د چاربېتې ماخذات

د ځنو پوهانو خيال دے چې چاربېته يو اولسي صنف دے ـ ددې به لکه د غاړو او ټپو غوندې ابتدائي اشکال په اريانه دور کښې موندې کېږي ـ خو زه بيخي داسې نه ګڼم ځکه چې ما څخه ددې پاښۀ دليلونه دي ـ عربي زمونږ مذهبي ژبه ده او فارسي زمونږ د ملوکانو ژبه وه ـ دې دواړو ژبو په پښتو ژبه ډېر زيات اثرات غورزولي دې ـ غزل فارسيوانو د قصدې تشبيب نه اخذ کړو بيا د فارسۍ په لاره پښتو ته راغے ـ خو چاربېته نېغ په نېغه د مثنوي ، مسمط نظام ، مستزاد او ترجيع بند نه راغلے ده ـ پخوا زمونږ د چاربېتې د وا يانو اکثريت عالمان ، ملايان او اخونان وو ـ ددغه خلقو په عربۍ او فارسۍ مکمل عبور وو ـ دوئي د عربۍ ژبې د نظم نظام نه خبر وو ـ د دغه نظام نه دوئي چاربېته اخذ کړه او پښتو شاعري ته ئې حواله کړه ـ د چاربېتې اتۀ کورونه (اقسام) دي په تربيب سره پرې خبره کووو ـ

1 ـ مثنوي چاربېته:

ددې چاربېتې سر او جوړ ئې چې دور کړې شي او کړه ئې د مثنوي نظم سره کېخودې شي ـ صفا به ظاهره شي چې مثنوي چاربېته د مثنوي لور ده ـ مثنوي په لنډ او اوږد بحر دواړو کښې ليکلے کېږي دې ته د دوه دوه مصرعو په وجه مثنوي وئيلےکېږي ــ بحر چې هر څومره وي ، د مثال په طور دا يو څو اشعار ـ

اوس کتاب بيانوومه

په پښتو ئې لولومه

زو زو کړه خله ګويا کړه

په پښتو ژبه انشاء کړه

نور مې ياد د مولا نوم کړو

دغه پسه مې مرقوم کړه

کتابونه مې ليدلي

حکايات مې واړه کښلي

زر کاڼے صفحه 12،151

د مثنوي چاربېتې کړه :

مخ دې فلک پېزوان آفتاب وينمه

تا په همزولو کښې کمياب وينمه

ته نظر نه کړې په خورانو باندې

خلق دې لوټ کړل په چشمانو باندې

خلق دې لوټ کړل نازنينې لېلٰى

درته کړېږم حال مې وينې لېلٰى

د چار بېتې د کړې نه جوړ په ډډه کړلې شوے دے د نظم د بند او د چار بېتې د کړې دواړو جوړښت په دوه دوه مصرعو باندې دے چې يو شان والے ئې ښکاره دے ـ

د مربع چاربېتې کړه:

د مربع نظم او مربع چاربېتې کړه دواړه په څلورو څلورو مصرعو مشتمل وي ـ صرف د مربع نظم ابتدا د څلورو هم قافيه مصرعو نه او د چار بېتې ابتده د سر نه کېږي ـ د مربع نظم بند او د مربع چاربېتې کړې کښې هيڅ فرق نشتے ـ

دمربع نظم بند:

هر يو بوټې مست دے لکه اوڅښي څوک شراب

اوسپړدي غوټۍ ښائسته ګلونه د ګلاب

راغے پرې راپرېوته بورا سينه کباب

پرېږده چې پرې پروت ارماني د کالو سر دے

د مربع چاربېتې کړه:

ځي مسته په مستۍ کښې مسته مست کوي رفتار

مست خال په مستې زنه مستې اېښے مزېدار

مست ټيک په مست جبين باندې ئې خوند لري بيسيار

په مستو کښې سر مسته مسته مسته ځي په لاره

د نظم په بند او د چاربېتې په کړه کښې هيڅ فرق نشته دے ـ

د مسبع نظم بند:

عاشقي دې هيڅ څوک نه ګڼي اسانه

دا خبره ده له حده هورته ګرانه

د بهار راتلے خو نه شي بې خزانه

غواص نۀ مومي ګوهر بې له عمانه

وصال نه دے چا موندلے بې هجرانه

تۀ د زړۀ سره اټکل وکړه رحمانه

په دنيا کښې ښادي چرې ده بې غمه

( جرس نظم نمبر)

د مـسبع چاربېتې کړه :

زۀ درنه غواړمه د سرو لبو انعام مدام

کوم سلام غلام يمه د يار

په مخ دې اېښې دې د توو زلفو دام مقام

ستا په ظلام ماښام شومه حصار

چرې دې ونۀ لېږه ما لره پېغام کلام

د لبو جام ګل فام يمه بيمار

راځه چې سملو محبوبې په سور پالنګ يو درنګ

(باغ و بهار صفحه نمبر 102)

د مثمن نظم په اتو مصرعو مشتمل وي د مثمن چاربېتې کړه هم په اتو مصرعو مشتمل وي ـ زمونږ په نظم کښې د روايتي مثمن نظم مثال موجود نيشته د مثمن نظم بند په اتو مصرعو مشتمل وي ـ وومه مصرعه ئې په ځان کښې هم قافيه وي اتمه ئې د نظم اولني بند سره هم قافيه وي ـ البته د مصرعو تر شماره پورې مونږ د قلندر مومند دا نظم مثمن ګڼلے شو ـ

د مثمن نظم بند:

وروره منمه شکايت دې منم

خوشي تشي اشراف ولے لوټې

چې په روټۍ پسې الغارې کوي

دغه کسان دې حېران ولے لوټې

خو ولې دا دې زړۀ کښې نه تېرېږي

چې پنګه ور دې نداف ولے لوټې

ځه دغه وګو ته هم چل وښايه

د تنګدستۍ خو چرته حل وښايه

(زر کاڼے صفحه 30)

دمثمن چار بتې کړه :

سپين جبين دې نوراني شغلې د نمر کا

د ښائست دې په تمام جهان کښې نوم کا

ټول صورت دې خوشبوئي مشک عنبر کا

نۀ پټېږي شان و شکل دې معلوم دے

ښاپېرۍ ټولې نندارې ستا د زېور کا

د بيلتون د لاسه تل ميئن مظلوم دے

د مجنون په شانې سر په بيابان دے

پېغامونه تل راځي دا ستا د لوري

(باغ و بهار صفحه نمبر 248)

د معشر نظم نوم څنګه چې د نوم نه ظاهره ده لس مصرعې لري د اولني بند ټولې مصرعې هم قافيه د دويم مصرعې په ځان کښې او لسمه اولني بند سره هم قافيه وي ـ خو د تعريف مطابق مونږ سره په پښتو کښې نظم نشتے ـ البته د مصرعو تر شمار پورې قلندر مومند دا نظم دے ـ

د معشر نظم بند :

رحمانه ستا له پاک مزاره ځنې

نن په يو بل لوري قدم اخلم

دا چې په ظلم ئې زړګې قلم دے

ددوئې له پاره نن قلم اخلم

دا خواري کښه زيړ ځپلي عالم

د دوئي ګټې جګ علم اخلم

دا په غمونو غمېدلې خلق

ددې غمو د سترګو نم اخلم

نن تلوسې ئې لمسول غواړم

اودې جذبې ئې وېښول غواړم

(زرکاڼے )

د معشر مجاز چاربېتې کړه :

شاګرده په جهان کښې جبرائيل نوم ئې ملک دے

استاذه خاص مقام ددۀ په ووم اسمان فلک دے

شاګرده ټول وجود ئې د حجر حديده کلک دے

استاذه سر تر پايه په وزرو باندې چک دے

شاګرده د رحمت په ډب کښې ډوب لکه سمک دے

استاذه ما په دې خبره هم ويستلے شک دے

بې حده ښائسته د نور په شان شغله انګار دے

شاګرده اول نص د الهى پروردګار دے

د باز په شانې ګرځي په هوا باندې اوچت دے

استاذه بل حديث د محمد نبي حضرت دے

(باغ و بهار)

دا چاربېته چې څنګه مونږ د معشر نظم تعريف کوو هغې ته ډېره قريب ده ـ دې چار بېتې ته د معشر مجاز نوم په دې سبب ورکړلے شو ـ چې ددې په کړه کښې د سر دوه مصرعې په هرې کړه کښې تکرارېږي ـ حقيقتاً مصرعې اتۀ دي ـ دلته هم ٫٫شاګرده اول نص د الهي پروردګار دے ،، او ٫٫ استاذه بل حديث دمحمد نبي حضرت دے ،، د سر مصرعې دي چې په هره کړه کښې تکرارېږي ـ خو عام معشر مجاز کښې اولنۍ ،دريمه ، او پنځمه مصرعه هم قافيه وي ـ

د مستزاد نظم بند :

چې په دار باندې ختے شي هغه تۀ ئي

نۀ ئي

چې د مرګ سترګې کتے شي هغه تۀ ئي

نۀ ئي

چې د ګل د پاره خار په زړه قبول کړي

نول کړې

تۀ هغه مليار د باغ د پښتانۀ ئي

نۀ ئي

د مستزاد چار بېتې بند:

ما وليده يارانو د قلزم د بادشاه لور

هر دم نوے سنګار کا

پالنګ ئي اچولے دے پرون په کوټه پور

مکېزه ګل نګار کا

د پښو تر سره پورې ئي پئيلي مرجان در

چپاؤ په ګناهګار کا

سوره ځي په پالکۍ کښې چاپېره ترې تابين

په غږ د خيال ټکور

د چار بېتې سر نيم دے دوه دوه ځله به وئيل پرېوځي سرادار على ټکې د وئيلو دوران کښې ورسره

ما وليده يارانو د قلزم د بادشاه لور

هر دم نوې سنګار کا

وئيلي دي او سر ئي پوره کړے دے ـ وئيل داسې پکار وو ـ

ما وليدۀ يارانو د ليلٰى په جبين سپين

خالونه درې څلور

ما وليدۀ يارانو د ليلٰى په جبين سپين

خالونه درې څلور

په کړه بنده باندې بحث شوے دے ـ چې دې په جوړښت کښې دمربعې لاس دے په سر کښې د د مربعې د دريمه مصرعه اوږده وي ـ او په کړه کښې د مربعې څلورمه مصرعه اوږده وي مثال ئې وګورئ له دې نه صفا ظاهرېږي چې چاربېته د عربۍ د نظم نظام نه اخذ ده ـ يو کور هم داسې نشتے ددې نظام ورکړۀ پکښې نۀ وي ـ خو سوال دا پېدا کېږي چې غزل ولې عواميت اونۀ مونده او چاربېته په عوام کښې مقبول شوه ددې ساده غوندې جواب دے چې په غزل کښې اشارې کنائې ايهام ګوئي ډېره وي ـ او نظم کښې نېغ په نېغه مقصد بيانېږي ـ چې د لږ علم خاوندان پرې هم په اسانه پوهـ شي ـ عوام چاربېته خپله کړه او غزل د خواص صنف وګرځېدۀ ـ خو کوم صورت حال چې راروان دے غزل هم عواميت ته نزدې شوے دے ـ تاسو به کتلي وي چې د مسمط اقسامو چې څنګه تعريفونو کېږي دا خال خال نظمونه دي ـ ځکه چې په دې لوازماتو سره نظم ليکل ګران دے ـ شاعرانو مټ خلاص کړو او نظم هيئت ثانوي شے وګرځوو ـ دغه شان د چاربېتې شاعرانو هم خپله يوه لار وټاکله خو د مثنوي د مثنوي ، مستزاد او د مسمط د اقسامو کړه وړه پکښې ښکاره دي ـ