د چار بېتې اقسام

چا هم د چار بېتې د تقسيم سنجيده کوشش نه دے کړے ـ بلکې اکثرو شاعرانو ، پوهانو د مبالغې نه کار اغستې دے ـ لکه په ظهورونه نومې کتاب کښې ما د باچا ګل استاد دا وېنا ولوستله کۀ چا ماته د چاربېتې شل اقسام وښول زۀ به ورته دويشت اقسام وښايم ، دا صرف مبالغه ده ـ

په دغه کتاب کښې شېرشاه ترخوي د چاربېتې تقسيم د کړو په د تعداد په بنياد کول غواړي لکه دوه کړيزې ، درې کړيزې څلور کړيزې ، وغيره ـ خو ډېرې چاربېتې دي چې د هغو د کړو تعداد اتلس ، شل دے خو يوه چاربېته داسې هم ده چې يو سل پنځه څلوېښت کړې لري ـ داسې به د چار بېتې دومره اقسام شي چې يادول به نا ممکن شي ـ

غوټې خاورې په شفاهي ادبيات نومې کتاپ کښې چې ماخذونه ئې د خلکو سندرې او پښتنې سندرې دي ـ د چار بېتې تقسيم د چاربېتې د مصرعو د تعداد په حساب غوره کوي ـ خو د چار بېتو په اتو اقسامو کښې دوه داسې دي چې په يو کښې د مصرعو تعداد او بل که د اجزاؤ تعداد متعين نۀ دے ـ هغه يو قسم نه به ګڼ اقسام په مخه راشي ـ

شيرين يار يوسفزے په خپل ناچاپه کتاب ٫٫چاربېته ،، کښې د چار بېتې د تقسيم بنياد بحرجوړه وي ـ خو هغه پخپله په ص 1 د يو غزل:

ستا چې بل په لر او بر د بيلتون اور دے

بيا کابل او پېښور په لوګو تور دے

د جهان ، که د جانان که مې د ځان دے

هر يو غم د ژوند په اوګو سور دے

نظم:

له وجود ئې د ګل ځوان لوګې شه

د چمن سروې ئې ځار شه تر قامته

ځلاند مخ نه ئې سپوږمۍ هم حيا کاندي

ګورو زلفو ته ئې شپه ده ملامته

چار بېته:

د ګبين نه دې شرين د مخ عرق دے

د نباتو نه دې عدم کړه قندونه

چې ليدلے مې شاه ستا د مخ ورق دے

د زړګي پرهر مې نا اخلي پېوندونه

مثال ورکوي چې ددې درې واړو بحر په دولس سېلابونو باندې مشتمل دے ـ له دې خو دا صفا څرګندېږي چې د بحر په بنياد باندې د چار بېتو تقسيم نور هم ګران کار دے ـ ځکه اول به چار بېتې نورو اصنافو نه بيلول راځي ـ او بيا به چار بېته يؤ بل نه جدا کول پرېوځي ـ ځنې خلق د اهنګ خبره کوي ـ خو اهنک هيڅ مضبوط بنياد نه لري ـ کوم اصناف چې يو بحر لري هغه په يو اهنګ وئيلے کېدې هم شي ـ ايا چې دا هره طريقه ناقصه شوه نو بيا چار بيته څنګه تقسيمېدے شي ـ ددې اقسامو پژندګلو څنګه کېدې شي ـ

مونږ څخه ددې مثال موجود دے ـ نظم د چار بېتې نه ګڼ اقسام لري ـ د نظم د تقسيم بنياد جوړښت دے د مثنوي ، مربع ، مخمس ، مسدس نوم اخستو سره مونږ ته معلوم شي چې ددې نظم جوړښت څۀ دے او دا کوم قسم دے ـ د چار بېتې د بند (کړې) د جوړښت په لحاظ اته قسمه چار بېته په لاس راځي ـ علاوه د کړه بندې نه چې د پښتو شاعرۍ خپل اولاد دے نور اووه واړه اقسام مختلفو نظمونو نه اخذ کړےشوي دي ـ د چار بېتو کړې له دغه نظمونو سره مشابه دي ـ

1:مثنوي چاربېته

2:مربع چار بېته

3:مسبع چاربېته

4:مثمن چار بېته

5:مثمن مجاز چاربېته

6:معشر مجاز چار بېته

7:مستزاد چار بېته

8: کړه بنده چاربيته