کور، بحر او اهنګ
د چا ر بېتې د کور تعين د کړې نه کېږي سر نيم سرې ، پوره او کله کله د مروجه اصولو نه بيل هم کېدے شي ـ د سر نه د چاربېتې په کور باندې اثر نه پرېوځي ـ خو که کړه ټاکلي اصول ضوابطو نه اوخوځېده نوکور هغه نه پاتې کېږي ـ کړه مونږ ته د ښائي چې دا د کوم کور چاربېته ده ـ د کړې جوړښت که د مثنوي نظم دے ، نو د مثنوي کور چاربېته ده ـ که مربع دے د مربع کور چاربېته و غېره وغېره ـ په وزن او بحر کښې بدلون راتلو سره مروجه اهنګ بدلېږي خو په دې کښې اهم رول د موسيقار هم دے ـ يو موسيقار به د يو وزن يو بحر شعر له په دوه دريو اهنګونو کښې پېش کړي ـ زه پخپله د احمد دين دا چار بېته :
هغه دم زما د زړۀ صبر تمام لاړو
مراور چې مې د غېږې دل ارام لاړو
د چار بېتې او اولسي غزل په دو رنګو کښې وئيلے شم ـ په دې کښې موسيقار زور stress convert کوي او وزن مختلف کړي ـ د هغې نه اهنګ مختلف شي ـ
د چاربېتو ډېر لوے تعداد دے ـ دا په 6، 7، 8، 9، 10، 11، 12، 13، 14، 15، 16، پورې سېلابونو کـښې وئيلے شوي دي ـ د دومره چاربېتو تقطيع کول او د هغوې په بحرونو باندې خبره کول دا د هيچا د وس خبره نه ده ـ بيا داسې چاربېتې هم موجود دي چې په يوه چاربېته کښې دوه بحرونه مستعمل دي ـ بغېر د مسبع او مثمن مجاز نه نورپه هر کور کښې بې شماره چاربېتې موجود دي ـ دغه شان بحرونه ډېر بدل را بدل دي ـ د بحر د بدلېدو سره اهنګ هم مختلف شي داسې دا يوه غېر ختمي سلسله جوړه شي ـ او څوک دا نه شي وئيلے چې په دې اتو کورونو کښې څو کورکي دي ـ دا پنځلس پنځويشت ، دېرش ، دوه پنځوس تشې اندازې دي ـ د چار بېتې ډېره برخه به د يو سړي له نظره تېره شي خو څوک هم دا دعوىٰ’نه شي کولے چې هغه د ټولې چاربېتې نه خبر دے ـ مونږ څخه کتابونو کښې ددې ډېره لږه حصه ده ـ ډېره په غرونو او بانډو کښ پرته ده چې راغونډول هم اسان کار نه دے ـ زۀ ددې شپږو کورونو درې مثالونه وړاندې کوم چې کومو کښې د چار بېتې ډېره حصه ده ورسره د مروجه اهنګونو او راګونو سرسري ذکر کوم چې مولوستونکو ته څه لږ معلومات په لاس راشي ـ
مثنوي کور:
مثال 1: فوځونه راغلل په قصور باندې
د ډاکه مارو په دستور باندې
چودهري صلاح کوي د خوره سره
اوبه به څښکمه د لاهوره سره
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10
فو ځو نه را غله په قص ور با ندې
د ډا که ما رو په د س تور با ندې
چود هري صلا ح کو ي د خو ره سره
او بۀ به څښک مه د لا هو ره سره
مثال 2 :
سر: جينۍ د بام په سر ولاړه ، صراحي هسکه دنګه غاړه
اوربل ئې بيا په تېلو غوړ کۀ، د عاشقانو رنګ ئې زيړ کۀ
1 2 3 4 5 6 7 8 9
جي نۍ د بام په سر ول ا ړه
صرا حي هس که دنګ ا ئي غا ړه
اور بل ئي بيا په تې لو غوړ کۀ
د عا ش قا نو رنګ ئي زيړ کۀ
9+9+9+9
مثال 3: چې مې ليدلے ستا رخسار رے
تمامي عمر مې په دا ر دے
چغې وهم لکه د لاب
په مخ مې ځي اوښکې سېلاب
8+8+8+8
(احمد دين طالب)
اوس که مونږ دې درې واړو مثالونو ته وګورو ، د درې واړو بحر مختلف دے ـ خو سندر غاړې يا مجلسيان شاعر د stressپه زور يا طول باندې دا کمي پوره کړي ـ دا چاربېتې اهنګ نه بدلېږي ـ په مثنوي کور کـښې يو اهنګ رائج دے ـ ټول اهنګونه به په بيهروي او جنګله دواړوکښې وئيلے کېږي ـ
مربع کور :
دا نسبتاََ ټولو نه اسان کوردے ـ چې د چاربېتې شاعر وي هغه به خا مخا په دې کور کـښې طبع ازمائي کړې وي ـ په دې کښې نور هم اهنګونه کېدې شي او د بحرونو بدلون را بدلون کېدې شي ـ هر کله چې بحر کښې فرق راشي که سندر غاړې يا مجلسي شاعر ئي ډېر په خپلې رضا باندې د بل اهنګ سره يو کول غواړي خو حساس غوږونه ئي دا فرق محسوس کوي ـ د ترنم سره د وېنا والا شاعرانو باندې دا الزام بې ځايه نه دے چې دوئې خپل معائب په خپل اواز کـښې پټ کړي ـ
مثال 1: دسوکياچاربېته په دې چاربېته کښې دومره خاص د چاربېتې محاسن موجود نه دي سوا له دې نه چې يو سکهـ شاعر د رسول کريم (ص) صفت کړے دے ـ
پېغمبر صاحب مکې نه راروان شو
د پالکۍ سره ئي ځانګي سرۀ لعلونه
سوکيا
پې غم بر صا حب م کې نه را ر وان شو
د پال کۍ س ره ئې ځا نګي سره لع لو نه
12+12
ددې چاربېتې د وېنا په دوران کـښې مجلسيان د کړې اخري نقطې له طول ورکوي ـ لکه داسې
پېغمبر چې کلمه کړله په جار.........
غلبله شوه د کافرو په بازار .........
بوجهل وې زما عمر په شو په دار...........
نجوميان ئي ځائي په ځايي وايي حالونه
پېغمبر صاحب مکې نه راروان شو
د پالکۍ سره ئې ځانګي سرۀ لعلونه
ځنې لفظ٫٫ر،، له طول ورکړي او ځنې ورسره د ي اضافه غوندې کوي
مثال 1: هغه دم زما د زړۀ صبر تمام لا ړو
مرور چې مې له غېږې دل آرام لاړو
تقطيع:
ه غه دم ز ما د زړۀ ص بر ته مام لا ړو
ما ر ور چې مې د غې ږ دل ا رام لا ړو
مثال 2:
خېر به کله ورکوې په هر زمان ژاړي ژاړي
دروازه کښې ستا د ملکو فقيران ژاړي ژاړي
خېر به ک له ور کوې په هر ز مان ژا ړي ژا ړي
در وا زو کښې ستا د مل کو فقي ران ژا ړي ژا ړي
14 +14
له دې درې اهنګونو نه علاوه نور هم کېدې شي په مختلفوراګونوکښې وئيلے کېږي ـ
مثمن کور:
دا د مجلسيانو د خوښې کور دے ـ
مثال 1: ستا په سينه د ګلو هار شته دے
د ډز خندا دې فسادونه کوي
بل دې په سترګو کښې خمار شته دے
ټول ګاونډيان دې صفتونه کوي
(د ټوپۍ جمشېد)
ستا په سي نه د ګ لو هار شته دے
د ډز خن دا دې فسا دو نه ک وي
بل دې په ستر ګو کښې خم ار شته دے
ټول ګا ونډ يان دې صف تو نه ک وي
10 +10+10+10
مثال 2: مستې لېلٰى تو مسکراندى نه کر
که شوم رنځور بيا مې غور اونه شي
سونے د هار ګلے وچ پاندى نه کر
چرته د ستا د بنګړو شور و نه شي
(عمر د شاه کوټ اوګۍ)
تقطيع:
مس تې لې لا تو مس کرا ندي نه کر
که شوم رن ځور بيا به مې غور ؤ نه شي
سو نې د هار ګله وچ پا ندى نه کر
چرته دا ستا د بنګ ړو شو ر ؤ نه شي
11+11+11+11
مثال 3: لباسي راته ښکاره شولې جانانه
ستا په سر مې دي اخستي تهمتونه
په رو رو به زړګې صبر کړم له تا نه
ستا ښائست راباندې وکړل فسادونه
(حسن خان د سوات)
تقطيع:
ل با سي را ته ښکا ره شو لې جا نا نه
ستا په سر مې دي ا خس تي تهـ م تو نه
په رو رو به زړ ګے ص بر کړم له تا نه
ستا ښا ئست را با ندې ؤ کړل ف سا دو نه
نمبر 1او 2په يو اهنګ کښې ؤئيلے کېږي خو د وئيلو په دوران کښې د يو سېلاب فرق پېدا کوي نمبر 3سکوټ جدا اهنګ لري نمبر1 او نمبر2 سره په ساز کښې نه شي وئيلے کېدے ـ مروجه اهنګونه ئي دوه دي ـ په راګ بيروي کښې وئيلے کېږي ـ
معشر مجاز:
دا د احمد دين طالب او عبدالله استاد د خوښې کور دے ـ احمد دين طلب څخه په دغه کور کښې چې څومره د بحر ردو بدل موجود دے نور په يو کور کښې هم نشته ـ عبدالله استاد هم پدې کور کښې د پايې چار بېتې وئيلې دي ـ ځکه چې ددې کور جوړ چې سر سره تړلے کېږي لکه چې جندره واچولے شي ـ د سراولنۍ مصرعې د کړې تر مينځه تکرار زبردست خوند پېدا کوي لږلږ فرق سره ګڼ اهنګونه لري ـ په راګ بيروي کښې وئيلے کېږي ـ
مثال 1: زړه مې فرياد کوي په مثل د جرس
غم د جانان رانه چاپېره دے عالمه
( احمد دين طالب )
تقطيع:
زړه مې فر ياد کو ي په م ثل د جر س
غم د جا نان را نه چا پې ره دے عا لم ه
12+13
مثال 2: زما ستا ربط په شان له د طوطي او خارو دے
د کشمير په سر درو کښې به يو ځائې کوو سېلونه
تقطيع:
زما ستا ر بط په شان له د طو طي او د خا رو دے
د کش مير په سر درو کښې به يو ځاې کؤ و سې لو نه
15+15
مثال 3: چې ښکاره شي د سرو ټيک دې لکه تندر دے
په څو چنده دې ښائسته دے مخ د ګل صدبره
چې ښکا ره شي د سرو ټيک دې ل که تن در دے
په څو چن ده دې ښا ئس ته دے مخ له ګل صد بر ه
13+15
څنګه چې ما په شروع کښې ذکر وکړو په دې کښې نور هم مثالونه موجود دي خو دا لږ فرق د اهنګ په چار بېته باندې پوهـ خلق محسوسولے شي ـ عام سړي له پاره يو رنګ چاربېته ده ـ
مستزاد چاربېته:
د هم د اهنګونو په لحاظ غني کور دے ـ زه به په درې مثالونو اکتفا کوم ـ چې لار يو ځل سمه شي مسافر چې څومره تګ پرې کول غواړي د هغه خوښه ـ
مثال 1: د زاغ دواړه څانګونه دې په د مخ نه کړه چاپېره
جمال په شش کښې ګورې
تا بيا په سرو لبانو دنداسه مخلې ډېره
لېلٰى د خياله ښورې
( نوره دين اخون)
تقطع:
د زاغ دوا ړه څان ګو نه دې د مخ نه کړه چا پې ره
جما ل په شش کښې ګو رې
تا بيا په سرو لب ا نو دن دا سه مخ لې دې ره
لې لا د خيا له شو رې
15+7+14+7
مثال 2: جوړه کړه بهانه جينۍ راځه زمونږه کور ته
او مې منه سوال
غوښې دې زما د زړه نيولي دي سو راور ته
او مې منه سوال
( اقبال خان اوګۍ)
تقطيع:
جو ړه کړه بها نه جي نۍ را ځه زمو نږ ه کور ته
او مې منه سو ال
غو ښې دې زما د زړه ني و لې دي سور اور ته
او مې منه سو ال
14+5+13
مثال 3: سترګې ګلونه د انارو
کاتۀ دې اثري ( نوره دين اخون)
نيم سر دے په ډبل وئيلو باندې به پوره کېږي ـ
تقطيع:
ستر ګې ګل و نه د ان ا رو
کا تۀ دې ا ث ري
9+6
کړه بنده :
په زوړ دور کښې د دې چاربېتو شپږ بندونه وو او په دريو بندونو پسې به يو ځل سر سره او دوئم ځل بيا د دريو بندونو نه پس سر سره تړلے کېده ـ وګورئ د زرين اخون چاربېته په صفحه 178باغ و بهار کښې ـ يو عبدالواحد ټېکه دار داسې شا عر دے چې هغه د چار بېتې روايت ئي مات کړے دے ـ د قافيې پابندي ئي هم ډېره نه ده کړې ـ د چاربېتې استاذان نوره دين اخون ، احمد دين طالب او عبدالله استاد دي ـ احمد دين طالب څخه اته واړه کوره مکمل دي ـ په چاربېته کښې نادر تشبيهات د روز مرې ښکلے استعمال اشارې کنائې لکه د غزل غوندې موندے کېږي ـ د بحر او د وزن خبر شاعر دے ـ او ددې اشاره احمد دين طالب په خپلې يوه چاربېته کښې په صفحه باندې 45
( ديوان احمد دين طالب مولف حافظ شمس الرحمان) کړې ده ـ
ډلې ډلې شاعران مې د چاربېتو مساوات وائي
يا دې داسې وائي يا دې نه کړي شاعري چرې
نه پېژني وزن د ميزان نه کم و زيات وائي
کم په کمينۍ کښې څله کاندي دائرې چرې
په اوسني دور کښې به دا دوه قسمه چاربېتې وئيلے کېږي ـ
مثال 1 ـ پروت يم بې مجاله ستا د در ملنګ يمه
ځي مې د خولې وينې محبوبا زړه مې نا سور شۀ
حال مې د منصور شۀ
کړه: الف: پروت يمه فقير ، ستا په در زهیر
غوڅ يم په ضمير
غم دې په ما زور شه اوس ديدن ته يم لېواله
پروت يم بې مجاله
ب: غم دې په ما زور شه ، حال مې ځکه نور شه
بل را باندې اور شه
اوخوره په ما ننګ صنمې ستا په تهمت رنګ يمه
ستا د در ملنګ يمه
ج تا باندې شيدا يمه ، غم کښې مبتلا يمه،
تل په واويله يمہ
وفا په ما باندې ټول ملک جهان تنور شو
حال مې د منصور شه
(مولانا سېف الرحمان)
مثال 2: مڼې د ثمر قند ، ستا سرۀ اننګي دواړه
خون کارې وهي لارې ستا خمارې سترګې سرې
عجب حسن لرې
کړه : مڼې دې کوکۍ سپېنې خوش رنګې ګل رنګېنې
د قندو نه شيرينې چې اګاه دې شو په خوند
مڼې د ثمر قند
( احمد دين طالب)
په مثال 1 او 2 کښې دغه همره فرق دے چې په نمبر 1کښې د درې لنډو مصرعو ورستو چاربېته د سر سره تړلے کېږي نمبر 2 کښې د دوو لنډو مصرعو نه ورستو سر سره تړلے کېږي ـ اهنګ د اول وخت نه يو روان دے ـ خو د دريو لنډو مصرعو بندکي چې لري لږه تندۍ سره وئيلے کېږي ـ