د چاربيتې اجزا

د چار بېتې جوړښت له پاره درې اجزاء ضروري دي سر ، کړه ، اؤ جوړ ـ دا درې واړه چې نۀ لري هغه څه بل صنف کېدے شي خو چاربېته نه ګڼلے کېږي ـ

سر:

د چاربېتې شروعات د سر نه کېږي ـ دې ته مونږ مطلع هم وئيلے شو ـ

د چاربېتو د سرونو درې اقسام دي

الف: په دوو مصرعو مشتمل سر ـ

د سر دواړه مصرعې هم قافيه وي لکه :

ستا په محبت کښې مې کباب د زړګي غوښې دي

رنګ مې سوے سکور دے ظاهر داد ظلم نخښې دي

ب: د سر دواړه مصرعې هم قافيه نه وي ـ

نن دې وږم د سينو د منجرو راغے

کله ورک به کړې زما د زړګي غم غم غم

نمبر2: په څلورو مصرعو مشتمل سر ـ

الف:اوله او دوئيمه مصرعه په ځان کښې هم قافيه وي ـ درئيمه اؤ څلورمه مصرعه په ځان کښې هم قافيه وي ـ

چې مې ليدلےستا رخسار دے -تمامي عمر مې په دار دے

چغې وهم لکه د لاب - په مخ مې ځي اوښکې سېلاب

ب:اوله او دريئمه مصرعه په ځان کښې هم قافيه وي دوئيمه او څلورمه مصرعه ئي په ځان کښې هم قافيه وي ـ

  د ګبين نه دې شيرين د مخ عرق دے

  د نباتو نه دې عدم کړل قندونه

  چې ليدلې مې شاه ستا د مخ ورق دے

  د زړګي پرهر مې نه اخلي پېوندونه

نمبر3:

په دې کښې اولنۍ دوه مصرعې هم قافيه وي او لنډې وي ـ دواړه غېرمقفٰى هم کېدې شي درئيمه اوږده وي ، څلورمه د دريمې هم قافيه کېدے شي او غېر مقفٰى هم کېدې شي ـ خو د څلورمې مصرعې يا جز وزن اؤ بحر اولنو دواړو سره يؤ وي ـ

مثال نمبر1:

  باڼه دې تېرۀ غشي ـ ابرو لکه کمان

  اننګ دې سرۀ انار دي د کابل او قندهار

  سينه لرې ګلزار ( کړه بنده)

مثال نمبر2:

  مالياره شه بېدار - ګلشن دې تا له کېږي

  زاغان لکه طوطيان خوري د سرو شونډو چوارې

  پراتۀ پہ خراسان (کړه بنده)

مثال نمبر 3:

قادره ذوالجلاله بې شرکه بې مثاله

ايمان مې خطا نه کړې فېرنګ ورک کړې له کابله

زاري مې نشته بله (کړه بنده)

نيم سر يا نيم سرۍ:

نمبر1:په دوو مصرعو مشتمل سر چې په يؤې مصرعې ووئيلے شي ، نيم سر يا نيم سرے شو ـ د نيم سري درې اقسام دي ـ

په يوه مصرعه مشتمل نيم سر دا په دوو مصرعو مشتمل سر چې په يؤه مصرعه ووئيلے شي ـ

مثال1:

له هنده دي راغلي په غزا پسې سفر کا

(هار وبهار)

مثال نمبر 2:

مه راؤړه لاس د خوبه يم سترګې مې پټې دي

( باغ و بهار)

نمبر2:

په څلورو مصرعو مشتمل سر چې په دوو مصرعو ووئيلے شي ـ ( دا د نيم سرۍ دوئيم قسم شو )

لکه مثال نمبر1:

نن زه غږېږم په صفت د سلطان

چې دے بادار غازي ملک د جهان

(پښتانۀ شعراء)

مثال نمبر 2:

ما وليدۀ يارانو د لېلهٰ په جبين سپين

خالونه درې څلور

(هاروبهار)

سردارعلي ټکر د وئيلو دوران کښې د کړې دوه مصرعې ورسره يو ځائې کړې دي ـ او سر ئي پوره کړې دے ـ نيم سر يا نيم سرۍ چې دوه ځله تکرار شي د چاربېتې سر پوره شي ـ

نمبر3:

د دريم قسم سر په نيم سر نۀ وئيلے کېږي ( يعني د کړه بندې چاربېتې نيم سرے نۀ وي

کړه: د چاربېتې نفسِ مضمون چې پکښې بيانېږي هغې ته کړه وائي ـ

مثال نمبر 1:

چرګو نارې کړې صبحدم شو - په ما خبر د کورعالم شو

په ما خبر شو کور و کلے -جانانه څنګ بۀ ووځے غلے

غلے ووځه زمونږ له کوره - مشغوله مه کوه په زوره پلار به مې غږ وکړي چې غل
دے – ورته معلوم ديارۍچل دے حال د يارۍ ورته معلوم دے -چا دې په خوله اخستے
نوم دے

نوم دې ليکلے په کاغذ دے - ته چې راتلې څه دې غرض دے

جوړ:

تۀ چې راتلې شومه قلاره - چرګو نارې کړې سر دوباره واړندې سپرورستو
شمشيرکا- غلے ووځه څوک بۀ دے ګېرکا

مثال نمبر 2:

کړه:

بېګا مې دے سېل کړے ستا د زلفو باغيچه کښې

زه ګډ لکه بورا شوم د انارو په چرچه کښې

خخ مې کړل غا ښونه په نرۍ زنه سوچه کښې

جوړ:

بل بوي مې کړو د ستا د غاړې هار د تورو زلفو

(ھارو بهار)

مثال3:

کړه:

کله به راشي چې دې وکړمه ديدار ، سحار

زړه مې پرهار ، د يار د لاسه ډېر دے

شومه په غم کښې د مينې ګرفتار ، په جار

وسومه په نار، انګار رانه چاپېر دے

اخر به تېر شي د نيمګړے دنيا وار په خوار

ما اخله ازار بيمار په زلفو ګېر دے

جوړ:

مخ دې چراغ دے پرې راځم لکه پتنګ په شړنګ

لرې کړه زنګ شوم رنګ ستا په تهمت کښې

مثال نمبر4:

کړه:

تور دې لونګين تور دې رنګين په دوبي تور کړو نه

تورې دې زلفې تور اور بل په ورځو تور کړو نه

تورې دې وروځې تور چشمان په کجل تور کړو نه

تورې کمڅۍ تور پيوکے سينګار دې نور کړو نه

جوړ:

هسکه غاړه ګرځې د همزولو په غوبل کښې

نن دې رنګا رنګ ګلونه قت کړۀ په اوربل کښې

تور د تورو سترګو تور دې خال د سپين رخسار دے

تور، سور، شين، زيړ، سپين مخ دې ګلزار دے

مثال نمبر5:

ځي دلبر زما ضرور نه پاتې کېږي

هيڅ کولے نشم دا د مقرره

زړه ټوټې مې د کمر غوندې نړېږي

د فراق لمبو ستي کړم سراسر

هر طرف ته د هجران غشي ورېږي

پېوست کېږي په ځيګر مې برابر

جوړ:

د خزان راوالوتل ساړۀ بادونه

ورانوي زما د مينې دا چمن

مثال نمبر6:

کله وۀ لا کله چې ما کړے وۀ له تا سوال

تا په سپينه خوله راته وئيل کوکۍ به درکړم

ماته دې صفت د حسن کړې وو دلال

دلال په صفتونو دې بې حده کوروکر کړم

ستا په عاشقۍ کښې مې داؤ کړے سرو مال

تا لکه د نے په تيغ د هجر قلم سر کړم

جوړ:

هله به منې چې لېونے په غرونو سر شمه

کله وو له کله چې تا وې صبا به درشمه

زۀ به له تر کومه کړم د خلقو متازي

ستا هغه صبا په کلو سر کښې نۀ راځي

مثال نمبر 7:

د سرو زرو امبېل دې په سينه کښې کوي خوند

  تۀ لور ئي د نواب

يؤ ځلې دې سپين مخ د رب د پاره کۀ څرګند

  ژوندون مې شو خراب

د هجر پرهرونه زما نه اخلي پېوند

بهېږي ترې خوناب

جوړ:

ظالم د نا مسلم غوندې چاپېر کړو ترې دېوال

  څوکۍ پرې مقرر دي

مثال نمبر8:(الف)

مرم ستا په يارۍ کښې ۔ پروت يم په خوارۍ کښې

  ساه مې په مرۍ کښې

اوس د ژوندانۀ طمع مې قطع شوه له ځانه

  مرمه بې له تا نه

(ب)

اوس مې ځنکدن دے ۔ روح مې په رفتن دے

پاتې دا وطن دے

ستا د بڼو غشي مې خخ شوي په ضمير

ګډ د ځان په وير

(ج) ستا د در غلام يمه - تاته په سلام يمه

نختے دې په دام يمه

جوړ:

خود به شم هلاک چې خوراک مې ځيګر خون شۀ

  حال مې د مجنون شۀ

تاسو به کتلي وي چې په اتو مثالونو کښې اتۀ کړې په مخه راځي ـ مثال نمبر 1 کښې د مثنوي نظم په شان دوه مصرعې يؤ بېت جوړوي اؤ چاربېته په مخه ځي ـ

مثال نمبر 2کښې د مربع نظم په شان؛مثال نمبر 3کښې د مسبع نظم په شان ـ

مثال نمبر4 مثمن په شان خو په کړه کښې دوه مصرعې د سر تکرارېږي حقيقتاً مصرعې شپږ وي ځکه ورته مثمن مجاز اووئيلے شو ـ مثال نمبر 5 د مثمن نظم په شان ـ مثال نمبر 6 د معشر نظم په شان خو دلته هم د مثمن مجاز صورت حال دے ځکه ورته معشر مجاز اووئيلے شو ـ مثال نمبر 7مستزاد نظم په شان ـ مثال نمبر 8 دا چاربېته د پښتو شاعرۍ خپل پېداوار دے هيڅ يؤ نظم سره مشابهت نه لري ـ ددې کړې په دوه قسمه دي ـ 1-په دو بندو مشتمله کړه 2-په دريو وړو بندونو مشتمله کړه ـ دې دا قسمه چاربېتو کړې بغېر د فدا ګل چاربېته چې په ټولو کښې معلومه زاړه چاربېته وه يو جز لري بيا زړې چاربېتې د کړې شيږ حصې لري د درې جزو يا حصو نه ورستو په دويم ځل سر ته رجوع کوي ـ اول ځل د يو ټکړې نه ورستو ، دوئيم ځل د دوئيمې ټکړې نه ورستو درئيم ځل د درئيمې ټکړې نه ورستو يعني درې ځله سر سره تړلے کېږي يعني کړه ئي په دوه درې ځله سرسره تړلے کېږي په دغه سبب ورته کړه بنده وائي يعني کړه ئي ډېر ځله بند په بند تړلے شوې وي ـ خو دجوړښت اډاڼه ئي يؤه ده ـ د کړې د توپيرونو په سبب ورته بل قسم نۀ شي وئيلے کېدے ـ

جوړ: هغه مقام اتصال ته وائي چې په کومې مصرعه باندې کړه سر سره تړلے کېږي ـ د کړې په مثال کښې د اولنۍ بېت سره په يؤه مصرعه د سر دوئيم بېت سره په دوئيمه هم قافيه مصرعه تړلے کېږي ـ

په مثال نمبر2 کښې کړه په يؤه هم قافيه مصرعه سرسره تړلے کېږي ـ (مربع چاربېته ) په مثال نمبر3کښې کړه په يؤه مصرعه تړلے کېږي ـ (مسبع چاربېته)په مثال4کښې کړه د سر سره اولنې اؤ دوئيمې مصرعې سره باالتر تيب په هم قافيه مصرعو تړلے کېږي ـ دا قسما چاربېتې د سر دوه مصرعې لري خو غېر مقفٰى وي ـ

په مثال نمبر 5 کښې د کړې جوړ اولني بيت اؤ د دوئيم بېت هم قافيه مصرعې وي ـ په مثال نمبر6 هو بهو د مثال نمبر 4 صورت حال وي مثال نمبر 7د مثال نمبر 5 مشابهت لري ـ مثال نمبر8 کښې بغېر د فداګل د چاربېتې چې ډېر ابتدائي چاربېته ده ، نورې زاړې چاربېتې په دوه مقامه اؤ نوې چاربېتې په درې مقامه سر سره ګنډلے کېږي ـ

نوټ: پوره چاربېتې د اتو واړه کورونو يؤ يؤ مثال د صفحه 158 نه تر صفحه181 پورې موجود دي ـ