دکتاب محرک

په ډيوه رېډيو باندې د چاربېتې پروګرام روان ؤ ـ کله چې د هزارې په شاعرانو باندې پروګرام کېدۀ ، چا ملګري ورته زۀ په ګوته کړم چې ما چاربېته ليکلې هم ده او د چاربېتې په اهنګ باندې پوهېږم ـ کله چې سردار علي ټکر ما سره رابطه وکړه ، ما سردار علي ټکر ته اووې چې د چاربېتې څومره کورونه دي نو دغه همره ئي اهنګونه دي ـ خېر دے زۀ به په يو پروګرام کښې ميلمه شم ـ په پروګرام کښې ډاکټران او پوهان خلق شامل وو ما زړۀ کښې سوچ وکړو چې کتاب نيم ورله ګورم ـ ما ٫٫هار و بهار،، ٫٫ باغ وبهار ،، عبدالواحد ټېکه دار چار بېته ، ديوان احمد دين طالب ، شفاهي ادبيات ، د علي حېدر جوشي يو څو کتابچې ووکتې خو د چاربېتې د کورونو ، جوړښت ، اهنګونو وغېره باندې مې هيڅ معلومات تر لاسه نۀ شو ـ دا ټولې د چاربېتو مجموعې وې ـ د چاربېتې د صنف په حقله پکښې هيڅ موجود نۀ وو صرف غوټۍ خاورې په شفاهي ادبياتو کښې څۀ لږۀ غوندې غږېدلې ده ـ خو هغه هم د نشت برابر ـ زۀ پرې پوهـ شوم چې دا خلق خو د يو زوړ ښۀ چاربېتي شاعر هومره معلومات نۀ لري ـ ما له خپل او د عبد الله جان شاعر خدائې بخښلي اولسي ادب باندې وخت په وخت شوي بحثونه راياد شو ـ عبدا لله جان د ذاته شا ه خېل و د هار مونيم د غږولو هنر مند و ـ هغه د يو ښې ډلې خاوند و ـ زمونږ په سيمه کښې به اکثر ښادو کښې د وادۀ هلک سره چاربېته په مجلس کښې وئيل زمونږ طرف ته رسم ګرځېدلې و ـ کۀ عبد الله جان شاعر د چاربېتې بادشاه و ـ نو په مجلسونو کښې زما غزلونه هم مشهورو لکه ـ

1:


تۀ راځې کۀ نۀ راځې خوښه دې خپله
انتظار به دې تر مرګ پورې کوم زۀ

2:

اور دې راته واچؤ د لمبو مې ننداره کوئ
مخامخ چې راشې تۀ د ما نه کناره کوئ

3:

چې قد مونه د صنم مې په ډولۍ کښې لږي
اوښکې د ستر ګو مې راځي راته جولۍ کښې لږي

4:

د يار نظر لکه خنجر زما په زړۀ کښې کوز شو
هيڅ پوهـ نۀ شوم سراسر زما په زړۀ کښې کوز شو

عبد لله جان شاعر د قافيې ډېر زيات پابند وو ـ هغه به وې چې حمزه بابا او رحمت شاه سائل تخيل اوچت لري خو قافيه ئې کمزورې وي ، هغه ګل او غزل هم قافيه نۀ ګڼل په قافيه کښې د احمد دين طا لب مداح و ـ عبد الله جان شاعر او زما په عمر کښې ډ ېر لوے فرق و هغه چې شپېتو د لس شپېتو په محال کښې وو زۀ شل کلن پنځويش کلن وومه ـ مونږ په يو کلي کښې وسېدو زما پلار د کلي خان او ملک و مونږه خپله حجره لرله په حجره کښې په دويمه په دريمه ورځ خامخا د حجرې هلکانو پروګرام کوو ـ په باجه مونږ سره شاعر اوپه دوکړه به آدم و چې د شاعر خورئې وو ـ شاعر د ګلابي شمروز (چې د چاربېتې ډېر ښۀ شاعر و) شاګرد و ـ قاضي ګل ،غلام احمد خان ، فقير ګل اخون غازي شاه بابا سمندر خوجړے ئې په سترګو ليدلي وو ـ د سېد قبول اخون ، عمر ، طالب ، د کنار د صېب زمانې ته نزدې وو ـ شاعر به ددې شاعرانو په سوات ، سمه کښې نورو شاعرانو سره د مقابلو قېصې بيانولې د غازي شاه په سوات چکېسر کښې د شاعرانو سره مقابله ، د قاضي ګل د علي حېدر جوشي نه په يو معمه پنځوس روپۍ ګټل دا ټولې قېصې ماته هغه کړې وې ـ خو رښتينې خبره دا ده چې شاعر به کوم محفل کښې وو ، د چاربېتې شاعر د هغه مخکښې دا بيا نۀ شو وئيلې چې زۀ شاعر يمه ـ

د چار بېتې سر، نيم سر،د چا ربېتې کورونه ، يا کور ، رتيب وغېره دا ټول الفاظ ما د٫٫ شاعر،، نه زده کړي وو ـ د چاربېتې پروګرام کښې همايون همدرد د رتيب لفظ استعمال کړوـ ما د شيرين يار يوسفزي په يو مقاله کښې د رتيب د پاره لفظ جوړ ليدلې وو چې زما خوښ شو ـ ما بيا خپل کتاب کښې بيا دا لفظ جوړ استعمال کړے دے ـ

د چاربېتې اهنګ څوک په لفظونو کښې نۀ شي بيانولې دا يو احساس دے ـ ددې مثال دادے لکه مونږه د يو سړي خبرې واؤرو د هغه آواز زمونږ په تخت الشعور کښې کښېني دغه شان د چاربېتې د مختلف کورونو وېنا د زمانې نه په روايتي انداز کښې اورو ـ دا وېنا زمونږه شعور کښې ناسته ده ـ اوس چې څوک هم په کوم طرز چاربېته وائي مونږ ئي وپېژنو چې دا د فلاني کور چاربېته ده ـ چاربېته يو عوامي صنف دے او د عوام دود دستور بدلول اسان کار نۀ دے ـ د چاربېتې د اتو واړو کورونو جدا جدا اهنګونه دي ـ بيا پدې اتو واړو کورونو کښې د بحر کمي بيشي سره هم په آهنګ کښې بدلون راځي ـ بحر کۀ يو هم وي هنرمندان چاربېته په مختلفو اهنګونو کښې ووائي لکه د ملنګ جانچاربېته ده هنرمندان ئې د لوبې په طرز کښې وائي ـ

نوے موسم نوے بهار دے سينې مې وسپړدل ګلونه
رانه جدا د مينې يار دے په مخ مې ځي اوښکې رودونه

يا د خاطر افريدي لوبه ده ،

نور رانه هيڅ نه شي خطا د ۔ د هر څه هر څه وواتمه
ګرانه اشنا دا مې سزا ده ۔ چې ستا په طمعه ګرځېدمه

دا هم هنر مندان کله کله د چار بېتې په رنګ کښې وائي ـ بحر ته کۀ څوک اهنګ وائي دا صريحه غلطي ده ـ هنر مندان زر زر وئيلو يا طول ورکولو سره د يو بحر د غزل يا چاربېتې اهنګ بدل کړي ـ بحر مستقل شے دے او اهنګ بد لېدونکې ـ زمونږ موسيقي دومره ترقي نۀ ده کړئ ګنې په هندوستان کښې د مرزا غالب يو يو غزل په څوڅو طرزونو کښې وئيلے شوے دے ـ څنګه چې د راډيو پروګرام په مخه روان و سردار علي ټکر ماته فرمائش وکړوچې د چاربېتې تقسيم په سائنسي بنيادونو وکړم ۔

په دغه دوران کښې شيرين يار يوسفزي ماته فون وکړو چې هغه نظمونه چې کوم لکه د چار بېتې په شان د سر لاندې ليکلے شوي دي ـ کۀ هغه هم د چاربېتې په فهرست کښې شامل کړئ شي ،داسې به د چاربېتې پنګه نوره هم درنه شي ـ ما د غه نظمونو لټون شروع کړو ـ د هزارې په نظم زار کښې ما ډېر داسې نظمونه وموندل چې ابتدا ئې لکه د چاربېتې په شان د سر نه شروع ده ـ شاعران د نظم د روايت نه هډو خبر نه دي دغه شان په جرس نظم نمبر کښې ډېر کم نظمونه د نظم د روايت مطابق ليکلي شوي وو ـ دې سره په ما دوه خبرې منکشف شوې 1ـ دا چې مثنوي ، مثلث ، مربع ، مخمس او مسدس کښې ډېرو شاعرانو طبع آزمائي کړې ده ـ خو په مسبع ، مثمن ، متسع او معشر کښې ډېر په ګرانه مثالونه پېدا کېږي ـ شاعرانو له دې اقسامو نه فرار ولې اختيار کړے دے ـ د مسمط په اقسامونو کښې شاعري کول آسان کار نه دے ـ په کلاسېک دور کښې محمدي صاحبزاده او معزا لله خان مومند څخه د مثمن او معشرمثالونه موندے کېږي ـ ورستو قلندر مومند څخه د مصرعو تر حده پورې مثمن او معشر موندې کېږي روايت ئې نۀ دې پوره کړے ـ

2 ـ ما چې مختلفو چاربېتو کړې او د مختلفو نظمونو بندونو په ځان کښې ټېلي کړل ، ما باندې واضح شو چې زمونږه چاربېتي شاعرانو چاربېته د عربۍ د نظم د نظا م نه اخذ کړے ده ـ که دې له څوک اريانه دور کښې لټوي هسې به په تيارو کښې کښې لاسونه ټپوي ـ په دې باندې په کتاب کښې د پوره باب په شکل کښې خبره شوې ده ـ

په چاربېتې کښې د چار څۀکردار دے په دې باندې هم د پوره باب په شکل کښې خبره شوې ده ـ په کتاب کښې مثالونه او تکرار موجود دے د هغې وجه دا چې د چاربېتې په صنف باندې دې ملک کښې چا هم قلم نۀ دے اوچت کړے ـ چې د هغې حواله ورکړې شوے وے ـ ما له هره خبره دليل او مثال سره کول پرې وتل ـ او که بيا د هغې خبرې اعاده شوې وي نو دا به د پوهه کولو په نيت وي ـ چې د قاري په ذهن کښې خبره صفا شي ـ ګران ملګري اسما عيل ګوهر او پروفېسر خليل الرحمان خليل زه وخت په وخت د خپلو قيمتي مشورو نه بهرور کړې يم او په چاپ کښې ئې راسره نوره منډه ترړه هم کړې ده ، چې زۀ ئې له زړۀ د تله مننه کوم ـ