د چاربېتې کورونه ولې زيات ښکاري

ددې ډېر اسباب کېدې شي خو يؤ څو غټو، غټو اسبابو باندې بحث کول ضروري ګنم ـ

1: په ارتقائي عمل کښې د چاربېتې بدلون:

د چاربېتې په ارتقاء کښې لږ ډېر بدلون راځي ـ او د چاربېتې نه نا خبره خلق دا د چاربېتې نوے کور ( قسم ) وګڼي حالانکې داسې نه وي ـ مثال په طور د مثنوي کور دا درې چاربېتې يوه زاړۀ چاربېتې ده چې شاعر ئي هم معلوم نه دے دوئيمه د مينځني دور چاربېته او درئيمه د اوسني دور ـ

مثال 1: کارونه ګوره د سبحان

نور به ئي نه وو په دنيا ژوند

وخت د زوال وو پرې خزان ولګېده

د سوړېزو لاندې ملتان ولګېده

کړه: کارونه ګوره د سبحان

شو ننګرهار نه راروان

مزل ئي کولو په تلوار

ملتان د ډ لې وو سردار

مخکښې به تلو لکه د شېر

ملګري وو ورسره ډېر

داړې کولې دوي مدام

چرې ګېر شوي نه وو په دام

د تورې غږ ئي په هندوستان ولګېد

د سوړېزو لاندې ملتان ولګېده

شاعر نا معلوم (زرکاڼے صفحه 160)

مثال 2: زور د کافرو په سلطان راغے

وخت د مهدي اخر زمان راغے

شاهي دبدب د دۀ مدام اوسه

فرانس او روم دده غلام اوسه

کړه: کافرو زور په طرابلس وکړلو

اټلي ظالم داسې هوس وکړلو

زر ئي داخل پکښې لښکر کړلو

سلطان ئي پسته پرې خبر کړلو

سلطان فرمان د کمر کس وکړلو

قسم د ترکو هر يو کس وکړلو

هر يو ځان سد سکندر کړلو

کوچ ئي د مصر په بندر کړلو

عرض ئي د مصر په مجلس وکړلو

لاټ کچنر ور باندې وس وکړلو

جوړ: لاره ئي کړه بنده مهم ګران راغے

زور د کافرو په سلطان ولېګده

په مصر بند د ترکو فوځ شه نا

په مخ ئي سم د اوښکو موج شو نا

لاټ کچنر دوزخ مقام اوسه

فرانس او روس دده غلام اوسه

(سرور د کوهاټ ( باغ و بهار)

مثال 3 ـ سر: ګردونه پورته شو بمونو سره

غازيان ټکرې خوري ټېنکونو سره

د پاک وطن په خاوره جنګ راغے

د مسلمان د تورې شړنګ راغے

کړه: ګردونو پورته شو اسمان ته

ګوره همت د مسلمان ته

هندو مغروره وو په زور

حمله ئي وکړه په لاهور

حمله کافر وکړله پټه

مردار به خلاص نه شي تر ګوټه

جنګ له چې راغے په مېدان

په تېخته لاړل په لړزان

ډېر کافران پکښې مردار شو

لاړل دوزخ ته په انګار شو

لاړل دوزخ ته شرمنده شول

ټول مخ تورزن هسې ګنده شول

ځائي دا دوئې نه وو د امان

ورپسې راغے مسلمان

ورپسې راغے شمشيرونو سره

غازيان ټکرې خوري ټېنکونو سره

هر مجاهد لکه پتنګ راغے

د مسلمان د تورې شړنګ راغے

اوس که مونږ په دې درې واړو مثالونو باندې ښه غور وکړو ، درې واړه د مثنوي کور چاربېتې دي ـ سرونه د ټولو چار بېتو يو شان دي ـ کړې د درې واړو مختلف دي ـ د اولنې چاربېتې کړه په لسو مصرعو مشتمل ده ـ د دويمې چاربېتې کړه په په شپاړسو مصرعو مشتمل ده ـ د درئمې چاربېتې کړه په اتلسو مصرعو مشتمل ده ـ

جوړ: اولنې چاربېته په يوه مصرعه سر سره تړلے کېږي دوئيمه په دويمه په دوو هم قافيه مصرعو باندې سر سره تړلے کېږي ولې تر مينځه ئي يوه بله مصرعه موجود ده ـ دريمه په دوو هم قافيه مصرعو سر سره تړلے کېږي ولې پرله پسې مصرعه ئي تر مينځه موجود نه ده ـ

د چار بېتې د مزاجه نا اشنا قاري له دا درې واړه مثالونه درې مختلف کورونه ګرځېدے شي ولې په حقيقت کښې دا يو کور دے ـ د مثنوي چاربېتو کور ـ په هر مثال کښې د مثنوي نظم سره مشابه

مثال 1: ايمان راوړل په رب صفات ئي کل عجب

د رب په ملائکو مې راوړې په ښه شان

راځه واوره بيان

الف: د رب په ښه اسمونو راوړل په کتابونو

يو سل څلور د پاسه نازل شوي له اسمان

ټول حق دي له سبحان

ب: زبور چې په داؤد ، راغلے له ودود

موسى باندې نازل چې شو تورات لري لقب

ايمان راوړل په رب

ج: عيسى باندې انجيل ، هم راغے له جليل

نازل شه په احمد نبي زمونږ ښکلے قرآن

راځه واوره بيان

(عبدالخالق)

مثال 2: مرمه ګل نګارې ، پروت يم نا علاجه

عمر مې په طمع د وصال واړه برباد شو

حال مې دفر هاد شو

الف: مرمه بې دارو يمه ، چغو په نغرو يمه ،

غوڅ په کټارو يمه

ځي مې له زخم نه جاري د وينو دارې

مرمه ګل نګارې

ب: وينې ترې جاري صنم ، نه کوي ياري صنم ،

تا ته مې زاري صنم

خېژي مې له خولې نه تل فرياد لکه دراج

پروت يم نا علاج

ج: نا علاجه يم په شور، نه پائيم زه نور ،

اوسومه په اور

پاتې مې نيمګړے نيمه خوا د زړه مراد شو

حال مې دفر هاد شو

په ملک کښې جولاګانو ، اندهېر جوړ کړو يارانو

څلور سېره غنم يو چرګ نارے اخلي زياتي

ده اتۀ سېره ئي بتي

الف: په هر کلې کښې ډېر دي ، اکثر له شرعې غېر دي

اکثر له شرعې غېر دي همېشه کوي حرام

خطا يي دين اسلام

ب: رښتيا رښتيا خبرې د دوې به کړم ظاهرې

ته هم به ترې خبر ئي چې دوې څومره ناروا که

نر ښځې په صلاح که

ج: اکثر د لېوه هډ خوري حرام حلال ګډوډ خوري

بيان به په ښه شان کړمه د دوې واړه ټګانو

په ملک کښې جولاګانو

د: بت ورکه د سرېش خامتا په نري قېش

دوې اووهي په لېشتو وائي خاوندہ نرخ ئي دا دے

د کلي نه جدا دے

ر: يوه پېسه تاوان دوئي نه کوي د ځان

د پړوکي له هر څه اخلي داسې کار دے

جولا يي په څه خوار دے

ز: جهان کښې سپک زبون دے په بدو پسې يون دے

جولا چې کوي غله ځکه ياديږي تهمتي

ده اته سره ئي بتي

( زرين اخون)

مثالونه نور هم کېدي شي ـ د فدا ګل عرف پېډيا بابا چاربېته په يو جز باندې مشتمل ده چې د چاربېتې په ارتقا کښې ليک ده ـ په مثال نمبر1 کښې شاعر چاربېته په مخه وئيل ده په ا او ب جز کښې شاعر هډو سر ته راجع شوے نه دےـ چې يو ميعاري چاربېتې له ضروري ګڼلے شي صرف ئي په ج جز کښې ئي سر ته رجوع کړې ده ـ په مثال 3کښې لنډې مصرعې درې درې دي ـ په هر جز کښې شاعر سر ته راجع شوے دے ـ په مثال 3 چاربېته په شپږو جزونو باندې مشتمل ده ا، ب، ج، د، ر، ز ـ خو که د چاربېتو جوړښت ته وکتےشي ټولې د يو سر لاندې وئيلے کېدےشي ـ

مثمن چاربېته:

مثال 1: سرۀ مهران دې په مخ ځانګي بې حسابه

خوشبو درځنې خېژي د کافرو

ملايانو روايت کۀ له کتابه

چې دا هسې اور بلونه وي د حورو

کړه: په جبين کښې دې رڼا شوه د مهرانو

بېلتانۀ راباندې واړول قرضونه

اور ئي بل کۀ په و زرو د خوارانو

هيڅوک نه اوري د خوار سړي عرضونه

راشه واچه لاسونه په يارانو

چې ئي روغ شي د خيرار زړګي دردونه

د پالنګ د پاسه ناسته ده نوابه

اننګي ئي صدفونه وو د درو

(نوره دين)

مثال 2: شاه په زقن باندې شين خال اېښے دے

کوي سېلونه په مېرو باندې

شنډې په تا مې سرو مال اېښے دے

خېژوې ما په غر غرو باندې

شاه په زقن باندې شين پان وهي

تپوس ترې نه کړي د خپل ياره څخه

زړګے مې نيت د هندوستان وهي

بې نوا ځم ستا د درباره څخه

په بلۍ ناسته ده چشمان وهي

غاړه ئي دنګه له چيناره څخه

ماته ئي نېټه د پشکال اېښے ده

ورله ورځمه په زارو باندې

( مير افضل ددېشانو )

مثال 1 او مثال 2دواړه د مثمن کور چاربېتې دي په سر کړه او جوړ کښې هيڅ فرق نيشتے ـ په رواتي انداز کښې څنګه چاربېته وئيلے کېږي دواړه په يو رنګ کښې نه شي وئيلے کېدے ځکه هنر مندان ئي جدا جدا کورونه ګڼي حالانکې ددې په بحر کښې فرق دے ـ اوله چاربيته په راګ بيروى کښې وئيلے کيږى او دويمه په جنګله کښې ـ کور يو دے ـ دا مې دريو کورونو نه مثالونه راکړل په ټولو کورونو کښې دغه صورت حال دے ـ مونږ له د چاربيتې جوړښت او مشابهت په نظر کښې ساتل پکار دى ـ په نرى مرى بدلون باندې که د چاربيتې کور نوے کوؤ نو داسې به د کورونو دومره تعداد جوړ شى چې د پوهې نه به بهر شى ـ

د مولف بې احتياطي :

کله کله مولف د چاربېتو د خوندي کولو په شوق کښې داسې چاربېتې په کتاب کښې وليکې ـ چې د ا هغه ته سمه ياده نه وي ، يا د نوخېزه شاعرانو چاربېتې را واخلي چې هغه په چار بېته پوره دسترس نه لري د يوې چاربېتې نيمې خاوند وي ـ زه يو مثال د هار و بهار او يو مثال د باغ و بهار نه راخلم ـ دا داسې چاربېتو هېڅ کمې نيشتے ـ

مثال نمبر1 صفحه 23 هار و بهار

سر: له هنده دي راغلي په غذا پسې سفر که

له هنده دي راغلي خو وطن ئې بريلي

کړہ: اوس ناست دي په ملکا کښې خرڅوي دارو ګولي

په ډاګه ورته ناست دي تل ثنا د پاک اکبر که

له هنده دي راغلي په غزا پسې سفر که

کړه: په ډاګه و رته ناست دي تل ثنا که د غفور

انګرېز په ټوپۍ جمع که لښکر ورته ګڼ ګور

لندن ، تر کلکتې ، تر کمپنۍ وشو دا مذکور

دښمن دے پېدا شوے نن دې ټينګ ورته لښکر که

له هنده دي راغلي په غزا پسې سفر که

دا هغه چاربېته ده چې ښاعلې همېش خليل غوندې استاد ئې په مغالطه کښې اچولےوو ـ همېش خليل د عبد الواحد ټېکه دار د کتاب چاربېته په سريزه کښې وائي چې د ټېکه دار په کتاب کښې دا قسمه چاربېته نشته دے ، حالانکې د ټېکه دار يو سل پنځه څلوېښت کړې چاربېته دغه قسم په دغه کتاب کښې موجود ده ـ په دې باندې په صفحه ١٠٩ په يو څو کتابونو نظر عنوان لا ندې څه بحث شوے دے ـ دا ناقصه چاربېته ده ـ اول خو دا شاملول نه وو پکار که د موضوع د غوره والي په سبب شاملول ضروري وه نو بيا ليکل په سمه طريقه وو لکه چې يو مربع چاربېته ليکلے کېږي ، دا به سمه څنګه ليکلے کېده دا هم ښايم ـ

دا مربع چاربېته ده ـ دې دا قسما چاربېتو سر په دوو مصرعو مشتمل وي ـ د زير بحث چاربېتې سر يوۀ مصرعه لري ـ نيم سرے شو ـ نيم سرے د وئيلو دوران کښې دوه ځله وئيل پرېوځي ـ چې د سر يو يوۀ مصرعه ليکلے نو ورسره نيم سر ليکل پکار وو يا به د يوه مصرعه دوه ځله ليکل وو ـ

له هنده دي راغلي په غذا پسې سفر که

(نيم سر )

پوره کول به دوه ځله وئيل پرېوځي ـ

کړه 2: له هنده دي راغلي خو وطن ئې بريلي

اوس ناست دي په ملکا کښې خرڅوي دارو ګولي

دريمه مصرعه ورکه ده ـ

په ډاګه ورته ناست دي تل ثنا د پاک اکبر که

له هنده ....(دوه ځله )

د چاربېتې نورې ټولې کړې په څلورو مصرعو مشتمل دي ـ

مثال 1: ( باغ و بهار شاعر ملا احمد جان)

سر: مۀ راوړه لاس د خوبه يمه سترګې مې پټې دي

د کچه خوبه چې شم ويخه بيا مې سر خوږيږي

په استعفار په توبه ستا له ميـن توبه يمه

چې شم ناجوړه بيا په ما به ټول ټبر خوږيږي

شوے ليونے حېرانه ستا لېون توبه يمه

په ډېر ديدن مې نه کړے موړ لا دې ځيګر خوږيږي

صبر دې نه شي بيا دې نغښتې راته مټې دي

دا مسبع چاربېته ده د مسبع چاربېتې سر په دوو مصرعو باندې مشتمل وي ـ دا يوه مصرعه ده نيم سرے شو ـ نيم سر د چاربېتې عيب نه وي خو سر ئې د کړې نه په بحر کښې مختلف دے ـ د وئيلو دوران کښې د چاربېتې ردهم يوشان نه پاتې کېږي ـ علاوه د کړه بندې چار بېتې نه نور د ووۀ واړه کورونو چار بېتې په نيم سري باندې وئيلے کېدے شي ـ

مثال 2: شين خال دې د ابرو لکه امام دے په محراب کښې

زلفان دې مقتديان پسې ئې کړې اقتدا ده

دا هم د ملا احمد جان چاربېته ده ـ معشر مجاز چاربېته ده ځنې کړې ئې مکمل او ځنې نا مکمل دي ـ د چاربېتې نه نا بلده قاري دا هم د چاربېتې کور ګڼلے شي ـ

نوې تجربې کول:

کله کله يو نيم شاعر د روايت نه انخراف وکړي او څه نوې تجربې پکښې وکړي ـ داسې هغه چاربېته يو نوې کور لګي خو که پ دې چاربېتې باندې غور وکړے شي خپل د ماخذ کړه وړه به چاربېته خا مخا لري ـ

مثال 1: شاعر قلندر مومند (صباون) څومره بمونه دي ورېږي د ويت نام په بام

مرګے دے ګام په ګام

مړ شو بې غوره

:کړه: څومره بمونه دي ورېږي په بيګاه صبا

په چا په ما په تا

ميندې بورېږي

له ټول وطن ځنې رخصت شو امان ارمان

ډېر شو زيان د ځان

خويندې ژاړېږي

په سرو سرو تورو د ځلمو سرونه پرې ډکرې

په وينو سرې اسرې

جونه سوزېږي

کړي اپيلونه د دنيا د هر يو قام په نام

مرګے دے ګام په ګام

مړ شو بې غوره

ددې د چاربېته کېدو نه خو انکار نه شې کولے ـ ځکه چې کړه ئې د چاربېتې ټول لوازمات پوره کوي ، که څوک دا ټپه داسې وليکي ـ

سپوږميه کړنګ وهه راخېژه

يار مې د ګلو لو کوي

ګوتې رېبينه

د ټپې نه خو دا بهر نه شوه صرف روايت په ليک کښې مات شو ـ

د قلندر مومند دا چاربېته داسې هم ليکلې کېدے شوه ـ

څومره بمونه دي ورېږي د وېت نام په بام

مرګے دے ګام په ګام مړ شو بې غوره

کړه: څومره بمونه دي ورېږي په بېګا صبا

په چا په ما په تا مېندې بورېږي

له ټول وطن ځنې رخصت شولو امان ارمان

ډېر وشو زيان د ځان خويندے ژړېږي

په سرو سرو تورو د ځلمو سرونه پرې ټکرې

په وينو سرې اسرې جونه سوزېږي

جوړ: کړي اپيلونه د دنيا د هر يو قام په نام

مرګے دے ګام په ګام مړ شو بې غوره

داسې دا مسبع چاربېته شي ـ خو د روايتي مسبع چاربېتې نه لږه بيله ـ د روايتى مسبع اوله ، دريمه ، پنځمه مصرعه هم هم قافيه وي ـ وګورئ په مثالونو کښې د مسبع مثال ـ

دې ته مونږ د قلندر صېب مستزاد کښې تجربه هم وئيلے شو ـ د مستزاد چاربېتې هرې مصرعې سره لنډه شان ټکړه هم وي ـ دلته قلندر صېب دوه زياتې کړې ـ

په شاعرانو کښې د چاربېتې حليه څومره عبدالواحد ټېکه دار خرابه کړې ده دومره يو نۀ ده کړې ـ په دې کښې هيڅ شک نشته چې په چاربېته کښې هغۀ نوي نوي مضامين داخل کړى دي ـ خو کله نه چې حمزه بابا ټېکه دار ته بابائې چاربېته وئيلي وو له هغې نه ورستو هغۀ ته Freehand ملاؤ شو چې هغۀ لوبې اونظم ته هم چاربېتې ليکلي دي ـ لکه ستاري چاربېته ، فني چاربېته ، زمينداري چاربېته ، سهري چاربېته وغېره ، چې ورستني کهول د چاربېتې اقسام وګڼل ـ د ټېکه دار ځنې چاربېتې ښې هم دي خو په ډېرو کښې د قافيې تړل ئې بس چاربېته ګڼلې ده ـ د چاربېتې د حسن خيال ئې نه دې ساتلے ـ هغه چاربېته چې احمد دين طالب او عبد الله استاد د غزل نه زيات د خيال نازکي ، تشبيهات معنه آفريني پکښې پېدا کړې وه ، ټېکه دار هغه ته ډېر نقصان رسولے دے ـ نا شائسته ژبې د چاربېتې د جوړښت نه لا پرواهي د چاربېتې صنف د تعليم يافته شاعرانو په نظر کښې بې قدره کړو ـ چې د چاربېتې د بابا دا حال دے د نورو به څنګه وي ـ دا د بې ځايه القاباتو نتيجه ده ـ ګنې مونږ د چاربېتې په چوکاټ کښې ښکلي ښکلي نظمونه ليکلي شو مثالونه ئې د زرين پرېشان ٫٫ښائست،، او د محمد علي خپلواک ٫٫افغانستان ،،دي ـ دا نظمونه دې شاعرانو دانسته د چاربېتې په چوکاټ کښې نۀ دي ليکلي ـ بلکې زمونږ نظم د چاربېتې زېر اثر دى ـ په دې د پوره باب په شکل بحث شوے دے ـ

د مشهورو سندر غاړو دست برد:

د الفاظو تر حده سندر غاړي اکثر د شاعرانو په کلامونو کښې رد و بدل کوي خو کله نه کله په چوکاټ کښې هم بدلون راولي ـ مثال په طور د نوره دين اخون چاربېته چې سردار علي ټکر په اواز کښې د ډيوه رېډيو نه نشر کېږي ـ چاربېته داسې ده ـ

ما وليدۀ يارانو د لېلٰى په سپين جبين

خالونه درې څلور

(نيم سر به دوه ځله وئيل پرېوځي )

کړه: ما ولېده يارانو د قلزم د بادشاه لور

هر دم نوې سينګار که

پالنګ ئې اچولے دے پرون په کوټه پُور

مکېزه ګل نګار که

د پښو تر سره پورې پئيل مرجان در

چپاؤ په ګنهګار که

سوره ځي په پالکۍ کښې چا پېره ترېنه تابين

په غږ د خيال ټکور

په دې پسې دوه دوه ځله نيم سريرې اړول پکار دي ، خو ټکر داسې وائي : ما وليدۀ يارانو د لېلا په سپين جبين

خالونه درې څلور

ما وليدۀ ي يارانو د قلزم د باشاه لور

هر دم نوې سينګار که

يعني د کړې دوه مصرعې ئې سر سره وتړلې ـ دې سره د چاربېتې شکل داسې شو ـ هسې د چاربېتې په کړه کښې اوږدې څلور او لنډې څلور مصرعې دي ټوټل اتۀ مصرعې چې هرې مستزاد چاربېتې وي ـ اوس چې څنګه ټکر وئيلې ده په اوله کړه کښې شپږ مصرعې شوې او په نورو کړو کښې اتۀاتۀ مصرعې دي ـ داسې دا به هم اورېدونکي د چاربېتې څۀ نوے کور ګڼي