورځې تور چشمان په کجل تورکړو نه

تورې کمڅۍ تور پيوکے سينګار دې نور کړو نه

جوړ:

هسکه غاړه ګرځې د همزولو په غوبل کښې

نن دې رنګا رنګ ګلونه قط کړۀ په اوربل کښې

تور د تورو سترګو تور دې خال د سپين رخسار دے

تو ر، سور ، شين ، زيړ ، سپين مخ دې ګلزار دے

( خوستى ، باغ و بهار صفحه 92)

دا چاربېتې ټولې د مړو شاعرانو دي ـ د متاخرينو په دور کښې دا چاربېته ناپيد شى ـ

معشر مجاز:

دا د ډېرو پخو چاربيتو کور دے ـ د احمد دين طالب او د عبدالله استاد اکثر چاربېتې په دغه کور کښې دي ـ د چار بېتې سرپه دوو مصرعومشتمل وي ـ چې دواړه په ځان کښې هم قافيه نۀ وي ـ کړه ئي د مثمن په شان وي ـ د کړو انداز ئي د مثمن نه لږ جدا دے ـ د مثمن وومه(7) او اتمه(8) مصرعه پرله پسې وائيلے کېږي ـ او د معشر مجار وومې مصرعې پسې د سر اولنۍ مصرعه او د کړې اتمې مصرعې پسې د سر دوئيمه مصرعه تکرارېږي ـ لکه د مثنوي چاربېتې غوندې د چار بېتو ځنې کتابونه کښې ددې کور چاربېتو کړې د مثمن غوندې ليکلې شوي دي ـ چې غلطه طريقه ده ـ د چار بېتې نا خبره قاريئينو په ذهن کښې په غلط انداز کښې کېني ـ

مثال 1:

کله وه لا کله چې تا وې صبا به در شمه

ستا هغه صبا په کال و سر کښې نه راځي

کړه:

کله وه لا کله چې ما کړے له تا سوال

تا په سپينه خوله راته وئيل کوکۍ به در کړم

ماته دې صفت د حسن کړے وو دلال

د دلال په صفتونو دې بې حده کور و کر کړم

ستا په عا شقۍ کښې مې داؤ کړے سرو مال

تا لکه زخمي په تيغ د هجر قلم سر کړم

هله به منې چې لېونے په غرونو سر شمه

کله وه له کله چې تا وې صبا به در شمه

زه به له تر کومه کوم د خلقو متازي

ستا هغه صبا په کالو سر کښې نه راځي

(امد دين طالب )

مثال 2:

زما ستا ربط په شان له د طوطي او د خارو دے

حد کشمير په سردرو کښې به کوو دواړه سېلونه

کړه:

د کشمير په سر درو کښې به کؤو دواړه پرواز

باقي ژوند به تېراوو دواړه د عشق په خبرو

د چينار په دنګو ونو کښې به پورته کړو اواز

خوله به بيرته له چمنه کړو قمره په سندرو

نن صبا عامه ګلونه د باغونو دي خېراز

په لمن کښې د غرۀ خېژي اوازونه د تنزرو

لږېدلے پرې قطار چې سرا سر د فوارو دے

زما ستا ربط په شان له د طوطي او د خارو دے

تما شې د بنفشې پرې غواړېدلې دي شالونه

د کشمير په سردرو کښې به کؤو دواړه سېلونه

(عبدالله استاد)

مثال 3:

شاګرده اول نص د الهى پروردګار دے

استاذه بل حديث د محمد نبى حضرت دے

کړه:

شاګرده په جهان کښې جبرائيل نوم ئي ملک دے

استاذه خاص مقام ددۀ په ووم اسمان فلک دے

شاګرده ټول وجود ئي له حجر حديده کلک دے

استاذه سر تر پايه په وزرو باندې چک دے

شاګرده د رحمت ډنډه کښې ډوب لکه سمک دے

استاذه ما په دې خبره هم ويستلے شک دے

بې حده ښائسته د نمر په شان شغله انګار دے

شاګرده اول نص د الهى پروردګار دے

د باد په شان ته ګرځي په هوا باندې اوچت دے

استاذه بل حديث د محمد نبى حضرت دے

(ميا ګل دباجوړ باغ و بهار )

نوټ:

ما چې مجلېسيان څنګه ددې کور چار بېتې په مجلسو کښې وائي هغه شان مې و ليکله خو په کتاب کښې د مثمن غوندې ليک ده ـ دغه د غلط انداز ليک هم قارئين په شش و پنج کښې اچولي دي ـ او د چار بېتې بلها شے کورونه حسابه وي ـ

مثال 4:

شاهانه لباس دې جوړ کړو ښاپېرۍ راغلې

تا پسې مې لګېدلے په زړۀ داغ داغ دے

کړه:

شاهانه لباس دې جوړ کړو ماسپخين باندې

تور وربل دې الول په ورځو خور خور شو

دبدبه دې پورته لاړه په زمين باندې

ستا ليدو سره چاپېره رانه اور اور شو

شرمنده دې ګل اندامه کړه په چين باندې

ستاپه مينه کښې زړګې زما نسکور کور شو

ستا له غمه مې په مخ اوښکې نرۍ راغلې

شاهانه لباس دې جوړ کړو ښاپېرۍ راغلې

شيرين مخ دې ځلېدلے نن چراغ راغ دے

تا پسې مې لګېدلے په زړۀ داغ داغ دے

(عبدالله جان شاعر اوګۍ)

عبدالله جان شاعر دا د هوا ګلۍ کنډاؤ (اوګۍ) د سېد قبول اخون مشهورې چار بېتې په مصرعه باندې تضمين کړې دے ـ

نن دې وږم له سينو د منجرو راغے

کله ورک به کړي زما د زړګي غم غم غم

(سېد قبول اخون ، هوا ګلۍ کنډاؤ،اوګۍ)

په دغه کور کښې د عبدالله استاد چاربېته د خپل وخت مشهوره چاربېته وه ـ

لېلهٰ چې نوراني بشر ته وګوري په شش کښې

راځي پرې سيا دلي د خپلو سترګو نه بوږنېږي

د ريډيو پاکستان پېښور نه به د فضل ربي استاد په خوږ اواز کښې نشر کېده ـ

شين خال دې د ابرو لکه امام دے په محراب کښې

زلفان دې مقتديان دي پسې کړې اقتدا ده

(ملا احمد جان)
للله که يوسفي رخسار ښکاره کړې له نقابه

خوبان به د کنعان له تعجب کف تراشي که

( احمد دين طالب)

مستزاد چار بېتې:

ددې چاربېتو د بېت جوړښت لکه د مستزاد نظم په شان اولنۍ مصرعه اوږده او دوئمه لنډه وي ـ هم په دغه نسبت نوم ورله مستزاد خوښ کړلے شو ـ دا نوم په زاړه کښې په کتابونو کښې ځائي په ځائي موندې کېده ـ ددې چاربېتو اهنګ مثمن چار بېتو ته دومره نزدې دے چې خواجه رازق الله غوندې باريک خياله اديب شاعر د خپلې چار بېتې سر د مثمن چار بېتې کېخود او کړې پرې د مستزاد چار بېتې اوليکلې وګورئ "دچاربېتې ارتقاء " په باب کښې ځکه ماورته مرکب چار بېته وئيلي دي ـ

جو ړښت:

سر: د يوې ميعاري چار بېتې سر په څلورو مصرعو باندې مشتمل وي ـ اولنۍ اوږده دويئمه لنډه درئيمه اوږده څلورمه مصرعه لنډه وي ، او لنۍ مصرعه درئيمې سره هم قافيه وي اودوئمه څلورمې مصرعې سره هم قافيه وي ـ بعضو شاعرانو په نيم سري يعني يوې اوږده مصرعه او يوې لندې مصرعه هم ليکلې دي ـ خو د وائيلو په وخت کښې نيم سرے دوه ځله اړول راځي ـ

کړه:

کړه ئي په اتو مصرعو باندې مشتمل وي ـ اوله ، دريمه ، او پنځمه هم قافيه وي ـ دوئمه ، څلورمه او شپږمه په ځان کښې هم قافيه وي ـ وومه ئي د سر اولې او دريمې سره او اتمه دريمې او اتمه د سر دويمې او څلورمې مصرعې سره هم قافيه وي ـ

مثال 1:

د زاغ دواړه څانګونه دې ده مخه کړه چاپېره

جمال په شش کښې ګورې

تا بيا په نرمو شونډو دنداسه مخلې ډېره

لېلهٰ د خياله ښورې

څانګونه دې د مخ نه کړه چاپېره د غراب

شاه څۀ دې پرې مطلب دے

رڼا در ځنې خېژي اننګي دې سپين حباب

سرې شونډې دې عنب دي

چينجو مې زړه غلبيل کړو ترې کولے نۀ شم خواب

رنځونه ټول د رب دي

په تا شومه مئين غمونه شو رانه چاپېره

شاه سرۀ لمبه د اور ئې

مثال 2:

د سرو زرو امبېل دې په سينه کښې وهي تال

شغلې پکښې د نمر دي

جوتۍ دې بناتۍ دي بل په سر دې زرين شال

چړاؤ ور باندې زر دي

کړه: د سرو زرو امبېل دې په سينه کښې کوي خوند

ته لورې ئي د نواب

يو ځلې دې سپين مخ د رب د پاره کړه څرګند

ژوندون مې شو خراب

د هجر پرهرونه زما نه اخلي اوس پېوند

بهېږي ترې خوناب

ظالم ترې ٫٫نا مسلم ،، غوندې چاپېره کړلو دېوال

څوکۍ پرې مقرر دي

مثال 3:

جوړه کړه بهانه جينۍ رازه زمونږه کور ته

او مې منه سوال

غوښې دې زما د زړۀ نيول دي سور اور ته

او مې منه سوال

کړه: جوړه کړه بهانه چې څوک خبر نشي د حاله

ستا په انتظار يمه

زړۀ غواړي زما چې درته تېر کړمه احواله

ستا په انتظار يم

لږ به مې اګاه کړې د خپل دزړۀ د خياله

ستا په انتظار يم

نور ټنګېدې نه شم د ظالمې مېنې اور ته

اومې منه سوال

( اقبال خان، اوګۍ)

مثال 4:

سترګې ګلونه د انار

کاتۀ ي اثري

سترګې ګلونه د انار

کاته يي اثري

کړه: سترګې دې سرې ونيم خارو

مولا درکړے نور

ستا د پېزوان په کنارو

چا پېر ترې همه در

غور مې اوکړه دا دارو

شوم تا پسې رنځور

خبر مې واخله په تلوار

کوم درته زاري

( نورالدين اخون هار وبهار)

په دې مثالونو باندې چې مونږ غور اوکړو ، اولنې او دوئيم مثال بحر دے د اولې مصرعې 15 سېلابه او د دوئيمې مصرعې ووه سېلابه د دريم مثال بحر دے اولنۍ مصرعې 14 سېلابه او دوئمې مصرعې 4 سېلابه د څلورم مثال بحر دے نهه او شپږ ـ اوس که څوک د بحر په حساب د کورونو تقسيم غواړي نو صرف د مستزاد چاربېتو کورنه به څو کورونه جوړ شي ـ دا خو څلور مثالونه دي ، په دې کور کښې بې شماره چاربېتې موجود دي ـ

کړه بنده چار بېته :

په کتابونو کښې د چاربېتو د څلورو اقسامو نومونه پخوا موندې کېږي ـ ساده چار بېتې ، مستزاد چار بېتې ، زنځيرۍچار بېتې ، کړه بندې چار بېتې ـ دا چار بېتې چې اوس پرې ليکل غواړم ځنو سيمو کښې ورته زنځيرۍ چاربېتې وائي ، حالانکې دا صريحه غلطي ده ،د زنځيرۍ چار بېتې زنځير د هم قافيه الفاظو نه جوړېږي ـ دا ساده چاربېته ده د هم قافيه الفاظو استعمال د مصرعې تر مينځه موجود نه دے ـ فرق به ئې په راتلونکي صفحاتوکښې وا ضح شي ـ دا د پښتو د شاعرۍ خپل پېدا وار دے ـ ددې مشابهت د عربۍ او فار سۍ نظمونو سره په هيڅ ډول نشته دے ـ نورې چار بېتو کړې سر سره په يو مقام يا په دوه مقامه تړلے کېږي ـ او ددې قسمه چاربېتې کړه په درې مقامه سر سره تړلے کېږي، ځکه ورته په هزاره کښې کړه بنده وائي ـ او زه ورله هم دغه نوم تجويز کوم ـ

مثال 1:

د سرو شونډو د پاسه ـ پېزوان دې پلوشې که

قطار دې د جبين د پاسه ايښي سرۀ موران

ګونګرو دې که سوران

کړه:

د سرو شونډو درش ، زه غواړم پيشکش

ديدن دې کوم تش

زه مرمه ساه مې خېژي زړه مې غوڅ شو بې الماسه

د سرو شونډو د پاسه

مقام اول: چې چاربېتې کړه سر سره وتړلې شوه ـ

زه مرمه بد مې حال ستا کله په ما خيال

زړګے زما حلال

بل دور دې غږېږي ټول عالم دې تماشې که

پېزوان دې پلوشې که

مقام دويم : چې چاربېتې کړه سر سره وتړلې شوه ـ

عالم دې که صفت ، په کور او محلت

خاونده ستا عزت

له ما نه دې چاپېره کړۀ تا ؤنه د نېران

ګنګرو دي که سوران
( نوره دين اخون )

مقام دريم : چې چاربېتې کړه سرسره وتړلې شوه ـ په دې مثال کښې هغه درې واړه مقامات ښودلے شوي دې ـ چې د کړه بندې چاربېتې کړه سر سره تړلےکېږي ـ

مثال 2:

مڼې د ثمر قند ، ستا سره اننګي دواړه

خونکارې وهي لارې ستا خمارې سترګې سرې

عجب حسن لرې

کړه:

مڼې دې کوکې سپينې ، خوش رنګه ګل رنګينې

د قندو نه شيرېنې چې اګاه دې شوم په خوند

مڼې د ثمر قند

خوندونه لري زيات ، ستا لالې لبې شات

راوړي رنګ د نبات ده بلوري غندل دې غاړه

ستا سرۀ اننګي دواړه

غړۍ دې بلوري ، شيشه د عطاري

بندي ځکه عمري شوم ستا د زلفو په پنجرې

عجب حسن لرې

(ديوان احمد دين طالب تاليف حافظ شمس الر حمان)

مثال 3:

مرمه بې له تا نه ، ګډ د ځان په وير

يه محبوبې ستا په محبت کښې مې طاعون شه حال مې د مجنون شه

کړه:

مرم ستا په يارۍ کښې ، پروت يمه خوارۍ کښې ساه مې په مرۍ کښې

اوس د ژوندانه طمعه مې قطعه شوه له ځانه

مرمه بې له تا نه

اوس مې ځکندن دے ، روح مې په رفتن دے

پاتې دا وطن دے

ستا د بڼو غشي مې خخ شوي په ضمير دے

ګډ د ځان په وير دے

ستا د در غلام يمه ، تا ته په سلام يمه

نښتے دې په دام يمه

خود به هلاک شم چې مې خوراک د ځيګر خون شو

حال مې د مجنون شو

(صا حبزاده غلام قا در  باغ و بهار )

مثال 4:

سرې سترګې جادو ګرې ، سپين مخ دې کمالي

د ورځو په پېوند دې شنه وهلي دي خالونه

سرې شونډې دې جامونه

کړه:

سرې سترګې دې خمارې ، ښائسته دي مزېدارې

کا واکه نشې دارې

د خولې نه دې توېږي په خندا کښې ملغلرې

سرې ستر ګې جادو ګرې

خندا کښې دې نغمې ، د حسن مجسمې

راځي درنه وږمې

اوربل کښې دې کرلې معلومېږي کشمالي

سپين مخ دې کمالي

اور بل نه جوړئ چتر ، په زلفو لګئ عطر

سا تې ئي په ښه وتر

ديدن دې ارزومند پرې پېکرې دي ډېر زړونه

سرې شونډې دې جامونه

( اقبال خان اوګۍ)

د چار بېتې ارتقاء

څوک هم په وثوق سره د نشي وئيلې چې اوله چاربېته چا ليکلې ده ـ اؤ کله ليکلې شوې ده ـ خو دکتابي شهادتونو مطابق اولنۍ چار بېته تائيمني ليکلې ده ـ تا ئيمني د کاکړ نيکۀ ځوے ؤ او ژوب نه ئې کډه غور ته کړې وه او هلته ميشتة وو او چاربېته ئې د غياث الدين غوري د مړانې او تورې د خرپ په ستايينه کښې وئيلې ده ـ چاربېته دا ده ـ

سر: نن زۀ غږېږم په صفت د سلطان

چې دې بادار غازي ملک د جهان

کړه 1 د فېروز کوه او غور رڼا له دۀ ده

هم د تېرو تورو بريخنا له دۀ ده

چې توره وکاږي چړتون کړي خالي

عليم ئې کله کړي په توره سيالي

غياث الدين د غور زمرے عاليشان

د اسلام دين د دۀ په توره روښان

کړه 2: ما ددې ٫٫اور،، په زمکه وليد ارم

دا د جنتپه څېر وو بڼ ښه خورم

د فېروز کوه په رود ودانه دنيا

ښکلے هر ګل څۀ ښه ودانه دنيا

دلته کړونګي دي غږونه کوي

اوبه بهېږي سرودونه کوي

هر سړے ګوري چې ولاړ وي حېران

کړي نندارې د خدا وند د بوستان

کړه نمبر3:

غياث الدين د جهان غر دے د نا

عالم له ده ډېر بهرور دے نا

هند ئې روښانه په اسلام کړو نا

تل دې برے وي د غازي په مېدان

زه تا يمني ستائينه کړم د سلطان

پدې چاربېته د ځنو پوهانو شکوک دي چې دا چاربېته نه ده مثنوي ده ـ چاربېته او مثنوي واضح فرق لري ـ مثنوي د شاعرۍ هغه صنف دے چې شاعران پکښې اکثر داستان بيانوي خو دا دي دا مقصد هم نه دے چې په مثنوي کښې په نورو خيالاتو بيانولو باندې پا بندي ده ـ خو ددې مقدار په اوړو کښې د مالګې دے ـ په فار سۍ ژبه کښې د مولانا روم ٫٫مثنوي معنوي،، د فردوسي ٫٫شاهنا مه اسلام،، په اردو کښې د مير امن دهلوي ٫٫باغ وبهار،، د شنکر ديال شرما ٫٫ ګلزار نسيم،، مشهورې مثنويانې دي ـ ملا نعمت الله، او احمد جان د فارسۍ ژبې نه ډېر داستانونه په مثنوي کښې پښتو ژبې ته اړولي دي ـ خو دا د ادب عاليه مثالونه دي ـ زه د اولسي ادب يو مثال پېښ کوم، د يوسف خان شېربانو چې علي حېدر جوشي ليکلې ده، په مثنوي کښې ده ـ

يوه قصه درته کوم د ګل په رنګ

چې دې لرې کړي د خوږ زړګي نه زنګ

د اکبر په زمانه کښې زما لاله

يو عاشق ؤ خبروم دې له احواله

کورئې ؤ د تولاندۍ کلي نه بره

دغه ځوان به ښکارېده د غرۀ له سره

يو دوه سپي وه ساتلي مزې دار

د ګنګرو به ؤ په غاړه شړنهار

يوه ورځو کښې يو ورځ سحر وختي

وو په ښکا ر پسې وتلے هغه طوطي

مثنوي نه سر لري نه کړه او نه شاعر له د کړې په اخر کښې د سر په شان قافيه کښې سر ته راجع کېدل پرېوځي ـ د تا ئيمني چاربېته سر لري او کړې په اخر کښې د سر په شان قافيه کښې سر ته راجع کېږي ـ ځکه دا چاربېته ده ـ ددې چاربېتې جوړښت د مولا عبدالمنان د وباء د چاربېتې او عبدالواحد ټېکه دار د مشهورې چاربېتې ـ

فوځونه راغله په قصور باندې ۔د ډاکه مارو په دستور باندې

چودهري صلاح کوي د خوره۔ اوبۀ به څښکمه د لاهوره سره

خو د تائيمني د چار بېتې اډاڼه په نيم سري باندې ده ـ او د کړې په سر سره به تړلو کښې لږ توپير دے ـ ولې په 650هـ کښې او 1432هـ کښې خو په دومره فرق وي ـ خو دا دومره توپير هم نه دے چې چار بېته پرې د چار بېتو دډلې نه اوځي ـ

د چار بېتې اولنے بند : درې بېته يعني شبږ مصرعې دے ـ

دويم بند : څلور بېته يعني اتۀ مصرعې دے ـ

دريم بند : څلور بېته دے ـ

زما په خيال اولني بند کښې يؤ بېت ورک دے ـ شاعر به پوره وئيلے وي ـ وئيلو واله يا د کاتب نه پاتې شوے دے ـ په دوئيم بند کښې ٫٫ما ددې اور په زمکه وليد ارم،، دا لفظ اور نه ماته غور ښکاري ـ نن صبا شاعران د دغه قسمه چاربېتو سرونه په څلورو مصرعو يعني دوو بېتونو کښې تړي ـ د کړې اخرني بېت نه وړومبے بېت به د سر اولني بېت سره او ورستونے بېت به د سر دوئيم بېت سره به هم قافيه وي ـ

دويمه چاربېته :

دويمه چاربېته د اکبر زمينداوري ده ـ ( پښتانه شعراء)

سر: زۀ چې په مينه معشوقو د بنګړو شړنګ لر ه ځم

زۀ د هجران د بېلتانۀ د تورو جنګ لره ځم

کړه : زۀ اپوټه يم په هجران سره قرار نه لرم

هجر مې اوږد شو د وصال د اميد کا ر نۀ لرم

بېلتون په خوله راکړے څپړې زۀ لا عار نه لرم

وايم د معشوق په سينه پروت زۀ تور لونګ لره ځم

زۀ د هجران د بېلتانۀ د تورو جنګ لره ځم

چار بېته د چار بېتې ټول شرائط پوره کوي ـ د چار بېتې سر موجود دے ـ کړه ئې په څلورو مصرعو باندې مشتمله ده ـ او څلورمه مصرعه سر ته راجع کېږي ـ خو اکبر د غزل شاعر دے ـ په چاربېته کښې هغه شان چستي او تندي نيشته کوم چې د چاربېتې خاصه ده ـ د کړې دويمه مصرعه ئې سکته لري خو په 750هـ کښې دغه شان شاعري متوقع ده ـ په ټولې چاربېته کښې د زۀ زۀ تکرار ډېر زيات دے کوم چې د چار بېتې په حسن کښې نقصان پېدا کوي ـ

دريمه چاربېته : (هار و بهار )

دريمه زاړۀ چاربېته د حميد ګل ده ـ د حميد ګل په حقله ډار مسټېټر ليکي چې دے د پېښور سره نزدې د پلوسې اوسېدونکے وو ـ او رحمان بابا خورئې دے ـ خورئې خو د ماما نه 20 ، 25 کالو پورې وړوکے کېدے شي ـ نو داسې ګمان دے دۀ به د رحمان بابا دور په سترګو ليدلے وي ـ حميد ګل چاربېته لکه د رحمان بابا د غزل ساده روانه او تشبيهاتو نه ډکه ده ـ او که چرته حميد ګل په غزل کښې طبع ازمائي کړې وي نو ښۀ غزل ګو به هم وي خو مونږ ته ئي دغه يوۀ چاربېته رسېدلې ده ـ

سر: يا ټيک ستا په جبين دے يا سترګه د صبا ده

يا جام د چين ماچين دے يا ښکلې خوله زېبا ده

کړه:

يا عطر د ګلابو يا ستا د مخ خولې دي

يا توره د پولادو يا سترګې د لېلې دي

يا کېف دےد شرابو يا بنګ د بنګالې دي

يا هجر سخت ترين دے يا تبه يا وباء ده

اخرنۍ کړه:

يا باغ د ښکلو ګلو يا ستا ښکلے کاکل دے

يا تېغ دغوسولو يا ستا خوني چارګل دے

اواز دې د بلبلو يا زړۀ د حميد ګل دے

يا دا مار غه زرين دے يا هغه محبوبا ده

څلورمه زړۀ چار بېته :

سر: مالياره شه بېدار ګلشن دې تاله کېږي

زاغان لکه طوطيان خوري د سرو شونډو چوارې

پراته په خراسان

بند: کارونه د اورنګ همه واړه بد رنګ

نا حق غواړي قلنګ

پښتون يم په اجداد باندې لرم تورې تېرې

مئين نه يم په ځان

کسر:

يو لس سره په شمار کۀ دوه کم اتيا پرې بار کۀ

فدا ځان دې تيار کۀ

عصا دې لاس کښې رپي سوچ کوه د هدېرې

فاني دې د جهان

د چاربېتې زمانه شاعر پخپله په کسر کښې ښودلې ده 1178هـ چې ترې 1745ء جوړېږي ـ ښاغلے همايون همدرد په خپلې يوۀ نا چاپه مقاله کښې د فريد ګل فريد نه راويت کوي چې فدا ګل عرف پېډيا بابا په صوابۍ کښې پېدا شوے وو ـ او بيا د هزارې لالو ګلۍ کښې اوسېدۀ ـ د شاعر د الفاظو نه معلومېږي چې شاعر په ادب مکمل ګرفت لرۀ ـ او خپل چاپېر يال باندې ئې ښۀ نظر دے د اورنګ زېب عالمګير پښتون دښمني ورته عيانه ده ـ خو د چاربېتې خپل په ځان باندې دومره ترقي نه وه کړې چې شاعر نن صبا دا چاربېتېه څنګه ليکلے کېږي ـ هغه شان ليکلے وے ۔ دا کړه بنده چاربيته ده او سر سره درې ځله ګنډلے کيږى ، يعنى درې جزونه لري او د بابا چاربېته يو جزدے ـ د اوسني دور چاربېتې مثال ذېل دے

سر: باڼه دې تېرۀ غشي ـ ابرو لکه کمان

اننګ دې سرۀ انار دي د کابل او قندهار

سينه لرې ګل زار

کړه: باڼه دې لکه تير خخيږي په ضمير

عجب لري تاثير

دشرمه دې جبين ته سړے نېغ کتلے نه شی

بانۂ دې تېرۂ غشی

جبين دې چمکدار ښائسته دے مزېدار

سرو ټيک دې پرې انګار

ځليږي لکه ستورې خاص په مينځ کښې د اسمان

ابرو لري کمان

ځلېږي لکه نمر شرمېږي ترې قمر

برېښېږي ترې نظر

پېزوان دې په سرو شونډو د سرو زرو شغله دار

سينه لرې ګلزار

(اقبال خان اوګۍ)

يوه کړه هيله تامه شوه ـ د با با چاربېته د چاربېتو په لړۍ کښې شمار ده خو مکمل چاربېته نه ده نيمګړتيا لري ـ

پنځمه چار بېته :

پنځمه چاربېته د خواجه رازق الله ده ـ د خواجه رازق الله تعلق د افغانستان سره دے ـ د غزل شاعر دے ولې په چاربېته کښې يې هم طبع ازمائي کړې ده ښه غزل ګو دے ، ولې د چاربېتې صنف د خواجه رازق لله په وخت کښې ماشوم وو ـ هم دغه وجه ده چې چاربېته ئې د غزل د ميعار نه ده ـ د خواجه رازق لله د زېږېدنې نېټه 1159هـ ده د خواجه رازق الله چاربېته چې مونږ ته رسېدلې ده يوه مرکب چاربېته ده سر ئې د مثمن چاربېتې دے او کړه وړه ئې د مستزادچاربېتې دي ـ په مثمن چار بېته او مستزادچاربېته باندې د چاربېتې دکورونوپه باب کښې بحث شوے دے ـ خو له دې نه څرګندېږي چې دواړه کورونه په اولس کښې هغه وخت يعني په 1159هـ کښې متعارف وو ـ

اوربل دې نيمه شپه شوله قراره

په مينځ کښې نرۍ کرښه د کذاب

ستا مخ صبح صادق شو صبا ياره

درنګ ساعت له به راوخېژي افتاب

د کسر کړه:

خواجه رازق ﷲ وائي چې ياري شي په نرمۍ

دا کار نه دے چل ول دے

په نرمه ژبه نوش کړه سره لبان د لېونۍ

کۀ دې له دې اټکل دے

ياري وه د فرهاد په مصلحت د شيرنۍ

د درخو د زلفو ول دے

ادم ئې لېونے کړو ځکه ګرځي نا قراره

نه ئې خوب شته نه ئې خواب

د خواجه رازق الله د يوې بلې چاربېتې سر محترمې غوټۍ خاورې په ص 151 خپل کتاب ٫٫د پښتو شفاهي ادبيات،،د عشقي اولسي ادبيات په ضمن کښې ذکر کړے دے سر دا دے ـ

بيګا به د رېبار سره ورځم ننواتې

اشنا دې مراور زما

ناغه به ورکوم سره اننګي شونډې نباتې

پخلا که شي دلبر زما

تر اتلسمې پېړۍ پورې مونږ څخه پنځه چاربېتې او يو سر دے ـ شاعران ئې ټول ادبې شاعران دي ـ ولې بيا هم د چاربېتې د ميعاري چاربېتو په څېر نه دي ـ ډېرې خامۍ پکښې په نظر راځي ـ وجه ئې صفا ظاهره ده چې اتلسمې پېړۍ پورې د چاربېتې صنف دومره ترقي نه وه کړې ـ خو دغه کمزورې چاربېتې د شاهکار چاربېتو سنګ ميل دے ـ خوددې دا مطلب هم نه دے چې د اتلسمې پېړۍ نه مخکښې په اولس کښې چاربېته نۀ وه ـ خو هغه چاربېتې د هغه شاعرانو او خلقو په سينو کښې په توروخاورو کښې خخې شوې ـ په اتلسمې پېړۍ کښې يوه لويه ډله د شاعرانو او د هغوې چاربېتې د جمز ډار مسټېټر په زيار په قرطاس ابيض باندې محفوظه پاتې شي ـ کوم شاعران د 1886ء نه مخکښې مړه دي هغوې ته ډار مسټېټر مړ ليکل دي ـ ولې په نورو کښې هم د چا تاريخ پېدائش يا عمر څۀ تعين نشته ـ اولنې چاربېته مونږ څخه د تائيمني ده ـ په چاربېته باندي وړاندې په تفصيل سره بحث شوے دے ـ دې پسې په دغه رنګ کښې دويمه زاړه چاربېته د ډکي د غذا چار بېته ده ـ چې د افغانستان د لال پورۍ شريف شاعر وئيلے ده ـ

له هندوستانه کاغذونه راغلۀ

امير صاحب له فريادونه راغلۀ

نن مې جګړه ده له کفاره سره

بېتلتون مې نه پرېدي له ياره سره

يوه بله زاړه چاربېته ده ـ چې مشتاق مجروح په خپل کتاب زرکاڼے کښې د چار بېتې شپږم قسم د لاندې ليکلې ده ـ مجروح ورته شپږم قسم وائي حالانکې دا اولنے قسم دے ـ

سر: کارونه ګوره د خاوند

نور به ئې نه ؤ په دنيا ژوند وخت د زوال وو پرې خزان ولګېده

د سوړېزو لاندې ملتان ولګېده

کړه: کارونه ګوره د سبحان

شو ننګرهار نه را روان

مزل ئې کولو په تلوار

ملتان د ډلې ؤ سردار

مخکښې به تلو لکه د شېر

ملګري وو ورسره ډېر

داړې به کولې دوې مدام

چرې ګېر شوي نۀ ؤ په دام

د تورې غږ ئي په هندوستان ولګېد

د سوړېزو لاندې ملتان ولګېد

اوس که دې چار بېتې ته مونږ وګورود يوې معياري چاربېتې په څېر ئې کړه ، سر سره تړلې شوې نه ده ـ د چار بېتې کړه به دوه ځله د سر سره يو ځل ٫٫نور په دنيا ژوند ،، او بل ځل به د سوړېزو لاندې ملتان ولګېده ، تړلې کېده ولې شاعر په يو مقام د سوړېزو لاندې ملتان ولګېده باندې د سر سره تړلې ده ـ دې پسې څلورمه زاړه چاربېته د قاضي ګل ده ـ چې د خپل ځوي په مړينه ئې ليکلے ده ـ

سر: طوطي له مانه مراور ځي

کړےئې نيت دے په سفر ځي

بيا به رانه شي سر دوباره

اوسوم په اور غني ستاره

کړه: بيا به رانشي په شي په سوګند

اوبه ئې نۀ وينم په ژوند

هغه ښائسته ګل د نمېره

خپل خپلان ترېنه چاپېره

هغه ښائسته ګل د ګلابه

مولا کړو لاندې له ترابه

په مخ مې اوښکې لر وبرځي

طوطي له مانه مراور ځي

  • په مخ مې اوښکې ځي سيندونه

په زړه مې جوړ شو پرهرونه

بيلتانۀ راکړو سخت ګزاره

وسوم په اور غني ستاره

اوس که د چاربېتې د کړې د سر تړلو ته وګورو چې کوم بېت ته د ستوري نخښه شوې ده ـ هغه ئې زياته وئيلے دے ـ چې کله به هم چاربېته سندر غاړے وائي ـ د دچار بېتې تسلسل او ردم به شلېږي ـ د قاضي ګل بله چار بېته په دغه کور کښې ده ـ

سر صنم د بام په سر ولاړه

ښه صراحي غندل ئې غاړه

ما ئي ليدلے سپين رخسار دے

زړګے مې ځکه نا قرار دے

کړه: ما ئي ليدلے سپين اننګه

پرې پهرېدار دې له فېرنګه

تورې ئې زلفې پور په پوره

مخ ئې شغلے کوي له نوره

مخ ئې شغلے که له افتابه

زړګے مې ځکه شو کبابه

تاله درځم ظالم دې پلار دے

زړګے مې ځکه نا قرار دے

( مشکل کشائے طالبان )

ددې چار بېتې کړه هم د يو ميعاري چاربېتې په څېر نه ده تړلې شوې کوم نقص چې د ملتان په چاربېته کښې دے هغه دلته هم دے ـ د قاضي ګل٫٫ مشکل کشائےطالبان،، په 1937ء کښې چاپ دے او د چار بېتې اولنے چاپ کتاب دے ـ د چاربېتو نه ئې داسې برېښي چې دا قسمه چاربېتې تر قاضي ګله متشکل شوې نۀ وې ـ قاضي ګل پسې زاړه چاربېته د مولا عبدالمنان ده ـ مولا عبدالمنان د سمېلا سره نزدې د نظر بانډې اوسيدونکے ؤـ مولا صېب په وباء باندې چاربېته ليکلې وه ـ چاربېته په وؤ کړو باندې مشتمله ده خو د چاربېتې کړې ډېرې زياتې درنې دي ـ او د څوارلس سوو کلو ذکر پکښې موجود دے ـ د چاربېتې سر دے ـ

دا به رضا د پاک اکبر وه

مياشت د کتک کښې مقرر وه

زور د وبا په کل جهان شو

داد قيامت ښکاره نشان شو

چونکې په دغه کور کښې په کړو کښې د مصرعو تعداد متعين نۀ دے ـ دغه قسم يا کور خپل عروج ته هله ورسېدو چې عبدالواحد ټېکه دار د 1965ء په جنګ باندې چې دا چار بېته وليکله ـ

فوجونه راغلل په قصور باندې

د ډاکه مارو په دستور باندې

چودهري صلاح کوي له خوره سره

اوبه به څښکمه د لاهوره سره

دد ې په شان ګڼې چاربېتې ووئيلې شوې لکه ـ

ورېږي بم لکه باران پکښې

ګرځي غازيان افسر زمان پکښې

مينه پتنګ لري د ناره سره

خيژي لمبې د شاليماره سره

دويمه چاربېته د اکبر زمينداوري ده چې په 780هـ کښې ليکلې شوې ده ـ له دې نه چې مونږ ته کوم رنګ په لاس راځي هغه د تائيمني د چار بېتې نه مختلف دے ـ اکبر پسې په دغه رنګ کښې د حميد ګل چاربېته ده ـ حميد ګل د رحمان بابا خورئې ؤ ـ د پېښور سره نزدې د پلوسۍ کلي اوسېدونکے وو ـ په چاربېته کښې ئي د غزل غوندې خواږه پاسته الفاظ استعمال دي ـ کېدے شي د رحمان بابا صحبت او مورثي اثر ورباندې موجود وي د چاربېتې سر او دوۀ کړې په صفحه 70 باندې ليک دي ـ

په دغه رنګ کښې دريمه زاړۀ چاربېته د مويزي بونيري ده ـ چې په نوښار باندې د يوسفزو او سکهانو ترمينځه چې په 1833ء کښې معرکه شوې وه ليک ده ـ

سر: قاصد د بادشاه راغے يوسفزے ولړزېدۀ

په نيت د غذا لاړ شهٔ په نوښار ورژېده

کړه : قاصد د بادشاه راغے را لېږے عظيم خان

د اوله ئې جرګه کړه ملايان او ملکان

دارو ګولۍ په ما دي درکوم به خرچ تاوان

الفاظ ئې خوږ شکر ؤ په هر چا ولېګده

اخري کړه

صفت د يوسفزو کوم چې قتل ئې کړو ځان

په مخکښې ئې تمام شو پير ملا او صاحبزاد ګان

دوزخ کښې به کفار وي په جنت کښې مومنان

هر بېت د مويزي لکه مرجان بيعه کېده

په اتلسمې پېړۍ کښې اکثر چاربېتې په دغه رنګ کښې وئيلې کېدې ـ نوره دين اخون د اتلسمې پېړۍ سر خېل شاعر دے ـ ژبه ئې ساده روانه او خوږه ده ـ د چاربېتې اکثر رنګونو کښې ئې طبع ازمائي کړې ده ـ اکثر چار بېتې ئي په اولس او مجلسونو کښې مشهورې دي ـ نوره دين اخون په لرې او برې پښتون خوا دواړو کښې مشهور ؤ ـ چې اظهار ئې په خپلې يوه چاربېته کښې هم کړے دے ـ

په پېښور په ننګرهار

د ب د باؤ د بټياري

د نوره دين چاربېته ده ـ

سر: روان شو يار محمد سيد اوباسي له پنجتاره

سيد له برې ورکړه الهي پروردګاره

کړه: راغے امير خان سرداره دربه کړمه زر

له ما سره روان شه يوسفز و ته برابر

سيد رانه ملک واخست راله وګټه دوتر

زر پاسه روانېږه سستي مه کوه سرداره

نوره دين اخون او محمد دين تيلي هم عصر شاعران وو ـ خو کله چې د نوره دين پيري وه ، د محمد دين تيلي ځواني وه ـ د محمد دين تيلي دې چاربېتې ته وګورو ـ

سر: څوک به پېدا نه شي د فر هاد او شيرنۍ په شان

يو ځائې به څوک نه شي د ادم او درخانۍ په شان

کړه: يو ځائې به څوک نه شي لکه وو عاشق فرهاد

تل به ئي کولو په اشنا پسې فرياد

وې کړ ه خواري ځکه حاصل ئي شو مراد

کړې به ئي خبرې د طوطا او خارونۍ په شان

په چاربېته کښې د قافيي سر د رديف استعمال هم شروع شي ـ دا بله چاربېته چې رېډيو پاکستان پېښور نه به د فضل ربي استاد په اواز کښې نشر کېده ـ

سر: خېر به کله ورکوې په هر زمان ژاړي ژاړي

دروازه کښې ستا د ملکو فقيران ژاړي ژاړي

کړه: خېر به کله ورکوې صنمې حال وايه وايه

زه دې هم په طمعه ناست يمه د کال وايه وايه

ما غريب به کله موړ کړې په وصال وايه وايه

زړۀ مې وتے له کالبوته بنديوان ژاړي ژاړي

په دغه دور کښې په دغه قسما چاربېتو کښې د رديف استعمال په ډېر خوندناک ډول کېدۀ ـ

تورې زلفې دې په مخ باندې وهي ټال ځي راځي

په جلب کښې د عاشق زړګے سمبال ځي راځي

په دريم رنګ کښې د ټولو نه زړۀ چاربېته د فدا ګل عرف پېډ يا بابا ده ـ چې په صوابۍ کښې پېدا وو او لالو ګلۍ هزاره کښې اوسېدۀ ـ ددۀ د چاربېتې سر او دوه کړې په صفحه 71 باندې ليک دي ـ چاربېته په کال 1765 ء کښې ليکلے شوے ده ـ د فدا ګل د چاربېتې په رنګ کښې بله زاړه چاربېته مونږ ته په هار وبهار کښ موندې کېږي ـ په چار بېته کښې د انګرېز په کابل باندې فوج کشۍ او کينو ناري د مرګ واقعه قلم بند ده ـ شاعر ئې معلوم نه دے ـ ډار مسټېټر ورته جلال ابادي شاعر ليکلي دي ـ چاربېته ده ـ

قادره ذوالجلاله بې شرکه بې مثاله

ايمان مې خطا نه کړې فېرنګ ورک کړې له کابله

زاري مې نشته بله

(هار و بهار )

چار بېته چې کوم ددې رنګ لوازمات دي هغه شان نۀ ده او په فني لحاظ ناقصه ده ـ شاعر سر ته هډو رجوع نه کوي ـ په مخه روان دے ـ ولې په دغه دور کښې د پاياب چاربېته چې د پکلۍ اوسېدونکے وو ډېره غوره ده ـ اونن صبا چې چار بېته څنګه وئيلے کېږي هيڅ کمے پکښې نشته ـ ددې نه دا سرګندېږي چې د چاربېتې ابتدا په افغانستان کښې شوې ده ، ولې ارتقاء ئې په لرې پښتون خوا کښې موندې ده ـ چاربېته ده ـ

فېرنګ لاړ شه په قهر اختيار کوې د جنګ

فوجونه ئې کړه جمع په کابل کښې شۀ حيصار

خاوند که تار په تار

( هار و بهار )

په دې دورکښې د نوره دين اخون دا چار بېته زما د وېنا تصديق کوي ـ

د سرشونډو د پاسه پېزوان دې پلوشې که

قطار دې د جبين د پاسه ايښي دي موران

ګونګرو دې کا سوران

کړه: د سرو شونډو درش زه غواړمه پېشکش

ديدن دې کوم تش

زه مرمه ساه مې خېژي زړۀ مې غوڅ دے په الماسه

د سرو شونډو د پاسه

زۀ مرمه بد مې حال ستا کله په ما خيال

زړګے زما حلال

بل دور دې غږېږي ټول عالم دې تماشې کا

پېزوان دې پلوشې کا

عالم دې کړي صفت په کور او په محلت

خاونده ستا عزت

له مانه دې چاپېره کړۀ تاؤونه د نېران

ګونګرو دې کا سوران

(باغ و بهار)

بيا د نور محمد نوښاري ، علي حېدر جوشي، عبدالواحد ټېکه دار او جمشېد په دور کښې دې نوره ترقي اوکړه او ډېرې ښکلې ښکلې چاربېتې تر مينځه راغلې ـ د علي حېدر جوشي چاربېته ده ـ

سر:- ښکلے شال په سر زما ، ښکلي پرې ګلونه دي

ښکلے ښکلے خلق مې په ديدن پسې نسکور دے

ښکلے ټنګ ټکور دے

کړه: ښکلے شال زرين لرم ،ښکلے سپين جبين لرم

ښکلے يو پېزوان دے په سروشونډومقرر زما

ښکلے شال په سر زما

ښکلې زه بوسه ساتم ، ښکلې دنداسه ساتم

ښکلے د مزې مې دواړ ه سرې شونډې لالونه دي

ښکلي پرې ګلونه دي

ښکلې يم باور وکړه ، ښکلې يم نظر وکړه

ښکلے مې اوربل دے الوول په ورځو خور دے

ښکلے ټنګ ټکور دے

اوس چې ددې څلور دورونو په چاربېتو نظر واچولے شي ـ نو فرق صفا ښکاره دے چې د علي حېدر جوشي په وخت کښې دغه رنګ اؤ په اجتماعي ډول باندې چاربېتې څومره ارتقاءکړې ده ـ

څلورمه زاړه چار بېته د خواجه رازق الله ده ـ د خواجه رازق الله د زېږېدنې نېټه 1159هـ ده ـ دا چا ربېته يو مرکب چاربېته ده ـ سر ئې د يو رنګ او کړه ئې د بل قسم ده چاربېته په صفحه 73 باندې کتے شئ ـ خو له دې مونږ ته دوه رنګه حاصلېږي ـ اول ئې چې د سر نه کوم قسم زمونږ په لاس راځي د هغې په ارتقاء باندې خبره کوو ـ خوله دې دا خبره هم په ګوته کېږي چې د خواجه رازق الله په دور کښې دا دواړه رنګا چاربېتې په اولس کښې موجود وې ـ د خواجه رازق الله نه ورستو دويمه چاربېته د نورالدين اخون ده ـ

سر: سره موران دې په مخ ځانګي بې حسابه

خوشبوئي درځنې خيژي د کافورو

مولايان دا روايت کۀ له کتابه

چې دا هسې اوربلونه وي د خورو

کړه: په جبين کښې دې رڼا شوه د مورانو

بېلتانۀ راباندې واړول قرضونه

اور دې بل کړو په وزرو د حوارانو

هيڅ څوک نه اوري د خوار سړي عرضونه

راشه واچوه لاسونه په يارانو

چې ئي روغ شي د خيراز زړګي درزونه

د پالنګ د پاسه ناسته ده نوابه

اننګي ئي صدفونه دي د درو

اوس د احمد دين طالب چاربېته چې د نوره دين نه ورستے دور دے ـ

سر: د غم عمر دے تېرېږي بې له ياره

يقين نه دے چې مې اوچ د سترګو نم شي

د مرض احوال مې اووايه رېباره

که زما جانان زما سره همدم شي

کړه: د غم عمر مې تر تېره صدۍ تېر کړو

لا د پاسه پرې سوا اوويشت کلونه

بېلتانۀ معاش زما زهر ګنډېر کړو

دا تلخي مې نه د خولې ځي نه تالو نه

که هر څومې صبرجال له زړۀ چاپېر کړو ٰ

رانه غواړي لېلٰى ستا زلفې ولونه

په هېڅ رنګ به دې لاړ نه شم له درباره

کۀ مې سر د عاشقۍ په تېغ قلم شي

اوس دا د اوسني دور چاربېته ـ

سر: سپينې لېچې دې صفا سنګ مرمر دي

خوند پرې ډېر کوې د سرو زرو بؤګان

په اوربل کښې دې ګلونه د صدبر دي

تورې زلفې دې خوړل کوي ماران

کړه: تورې زلفې دې په مخ باندې خورې دي

لکه ګورې شي وريځې په قمر

په بشر کښې دې ښکاره د نور ذرې دي

نېغ کتلې درته نه شم برابر

د پېزوان څوکې تېرې لکه ارې دي

خخې کړې دې زما دي په ځيګر

په حفت دې قد سروه صنوبر دي

د مخ ګل ته دې هوس کړي بوراګان

( اقبال خان، اوګۍ)

دغه قسم نورې چاربېتې چې ئي بحر لږ دې قسم نه مختلف دے ـ او خلق ئي بل قسم بولي ـ حالانکې د بحر په زياتي کمي باندې په قسم اثرنه پرېوځي ـ د قسم بدلېدو د پاره ضروري شې جوړښت دے ـ مثال ئي غزل دے ـ د غزل ګڼ تعداد کښې بحرونه دي ولې جوړښت ئي يو دے ـ نو د ټولو بحرونو غزلې په يو غزل يادېږي ـ په دې باندې د کورنو په مد کښې بحث شوے دے ـ

سر: تا د اوربل په کنارو باندې

ايښي ګلونه څنګ په څنګ دي کنه

زړګے مې غوڅ شو کټارو باندې

جامې مې ستا په تهمت رنګ دي کنه

کړه: ته د اوربل نه جوړئ چتر

راځي د عطرو ترې دماغ

په داسې ميچ ورکوي وتر

لکه مالي چې ساتي باغ

سپينه کوکۍ ساتې په ستر

چرته جوټه ئي نه کړې زاغ

درته ولاړ يم په زارو باندې

څښکلي مې ستا د بنګ دي کنه

( اقبال خان اوګۍ)

ما د خواجه رازق الله چاربېتې ته مرکب چار بېته وئيلې وه ـ او دا خبره مې کړې وه ـ چې دې چار بېتې سر يو قسم دے او کړه ئي بل قسم ده د سر نه چې مونږ کوم رنګ حاصل شوے وو ـ د هغې مثالونه خو تاسو وکتل ـ اوس په کړه کښې چې کومه چار بېته ده ـ په هغې باندې د مختلفو ادوار مثالونه سره رڼا اچؤو ـ له دې سره به ددې قسم د پر مختګ اندازه به تاسو ته ولګي ـ

د برهان شاعر چار بېته ده چې نيم سري باندې اډ اڼه ده ـ

سر: ځوې د فېروز خان ؤ خواص خان د ګل په شان

په زمين زېرو زبر شو

کړه: رنجيت پرې حکم وکه د خټک ئي ته سردار

په تا مې اعتبار

غوږ کېده اے خواصہ تۀ مې ځوې شوې زه د پلار

وطن خوره په قلار

نوکر ما څخه شته دے د ايران د اصفهان

ستا غم زما په سر شۀ

(هار و بهار)

نوټ: د مستزاد د ټکړه که مصرعه ګڼونو بيا خوچاربېته ده ګڼې کړه ئي دڅلورو مصرعونه کمه ده چاربېته نه ده ـ

خوپه دغه دورکښې د نواب جان شاعردې چاربېتې کښې کوڼ کسرډيرکم دے ـ د بونيردجنګ چاربېته ـ

سر = په سر د قتل ګر فېرنګي ډير وکړو ارمان

شوه چغه د خطر پسې

په سترګو به ئي تياره شوه چې ليدل به ئي غازيان

غم راغے سراسر پسې

کړه: په سر د قتل ګړ فېرنګي جمع کړه فوجونه

دے لام تړي په پورته

له ورايه به راتلل پسې بونيروال لکه بازونه

حريان ئي شومه زور ته

چاپېره د زلمو سرې پېټۍ جغر ډالونه

جلۍ به شوې هر لور ته

ګولۍ به د رفلو ورېدې لکه باران

راتله به برابر پسې

(هار و بهار)

سر: تورې دې زلفې په رخسار ښې شي

ورکوې د عطرو نم

بلبل ورپسې تل په چغار ښې شي

زړګے مې شو قلم

سر: د سترګو مينځ مې وسو ياره ستا د مخ په نور

تک تور لکه ماغوت

تاؤ کړې په ماغوت کښې خپل اشنا ته وړم ضرور

د سرو اوښکو ياقوت

کړه: سرۀ لب په دنداسه قوس قزح لرې دلبره

نرۍ وروځې هلال

روپۍ دې په تندي لکه سپوږمۍ ځي لر و بره

ځنګېږي لکه ټال

اوربل دې په مخ اوړي راته وايه د زړه سره

وريځ د پشکال

ختو د اسمان په کوم هنر او کوم دستور شی

توان د عنکبوت

(جرار افغانستان )

د شپږم قسم چاربېتې چې دې ته د احمددين طالب او د عبدالله استاد قسم ووايم نو هيڅ بده به نه وي ـ احمد دين طالب او عبدالله استاد په دې قسم کښې د پائي چاربېتې وئيلي دي ـ خو د کتابي شهادتونو مطابق ددې قسم اوله چاربېته محمود د مرغز (صوابۍ) وئيلے ده چې په باغ و بهار کښې په صفحه 64 نمبر 26 چاربېته ده ـ

سر: نياؤ شته دے د کمزوري زوراور په صاحبانو کښې

لوې عدل انصاف واړه انګرېز اقبال د نور لري

کړه: عدل عدالت انصاف په ډېر مناسبت کوي

فرق مقدمه کښې د کمزوري زوراور نه که

څوک چې عزت دار دى د هغو خلقو عزت کوي

مرسته د رهزن د بدلمن د جوار ګر نه که دوي له خپله نيته د ملکونو بادشاهت کوي

نه وايم خلاف څوک دې په دې کښې تصور نۀ که

اخلي ګرم باج په هر يو راج په نوابانو کښې

نياؤ نشته دے د کمزوري زورور په صاحبانو کښې

ډېر دي اميران د خراسان خوف و خطر لري

لوې عدل انصاف واړه انګرېز اقبال د نور لري

د احمد دين طالب چاربېته ده ـ

سر: چې ښکاره شي د سرو ټيک دې لکه تندر دے

په څو چنده ښائسته دے مخ له ګل صدبره

کړه: چې ښکاره شي سوي تن له به مې روح راشي

لکه غر د کوه طور شي په ديدار زنده

مناسب نه دي کۀ غاړې له مې ملوح راشي

د رقيب سره چې اونۀ کړې ګفتار خندا

که هر څو کشتۍ کنعان ورته د نوح (ع) راشي

خو ښکارېږي هر بنګي وته عطار ګنده

ستا غمونه اندېښنې مې په زړۀ دندر دے

چې ښکاره شي د سرو ټيک دے لکه تندر دے

په خپل نو م وي مرقوم شعر له بل دفتره

په څو چنده دې ښائسته دے مخ له ګل صدبره

عبد الله استاد چاربېته ده ـ

سر: لېلٰى چې نوراني بشر ته وګوري په شش کښې

راځي پرې سيادلي د خپلو سترګو نه بوږنېږي

د کسر کړه: الفاظ مې دي رايستي د صدف نه ملغلرې

پوهېږي په قيمت ئي حق شناسه سالکان

په شان د ناديدو کڼو ته نۀ وايم سندرې

جاهل به په خوره کري ګلونه د رېحان

هر څوک په خپل وطن د لياقت کوي خبرې

مجنون وي چې څوک ستائي نا قابله جاهلان

ماهره په اصولو د بېتونو په داغپش کښې

لېلٰى چې نوراني بشر ته وګوري په شش کښې

وئيل د عبدا لله په زور د علم اسانېږي

راځي پرې سيادلي د خپلو سترګو نه بوږنېږي

تقريباً ټوله چاربېته په دغه شپږو اقسامو کښې ده ـ خو يو دوه قسمونه نور هم دي چې په هغو باندې به د چاربېتې په کورونو کښې بحث شوے دے ـ په هغو کښې يو قسم دے مسبع او بل دې مثمن مجاز ، مسبع هغه قسم دے چې د چاربېتې کړه به په وؤو مصرعو باندې مشتمل وي ـ مثال له پاره ئي وګورئ په صفحه 165 باندې چاربېتې په دې کښې اکثر سنګله زنځيرۍ وئيلې شوې ده ـ ډبله څنګه جوړښت لري په دې باندې د زنځيرۍ چاربېتې د عنوان لاندې به خبرې کوو ـ د مثمن او مثمن مجاز فرق د کورونو په بحث کښې واضح شوے دے ـ کله کله به يو شاعر ته د يوې چاربېتې جوړښت معلوم نه وي او چاربېته به وليکي داسې يو نوې شکل د چاربېتې په مخه راشي ـ دا يوه چاربېته پاتې شي ـ بل څوک ددې پېروي نه کوي ـ يا يو شاعر څه نوې تجربه وکړي ـ خو اکثريت شاعران په دغه شپږو اقسامو کښې ليکي د چاربېتې ټول مواد په دغه شپږو اقسامو کښې موندې کېږي ـ د ځېنو شاعرانو يو خاص قسم سره مينه وي يا سم پرې راځي طبع ازمايي ډېره په هغه قسم کښې کوي ـ لکه د احمد دين طالب او عبدا لله استاد اکثر چاربېتې په معشر مجازکښې وي ـ ما د چاربېتې شاعران په څلورو ډلو کښې وېشلي دي ـ اوله ډله خو اولين دي ـ لکه تائمني ، اکبر زمينداوري فدا ګل عرف پېډا بابا ، او خواجه رازق الله ـ حميد ګل د پلوسې دفدا ګل او خواجه رازق لله نه زوړ دے ـ د هغه چاربېته د فداګل او خواجه رازق الله د چاربېتونه زاړه ده خو د هغه چاربېته د اکبر زمينداوري د چار بېتې په رنګ کـښې ده ـ له دې له پاره زه د حميد ګل په اولېنو کښې نه شمارم ـ د دوئمې ډلې په شاعرانو کښې شامل دے ـ ځکه چې د حميد ګل د چار بېتې رنګ کښې اوله چاربېته د اکبر ده ـ

دويمه ډله په اتلسمه پېړۍ کښې د ډار مسټېټر په زيار د هار و بهار په شکل کښې په قرطاس ابيض باندې يوه لويه ډله د شاعرانو او د هغو چار بېتې محفوظ پاتې شي کوم شاعران چې د 1886ءنه مخکښې دي هغو ته ډار مسټېتر مړ ليکل دي ـ ولې په نورو کښې هم د چا تاريخ پېدائش يا عمر څۀ تعين نشته دے دا ډله پدې شاعرانو مشتمل ده ـ احمد ګل ، ارسله ، امانت مليار ، برهان ، حميد ګل د پلوسې ، حميد ګل د پکلۍ ، دوستم ، سوراج ، سوکيا ، طالب ګل، عجم، ګل محمد د ترنګړو ، محمد جي لېونې پکلۍ ، محمود د مرغز، محمد دين تيلي نوښار ، لعل زاده اخون خوېشکي ، مويزي د بونير ، مير افضل د دېشانو(هزاره) ، مقصود ګل ، مخي ، شريف د لال پورۍ افغانستان وغېره ـ

په دې پسې په دريمه ډله کښې احمد دين طالب د اتمانزو ، عبدالمنان ملا د زرو بانډې سمېلا ، قاضي ګل دټکرۍ (ماڼۍ) ، عمر د شاه کوټ اوګۍ ، صاحبزاده عبدالحاقو د کنار تور غر، احمد شاه سرۍ کواڼۍ تور غر، فضل احمد ملا د کنار تور غر ، سېد قبول اخون د هوا ګلۍکنډاؤ، اوګۍ، غازي شاه بابا د بټګرام ، مير زمان خان د شمدړې اوګۍ طالب د بېلو اوګۍ، فقير ګل اخون د کنار تورغر ـ

په څلورمه ډله کښې عبدالله استاد ، نور محمد ، علي حېدر جوشي ، عبدالواهاب دستي ، د ټوپۍ جمشېد ، عليم ګل د شوې ، عبدالواحد ټېکه دار ، محرب ګل خټک ، شمس الرحمان باران ، باجوړے استاد باچا ګل استاد ، سنګر جمال ، سکندر شاه سکندر ، سرور بنګش ، ھېواص خان ، شمروز ګلابي ، سمندر خوجړې ، عبدالله جان دتراړو اوګۍ ، داود جان ، سائين فقيرټکرۍ ، فضل رحيم ، پير زمان شاه ، bانور شاه ، تائب ګل ، وزير جان د الائي ، مصطفى کلال د الائي ، اقا، ميا، سدو خان ، رحمت الله احمد ګل د پټو اوګۍ ، طالب جان ، اثرين ګل بتګرام ، ګوجر خان ، عبدالطيف د نوي کلي ، عبدالمجيد د جودبا تور غر ، لقمان د جود با تور غر ، مناف ، ملنګ جان ، قلندر مومند ، سېد اقبال ، اقبال ګوجر،مومن زمان وغېره وغېره ـ

ما د چاربېتې رفتار څه پدې ډول ښکاره کړے دے ـ د اولېنو څلورو چاربېتو پسې د دوئمې ډلې چار بېته راخستې ده ، ور پسې مې د دوئمې ډلې نه يوه چار بېته او په اخره کښې د څلورمې ډلې نه يوۀ چاربېته راخستے شوې ده ـ دا تعداد ډېر کم دے ـ خو بيا هم ترې اندازه لګېدې شي ، چې چاربېتې تر اخري ډلې پورې څومره ترقي کړې ده ـ خو دا خبره د يادګېرنې وړ ده چې نوره دين اخون ، احمد دين طالب ، او عبدالله استاد ، په چاربېته کښې هيڅ کسر نه وي پا تې او د هيڅ دور شاعر دنوره دين اخون ،احمد دين طالب او عبدالله استاد په شان چاربېته نه شي وئيلې ـ

مزاحيه ، تاريخي ، عشقي ، مذهبي او حماسي چاربېته زمونږ راويتې چاربېته ده ـ په دې موضوعاتو باندې مونږڅخه لا تعداد چار بېتې موجود دي ـ خو له دې نه علاوه چې د چار بېتې په لمن کښې چاڅه اچولې دي هغه درې شاعران دي عبدالواحد ټېکه دار ، د مقدار په لحاظ چار بېته ډ ېره زياته ليکلې ده ـ او حمزه بابا ورله د بابا ئي چاربېته خطاب ورکړے وو ،چې د چار بېتې پوهان ورسره متفق نه دي ، خو ټېکه دار چاربېتې له يو نوے جهت ورکړې دے ـ په چاربېته کښې ئي سياست داخل کړو ـ دهقان ، مزدور ، يوې ، لور ، رمبي ، کوداله ، وغېره ئي په چاربېته کښې داخل کړه ـ ملنګ جان په چاربېته کښې سياست او پښتونولي داخل کړل ولې په داسې خوږ انداز کښې چې د چاربېتې لمن پرې زخمي شوې نه ده ـ لکه چې فېض احمد فېض په اردو غزل کښې انقلاب په شرينې لهجه کښې داخل کړے دے ـ قلندر مومند د چاربېتې شاعر نه وو ، په بنيادي لحاظ قلندر صېب د غزل شاعر دے ـ ولې هغه د چاربېتې او د نظم د دواړو په جولۍ کښې لا ثاني ګلونه اچولي دي ـ قلندر صېب فقط درې چار بېتې ليکلې دي ـ يوه د وېت نام د ازادۍ په جنګ ده ، دوئمه ذوالقا فتېن مع تجنيس ده ـ

او دريمه غېر منقوط ه ده ـ او دا کار صرف د قلندر کېدے شو ـ بل د چا وس نه دے

د چاربېتې غېر مناسېب نومونه

مونږ چې د نظم مسمط نظام ته فکر اوکړو ـ څنګه چې د مثنوى لفظ زمونږ په ژبه راشى زمونږ په ذهن کښې د نظم ټوله خاکه اوګرځى چې دنظم به هر شعر په دوه مصرعو مشتمل وى ـ دغه شان مثلث، مربع، مخمس ،مسدس ټول د خپل د نوم نه جوړښت ښکاره کړى ـ خو زمونږ دچاربېتې ځنې نومونه په مونږ د چاربېتې قسم يا جوړښت نۀ واضح کوى ـ د چاربېتې نومونه دى برغه ، سوره ، روانه ، نيمکۍ، زنځيرۍ او کړه بنده ـ په دې کښې نيمکۍ ، زنځيرۍاو کړه بنده د خپل دنوم نه د قسم پېژندګلو راکؤى خو برغه ،سوره او روانه له دې نه عارى دى لږ به زړو کتابونو ته رجوع اوکړو ـ" هاروبهار"د چاربېتې دټولو نه وړومبنے کتاب دےـ چې دجېمز ډارمسټېټر تاليف دے ـ پکښې د دوه پنځوس شاعرانو چاربېتې موجود دى ـ خو په دغه کتاب کښې يوې چاربېتې ته څۀ خاص مخصوص نوم نۀ دے ورکړے شوے ـ دې پسې د هزارې د نوموړى شاعر قاضى ګل "مُشکل کشاءِطالبان" په کال ١٩٣٧ء کښې چاپ دے دچاربېتېاولنےکتاب دے ـ په دې کښې هم چاربېتو له نومونه نۀ دى ورکړے شوى ـ دې پسې

"باغ وبهار" دقاضى عبدالحليم اثر ،"دنوره دين اخون چاربېتې" د نصرالله خان نصر"ديوانِ احمدين "د حافظ شمس الرحمان "چاربېته " د عبدالواحد ټېکه دارکتاب چې پښتو ادبى بورډ له اړخه چاپ دے ـ د ټېکه دارپه چاربېته کښې ستارى ،زنځيرۍ دسهرې چاربېته وغېره وغېره نومونه ووـ خوبرغه ،سوره او روانه پکښې نۀ وې ـ د ټېکه دار د همعصرو نه ورستو دا نومونه په مخه راغلى دى ـ نن صبا کومې چاربېتې ته په هزاره کښې اوس برغه وائيلے کېږى دعبد الواحدټېکه دار په کتاب"چاربېته" کښې داسې١٤٥ کړې چاربېته موجود ده

دبرغې مثال دے (ګلبڼ ص٣٠شاعر اسرين ګل)

د مجنون غوندې مې پرېښود کلے کور خلقه

د لـېـلٰى مـيـنـې سـتـى کـړمـه پـه اور خـلقـه

ــــــــ

د لېلٰى مينې ستى کړمه په انګار باندې

شنۀ خالونه يې وهلى په رخسار باندې

سـوېـلـو سـره راتـلـلـه پـه دې لار بـانـدې

مخ يې پټ کړو زړۀ مې پرېوتۀ نسکور خلقه

په دې باندې چې غور اوکړے شى په دې کښې د برغُون هيڅ نخښه نخښانه نيشتے ـ البته کړه يې د مربع نظم مشابه ده ـ او ما ورله مربع چاربېته نوم ورکرے دے

"سوره " (١)

تا په سينه جوړ کړو بازار د مينې

نتکۍ پرې تل وهى ټالونه

تېر شوپه ماد ځوانۍواردمينې

لرم په مخ اوښکې رودونه

ـــــ

ستا په سينه د زلفو ټال شته دے

نوې يارى ده چاته شور او نۀ کړې

درسره هر وختې دلال شته دے

شاه جوابونه راته نور او نۀ کړې

زما په زړۀ کښې درته خيال شته دے

کمبختې بل خوا ته چې غور او نۀ کړې

کوه په سپينه خوله اقرار د مينې

نازکې شوندې دې لعلونه

ــــــــ

"روانه" (٢)

انتظار کښې دې ولاړ يمه جانانه

ملايان وائى بانګونه سباکېږى

په خندا دې زړګے وړے دے له مانه

څانګې راشه ستا ديدن ته مې زړۀ کېږى

ـــــــ

انتظار کښې دې ولاړيمه ژړېږم

رڼې اوښکې مې د سترګو نه باران شو

خدائے خبر دے چې په کوم ګناه کړېږم

په زړګى مې افسوس ارمان ارمان شو

سودائى له دېوالونو چاپېرږم

باقى عمر مې تمام په بيابان شو

وار خطا جلۍ مې خېژى له دهانه

امېل لرې کړه اودۀ خلق وېخېږى

کۀ څوک چاربېته ساز سره په وائيلو باندې پوهېږى د (١) او (٢)په وېنا کښې فرق دے ـ د چار بېتو په جوړښت کښې هيڅ فرق نيشتے ـ دوى کښې مونږ يوې ته" سوره "او بلې ته "روانه" په کومو بنيادونو وايُو ؟ ددواړو جوړښت د مثمن نظم د ے ما ورله "مثمن چاربېته" نوم ورکړے دے

ځېنې خلق دې چاربېتو ته روانې چاربېتې وائى

تور اوربل دې الُول په ورځُو خور کړو لېلٰى

ځان دې جوړ کړو چې د چا مرګ له روانه شوې

يا

لېلٰى چې نورانى بشر ته اوګورى په شش کښې

راځى پرې سيادلى دخپلو سترګو نه بوږنېږى

ددې د چاربېتو دکړې جوړښت دمعشرنظم دے د معشر په بندکښې د مصرعو تعداد لس وى ـ او ددې چاربېتې د کړې مصرعې هم لس دى ـ خو په دوى کښې د سر دوه مصرعې بيا بيا تکراريږى ځکه ماورله "معشر مجاز" نوم ورکړے دے ـ د نيمکى چاربېتې نوم ډېر مناسب دے ـ دجوړښت سره سم دے خو هلته "نيمکۍ" مونږ څخه بل صنف دے ـ چې نيمکۍ چاربېتې نه زيات مشهور دے ـ ما نيمکۍ چاربېتې له "مستزادچاربېته"نوم ورکړوـ د نيمکۍ او د مستزاد يوه معنٰى ده ـ يعنى يوه مصرعه پوره او بل ورسره نيمګړې ـ

تاسو اوکتل چې سوره او روانه دواړه په جوړښت کښې يو شان له دى خو د وزن او بحرلږ فرق يې ديو بل نه جدا کوى ـ کۀ مونږ مثمن ته کور او دوى ته کورکى اووايو نو خبره جوړيږى دغه شان کړه بنده معمولى ردوبدل سره درې څلور قسمه ده دا د کړه بندې کورکى اوګڼو بياداهم سمه ده ـ مثنوى کښې هم د مصرعو کمے بېشے دے او مستزاد کښې د وزن او بحر ـ کۀ دې ټولو له مونږ نومونه ورکړوـ ددې ټولو تعداد به دومره ډېر شى چې يادول به ګران شى ـ او کيچړے به جوړ شى ـ خويو ځل چې چا اراده اوکړه او په چاربېته يې ځان پوهه کؤل

غوښتل بياهيڅ ګرانه نۀ ده ـ مونږ د دومره نظمونو اقسام ،کړۀ ورۀ ، جوړښتونه ياد ساتلے شوـ د اتۀ کوره او څوکورکى په څۀ ګران شوـ بېشکه دچاربېتې د ليکلو رواج کم شوے دے خو زمونږ د ادب حصه ده اوفوک دے (چې ددغه چاربېتو،لوبو، سندروشاعران چې مړۀ اوهېرشى ) فوک د کلاسيکى شاعرۍ نه زيات اهميت لرى ـ ځکه چې په دې کښې د يو قام رښتنے تصوير موندے شى ـ

زنځيرۍ چار بېته

د زنځيرۍ په حقله زمونږ پوهان او اولس دواړه په مغالطه کښې پراته دي ـ زنځيرۍ هغه چاربېته ده چې په هره مصرعه کښې دوه يا زيات هم قافيه الفاظ راوړلے شي له دغه هم قافيه الفاظو په سبب زنځيـر جوړېږي هم له دغه وجې ورته زنځيرۍ چار بېته وائي په دې باندې هيڅ پابندي نشتے دا هر کور سره تعلق لرلے شي ، مربع ،. مسبع ، معشر يا کړه بنده ـ

مثال 1 : کله به راشي په پوښتنه د ملنګ کړې څنګ

لرې کړه زنګ شوم رنګ ستا په تهمت کښې

کړه: کله به راشې چ ې دې وکړمه ديدار ، سحار

زړه مې پرهار د يار د لاسه ډېر دے

شومه په غم کښې ستا د مينې ګرفتار په جار

وسوم په نار انګار رانه چارپېره دے

اخر به تير شي د نيمګړې دنيا وار په خوار

مه اخله ازار بيمار په زلفو ګېر دے

مخ دے چراغ پرې راځم لکه پتنګ په شړنګ

لرې کړه زنګ شوم رنګ ستا په تهمت کښې

( محمد دين تيلي)

دې قسمه چاربېتې ته په عوامي ژبه کښې يوستوې زنځيرۍ چاربېته وائي

مثال 2: سپېن بشر د دلبر دے سحر تازه

څوکېدار پرې بېدار زلفې مار ځانګي

کړه: سپېن رخسار د دلدار پرې بهار وي تل

دغه باغ د فراغ دے د زاغ و زغن

په در بار څوکيدا ر ما سردار کړه اول

غم چراغ زړه سولاغ ناؤرې چاغ و چغن

زه بيمار د ګلزار نا قرار يم بلبل

دور کړه کاغ تور کلاغ بر دماغ کړي ګفتن

ما نوکر مقرر کړه په دروازه

سپېن بشر د دلبر دے سحر تازه

څۀ پکار چې دوبار کړي چغار بانګي

څوکېدار پرې بېدار زلفې مار ځانګي

(احمد دين طالب)

دا چار بېته ذوالقافتېن ده زنځيرۍ هم ده ځکه ورته برغه زنځيرۍ وائي او شاعر په هره مصرعه کښې درې درې هم قافيه الفاظ استعمال کړې دي ـ محنت پرې شوے دے ـ هم دغه وجه ده چې دطالب چار بېته د تيلي د چاربېتې نه غوره ده ـ

مثال 3: عنبري زرزري اثري ستا صورت

شين دې خال زيړ دې شال ټيک دې لال که شغلې

کړه: وکړه پام په غلام ورکه لام چې شي سېر

شۀ ملنګ پرېږده ننګ زما رنګ د ساهو

کړي سلام ستا د بام شاه مدام حسن ډېر

زړه چورنګ ئې شو تنګ په دا رنګ د لاسو

لوے دې نام لوے دې قام ستا په دام شولو ګېر

په پالنګ څنګ په څنګ کوي جنګ د باهو

بادري کړي زاري زور لري د دولت

عنبري زرزري اثري ستا صورت

ځم په خيا ل ښه سمبال يم لېوال دې د خولې

شين دې خال زيړ دې شال ټيک دې لال کۀ شغلې

دا هم د برغې زنځيرۍ يو ښه مثال دے ـ محمد دين تيلي ، احمد دين طالب او نوره دين اخون د چاربېتې استادان شاعران دي ـ خو ځنې خلق دې قسمه چار بېتو ته زنځيرۍ چاربېتې وائي ـ

د سرو شونډو لپاسه پېزوان دې پلوشې کا

قطار دې د جبين لپاسه ايښي دي موران

ګنګرو دې کا سوران

اوس که د چاربېتې په سر مونږ نظر وکړو ـ دا بيخي ساده چاربېته ده ـ په دې کښې د زنځيرۍ چار بېتې خصوصيات بيخي نشته ـ خو شېر شاه ترخوي په٫٫ ظهورونه،، نومے کتاب په صفحه 715ورته زنځيرۍ چاربېته ليکلي ـ عبدالواحد ټېکه دار کتاب ٫٫چار بېتې ،، کښې په صفحه153دې چاربېتې ته ډبله زنځيرۍ ليک دي ـ

الله اکبر زما غر د امنيشن زما

توپې د بهارت به د کشمير د راڼۍ راج شي

ټيک به هندو راج شي (داکړه بنده ده )

مثال 1:

د محمد دين تيلي چار بېته زنځيري چار بېته ده ـ په هره مصرعه کښې دوه دوه هم قافيه الفاظ استعمال کړې دي ـ د کوموله کبله چې زنځير جوړېږي اوپه يوه مصرعه سر سره په يوې قافې تړلے کېږي ـ

مثال 2 او مثال 3 برغې زنځيرۍ دي په هره مصرعه کښې درې درې هم قافيه الفاظ راوستے شوې دي ـ او احمد دين طالب او نوره دين اخون سر ته په برغو قافيو سره سر ته راجع شوې دي ـ چې په ادب عاليه کښې ورته ذوالقافتېن وائي ـ شېر شاه ترخوي اديب دے خو د چار بېتې شاعر نه دے ـ عبدالواحد ټېکه دار د چار بېتې شاعر دے ، ولې اديب نه دے ـ چې د چار بېتو په باريکو باندې اورسي ـ مثال نمبر 1 او مثال نمبر 2 ته کړه بنده چار بېتې وائي په صفحه 59د کورونو په لړ کښې پرې ښه تفصيلاً بحث شوے دے ـ

شاعران او مجلسيان چاربېتې له په اهنګ باندې د مثنوي ، مربع ، مسبع ، مستزاد ، مثمن ، معشر ، نظمونو او لوبو بګتو نه جدا کړي ـ خو عام قاري له پاره مسئله وي ـ عام قاري له پاره طريقه دا ده ـ چې اول چاربېتې له د مثنوي ، مربع ، مسبع ، مستزاد ، مثمن ، معشر نظمونه جدا کړي ـ چار بېته په سر باندې له دې نظمونو نه جدا کېږي ـ

بيا د بګتۍ او لوبې نه جدا کړي ـ د ځنو بګتو اولوبو جوړښت د چاربېتې غوندې وي ـ د بګتۍ او لوبې موډ لطيف (هلکا پهلکا) وي او کله کله په کښې مزاحيه عنصر هم شامل وي ـ د چار بېتې فکر دروند او سنجيده وي ـ دا جدا خبره ده چې چار بېته وئيلې شوې مزاحيه وي ـ لکه د حليم ګل مزاحيه چاربېتې يا د ګوجر خان ـ

هزارې واله

په هزاره کښې يو قسم له چاربېتې ډېرې زياتې وئيلې شوې دي خصوصاًپه بټګرام او الا ئي کښې ۔داسې چاربېتې په نورې پښتون خوا کښې نه موندې کېږي ـ په کتابونو کښې د سمې د يو شاعر ارسلا په هار و بهار کښې يو چاربېته موجود ده ـ خو په هار و بهار کښې ورته چاربېته نه دي ليکلې شوي ـ خو هار و بهار کښې نورو چاربېتو ته هم چاربېته نه دي ليکلي شوي ـ لکه په صفحه 86 د محمود شاعر چار بېته ، په صفحه 144 باندې د عيسٰى ګل اخون زاده چار بېته ـ د هار و بهار توضيحات حبيب الله رفيع ليکلي دي ـ کېدې شي د هزارې دا قسمه چار بېته تر افغانستانه نه وي رسېدلې ـ او حبيب الله رفیع صيب نه ئي پېژندګلو نه وي شوې ـ هسې هم چې څومره چاربېته صوابۍ ، نوښار ، سوات ، او هزاره کښې موندې کېږي دومره په ټولې پښتونخوا کښې نشته ـ د چار بېتو ښه شاعران په دغه سيمو کښې دي ـ دا چار بېتې د قسم په لحاظ د مربع کور چار بېتې دي ـ مثال ئي د بېلو (اوګۍ) د اتلسمې پېړۍ مشهور شاعر طا لب چار بېته ده ـ

د تورو څڼو دې په مخ باندې باران دے

لېونۍ زړه دې رانه اوړې په ماښام دے

د تورو څڼو

کړه: د تورو څڼو دې په مخ باندې غنچې دي

دا خماري سترګې بې شانه تماچې دي

په پانو سرې شوندې دې دواړه الوچې دي

د ډز خندا دې په عاشق سړي نېران دے

د تورو څڼو دې په مخ باندې باران دے

لېونۍ زړه دې رانه اوړې په ماښام دے

د تورو څڼو

(طالب د بېلو اوګۍ)

د قاضى ګل چاربېته د هغۀ په کتاب مشکل کشائے طالبان کښې داسې ليک ده ـ

نه به ژوندې يم نه به بيا په ما اختر راشي

نه به دنيا ته محمد نبي سرور راشي

نه به ژوندې يم

کړه: نۀ به ژوندې يم نه به بيا هغه دوران ووينم

نه به نبي سره جوړه څلور ياران ووينم

نه مسافر به په لنګر کښې د عثمان ووينم

نه په دلدل باندې به سور علي حېدرراشي

نه به دنيا ته محمد نبي سرور راشي

که تا سو وګورئ ددې چاربېتې سر چا د رحمان بابا ددې مشهور غزل(رد العجز) په شان دے ـ

زار شه تر جانان زما ، سر زما سامان زما

سر زما سامان زما ، زار شه تر جانان زما

په شان کړے دے اوچار بېته په هزاره کښې مشهوره شوې ده ـ ولې چا کړے دې دا معلومه نه ده ـ د طالب چاربېته خو اوس هم مجلسيان په هغه زوړ انداز کـښې وائي ـ خو د قاضي ګل چار بېته مجلسيانو داسې کړه ـ

نه به بيا په ما اختر راشي

نه به دنيا ته محمد نبي سرور راشي

نه به ژوندې يم

کړه: نه به زۀ بيا هغه دوران ووينم

نه به نبي سره جوړه څلور ياران ووينم

نه مسافر به په لنګر کښې دعثمان ووينم نه په دلدل باندې به سور علي حېدر راشي

نه به ژوندې يم

د چاربېتې شکل بيخي بدل شو مګر وئيلو او زده کړې ته چاربېته اسانه شوه ـ اوس دا چار بېته هزارې سره لګېدلې سوات شانګله ، الپورۍ ، کابل ګرام وغېره کښې هم شاعران وائي او مشهورې دي ـ

مثال 1: يا نبي لاس په محشر راکه

پل صراط سره اوبۀ اب کوثر راکه

ډېر ګنهګار يم

( عبد الله جان ،تراوړې ، اوګۍ)

مثال 2: هغه راروان دے

رقيبه لرې شه زما ښکلې جانان دے

پرېږده چې راځي

( پردېسې روشن، د چلندرو، اوګۍ)

چاربېته وئيلو او زده کړې ته خو اسانه شوه خو د راتلونکي وخت نقاد به دې له چاربېته تسليموي هم او که نه ګو که دا د چاربېتې ټول شرائط پوره کوي ـ

د چار بېتې په څو کتابونو ځلغندۀ نظر

په ټولو کتابونو باندې بحث کول خو ناممکنه خبره ده ما څو لوے کتابونه د بحث د پاره منتخب کړې دي ـ که چرې دې کتابونو دا چار بېتې نه وے خوندي کړې نو نن به دا هم د اتلسمې پېړۍ نه مخکښې شاعرانو په شان خپلو ويونکو شاعرانو سره خاورې شوې وې ـ که دې کتابونو يو طرف ته د چار بېتې ډېر لوے خدمت کړے دے نوبل طرف ته ئي خلق د چاربېتې د پېژندګلو په حقله په مغالطه کښې اچو لے دے ـ

1: ها ر وبهار :- ددې کتاب مولف د فرانس باشنده جمز ډار مسټېټر دے ـ دا زمونږ په اولسي ادب باندې اولنے کتاب دے ـ زمونږ د پوهانو حوالې د دې کتاب نه وي ـ ډار مسټېټر اهل زبان نه دے د هغه منشيان اديبان نه دي که دي هم په چاربېته باندې پوره دسترس نۀ لري که د هغه نه غلطي کېږي دا د هغه د کار په مقابله کښې هيڅ هم نه ده ـ دا خو مونږ له پکار وه چې د هغو نه کومې غلطۍ شوې دي هغه مونږ لرې کړے وې ـ چې بيا بيا غلطۍ نه کېدلے ـ خو د حېرانۍ خبره ده چې دې په کتاب کښې دومره نقائص نشته چې ورستو زمونږ خپلو اهل زبان پوهانو کړې دي ـ زما بحث په چاربېته دے زه به خپله نشان دهي تر چاربېتې پورې محدوده ساتم ـ په صفحه 33د کابل د جنګ چاربېته داسې ليک ده ـ

قادره ذوالجلاله ، بې شرکه بې مثاله

ايمان مې خطا نه کړې

فېرنګ ورک کا لہ کا بله

زاري مې نشته بله

حالانکې دا کړه بنده چار بېته ده (ابتدائي دور ) په دې ډول ليکل پکار وو ـ لکه چې اوسني وخت کښې ليکلے کېږي ـ

قادره ذوالجلاله بې شرکه بې مثاله

ايمان مې خطا نه کړې فېرنګ ورک کړې له کابله

زاري مې نشته بله

اوس که يو عام لوستونکے هغه د ليک زوړ انداز او اوسني انداز ته وګوري دا به بل قسم وګڼي ـ همېش خليل زمونږ ډېر لوے محقق دے ، هغه په يو ځان د يوې اکېډمۍ نه ډېر کار کړے دے ـ هغه څنګه د عبدالواحد ټېکه دار د چاربېتو په کتاب باندې په سريزه کښې تېروځي ؟محترم د هار و بهار نه د بونير د جنګ چاربېته را اخلي او پنځم قسم چار بېته ئي شماري ـ او جوړښت ئي داسې بيانوي ـ

"هر بند ئي په پنځو مصرو مشتمل وي ـ دويمه او دريمه مصرعه خپلو کښې سره په وزن قافيه برابر وي ـ هر کله چې وړمبۍ او څلورمه مصرعه خپلو کښې هم وزن او هم قافيه وو ـ او پنځمه مصرعه ئي د وړمبۍ مصرعې تکرار وي ـ خو ورستو بندونو کښې دا انداز بدل شي يعني وړمبۍ درې مصرعې په خپلو کښې سره د وزن په تول او قافيه برابر وي ـ هر کله چې څلورمه مصرعه ئي د ړومبۍ مصرعې تکرار وي ـ "

دا يو مغلق بيان دے چې هيڅ مطلب ترې نۀ راوځي ـ

سر: له هنده دي راغلي په غزا پسې سفر کا

له هنده دي راغلي خو وطن ئي برېلے دے

اوس ناست دي په ملکا کښې جوړوي دارو ګولۍ

په ډ اګه ورته ناست دي تل ثناء د پاک اکبر کا

راغلي په غزا پسې سفر کا

دويم بند : په ډاګه ورته ناسدي تل ثنا که د عفور

انګرېز په ټوپۍ جمع کۀ لښکر ورته ګڼ ګور

لندن تر کلکتې تر کمپنۍ وشۀ دا مذکور

دښمن دې پېدا شوے نن دې ټينګ ورته لښکر کا

له هنده دي راغلي په غزا پسې سفر کا

لږه به صفا ووائيم چې د همېش صېب نه چاربېته هډو پېژندے شوې نه ده ـ دا مربع چاربېته ده ـ دې قسم چاربېتې سر په دوو مصرعو مشتمل وي ـ خو دلته د چاربېتې سر يوه مصرعه ده ـ ( په اولني دور کښې چاربېتې په نيم سر وئيلے شوې دي ) ـ بند ئي څلور مصرعې وي ـ اولنې درې په ځان کښې هم وزن او هم قافيه او څلورمه سر سره هم قافيه وي ـ همېش خليل صېب د تېر وتو دوه اسباب دي ـ

1: د چار بېتې سر نيم دے يعني يوه مصرعه دے ـ

2: د اولني بند يوه مصرعه ورکه ده نه ده ليک ـ دوئيم بند ئي پوره دے ـ

بند: په ډاګه ورته ناست دي تل ثنا که د عفور

انګرېز په ټوپۍ جمع کۀ لښکر ورته ګڼ ګور

لندن تر کلکتې تر کمپنۍ وشۀ دا مذکور

دښمن دې پېدا شوے نن ټينګ ورته لښکر کا

له هنده دي راغلي په غزا پسې سفر کا

د ابتدائي دور چاربېته ده په چا ربېته کښې خا مي ده ـ همېش صېب ليکى چې په "چاربېته" کښې دا قسم چاربېته نيشتے ـ د عبدالواحد ټېکه دار په٫٫ چار بېته،، کښې ددې کور ګڼي چار بېتې موجود دې خو دا يو سراو يو بند د مثال په طور ليکم ـ

سر: داسې وخت به راشي په تکليف به ايماندار وي

سپک به وي عالم خلقه د ډم به تابعدار وي

بند : داسې وخت به راشي چې ضغيف به مو اسلام شي

نوے به تقرير نوے مذهب به ګام په ګام شي

نوے به طالب نوے ملا نوے به قام شي

نوي جماعتونه نوے دين به د غدار شي

ټېکه دار چاربېتہ ص 105

د چاربېتې د وئيلو په وخت کښې سندر غاړے د چاربېتې پوره سر يو ځل يا نيم سرے دوه ځله تکراره وي ـ صفحه نمبر 89 په 39 نمبر باندې محمود شاعر مستزاد چاربېته ليک ده چې ورته چاربېته نه دي ليکلي شوي ـ

سر: پخوا له بابا ادم چې ادم واړه په شمار وو

لس درې شلې اظهار وو

هر بند په شپږو بېتونو باندې مشتمل دے په ووم کښې سر ته شاعر رجوع کړې ده ـ خو په کتاب کښې 1،2،3،4،5،6وغېره وغېره ليکلي شوي دي او هر بېت ئي جدا اکائي ګڼلې ده په صفحه 144باندې د عيسى ګل اخون زاده چار بېته ليک ده ـ خود چاربېتې په ځائي ورته غزل ليک دے ـ

سر: اے د شال مېر منې مۀ کړه رټل

د رب د پاره بيا وکړه نظير

کړه: اے د شال مېرمنې وائيم حال

دواړه غوږ پرې کېده په دې مقال

ستا په يارۍ کښې صنم شوم بې مجال

د رب د پاره دارو وکړه فى الحال

ژوندون مې ګران شو پري ته کوې سُل

اے د شال مېر منې مۀ کړه رټل

ځکه غمژن پروت يمه ستا په در فقير

د رب د پاره بيا وکړه نظير

په صفحه 131باندې په باغ و بهار کښې هم د چاربېتې په توګه ليک ده ـ ځېنو بګتو او لوبو جوړښت د چاربېتې په شان وى ـ خو دا د خپل مزاج نه پېژندے کېږي ـ لکه د خاطر افريدي مشهوره لوبه ده خو جوړښت ئي د چاربېتې دے ـ

نور رانه هيڅ نه شي خطا ده

له هر څۀ هر څۀ ووتمه

ګرانه اشنا د مې سزا ده

چې ستا په طمعه ګرځېد مه

يا؛جامې مې لنډ ې نيسه مورې زمانصيب کښې جامې تورې

د بېلتانه داسې دوران دےجانان مې قطر ته روان دے

محمد دين تيلي د چاربېتې نه خبر شاعر دے ـ د هغه دوه چاربېتې ما هم راخستې دي ـ د هار وبهار په صفحه 162باندې د محمد دين لوبه ده ـ

سر: په تور وربل دې قطار کړې دي ګلونه

زلفې دې ټالونه

کړه: په سپين جبين کښې دې خالونه درې څلور دي

ما ايښي په زور دي

د ښا ئست کوکې دې خورې تر لاهور دي

شنډې دې د مور دي

په سرې پشۍ کښې دې جوړه ايښي لعلونه

زلفې دې ټالونه

دا لوبه په باغ و بهار کښې عبدالحليم اثر صېب هم په صفحه 117 اخستې ده ـ د محمد دين تيلي وجه شهرت لوبه ده چاربېته نه ده ـ په صفحه 186 باندې د نور شالي بګتۍ ده چې ورته چاربېته ليک دي ـ

مازيګر راشه په تلوارې زما يارې

ګودر له ځمه چې ملګري شو په لارې

کړه : مازيګر راشه په تلوار يمه بلبله

له جينکو نه پاتې شوم ستا له کبله

تا چې خبره د کوکۍ راته کوله

راځه چې درکړم سپينه خوله زلفې تار تارې

مازيګر راشه په تلوارې زما يارې

يوه نقطه د فرق دچاربېتې، بګتۍ او لوبې تر مينځه دا هم ده چې د چاربېتې کړه د وئيلو ( ترنم سره) په دوران کښې په څلورو مصرعو باندې ختمه شي او بيا روغ سر د کړې نه ورستو تکرارېږي ـ په بګتۍ او لوبې کښې د سر اخري مصرعه کړې سره وئيلے کېږي ـ

باغ و بهار:

باغ و بهار د محترم قاضي عبدالحليم اثر صېب اثر دے ـ چې په کښې ډېرې د پائي چار بېتې خوندي دي ـ خو د اثر صېب نه هم په ډېرو مقاماتو باندې تېر وتنې شوې دي ـ په صفحه 117 باندې د محمد دين تيلي لوبه

په اوربل دې قطار کړي دې ګلونه

زلفې دې ټالونه

اثر صېب هم اخستې ده خو اثر صېب حواله نه ده ورکړې ـ اثر صېب نورې چاربېتې هم د هارو بهار نه اخستې دي ـ دا لوبه به هم اخستې وي او د هار و بهار غلطي دوباره وشوه ـ

په صفحه 143باندې:

د شين رنګين ئي واغوست لوپټه کړه په سر صنم

راغله برابر صنم

شين رنګين ئي واغوست محبوبا ګل خندانه شوه

رو رو راروانه شوه

دا د ګل غنچه وه رابېرونه له بوستانه شوه

ښه راته عيانه شوه

مخ دې له حجابه رابهر که په هنر صنم

راغله برابر صنم

دا هم چاربېته نه ده ـ د چار بېتې کړه چې ختمه شي نو سر را اخستے کېږي اوله او دوئيمه مصرعه دواړه وائيلے کېږي ـ يعني د چاربېتې سر او کړه دوه جدا اکايانې دي ـ دلته کړه بغېر د سر د اخري مصرعې نه نۀ پوره کېږي په صفحه 160 باندې د ظريف د پېښاور بګتۍ ده ـ

ياره ستا په جېب کښې زما پېزوان دے

ګمان مې نښتے پرون ماښام دے

ياره ستا په جېب کښې پېزوان مې مالہ

ما وپښتېده له خپل رېباره

ويرېږمه زه له خپله پلاره

که خبر شي دادا ژوندون مې ګران دے

ياره ستا په جېب کښې زما پېزوان دے

د چار بېتې ، بګتۍ ، او لوبې وئيل سړے په کاغذ نه شي منتقل کولے کۀ دا بګتۍ چا زما نه واورېده نو اوبه مني چې څومره مثالي بګتۍ ده ـ په صفحه 173 باندې د احمد د کلاچۍ لوبه ده ـ

محبوبا سرې سترګې خمارې په څو رنګ راځي

مينه په غور زنګ راځي

دا هم لو به ده ، د محمد دين د لوبې په شان چې مخکښې ئي په صفحه 103 باندې ذکر وشو ـ په صفحه 224 باندې د مستجاب لوبه ليک ده ـ

په تور وربل کښې قطار کړي زيړ ګلونه دي

سترګې دې لعلونه دي د جونو جمالدارې

په صفحه نمبر 227 باندې نوره دين بګتۍ ده ـ

ننه زړه مې په ګوګل کښې نا قرار دے

خوب وينمه چې غم د يار دے

کړه: دننه زړه مې په ګوګل کښې سوے سکور دے

بل را باندې اور دے

چې په يارۍ ټګي کاندي مخ ئي تور دے

خدائې په اېښې دغه پېغور دے

کله جوړېږي دغه زخم د ازار دے

خوب وينمه چې غم د يار دے

دا خبره زه بيا کول غواړم چې ښه وا ضح شي ـ بکتۍ او لوبه د چاربېتې مربع کور سره اکثر ګډه وډه کېږي ـ خو دوه نقاط چاربېتې له د بګتۍ او لوبې نه جدا کړي ـ

1: دچار بېتې فکر دروند او سنجيده وي ـ

2: د چار بېتې کړه په مربع کور کښې جدا جدا وي ، چې کړه ختمه شي سر ورستو وئيلےکېږي ـ د بګتۍ او لوبې د کړې اخري مصرعه ورسره ټل وي ـ په بګتې او لوبه کښې دا فرق وي چې د بګتۍ د سر دواړه مصرعې هم وزن او هم قافيه وي ـ د لوبې د سر دوئيمه مصرعه ازاده وي دا لنډه اوږده هر څنګه کېدې شي ـ بګتۍ او لوبه دواړه يو بل ته ډېر نېزدې اصناف دي ـ

نيمکۍ :

د نيمکۍ تعريف دا دےچې سر ئې مصرعه وي او کړه ئې هم مصرعه وي ـ نيمکۍ سره چې څومره مصرعې يا ټپې ووئيلے شي دې ته وائي چې دومره ټکۍ وختې ـ (دا د ځېنو پوهانو وېنا ده )خو دا تعريف درست نه دے ـ د نېمکۍ سر ته سروکے وائي ، اؤ د سروکي ډېر اقسام دي ـ په نيمکۍ کښې ډېره برخه د مېر منو ده ـ

د عبدالواحد ټېکه دار چار بېتې:

دا کتاب پښتو ادبي بورډ پېښاور چاپ کړے دے ـ دا کتاب د ډېرو پوهانو د لاسه وتے دے خو دې کتاب چې د چاربېتې څېره څومره مسخ کړېده بل يو کتاب نه ده کړې ـ څۀ خو ټېکه دار چاربېتوله نومونه ورکړل لکه زمينداري چاربېته ، ستاري چاربېته ،د سهرې چاربېته ، فني چاربېته وغېره وغېره ـ چې ورستني کول دغه د چاربېتې قسمونه وګڼل ـ ځکه چې حمزه بابا ورته د بابا ئے چاربېته خطاب ورکړے دے ـ ولې حمزه د غزل بابا دے ـ غزل د جوړښت په لحاظ ساده سوده صنف دے ـ فقط يو جوړښت لري ـ مګر د چاربېتې اتۀ کوره دي بيا په اتو کوروکښې مربع ، مثمن ، معشر مجاز او مستزاد نور کوره کي هم لري ، تر څو د مضمون افيرنې خبره ده ټېکه دار د ژوند په هر اړخ باندې لاس اچولے دے ـ مذهب ، سياست ، غلط رسمونه ، رواجونه د طبقاتي نظام ظلم زياتے جنګ ، امن په ملک کښې د ملک نه بهر پېښه ئي په چار بېته کښې قلم بند کړې ده ـ ولې د چاربېتې د جوړښت ښکلا ، روانۍ د قافې ، تشبيهاتو او استکارۍ په لحاظ ټېکه دار چاربېته هغه لوخې دے چې د کار دے، ولې ښائسته نه دے يا د ټېکه دار چاربېته د خامتا جامه ده چې بدن پرې خو پټ وي خوشډله پډله او زېب و زينت ئي نه وي ـ په چاربېته کښې قادرالکلامي د قاضي ګل او نوره دين اخون په برخه رسېدلې ده ـ مګر د چاربېتې حسن د احمد دين طالب ، او عبدالله استاد څخه دے ـ

اوس راځو خپلې موضوع له د کتاب په صفحه 1 باندې چې چاربېته ليک ده دا چاربېته نه ده ځکه چې د چاربېتې د تعريف شرائط نه پوره کوي ـ د چاربېتې د کړې په حقله پوهان وائي چې دا به په څلورو مصرعو مشتمل وي ـ د څلورو نه زياتې چې هر څومره وي کمې به نه وي ـ اوس دلته وګورئ ـ

ستا د کودالې چارۍ شمه قربان د رمبي

سونې که زار له لوره زر د دهقان د رمبي

کړه : زر و سسپار وخېژي د تير د کوندې

ښکلې موټر که لارۍ به وي د جاګيردار د کونې

دوړې د کوره تښتي چې ځي کاروان د رمبي

کړه ئي په درېو مصرعو مشتمله ده ـ دې ته مونږ نظم وئيلے شو ولې چار بېته نه ده ـ په صفحه 23 باندې چې چاربېته ليک ده دا هم چاربېته نه ده ـ

د رزيلانو نه کۀ راشه درشه د عزت غواړې

ځان له مصيبت غواړي ورک شه بې شعوره

کړه: کم عقله موټي کښې به اور نيسي

د زمينداره لو کښې لور نيسي

سپي د شاخېله به په زور نيسي

په جوارګرو کښې چې امن د محلت غواړي

ځان مصيبت غواړي ورک شه بې شعوره

په صفحه 29 باندې فني چاربېته ده ـ

جينۍ را دو کړه په شربت کښې انګار وګوره

راشه دا سنګار وګوره ورک د پښتون نوم شو

په صفحه 56 باندې ئې په مخمس نظم باندې سر وئيلے دے ـ مخمس نظم د چاربيتې په اهنګ کښې نۀ وئيلے کيږى ـ د کسر کړه ئې د مربع کور د چاربېتې کړه ده ـ داسې دا يو نوے ترکيب جوړ شى ـ داسې نورو نيم لوستو شاعرانو هم د نظمونو ابتدا د د چاربېتې په شان د سر نه کړې ده ـ خو هغوئى ورسره نظم ليکلے وى ـ په صفحه 93 باندې چاربېته نۀ ده ـ

د انګريزى تعليم د لاسه مسلمان ورک شو

لاړو ترې قرآن ورک شو ګورى رسالې

په صفحه 121 باندې نہ چاربېته ده ـ

پير فقير به نه شي چې په شرعه برابر نۀ شي

مست په هسې جر نه شي

پير فقير به نه شي ګرځول په اوږه ښکر نه شي

چوټ د جادو ګر نه شي

نور ليکل د طوالت باعث جوړېږي که څوک کتل غواړي کتاب دې وګوري ـ څه نظم نما غوندې شې دے ، چې ترکيب ئي خپل دے ـ کم از کم زما له نظره نه دے تېر شوے ـ په صفحه 123 باندې چاربېته نه ده ـ

شعردرته ښائم که ئي ګورې دے په جاړو کښې

ګرځي به په شاړو کښې پاسه د بنګلو سره

يه صفحه 133باندې هم چاربېته نه ده ـ

څه شوې د اسلام ستنې سرۍ او عمارت څۀ شو

ډال د کرامت څۀ د چار بېتې په څو کتابونوځلغندۀ نظر

په ټولو کتابونو باندې بحث کول خو ناممکنه خبره ده ما څو لوے کتابونه د بحث د پاره منتخب کړې دي ـ که چرې دې کتابونو دا چار بېتې نه وے خوندي کړې نو نن به دا هم د اتلسمې پېړۍ نه مخکښې شاعرانو په شان خپلو ويونکو شاعرانو سره خاورې شوې وې ـ که دې کتابونو يو طرف ته د چار بېتې ډېر لوے خدمت کړے دے نوبل طرف ته ئي خلق د چاربېتې د پېژندګلو په حقله په مغالطه کښې اچو لے دے ـ

1: ها ر وبهار :- ددې کتاب مولف د فرانس باشنده جمز ډار مسټېټر دے ـ دا زمونږ په اولسي ادب باندې اولنے کتاب دے ـ زمونږ د پوهانو حوالې د دې کتاب نه وي ـ ډار مسټېټر اهل زبان نه دے د هغه منشيان اديبان نه دي که دي هم په چاربېته باندې پوره دسترس نۀ لري که د هغه نه غلطي کېږي دا د هغه د کار په مقابله کښې هيڅ هم نه ده ـ دا خو مونږ له پکار وه چې د هغو نه کومې غلطۍ شوې دي هغه مونږ لرې کړے وې ـ چې بيا بيا غلطۍ نه کېدلے ـ خو د حېرانۍ خبره ده چې دې په کتاب کښې دومره نقائص نشته چې ورستو زمونږ خپلو اهل زبان پوهانو کړې دي ـ زما بحث په چاربېته دے زه به خپله نشان دهي تر چاربېتې پورې محدوده ساتم ـ په صفحه 33د کابل د جنګ چاربېته داسې ليک ده ـ

قادره ذوالجلاله ، بې شرکه بې مثاله

ايمان مې خطا نه کړې

فېرنګ ورک کا لہ کا بله

زاري مې نشته بله

حالانکې دا کړه بنده چار بېته ده (ابتدائي دور ) په دې ډول ليکل پکار وو ـ لکه چې اوسني وخت کښې ليکلے کېږي ـ

قادره ذوالجلاله بې شرکه بې مثاله

ايمان مې خطا نه کړې فېرنګ ورک کړې له کابله

زاري مې نشته بله

اوس که يو عام لوستونکے هغه د ليک زوړ انداز او اوسني انداز ته وګوري دا به بل قسم وګڼي ـ همېش خليل زمونږ ډېر لوے محقق دے ، هغه په يو ځان د يوې اکېډمۍ نه ډېر کار کړے دے ـ هغه څنګه د عبدالواحد ټېکه دار د چاربېتو په کتاب باندې په سريزه کښې تېروځي ؟محترم د هار و بهار نه د بونير د جنګ چاربېته را اخلي او پنځم قسم چار بېته ئي شماري ـ او جوړښت ئي داسې بيانوي ـ

"هر بند ئي په پنځو مصرو مشتمل وي ـ دويمه او دريمه مصرعه خپلو کښې سره په وزن قافيه برابر وي ـ هر کله چې وړمبۍ او څلورمه مصرعه خپلو کښې هم وزن او هم قافيه وو ـ او پنځمه مصرعه ئي د وړمبۍ مصرعې تکرار وي ـ خو ورستو بندونو کښې دا انداز بدل شي يعني وړمبۍ درې مصرعې په خپلو کښې سره د وزن په تول او قافيه برابر وي ـ هر کله چې څلورمه مصرعه ئي د ړومبۍ مصرعې تکرار وي ـ "

دا يو مغلق بيان دے چې هيڅ مطلب ترې نۀ راوځي ـ

سر: له هنده دي راغلي په غزا پسې سفر کا

له هنده دي راغلي خو وطن ئي برېلے دے

اوس ناست دي په ملکا کښې جوړوي دارو ګولۍ

په ډ اګه ورته ناست دي تل ثناء د پاک اکبر کا

راغلي په غزا پسې سفر کا

دويم بند : په ډاګه ورته ناسدي تل ثنا که د عفور

انګرېز په ټوپۍ جمع کۀ لښکر ورته ګڼ ګور

لندن تر کلکتې تر کمپنۍ وشۀ دا مذکور

دښمن دې پېدا شوے نن دې ټينګ ورته لښکر کا

له هنده دي راغلي په غزا پسې سفر کا

لږه به صفا ووائيم چې د همېش صېب نه چاربېته هډو پېژندے شوې نه ده ـ دا مربع چاربېته ده ـ دې قسم چاربېتې سر په دوو مصرعو مشتمل وي ـ خو دلته د چاربېتې سر يوه مصرعه ده ـ ( په اولني دور کښې چاربېتې په نيم سر وئيلے شوې دي ) ـ بند ئي څلور مصرعې وي ـ اولنې درې په ځان کښې هم وزن او هم قافيه او څلورمه سر سره هم قافيه وي ـ همېش خليل صېب د تېر وتو دوه اسباب دي ـ

1: د چار بېتې سر نيم دے يعني يوه مصرعه دے ـ

2: د اولني بند يوه مصرعه ورکه ده نه ده ليک ـ دوئيم بند ئي پوره دے ـ

بند: په ډاګه ورته ناست دي تل ثنا که د عفور

انګرېز په ټوپۍ جمع کۀ لښکر ورته ګڼ ګور

لندن تر کلکتې تر کمپنۍ وشۀ دا مذکور

دښمن دې پېدا شوے نن ټينګ ورته لښکر کا

له هنده دي راغلي په غزا پسې سفر کا

د ابتدائي دور چاربېته ده په چا ربېته کښې خا مي ده ـ همېش صېب ليکى چې په "چاربېته" کښې دا قسم چاربېته نيشتے ـ د عبدالواحد ټېکه دار په٫٫ چار بېته،، کښې ددې کور ګڼي چار بېتې موجود دې خو دا يو سراو يو بند د مثال په طور ليکم ـ

سر: داسې وخت به راشي په تکليف به ايماندار وي

سپک به وي عالم خلقه د ډم به تابعدار وي

بند : داسې وخت به راشي چې ضغيف به مو اسلام شي

نوے به تقرير نوے مذهب به ګام په ګام شي

نوے به طالب نوے ملا نوے به قام شي

نوي جماعتونه نوے دين به د غدار شي

ټېکه دار چاربېتہ ص 105

د چاربېتې د وئيلو په وخت کښې سندر غاړے د چاربېتې پوره سر يو ځل يا نيم سرے دوه ځله تکراره وي ـ صفحه نمبر 89 په 39 نمبر باندې محمود شاعر مستزاد چاربېته ليک ده چې ورته چاربېته نه دي ليکلي شوي ـ

سر: پخوا له بابا ادم چې ادم واړه په شمار وو

لس درې شلې اظهار وو

هر بند په شپږو بېتونو باندې مشتمل دے په ووم کښې سر ته شاعر رجوع کړې ده ـ خو په کتاب کښې 1،2،3،4،5،6وغېره وغېره ليکلي شوي دي او هر بېت ئي جدا اکائي ګڼلې ده په صفحه 144باندې د عيسى ګل اخون زاده چار بېته ليک ده ـ خود چاربېتې په ځائي ورته غزل ليک دے ـ

سر: اے د شال مېر منې مۀ کړه رټل

د رب د پاره بيا وکړه نظير

کړه: اے د شال مېرمنې وائيم حال

دواړه غوږ پرې کېده په دې مقال

ستا په يارۍ کښې صنم شوم بې مجال

د رب د پاره دارو وکړه فى الحال

ژوندون مې ګران شو پري ته کوې سُل

اے د شال مېر منې مۀ کړه رټل

ځکه غمژن پروت يمه ستا په در فقير

د رب د پاره بيا وکړه نظير

په صفحه 131باندې په باغ و بهار کښې هم د چاربېتې په توګه ليک ده ـ ځېنو بګتو او لوبو جوړښت د چاربېتې په شان وى ـ خو دا د خپل مزاج نه پېژندے کېږي ـ لکه د خاطر افريدي مشهوره لوبه ده خو جوړښت ئي د چاربېتې دے ـ

نور رانه هيڅ نه شي خطا ده

له هر څۀ هر څۀ ووتمه

ګرانه اشنا د مې سزا ده

چې ستا په طمعه ګرځېد مه

يا؛جامې مې لنډ ې نيسه مورې زمانصيب کښې جامې تورې

د بېلتانه داسې دوران دےجانان مې قطر ته روان دے

محمد دين تيلي د چاربېتې نه خبر شاعر دے ـ د هغه دوه چاربېتې ما هم راخستې دي ـ د هار وبهار په صفحه 162باندې د محمد دين لوبه ده ـ

سر: په تور وربل دې قطار کړې دي ګلونه

زلفې دې ټالونه

کړه: په سپين جبين کښې دې خالونه درې څلور دي

ما ايښي په زور دي

د ښا ئست کوکې دې خورې تر لاهور دي

شنډې دې د مور دي

په سرې پشۍ کښې دې جوړه ايښي لعلونه

زلفې دې ټالونه

دا لوبه په باغ و بهار کښې عبدالحليم اثر صېب هم په صفحه 117 اخستې ده ـ د محمد دين تيلي وجه شهرت لوبه ده چاربېته نه ده ـ په صفحه 186 باندې د نور شالي بګتۍ ده چې ورته چاربېته ليک دي ـ

مازيګر راشه په تلوارې زما يارې

ګودر له ځمه چې ملګري شو په لارې

کړه : مازيګر راشه په تلوار يمه بلبله

له جينکو نه پاتې شوم ستا له کبله

تا چې خبره د کوکۍ راته کوله

راځه چې درکړم سپينه خوله زلفې تار تارې

مازيګر راشه په تلوارې زما يارې

يوه نقطه د فرق دچاربېتې، بګتۍ او لوبې تر مينځه دا هم ده چې د چاربېتې کړه د وئيلو ( ترنم سره) په دوران کښې په څلورو مصرعو باندې ختمه شي او بيا روغ سر د کړې نه ورستو تکرارېږي ـ په بګتۍ او لوبې کښې د سر اخري مصرعه کړې سره وئيلے کېږي ـ

باغ و بهار:

باغ و بهار د محترم قاضي عبدالحليم اثر صېب اثر دے ـ چې په کښې ډېرې د پائي چار بېتې خوندي دي ـ خو د اثر صېب نه هم په ډېرو مقاماتو باندې تېر وتنې شوې دي ـ په صفحه 117 باندې د محمد دين تيلي لوبه

په اوربل دې قطار کړي دې ګلونه

زلفې دې ټالونه

اثر صېب هم اخستې ده خو اثر صېب حواله نه ده ورکړې ـ اثر صېب نورې چاربېتې هم د هارو بهار نه اخستې دي ـ دا لوبه به هم اخستې وي او د هار و بهار غلطي دوباره وشوه ـ

په صفحه 143باندې:

د شين رنګين ئي واغوست لوپټه کړه په سر صنم

راغله برابر صنم

شين رنګين ئي واغوست محبوبا ګل خندانه شوه

رو رو راروانه شوه

دا د ګل غنچه وه رابېرونه له بوستانه شوه

ښه راته عيانه شوه

مخ دې له حجابه رابهر که په هنر صنم

راغله برابر صنم

دا هم چاربېته نه ده ـ د چار بېتې کړه چې ختمه شي نو سر را اخستے کېږي اوله او دوئيمه مصرعه دواړه وائيلے کېږي ـ يعني د چاربېتې سر او کړه دوه جدا اکايانې دي ـ دلته کړه بغېر د سر د اخري مصرعې نه نۀ پوره کېږي په صفحه 160 باندې د ظريف د پېښاور بګتۍ ده ـ

ياره ستا په جېب کښې زما پېزوان دے

ګمان مې نښتے پرون ماښام دے

ياره ستا په جېب کښې پېزوان مې مالہ

ما وپښتېده له خپل رېباره

ويرېږمه زه له خپله پلاره

که خبر شي دادا ژوندون مې ګران دے

ياره ستا په جېب کښې زما پېزوان دے

د چار بېتې ، بګتۍ ، او لوبې وئيل سړے په کاغذ نه شي منتقل کولے کۀ دا بګتۍ چا زما نه واورېده نو اوبه مني چې څومره مثالي بګتۍ ده ـ په صفحه 173 باندې د احمد د کلاچۍ لوبه ده ـ

محبوبا سرې سترګې خمارې په څو رنګ راځي

مينه په غور زنګ راځي

دا هم لو به ده ، د محمد دين د لوبې په شان چې مخکښې ئي په صفحه ....103.باندې ذکر وشو ـ په صفحه 224 باندې د مستجاب لوبه ليک ده ـ

په تور وربل کښې قطار کړي زيړ ګلونه دي

سترګې دې لعلونه دي د جونو جمالدارې

په صفحه نمبر 227 باندې نوره دين بګتۍ ده ـ

ننه زړه مې په ګوګل کښې نا قرار دے

خوب وينمه چې غم د يار دے

کړه: دننه زړه مې په ګوګل کښې سوے سکور دے

بل را باندې اور دے

چې په يارۍ ټګي کاندي مخ ئي تور دے

خدائې په اېښې دغه پېغور دے

کله جوړېږي دغه زخم د ازار دے

خوب وينمه چې غم د يار دے

دا خبره زه بيا کول غواړم چې ښه وا ضح شي ـ بکتۍ او لوبه د چاربېتې مربع کور سره اکثر ګډه وډه کېږي ـ خو دوه نقاط چاربېتې له د بګتۍ او لوبې نه جدا کړي ـ

1: دچار بېتې فکر دروند او سنجيده وي ـ

2: د چار بېتې کړه په مربع کور کښې جدا جدا وي ، چې کړه ختمه شي سر ورستو وئيلےکېږي ـ د بګتۍ او لوبې د کړې اخري مصرعه ورسره ټل وي ـ په بګتې او لوبه کښې دا فرق وي چې د بګتۍ د سر دواړه مصرعې هم وزن او هم قافيه وي ـ د لوبې د سر دوئيمه مصرعه ازاده وي دا لنډه اوږده هر څنګه کېدې شي ـ بګتۍ او لوبه دواړه يو بل ته ډېر نېزدې اصناف دي ـ

نيمکۍ :

د نيمکۍ تعريف دا دےچې سر ئې مصرعه وي او کړه ئې هم مصرعه وي ـ نيمکۍ سره چې څومره مصرعې يا ټپې ووئيلے شي دې ته وائي چې دومره ټکۍ وختې ـ (دا د ځېنو پوهانو وېنا ده )خو دا تعريف درست نه دے ـ د نېمکۍ سر ته سروکے وائي ، اؤ د سروکي ډېر اقسام دي ـ په نيمکۍ کښې ډېره برخه د مېر منو ده ـ

د عبدالواحد ټېکه دار چار بېتې:

دا کتاب پښتو ادبي بورډ پېښاور چاپ کړے دے ـ دا کتاب د ډېرو پوهانو د لاسه وتے دے خو دې کتاب چې د چاربېتې څېره څومره مسخ کړېده بل يو کتاب نه ده کړې ـ څۀ خو ټېکه دار چاربېتوله نومونه ورکړل لکه زمينداري چاربېته ، ستاري چاربېته ،د سهرې چاربېته ، فني چاربېته وغېره وغېره ـ چې ورستني کول دغه د چاربېتې قسمونه وګڼل ـ ځکه چې حمزه بابا ورته د بابا ئے چاربېته خطاب ورکړے دے ـ ولې حمزه د غزل بابا دے ـ غزل د جوړښت په لحاظ ساده سوده صنف دے ـ فقط يو جوړښت لري ـ مګر د چاربېتې اتۀ کوره دي بيا په اتو کوروکښې مربع ، مثمن ، معشر مجاز او مستزاد نور کوره کي هم لري ، تر څو د مضمون افيرنې خبره ده ټېکه دار د ژوند په هر اړخ باندې لاس اچولے دے ـ مذهب ، سياست ، غلط رسمونه ، رواجونه د طبقاتي نظام ظلم زياتے جنګ ، امن په ملک کښې د ملک نه بهر پېښه ئي په چار بېته کښې قلم بند کړې ده ـ ولې د چاربېتې د جوړښت ښکلا ، روانۍ د قافې ، تشبيهاتو او استکارۍ په لحاظ ټېکه دار چاربېته هغه لوخې دے چې د کار دے، ولې ښائسته نه دے يا د ټېکه دار چاربېته د خامتا جامه ده چې بدن پرې خو پټ وي خوشډله پډله او زېب و زينت ئي نه وي ـ په چاربېته کښې قادرالکلامي د قاضي ګل او نوره دين اخون په برخه رسېدلې ده ـ مګر د چاربېتې حسن د احمد دين طالب ، او عبدالله استاد څخه دے ـ

اوس راځو خپلې موضوع له د کتاب په صفحه 1 باندې چې چاربېته ليک ده دا چاربېته نه ده ځکه چې د چاربېتې د تعريف شرائط نه پوره کوي ـ د چاربېتې د کړې په حقله پوهان وائي چې دا به په څلورو مصرعو مشتمل وي ـ د څلورو نه زياتې چې هر څومره وي کمې به نه وي ـ اوس دلته وګورئ ـ

ستا د کودالې چارۍ شمه قربان د رمبي

سونې که زار له لوره زر د دهقان د رمبي

کړه : زر و سسپار وخېژي د تير د کوندې

ښکلې موټر که لارۍ به وي د جاګيردار د کونې

دوړې د کوره تښتي چې ځي کاروان د رمبي

کړه ئي په درېو مصرعو مشتمله ده ـ دې ته مونږ نظم وئيلے شو ولې چار بېته نه ده ـ په صفحه 23 باندې چې چاربېته ليک ده دا هم چاربېته نه ده ـ

د رزيلانو نه کۀ راشه درشه د عزت غواړې

ځان له مصيبت غواړي ورک شه بې شعوره

کړه: کم عقله موټي کښې به اور نيسي

د زمينداره لو کښې لور نيسي

سپي د شاخېله به په زور نيسي

په جوارګرو کښې چې امن د محلت غواړي

ځان مصيبت غواړي ورک شه بې شعوره

په صفحه 29 باندې فني چاربېته ده ـ

جينۍ را دو کړه په شربت کښې انګار وګوره

راشه دا سنګار وګوره ورک د پښتون نوم شو

په صفحه 56 باندې ئې په مخمس نظم باندې سر وئيلے دے ـ مخمس نظم د چاربيتې په اهنګ کښې نۀ وئيلے کيږى ـ د کسر کړه ئې د مربع کور د چاربېتې کړه ده ـ داسې دا يو نوے ترکيب جوړ شى ـ داسې نورو نيم لوستو شاعرانو هم د نظمونو ابتدا د د چاربېتې په شان د سر نه کړې ده ـ خو هغوئى ورسره نظم ليکلے وى ـ په صفحه 93 باندې چاربېته نۀ ده ـ

د انګريزى تعليم د لاسه مسلمان ورک شو

لاړو ترې قرآن ورک شو ګورى رسالې

په صفحه 121 باندې نہ چاربېته ده ـ

پير فقير به نه شي چې په شرعه برابر نۀ شي

مست په هسې جر نه شي

پير فقير به نه شي ګرځول په اوږه ښکر نه شي

چوټ د جادو ګر نه شي

نور ليکل د طوالت باعث جوړېږي که څوک کتل غواړي کتاب دې وګوري ـ څه نظم نما غوندې شې دے ، چې ترکيب ئي خپل دے ـ کم از کم زما له نظره نه دے تېر شوے ـ په صفحه 123 باندې چاربېته نه ده ـ

شعردرته ښائم که ئي ګورې دے په جاړو کښې

ګرځي به په شاړو کښې پاسه د بنګلو سره

يه صفحه 133باندې هم چاربېته نه ده ـ

څه شوې د اسلام ستنې سرۍ او عمارت څۀ شو

ډال د کرامت څۀ

کړه: څۀ شوې د اسلام ستنې سرۍ غريب بيمار شولو

ورک ترېنه طبيب شولو

دوي چې په بوتل کښې ګرځوو هغه شربت څه شو

ډال د کرامت څه شو

په صفحه 235 باندې ستاري چاربېته چاربېته نه ده ـ ماله ډېر افسوس سره ليکل پرېوځي چې زمونږ د چار بېته بابا د چاربېتې د تعريف نه نۀ دے خبر ـ د چار بېتې تعريف دے چې کړه ئي څلور مصرعو نه کمه نه وي ، دلته کتے شي چې کړه په دريو مصرعو مشتمل ده ـ هم دغه چاربېته شرين يار يوسفزي په خپل ناچاپه کتاب چاربېته کښې د قسم په طور اخستې ده ـ د شيرين يار غوندې د اوزانو او بحور ماهر ښۀ غزل ګو او نظم ګو پرې خطا شوے دے ، عام قاري به خامخا تيندک خوري ـ

د ورخه تېرو اوبو هسې فرياد کړے دے

د جبرائيل په کاغذ دستخط شداد کړے دے

کړه : ما چې دوزخ کړو تسليم تا کړو جنت د بادو

اخرت ما کړو تسليم تا کړو زيارت د بادو

تقسيم زمونږ د باړو نمسو د عاد کړ دے

د جبرائيل په کاغذ دستخط شداد کړے دے

په صفحه 236 باندې بله ستاري هم چاربېته نه ده ـ

سر ؛ دا د خېبر د کاڼو مور چې د جنګ لرې

يا د پښتون په قانون تورې نه زنګ لرې

کړه : مېچن ارټ که کا ڼۍ زاړۀ اوزار ورکېږي

رېکارډ د بل د باجې ستا يکه زار ورکېږي

منګے رباب د حجرې سره د چنګ لرې

يا د پښتون په قانون تورې نه زنګ لرې کړه

زما له دې زيار نه مقصد په کتابونو يا په چا شخصيت باندې تنقيد کول نۀ ؤ ـ بلکې دا خبره ښکاره کؤل وو چې مونږ کومې تېروتنې کړې دي په هغو باندې نظر ثاني وکړو ـ چې د راتلونکي نسل اديب ترې په صحيح ډول استفاده کولے شي ـ او ادارې دې تش په نامه پوهانو ته کار نه سپاري ـ او بله خبره دا ده چې په دې کتابونو کښې څه ليک دي هغه من وعن نه خپلوي ـ خپل له عندې هم تحقيق پکار دے ـ د هار و بهار توضيحات ښاغلي حبيب الله رفيع صېب ليکلي دي ـ قاضي عبدالحليم اثر صېب زمونږ هغه اديب دے چې پښتو سره سره ئي په اردو باندې هم دسترس لرلو ، د عبد الواحد ټېکه دار په چار بېتو با ندې سرېزې اند ېش او هميش خليل صېب ليکلي دي ـ يا خو ددې مشرانو د چاربېتې په باب کښې دومره علم نۀ ؤ ـ يا ئې چاربېته ددې قابل نه ده ګڼلې چې محنت پرې وکړے شي ــ

کور، بحر او اهنګ

د چا ر بېتې د کور تعين د کړې نه کېږي سر نيم سرې ، پوره او کله کله د مروجه اصولو نه بيل هم کېدے شي ـ د سر نه د چاربېتې په کور باندې اثر نه پرېوځي ـ خو که کړه ټاکلي اصول ضوابطو نه اوخوځېده نوکور هغه نه پاتې کېږي ـ کړه مونږ ته د ښائي چې دا د کوم کور چاربېته ده ـ د کړې جوړښت که د مثنوي نظم دے ، نو د مثنوي کور چاربېته ده ـ که مربع دے د مربع کور چاربېته و غېره وغېره ـ په وزن او بحر کښې بدلون راتلو سره مروجه اهنګ بدلېږي خو په دې کښې اهم رول د موسيقار هم دے ـ يو موسيقار به د يو وزن يو بحر شعر له په دوه دريو اهنګونو کښې پېش کړي ـ زه پخپله د احمد دين دا چار بېته :

هغه دم زما د زړۀ صبر تمام لاړو

مراور چې مې د غېږې دل ارام لاړو

د چار بېتې او اولسي غزل په دو رنګو کښې وئيلے شم ـ په دې کښې موسيقار زور stress convert کوي او وزن مختلف کړي ـ د هغې نه اهنګ مختلف شي ـ

د چاربېتو ډېر لوے تعداد دے ـ دا په 6، 7، 8، 9، 10، 11، 12، 13، 14، 15، 16، پورې سېلابونو کـښې وئيلے شوي دي ـ د دومره چاربېتو تقطيع کول او د هغوې په بحرونو باندې خبره کول دا د هيچا د وس خبره نه ده ـ بيا داسې چاربېتې هم موجود دي چې په يوه چاربېته کښې دوه بحرونه مستعمل دي ـ بغېر د مسبع او مثمن مجاز نه نورپه هر کور کښې بې شماره چاربېتې موجود دي ـ دغه شان بحرونه ډېر بدل را بدل دي ـ د بحر د بدلېدو سره اهنګ هم مختلف شي داسې دا يوه غېر ختمي سلسله جوړه شي ـ او څوک دا نه شي وئيلے چې په دې اتو کورونو کښې څو کورکي دي ـ دا پنځلس پنځويشت ، دېرش ، دوه پنځوس تشې اندازې دي ـ د چار بېتې ډېره برخه به د يو سړي له نظره تېره شي خو څوک هم دا دعوىٰ’نه شي کولے چې هغه د ټولې چاربېتې نه خبر دے ـ مونږ څخه کتابونو کښې ددې ډېره لږه حصه ده ـ ډېره په غرونو او بانډو کښ پرته ده چې راغونډول هم اسان کار نه دے ـ زۀ ددې شپږو کورونو درې مثالونه وړاندې کوم چې کومو کښې د چار بېتې ډېره حصه ده ورسره د مروجه اهنګونو او راګونو سرسري ذکر کوم چې مولوستونکو ته څه لږ معلومات په لاس راشي ـ

مثنوي کور:

مثال 1: فوځونه راغلل په قصور باندې

د ډاکه مارو په دستور باندې

چودهري صلاح کوي د خوره سره

اوبه به څښکمه د لاهوره سره


1 2 3 4 5 6 7 8 9 10


فو ځو نه را غله په قص ور با ندې

د ډا که ما رو په د س تور با ندې

چود هري صلا ح کو ي د خو ره سره

او بۀ به څښک مه د لا هو ره سره

مثال 2 :

سر: جينۍ د بام په سر ولاړه ، صراحي هسکه دنګه غاړه

اوربل ئې بيا په تېلو غوړ کۀ، د عاشقانو رنګ ئې زيړ کۀ


1 2 3 4 5 6 7 8 9


جي نۍ د بام په سر ول ا ړه

صرا حي هس که دنګ ا ئي غا ړه

اور بل ئي بيا په تې لو غوړ کۀ

د عا ش قا نو رنګ ئي زيړ کۀ

9+9+9+9

مثال 3: چې مې ليدلے ستا رخسار رے

تمامي عمر مې په دا ر دے

چغې وهم لکه د لاب

په مخ مې ځي اوښکې سېلاب

8+8+8+8

(احمد دين طالب)

اوس که مونږ دې درې واړو مثالونو ته وګورو ، د درې واړو بحر مختلف دے ـ خو سندر غاړې يا مجلسيان شاعر د stressپه زور يا طول باندې دا کمي پوره کړي ـ دا چاربېتې اهنګ نه بدلېږي ـ په مثنوي کور کـښې يو اهنګ رائج دے ـ ټول اهنګونه به په بيهروي او جنګله دواړوکښې وئيلے کېږي ـ

مربع کور :

دا نسبتاََ ټولو نه اسان کوردے ـ چې د چاربېتې شاعر وي هغه به خا مخا په دې کور کـښې طبع ازمائي کړې وي ـ په دې کښې نور هم اهنګونه کېدې شي او د بحرونو بدلون را بدلون کېدې شي ـ هر کله چې بحر کښې فرق راشي که سندر غاړې يا مجلسي شاعر ئي ډېر په خپلې رضا باندې د بل اهنګ سره يو کول غواړي خو حساس غوږونه ئي دا فرق محسوس کوي ـ د ترنم سره د وېنا والا شاعرانو باندې دا الزام بې ځايه نه دے چې دوئې خپل معائب په خپل اواز کـښې پټ کړي ـ

مثال 1: دسوکياچاربېته په دې چاربېته کښې دومره خاص د چاربېتې محاسن موجود نه دي سوا له دې نه چې يو سکهـ شاعر د رسول کريم (ص) صفت کړے دے ـ

پېغمبر صاحب مکې نه راروان شو

د پالکۍ سره ئي ځانګي سرۀ لعلونه

سوکيا


پې غم بر صا حب م کې نه را ر وان شو


د پال کۍ س ره ئې ځا نګي سره لع لو نه


12+12

ددې چاربېتې د وېنا په دوران کـښې مجلسيان د کړې اخري نقطې له طول ورکوي ـ لکه داسې

پېغمبر چې کلمه کړله په جار.........

غلبله شوه د کافرو په بازار .........

بوجهل وې زما عمر په شو په دار...........

نجوميان ئي ځائي په ځايي وايي حالونه

پېغمبر صاحب مکې نه راروان شو

د پالکۍ سره ئې ځانګي سرۀ لعلونه

ځنې لفظ٫٫ر،، له طول ورکړي او ځنې ورسره د ي اضافه غوندې کوي

مثال 1: هغه دم زما د زړۀ صبر تمام لا ړو

مرور چې مې له غېږې دل آرام لاړو

تقطيع:


ه غه دم ز ما د زړۀ ص بر ته مام لا ړو


ما ر ور چې مې د غې ږ دل ا رام لا ړو


مثال 2:

خېر به کله ورکوې په هر زمان ژاړي ژاړي

دروازه کښې ستا د ملکو فقيران ژاړي ژاړي


خېر به ک له ور کوې په هر ز مان ژا ړي ژا ړي


در وا زو کښې ستا د مل کو فقي ران ژا ړي ژا ړي


14 +14

له دې درې اهنګونو نه علاوه نور هم کېدې شي په مختلفوراګونوکښې وئيلے کېږي ـ

مثمن کور:

دا د مجلسيانو د خوښې کور دے ـ

مثال 1: ستا په سينه د ګلو هار شته دے

د ډز خندا دې فسادونه کوي

بل دې په سترګو کښې خمار شته دے

ټول ګاونډيان دې صفتونه کوي

(د ټوپۍ جمشېد)


ستا په سي نه د ګ لو هار شته دے


د ډز خن دا دې فسا دو نه ک وي

بل دې په ستر ګو کښې خم ار شته دے

ټول ګا ونډ يان دې صف تو نه ک وي

10 +10+10+10

مثال 2: مستې لېلٰى تو مسکراندى نه کر

که شوم رنځور بيا مې غور اونه شي

سونے د هار ګلے وچ پاندى نه کر

چرته د ستا د بنګړو شور و نه شي

(عمر د شاه کوټ اوګۍ)

تقطيع:


مس تې لې لا تو مس کرا ندي نه کر


که شوم رن ځور بيا به مې غور ؤ نه شي

سو نې د هار ګله وچ پا ندى نه کر

چرته دا ستا د بنګ ړو شو ر ؤ نه شي

11+11+11+11

مثال 3: لباسي راته ښکاره شولې جانانه

ستا په سر مې دي اخستي تهمتونه

په رو رو به زړګې صبر کړم له تا نه

ستا ښائست راباندې وکړل فسادونه

(حسن خان د سوات)

تقطيع:


ل با سي را ته ښکا ره شو لې جا نا نه


ستا په سر مې دي ا خس تي تهـ م تو نه

په رو رو به زړ ګے ص بر کړم له تا نه

ستا ‌ښا ئست را با ندې ؤ کړل ف سا دو نه

نمبر 1او 2په يو اهنګ کښې ؤئيلے کېږي خو د وئيلو په دوران کښې د يو سېلاب فرق پېدا کوي نمبر 3سکوټ جدا اهنګ لري نمبر1 او نمبر2 سره په ساز کښې نه شي وئيلے کېدے ـ مروجه اهنګونه ئي دوه دي ـ په راګ بيروي کښې وئيلے کېږي ـ

معشر مجاز:

دا د احمد دين طالب او عبدالله استاد د خوښې کور دے ـ احمد دين طلب څخه په دغه کور کښې چې څومره د بحر ردو بدل موجود دے نور په يو کور کښې هم نشته ـ عبدالله استاد هم پدې کور کښې د پايې چار بېتې وئيلې دي ـ ځکه چې ددې کور جوړ چې سر سره تړلے کېږي لکه چې جندره واچولے شي ـ د سراولنۍ مصرعې د کړې تر مينځه تکرار زبردست خوند پېدا کوي لږلږ فرق سره ګڼ اهنګونه لري ـ په راګ بيروي کښې وئيلے کېږي ـ

مثال 1: زړه مې فرياد کوي په مثل د جرس

غم د جانان رانه چاپېره دے عالمه

( احمد دين طالب )

تقطيع:


زړه مې فر ياد کو ي په م ثل د جر س


غم د جا نان را نه چا پې ره دے عا لم ه


12+13

مثال 2: زما ستا ربط په شان له د طوطي او خارو دے

د کشمير په سر درو کښې به يو ځائې کوو سېلونه

تقطيع:


زما ستا ر بط په شان له د طو طي او د خا رو دے


د کش مير په سر درو کښې به يو ځاې کؤ و سې لو نه


15+15

مثال 3: چې ښکاره شي د سرو ټيک دې لکه تندر دے

په څو چنده دې ښائسته دے مخ د ګل صدبره


چې ښکا ره شي د سرو ټيک دې ل که تن در دے


په څو چن ده دې ښا ئس ته دے مخ له ګل صد بر ه


13+15

څنګه چې ما په شروع کښې ذکر وکړو په دې کښې نور هم مثالونه موجود دي خو دا لږ فرق د اهنګ په چار بېته باندې پوهـ خلق محسوسولے شي ـ عام سړي له پاره يو رنګ چاربېته ده ـ

مستزاد چاربېته:

د هم د اهنګونو په لحاظ غني کور دے ـ زه به په درې مثالونو اکتفا کوم ـ چې لار يو ځل سمه شي مسافر چې څومره تګ پرې کول غواړي د هغه خوښه ـ

مثال 1: د زاغ دواړه څانګونه دې په د مخ نه کړه چاپېره

جمال په شش کښې ګورې

تا بيا په سرو لبانو دنداسه مخلې ډېره

لېلٰى د خياله ښورې

( نوره دين اخون)

تقطع:


د زاغ دوا ړه څان ګو نه دې د مخ نه کړه چا پې ره


جما ل په شش کښې ګو رې

تا بيا په سرو لب ا نو دن دا سه مخ لې دې ره

لې لا د خيا له شو رې

15+7+14+7

مثال 2: جوړه کړه بهانه جينۍ راځه زمونږه کور ته

او مې منه سوال

غوښې دې زما د زړه نيولي دي سو راور ته

او مې منه سوال

( اقبال خان اوګۍ)

تقطيع:


جو ړه کړه بها نه جي نۍ را ځه زمو نږ ه کور ته


او مې منه سو ال

غو ښې دې زما د زړه ني و لې دي سور اور ته


او مې منه سو ال



14+5+13

مثال 3: سترګې ګلونه د انارو

کاتۀ دې اثري ( نوره دين اخون)

نيم سر دے په ډبل وئيلو باندې به پوره کېږي ـ

تقطيع:


ستر ګې ګل و نه د ان ا رو


کا تۀ دې ا ث ري


9+6

کړه بنده :

په زوړ دور کښې د دې چاربېتو شپږ بندونه وو او په دريو بندونو پسې به يو ځل سر سره او دوئم ځل بيا د دريو بندونو نه پس سر سره تړلے کېده ـ وګورئ د زرين اخون چاربېته په صفحه 178باغ و بهار کښې ـ يو عبدالواحد ټېکه دار داسې شا عر دے چې هغه د چار بېتې روايت ئي مات کړے دے ـ د قافيې پابندي ئي هم ډېره نه ده کړې ـ د چاربېتې استاذان نوره دين اخون ، احمد دين طالب او عبدالله استاد دي ـ احمد دين طالب څخه اته واړه کوره مکمل دي ـ په چاربېته کښې نادر تشبيهات د روز مرې ښکلے استعمال اشارې کنائې لکه د غزل غوندې موندے کېږي ـ د بحر او د وزن خبر شاعر دے ـ او ددې اشاره احمد دين طالب په خپلې يوه چاربېته کښې په صفحه باندې 45

( ديوان احمد دين طالب مولف حافظ شمس الرحمان) کړې ده ـ

ډلې ډلې شاعران مې د چاربېتو مساوات وائي

يا دې داسې وائي يا دې نه کړي شاعري چرې

نه پېژني وزن د ميزان نه کم و زيات وائي

کم په کمينۍ کښې څله کاندي دائرې چرې

په اوسني دور کښې به دا دوه قسمه چاربېتې وئيلے کېږي ـ

مثال 1 ـ پروت يم بې مجاله ستا د در ملنګ يمه

ځي مې د خولې وينې محبوبا زړه مې نا سور شۀ

حال مې د منصور شۀ

کړه: الف: پروت يمه فقير ، ستا په در زهیر

غوڅ يم په ضمير

غم دې په ما زور شه اوس ديدن ته يم لېواله

پروت يم بې مجاله

ب: غم دې په ما زور شه ، حال مې ځکه نور شه

بل را باندې اور شه

اوخوره په ما ننګ صنمې ستا په تهمت رنګ يمه

ستا د در ملنګ يمه

ج تا باندې شيدا يمه ، غم کښې مبتلا يمه،

تل په واويله يمہ

وفا په ما باندې ټول ملک جهان تنور شو

حال مې د منصور شه

(مولانا سېف الرحمان)

مثال 2: مڼې د ثمر قند ، ستا سرۀ اننګي دواړه

خون کارې وهي لارې ستا خمارې سترګې سرې

عجب حسن لرې

کړه : مڼې دې کوکۍ سپېنې خوش رنګې ګل رنګېنې

د قندو نه شيرينې چې اګاه دې شو په خوند

مڼې د ثمر قند

( احمد دين طالب)

په مثال 1 او 2 کښې دغه همره فرق دے چې په نمبر 1کښې د درې لنډو مصرعو ورستو چاربېته د سر سره تړلے کېږي نمبر 2 کښې د دوو لنډو مصرعو نه ورستو سر سره تړلے کېږي ـ اهنګ د اول وخت نه يو روان دے ـ خو د دريو لنډو مصرعو بندکي چې لري لږه تندۍ سره وئيلے کېږي ـ

د چاربېتې کورونه ولې زيات ښکاري

ددې ډېر اسباب کېدې شي خو يؤ څو غټو، غټو اسبابو باندې بحث کول ضروري ګنم ـ

1: په ارتقائي عمل کښې د چاربېتې بدلون:

د چاربېتې په ارتقاء کښې لږ ډېر بدلون راځي ـ او د چاربېتې نه نا خبره خلق دا د چاربېتې نوے کور ( قسم ) وګڼي حالانکې داسې نه وي ـ مثال په طور د مثنوي کور دا درې چاربېتې يوه زاړۀ چاربېتې ده چې شاعر ئي هم معلوم نه دے دوئيمه د مينځني دور چاربېته او درئيمه د اوسني دور ـ

مثال 1: کارونه ګوره د سبحان

نور به ئي نه وو په دنيا ژوند

وخت د زوال وو پرې خزان ولګېده

د سوړېزو لاندې ملتان ولګېده

کړه: کارونه ګوره د سبحان

شو ننګرهار نه راروان

مزل ئي کولو په تلوار

ملتان د ډ لې وو سردار

مخکښې به تلو لکه د شېر

ملګري وو ورسره ډېر

داړې کولې دوي مدام

چرې ګېر شوي نه وو په دام

د تورې غږ ئي په هندوستان ولګېد

د سوړېزو لاندې ملتان ولګېده

شاعر نا معلوم (زرکاڼے صفحه 160)

مثال 2: زور د کافرو په سلطان راغے

وخت د مهدي اخر زمان راغے

شاهي دبدب د دۀ مدام اوسه

فرانس او روم دده غلام اوسه

کړه: کافرو زور په طرابلس وکړلو

اټلي ظالم داسې هوس وکړلو

زر ئي داخل پکښې لښکر کړلو

سلطان ئي پسته پرې خبر کړلو

سلطان فرمان د کمر کس وکړلو

قسم د ترکو هر يو کس وکړلو

هر يو ځان سد سکندر کړلو

کوچ ئي د مصر په بندر کړلو

عرض ئي د مصر په مجلس وکړلو

لاټ کچنر ور باندې وس وکړلو

جوړ: لاره ئي کړه بنده مهم ګران راغے

زور د کافرو په سلطان ولېګده

په مصر بند د ترکو فوځ شه نا

په مخ ئي سم د اوښکو موج شو نا

لاټ کچنر دوزخ مقام اوسه

فرانس او روس دده غلام اوسه

(سرور د کوهاټ ( باغ و بهار)

مثال 3 ـ سر: ګردونه پورته شو بمونو سره

غازيان ټکرې خوري ټېنکونو سره

د پاک وطن په خاوره جنګ راغے

د مسلمان د تورې شړنګ راغے

کړه: ګردونو پورته شو اسمان ته

ګوره همت د مسلمان ته

هندو مغروره وو په زور

حمله ئي وکړه په لاهور

حمله کافر وکړله پټه

مردار به خلاص نه شي تر ګوټه

جنګ له چې راغے په مېدان

په تېخته لاړل په لړزان

ډېر کافران پکښې مردار شو

لاړل دوزخ ته په انګار شو

لاړل دوزخ ته شرمنده شول

ټول مخ تورزن هسې ګنده شول

ځائي دا دوئې نه وو د امان

ورپسې راغے مسلمان

ورپسې راغے شمشيرونو سره

غازيان ټکرې خوري ټېنکونو سره

هر مجاهد لکه پتنګ راغے

د مسلمان د تورې شړنګ راغے

اوس که مونږ په دې درې واړو مثالونو باندې ښه غور وکړو ، درې واړه د مثنوي کور چاربېتې دي ـ سرونه د ټولو چار بېتو يو شان دي ـ کړې د درې واړو مختلف دي ـ د اولنې چاربېتې کړه په لسو مصرعو مشتمل ده ـ د دويمې چاربېتې کړه په په شپاړسو مصرعو مشتمل ده ـ د درئمې چاربېتې کړه په اتلسو مصرعو مشتمل ده ـ

جوړ: اولنې چاربېته په يوه مصرعه سر سره تړلے کېږي دوئيمه په دويمه په دوو هم قافيه مصرعو باندې سر سره تړلے کېږي ولې تر مينځه ئي يوه بله مصرعه موجود ده ـ دريمه په دوو هم قافيه مصرعو سر سره تړلے کېږي ولې پرله پسې مصرعه ئي تر مينځه موجود نه ده ـ

د چار بېتې د مزاجه نا اشنا قاري له دا درې واړه مثالونه درې مختلف کورونه ګرځېدے شي ولې په حقيقت کښې دا يو کور دے ـ د مثنوي چاربېتو کور ـ په هر مثال کښې د مثنوي نظم سره مشابه

مثال 1: ايمان راوړل په رب صفات ئي کل عجب

د رب په ملائکو مې راوړې په ښه شان

راځه واوره بيان

الف: د رب په ښه اسمونو راوړل په کتابونو

يو سل څلور د پاسه نازل شوي له اسمان

ټول حق دي له سبحان

ب: زبور چې په داؤد ، راغلے له ودود

موسى باندې نازل چې شو تورات لري لقب

ايمان راوړل په رب

ج: عيسى باندې انجيل ، هم راغے له جليل

نازل شه په احمد نبي زمونږ ښکلے قرآن

راځه واوره بيان

(عبدالخالق)

مثال 2: مرمه ګل نګارې ، پروت يم نا علاجه

عمر مې په طمع د وصال واړه برباد شو

حال مې دفر هاد شو

الف: مرمه بې دارو يمه ، چغو په نغرو يمه ،

غوڅ په کټارو يمه

ځي مې له زخم نه جاري د وينو دارې

مرمه ګل نګارې

ب: وينې ترې جاري صنم ، نه کوي ياري صنم ،

تا ته مې زاري صنم

خېژي مې له خولې نه تل فرياد لکه دراج

پروت يم نا علاج

ج: نا علاجه يم په شور، نه پائيم زه نور ،

اوسومه په اور

پاتې مې نيمګړے نيمه خوا د زړه مراد شو

حال مې دفر هاد شو

په ملک کښې جولاګانو ، اندهېر جوړ کړو يارانو

څلور سېره غنم يو چرګ نارے اخلي زياتي

ده اتۀ سېره ئي بتي

الف: په هر کلې کښې ډېر دي ، اکثر له شرعې غېر دي

اکثر له شرعې غېر دي همېشه کوي حرام

خطا يي دين اسلام

ب: رښتيا رښتيا خبرې د دوې به کړم ظاهرې

ته هم به ترې خبر ئي چې دوې څومره ناروا که

نر ښځې په صلاح که

ج: اکثر د لېوه هډ خوري حرام حلال ګډوډ خوري

بيان به په ښه شان کړمه د دوې واړه ټګانو

په ملک کښې جولاګانو

د: بت ورکه د سرېش خامتا په نري قېش

دوې اووهي په لېشتو وائي خاوندہ نرخ ئي دا دے

د کلي نه جدا دے

ر: يوه پېسه تاوان دوئي نه کوي د ځان

د پړوکي له هر څه اخلي داسې کار دے

جولا يي په څه خوار دے

ز: جهان کښې سپک زبون دے په بدو پسې يون دے

جولا چې کوي غله ځکه ياديږي تهمتي

ده اته سره ئي بتي

( زرين اخون)

مثالونه نور هم کېدي شي ـ د فدا ګل عرف پېډيا بابا چاربېته په يو جز باندې مشتمل ده چې د چاربېتې په ارتقا کښې ليک ده ـ په مثال نمبر1 کښې شاعر چاربېته په مخه وئيل ده په ا او ب جز کښې شاعر هډو سر ته راجع شوے نه دےـ چې يو ميعاري چاربېتې له ضروري ګڼلے شي صرف ئي په ج جز کښې ئي سر ته رجوع کړې ده ـ په مثال 3کښې لنډې مصرعې درې درې دي ـ په هر جز کښې شاعر سر ته راجع شوے دے ـ په مثال 3 چاربېته په شپږو جزونو باندې مشتمل ده ا، ب، ج، د، ر، ز ـ خو که د چاربېتو جوړښت ته وکتےشي ټولې د يو سر لاندې وئيلے کېدےشي ـ

مثمن چاربېته:

مثال 1: سرۀ مهران دې په مخ ځانګي بې حسابه

خوشبو درځنې خېژي د کافرو

ملايانو روايت کۀ له کتابه

چې دا هسې اور بلونه وي د حورو

کړه: په جبين کښې دې رڼا شوه د مهرانو

بېلتانۀ راباندې واړول قرضونه

اور ئي بل کۀ په و زرو د خوارانو

هيڅوک نه اوري د خوار سړي عرضونه

راشه واچه لاسونه په يارانو

چې ئي روغ شي د خيرار زړګي دردونه

د پالنګ د پاسه ناسته ده نوابه

اننګي ئي صدفونه وو د درو

(نوره دين)

مثال 2: شاه په زقن باندې شين خال اېښے دے

کوي سېلونه په مېرو باندې

شنډې په تا مې سرو مال اېښے دے

خېژوې ما په غر غرو باندې

شاه په زقن باندې شين پان وهي

تپوس ترې نه کړي د خپل ياره څخه

زړګے مې نيت د هندوستان وهي

بې نوا ځم ستا د درباره څخه

په بلۍ ناسته ده چشمان وهي

غاړه ئي دنګه له چيناره څخه

ماته ئي نېټه د پشکال اېښے ده

ورله ورځمه په زارو باندې

( مير افضل ددېشانو )

مثال 1 او مثال 2دواړه د مثمن کور چاربېتې دي په سر کړه او جوړ کښې هيڅ فرق نيشتے ـ په رواتي انداز کښې څنګه چاربېته وئيلے کېږي دواړه په يو رنګ کښې نه شي وئيلے کېدے ځکه هنر مندان ئي جدا جدا کورونه ګڼي حالانکې ددې په بحر کښې فرق دے ـ اوله چاربيته په راګ بيروى کښې وئيلے کيږى او دويمه په جنګله کښې ـ کور يو دے ـ دا مې دريو کورونو نه مثالونه راکړل په ټولو کورونو کښې دغه صورت حال دے ـ مونږ له د چاربيتې جوړښت او مشابهت په نظر کښې ساتل پکار دى ـ په نرى مرى بدلون باندې که د چاربيتې کور نوے کوؤ نو داسې به د کورونو دومره تعداد جوړ شى چې د پوهې نه به بهر شى ـ

د مولف بې احتياطي :

کله کله مولف د چاربېتو د خوندي کولو په شوق کښې داسې چاربېتې په کتاب کښې وليکې ـ چې د ا هغه ته سمه ياده نه وي ، يا د نوخېزه شاعرانو چاربېتې را واخلي چې هغه په چار بېته پوره دسترس نه لري د يوې چاربېتې نيمې خاوند وي ـ زه يو مثال د هار و بهار او يو مثال د باغ و بهار نه راخلم ـ دا داسې چاربېتو هېڅ کمې نيشتے ـ

مثال نمبر1 صفحه 23 هار و بهار

سر: له هنده دي راغلي په غذا پسې سفر که

له هنده دي راغلي خو وطن ئې بريلي

کړہ: اوس ناست دي په ملکا کښې خرڅوي دارو ګولي

په ډاګه ورته ناست دي تل ثنا د پاک اکبر که

له هنده دي راغلي په غزا پسې سفر که

کړه: په ډاګه و رته ناست دي تل ثنا که د غفور

انګرېز په ټوپۍ جمع که لښکر ورته ګڼ ګور

لندن ، تر کلکتې ، تر کمپنۍ وشو دا مذکور

دښمن دے پېدا شوے نن دې ټينګ ورته لښکر که

له هنده دي راغلي په غزا پسې سفر که

دا هغه چاربېته ده چې ښاعلې همېش خليل غوندې استاد ئې په مغالطه کښې اچولےوو ـ همېش خليل د عبد الواحد ټېکه دار د کتاب چاربېته په سريزه کښې وائي چې د ټېکه دار په کتاب کښې دا قسمه چاربېته نشته دے ، حالانکې د ټېکه دار يو سل پنځه څلوېښت کړې چاربېته دغه قسم په دغه کتاب کښې موجود ده ـ په دې باندې په صفحه ١٠٩ په يو څو کتابونو نظر عنوان لا ندې څه بحث شوے دے ـ دا ناقصه چاربېته ده ـ اول خو دا شاملول نه وو پکار که د موضوع د غوره والي په سبب شاملول ضروري وه نو بيا ليکل په سمه طريقه وو لکه چې يو مربع چاربېته ليکلے کېږي ، دا به سمه څنګه ليکلے کېده دا هم ښايم ـ

دا مربع چاربېته ده ـ دې دا قسما چاربېتو سر په دوو مصرعو مشتمل وي ـ د زير بحث چاربېتې سر يوۀ مصرعه لري ـ نيم سرے شو ـ نيم سرے د وئيلو دوران کښې دوه ځله وئيل پرېوځي ـ چې د سر يو يوۀ مصرعه ليکلے نو ورسره نيم سر ليکل پکار وو يا به د يوه مصرعه دوه ځله ليکل وو ـ

له هنده دي راغلي په غذا پسې سفر که

(نيم سر )

پوره کول به دوه ځله وئيل پرېوځي ـ

کړه 2: له هنده دي راغلي خو وطن ئې بريلي

اوس ناست دي په ملکا کښې خرڅوي دارو ګولي

دريمه مصرعه ورکه ده ـ

په ډاګه ورته ناست دي تل ثنا د پاک اکبر که

له هنده ....(دوه ځله )

د چاربېتې نورې ټولې کړې په څلورو مصرعو مشتمل دي ـ

مثال 1: ( باغ و بهار شاعر ملا احمد جان)

سر: مۀ راوړه لاس د خوبه يمه سترګې مې پټې دي

د کچه خوبه چې شم ويخه بيا مې سر خوږيږي

په استعفار په توبه ستا له ميـن توبه يمه

چې شم ناجوړه بيا په ما به ټول ټبر خوږيږي

شوے ليونے حېرانه ستا لېون توبه يمه

په ډېر ديدن مې نه کړے موړ لا دې ځيګر خوږيږي

صبر دې نه شي بيا دې نغښتې راته مټې دي

دا مسبع چاربېته ده د مسبع چاربېتې سر په دوو مصرعو باندې مشتمل وي ـ دا يوه مصرعه ده نيم سرے شو ـ نيم سر د چاربېتې عيب نه وي خو سر ئې د کړې نه په بحر کښې مختلف دے ـ د وئيلو دوران کښې د چاربېتې ردهم يوشان نه پاتې کېږي ـ علاوه د کړه بندې چار بېتې نه نور د ووۀ واړه کورونو چار بېتې په نيم سري باندې وئيلے کېدے شي ـ

مثال 2: شين خال دې د ابرو لکه امام دے په محراب کښې

زلفان دې مقتديان پسې ئې کړې اقتدا ده

دا هم د ملا احمد جان چاربېته ده ـ معشر مجاز چاربېته ده ځنې کړې ئې مکمل او ځنې نا مکمل دي ـ د چاربېتې نه نا بلده قاري دا هم د چاربېتې کور ګڼلے شي ـ

نوې تجربې کول:

کله کله يو نيم شاعر د روايت نه انخراف وکړي او څه نوې تجربې پکښې وکړي ـ داسې هغه چاربېته يو نوې کور لګي خو که پ دې چاربېتې باندې غور وکړے شي خپل د ماخذ کړه وړه به چاربېته خا مخا لري ـ

مثال 1: شاعر قلندر مومند (صباون) څومره بمونه دي ورېږي د ويت نام په بام

مرګے دے ګام په ګام

مړ شو بې غوره

:کړه: څومره بمونه دي ورېږي په بيګاه صبا

په چا په ما په تا

ميندې بورېږي

له ټول وطن ځنې رخصت شو امان ارمان

ډېر شو زيان د ځان

خويندې ژاړېږي

په سرو سرو تورو د ځلمو سرونه پرې ډکرې

په وينو سرې اسرې

جونه سوزېږي

کړي اپيلونه د دنيا د هر يو قام په نام

مرګے دے ګام په ګام

مړ شو بې غوره

ددې د چاربېته کېدو نه خو انکار نه شې کولے ـ ځکه چې کړه ئې د چاربېتې ټول لوازمات پوره کوي ، که څوک دا ټپه داسې وليکي ـ

سپوږميه کړنګ وهه راخېژه

يار مې د ګلو لو کوي

ګوتې رېبينه

د ټپې نه خو دا بهر نه شوه صرف روايت په ليک کښې مات شو ـ

د قلندر مومند دا چاربېته داسې هم ليکلې کېدے شوه ـ

څومره بمونه دي ورېږي د وېت نام په بام

مرګے دے ګام په ګام مړ شو بې غوره

کړه: څومره بمونه دي ورېږي په بېګا صبا

په چا په ما په تا مېندې بورېږي

له ټول وطن ځنې رخصت شولو امان ارمان

ډېر وشو زيان د ځان خويندے ژړېږي

په سرو سرو تورو د ځلمو سرونه پرې ټکرې

په وينو سرې اسرې جونه سوزېږي

جوړ: کړي اپيلونه د دنيا د هر يو قام په نام

مرګے دے ګام په ګام مړ شو بې غوره

داسې دا مسبع چاربېته شي ـ خو د روايتي مسبع چاربېتې نه لږه بيله ـ د روايتى مسبع اوله ، دريمه ، پنځمه مصرعه هم هم قافيه وي ـ وګورئ په مثالونو کښې د مسبع مثال ـ

دې ته مونږ د قلندر صېب مستزاد کښې تجربه هم وئيلے شو ـ د مستزاد چاربېتې هرې مصرعې سره لنډه شان ټکړه هم وي ـ دلته قلندر صېب دوه زياتې کړې ـ

په شاعرانو کښې د چاربېتې حليه څومره عبدالواحد ټېکه دار خرابه کړې ده دومره يو نۀ ده کړې ـ په دې کښې هيڅ شک نشته چې په چاربېته کښې هغۀ نوي نوي مضامين داخل کړى دي ـ خو کله نه چې حمزه بابا ټېکه دار ته بابائې چاربېته وئيلي وو له هغې نه ورستو هغۀ ته Freehand ملاؤ شو چې هغۀ لوبې اونظم ته هم چاربېتې ليکلي دي ـ لکه ستاري چاربېته ، فني چاربېته ، زمينداري چاربېته ، سهري چاربېته وغېره ، چې ورستني کهول د چاربېتې اقسام وګڼل ـ د ټېکه دار ځنې چاربېتې ښې هم دي خو په ډېرو کښې د قافيې تړل ئې بس چاربېته ګڼلې ده ـ د چاربېتې د حسن خيال ئې نه دې ساتلے ـ هغه چاربېته چې احمد دين طالب او عبد الله استاد د غزل نه زيات د خيال نازکي ، تشبيهات معنه آفريني پکښې پېدا کړې وه ، ټېکه دار هغه ته ډېر نقصان رسولے دے ـ نا شائسته ژبې د چاربېتې د جوړښت نه لا پرواهي د چاربېتې صنف د تعليم يافته شاعرانو په نظر کښې بې قدره کړو ـ چې د چاربېتې د بابا دا حال دے د نورو به څنګه وي ـ دا د بې ځايه القاباتو نتيجه ده ـ ګنې مونږ د چاربېتې په چوکاټ کښې ښکلي ښکلي نظمونه ليکلي شو مثالونه ئې د زرين پرېشان ٫٫ښائست،، او د محمد علي خپلواک ٫٫افغانستان ،،دي ـ دا نظمونه دې شاعرانو دانسته د چاربېتې په چوکاټ کښې نۀ دي ليکلي ـ بلکې زمونږ نظم د چاربېتې زېر اثر دى ـ په دې د پوره باب په شکل بحث شوے دے ـ

د مشهورو سندر غاړو دست برد:

د الفاظو تر حده سندر غاړي اکثر د شاعرانو په کلامونو کښې رد و بدل کوي خو کله نه کله په چوکاټ کښې هم بدلون راولي ـ مثال په طور د نوره دين اخون چاربېته چې سردار علي ټکر په اواز کښې د ډيوه رېډيو نه نشر کېږي ـ چاربېته داسې ده ـ

ما وليدۀ يارانو د لېلٰى په سپين جبين

خالونه درې څلور

(نيم سر به دوه ځله وئيل پرېوځي )

کړه: ما ولېده يارانو د قلزم د بادشاه لور

هر دم نوې سينګار که

پالنګ ئې اچولے دے پرون په کوټه پُور

مکېزه ګل نګار که

د پښو تر سره پورې پئيل مرجان در

چپاؤ په ګنهګار که

سوره ځي په پالکۍ کښې چا پېره ترېنه تابين

په غږ د خيال ټکور

په دې پسې دوه دوه ځله نيم سريرې اړول پکار دي ، خو ټکر داسې وائي : ما وليدۀ يارانو د لېلا په سپين جبين

خالونه درې څلور

ما وليدۀ ي يارانو د قلزم د باشاه لور

هر دم نوې سينګار که

يعني د کړې دوه مصرعې ئې سر سره وتړلې ـ دې سره د چاربېتې شکل داسې شو ـ هسې د چاربېتې په کړه کښې اوږدې څلور او لنډې څلور مصرعې دي ټوټل اتۀ مصرعې چې هرې مستزاد چاربېتې وي ـ اوس چې څنګه ټکر وئيلې ده په اوله کړه کښې شپږ مصرعې شوې او په نورو کړو کښې اتۀاتۀ مصرعې دي ـ داسې دا به هم اورېدونکي د چاربېتې څۀ نوے کور ګڼي

د اتہ واړو کورونو یو یو مثال

د چاربېتې اتۀ کوره دي کۀ ددې جوړښت ذهن نشين کړلے شي بيا د چاربېتې پوهنه او پېژندګلو هيڅ ګران کار نه دے ـ لکه مونږ ته د نظم مختلف اقسامو مربع ، مخمس، مسدس وغېره جوړښت معلوم وي نو نظم مونږ د بل نظم نه په اسانه جدا کولے شو ـ دغه طريقه د چاربېتې د کورونو د پېژندګلو د پاره پکار راوستل دي ـ زه دلته د چاربېتې اتۀ واړه کورونونه يو يو مثال ورکوم چې قاريئينو له پاره يوه لار په مخه راشي ـ زه به دلته کوشش کوم چې ٫٫باغ و بهار ،، نه هاغه چاربېتې چې اثر صېب پرې نه دے پوهـ شوے ر اوخلم په صفحه 126باندې نوره دين اخون د مټۍ چاربېته ده د مثنوي کور چار بېته ده د کړې په مينځ کښې 1،2،3،4،ورته خامخا ورکړي دي نه پو هېږم د اثر صېب له دې نه څه مقصد دے ـ

مثال 1: مثنوي کور چاربېته :

چاربېته د مثنوي نظم په شان ده ـ د مثنوي په شان ليکل پکار دي ـ

چرګو نارې کړې سر دوباره

اوس به راوېښ شي زما پلاره

خوند مې د سرو لبانو تېر که

غلے ووځه څوک به دې ګېر که

کړه: چرګو نارې کړې صبحدم شو

په ما خبر د کور عالم شو

په ما خبر شو کور و کلے

جانانه څنګ به ووځے غلے

غلے ووځه زمونږ د کوره

مشغوله مه کوه په زوره

پلار به مې غږ وکړي چې غل دے

ورته معلوم د يارۍ چل دے حال د يارۍ ورته معلوم دے

چا دې په خوله اخستے نوم دے

نوم دې ليکلےپه کاغذ دے

تۀ چې راتلې څۀ دې عرض دے

جوړ: تۀ چې راتلې شومه قلاره

چرګو نارې کړې سر دوباره

وړاندې سپر ورستو شمشير که

غلے ووځه څوک به دې ګېر که

کړه 2:

شمشېر مې غوڅ کړو دزړه سر

رېبار مې راغے مازيګر

تا ورسره کړې دي سپورې

څنګه مغروره په خپل زور ئې

زور دې په شان د سکندر دے

اوږۍ دې مياشت پېزوان دې نمر دے

شغلې دې خېژي له محاله

تۀ پکښې ناسته بې خوشحاله

خوشحاله اوسه په حرم کښې

زۀ دې غرقاب کړمه په غم کښې

زۀ دې سورې کړم په مژګانو

راکه ملهم د سرو لبانو

زۀ چې راتلمه ستا د پاره

چرګو نارې کړې سر دوباره

سرۀ اننګي راته برسېر کړه

غلے وووځه څوک به دې ګېر که

کړه نمبر 3:

سرۀاننګي زما پيالې دي

سل څوکيدار مې د بنګلې دي

بې وخته رانشې هوښيارې

سل سهېلۍ زما بېدارې

سل غلامان زما په شمار دی

حرامه ټول درته په قار دي

سل مې خوني د جنګ هاتهيان دي

سل پرې د پاسه مهاوتان دي

سل مې اسونه د سورلۍ دي

سل ئې د سرو زرو ډولۍ دي

سپينه سينه مې پشم داره

چرګو نارې کړې سر دوباره

حرامه غېږ رانه چارپېر که

غلے ووځه څوک په دې ګېر که

کړه نمبر 4: غېږ مې چايېره کړه له تانه

په ژوندانۀ شومه ستومانه

غم شومې زيات خراب مې ژواک شه

ډېر مې په تا پسې پسخاک

بېلتون ړاندۀ کړۀ زما کسي

په سرو لمبو باندې مې نيسي

لختۍ دې زانګي په وزمين

کړي اشارت په هر زمين

لختۍ دې تل وهي ټالونه

په مازيګر کوي سېلونه

درسره سمې ځي همزولې

لاس په نامه درته تړلې

تۀ ئې په ټولو کښې سرداره

چرګو نارې کړې سر دوباره

نامړدې عدل د نو شېر که

غلے ووځه څوک به دې ګېر که

نمبر 5:

عدل کوي خلق په کور

ماته قارېږي خپله مور

بې وخته رانشې هوښيار شه

ورځه توبه استغفار شه

توبې اوباسه هر ساعت

درته کؤمه نصيحت

دنيا دې نيشتے ئې ملنګ

کوې خوبونه د پالنګ

دنيا دې نيشه دے فقير ئې

د خولې دې خيژي هواګيرې

ماته مې مور کوي پېغور

زۀ ئې نيولې ستا په تور

ستا په تور يمه تورداره

چرګو نارې کړې سر دوباره

نوره دين شعر د سوات بونير که

غلے ووځه څوک به دې ګېر که

د مثنوي کور چاربېتو کښې صرف د کړو په مصرعو کښې کمے بېشے کېدې شي نورې ټولې چاربېتې يو جوړښت لري ـ

مثال 2: مربع چاربېته:

تورې زلفې دې په مخ باندې وئي ټال ځي راځي

په جلب کښې د عاشق زړګے سمبال ځي راځي

کړه نمبر 1

تورې زلفې دې په مخ باندې ټالونه دي

بل دې ايخښي په لنډۍ زنه خالونه دي

تورې سترګې دې ګولۍ دي کۀ بمونه دي

تا ويشتلي پرې خوران دي بې مجال ځي راځي

کړه نمبر 2

تاويشتلي پرې خواران دي نه رغيږي اوس

صبراومه زړۀ زما کله صبرېږي اوس

د هجران په سورو لمبو بادې سوازيږي اوس

تصور کښې مې دا ستا د زنې خال ځي راځي

کره نمبر3

تصور کښې مې د ستا حسن انيس غوندې دے

په بشر کښې دې کشش د مقناطيس غوندې دے

ټيک دې ډال دے په تندي باندې رائيس غوندې دے

سوداګر دې هر طرف نه ډېر په خيال ځي راځي

کړه نمبر4

سوادګر نه يم د حسن شيدائي يمه ستا

د مجنون په شان له عشق کښې سوادائي يمه ستا

نظر اوکړه چې په در کښې ګدائي يمه ستا

ځان خبر کړه ستا دربار ته خان اقبال ځي راځي

مثال نمبر 3: مسبع چاربيته

(شاعر محمد دين تيلى، باغ و بهار صفحه 101)

کله به راشې په پوښتنه د ملنګ کړې څنګ

لرې کړه زنګ شوم زنګ ستا په تهمت کښې

کړه 1: کله به راشې چې دې وکړمه ديدن سحار

زړه مې پرهار د يار د لاسه ډېر دے

شومه په غم کښې ستا د مينې ګرفتار په جار

وسوم په نار ، انګار رانه چاپېر دے

اخر په تېر شي د نيمګړې دنيا وار په خوار

ما اخله ازا ر بيمار په زلفو ګېر د ے

مخ دې چراغ دے پرې راځم لکه پتنګ په شرنګ

لرې کړه زنګ شوم زنګ ستا په تهمت کښې

2: زه درنه غواړمه د سرو لبو انعام، مدام

کوم سلام غلام يمه د يار

په مخ دې اېخې دے د تورو زلفو دام مقام

ستا په ظلام ما ښام شومه حيصار

چرې دې ونه لېږۀ ما لره پېغام کلام

د لبو جام ، ګل فام يمه بيمار

راځه چې څملو محبوبې په سور پالنګ يو درنګ

لرې کړه زنګ شو م زنګ ستا په تهمت کښې

3: دا زه تيلي کوم صفت د شېخ کبير فقير

لوے ئې تا ثير ، نظير لري هر چا ته

ما دے نيولے د کا کا صاحب جاګيرکبير

شو هوا ګير ، ضمير مې ددۀ خوا ته

زۀ محمد دين يمه مريد د دستګير، امير

کامل مې پير ، فقير تخته کم ذاته

په زړه مې وخوړ تېرۀ غشے د خدنګ دورنګ

لرې کړه زنګ شوم ملنګ ستا په تهمت کښې

مثال 4: مثمن مجاز :

( شاعر: خوستي صوابۍ )

نن دې رنګا رنګ ګلونه قت کړه په اوربل کښې

تور ، شين، زيړ ، سپين مخ دې ګلزار دے

کړه :

سرې دي دا ستا پښې سرې دې پڼړې سوردا ستاشال دےنه سرۀ نتکۍ په سور اننګي اؤړې مخ دې مشال دے نه

سور دې دے پېزوان چې په سرو شونډو سوردے لال دې نه

سور دې دے قميص تور دې پرتوګ سور دې رومال دے نہ زړۀ دې زما يوړو سرۀ کونډۍ ستا په منګل کښې

نن دې رنګا رنګ ګلونه قت کړه په اوربل کښې سوزي په اور سوزي عاشق تا سوے په نار دے تور ، سور ، شين ، زيړ ، سپين مخ دې ګلزار دے

کړه:

شنۀ شې په خندا شېې شنۀ دې ايښي دي خالونه

شنۀ خوشبوي په لاس کښې ګرځوي کوې سېلونه

شين چمن کښې ګرځےشنۀ طوطيان نېسې په لومه

زړۀ دې زما يوړو خال دې نه مني سوالونه

څۀ خو رحم وکړه سر مې ځائې کړه څنګل کښې

نن دې رنګا رنګ ګلونه قت کړه په اوربل کښې لاړ به درنه شمه زړګے مې نا قرار دے

تور، سور،شين، زيړ، سپين مخ دې ګلزار دے

کړه:

زيړه زيړه ګرځم رنګ مې زيړ لکه زعفران دے نا

زيړ د کور کمان تلي وهم ژوندون مې ګران دے نا

زيړې مې دي سترګې د زيړي مرض په شان دے نا

زيړې ماته مه کړه د زړګي بازار مې وران دے نا

پلار که مې خبر شه تا به پرې نۀ ږدي بورجل کښې

نن دې رنګا رنګ ګلونه قت کړه په اوربل کښې

ځان ترې نه ساته پلار مې د ټول وطن سردار دے

تور سو ر ،شين زيړ ، سپين مخ دې ګلزار دے

کړه:

سپين دې مړوندونه د اصلي فولادو تورې دي

سپينې دې پنډۍ په زرو باندې پورې دي

سپين ململ په سر کړې کړه وړۀ ستا همه د حورې دي

سپينه خوله صدف لرې سپين غاښ د ملغلرې دي

نشته دے ثاني دې په کشمير او په کابل کښې

نن دې رنګا رنګ ګلونه قت کړه په اوربل کښې

رښتيا دي دروغ نۀ د خوستي د خولې ګفتار دے

تور، شين، زيړ، سپين مخ دې ګلزار دے

د مثمن مجاز او مثمن چاربېتې فرق:

1_ د مثمن مجاز په دوو مصرعو مشتمل وي يعني يو بېت وي ـ

2_ د مثمن سر په څلورو مصرعو مشتمل وي ـ

3_ د مثمن مجاز کړه په اتو مصرعو باندې اډاڼه وي ـ

خو حقيقتاً مصرعې ئي شپږ وي ـ دوه د سر مصرعې ورسره بيابيا په هره کړه کښې تکرارېږي ـ په دغه وجه ورته مثمن مجاز اووئيلے شو ـ څلور هم قافيه ، پنځمه د سر اولې مصرعې سره هم قافيه وي شپږمه د سر دويمې مصرعې سره هم قافيه وي ـ

4_د مثمن کړه په اتو مصرعو باندې مشتمل وي ـ اوله ، دريمه ، پنځمه هم قافيه وي ـ دويمه ، څلورمه او شپږمه هم قافيه وي وومه د سر اولې او درئمې سره او اتمه د سر دويمې او څلورمې سره هم قافيه وي ـ

5_په ونيا کښې يعني موسيقۍ سره وئيلو کښې مثمن مجاز معشر مجاز ته نېزدې ده ـ صرف د دوو مصرعو د کمي په سبب دا مثمن مجاز ده ـ

6_ په ونيا کښې مثمن د مثنوي چاربېتو قريب شي ـ

مثال 5 ـ مثمن

(اقبال خان راقم الحروف)

ځي دلبر زما نه اخلي رخصتونه

نيت ئې کړې صبا د بل وطن

ځي د اوښکو مې په مخ باندې رودونہ

سختې جوړې دي په ما د ځنکدن

کړه 1: ځي دلبر زما ضرور نه پاتې کېږي

هيڅ کولے نه شم دا ده مقرر

زړه ټوټې مې د کمر غوندې نړېږي

د فراق لمبو ستي کړم سراسر

هر طرف نه د هجران غشي ورېږي

پېوست کېږي په ځيګر مې برابر

د خزان راوالوتل ساړه بادونه

روانوي زما د مينې دا چمن

کړه 2: د خزان په هر طرف دور دوره شوه

زړه بلبل مې کړي ماتم په چغو سر دے

دا نا سازه ډېره زياته ما سره شوه

زړۀ د حاله زما يو الله خبر دے

د ژوندون چې زما ورکه اسره شوه

داسې ژوند نه خو خدايه مرګ بهتر دے

نۀ به زه يم نۀ دلۍدلۍ غمونه

نۀ به زړه وي همېشه زما غمژن

کړه 3: نۀ به زه يم نۀ به کړمه زوږ سوران

نۀ به يار کوي په ما باندې ستم

نۀ به ګوتې وهي مينځ کښې غمازان

هر سړے به شي خپل په ځائې کښې دم

نۀ په ما به يخوي خوا رقيبان

دښمني به راسره نۀ کړي عالم

زۀ بۀ يوسمه په زړه سوي داغونه

ستا په عشق کښې به واغوندم کفن

کړه 4: زۀ به يوسمه په زړه باندې ارمان

تا له قدر بۀ زما ورستو پېدا شي

دواړه لا سه که بيا مروړې له حفګان

څۀ بۀ بيا ستا په لاسونو باندې راشي

زۀ اقبال بۀ د لحد يم بنديوان

در معلومه بۀ زما درته وفا شي

تۀ په قبر به زما کړې افسوسونه

روح زما به ستا په حال وي خنده زن

دا مثمن چاربېته ده او د باغ وبهار په صفحه 240 د صالح محمد چاربېته ددې کتاب په صفحه 114 د نوره دين د مټۍ مثنوي چاربېته ده ـ د موسيقۍ سره درې واړه د يو کور چاربېتې دي اود يو سر لاندې وئيلے کېدے شي ځکه زه بحر يا آهنګ دچاربېتې تقسيم د پاره ناقص ګڼم دا کار صرف اوصرف په جوړښت باندې ممکن ؤ ـ

مثال 6: معشر مجاز

سر:

نن دې وږم د سينو د منجرو راغے

کله ورک به کړې زما د زړګي غم غم غم

کړه نمبر1:

نن دې وږم د خورو زلفو نه خورشه نا

درنګ په درنګ به مې زياتېږي د زړه جوش جوش جوش

خوشحالي راځنې لاړه غم مې زور شه نا

ستا د مينې پياله غرقه مې کړه نوش نوش نوش

بې له تانه ټول وطن راباندې اور شه نا

د هجران په لمبو اوسو زما ګوش ګوش ګوش (ګوشت)

ستا له دره مې رېبار په سترګو سرو راغے

نن دې وږم د سينو د منجرو راغے

د چشمانو نه څاڅي په مخ نم نم نم

کله ورک به کړې زما د زړګي غم غم غم

کړه نمبر2:

خلقې زما د حسن تماشې کاندي

اشرفۍ مې په جبين کښې ځانګي لس لس لس

سور پېزوان مې په سرو شونډو پلوشې کاندي

بادشاهان زما په مينه کښي شو خس خس خس

عاشقان مې عاشقۍ کښې تل نشې کاندي

سرو مال کا د وصال په جام کښې ګس ګس ګس

ستا له لوري رېبار ماله په زارو راغے

نن دې وږم د سينو د منجرو راغے

سر د زنې مې اوس خوره غم به شي کم کم کم

کله ورک به شي زما د زړګي غم غم غم

کړه نمبر 3:

سر د زنې لرې څه شرين زبيب لېلىٰ

پور په ګلو اماني بدن دے باغ باغ باغ

په ګلشن کښې دې ور ګډ کړم غندليب لېلهٰ

د چمن په لوري مه ګرځوه زاغ زاغ زاغ

ستا د حسن باغيچه مې شه نصيب لېلىٰ

د لا له د زړه په سر کښې لرم داغ داغ داغ

ستا ديدن لره طوطي د سر دارو راغے

نن دې وږم د سينو د منجزرو راغے

خلقې د مسحر کړې پوخ دې دم دم دم

کله ورک به کړي زما د زړګي غم غم غم

کړۀ نمبر 4:

د ښائست اواز مې خور په هر وطن ياره

ګېروانۀ کښې مې پرته مينه شه دوردوردور

مصالحې په ځان لګاؤ کړم ديکهو تن ياره

په همزولو کښې لرم غالب مې نور نور نور

اور د سرې به کړم پورې په تا نن ياره

مشاطې مې تور اوربل کړو ياره ګور ګورګور

نن ټولې راسره چين د ښاپېرو راغے

نن دې وږم د سينو د منجرو راغے

تورې زلفې لرم کلفې پېچ وخم خم خم

کله ورک به کړې زما د زړګي غم غم غم

کړه نمبر 5:

زۀ تربور پسې حاضر چې شاګردان کړمه

هغه دم ګله به پرې کا ماله لوټ لوټ لوټ

د امزري په شان غړمبارې په مېدان کړمه

خبردار شه درنه وينې به کړم ګوټ ګوټ ګوټ

زه چې غوث د زمانې ياد هغه ځوان کړمه

شاعران ناست وي خفا د قهره بوټ بوټ بوټ

سېد قبول اخون په ګرمو نغارو راغے

د زرګر په دوکان ټول به کړمه سم سم سم

کله ورک به کړې زما د زړګي غم غم غم

مثال نمبر 7:

مستزاد چاربېته شاعر غلام احمد خان ( تنوه هزاره)

کړه 1:

د سرو زرو امبېل دې په سينه کښې وهي ټال

شغلې پکښې د نمر دي

جوتۍ دې بناتۍ دي پاس په سر دې زرين شال

چړاؤ ورباندې زر دي

کړه: د سرو زرو امبېل دې په سينه کښې کوي خوند

تۀ لور ئې د نواب

يو ځله دې سپين مخ د رب د پاره که څرګند

ژوندون مې شو خراب

د هجر پرهرونه زما نه اخلي اوس پېوند

بهېږي ترې خوناب

جوړ:

ظالم د نا مسلم غوندې چاپېر کړو ترې دېوال

څوکې پرې مقرر دي

کړه 2: ظالم مې نه دے پلار د بادشاهانو دا عادت دے

وکۍ کوي مدام

دلبره که راځے نو دا مې تا له اشارت دے

خپل ځان نه کړې بد نام

عاجز غريب سړے ئې تا له څه مناسبت دے

رڼا يمه د شام

پېزوان مې قيمتي پکښې د لکهو روپو لعل

چاپېر ترې سيم و زردی کړه 3: پېزوان دې قيمتي دے ښه ئې تۀ په کالو پوره

جامې دې زرزري

سرې شونډې نري مزي خوند ئې زيات دے له انګوره

چشمان دې اثري

دادا چې دې راتۀ نو ما به مړ کاندي په توره

کؤم به ستا ياري

نا تر سې کبر ژنې په دنيا کښې دے زوال

فاني به هر بشر ځي

کړ ہ : نا ترسه نه يم ياره ته رښتيا زما عاشق ئې سېلمه که غم ته ځن

اخر به تورو خاورو له هم دواړه برابر ځي

غريب دے که سلطان

مسکين غلام احمد چې د عقبا په لوے سفر ځي

روزي ئې شه ايمان

د هغۀ د خولې وېنا د ملغلرو په مثال

حرام که لر و بر ځي

غلام احمد خان د چاربېتې ډېر نازک خپاله شاعر وو ـ د فارسۍ کلام ئې نمسو څخه موجود دے چې نا چاپ دے ـ

مثال نمبر8

کړه بنده : صاحبزاده غلام قادر د ادينه (باغ و بهار ص 34)

مرمه بې له تانه ګډ د ځان په وير

يه محبوبې ستا په يارانه کښې مې طاعون شه

حال مې د مجنون شه

کړه 1:

الف: مرم ستا په يارۍ کښې، پروت يم په خوارۍ کښې

ساه مې په مرۍ کښې

اوس د ژوندانۀ طمعه مې قطعه شوه له ځانه

مرمه بې له تانه

ب- اوس مې ځنکدن دے ،روح مې په رفتن دے

پاتې دا وطن دے

ستا دبڼو غشي مې خخ شوي په ضمير

ګډ د ځان په وير

ج: ستا د در غلام يمه تاته په سلام يمه

نختے دې په دام يمه

خود به شم هلاک چې خوراک مې جګر خون شه

حال مې د مجنون شه

کړه 2:الف: دل ميرا کيوں دکهاتے هو،شورشر سناتے هو

کيسا غل مچاتے هو

آدهى رات کو آؤ ملاقات کے واسطے جانه

مرمه بې له تانه

ب- آؤ ملاقات کرو ، مزے سارى رات کرو

اچهى طرح بات کرو

جلدى آؤ آؤ ميرى چهاتى هے سرير

ګډ د ځان په وير

ج- تخت ميرى چهاتى هے،ماں ميرى اب جاتى هے

مين تمهارى ساتهى هے

هے ميرا مطلب دغه انعام مې د ژوندون شه

حال مې د مجنون شه

کړه 3: بوسه ام مطلب صنم نيز به هر دو لب صنم

سوال کنم عجب صنم

به بين يک نظر دل و جانم شد پرېشانه

مرمه بې له تانه

ب- چونکه من پيدا شدم خود به تو شيدا شدم

در جهان رسوا شدم

مرغ دلم در خم زلف تو شد اسير

ګډ د ځان په وير

ج- چاک گريباں ميرا سوختى دل و جان مرا

مثنوى افغان ميرا

ستايمه نوکر اوکړه باور حال مې زبون شه

حال مې د مجنون شه

کړه 4:

الف: بس کړۍ شو پنج زما ژبه ګوهر سنج زما

دل د درو ګنج زما

وايم عربي، فارسي، هندي له خپله ځانه

مرمه بې له تانه

ب- ژبه افغاني زما فن هندوستاني زما

نشته دے ثاني زما

جوړ مې عجيبه کړو رنګينه چيني تصوير

ګډ د ځان په وير

ج- اوګوره ابيات زما قسم قسم بات زما

خوږ د صاحبزاده غلام قادر د خولې مضمون شه

حال مې مجنون شه

ددې چاربېتو کړې په څلور رنګه موندې کېږي ـ د فدا ګل عرف پېډيا بابا چاربېته چې پہ دې رنګ کښې د ټولو نه اولنۍ چاربېته ده يو جز لري ـ دويم رنګ کښې کړه په شپږو اجزاؤ باندې مشتمل وي ـ بندکي د دريو په ځائې دوه وي ص146 د زرين اخون چاربېته ، کړه ئې د دريو جزونو نه ورستو سر سره تړلے کېږي ـ څلورم رنګ کښې درې اجزا درې بندکي موجود دي مثال ئې دغه چاربېته ده ـ د چاربېتې ښه شاعرانو څخه دغه ترتيب دے ـ د کړې دغه معمولي رد و بدل په سر په د يوې کړه بندې چاربېتې نه څلور کورونه نۀ شو جوړولے ـ نور جوړښت د چاربېتې يو شان دے ـ د چاربېتې کورونه چې به څومره زياتېږي دومره به د چاربېتې په پوهنه کـښې ګرانے پېخېږي ـ

د چار رول په چار بېته کښې

دا خو څوک نه شي وئيلے چې چاربېته باندې د چار رول په پوره ډول منطبق کېږي ـ د چاربېتې اتۀ کورونه دي ـ بغېر د مسبع چاربېتې نه نور په وؤو واړو کورونو کښې د چار څه نه څه رول دے ـ ما مخکښې ذکر کړے وو چې مسبع اومثمن مجاز کورونه متروک دي ـ متاخرينو هم پہ دې کورنو کښې چاربېتې نه دي ليکلي ـ احمد دين طالب زمونږ ډېر لوے او په وزن بحر ، قافيه او رديف باندې مکمل عبور لرونکے شاعر دے ـ احمد دين طالب د خپل مقام نه خبر وو او ددې اظهار ئې په خپله يو چاربېته کښې داسې کړے وو ـ

ډلې شاعران مې د چاربېتې مساوات وائي

يا دې داسې وائي يا دې نه کړي شاعري چرې

نه پوهېږي وزن ، د ميزان نه کم و زيات وائي

کم په کمينۍ کښې کوي څله دائرې چرې

(ديوان احمد دين طا لب صفحه 43)

احمد دين طا لب شپږ واړه کورونه ډېر په ښه جوړښت په ښکلي انداز استعمال کړي دې ـ د طالب يو کم دېرش چاربېتې چاپ دي ـ يوه په باغ و بهار کښې په صفحه 28 او نورې حافظ شمس الرحمان تاليف کړي دي ـ د ٫٫ديوان احمد دين طا لب ،، په نوم په دې کښې ځنې په لنډ بحر او ځنې په اوږد بحر دې ټولې په دغه شپږو کورونو کښې د ٫٫چار،، رول څه دے ؟اول اولنے کور يعني مثنوي چاربېته ـ

چې مې ليدلې ستا رخسار دے

تمامي عمر مې په دار دے

چغې وهم لکه دلاب

په مخ مې ځي اوښکې سيلاب

کړه:

چې مې ليدلے ئې له ورايه

روح مې د ځايه دے بې ځايه

ته به تر کومه کوې جور

چې د دارو مې نه کړې غور

اسره مې نشتے بې له خدايه

غواړمه ستا مهر و مايه

راته قهرېږي بيلتون بور

قرار مې نۀ خور ي د زړۀ کور

عمر زماشولو هائي هايه

خورشيد د مخ کړه را نمايه

شوم الول دلام په طور

علاج مې وکړه على الفور

جوړ:

بېلتانۀ اوسومه انګار دے

تمامي عمر مې پدار دے

نۀ شوې زما سره ملاب

په مخ مې ځي اوښکې سېلاب

(ديوان احمددين طالب ص88)

د دا قسمه چاربېتو سر په څلورو مصرعو مشتمل وي ـ د کړې مصرعې چې هر څومره وي خو وي به جفتې ـ او ٫٫چار،، هم جفت دے ـ

مربع چاربېته :

زماخيال دے چې د چار بېتې نوم له دې چار بېتو نه پرېوتے دے ـ ځکه چې مربع څلورو ته وائي يعني چار ددې قسمه چاربېتې کړه په څلورو مصرعو مشتمل وي ـ خو مونږ څخه اولنۍ معلومه چاربېته مثنوي کښې ده ـ د مربعه چار بېتې مثال ـ

هغه دم زما د زړۀ صبر تمام لاړو

مراور چې مې د غېږې دل آرام لاړو

کړه: هغه دم زما له خولې کاواکې خېژي

چې غنچه مې د وصال د چمن رېژي

معشوقه عاشق ته هر وختې غم بېژدي

نن د لا سه مې نسکور د نصيب جام لاړ

(ديوان احمد دين طا لب ص 55)

کتاب کښې کاتب اختصار له پاره د ورستۍ يعني دوئمه مصرعه د څلورمې مصرعې پس ليکلې ده چې غلطه طريقه ده ـ د چاربېتې د کړې اختتام نه ورستو ټول سر ليکل پکار دي ، ځکه چې دا دغه شان وئيلے کېږي ـ د بهګتۍ او لوبې نه جدا کېږي هم دغه شان ـ دلته دچار رول معلوم شو چې مربع چاربېتې کړه په څلورو مصرعو مشتمل وي ـ

مثمن چاربېته کښې د چار رول:

دا د چاربېتو هغه کور دے چې په کوم کښې سر او کړه دواړو کښې د چار اهم رول دے ـ د مثمن چار بېتې سر په څلور بېته وي (د پښتو بېت) د کړې اولنۍ ، درئمه ، پنځمه مصرعه هم قافيه او وومه ئې د سر اولنۍ او درئمې سره هم قافيه وي ـ دويمه ، څلورمه ، شپږمه په ځان کښې هم قافيه وي دکړې اتمه مصرعه ئې د سر دوئمې او څلورمې مصرعې سره هم قافيه وي ـ داسې د مثمن چاربېتې کړه دوه مربعې لري ـ او حقيقتاً د چاربېتې کړۀ وړۀ هم دغه کور پوره کوي ـ د مثال نه ورستو واضح کوم چې د مثمن چار بېتې کړه دوه مربعې څنګه لري ـ

راشه سپينه بشره اونيسه آفتاب ته

چې خجل پرې صومعه او صومنات شي

فرقدين دې رسېدې نه شي خطاب ته

کۀ څلور دوچنده نورورسره زيات شي

کړه: راشه فالن کړه فوځونه د وصال نن

چې بېلتون په ماتې ځي تر هند و باره

داسې اورم آوازونه د ګړيال نن

کوم يو ګل دے په ګلبڼ کښې بې د خاره

د ژوندون مې ملا څله ګورې فال نن

چې شړي مې شاه د حسن د ګلزاره

جوړ: حاجت نه لرم قدح د مئيو ناب ته

کۀ نصيب مې ستا د خولې آب حيات شي

( دېوان احمد ص55)

يوه مربع دويمه مربع

وصال نن هندو باره

ګړيال نن د خاره

فال نن ګلزاره

ناب ته اب حيات

معشر مجاز کښې د چار رول:

د معشر مجازسر په دوو مصرعو مشتمل وي ـ خو کړه کښې ئې دوه مربعې موجود دي ـ

نۀ کوي صرفه زما دزړۀ په غو څولو کښې

اوګوره نا ترسې چې ئې څومره ترازې دينه

کړه: نۀ کوي نظر ، نظر مې نه لږي شمکور شومه

شمع د سپين مخ که مخامخ د رنګ محاله کړې

تور کښې دې د تور سترګو تور بورا نه تور شومه

سرۀ غنچه د سرو ګلو به کله انعام ماله کړې

قېس په شان رسوا په قام کښې قاف تر قافه چور شومه

ته به له تر کومه حيا شرم د شغاله کړې

څاري دې شنه ګلونه ګل غذارې په خندلو کښې

نۀ کوي صرفه زما د زړۀ په غو څولو کښې

ځکه دې شرينې دواړه کوکې خربوزې دينه

اوګوره نا ترسې چې ئې څومره ترازې دينه

( ديوان احمد دين طالب ص 76)

مستزاد چار بېته کښې د چار رول:

مستزاد چاربېتې په سر کښې څلور مصرعې وي ـ دوه اوږدې او دوه لنډې ـ کړه ئې لکه د مثمن چاربېتې دوه مربعې لري مثال ئې دا دې ـ

ابراهيم خليل الله يو ورځ سوال کړے وو

شو منظور د رب په در

په فرمان د رب ئې خپل پسر حلال کړے وو

قرباني د لوے اختر

کړه: ابراهيم خليل الله د ربه اوکړو داسې سوال

د مړونو نه ژوندون کښې

دمرګ نه پس بيا څنګه ژوندې شي مړے ګال

يم بند پدې فکرون کښې

بڼې غوښې هډونه يې را غونډ شي په سمبال

په وخت د پوستون کښې

په دا رنګې ئې مضمون يې قيل و قال کړے وو

داحواله شه خبر

( ديوان احمد دين طالب ص 9)

کړه بنده چاربېته کښې د چار رول:

ټولې کړه بندې په يو ډول نه دي وئيلے شوي ـ خو سرونه ئې د ټولو کړه بندو چار بېتو په څلورو مصرعو باندې مشتمل وي ـ اولنۍ او دويمه لنډه ، دريمه اوږه او څلورمه بيا لنډه وي ـ په دې چار بېتو کښې هغه چار بېتې چې کړې ئې درې لنډې او او يوه اوږده مصرعې لري ـ په کړه کښې درې مربعې لري ـ مثال

مرمه ګل نګارې پروت يم نا علاجه

عمر مې په طمعه د وصال واړه برباد شه

حال مې د فرهاد شه

کړه (الف): مرمه په بې دارو يمه چغو په نعرو يمه

غوڅ په کټارو يمه

ځي مې د هر زخم نه جاري د وينو دارې

مرمه ګل نګارې

(ب) وينې ترې جاري صنم نه کوي ياري صنم

تانه مې زاري صنم

خېژي مې له خولې نه تل فرياد لکه دراج

پروت يم نا علاج

(ج) نا علاج په شور نه پا ئيم زه نور

اوسومه په اور

پاتې مې نيمګړے نيمه خوا د زړه مراد شه

حال مې د فرهاد شه

(عبدالخالق باغ و بهار ص37)

لږپه زوړ وخت کښې چې به دا قسمه چاربېتې وئيلې کېدې هغه به د سر سره په دوه مقامه تړلې کېدے ـ د چار بېتې کړه به په شپږو جزونو باندې مشتمل وي لکه ددې کتاب په صفحه 146 باندې د زرين اخون چاربېته په دې چاربېتو کښې به د سر نه علاوه په کړه کښې څلور مصرعې جوړېږي ـ کومې چاربېتې چې به په کړه کښې لنډې درې مصرعې لري لکه په صفحه 63 د محمد اقبال خان چاربېته ده دا قسمه چاربېتو په کړه کښې مربع نه جوړېږي ـ

زمونږ په نظم د چاربېتې اثرات

هر څو که د چاربېتې د وئيلو هغه زوړ ذوق شوق نه دے پاتې شوے خو د چاربېتې چوکاټ دومره متاثر کؤنکے دے چې تر اوسه پورې زمونږ نظم ددې له اثراتو نه دے وتلے ـ خصوصاَ هغه سيمې چې چرته چاربېته ډېره زياته وه ـ هلته د دې اثرات هم ډېر زيات دي ـ لکه صوابۍ ، سوات ، هزاره ، د مهمندو سيمه ، او جنوبي اضلاع وغېره ـ د چاربېتې په اتو کورونو کښې دوو کورو مربع او مثمن د نظم مربع ، مخمس ، مسدس نظمونو مثالونه ورکوم ځکه چې زمونږ نوخېزه شاعران د نظم د چوکاټ نه خبر نه دي هغو خپل خوا کښې سينيئر شاعر ته ګوري ـ په هغه چوکاټ کښې نظم ليکل شروع کړي ـ که د سنيئر د نظم د چوکاټ نه خبر نه وي ، نو داسې په غلطۍ باندې غلطۍ کېږي ـ پکار خو دا ده چې مونږ کوم صنف باندې قلم اوچتۀ وه ـ اول د هغه د ټولو لوزاماتو نه ځان خبر کړو ـ

مربع نظم :

بند نمبر 1 د شهۍتورو سنبلو

په سپين مخ ئي تسلسلو

پرې غوغا کاندي بلبلو

تل به وخت نه وي د ګلو

بند نمبر2 له ما ګرځي دوره دوره

نظر نه کړي له غروره

نو نه مري په تېره توره

زۀ ئې مرم په تغاقلو

(خوشخال بابا کليات صفحه 948)

٫٫ د سپرلي سندره ،،

بند نمبر 1: لوړه ده ژوره ده سمه ده کۀ غر دے

اړخ دے کۀ څوکه ده خټ دې کۀ کمر دے

هر ځائې غواړېدلې د شينکي ښکلے څادر دے

وخت د پسرلي دے پسرلې دے کۀ اختر دے

بندنمبر٢ هر يو بوټے مست دے لکه اوڅکي څوک شراب

اوسپړدې غو ټۍ ښائسته ګلونه د ګلاب

راغے پرې راپورته بورا سينه کباب

پرده چې پرې پروت وي ارماني د کال و سردے

(عبدالخالق خليق جرس نظم نمبر 444)

جونګړه د حمزه بابا شاهکار نظم دے ـ د جرس په نظم نمبر کښې زبېر حسرت پرې زړه پورې ليکل کړي دې ـ دا نظم هم د پورته ذکر شوو نظمونو(يعني مربع ) په چوکاټ کښې دے ـ ولې حمزه بابا ورله سر اېښے دے

،، جونګړه،،

سر : راځه چې يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کښې

بند : راځه چې د وصال جوړه دنيا کړو په دنيا کښې

د ګل په په خاموشۍ کښې د بلبلو په نوا کښې

پېدا چې د خندا نورافشاني کړو په ژړا کښې

تر هاغې ګورو يو بل ته چې ورک شو په يو بل کښې

د ٫٫هزارې په نظم زار،، کښې يه صفحه 86 باندې نظم دے ـ ٫٫وطن،،

سر: چرته نزدې په ګل بڼونو باران وورېدۀ

کۀ مې جانان زلفې را اوشيندلې

بند: په دې شګلن شګلن ما حول کښې د کجورو سيلۍ

د سحر باد ورسره راوړه د نخترو سيلۍ

د غنم رنګو، د مماڼو د ګرګرو سيلۍ

د پښتون خوا په دنګو غرنو باران اورېدۀ

دا نظم هم مربع نظم دے ـ ولې ابتدا يې د مربعې په شان نه ده شوے شاعر ورله سر اېښے دے ـ جوړښت يې بېخي د مربع چاربېتې دے ـ صرف د سر دواړه مصرعې هم قافيه نۀ دي ، ولې کۀ د چاربېتې د سر مصرعې هم قافيه نه وي په وئيلو کښې هيڅ فرق نه پريوځي د مربع چاربېتې مثال وګورئ په صفحه 163 باندې ـ

مخمس: لکه د نوم نه ظاهرېږي چې ددې نظم بند په پنځو مصرعو مشتمل وي ـ

مثال:

بند نمبر١ هغه يار چې ښائسته دے تر آفتابه

مخ به کله راڅرګند کا له نقابه

بېلتانۀ په زړۀ زهير کړم بې حسابه

څۀ سبب اوکړې مسبب الاسبابه

چې زما ملاقات وشي له احبابه

بندنمبر٢ ملاقات دښائستؤ مې نصيب کړې

د ښائست په ګلستان مې عندليب کړې

عندليب مې په ګلشن د خپل حبيب کړې

خدايه ما په دلبرانو کښې قريب کړې

ومې ژغورېددې اهل له عتابه

(رحمان بابا جرس نظم نمبر)

اوس ګورو چې چاربېتې مخمس څنګه متاثر کړے دے ـ د نظم نوم دے ٫٫شاعران،،

تل د خپل احساس او د خپل زړه کاريګري کوؤ

مونږه شاعران خو د خيالونو فن کاري کوؤ

بند: مونږ چې وينې وڅخوو شعرونو ترېنه وليکو

مونږ چې مينې وشيندو بېتونه ترېنه وليکو

مونږ چې وينې توې کړو غزلونه ترېنه وليکو

مونږ چې اسويلي وکړو نظمونه ترېنه وليکو

مونږ خپل کلام سره بس دغه همره خواري کوو

(نظم زار صفحه 200)

پاڅئ اے ملګرو

پاڅئ اے ملګرو طوفانونو ته لار ونيسئ

وژني رانه مينه نفرتونو ته لار ونيسئ

بند: هيڅ بې هيڅه دلته د يو بل نه مرور خلق

بس په نۀ خبره ماتوي د يو بل سر خلق

کوهے کنستل بل ته ګڼي لار کښې هنر خلق

امن نه نفرت کوي خوښوي همېشه شرخلق

وړي مو ايمانونه دې رسمونو ته لار ونيسئ

( نظم زار صفحه 115)

په دې دواړو نظمونو کښې هم د سر نه ابتدا شوې ده ـ لکه د مخمس په شان نه ده شوې ـ

مثمن:

د عربۍ د ثمانيه نه جوړ دے اتو ته وائي ـ دا د مسمط نظام هغه قسم دے چې هر بند ئې په اتو مصرعو مشتمل وي ـ وړمبے بند ئې ټول په يوه قافيه کښې وي که رديف ورسره استعمال شوے وي رديف به هم يو وي ـ او ورپسې بندونه به ئې ووۀ مصرعې په يوه قافيه او رديف اتمه مصرعه به ئې د اولنې بند سره هم فافيه او هم رديف وي ـ ما په پښتو نظم کښ ئې مثال نه دے موندلے چې ذکر شوي لوزامات پوره کوي ـ

ښائست

(اولنے بند) بنګړي په ليچو باندې ؤشوروه

چې دا پخې ماڼۍ راونړېږي

په دې کچه جونګړو اور اولګي

دويم بند: د نوي نوي پېغلتوب نازونه

په زړونو لوبې لمغړې کوي ښه ته

ځان کړه سنمبال نوې جامې واچوه

شونډې دې سرې کړه چې لمبې کوې ښه ته

پړونے اوتړه د سترګو لاندې

سترګې کړه تورې چې حملې کوې ښه ته

د بڼو غشي دې راؤوروه

چې مې په خوږ زړګي ټکور اولګي

اوس که مونږ ددې نظم د هيئت په لحاظ جاج اخلو ، اولنے بند ئې په څلورو مصرعو مشتمل دے مربع شو خو روايتي مربع نه د روايتي مربعې څلور واړه مصرعې هم قافيه وي ، دلته دريمه مصرعه په بدله قافيه کښې ده ـ دويم بند ئې په اتو مصرعو کښې وي ، مثمن شو د مثمن اتۀ واړه مصرعې هم قافيه وي ، دلته د شرط هم نه پوره کېږي ـ البته د قلندر مومند په کتاب ٫٫صباؤن،، کښې په صفحه 16باندي د اتو مصرعو نظم موجود دے ـ چې د مصرعو تر حده پورې مثمن دے ـ اوس ګورو چې ښائست د مثمن چار بېتې څومره لوزامات پوره کوي ـ

د مثمن چار بېتې سر په څلورو مصرعو مشتمل وي ـ دلته ددې نظم اولنے بند هم په څلورو مصرعو مشتمل دے ـ صرف دريمه مصرعه ئې د ضوابطو نه مختلف ده ـ خو د چاربېتې په صحت اثر نه پرېباسي ـ د چار بېتې کړه په اتو مصرعو مشتمل وي ـ ددې نظم دويم بند په اتو مصرعو مشتمل دے ـ د چار بېتې وومه او اتمه مصرعه سر سره تړلے کېږي ددې نظم د هر بند وومه او اتمه مصرعه هم د سرسره تړلے کېږي بحر ئې د احمد دين طالب د مشهورې چاربېتې دے ـ

راشه سيپنه بشره ونيسه آفتاب ته

چې خجل پرې صومعه اوسومنات شي

فرقدين دې رسېدے نشي خطاب ته

که څلور دو چنده نور ورسره زيات شي

د نظم زار په صفحه121باندې نظم دے

افغانستان:

محبوبې ګل درله د کومه راوړم

هغه ګل دشتې دي لمبو وهلې

ګرځي لوګي هلته په غرو رغو

چرته چپې چې به سپرلو وهلې

بند نمبر ٢: چې کوم خوا ګورې د نظر له حده

تشې کنډر هدېرې ښکاري

د ژوند آثار پکښې بېخي نشته دے

څۀ خوشې خوشې ښاريې ښکاري

چې به نظر پکښې نشه نشه شو

چې به زړګې پکښې تازه تازه شو

چې اخلي ساه بوئې د بارودو راځي

دي ګل درې تورو لوګو وهل

( محمد على خپلواک)

دا نظم هم د مثمن چاربېتې په اهنګ کښې وئيلے کېدے شي ، وزن ئې يو دے صرف د قافيي لګ ډېر توپير دے چې کوم په وېنا کښې د چاربېتې څه رکاوټ نه پېدا کوي ـ زما مقصد هر ګز دا نه دے چې ګنې دا نظمونه نه دي ـ دا ډېر ښه نظمونه دي ـ نظم منظوم کلام ته وائي چاربېته هم د نظم يو قسم دے ـچاربېته د پښتون قام په لاشعور کښې ناسته ده ـ که مونږ نظم د چاربېتې په جوړښت کښې ليکلے ـ يو خو به مونږ خپل دا زوړ د پښتو د شاعرۍ صنف د لاسه نه ورکوؤ بل د خيالاتو اظهار به په اسانه کېدۀ ـ په نظم کښې د خيالاتو او جذ باتو اظهار اوليت لري ـ هيئت ثانوي شے دے ـ د چاربېتې اکثر شاعران عالمان او ملايان وو ، مسمط د نظم نه خبر وو ـ خو د مسمط په روايتي انداز کښې شاعري کول ګرانه وه ـ هغوي د مسمط د مختلف اقسامو نه چاربېتې اخذ کړې هر کمال لره زوال دے ـ اوس د ازاد او نثري نظمونو زمانه ده ـ که سمندر پېدا هم شو ـ د هغه مېدان به ازاد يا نثري نظم وي ـ

د چاربېتې ماخذات

د ځنو پوهانو خيال دے چې چاربېته يو اولسي صنف دے ـ ددې به لکه د غاړو او ټپو غوندې ابتدائي اشکال په اريانه دور کښې موندې کېږي ـ خو زه بيخي داسې نه ګڼم ځکه چې ما څخه ددې پاښۀ دليلونه دي ـ عربي زمونږ مذهبي ژبه ده او فارسي زمونږ د ملوکانو ژبه وه ـ دې دواړو ژبو په پښتو ژبه ډېر زيات اثرات غورزولي دې ـ غزل فارسيوانو د قصدې تشبيب نه اخذ کړو بيا د فارسۍ په لاره پښتو ته راغے ـ خو چاربېته نېغ په نېغه د مثنوي ، مسمط نظام ، مستزاد او ترجيع بند نه راغلے ده ـ پخوا زمونږ د چاربېتې د وا يانو اکثريت عالمان ، ملايان او اخونان وو ـ ددغه خلقو په عربۍ او فارسۍ مکمل عبور وو ـ دوئي د عربۍ ژبې د نظم نظام نه خبر وو ـ د دغه نظام نه دوئي چاربېته اخذ کړه او پښتو شاعري ته ئې حواله کړه ـ د چاربېتې اتۀ کورونه (اقسام) دي په تربيب سره پرې خبره کووو ـ

1 ـ مثنوي چاربېته:

ددې چاربېتې سر او جوړ ئې چې دور کړې شي او کړه ئې د مثنوي نظم سره کېخودې شي ـ صفا به ظاهره شي چې مثنوي چاربېته د مثنوي لور ده ـ مثنوي په لنډ او اوږد بحر دواړو کښې ليکلے کېږي دې ته د دوه دوه مصرعو په وجه مثنوي وئيلےکېږي ــ بحر چې هر څومره وي ، د مثال په طور دا يو څو اشعار ـ

اوس کتاب بيانوومه

په پښتو ئې لولومه

زو زو کړه خله ګويا کړه

په پښتو ژبه انشاء کړه

نور مې ياد د مولا نوم کړو

دغه پسه مې مرقوم کړه

کتابونه مې ليدلي

حکايات مې واړه کښلي

زر کاڼے صفحه 12،151

د مثنوي چاربېتې کړه :

مخ دې فلک پېزوان آفتاب وينمه

تا په همزولو کښې کمياب وينمه

ته نظر نه کړې په خورانو باندې

خلق دې لوټ کړل په چشمانو باندې

خلق دې لوټ کړل نازنينې لېلٰى

درته کړېږم حال مې وينې لېلٰى

د چار بېتې د کړې نه جوړ په ډډه کړلې شوے دے د نظم د بند او د چار بېتې د کړې دواړو جوړښت په دوه دوه مصرعو باندې دے چې يو شان والے ئې ښکاره دے ـ

د مربع چاربېتې کړه:

د مربع نظم او مربع چاربېتې کړه دواړه په څلورو څلورو مصرعو مشتمل وي ـ صرف د مربع نظم ابتدا د څلورو هم قافيه مصرعو نه او د چار بېتې ابتده د سر نه کېږي ـ د مربع نظم بند او د مربع چاربېتې کړې کښې هيڅ فرق نشتے ـ

دمربع نظم بند:

هر يو بوټې مست دے لکه اوڅښي څوک شراب

اوسپړدي غوټۍ ښائسته ګلونه د ګلاب

راغے پرې راپرېوته بورا سينه کباب

پرېږده چې پرې پروت ارماني د کالو سر دے

د مربع چاربېتې کړه:

ځي مسته په مستۍ کښې مسته مست کوي رفتار

مست خال په مستې زنه مستې اېښے مزېدار

مست ټيک په مست جبين باندې ئې خوند لري بيسيار

په مستو کښې سر مسته مسته مسته ځي په لاره

د نظم په بند او د چاربېتې په کړه کښې هيڅ فرق نشته دے ـ

د مسبع نظم بند:

عاشقي دې هيڅ څوک نه ګڼي اسانه

دا خبره ده له حده هورته ګرانه

د بهار راتلے خو نه شي بې خزانه

غواص نۀ مومي ګوهر بې له عمانه

وصال نه دے چا موندلے بې هجرانه

تۀ د زړۀ سره اټکل وکړه رحمانه

په دنيا کښې ښادي چرې ده بې غمه

( جرس نظم نمبر)

د مـسبع چاربېتې کړه :

زۀ درنه غواړمه د سرو لبو انعام مدام

کوم سلام غلام يمه د يار

په مخ دې اېښې دې د توو زلفو دام مقام

ستا په ظلام ماښام شومه حصار

چرې دې ونۀ لېږه ما لره پېغام کلام

د لبو جام ګل فام يمه بيمار

راځه چې سملو محبوبې په سور پالنګ يو درنګ

(باغ و بهار صفحه نمبر 102)

د مثمن نظم په اتو مصرعو مشتمل وي د مثمن چاربېتې کړه هم په اتو مصرعو مشتمل وي ـ زمونږ په نظم کښې د روايتي مثمن نظم مثال موجود نيشته د مثمن نظم بند په اتو مصرعو مشتمل وي ـ وومه مصرعه ئې په ځان کښې هم قافيه وي اتمه ئې د نظم اولني بند سره هم قافيه وي ـ البته د مصرعو تر شماره پورې مونږ د قلندر مومند دا نظم مثمن ګڼلے شو ـ

د مثمن نظم بند:

وروره منمه شکايت دې منم

خوشي تشي اشراف ولے لوټې

چې په روټۍ پسې الغارې کوي

دغه کسان دې حېران ولے لوټې

خو ولې دا دې زړۀ کښې نه تېرېږي

چې پنګه ور دې نداف ولے لوټې

ځه دغه وګو ته هم چل وښايه

د تنګدستۍ خو چرته حل وښايه

(زر کاڼے صفحه 30)

دمثمن چار بتې کړه :

سپين جبين دې نوراني شغلې د نمر کا

د ښائست دې په تمام جهان کښې نوم کا

ټول صورت دې خوشبوئي مشک عنبر کا

نۀ پټېږي شان و شکل دې معلوم دے

ښاپېرۍ ټولې نندارې ستا د زېور کا

د بيلتون د لاسه تل ميئن مظلوم دے

د مجنون په شانې سر په بيابان دے

پېغامونه تل راځي دا ستا د لوري

(باغ و بهار صفحه نمبر 248)

د معشر نظم نوم څنګه چې د نوم نه ظاهره ده لس مصرعې لري د اولني بند ټولې مصرعې هم قافيه د دويم مصرعې په ځان کښې او لسمه اولني بند سره هم قافيه وي ـ خو د تعريف مطابق مونږ سره په پښتو کښې نظم نشتے ـ البته د مصرعو تر شمار پورې قلندر مومند دا نظم دے ـ

د معشر نظم بند :

رحمانه ستا له پاک مزاره ځنې

نن په يو بل لوري قدم اخلم

دا چې په ظلم ئې زړګې قلم دے

ددوئې له پاره نن قلم اخلم

دا خواري کښه زيړ ځپلي عالم

د دوئي ګټې جګ علم اخلم

دا په غمونو غمېدلې خلق

ددې غمو د سترګو نم اخلم

نن تلوسې ئې لمسول غواړم

اودې جذبې ئې وېښول غواړم

(زرکاڼے )

د معشر مجاز چاربېتې کړه :

شاګرده په جهان کښې جبرائيل نوم ئې ملک دے

استاذه خاص مقام ددۀ په ووم اسمان فلک دے

شاګرده ټول وجود ئې د حجر حديده کلک دے

استاذه سر تر پايه په وزرو باندې چک دے

شاګرده د رحمت په ډب کښې ډوب لکه سمک دے

استاذه ما په دې خبره هم ويستلے شک دے

بې حده ښائسته د نور په شان شغله انګار دے

شاګرده اول نص د الهى پروردګار دے

د باز په شانې ګرځي په هوا باندې اوچت دے

استاذه بل حديث د محمد نبي حضرت دے

(باغ و بهار)

دا چاربېته چې څنګه مونږ د معشر نظم تعريف کوو هغې ته ډېره قريب ده ـ دې چار بېتې ته د معشر مجاز نوم په دې سبب ورکړلے شو ـ چې ددې په کړه کښې د سر دوه مصرعې په هرې کړه کښې تکرارېږي ـ حقيقتاً مصرعې اتۀ دي ـ دلته هم ٫٫شاګرده اول نص د الهي پروردګار دے ،، او ٫٫ استاذه بل حديث دمحمد نبي حضرت دے ،، د سر مصرعې دي چې په هره کړه کښې تکرارېږي ـ خو عام معشر مجاز کښې اولنۍ ،دريمه ، او پنځمه مصرعه هم قافيه وي ـ

د مستزاد نظم بند :

چې په دار باندې ختے شي هغه تۀ ئي

نۀ ئي

چې د مرګ سترګې کتے شي هغه تۀ ئي

نۀ ئي

چې د ګل د پاره خار په زړه قبول کړي

نول کړې

تۀ هغه مليار د باغ د پښتانۀ ئي

نۀ ئي

د مستزاد چار بېتې بند:

ما وليده يارانو د قلزم د بادشاه لور

هر دم نوے سنګار کا

پالنګ ئي اچولے دے پرون په کوټه پور

مکېزه ګل نګار کا

د پښو تر سره پورې ئي پئيلي مرجان در

چپاؤ په ګناهګار کا

سوره ځي په پالکۍ کښې چاپېره ترې تابين

په غږ د خيال ټکور

د چار بېتې سر نيم دے دوه دوه ځله به وئيل پرېوځي سرادار على ټکې د وئيلو دوران کښې ورسره

ما وليده يارانو د قلزم د بادشاه لور

هر دم نوې سنګار کا

وئيلي دي او سر ئي پوره کړے دے ـ وئيل داسې پکار وو ـ

ما وليدۀ يارانو د ليلٰى په جبين سپين

خالونه درې څلور

ما وليدۀ يارانو د ليلٰى په جبين سپين

خالونه درې څلور

په کړه بنده باندې بحث شوے دے ـ چې دې په جوړښت کښې دمربعې لاس دے په سر کښې د د مربعې د دريمه مصرعه اوږده وي ـ او په کړه کښې د مربعې څلورمه مصرعه اوږده وي مثال ئې وګورئ له دې نه صفا ظاهرېږي چې چاربېته د عربۍ د نظم نظام نه اخذ ده ـ يو کور هم داسې نشتے ددې نظام ورکړۀ پکښې نۀ وي ـ خو سوال دا پېدا کېږي چې غزل ولې عواميت اونۀ مونده او چاربېته په عوام کښې مقبول شوه ددې ساده غوندې جواب دے چې په غزل کښې اشارې کنائې ايهام ګوئي ډېره وي ـ او نظم کښې نېغ په نېغه مقصد بيانېږي ـ چې د لږ علم خاوندان پرې هم په اسانه پوهـ شي ـ عوام چاربېته خپله کړه او غزل د خواص صنف وګرځېدۀ ـ خو کوم صورت حال چې راروان دے غزل هم عواميت ته نزدې شوے دے ـ تاسو به کتلي وي چې د مسمط اقسامو چې څنګه تعريفونو کېږي دا خال خال نظمونه دي ـ ځکه چې په دې لوازماتو سره نظم ليکل ګران دے ـ شاعرانو مټ خلاص کړو او نظم هيئت ثانوي شے وګرځوو ـ دغه شان د چاربېتې شاعرانو هم خپله يوه لار وټاکله خو د مثنوي د مثنوي ، مستزاد او د مسمط د اقسامو کړه وړه پکښې ښکاره دي ـ

د هندکو چاربېته

هندکو دومره ترقي يافته ژبه نه ده ـ ددې خپل حروف تهجي نشته دے ـ دا د اردو په رسم الخط کښې ليکلے کېږي ـ د ځنو پوهانو په خيال دا د اردو مور ژبه ده ـ دا به د دهلي او کشمير په ځنو سيموکښې وئيلې کېده ـ برج بها شا د خواصو يا د شرافاؤ ژبه وه او هندوي يا هندکو د عوام ژبه وه ـ د بهرني حکمرانانو کار عام سړي سره وو ، هغو له داسې ژبه پکار وه چې عوام سره رابطه کېدے شي ـ ځکه اردو سازه کړلے شوه ـ په هندکو د نظم او د نثر کتابونه د نيشت برابر دي ـ د خو يو د سکول استاذ حېدر زمان حېدر خپلو په منډو ترړو باندې د يو نه او د بل نه د هندکو چاربېتې را غوندې کړے دي ـ او د ٫٫هندکو چاربېتې دے رنګو رنګ ندارے ،، په نوم ئې چاپ کړے دے ـ دا د هغه مهم کار دے ـ ددې چې هر څومره ستائينه وکړے شي کمه ده ـ په دې کتاب کښې د ګڼو شاعرانو او د يوې شاعرې چاربېتې خوندي دي ـ په دې شاعرانو کښې سائين غلام دين نوان شهر ، عبدالحمييد بابا نوان شهر ، فضل دين ، خانم جان تربيله ، محمد اسرائيل مهجور نوان شهر ، خادي خان دهمتوړ ، زېدو مليار وغېره مشهور شاعران دي ـ په دې چاربېتو کښې عشقيه ، مذهبي ، تاريخي ، واقعاتي مزاحيه چاربېتې دي ـ هر کله چې يو صنف د پوې ژبې نه بلې ته اوړي ، په هغې کښې د هغه ژبې مزاج مطابق بدلون راځي ـ خو په هندکو کښې زمونږ د پښتو چاربېتې مربع کور هو بهو په هغه شکل کښې موجود دے ـ مستزاد مثمن کښې بدلون راغلے دے ـ خو د چاربېتې مزاج اشنا به پرې

پو هېدې شي ـ

هند کو چاربيته

رُڑ گئی اے مخلوق خلق فنا کیتی رحمن

دھند پئی اے انہیری سِنے ڈُب چھوڑے ای جہان

رُڑ گئی اے مخلوق تمام جہان تے غلبلا ہویا

تبت چین مچین کُل کوہ قاف تانڑیں تَلا ہویا

ست مہینے لگیا ڈک بے شک ملک غرقا ہویا

غرقا ہوئے نی پہاڑ کُل اُجاڑ کیتا ای وے ویران

غرقا ہوئے نی پہاڑ کُل اُجاڑ جے کیتا سارا

تھاکوٹ پیئ پھلپوٹ آیا جوٹ دریا دا بھارا

امب مارے دربند نال ہک چھم اُٹھیا گھُونگارا

چھتر ،بائی، قلعہ،دربندجُلند پچھے کوہستان

امب مارے دربند نال جلن سکھاں دی مور ایہی آ

آکے پئی اے ہک بلا اِتھے سپاہ پور دی قبضی ہوئی آ

رُڑ دے مال خزانے تے اکا لور ہوئی آ

رُڑ دی گڈ وی تھالہ جاسمبالی بچ میدان

رُڑ گڈوی تھالی سارے سِکھ جُلن رواسے نال

قادرا پاک سخی ستھانہ پر مہانڑا جُلے اے پاسے نال

سید اکبر غازی ہک نر کھلنا اے سچے دل دے خلاصے نال

مدت ہوئے نی پنج پیر جنہاں دی نذیر جاندی اسمان

پیر اے دستگیر جنت نظیر عرض منظور ہوئی آ

کہیا کھبل تربیلے پیشیں ویلے ونج کرور ہوئی آ

مینی ٹوپی تے منیری پھر ہارون تے جا ضرور ہوئی آ

مار کے سماں تے اوہ چھچھ گئی آ گچھ تما بر میدان

مار کے سماں تے اوہ چھچھ گئی آ گچھ اٹکاں تے زور ہویا

حضرت جی صاحب بادشاہ رب دی رضا تے لور پلور ہویا

دریا دا دیکھ کے زور تمام جہان اُتے ایہہ شورہویا

آیا نوخارا،دھندوکارا،بے شمارا اِکا مان

نوخارا دھندوکارا بے شمارا سٹ گیا ای خزانہ

خیر آباد دا قلعہ پھٹ کے کھو گیا ای اوہ ویرانہ

کالیاں باغاں دے چوفیری پئی انہیری مہریا خانا

رلی جہلم تے چناں نال ای بڑھایا ای طوفان

رلی جہلم تے چناں راوی سمیت کجھ بلا ہویا

راوی تے ستلج ونج سمندرا بچ غرقا ہویا

دریا دا دیخ کے زوراُتھے ملیار وار خطا ہویا

رُڑیا ای زیدو باغوان دو جہان آکر میزان

سِنے ڈُب چھُڑے اے جہان

دا چار بېته د سکا نو د دور چاربېته ده ـ چې اباسين اووۀ مياشتې ډب کېدو نه ورستو چې کومه تباهي په کوهستان ، تاکوټ ، امب دربند ، ټوپۍ ، مېنۍ ، مانېرۍ ، سمه ، چهچهـ خېر اباد ، اټک ، نوښار ، کالا باغ ته کوم نقصان رسي د هغې ذکر دے پکښې ـ زمونږ دځېنو محقيقنو دا خيال دے چې د پښتو چاربېتې ابتدا د فدا ګل او د مويزي نه شوې ده ـ دا هندکے شاعر هم د سکانو د دور شاعر دے ـ او دا منلې شوې خبره ده چې چاربېته د پښتو شاعرۍ صنف دے ـ چاربېته د عربۍ د نظم د نظام نه اخذ کړے شوے ده ـ چې بحث پرې ٫٫د چار بېتې ما خذات ،، په باب باب کښې شوے دے ـ په مسمط نظام کښې شاعري کول ګران کار وۀ، خصوصاَ په مثمن ، مسبع او معشر کښې اولنے بند به شاعر ته خنډ جوړېده پښتو شاعرانو اسانه لار اختيار کړه سر به ئې کېخود او بيا پرې د دغه نظمونه په هئيت کښې خپل دخيالاتو اظهار شروع کړو ـ تفصيل له پاره د ٫٫چاربېتې ماخذات باب وګورئ ـ

د سکانو تر دور په پورې چاربېته په پختون خوا کښې مشهور او منلے شوے صنف وۀ ـ دا هيڅ کله نۀ شي کېدے چې د چار بېتې ابتدا وشوه ـ او په ابتدائي مدارجو کښې چاربېتې نورې ژبې تر دې حده متاثر کول شروع کړل او د پښتو د پائې چاربېتې په نورو ژبو کښې وليکلې شوې ـ دې عمل له پاره د وخت ضرورت وي ـ دا جدا خبره وه چې د سکانو د دور نه زاړې چاربېتې مونږ ته رسېدلې نۀ دي ـ په هندکو کښې اوس هم په چاربېته کښې شاعري کېږي ـ دا د اوسني دور د يو شاعر د چاربېتې د چاربېتې دوه بندونه ليکم چې پکښې څومره د ښکلو تشبيهاتو استعمال شوے دے ـ

هندکو يوه بله چاربېته 2

موتی ول موتی رلنڑ ہوٹھ سوہنڑے پیزوانے نال

پچھاں مُڑ کے پال کمبختے یار گیا اے ارمانے نال

موتی ول موتی رلنڑ دھند چمبے دیاں کلیاں نی

بال تلے دیاں تاراں ایروں جیوں سونے دیاں نلیاں نی

بانہواں تیر کمان تے اُنگلیاں خوب ارواں دیاں پھلیاں نی

واسطہ من خدا دا گلاں کر ننڈے عاجزانے نال

موتی ول موتی رلنڑ یار ایڑا کہوالی ایں

نیناں دی کٹاری مار کے جانے بچ پھنسانی ایں

ہر کہرے بچ تیریاں گلاں ہر جائی تماشے لانی ایں

چن دے کولوں کہڈی نیں اے لو لگی اسمانے نال

(حیدر زمان حیدر)

ګوجرى چاربيته

ګوجر په پاکستان کښې ډېر په لوے تعداد کښېې اباد دي ـ په پنجاب کښے ګجرات ،ګوجرانواله ، وزير اباد ، جهلم ، مندره ، سيال کوټ ، په دې کښې د ګوجرو ډېر لوے تعداد دے ـ د پنجاب ګوجر ځان سره فخريه طور باندې ګوجرليکي ـ خو د پنجاب ګوجرو خپله مورنۍ ژبه ګوجرو هېره کړې ده اوپنجابي ئې خپله کړې ده ـ په پښتون خوا کښې د ګوجرو تعداد په هزاره و سوات ، دير او په باجوړ کښې دے ـ په هزاره کښې د ګوجرو تعداد په ګليات ، سچان ، جبوړۍ ، ناران ، کاغان ، بالا کوټ ، کونش ، کبل کښې د نورو قامونوپه نسبت ډېر دے ـ خو په نورو سيموکښې لکه مالګه په اوړو کښې دي ـ ګجر خپلې زمکې نه لري دوئې د سواتي پښتون او سېد په زمکو کښې اوسي پېشه ئې مال ساتنه ده ـ په اوړي کښې خپلې مېخې ، غواګانې ، ګډې بيزې چوړو ، ناران ، کاغان ، ته بوځي او په ژمي کښې د مېداني علا قو رخ کوي ـ په ګوجرو کښې مالدار سړي ته مقدم وائي ـ

په ګوجرانو کښې د پښتو ژبې شاعران خو وو و خو د ګوجرۍ شاعران په دره بوګړمنګ کښې وي نو وي به خو په نورو سيمو کښې پته نه لګي ـ پښتنو عوامي شاعرانو به دمزاح له پاره کله کله دګوجرو يو نيم بيت ووې ـ خو با قاعده د ګوجرو شاعر محمد اقبال دے چې د پلار نوم ئې فقير زمان دے او په رېل بوړو کښې پېدا شوےاو لوے شوے دے ـ او اوس په نړيالۍ تناول کښې اوسي ـ ما اورېدې وو چې اقبال نوم ئې شاعر دے چې ګوجرو کښې چاربېتې وئيلې دي ـ ماته د هغه د ورور موبائل نمبر په لاس راغے ما هغه سره رابطه وکړه چې ما له د محمد اقبال دوه چاربېتې پکار دي ـ زۀ په کتاب کښې شاملول غواړم ـ هغه ما له د هغه ټول مجموعه کلام راړو ـ اقبال د دووو ژبو شاعر دے ـ په پښتو کښې چار بېته ،غزل او لوبه ليکي ـ په ګوجرو کښې چاربېته ، غزل ، او لوبه ليکي ـ د پښتو په نسبت ئې خلق د ګوجرو شاعري خلق زياته خوښوي او په مجلسو کښې وئيلےکېږي ـ اقبال بيخي نا لوستې دے ـ هغه شاعري داسې کوي چې هغه چاربېته ،غزل ، لوبه په رېډيو يا په محفل کښې واوري په هغه طرز کښې ووائي ـ اقبال په رجسټر کښې د ګوجرو څلور چاربېتې دي ـ يوه کړه بنده ، يوه هزارې واله او دوه د مربع کور چاربېتې دي ـ ما د اختصار له وجې دا چاربېته خوښه کړه اقبال دا چاربېته هم ريډيو نه د فضل ربي استاذ په اواز دا چاربېته اورېدو نه ورستو وئيلې وه ـ

خېر به کله ورکوې په هر زمان ژاړي ژاړي

دروازه کښې ستا د ملکو فقيران ژاړي ژاړي

د ګوجرى چاربېته

تیری اک نظر کا دیکھنڑ لا بیمار ہویو ہویو

اے محبوبے میرو تیرے نالے پیار ہویو ہویو

۱۔تیرا عشق ما کروں ہر بیڑی فریاد لیلا

نی خبر چے کرے منہ بی تو یاد لیلا

یا ہوں ایویں کروں جن اپنڑی برباد لیلا

اس تپوس جوگے اج پھر سماڑے دوبار ہویو ہویو

۲۔ہوں پیار نی کرتی تو ایویں میری کاڈ نہ پھیر

جا لڑیا فضول ماں تُو کیوں دکھائے میرو سر

کال چڑوں گی تیرے پیراں دار میں زلفاں دی زنجیر

تُو کونڑ ایں میرے پیار کو خریدار ہویو ہویو

۳۔ تُو جے کرے دلبرے ہونڑ اختیار ہے تیرو

کوئی پُچ چے تیرے عشق ما دل بیمار اے میرو

سڑکے پپہج گیئو اے دلبرے پیار انگار اے تیرو

رب دے تنہ اے شان ساڑے میرو آزار ہویو ہویو

۴۔ خیرے نہ کا اے جاناناں کروں ایہہ سوال تنہ

میں دل کو حال ک اے دلبرہ چاب تنہ

یارہ سُنڑ لے ہونڑ دسوں اے دل کا راز تنہ

اے اقبالہ اس مسکورہ ما دیدار ہویو ہویو

اعاده

ما مخکښې هم ذکر کړے دے چې د چاربېتې اؤ د چار بېتې د کورونو پېژندږلو د چار بېتې د جوړښت نه کېږي ـ خوما دا ليک لږ مختصر غوندې کړے ؤ ـ خو د زمانې نه دا نظريه راروانه وه چې د چاربېتې او کورونو پېژندګلو د چاربېتې د اهنګ نه کېږي ـ ده نظريه رد کولو د پاره ضروري ده چې تفصيل سره پرې وغږېږم ـ د چاربېتې اهنګ څۀشے دے ـ دا څه وجود لري ؟ زما جواب په نۀ کښې دے ـ د چاربېتې مستعمل شپږ اقسام يا کورونه دي ـ دچاربېتې هر کور په خپل مخصوص طرز کښې وئيلے کېږي ـ دغه مخصوص طرز دددغه کور اهنګ بللے شي ـ خو ډېر داسې نظمونه لوبې دي چې د چاربېتې په اهنګ کښې وئيلے کېدے شي ـ نو بيا خو اهنګ د چاربېتې اؤ د نظم اؤ لوبې تر مينځ حدِ فاصل نۀ شو ـ ما "زمونږ په نظم د چاربېتې اثرات"د عنوان لاندے ځنې نظمونه په ګوته کړي دي شاعرانو ورله باقاعده د چار بېتې په شان سرونه ايښودي ـ اؤ د بند په اخر کښې ئې د چاربېتې په شان سرته رجوع کړې ده ـ دا ټول نظمونه د چاربېتې په اهنګ کښې وئيلے کېدے شي ـ خو دلته لږ د مشهور نظمونو او لوبو مثالونه ورکؤم ـ چې لوستونکو ته معلومه شي چې اهنګ د چاربېتې، نظم او لوبې تر مينځه د بېلتون ذريعه نۀ ده ـ چاربېتې تقريباً درې سليزې په پښتو ادب راج کړے دے ـ زمونږ د شاعرانو په لا شعور کښې چاربېته ده ـ دوئي نظمونه د چاربېتې په بحرونو کښې وليکي ـ بيا دغه نظمونه اؤ لو بې د چاربېتې په شکل کښې وئيلے کېدے شي ـ بيا د چار بېتې ماخذ نظم دے د دواړو تر مينځه څه مشترکه خصوصيات مشترک خؤ به وي ـ راځئ چې ابتدا د حمزۀ بابا نه وکړو د حمزه با با مشهور نظم يا سندره "جونګړه"

راځه چې يوه جوړه کړو جونګره په ځنګل کښې

بند: راځه چې د وصال جوړه دنيا کړو پۀه دنيا کښې

د ګل په خاموشۍاؤدبلبلو په نوا کښې

پېدا چې د خندا نور افشاني کړو په ژړا کښې تر هغه ګورو يوبل ته چې ورک شو په يو بل کښې

دا نظم چې مشهور موسيقار او سندر غاړي رفيق شينواري په دې طرز ووې

راځه چې يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کښې

جونګړه په ځنګل کښې

راځه راځه

نو دا نظم شو يا سندره شوه ـخو اوس کۀ چرې دا احمد ګل يا فضلِ ربي استاد داسې ووې

سر: راځه چې يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کښې

راځه چې يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کښې

کړه راځه چې د وصال جوړه دنيا کړو په دنيا کښې

د ګل په خاموشۍاؤدبلبلو په نوا کښې

پېدا چې د خندا نور افشاني کړو په ژړا کښې

تر هغه ګورو يوبل ته چې ورک شو په يو بل کښې

نو دا به چاربېته شي ـ له دې نه څۀ نتيجه اخذ کېږي ، چې اهنګ هيڅ ټهوس بنياد نۀ لري ـ موسيقار يا د هنر مند خوښه ده چې هغه ورله څۀ اهنګ ورکوي ـ د موسيقۍ خوښونکو ته به دا تجربه شوې وي ،چې يؤ غزل يا سندره به يؤ سندر غاړے په يو رنګ کښې ووائي او بل به ورله بل رنګ ورکړي ـ د قلندر مومند غزل دے چې

تا چې زلفې راخوارې په مخ لام لام کرې

وا لېلهٰ په ما به سپينه ورځ ماښام کړې

شاه ولي د غزل په رنګ کښې ووې اؤ هارون باچا دې غزل له د سندرې رنګ ورکړو ـ " رحمان بابا ته" د دوست محمد کامل مشهور غزل نما نظم دے ـ

اے رحمانه اے د عشق د ملک سلطانه

تۀ خراج د عقيدت واخله له ما نه

د قلنګ د اخستو وار د ملنګ دے

خان خاني ده رخصت شوې له دنيا نه

اے ملنګه تا ته ټول نن په سلام دي

اؤ خبره نۀ که څوک له عزيزخانه

خزانې د اورنګ لاړې قلندره

وې مدام به ستا د فېض چشمه روانه

کرلاڼي او سړبني درته راغونډ دي

اے طوطي د سړبن شرين بيانه

خوږ په خوږ د بنيادم لوئے نعمت دے

ما پور کړے دے انبار انبار له تا نه

دې مقام پورې د چار بېتې سر او کړه پوره کېږي ـ د چار بېتې مشهور کور دے

د چمن ورونه لرې کړه ملياره

بلبلان ورله راځي وخت د سحر دے

د جنت هوا الوځي مزېداره

په دماغو کښې مې وږم د دلبر دے

يا

لباسي راته ښکاره شولې جانانه

ستا په سر مې دي اخستي تهمتونه

په رو رو به زړګې صبر کړم له تانه

ستا ښائست را باندې وکړل فسادونه

اميد دے چې اوس به صفا شوې وي چې اهنګ چاربېتې له د نظم ،لوبې ، بګتۍ اؤ د څۀ نور صنف نه نۀ شي بيلؤلے ـ ما مخکښې هم د خاطر د لوبې ذکر کړے دے لکه

اوس رانه هيڅ نه شي خطا ده

له هر څه هر څه وواتمه

ګرانه اشنا دا مې سزا ده

چې ستا په طمعه ګرځېدمه

هنرمندان د چار بېتې په طرز کښې وائي ـ د ملنګ جان يوه چاربېته ده چې د لوبې په شکل کښې وائي ـ پخوا به لرې برې په چاربېته باندې وۀ ـ چالاکه مجلسيانو څخه به چې به د چار بېتو کمے شو هغو به بدله د چاربېتې په رنګ کښې وئيله صرف د چاربېتې جوړښت يؤ داسې خاصيت دے چې هغه چاربېتې له د نورو اصنافو نه بيلوي ـ

د چاربېتې خاصيتونه دا دي ـ

1ـ چاربېته به سر لري ـ

2ـ د چار بېتې کړه به د څلورو مصرعو نه کمۀ نه وي ـ

3ـ د کړې په اخر کښې به سر ته په هم قافيه الفاظو راجع کېږي ـ

کړه بنده چاربېته هيڅ يو صنف سره مشابهت نه لري ـ نور ووۀ کورونه دي ـ په ووۀ کښې دوۀ متروک دي ـ د پنځو جوړښت چې په ذهن کښې کېښودے شي نو د چاربېتې پېژندګلو ګران کار نه دے ـ

اهنګ يو طرز دے ، ګاټ دے احساس دے چې بيا بيا چاربېته په هغه يو رنګ کښې اورېدو سره زمونږ په ذهن کښې ناست دے ـ

نوټ: زما ځنې نزدې ملګري معترض دي ، چي ما د چاربېتې اقسامو له د عربۍ نومونه ولې ورکړۀ ـ کۀ چا اتو واړو اقسامو له د پښتو نومونه ورکړو ،زۀ به ډېر مشکور يم ، خو شرط دا دے چې دا نومونه د چاربېتې د اقسامو اوصاف هم څرګنده وي ـ مذکوره عربي نومونو سره مونږ بلد يو ـ او داد هر قسم چاربېتې کړه وړۀ په مخه راولي ـ خو کۀ په پښتو کښې ورله نومونه کېدو نو د چاربېتې اوصاف پرې نۀ څرکندېږي ـ