د اتہ واړو کورونو یو یو مثال

د چاربېتې اتۀ کوره دي کۀ ددې جوړښت ذهن نشين کړلے شي بيا د چاربېتې پوهنه او پېژندګلو هيڅ ګران کار نه دے ـ لکه مونږ ته د نظم مختلف اقسامو مربع ، مخمس، مسدس وغېره جوړښت معلوم وي نو نظم مونږ د بل نظم نه په اسانه جدا کولے شو ـ دغه طريقه د چاربېتې د کورونو د پېژندګلو د پاره پکار راوستل دي ـ زه دلته د چاربېتې اتۀ واړه کورونونه يو يو مثال ورکوم چې قاريئينو له پاره يوه لار په مخه راشي ـ زه به دلته کوشش کوم چې ٫٫باغ و بهار ،، نه هاغه چاربېتې چې اثر صېب پرې نه دے پوهـ شوے ر اوخلم په صفحه 126باندې نوره دين اخون د مټۍ چاربېته ده د مثنوي کور چار بېته ده د کړې په مينځ کښې 1،2،3،4،ورته خامخا ورکړي دي نه پو هېږم د اثر صېب له دې نه څه مقصد دے ـ

مثال 1: مثنوي کور چاربېته :

چاربېته د مثنوي نظم په شان ده ـ د مثنوي په شان ليکل پکار دي ـ

چرګو نارې کړې سر دوباره

اوس به راوېښ شي زما پلاره

خوند مې د سرو لبانو تېر که

غلے ووځه څوک به دې ګېر که

کړه: چرګو نارې کړې صبحدم شو

په ما خبر د کور عالم شو

په ما خبر شو کور و کلے

جانانه څنګ به ووځے غلے

غلے ووځه زمونږ د کوره

مشغوله مه کوه په زوره

پلار به مې غږ وکړي چې غل دے

ورته معلوم د يارۍ چل دے حال د يارۍ ورته معلوم دے

چا دې په خوله اخستے نوم دے

نوم دې ليکلےپه کاغذ دے

تۀ چې راتلې څۀ دې عرض دے

جوړ: تۀ چې راتلې شومه قلاره

چرګو نارې کړې سر دوباره

وړاندې سپر ورستو شمشير که

غلے ووځه څوک به دې ګېر که

کړه 2:

شمشېر مې غوڅ کړو دزړه سر

رېبار مې راغے مازيګر

تا ورسره کړې دي سپورې

څنګه مغروره په خپل زور ئې

زور دې په شان د سکندر دے

اوږۍ دې مياشت پېزوان دې نمر دے

شغلې دې خېژي له محاله

تۀ پکښې ناسته بې خوشحاله

خوشحاله اوسه په حرم کښې

زۀ دې غرقاب کړمه په غم کښې

زۀ دې سورې کړم په مژګانو

راکه ملهم د سرو لبانو

زۀ چې راتلمه ستا د پاره

چرګو نارې کړې سر دوباره

سرۀ اننګي راته برسېر کړه

غلے وووځه څوک به دې ګېر که

کړه نمبر 3:

سرۀاننګي زما پيالې دي

سل څوکيدار مې د بنګلې دي

بې وخته رانشې هوښيارې

سل سهېلۍ زما بېدارې

سل غلامان زما په شمار دی

حرامه ټول درته په قار دي

سل مې خوني د جنګ هاتهيان دي

سل پرې د پاسه مهاوتان دي

سل مې اسونه د سورلۍ دي

سل ئې د سرو زرو ډولۍ دي

سپينه سينه مې پشم داره

چرګو نارې کړې سر دوباره

حرامه غېږ رانه چارپېر که

غلے ووځه څوک په دې ګېر که

کړه نمبر 4: غېږ مې چايېره کړه له تانه

په ژوندانۀ شومه ستومانه

غم شومې زيات خراب مې ژواک شه

ډېر مې په تا پسې پسخاک

بېلتون ړاندۀ کړۀ زما کسي

په سرو لمبو باندې مې نيسي

لختۍ دې زانګي په وزمين

کړي اشارت په هر زمين

لختۍ دې تل وهي ټالونه

په مازيګر کوي سېلونه

درسره سمې ځي همزولې

لاس په نامه درته تړلې

تۀ ئې په ټولو کښې سرداره

چرګو نارې کړې سر دوباره

نامړدې عدل د نو شېر که

غلے ووځه څوک به دې ګېر که

نمبر 5:

عدل کوي خلق په کور

ماته قارېږي خپله مور

بې وخته رانشې هوښيار شه

ورځه توبه استغفار شه

توبې اوباسه هر ساعت

درته کؤمه نصيحت

دنيا دې نيشتے ئې ملنګ

کوې خوبونه د پالنګ

دنيا دې نيشه دے فقير ئې

د خولې دې خيژي هواګيرې

ماته مې مور کوي پېغور

زۀ ئې نيولې ستا په تور

ستا په تور يمه تورداره

چرګو نارې کړې سر دوباره

نوره دين شعر د سوات بونير که

غلے ووځه څوک به دې ګېر که

د مثنوي کور چاربېتو کښې صرف د کړو په مصرعو کښې کمے بېشے کېدې شي نورې ټولې چاربېتې يو جوړښت لري ـ

مثال 2: مربع چاربېته:

تورې زلفې دې په مخ باندې وئي ټال ځي راځي

په جلب کښې د عاشق زړګے سمبال ځي راځي

کړه نمبر 1

تورې زلفې دې په مخ باندې ټالونه دي

بل دې ايخښي په لنډۍ زنه خالونه دي

تورې سترګې دې ګولۍ دي کۀ بمونه دي

تا ويشتلي پرې خوران دي بې مجال ځي راځي

کړه نمبر 2

تاويشتلي پرې خواران دي نه رغيږي اوس

صبراومه زړۀ زما کله صبرېږي اوس

د هجران په سورو لمبو بادې سوازيږي اوس

تصور کښې مې دا ستا د زنې خال ځي راځي

کره نمبر3

تصور کښې مې د ستا حسن انيس غوندې دے

په بشر کښې دې کشش د مقناطيس غوندې دے

ټيک دې ډال دے په تندي باندې رائيس غوندې دے

سوداګر دې هر طرف نه ډېر په خيال ځي راځي

کړه نمبر4

سوادګر نه يم د حسن شيدائي يمه ستا

د مجنون په شان له عشق کښې سوادائي يمه ستا

نظر اوکړه چې په در کښې ګدائي يمه ستا

ځان خبر کړه ستا دربار ته خان اقبال ځي راځي

مثال نمبر 3: مسبع چاربيته

(شاعر محمد دين تيلى، باغ و بهار صفحه 101)

کله به راشې په پوښتنه د ملنګ کړې څنګ

لرې کړه زنګ شوم زنګ ستا په تهمت کښې

کړه 1: کله به راشې چې دې وکړمه ديدن سحار

زړه مې پرهار د يار د لاسه ډېر دے

شومه په غم کښې ستا د مينې ګرفتار په جار

وسوم په نار ، انګار رانه چاپېر دے

اخر په تېر شي د نيمګړې دنيا وار په خوار

ما اخله ازا ر بيمار په زلفو ګېر د ے

مخ دې چراغ دے پرې راځم لکه پتنګ په شرنګ

لرې کړه زنګ شوم زنګ ستا په تهمت کښې

2: زه درنه غواړمه د سرو لبو انعام، مدام

کوم سلام غلام يمه د يار

په مخ دې اېخې دے د تورو زلفو دام مقام

ستا په ظلام ما ښام شومه حيصار

چرې دې ونه لېږۀ ما لره پېغام کلام

د لبو جام ، ګل فام يمه بيمار

راځه چې څملو محبوبې په سور پالنګ يو درنګ

لرې کړه زنګ شو م زنګ ستا په تهمت کښې

3: دا زه تيلي کوم صفت د شېخ کبير فقير

لوے ئې تا ثير ، نظير لري هر چا ته

ما دے نيولے د کا کا صاحب جاګيرکبير

شو هوا ګير ، ضمير مې ددۀ خوا ته

زۀ محمد دين يمه مريد د دستګير، امير

کامل مې پير ، فقير تخته کم ذاته

په زړه مې وخوړ تېرۀ غشے د خدنګ دورنګ

لرې کړه زنګ شوم ملنګ ستا په تهمت کښې

مثال 4: مثمن مجاز :

( شاعر: خوستي صوابۍ )

نن دې رنګا رنګ ګلونه قت کړه په اوربل کښې

تور ، شين، زيړ ، سپين مخ دې ګلزار دے

کړه :

سرې دي دا ستا پښې سرې دې پڼړې سوردا ستاشال دےنه سرۀ نتکۍ په سور اننګي اؤړې مخ دې مشال دے نه

سور دې دے پېزوان چې په سرو شونډو سوردے لال دې نه

سور دې دے قميص تور دې پرتوګ سور دې رومال دے نہ زړۀ دې زما يوړو سرۀ کونډۍ ستا په منګل کښې

نن دې رنګا رنګ ګلونه قت کړه په اوربل کښې سوزي په اور سوزي عاشق تا سوے په نار دے تور ، سور ، شين ، زيړ ، سپين مخ دې ګلزار دے

کړه:

شنۀ شې په خندا شېې شنۀ دې ايښي دي خالونه

شنۀ خوشبوي په لاس کښې ګرځوي کوې سېلونه

شين چمن کښې ګرځےشنۀ طوطيان نېسې په لومه

زړۀ دې زما يوړو خال دې نه مني سوالونه

څۀ خو رحم وکړه سر مې ځائې کړه څنګل کښې

نن دې رنګا رنګ ګلونه قت کړه په اوربل کښې لاړ به درنه شمه زړګے مې نا قرار دے

تور، سور،شين، زيړ، سپين مخ دې ګلزار دے

کړه:

زيړه زيړه ګرځم رنګ مې زيړ لکه زعفران دے نا

زيړ د کور کمان تلي وهم ژوندون مې ګران دے نا

زيړې مې دي سترګې د زيړي مرض په شان دے نا

زيړې ماته مه کړه د زړګي بازار مې وران دے نا

پلار که مې خبر شه تا به پرې نۀ ږدي بورجل کښې

نن دې رنګا رنګ ګلونه قت کړه په اوربل کښې

ځان ترې نه ساته پلار مې د ټول وطن سردار دے

تور سو ر ،شين زيړ ، سپين مخ دې ګلزار دے

کړه:

سپين دې مړوندونه د اصلي فولادو تورې دي

سپينې دې پنډۍ په زرو باندې پورې دي

سپين ململ په سر کړې کړه وړۀ ستا همه د حورې دي

سپينه خوله صدف لرې سپين غاښ د ملغلرې دي

نشته دے ثاني دې په کشمير او په کابل کښې

نن دې رنګا رنګ ګلونه قت کړه په اوربل کښې

رښتيا دي دروغ نۀ د خوستي د خولې ګفتار دے

تور، شين، زيړ، سپين مخ دې ګلزار دے

د مثمن مجاز او مثمن چاربېتې فرق:

1_ د مثمن مجاز په دوو مصرعو مشتمل وي يعني يو بېت وي ـ

2_ د مثمن سر په څلورو مصرعو مشتمل وي ـ

3_ د مثمن مجاز کړه په اتو مصرعو باندې اډاڼه وي ـ

خو حقيقتاً مصرعې ئي شپږ وي ـ دوه د سر مصرعې ورسره بيابيا په هره کړه کښې تکرارېږي ـ په دغه وجه ورته مثمن مجاز اووئيلے شو ـ څلور هم قافيه ، پنځمه د سر اولې مصرعې سره هم قافيه وي شپږمه د سر دويمې مصرعې سره هم قافيه وي ـ

4_د مثمن کړه په اتو مصرعو باندې مشتمل وي ـ اوله ، دريمه ، پنځمه هم قافيه وي ـ دويمه ، څلورمه او شپږمه هم قافيه وي وومه د سر اولې او درئمې سره او اتمه د سر دويمې او څلورمې سره هم قافيه وي ـ

5_په ونيا کښې يعني موسيقۍ سره وئيلو کښې مثمن مجاز معشر مجاز ته نېزدې ده ـ صرف د دوو مصرعو د کمي په سبب دا مثمن مجاز ده ـ

6_ په ونيا کښې مثمن د مثنوي چاربېتو قريب شي ـ

مثال 5 ـ مثمن

(اقبال خان راقم الحروف)

ځي دلبر زما نه اخلي رخصتونه

نيت ئې کړې صبا د بل وطن

ځي د اوښکو مې په مخ باندې رودونہ

سختې جوړې دي په ما د ځنکدن

کړه 1: ځي دلبر زما ضرور نه پاتې کېږي

هيڅ کولے نه شم دا ده مقرر

زړه ټوټې مې د کمر غوندې نړېږي

د فراق لمبو ستي کړم سراسر

هر طرف نه د هجران غشي ورېږي

پېوست کېږي په ځيګر مې برابر

د خزان راوالوتل ساړه بادونه

روانوي زما د مينې دا چمن

کړه 2: د خزان په هر طرف دور دوره شوه

زړه بلبل مې کړي ماتم په چغو سر دے

دا نا سازه ډېره زياته ما سره شوه

زړۀ د حاله زما يو الله خبر دے

د ژوندون چې زما ورکه اسره شوه

داسې ژوند نه خو خدايه مرګ بهتر دے

نۀ به زه يم نۀ دلۍدلۍ غمونه

نۀ به زړه وي همېشه زما غمژن

کړه 3: نۀ به زه يم نۀ به کړمه زوږ سوران

نۀ به يار کوي په ما باندې ستم

نۀ به ګوتې وهي مينځ کښې غمازان

هر سړے به شي خپل په ځائې کښې دم

نۀ په ما به يخوي خوا رقيبان

دښمني به راسره نۀ کړي عالم

زۀ بۀ يوسمه په زړه سوي داغونه

ستا په عشق کښې به واغوندم کفن

کړه 4: زۀ به يوسمه په زړه باندې ارمان

تا له قدر بۀ زما ورستو پېدا شي

دواړه لا سه که بيا مروړې له حفګان

څۀ بۀ بيا ستا په لاسونو باندې راشي

زۀ اقبال بۀ د لحد يم بنديوان

در معلومه بۀ زما درته وفا شي

تۀ په قبر به زما کړې افسوسونه

روح زما به ستا په حال وي خنده زن

دا مثمن چاربېته ده او د باغ وبهار په صفحه 240 د صالح محمد چاربېته ددې کتاب په صفحه 114 د نوره دين د مټۍ مثنوي چاربېته ده ـ د موسيقۍ سره درې واړه د يو کور چاربېتې دي اود يو سر لاندې وئيلے کېدے شي ځکه زه بحر يا آهنګ دچاربېتې تقسيم د پاره ناقص ګڼم دا کار صرف اوصرف په جوړښت باندې ممکن ؤ ـ

مثال 6: معشر مجاز

سر:

نن دې وږم د سينو د منجرو راغے

کله ورک به کړې زما د زړګي غم غم غم

کړه نمبر1:

نن دې وږم د خورو زلفو نه خورشه نا

درنګ په درنګ به مې زياتېږي د زړه جوش جوش جوش

خوشحالي راځنې لاړه غم مې زور شه نا

ستا د مينې پياله غرقه مې کړه نوش نوش نوش

بې له تانه ټول وطن راباندې اور شه نا

د هجران په لمبو اوسو زما ګوش ګوش ګوش (ګوشت)

ستا له دره مې رېبار په سترګو سرو راغے

نن دې وږم د سينو د منجرو راغے

د چشمانو نه څاڅي په مخ نم نم نم

کله ورک به کړې زما د زړګي غم غم غم

کړه نمبر2:

خلقې زما د حسن تماشې کاندي

اشرفۍ مې په جبين کښې ځانګي لس لس لس

سور پېزوان مې په سرو شونډو پلوشې کاندي

بادشاهان زما په مينه کښي شو خس خس خس

عاشقان مې عاشقۍ کښې تل نشې کاندي

سرو مال کا د وصال په جام کښې ګس ګس ګس

ستا له لوري رېبار ماله په زارو راغے

نن دې وږم د سينو د منجرو راغے

سر د زنې مې اوس خوره غم به شي کم کم کم

کله ورک به شي زما د زړګي غم غم غم

کړه نمبر 3:

سر د زنې لرې څه شرين زبيب لېلىٰ

پور په ګلو اماني بدن دے باغ باغ باغ

په ګلشن کښې دې ور ګډ کړم غندليب لېلهٰ

د چمن په لوري مه ګرځوه زاغ زاغ زاغ

ستا د حسن باغيچه مې شه نصيب لېلىٰ

د لا له د زړه په سر کښې لرم داغ داغ داغ

ستا ديدن لره طوطي د سر دارو راغے

نن دې وږم د سينو د منجزرو راغے

خلقې د مسحر کړې پوخ دې دم دم دم

کله ورک به کړي زما د زړګي غم غم غم

کړۀ نمبر 4:

د ښائست اواز مې خور په هر وطن ياره

ګېروانۀ کښې مې پرته مينه شه دوردوردور

مصالحې په ځان لګاؤ کړم ديکهو تن ياره

په همزولو کښې لرم غالب مې نور نور نور

اور د سرې به کړم پورې په تا نن ياره

مشاطې مې تور اوربل کړو ياره ګور ګورګور

نن ټولې راسره چين د ښاپېرو راغے

نن دې وږم د سينو د منجرو راغے

تورې زلفې لرم کلفې پېچ وخم خم خم

کله ورک به کړې زما د زړګي غم غم غم

کړه نمبر 5:

زۀ تربور پسې حاضر چې شاګردان کړمه

هغه دم ګله به پرې کا ماله لوټ لوټ لوټ

د امزري په شان غړمبارې په مېدان کړمه

خبردار شه درنه وينې به کړم ګوټ ګوټ ګوټ

زه چې غوث د زمانې ياد هغه ځوان کړمه

شاعران ناست وي خفا د قهره بوټ بوټ بوټ

سېد قبول اخون په ګرمو نغارو راغے

د زرګر په دوکان ټول به کړمه سم سم سم

کله ورک به کړې زما د زړګي غم غم غم

مثال نمبر 7:

مستزاد چاربېته شاعر غلام احمد خان ( تنوه هزاره)

کړه 1:

د سرو زرو امبېل دې په سينه کښې وهي ټال

شغلې پکښې د نمر دي

جوتۍ دې بناتۍ دي پاس په سر دې زرين شال

چړاؤ ورباندې زر دي

کړه: د سرو زرو امبېل دې په سينه کښې کوي خوند

تۀ لور ئې د نواب

يو ځله دې سپين مخ د رب د پاره که څرګند

ژوندون مې شو خراب

د هجر پرهرونه زما نه اخلي اوس پېوند

بهېږي ترې خوناب

جوړ:

ظالم د نا مسلم غوندې چاپېر کړو ترې دېوال

څوکې پرې مقرر دي

کړه 2: ظالم مې نه دے پلار د بادشاهانو دا عادت دے

وکۍ کوي مدام

دلبره که راځے نو دا مې تا له اشارت دے

خپل ځان نه کړې بد نام

عاجز غريب سړے ئې تا له څه مناسبت دے

رڼا يمه د شام

پېزوان مې قيمتي پکښې د لکهو روپو لعل

چاپېر ترې سيم و زردی کړه 3: پېزوان دې قيمتي دے ښه ئې تۀ په کالو پوره

جامې دې زرزري

سرې شونډې نري مزي خوند ئې زيات دے له انګوره

چشمان دې اثري

دادا چې دې راتۀ نو ما به مړ کاندي په توره

کؤم به ستا ياري

نا تر سې کبر ژنې په دنيا کښې دے زوال

فاني به هر بشر ځي

کړ ہ : نا ترسه نه يم ياره ته رښتيا زما عاشق ئې سېلمه که غم ته ځن

اخر به تورو خاورو له هم دواړه برابر ځي

غريب دے که سلطان

مسکين غلام احمد چې د عقبا په لوے سفر ځي

روزي ئې شه ايمان

د هغۀ د خولې وېنا د ملغلرو په مثال

حرام که لر و بر ځي

غلام احمد خان د چاربېتې ډېر نازک خپاله شاعر وو ـ د فارسۍ کلام ئې نمسو څخه موجود دے چې نا چاپ دے ـ

مثال نمبر8

کړه بنده : صاحبزاده غلام قادر د ادينه (باغ و بهار ص 34)

مرمه بې له تانه ګډ د ځان په وير

يه محبوبې ستا په يارانه کښې مې طاعون شه

حال مې د مجنون شه

کړه 1:

الف: مرم ستا په يارۍ کښې، پروت يم په خوارۍ کښې

ساه مې په مرۍ کښې

اوس د ژوندانۀ طمعه مې قطعه شوه له ځانه

مرمه بې له تانه

ب- اوس مې ځنکدن دے ،روح مې په رفتن دے

پاتې دا وطن دے

ستا دبڼو غشي مې خخ شوي په ضمير

ګډ د ځان په وير

ج: ستا د در غلام يمه تاته په سلام يمه

نختے دې په دام يمه

خود به شم هلاک چې خوراک مې جګر خون شه

حال مې د مجنون شه

کړه 2:الف: دل ميرا کيوں دکهاتے هو،شورشر سناتے هو

کيسا غل مچاتے هو

آدهى رات کو آؤ ملاقات کے واسطے جانه

مرمه بې له تانه

ب- آؤ ملاقات کرو ، مزے سارى رات کرو

اچهى طرح بات کرو

جلدى آؤ آؤ ميرى چهاتى هے سرير

ګډ د ځان په وير

ج- تخت ميرى چهاتى هے،ماں ميرى اب جاتى هے

مين تمهارى ساتهى هے

هے ميرا مطلب دغه انعام مې د ژوندون شه

حال مې د مجنون شه

کړه 3: بوسه ام مطلب صنم نيز به هر دو لب صنم

سوال کنم عجب صنم

به بين يک نظر دل و جانم شد پرېشانه

مرمه بې له تانه

ب- چونکه من پيدا شدم خود به تو شيدا شدم

در جهان رسوا شدم

مرغ دلم در خم زلف تو شد اسير

ګډ د ځان په وير

ج- چاک گريباں ميرا سوختى دل و جان مرا

مثنوى افغان ميرا

ستايمه نوکر اوکړه باور حال مې زبون شه

حال مې د مجنون شه

کړه 4:

الف: بس کړۍ شو پنج زما ژبه ګوهر سنج زما

دل د درو ګنج زما

وايم عربي، فارسي، هندي له خپله ځانه

مرمه بې له تانه

ب- ژبه افغاني زما فن هندوستاني زما

نشته دے ثاني زما

جوړ مې عجيبه کړو رنګينه چيني تصوير

ګډ د ځان په وير

ج- اوګوره ابيات زما قسم قسم بات زما

خوږ د صاحبزاده غلام قادر د خولې مضمون شه

حال مې مجنون شه

ددې چاربېتو کړې په څلور رنګه موندې کېږي ـ د فدا ګل عرف پېډيا بابا چاربېته چې پہ دې رنګ کښې د ټولو نه اولنۍ چاربېته ده يو جز لري ـ دويم رنګ کښې کړه په شپږو اجزاؤ باندې مشتمل وي ـ بندکي د دريو په ځائې دوه وي ص146 د زرين اخون چاربېته ، کړه ئې د دريو جزونو نه ورستو سر سره تړلے کېږي ـ څلورم رنګ کښې درې اجزا درې بندکي موجود دي مثال ئې دغه چاربېته ده ـ د چاربېتې ښه شاعرانو څخه دغه ترتيب دے ـ د کړې دغه معمولي رد و بدل په سر په د يوې کړه بندې چاربېتې نه څلور کورونه نۀ شو جوړولے ـ نور جوړښت د چاربېتې يو شان دے ـ د چاربېتې کورونه چې به څومره زياتېږي دومره به د چاربېتې په پوهنه کـښې ګرانے پېخېږي ـ