زمونږ په نظم د چاربېتې اثرات

هر څو که د چاربېتې د وئيلو هغه زوړ ذوق شوق نه دے پاتې شوے خو د چاربېتې چوکاټ دومره متاثر کؤنکے دے چې تر اوسه پورې زمونږ نظم ددې له اثراتو نه دے وتلے ـ خصوصاَ هغه سيمې چې چرته چاربېته ډېره زياته وه ـ هلته د دې اثرات هم ډېر زيات دي ـ لکه صوابۍ ، سوات ، هزاره ، د مهمندو سيمه ، او جنوبي اضلاع وغېره ـ د چاربېتې په اتو کورونو کښې دوو کورو مربع او مثمن د نظم مربع ، مخمس ، مسدس نظمونو مثالونه ورکوم ځکه چې زمونږ نوخېزه شاعران د نظم د چوکاټ نه خبر نه دي هغو خپل خوا کښې سينيئر شاعر ته ګوري ـ په هغه چوکاټ کښې نظم ليکل شروع کړي ـ که د سنيئر د نظم د چوکاټ نه خبر نه وي ، نو داسې په غلطۍ باندې غلطۍ کېږي ـ پکار خو دا ده چې مونږ کوم صنف باندې قلم اوچتۀ وه ـ اول د هغه د ټولو لوزاماتو نه ځان خبر کړو ـ

مربع نظم :

بند نمبر 1 د شهۍتورو سنبلو

په سپين مخ ئي تسلسلو

پرې غوغا کاندي بلبلو

تل به وخت نه وي د ګلو

بند نمبر2 له ما ګرځي دوره دوره

نظر نه کړي له غروره

نو نه مري په تېره توره

زۀ ئې مرم په تغاقلو

(خوشخال بابا کليات صفحه 948)

٫٫ د سپرلي سندره ،،

بند نمبر 1: لوړه ده ژوره ده سمه ده کۀ غر دے

اړخ دے کۀ څوکه ده خټ دې کۀ کمر دے

هر ځائې غواړېدلې د شينکي ښکلے څادر دے

وخت د پسرلي دے پسرلې دے کۀ اختر دے

بندنمبر٢ هر يو بوټے مست دے لکه اوڅکي څوک شراب

اوسپړدې غو ټۍ ښائسته ګلونه د ګلاب

راغے پرې راپورته بورا سينه کباب

پرده چې پرې پروت وي ارماني د کال و سردے

(عبدالخالق خليق جرس نظم نمبر 444)

جونګړه د حمزه بابا شاهکار نظم دے ـ د جرس په نظم نمبر کښې زبېر حسرت پرې زړه پورې ليکل کړي دې ـ دا نظم هم د پورته ذکر شوو نظمونو(يعني مربع ) په چوکاټ کښې دے ـ ولې حمزه بابا ورله سر اېښے دے

،، جونګړه،،

سر : راځه چې يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کښې

بند : راځه چې د وصال جوړه دنيا کړو په دنيا کښې

د ګل په په خاموشۍ کښې د بلبلو په نوا کښې

پېدا چې د خندا نورافشاني کړو په ژړا کښې

تر هاغې ګورو يو بل ته چې ورک شو په يو بل کښې

د ٫٫هزارې په نظم زار،، کښې يه صفحه 86 باندې نظم دے ـ ٫٫وطن،،

سر: چرته نزدې په ګل بڼونو باران وورېدۀ

کۀ مې جانان زلفې را اوشيندلې

بند: په دې شګلن شګلن ما حول کښې د کجورو سيلۍ

د سحر باد ورسره راوړه د نخترو سيلۍ

د غنم رنګو، د مماڼو د ګرګرو سيلۍ

د پښتون خوا په دنګو غرنو باران اورېدۀ

دا نظم هم مربع نظم دے ـ ولې ابتدا يې د مربعې په شان نه ده شوے شاعر ورله سر اېښے دے ـ جوړښت يې بېخي د مربع چاربېتې دے ـ صرف د سر دواړه مصرعې هم قافيه نۀ دي ، ولې کۀ د چاربېتې د سر مصرعې هم قافيه نه وي په وئيلو کښې هيڅ فرق نه پريوځي د مربع چاربېتې مثال وګورئ په صفحه 163 باندې ـ

مخمس: لکه د نوم نه ظاهرېږي چې ددې نظم بند په پنځو مصرعو مشتمل وي ـ

مثال:

بند نمبر١ هغه يار چې ښائسته دے تر آفتابه

مخ به کله راڅرګند کا له نقابه

بېلتانۀ په زړۀ زهير کړم بې حسابه

څۀ سبب اوکړې مسبب الاسبابه

چې زما ملاقات وشي له احبابه

بندنمبر٢ ملاقات دښائستؤ مې نصيب کړې

د ښائست په ګلستان مې عندليب کړې

عندليب مې په ګلشن د خپل حبيب کړې

خدايه ما په دلبرانو کښې قريب کړې

ومې ژغورېددې اهل له عتابه

(رحمان بابا جرس نظم نمبر)

اوس ګورو چې چاربېتې مخمس څنګه متاثر کړے دے ـ د نظم نوم دے ٫٫شاعران،،

تل د خپل احساس او د خپل زړه کاريګري کوؤ

مونږه شاعران خو د خيالونو فن کاري کوؤ

بند: مونږ چې وينې وڅخوو شعرونو ترېنه وليکو

مونږ چې مينې وشيندو بېتونه ترېنه وليکو

مونږ چې وينې توې کړو غزلونه ترېنه وليکو

مونږ چې اسويلي وکړو نظمونه ترېنه وليکو

مونږ خپل کلام سره بس دغه همره خواري کوو

(نظم زار صفحه 200)

پاڅئ اے ملګرو

پاڅئ اے ملګرو طوفانونو ته لار ونيسئ

وژني رانه مينه نفرتونو ته لار ونيسئ

بند: هيڅ بې هيڅه دلته د يو بل نه مرور خلق

بس په نۀ خبره ماتوي د يو بل سر خلق

کوهے کنستل بل ته ګڼي لار کښې هنر خلق

امن نه نفرت کوي خوښوي همېشه شرخلق

وړي مو ايمانونه دې رسمونو ته لار ونيسئ

( نظم زار صفحه 115)

په دې دواړو نظمونو کښې هم د سر نه ابتدا شوې ده ـ لکه د مخمس په شان نه ده شوې ـ

مثمن:

د عربۍ د ثمانيه نه جوړ دے اتو ته وائي ـ دا د مسمط نظام هغه قسم دے چې هر بند ئې په اتو مصرعو مشتمل وي ـ وړمبے بند ئې ټول په يوه قافيه کښې وي که رديف ورسره استعمال شوے وي رديف به هم يو وي ـ او ورپسې بندونه به ئې ووۀ مصرعې په يوه قافيه او رديف اتمه مصرعه به ئې د اولنې بند سره هم فافيه او هم رديف وي ـ ما په پښتو نظم کښ ئې مثال نه دے موندلے چې ذکر شوي لوزامات پوره کوي ـ

ښائست

(اولنے بند) بنګړي په ليچو باندې ؤشوروه

چې دا پخې ماڼۍ راونړېږي

په دې کچه جونګړو اور اولګي

دويم بند: د نوي نوي پېغلتوب نازونه

په زړونو لوبې لمغړې کوي ښه ته

ځان کړه سنمبال نوې جامې واچوه

شونډې دې سرې کړه چې لمبې کوې ښه ته

پړونے اوتړه د سترګو لاندې

سترګې کړه تورې چې حملې کوې ښه ته

د بڼو غشي دې راؤوروه

چې مې په خوږ زړګي ټکور اولګي

اوس که مونږ ددې نظم د هيئت په لحاظ جاج اخلو ، اولنے بند ئې په څلورو مصرعو مشتمل دے مربع شو خو روايتي مربع نه د روايتي مربعې څلور واړه مصرعې هم قافيه وي ، دلته دريمه مصرعه په بدله قافيه کښې ده ـ دويم بند ئې په اتو مصرعو کښې وي ، مثمن شو د مثمن اتۀ واړه مصرعې هم قافيه وي ، دلته د شرط هم نه پوره کېږي ـ البته د قلندر مومند په کتاب ٫٫صباؤن،، کښې په صفحه 16باندي د اتو مصرعو نظم موجود دے ـ چې د مصرعو تر حده پورې مثمن دے ـ اوس ګورو چې ښائست د مثمن چار بېتې څومره لوزامات پوره کوي ـ

د مثمن چار بېتې سر په څلورو مصرعو مشتمل وي ـ دلته ددې نظم اولنے بند هم په څلورو مصرعو مشتمل دے ـ صرف دريمه مصرعه ئې د ضوابطو نه مختلف ده ـ خو د چاربېتې په صحت اثر نه پرېباسي ـ د چار بېتې کړه په اتو مصرعو مشتمل وي ـ ددې نظم دويم بند په اتو مصرعو مشتمل دے ـ د چار بېتې وومه او اتمه مصرعه سر سره تړلے کېږي ددې نظم د هر بند وومه او اتمه مصرعه هم د سرسره تړلے کېږي بحر ئې د احمد دين طالب د مشهورې چاربېتې دے ـ

راشه سيپنه بشره ونيسه آفتاب ته

چې خجل پرې صومعه اوسومنات شي

فرقدين دې رسېدے نشي خطاب ته

که څلور دو چنده نور ورسره زيات شي

د نظم زار په صفحه121باندې نظم دے

افغانستان:

محبوبې ګل درله د کومه راوړم

هغه ګل دشتې دي لمبو وهلې

ګرځي لوګي هلته په غرو رغو

چرته چپې چې به سپرلو وهلې

بند نمبر ٢: چې کوم خوا ګورې د نظر له حده

تشې کنډر هدېرې ښکاري

د ژوند آثار پکښې بېخي نشته دے

څۀ خوشې خوشې ښاريې ښکاري

چې به نظر پکښې نشه نشه شو

چې به زړګې پکښې تازه تازه شو

چې اخلي ساه بوئې د بارودو راځي

دي ګل درې تورو لوګو وهل

( محمد على خپلواک)

دا نظم هم د مثمن چاربېتې په اهنګ کښې وئيلے کېدے شي ، وزن ئې يو دے صرف د قافيي لګ ډېر توپير دے چې کوم په وېنا کښې د چاربېتې څه رکاوټ نه پېدا کوي ـ زما مقصد هر ګز دا نه دے چې ګنې دا نظمونه نه دي ـ دا ډېر ښه نظمونه دي ـ نظم منظوم کلام ته وائي چاربېته هم د نظم يو قسم دے ـچاربېته د پښتون قام په لاشعور کښې ناسته ده ـ که مونږ نظم د چاربېتې په جوړښت کښې ليکلے ـ يو خو به مونږ خپل دا زوړ د پښتو د شاعرۍ صنف د لاسه نه ورکوؤ بل د خيالاتو اظهار به په اسانه کېدۀ ـ په نظم کښې د خيالاتو او جذ باتو اظهار اوليت لري ـ هيئت ثانوي شے دے ـ د چاربېتې اکثر شاعران عالمان او ملايان وو ، مسمط د نظم نه خبر وو ـ خو د مسمط په روايتي انداز کښې شاعري کول ګرانه وه ـ هغوي د مسمط د مختلف اقسامو نه چاربېتې اخذ کړې هر کمال لره زوال دے ـ اوس د ازاد او نثري نظمونو زمانه ده ـ که سمندر پېدا هم شو ـ د هغه مېدان به ازاد يا نثري نظم وي ـ