هزارې واله

په هزاره کښې يو قسم له چاربېتې ډېرې زياتې وئيلې شوې دي خصوصاًپه بټګرام او الا ئي کښې ۔داسې چاربېتې په نورې پښتون خوا کښې نه موندې کېږي ـ په کتابونو کښې د سمې د يو شاعر ارسلا په هار و بهار کښې يو چاربېته موجود ده ـ خو په هار و بهار کښې ورته چاربېته نه دي ليکلې شوي ـ خو هار و بهار کښې نورو چاربېتو ته هم چاربېته نه دي ليکلي شوي ـ لکه په صفحه 86 د محمود شاعر چار بېته ، په صفحه 144 باندې د عيسٰى ګل اخون زاده چار بېته ـ د هار و بهار توضيحات حبيب الله رفيع ليکلي دي ـ کېدې شي د هزارې دا قسمه چار بېته تر افغانستانه نه وي رسېدلې ـ او حبيب الله رفیع صيب نه ئي پېژندګلو نه وي شوې ـ هسې هم چې څومره چاربېته صوابۍ ، نوښار ، سوات ، او هزاره کښې موندې کېږي دومره په ټولې پښتونخوا کښې نشته ـ د چار بېتو ښه شاعران په دغه سيمو کښې دي ـ دا چار بېتې د قسم په لحاظ د مربع کور چار بېتې دي ـ مثال ئي د بېلو (اوګۍ) د اتلسمې پېړۍ مشهور شاعر طا لب چار بېته ده ـ

د تورو څڼو دې په مخ باندې باران دے

لېونۍ زړه دې رانه اوړې په ماښام دے

د تورو څڼو

کړه: د تورو څڼو دې په مخ باندې غنچې دي

دا خماري سترګې بې شانه تماچې دي

په پانو سرې شوندې دې دواړه الوچې دي

د ډز خندا دې په عاشق سړي نېران دے

د تورو څڼو دې په مخ باندې باران دے

لېونۍ زړه دې رانه اوړې په ماښام دے

د تورو څڼو

(طالب د بېلو اوګۍ)

د قاضى ګل چاربېته د هغۀ په کتاب مشکل کشائے طالبان کښې داسې ليک ده ـ

نه به ژوندې يم نه به بيا په ما اختر راشي

نه به دنيا ته محمد نبي سرور راشي

نه به ژوندې يم

کړه: نۀ به ژوندې يم نه به بيا هغه دوران ووينم

نه به نبي سره جوړه څلور ياران ووينم

نه مسافر به په لنګر کښې د عثمان ووينم

نه په دلدل باندې به سور علي حېدرراشي

نه به دنيا ته محمد نبي سرور راشي

که تا سو وګورئ ددې چاربېتې سر چا د رحمان بابا ددې مشهور غزل(رد العجز) په شان دے ـ

زار شه تر جانان زما ، سر زما سامان زما

سر زما سامان زما ، زار شه تر جانان زما

په شان کړے دے اوچار بېته په هزاره کښې مشهوره شوې ده ـ ولې چا کړے دې دا معلومه نه ده ـ د طالب چاربېته خو اوس هم مجلسيان په هغه زوړ انداز کـښې وائي ـ خو د قاضي ګل چار بېته مجلسيانو داسې کړه ـ

نه به بيا په ما اختر راشي

نه به دنيا ته محمد نبي سرور راشي

نه به ژوندې يم

کړه: نه به زۀ بيا هغه دوران ووينم

نه به نبي سره جوړه څلور ياران ووينم

نه مسافر به په لنګر کښې دعثمان ووينم نه په دلدل باندې به سور علي حېدر راشي

نه به ژوندې يم

د چاربېتې شکل بيخي بدل شو مګر وئيلو او زده کړې ته چاربېته اسانه شوه ـ اوس دا چار بېته هزارې سره لګېدلې سوات شانګله ، الپورۍ ، کابل ګرام وغېره کښې هم شاعران وائي او مشهورې دي ـ

مثال 1: يا نبي لاس په محشر راکه

پل صراط سره اوبۀ اب کوثر راکه

ډېر ګنهګار يم

( عبد الله جان ،تراوړې ، اوګۍ)

مثال 2: هغه راروان دے

رقيبه لرې شه زما ښکلې جانان دے

پرېږده چې راځي

( پردېسې روشن، د چلندرو، اوګۍ)

چاربېته وئيلو او زده کړې ته خو اسانه شوه خو د راتلونکي وخت نقاد به دې له چاربېته تسليموي هم او که نه ګو که دا د چاربېتې ټول شرائط پوره کوي ـ