د چار بېتې ارتقاء
څوک هم په وثوق سره د نشي وئيلې چې اوله چاربېته چا ليکلې ده ـ اؤ کله ليکلې شوې ده ـ خو دکتابي شهادتونو مطابق اولنۍ چار بېته تائيمني ليکلې ده ـ تا ئيمني د کاکړ نيکۀ ځوے ؤ او ژوب نه ئې کډه غور ته کړې وه او هلته ميشتة وو او چاربېته ئې د غياث الدين غوري د مړانې او تورې د خرپ په ستايينه کښې وئيلې ده ـ چاربېته دا ده ـ
سر: نن زۀ غږېږم په صفت د سلطان
چې دې بادار غازي ملک د جهان
کړه 1 د فېروز کوه او غور رڼا له دۀ ده
هم د تېرو تورو بريخنا له دۀ ده
چې توره وکاږي چړتون کړي خالي
عليم ئې کله کړي په توره سيالي
غياث الدين د غور زمرے عاليشان
د اسلام دين د دۀ په توره روښان
کړه 2: ما ددې ٫٫اور،، په زمکه وليد ارم
دا د جنتپه څېر وو بڼ ښه خورم
د فېروز کوه په رود ودانه دنيا
ښکلے هر ګل څۀ ښه ودانه دنيا
دلته کړونګي دي غږونه کوي
اوبه بهېږي سرودونه کوي
هر سړے ګوري چې ولاړ وي حېران
کړي نندارې د خدا وند د بوستان
کړه نمبر3:
غياث الدين د جهان غر دے د نا
عالم له ده ډېر بهرور دے نا
هند ئې روښانه په اسلام کړو نا
تل دې برے وي د غازي په مېدان
زه تا يمني ستائينه کړم د سلطان
پدې چاربېته د ځنو پوهانو شکوک دي چې دا چاربېته نه ده مثنوي ده ـ چاربېته او مثنوي واضح فرق لري ـ مثنوي د شاعرۍ هغه صنف دے چې شاعران پکښې اکثر داستان بيانوي خو دا دي دا مقصد هم نه دے چې په مثنوي کښې په نورو خيالاتو بيانولو باندې پا بندي ده ـ خو ددې مقدار په اوړو کښې د مالګې دے ـ په فار سۍ ژبه کښې د مولانا روم ٫٫مثنوي معنوي،، د فردوسي ٫٫شاهنا مه اسلام،، په اردو کښې د مير امن دهلوي ٫٫باغ وبهار،، د شنکر ديال شرما ٫٫ ګلزار نسيم،، مشهورې مثنويانې دي ـ ملا نعمت الله، او احمد جان د فارسۍ ژبې نه ډېر داستانونه په مثنوي کښې پښتو ژبې ته اړولي دي ـ خو دا د ادب عاليه مثالونه دي ـ زه د اولسي ادب يو مثال پېښ کوم، د يوسف خان شېربانو چې علي حېدر جوشي ليکلې ده، په مثنوي کښې ده ـ
يوه قصه درته کوم د ګل په رنګ
چې دې لرې کړي د خوږ زړګي نه زنګ
د اکبر په زمانه کښې زما لاله
يو عاشق ؤ خبروم دې له احواله
کورئې ؤ د تولاندۍ کلي نه بره
دغه ځوان به ښکارېده د غرۀ له سره
يو دوه سپي وه ساتلي مزې دار
د ګنګرو به ؤ په غاړه شړنهار
يوه ورځو کښې يو ورځ سحر وختي
وو په ښکا ر پسې وتلے هغه طوطي
مثنوي نه سر لري نه کړه او نه شاعر له د کړې په اخر کښې د سر په شان قافيه کښې سر ته راجع کېدل پرېوځي ـ د تا ئيمني چاربېته سر لري او کړې په اخر کښې د سر په شان قافيه کښې سر ته راجع کېږي ـ ځکه دا چاربېته ده ـ ددې چاربېتې جوړښت د مولا عبدالمنان د وباء د چاربېتې او عبدالواحد ټېکه دار د مشهورې چاربېتې ـ
فوځونه راغله په قصور باندې ۔د ډاکه مارو په دستور باندې
چودهري صلاح کوي د خوره۔ اوبۀ به څښکمه د لاهوره سره
خو د تائيمني د چار بېتې اډاڼه په نيم سري باندې ده ـ او د کړې په سر سره به تړلو کښې لږ توپير دے ـ ولې په 650هـ کښې او 1432هـ کښې خو په دومره فرق وي ـ خو دا دومره توپير هم نه دے چې چار بېته پرې د چار بېتو دډلې نه اوځي ـ
د چار بېتې اولنے بند : درې بېته يعني شبږ مصرعې دے ـ
دويم بند : څلور بېته يعني اتۀ مصرعې دے ـ
دريم بند : څلور بېته دے ـ
زما په خيال اولني بند کښې يؤ بېت ورک دے ـ شاعر به پوره وئيلے وي ـ وئيلو واله يا د کاتب نه پاتې شوے دے ـ په دوئيم بند کښې ٫٫ما ددې اور په زمکه وليد ارم،، دا لفظ اور نه ماته غور ښکاري ـ نن صبا شاعران د دغه قسمه چاربېتو سرونه په څلورو مصرعو يعني دوو بېتونو کښې تړي ـ د کړې اخرني بېت نه وړومبے بېت به د سر اولني بېت سره او ورستونے بېت به د سر دوئيم بېت سره به هم قافيه وي ـ
دويمه چاربېته :
دويمه چاربېته د اکبر زمينداوري ده ـ ( پښتانه شعراء)
سر: زۀ چې په مينه معشوقو د بنګړو شړنګ لر ه ځم
زۀ د هجران د بېلتانۀ د تورو جنګ لره ځم
کړه : زۀ اپوټه يم په هجران سره قرار نه لرم
هجر مې اوږد شو د وصال د اميد کا ر نۀ لرم
بېلتون په خوله راکړے څپړې زۀ لا عار نه لرم
وايم د معشوق په سينه پروت زۀ تور لونګ لره ځم
زۀ د هجران د بېلتانۀ د تورو جنګ لره ځم
چار بېته د چار بېتې ټول شرائط پوره کوي ـ د چار بېتې سر موجود دے ـ کړه ئې په څلورو مصرعو باندې مشتمله ده ـ او څلورمه مصرعه سر ته راجع کېږي ـ خو اکبر د غزل شاعر دے ـ په چاربېته کښې هغه شان چستي او تندي نيشته کوم چې د چاربېتې خاصه ده ـ د کړې دويمه مصرعه ئې سکته لري خو په 750هـ کښې دغه شان شاعري متوقع ده ـ په ټولې چاربېته کښې د زۀ زۀ تکرار ډېر زيات دے کوم چې د چار بېتې په حسن کښې نقصان پېدا کوي ـ
دريمه چاربېته : (هار و بهار )
دريمه زاړۀ چاربېته د حميد ګل ده ـ د حميد ګل په حقله ډار مسټېټر ليکي چې دے د پېښور سره نزدې د پلوسې اوسېدونکے وو ـ او رحمان بابا خورئې دے ـ خورئې خو د ماما نه 20 ، 25 کالو پورې وړوکے کېدے شي ـ نو داسې ګمان دے دۀ به د رحمان بابا دور په سترګو ليدلے وي ـ حميد ګل چاربېته لکه د رحمان بابا د غزل ساده روانه او تشبيهاتو نه ډکه ده ـ او که چرته حميد ګل په غزل کښې طبع ازمائي کړې وي نو ښۀ غزل ګو به هم وي خو مونږ ته ئي دغه يوۀ چاربېته رسېدلې ده ـ
سر: يا ټيک ستا په جبين دے يا سترګه د صبا ده
يا جام د چين ماچين دے يا ښکلې خوله زېبا ده
کړه:
يا عطر د ګلابو يا ستا د مخ خولې دي
يا توره د پولادو يا سترګې د لېلې دي
يا کېف دےد شرابو يا بنګ د بنګالې دي
يا هجر سخت ترين دے يا تبه يا وباء ده
اخرنۍ کړه:
يا باغ د ښکلو ګلو يا ستا ښکلے کاکل دے
يا تېغ دغوسولو يا ستا خوني چارګل دے
اواز دې د بلبلو يا زړۀ د حميد ګل دے
يا دا مار غه زرين دے يا هغه محبوبا ده
څلورمه زړۀ چار بېته :
سر: مالياره شه بېدار ګلشن دې تاله کېږي
زاغان لکه طوطيان خوري د سرو شونډو چوارې
پراته په خراسان
بند: کارونه د اورنګ همه واړه بد رنګ
نا حق غواړي قلنګ
پښتون يم په اجداد باندې لرم تورې تېرې
مئين نه يم په ځان
کسر:
يو لس سره په شمار کۀ دوه کم اتيا پرې بار کۀ
فدا ځان دې تيار کۀ
عصا دې لاس کښې رپي سوچ کوه د هدېرې
فاني دې د جهان
د چاربېتې زمانه شاعر پخپله په کسر کښې ښودلې ده 1178هـ چې ترې 1745ء جوړېږي ـ ښاغلے همايون همدرد په خپلې يوۀ نا چاپه مقاله کښې د فريد ګل فريد نه راويت کوي چې فدا ګل عرف پېډيا بابا په صوابۍ کښې پېدا شوے وو ـ او بيا د هزارې لالو ګلۍ کښې اوسېدۀ ـ د شاعر د الفاظو نه معلومېږي چې شاعر په ادب مکمل ګرفت لرۀ ـ او خپل چاپېر يال باندې ئې ښۀ نظر دے د اورنګ زېب عالمګير پښتون دښمني ورته عيانه ده ـ خو د چاربېتې خپل په ځان باندې دومره ترقي نه وه کړې چې شاعر نن صبا دا چاربېتېه څنګه ليکلے کېږي ـ هغه شان ليکلے وے ۔ دا کړه بنده چاربيته ده او سر سره درې ځله ګنډلے کيږى ، يعنى درې جزونه لري او د بابا چاربېته يو جزدے ـ د اوسني دور چاربېتې مثال ذېل دے
سر: باڼه دې تېرۀ غشي ـ ابرو لکه کمان
اننګ دې سرۀ انار دي د کابل او قندهار
سينه لرې ګل زار
کړه: باڼه دې لکه تير خخيږي په ضمير
عجب لري تاثير
دشرمه دې جبين ته سړے نېغ کتلے نه شی
بانۂ دې تېرۂ غشی
جبين دې چمکدار ښائسته دے مزېدار
سرو ټيک دې پرې انګار
ځليږي لکه ستورې خاص په مينځ کښې د اسمان
ابرو لري کمان
ځلېږي لکه نمر شرمېږي ترې قمر
برېښېږي ترې نظر
پېزوان دې په سرو شونډو د سرو زرو شغله دار
سينه لرې ګلزار
(اقبال خان اوګۍ)
يوه کړه هيله تامه شوه ـ د با با چاربېته د چاربېتو په لړۍ کښې شمار ده خو مکمل چاربېته نه ده نيمګړتيا لري ـ
پنځمه چار بېته :
پنځمه چاربېته د خواجه رازق الله ده ـ د خواجه رازق الله تعلق د افغانستان سره دے ـ د غزل شاعر دے ولې په چاربېته کښې يې هم طبع ازمائي کړې ده ښه غزل ګو دے ، ولې د چاربېتې صنف د خواجه رازق لله په وخت کښې ماشوم وو ـ هم دغه وجه ده چې چاربېته ئې د غزل د ميعار نه ده ـ د خواجه رازق لله د زېږېدنې نېټه 1159هـ ده د خواجه رازق الله چاربېته چې مونږ ته رسېدلې ده يوه مرکب چاربېته ده سر ئې د مثمن چاربېتې دے او کړه وړه ئې د مستزادچاربېتې دي ـ په مثمن چار بېته او مستزادچاربېته باندې د چاربېتې دکورونوپه باب کښې بحث شوے دے ـ خو له دې نه څرګندېږي چې دواړه کورونه په اولس کښې هغه وخت يعني په 1159هـ کښې متعارف وو ـ
اوربل دې نيمه شپه شوله قراره
په مينځ کښې نرۍ کرښه د کذاب
ستا مخ صبح صادق شو صبا ياره
درنګ ساعت له به راوخېژي افتاب
د کسر کړه:
خواجه رازق ﷲ وائي چې ياري شي په نرمۍ
دا کار نه دے چل ول دے
په نرمه ژبه نوش کړه سره لبان د لېونۍ
کۀ دې له دې اټکل دے
ياري وه د فرهاد په مصلحت د شيرنۍ
د درخو د زلفو ول دے
ادم ئې لېونے کړو ځکه ګرځي نا قراره
نه ئې خوب شته نه ئې خواب
د خواجه رازق الله د يوې بلې چاربېتې سر محترمې غوټۍ خاورې په ص 151 خپل کتاب ٫٫د پښتو شفاهي ادبيات،،د عشقي اولسي ادبيات په ضمن کښې ذکر کړے دے سر دا دے ـ
بيګا به د رېبار سره ورځم ننواتې
اشنا دې مراور زما
ناغه به ورکوم سره اننګي شونډې نباتې
پخلا که شي دلبر زما
تر اتلسمې پېړۍ پورې مونږ څخه پنځه چاربېتې او يو سر دے ـ شاعران ئې ټول ادبې شاعران دي ـ ولې بيا هم د چاربېتې د ميعاري چاربېتو په څېر نه دي ـ ډېرې خامۍ پکښې په نظر راځي ـ وجه ئې صفا ظاهره ده چې اتلسمې پېړۍ پورې د چاربېتې صنف دومره ترقي نه وه کړې ـ خو دغه کمزورې چاربېتې د شاهکار چاربېتو سنګ ميل دے ـ خوددې دا مطلب هم نه دے چې د اتلسمې پېړۍ نه مخکښې په اولس کښې چاربېته نۀ وه ـ خو هغه چاربېتې د هغه شاعرانو او خلقو په سينو کښې په توروخاورو کښې خخې شوې ـ په اتلسمې پېړۍ کښې يوه لويه ډله د شاعرانو او د هغوې چاربېتې د جمز ډار مسټېټر په زيار په قرطاس ابيض باندې محفوظه پاتې شي ـ کوم شاعران د 1886ء نه مخکښې مړه دي هغوې ته ډار مسټېټر مړ ليکل دي ـ ولې په نورو کښې هم د چا تاريخ پېدائش يا عمر څۀ تعين نشته ـ اولنې چاربېته مونږ څخه د تائيمني ده ـ په چاربېته باندي وړاندې په تفصيل سره بحث شوے دے ـ دې پسې په دغه رنګ کښې دويمه زاړه چاربېته د ډکي د غذا چار بېته ده ـ چې د افغانستان د لال پورۍ شريف شاعر وئيلے ده ـ
له هندوستانه کاغذونه راغلۀ
امير صاحب له فريادونه راغلۀ
نن مې جګړه ده له کفاره سره
بېتلتون مې نه پرېدي له ياره سره
يوه بله زاړه چاربېته ده ـ چې مشتاق مجروح په خپل کتاب زرکاڼے کښې د چار بېتې شپږم قسم د لاندې ليکلې ده ـ مجروح ورته شپږم قسم وائي حالانکې دا اولنے قسم دے ـ
سر: کارونه ګوره د خاوند
نور به ئې نه ؤ په دنيا ژوند وخت د زوال وو پرې خزان ولګېده
د سوړېزو لاندې ملتان ولګېده
کړه: کارونه ګوره د سبحان
شو ننګرهار نه را روان
مزل ئې کولو په تلوار
ملتان د ډلې ؤ سردار
مخکښې به تلو لکه د شېر
ملګري وو ورسره ډېر
داړې به کولې دوې مدام
چرې ګېر شوي نۀ ؤ په دام
د تورې غږ ئي په هندوستان ولګېد
د سوړېزو لاندې ملتان ولګېد
اوس که دې چار بېتې ته مونږ وګورود يوې معياري چاربېتې په څېر ئې کړه ، سر سره تړلې شوې نه ده ـ د چار بېتې کړه به دوه ځله د سر سره يو ځل ٫٫نور په دنيا ژوند ،، او بل ځل به د سوړېزو لاندې ملتان ولګېده ، تړلې کېده ولې شاعر په يو مقام د سوړېزو لاندې ملتان ولګېده باندې د سر سره تړلې ده ـ دې پسې څلورمه زاړه چاربېته د قاضي ګل ده ـ چې د خپل ځوي په مړينه ئې ليکلے ده ـ
سر: طوطي له مانه مراور ځي
کړےئې نيت دے په سفر ځي
بيا به رانه شي سر دوباره
اوسوم په اور غني ستاره
کړه: بيا به رانشي په شي په سوګند
اوبه ئې نۀ وينم په ژوند
هغه ښائسته ګل د نمېره
خپل خپلان ترېنه چاپېره
هغه ښائسته ګل د ګلابه
مولا کړو لاندې له ترابه
په مخ مې اوښکې لر وبرځي
طوطي له مانه مراور ځي
- په مخ مې اوښکې ځي سيندونه
په زړه مې جوړ شو پرهرونه
بيلتانۀ راکړو سخت ګزاره
وسوم په اور غني ستاره
اوس که د چاربېتې د کړې د سر تړلو ته وګورو چې کوم بېت ته د ستوري نخښه شوې ده ـ هغه ئې زياته وئيلے دے ـ چې کله به هم چاربېته سندر غاړے وائي ـ د دچار بېتې تسلسل او ردم به شلېږي ـ د قاضي ګل بله چار بېته په دغه کور کښې ده ـ
سر صنم د بام په سر ولاړه
ښه صراحي غندل ئې غاړه
ما ئي ليدلے سپين رخسار دے
زړګے مې ځکه نا قرار دے
کړه: ما ئي ليدلے سپين اننګه
پرې پهرېدار دې له فېرنګه
تورې ئې زلفې پور په پوره
مخ ئې شغلے کوي له نوره
مخ ئې شغلے که له افتابه
زړګے مې ځکه شو کبابه
تاله درځم ظالم دې پلار دے
زړګے مې ځکه نا قرار دے
( مشکل کشائے طالبان )
ددې چار بېتې کړه هم د يو ميعاري چاربېتې په څېر نه ده تړلې شوې کوم نقص چې د ملتان په چاربېته کښې دے هغه دلته هم دے ـ د قاضي ګل٫٫ مشکل کشائےطالبان،، په 1937ء کښې چاپ دے او د چار بېتې اولنے چاپ کتاب دے ـ د چاربېتو نه ئې داسې برېښي چې دا قسمه چاربېتې تر قاضي ګله متشکل شوې نۀ وې ـ قاضي ګل پسې زاړه چاربېته د مولا عبدالمنان ده ـ مولا عبدالمنان د سمېلا سره نزدې د نظر بانډې اوسيدونکے ؤـ مولا صېب په وباء باندې چاربېته ليکلې وه ـ چاربېته په وؤ کړو باندې مشتمله ده خو د چاربېتې کړې ډېرې زياتې درنې دي ـ او د څوارلس سوو کلو ذکر پکښې موجود دے ـ د چاربېتې سر دے ـ
دا به رضا د پاک اکبر وه
مياشت د کتک کښې مقرر وه
زور د وبا په کل جهان شو
داد قيامت ښکاره نشان شو
چونکې په دغه کور کښې په کړو کښې د مصرعو تعداد متعين نۀ دے ـ دغه قسم يا کور خپل عروج ته هله ورسېدو چې عبدالواحد ټېکه دار د 1965ء په جنګ باندې چې دا چار بېته وليکله ـ
فوجونه راغلل په قصور باندې
د ډاکه مارو په دستور باندې
چودهري صلاح کوي له خوره سره
اوبه به څښکمه د لاهوره سره
دد ې په شان ګڼې چاربېتې ووئيلې شوې لکه ـ
ورېږي بم لکه باران پکښې
ګرځي غازيان افسر زمان پکښې
مينه پتنګ لري د ناره سره
خيژي لمبې د شاليماره سره
دويمه چاربېته د اکبر زمينداوري ده چې په 780هـ کښې ليکلې شوې ده ـ له دې نه چې مونږ ته کوم رنګ په لاس راځي هغه د تائيمني د چار بېتې نه مختلف دے ـ اکبر پسې په دغه رنګ کښې د حميد ګل چاربېته ده ـ حميد ګل د رحمان بابا خورئې ؤ ـ د پېښور سره نزدې د پلوسۍ کلي اوسېدونکے وو ـ په چاربېته کښې ئي د غزل غوندې خواږه پاسته الفاظ استعمال دي ـ کېدے شي د رحمان بابا صحبت او مورثي اثر ورباندې موجود وي د چاربېتې سر او دوۀ کړې په صفحه 70 باندې ليک دي ـ
په دغه رنګ کښې دريمه زاړۀ چاربېته د مويزي بونيري ده ـ چې په نوښار باندې د يوسفزو او سکهانو ترمينځه چې په 1833ء کښې معرکه شوې وه ليک ده ـ
سر: قاصد د بادشاه راغے يوسفزے ولړزېدۀ
په نيت د غذا لاړ شهٔ په نوښار ورژېده
کړه : قاصد د بادشاه راغے را لېږے عظيم خان
د اوله ئې جرګه کړه ملايان او ملکان
دارو ګولۍ په ما دي درکوم به خرچ تاوان
الفاظ ئې خوږ شکر ؤ په هر چا ولېګده
اخري کړه
صفت د يوسفزو کوم چې قتل ئې کړو ځان
په مخکښې ئې تمام شو پير ملا او صاحبزاد ګان
دوزخ کښې به کفار وي په جنت کښې مومنان
هر بېت د مويزي لکه مرجان بيعه کېده
په اتلسمې پېړۍ کښې اکثر چاربېتې په دغه رنګ کښې وئيلې کېدې ـ نوره دين اخون د اتلسمې پېړۍ سر خېل شاعر دے ـ ژبه ئې ساده روانه او خوږه ده ـ د چاربېتې اکثر رنګونو کښې ئې طبع ازمائي کړې ده ـ اکثر چار بېتې ئي په اولس او مجلسونو کښې مشهورې دي ـ نوره دين اخون په لرې او برې پښتون خوا دواړو کښې مشهور ؤ ـ چې اظهار ئې په خپلې يوه چاربېته کښې هم کړے دے ـ
په پېښور په ننګرهار
د ب د باؤ د بټياري
د نوره دين چاربېته ده ـ
سر: روان شو يار محمد سيد اوباسي له پنجتاره
سيد له برې ورکړه الهي پروردګاره
کړه: راغے امير خان سرداره دربه کړمه زر
له ما سره روان شه يوسفز و ته برابر
سيد رانه ملک واخست راله وګټه دوتر
زر پاسه روانېږه سستي مه کوه سرداره
نوره دين اخون او محمد دين تيلي هم عصر شاعران وو ـ خو کله چې د نوره دين پيري وه ، د محمد دين تيلي ځواني وه ـ د محمد دين تيلي دې چاربېتې ته وګورو ـ
سر: څوک به پېدا نه شي د فر هاد او شيرنۍ په شان
يو ځائې به څوک نه شي د ادم او درخانۍ په شان
کړه: يو ځائې به څوک نه شي لکه وو عاشق فرهاد
تل به ئي کولو په اشنا پسې فرياد
وې کړ ه خواري ځکه حاصل ئي شو مراد
کړې به ئي خبرې د طوطا او خارونۍ په شان
په چاربېته کښې د قافيي سر د رديف استعمال هم شروع شي ـ دا بله چاربېته چې رېډيو پاکستان پېښور نه به د فضل ربي استاد په اواز کښې نشر کېده ـ
سر: خېر به کله ورکوې په هر زمان ژاړي ژاړي
دروازه کښې ستا د ملکو فقيران ژاړي ژاړي
کړه: خېر به کله ورکوې صنمې حال وايه وايه
زه دې هم په طمعه ناست يمه د کال وايه وايه
ما غريب به کله موړ کړې په وصال وايه وايه
زړۀ مې وتے له کالبوته بنديوان ژاړي ژاړي
په دغه دور کښې په دغه قسما چاربېتو کښې د رديف استعمال په ډېر خوندناک ډول کېدۀ ـ
تورې زلفې دې په مخ باندې وهي ټال ځي راځي
په جلب کښې د عاشق زړګے سمبال ځي راځي
په دريم رنګ کښې د ټولو نه زړۀ چاربېته د فدا ګل عرف پېډ يا بابا ده ـ چې په صوابۍ کښې پېدا وو او لالو ګلۍ هزاره کښې اوسېدۀ ـ ددۀ د چاربېتې سر او دوه کړې په صفحه 71 باندې ليک دي ـ چاربېته په کال 1765 ء کښې ليکلے شوے ده ـ د فدا ګل د چاربېتې په رنګ کښې بله زاړه چاربېته مونږ ته په هار وبهار کښ موندې کېږي ـ په چار بېته کښې د انګرېز په کابل باندې فوج کشۍ او کينو ناري د مرګ واقعه قلم بند ده ـ شاعر ئې معلوم نه دے ـ ډار مسټېټر ورته جلال ابادي شاعر ليکلي دي ـ چاربېته ده ـ
قادره ذوالجلاله بې شرکه بې مثاله
ايمان مې خطا نه کړې فېرنګ ورک کړې له کابله
زاري مې نشته بله
(هار و بهار )
چار بېته چې کوم ددې رنګ لوازمات دي هغه شان نۀ ده او په فني لحاظ ناقصه ده ـ شاعر سر ته هډو رجوع نه کوي ـ په مخه روان دے ـ ولې په دغه دور کښې د پاياب چاربېته چې د پکلۍ اوسېدونکے وو ډېره غوره ده ـ اونن صبا چې چار بېته څنګه وئيلے کېږي هيڅ کمے پکښې نشته ـ ددې نه دا سرګندېږي چې د چاربېتې ابتدا په افغانستان کښې شوې ده ، ولې ارتقاء ئې په لرې پښتون خوا کښې موندې ده ـ چاربېته ده ـ
فېرنګ لاړ شه په قهر اختيار کوې د جنګ
فوجونه ئې کړه جمع په کابل کښې شۀ حيصار
خاوند که تار په تار
( هار و بهار )
په دې دورکښې د نوره دين اخون دا چار بېته زما د وېنا تصديق کوي ـ
د سرشونډو د پاسه پېزوان دې پلوشې که
قطار دې د جبين د پاسه ايښي دي موران
ګونګرو دې کا سوران
کړه: د سرو شونډو درش زه غواړمه پېشکش
ديدن دې کوم تش
زه مرمه ساه مې خېژي زړۀ مې غوڅ دے په الماسه
د سرو شونډو د پاسه
زۀ مرمه بد مې حال ستا کله په ما خيال
زړګے زما حلال
بل دور دې غږېږي ټول عالم دې تماشې کا
پېزوان دې پلوشې کا
عالم دې کړي صفت په کور او په محلت
خاونده ستا عزت
له مانه دې چاپېره کړۀ تاؤونه د نېران
ګونګرو دې کا سوران
(باغ و بهار)
بيا د نور محمد نوښاري ، علي حېدر جوشي، عبدالواحد ټېکه دار او جمشېد په دور کښې دې نوره ترقي اوکړه او ډېرې ښکلې ښکلې چاربېتې تر مينځه راغلې ـ د علي حېدر جوشي چاربېته ده ـ
سر:- ښکلے شال په سر زما ، ښکلي پرې ګلونه دي
ښکلے ښکلے خلق مې په ديدن پسې نسکور دے
ښکلے ټنګ ټکور دے
کړه: ښکلے شال زرين لرم ،ښکلے سپين جبين لرم
ښکلے يو پېزوان دے په سروشونډومقرر زما
ښکلے شال په سر زما
ښکلې زه بوسه ساتم ، ښکلې دنداسه ساتم
ښکلے د مزې مې دواړ ه سرې شونډې لالونه دي
ښکلي پرې ګلونه دي
ښکلې يم باور وکړه ، ښکلې يم نظر وکړه
ښکلے مې اوربل دے الوول په ورځو خور دے
ښکلے ټنګ ټکور دے
اوس چې ددې څلور دورونو په چاربېتو نظر واچولے شي ـ نو فرق صفا ښکاره دے چې د علي حېدر جوشي په وخت کښې دغه رنګ اؤ په اجتماعي ډول باندې چاربېتې څومره ارتقاءکړې ده ـ
څلورمه زاړه چار بېته د خواجه رازق الله ده ـ د خواجه رازق الله د زېږېدنې نېټه 1159هـ ده ـ دا چا ربېته يو مرکب چاربېته ده ـ سر ئې د يو رنګ او کړه ئې د بل قسم ده چاربېته په صفحه 73 باندې کتے شئ ـ خو له دې مونږ ته دوه رنګه حاصلېږي ـ اول ئې چې د سر نه کوم قسم زمونږ په لاس راځي د هغې په ارتقاء باندې خبره کوو ـ خوله دې دا خبره هم په ګوته کېږي چې د خواجه رازق الله په دور کښې دا دواړه رنګا چاربېتې په اولس کښې موجود وې ـ د خواجه رازق الله نه ورستو دويمه چاربېته د نورالدين اخون ده ـ
سر: سره موران دې په مخ ځانګي بې حسابه
خوشبوئي درځنې خيژي د کافورو
مولايان دا روايت کۀ له کتابه
چې دا هسې اوربلونه وي د خورو
کړه: په جبين کښې دې رڼا شوه د مورانو
بېلتانۀ راباندې واړول قرضونه
اور دې بل کړو په وزرو د حوارانو
هيڅ څوک نه اوري د خوار سړي عرضونه
راشه واچوه لاسونه په يارانو
چې ئي روغ شي د خيراز زړګي درزونه
د پالنګ د پاسه ناسته ده نوابه
اننګي ئي صدفونه دي د درو
اوس د احمد دين طالب چاربېته چې د نوره دين نه ورستے دور دے ـ
سر: د غم عمر دے تېرېږي بې له ياره
يقين نه دے چې مې اوچ د سترګو نم شي
د مرض احوال مې اووايه رېباره
که زما جانان زما سره همدم شي
کړه: د غم عمر مې تر تېره صدۍ تېر کړو
لا د پاسه پرې سوا اوويشت کلونه
بېلتانۀ معاش زما زهر ګنډېر کړو
دا تلخي مې نه د خولې ځي نه تالو نه
که هر څومې صبرجال له زړۀ چاپېر کړو ٰ
رانه غواړي لېلٰى ستا زلفې ولونه
په هېڅ رنګ به دې لاړ نه شم له درباره
کۀ مې سر د عاشقۍ په تېغ قلم شي
اوس دا د اوسني دور چاربېته ـ
سر: سپينې لېچې دې صفا سنګ مرمر دي
خوند پرې ډېر کوې د سرو زرو بؤګان
په اوربل کښې دې ګلونه د صدبر دي
تورې زلفې دې خوړل کوي ماران
کړه: تورې زلفې دې په مخ باندې خورې دي
لکه ګورې شي وريځې په قمر
په بشر کښې دې ښکاره د نور ذرې دي
نېغ کتلې درته نه شم برابر
د پېزوان څوکې تېرې لکه ارې دي
خخې کړې دې زما دي په ځيګر
په حفت دې قد سروه صنوبر دي
د مخ ګل ته دې هوس کړي بوراګان
( اقبال خان، اوګۍ)
دغه قسم نورې چاربېتې چې ئي بحر لږ دې قسم نه مختلف دے ـ او خلق ئي بل قسم بولي ـ حالانکې د بحر په زياتي کمي باندې په قسم اثرنه پرېوځي ـ د قسم بدلېدو د پاره ضروري شې جوړښت دے ـ مثال ئي غزل دے ـ د غزل ګڼ تعداد کښې بحرونه دي ولې جوړښت ئي يو دے ـ نو د ټولو بحرونو غزلې په يو غزل يادېږي ـ په دې باندې د کورنو په مد کښې بحث شوے دے ـ
سر: تا د اوربل په کنارو باندې
ايښي ګلونه څنګ په څنګ دي کنه
زړګے مې غوڅ شو کټارو باندې
جامې مې ستا په تهمت رنګ دي کنه
کړه: ته د اوربل نه جوړئ چتر
راځي د عطرو ترې دماغ
په داسې ميچ ورکوي وتر
لکه مالي چې ساتي باغ
سپينه کوکۍ ساتې په ستر
چرته جوټه ئي نه کړې زاغ
درته ولاړ يم په زارو باندې
څښکلي مې ستا د بنګ دي کنه
( اقبال خان اوګۍ)
ما د خواجه رازق الله چاربېتې ته مرکب چار بېته وئيلې وه ـ او دا خبره مې کړې وه ـ چې دې چار بېتې سر يو قسم دے او کړه ئي بل قسم ده د سر نه چې مونږ کوم رنګ حاصل شوے وو ـ د هغې مثالونه خو تاسو وکتل ـ اوس په کړه کښې چې کومه چار بېته ده ـ په هغې باندې د مختلفو ادوار مثالونه سره رڼا اچؤو ـ له دې سره به ددې قسم د پر مختګ اندازه به تاسو ته ولګي ـ
د برهان شاعر چار بېته ده چې نيم سري باندې اډ اڼه ده ـ
سر: ځوې د فېروز خان ؤ خواص خان د ګل په شان
په زمين زېرو زبر شو
کړه: رنجيت پرې حکم وکه د خټک ئي ته سردار
په تا مې اعتبار
غوږ کېده اے خواصہ تۀ مې ځوې شوې زه د پلار
وطن خوره په قلار
نوکر ما څخه شته دے د ايران د اصفهان
ستا غم زما په سر شۀ
(هار و بهار)
نوټ: د مستزاد د ټکړه که مصرعه ګڼونو بيا خوچاربېته ده ګڼې کړه ئي دڅلورو مصرعونه کمه ده چاربېته نه ده ـ
خوپه دغه دورکښې د نواب جان شاعردې چاربېتې کښې کوڼ کسرډيرکم دے ـ د بونيردجنګ چاربېته ـ
سر = په سر د قتل ګر فېرنګي ډير وکړو ارمان
شوه چغه د خطر پسې
په سترګو به ئي تياره شوه چې ليدل به ئي غازيان
غم راغے سراسر پسې
کړه: په سر د قتل ګړ فېرنګي جمع کړه فوجونه
دے لام تړي په پورته
له ورايه به راتلل پسې بونيروال لکه بازونه
حريان ئي شومه زور ته
چاپېره د زلمو سرې پېټۍ جغر ډالونه
جلۍ به شوې هر لور ته
ګولۍ به د رفلو ورېدې لکه باران
راتله به برابر پسې
(هار و بهار)
سر: تورې دې زلفې په رخسار ښې شي
ورکوې د عطرو نم
بلبل ورپسې تل په چغار ښې شي
زړګے مې شو قلم
سر: د سترګو مينځ مې وسو ياره ستا د مخ په نور
تک تور لکه ماغوت
تاؤ کړې په ماغوت کښې خپل اشنا ته وړم ضرور
د سرو اوښکو ياقوت
کړه: سرۀ لب په دنداسه قوس قزح لرې دلبره
نرۍ وروځې هلال
روپۍ دې په تندي لکه سپوږمۍ ځي لر و بره
ځنګېږي لکه ټال
اوربل دې په مخ اوړي راته وايه د زړه سره
وريځ د پشکال
ختو د اسمان په کوم هنر او کوم دستور شی
توان د عنکبوت
(جرار افغانستان )
د شپږم قسم چاربېتې چې دې ته د احمددين طالب او د عبدالله استاد قسم ووايم نو هيڅ بده به نه وي ـ احمد دين طالب او عبدالله استاد په دې قسم کښې د پائي چاربېتې وئيلي دي ـ خو د کتابي شهادتونو مطابق ددې قسم اوله چاربېته محمود د مرغز (صوابۍ) وئيلے ده چې په باغ و بهار کښې په صفحه 64 نمبر 26 چاربېته ده ـ
سر: نياؤ شته دے د کمزوري زوراور په صاحبانو کښې
لوې عدل انصاف واړه انګرېز اقبال د نور لري
کړه: عدل عدالت انصاف په ډېر مناسبت کوي
فرق مقدمه کښې د کمزوري زوراور نه که
څوک چې عزت دار دى د هغو خلقو عزت کوي
مرسته د رهزن د بدلمن د جوار ګر نه که دوي له خپله نيته د ملکونو بادشاهت کوي
نه وايم خلاف څوک دې په دې کښې تصور نۀ که
اخلي ګرم باج په هر يو راج په نوابانو کښې
نياؤ نشته دے د کمزوري زورور په صاحبانو کښې
ډېر دي اميران د خراسان خوف و خطر لري
لوې عدل انصاف واړه انګرېز اقبال د نور لري
د احمد دين طالب چاربېته ده ـ
سر: چې ښکاره شي د سرو ټيک دې لکه تندر دے
په څو چنده ښائسته دے مخ له ګل صدبره
کړه: چې ښکاره شي سوي تن له به مې روح راشي
لکه غر د کوه طور شي په ديدار زنده
مناسب نه دي کۀ غاړې له مې ملوح راشي
د رقيب سره چې اونۀ کړې ګفتار خندا
که هر څو کشتۍ کنعان ورته د نوح (ع) راشي
خو ښکارېږي هر بنګي وته عطار ګنده
ستا غمونه اندېښنې مې په زړۀ دندر دے
چې ښکاره شي د سرو ټيک دے لکه تندر دے
په خپل نو م وي مرقوم شعر له بل دفتره
په څو چنده دې ښائسته دے مخ له ګل صدبره
عبد الله استاد چاربېته ده ـ
سر: لېلٰى چې نوراني بشر ته وګوري په شش کښې
راځي پرې سيادلي د خپلو سترګو نه بوږنېږي
د کسر کړه: الفاظ مې دي رايستي د صدف نه ملغلرې
پوهېږي په قيمت ئي حق شناسه سالکان
په شان د ناديدو کڼو ته نۀ وايم سندرې
جاهل به په خوره کري ګلونه د رېحان
هر څوک په خپل وطن د لياقت کوي خبرې
مجنون وي چې څوک ستائي نا قابله جاهلان
ماهره په اصولو د بېتونو په داغپش کښې
لېلٰى چې نوراني بشر ته وګوري په شش کښې
وئيل د عبدا لله په زور د علم اسانېږي
راځي پرې سيادلي د خپلو سترګو نه بوږنېږي
تقريباً ټوله چاربېته په دغه شپږو اقسامو کښې ده ـ خو يو دوه قسمونه نور هم دي چې په هغو باندې به د چاربېتې په کورونو کښې بحث شوے دے ـ په هغو کښې يو قسم دے مسبع او بل دې مثمن مجاز ، مسبع هغه قسم دے چې د چاربېتې کړه به په وؤو مصرعو باندې مشتمل وي ـ مثال له پاره ئي وګورئ په صفحه 165 باندې چاربېتې په دې کښې اکثر سنګله زنځيرۍ وئيلې شوې ده ـ ډبله څنګه جوړښت لري په دې باندې د زنځيرۍ چاربېتې د عنوان لاندې به خبرې کوو ـ د مثمن او مثمن مجاز فرق د کورونو په بحث کښې واضح شوے دے ـ کله کله به يو شاعر ته د يوې چاربېتې جوړښت معلوم نه وي او چاربېته به وليکي داسې يو نوې شکل د چاربېتې په مخه راشي ـ دا يوه چاربېته پاتې شي ـ بل څوک ددې پېروي نه کوي ـ يا يو شاعر څه نوې تجربه وکړي ـ خو اکثريت شاعران په دغه شپږو اقسامو کښې ليکي د چاربېتې ټول مواد په دغه شپږو اقسامو کښې موندې کېږي ـ د ځېنو شاعرانو يو خاص قسم سره مينه وي يا سم پرې راځي طبع ازمايي ډېره په هغه قسم کښې کوي ـ لکه د احمد دين طالب او عبدا لله استاد اکثر چاربېتې په معشر مجازکښې وي ـ ما د چاربېتې شاعران په څلورو ډلو کښې وېشلي دي ـ اوله ډله خو اولين دي ـ لکه تائمني ، اکبر زمينداوري فدا ګل عرف پېډا بابا ، او خواجه رازق الله ـ حميد ګل د پلوسې دفدا ګل او خواجه رازق لله نه زوړ دے ـ د هغه چاربېته د فداګل او خواجه رازق الله د چاربېتونه زاړه ده خو د هغه چاربېته د اکبر زمينداوري د چار بېتې په رنګ کـښې ده ـ له دې له پاره زه د حميد ګل په اولېنو کښې نه شمارم ـ د دوئمې ډلې په شاعرانو کښې شامل دے ـ ځکه چې د حميد ګل د چار بېتې رنګ کښې اوله چاربېته د اکبر ده ـ
دويمه ډله په اتلسمه پېړۍ کښې د ډار مسټېټر په زيار د هار و بهار په شکل کښې په قرطاس ابيض باندې يوه لويه ډله د شاعرانو او د هغو چار بېتې محفوظ پاتې شي کوم شاعران چې د 1886ءنه مخکښې دي هغو ته ډار مسټېتر مړ ليکل دي ـ ولې په نورو کښې هم د چا تاريخ پېدائش يا عمر څۀ تعين نشته دے دا ډله پدې شاعرانو مشتمل ده ـ احمد ګل ، ارسله ، امانت مليار ، برهان ، حميد ګل د پلوسې ، حميد ګل د پکلۍ ، دوستم ، سوراج ، سوکيا ، طالب ګل، عجم، ګل محمد د ترنګړو ، محمد جي لېونې پکلۍ ، محمود د مرغز، محمد دين تيلي نوښار ، لعل زاده اخون خوېشکي ، مويزي د بونير ، مير افضل د دېشانو(هزاره) ، مقصود ګل ، مخي ، شريف د لال پورۍ افغانستان وغېره ـ
په دې پسې په دريمه ډله کښې احمد دين طالب د اتمانزو ، عبدالمنان ملا د زرو بانډې سمېلا ، قاضي ګل دټکرۍ (ماڼۍ) ، عمر د شاه کوټ اوګۍ ، صاحبزاده عبدالحاقو د کنار تور غر، احمد شاه سرۍ کواڼۍ تور غر، فضل احمد ملا د کنار تور غر ، سېد قبول اخون د هوا ګلۍکنډاؤ، اوګۍ، غازي شاه بابا د بټګرام ، مير زمان خان د شمدړې اوګۍ طالب د بېلو اوګۍ، فقير ګل اخون د کنار تورغر ـ
په څلورمه ډله کښې عبدالله استاد ، نور محمد ، علي حېدر جوشي ، عبدالواهاب دستي ، د ټوپۍ جمشېد ، عليم ګل د شوې ، عبدالواحد ټېکه دار ، محرب ګل خټک ، شمس الرحمان باران ، باجوړے استاد باچا ګل استاد ، سنګر جمال ، سکندر شاه سکندر ، سرور بنګش ، ھېواص خان ، شمروز ګلابي ، سمندر خوجړې ، عبدالله جان دتراړو اوګۍ ، داود جان ، سائين فقيرټکرۍ ، فضل رحيم ، پير زمان شاه ، bانور شاه ، تائب ګل ، وزير جان د الائي ، مصطفى کلال د الائي ، اقا، ميا، سدو خان ، رحمت الله احمد ګل د پټو اوګۍ ، طالب جان ، اثرين ګل بتګرام ، ګوجر خان ، عبدالطيف د نوي کلي ، عبدالمجيد د جودبا تور غر ، لقمان د جود با تور غر ، مناف ، ملنګ جان ، قلندر مومند ، سېد اقبال ، اقبال ګوجر،مومن زمان وغېره وغېره ـ
ما د چاربېتې رفتار څه پدې ډول ښکاره کړے دے ـ د اولېنو څلورو چاربېتو پسې د دوئمې ډلې چار بېته راخستې ده ، ور پسې مې د دوئمې ډلې نه يوه چار بېته او په اخره کښې د څلورمې ډلې نه يوۀ چاربېته راخستے شوې ده ـ دا تعداد ډېر کم دے ـ خو بيا هم ترې اندازه لګېدې شي ، چې چاربېتې تر اخري ډلې پورې څومره ترقي کړې ده ـ خو دا خبره د يادګېرنې وړ ده چې نوره دين اخون ، احمد دين طالب ، او عبدالله استاد ، په چاربېته کښې هيڅ کسر نه وي پا تې او د هيڅ دور شاعر دنوره دين اخون ،احمد دين طالب او عبدالله استاد په شان چاربېته نه شي وئيلې ـ
مزاحيه ، تاريخي ، عشقي ، مذهبي او حماسي چاربېته زمونږ راويتې چاربېته ده ـ په دې موضوعاتو باندې مونږڅخه لا تعداد چار بېتې موجود دي ـ خو له دې نه علاوه چې د چار بېتې په لمن کښې چاڅه اچولې دي هغه درې شاعران دي عبدالواحد ټېکه دار ، د مقدار په لحاظ چار بېته ډ ېره زياته ليکلې ده ـ او حمزه بابا ورله د بابا ئي چاربېته خطاب ورکړے وو ،چې د چار بېتې پوهان ورسره متفق نه دي ، خو ټېکه دار چاربېتې له يو نوے جهت ورکړې دے ـ په چاربېته کښې ئي سياست داخل کړو ـ دهقان ، مزدور ، يوې ، لور ، رمبي ، کوداله ، وغېره ئي په چاربېته کښې داخل کړه ـ ملنګ جان په چاربېته کښې سياست او پښتونولي داخل کړل ولې په داسې خوږ انداز کښې چې د چاربېتې لمن پرې زخمي شوې نه ده ـ لکه چې فېض احمد فېض په اردو غزل کښې انقلاب په شرينې لهجه کښې داخل کړے دے ـ قلندر مومند د چاربېتې شاعر نه وو ، په بنيادي لحاظ قلندر صېب د غزل شاعر دے ـ ولې هغه د چاربېتې او د نظم د دواړو په جولۍ کښې لا ثاني ګلونه اچولي دي ـ قلندر صېب فقط درې چار بېتې ليکلې دي ـ يوه د وېت نام د ازادۍ په جنګ ده ، دوئمه ذوالقا فتېن مع تجنيس ده ـ
او دريمه غېر منقوط ه ده ـ او دا کار صرف د قلندر کېدے شو ـ بل د چا وس نه دے