زنځيرۍ چار بېته

د زنځيرۍ په حقله زمونږ پوهان او اولس دواړه په مغالطه کښې پراته دي ـ زنځيرۍ هغه چاربېته ده چې په هره مصرعه کښې دوه يا زيات هم قافيه الفاظ راوړلے شي له دغه هم قافيه الفاظو په سبب زنځيـر جوړېږي هم له دغه وجې ورته زنځيرۍ چار بېته وائي په دې باندې هيڅ پابندي نشتے دا هر کور سره تعلق لرلے شي ، مربع ،. مسبع ، معشر يا کړه بنده ـ

مثال 1 : کله به راشي په پوښتنه د ملنګ کړې څنګ

لرې کړه زنګ شوم رنګ ستا په تهمت کښې

کړه: کله به راشې چ ې دې وکړمه ديدار ، سحار

زړه مې پرهار د يار د لاسه ډېر دے

شومه په غم کښې ستا د مينې ګرفتار په جار

وسوم په نار انګار رانه چارپېره دے

اخر به تير شي د نيمګړې دنيا وار په خوار

مه اخله ازار بيمار په زلفو ګېر دے

مخ دے چراغ پرې راځم لکه پتنګ په شړنګ

لرې کړه زنګ شوم رنګ ستا په تهمت کښې

( محمد دين تيلي)

دې قسمه چاربېتې ته په عوامي ژبه کښې يوستوې زنځيرۍ چاربېته وائي

مثال 2: سپېن بشر د دلبر دے سحر تازه

څوکېدار پرې بېدار زلفې مار ځانګي

کړه: سپېن رخسار د دلدار پرې بهار وي تل

دغه باغ د فراغ دے د زاغ و زغن

په در بار څوکيدا ر ما سردار کړه اول

غم چراغ زړه سولاغ ناؤرې چاغ و چغن

زه بيمار د ګلزار نا قرار يم بلبل

دور کړه کاغ تور کلاغ بر دماغ کړي ګفتن

ما نوکر مقرر کړه په دروازه

سپېن بشر د دلبر دے سحر تازه

څۀ پکار چې دوبار کړي چغار بانګي

څوکېدار پرې بېدار زلفې مار ځانګي

(احمد دين طالب)

دا چار بېته ذوالقافتېن ده زنځيرۍ هم ده ځکه ورته برغه زنځيرۍ وائي او شاعر په هره مصرعه کښې درې درې هم قافيه الفاظ استعمال کړې دي ـ محنت پرې شوے دے ـ هم دغه وجه ده چې دطالب چار بېته د تيلي د چاربېتې نه غوره ده ـ

مثال 3: عنبري زرزري اثري ستا صورت

شين دې خال زيړ دې شال ټيک دې لال که شغلې

کړه: وکړه پام په غلام ورکه لام چې شي سېر

شۀ ملنګ پرېږده ننګ زما رنګ د ساهو

کړي سلام ستا د بام شاه مدام حسن ډېر

زړه چورنګ ئې شو تنګ په دا رنګ د لاسو

لوے دې نام لوے دې قام ستا په دام شولو ګېر

په پالنګ څنګ په څنګ کوي جنګ د باهو

بادري کړي زاري زور لري د دولت

عنبري زرزري اثري ستا صورت

ځم په خيا ل ښه سمبال يم لېوال دې د خولې

شين دې خال زيړ دې شال ټيک دې لال کۀ شغلې

دا هم د برغې زنځيرۍ يو ښه مثال دے ـ محمد دين تيلي ، احمد دين طالب او نوره دين اخون د چاربېتې استادان شاعران دي ـ خو ځنې خلق دې قسمه چار بېتو ته زنځيرۍ چاربېتې وائي ـ

د سرو شونډو لپاسه پېزوان دې پلوشې کا

قطار دې د جبين لپاسه ايښي دي موران

ګنګرو دې کا سوران

اوس که د چاربېتې په سر مونږ نظر وکړو ـ دا بيخي ساده چاربېته ده ـ په دې کښې د زنځيرۍ چار بېتې خصوصيات بيخي نشته ـ خو شېر شاه ترخوي په٫٫ ظهورونه،، نومے کتاب په صفحه 715ورته زنځيرۍ چاربېته ليکلي ـ عبدالواحد ټېکه دار کتاب ٫٫چار بېتې ،، کښې په صفحه153دې چاربېتې ته ډبله زنځيرۍ ليک دي ـ

الله اکبر زما غر د امنيشن زما

توپې د بهارت به د کشمير د راڼۍ راج شي

ټيک به هندو راج شي (داکړه بنده ده )

مثال 1:

د محمد دين تيلي چار بېته زنځيري چار بېته ده ـ په هره مصرعه کښې دوه دوه هم قافيه الفاظ استعمال کړې دي ـ د کوموله کبله چې زنځير جوړېږي اوپه يوه مصرعه سر سره په يوې قافې تړلے کېږي ـ

مثال 2 او مثال 3 برغې زنځيرۍ دي په هره مصرعه کښې درې درې هم قافيه الفاظ راوستے شوې دي ـ او احمد دين طالب او نوره دين اخون سر ته په برغو قافيو سره سر ته راجع شوې دي ـ چې په ادب عاليه کښې ورته ذوالقافتېن وائي ـ شېر شاه ترخوي اديب دے خو د چار بېتې شاعر نه دے ـ عبدالواحد ټېکه دار د چار بېتې شاعر دے ، ولې اديب نه دے ـ چې د چار بېتو په باريکو باندې اورسي ـ مثال نمبر 1 او مثال نمبر 2 ته کړه بنده چار بېتې وائي په صفحه 59د کورونو په لړ کښې پرې ښه تفصيلاً بحث شوے دے ـ

شاعران او مجلسيان چاربېتې له په اهنګ باندې د مثنوي ، مربع ، مسبع ، مستزاد ، مثمن ، معشر ، نظمونو او لوبو بګتو نه جدا کړي ـ خو عام قاري له پاره مسئله وي ـ عام قاري له پاره طريقه دا ده ـ چې اول چاربېتې له د مثنوي ، مربع ، مسبع ، مستزاد ، مثمن ، معشر نظمونه جدا کړي ـ چار بېته په سر باندې له دې نظمونو نه جدا کېږي ـ

بيا د بګتۍ او لوبې نه جدا کړي ـ د ځنو بګتو اولوبو جوړښت د چاربېتې غوندې وي ـ د بګتۍ او لوبې موډ لطيف (هلکا پهلکا) وي او کله کله په کښې مزاحيه عنصر هم شامل وي ـ د چار بېتې فکر دروند او سنجيده وي ـ دا جدا خبره ده چې چار بېته وئيلې شوې مزاحيه وي ـ لکه د حليم ګل مزاحيه چاربېتې يا د ګوجر خان ـ