اعاده

ما مخکښې هم ذکر کړے دے چې د چاربېتې اؤ د چار بېتې د کورونو پېژندږلو د چار بېتې د جوړښت نه کېږي ـ خوما دا ليک لږ مختصر غوندې کړے ؤ ـ خو د زمانې نه دا نظريه راروانه وه چې د چاربېتې او کورونو پېژندګلو د چاربېتې د اهنګ نه کېږي ـ ده نظريه رد کولو د پاره ضروري ده چې تفصيل سره پرې وغږېږم ـ د چاربېتې اهنګ څۀشے دے ـ دا څه وجود لري ؟ زما جواب په نۀ کښې دے ـ د چاربېتې مستعمل شپږ اقسام يا کورونه دي ـ دچاربېتې هر کور په خپل مخصوص طرز کښې وئيلے کېږي ـ دغه مخصوص طرز دددغه کور اهنګ بللے شي ـ خو ډېر داسې نظمونه لوبې دي چې د چاربېتې په اهنګ کښې وئيلے کېدے شي ـ نو بيا خو اهنګ د چاربېتې اؤ د نظم اؤ لوبې تر مينځ حدِ فاصل نۀ شو ـ ما "زمونږ په نظم د چاربېتې اثرات"د عنوان لاندے ځنې نظمونه په ګوته کړي دي شاعرانو ورله باقاعده د چار بېتې په شان سرونه ايښودي ـ اؤ د بند په اخر کښې ئې د چاربېتې په شان سرته رجوع کړې ده ـ دا ټول نظمونه د چاربېتې په اهنګ کښې وئيلے کېدے شي ـ خو دلته لږ د مشهور نظمونو او لوبو مثالونه ورکؤم ـ چې لوستونکو ته معلومه شي چې اهنګ د چاربېتې، نظم او لوبې تر مينځه د بېلتون ذريعه نۀ ده ـ چاربېتې تقريباً درې سليزې په پښتو ادب راج کړے دے ـ زمونږ د شاعرانو په لا شعور کښې چاربېته ده ـ دوئي نظمونه د چاربېتې په بحرونو کښې وليکي ـ بيا دغه نظمونه اؤ لو بې د چاربېتې په شکل کښې وئيلے کېدے شي ـ بيا د چار بېتې ماخذ نظم دے د دواړو تر مينځه څه مشترکه خصوصيات مشترک خؤ به وي ـ راځئ چې ابتدا د حمزۀ بابا نه وکړو د حمزه با با مشهور نظم يا سندره "جونګړه"

راځه چې يوه جوړه کړو جونګره په ځنګل کښې

بند: راځه چې د وصال جوړه دنيا کړو پۀه دنيا کښې

د ګل په خاموشۍاؤدبلبلو په نوا کښې

پېدا چې د خندا نور افشاني کړو په ژړا کښې تر هغه ګورو يوبل ته چې ورک شو په يو بل کښې

دا نظم چې مشهور موسيقار او سندر غاړي رفيق شينواري په دې طرز ووې

راځه چې يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کښې

جونګړه په ځنګل کښې

راځه راځه

نو دا نظم شو يا سندره شوه ـخو اوس کۀ چرې دا احمد ګل يا فضلِ ربي استاد داسې ووې

سر: راځه چې يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کښې

راځه چې يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کښې

کړه راځه چې د وصال جوړه دنيا کړو په دنيا کښې

د ګل په خاموشۍاؤدبلبلو په نوا کښې

پېدا چې د خندا نور افشاني کړو په ژړا کښې

تر هغه ګورو يوبل ته چې ورک شو په يو بل کښې

نو دا به چاربېته شي ـ له دې نه څۀ نتيجه اخذ کېږي ، چې اهنګ هيڅ ټهوس بنياد نۀ لري ـ موسيقار يا د هنر مند خوښه ده چې هغه ورله څۀ اهنګ ورکوي ـ د موسيقۍ خوښونکو ته به دا تجربه شوې وي ،چې يؤ غزل يا سندره به يؤ سندر غاړے په يو رنګ کښې ووائي او بل به ورله بل رنګ ورکړي ـ د قلندر مومند غزل دے چې

تا چې زلفې راخوارې په مخ لام لام کرې

وا لېلهٰ په ما به سپينه ورځ ماښام کړې

شاه ولي د غزل په رنګ کښې ووې اؤ هارون باچا دې غزل له د سندرې رنګ ورکړو ـ " رحمان بابا ته" د دوست محمد کامل مشهور غزل نما نظم دے ـ

اے رحمانه اے د عشق د ملک سلطانه

تۀ خراج د عقيدت واخله له ما نه

د قلنګ د اخستو وار د ملنګ دے

خان خاني ده رخصت شوې له دنيا نه

اے ملنګه تا ته ټول نن په سلام دي

اؤ خبره نۀ که څوک له عزيزخانه

خزانې د اورنګ لاړې قلندره

وې مدام به ستا د فېض چشمه روانه

کرلاڼي او سړبني درته راغونډ دي

اے طوطي د سړبن شرين بيانه

خوږ په خوږ د بنيادم لوئے نعمت دے

ما پور کړے دے انبار انبار له تا نه

دې مقام پورې د چار بېتې سر او کړه پوره کېږي ـ د چار بېتې مشهور کور دے

د چمن ورونه لرې کړه ملياره

بلبلان ورله راځي وخت د سحر دے

د جنت هوا الوځي مزېداره

په دماغو کښې مې وږم د دلبر دے

يا

لباسي راته ښکاره شولې جانانه

ستا په سر مې دي اخستي تهمتونه

په رو رو به زړګې صبر کړم له تانه

ستا ښائست را باندې وکړل فسادونه

اميد دے چې اوس به صفا شوې وي چې اهنګ چاربېتې له د نظم ،لوبې ، بګتۍ اؤ د څۀ نور صنف نه نۀ شي بيلؤلے ـ ما مخکښې هم د خاطر د لوبې ذکر کړے دے لکه

اوس رانه هيڅ نه شي خطا ده

له هر څه هر څه وواتمه

ګرانه اشنا دا مې سزا ده

چې ستا په طمعه ګرځېدمه

هنرمندان د چار بېتې په طرز کښې وائي ـ د ملنګ جان يوه چاربېته ده چې د لوبې په شکل کښې وائي ـ پخوا به لرې برې په چاربېته باندې وۀ ـ چالاکه مجلسيانو څخه به چې به د چار بېتو کمے شو هغو به بدله د چاربېتې په رنګ کښې وئيله صرف د چاربېتې جوړښت يؤ داسې خاصيت دے چې هغه چاربېتې له د نورو اصنافو نه بيلوي ـ

د چاربېتې خاصيتونه دا دي ـ

1ـ چاربېته به سر لري ـ

2ـ د چار بېتې کړه به د څلورو مصرعو نه کمۀ نه وي ـ

3ـ د کړې په اخر کښې به سر ته په هم قافيه الفاظو راجع کېږي ـ

کړه بنده چاربېته هيڅ يو صنف سره مشابهت نه لري ـ نور ووۀ کورونه دي ـ په ووۀ کښې دوۀ متروک دي ـ د پنځو جوړښت چې په ذهن کښې کېښودے شي نو د چاربېتې پېژندګلو ګران کار نه دے ـ

اهنګ يو طرز دے ، ګاټ دے احساس دے چې بيا بيا چاربېته په هغه يو رنګ کښې اورېدو سره زمونږ په ذهن کښې ناست دے ـ

نوټ: زما ځنې نزدې ملګري معترض دي ، چي ما د چاربېتې اقسامو له د عربۍ نومونه ولې ورکړۀ ـ کۀ چا اتو واړو اقسامو له د پښتو نومونه ورکړو ،زۀ به ډېر مشکور يم ، خو شرط دا دے چې دا نومونه د چاربېتې د اقسامو اوصاف هم څرګنده وي ـ مذکوره عربي نومونو سره مونږ بلد يو ـ او داد هر قسم چاربېتې کړه وړۀ په مخه راولي ـ خو کۀ په پښتو کښې ورله نومونه کېدو نو د چاربېتې اوصاف پرې نۀ څرکندېږي ـ