د چاربېتې د کورونو تفصيل
کور 1ـ مثنوي چار بېتې :
کله چې دا خبره تحقيق ته ورسېده چې ټولو کښې اولنۍ چار بېته د تا يمني ده ـ په دې چار بېته باندې ډېرې خبرې وشوې ـ چا وئيل چې دا مثنوې نظم دے او چا وئيل چې دا چار بېته ده ـ خو کله چې دا د چاربېتې په ميزان وښاتۀ په دې کښې د چار بېتې ټول کړه وړه موجود وو يعني سر ئې موجود وه ـ کړه ئې د څلورو مصرعو نه زياته وه ـ او اخري مصرعه ئې سر ته راجع کېده ـ مونږ څخه اولنې چاربېته د مثنوي سره مشابه ده ـ په دغه وجه ما د چاربېتې اولنې کور ته د" مثنوي چاربېتې" نوم ورکړو ـ چې د ترتيب په لحاظ هم سمہ ده ـ
جوړښت :
د يو ميعاري چاربېتې سر په څلورو مصرعو مشتمل وي ـ اولنۍدوه مصرعې په ځان کښې هم قافيه وي ـ او ورستۍ دوه به په ځان کښې هم قا فيه وي ـ کړه به ئې د مثنوي غوندې د يو يو بېت په شکل کښې په مخه بوتللے کېږي ـ کړه به ئې دڅلورو مصرعو نه کمه نه وي ـ د کړې اخري بېت نه په ړومبي بېت کښې شاعر د سر اولني بېت او اخري بېت کښې د سر دوئيم بېت ته بالترتيب قافې سره رجوع کېږي ـ
مثال 1 :
ګردونہ پورته شو بمونو سره
غازيان ټکرې خوري ټينکونو سره
د پاک وطن په خاوره جنګ راغے
د مسلمان د تورې شړنګ راغے
کړه:-
ګردونه پورته شو اسمان ته
ګوره همت د مسلمان ته
هندو مغروره وو په زور
حمله ئې وکړه په لاهور
حمله ئې وکړله په غوټه
مردار به خلاص نشي تر ګوته
جنګ له چې راغې په مېدان کښې
په تېخته لاړو په يو آن کښې
په منډه منډه تختېدل
لکه د سپې به زغلېدل
ډېر کافران په کښې مردار شو
لاړل دوزخ ته په انګار شول
ځائې دوې نه وو د امان
ورپپسې راغے مسلمان
جوړ:-
ورپسې راغله شمشيرونو سره
غازيان ټکرې خوري ټينکونو سرہ
هر مجاهد لکه پتنګ راغے
د مسلمان د تورې شړنګ راغے (محمد رحيم نوګرام الائي )
مثال نمبر 2 :-
د خوشحالۍ غږ سراسر اولګېدو
بهټو پانسي شو دا خبر اولګېده
ظلم ئې ډېر کړے په قام دے
د خپلو بدو ئې انجام دے
کړه:
دا د بهټو چې حکومت راغے
په ملک کښې دور د ذلالت راغے
قتل زنا کېدل څرګند
جرائم ډېر شول په څو چند
جرائم زيات شول په هر لور
چرس او افيم وو پکښې زور
وه د شرابو ارزاني
د بد معاشانو وه خاني
د بدماشانو هر ځائې راج وو
د بې شرمۍ داسې رواج وو
شريف سړے وو پکښې تنګ
پروردګار پرې وکړو ننګ
جوړ:
ناڅاپه کاڼې ئې په سر ولګېده
بهټو پهانسي شو د خبر ولېده
د الېکشن جوړ انتظام دے
د خپلو بدو ئې انجام دے
(اقبال خان اوګۍ)
مثال 2:
مخ دِ فلک پيزوان دِ نمر وينمه
تور په کجلو دِ بصر وينمه
وربل چې تا په جبين خور کړو
په ما دِ بل د مينې اور کړو
کړه:
مخ دِ فلک پيزوان افتاب وينمه
تا په همزولو کښې کمياب وينمه
تۀ نظر نۀ کړې په خوارانو باندې
خلق دِ لوټ کړو په چشمانو باندې
خلق دِ لوټ کړو نازنينې ليلٰى
درته کړېږم حال مې وينې ليلٰى
عاشقان تا پسې ابتر وينمه
مخ دِ فلک پيزوان دې نمر وينمه
مئين دِ بې تيغه حلال کړوصنم
سر دِ راپورته له ديوال که صنم
ستم دِ لا راباندې زور کۀ
په ما دِ بل د مينې اور کړو
مثال نمبر 3 :
جينۍ د بام په سر ولاړه
صراحي هسکه دنګه ئې غاړه
اوربل ئې بيا په تېلو غوړ کۀ
د عاشقانو رنګ ئې زيړ کۀ
کړه:
جينۍ له بام که نظارې
په دوپټه ئې ستارې
قميص ئې تور پرتوګ ئې سپين دے
بل ئې په غاړه لونګين دے
جوړ:-
د چا به خونه کړي ويجاړه
صراحي هسکه دنګه ئې غاړه
ښکاري چې نيت ئې چا ته خړ کۀ
د عاشقانو رنګ ئې زيړ کۀ
(اقبال خان اوګۍ)
نتيجه :-
که په درې واړو مثالونو مونږ غور وکړو نو د اولني مثال کړه په اتلسو مصرعو مشتمله ده ، د دويئم مثال کړه په شپاړسو مصرعو مشتمله ده ، اودريم مثال په اتو مصرعو باندې ـ په دې يو کور کښې بې حسابه چاربېتې دي ـ که څوک د چاربېتې اقسام يا کورونه په مصرعو غواړي نو له دې يؤ کور نه به دومره کورونه جوړ شي چې د يادولو جوګه به نه وي ـ په دې کور کښې مشهورې چاربېتې دا دي ـ
1:
زور د کافرو په سلطان راغے
وخت د مهدي اخر زمان راغے
شاهي دبدب د دۀ مدام اوسه
فرانس او روم دده غلام اوسه
( شاعر:سرور کوهاټ ،باغ و بهار:صفحه 52)
2:
د به رضا د پاک اکبر وه
مياشت د کتک کښې مقرر وه
زور د وبا په ټول جهان شو
دا د قيامت ښکاره نښان شو
(د وُبا مشهوره چار بېته شاعر مولا عبدالمنان)
3:
فوجونه راغله په قصور باندې
د ډاکه مارو په دستور باندې
چوهدري صلاح کوي د خوره سره
اوبۀ به څښکمه د لاهوره سره
(عبدالواحد ټېکه دار)
دا کور د مثنوي نظم سره مشابه دے ـ او مثنوي ، داستان ، واقعه يا څه نور اوږد مضمون بيانولو له پاره د نظم غوره قسم دے ـ د چار بېتې شاعرانو هم له دې نه د مثنوي نظم کار اخستې دے ـ
د اولني مثال سېلابونه لس دي ، دويم مثال سېلابونه يوولس دي او دريم سېلابونه نهه دي ـ د بحر په لحاظ هم په دې يو کور کښې څومره فرق دے ـ د بحر تعلق د اهنګ سره دے ـ او اهنګ د موسيقۍ ضرورت دے ـ د بحر بنياد باندې د چار بېتې تقسيم ناممکن دے ـ ګنې د يو کور نه به څوڅو کوره جوړ شي ـ
دويم کور
مربع چاربېتې :
مونږ څخه دويمه زاړه چار بېته د اکبر زمينداور ده ـ چې په 750هـ کښې وئيلې شوې ده ـ د اکبر په چار بېته باندې د چاربېتې د ارتقاء په باب کښې تفصيلى بحث شوې دے ـ
مثال 1:
د نوره دين اخون چار بېته ده ـ
راغے يار محمد سيد اوباسيي له پنجتاره
سيد له برې ورکړه الهي پروردګاره
کړه:
راغے امير خان سرداره در په کړمه زر
له ما سره روان شه يوسفزو ته برابر
سيد رانه ملک واخست راله وګټه دوتر
زر پاسه روانېږه سستي مه کوه سرداره
راغے يار محمد سيد اوباسي له پنجتاره
سيد له برې ورکړه الهي پروردګاره
(هاروبهار 96)
مثال 2:
پېغمبر چې د مکې نه راروان شو
له پالکۍ سره ئې زانګي سرۀ لعلونه
کړه:
پېغمبر چې کلمه کړله په جار
غلبله شوه د د کافرو په بازار
ابوجهل وې زما عمر شو پدار
نجوميان ئې ځائې په ځائې وائي حالونه
(سوکيا )
مثال 3:
نه به ژوندې يم نه به بيا په مااخترراشي
نه به دنيا ته محمد نبي سرور راشي
کړه:
نه به ژوندې يم نه به بيا هغ دوران ووينم
نه نبي سره جوړه څلور ياران ووينم
نه مسافر ، به په لنګر کښې د عثمان ووينم
نه به دلدل باندې سور علي حېدر راشي
نه به ژوندې يم نه به بيا په ما اختر راشي
نه دنيا ته محمد نبي سرور راشي
(قاضي ګل کلے ټکرۍ هزاره،مشکل کشا ئے طالبان)
مثال 4:
سپينه ده جينۍ سپين ئې لاسونو کښې بندونه دي
سپين ئې کټوري او سپين ئې سر باندې شالونه دي
کړه:
سپينه د جينۍ سپين ئې هېکل لکه چراغ دے
سپين ئي چمکلي دي زړه کښې اېښې راته داغ دے
سپينه ئې سينه ده سپين ئې مخ د ګلو باغ دے
سپېنې سپين صبا کښې په ما کړي ګوزارونه دي
سپين ئې کټوري او سپين ئي په سر باندې شالونه دى
(سېدشريف ، باغ و بهار صفحه 231)
مثال 5:
خېر به کله ورکوې په هر زمان ژاړي ژاړي
دروازه کښې ستا د ملکو فقيران ژاړي ژاړي
کړه:
خېر به کله ورکوې صنمې حال وايه وايه
زه دې هم په طمه ناست يمه د کال وايه وايه
ما غريب به کله موړ کړې په وصال وايه وايه
زړۀ مې وتې له کال بوته بنديوان ژاړي ژاړي
خېر به کله ورکوې په هر زمان ژاړي ژاړي
دروازه کښې ستا د ملکو فقيران ژاړي ژاړي
(رېډيو پاکستان پېښور د فضل ربي استاد اواز)
په دې چار بېتو کښې مثال 2 د سوکيا او د قاضي ګل چار بېته مثال 3کښې د قاضي ګل چاربېته په سرونو کښې د نورو چاربېتو نه مختلف دي او مجلسيان ئې وائي هم په بل ګاټ کښې خو کړه ئې د مربع دچار بېتو ده ـ په هزاره کښې دا ټول مثالونه ګڼ تعداد کښې موندې کېږي ـ
مسبع چار بېتې:
ددې قسم چار بېتې سر په دوو مصرعو مشتمل وي ـ په کړه کښې وؤه مصرعې وي ـ وؤمه مصرعه ئې د سر اولنۍ مصرعې سره هم قافيه وي ـ په دې کور کښې عموماً سنګله زنځيرۍ چار بېته ليکلے کېږي ـ لکه د محمد دين تيلي دا چار بېته ـ
سر:
کله به راشي په پوښتنه د ملنګ کړې څنګ
لرې کړه زنګ شومه رنګ ستا په تهمت کښې
کړه:
کله به راشې چې دې وکړمه ديدار ، سحار
زړۀ مې پرهار د يار د لاسه ډېر دے
شومه په غم کښې ستا د مينې ګرفتار په جار
وسوم په نار ، انګار رانه چاپېر دے
اخر به تير شي د نيمګړې دنيا وار په خوار
مه اخله ازار بيمار په زلفو ګېر دے
مخ دے چراغ دے پرې راځم لکه پتنګ په شړنګ
لرې کړه زنګ شومه رنګ ستا په تهمت کښې
اخري کړه:
دا زه تيلي کوم صفت د شېخ کبير فقير
لوے ئي تا ثير نظير لري هر چاته
ما دې نيولے د کا کا صا حب جاګير کبير
شو هواګير ضمير مې ددۀ خواته
زه محمد دين يمه مريد د د ستګير امير
کامل مې پير فقير تښته کم ذاته په ړزۀ مې وخوړ تېرۀ غشے د خدنګ دو رنګ
لرې کړه زنګ شوم رنګ ستا په تهمت
(ظهورونه ص 718)
مثال 2:
کله به راوړې دواړه لب دې دي رنګين شيرين
سپين دې جبين زرين مخ دې ځلېږي
کړہ:
کله به راکړې دواړه لب شات او ملهم صنم
مۀ کړه ستم ، هر دم په غضب ښورې
سرې دې منګولې همېش وړې زړونه قلم قلم
اخلې قدم په چم سترګې دې تورې
په در دې پورت يم همېش غواړم ستا کرم محکم
لرې کړه غم الم که رب ته ګورې
نن دې په غاړه باندې ځانګي لونګين رنګين
سپين دې جبين زرين مخ دې ځلېږي
دمثمن چاربېتوکور:
ددې قسم چار بېتې سر په څلورو مصرعو يعني په دوو بېتومشتمل وي ـ اوله او دريمه مصرعه ـ دوئيمه او څلورمه مصرعه په ځان کښې هم قافيه وي ـ کړه ئي په اتو مصرعو مشتمل وي ـ اوله، دريمه، او پنځمه هم قافيه وي دويمه ، څلورمه او شپږمه په ځان کښې هم قافيه وي ـ وومه مصرعه ئي د سر اولې دريمې مصرعې هم قا فيه وي ـ او اتمه مصرعه د دوئمې او څلورمې سره هم قافيه وي ـ دا ډېرې خوند ناکې چار بېتې دي ـ مجلسيان دا قسمه چار بېتې ډېرې خوښه وي ـ په مجلسونو کښې عمو ماً دغه قسم چار بېتې وئيلے کېږي ـ
مثال 1:
سرۀ مهران دې په مخ ځانګي بې حسابه
خوشبوي درځنې خېژي د کافورو
ملايان ئي روايت که له کتابه
چې د هسې اور بلونه وي د حورو
کړه:
په جبين کښې دې رڼا شوه د مهرانو
بېلتانۂ را باندې واړوول قرضونه
اور ئي بل کړو به وزرو د خوبانو
هيڅوک نه اؤري د خوار سړي عرضونه
راشه واچوه لاسونه په خوارانو
چې مې روغ شي د خېراز زړګي درزونه
د پالنګ له پا سه ناسته ده نوابه
اننګي ئي صدفو نه وو د درو
(نورالدين اخون ، باغ و بهار)
مثال2 :
شپين اتشن لو ګے مې خېژي له خولې
بېلتون مې زړۀ پورې انګار نيولے
لکه بلبل درپسې کړم واوېلې
جوخت مې تا پسې رېبار نيولے
کړه: شين اتشين لوګے مې خېژي له فم
چې افسوسونه تا پسې کومه
څاڅي ترې خون زړګے زما شو قلم
ارمان ارمان دې د بوسې کومه
چې دې دربار شو راته واړه ارم
ځکه پرواز ستا د کوڅې کومه
لکه پتنګ پرې باندې کړمه حملې
چې دې چراغ راته رخسار نيولے
(احمد دين طالب)
په دې کور کښې د چار بېتې د عروج په زمانه کښې دا چار بېته ډېره مشهوره پاتې شوې ده ـ
مثال 3:
لباسي راته ښکاره شولې جانانه
ستا په سر مې دي اخستي تهمتونه
په رو رو به زړګے صبر کړم له تا نه
ستا ښائست را باندې وکړه فسادونه
(جمشېد د ټوپۍ)
دا بله مشهوره چار بېته وه چې د سېد اکبر او شاه خېلي په شريکو اوازونو باندې به د رېډيو پاکستان نه نشر کېده ـ
مثال 4:
د چمن درونه لرې کړه مالياره
بلبلان درله راځي وخت د سحر دے
د جنت هوا رالوځي مزېداره
په دماغو کښې مې وږم د دلبر دے
(وارث)
په دغه کور کښې دا چار بېتې هم شاملې دي چې بحر ئي د ذکر شوې چاربېتو نه بدل دے او مجلسيان ورته بل کور وائي ـ خو د بحر په زياتېدو يه کمېدو باندې په کور هيڅ اثر نه پرېوځي ـ لکه د غزل 7،8 سېلابونو بحرونه لنډ بحر حسابېګي ـ 10، 11 ، 12 سېلابونو بحرونه درميانه 14 ، 15 ، 16 سېلابونو طويل بحرونه دي ـ خو غزل هغه يو دے چا هم د اتو بحرونو په سبب اته قسمه کړے نۀ دے ـ ځکه چې دبحر په کمي زياتي د غزل په جوړښت باندې اثر نه پرېوځي ـ دغه شان په چاربېته هم ـ خو د چاربېتې د جوړښت اتۀ پاخه کوره دي ـ
مثال 5:
شاه په زقن باندې سپن خال اېښے دے
کوي سېلونه په مېرو باندې
شنډې په تا مې سرو مال اېښے دے
خېژوي ما په غرغرو باندې
(مير افضل دېشان بټګرام)
مثال 6:
مستې لېلٰى تو مسکراندى نه کر
که شم رنځور بيا به مې غور اونشي
سونے د هار گلے بچ پاندى نه کر
چرته دا ستا د بنګړو شور نشي
(شاعر:عمر کلے:شاه کوټ اوګۍ)
مثمن مجاز:
ددې کور د چاربيتو کړه د مسدس په شان هم نۀ ده او نه لکه د مثمن ـ اولنۍ څلور مصرعې د مسدس نظم په شان دى مګر جوړ ئې د معشر مجاز دے ـ په کړه کښې اصل کښې شپږ مصرعې دى ـ ولې مجاز اتۀ مصرعې ښکاري ـ ځکه چې په هره کړه کښې ورسره د سر دواړه مصرعې لکه د معشر مجاز غوندې تکراريږي ـ سر ئې د معشر مجاز په شان په دوو مصرعو مشتمل دے ـ زما په خيال دا د معشر مجاز ابتدائى شکل دے ـ کله چې معشر مجاز خپل پوره شکل اختيار کړے دے ـ دا چاربيتې بيا چا نۀ دى ليکلى ـ هم دغه وجه ده چې دا چاربېتې په عددى لحاظ ډېرې کمې دي ـ
مثال 1:
چا وې چې دوست محمد غازي سنبال شو په کابل کښې
بادشاه په قندهار زوګ ئې خيژى د لښکرو
کړه:
چا وې دوست محمد امير راؤوت ځى غزا له
فوجونه ورسره دى برے ورکړې ذوالجلاله
يوه ورځ محمد اکبر چې ورغے د سنګر خواله
دشمن ئې شرمنده په مخکښې تښتى ئې سنباله
ځان ټينګ دِ کړه اسلام کلمه ډال کړه په منګل کښې
چا وې چې دوست محمد غازى سنبال شو په کابل کښې
ؤ ئې که جنګريز لړاؤ ئې جوړ کړو د شترو
بادشاه په قندهار زوګ ئې خيژى د لښکرو
( احمد ګل ټيکرۍ هزاره، باغ و بهار صفحه 119)
مثال 2:
ديره بيلتون زما د خوږ زړګى قلا څخه دے
چې راوستلو له د يار زما رېبار څله ځي
ما په رېبار وکۀ اعتبار ځکه مې ځاناونۀ ليد
شيرين صورت مې د ګل رنګې يو زمان اونۀ ليد
شينکے ئې خال مې الوول په زنخدان اونه ليد
د کړېدو مې سريکار ژوند مې د ځان اونه ليد
زړۀ مې بند شوے له هغې تورې بلا څخه دے
ديره بيلتون زما د خوږ زړګى قلا څخه دے
چې د سينې ئې بويونه د بلغار څه له ځى
چې راوستو له مې په يار پسې ريبار څله ځى
( امانت مليار، باغ و بهار صفحه 158)
مثال 3:
نن دِ رنګا رنګ ګلونه قط کړۀ په وربل کښې
تور،سور،شين،زيړ سپين مخ دِ ګلزار دے
کړه:
تور دې لونګين تور دې رنګين په دوبي تور کړو نه
تورې دې زلفې تور اور بل په ورځو خور کړو نه
تورې دې ورځې تور چشمان په کجل تورکړو نه
تورې کمڅۍ تور پيوکے سينګار دې نور کړو نه
جوړ:
هسکه غاړه ګرځې د همزولو په غوبل کښې
نن دې رنګا رنګ ګلونه قط کړۀ په اوربل کښې
تور د تورو سترګو تور دې خال د سپين رخسار دے
تو ر، سور ، شين ، زيړ ، سپين مخ دې ګلزار دے
( خوستى ، باغ و بهار صفحه 92)
دا چاربېتې ټولې د مړو شاعرانو دي ـ د متاخرينو په دور کښې دا چاربېته ناپيد شى ـ
معشر مجاز:
دا د ډېرو پخو چاربيتو کور دے ـ د احمد دين طالب او د عبدالله استاد اکثر چاربېتې په دغه کور کښې دي ـ د چار بېتې سرپه دوو مصرعومشتمل وي ـ چې دواړه په ځان کښې هم قافيه نۀ وي ـ کړه ئي د مثمن په شان وي ـ د کړو انداز ئي د مثمن نه لږ جدا دے ـ د مثمن وومه(7) او اتمه(8) مصرعه پرله پسې وائيلے کېږي ـ او د معشر مجار وومې مصرعې پسې د سر اولنۍ مصرعه او د کړې اتمې مصرعې پسې د سر دوئيمه مصرعه تکرارېږي ـ لکه د مثنوي چاربېتې غوندې د چار بېتو ځنې کتابونه کښې ددې کور چاربېتو کړې د مثمن غوندې ليکلې شوي دي ـ چې غلطه طريقه ده ـ د چار بېتې نا خبره قاريئينو په ذهن کښې په غلط انداز کښې کېني ـ
مثال 1:
کله وه لا کله چې تا وې صبا به در شمه
ستا هغه صبا په کال و سر کښې نه راځي
کړه:
کله وه لا کله چې ما کړے له تا سوال
تا په سپينه خوله راته وئيل کوکۍ به در کړم
ماته دې صفت د حسن کړے وو دلال
د دلال په صفتونو دې بې حده کور و کر کړم
ستا په عا شقۍ کښې مې داؤ کړے سرو مال
تا لکه زخمي په تيغ د هجر قلم سر کړم
هله به منې چې لېونے په غرونو سر شمه
کله وه له کله چې تا وې صبا به در شمه
زه به له تر کومه کوم د خلقو متازي
ستا هغه صبا په کالو سر کښې نه راځي
(امد دين طالب )
مثال 2:
زما ستا ربط په شان له د طوطي او د خارو دے
حد کشمير په سردرو کښې به کوو دواړه سېلونه
کړه:
د کشمير په سر درو کښې به کؤو دواړه پرواز
باقي ژوند به تېراوو دواړه د عشق په خبرو
د چينار په دنګو ونو کښې به پورته کړو اواز
خوله به بيرته له چمنه کړو قمره په سندرو
نن صبا عامه ګلونه د باغونو دي خېراز
په لمن کښې د غرۀ خېژي اوازونه د تنزرو
لږېدلے پرې قطار چې سرا سر د فوارو دے
زما ستا ربط په شان له د طوطي او د خارو دے
تما شې د بنفشې پرې غواړېدلې دي شالونه
د کشمير په سردرو کښې به کؤو دواړه سېلونه
(عبدالله استاد)
مثال 3:
شاګرده اول نص د الهى پروردګار دے
استاذه بل حديث د محمد نبى حضرت دے
کړه:
شاګرده په جهان کښې جبرائيل نوم ئي ملک دے
استاذه خاص مقام ددۀ په ووم اسمان فلک دے
شاګرده ټول وجود ئي له حجر حديده کلک دے
استاذه سر تر پايه په وزرو باندې چک دے
شاګرده د رحمت ډنډه کښې ډوب لکه سمک دے
استاذه ما په دې خبره هم ويستلے شک دے
بې حده ښائسته د نمر په شان شغله انګار دے
شاګرده اول نص د الهى پروردګار دے
د باد په شان ته ګرځي په هوا باندې اوچت دے
استاذه بل حديث د محمد نبى حضرت دے
(ميا ګل دباجوړ باغ و بهار )
نوټ:
ما چې مجلېسيان څنګه ددې کور چار بېتې په مجلسو کښې وائي هغه شان مې و ليکله خو په کتاب کښې د مثمن غوندې ليک ده ـ دغه د غلط انداز ليک هم قارئين په شش و پنج کښې اچولي دي ـ او د چار بېتې بلها شے کورونه حسابه وي ـ
مثال 4:
شاهانه لباس دې جوړ کړو ښاپېرۍ راغلې
تا پسې مې لګېدلے په زړۀ داغ داغ دے
کړه:
شاهانه لباس دې جوړ کړو ماسپخين باندې
تور وربل دې الول په ورځو خور خور شو
دبدبه دې پورته لاړه په زمين باندې
ستا ليدو سره چاپېره رانه اور اور شو
شرمنده دې ګل اندامه کړه په چين باندې
ستاپه مينه کښې زړګې زما نسکور کور شو
ستا له غمه مې په مخ اوښکې نرۍ راغلې
شاهانه لباس دې جوړ کړو ښاپېرۍ راغلې
شيرين مخ دې ځلېدلے نن چراغ راغ دے
تا پسې مې لګېدلے په زړۀ داغ داغ دے
(عبدالله جان شاعر اوګۍ)
عبدالله جان شاعر دا د هوا ګلۍ کنډاؤ (اوګۍ) د سېد قبول اخون مشهورې چار بېتې په مصرعه باندې تضمين کړې دے ـ
نن دې وږم له سينو د منجرو راغے
کله ورک به کړي زما د زړګي غم غم غم
(سېد قبول اخون ، هوا ګلۍ کنډاؤ،اوګۍ)
په دغه کور کښې د عبدالله استاد چاربېته د خپل وخت مشهوره چاربېته وه ـ
لېلهٰ چې نوراني بشر ته وګوري په شش کښې
راځي پرې سيا دلي د خپلو سترګو نه بوږنېږي
د ريډيو پاکستان پېښور نه به د فضل ربي استاد په خوږ اواز کښې نشر کېده ـ
شين خال دې د ابرو لکه امام دے په محراب کښې
زلفان دې مقتديان دي پسې کړې اقتدا ده
(ملا احمد جان)
للله که يوسفي رخسار ښکاره کړې له نقابه
خوبان به د کنعان له تعجب کف تراشي که
( احمد دين طالب)
مستزاد چار بېتې:
ددې چاربېتو د بېت جوړښت لکه د مستزاد نظم په شان اولنۍ مصرعه اوږده او دوئمه لنډه وي ـ هم په دغه نسبت نوم ورله مستزاد خوښ کړلے شو ـ دا نوم په زاړه کښې په کتابونو کښې ځائي په ځائي موندې کېده ـ ددې چاربېتو اهنګ مثمن چار بېتو ته دومره نزدې دے چې خواجه رازق الله غوندې باريک خياله اديب شاعر د خپلې چار بېتې سر د مثمن چار بېتې کېخود او کړې پرې د مستزاد چار بېتې اوليکلې وګورئ "دچاربېتې ارتقاء " په باب کښې ځکه ماورته مرکب چار بېته وئيلي دي ـ
جو ړښت:
سر: د يوې ميعاري چار بېتې سر په څلورو مصرعو باندې مشتمل وي ـ اولنۍ اوږده دويئمه لنډه درئيمه اوږده څلورمه مصرعه لنډه وي ، او لنۍ مصرعه درئيمې سره هم قافيه وي اودوئمه څلورمې مصرعې سره هم قافيه وي ـ بعضو شاعرانو په نيم سري يعني يوې اوږده مصرعه او يوې لندې مصرعه هم ليکلې دي ـ خو د وائيلو په وخت کښې نيم سرے دوه ځله اړول راځي ـ
کړه:
کړه ئي په اتو مصرعو باندې مشتمل وي ـ اوله ، دريمه ، او پنځمه هم قافيه وي ـ دوئمه ، څلورمه او شپږمه په ځان کښې هم قافيه وي ـ وومه ئي د سر اولې او دريمې سره او اتمه دريمې او اتمه د سر دويمې او څلورمې مصرعې سره هم قافيه وي ـ
مثال 1:
د زاغ دواړه څانګونه دې ده مخه کړه چاپېره
جمال په شش کښې ګورې
تا بيا په نرمو شونډو دنداسه مخلې ډېره
لېلهٰ د خياله ښورې
څانګونه دې د مخ نه کړه چاپېره د غراب
شاه څۀ دې پرې مطلب دے
رڼا در ځنې خېژي اننګي دې سپين حباب
سرې شونډې دې عنب دي
چينجو مې زړه غلبيل کړو ترې کولے نۀ شم خواب
رنځونه ټول د رب دي
په تا شومه مئين غمونه شو رانه چاپېره
شاه سرۀ لمبه د اور ئې
مثال 2:
د سرو زرو امبېل دې په سينه کښې وهي تال
شغلې پکښې د نمر دي
جوتۍ دې بناتۍ دي بل په سر دې زرين شال
چړاؤ ور باندې زر دي
کړه: د سرو زرو امبېل دې په سينه کښې کوي خوند
ته لورې ئي د نواب
يو ځلې دې سپين مخ د رب د پاره کړه څرګند
ژوندون مې شو خراب
د هجر پرهرونه زما نه اخلي اوس پېوند
بهېږي ترې خوناب
ظالم ترې ٫٫نا مسلم ،، غوندې چاپېره کړلو دېوال
څوکۍ پرې مقرر دي
مثال 3:
جوړه کړه بهانه جينۍ رازه زمونږه کور ته
او مې منه سوال
غوښې دې زما د زړۀ نيول دي سور اور ته
او مې منه سوال
کړه: جوړه کړه بهانه چې څوک خبر نشي د حاله
ستا په انتظار يمه
زړۀ غواړي زما چې درته تېر کړمه احواله
ستا په انتظار يم
لږ به مې اګاه کړې د خپل دزړۀ د خياله
ستا په انتظار يم
نور ټنګېدې نه شم د ظالمې مېنې اور ته
اومې منه سوال
( اقبال خان، اوګۍ)
مثال 4:
سترګې ګلونه د انار
کاتۀ ي اثري
سترګې ګلونه د انار
کاته يي اثري
کړه: سترګې دې سرې ونيم خارو
مولا درکړے نور
ستا د پېزوان په کنارو
چا پېر ترې همه در
غور مې اوکړه دا دارو
شوم تا پسې رنځور
خبر مې واخله په تلوار
کوم درته زاري
( نورالدين اخون هار وبهار)
په دې مثالونو باندې چې مونږ غور اوکړو ، اولنې او دوئيم مثال بحر دے د اولې مصرعې 15 سېلابه او د دوئيمې مصرعې ووه سېلابه د دريم مثال بحر دے اولنۍ مصرعې 14 سېلابه او دوئمې مصرعې 4 سېلابه د څلورم مثال بحر دے نهه او شپږ ـ اوس که څوک د بحر په حساب د کورونو تقسيم غواړي نو صرف د مستزاد چاربېتو کورنه به څو کورونه جوړ شي ـ دا خو څلور مثالونه دي ، په دې کور کښې بې شماره چاربېتې موجود دي ـ
کړه بنده چار بېته :
په کتابونو کښې د چاربېتو د څلورو اقسامو نومونه پخوا موندې کېږي ـ ساده چار بېتې ، مستزاد چار بېتې ، زنځيرۍچار بېتې ، کړه بندې چار بېتې ـ دا چار بېتې چې اوس پرې ليکل غواړم ځنو سيمو کښې ورته زنځيرۍ چاربېتې وائي ، حالانکې دا صريحه غلطي ده ،د زنځيرۍ چار بېتې زنځير د هم قافيه الفاظو نه جوړېږي ـ دا ساده چاربېته ده د هم قافيه الفاظو استعمال د مصرعې تر مينځه موجود نه دے ـ فرق به ئې په راتلونکي صفحاتوکښې وا ضح شي ـ دا د پښتو د شاعرۍ خپل پېدا وار دے ـ ددې مشابهت د عربۍ او فار سۍ نظمونو سره په هيڅ ډول نشته دے ـ نورې چار بېتو کړې سر سره په يو مقام يا په دوه مقامه تړلے کېږي ـ او ددې قسمه چاربېتې کړه په درې مقامه سر سره تړلے کېږي، ځکه ورته په هزاره کښې کړه بنده وائي ـ او زه ورله هم دغه نوم تجويز کوم ـ
مثال 1:
د سرو شونډو د پاسه ـ پېزوان دې پلوشې که
قطار دې د جبين د پاسه ايښي سرۀ موران
ګونګرو دې که سوران
کړه:
د سرو شونډو درش ، زه غواړم پيشکش
ديدن دې کوم تش
زه مرمه ساه مې خېژي زړه مې غوڅ شو بې الماسه
د سرو شونډو د پاسه
مقام اول: چې چاربېتې کړه سر سره وتړلې شوه ـ
زه مرمه بد مې حال ستا کله په ما خيال
زړګے زما حلال
بل دور دې غږېږي ټول عالم دې تماشې که
پېزوان دې پلوشې که
مقام دويم : چې چاربېتې کړه سر سره وتړلې شوه ـ
عالم دې که صفت ، په کور او محلت
خاونده ستا عزت
له ما نه دې چاپېره کړۀ تا ؤنه د نېران
ګنګرو دي که سوران
( نوره دين اخون )
مقام دريم : چې چاربېتې کړه سرسره وتړلې شوه ـ په دې مثال کښې هغه درې واړه مقامات ښودلے شوي دې ـ چې د کړه بندې چاربېتې کړه سر سره تړلےکېږي ـ
مثال 2:
مڼې د ثمر قند ، ستا سره اننګي دواړه
خونکارې وهي لارې ستا خمارې سترګې سرې
عجب حسن لرې
کړه:
مڼې دې کوکې سپينې ، خوش رنګه ګل رنګينې
د قندو نه شيرېنې چې اګاه دې شوم په خوند
مڼې د ثمر قند
خوندونه لري زيات ، ستا لالې لبې شات
راوړي رنګ د نبات ده بلوري غندل دې غاړه
ستا سرۀ اننګي دواړه
غړۍ دې بلوري ، شيشه د عطاري
بندي ځکه عمري شوم ستا د زلفو په پنجرې
عجب حسن لرې
(ديوان احمد دين طالب تاليف حافظ شمس الر حمان)
مثال 3:
مرمه بې له تا نه ، ګډ د ځان په وير
يه محبوبې ستا په محبت کښې مې طاعون شه حال مې د مجنون شه
کړه:
مرم ستا په يارۍ کښې ، پروت يمه خوارۍ کښې ساه مې په مرۍ کښې
اوس د ژوندانه طمعه مې قطعه شوه له ځانه
مرمه بې له تا نه
اوس مې ځکندن دے ، روح مې په رفتن دے
پاتې دا وطن دے
ستا د بڼو غشي مې خخ شوي په ضمير دے
ګډ د ځان په وير دے
ستا د در غلام يمه ، تا ته په سلام يمه
نښتے دې په دام يمه
خود به هلاک شم چې مې خوراک د ځيګر خون شو
حال مې د مجنون شو
(صا حبزاده غلام قا در باغ و بهار )
مثال 4:
سرې سترګې جادو ګرې ، سپين مخ دې کمالي
د ورځو په پېوند دې شنه وهلي دي خالونه
سرې شونډې دې جامونه
کړه:
سرې سترګې دې خمارې ، ښائسته دي مزېدارې
کا واکه نشې دارې
د خولې نه دې توېږي په خندا کښې ملغلرې
سرې ستر ګې جادو ګرې
خندا کښې دې نغمې ، د حسن مجسمې
راځي درنه وږمې
اوربل کښې دې کرلې معلومېږي کشمالي
سپين مخ دې کمالي
اور بل نه جوړئ چتر ، په زلفو لګئ عطر
سا تې ئي په ښه وتر
ديدن دې ارزومند پرې پېکرې دي ډېر زړونه
سرې شونډې دې جامونه
( اقبال خان اوګۍ)