Copyright © 2022, Muhammad Iqbal Khan, all rights reserved
You are free to redistribute this book in pdf format. If you make use of any part of this book you must give appropriate credit to the author. You may not remix, transform, or build upon the material without permission from the author. You may not use the material for commercial purposes
تړون
زما د اکی یواځې نمسۍ د بخشال په نوم
کلاسکیت
پروفېسر یوسف سرمست د کلاسک څۂ داسې تعریف کوی۔ پہ یونان کښې سماجی ژوند پہ پنځۂ طبقاتو کښی وېش دے۔ ھرې طبقې تہ کلاس وائی۔ پہ لاطینی ژبہ د کلاسزمعنٰی دہ جماعتونہ یا طبقې د انګرېزۍ لفظ کلاس لۂ دغې نہ جوړ شوے دے۔ د یونانی یا پہ رومی سماج کښې اوچتې طبقې پہ کلاسېز پېژندے شی۔ د څۂ وخت نہ ورستو د کلاسک لفظ د اعلٰی درجې ادب د پارہ استعمالېدل شروع شو۔ ټی ایس ایلیټ وائی کلاسک ھغہ وخت پېدا کېږی چې کلہ یو تہذیب کامل شی۔ د دغہ تہذیب ژبہ کاملہ، ادب کامل شی، ورسرہ دا د یو کامل دماغ تخلیق وی۔ دراصل دا د یو کامل تہذیب او ژبې اہمیت او ورسرہ سرہ د یومنفرد شاعر جامعیت وی چې یو تخلیق لہ افاقیت درجہ ورکړی۔
فرانسیسی ادیب او نقاد سانت بیوکے داسې وائی پہ صحیح معنو کښې ھغہ لیکوال د کلاسک پہ زيل کښې راځی چا چې انسانی ذھن لہ ترقی ورکړې وی۔ پہ فکری سرمایہ کښې اضافہ کړې وی۔ پہ واضح طریقہ اخلاقی صداقت برسېرہ کړے وی۔ انسان کښې دائیمی جوش وجذبہ پېدا کړې وی۔ پہ خپل فکر او مشاھدہ انسانی ذھن لہ وسعت او عظمت او بخښې۔ کو م پہ مخصوص انداز کښې د ټولو سرہ مخاطب وی۔ چې د کوم طرزِ انداز داسې وی چې ټول ځان تہ متوجہ کوی۔ چې کوم بغېر د بدعت نہ جدت معلومیږی چې کوم کښې نوے او زوړ دواړہ ګډوډ شې او یو محسوس کیږی، د ھغې پہ طرزِ ادا کښې دا خصوصیت وې چې ھر دور ھغې لہ خپل طرزِادا وګڼی۔
د انګرېزۍ لفظ کلاسک نہ کلاسکی او کلاسکیت غوندې لفظونہ وضع کړے شو۔ کلاسکیت د کلاسېزم پہ ځائے مستعمل دے۔ ادب او فن پہ دنیا کښې د کلاسک تصور د زړې زمانې نہ موجود دے خو د کلاسکیت اصطلاح د جدید دور پېداوار دے۔
پہ دولسمہ پېړۍ کښې پہ یورپ باندې مسلمانانو غلبہ بیا موندہ د کومې لۂ کبلہ د کلاسکیت زور کم شو ۔ خو د یورپ نشاۃ الثانیہ نہ ورستو د کلاسکیت بیا احیاء اوشو چې کوم تہ د نو کلاسکیت نوم ورکړلے شو۔
پہ فرانس کښې ولسمہ او اتلسمہ پېړۍ کښې او پہ انګلستان کښې د ۱۶۶۰ء نہ واخلہ ۱۷۸۰ء پورې د نو کلاسکیت دور دے۔ نو کلاسکیت د ارسطو او ھورېس پہ نظریاتو او پہ اصولو باندې ولاړ دے ډرائیډن، پوپ، جانسن اېډیسن او ګولډ سمتھ د نوکلالسکیت پہ علمبردارانو کښې ښکارہ نومونہ دی۔
د نوکلاسکیت ضروری اصولونہ دا دی۔
-
جذبہ او تخیّل د اذادۍ پہ نوم ګمراھی دہ
-
تعقل، تعدیل، ھم اہنګی توازن صحیح او جامع دی
-
شاعری دتخلیق پہ ځائے باندې فن دے، چې د ھئیت پہ سختو اصولونو تحت سر تہ رسی او علویت قائمہ وی
-
د حسن د ټولو نہ لوے جوھر ددې صداقت دے۔ د فن د ټولونہ لوے قیمت ددې پہ خوشحالۍ بخښلو کښې پټ دے۔ سبق اموزی پہ دوئیمہ درجہ راځی
-
د انسانی فطرت دائیمی عناصرو نقالی اصل فنکاری دہ
د ھر مصنف خپل شاخت وی دې لہ پارہ دا دھغۂ پہ انفرادی خصوصیاتو تحت قبلول پکار دی۔ دا پہ یو بل کښې ګډوډول د عقل او اصول خلاف دی۔
پہ عالمي معلوم ادب کښې یونان کښې پہ ټولو کښې اول د کلاسکیت بنیاد پرېوت۔ د یوناني کلاسکیت دورانیہ دہ ۵۰۰ BCE نہ واخلہ تر ۳۲۰ BCE پورې پہ دې دوران کښې پہ شاعرۍ کښی Homer او Sappho۔ پہ ډرامہ کښې Sophocolese او Euripidese او پہ فلسفہ کښې سقراط ،افلاطون ،ارسطو وغېرہ پېدا شو۔ یونان پہ دغہ دور کښې مجسمہ سازۍ کښې ھم د پائې فنکاران پېدا کړي وو۔ Homer خپلو Epics نظمونو دپارہ Sappho خپلو Lyrical نظمونو لۂ پارہ تر اوسہ مشہور دي۔
د رومن کلاسیکیت دورانیہ دہ ۷۰ BCE واخلہ تر۱۸ BCE پورې پہ دې کښې Dante، St.Paul او Virgil پہ شان قد اور شخصیات پېدا شو۔ د ټی۔ایس۔ایلټ پہ نظرکښې ورجل دټولو نہ مکمل کلاسک ؤ۔ ھادی حسین پہ مغربی شعریات کښ Virgil او Sophocolese تہ دغہ اشارہ کړې دہ۔ پہ فرانس کښې د کلاسکیت دور دے د ولسمې صدۍ دوئیمہ نیمائي چې پکښې بوالو او راسین پېدا شو۔ پہ انګلستان کښی د کلاسکیت دور دے د ۱۶۶۰ نہ واخلہ تر ۱۷۱۴ پوری چې درئیډن، شیکسپئیر او ملټن اوزېږدل۔ پہ مشرق وسطیٰ کښې امرألقیس۔ بوالنواس متنبی او ولید ښکارہ دي۔ دغہ شان پہ فارس کښې سعدی، رومی حافظ او فردوسی وغېرہ۔ ھندوستان یو مختلف الزبان خطہ دہ پہ دې کښی فارسۍ، ھندی، پنجابۍ، اردو، سندۍ او پښتو ټولو ژبو خپل کلاسک زېږولي دي۔ پہ فارسۍ کښې عبدالقادر خان بېدل، غنی کاشمیری، نعمت خان سرحدی او شوکت بخاری پہ دوی کښې بېدل داسې شاعر دے چې مرزا غالب د ھغۂ انداز خپلول غوښتۂ خو ناکام پاتې شوے ؤ او ډیر کلام یې ضائع کړے ؤ۔ پہ پنجابۍ کښې بابا فرید، بابا نانک، شاہ حسېن، بلھے شاہ، سلطان باھو، وارث شاہ، میامحمد بخش او خواجہ غلام فرید قابل ذکر نومونہ دي۔ خو پہ دوي کښې وارث شاہ داسې نوم دے چې د ھغۂ ثاني د دنیا پہ ادب کښې د ګوتو پہ شمار دي۔ پہ ھير وارث شاہ کښې وارث شاہ د پنجاب ټول کلچر ښکارہ کړے دے۔ اول یې د رانجھا او د ورڼو تر منځہ د جائداد حرص او د ویشکونکو غېرمنصفانہ او طرفدار ہ رول پہ ډاګہ کړے دے۔ بیاد مسافرۍ دوران کښې دملاپہ جومات کښې د رانجھا سرہ معتصبانہ رویہ د پنجاب پہ کلچر کښی د جوګیانو کرداراو توہم پرستی دا ټول پہ ګوتہ کړي دي۔ پہ داستان کښی د تصوف چاشنی غم، درد سوز او اختتام ټرېجک ھیر وارث شاہ لہ یو لازوال فن پارہ جوړہ کړی۔ ھیر پہ عوام او خواص دواړو کښې مقبول دہ۔ او پہ مغربی او مشرقی پنجاب دواړو کښی پہ سندر غاړو کښې د ھیر د وینا مقابلې منعقد کېږی۔ پہ اردو کښې میر تقی میر، میر درد، رفیع سودا، ابراھیم ذوق، غالب دا ټولہ د کلاسک شاعرانو لړۍ دہ۔
پہ پښتو کښې کلاسکیت صرف پہ شاعرۍ کښې دے۔ زمونږ نثری ادب ماشوم دے دې دا سې څوک نۂ دي پېدا کړي چې مونږہ یې دعالمی نثری ادب پہ تناظر کښې وګورو۔ او دکلاسک درجہ ورلہ ورکړو۔ مرزا خان انصاری زمونږ اولنے د غزل کلاسک شاعر دے۔ دولت، واصل، رحمان بابا، اشرف خان ھجری، قادرخان خټک، خواجہ محمد سائل، حمید بابا، کاظم خان شېدا، علی خان دا اوږدہ لړۍ دہ۔ پہ دوی کښی علی خان زمونږ ورجل دے پہ علی خان کښې د خوشحال بابا جذبہ د رحمٰن با با او دحمید بابا درې واړو رنګ موندے شی۔ د روایاتو پاسداری تعقل پسندی د ھٔیت پورہ پورہ پابندی د صنائع بدائع استاد ټول دیوان انتخاب پہ یو شعر کښې غرابت پہ نظر نۂ راځي۔ ځنې ذھنونو کښې بہ دا سوال پېدا کېږی چې خوشحال باباډېر لوے شاعر دے ھغہ دې فھرست کښې ولې شامل نۂ دے پہ خوشحال بابا کښی کلاسکیت او رومانیت دواړہ موجود دي۔ رومانیت د کلاسکیت ضد دے پہ رومانیت کښې شاعر د خپل تخیل تابعداري کوی د ھئیت او د روایت پرواہ نۂ ساتي۔ خوشحال بابا تر دې غزل او قصیدہ چې روایتی اصناف دي روایت نظر انداز کړي۔ مثال پہ توګہ غزل کښې مطلع، مقطع او د شعرونو تعداد د پنځو نہ کم بہ نہ وی۔ پہ دوي کښې کۂ یو توکی کښې کمے راغے غزل نیمګړے حسابیږی او روايت پورہ نۂ شي۔ اوس دخوشحال بابا دا غزل وګورئ:
پہ جھان کښی څلور قسمہ دے نعمت
عاقلان یې دي خبر پہ حقیقت
لمړنے نعمت دعلم د ښہ خلق دے
دا نعمت پہ دواړہ کونہ دے راحت
بل نعمت پہ دا جھان کښې ډېر دولت دے
چې ھر شان پرې ابلہان کا فراغت
بل نعمت د ریاضت دے کۂ یې ګورې
پہ ھغہ جھان راحت دلې محنت
دا د خوشحال بابا پہ کلیات کښې د غزلیاتو پہ برخہ کښې د ت پہ پټۍ کښی درج دے۔ یو خو مقطع نۂ لری نیمګړے دے بل د نظم پہ شان مسلسل دے او د نظم پہ شان ارتقا کوی او خیال ھم یو دے۔ خوشحال بابا پہ قصیدہ کښی روايت یعنی د تشبیب، ګریز او د مدعا پرواہ نۂ ساتي چې څنګہ پرې امد شروع شی لیکل شروع کړي۔ دا بل مثال د سبکِ ھندی د استاد شاعر دکاظم خان شېدا د غزل دے۔
څۂ رنګ راشی پہ نظر ایہ دِ تا
وینی څوک لکہ پری سایہ دِتا
خوابیدہ فتنہ یې اولیدہ ناګاھ
چې پہ مھد کړۂ نظر دایہ دِتا
غم بہ ھیڅ د پرېوتو ورسرہ نۂ وی
کۂ شی پستہ لکہ خاک پایہ دِتا
تورې خاورې یې پہ سر شوې تمام عمر
مۂ شہ دفن لکہ ګنج مایہ دِ تا
دا اخرنۍ مصرعہ کۂ داسی وے سمہ بہ وے
دفن مۂ شہ لکہ ګنج مایہ دِ تا
شیدا د عروضو شېدا دے، ھغۂ پہ یو نظم کښې دا وینا ھم کړې دہ چې پښتو ژبہ بې نظامہ بې انصرامہ دہ کلہ چې د عروضو پہ میزان وتللے شی ټولہ دړې وړې شی۔ خوشېدا د پښتو ژبې شاعرۍ لہ د فارسۍ او اردو شاعرۍ سرہ تلی، د پښتو ژبې شاعری د سېلابونو پہ نظام ولاړہ دہ۔ زمونږ د جدید نظم لوے شاعر سمندر خان سمندر خپلې شاعرۍ تہ پہ عروضو نقصان رسولے دے۔ د کاظم شیدا پہ کلام کښې دا قسمہ مصرعې نورې ھم لیدے شی۔ کاظم خان شېدا ډېر زیات مشکل پسند دے تخیل یې ډېر زیات اوچت وی، کلاسکیت نوم دے د شاعرۍ پہ ټولو عناصرو کښې د توازن د علی خان پہ درست دیوان کښې توازن دے دروايت دھئیت او د شاعرۍ نورو عناصرو د ھر څۂ پورہ پورہ خیال ساتی۔
زمونږ پہ چار بېتہ کښې نورہ دین اخون، احمددین طالب، امانت مالیار، محمددین تېلی، عبدالمنان ملا، قاضی ګل، عبدﷲاستاد او میرحسن بابا وغیرہ کلاسک دي۔ پہ دوی کښې احمدین طالب د ھٔیت، د روايت او د میزان پورہ پورہ خیال ساتلے دے۔ او چې د چاربېتې څومرہ اقسام دي پہ ټولویې طبع ازمائي کړي دہ۔ پہ جدید دور کښې چې یو غزل، نظم یا چاربېتې تہ چې اوئیلے شي چې داکلاسک غزل نظم یا چار بېتہ دہ ددې مقصد دا وی چې پہ دې کښې د کلاسک دور بې عېبی دہ پہ اوسنی دور کښې زمونږ ډېر شاعران موجود دی چې کلاسک غزل لیکی خو دوي تہ مونږ د کلاسک درجہ نۂ شو ورکولے ځکہ چې ھغوی پہ بل مقام د رومانیت ښکار شی او رومانیت پکښې پہ حاد شکل کښې موجود وی۔ البتہ د چاربېتې رواج کم شوے دے۔ غزل زمونږ اولسی شاعری لکہ چاربېتہ، لوبہ، نیمکۍ، بدلہ وغېرہ اوخوړۂ دا زمونږ ناپوھی دہ ګنی د اولسی ادب مقام د لیک ادب نہ اوچت دے۔
رومانیت
(د مشھور انګرېز نقاد Lascelles Abercrombie د مضمون بعنوان Romanticism ملخص ترجمہ)
مختلف نقادان رومانیت لہ د لانديني رحجاناتو سرہ تړی:
-
د روح ازادی او د فطرت طرف تہ مراجعت
-
دفطرت برخلاف بغاوت او خارقِ عادت څیزونو سرہ زړۂ تړل
-
تکنیکی خلوص
-
د اجتماعی ابترۍ ائینہ داری
-
د ماضی احیا
-
د ھئیت طلسم شکنی
-
د وګړی د روايت خلاف اعلانِ جنګ
لوګن پیئرسل (Logan Pearsal Smith) د رومانټک ماخذ داسې بیان کړے دے۔ چې کوم عشقیہ داستانونہ پہ ازمنۂ وسطیٰ کښې د رومان پہ نوم لیکلے شوي دي چې کوم منظر د ھغوی ماحول یا فضا طرف تہ ذھن بیائي ھغہ د رومانټک پہ لقب ملقب کېدۂ بہ۔ پہ دې داستانونو کښې تخیل بہ پہ واقعیت باندې غالب بہ ؤ، یعنی فرضی خبرې د اصلی واقعاتو نہ بہ زیاتې اھمې وې۔ رو رو رومانټک لفظ د مصورۍ نہ ادبی تخلیقاتو تہ منتقل شو او اشیاؤ تہ پہ یو خاص زاویہ نګاہ سرہ کتو او پېش کولو پہ سلسلہ کښې استعمالېدل شروع شو۔
پہ دنیا کښې څوک داسې شاعر نۂ دے تېر چې د ھغۂ پہ کلام کښې لږ ډېر رومانیت موجود نۂ وی خو ددې دا مقصد نۂ دے چې دا شاعران رومانی شاعران وو۔ سمہ خبرہ دا دہ چې رومانیت ددې شاعرانو د کلام محض صفت ؤ۔
رومانیت څۂ زمانې یا تمدن لۂ پارہ مخصوص نۂ دے, نہ ھغہ څۂ بیان سرہ پہ خصوصی طور باندې علاقہ لری۔ متروکات او بدعاتو تہ رومانی نۂ شی وئیلے کېدے۔ او نہ دغہ شان د روایتی اسلوبونو خلاف بغاوت تہ وئیلے کېدے شی۔ کۂ رومانیت اسلوبِ بیان خصوصیت نۂ دے بیا څۂ دے؟ مونږہ خپل موجودہ مقصد د پارہ رومانیت تہ بہ یو زاویِہ نګاہ ووایو۔ د رومانیت او کلاسکیت مقابلہ د سرہ ناجائزہ دہ، ځکہ چې کلاسکیت نورو غوندې اشیاؤ سرہ تعلق لری پہ دې دواړو کښې څۂ شے ھم مشترک نۂ دے۔
رومانیت د فن یو عنصر دے، لکہ د زړې فلسفې مطابق خاک، باد، اب او اتش د کائنات عناصرِ اربعہ وو۔ کلاسکیت ددې خلاف یو عنصر نۂ دے بلکہ دې ټولو عناصرو لہ یو ځائے کولو یوہ طریقہ دہ۔ پہ زاړہ فلسفہ کښې عالم کبیر او عالم صغیر بہ چې کوم تفریق کېدۂ د ھغې پہ بنیاد مونږ ددې نقطې وضاحت داسې کولو شو چې کلہ پہ یو انسان کښې ټول مزاجونہ متوازن مقدار کښې وی ھغہ انسان صحت مند ګڼلے شی۔ کلاسکیت مثال پہ ادب کښې ھم دا دے۔
کلاسکیت د فن د صحت نوم دے، یعنی د مزاج د توازن نوم۔ کلاسکیت چې چې کوم عناصر مجتمع کوی پہ ھغې کښې یو عنصر رومانیت ھم وی۔ یو بل عنصر چې درومانیت مخالف دے واقعیت دے۔ اګر څۂ تضاد دے ھغہ پہ رومانیت او واقعیت کښې دے۔
کلاسکیت تہ د فن صحت وئیلو دا مطلب نۂ دے چې رومانیت او واقعیت د فن بیماریانې دی۔ ددې برعکس دا دواړہ د صحت لوازماتو کښې دی او دواړہ پہ کلاسکیت کښې موجود وی۔ څنګہ چې یو انسان شاذ د مکمل صحت پہ حالت کښې وی دغہ شان فن لۂ پارہ مکمل صحت یو نادر کېفیت وی۔ رومانی شاعر ان ھغہ شاعرانو تہ وئیل پکار دی چې پہ چا باندې روماني اوصاف غالب وی، یعنی ھغوی د شاعرۍ د نورو اوصافو سرہ پہ توازن کښې نۂ وی بلکہ نور اوصافو تہ یې شاہ کړې وی۔ پہ دوی کښې او کلاسکی شاعرانو کښی دغہ ھمرہ فرق وی۔
یو واضح رومانی رحجان چې کوم خپل ځان یو جذبې، خیال یا مثال پہ ذریعہ څرګندہ وی ھغہ دے د بُعد نہ تاثر اخستل۔ د تامس کېمبل (Thomas Cambell) یو مشھورہ مصرعہ دہ چې د ھغې ترجمہ دہ چې فاصلې نظارې لہ طلسمی کېفیت اوبخښی دا د رومانیت خلاصہ دہ۔ د فاصلې دا خاصیت دے چې د اشیاؤ نقش ونګار غېر واضح او تت کړی دغہ صفات چې کلہ پہ جذبو کښې پېدا شی یوہ نرمی، سست والے او ابھام پېدا کړی، دا ھاغہ صفات دی چې کوم رومانیت لہ خوښ دی پہ دې کښې یو بنیادی صفت مضمر دے د واقعیت نہ ګرېز۔ د انسان نفس بھرنۍ دنیا سرہ تعلق کم کړی او پہ داخل کښې ډوب شی۔ لۂ دې نہ چې یو قدم پہ مخہ واخلو د رومانی ژوند نظریہ متشکل شی۔ رومانیت د خارجی تجربو نہ روګردانی او پہ داخل کښې د ورکېدو نوم دے۔ رومانیت پہ ادراک باندې تخیل لہ ترجیع ورکوی۔ رومانی لمحې د ھر شاعر پہ کلام کښې راځی ھر شاعر د نشو نما پہ مختلف ادوارو کښې کلہ رومانی او کلہ کلاسکی شی۔ ھومر،دانتے، شېکسپیٔر او ګوئټے چې د مغرب د شاعرانو لوے استاددان منلے کېږی څلور واړہ لۂ دغہ تجربې سرہ مخ شوی دی۔ د فن پہ شان د فلسفې ھم یو رومانی اړخ موجود دے مثال پہ توګہ عنیت یا مثالیت۔
د یونان حکیم شاعر (Empedocles)چې کائناتِ فطرت باندې خپل تفوق ثابتولو د ایټنا اتش فشان پہ لمبو کښې ودنګل پہ خپل کلام کښې د دوہ څیزونو فرق کوی د انسان خودی او د عرفانِ غېر د ھغۂ پہ خیال اولنے عرفان عرفان وحدت دے او دوئیم عرفانِ کثرت۔ اولنے عرفان د تخیل رابطہ افرینۍ نتیجہ دہ او دوئیم د حواس د انتشار انګېزۍ۔ ہریکلټس د خیال مطابق دا دواړہ د یو کل مساوی نصف دی۔ لیکن امباډقلس د فیثاغورس اتباع پہ کولو دتخیل تخلیق کړې باطنی دنیا لہ د حواس بخښلې پہ خارجی دنیا باندې ترجیع ورکوی۔ باطنی دنیا حقیقی دہ او خارجی دنیا محض وہم او د حواسو شعبدہ بازی دہ۔
کائناتِ فطرت د امباډقلس نیز د څلورو عناصرو نہ جوړہ دہ، خاورہ، ھوا، اور او اوبۂ پہ د ې عناصرو باندې دومختلف قوتونہ حکومت کوی، یعنی عشق او نفاق۔ پہ دې کښې موخر الذکر دکائنات د ھغہ رحجان نوم دے چې کوم وحدت لہ کثرت کښې کل پہ اجزا کښې او مجموعہ پہ افراد کښې بدل کړی۔ چنانچہ فرد د اجماع پہ مقابلہ کښې پہ خپلہ ھستی قائم ساتلو باندې مجبور دے۔ عشق ھغہ قوت دے چې کوم د یوې مظبوطہ رسۍ پہ طور عالم وجود لہ مربوط ساتی۔
کۂ د نفاق قوت موجود نۂ وے نو عشق بہ د موصلت افرینۍ لۂ کبلہ دې ھنګامہِ کثرت تہ زوړ وحدت بخښلے ؤ۔ عشق کۂ پہ خپلو مخالف قوتونو باندې غالب راغے د من وتُو د این و ان څۂ فرق بہ پاتې نۂ شی د صورتونو تنوع بہ واحد مجسمہِ کمال کښې بدل شی۔ ھغہ وخت بہ صرف وجود پاتې شی او د مخلوق بہ څۂ ھستی نۂ وی ۔
عشق کائنات لہ تسخیر کولو د پارہ کوم ځائے نہ مھم جوی شروع کولے شی ظاھرہ د ھغۂ میدان باطن دے۔ چې کوم ځائے نہ د وحدت د نُور ظہور دے۔ د عشق پہ وسیلہ د ژوند تکمیل د رومانیت بلہ د خوښې موضوع دہ ،بلکې ددې یو مرتفع صورت د انفرادی نفس د عشق پہ وسیلہ د خداے عرفان او وصال حاصلول دی۔ کوم زړۂ چې د عشق جلوہ ګاہ وې ھغہ ھغۂ تہ د یو افضل دنیانقشې ښائی۔ د ذات جوھر او تصورات رومانیت تہ مرغوب دی۔
بلیک پہ پہ ورډز ورتھ باندې تور اولګوۂ چې زما وېرہ دہ چې ھغہ فطرت سرہ محبت کوی ۔ او فطرت کارِ شېطان دے۔ د بلیک صرف دا اعتراض ؤ چې ورډزورتھ خارجی دنیا سرہ ولې پہ مصالحت رضا دے۔ بلیک مخکښی لیکی
" زۂ خپل پہ حقلہ دا دعوہٰ کوم چې زۂ خارجی کائنات تہ یوہ سترګہ ھم نۂ ګورم، زما دپارہ کائنات یو مزاحمت دے ممدِعمل نۂ دے۔ کۂ زما نہ دا تپوس اوکړے شی چې نمر خیژی ہغہ تاتہ قرص اتشین چې د یو اشرفۍ پہ شان دے نۂ ښکاری؟ نۂ نۂ ماتہ کوکبہِ اسمانی یوہ دستہ ښکاری چې پہ اوچت اواز حمدیہ ترانہ وائی مقدس دے ھغہ ذات چې د جلوې مخکښې یې دا افتاب یوہ ذرہ دہ۔ زۂ د خپلې جسمانی سترګې ھیڅ تپوس نہ کوم څۂ رنګ چې زۂ د یوې کھړکۍ نہ د بھرنی منظر پہ حقلہ څۂ سوال نۂ کوم زہ ھغې لہ پردہ ګڼم او ترې پورې اوځم۔"
دا اعلان د تصوف خلاصہ دہ ۔ دا بصیرت د عرفان وسیلہ نۂ دہ، بلکې دا معراجِ خودی ذریعہ دہ۔ صوفی دحواس دنیا نہ یعنی د ھغہ صفاتو نہ چې د ادراک پہ وساطت کېږی خپل ځان بې نیازہ کړی د صوفی باطنی تجربہ یو رومانی شے دے۔
د شېلے پہ ذھن چې د کوم کمال پزیر ژوند خیال ؤ ھغہ لۂ دې نہ مختلف ؤ چې د ژوند کوم تکمیل ھغہ تہ منظور ؤ ھغہ ددی دنیا ژوند ؤ۔ یعنی د عام انسانانو ژوند دھغہ عقیدہ وہ چې دا ژوند د محبت پہ ذریعہ کامل جوړېدے شی۔ د ھغہ شاعری د محبت پہ شان کښې یو مسلسلہ قصیدہ دہ د فطرت پہ مظاھرو کښې رومانی شاعر تہ دخپلې باطنی تجربې عکس ښکاری۔ فظرت دھغۂ د داخلی ژوند نہ علاوہ نور ھیڅ ھم نۂ دے۔ ورډزورتھ وائی د روانو غرئیزو خوړونو لېونۍ مینہ ھغۂ د پارہ بې معنې دہ۔ ھغہ فطرت تہ خراجِ تحسین نۂ پېش کوی خپل د شعور د حسن اعلان کوی۔
پہ کلاسکی شاعرۍ کښې د کل ھئیت د اجزا پہ ھئیت باندې غالب وی د ھغې مقصد دا وی چې ټول تخلیق واحد تاثیر پېدا کړی ځکہ توازن،ھم اھنګی، د خارجی او باطنی تجربو مساوی مقدار، علم او تخیل تعاون ، شعور دوئی پہ یکتايۍ کښې بدل کړی۔ چې کوم شعری تخلیق کښې دا صفات څومرہ کم وی دغہ ھمرہ کلاسکی ادب نہ لرې او رومانی ادب تہ نیزدې وی۔
رومانیت یو مزاج، یو ذھنی زاویہ یو تجربہ دہ۔ ددی سروکار د فنی تخلیق تصور سرہ وی نہ چې د اسلوبِ بیان سرہ، پہ شاعرۍ کښې ھئیت یو تکنیکی مسٔلہ دہ۔ دا د یو نظم مجموعی تاثیر لہ پہ منظم کل کښی مجسم کولو ،مجموعی کېفیت بخښلو د تصور وحدت ورکولو نوم دے۔ رومانی شاعرانو لۂ پارہ ھئیت ثانوی حثیت لری۔
خالص شاعری
(د Henri Bremond د دتقریر د مخلص ترجمې نہ ترجمہ)
راپېن(Rapin) د شاعرۍ یو پسې بل صفت بیانولو نہ ورستو داسې وائی چې پہ شاعرۍ کښې ځنې اوصاف داسې ھم دی چې ھغہ د بیان نہ بھر دي۔ او دھغوی توجیہ یا توصیف نۂ شی کېدے، دوي تہ د شاعرۍ سربستہ رازونہ وئیل پکار دي۔ داسې څۂ الفاظ موجود نیشتے چې د شاعرۍ دغہ لطافتونہ او دل پزیر خوبیانې بیان کړی، چې کومې بغېر څۂ د واضح ادراک نہ پہ زړۂ باندې د جادو اثر کوی۔
پہ دې عبارت کښې چې کوم لفظ قابلِ توجه دے ھغہ دے، ھم، ګویا پہ شاعرۍ کښې د شاعرۍ پہ جوھری خصوصیاتو یو مستہزاد خصوصیت موجود دے چې د ھغې تخصیص نۂ شی کیدے۔ نن صبا مونږ دا نۂ وایو چې پہ نظم کښې د محاکاتو ژوندۍ نمونې موجود دي، اوچت خیالات، لظیف جذبات او ناقابلِ توصیف خوبی دہ۔ ددی پہ ځائے مونږ وایو چې پہ نظم کښی خارج از بیان صفت دے چې کوم نظم تہ وحدت بخښی، ھر نظم کښې دیو پراسرار شی موجودګی، جلوہ ګری او تغیر انګېز وحدت افرینی د عمل منت بار وی۔ دغہ پراسرار شے ھغہ دے چې کوم تہ مونږ خالص شاعری وایو۔
کلہ چې مونږ یو نظم لوستل شروع کړو نو شاعرانہ کېفیت پېدا کولو لہ ضروری نۂ دہ چې مونږ دې ټول نظم اولولو ھغہ دې څومرہ وړکے ولې نۂ وی چې کومہ صفحہ زمونږ پہ مخکښی پرانستې وی مونږ ځغلندہ نظر واچوو او دوہ درې شعرونہ اولولو کۂ پہ ھغوی کښې د شاعرۍ حقیقی جوھر موجود وی د ھغې جادو پہ مونږ باندې ډېر زر اثر وشی او باقی نظم لہ قبلولو تہ تیار شو ۔بودلیئر د د دلاکروا د تصویرونو پہ حقلہ وائی کہ تاسو د ھغۂ تصویر لہ دومرہ دلرې نہ ھم ګورئ چې د ھغې موضوع ستاسو پہ پوھہ کښې نۂ راځی پہ دې صورت کښې ھم د تصویر اثر پہ تاسو باندې ډېر زر اوشی۔ تاسو چې پہ کوم ځائے کښې یېٔ ھلتہ بہ ولاړ پاتې شیٔ تاسو لہ د تصویر د نیزدې کېدو ھډو ضرورت پاتې نۂ شی، او ھم دغہ وجہ دہ چې د ځنې دسر شاعرانو کلام مسلسل لوستل ګران وی۔ مثال پہ طور دانتے۔ ستاسو نظر چې د ھغۂ د کلام پہ کوم ځائے پریوت تاسو پہ ھغې کښې ډوب شیٔ او بیا بیا یې لولیٔ۔
کوم نظم لہ چې څنګہ لوستل پکار وی دھغہ شان د لوستلو دپارہ دا کافی نۂ وی بلکې ضروری ھم نۂ وی چې تاسو د ھغۂ پہ مطلب پوھېږئ جیرار د نرول(Gerard de Nerval ) د خپلو سانټونو پہ حقلہ وائی چې زما سانټونہ د ھېګل د ما بعد الطبیعات نہ مشکل الفھم نۂ دی کۂ ددوی تشریح اوکړے شی (بشرطِ کۂ دا عمل ممکن وی) ټول خوند بہ لاړ شی۔ د ھر ملک اولسی سندرې عموماً مھمل وی کۂ ټولې نۂ وی څۂ حدہ پورې ضرور وی، ددوې دمقبوليت سبب ھم دغہ وی۔ پہ شاعرۍ کښې ملاوټ وئیل پکار دی چې زمونږ نہ فی الفور د سطحی عمل تقاضا کوی، مثلاً عقل، تخیل، حسیت او ھغہ شے چې شاعر یې اظھار کوی یا کول غواړی یا مونږ تہ داسې معلومیږی چې ھغہ مونږ پوھول غواړی، ھر ھغہ شے چې د صرف ونحو پہ قواعدو سرہ د نظم نہ جدا کېدے شی، ھر ھغہ شے چې پہ ترجمہ کښې پہ ځائے ساتلے کېدے شی، دا ټول څیزونہ شاعرۍ لہ غېر خالص جوړکړی ځکہ چې دا ددې جوھر نۂ دے عوارض دی۔ د حېوان ذی عقل پہ طور شاعر د کلامِ ناطق دعامو قوانینو مثلاً د ژبې د قواعدو متابعت ضرور کوی خو دشاعر پہ حثیت نۂ کوی۔ شاعرانہ کلام لہ پہ کلامِ ناطق تحویل کول یو خلافِ فطرت عمل دے، ځکہ چې شاعری د کلامِ ناطق ضد دے داسې شاعرانہ کلام چې څومرہ کلامِ ناطق وی دغہ ھمرہ خلافِ قیاس وی۔ د کلاسکی تنقید علم بردار راپېن ھم وائی چې ھر کلہ اشعار څۂ وائی د ھغې نہ د اظھار عنصر خارج کړے شی ھیڅ اثر نۂ پریوځی۔ لۂ دې نہ نتیجہ اوځی چې پہ اوچتې نہ اوچتې شاعرۍ کښې د اظھار ځائے موجود نۂ وی خو ددې پہ خوا خوا کښې ماوراے اظھار څیزونہ موجود وی چې د شاعرۍ حقیقی جواھر دي۔
اوس سوال پېدا کېږی کۂ اظھار مہمل ھم وی، پہ دې کښې معنې څۂ اھمیت نۂ لری، یا د معنویت نہ پُر وی مونږ تہ داسې خوند رابخښی چې د عقل دوس کار نۂ وی، خواہ ھغہ د روزمرہ پہ الفاظو مشتمل وی، ھغہ کوم عمل دے چې پہ شاعرۍ کښې نوے تاب وتوان پېدا کړی چې کلام د نثر نہ جدا شی، او ځان پکښې پریوځی؟
ډېر نقادان چې پکښی د اعلیٰ درجې لائق او فھیم خلق دے ، مثال پہ توګہ پول والیری وائی چې کلہ شاعر د تحمل او چابک دستۍ نہ کار واخلی او اتفاق سر ہ د ژبې فطری موسېقی ورسرہ شامل شی دا کیمائی تغیر پخپلہ ظھور پزیر شی یعنی اظھار شاعرانہ او کلام دشاعر شی۔ ددې نظرې مطابق شاعر د موسیقۍ پہ فنکارانو کښی یو فنکار دے۔ او شاعری او موسیقی دیو څیز دوہ نومونہ دي۔
چې خالص موسیقی د خالص شاعرۍ نہ کمہ پر اسرارہ نۂ دہ۔ زۂ دا سوال کوم چې دا د غېر معروف تعریف د غېر معروف سرہ نۂ دے کۂ مونږ دا اومنو ھم چې شاعری لسانی موسیقی دہ بیا ھم دا نۂ شی وئیلے کېدے چې ھرہ لسانی موسیقی شاعری وی داسې ډېر اشعار موجود دی پہ ھغوی کښی دغہ ھمرہ موسیقی موجود وی چې څومرہ عروض تقاضا کوی۔ پہ دوی کښې ځنې داسې دی بلکې د ھغوی تعداد زیات بہ وی چې د کومو د خوش اھنګۍ مونږ ځکہ تعریف کوو چې دھغوی د دلفرېبۍ مونږ نورہ څۂ توجیہ نۂ شو کولے۔ پہ دې بنا باندې زما عقیدہ دہ چې مونږ لہ د شاعرۍ د ماھئیت لۂ دې کاھلانہ تاویل نہ اجتناب کول پکار دی۔ زما دا ھم مطلب نۂ دے چې مونږ لۂ دې نظریاتو نہ قطع تعلق کول پکار دي چې موسیقۍ تہ د شاعرۍ جوھر وائی ،ځکہ چې دا نظرې چې چې کومې عقل تہ د شاعرۍ قدرتی جوھو وائی خلاف زمونږ ملګرې دي۔ اظھاری او لسانی موسیقۍ لہ پہ دې کثافتونو پہ دې زمرہ کښې د شاملولو پہ ځائے چې دکومو نثر واحد مدعی دے (مثلاً افکار، تماثیل، جذبات) مونږ ددې تائید کوو چې لسانی موسیقی د شاعرۍ نہ نۂ شی جدا کېدے۔ داسې څۂ شاعرانہ کلام نیشتے چې پہ ھغې کښې لږہ قدرې لفظی شاعری موندے شی او لفظی موسیقی د اورېدونکو غوږونو تہ رسېدو سرہ لفظی شاعری جوړہ شی۔ مونږ زر تر زرہ پہ دې دا اضافہ کول پکار دی چې یو داسې ادنیٰ شے (د ھوا د څپو ارتعاش) زمونږ د روح د دومرہ ډوبې تجربې یو ضروری عنصر نۂ شی کېدے۔ د قافې بیا بیا غږدونکې ټلۍ، د یو بل نیزدې د د ګڼو الفاظو د یو توری نہ بیا بیا شروعات زیل او بم ھغہ ترتیب سرہ یا بې ترتیبہ، چې د روح پہ ژورہ کښې د اسمانی اجرامو موسیقی اورېدے شي دې صوتی شعبدہ بازۍ تہ څوک غوږ نیسی؟ پہ دې حالاتو کښې دا بہ څنګہ وشی چې یو څو لفظونہ د روح د ژورتیا نہ اوځی اھنګ، وزن او دقافې مدد سرہ پہ مونږ د نوې دنیا دروازہ پرانزی ؟او کۂ یو شاعر خپلہ تجربہ مونږ تہ منتقل کول غواړی ھغۂ لہ د دومرہ ادنیٰ وسائیلو نہ کار اخستل پریوځی؟ دا څنګہ کېدے شی یو غېرفانی روح پہ دې اب وګل باندې دومرہ منحصر وی چې دکوم وجود دې لہ پارہ زندان دے او د کوم وجود د ھغې نہ بغیر ناممکن دے؟
دا امر یقني معلومیږی چې دروح او د وجود پہ دې جامعِ ضدېن تعاون کښې دالفاظو عمل مرئی یا سمعی حسن یعنی د ھغوی قوتِ تصویر انګېزۍ یا پہ صوتی دل پذیرۍ باندې منحصر نۂ وی ۔ھغہ کۂ ھر څومرہ خوشحالی ورکولو جوګہ ولې نۂ وی۔ مونږ ددې د ګرېز یا ارتعاش نہ خوند نۂ اخلو بلکې مونږ غواړو چې لہ دې نہ یو پراسرارہ څپہ راوځی او زمونږ پہ وجود کښې داخل شی۔ الفاظ محض ھغہ تارونہ دی چی کوم دې څپې لہ منتقل کوی، ددوی خپل صفات لطافت شوکت څۂ اھمیت نۂ لری۔ افلاطون پہ خپل کتاب کښې د ارسطو زبانی د یو جادو د ګوتۍ ذکر کوی۔ دغہ شان یوریپیډیز(Euripides) د جادو د یو کاڼی ذکر کوی چې کوم تہ ھغہ مقناطیس وائی چې کوم څیزونو لہ صرف ځان طرف تہ راکاږی نہ بلکې خپل قوت پہ ھغہ څیزونو کښی داخل کړی۔ الفاظ چی کومې برقی څپې لہ پہ وجود کښې منتقل کوی پہ ھغې کښې ھم دغہ شان پټ تاثیر موجود وی د دغہ پټ تاثیر وضاحت د وضاحت پرست عقل دوس کار نۂ دے۔ د نثر الفاظ زمونږ د ذھن عمل پہ حرکت کښې راولی او یو ھېجان پکښی پېدا کوی خو د شعر الفاظ یو سکون پېدا کړی۔ شاعری چې کوم کېفت پېدا کوی ھغہ د مراقبې کېفت دے چی کوم صوفیانو تہ محبوب دے، یعنی یو مکمل سکون چې ھغہ لہ دې نہ زیاتہ مونږ نہ ھیڅ تقاضا نۂ کوی چې مونږہ ځان ھغې تہ وسپارو پہ دې سپارخت عالم کښی یو لوے او برتر ذات پہ مونږ باندې قبضہ وکړی او مونږہ مصروفِ عمل کړی شاعری یو باطنی یاد یو درنہ روحانی تجربہ(چې څنګہ ورډزورتھ وائی) یو مقدس حرارت (چې څنګہ کیټس وائی) پہ زړہ باندې د ابدیت احساس دروند بار دا احساس مونږ رو رو د خپلې منبع و مبداء یو ما فوق الفطرت ذات پہ مخکښې ورسوی (والټر پیټر وائی) چې ټول فنون د عبادت درجہ حاصلولو پہ کوشش کښې وی او دا د دوی معراج ھم دے۔
فن پہ حېث د علم
(د Harry Levin د مضمون Art as Knowledge خلاصہ)
د پاسکل وېنا دہ چې زړۂ څخہ داسې داسې دلائل موجود وی چې عقل د پوھې نہ بھر وی۔ دا پہ ځائے دہ چې ھغہ تجربہ چې کوم فن وړاندې کوی اصل نۂ وی بلکې پہ ماہیاتی نقطہ نظر سرہ نقلی وی۔ خو د حقیقت دومرہ اړخونہ لری او زمونږہ پوھہ دومرہ یو مخیزې وی چې د خپلو ھم جنسانو خیالاتو او امیال سرہ نیزدې ساتلو دې وسیلې لہ غنیمت ګڼل پکار دی۔ د تحقیق ھرہ طریقہ علامتی وی، پہ دې معنو کښې چې د کومو مسائلو سرہ ھغہ مخ وی ھغہ ھغې لہ ریاضی، مقدار، منطق، لسانی تعمیمونو یا اقلېدسی نقشو کښې ظابطہ بند کړی یعنی ھغہ پہ ګرانہ عقل کښې راتلونکی کلیت پہ ځائے نمائندہ او پہ اسانہ پوھېدونکی جز انتخاب وکړی او کار ترې اخلی۔ د فن علامات د نورو علاماتو نہ اسان او زر پہ فھم کښې راځی او بل طرف تہ نورو علاماتو نہ زیات معنی خېز وی، ځکہ دا چې کومو واقعاتو یا شخصیتونو تہ اشارہ کوی ھغہ د عام خلقو زیات دلچسپۍ باعث وی حالا نکې ھمہ ګېریت یو اضافی تصور دے مونږ ددې پہ مدد جمالیاتو تجربو لہ علمی، عملی او تکنیکی تجربو نہ جدا کولے شُو پہ جمالیاتی تجربو کښې شاملېدو لہ د زړۂ او دماغی سازوسامان ضرورت وی چې کومہ تر څۂ حدہ د انسان جبلی سرمایہ دہ۔ برخلاف ددی پہ نورو تجربو کښې شامېلېدو لہ د خاص علم او د استعدادضرورت وی چې ھغہ یو خاص طبقې تہ حاصل وی۔
ھر ھغہ کس چې کوم پہ یو جمالیاتی تجربہ کښې شریک وی ھغہ د خپلو ګذشتہ تجربو او د دماغی خصوصیاتو مطابق د ھغې نہ متاثر کېږی۔ ھغہ د فن کار د پېش کړې تجربې او د خپلو تجربو مقابلہ وکړی او د دریافت کولو کوشش کوی چې پہ ھغې کښې حقیقت سرہ څومرہ مشابھت دے۔ خو دا یو ضمني اړخ وی، چرې د فنکار او دھغۂ زاویہ نظر یو وے نو فنکار بہ د ھغۂ مخکښې بہ نوے څۂ شے نۂ پېش کولے رښتیا خو دا دی چې ھغہ د نوی شی متلاشی وی۔ د ھغہ د فنکار تر منځہ یو برغ عمل پہ صورت کښې تعاون کېږی۔ فن کار د ھغۂ پہ مخکښې نوی شیان ږدی ھغہ ګوری چې دا د ھغہ پېژندلی اشیاو سرہ مشابۂ دی ددې د نظر زاویې پہ کلاسیکی او رومانی کښې تقسیمېدے شی خو پہ عملی طور اکثر وبېشتر دا یو ځأے شی۔ عمومی او خصوصی، ھمہ ګیر او عدیم النظیر پہ یو وخت موجود وی د فن صداقت چې څومرہ تسلیم شوے دے دغہ لۂ دې نہ انکار ھم شوے دے۔
د شاعر پنډار(Pendar) کۂ مونږ ھم نوا شو زیات نہ زیات مونږ دا دعویٰ کولے شو چې ھغہ حقیقت نما څیزونہ بیانوی۔ ماھرین اخلاق د پلوټارک(Plutarch) سرہ ھم زبان شی او دا اووائی چې شاعران صریحٍاًاو عمداً دروغ ګو وی۔ کۂ امور واقعی سرہ مطابقت بنیاد جوړکړو نو ډېر زیات شاعرانہ کلام فرېب او دروغ ګوی ثابتیږ ی۔ کۂ شاعرانہ کلام لہ صداقت تسلیم کړوپہ دې بنا باندې چې ھغہ دشاعر د جذباتو او احساساتو دیانتدارانہ ائینه دار دے۔ تر کومہ د صداقت تعلق دے علاوہ د ھغہ صورت نہ چې ھغہ محض یو فلفسیانہ تجرید وی او چرتہ ھم د څۂ قسم حاشیہ ارائی سرہ معرا شوې نۂ وی۔ د نورو علومو محاکمہ ددغہ نقطہ نظر سرہ کېږی چې ھغہ د صداقت څومرہ قرین دی، دې سرہ نہ چې ھغہ د صداقت نہ څومرہ لرې دی۔ پہ ابتدا کښې چې د شاعرۍ تعریف داسې وکړے شو چې شاعری د فطرت نقل دے نو دوہ ارا ممکن وې۔ یعنی د افلاطون نقطہ نظر چې د اصل اود نقل پہ فرق او د ارسطو نقطہ نظر چې د دواړو پہ باھمی مطابقت باندې زور ورکوی۔ ارسطو د افلاطون پہ شان د حقیقت دومرہ د ماقبلِ تجربہ تصور کښې مبتلا نۂ ؤ لکہ افلاطون۔ لیکن ارسطو د افلاطون د اعترضاتو پہ تردید کښې دومرہ ګېر شو چې د شاعرۍ پہ ھېتی اوصافو باندې یې توجو مرکوزہ نۂ کړہ۔ دا سمہ دہ چې ارسطو نقل او اھنګ تہ د فن ماخذ او مصدر وائی مګر د اھنګ پہ بحث انګېز موضوع باندې غلے دے۔ خو ارسطو دا سند ضرور ورکوی چې د فن تعلق څومرہ د ژوند عکاسۍ سرہ دے دغہ ھمرہ د ژوند زېبایې سرہ ھم دے یعنی معنیٰ او صورت ،مضمون او ھئیت دواړہ اھمیت لری Puritans وخت پہ وخت دا اعتراض کړے دے چې شاعری دروغ وائی او افسانہ نګاری محض دروغ ګوی دہ او فن منافی اخلاق کار دے۔ کور ذوق او د فن دشمن خلق دا تور لګوی چې فن د عملی مقصد شے نۂ دے رښتیا دا دی چې چې فن یو تفنن یوہ لوبہ دہ، پہ دې معنو کښې فن بغېر د څۂ مقصد نہ د خوند دپارہ مختلف حرکتونہ کوی۔ د افادہ پرستو مطابق دا د ماشومانو لوبہ دہ۔ خو تاریخ یوہ نوې شوشہ پرېږدی چې شاعری پہ ابتدا کښې صرف د نصیحت او د ھدایت وسیلہ وہ بلکې د علمی کار شے ھم ؤ۔ د لیک اولوست د ایجاد نہ مخکښې د شاعرۍ نشو ونما د یو حافظہ ګر پہ طور وشوہ د روزمرہ دلچسپۍ خبرې، د موسم معلومات، مفیدې توټکې، قبائیلی رسم و رواجونہ ،قیصې، د جادو منترې او داسې نور د کار سامان سینہ بہ سینہ محفوظ ساتلے کېدل۔
د تحریر د ایجاد نہ ورستو اہل یونان د Heisod نظم بہ کروند ګرو لۂ پارہ بہ یو ھدایت نامې پہ طور استعمالہ ؤ او د اہلِ روم بہ Lucretius د کلام نہ د کائنات معلومات حاصلول۔ رو رو اول نثر داطلاع زمہ واری پہ سر واخستہ او بیا یې د څۂ اصنافو نہ شاعری خارج کړہ۔ مثلاً د حماسے ځائے ناول واخست او اوس ناول د صحیفہ نګارۍ مخکښې کمزورے کیږی ځی۔ خبرہ دا د چې څوک پہ ډکو منګلو معلومات تر لاسہ کولے شی ھغہ دې افسانو تہ ولې رجوع وکړی؟ خو پہ کومہ زمانہ کښې چې معلومات قلم بند کول ممکن نۂ وو پہ ھغہ زمانہ کښې علم سلطنت د تخیل زېر نګین ؤ۔ د ھېګل نظرې مطابق د تہزیب دترقۍ پہ نتیجہ کښې شاعری تراوسہ زړہ قیصہ جوړہ شوې دہ خو شېلے وائی چې شاعری لۂ مشین زدہ دنیا نہ بچ کېدو واحد ذریعہ دہ۔
کارل مارکس پہ یو ځأے کښې ډیر دور رس سوال پورتہ کړے دے ایا د چھاپہ خانې پہ موجودګۍ کښې د ھومر د الیډ څۂ ضرورت پاتې دے؟ د ھغۂ خیال ؤ چې کوم صنمیاتی تصور پہ الیډ کښې چې پېښ کړے شوے دے د ھغۂ دموجودہ د مادې ترقۍسرہ ھیڅ سمون نیشتے۔ خو د مارکس نظامِ فکر پخپلہ یو نوے قسم علم الاصنام جوړ شوے دے۔ سوال پېدا کېږی چې کوم افاقی تصور کارل مارکس وړاندې کوی ایا د الیډ نہ زیات پہ صداقت مبنی دے۔ اخبار، پروپېګنډا، اشتہار بازی، سنسی پېدا کونکی خبرونہ د خلقو پہ اعصابو باندی اثر اندازی د ھغوی د صداقت ماؤف کولو کوشش، ایا دا څیزونہ د د تبلیغ صداقت الات دی؟ فنی ریاضت چې دې خطرناک قوتونولہ پہ قابو کښې ساتی پہ خپل ځائے فائدہ مند دے۔ چې کوم حقائق فنی ریاضت پېښ کوی غېر متغیر نۂ وی، بیا ھم پہ فنی ریاضت کښې یو ھمہ ګیر او غیر فانی اطلاق موجود وی۔ Bergson نیزدی پہ نفسِ انسانی کښې یو قوت وی چې کوم تہ ھغہ قیصہ افرینی وائی دا قوت نہ ذکاوتِ عقلی دے او نہ حېوانی جبلت بلکې ددوی پہ بېن بېن کښې تعرف او جبلت یو بل سرہ متعلق کوی۔ د فن پہ تخلیقاتو کښې دغہ قوت بروے کار وی۔ د نفس تقسیم پہ درې قوتونو کښې زوړ راویت دے یعنی حافظہ،تخیل او عقل۔ تخیل حافظےاو عقل لہ یو بل سرہ مربوط کوی۔ د کټر مادیینو څخہ تخیل د حافظے یو وران شکل دے ۔ مثلاَ Hobbes تخیل لہ د حافظے وران حس پہ نوم ملقب کوی یعنی د ماضی کوم د حسی تجربو تاثرات پہ حافظہ کښې پاتې شی تخیل ھغوی لہ شکل ورکړی۔ د یونانی لفظ phantasia پہ اولہ کښې معنیٰ د داسې شی وہ چې یو ځل بہ محسوس شو او بیا بہ غائب شو دغہ شان د لاطینی لفظ imaginatio معنیٰ وہ ھغہ چشمِ باطن چې د تېرو اشیاؤ نقشې وینی او ھغہ زاړۂ څیزونہ یوځاے کوی خو څۂ نوے شے نۂ پېدا کوی۔ Gerard de Nerval وینا دہ چې زما عقیدہ دہ چې انسانی تخیل داسې شے نۂ دے جوړ کړے چې ھغہ پہ دې دنیا کښې یا څۂ بلې دنیا کښې پہ رښتیا موجودنۂ وی۔ پہ کومو معنو کښې چې وئیلے کېږی غلطۍ ھم معنې لری پہ تجریدنو کښې ھم ټھوس پن موجود وی او پہ مہمل خبرو کښې ھم منطق وی۔
کلہ چې Francis Bacon تخیل لہ پارہ د یو سائنس ضرورت محسوس کړو او تخیل یې د علومو پہ اسالیبو کښې شامل کړو قیاس کېږی چې دھغۂ خیال ؤ چې تخیل بہ د حقیقت نہ د ګرېز یوہ لار جوړہ شی۔ د ھغہ نیزدې شاعری یو مصنوعی تاریخ ؤ چې د واقعاتو پہ حدودو کښې قېد نۂ ؤ دې لۂ پارہ شاعرۍ تہ دا اختیار ؤ چې د حالاتو د مرضا مطابق اصلاح وکړی۔ افسانې انسان تہ ھغہ طاقت وبخښۂ چې دتاریخ د وسہ بھر ؤ۔ شاعری د بېکن نیزدې د نشو نما سامان پېدا کوی ھغہ داسی چې شاعری مونږ تہ د اشیاؤ عکسونہ زمونږ د خواھشاتو مطابق جوړوی او ښائی او مونږ د اشیاو تابع نۂ پرېږدی۔ پہ دې معاملہ کښې بېکن د احیا ء العلوم د تنقیدی نظریو قائل ؤ او د ارسطو د نظرئې برخلاف دعویٰ یې لرلہ چې فن د فطرت محض نقالی نۂ وی بلکې د فطرت اصلاح کوی او لۂ دې نہ غورہ حقیقت تخلیق کوی، یعنی یو زرین سرزمین۔ پہ ھر دور کښې انسانانو ورستو تہ کتلی دی او دیو زرین دور خوبونہ یې لیدلی دی دغہ شان انسانانو د یو سم سادہ فطری ژوند چې کوم ھغۂ تہ د تہزیب پہ اولنی دورکښې حاصل ؤ ارزو کړې دہ۔ یوازځې د ماضی پہ خوبونو منحصر نۂ دہ نوعِ انسانی تہ پہ ھر دور کښې د شان دار مستقبل زېری شوی دی او کلہ کلہ ھغہ د مستقبل د مادی دنیا نہ ماورا د راتلونکی ژوند عکس وی۔
د شاعرۍ جواز
ټامس لؤ پیکاک(Thomas Love Peacock) د کال ۱۸۲۰ء خوا اوشاہ د شاعرۍ پہ مخالفت کښې یو مقالہ د شاعرۍ څلور دورونو پہ نوم ولیکلہ پہ کومہ کښی ھغۂ دا د ثابت کولو کوشش وکړو چې دې دنیا لہ د شاعرۍ اوس ضرورت پاتې نۂ دے، ځکہ چې پہ داسې دور کښې چې کوم د علم، عقل او روشن خیالۍ دور دے، شاعری محض توہم پرستۍ او تیرہ دماغۍ لہ فروغ ورکوی۔
ددې مقالې پہ جواب کښې شېلے(Shelley) خپل عصر انګېز مضمون د شاعرۍ جواز(Defence of Poetry) ولیکہ پہ دې مضمون کښې شېلے د افلاطونی معمے حل د افلاطونی مثالونو سرہ ورکوی۔ دھغۂ بنیادی دعویٰ دا دہ چې شاعر دتخیل نہ کار واخلی د افلاطون عالم سرہ براہِ راست تعلق پېدا کوی او داسې شاعر د محض مثالونو د عکس نقل نۂ کوی بلکې د حقیقت عکاسی کوی۔ شېلے د شاعرۍ جواز وړاندې کولو پہ ځاے د یو ډېر لوے او د وسیع څیز وکالت وکړو۔ د شېلے د مضمون زېل عبارت وګورئ ؛
"شاعری پہ عمومی معنو کښې د تخیل اظھار دے ،پہ دې معنو کښې د نوعِ انسانی ھمزولې دہ۔ څو پورې د ھغہ د تخیل تعلق دے، د زمان، مکان او دعددھیڅ وجود نیشتے۔"
دې نہ ورستو شېلے پہ دې وسیع معنو کښې د مختلف قسم شاعرانو د اظھار د الاتو موازنہ کوی او پہ دې نتیجہ ورسی چې تخیلی ژبہ د ټولو نہ ښہ الہ دہ او کوم شاعران ددې استعمال کوی د ھغوی مرتبہ د ټولو نہ اوچتہ دہ۔
د شیلے د شاعرۍ جواز کښی دا د زېل عبارت وګورئ: "ژبہ، رنګ ھئیت، مذھبی او اجتماعی عمل دا ټول د شاعرۍ الات او مواد دی ژبہ یوہ ائینہ دہ پہ کومہ کښې د تخیل رڼا پورہ پہ آب وتاب سرہ عکس افګن وی۔ دې نہ علاوہ نور د اظھارالات پہ مثال د وریځې دي چې کوم دې رڼالہ جذب او تتہ کړی۔"
دا ثابت کولو نہ ورستو چې ژبہ د اظھار بھترینہ وسیلہ دہ شېلے د موزون او دغېر موزون ژبې تميز کوی۔
دخیالاتو پہ شان اصوات ھم پہ ځان کښې تعلقات لري ددې تعلقاتو رابطې ادراک ھمېشہ د خیالاتو رابطہ تعلقاتو سرہ وابستہ پاتې شوې دے۔ لہذا د اصواتو یو منظم ھم اھنګ تواتر د شاعرانو د ژبې خصوصی امتیاز پاتې شوے دے۔ د ھغې نہ بغېر د ھغوی کلام تہ شاعری نۂ شی وئیلے کېدے ځکہ چې ھغہ ژبې لہ مؤثر جوړولو لہ پارہ دغہ ھمرہ ضروری دے لکہ چې ژبې لۂ پارہ پخپلہ الفاظ دغہ وجھہ دہ چې د شعر ترجمہ نۂ شی کېدے۔ د شعر ترجمہ دغہ شان سعی لا حاصل دہ لکہ څوک ګل پہ کیمائی شیشہ کښې واچوی د رنګ وبو اصول دریافت کوی۔
"خلاصہ یې دا دہ موزون ژبہ ھغہ ذریعہ دہ چې کوم د تخیل د فطرت د رابطې متوازی خپلہ رابطہ مرتب کوی۔ خو دا ھم ضروری نۂ دہ چې شعر دې د وزن او بحر پہ روایتی قالب کښې واچولے شی د اھنګ منظم تواتر چې کوم د شاعرانو پہ ژبہ کښې وی، د ھغی مشاھدی او تواتر چې کوم تعلق د موسیقۍ سرہ دے دې دواړو د وزن شروعات وکړل چې کوم تہ د اھنګ او دژبې د تعاون راویتی ضابطہ وئیلے شو۔ خو دا ضروری نۂ دہ چې یو شاعر دې خپلہ ژبہ پہ روایتی سانچې کښې واچوی۔ ضرورت ددې دے چې ھغہ ھم اھنګی چې د شاعرانہ اظھار روح دے پہ ځاے وساتلے شی۔ دا روایت څۂ اسانۍ لری ګنی ھر لوے شاعر د مقدمینو پہ مثال کښې ردوبدل کوی او خپلې شاعرۍ لۂ پارہ نوے قالب جوړوی۔"
یو نظم د زندګۍ داسې نقشہ وی چې د ژوند ابدی حقیقت لہ وړاندې کوی تر کومہ د خوند خبرہ دہ شېلے ورډزورتھ او کولرج سرہ متفق دے شاعری خوند لہ ھمېشہ پہ خپل اړخ کښې ساتی۔ ھر ھغہ روح پہ کوم شاعری نزول کوی ھغہ حکمت او بصیرت چې د ھغې لذت سرہ آمېختہ وی ھرکلے وائی ۔دا لذت د شېلے پہ نیز د تزکیہ اخلاق وسیلہ جوړیږی ۔
د شاعرۍ پہ جواز کښې دا عبارت وګورئ:
"پہ شاعرۍ باندې د نقیض اخلاق کېدو چې کوم اعتراض کېږی ھغہ دھغہ طریقہ کار چې کوم سرہ د شاعرۍ اصلاح کولے شی پہ یو غلط فھمۍ مبنی دے۔ شاعری ھغہ قوت لہ چې د انسان طبعِ اخلاقی عضو رئیس دے ھغہ شان فروغ ورکوی څنګہ چې کثرت جسم لہ قوت ورکوی۔"
دې نہ ورستو شاعری لذت او د تزکیے د مقاماتو نہ پہ مخہ شی انسانی امکاناتو پہ ټول فضاِبسیط باندې حاوی شی د شاعرۍ پہ جواز کښې دا بل عبارت وګورئ
شاعری پہ حقیقت کښې یو ملکوتی اوجبروتی شے دے۔
"ھغہ د علم مرکز ھم دے او محیط ھم ھغہ علوم انسانی باندې حاوی دہ او ټول انسانې علم دھغې د اعتبار سند حاصلوی۔ شاعران د یو بالا تر از فھم الھام مفسران وی د ھغہ دور دراز سیورو ائینې وی چی پہ حال او مستقبل باندې غورزوی۔ ھغہ الفاظ وی چې د داسی څیزونو اظھار کوی چې پہ کومو باندې ھغہ نۂ پوھېږی، ھغہ د جنګ ډولونہ وی چې پخپلہ د جنګ جذبو سرہ معرا وی، ھغہ پخپلہ محرک وی بغېر د خوزېدو نہ دنیا وخوزوی۔ شاعران د دنیا ھغہ قانون سازان دی چې کومو اعتراف نۂ دے شوے۔"
د فن پہ دربار کښې د شاعر تاج پوشی تر ننہ ھغہ شان و شوکت سرہ نۂ دہ شوې۔ ټامس لو پیکاک د نولسمې صدۍ پہ اغاز کښې د شاعرۍ پہ افادیت او ضرورت باندې حملہ پہ دې بنا کړې وہ چې پہ سائنسی دور کښې شاعری د یو قسم بربریت نہ زیات ھیڅ شے ھم نۂ دے،د شېلے پر زور جواب باوجود د شلمې صدۍ پہ اغاز کښې دا بازګشت اورېدے شو ۔ د سائنس وقار ورځ تر ورځ زیاتېدۂ تۂ ھر ورځ ددې امر ضرورت محسوس کېدۂ چې د سائنس او او دشاعرۍ باھمې تعیین واضح طور باندې وکړے شی .د شېلے نہ ورستو دوہ سترو نقادانو مېتھیو ارنلډ او ائی ۔ار ۔رچرډ خپلہ توجو دې طرف تہ مبذول کړہ زېل کښې ددغہ نقادانو مختصر خیالاتو باندې بحث کوو ۔ د سائنس ترقۍ او مادہ پرستۍ لۂ کبلہ چې مذھب تہ کومہ خطرہ پېښہ دہ د ھغې سدِباب د ارنلډ پہ خیال د مذھب دوس کار نۂ دے ۔ځکہ چې مذھب د سائنس سرہ د سائس پہ وسلہ باندې جنګ کوی ۔ د عقائدو عقلی تصدیق او دخارق عادت امور لہ مادی صداقتونو پہ شان ثابت کولو کوشش نتیجہ نور څۂ کېدے شی مذھب بہ یو دسائنس متروک شوی شاخ پہ شکل کښې بہ پاتې شی ۔ ارنلډ لہ دا امید د شاعرۍ نہ وۂ ځکہ چې شاعری د واقعاتی صداقتونو نہ بې نیازہ دہ او خپل یو ضابطہِ انداز لری ۔ ارنلډ دې نقطې لہ داسې بیانوی:۔
" زمونږ مذھب د امورِ واقعی ،فرضی امورِ واقعی مدعی جوړ شی او مادہ پرست جوړ شی ۔ مذھب خپل جذبات امورِواقع سرہ وابستہ کړی دی او امورِواقعی مذھب سرہ بې وفائی کړې دہ ۔ لیکن شاعرۍ لۂ پارہ د امورِ واقعی ھیڅ حېثت نیشتے ۔شاعرۍ لہ خیال ھر څۂ دے باقی ھر شے وہم دے فرېب دے شاعری خپلو جذباتو لہ خیالاتو سرہ تړی او خیالات شاعرۍ لۂ پارہ واقعات وی ۔ "
ددی تائید ارنلډ دې الفاظو سرہ کوی
زمانې سرہ انسانان بہ دې حقیقت نہ اګاہ کېږی ځی چې د ژوند تفسیر لہ د خپل زړۂ تسکین خپل ھمت پہ ځاے ساتلو لہ پارہ بہ ھغۂ لہ د شاعرۍ طرف تہ رجوع کول پریوځی۔ د شاعرۍ نہ بغېر بہ زمونږ سائنس نیمګړے ښکاری شاعری بہ د ډېرو داسې څیزونو ځاے واخلی چې کوم مونږ د مذھب اود فلسفې پہ نوم یادہ وو ...............
ورډزورتھ څۂ صداقت او خوش اسلوبۍ سرہ وئیلی دی چې شاعری د علم روحِ روان دے د ارنلډ پہ خیال کښې شاعری د ژوند تنقید دے ۔ ددې تشریح ھغہ داسې کوی :۔
" د شاعرۍ زبردست قوت دھغې قوتِ تفسیر کښې مضمر دے لۂ دې نہ زما مراد د کائنات د معنی یو لفظی مرقع وړاندې کول نۂ دی بلکې څیزونو سرہ داسی تعرض کولو قوت چې پہ مونږ کښې د ھغوی سرہ مکمل ،نوے او ژور تعلق جوړ شی ۔ دخپلو ګېر چاپېرہ اشیاؤ سرہ داسې علاقہ جوړہ شی چې مونږ د ھغوی ماھیت سرہ وابستہ یُو دا اشیا مونږ د پارہ سوہان روح او پہ خاطر بار نۂ وی بلکې د ھم رازۍ او ھم بازۍ پہ رشتہ کښې مربوط وی ۔ "
ائی ۔اے رچرډ د شاعرۍ او دسائنس پہ جنګ کښی د سائنس وسلہ د شاعرۍ پہ حق کښی استعمالوی اودسائنس یو شاخ یعنی د نفسیات پہ مدد د شاعرۍ تجزیہ نۂ دہ کړې بلکہ شاعرۍ لہ د فضیلت سند ھم ورکوی رچرډ اول دا
چھان بین وکړو چې یو نظم د شاعر او دلوستونکی پہ زړۂ کښی څۂ څۂ نفسی کېفیات پېدا کوی ۔ دھغې نہ بعد داثابتہ کړہ چې دا نفسی کېفیات مفید وی بشرطِ کۂ دا نظم د صحیح قسم وی۔ مفید ترین کېفیات ھغہ وی د ډېرو لوږو تسکین کوی او کم نہ کم لوږې تشنہ پاتې شی د نورو اصنافو د تحریر پہ مقابلہ کښې د شاعرۍ درجہ ددې د معیار مطابق ډېرہ اوچتہ وی، دومرہ ھغہ نظم اعلیٰ وی څومرہ چې ھغہ پہ دې معیار پورہ خېژی۔ ددی نظرې مطابق د شاعرۍ اخلاقی قدروقیمت پہ دې کښې مضمر دے۔ د شاعرانو جماعت د رچرډ نیزدې ھغہ اقلیت دے چې کوم خپلو نفسی تجربو کښې انسانی دلچسپیانو یو لوے تعداد لہ منظم او متوازن طریقې سرہ یوځاے کوی۔
شاعرانہ او سائنسی صداقت کښې رچرډ داسې تمیز کوی شاعری د سائنس پہ شان دعوې کوی بلکې نیمې دعوې کوی۔ نیم دعویٰ د الفاظو داسی مجموعہ وی چې د ھغې جواز ،تمام و کمال پہ دې کښې وی چې ھغہ زمونږ باطنی تقاضو او فکری زاویو لہ بروےکار راولی او د ھغې تنظیم کوی۔ د یوې دعوې جواز پہ دې کښې وی چې پہ ھغې کښې صداقت وی۔
شاعری او الھام
(د انګرېز نقاد John Press د کتاب The Fire and Fountain مختصر خلاصہ)
دا عقیدہ پہ ھری زمانې او پہ ھر ملک کښې رائج پاتې شوې دہ چې شاعر تہ براہِ راست د غېبی قوتونہ نہ الھام کېږی۔ حضرت اشعیاء بہ وئیل چې ھغہ ھاغہ وخت د خداۓ کلام پہ ژبہ راوستے شی چې کلہ یوہ۔ فرشتہ سکروټې سرہ د ھغۂ شونډې پاکې کړی۔ ملټن(Milton) اعلان کوی چې ھغہ د دنیا مخکښې یو داسې تصنیف اېښودۂ غواړی چې ھغہ محض د ځوانۍ د تودې وینې د شرابو د مستۍ پېداوار نۂ وی بلکې د روحِ اقدس فېض وی۔ ولیم بلیک(William Blake) پہ شدت سرہ انکار کوی چې شاعر محض د خپلې حافظې نہ کار اخلی۔ ھغہ پہ یو خط کښې خپل دوست تہ د خپل یو تصنیف پہ حقلہ لیکی کۂ زۂ پہ خپلې خولہ د ھغې تعریف کوم پہ دې کښې ھیڅ مضائقہ نیشتے زۂ خو فقط د ھغې منشی وم د ھغې مصنف د عالمِ بالا مکینان وو۔ ولیم بټلر ییټس(William Butler Yeats) د خپلو ډېرو نظمونو شانِ نزول داسې بیانوی لکہ چې څۂ مافوق الفطرت قوتونہ پہ مرئی شکل کښې د ھغۂ مخکښی راشی او پہ ھغہ اشعار وائی۔
څنګہ چې دا نظریہ قرینِ قیاس دہ چې شاعر تہ خدائے یا عقلِ کل یا دشروشِ غېبی دطرفہ الھام کېږی خو دغہ شان دا نظریہ ھم رد کولو نۂ دہ چې الھام د دماغو د فتور، پریشان خوبونو یا د غېر شعوری نفس پېداوار وی افلاطون وائی چې خدائے د شاعرانو دماغ معطل کړي بیا یې د پېغمبرانو پہ طور استعمالوی شیکسپیر(Shakespeare) دیوانہ، عاشق او شاعر یو ګڼی د شلر(Schiller) خیال دے چې تخلیقی فنکاری عارضی لېونتوب وی۔ د کولرج(Colerdge) پہ نیز د تخیل imagination او د واھمہ fancy ھغہ تعلق دے کوم چې د مانیا(جنون) او د بحران دے۔ د فن کار صحتِ دماغ د عام پوھې یو مہذب صورت نۂ دے یو نازک توازن دے چې ډېر پہ ګرانہ حاصلیږی۔ صحتِ دماغ د یو شدید دماغی ھېجان مرکز وی څنګہ چې د ګرداب پہ سینہ کښې یو پرسکونہ خلا وی۔ پہ قدیم ادب کښې ځاے پہ ځاے خوبونہ د ھغې تعبیرونہ موندے شی لیکن زمونږ د زمانې نہ مخکښې د خوبونو د معنی دتفسیر څۂ باقاعدہ کوشش نۂ دے شوے۔ ھغہ خلق چې پہ خداے یې عقیدہ وہ خپل خوبونہ بہ یې د خداے لۂ طرفہ بشارتونہ اوګڼل او قبول بہ یې کړل۔ کوم خلق بہ د خوبونو نہ پریشانہ وو ھغو بہ ھوښیارانونہ د خوبونو تعبیرونہ پوښتل او د راتلونکې بلا مخہ بہ یې پہ صدقو ښو شګننونو نیولہ۔ د شیکسپيئر پہ زمانہ د فطرت او د ما فوق الفطرت کښې د ھیڅ حد فاصل تصور نۂ ؤ۔ افلاطون پہ جمھوریہ کښې لیکی ھغہ حېوانِ سفلی چې پہ مونږ کښې پټ شوے ناست دے خپلہ جولانی ښائی۔ د افلاطون نہ دوہ زرہ کالہ ورستو فرائید(Freud) ددې حېوانِ سفلی تشریح وکړہ او د قابو کولو وسائل یې تجویز کړل۔
فرائیډ د شاعرۍ او د نفسِ انسانی غېر شعوری اعمالو باھمی تعلق پہ حقلہ ډېر تدقیقات وکړۂ او واضع یې کړل پہ دې سائنسی دور کښې ھم د انسانانو پہ فکر، جذبہ کښې استعارو، کنایواو د خیال ډېر لوے عنصر وی ۔ فرئید خو دې پورې وائی چې د انسان پہ نفس کښې یو غېر شعوری شعر انګيز عضو موجود وی ځکہ چې نفس ھغې د استدلالی الفاظو نہ کار اخلی چې د منطق جوھر دے ھغۂ د پارہ چونکې لہذا لېکن ھیڅ معنیٰ نۂ لری۔ مثلاً مشابہت،موافقت مجانست تصورات پہ خوبونو کښې پہ تمثالی پېکر د حواس مخې تہ راشی چې نۂ یوځائے کېدونکی او بې جوړ ہ څیزونو یو ځاے کېدو سرہ عجیبہ غوندې وحدت جوړ شی خو مونږ لہ دا نتیجہ نۂ دی اخذ کؤل پکار چې شاعری محض د غېر شعورۍ پېداوار دے۔ داسې څۂ عقیدہ د شاعرۍ اجتماعی مقاصد د انسانانو پہ ځان کښې درسل و رسائل احتیاج او ادراکی حسی مواد لہ پہ شعوری طور باندې پہ سانچہ کښې اچول چې د شاعر د ټولو نہ لوے عمل دے نظر انداز کېږی۔ غېر شعوری نفس د منطق نہ ډډہ وکړی بیا ھم ھغہ یو واضح مقصد لہ پہ مخہ کېږدی او کار کوی د شاعر منطق د عام منطق نہ ډېر زیات جابر وی۔ کولرج وائی چې د شاعر خپل یو منطق وی چې د سائنس برابر سخت ګېر وی بلکې د سائنس نہ زیات مشکل ځکہ چې دا پہ زیات لطیف ، زیات پېچیدہ ګرېز یا اسباب باندې مبنی وی۔
کۂ مونږ د فرائیډ د نظرې د لاشعور اطلاق پہ شاعرۍ باندې کوواوپہ دې نتیجہ ورسوچې د شاعرۍ د ماہیت او افرینش مونږ د څو مکانېکی قوانینو مدد سرہ تشریح کولے شو نو دا بہ د فرئیډ د تدقیقاتو ناجائز استعمال وی۔ د نفس غېر شعورۍ بدیہیہ نظریہ د الھام پہ شان زمونږ توجو دې طرف تہ ګرځوی چې شاعری د داسې قوتونو نتیجہ دہ چې د استدلالی قوتونو د احاطې نہ بھر دہ۔ ددې قوتونو ماہیت څۂ دے، دا یو بحث طلب معاملہ دہ چې د کومې تسلی بخش فېصلہ تر ننہ ورځې نۂ دہ شوې۔ خو د شاعرۍ څۂ نظریہ لۂ دی نہ تجاھل نۂ شی کولے۔ مونږ تہ ددې ھم احساس شوے دے چې ھغہ زړې قیصې چې د سائنس ظاھر منافی معلومیږی، پہ ھغې کښې ھم د صداقت داسې اجزاموجود وو چې د ھغوی اظھا ر پہ ھغہ زمانہ کښې پہ علاماتو او اساطیرو باندې کېدے شو ۔ دا امکان غالب دے چې دا زړې قیصې د سائنس زیاتې نیزدې وی پہ نسبت د ھغہ انداز خیال چې یو داسې شے د معلوماتو دتړلې ظابطې لاندې پہ چوکاټ کښې نۂ شی فټ کېدلے، رد دی کړے شی۔ د الھام ھغہ نظریہ چې بنیادیې پہ دې قیاس دے چې شاعری یو خداد ملکہ، عطیہ الھی او غېبی قوت دے، کۂ بادی النظر کښی نۂ خبرې معلومیږی بیا ھم پہ ھغې کښی دا خوبی دہ چې ھغہ دا څرګندہ وی چې د شاعرۍ یو پراسرار اړخ ھم دے چې کوم مونږ د ھر څۂ پوھېدو د غرور پہ بنیاد پہ ډډہ کولے نۂ شو۔ او دھغې اعتراف مونږ لہ د شاعرۍ پہ حقلہ نظریہ بازۍ نہ مخکښې د عاجزۍ سرہ کول پکار دی۔
شاعری او حسن
سینټ ټامس ایکوټیناس پہ نیز حسن ھغہ دے چې د کوم نظارې سرہ زړۂ تہ خوشحالی رسی۔ پہ حسن کښې دوہ عناصر وی، وجدانی علم او لذت۔ د حسن علم حاصلول عمل پخپلہ لذت بخښونکے وی او د علم حاصلولو وسیلہ عقل دے۔ کۂ حسن عقل تہ لذت بخښی نو ددې معنیٰ داشوہ چې پہ حسن کښې د اعلیٰ درجې تناسب موجود دے۔ ځکہ چې پہ تناسب باندې عقل مئین دے۔
د قرون وسطیٰ مکتبی فلسفیانو د صورت جلوہ حسن ګڼۂ ؛
خو حسن د وحدت، حقیقت او د خېر پہ شان د ماورائی اقلیم ساکن دے۔ دا ټول د وجود حثیتونہ او شکلونہ دی، څنګہ وجود ھر ځائے کښې موجود دے او پہ ھر ځائے کښې پہ مختلف رنګونو،شکلونو، حثیتونو او پہ کېفتونو کښې خپل ځان ښکارہ کوی دغہ شان حسن پہ ھر څیز محیط پہ ھر څیز کښې جاری او ساری او د ھر څیز نہ صادر کېږی او د حسن د شہود لا تعداد صورتونہ دی۔ حسن د سبب اول یعنی د ذاتِ باری تعالےٰ صفت دے چې کوم د ھر کمال ازلی او اصلی مثال دے۔ خو جمالیاتی حسن او ماورائی حسن دوہ علیحدہ څیزونہ دی۔ د جمالیاتی حسن ادراک پہ حواس او عقل حاصېلږی۔ د جمالیاتی حسن نقط نګاہ سرہ ھر شے حسین نۂ وی ځنې حسین او ځنې قبیح وی خو د خدائے او د صوفیاؤ پہ نظر کښې ھر شے حسین دے۔ فن پہ خپل ځان ددی پاکیزہ روحونو د پاک بینۍ د تقلید کوشش کوی پہ دی معنو ھغہ د قبیح څیزونو نہ حسن اخذ کوی او پہ نورو الفاظو کښې ھغہ د ماورائی او د جمالیاتی حسن د تمیز ختمولو خواھش مند وی چې جمالیاتی حسن لہ پہ ماورا ئی حسن کښې ضم کړی۔ بودلیئر دې نقطې لہ داسې بیانوی:
"دا د شاعرۍ او د ھغې د معاون موسیقۍ پہ طفېل دہ چې روح د بعدالممات د جلوو نظارہ کوی۔ د حسن دا قابلِ تحسین او غير فانی وجدان ھغہ شے دے چې د کوم پہ سبب دا زمکہ او د ھغې مظاھر اسمان او دھغې عکسونہ معلومیږی"
حسن محض د کمال نوم نۂ دے۔ ھغہ شے (پہ خپل ځان کښې) چې کامل وی ھغہ زمونږ د کمال جوئی ذوق لہ نۂ پارہ وی او مونږ تہ احساس نۂ پېدا کوی چې پہ دې کښې څۂ کمے دے ھغہ دې پورہ کړے شی۔ دا فن کار دے چې د اشیاؤ نقائص پہ کمال کښې بدل کړی۔ کوم شے بې عېبہ وی ھغہ د د فن د احاطې نہ بھر وی۔ حسن د شاعرۍ مقصود نۂ دےبلکې منتہا ' ماوراے منتہادے۔ د شاعرۍ څۂ مقصد نۂ وی۔ دا د روح یو بې غرضہ او ازادانہ عمل دے ددې محرک یو شے وی ،یعنی د ھغہ علم اظھار چې کوم د شاعرانہ وجدان پہ ذریعہ حاصلېږی۔
حسن د شاعرۍ مقصود(transcedental correlative) نۂ دے پہ ماورائی اقلیم کښې کوم حثیت د حسن دے ھم ھغہ حثیت د شاعرۍ د ادراک اود عقل پہ سلطنت کښې دے حسن د شاعرۍیو صفت نۂ دے بلکې شاعری او حسن دواړہ ھم ذات او ھ٘مزاد دی۔ د حسن پرستۍ مذھب یعنی د حسن تحصیل پہ شعوری طور د شاعرۍ مقصد جوړول د شاعرۍ وسعتِ مشرب لہ محدود کول دی۔
شاعر چې کوم وجدانی علم پہ خپل کلام کښې مجسم کوی د ھغې یو بنیادی عنصر د ھغۂ عرفانِ خودی وی ، یعنی د خپل شخصیت سربستہ اسرار پورہ پورہ واقفیت۔ دې نقطې لہ Rimbaud پہ دې لاندینو مبالغہ امېز بلکې خوف انګېز الفاظو کښې بیانوی:
"کوم سړے شاعر جوړېدۂ غواړی ھغۂ لۂ پارہ ډېرہ ضروری دہ چې ھغہ خپل ځان پہ مکمل ډول وپېژنی شاعر د خپل روح پہ تلاش کښې وی، روح لہ کنګالوی ھغې لہ پہ امتحانونوکښې واچوی او دھغی علم حاصلوی کلہ شاعر روح لہ وپېژنی بیا د ھغې تربیت کوی۔ ضرورت ددې امر وی چې شاعر روح لہ یوہ طاغوتی ھستی جوړہ کړی۔ شاعر د یو اوږدې شدید او مدلل طریقې سرہ خپل حواس مختل کړی او پہ ځان کښې بصیرت پېدا کړی ھغہ خپل ځان لوئے مریض، مجرم او ابلیس(چې څوک د ټولو نہ لوے عارف دے) جوړ کړی۔"
خو فرض کرئ لہ دې ګرانو او ویرونکو لوړو نہ د شاعر پښہ وښویږی د ھغې نتیجہ بہ څۂ وی؟ دغہ شان شاعری چې د کومې مقصد محض د شاعر د نفس مطالعہ وی لار خطا کړی او د منزل نہ ډېر لرې وځی ۔ داسې شاعری د سائنس ادنیٰ الہ جوړہ شی۔ یا خپل ځان تصوف، سریت او باطنیت کښې ورک کړی۔
پخپلہ مرکزِ انائیت چې پہ شاعرۍ کښې کوم صورتونہ پېدا کړل پہ ھغې کښې یو انتہائی صورت دا ؤ چې شاعر دخپلې خودۍ پہ معاملہ کښې ځان یو اتل غازی مجاھد ثابتولو غلط کوشش وکړو۔ د ھغۂ خودی ګویا د ھغۂ دپارہ د نوعِ انسانی تمثال جوړ شو، خپلې خودۍ لہ ازادی ورکول د ھغۂ نصب العېن جوړ شو۔ ددې ابتدا د رومانی تحریک سرہ وشوہ ټولو فنکارانو دا فېصلہ وکړہ چې فنکار دې یو اتل وی۔ بائرن(Byron) وکټر ہیوګو(Victor Hugo) او ګوئتے ددې ذھنیت غټ مثالونہ دی۔ څۂ مودہ ورستو چې شاعرانو وکتل چې د اتل رول د د ھغوی نہ نۂ تر سرہ کېږې ھغوی د لا اوبالی ھیرو(Hero Mnaque) او د مردود شاعر(Mauldit Point) کردار خپل کړو او دځان پہ شان فرضی کردارونہ یې د خپل تخلیقاتو مرکز جوړ کړل۔ کلہ چې دعلامتی تحریک او فن برائےِ فن دور راغے نو فنکارانو د ھیرو پہ رول باندې مکمل قبضہ وکړہ د ټولو نہ لوئے صفت زکاوتِ حس ؤ او دې لہ د ھیرو د حثیت نوم ورکړے شو ھیرو مجسم اظھار ؤ داسې اظھار چې کوم لہ د محرک ضرورت ؤ او نۂ د ضمیر پرواہ۔ ھٰغہ مسئلہ چې کومہ فنکار تہ پېښہ وہ د ټول نوعِ انسانی مسئلہ جوړہ شوہ یعنی پورہ ازادۍ سرہ د اظھار و اثبات د خودۍ مسئلہ۔ فنکار پہ مختلف قوتونوکښې ګېر یو روحانی مجاھد چې د کوم وسلہ اظھار دے د ھغۂ د جھاد مقصد دا دے چې یو بې ضمیرہ معاشرې لہ ضمیر عطا کړی۔
د رومانیانو پہ نیز شاعرانہ عمل د مطلقاتو پہ اقلیم باندې حملہ کول دی د ھغې نتیجہ کشف دے ،یعنی ھغہ حقیقی کشف نہ چې پہ شاعرانہ علم کښې پټ وی بلکې یو قسم جعلی پېغمبرانہ کشف چې کوم جادو او د الفاظو پہ ذریعہ کېمائی تغیر پېدا کولو سرہ تعلق لری۔ شاعر ګویا یو روحانی پېشوا، یو صاحبِ کرامت ولی او ورسرہ سرہ یو شعبدہ باز وی د شاعر کار نہ ځان د خپلې خودۍ پہ صحرا کښې ورکول دی، نہ خپل د نفس څلی نہ پہ لټولو بڅری رایستل او پہ پوکو پوکو بیا ژوندی کول دی، نہ د جعلی الھام دعوې کول او الفاظو پہ شعبدہ بازۍمعجزې ثابتول، بلکې د حسن ھغہ وجدان چې کوم د حقیقی شاعرۍ پہ عرفان خودۍ کښې پټ وی پہ خپلو تخلیقاتو کښې مجسم کول دی۔ اېډګر ایلن پو دې لہ پہ لاندینو معنی خېزو الفاظو کښې بیانوی:
"یو غېر جبلی صفت چې د انسان د روح پہ اعماق کښې پټ دے حسِ جمال دے۔ یواځې د ادراک کردہ حسن عکاسی چې د فن توصیف لۂ پارہ پورہ نۂ دے۔ د فن کار د نوی سر نہ د حسن تخلیق کول دی۔ د حسن جستجو د انسان د غېر فانی کېدو یو ثبوت دے۔ دا یواځې دحسن خوښولو ا ودھغې د داد ورکولو معاملہ نۂ دہ، بلکې د حسن مجنونانہ لټون دے چې د نظر نہ پټ د عالمِ بالا مکین دے۔"
د شاعرۍ ماہئیت
(د انګرېز نقاد David Daiches د کتاب A Story of Literature د یو باب خلاصہ)
ھوریس(Horace) پہ نیز شاعری یو لذت رسونکې د تعلیم وسیلہ وہ۔ عام خلق تراوسہ پورې دې رائے سرہ متفق دی، خو موجودہ زمانہ کښې تر کومہ پورې د مغربی ملکونو تعلق دے، یو منتخب طبقہ داسې پېدا شوې دہ چې کومې د رائے مظابق شاعرانہ بیان استعمالِ زبان پہ لحاظ او خپل د نفسِ مضمون د صداقت ماہئیت پہ معاملہ کښې د ټولو نورو بیاناتو نہ مختلف وی۔
پہ شعر او نثر کښې څۂ فرق وی؟ د دواړو د اظھار وسیلہ الفاظ دی۔ دې لہ پارہ قیاس کېږی چې شعر او پہ نثر کښی امتیاز بہ د الفاظو د استعمال پہ طریقہ باندې بہ کېږی۔ شاعر د نثار پہ شان د الفاظو د عقلی معنې نہ کار اخلی خو ھغہ د الفاظو څۂ نورو خصو صیاتو نہ ھم فائدہ پورتہ کوی، یعنی د الفاظو ائتلافات، کنایہ انګېزی، د ھغوی صوتی کېفیات، زیروبم او موسیقانہ طرزونہ چې د الفاظو دروبست سرہ پېدا کېږی۔ خو دا ھر څۂ چې یو ځاے شی یو بیان لہ شاعرانہ جوړولو لۂ پارہ کافی نۂ دی۔ مثلاً ښہ نثر ھم د الفاظو لۂ دغہ خصوصیاتو فائدہ اوچتوی البتہ د کمیت فرق وی۔ نو پہ نثری او شعری د اسالیبو اظھار کښې فقط د کمیت فرق وی؟ کۂ دا خبر دہ پہ نثر او شعر کښې خطٍ فاصل کوم ځائے راښکل پکار دی؟ ددې سوالونو جوبونہ ورکولو نہ مخکښې د یو بل سوال پہ جواب باندې غور اوکړو، ممکن دہ دې سرہ مونږ لہ ددې سوالونو پہ جوابونو کښې مدد اوموندے شی۔ ھغہ سوال دا دے چې د شاعر پہ نفسٍ مضمون یا د ھغہ نفسٍ مضمون پہ ادراک کښې چې دھغۂ پہ ذھن کښې کومہ داسې خبرہ وی چې ھغۂ لہ د ژبې داستعمال پہ ھغہ طریقہ مجبورہ وی چې کومہ ھغہ استعمالوی ؟ ددې نہ یو ضمنی سوال پورتہ کېږی ؛ھغہ دا چې د ژبې نہ قطع نظر مضمون څۂ وی؟ د شاعرۍ د تاریخ نہ پتہ لګی چې د شاعرۍ مقرر او تړلے مضمون نۂ وی۔ نۂ ددې څۂ ثبوت موندے کېږی کۂ مضمون څۂ ھم وی د ھغې ادراک پہ یو خاص طریقہ چې ورتہ شاعرانہ وائېلے شو اوکړے شی ھغہ شاعرانہ مضمون جوړ شی۔ مونږ دا نۂ شو وائیلے چې شاعری شاعرانہ مضامینو سرہ تعلق ساتی دې لہ پارہ د دې د اظھار اسلوب پہ قدرتی طور شاعرانہ شی او نثر د نور قسم مضامینو سرہ تعلق ساتی ھغہ د نور قسم اسالیب اظھار لہ پارہ پکار راولی۔ خبرہ دا دہ چې پہ مضمون او ھئیت کښې داسې مېکانیکی رشتہ پہ یو فن کښې ھم نۂ شی موندے۔خو مونږ دا وائیلے شو چې چرتہ ھم شاعرانہ اظھار موجود وی د ھغې شاتہ بہ شاعرانہ ادراک موجود وی چې کوم لۂ پارہ شاعرانہ اظھارٍ اسلوب موزون ترین اسلوب دے او د نظم او نثر فرق پہ څۂ خصوصیاتو کښې د کمیت فرق نۂ دے پہ دې کښې چې کوم فرق دے بنیادی طور باندې ادراک فرق دے او دا ادراک دیو خاص قسم لہ دژبې تقاضا کوی۔
پہ نورو لفظونو کښې ھغہ زاویہٍ نظر چې کوم شاعر د یو موضوع لۂ پارہ خپلوی شاعرانہ اسلوب د ھغې لۂ پارہ نا ګزیر کړی ددې مظلب دا نۂ دے چې د شاعرۍ نہ بغېر شاعرانہ بصیر ت موجود وی۔ حقیقت دا دے چې شاعرانہ بصیرت پہ قدرتی طور شاعرانہ اسلوب د اظھار لۂ پارہ خپلوی۔ شاعر د ژبې ټول تعبیری او تضمینی امکانات او دھغې جذباتی او حسیاتی امکانات پکار راولی۔ خو دا څیزونہ شاعرۍ لہ د نثر نہ ممتاز کولو لہ کافی نۂ دی لۂ دې نہ یو بل مابہ الامتیاز دے چې شاعر د ژبې ھغہ اړخونہ پہ داسې انداز پکار راولی چې ھغہ الفاظ پہ نورو معانی او مطالب د حاشیو کار ورکوی۔ دې حاشیو سرہ پہ لفظونو کښې مزید انفرادیت او تخصیص پېدا شی او بل طرف تہ د ھغوی پہ معنیٰ مقصد کښې وسعت پېداشی۔ یعنی پہ ھغوی کښې پہ یو وخت عمومیت او خصوصیت دواړہ پہ زیات مقدار کښې شی۔ دا جامعٍ ضدېن د شاعرۍ اعجوبہ کاری دہ۔ پہ ښہ شاعرۍ کښې د لفظونو مناسبات و رعایات، د ھغوی تہہ در تہہ معانی او ګڼ اړخونہ بام تہ ورسی۔ پہ ښہ نثر کښې ځنې اړخونہ د نورو اړخونہ داسې اعانت کوی لکہ د خبرو دوران کښې حرکات او سکنات او عضوی اشارات د لفظونو اعانت کوی۔
پہ شاعرۍ کښې دا عمل کېږی خو یوازې داعمل نہ د ژبې دومرہ اړخونہ پہ ډاګہ کولے شی چې د ھغوی فعل و انفعال د مجموعی مطلب ممد و معاون شی۔ څومرہ چې ددې فعل وانفعال مقدار زیات وی کلام د نثر نہ لرې او خالص شعریت تہ نیزدې وی۔ مثلاً فرض کړو چې یو رقص لہ بیانول مقصود دی سادہ ترین شاعرانہ طریقہ دا دہ چې د الفاظو اوازونہ، درو بست، د ھغوی رفتار داسې وی چې د رقص تاثر پېدا شی۔ لیکن ښہ شاعری پہ دې اکتفا نۂ کوی ھغہ د لفظونو رعایتونواو مناسبتونو نہ معنیٰ خېزی، کنایہ انګېزی، اشارات او دلائل وړاندې کوی یعنی ھغہ د رقص روح ښکارہ کږی او چې کوم ماحول یا دنیا کښې رقص کېږی د نوی سر نہ پېدا کړی۔ شاعری فقط محاکات نۂ دی او نۂ ھغہ محض بیان دے شاعری د نوو معنو او د نوو حقیقتونو تخلیق کوی۔
ژبہ د یوې فنی واسطې پہ طور دوہ اړخونہ لری یو ھئیتی او بل استحضاری څنګہ مصورۍ کښې رنګ او شکل د تجربې د دنیا څۂ واقعہ یا د څۂ حالت پرتو وړاندې کوی دغہ کار د شاعرۍ ھم دے ھغہ د محاکاتی عمل نہ علاوہ خپل تخلیق کړے یو نوے ھئیت ھم وړاندې کوی چې کوم تجربې لہ یو نوے شکل ھم ورکوی۔ شاعرۍ طریقِ تکلم او معنیٰ جدا کېدے شی۔ د موسیقۍ اصوات ډېر کم محاکاتی وی یعنی موسیقی شاذو نادر فطری اوازونو لہ من وعن پېښ کوی ۔ ددې برخلاف شاعری محاکاتی او تخلیقی دواړہ وی یعنی ھغہ د څیزونو نقشہ ھم پہ مخہ راولی او دې نقشہ کښې د خپل د طرفہ اضافې ھم کوی۔ موسیقۍ کښې محض ھئیت وی موسیقۍ کښې مضمون ضمنی او زېلی وی۔ لیکن شاعرۍ کښې مضمون ھم اھمیت لری۔ دې لہ پارہ شاعری د یو خطرې سرہ مخ وی ھغہ دا چې د قاری پہ ذھن کښې د ھغې مضمون چې کوم خیال موجود وی ھغہ د معنې پہ فھم باندې اثر انداز شی۔ ژبہ ھمېشہ څۂ نہ معنیٰ لری، یعنی ھغہ پہ څۂ موجود څیز باندې دلالت کوی۔ شاعر لہ ھمېشہ دا مسئلہ پېښہ وی چې ھغہ د خپل د ژبې محاکاتی، ھئیتی، تعبیری او تضمینی اړخونو کښې څنګہ توازن پېدا کړی کۂ ھغہ صرف محاکاتی او تعبیری اړخونہ پہ ډاګہ کړی د ھغہ کلام نہ د یو قسم نثری بیان جوړ نۂ شی۔ بل طرف کۂ ھغہ پہ ھئیتی او ټضمینی اړخونو باندې زور اچوی نو ددې خبرې امکان دے چې د ھغۂ کلام مھمل شی۔ د موسیقۍ اصوات کاملاً مجرد حثیت لری د ھغوی نہ صرف د ھئیت توقع ساتلے کېږی لیکن د شاعرۍ الفاظو سرہ د معنې لکۍ ھ٘م لږېدلې دہ ۔خالص محاکاتی شاعری د علم بیان و بلاغت پہ لحاظ د ښہ کلام نمونہ جوړېدے شی خو اعلیٰ درجې شاعرۍ لۂ پارہ دا کافی نۂ وی۔ دا معلومہ خبرہ دہ چې د غېر ادبی انشا پہ مقابلہ کښې ادبی انشا د ھر جزوکل د یو حصې پہ طور اھمیت لری۔ شاعری یوہ داسې ادبی انشا دہ چې پہ کومہ کښې د منفرد الفاظو اھمیت د ھغې مجموعی دروبست باندې منحصر وی۔ کلہ کلہ شاعر لہ دا احتیاط کول پرېوځی چې د ټول نظم د لوستو نہ مخکښې د منفرد الفاظو معنې ښکارہ نۂ شی۔ کۂ ځنې منفرد الفاظ یا تراکیب داسې وی چې د سیاق وسباق اعتبار لحاظ سرہ داسې وی چې خاص معنی لری ھغہ د ټول عبارت لوستو نہ ورستو د قاری ذھن تہ منتقل کېدۃٔ پکار دی۔
د ښہ شاعرۍ خصوصیت دا وی چې بیا بیا لوستو سرہ الفاظ نوے معنې پېدا کوی۔ وزن، قافیہ او ردیف ھم دغہ قسم تدبیرونہ دی دا دې لہ پارہ استعمالیږی چې تفہیم مطلب ملتوی کړلے شی۔ د غنائی شاعرانو خو دا امتیازی خصوصیت دے۔ د غنائی شاعرۍ څۂ نمونې مطلب ومعنیٰ د ټول عبارت د لوستو نہ ورستو ، بلکې کلہ کلہ بیابیا لوستو نہ ورستو پہ پوھہ کښې را ځی ۔چې کلہ تمام وکمال پہ پوھہ کښې راشی ھاغہ وخت قاری محسوس کوی چې کوم الفاظ د بیان دپارہ استعمال شو لۂ دې نہ غورہ الفاظ نور ممکن نۂ وو۔ چې څۂ تہ سادګی وائی ھغہ یو اضافی څیز دے چې کوم د قاری پہ ذھنی سطح باندې منحصر دہ۔ لیکن کلہ کلہ د داسې کلام چې ښکارہ سادہ ښکاری چې تجزیہ وکړے شی د ھغې سادګۍ پہ پردہ کښې ډېرہ پرکاری پټہ وی۔ داسې کلام تہ سھلٍ ممتنع وائیلے کیږی سادہ کلام محض سادہ وی د ھغې نۃ شاعرانہ خوند نۂ حاصلېږی۔ زیات نہ زیات دومرہ خوند راځی لکہ د سلیس نثر نہ پېداکېږی۔ پہ یو ادبی تخلیق کښې د شاعرانہ زبان استعمال کېفیت وکمیت دھغې پہ ماھئیت او وسعت باندې وی د نولسمې صدۍ نقادانو پہ نیز غنائی شاعری د شاعرۍ د ټولو نہ اوچت صنف ګڼلے کېدۂ۔ د ھغې امتیازی خصوصیت دا ؤ چې د ژبې د شاعرانہ استعمال ټول امکانات بہ پہ یو وخت پکار راوستے شو او سطح بہ یې د شروع نہ تر اخرہ پورې ھموارہ وساتلے شوہ۔ خو دا قدرې یک طرفہ فېصلہ وہ دا پہ ځاے دہ چې پہ حماسہ کښې اوچتہ سطح د شروع نہ تر اخرہ پورې ممکن نہ وی څنګہ چې پہ غنائی شاعرۍ کښې وی خو د حماسې دائرہ زیاتہ وسیع او مقابلتہً پېمانہ لویہ وی پہ حماسہ کښې اوچتہ سطح پہ ځاے ساتل ګران کار دے۔
پہ شاعرۍ باندې عمومی بحث کښې د ا یاد ساتل پکار دی چې د ژبې صلاحیتونہ پکار راوستل دومرہ اھمیت نۂ لری څومرہ د ھغې استعمال طریقہ مثلاً د ژبې صوتی صلاحیتونونہ چې کار واخستے شی د ھغې چې کوم اثر د کلام پہ مجموعی معنیٰ خېزۍ باندې چې مرتب کېږی ھغہ دیوې پائے پہ نظمونو کښې مختلف وی۔ دغہ شان تمثال انګېزی،کنایہ خېزی، جذبات افرینی، دروبستٍ الفاظ، د قافې چستی پہ مختلف نظمونو کښې مختلف وی۔ پہ دې معاملہ کښې څۂ قاعدہ کلیہ وضع کېدے شی ھغہ دا دہ چې پہ کومو شاعرانو کښې د فنی شعور درجہ بلندہ وی د ھغوی پہ کلام کښې د ژبې د شاعرانہ صلاحیتونو استعمال پہ داسې طریقہ شوے وی چې د اعلیٰ درجې شاعرۍ نمونہ جوړہ شی یاپہ ھغې کښې دومرہ اورد او تکلف وی چې د تعقید، اغلاق، اہمال، ابھام دغہ شان نقاصٍ اظھار پہ وجھہ پہ پوھہ کښې نۂ راتلونکې رھدارۍ جوړې شی۔ یو ښہ نظم یو مکمل وحدت وی د ھغې د لوستو نہ ورستو لوستونکی تہ د فنی مھارت لذت ورکونکے احساس، د انسانی تجربې پہ یو خاص اړخ باندې رڼا اچولو سرہ پہ بصیریت کښې اضافہ او د داسې وارداتو او جذباتو دشناخت لطف چې کوم پہ ھغۂ کښې د مخکښې نہ موجود وو لیکن د ھغې شعور ھغۂ تہ مخکښې چرتہ نہ ؤ شوے ، دا ټول خوندونہ ھغۂ تہ پہ یو وخت حاصل شی۔
د یو اعلیٰ پائے نظم نہ پورہ خوند اخستو لۂ پارہ لوستونکی لہ ھم یوہ ذھنی مجاھدہ کول پرېوځی۔ د ھغۂ علم او تجربې پسٍ منظر وسیع کېدہل پکار دی دا یو تعجب انګېز خبرہ دہ چې شاعری دتھذیب پہ موجودہ دور کښې دنورو اسالیبِ اظھار پہ مقابلہ کښې کمہ خوښولے شی دا امر زمونږ د تھذیب تصنع واضح دلیل دے۔ خو تاریخ دا پہ ګوتہ کوی چې نظم د نثر پہ مقابلہ کښې زوړ فن دے او پہ قرونٍ اولیٰ کښې ورتہ د نثر نہ زیات قبولیت حاصل ؤ۔
ھائیکو
د ھائیکو معنیٰ دہ image یا snap مقصد یې دا دے، یو خیال یوې لمحې لہ تصویر کول۔ دا جاپانی صنف دے۔ ددې ابتدا پہ ۱۴۲۱ ء پہ جاپان کښې وشوہ۔ دا د رینګا(Renga) نومې نظم نہ جدا کړے شوہ۔ د رینګا او ټنکا(Tanka) جوړښت یو دے۔ (۵،۷،۵،۷،۷) خوپہ رینګا او ټنکا کښې فرق دا دے چې ټنکا یو شاعر لیکی اورینګا دوہ یاد دوو نہ زیات، ھائیکو د رینګا نہ اولنۍ درې مصرعې چې پہ ۵،۷،۵ چپو باندې مشتمل وې راجدا کړے شوې او Hukku بہ یې ورتہ وئیل ورستو ورلہ ھائیکو نوم ورکړے شو۔ ھائیکو پہ جاپان کښې پہ یوہ عمودی کرښہ کښې او پہ انګرېزۍ نورو ژبو کښې پہ درېو متوازی کرښو کښې لیکلے کېږی۔
د ھائیکو خصوصیات:
پہ ھائیکو درې بنیادی خصوصیات دی چې ھائیکو پرې د نورو پہ دریو مصرعو مشتمل نظمونو لکہ ثلاثی او درئیزې وغېرہ نہ جدا کېږی۔
- پرېکړہ cutting پہ ھائیکو کښې بہ دوہ خیالونہ څنګ پہ څنګ ایښودے شی بیا بہ یې تر منځہ پہ دلچسپ غوندې انداز کښې غوڅہ کولے شی لکہ دا د پښتو ھائیکو:
پہ سرو لمبو کښې چنارونہ سوزی
د چا ځانونہ د چا زړونہ سوزی
امن پسندې ژبې کونګ ولې دی
-
د چنار استعارہ کشمیر لہ پارہ استعمالیږی پہ اولنو دوو مصرعو کښې وئیلے شوی دی چې پہ کشمیر کښې اور بلیېږی ځوانان مری مېندې خوئیندې پرې ژاړی، پہ دریمہ مصرعہ کښې پرېکړہ اوشی خیال بدل شی نورہ دنیا پرې خاموشہ ولې دہ.پہ جاپانۍ ژبہ کښې دی تہ kireji وائی د دې ډېر اقسام دی دا د ھائیکو پہ منځ یا پہ اخرہ کښې استعمالولے شی ۔
-
ھائیکو بہ پہ ۵، ۷، ۵ پہ چپو کښې لیکلے شی ، چپو تہ پہ جاپانۍ ژبہ کښې on یا morae وئیلے شی ۔ د انګرېزۍ دولس(۱۲) syllables د وولس (۱۷ )on برابر وی ۔ پہ جدیدہ ھائیکو کښې د ۵،۷،۵ جوړښت باندې اوس پابندی ضروری نۂ دہ بلکې پہ راویتی ھائیکو کښې پخواھم کمے بېشے بہ اوشو لکہ دا ھائیکو:
fu.ji.no.ko.ze.ya
o.u.gi.ni.ne.se.te
e.do.mi.ya.gi
دا ھائیکو پہ اتلسو چپو مشتمل دہ انګرېزی ترجمہ یې داسې دہ:
the wind of fuji
I have brought on my fan
the gift from edo
ځنې پوھان د چپو دا تقسیم سم نۂ ګڼی دا پہ واړہ مصرعو کښې د ۵،۷،۵، د ترتیب نہ مختلف کېدے شی۔
- د ھائیکو درئیم ضروری عنصر فطرت یا موسم ګڼلے کېدۂ خو پہ جدیدہ ھائیکو کښې دا پابندی ھم ضروری نۂ ګڼلے کېږی اوس ھائیکو پہ ھرې موضوع باندې لیکلے شی۔
د ھائیکو پېدائش پہ ۱۴۲۱ ء کښې پہ جاپان کښې وشو. Mastuo Basho د ھائیکو پلار دے۔ د باشو دور دے ۱۶۴۴–۱۶۹۴ پورې باشو تہ د کلاسک درجہ حاصل دہ۔ دۂ پہ ھائیکو کښې د juxtaposition د ۵،۷،۵ د جوړښت او د Kido پورہ پورہ خیال ساتلے شوے دے۔ باشو پسې رحجان ساز شاعر دے Yusa Buson ددۂ دور دے ۱۷۸۱-۱۷۸۹۔ Kobayashi Issa چې دور یې دے د۱۷۶۳-۱۸۲۷ پورې دې ټولو شاعرانو خپل خپل پہ دور کښې پہ ھائیکو کښې تجربات کړی دی، ځنو پکښې د نثر او مصورۍ حصہ ھم ګرځولې دہ۔ خو چا چې ھائیکو د دنیا او جدت سرہ اشنا کړې دہ ھغہ دے Mosaoka Shiki ددۂ دور دے ۱۸۶۷-۱۹۰۲ پورې Shiki پہ ھائيکو باندې پخپلہ مضامین ولیکل پہ ھرہ میاشتہ کښې بہ یې پرې غونډې او اجلاسونہ کول۔
پہ ټولو کښې اول ھائيکو د جاپان نہ انګلېنډ تہ سفر وکړو۔ پہ انګلېنډکښې Ezra Pound پہ کال ۱۹۱۳ کښې ”In a Satation of Metro“ ولیکلہ خو پہ انګرېزانو کښې د نۂ ھېرولو کار د Blyth, Yasuda,Henderson دے د انګلېند نہ ھائیکو امریکہ، فرانس، سپېن او مکسیکو وغیرہ تہ خورہ شوہ۔ برصغیر تہ ھائیکو تہ د انګرېزۍ پہ ذریعہ راغلہ دلتہ د ټولو نہ مخکښې ھائیکو نوبل انعام یافتہ شاعر ادیب رابندر ناتھ ټېګور پہ بنګالۍ ژبہ کښې اولیکلہ، ټېګور پہ ګجراتی او ھندی کښې ھم تجربې وکړې، Sneharshami ھائیکو پہ ھندوستان کښې مشھورہ کړہ۔ پاکستانی شاعر عمر ترین پہ ھائیکو کښې ښہ نوم پېدا کړو۔ پہ کال ۲۰۰۸ د فرورۍ میاشتہ کښې پہ بنګلور کښې پہ ھائیکو باندې عالمی festival منعقد کړے شو چې پکښې د دنیا د مختلفو برخو نہ د ھائیکو شاعرانو او مئينانو حصہ واخستہ۔
پښتو ادب تہ ھائیکو د اردو نہ راغلہ۔ رب نواز مائل دعویٰ ګیر دے چې پہ پښتو ژبہ کښې ھائيکو د ټولو نہ اول ھغۂ لیکلې دہ، پہ اولس کوئټہ ۱۹۸۲ جنورۍ کښې چاپ شوې دہ ،خو ریګارډ یې نیشتے۔ د نوموړی شاعر ادیب ښاغلی اسماعیل ګوھر ھائيکو پہ ھزارې ګلونہ نومې تذکرہ کښې پہ کال ۱۹۸۸ کښې چاپ دی۔ پہ ۱۹۹۰ کښې د قاسم بنوی او د علی کمېل قزلباش د دواړو ھائیکو پہ انعام مردان کښې چاپ شوې۔ د قاسم بنوی ځنې نورې ھائیکو پہ ۱۹۹۱ کښې پہ نورنګ رسالہ کښې چاپ شوې۔
پہ کال ۱۹۹۴ کښې د اسماعیل ګوھر د ھائیکو کتاب مسکا چاپ شو۔ دا د ھا ئیکو اولنے کتاب دے۔ واړہ غوندې مجموعہ دہ خو د نہ ھېرېدو شاعری پکښې موجود دہ د فطرت، موسمونو د یو teenager د جذباتو عکاسی پکښې موندے شی۔ ځنې ھائیکو ګانې یې زدِ عام دی لکہ
چا راتہ وې چې د سپرلی ورځو کښې
ھغہ تر لرې ګرځی ساګو پسې
ځکہ پټی کښې مې شړشم وکرل
دې پسې د اظھارﷲ اظھار درې مجموعې چاپ شوې. د اظھار پہ مجموعو ځائے پہ ځائے ښہ ھائیکو ګانې پہ نظر راځی خو اظھار دیو ښکلی ښہ خیال انتظار نۂ دے کړے مقدار لہ یې پہ معیار ترجیع ورکړې دہ۔
د ناھید سحر د ھائیکو مجموعہ د خپلو د خوبو تعبیر لټؤم نوی خیالات او خځینہ جذبات لری۔
پہ کال ۲۰۱۸ کښې د قاسم بنوی د ھائیکو مجموعہ پہ مارکیټ کښې راغلہ قاسم بنوی د راویتی ھائیکو پلوی دے خو صرف د ۵،۷،۵ جوړښت تر حدہ پورې۔ دجاپانی ژبې د morae او زمونږ د چپو نظام کښې فرق دے۔ کلہ چې یو غټ کټ سړی لہ لنډہ تنګ جامہ اچولو لہ ورکړے شی ھغہ پکښې تنګسیا ضرور محسوس کوی د قاسم بنوی ځنې ھائیکو داسې دی خو دھغۂ مجموعہ کښې ښکلې ښکلې نمونې ھم موجود دی۔ ډېرې ھائیکو د اورد نتیجہ دہ لکہ دا ھائیکو د پښتو متل دے:
چې چرتہ ډب وی ، ھلتہ ادب وی
لۂ دې متل نہ یې ھائیکو جوړہ کړہ۔
چرتہ چې وی ډب
داسې پښتانۂ وائي
ھلتہ وي ادب
یو یې خو متل وران کړو داسې پښتانۂ وائی پکښې لۂ لۂ کومہ راغے۔ بلہ زبردستی ښکارہ دہ۔ پہ پښتو کښی ژبہ کښې نور بلھا شاعران ھائیکو لیکی خو کتابونہ دغہ پہ مخہ راغلي دي۔ ظفر خان ظفر او ساجد افغان پہ ھائیکو کښې مزاحیہ رنګ داخل کړے دے خو ځنې پکښې ناشائستہ دي۔
د نظم تشریح پہ نثر کښې کېدے شی؟
نن کۀ دنيا ګلوبل وېلج دےـ خوپښتو ادب ته صحت مند رحجانات ډېر په کم رفتار رسى د هغې سبب زماپه خيال دا دےـ چې پښتو ادب سره تړلى پوهان او ليکوال هغه خلق د ى۔ چې پښتو خورى خو پښتوله ورکؤى ډېر کم۔
ما په يو پروګرام کښې درومانويت په حقله څۀ اووائيل۔ ماسره په پروګرام کښې شريک ډاکټرصېب او کوربه دواړه د رومانويت نه نۀ ووخبر۔ هغوى رومانى شاعران هغه شاعران ګڼل چې په کلام کښې يې عشقيه اشعار وى۔ کله چې رېډيو، ټېلى وژن او نور د انټرټېنمنټ اسباب نۀ ووـ په حجرو کښې به مجلسونه کېدل زلموپرې خپله د ورځې ستومانى لرې کؤله۔ اؤدژمى په اوګدوشپوکښې چې باران يابه واؤره ورېدله مشرانوبه د ګرم نغرى په غاړه قيصې کؤلې۔ چې پکښې به دشهزادګانو، دېوانو، پېريانو، بلاګانو او دجادو واقعات به وو۔ په ادب کښې دغه داستانونوته رومانى داستانونه وائي۔ دغه داستانونه فرضى او خيالى ووـ درومانوى شاعرۍبنيادهم په تخيل باندې وى۔
د حقيقت نه تېخته ده۔ دهومر، ورجل، دانتے، ملټن، سپنسر، شکسپيئر نه ورستو دشاعرۍ سر چينې اوچې شوې وې۔ په شعر باندې د حقيقت نګارۍ، عقليت، منطق او د اخلاقياتو خپسه ناسته وه۔ لکه په روښانى دورکښې شاعرى د مکان او لا مکان اوما بعدالطبيعات وينځه وه۔ خوشحال بابا دې ته ازادى اوبخښله۔ د يو عام انسان جذباتو احساساتو ته قريب کړه۔ د ١٤ پېړۍ نه تر ١٧ پېړۍ پورې دغه صورتِحال وۀ۔ـ په ١٧ او ١٨ پېړۍ کښې يو ډله د شاعرانو پېدا شوه چې نامتو پکښې ورډزورتهـ، کولرج، شېلے، جان کيټس، براؤننګ او بائرن وغېره ووـ دې ډلې دزوړ انداز نه بغاوت اوکړو او دشعر بنياد يې تخيل اوګرځه وۀ۔ اوتر دې حده تېر شو کۀ مونږه دوه او دوه څلور په ځائے پنځۀ وايُو نو دازمونږ خوښه ده۔ د خپل د شعر تشريح يې نۀ خوښوله۔ دغه سبک له دوى د رومانويت نوم ورکړو۔ په پښتو ادب کښې اشرف مفتون، غنى خان، سيدرسول رسا او عبدالرحيم مجذب وغېره دغه سبک د ١٩٤٠ء نه ورستو خپل کړوـ لۀ دې نه اندازه لږى چې پښتو ادب ته نوى رحجانات څومره په دمه رسى۔ په دغه اوان کښې په يورپ کښې رومانويت خپله پاپولرټى اوبائيلله۔ ځکه چې په ادب کښې دنقاد خپل يو رول دے۔ هغوى په رومانيت کښې چې کوم معائب وو هغه ښکاره کړل۔ د رومانويت نه ورستوپه مغرب کښې يوبل بحث شورو شو۔ چې د نظم تشريح په نثر کښې کېدے شى؟
زما په خيال حمزه بابا د مغرب د ادب مطالعه نۀ وه کړې۔ دا دهغۀ د کلام او ليک نه چرته نۀ ظاهريږى خو جينئس جينېئس وى د حمزه بابا نه چا دهغۀ ديو شعر معنٰى او پوښتله۔ بابا شعر ته اوکتل اووې فرمائيل چې ما کله شعر ليکه اوس په ما هغه کيفيت نۀ د ے۔ ځکه د شعر دصحيح تشريح نه معذوره يم ډاکټر يار محمد مغموم په ډيوه رېډيو د غنى خان په پروګرام کښې دا خبره کړې وه۔ چې ارواښاد خېبر افرېدى د حمزه بابا د څۀ غزلو تشريح کؤل غوتۀ۔ خېبر چې د بابا مخې ته کاپى کېښوده۔ بابا هر دوئيم شعر ته نخښه اوکړه چې دهغۀ دامقصد نۀ وۀ۔ شعر دبل د زهن پېداوار دے دبل زهن لوستل دبل تخيل ته رسائى ګرانه ده۔ او چې بيا شاعر رومانى ډلې سره تعلق لرى۔ زمونږ يو زلمے شاعر عارف نسيم فېضى د خپل "کتاب ګونګۍ وېنا" په صــ18 باندې ليکى۔ "شاعر هر شعر ديو خاص کېفيت زېراثر ليکى او تر څو چې حالاتو په لوستونکى هغه کېفيت نۀ وى طارى کړے هغه د شاعر سوچ ته نۀ رسى۔" اوس ګوروچې دمغرب د ادب پوهان په دې حقله څۀ وائى۔ امريکنے نقاد Cleanth Brooks په خپل مشهور کتاب The Well-Wrought Urn کښې دا ثابت کؤلو کوشش کړے دے۔ چې دشعرى کلام نثرى تشريح ناممکن وى۔ نوموړے ليکى ډېر کم خلق به دا خبره او منى چې د شعر ژبه متناقص دعوو، دروغ نما رښتياؤاو دمهمل خبرو مجموعه وى۔ په دې کښې ذهنى جنګ د نکته افرينۍ نمائش او د الفاظو داؤ پېچونه موجود وى۔ متناقص دعوو ژبه د شاعرۍ قدرتى ژبه ده۔ T.S.Eliot ليکى شاعر ى هميشه د الفاظو په معنو کښې بدلون راولى دهغونوې مجموعې او نوې رابطې پېدا کؤى۔ کولرج تخيل ته د شاعرۍ قوتِ فاعله وائى هغۀ د تخيل پۀ حقله دوه نظرئې پيښ کړې دى۔(١) د شاعر نفس د اشنائې او خود غرضۍ پرده چاک کړى او د حقيقت نظاره کؤى۔ او دفطرت ترجمانى د داسې شي دعلامت په توګه کؤى چې پۀ هغۀ کښې پټ دے۔ (٢) د شاعر نفس د فطرت تخليق اوکړى په هغې کښې د خپلو احساساتو، اميدونواود خواهشاتو رنګ ډک کړى۔ د اولنۍ نظرئې مطابق د فطرت په وسيله حقيقت سره خپله رشته قائيمه کړى د بلې نظرئې مطابق فطرت له د ائينې په توګه استعمالوى د خپلې هستۍ بدل شوے عکس تخليق کؤى۔ يعنى زمونږ ګېر چاپېره دنيا چې په مونږ باندې اثرات مرتب کؤى۔ داسې نۀ ده چې زمونږ دنفس نه بغېر موجود وى۔ د فطرت تشکيل زمونږ ضرورتونو کړے دے۔
سوزن لېنګر په دې موضوع خپلې د رائے اظهار داسې کوى ـ اګر چې د شاعرۍ مواد ژبه ده۔ خو د شاعرۍ نفسِ مضمون هغه دعوهٰ نۀ وى چې د لفظونو دلغوى معنى نه حاصليږى۔ په دې کښې نور هم دېر څۀ شامل دى لکه د لفظونو آوازونه، دهغوى رفتار، افکار، خيال افروزى، په فرضى خبرو کښې د حقيقت عکسونه، په اشنا حقيقتونو کښې د افسانې ګمان، دمعنو جادوګرى او له دې ټولونه زيات موسيقى او آهنګ۔ په يو ښه نطم کښې دنثر يا د مدلل عبارت چې څومره خلاف ورزى شوې وى دا هسې نۀ وى دا ايجابى وى چې دنظم هغه اړخونه هم ښکاره شى چې په منطقى استدلال باندې ممکن نۀ وى۔ دشاعرۍ په مقابله کښې سائنس دا کوشش کؤى چې لفظونه دې په ځائے پاتې شى بدلون دې پکښې نۀ راځى۔ معنې دې نۀ بدليږى۔ شاعر د ژبې موجد دے هغه لفطونوله نوې معنې ورکوى۔ دغنى خان مثال به واخلو هغه نور، شراب، مستى ځوانى، جام، هستى ګلونه په هر نظم کښې استعماله وى۔ خوپه هر نظم کښې دغه الفاظ بيلې بيلې معنې ورکوىـ شاعر چې باطنى افکار څرګنده وى چې کوم له پاره لا تراوسه الفاظ نۀ دى وضع شوى۔ لازمى ده هغه به مروجه لفظونو له داسې ترتيب ورکوى چې نوې معنې ترې را اوځى۔ يا به دعلامت، استعارې نه کار اخلى۔ د اربن وېناده دنظم ترجمه نۀ شى کېدے۔ نظم چې پخپله څۀ وائى هم هغه دهغې مفهوم دے۔ خو هرنظم څۀ نه څۀ وائي ضرورـ مونږ کۀ د علامت لغوى معنې اوباسو علامت علامت نۀ پاتې کېږى۔ علامت د استعارې نه زياته اعتبارى وسله ده۔ خو علامت بدليږى رابدليږى۔ دا د شاعر په وجدان ده چې هغه ترې کومه معنٰى اوباسى۔ خپلې باطنى تجربې له څۀ رنګې ښکاره کوى۔
نظم د افکارو دبراهِ راست بيان نوم نۀدے۔ شاعر دې څوکې ته په ډېروکږووږولاروسفر نه ورستو رسى۔ دغه کږلېچونه په دې کښې خوند رنګ او آسانى پېدا کوى۔ لۀ دې ټول بحث نه مقصود دا دے چې يو نظم يواځې دالفاظو مجموعه نۀ وى په دې کښې نور هم ډېر څۀ موجود وى۔ چې يو کس لۀ دومره تجرباتونه تېر شى دهغه دتجربې په ساده سوده الفاظوکښې تشريح څنګه ممکن ده۔ چې بيان له پاره يې دومره رنګونه بدل کړى دى۔ خو داکليه هغه نظمونه له پاره ده۔ چې پکښې عمق، رمز او ابهام موجود وى زمونږ نظمونه خو بيانيه واقعاتى نظمونه وى چې نثر ته نزدې وى۔ سرسرى کتو سره پرې سړے پوهه شى چې شاعر څۀ وائيل غواړى ـ
يوښه شعر هغه دے چې ترې ګڼې معنې رااوځى۔ چې هر چاته پکښې خپل عکس ليدے شى۔ دغه شان د ښه نظم مثال هم دے ـ په نثر او نظم کښې فرق دغه دے نثر په وضاحت سره تصوير په مخه راولى اونظم غواړى چې دلوستونکى د زهن ازمائش ورسره کيږى چې څومره ژورتيا ته کوزېدے شى۔ نظم ډېر د لرې نه تصوير راښکے شوے وى او نثر د قريب نه چې هر اړخ يې ښکاره او صفاوى۔
په شعر کښې معنٰى پېدا کؤل دا هنر دے۔ په ساده ساده اشعارو کښې هم دمعنويت خزانه پټه وى ـ کله کله شاعريو وړې غوندې نقطې سره په شعر کښې ذومعنويت پېدا کړى يو شارح ترې يومعنٰى اوباسى اؤ بل ترې بله۔ پکار خو دا ده چې يوه معنٰى سمه وے او بله غلطه خو داسې نۀ وى۔ په دې کښې دشاعر د ارادې عمل دخل وى اؤ دواړه معنې درست وى۔ داسې شعرونه به هم له نظر تېر شوى وى۔ چې هغه په يو وخت دمجازاود حقيقت دواړه معنې ورکوى۔ ذومعنويت دشعر حسن دے۔ داکټر اقبال نسيم خټک د حمزه بابا دشعرپه حقله ليکى چې دبابا په شعر کښې يو نقطه وى۔ کله چې سړے دغه نقطې ته ورسى شعر کښې نور خوند رنګ پېدا شى۔ دا نقطه به د چا زهن کښې په يو رنګ اود چا زهن کښې به بل رنګ سر پورته کؤى ـ ولې چې د ټولو خلقو دسوچ زاويه يوه نۀ وى۔ ديو شعر ګڼې معنې اوځى۔ پکارخو ده چې يوه معنٰى سمه وے نورې غلطې۔ خو دا ټولې معنې په څۀ نه څۀ شکل کښې سړى ته اپيل کؤى ـ او د شعر سره مطابقت خورى او بيا شاعر ته د خپله الهام هغه لمحه هم ياده نۀ وى ـ چې هغۀ داشعر يا نظم په کوم کېفيت کښې ليکلے وۀ۔ چې مونږ د شاعر سوچ ته نۀ شو رسېدے۔ چې په نظم کښې شاعرڅۀ بيانول غوښتۀ۔ الفاظو د خيال صحيح ترجمانى اوکړه کۀ نه۔ کۀ دا ممکنه نۀ ده۔ بيادنظم په نثر کښې دتشريح څۀ حاجت دے۔ نظم پخپله خپله تشريح ده ترجمه ده۔ شاعر دنظم د ليکلو په وخت زيات نه زيات د ابلاغ اهتمام کړے وى۔ خو ځنې خيالات داسې هم وى چې د هغوى Convey کؤلو له پاره الفاظ نۀ وى۔
د رحمان بابا تعلیعات
تعلى په ادب کښې لا فې يا خپلې بډائى بيانول ته وائى ـ په زمانِه جاهليت کښې هم د تعلى درک موندے شى ـ شاعرانو به خپلې قصيدې به د خانه کعبې دېوالونو سره زوړندې کړې او نورو شاعرانو ته به يې دعوت ورکړو چې څوک ددې جواب اوکړى ـ دا سبعِ معلقه مونږ ته دغسې رارسېدلې دى ـ
په اولسى ادب کښې د تعلى رواج نور هم په حاد شکل کښې موندے شى ـ دنوره دين په دې سر باندې "دزاغ دواړه څانګونه دې د مخ نه کړۀ چاپېر"چاربېته وئيل ـ او يوه بله چاربېته کښې
پېښور تر ننګرهار
دبدباؤ د بټيارى
دتعلى شکلونه دى ـ سېد قبول اخون ته پنځوس جرېبه زمکه على ګوهرخان له طرفه ورکول چې اوس هم په هواګلۍکښې د اخون په سېرۍ باندې ياديږى ـ دبونېر،سوات او سمې شاعرانوته د مقابلې دعوت په ريکارډ باندې موجود دى ـ د سمې يو شاعر سره چې د هغه کومه مقابله شوې وه هغه چاربېته د هغه په کتاب " دوصال جام "کښې په صـ٩٥ باندې موجود ده ـ
د مقابلې يو بل شکل هم وه ـ شاعرانو به معمې وئيلې او بيا به يې د هغې معنې مقصد تپوس کولو ـ په دې عمل کښې دهزارې دقاضى ګل څوک ثانى نۀ وۀ ـ په دستى وېنا کښې عبدالله جان منلے شاعر وۀ ـ
خو دا لوبه په لېکلى ادب کښې هم کېدله ـ دروښانيانو په دوره کښې شاعرانو به يو بل او ځانونه ستائيل لکه مُلا ارزانى زمونږ اولنے صاحبِ ديوان شاعر دے۔
د فقير پښتو خبرې ـ لکه مينې ملغلرې
او دولت لواڼے وائى
بې مرزا بې ارزانى بې مخلص ياره
بل شاعر برابر نۀ دے پښتون ستا يو
دروښانيانو په دور کښې چې تعليات شوې دى په هغې کښې دچا شاعر نوم نۀ دے اخستے شوے ـ خو خوشحال بابازرورسړے وۀ نواب وۀ د هغه سترګه په چا نۀ ډکې ده دهغۀ په کلام کښې د تعلياتو شمېر نور هم زيات دے او سم دم يې د شاعرانو نومونه اخستى دى۔
د مرزا ديوان مې اومنډۀ په ګوډى
مسخره مې ارزانى خويشکى زمند کړ
کۀ دولت وۀ کۀ واصل وۀ کۀ دا نور وو
په خبرو مې د هر يو رېشخند کړ
په يو بل ځائے کښې په دې ډؤل وېنا کؤى ـ
چې لا ف وهى د شعر
نن په دا دور دى ډېر
خداې دې نۀ کا چې به وائيم
حال دديو تېر او بېر
څوک پاوے څوک نيم پاوے دے
قلندر پکښې نيم سېر
بل دولت فقير درې پاوه
زۀ ترې څو سر شاهى تېر
دا نور شاعران څۀ مړۀ وو او څۀ پرې غلى پاتې شول خو قلندرنه زغم اونۀ شو او هغۀ داسې تعلى او کړه ـ
د پښتو ژبې مې اب ورکړو په شعر
د فارسۍ شعر چې نۀ وائيم افغان يم
نوے طرز مې پښتو ژبه کښې اوکړو
دافغان په شاعرانو کښې سلطان يم
او دا يو فطرى عمل وه ـ نن زما د خوشحال بابا تر منځه د پېړو فرق دے ـ او زۀ خوشحال بابا له د پښتو نه ددنيا په څو لويو شاعرانو کښې شمارم ـ ما دهغۀ په يو نظم کښې چې سواتے قام دتعداد په لحاظ ډېر کم دے او په مېئو ماشو يې ياد کړو ـ اولوستل ټينګ پاتې نۀ شوم ـ ما په خپل يو غزل کښې د خوشحال بابا جواب اوکړو ۔
مشرانو ته مې قام شمله په سر کړه
ښه مظبوط په حواله دشجرې يم
خوشحال ولې په سرونو خپل نازيږى
زۀ سلطان يم غلام نه چې بې شمېرې يم
په نسب باندې څۀ فخر دے اقباله
چې سواتے يم د اوګۍ د هزارې يم
په دې کښې سلطان اشاره ده سلطان پکهل،سلطان بهرام ،سلطان ارغش ،سلطان داؤد، سلطان اوېس وغېره ته چې سواتى ووـ څلور سوه کاله يې د کشمير باره مولې نه تر دره کونړ افغانستان پورې د پکهلۍ نوم په رياست يې حکومت اوکړو ـ په کوز سوات يې د يوسفزى نه شکسټ اوخوړـ بر سوات باندې مقيم پاتې شو کله چې داخون سالک په مشرۍ کښې راجمع شو ـ شمالى هزاره ، شمالى کشمير ،چلاس ،کوهستان کښې يې غذاګانې وکړې ډېر کافران يې مسلمانان کړل په ډېره لويه خاوره اوس هم قابض دے او داموجوده د پکهلۍ سيمه د هغې يادګار دے ـ(حواله تاجک سواتى اور سلطنت ګبر )د خوشحال بابا نه د قلندر په مذکوره تعلى باندې صبر او نۀ شوـ او هغه د قلندر قام سړبنى پسې تېر وت
سل سړبنى دې دا تر يوۀ غزل ځار شى
نن چې دا پښتو ده کرلا ڼى خوشحال وائيلې
دا ښکاره ده چې رحمٰن بابا دخوشحال بابااو دقلندر نه کشر وه خو د هغوى همعصر وه او په قام سړبنے وه ـ ترکومه پورې چې د قلندر د ذات خبره وه ـ رحمٰن بابابه غلے پاتې شوے وى ـ خو کله چې خبره قام ته شوه دخوشحال بابا جواب يې اوکړو۔
يو خوشحال يو کم سل نورخټک په طبيعت کښې
ځـار شـه د رحـمٰـن سـړبـنـى لـه يـوه فـرده
زما خيال دے چې غېر معروف شاعرانو او عام خټکوبه درحمٰن دې جواب باندې به څۀ نه څۀ وائيلى وى ـ چې رحمٰن بابا له داسې وائيل پرېوتل ـ
خوشحالا او دولتا مې غلامان دى
زه رحمٰن په پښتو ژبه عالمګير يم
کۀ يې شعر د رحمٰن مومند تر غوږ شى
غوږ به نۀ باسى په شعر د خوشحال څوک
شېر افضل خان بريکوټے په خپل کتاب د شعروادب تاريخ کښې په صـــ٣٥٠باندې يې ډېره د کار نقطه پورته کړې ده ـ چې د خوشحال باباځامن چې درې پکښې د اولې درجې شاعران دى کۀ نورڅۀ ېې نۀ شُو کولے درحمٰن بابا جواب خو به يې کړے وے ـ بلکې اشرف خان هجرى او عبدالقادر په خپلو اشعارو کښې ستائيلے دے لکه هجرى۔
د رحمٰن په شعر ځائے د لقب نيشتے
چې يې ما شعرمنظورکړو معتبر دے
عبدالقادرخان خټک
زه خټک د يار په غم تازه تازه شم
غورياخېل رحمٰن کۀ شو ورځنې ستړے
په صـــــ٣٤٩ باندې ليکى چې رحمٰن بابايو وسيع الدماغ اوتنهائى پسند شاعر وه ـ د محترم کتاب ته د پښتو د شعروادب تاريخ وائيلو باندې زما لږ تحفظات دى ـ دا داحمدشاه رضوانى په خپل مشهور نظم کښې ستائيلى استادانو شاعرانو د فن تفصيلى جاج دے ـ چې ليکچرران او د ايم اے لېول طالب علمان ترې په ازاد مټ اسفاده کوى ـ ليکوال اکثر عمر د ملک نه بهر تېر کړے دے ـ هر څو کۀ مطالعه يې ډېره ده ـ خود ادب د بهير نه بهر پاتې کېدو لۀ کبله د ډېرونوو رحجاناتوناخبرى يې په ليک کښې محسوس کېږى۔
د رحمٰن بابا په حقله دا خبره سمه نۀ ده چې هغه تاراک الدنُيا او ګوشه نشين شاعر وه ـ د هغۀ د ديوان دداخلى شهادتونو نه په ډاګه کيږى چې دهغه دټول هندوستان په اړى ګړى،خپل چاپېريال ،په سوکړه ،دمريضانو په بيمارۍ،او خپله بې وسى په شعرکښې وړاندې کړې دى ـ دا بيله خبره چې زمونږ څېړنکار انو د بابا دې اړخ ته توجه نۀ ده کړې ـ
خوشحال بابا او د هغۀ ځامن( کله چې خوشحال بابا د مغل قېد نه ازادشو) مغل سره او کورنۍ کشالو کښې داسې بوخت شو چې د رحمٰن بابا د ديوان او تعلى به څۀ خبر وو ـ دحمٰن باباديوان هغۀ په خپل ژوند مرتب کړے وه چې له دې شعر نه يې پخښلے کېږى ـ
يو کتاب په سړبن کښې چا اونۀ کړو
بې رحمانه چې يې جوړ کړو دا کتاب
رحمٰن باباد اشرف خان هجرى نه کشر او دعبدالقادرخان همزولے دے ـ او د خوشحال بابا ديوان دهغۀ نمسى افضل خان چې کله هغه د قام سردار شو مرتب کړو ـ داسې د رحمان بابا ديوان د خوشحال بابا د ديوان نه مخکښې مرتب شوے دے ـ رحمٰن بابا د خوشحال بابانه زيات اومخکښې عام اولس او ادبى حلقو کښې شهرت موندلے وه ـ ګڼو شاعرانو درحمٰن سبک خپل کړے وه او په غېب اللسان باندې ملقب وه ـ خوشحال بابايوازې دخپل خاندان او خټکو شاعرانو ياد کړے دے ـ قاضى مير احمد شاه رضوانى وړمبنےغېر خټک شاعر او اديب وۀ ـ چې د خوشحال باباادبى حثيت نه خبر وۀ ـ خپل په نظم کښې يې دخوشحال د شاعرۍ محاسن ښکاره کړل ـ دخوشحال بابا نمسى نوازخټک دحمان بابا د تعلياتو جواب کړے دے ـ چې شجره يې په دې ډول ده ـ نوازخټک ابنِ خوشحال شهيد ابنِ سعدالله خان ابنِ افضل خان ابنِ اشرف خان ابنِ خوشحال خان ـ په ورکه خزانه کښې همېش خليل دنوازخټک دشاعرۍ زمانه ١١٩٧ هـ ښودلې ده چې رحمٰن بابا د شاعرۍ د زمانې نه ډېره لرې نه ده ۔
د نواز خټک تعليات دا دى
په لحد کښې به توبه کاندى له شعره
دا غزل کۀ مې څوک اولولى رحمٰن ته
چې په غوږ کا څوک ګوهرزما د نظم
درحمن ديوان به او منډى په جېب
له دې نه صفا جوتېږى چې مذکوره تعليات د رحمٰن بابا خپل دى ـ بل چا د هغۀ په ديوان کښې تر تعلياتوپورې تصرف نۀ دے کړے ـ
د خوشحال بابااو د رحمٰن په دې شعرونوکښې د سوال اوجواب واضع عکس موجود دے ۔
سل سړبنى دې دا تر يوۀ غزل ځاريږى
نن چې دا پښتو ده کرلا ڼى خوشحال وائيلې
يوخوشحال يوکم سل نورخټک په طبيعت کښې
ځار شه د رحمٰن سربڼى لۀ يوۀ فرده
برغہ سورہ او روانہ
کله چې په ډيوه رېډيو باندې په چاربېته پروګرامونه روان وو ـ ما د همايون همدرد نه برغه ،سوره او روانه دا نومونه اورېدى وو ـ هزاره د چاربېتې لوے مرکز دے دلته پښتو،هندکو او ګوجرو په درې ژبوکښې چاربېته وئيلې او ليکلې شوې ده خودانومونه مې د چانه هم نۀ دى اورېدلى ـ کله چې د اسرين ګل مرحوم کتاب "ګلبڼ " په کال ٢٠١٦ دجنورۍ په مياشت کښې چاپ شوما په څو چار بېتو دا نومونه ليک اوليدل ـ څنګه چې مونږ ټولو ته معلومه ده ـ اسرين ګل تعليم يافته شاعر نۀ وۀ دا چې چا د هغۀ په ډائرۍ کښې دا چاربېتې نوټ کولې هغه کس ليکلى وو ـ دا کس څوک کېدے شى ـ د هزارې ملګرو نه داخبره هيڅ پټه نۀ ده ـ کله چې د "ګل بڼ " مخ کتنه کېده ما په برغه ، سوره او روانه باندې خبرې اوکړې ځکه چې زما له دې نومونو سره اختلاف وۀ ـ او استدلال مې دا وۀ چې دانومونه د چاربېتې ددې اقسامود جوړښت هيڅ قسم له وضاحت نۀ کوى۔ لکه مونږ د مخمس يا د مسدس نوم واخلو زمونږ په ذهن کښې د نظم جوړښت راشى چې مخمس هغه نظم دے چې يې بند په پنځو مصرعو مشتمل دے او مسدس هغه نظم دے چې بند يې شږ مصرعې لرى ـ خو دلته برغه ، سوره او روانه ددې قسمه چاربېتو په هيڅ خاصيت رڼا نۀ غورځوى ـ او بېخى داسې ده لکه تورې غوا له مرچکۍ اوسرې غوا له سورمى نوم کېښودےشى ـ د ګلبڼ په صــ٣٠ باندې چاربېته ليک ده ـ او د چاربېتې په سر ليک دى برغه ـ چاربېته ده
سر:
دمجنون غوندې مې پرېښودکلےکورخلقه
د لېلې مينې ستى کړمه په اور خلقه
کړه:
د لېلې مينې ستى کړم په انګار باندې
شنۀ خالونه يې وهلى په رخسار باندې
سوېلو سره راتلله په دې لار باندې
مخ يې پټ کړو زړۀ مې پرېوتۀ نسکور خلقه
ماته په چاربېته کښې د برغون هيڅ نخښه نښانه نۀ شى ليدےـ البته د چاربېتې کړه او د مربع نطم بند يوجوړښت لرى ـ
په صــ٢٢ باندې چاربېته ده چې سوره ورته ليک دى ـ د چاربېتې جوړښت داسې دےـ
سر:
انتظار کښې دې ولاړ يمه جانانه
ملايان وائى بانګونه سبا کېږى
په خندا دې زړګے وړے دے له مانه
څانګې راشه ستا ديدن ته مې زړۀ کېږى
کړه:
انتظار کښې دې ولاړيمه ژړېږم
رڼې اوښکې مې له سترګو نه باران شو
خدائے خبر دے چې په کوم ګناه کړېږم
په زړګى کښې مې افسوس ارمان ارمان شو
سودائى له ديوالونو چاپېرېږم
باقى عمر مې تمام په بيابان شو
وار خطاجلۍ مې خېژى له دهانه
امېل لرې کړه اودۀ خلق وېښېږى
په صــ٤٥ باندې چاربېته ده چې ورته بيا سوره ليک دى چاربېته ده
سر:
تا په سينه جوړکړو بازار دمينې
نتکۍ پرې تل وهى ټالونه
تېر شو په ما د ځوانۍ وار د مينې
لرم په مخ اوښکې رودونه
کړه:
ستا په سينه د زلفو ټال شته دے
نوې يارى چاته شور اونۀ کړې
درسره هروختې دلال شته دے
شاه جوابونه راته نور اونۀ کړې
زما په زړۀ کښې درته خيال شته دے
کم بختې بل طرف ته غور اونۀکړې
کوه په سپه خوله اقرار د مينې
نازکې شوندې دې لعلونه
د دواړو چاربېتو په جوړښت کۀ غور اوکړے شى ـ د دواړو سرونه په څلورو
مصرعو مشتمل دى اوکړې په اتو مصرعوـ کړه يې د مثمن نظم سره مشابه ده ـ علامه صېب دواړو ته سوره ليکى صــــ٢٢ باندې چې چاربېته ده ته روانه وائى ـ علامه صېب د دواړو فرق باندې نۀ دے پوهه ـ په صـــ٢٢ باندې د چاربېتې بحر په دولسو سېلابونو تر اخره پورې چلېږى ۔
او په صــ٤٥ باندې چې چاربېته ده ددې دجفتې مصرعې سېلابونه همېشه د تاکې مصرعې نه کم وى چې کومې له کبله ددې په وېنا کښې تندى وى ــ خو زۀ د علامہ صیب او ھمایون دواړو سره متفق نۀ يم ـ ځکه چې د شعر تقطيع اسان کار نۀ دے ـ ښه ښه پوهان پکښې تيندک خورى ـ بيا زمونږ مخکښې د غزل مثال دے ـ د غزل ګڼ بحرونه دى چا غزل د سېلابونو په بنياد نۀ دے تقسيم کړے هم هغه يو غزل دے ـ کۀ هغه ٧ سلابونو کښې ليکلے شوى وى په ١٢ کښ ېيا په ٢٠ سېلابونو کښې ـ په صـ ٣٨ باندې چاربېته ده چې زنځيرۍ ورته ليک دى۔ سر:
خلقه تنګ شوم له جفا نه
زۀ لکه مجنون په ارمان ځمه د لېلا نه
سر شوم په ځنګل
کړه:
خلقه زۀ په غرونو سر شومه
ګوره د نصيب دلاسه ګرځم در په در شومه
رائې کړو کچکول
د لوې لارې قلندر شومه
نېشتے خوشحالى عمر مې راغے د خفګانه
سر شوم په ځنګل
دا چاربېتې علاوه د هزارې نه په نورې پښتون خوا کښې نۀ موندے کېږى دا مربع چاربېتې بدل شکل دے په وائيلو کښې ډېرې خوږې چاربېتې دى
خوزنځيرۍ نۀ دى ـ دزنځيرۍ مثال دا دے سر:
تور زلفان ښاماران د جانان الول
سپين رخسار سور انار مې د يار ښې شى
کړه:
تور ماران کفرستان شاه مدام کړه ستم
زۀ به څوترې امان د خپل ځان غواړم
په جهان ظالمان داسې نېشتے قسم
لږ دهېان د جانان په ارمان غواړم
کشته ګان شهيدان وژنى مازۀ پرې مرم
سپين دندان درمرجان سرۀ لبان غواړم
په هر آن په کوم شان ناګمان الول
تور زلفان ښاماران د جانان الول
ستا نظر تېز خنجر په تلوار ښې شى
سپين رخسار سورانار مې د يار ښې شی
په دې قسمه چاربېتو کښې زنځير د مصرعې تر منځه د هم قافيه الفاظوپه سبب جوړيږى ـ په ځنو نورو علاقو کښې کړه بندې چاربېتې ته زنځيرۍ وائى په "چار بېته پوهنه "کښې پرې بحث شوے دے ـ په صـ٤٣ باندې چاربېته ده
سر:
تور اوربل دې الول په ورځو خور کړو لېلا
ځان دې جوړ کړوچې د چا مرګ له روانه شوې
کړه:
تور اوربل الول په ورځوخوند کوى
لکه څنګه چې ګلونه د صدبر ښکارى
عاشقان دې صفتونه چم په چم کوى
عاشقان دې لېدو له هر يو بند کوى
سور پېزوان جلوه دار لکه د نمر ښکارى
په منګلو دې زما زړګے نسکور کړولېلا
تور اوربل دې الول په ورځوخور کړو لېلا
سوېلو سره ورځې شنه د خندا نه شوې
ځان دې جوړ کړو چې د چا مرګ له روانه شوې
دا چاربېته کړه بنده نۀ ده ـ دا عبدالله استاد د مشهورو چاربېتو په طرز ده
زما ستا ربط په شان له د طوطى او ښارو دے
د کشمير په سر درو کښې به کوو دواړه سېلونه
يا:
لېلا چې نورانى بشر ته اوګورى په شش کښې
راځى پرې سياه دلى د خپلو سترګونه بوږنېږى
ددې چاربېتو سر په دوه مصرعو اوکړه په لس مصرعې لرى ـ حقيقت کښې د کړې مصرعې اتۀ وى ـ دوه د سر مصرعې په هرکړه کښې بيا بيا تکراريږى ـ اسرين کوشش کړے دے چې هرقسم چاربېته په کلام کښې شامل کړى خو د چاربېتې په جوړښت نۀ دے رسېدلے ـ د کړو د مصرعو ترتيب اوتعداد ترې ګډ وډ شوے دے ـ دغه ګدوډے د ناپوهه خلقو له پاره د چاربېتې داقسامو په تعين کښې د مشکلاتو سبب شى ـ په صـ٥٥ باندې چاربېته ده:
تور اوربل دې جال دے
پروت په سپين بشر باندې
شنۀ دې په غونډۍ زنه خالونه درې څلور دى
اېښى درله مور دى
دا قسمه چاربېتې سر سره په درې مقامه تړلے کېږى
لکه يوځل په تور اوربل دې جال دے
دوئيم ځل په پروت سپين بشر باندې ـ او دريم ځل شنۀ دې په غونډۍ زنه خالونه درې څلور دى ـ ددې چاربېتو درې بندونه وى او هر بند سر سره تړلے شوے وى ـ ځکه ورته کړه بنده وائى ـ په زوړ وخت کښې په دې قسم کښې په شپږو بندو مشتمل چاربېتې به موندے شوې چې دريم اوشپږم بند به يې سر سره تړلے شو ـ همايون همدرد دبرغې، سورې او روانې نوم اخستے وۀ ـ زما زړۀ کښې راتلله چې ددې بوى صوابۍ، مردان او نوښار کښې به لږى ـ ـ زاهد زمان سحر ماته د خپل پلار شمس الرحٰمن باران په حواله دا اووې چې داد عوام تبصره ده چې په محفل کښې په مجلسى به کېده ـ چې کله به يو مجلسى د دوو چاربېتو کړې د يو سرلاندې اووې وائيلے به شُوچې برغه چاربېته يې اووې ـ زمونږ په کلى کښې سېد رحيم به دوائيلودوران کښې داسې چاربېتې ګډې وډې کړې چې پوهېدۀ به پرې ګران شوچې دے کومه چاربېته وائى ـ په اتو مصرعو مشتمل چاربېته چې به په تېز اهنګ تندۍ سره وائيلے شوه هغې ته سوره او چې کومه به دمه ګيره اوقرار وائيلے کېده روانه ـ دا نومونه ورله عوام ورکړى دى ـ چاشاعر اديب نۀ دى ورکړى ـ شمس الرحٰمن باران صېب د على حېدر ،ټوپۍ جمشېد ،عبدالله استاد ،عبدالوهاب دستى او د عبدالوحدټهېکه دار هم عصر دے ـ د عبدالله استاد همزولے دے ـ على حېدر به ورته لاله وائيل ـ په ١٩٣١ء کښې په فوځ کښې بهرتى شوے وۀ ـ تېر کال ٢٠١٥ ء کښې باچا خان يونيورسټى په ګجو خان ايوارډ باندې مانځلے وۀ ـ د باران صېب د وېنا ملک جهانزېب د شېخ جانه هم پشتى اوکړه چې زوړ مجلسى دے او د احمد دين طالب ګڼې چاربېتې او رباعيانې ورله يادې دى ـ برغہ سورہ اوروانہ د چاربېتې د وېنا خصوصیات دي جوړښت نۂ دے۔
د ګوھر بې ځایہ ځاے تنقید
پہ کال ۲۰۱۸ د اکتوبر میاشت کښې داسماعیل ګوھر دتنقیدي او تحقیقي لیکونو مجموعہ اختر حیات قمر تدوین او چاپ کړہ۔ دکتاب سریزہ او لیک پرې باالترتیب اختر حیات قمر او ډاکټر پروفیسر خلیل الرحمان خلیل کړے دے۔ پہ دواړو باندې زۂ څۂ لیکل نۂ غواړم ځکہ چې دواړو اول ځل پہ چا قلم اوچت کړے دے۔کتاب کښې چې کوم لیکونہ شامل دي پہ دوي کښی ځنې د پښتو تر حدہ نوي او معلوماتي لیکونہ دي لکہ د غني خان او د ټېګور د فکر او اسلوب مماثلتونہ، پښتو منډاري ،رحمان بابا اوادبي عمرانیات او د ازادۍ جنګ او ھزارې اولسي ادب۔ خو ھاغہ لیکونہ چې مخکښې پرې کار شوے دے پہ ھغوي کښې چې ګوھر د خپل علمیت ښکارہ کولو کوشش کړے دے پہ ھغوي کښی ترې تیروتنې شوي دي۔
اول راخلو "د خیرالبیان لساني مطالعہ" پہ صفحہ نمبر ۲۴ باندې ګوھر لیکی چې د کابل چاپ نسخہ لغت نامہ کښې پوھاند عبدالشکور رشاد د مټ دوہ معنې ورکړې دي۔ یوہ د خوړونو دتل پستہ او چوڼلې غوندې خاورہ او دوئیمہ خم ۔ ګوھر پہ مخہ لیکی چې رشاد صیب نہ د پښتو مټۍ او د ھندی ماټی کښې فرق نۂ دے شوے او کوم د ھندی او اردو اشعار ورکړے دي وضاحت ترې نۂ دے شوے ۔لکہ دکبیر داس شعر دے
ماٹی کہیےکمہار سےتو کیا روندے مو ہے
اک دن ایسا ہووے گا کہ میں روندوں گی تو ہے
پښتو کښې یې تشریح داسې کړې دہ
ماټۍ کولال تہ وئیل تۂ ولې ما مږې یوہ ورځ بہ راشی چې زۂ بہ تا مږم دلتہ رشاد صیب د کبیر داس د شعر نہ نېغ پہ نېغہ لفظ ماټۍ راخستے دے ګوھر ترې مټکے څنګہ اخذ کړے دے ؟۔ مټۍ او مټکے دواړہ د پښتو ژبې الفاظ نۂ دي دا د ھندی او د یا د ھندکو الفاظ دي۔ پہ پښتو کښې خم ، منګے او منګوټے دي ۔ ګوھر چې څۂ تہ مټۍ وائي ھغې تہ ټېنکۍ وائي ۔ پہ پکلۍ کښې بہ ورتہ مټۍ وائ چې ھلتہ پښتو سرہ ھندکو ګډہ دہ ۔
خلقت تمام گردش افلاک سے بنی
ماٹی ہزار رنگ کی اس خاک سے بنی
د بل شعرد رشاد صیب د پښتو عبارت ګوھر نۂ دے ورکړے چې دلتہ رشاد صیب ماټۍ د منګی پہ معنٰی کښی اخستے دہ ۔ دلتہ سمہ خبرہ دا دہ رشاد صیب د مټ معنی تہ رسېدلے دے او معنی یې خاورہ او خم اخستې دہ ۔ خو مټ معنیٰ صرف خم دے خاورہ نۂ دہ مثال پہ توګہ تورہ کۂ د تورې معنٰی مونږ اوسپنہ ورکوو غلطہ دہ بېشکہ تورہ د اوسپنې نہ جوړہ دہ ۔ دغہ شان کرسۍ کۂ کرسۍ تہ مونږ لرګے وایو دا ھم غلطہ دہ ۔ مټ یا خم دا د خاورې نہ جوړ دے خو دا دجوړولو نہ ورستو پہ پجہ کښې پہ اور باندې پخولے شي دا ھاغہ لوښے دے چې اوبۂ،شراب سرکہ یا نور څۂ پکښې خوندی کېږی ۔
پہ صفحہ نمبر۲۶باندې د خېر البیان عبار ت دے
زۂ لہ حرصہ اوږدہ امیدواري، نان کوري، تاریکي د زړۂ پېدا کړم ۔ لہ کبرہ غرګي بې راھي پېدا کړم ۔ حافظ عبدالقدوس د غرګي نہ دھوکہ معنٰی اخستې دہ او ګوھر غرور صحیح ګني د غرګي پہ پښتو کښې بلہ معنی ھم دہ د سیند د غاړې غونډ غونډ کاڼي چې پہ منګل کښې راځي پخوا بہ کورونو کښی بہ تورہ پلنہ ګټہ (سېل) مرچکے ، رانجۂ وړولو او چټنی کولو د پارہ استعمالیدل۔خو د ګوھر غرور معنٰی سمہ نۂ دہ لۂ کبرہ غرور پېدا کېدۂ څۂ سمہ خبرہ نۂ دہ کبر او غرور دواړہ یو معنیٰ لری ۔ د حافظ عبدالقدوس صېب تشریح درستہ ښکاری ۔ پہ صفحہ نمبر ۳۰ باندې د خېرالبیان عبارت دے کۂ دریابونہ شی څو پہ کړندر د مخلوقات ، ترو واړہ دریابونہ توري شي یا کۂ لہ دغو پہ کړندر زیات شي ۔ اویازرہ کاتبان یا لہ دغو پہ کړندر زیات شي۔
قلندر مومند د کړندر معنٰی شمېر اخستې دہ او صدیقﷲ ریښتین کړاؤ د عبارت نہ صفا څرګندہ دہ چې کړندر شمېر دے ګوھر د قلندر صېب پشتي کړې دہ چې درستہ دہ۔
د مضمون پہ اخرہ کښې یو لفظ اکھر باندی بحث کړے دے رشاد صیب اکھر aksar mala ھندي ژبہ کښې الفبې یعني حروف تہجی تہ وائي ګوھر یې درستګې کړې دہ چې اکثر مالا کرښې تہ وائي او الفبې تہ اکثر چې تلفظ چ سرہ دے( اچھر ) خو ګوھر د اکھر معنٰی نہ دہ ښودلې د اکھر معنٰی دہ تندخوی ،ګرم مزاجی ،اکھرہ غصیلہ، اکھرہ پن، غصیلہ پن ۔د چا د څھرې یا د څاروی ظاھری تاثرات وی۔
"سوکیا څوک ؤ "
جیمز ډار مسټېټر یو فرانسیسے محقق او لیکوال ؤ ھغۂ د انګرېز پہ دورہ کښی د پښتو ژبې پہ اولسي شاعرانو یو کتاب "ھاروبھار " اولیکۂ پہ دې کښی ډارمسټېټر دسوکیا د پېدائش مقام ټاکوټ سوات ښائي ۔ قاضي عبدالعلیم اثر پہ خپل کتاب باغ وبھار کښې د طورومردان او تور غر ادبي جرګې پہ خپلې تذکرہ کښې د تور غر کنار ښودلے دے ۔پہ دوي کښی مستند تحقیق د ډارمسټېټر دے ځکہ چې ھغہ د سوکیاھم عصر دے ۔ د ھاروبھار توضیحات پہ افغانستان کښی مجروح صیب کړي دي سوکیا تہ سوګیہ اوټاکوټ تہ ټکوټ لیکل دومرہ لویہ غلطي نۂ دہ دا د یوې ژبې نہ بلې ژبې تہ اړولو کښې کمے بېشے اوشي ۔ تر کومہ پورې چې سوکیا ھندو ؤ یا سکھ ؤ د ګوھر دومرہ اوږد تحقیق نہ ورستو بہ یې مونږ اومنو چې سکھ ؤ ولې د بټګرام دغہ خلق اوس ھم پہ ھندوانو بللے شي او کړۂ وړۂ یې د سکھانو نۂ دي ۔ ټاکوټ د ډارمسټېټر پہ وخت کښ یاغستان کښې ؤ ضلع بټګرام او ضلع تور غر یاغستان یادېدۂ ۔ اذادہ سیمہ وہ د چا عملداري پرې نۂ وہ ۔ ضلع بټګرام د پاکستان جوړېدو نہ لس اتۂ کال ورستو د پاکستان حصہ وګرځېده ۔ اوس ټاکوټ پہ ضلع بټګرام او ھزارہ ډويژن کښې واقع دے ۔ د ډارمسټېټر پہ وخت کښې ټاکوټ نہ پہ سوات کښې ؤ او نہ پہ ھزارہ کښې ۔محمود د مرغز د دارمسټېټر پہ وخت کښې ضلع مردان کښې ؤ خو نن صبا پہ ضلع صوابۍ کښی دے ۔ دا د لیکوال زمہ واری وی چې زوړ تاریخ او زړې جغرافې نہ ځان خبر کړی ۔
"د ھائیکو مقدمہ "
د ھائیکو تعریف اسماعیل ګوھر غلطہ کړے دے ۔ ګوھر لیکي د ھائیکو معنٰی دہ مختصر کلام ۔ د ھائیکوhaikuمعنٰی دہ image عکس یا snap پہ ھائیکو کښې د یو لمحې تصویر کول مقصود وي دجوړښت پہ لحاظ،۵ ،۵،۷، اود ګوھر ھائیکودواړہ مستعل دي ۔ د ګوھر د ھائیکو پہ شان ھائیکو مثال یې د انګرېزۍ دا ھائیکو وګورئ
in the amber dusk
each island dream its own night
the sea swams with gold
د باشود ھائیکو د انګرېزۍ ترجمہ
old pond
frog leaps in
water sound
دابلہ
the frist cold shawer
even the monkey seems
a lettle coat of straw
پہ دې لیک کښې ګوھر خپل ځان اولنے ھائیکو نګاراو اولنے د ھائیکو د چاپ کتاب څختن ثابت کولو ھڅہ کړې دہ۔ دا کار د راتلونکي د وخت د محقق دے عارف تبسم او علي کمېل قزلباش ددې ګوھان دي چې د ربنواز مائل ھائیکوپہ ۱۹۸۲ کښې پہ اولس کوئټہ کښې چاپ دي(ریکارډ یې موجود نۂ دے ) د قاسم بنوي ھائیکو پہ انعام مردان کښې ۱۹۹۰ کښې چاپ دی او د ګوھر ھائیکو پہ ھزارې ګلونہ کښې پہ کال ۱۹۸۸ کښی چاپ دي چی ریکارډ يې موجود دے ۔ پہ اولہ کښی ماھم ھائیکو لیکلہ خو کلہ چې القلم د پارہ د د ھزارې تېر ھېر شاعران پہ عنوان مې لیکل شروع کړل ماتہ معلومہ شوہ چې د پښتو پہ اولسی ادب کښې د ھائیکو پہ شان درې مصرعیزي نظمونہ د مخکښی نہ موجود دي ۔ لکہ
د خونۂ لرګیہ
تۂ څۂ خبر یې
د ځوانانو لہ مرګیہ
خو زۂ د ھائیکو اولنے معلوم شاعر فقیر ګل اخون ګڼم چې ھائیکو یې دہ
راغلے یم لہ کنار
نۂ خورمہ د چړ ډوډۍ
اودۂ بہ شم نھار
چې دانګرېز د دورشاعر ؤ دا ټول واقع پہ القلم کښی چاپ دہ او نورې نمونې پکښې ھم موجود دي ۔ لۂ دې نہ ورستو ما ھائیکو تہ ثلاثی لیکل شروع کړل ځکہ دا د پښتواولسی ادب خپل پېداوار دے ۔ لۂ دی نہ ورستو شرین یار یوسف زي څۂ نورې نمونې پہ لیک کښې را پہ مخہ کړې او درئیزې نوم یې ورلہ ورکۂ ځنې پکښې درئیزې نۂ وې ګو ھغۂ درئیزو تہ سمې کړې وې۔ بېشکہ اوس ھائیکو ډېرہ ترقي کړې دہ خو دې نمونو نہ ھم څوک سترګې نۂ شي پټولے ۔نورې نمونې پېدا کېدے ھم شي او لیکل ھم ګران نۂ دي ۔ پہ جاپان کښې ھائیکو بہ یوہ کرښہ کښې لیکلې شوہ دا د دریو مصرعورواج ورستو پرېوتۂ دے ۔ لکہ اے ګلٍ نرګسہ لاړې اووتې د جونو د مجلسہ ۔ خو پہ اولہ مصرعہ اے ګلٍ نرګسہ پسې cutting
یا مخاطبہ لکہ د ماھې غوندې لازمي دہ ۔
اوس یې مونږ داسې لیکو
اے ګلٍ نرګسہ
لاړې اووتې
د جونو د مجلسہ
اے ګلٍ خاشخاشہ
چې پہ تورہ سلہ ګل شم
تۂ بیا راشہ
"د چاربېتې ابتدا او ارتقا"
پہ کتاب کښې دا لیک د ټولو نہ نیمګړے لیک دے۔ دچاربېتې وجود ګوھر پہ پښتو ژبہ کښې د اسلام نہ مخکښې وېني او توضیح پېش کوی چې د چار لفظ د فارسۍ نہ علاوہ پہ ھندوی ،نېپالی او تبتی ژبو کښې موجود دے ۔ دا ناممکن خبرہ نہ دہ ځکہ چې پہ دوي کښی اکثر خلقو بېخ بنیاد یو دے ۔ خو د چاربېتې وجود د اسلام نہ مخکښې امکان نہ لری ځکہ چې بېت لفظ د عربۍ دے ۔ او دبېت معنٰی دہ مصرعہ یا کور ۔ خو ګوھر چاربېتہ د چاربيتي نہ ماخوذ ګڼلے دے او د بيتي معنٰی یې کلام لیکلې دہ ۔ حالانکې د بيتي معنٰی دہ تېردل( ګزرنا )لکہ اپ بيتي جګ بيتي وغېرہ وغېرہ۔ ما پہ چاربېتہ پوھنہ کښې د تائیمني دچاربېتې ۶۵۰ ھ ذکر کړے ؤ دا چاربېتہ ما د پښتانۂ شعرأ نہ راخستې وہ ددې جوړښت د چاربېتې دے سر ، کړہ ۔او رتیب یا جوړ او د چاربېتې اھنګ لري ۔ دوئیمہ زاړہ چاربېتہ د اکبر زمینداور دہ وخت یې دے ۷۵۰ھ ۔ اکبر زمینداور پہ ټولو کښې متنازعہ شاعر دے د قلندر صېب پېروکاران او ترقی پسندہ ډلہ ددې شاعر د وجود نہ انکاریان دي ۔پہ غزل ورلہ ھم د شکوک و شبھاتو اظھار کولے شي ۔پہ ډیوہ رېډیو د غزل پہ پروګرام کښې ډاکټر راج ولي شاہ ، ډاکټر یار محمد مغموم ، ډاکټر پروېز مھجور څوک ھم د اکبر د وجود او د اکبر غزل اولنے منلو تہ تیار نۂ ؤ ۔ د لیک پہ عنوان کښی دچاربېتې د ارتقا ذکر شوے دے .ولې پہ دې موضوع باندې دوہ ټکې نۂ دی لیکلي شوي۔
(دا لیک د کتاب د مخ کتنې پہ تقریب کښې اورولے شوے دے)
نومبر ۱۶ نېټہ ۲۰۱۸
اقبال
مہم کار
د ملګري اسماعیل ګوہر ټول ادبي سفر زما د سترګو مخکښې دے ۔د ھغہ تر دې دمہ دولس کتابونہ چاپ دي پہ دوي کښې زما پہ نظر کښې“مسکا”او د سندروپېرزونہ”غېر معمولي کارونہ دي۔ مسکا دھغۀ ھاغہ شاعرۍ دہ چې د ہائیکو پہ صنف کښې دہ ۔ دې کښې د ھغہ دہلکوالي سوچہ معصومانہ شاعري دہ چې لااوس یې ہم پہ ادبي حلقو کښې انګازې اورېدی شي ۔ ځوان کہول یې ډېرہ خوښوي ۔ پہ ګنج مخفي چې د پټې خزانې پہ اردوکښې ترجمہ دہ ۔ او پښتون بني اسحاق کښې ملګري عبدالصبور اېډوکېټ سرہ شریک شوی دے او تعلیقات یې لیکلي دي ما اسماعیل ګوہر لہ مشورہ ورکړې وہ چې دا متنازعہ مضوعات دي چې ختمي خبر نۀ شې کولې ځان پرې مۀ خورہ ۔ “د سندرو پېرزونہ” د بر صغیر اولني نوبل انعام یافتہ شاعر او ادیب ټېګور د “ګیتان جلي”پہ پښتو کښې منظومہ ترجمہ دہ۔ ګیتان جلي پہ بنګالۍ ژبہ کښې د ټېګور صوفیانہ سندرې دي ۔ د ګیتان جلي پہ انګرېزۍ کښې ترجمہ ټېګور پخپلہ کړې دہ دا ترجمہ پہ نثر کښې دہ خو د شاعرۍنہ ھم خوږہ او خوند ورہ دہ ۔ د سندرو پہ پېرزونہ باندې
اسماعیل ګوہر ډېرہ ښکلې جامع محققانہ انداز کښې مقدمہ لیکې دہ پہ دې کښ زۀ باک نۀ محسوسوم چې لۀ دې نہ مخکښې چا پہ پښتو ادب کښې د تېګور پہ حقلہ دغہ ھومرہ معلومات نۀ دي ورکړي۔ مقدمہ پہ مختلفو عنواناتو وېشل دہ لکہ
- د تېګور خانداني پس منظر
- د تېګور ژو
- د ټېګور شخصیت
- د تېګور تعلیمي او ادبي خدمتونہ
- د ټېګور مصوري
- د تېګور خطابات
- د ټېګور بہرني سفرونہ
- ګیتان جلي
- د ګیتان جلي ترجمې
- ١د ګیتان جلي مختلف نومونہ
لۀ دې عنواناتو نہ اندازہ لګېدے شي چې ګوہر پہ ګیتان جلي او ټېګور باندې څومرہ زړۀ پورې کار کړی دے ۔زۀ پہ ټېګور باندې څۀ وئیل نۀ غواړم ځکہ چې دا ھر څۀ د کتاب مقدمہ کښې موجود دي ۔پہ ګیتان جلي باندې د اسماعیل ګوہر نہ مخکښې دې پښتنولیکوالو قلم اوچت کړے دے ۔ ١ عبدالروف بېنوا افغانستان ٢ ډاکټر یار محمحد مغموم د ښائست د لار مسافر “دي پلګرم اف بیوټي “پښتوترجمہ ٣ دنواز طائرمنظومہ ترجمہ ،خو دې ټولو باندې اسماعیل ګوہر تہ اېج دی چې یو خو دھغۀ شاعران استعداد د نورونہ زیات دے او بل د اسلام اباد غوندې سنټر کښې ناست دے چرتہ پہ ټېګور باندې پہ اردو کښې ګڼ معلوماتي کتابونہ دستیاب دي۔ ګوہر چونکې داردو شاعر ادیب ھم دے پہ دې وجہ د ہغۀ داردو د ژبې ډېرو انټیلیکچول سرہ تعلقات دي دضرورت پہ وخت خپلې لائبریرۍ اسماعیل ګوہر تہ وا کړي۔
د غني خان شاعري
د کتاب تړون د غني خان پہ نوم دی زۀ ضروري ګڼم چې لږہ رڼا د غني خان پہ شاعرۍ واچوم ۔ کلہ چې د ازادۍ تحریک د شلمې پېړۍ پہ ابتدا کښې د خان عبدالغفار خان پہ سر براہۍ کښې شروع شو د غني خان شاعري لکہ د عبدالکبر خان اکبر ،فضل احمد غر او د محمد اکبر خادم وغېر پہ رنګ لړې وہ ۔ د ازادۍ نہ ورستو د غني خان پہ شاعرۍ کښې د ټېګور ،علامہ اقبال ، د مغرب د روماني شاعرانو لکہ د ورډز ورتھ،کولرج ،شېلی ،جان کیټس ،بائرن وغېرہ د ټولو پہ شریکہ اثرات موندے شی۔
ہندوازم، بدہ ازم ، یہودیت او عېسایت د رہبانیت پرچار کوي اوپہ ښہ نظر ورتہ کتے شي۔ د ہندو ازم مذہبي کتابونہ دخدائې د واحدانیت درس ورکوي ورستو د مذہب ټېکہ دارانو پنډتانو د مورتیانو د بتانو د پرستش لار پېدا کړہ ۔ ټېګور د ژور نظر خاوند و ہغہ پہ خپلې ټولې شاعرۍ کښې ہغہ یو او لوی ذات تہ د رسېدو پہ ہڅہ کښې دی ۔ دې لۀ پارہ ہغہ تنہائي خوښوي ۔د فطرت د مظاہرو مشاہدہ کوي د صحرا او ځنګل لار ښائي ۔د ټېګور شاعري داسې نغمہ دہ چې سړي لہ خوب راولي ۔ بې عملۍ طرف تہ بیائي ۔د علامہ اقبال شاعري د عمل پېغام ورکوي۔ اسلام قوي مومن لہ پہ ضعیف مومن باندې ترجیع ورکوي پہ معاشرہ کښې ښہ اعمالو سرہ ژوندتېراول غورہ ګڼي۔ خودي د علامہ اقبال د شاعرۍ روح دے ۔ہغہ یوازې د اردو ژبې لوی شاعر نۀ دے د فارسۍ ژبې ہم لوی شاعر دے ۔ پہ ایران کښې ورتہ د قومي شاعر درجہ حاصل دہ۔ د رومانیت بنیادي نقاط روحانیت ،د ہئیت خیال نۀ ساتل ،او د راویت نہ بغاوت کول دي ۔ د غني خان پہ شاعرۍ کښې د روحانیت د رومانیت پہ سبب دے ۔ غني خان صوفي نۀ دے د ہغۀ ټول ژوند زمونږ د سترګو مخکښې دی ۔د ټېګور شاعري د علامہ اقبال شاعري اود مغرب رومانیت چې یوځائی کړی شي د غني خان د شاعرۍ خمیر ترې ساز شي ۔ خو پہ فني لحاظ د غني خان شاعر ډېرہ کمزورې دہ ۔غني اکثر شاعري پہ معرا نظم کښې دہ ۔ معرا نظم کښې د وزن او د بحر دواړو پابندي ضروري دہ نظم کۀ ازاد ہم وي وزن یې اولنۍترجیع دہ ۔ دا د سردارعلي ټکر کمال دے چې ہغہ د غني خان بې وزنہ او بې بحرہ شاعرۍ لہ د نغمې رنګ ورکړي خو دا د غني خان عېب چې د ے چې نور فنکاران د غني خان د شعر پہ وائیلو کښې دقت محسوسوي ۔ ګني د قواعدو ضوابطو مطابق شوې شاعرۍ نہ غنایت او موسیقت پخپلہ څاڅی۔
مسدس؛
سامعین بہ پہ سوچ کښې شي چې د مسدس پہ دې مقالہ کښې څۀ کار دے
اسماعیل ګوہر د ګیتان جلي منظومہ ترجمہ پہ مسدس کښې کړې دہ دې لہ پارہ پہ مسدس باندې رڼا اچول ضروري شي ۔ مسدس د نظم ہغہ قسم دی چې ہر بند یې پہ شپږو مصرعو مشتمل وي ۔ د مسدس دوہ اقسام دي راویتي مسدس او مسدس حالي پہ راویتي مسدس کښې داولني بند شپږ واړہ مصرعې ہم قافیہ ددوئیم بند پنځۀ مصرعې ہم قافیہ او شپږمہ مصرعہ د اولني بند د مصرعو ہم قافیہ دغہ ہئیت پہ ټول نظم کښې وی ۔ دا یو ګران ہئیت وۀ پہ دې کښې بہ شاعر د قافې پہ چکر کښې بہ اونښت د زړۀ مدعا بیانول بہ ورتہ ګران شو ۔مولانا الطاف حسېن حالي یو ہئیت اېجاد کړو چې دا ہم مسدس وۀ خو لږ بدل ۔ ددې اولنۍ څلور مصرعې ہم قافیہ وي او ورستۍدوہ پہ څان کښې ہم قافیہ وي ۔او درجوع ضرورت نۀ وي ۔ حالي ،اقبال او پہ پښتو کښې خان میر ہلالي اکثر شاعري دنظم پہ دغہ قسم کښې کړې دہ څنګہ ما مخکښې اووئیل چې د ګیتان جلي منظومہ ترجمہ دګوہر مہم کار دے ۔دغہ مسدس د ګوہر منظومې ترجمې تہ نقصان رسوي
پہ ص ١٨٩ باندې ٥٩ نمبر نظم دی
yes I know this is nothing but my love ,
o beloved of my hert .this golden light that
dances upon the leaves , these idle clouds
sailing across the sky ,this passing breeze
leaving its coolness upon my forehead
the morning light has flooded my eyes –this is
the massage to my hert ,thy face is bent from
above, thy eyes look down on my eyes, and my
hert has toched thy feet
ترجمہ:
او ماتہ معلومہ دہ چې دا ہیڅ شی نۀ دی مګر زما د زړۀ مینہ دہ ای زما د زړۀ مینې دا سنہري رڼا چې پہ پاڼو باندې ګډیږي دا اوارہ وریځې چې پہ اسمان کښې لامبوګانې وہي دا تېرېدونکې سیلۍ خپل یخوالی زما پہ وچولي پرېږدي د سحر د رڼا زما پہ سترګو کښې سېلاب راغی د ہغۀ څہرہ برہ نہ پہ کتہ زما پہ سترګو کښې ګوري او زما زړہ د ہغۀ قدمونہ ښکلوي
د ګوہر منظومہ ترجمہ:
ای خوږہ ربہ دجہان خو بس رښتیادغہ دي
دلتہ ہیڅ نیشتی ربہ ستا د محبت نہ بغېر
دغہ وریځې د سحر ساړۀ ساړۀ بادونہ
نیشتی دی ہیڅ ہم دلتہ ستا د عنایت نہ بغېر
دا ښکلي ښکلي منظرونہ پر خمارہ ہوا
نۀ دہ دا ستا د عنایت او د کرم نہ سېوا
دا ستا کرم دی ای مالکہ دا بخښنہ دہ ستا
سحر چې سترګې غړوم پکښې رڼا پرتہ دہ
ہمہ اثار دي ربہ ستا او زېری ستا راکوي
پہ ہر یو څیز کښې تۀ موجود یې ستا ځلا پرتہ دہ
نظر مې موړ ستا د کرم پہ منظرونو ربہ
سترګې زما دي پہ سجدہ کښې ستا د پلونو
د مسدس نظم ګېدا ارتہ دہ ۔ ددې پہ ہر بند کښې شپږ مصرعې وي کۀ چرې متن مطلب پہ څلورومصرعو ادا شو باکي دوہ مصرعو لہ لاس او پښې وہل پرېوځي ۔ د مسدس ګېډا ډکولو لہ اسماعیل ګوہر لہ ډېر الفاظ د ځانہ اېډ کول پرېوتل
چې د کومو ذکر د نظم پہ متن کښې دسرہ موجود نۀ دے ۔ مفہوم خو ادا شو د اصل متن نہ لرېوالی ډېر دے ۔ د زمان مضطر صېب کتاب مراتہ رحمان لہ اباسین ارټس کونسل ګولډ مېډل ځکہ ورکړی وۀ چې ددې منظومہ تر جمہ پہ پہ نسبت د حمزہ بابا، رضا ہمداني، او طہ خان د منظومو ترجمو اصل متن تہ ډېرہ نېزدې وہ ۔ مضطر صېب پہ منظومې ترجمہ کښې د رحمان باباد قافیې او د ردیف د استعمال کوشش کړی دے چې ډاکټر شېر زمان طائرزي پہ فرنټیئر پوسټ کښې ہم ستائیلی وۀ
پہ ص ٢٩٠ باندې ٩٦ نمبر
when I go from hence let this be my parting
word, that what I have seen unsarpassable,
I have tasted hidden honey of this lotus
that expands on the oceon of light ,and thus
am i blessed let this be my parting word
in this play house of infinite forms I heve had my
play and here heve I caught sight of him that is
fomless
my hole body and my limbs hve thrilled with
his touch who is beyond touch if the end
comes here let it come , letthis be my parting
word
ترجمہ:
زۀ چې ددې دنیا نہ کلہ ځمہ دا دې زما الوداعي الفاظ وي ما چې څۀ لیدلي وو لا ثاني وو ما پہ دې نیلوفر کښې پټ ګبین څښلي دي ۔ ہغہ کنول چې د د رڼا پہ بحر خوارۀ وو او ایا داسې پہ مامہرباني وکړے شوہ ؟ دغہ دې زما الوداعي الفاظ وي ما پہ دې لا محدودہ مکان کښې خپل رول اولوبو۔ ما دہغہ نندارہ وکړہ چې ہغہ تشکیل شدہ نۀ دی زما ټول وجود او لېنګي رپېږي د ہغۀ لمس سرہ چې د لمس شاتہ څوک دی۔ کۀ دلتہ زما خاتمہ کېږي اوداسې دې اوشي دا دې زماالوداعي الفاظ وي
منظومہ ترجمہ:
د تلو پہ وخت مې د پہ خلۀ دغہ کلام وي ربہ
چې مې لیدلی دے ہر شی، ولاثاني دلتہ کښې
ګبین څښلی دے خفي پہ نیلوفر کښې چې وۀ
چې ټوکېدلے پہ چینہ وۀ نوراني دلتہ کښې
چې ستا پہ یاد کښې دے تېر شوی ذوالجلالہ زما
نو ځکہ ژوند داسې تېر شوی دے خوشحالہ زما
ددې جہان لوبو کښې لوبہ زما ختمہ شولہ
شکلونہ ډېر راتہ ہر خوا خوار ۀ وارۀ ښکاریږي
سترګو مې ہغہ صورت ہم لہ خېرہ اولیدلو
کۀ یې لیدل غواړي دنیا کښې چاتہ نۀ ښکاریږي
لمس یې لا کلہ زۀ زغملے شم رپېږمہ زۀ
ځان ورتہ کلہ ټینګولے شم رپېږمہ زۀ
کاشکی ژوندون دې زما دلتہ سر تہ اورسي اوس
د تلو پہ وخت دغہ لفظونہ دې پہ خلہ شي زما
چې ستا پہ مخہ دې ساہ اوخېژي اختر دے زما
اوس دې لہ خېرہ دا ژوندون مې دې ختمیږي ربہ
ہغہ دې نن اوشي صبا بہ چې څۀ کېږي ربہ
د اولني بند پنځمہ مصرعہ د یاد ذکر ماتہ د ټېګورد نظم پہ متن کښې نۀ شي لیدے ۔ کۀ لیدل غواړي دنیا کښې چاتہ نۀ ښکاریږي ۔ دا مصرعہ اضافي دہ ۔ چې ستا پہ مخہ دې ساہ اوخېژي اختر دی زما دا مفہوم یې څۀ نہ اخستی دی ۔ who is beyond touch د دې الفاظو مفہوم ہډو اخستی شوی نۀ دے۔ دا کمی بېشی قریبا پہ ہر نظم کښې موجود دے ۔ کہ چرې اسماعیل ګوہر معرا یا ازاد نظم ترجمې لۀ پارہ استعمال کړی وے دومرہ بہ د کمي بېشي نۀ ښکار کېدۀ ځکہ چې ددې ہئیتونو ضروریات ډېر کم دي شاعر نخښې پسې پہ اسانہ تلے شي ۔ خو منظومہ ترجمہ ګران کار دی ۔دیو ژبې روزمرہ ، محاورہ، تلمیحات او ضرب الامثال د ہغہ خوږلت سرہ بلې ژبې تہ اړول جوې شیر راوستل دي کۀدا لږ ډېر کمی بېشی پہ ډډہ کړی شي اسماعیل ګوہر د تېګور د منظومې ترجمې نہ خوږہ نغمہ جوړہ کړې دہ۔ مسدس کۀ یو طرف تہ د کمي بېشي سبب جوړ شوی دی نو بل طرف تہ تغزل او ترنم یې ہم پېدا کړی دے۔ دا د اسماعیل ګوہر مہم کار دے چې پښتو ادب یې د ټېګور د افاقي او مترنمې شاعرۍ نہ خبر کړو۔ د اسما عیل ګوہر نہ علاوہ بل څوک ماتہ دې مہم کار لہ موزون نۀ ښکاري۔ چې ہغہ د اردواو پښتوپہ شاعرۍ یو شان دسترس لري۔
د زرچې بی بی چاربېتہ
د سحر حسن زی تالیف د تور غر چاربېتہ چې ۲۰۱۹ع کښې چاپ شو ۔ پہ ھغہ کښې پہ ص۵۶ باندې د زرچې بی بی چاربېتہ دہ د ھغې پہ حقلہ سحر حسن زی دعویٰ وکړہ چې زرچہ بې بې د ھزارې اولنۍ چاربېتی شاعرہ دہ ۔ خو ما پہ بټګرام کښې پہ یو پروګرام کښې چې د اسماعیل ګوھر سرہ د ترقی پسند ادبی ملګرو مانځلے ؤ وضاحت اوکړو چې زرچہ بې بې د پښتو ادب اولنۍ چاربیتی شاعرہ دہ ۔ پہ نورې پښتون خوا کښې دا قسمہ چاربېتہ نۂ شی موندے ۔ یوہ چاربېتہ د ارسلا نومې شاعر چې تعلق یې د سمې سرہ دے پہ “ھاروبھار” کښې موجود دہ او پہ ھارو بھار کښې ورتہ چاربېتہ نہ دہ لیک خو پہ ھاروبھار کښې نورې چاربېتې ھم موجود دې چې ورتہ چاربېتہ نہ دی لیکلی شوی لکہ پہ ص۸۶ د محمود شاعر چاربېتہ او پہ ص ۱۴۴ د عیسیٰ ګل اخونزادہ چاربيتہ وغیرہ ۔ د زرچې بی بی چاربېتہ پہ ص۶۰ باندې داسې لیک دہ ۔
سر
زما د غېږې مرور تلے جانان دے
ښہ پرې پوھېږم چې پہ نېت د ھندوستان دے
زما د غېږې
کړہ
زما دغېږې مرور تلے پرون
اوس شومہ پوھہ چې پہ ما راغے بیلتون
سرمې دے اېښے ،،،، ځکہ مدام پہ خپل زنګون
مسلمانی راتہ ښکاری چې ډېر ګران دے
زما د غېږی
کړہ
مسلمانی دہ ورتہ ودرېدم سرتورہ
پہ ښکتہ مۂ ځہ زما دې جولۍ ګورہ
بغېر لہ تانہ ،،،، شوہ رڼا ورځ راباندې تورہ
یواځې زہ بہ شم ستی اور د نیران دے
زما د غېږې
کړہ
پہ تورو زلفو ورلہ لاړم ننواتې
لالے مې نۂ کړو د دکن د خیالہ پاتې
نۂ منې کېږی ،،،، سوال نامنظور شۂ د نېک ذاتې
پہ مخ د اوښکو مې شېبې راغلې باران دے
زما دغېږې
الخ
دا د سحر حسن زی خپلہ اختراع دہ ګنی پہ ھزارہ کښې ددې کړہ داسې لیکلې کېږی
کړہ
زما د غېږې مرور تلے پرون
ځکہ ځان ژاړم چې پہ ما راغے بېلتون
سرمې د ے اېښے
ځکہ مدام پہ خپل زنګون
مسلمانی دہ راتہ ښکاری جانان ګړان دے
زما د غېږې
اوس د چاربېتې ستر شاعر قاضی ګل پہ خپل کتاب مشکل کشاۓ طالبان کښې پہ ص۶ باندې چاربېتہ دہ
سر
نہ بہ ژوندے یم نہ بہ بیا پہ ما اختر راشی
نہ بہ دنیاتہ محمد نبې سرور راشې
کړہ
نہ بہ ژوندے یم نہ بہ بیا ھغہ دوران اوینم
نہ نبی سرہ جوړۍ څلور یاران اوینم
نہ مسافر بہ پہ لنګر کښې د عثمان اوینم
نہ پہ دلدل باندې بہ سور علی حېدر راشی
کړہ
نہ پہ جھان بہ د علی د تورې شور اوینم
نہ بہ جنډې د اسلام باندې کور پہ کور اوینم
نہ پریشانہ بہ کافر زہ لور پہ لور اوینم
نہ بہ حمزہ صاحب مېدان لہ برابر راشی
اوس دا د ھزارې والې پہ شکل لیکلے او پہ مجلس کښې مجلسیان یې وئیلے ھم شی
سر
نہ بہ بیا پہ ما اختر راشی
نہ بہ دنیا تہ محمد نبی سرور راشی
نہ بہ ژوندے یم
کړہ
نہ نہ بہ ژوندے یم نہ بہ بیا ھغہ دوران اوینم
نہ بہ نبی سرہ جوړۍ څلور یاران اوینم
نہ مسافر
بہ پہ لنګر کښې د عثمان اوینم
نہ پہ دلدل باندې بہ سور علی حېدر راشی
نہ بہ ژوندے یم
کړہ
نہ پہ جھان بہ د علی د تورې شور اوینم
نہ بہ جنډې د اسلام باندې کور پہ کور اوینم
نہ پریشانہ
بہ کافر زۂ کور پہ کور اوینم
نہ بہ حمزہ صاحب مېدان لہ برابر راشی
نہ بہ ژوندے یم
قاضی ګل د شملائی د نواب پہ مدحہ کښې پہ مشکلل کشاۓ طالبان کښې د شرعې پہ ص ۵۹ باندې چاربېتہ وائیلې دہ۔
سر
د سخاوت اواز یې خور پہ کل جھان دے
سخی بې مثلہ شملائی کښې رستم خان دے
د سخاوت
کړہ
د سخاوت اواز یې خور پہ کل زمین کښې
ثانی یې نشتے پہ خطا ختن پہ چین کښې
ورشئ وګورئ
لکہ ګورئ مخ ائین کښې
لنګر جاری یې پنج وختہ پہ ھر زمان دے
د سخاوت
کړہ
لنګر جاری دے ورکوی دے پولاوُنہ
ښہ صفا غوښې ھ٘م کباب راتۂ سیخونہ
پہ ماسپښین کښې
ورکوی چائې سرہ کېکونہ
قدر کؤی د مېلمنو ډېر قدردان دے
د سخاوت
الخ
د احمد دین طالب مشھورہ چاربېتہ دہ
سر
ھغہ دم زما د زړۂ صبرتمام لاړۂ
مرور چې مې لہ غېږې دل آرام لاړۂ
کړہ
ھغہ دم زما لہ زړۂ کاوکې خېژی
چې باغچہ مې د وصال پہ خزان رېژی
معشوقې عاشق لہ ھروختې غم بېج دی
نن د لاسہ مې نسکور د نصیب جام لاړۂ
اوس دغہ چاربېتہ مونږ د ھزارې والې پہ چوکاټ کښې لیکو
ھغہ دم زما د زړۂ صبر تمام لاړۂ
مرور چې مې لہ غېږی دل آرام لاړۂ
ھغہ دم
کړہ
ھغہ دم زما لہ زړۂ کاوکې خېژی
چې باغچہ مې د وصال پہ خزان رېژی
معشوقې
عاشق لہ ھر وختې غم بېج دی
نن د لاسہ مې نسکور د نصیب جام لاړۂ
ھغہ دم
اوس د زرچې بی بې چاربېتہ مونږ د قاضی ګل د اولنۍ چاربېتې چې پہ ص ۶ باندې دہ پہ چوکاټ کښې لیکو
سر
زما د غېږې مرَور تلے جانان دے
ښہ پرې پوھېږمہ چې پہ نېت د ھندوستان دے
کړہ
زما د غېږې مَرور تلے پرونَ
اوس شومہ پوھہ چې پہ ما راغے بیلتونَ
سر مې دے اېښے ځکہ مدام پہ خپل زنګونَ
مسلمانی دہ راتہ ښکاری جانان ګران دے
کړہ
مسلمانی دہ ورتہ ودرېدم سرتورہ
پہ ښکتہ مۂ ځہ زمادې جولۍ تہ ګورہ
بغېر لہ تانہ شوہ رڼا ورځ را باندې تورہ
یواځې زہ بہ شم ستی اور د نیران دے
الخ
کہ دې ټولو مثالونو تہ وکتے شی دامربع چاربېتہ دہ چې ھزارہ کښې پہ بدل رنګ کښې لیکلےاو وئیلےشی ۔
د تور غر پہ چاربېتہ کښې پہ ص ۶۰ د زرچې بی بی چاربېتہ ، پہ ص۷۰ د طوطی استاد چاربېتہ، پہ ص ۷۲ د طوطی استاد بلہ چاربېتہ ،پہ ص ۱۲۵ د عبد الرحیم اخون چاربېتہ ، پہ ص د محمد صدیق چاربېتہ ، پہ ص د محمدی جان چاربېتہ ،پہ ص ۴۸ ۱ د عبدالقیوم چاربیتہ ، پہ ص ۱۸۰ د رازی مت خان چاربېتہ، پہ ص۲۷۱ د محمد اقبال (د ریل ،تناول ) د ګوجرو چار بېتہ، پہ ص ۲۹۲ د بھادر خان چاربېتہ ، پہ ۳۰۰ د رحمت صبر چاربېتہ پہ ص ۳۰۹ د مسافر شاہ چاربېتہ دا ټولې چاربېتې ھزارې والې چاربېتې دی چې راقم الحروف پہ خپل کتاب “ چاربېتې پوھنہ” کښې پہ ص ۱۱۰ باندې پرې بحث کړے دے ۔ دا د مربع چاربېتې بدل شکل دے ۔ مربع ددې مور چاربېتہ دہ ۔د چاربېتې لوازمات پورہ کوی۔ سر لری، کړہ یې پہ څلورو مصرعو مشتمل دہ او د کړې اخرې مصرعہ سر تہ راجع کېرې ۔ مربع د ھزارې والې او ھزارې والہ د مربعې پہ چوکاټ کښې لیکلے او اھنګ کښې وئیلے کېدے شی۔ خو ھزارې والہ صرف ھزارہ او پہ شانګلہ کښې موجود دہ ۔
چینارونہ
د ھزارې د نوم د تاریخی پسِ منظر نہ علاوہ ھزارہ د یو ګل نوم ھم دے ۔ دا ھغہ ګل دے چې د ګل زر پاڼې وی ۔ ھزارہ د ګڼو قومونو ټاټوبے دے او پہ دې کښې ګڼې علاقائی ژبې وئیلے کېږی ۔ د پښتو نہ علاوہ نورې ژبې پہ ارتقائی عمل کښې پہ خپلو ابتدائی مدارجو کښی دی ، خو پښتو دلتہ د شېر بھادر خان پنې (دتاریخ ھزارہ مصنف) مظابق د ۱۶۰۵ ع نہ وئیلے کېږی ۔ پښتو د ھزارې پہ شمال مغرب کښې وئیلے کېږی چې انتھائی دشوار ګزارغرونہ دی ۔ پہ دې کښې د عام ذھنی سطح شاعر او ادیب ورک نومے پاتې شی تر څو چې ھغہ د غېر معمولی صلاحیتونو مالک نۂ وی۔ پہ ھزارہ کښې پخواہ د چاربېتي او غزل ښہ ښہ شاعران موجود وو او اوس ھم دی ۔پہ دوی کښې ځنې داسې سټې دی چې ھغوی پہ پښتو ادب کښې د ځنو اصنافو ابتدا کړې دہ د پښتو ادب تاریخ ھغوی لہ ھیڅ کلہ نۂ شی ھېرولے ۔ حسېن ملک پوری ددی عظیم شاعر تعلق د ھزارې د ضلع مانسھرې سرہ دے ۔ حسېن د عمر پہ لحاظ د رحمٰن بابا او د عبدالحمید بابا دواړو نہ مشر دے پہ پښتو ادب کښې سبکِ ھندی ابتدا دحسېن نہ کېږې ۔ سبکِ ھندی ابتدا پہ اېران کښې بابافغانی کړې وہ ، د اېران نہ دا سبک ھندوستان تہ لاړ او ھلتہ یې ډېرہ زیاتہ ودہ او موندہ دا د شاعرۍ یو اسلوب دے چې پکښې تشبیھ در تشبیھ ، استعارہ در استعارہ ، نازک خیالۍ ، مشکل پسندۍ، د ابھام ګویۍ خیال ساتلےشی عبدالقادر بېدل ، صائب ، غنی کاشمیری ، نعمت سرحدی طائر بخاری دفارسۍ مشھور شاعران وو پہ پښتو کښې حسېن پسې عبدالحمید بابا ، کامګار خان خټک ، کاظم خان شېدا، علی خان او حنان بارک زی دا لار خپلہ کړہ او دا سبک یې خپل معراج تہ ورسوۂ ۔ کلہ ھمېش خلیل دحسېن دیوان پہ کال ۱۹۵۸ ء چاپ کړو د دیوان پہ مقدمہ کشې یې ولیکل چې د ظابطہ خان انرری مجسټرېټ پہ عدالت کښې د سید حسېن نمسی د حسېن د دیوان قلمی نسخہ د شھادت پہ طور پېش کړہ چې دا د ھغۂ نیکۂ سید حسېن د دیوان قلمی نسخہ دہ ۔ دقلمی نسخې د مطالعې نہ ورستو عدالت پہ دې نتیجہ ورسېد چې دا قلمی نسخہ د پکلۍ دیو شاعر حسېن دہ د سید حسېن نہ دہ ۔ دويمہ نقطہ ھميش صېب دا واضح کړہ چی حسین د خوشحال بابا ھم عصر دے ۔ درېمہ نقطہ چې پہ قلمی نسخہ باندې د عبدالقادر خان خټک د لاس مھر ثبت دے ۔ چې دې طرف تہ اشارہ چې حسېن د عبدالقادر خان خټک ، رحمان بابا ، او د عبدالحمید بابا نہ مشر دے ۔ قاضی عبدالحلیم اثر یو معتصب لیکوال وۂ ۔ھغۂ چې د حسېن عظمت تہ وکتل حسېن یې خپلې خاورې سرہ تړل خوښہ کړہ ۔ پہ علی خان باندې دعبد الحلیم اثر او د عقاب خټک تر منځہ قلمی جنګ بہ ډېرو ملګرو تہ بہ یاد وی ۔ اثر صېب و لیکل دا لفظ پکلۍ نۂ دے کوکړۍ دے او کوکړۍ پہ سوات کښې دہ ۔ د کتابت غلطی پہ یو مقام کېدې شې۔ پہ دوہ مقامہ د منلو وړ خبرہ نہ دہ
د اثر صیب جواب ھمیش صېب پہ خپل کتاب ساھو ادب کښې د حسېن پہ باب کښې کړے دے ۔ کلہ چې ما پہ حسېن باندې خپل تحقیقی او تنقیدی کتاب وړاندې کړو ځنې کاواکہ خولې بیا پرانستے شوې خو ددیوان د اخلی شھادتونو پہ موجود ګۍ کښې حسېن د پکلۍ ملک پور خانزادہ نہ علاوہ څہ کيدے شی ۔ حسېن پہ خپل درست دیوان کښې د سېد لفظ نہ دے استعمال کړے ۔ د ملک پور پہ نوم باندې کلوټی پہ سوات بونېر او اکوړی سرہ خواوشاہ موجود دی خو پکلۍ ملک یو دے چې ډېر لوے ارت بېرت میدان دے ۔ نیم پاکستان تہ ګوبی ، پیاز الو ټماټر سپلائی کوی
چې پېدا شوې پکښې ستا ملالې سترګې
ځکہ پاتې لہ حسېنہ ملک پور شو
چې پېدا شو پکښې مښک ځما د شعر
دا ختن دے نۂ پوھېږم کہ پکلۍ
پہ معنیٰ کښې ستا خاکروب حلقہ بګوش یم ګنې ملک مې دے پکلۍ ستوګنہ سوات
خانزادہ حلقہ بګوش یم
لا جوابہ بې حجتہ
مولوی محمد اسماعیل خان
د مولوی محمد اسماعیل تعلق ھم د ھزارې ډویژن ضلع مانسھرې د ډھوډیالو کلی پکلۍ سرہ دے ۔پہ کال ۱۸۸۶ ءفرانسیسې ادیب جیمز دار مېسټېټر دپښتو اولسی ادب اولنے کتاب (ھاروبھار)چاپ کړو ۔ ددې کتاب منشی توب مولوی محمد اسماعیل کړے وۂ ۔ دا یو ګران کار وۂ اول شاعر پیدا کوہ بیا د ناخواندہ شاعر نہ د ھغۂ کلام سرہ د ټولو لوازماتو لیکل، اوس ھم ددې کتاب ‘د پښتو ھاروبھار ‘ معیار زمونږ پہ مخہ دے ۔ د مولوی محمداسماعیل پہ حقلہ ډاکټر خالد خان د پښتو ګڼې جنورۍ ، فرورۍ، مارچ کال ۱۹۹۶ ء پہ ص ۸۳ باندې لیکی
د کال ۱۸۹۰ ء نہ پس تراوسہ پورې ډېر ګرامرونہ ولیکل شول چې دلتہ زمونږ د بحث نہ خارج دی څنګہ چې ددغہ فھرست نہ ظاھرہ دہ اکثر کتابونہ پہ سطحی ډول لیکلے شوی دی فقط دوہ قواعد نویس داسې دی چې کار یې اھمیت لری ۔ یو نور محمد قندھاری چې ګرامر یې چاپ نہ شو پہ لندن کښې تراوسہ د چاپ پہ انتظار پروت دے دوئیم د محمحد اسماعیل”قواعد افغانی “۱۸۶۷ ء (۱۲۴۶ چې چاپ شو خو بیا ھم ګمنام پاتې شو بلا شبہ چې دغہ میعار ګرامر بل تراوسہ او نۂ لیکلےشو ۔ دا پہ فارسۍ ژبہ کښې دے یوہ نایاب نسخہ زما لاس تہ د ټېری د نواب صبح صادق خان صادق مرحرم د کتب خانې نہ رسېدلې دہ او غواړم چې ډېر زر ئې خلقو تہ ور وپېژنم “
د ډاکټر خالد خان ورکړی د دغہ ګڼې پہ ص ۸۲ باندې د مولوی محمد اسماعیل د دریو نورو کتابونو ذکر دے ۔ کتابونہ دی ګفتګوِافغانی (پښتو اردو )اېبټ ابادچاپ کال ۱۸۸۳ء،ائینہِ الفاظِ افغانی (پښتو اردو)ھم دغہ کال ايبټ اباد چاپ او خزانۂ افغانی( پښتو اردو انګرېزی ) کال ۱۸۸۹ ء د لاھور چاپ ، مولوی محمد اسماعیل د ھېډ ماسټر صېب غلام فرید خان نیکۂ وۂ چې زما د انګرېزۍ استاد وۂ پہ اوګۍ ګورنمټ ھائ سکول کښې ډېر وخت یې تېر کړے وۂ ۔
فدا ګل عرف پېډیا بابا
ښاغلے ھمایون ھمدرد د فرید ګل نہ راویت کوی چې فداګل د صوابۍ نہ لالو ګلۍ ھزارې تہ پہ کډا تلے وۂ او ھلتہ یې ژوند کوۂ ۔ ماپہ پہ خپل کتاب “ چاربېتہ پوھنہ “ کښې ھم دغہ شان لیکی دې خو زما پہ زړۂ کښې ھاغہ وخت ھم دې وسوسې سر وھۂ چې د فداګل بابا او او د فریدګل استاد تر منځہ د عمر ډیر لوے فرق دے پہ دې راویت باندې سړے څومرہ تکیہ کولے شی ۔ فدا ګل کہ د صوابۍ وی ھم خو پېدائش د صوابۍ نۂ دے د ھغۂ پلار کډہ لالوګلۍ تہ راوړې وی ، ځکہ چې پہ ھزارہ کښې رواج دے چې د وړو نوم نہ ورستو د مینې پہ خاطر یا زیات کړی ، لکہ مشتاق مشتیا ، عاشق عاشقیا زمان خان مانیا وغېرہ وغېرہ دغہ شان فدا ګل نوم نہ بہ فدیا جوړ شوے وی او فدیا بہ پہ پښتو کښې پہ پيډیا کښې بدل شوے وی ځکہ چې پښتانۂ “ ف “ ادائیګی پہ “ پ “ سرہ کوی ۔
د کړہ بندې چاربېتې ابتدا د پېډیا بابا نہ شوې دہ ۔ چاربېتہ د اوسنی دور د کړہ بندې چاربېتې پہ شان نۂ دہ ، اوس کړہ بندہ چاربېتہ سر سرہ پہ دریو ځایونو تړلے شی او دباباچاربېتہ پہ یو مقام سر سرہ تړلے شوې دہ ۔ خو دا قسمہ چاربېتې پہ یو مقام اوکہ پہ درې مقامہ سر سرہ تړلے کېږی ټولې یو سر لاندې پہ یو اھنګ د ساز سرہ پہ ترنم کښې وئیلے کېدے شی ځکہ د یو کور یا قسم چاربېتې دی ۔ د بابا چاربېتہ دہ
سر
مالیار شہ بېدار ، ګلشن دې تالا کېږی
زاغان لکہ طوطیان خوری د سرو شونډو چوارې
پراتۂ پہ خراسان
کړہ
کارونہ د اورنګ ، ھمہ واړہ بد رنګ ۔ ناحق غواړی قلنګ
پښتون یم پہ اجداد باندې لرم تورې تېرې
مئین نہ یم پہ ځان
کسر
یولس سرہ شمار کہ ، دوہ کم اتیا پرې بار کہ، فدا ځان دې تیار کہ
عصا دې لاس کښې رپی سوچ کوہ د ھدیرې
فانی دے دا جھان
د چاربېتې زمانہ پخپلہ شاعر پہ کسر کښې ښودلې دہ ۱۱۷۸ ھ چې ترې ۱۷۴۵ ء جوړېږی دا د غزل د سبک ھندې سرہ تړلی مشھور شاعرانو محمدی صاحبزادہ ، د کاظم خان شېدا او دعلیخان دور جوړېږی ۔ پہ چاربېتو کښې دا یواځې چاربېتہ دہ چې د پښتو د ژبې خپل پېداوار دے ګنی نور اقسام یا کورونہ د مختلفو نظمونو نہ اخذ کړے شوې دی لکہ مثنوی چاربېتہ د مثنوی نظم نہ مربع چاربېتہ د مربع نظم نہ او معشر چاربېتہ د معشر نظم وغېرہ نہ ۔ داسې فداګل بابا پہ صحیح معنو تخلیق کار دے چې یو داسې قسم یې پہ وجود کښې راوست چې د ھغې وجود دسرہ موجود نۂ وۂ ۔ دنورو چاربېتو پنځۂ اقسام دې ۔ مشتاق مجروح پہ زرکاڼی کښې ھم پېدیا بابا چاربېتې سرہ شپږ ښودلی دی ۔ د چاربېتې اکثر شاعران عالمان ملایان او طالبان وو پہ فارسۍ ډېر ښہ دسترس لرۂ ۔فارسی د درس او تدریس ژبہ وہ ۔ زمونږ زاړۂ کتابونہ لکہ تذکرۃ ابرار ، حالنامہ وغېرہ فارسۍ کښې دی ۔ پہ ادب کښې ورکړۂ راکړۂ د شروع نہ کېږی د فارسۍ د نظمونو نمونې موجود وې یو د سر او جوړ اضافې سرہ چاربېتہ پہ وجود کښې راغلہ ۔ تراوسہ پورې د پښتو ژبې اولنې معلومہ چاربېتہ ښہ ښہ پوھانو پہ مثنوی شمارلہ ۔
قدرت علی عرف قاضی ګل
د قاضی ګل تعلق ھم د ھزارې سرہ دے ۔ پہ کال ۱۸۶۸ ء کښې د ھزارې درې علاقہ ټکرۍ درہ چې ھغہ وخت علاقہ غېر وۂ د انګرېز پہ عمل دارۍ کښې نہ وۂ پېدا دے ۔ قاضی ګل یو زبرست قادر الکلام شاعر وۂ چې پہ پښتو ادب خصوصاً د چاربېتې پہ قادر الکلامۍ او پہ معمہ کښې د ھغہ ثانی نیشتے ۔ دھغۂ اوښی مولوی ګل زمان عرف د ټکرۍ ملا صېب او خوری مفتی خلیل الرحمان بہ ھغۂ تہ د فقہې مسائل ښودل او قاضی بہ ورلہ د چاربېتې شکل ورکوۂ او بیا پہ چاربېتہ کښې ھم د معمې چاربېتې چې یو ګران عمل دے ۔ پہ دې لړ کښې قاضی ګل د سر سړے دے او څوک یې ھمسری نۂ شې کولے ۔ د قاضی ګل پہ کتاب مشکل کشاۓ طالبان کښې د دینی علم سرہ سرہ دنیاوی علم ھم پہ ډېر مقدار کښې پروت دے خو د ھغۂ لوے کار دا دے چې د ھغۂ کتاب مشکل کشاۓ طالبان پہ کال ۱۹۳۷ ء چاپ دے چې د چاربېتې اولنے چاپ کتاب دے۔
محمحد اقبال خان
محمد اقبال خان د مانسھرې ضلعې داوګۍ تحصیل پہ تراوړہ نومې کلې کښې پہ کال ۱۹۵۲ء کښې سترګې غړولې دی ۔ پہ ۱۹۸۹ء کښې یې خپل دیوان مکمل کړو ۔ چې د باړہ ګلۍ د املا مطابق پہ ۴۴ حروفو مکمل دیوان دے چې پکښې د “ژ “ پټۍ ھم موجود دہ ۔ لہ دې نہ مخکښې د کلاسک ټول دوانین پہ ۳۲ تورو باندې مشتمل وو او د ژ پټۍ چا ھ٘م نہ دہ استعمال کړې۔ امکان لری چې دا پټۍ د فارسۍ او د اردو پہ دوانینو کښې ھم موجود نہ وی ۔ بیا یې د کوکې پہ نوم پہ پښتو کښې ماھیا اولیکلہ پہ ھزارہ کښې ښہ پورہ مقبول دی ۔ لہ دې نہ علاوہ یې شکرې پہ نوم یې د پښتو ادب پہ غېږہ کښې یو بل صنف واچوۂ ۔ شروعات یې د څلورو سېلابونو د لفظ نہ کېږی لکہ د ټپې غوندې لیکلو تہ اسان او د موسیقۍ نہ ډک صنف دے ۔ د چاربېې پہ صنف باندې پہ مختلف کتابونوکښې ضمناً مضامین خو لیکلے شوی دی د چاربېتې پہ صنف باندی اولنے مکمل کتاب د “چاربېتې پوھنہ ‘دا محمد اقبال خان دے ۔ پہ حسېن ملک پوری چې سبک ھندی ابتدا ترې کېږی پہ پښتو کښې اولنے تحقیقی او تنقیدی کتاب “حسېن ملک پوری تحقیق او تنقید “د محمد اقبال خان دے ۔
اسماعیل ګوھر
اسماعیل ګوھر پہ ۱۹۵۶ء کښې ضلع مانسھرې پہ مشھور کلی بفہ کښې پېدا شو ۔ د اسماعیل ګوھر نہ مخکښې د ھزارې پہ پښتو ادب یو قسم لہ جمود خور وۂ ۔ دا اسماعیل ګوھر وۂ چې ھغۂ پہ ھزارہ کښې مشاعرو ابتدا وکړہ پہ کال ۱۹۸۸ء کښې د ھزارې د شاعرانو تذکرہ د “ھزارې ګلونہ “پہ نوم یې کتاب چاپ کړو۔ پہ دې تذکرہ کښې د څو غزلو نہ علاوہ د اسمعیل ګوھر درې ھائیکو چاپ دی ۔ ھسې دا خبرہ مشھورہ دہ چې د ھائیکو ابتدا پہ پشتو ژبہ کښې د رب نواز مائل کړې دہ خو ریکارډ یې نیشتے ۔ ددې مثال داسې دے چې ځنې محققین وائی چې “ تکل” نوم انشأې لہ دوست محمد خان کامل ورکړے وۂ خو تحریری ریکارډ موجود نیشتے او اکثریت پہ دې متفق دې چې تکل نوم قلندر مومند ورکړے دے ۔ ځکہ چې ریکارډ یې موجود دے ۔ اسماعیل ګوھر بہ ھائیکو د ۱۹۸۸ء نہ څومرہ مخکښې لیکلې وی ددې تعین ګران دے “ بیا پہ ۱۹۹۲ءکښې د ھغۂ د ھائیکو کتاب “ مسکا” چاپ شو ۔ دا پہ ھائیکو پہ پښتو ژبہ اولنے کتاب وۂ۔ داسې اسماعیل ګوھر پہ پښتوادب کښې د ھائیکو بابا ادم دے ۔ تر دې دمہ د اسماعیل ګوھر اتلس معیاری کتابونہ چاپ دی ۔ د اسماعیل ګوھر پہ کار کښې کوم ماتہ اپیل کوی ھغہ د ھغۂ پہ کتاب د سندرو پېرزونہ پہ سریزہ کښې د ټېګورپہ ژوند تحقیقی کار دے چې ددې نوعیت کار چا پہ پښتو کښې مخکښې نہ دے کړے ۔ دوئیم د ھغۂ اوس راغلے کتاب “درې قیصې درې شاعرانې “ پہ دې کتاب کښې ګوھر د مثنوی پہ صنف زړۂ پورې کار کړے دے ۔ د اسماعیل ګوھر ګنجِ مخفی ادببی ارزښت لرې دا د پټې خزانې پہ پہ اردو نثر کښې ترجمہ دہ ۔ ھر څو پټہ خزانہ زما پہ نظر کښې یو متنازعہ کتاب دے پہ دې غږېدو لہ پارہ ما څخہ ډېر مواد دے خو پټہ خزانہ پہ نصاب کښې شامل کتاب دے طالب علمان د پټې خزانې پہ پښتو باندې پہ اسانہ نۂ پوھېږی ۔ پہ لرې پښتونخوا کښې ترې ډیرہ ښہ استفادہ کېدے شی ۔ د ھزارې چاربېتہ او مذکورہ شخصیات داسې دی چې ددوی د ذکر نہ بغېر د پښتو تاریخ نیمګړے دے ۔
د غزل۷۵ کالہ د آذادۍ نہ پس
غزل د بھر نہ راغلے صنف دے خو نن صبا پہ پښتو شاعرۍ کښې د ټولو اصنافو نہ زیات لیکلے کېږی۔ غزل فارسیبانو د قصیدې تشبیب نہ اخذ کړو او د یو جدا صنف پہ توګہ یې د فارسۍ شاعرۍ برخہ اوګرځولہ ۔ غزل پہ فارسۍ کښې یو اعلیٰ مقام حاصل کړو ۔ فارسي تر ډېر وختہ پورې د برصغیر سرکاري ژبہ پاتې شوې دہ ۔ حکومتی اوکاروباری ټولہ کاروائی پہ فارسۍ کښې کیدلہ ۔ پښتانۂ شاعران ھم د فارسۍ او د غزل نہ متاثر کېدو نہ بغېر پاتې نۂ شُو ۔ پہ پښتو شاعرۍ کښې د غزل پہ ابتدا باندې محققین متفق نۂ دې ۔ د یوې ډلی خیال دے چې پہ پښتو کښې د غزل ابتدا اکبر زمینداور نہ کېږی چې یو غزل یې زمونږ تر لاسہ دے ۔ دځنې نورو خیال دے چې عیسیٰ مشواڼے د غزل اولنے شاعر دے چې صرف درې اشعار یې موجود دی ۔ خو پہ پښتو ادب کښې پہ پخو ثبوتونو د غزل ابتدا روښانیانو کړې دہ ۔ پہ پښتو ادب کښې د غزل اولنے صاحبِ دیوان شاعر ملا ارزانی دے خو پہ پښتو کښې غزل لہ د غزل رنګ مرزا خان انصاری ورکړے دے ۔ پہ روښانی دور کښې دولت لوانړے او میاں واصل د یاد وړ شاعران دی ۔ د دولت پہ زمکہ باندې خوشحال بابا غزل لیکل دے او میاں واصل کښې رومانیت او د سبکِ ھندی اثرات ډیر مخکښې لیدے شی ۔ د روښانی دور نہ وروستو دخوشحال بابا دور شروع شی ۔ خوشحال بابا غزل د تصوف ، ما بعد الطبیعات ، مکان او لامکان د قېد نہ خلاص کړی د ژوند سرہ تړلې حقیقتونہ پکښې بیان کړی ۔ د غوښې او ھډوکو نہ جوړ انسان سرہ د مینې خبرې پکښې شروع کړې ۔ خوشحال بابا د فارسۍ دا راویت ھم مات کړی د مذکر صیغې پہ ځاے پہ غزل کښې دمحبوب د پارہ د مونث د صیغې استعمال شروع کړی ۔ د خوشحال بابا کورنۍ د یوې اکېډېمۍ حثیت لرې د خوشحال با با درې ځامن اشرف خان ھجری ، عبدالقادر خان او سکندرخان خټک د غزل لوے شاعران دی ۔ د اشرف خان ھجری غزل د غم ،سوز او درد نہ ډک دے ۔ قادر خان څخہ تصوف او د سکندر خان پہ غزل کښې نزاکت ډیر دے ۔ حسېن ملک پوری د خوشحال بابا ھم عصر دے ۔ د حسېن نہ پہ پښتو غزل کښې د سبکِ ھندی ابتدا کېږی د حسېن پہ غزل کښې رومانیت ،تصوف پښتون کلچر او د پښتنی کلی وال ژوند عکس ھم واضح لیدے شی چې ورستو د علی خان د غزل خصوصیت وګرځی ۔ رحمٰن بابا تراوسہ پورې د پښتنو مقبولِ عام شاعر دے ۔ د رحمٰن بابا د غزل موضوعات عشق ،تصوف او اخلاقیات دی ۔ دعبدالحمید بابا غزل کښې عشق د جذبې شدت ،نازک خیالی او فنکاری موجود دې ۔ کاظم خان شېدا پہ غزل کښې سبکِ ھندی حاد شکل کښې موجود دہ مشکل پسندہ نازک خیالہ شاعر دے د فارسۍ استعمال یې پہ غزل کښې ډېر زیات دے ۔ ھم دغہ وجھہ دہ چې ما چا ھنرمند نہ پہ رېډیو او ټی۔ وی باندې د کاظم شېدا غزل نۂ دے اورېدلے ۔ د علی خان پہ غزل کښې سبکِ ھندی معتدل رنګ کښې موندے شی غزل کښې عشق پښتنی روایات تمثیل نګاری پہ خپل عوج باندې دی ۔ قاضی میراحمد شاہ رضوانی پہ خپل اوږد نظم کښې وائیلی دی چې پہ پښتنو کښې د شاعرانو ھیڅ کمے نیشتے خو خوشحال بابا ،رحمٰن بابا ،عبدالحمید بابا ، کاظم خان شیدا او علی خان یې پہ استادانو یاد کړی دی ۔ دا زما د موضوع برخہ نۂ وہ خو لہ دغہ شاعرانو د ذکر نہ بغېر پہ پښتو غزل باندې لیک نیمګړے وی ۔ دعلی خان نہ تر حمزہ بابا پورې پښتو غزل نور ھم شاعران پېدا کړې دی خو څوک داسې رحجان ساز شاعر نۂ دے پېدا شوے چې د شاعرۍ رخ یې د چاربېتې نہ د غزل طرف تہ کړے وے ۔ د ازادۍ سرہ تړلی زمونږ قامی شاعران لکہ فضل محمود مخفی ،عبدالاکبر اکبر ، عبدالمالک فدا ، عبدالکبر خادم ، فضل احمد غر ، فضل رحیم ساقی غنی خان وغېرہ نظمونو بہ د غزل پہ چوکاټ کښې لیکل چې پکښې بہ د اذادۍ نعرې ،د انګرېز غاصب خلاف مزاحمت وۂ ۔
حمزہ بابا
حمزہ بابا پېدائش کال ۱۹۰۷ ء دے ۔ او وفات ۱۹۹۴ء داسې حمزہ بابا ۴۰ کالہ د ازادۍ نہ مخکښې او ۴۷ کالہ پہ ازادې فضا کښې تېر کړی دی ۔ حمزہ بابا د غزل ډیر لوے شاعر دے ۔ حمزہ بابا یو پرګو شاعر دے ۔ د معیار او مقدار پہ لحاظ د ھغۂ غزل ډیر دے ۔ پہ غزل کښې دروند تفکر ،تصوف ، پښتون ولی او پښتو ژبې سرہ بې کچہ مینہ موجود دہ ۔ حمزہ بابا د ازادۍ نہ مخکښې ھم غزل لیکل دے خو د ھغۂ پہ غزل کښې نکھار د ازادۍ نہ ورستو راغلے دے ۔ حمزہ بابا د غزل پہ غېږہ کښې ډېرې بې بھا ملغلرې اچولې دی ۔ زمونږ اولنی صاحبِ دیوان شاعر ملا ارزانی پښتو ډېرہ یادہ کړې دہ خو پہ صحیح معنو سرہ پښتون ولی او پښتو ژبې سرہ مینہ پہ پښتو غزل کښې حمزہ بابا داخل کړی دی ۔ لا تراوسہ پورې زمونږ د غزل شاعران د حمزہ د سحر لاندی دی ۔
قلندر مومند
قلندر مومند پہ کال ۱۹۳۰ ء کښې پېدا شوے دے ۔ زما یقین دے چې ھغۂ بہ شاعری د ۱۹۴۷ء نہ ورستو شروع کړې وی ۔ قلندر مومند پہ غزل کښې مزدور ، دھقان او د معاشرې چکېدلې طبقې لہ پارہ اواز اوچت کړے دے ۔ د شاعرانو یوہ لویہ ډلہ د قلندر مومند پہ نقشِ قدم باندې روانہ دہ ۔ خو قلندر د غزل تغزل خپل پہ ځاے ساتلے دے باوجود د کرخت موضوعاتو لہجہ یې خواږۂ پستہ دہ ۔ د قلندر مومند مشر ورور فېض الرحمٰن فېضی ھم د غزل
شاعر دے ۔
فېضی پہ غزل کښې د نورو ژبو الفاظ پہ کثرت استعمال کړی دی ۔ پہ لہجہ کښې ډیرہ زیاتہ شائستګی دہ خو د فېضی پېروی د بل چانہ نۂ دہ شوې ۔
سېف الرحمٰن سلیم
د سېف الرحمٰن سلیم د پېدائش کال دے ۱۹۲۹ء داسې سیف الرحمٰن سلیم ھم د پاکستان شاعر دے ۔سیف الرحمٰن سلیم د غزل شاعر دے ۔ د سلیم پہ غزل کښې رومانیت ، قام سرہ مینہ
کمزورې او بې وژلہ طبقی لۂ پارہ درد محسوس کېږی غزل یې سادہ روان او عام فہمہ لہجہ یې خواږہ دہ ۔ سلیم د خپلې طرز ادا شاعر دے ۔
ایوب صابر
د ایوب صابر تاریخ پېدائش دے کال ۲ فروری ۱۹۲۲ء ایوب صابر یو شاعر ، نقاد ، محقق او صحافی وۂ ۔ صابر نظم او غزل دواړہ لیکلی دی ۔ صابر د غزل ژبہ ډېرہ زیاتہ سادہ کړې دہ ۔ د شاعرۍ خپل ژبہ دہ خصوصاً بیا د غزل ژبہ دا دومرہ نۂ دی سادہ کېدل پکار چې اخباری ژبہ وګرځی ۔ خو د صابر پہ غزل کښې د چکېدلې طبقې لۂ پارہ اواز اوچت کړے شوے دے ۔ د جنوبی اضلاع ډېر شاعران د صابر د غزل نہ متاثر شوی وو او دا رنګ یې خپل کړے وۂ ۔ دھغۂ ډیر شعرونہ اوس ھم د ادبی محفلونو ښائست جوړېږی ۔
مېجر یونس خلیل
میجر یونس خلیل پہ کال ۱۹۲۷ ء کښې پیدا شوے دے ۔ ځوان شوے دازادۍ نہ مخکښې دے خو سروس یې د پاکستان پہ فوج کښې کړے دے ۔ میجر صېب یو ښہ شاعر وۂ ۔ نظم او غزل یې دواړہ لیکل ، اکثریتی رائې دہ چې ھغہ نظم د غزل نہ ښہ لېکی خو ماتہ د ھغۂ پہ غزل کښې ھم یو جداګانہ انداز لیدے شی ۔ میجر صیب د رومانیت شھزادہ دے ۔ میجر صیب پہ غزل کښې نازک خیالی دہ خو دا نازک خیالی د حمید بابا ،کاظم شېدا د علی خان نازک خیالی نۂ دہ دا د اوسنی دور نازک خیالی دہ د اوسنی دور نزاکتونہ پکښې بیان شوی دی ۔
قمر راھی
د قمر راھی تاریخ پېدائش دے ۱۹۲۴ء قمر راھی د شوشلزم او د کېمونزم دواړو نہ متاثر وۂ ھغۂ خپل پہ غزل کښې د دواړو پرچار کړے دے ۔ راھی صېب خپل غزل لہ څۂ جداګانہ رنګ نۂ دے ورکړے خو دھغۂ نہ مردان د سیمې ډېرو شاعرانو اثر اخستے دے ۔ بقولِ ریاض تسنیم د مردان برانډ غزل ترې ساز شوے دے ۔
کہ مردان دے د بادارو
د مردان غزل زما دے
اندېش شمس القمر
د اندېش شمس القمر د زيږون کال ۱۹۳۴ ء اندېش او راھی دواړو مردان سرہ تعلق دے ۔ خو د دواړو پہ غزل کښې فرق دے ۔ اندېش
پہ خپل غزل کښې د پښتو ژبې سوچہ الفاظو د استعمال پہ چکر کښې وی ۔ د اردو ، فارسۍ یا د نورو ژبو د استعمال نہ ډډہ کوی ۔ پہ شعر کښې څۂ داسې نقطہ پېدا کړې چې پہ معنیٰ کښې ګہرائی پېدا شې ۔ راھی پہ خپل غزل کښې د نورو ژبو الفاظ پہ ازاد مټ استعمال کوی ، د پښتو ژبې متروک یا د سختو الفاظو نہ ګرېز کوی ۔ د راھی غزل پہ نسبت د اندېش د غزل سلیس دے ۔
رحمت ﷲ درد
د درد پېدائش دے کال ۱۹۳۷ء درد د اکی یو ځوانی مرګی ځوی ګوذار پہ زړۂ خوړلے دے ۔ خو پہ غزل کښې خپل محبوب ګلونو رنګونو سرہ داسې چېړ چاړ کوی لکہ د شلو کالو ھلک وی ۔ د درد غزل رنګین او شوخ غزل دے ۔ خو د غزل پہ دوران کښې پرې د قامیت یا د اخلاقیاتو دورہ پرېوځی چې د غزل رومانیت اوتغزل پرې زما پہ نظر کښې مجروح شی-
خاطر افریدے
د مصری خان خاطر افرېدی تاریخ پېدائش دے ۔ ۱۹۲۹ء خاطر څۂ ډېر لوستے شاعر نۂ وۂ ۔ ھغہ د خپلې ګذارې لیک لوست د ناظر شینواری نہ زدہ کړی وۂ او اصلاح ورلہ ھم ناظر کړې وہ ۔خو د خاطر لہجہ ډېرہ زیاتہ خواږہ پستہ وہ ۔ پہ غزل کښې یې غم درد د مینې جذبات شدت سرہ بیان شوی دی ۔ د ۷۰ لسزیزې پورې غزل پہ عام اولس کښې دومرہ مقبول نۂ وۂ ۔ د غزل نوم پہ کلاسک دور کښې ھم عام اولس نۂ پېژندۂ ۔ تراوسہ پورې درحمٰن بابا غزل تہ عام خلق رباعی وائی حالانکې غزل او رباعی دوہ مختلف اصناف دی۔ ھدایتﷲ او خیال محمد چې کلہ پہ رېډیو باندې غزل وئیل شروع کړل ۔ خلقو بہ رېډیو تہ پہ ګڼ تعداد کښې خطونہ لیکل چې دا دواړہ فنکاران دې رېډیو نہ لرې کړے شی ۔ دوی څۂ سړې سړې مدحې وائی ۔ خو رفیق شینواری او باغِ ارم استاد غزل لہ داسې خواږۂ طرزونہ جوړ کړل چې غزل چاربېتہ ، لوبہ ،سندرې شاتہ کول شروع کړل ۔ رفیق شینوارے ، باغ ارم او خیال محمد خاطر او حمزہ بابا پہ ځان کښې ډېر نیزدې وو ۔ دوی پہ محنت غزل د ادبی حلقې سرہ سرہ پہ اولس کښې ھم شھرت بیا موند ۔ اوس غزل خاص وعام پېژنی او ھر نوے شاعر د شاعرۍ ابتدا د غزل نہ کوې ۔ غزل د چوکاټ پہ لحاظ اسان دے خو غزل سرہ انصاف کول ګران کار دے ۔
سلیم راز
د سلیم راز تاریخ پېدائش دے ۱۹۳۹ ء د راز صیب غزل د مقدار پہ لحاظ دومرہ ډېر نۂ دے ۔ د راز پہ غزل کښې عالمی ترقی پسندی دہ ۔ د راز صیب پہ غزل کښې حقیقی ترقی پسندی پہ نظر راځی ۔ حقیقی ترقی پسندۍ نہ مې مراد دے چې راز صیب د ترقی پسندتحریک ژورہ مطالعہ کړې وہ ۔ او بیا یې دا کړۂ وړۂ پہ خپل ځان کښې پېدا کړی وو ۔ ځنې د ترقی پسندۍ پہ معنیٰ نۂ پوھېږی خو ترقی پسند وی ۔
اکرام ﷲ ګران
د ګران تاریخ پېدائش دے ۱۹۴۱ء ۔ باچا د خواږې پستې لہجې خاوند دے ۔ پہ غزل کښې مینہ ، انسان دوستی، قامیت او غم روزګار پرچار کوی ۔ د باچا د غزل پہ شعر کښې د یوې مصرعې نسبت د بلې مصرعې سرہ پہ نوی انداز کښې وی او نوې نوې معنې ترې راوباسې
رحمت شاہ سائل
د سائل تاریخ پېدائش دے ۱۹۵۰ء ۔ سائل نظم او سندرہ د غزل نہ ښہ لیکی ۔ خو ازاد نظم یې د طوالت ښکار شی ځنې بلا ضرورت فقرې یې حصہ وګرځی چې انګرېز شاعر او نقاد اېرزا پاؤنډ داسې نظم ښہ نۂ ګڼی ۔ پہ غزل کښې دلوے یې(ے) او د یاِ مخصوصہ (ې) پہ قوافی کښې فرق نۂ شې کولے ۔ پہ غزل کښې ځنې ترکیبات لکہ غوڅې شونډې ، تراړې تراړې شونډې سپورې ، ببرې زلفې دا پہ زړۂ کښې کراھت پېدا کوی۔پہ غزل کښې د ځنو لفظونو تکرار د غزل مزاج نہ اشنا استادانو باندې ښہ نۂ لګی ۔ پہ غزل کښې مینہ ، قامیت ، پښتون ولی ، پښتو ژبی سرہ مینہ او چکېدلی طبقې لۂ د ښہ ژوند غوښتنہ ، پہ معاشرہ کښې دبې انصافۍ غندنہ یې د خوښې مضوعات دی ۔ کافی تعداد کښې شاعرانو د سائل پېروی کړې دہ ۔ د سائل پہ شھرت کښی د ھغۂ د خپل ښہ ،ډک اواز او د ګلزار عالم لوے لاس دے ۔
شاہ ذوﷲخان اسیر
پېدائش کال ۱۹۵۰ ء ددې شاعر پہ د پښتو ادب د شاعرانو پہ تذکرو کښې ھیڅ قسم لہ معلومات نۂ وو ۔ ډیوہ رېډیو پرې درې پروګرامونہ اوکړل او دا یې ښکارہ کړہ چې اسیر د پښتو ژبې د غزل څومرہ اہم شاعر دے ۔ د اسیر تر دې دمہ درې مجموعې چاپ دی۔ څلورمہ ناچاپہ د اسماعيل ګوھر پہ تحویل کښې پرتہ دہ ۔ د چاپ مجموعو نومونہ پہ دې ډول دی (۱) د اوښکو ائینې(۲) څړیکې مې سندرې کړې (۳) پہ نمر نوم لیکمہ . اسیر حمزہ بابا لہ غائبانہ خپل استاد او پیر منی د حمزہ بابا دغزل نخښې یې پہ غزل کښې ښکارہ دی ۔ ھٰغہ دروند تفکر ، تصوف اوچت تخیل او نزاکت خو پہ کلام کښې سوز ، درد ، محرومی او خاکساری لا علاوہ خصوصیات دی ۔ د اسیر ګېر چاپېرہ ادبی ملګری د اسیر د غزل قدروقیمت نۂ وو خبر یا د حسد ښکار شوی دی ۔
سعید ګوھر
د سعید ګوھر تاریخ پېدائش دے ۱۹۳۷ء او د وفات نېټہ ۲۰۱۰ء سعید ګوھر یو نقاد وۂ پہ عربۍ فارسۍ باندې یې ښہ دسترس وۂ۔ کثیرالمطالعہ سړے وۂ ۔ پہ غزل کښې یې ھم لکہ د حافظ الپوری عالمانہ رنګ ښکارہ دے ۔
خېبر افریدے
پہ کال ۱۹۴۲ء کښې پېدا شوے دے ۔ د حمزہ بابا ، ناظر او د خاطر سرہ ډېر نزدې پاتې شوے دے ۔ د دغہ شاعرانو چاپ یې پہ غزل ښکارہ دے خو خېبر یو جداګانہ رنګ ھم لری چې خپل عہد یې متاثرہ کړے دے ۔
محمد اقبال خان
تاریخ پېدائش دے ۱۹۵۲ ء د اقبال غزل ډیر زیات دے ۔ ھرہ موضوع یې چېړل دہ او ھر رنګ پکښې موندے شی ۔ پہ یولس سوہ غزلو باندې مشتعمل دیوان یې مرتب کړے دے ۔ چې د باړہ ګلۍ د املا مطابق پہ ۴۴ تورو مکمل دیوان دے تر دې چې د (ژ) پټۍ پکښې ھم موجود دہ ۔ لۂ دې نہ مخکښې فارسۍ ، پښتو اردو پہ یو دیوان کښې پہ نظر نۂ راځی ۔ پہ دیوان کښې یې نوے کار دا دے چې سائس ، تاریخ شہریت او جغرافیہ باندې پکښې شعرونہ موندے شې ۔ د صنعتونو ،تلمیحاتو او ضرب الامثال استعمال یې کثرت سرہ کړے دے ۔ پہ غزل کښې رنګ رنګ تجربې کړی دی ۔
عالمګیر یوسفزے
عالمګیر پہ کال ۱۹۵۲ء کښې پېدا شو۔ ټول ژوند یې پہ بیمارۍ او پہ
نېستۍ کښې ټیر شو ۔ ھم دغہ څړیکې یې پہ شاعرۍ کښی محسوس کېږی ۔ د غزل شاعر دے د کلاسکیت او د جدیدت ښہ امتزاج پکښې موندے شی ۔ لہجہ خواږۂ پستہ او د درد نہ ډکہ دہ ۔
دروېش درانے
پېدائش کال ۱۹۵۳ ء د نوې لہجې شاعر دے ۔ غزل او نظم دواړہ لیکی ۔انګرېزی ادب یې لوستے دے ۔ د انګرېزی ادب اثرات یې پہ شاعرۍ باندې لیدے شی ۔ پہ شعر کښې یې کښې د داسې علاماتو نہ کار اخیستے دے چې د نوې زمانې سرہ سمون خوری۔
اسماعیل ګوھر
د اسماعیل ګوھر پېدائش دےکال۱۹۵۷ ء د ګوھر پہ غزل کښې مبالغہ ارائی او اېمجری ډیرہ کمہ دہ ۔ پہ غزل کښې حقیقت پسندی دہ خو د ترقی پسندو پہ شان سپورہ حقیقت پسندی نۂ دہ ۔ لہجہ یې خواږہ پستہ او روانہ دہ ۔ غزل تہ یې نوې قافیې ، نوی ردیفونہ او نوی اصطلاحات ور بخښلی دی ۔ ځان لہ جدا رنګ جوړولو کښې کامیابہ دے
ریاض تسنیم
د ریاض تسنیم پېدائش کال دے ۱۹۶۹ ء ۔ د خواږې پستې او خپلې لہجې څښتن دے ۔ پہ غزل کښې ردیفونہ لکہ پیرہ ، فقیرہ تنہ تنہ ھایا ھُو وغېرہ ، غزل یې د تصوف ، رومانیت، قام پرستۍ او د ترقی پسندۍ امېزش ښکاری ۔ چې کومہ پہ پښتو غزل کښې بېخی نوې تجربہ دہ۔ غزل یې جدید غزل دے۔ د ریاض تسنیم نہ پہ ډېر تعداد کښې ورستنے کھول د شاعرانو متاثر شوے دے ۔
خلاصہ
پہ پښتو کښې د ښہ غزل لیکونکو ھیڅ کمے نیشتے خو ما ھغۃ شاعران اخسېتې دی چې کومو پہ غزل کښې څۂ نہ څۂ انفرادیت پېدا کړے دے۔ غزل یې تر څۂ حدہ متاثر کړے دے۔ مونږ د کلاسک دور تہ ګورو پہ دې کښې ملا ارزانی، خوشحال بابا او حمید بابا کہ یو شعرنیم کښې د پښتو، پښتون ولۍ ذکر کړے دے نور ھغہ موضوعات دی چې پہ فارسۍ غزل کښې مروج وو۔ دې ۷۵ کالو کښې د غزل پہ لمنہ کښی د پېړو پہ مقابلہ کښې ډیر څۂ اچولی شوی دی۔ پہ غزل کښې پښتون ولی ، قامیت ، د پښتو ژبې سرہ مینہ ، مزدور ، دھقان ، د معاشرې بې انصافۍ ، حقیقت پسندی ، ترقی پسندی نوی تلمیحات ، نوی علاماتونہ ، نوی اصطلاحات ، نوی خیالونہ ، نوی قافیې ، نوی ردیفونہ ، نوی تشبیھات ، نوې استعارې ، سائنس ، شہریت ، تاریخ او جغرافیہ او ډیر نوی علوم ۔ پہ غزل باندې اوس دا تعریف سم نۂ کېنی چې غزل د محبوب یا ښځو سرہ خبرو کولو تہ وائی ۔ اوس غزل د ژوند پہ ھر اړخ باندې رڼا اچوی ۔
ملګرو مونږ د کار سړے کړو غزل
ډاکټر محمحد اقبال خان
۱۴ ستمبر ۲۰۲۱ ء
چاربېتہ د آذادۍ نہ ورستو
چاربېتہ د پښتو شاعرۍ اولسی صنف دے ۔ دا د پښتنې خاورې خپل پېداوار دے ۔ څوک ھم پہ وثوق سرہ دا نۂ شې وائیلے چې د چاربېتې ابتدا د کلہ نہ شوې دہ ۔ چاربېتہ سینہ پہ سینہ د منتقل کېدو صنف دے ۔ دا مونږ څخہ پہ نزدې ماضې کښې علاوہ د یو څو شاعرانو نہ چې کتابونہ یې پاتې دی ۔ نور د چا یوہ یا دوہ چاربېتې محفوظ دې باقې نورې د خلقو پہ سینو کښې د خلقو سرہ خاورې شوې ۔د چاربېتې تعریف ډېرو پوھانو لکہ قلندر مومند ، قاضی عبدالحلیم اثر ، حبیب ﷲ رفیع ، مشتاق مجروح ، پردل خټک ، سېف الرحمٰن سید ، ہمایون ہمدرد وغېرہ کړے دے خو د چا تعریف ھم سم نۂ دے ځکہ چې د چاربېتې شپږ اقسام دې، د ھر قسم جدا جوړښت دے ، یو تعریف د ټولو اقسامو احاطہ نۂ شې کولے ۔ ھر قسم جدا تعریف غواړې ۔
د چاربېتې پہ جوړښت کښې درې توکی لازمی دی
- د چاربېتې سر(یا مطلع)
د چاربېتې د سرونو دوہ اقسام دی
-
پہ دوو مصرعو مشتمل سر
-
پہ څلورو مصرعو مشتمل سر
ځنې چاربېتې پہ نیم سر د وائیلو راویت ھم موجود دے ،۔ کلہ چې پہ ددو مصرعو مشتمل سر قسم چاربېتہ پہ یوہ مصرعہ اووئېلے شوہ نیم سر شو ،دغہ شان د څلورو مصرعو سر چاربېتہ چې پہ دوہ مصرعو اووئیلے شوہ نیم سر شو۔کړہ بندہ پہ نیم سر نۂ وائیلے کېږی
- د چاربېتې کړہ
د چاربېتې کړہ (یا بند)بہ د څلورو مصرعو نہ کم نۂ وی ۔ پہ مثنوی چاربېتہ کښې د مصرعو تعداد مقرر نۂ دے ، شل مصرعې کېدے شی لۂ دې نہ زیات ھم دا د شاعر پہ خوښہ دہ ۔
- د چاربېتې جوړ (یارتیب)
د کړې اخری مصرعہ کومہ چې د سر د مصرعو ھم قافیہ وی دا یوہ یا دوہ ھم کېدے شی ۔ پہ کړہ بندہ کښې کړہ د سر سرہ پہ زړہ کښې پہ دوو او نن صبا پہ نوی دور کښې پہ دریو مقاماتو تړلے شی ۔ تر څو چې ما ۲۰۱۶ء پورې د چاربېتې پہ فن باندې کتاب “د چاربېتې پوھنہ “ نۂ وۂ چاپ کړے د چاربېتې د قسمونو نومونہ نۂ وو یو قسم ، دویم قسم ، دریم قسم باندې یادېدې چې صحیح پېژندګلو مشکل وہ ، ما چې د چاربېتې کړہ د کوم نظم سرہ مشابہ وہ ھغہ نوم مې ورلہ ورکړو چې ډاکټر یار محمد مغموم صیب خپل کتاب “ چاربېتہ فن او تاریخ “ کښې یې پہ صفحہ ۹۹، ۱۰۰، ۱۰۱ ذکر کړے دے ۔
مثنوی چاربیتہ
ددې چاربېتې سر پہ څلورو مصرعو مشتمل وی ۔ کۂ چاربېتہ پہ نیم سر اووئیلے شوہ د سر مصرعې بہ دوہ شی خو بیا بہ د کړې تړون پہ یوہ ھم قافیہ مصرعہ د سر سرہ کېږی ۔
کړہ بہ یې د څلورو مصرعو نہ کمہ نۂ وی زیاتې مصرعې چې ھر څومرہ وی د شاعر پہ خوښہ دہ ۔
مثال دټېکدار بابا تاریخی چاربېتہ
سر
پټنې راغلې پہ قصور باندې
د ډاکہ مارو پہ دستور باندې
چودھری صلاح کوی د کورہ سرہ
اوبۂ بہ څښمہ د لاھورہ سرہ
کړہ
پټنې راغلې پہ لاھور عالمہ
ھندو غاورہ دے پہ زور عالمہ
سل جھازونہ دی بمبار پکښې
ټننکونہ شپږ سوہ پہ شمار پکښی
لس ډوېژنہ عسکران د جنګ
اسلامی زر تنہ ځوانان د جنګ
جوړ (یا رتیب)
چودھری بہ وریت کړی پہ تنور باندې
پتنې راغلې پہ قصور باندې
باقی بہ اودروی د ګورہ سرہ
اوبۂ بہ څښمہ د لاھورہ سرہ
کۂ د چاربېتې سر او جوړ ترې لرے کړے شی کړہ د مثنوی نظم پہ شان پاتې کېږی ځکہ ما ورلہ نوم د مثنوی نظم پہ نسبت مثنوی چاربېتہ ورکړے دے ۔
##مربع چاربېتہ
ددې چاربېتې سر پہ دوو مصرعو مشتمل وی ۔ چې کلہ پہ نیم سر وائیلے شی سر یوہ مصرعہ شی کړہ څلور مصرعې وی ۔ درې د کړې اولنۍ مصرعې ھم قافیہ وی څلورمہ د سر د مصرعې ھم قافیہ وی ۔ مثال ----
د نورہ دین اخون تاریخی چاربېتہ
سر
روان شۂ یار محمد سېد اوباسی لۂ پنجتارہ
سېد لہ برے ورکړې الھی پرور دګارہ
کړہ
راغے امیر خان سردارہ دربہ کړم زر
لۂ ما سرہ روان شہ یوسفزو تہ برابر
سېد رانہ ملک واخست رالہ اوګټہ دوتر
زر پاسہ روانېږہ سستی مۂ کوہ سردارہ
دې قسم لہ نوم ور کولو کښې د ذکر شوی اصول نہ کار اخستے شوے دے ۔یعنی کړہ یې د مربع نظم سرہ مشابہ دہ ۔ (دې تہ بګتۍ چاربېتہ ھم وائی )
مثمن چاربېتہ
ددې چاربېتې سر بہ څلورمصرعې ، کړہ اتۂ مصرعې او جوړکښې پہ دوو مصرعو سر سرہ تړلے کېږی۔ جفتې مصرعې ځان کښې ھم قافیہ او طاق پہ ځان کښې ۔
مثال زما خپلہ چاربېتہ دہ
سر
سپېنې لېچې دې صفا سنګِ مرمر دی
خوند پرې ډېر کوی د سرو زرو بوګان
پہ اوربل کښې دې ګلونہ صدبر دی
تورې زلفې د ې خوړل کوی ماران
کړہ
تورې زلفې دې پہ مخ باندې خورې دې
لکہ ګورې شی وریځې پہ قمر
پہ بشر کښې دې ښکارہ د نور ذرې دی
نېغ کتلے درتہ نۂ شم برابر
د پېزوان څوکې تېرې لکہ ارې دی
ښخې کړې دې زما دی پہ ځیګر
پہ خفت دې قد تہ سروہ صنوبر دې
د مخ ګل تہ دې ھوس کړې بوراګان
(دا روانہ دہ ۔ سورہ لۂ دې چاربېتې نہ لږہ بدل بحر کښې دہ چې پہ تندۍ وائیلے کېږی ۔ جوړښت یې دغہ وی )
معشرِمجاز
ددې سر دوہ مصرعې ، مختلف قافې ۔ کړہ لس مصرعې ، اولہ ، دریمہ ، پنځمہ ھم قافیہ ۔ دویمہ ، څلورمہ ، شپږمہ ھم قافیہ ۔ وومہ مصرعہ د سر اولنۍ مصرعې ھم قافیہ چې پہ کړہ کښې ورپسې لیکلے او وائیلو کښې وائیلے شې ۔ اتمہ مصرعہ د سر دویمې مصرعې ھم قافیہ چې ورپسې لیکلے او وائیلے شی ۔ داسې د کړې ټولې مصرعې لس شی ۔ اتمہ او لسمہ مصرعہ چې د سر، مصرعې دی پہ ھرې کړہ کښې بیا بیا لیکلے یا وائیلے شی ۔ مثال زما خپلہ چاربېتہ چې زنځیرۍ ھم دہ ۔ زنځیرۍ جدا
قسم (کور) نۂ دے ۔ دا پہ ھر کور کښې لیکلے یا وائیلے شی
عجب لرې دبدب زۂ روز و شب ستا پہ دربار کښې
ولاړ یمہ سرتورہ حال مې ګورہ لېونے شوم
عجب لرې جمال چې پہ کمال تۂ ځان سمبال کړې
حېرانې پریشانې ستا ښائست تہ ښاپېرۍ شی
پہ زلفو د سرو جال ، چې راخورې لکہ د ټال کړې
خندانې شاہ خوبانې جخت ګېډے پہ ملا نرۍ شی
شین خال وروځې ہلال چې نرۍ جوړې د شوال کړې
نادانې در دندانې نخښې واړہ د بدرۍ شی
طلب دې کړی عرب ثانی دې نیشتے پہ سینګار کښې
عجب لرې دبدب زۂ روز وشب ستا پہ دربار کښې
لږ ګورہ عشق لہ زورہ شنہ لوخړہ سپلنے شوم
ولاړیمہ سرتورہ حال مې ګورہ لېونے شوم
د معشر مجاز د لیکلو او وائیلو صحیح طریقہ ھم دغہ دہ ۔
مستہزاد چاربېتہ
(دې تہ نیمکۍ چاربیتہ ھم وائی )
د نوم نۂ یې ښکارہ دہ ددې چاربېتې جوړښت د مستہزاد نظم پہ شان لہ وی ۔ یوہ مصرعہ اوږدہ او بلہ لڼډہ ۔ سر کښې څلور مصرعې وی اولنۍ اوږدہ دویمہ لنډہ دریمہ اوږدہ او څلورمہ لنډہ ، کۂ چاربېتہ پہ نیم سر اوئیلے شوہ ، دوہ مصرعې بہ شی یو اوږدہ بلہ لنډہ ۔ د کړې اتۂ مصرعې وی طاقې اوږدې او جفتې لنډې ۔
مثال یې د غلام احمد خان مشہورہ چاربېتہ
سر
د سرو زرو امېل دې پہ سینہ کښې وھی ټال
شغلې پکښې نمر دی
جوتۍ دې بناتۍ دی بل پہ سر دې زرین شال
چړاؤ ورباندې زر دی
کړہ
د سرو زرو امېل دې پہ سینہ کوی خوند
تۂ لور یې د نواب
یو ځلې دې سپین مخ د رب پارہ کړہ څرګند
ژوندون مې شو خراب
د ھجر پرھرونہ زما نہ اخلی اوس پېوند
بھېږی ترې خوناب
ظالم ترې نا مسلم غوندې چاپېرہ کړو دېوال
څوکۍ پرې مقرر دی
کړہ بندہ
ددې چاربېتې سر د څلورو مصرعو وی اولنۍ دویمہ لنډہ ، دریمہ اوږدہ او څلورمہ بیا لنډہ ۔ د کړې درې جزونہ وی اولنے جز د سر اولنۍ مصرعې سرہ ، دویم جز د سر دویمې مصرعې سرہ او دریم جز دسر دریم مصرعې سرہ ۔ ددې چاربېتې اول جوړونکے فدا ګل عرف پېډیا بابا دے چې پہ ھزارہ لالو ګلۍ کښې پاتې کېدۂ۔ د چاربېتې زمانہ پہ چاربېتہ کښې شاعر پخپلہ ښودلې دہ ۱۱۷۸ھ چې ترې ۱۷۴۵ء جوړیږی ۔ د اوسنۍ زمانې کړہ بندہ چاربېتہ د فداګل بابا د چاربېتې مترقی شکل دے ۔ مثال یې زما خپلہ چاربېتہ
سر
باڼۂ دې تېرۂ غشی ۔ ابرو لکہ کمان
اننګ دې سرۂ انار دې د کابل او قندھار
سینہ لرې ګلزار
کړہ
بانۂ دې لکہ تیر ، ښخېږی پہ ضمیر ، عجب لری تاثیر
د شرمہ دې جبین تہ سړے نېغ کتلے نۂ شی
بانۂ دې تېرۂ غشی
جبین دې چمکدار ، ښائستہ دې مزېدار ، سرو ټیک دے پرې انګار
ځلېږی لکہ ستورے خاص پہ مېنځ کښې داسمان
ابرو لکہ کمان
ځلېږی لکہ نمر ، شرمېږی ترې قمر ، برېښېږی ترې نظر
پېزوان دې پہ سرو شونډو د سرو زرو شغلہ دار
سینہ لړې ګلزار
نوټ (دا کړہ بندہ چاربېتہ چې پہ جنوبی اضلاع کښې ورتہ زنځیر چاربېتہ وائی غلطہ دہ ۔ (د زنځیرۍ پہ ھرہ مصرعہ کښې دوہ یا درې ھم قافیہ الفاظ وی چې ترې زنځیر جوړېږی )
د چاربېتې دغہ شپږ اقسام او دغہ شپږ عوامی اھنګونہ دی ۔ دا داسې قالب دے کۂ یو شاعر ارادې سرہ یاغلطۍ سرہ پہ چاربیتہ کښې کمے بېشے اوکړی پہ دغہ قالب او پہ اھنګ کښې بہ فټ شی ورتہ د نوی قسم وائیلو ھیڅ ضرورت نیشتے ۔زمونږ کلاسک لکہ نورہ دین اخون ، احمددین طالب ، سید قبول اخون ،عمر ،قاضی ګل او میر حسن احسن بابا څخہ دغہ شپږ اقسام (کورونہ) دی ۔چې کتابونہ یې دستیاب دی ۔ بغېر د ھاروبھار ۱۸۸۶ء قاضې ګل د مشکل کشاءِ طالبان چې پہ ۱۹۳۷ ء کښې چاپ شوے دے نور ټول کتابونہ د پاکستان د جوړېدو نہ ورستو چاپ شوي دي ۔
د چاربېتې موضوعات دی
-
رومانی چاربېتہ چې تعداد پہ لحاظ د ټولو نہ ډېرہ دہ ۔
-
مذھبی چاربېتہ
-
تاریخی چاربېتہ
-
معمہ چاربېتہ
-
اصلاحی چاربېتہ
-
معلوماتی چاربېتہ
-
معاشرتی چاربېتہ
-
مزاحمتی چاربېتہ
-
حماسی چاربیتہ
-
مزاحیہ چاربېتہ
-
واقعاتی چاربېتہ
-
مرثیہ چاربېتہ
-
سائنسي چاربېتہ وغېرہ ۔
د سکھ دورې نہ مخکښې مونږ څخہ دا چاربېتی شاعران دی تائمنی ، اکبر زمینداور ، حمید ګل د پلوسۍ ، خواجہ رازقﷲ افغانستان ۔ ددې ټولو شاعرانو یوہ یوہ چاربېتہ پہ کتابونو کښې محفوظ دی ۔ د چاربېتې د عروج دور د سکھ د دورې د نیمائی نہ شروع کېږی ۔ کوم شاعران چې د ازادۍ نہ مخکښې مړۂ دی پہ ھغوی کښې مشھور نومونہ دا دی نورہ دین اخون پېښور ۔محمد دین تېلی نوښار ، امانت ملیار صوابۍ ،حمید ګل د پکلۍ ، برھان پکلۍ دوستم ، سوراج ، سوکیا ټاکوټ ، طالب ګل ،عجم ، ګل محمد پکلۍ ، محمحد جی لېونے د پکلۍ ، محمود دمرغز ، لعل زادہ اخون د خوېشکو، موېزے د بونېر، میرافضل د ھزارې د دېشانو ،سېد قبول اخون د اګرور ، عمر د اګرور ،میر زمان خان د اګرور غازی شاہ بابا د بټګرام ، صاحبزادہ غلام قادر د صوابۍ ادینہ ،باوری اخون د پنج پیر ، صاحبزادہ سیف الرحمٰن ، مقصود ګل ، احمددین طالب د اتمانزو ، صاحبزادہ عبدالحافو د تورغر، احمد ګل مُلا تور غر، فقیر ګل اخون د تور غر ، فضل احمد ملا د تور غر ، احمد شاہ د سېرۍ کواڼۍ ، غلام احمد خان دتنوې ، تائب ګل برتوڼۍ، سرور بنګش کوھاټ ۔ دا ھغہ شاعران دی چې کلام یې څۂ نہ څۂ شکل کښې لږ ډېر تر لاسہ کېدے شی ، ګنی د پښتون خوا پہ ھرې بانډہ پہ ھر کلی کښی د چاربېتې شاعر تېر شوے دے ۔ ځنې شاعران د اذادۍ نہ مخکښې پېدا شوی دی خو د ھغوی د شاعرۍ دورانیہ د اذادۍ نہ ورستو دہ لکہ عبدﷲ استاد د نوښار ، نورمحمد د نوښار ، شمس الرحمٰن باران د مېنۍ ۔ علی حېدر جوشی د سمېلا ، عبدالوھاب د لوھارانو کلی ،د ټوپۍ جمشید ، عبدالواحد ټېکہ دارصوابۍ ، وارث د تور ډېری،باجوړے استاد ،فریدګل باچاګل استاد ، د سنګر جمال ، سکندر شاہ سکندر ، محمد دین مقید ، عواص خان ، طالب جان ، قلندر مومند ، محراب ګل ختک ، شمروز ګلابی ، سمندر خوجړے ، عبدﷲجان اګرور ، احمد ګل د پټو ، سائین فقیر ټیکرۍ ،داؤد جان دېشان ،فضل رحیم چپرګرام ، اقا چپرګرام، پیر زمان شاہ چپر ګرام ، انورشاہ بټګرام ،وزیرجان د الائی، وزیر جان د سوات پرړۍ ، قدر من منشی د شانګلې ، مصطفیٰ کولال د الائی ، محمد رحیم د نوګرام الائی ، میاں سدوخان توغر ، اثرین ګل د بټګرام ، لقمان توغر جودبا ۔ داھغہ شاعران دی چې اوس وفات شوی دی ۔ پہ دوی کښې عبدﷲ استاد د علم او د فن پہ لحاظ ، علی حېدر جوشی ، نور محمد ، عبدالوھاب دستی او د ټوپۍ جمشېد بہ وړې کتابچې چاپ کولې چې ارزانې بہ ھم وې دوي پہ ټولې پښتون خوا کښې ښہ شہرت موندلے وۂ او ټول د چاربېتې ښہ شاعران وو ۔ ۱۹۷۰ء ۷۵ پورې چاربېتہ د پښتو شاعرۍ د ھر صنف نہ مخکښې وہ ، لہ دغہ وخت نہ غزل چاربېتہ ګوټ تہ کړہ پہ شاعرانو کښې د چاربېتہ لیکلو رواج کم شو ۔ د اولسی شاعر مقام د خلقو پہ نظر کښې کم شو ۔ پہ کال ۲۰۱۴ ء کښې پہ ډیوہ رېډیو باندې سردار علی ټکر پہ چاربېتہ باندې پروګرامونہ شروع کړۂ ۔ دې سرہ پہ شاعرانو او پہ خلقو کښې بیا د چاربېتې سرہ دلچسپی پېدا شوہ ځنې ادیبانو شاعرانو ھم چاربېتہ لیکل شروع کړل ۔ پہ کال ۲۰۱۹ء کښې پښتو اکېډېمۍ د چاربېتې مشاعرہ منعقد کړہ چې پکښې انعامونہ ھم ورکړے شو ۔ دې سرہ ګڼ شاعران چاربېتہ لیکلو تہ متوجہ شو ۔ ځنو زلمو شاعرانو کتابونہ چاپ کړل ۔پہ موجود وخت کښې دا شاعران چاربېتہ لیکی زاھد زمان سحر مینۍ ، امیر بشر طوفان مینۍ ، باچا ګل استاد ، انور خان بېګی وال ،ملنګ جان کوټہ ، بخت شېر اسیر صوابۍ ، فیاضﷲفېضی نوے کلے صوابۍ ، مسکین صوابۍ ، حیات راھی زېدہ ،سردارعلی سردار پنج پیر ، نور سېد قرېشی سمېلا ، خیال ګل صوابۍ ، لال بھار بیشک ، روښان جلسۍ ،ډاکټراسماعیل ګوھر بفہ ، محب جان بفہ ، ډاکټر خلیل الرحمٰن اوګۍ ، محمد اقبال خان اوګۍ ، عزت ګل اوګۍ ،علیم ګل اوګۍ ، تاج حسېن سېدړہ ، صدر الزمان جل بټګرام ، مختیار شاھین بټګرام ، ګوجر خان بټګرام ، بہرام سمندر الائی ، خفی جان شانګلہ، دلاور سوات ۔
د چاربېتې پہ فن دوہ کتابونہ
(۱) د چاربېتې پوھنہ پہ ۲۰۱۶ کښې چاپ شو ۔ لہ دې کتاب نہ مخکښې چا د چاربېتې پہ فن باندې مکمل کتاب نۂ وۂ لیکلے ، دې کتاب نہ مغموم صېب ، نورالامین یوسفزي ، اطہر شاہ ټکور ۔ پہ خپلو کتابونو او لیکونو کښې حوالې ورکړې دې ۔ ۔ زمونږ اکثر چاربېتي شاعرانو تہ د چاربېتې ، بګتۍ او لوبې فرق واضح نۂ دے ۔د ھرې بګتۍ او د ځنو لوبو جوړښت د مربع چاربېتې پہ شان دے ۔ پہ صفحہ ۱۲۴ باندې پہ چاربېتہ پوھنہ کښې د چاربېتې پہ څو کتابونو ځغلندہ نظر د عنوان لاندې څۂ لږ بحث پرې شوے دے ۔
(۲) چاربیتہ (فن او تاریخ )
دا کتاب پہ کال ۲۰۲۰ء کښې چاپ شوے دے ۔ د ډاکټر یار محمد مغموم صېب زیار دے ۔ پہ کتاب کښې پہ مختلف موضوعاتو بانډې ډېرې ښې چاربېتې شامل کړې شوې دی ۔لمن لیکونہ د تاریخی چاربېتو او د زړو شاعرانو پہ حقلہ ښہ معلومات فراہم کوی ۔ پہ ریاست رام پور او ټونک کښې پہ اردو کښې د چاربېتې پہ مقبولیت باندې تفصېلی بحث دے ۔ زمونږ فخر دے چې ټپې او چاربېتې نورې ژبې ھم متاثر کړې دی ۔ پہ ټپہ او غزل باندې دومرہ اوږد بحث ماتہ غېر ضروری ښکاری ۔ پہ صفحہ ۷۷ باندې چې ښاغلی چې د چاربېتې اولنے مثال ورکړے دے دا چاربېتہ نۂ دہ ۔
سر
مخې لہ راغلہ محبوبا پہ سر یې شال د مزې
سپین یې جمال د مزې
کړہ
مخې لہ راغلہ محبوبا شومہ پرکالہ
د یارانې پہ بند یې بند شوم بې مجالہ
د سھېلو پہ مینځ کښې ځی کږہ لہ خیالہ
بل یې وھلے پہ لنډۍ زنہ شین خال د مزې
سپین یې جمال د مزې
ددې اھنګ د چاربېتې نۂ دے ۔ دا لوبہ دہ ما باجوړویانو سرہ یوځاے پہ کراچۍ کښې مجلسونہ کړی دی ۔ ھغوی اوس ھم داسې لوبې لیکی یا وائی پہ دغہ رنګ کښې زما یوہ لوبہ وګورئ ۔ چې ما تقریباً څلوېښت کالہ مخکښې وائېلې وہ
سر
چې مازیګر ګودر تہ ځی جینۍ سینګار کوی
ھر مازیګر ښکار کوی
کړہ
ګودر تہ ځی چې ھغہ ښکلې
ورتہ راټولې شی بلبلې
پہ مخ خورې زلفې سنبلې
سترګې کړی تورې شونډی سرې پہ زړۂ کښې لار کوی
ھر مازیګر ښکار کوی
مغموم صېب د غزل او د نظم شاعر دے اولسی اصناف نۂ لیکی ۔ دا لوبہ غالباً ما پہ “باغ و بھار “ کښې لوستې دہ ۔ اولہ غلطی د شاعر دہ چې لوبې تہ یې چاربېتہ وائیلی دی ۔ بیا ورپسې د مولف قاضی عبدالحلیم اثر صېب ۔ مغموم صیب پہ صفحہ ۲۸۳ باندې د ټېکہ دار بابا دا نظم ورکړے دے او چاربېتہ یې ورتہ لیکلی دی ۔ دا ھم چاربېتہ نۂ دہ ۔ پہ دې باندې ھم “ د چاربېتې پوھنہ “ پہ صفحہ ۱۲۵ باندې بحث شوے دے ۔ چې د چاربېتې کړہ بہ د څلورو مصرعو نہ کمہ نۂ وی ددې د بند مصرعې درې دی ۔
سر
ستا د کودالې چارۍ شمہ قربان د رمبی
سونې کہ ځار د لورہ زر د ھقان د رمبی
کړہ
زر د سسپارو خېژی ګټہ د تیر د کوندې
بنګلې موټر کہ لارۍ بہ جاګیر دار د کونې
دوړې د کورہ تښتی چې ځی کاروان د رمبی
سونې کہ ځار د لورہ زر د دھقان د رمبی
دا نظم ھمیش خلیل او د شمس القمر اندېش صېب دواړو لہ نظرہ تېروتے دے ۔ غلی پرې پاتې شوی دی ۔ ځکہ چې پوھانو تہ رڼا نۂ وہ او ټیکہ دار بابا ورتہ چاربېتہ وائیلی وو ۔ د دواړو د ټیکہ دار بابا پہ کتاب “چاربېتې “ باندې لیکونہ دی ۔ خو اوس د چاربېتې مستقبل روښانہ دے چې ادیبان شاعران لکہ ډاکټر اسماعیل ګوھر، ډاکټر خلیل الرحمٰن ، مشر ډاکټر اسرار ، ډاکټر زبېر حسرت تاج حسېن او فہد احساس پہ شان تعلیم یافتہ زلمی چاربېتہ لیکلو تہ چمتو شوې دی ۔ پہ چاربېتہ باندې د بنوں رئیس خان پی -اېچ – ډي ، مرحوم ہمایون ھمدرد خپلہ د پي اېچ ډي مقالہ پہ یونیورسټۍ کښې جمع کړې وہ ، اطہر شاہ ټکور د صوابۍ پہ چاربېتہ اېم فل مکمل کړو ۔اوس پہ چاربېتہ کافی مواد موندے شی امید دے نور سکالران بہ ھم چاربېتې تہ متوجې شي ۔او نور تحقیق بہ پہ مخہ راشي ۔
ډاکټر محمحد اقبال خان
۲۴ /۹ /۲۰۲۱ ء
رښتیا څۂ دي
پہ لغت کښې د سرخېل معنیٰ دہ د یو کار ابتدا کولو والا ۔ پہ ضلع بټګرام کښې د ډېر وخت نہ دا بحث شروع د ے چې پہ ھزارہ کښې د ادب ابتدا چا کړې دہ ؟ زۂ د ھغوي پہ مدعا باندې پوھہ یم چې پہ ھزارہ کښې اولنے تنظیم کوم جوړ شوے دے او د مشاعرو ابتدا د چا پہ کاوشونو شوې دہ ۔ تر کومہ پورې د ادب د شروعاتو خبرہ دہ ۔ مونږ څخہ وړومنے کس دے ، حسېن ملک پوري چې پہ تقریباًڅۂ لپاسہ پنځو زرو اشعارو باندې مشتمل دیوان یې پرېښے دے ۔ د دیوان د داخلي شھادتونو نہ ثابت دہ چې حسېن د اورنګزېب عالمګیر او د خوشحال خان بابا ھم عصر دے ۔ میر عبدﷲ سواتے عصر یې دے د ځلمي ھېواد مل مطابق ۱۱۳۰ھ---۱۱۹۸ھ دیوان یې پریښے دے ۔ (۴۳ دعبدالحمیدمومند دیوان مرتب ځلمے ھېواد مل ) ۔ مولوی محمد اسماعیل خان عصر یې دے نولسمہ پيړۍ د فراسسي مصنف جېمز ډارمېسټېټر منشي وۂ د پښتون خوا ھاروبھار کښې یې د ډارمېسټېټر لوے مدد کړے وۂ ۔ د ھاروبھار د چاپ کال دے ۱۸۸۶ء مولوی اسماعیل د ډاکټر خالد خان لیک مطابق (۸۲پښتو ګڼہ فروري،مارچ کال ۱۹۹۶ء ) څلور کتابونہ پرېښي دي (۱) قواعد افغاني) (۲) ګفتګوِافغاني (۳) ائینہِ الفاظِ افغاني(۴)خزانہِ افغاني ۔ سېدقبول اخون د ھواګلۍ د علی ګوھرخان د دربار شاعر وۂ ۔ پہ نولسمہ صدۍ کښې پېدا او شلمې صدۍ پہ اوائل کښې مړ دے اکثر کلام یې ضائع شوے وۂ څۂ لږ ډېر یې نمسي جمشېد صوبہ دار سمبال کړے وۂ چې ما د وصال جام پہ نوم تدوین کړے او چاپ شوے دے ۔ محمدعمر د شاہکوټ دا ھم د علي ګوھر خان د دربار شاعر دے۔ سېد قبول اخون او عمر بہ دواړو یو ځاے مجلسونہ کول خو د سېدقبول اخون حثیت مسلم وۂ ځکہ چې ھغہ عالم وۂ پہ اخون بللے کېدۂ ۔ محمدعمر کلام د ھغۂ ځوي محمحد نبي تہ یاد وۂ چې کتا ب ترې اوشو ۔ کتاب د محمد نبی زوم حېدرنظیر (ملوګہ )د ګلزارِنبی پہ نوم چاپ کړے دے چې لیک پرې داور خان داؤد کړے دے ۔ حضرت غلام د شاعرۍ کتاب سوے ګلشن زما پہ لائبرېرۍ کښې موجود دے چاربېټې ،حمد او نعت ډېر ښہ شاعر دے پہ یو حمد کښې د ﷲتعالیٰ یو کم سل نومونہ ډېر پہ عالمانہ انداز کښې بیان کړي دي چې کم ازکم زما لہ نظرہ مخکښې نۂ دي تېروتي ، دغہ شان محمدؐسل نومونہ یې د نعت زینت جوړ کړي دی لھجہ ډېر خواږۂ او عالمانہ دہ ۔ دا شاعران او ادیبان دي چی کتابونہ یې موجود دي ۔پہ ھاروبھار کښې د ھزارې د چاربېتي شاعرانو محمدجی لېونے دپکلۍ ، برھان ډوډیال پکلۍ ، حمیدګل د پکلۍ ، ګل محمدترنګړو پکلۍ ، عېسیٰ ګل اخون زادہ ، نواب خان، احمدشاہ ملا ، سوکیا ھندو ، میر افضل دېشاني ، صدیق د ایچړو ذکر او چاربېتې موجود دې ۔ پہ تور غر چاربېتہ چې د سحر حسن زۍ تالیف دے کښې د احمدګل ملا ، ازاد بابا ، غلام احمد خان تائب ګل ملا ، اشرق ، زرچہ بی بی ، طوطی استاد ،امان ګل ، استاذ احمدګل ، کشمین خان عمبر شاہ ملا(د عمبر مُلا قلمي نسخہ ماڅخہ دہ ) ، رحمتﷲ ، عبدالقادر ، سکندرخان ، جمت باز ، عبدالرحیم اخون ، محمد صدیق ، کېوان باچا ،محمدی جان چاربېتي موجود دي ۔ لہ دې نہ علاوہ ګڼ شاعران لکہ شمروزګلابی ، عبدﷲجان ، سائیں فقیر ، داؤدجان ، انورشاہ ، فضل رحیم ، پیر زمان شاہ ، اقا چار بېتې اختر حیات قمر جمع کړې دي امید دے زر بہ چاپ شی ۔ ما شېر ګړھ د قاضیانو پہ ذاتي لائبرېرۍ کښې د قاضي عبدالحلیم فضلي پہ معیت کښې د قاضي محمد علي او د قاضي عبدالسلام قلمي نسخې لیدلې دي ۔ پہ قاضي عبدالسلام باندې القلم کښې زما یو مضمون ھم چاپ شوے وۂ ۔ دا ھغہ شاعران ادیبان دي چې د زرین پرېشان او د اسماعیل ګوھر نہ ډېر مشران دي ، ما پہ بټګرام کښې د یو ادبي پروګرام دوران کښې ملګرو سرہ وعدہ کړې وہ چې ددې بحث خاتمہ بہ زۂ پہ پښو سندونو کوم ۔ زۂ چې د بټګرام نہ واپس شوم علي اکبر لالہ څخہ لاړم ، علی اکبر لالہ یو خو مشر دے ، بل پښتو ادب لہ پارہ یې پہ ھزارہ کښې ښہ قلمي ،مالي او بدني تعاون کړے دے ۔ اوس ھم د “ھزارہ علم وادب” بفہ سرپرست دے ۔ ما لالہ تہ خپلہ ټولہ مدعا بیان کړہ ۔ لالہ راتہ وې چې دا ټول ریکارډ د ادارې پہ دفتر کښې موجود دے ۔ اصل نۂ شم درکولے فوټو سټېټ بہ درتہ در اولېږم ۔ فوټو سټېټس اوس ماڅخہ پراتۂ دي کۂ څوک یې کتل غواړي بېشکہ کتے شي ۔
د ادارہ علم ادب بفہ قیام پہ ۱۹۷۶ء کښې چې د ګلِ صحرا پہ صفحہ ۲۸ باندې پہ پښتو برخہ کښې د ھزارې دګلونہ عنوان لاندې شوے دے ۔ د ادرہ علم وبفہ پہ ریکاړډ کښې دکال ۱۹۷۶ء نہ تر کال ۱۹۷۷ ء پورې د عھدارانو نومونہ پہ دې ډول دي
-
صدر : جناب ماسټر ګل رېخان صاحب بفہ بېلہ
-
سنئیر نائب صدر : جناب سید سلطان شاہ صاحب بفہ کلاں
-
نائب صدر : جناب حق نواز صاحب بفہ خورد
-
جنرل سېکټري : جناب بابو محمد اسماعیل فېروز بفہ کلاں
جائنټ سېکټري : جناب شاہجہان صاحب بفہ کلاں
- پرېس سېکټري : جناب ماسټر حمیدالحق صاحب اېنډ فېروزخان
صاحب بفہ کلاں
- پروپېګنډہ سېکټري : جناب سید عبدﷲشاہ مظہر صاحب ، جناب
سید ظاہر شاہ صاحب جناب نور الاسلام صاحب و ماسټر ولی محمد صاحب
- خزانچي : جناب مختیار احمد طاہر صاحب اېنډ جناب سعیدالرحمٰن صاحب بفہ کلاں
چېکېنګ کمېټۍ ممبران:
- ماسټر رسول خان صاحب محلہ لغماني
- جناب محمد طارق عزیز صاحب محلہ تیتوال
- جناب صوفي درایمان صاحب محلہ خواجہ خېلي
- عزیزالرحمٰن صاحب بفہ خورد
- جناب ماسټر محبوب الرحمٰن جانی صاحب بفہ خورد
منظور عام پرېس اېبټ اباد
دلتہ دا خبرہ د نوټ کولو دہ علی اکبر لالہ او عثمان شاہ ملاجان پہ کابینہ کښې شامل نۂ وو چې د عمر او دعہدې پہ لحاظ پاخۂ سړي وو ۔ اسماعېل ګوھر د شلو کالو ځلمے دے د ادارې د کابینې جنرل سېکټري ټاکلے کېږي ۔ دا د اسماعل ګوھر د صلاحیتونو ثبوت دے ۔ پہ دې کابینہ کښې عبدﷲشاہ مظہر د اردو ژبې شاعر او صوفي دراېمان او اسماعیل ګوھر د پښتو ژبې شاعران دي ۔ اسماعیل ګوھر پہ ھغہ وخت فېروز تخلص کوۂ ۔
ورستو د شاعرانو ادیبانو پہ وېنا خپل د والد صېب د نوم اولنۍ برخہ ګوھر (ګوھرالرحمٰن )یې تخلص وګرځوۂ ۔
د ګلِ صحرا پہ صفحہ( ۲۸) باندې لیک دې چې ”کہ د پکلۍ پہ تاریخ مونږ نظر واچؤو د مغل باچا اورنګ زېب عالمګیر پہ زمانہ کښې محمد حسېن ،لېونے محمد جی تېر شوي دي ۔ دغسې د وخت د تېريدو سرہ سرہ حمید شاعر ،ادم خان ، الف دین ،نظیر (شاہ خېل) ، فریدون زرین خان، محمد ریاض ، محمد دین ،منشي جانس او ځنې نور داوچتې پائې شاعرانو پہ دې علاقہ کښې د شعر وسخن ډیوې بلې کړې دي۔ د علاقې د تېر ھېر شاعرانو پورہ حالات او کلامونہ بہ زر شائع کولے شی ۔ دغہ ادبي بڅري د علاقې د خلقو پہ سینو کښې د مودې راسې پراتۂ وو او پہ ۳۰ نومبر کال ۱۹۸۱ کښې ترې نہ شغلې راولاړې شوې ۔ پہ دغہ نېټہ د پښتو اولنۍ باقاعدہ مشاعرہ اوشوہ چې پکښې د علاقې د پښتوګڼو شاعرانو ګډون اوکړو ۔ او دغہ موقع ما (اسماعیل ګوھر) پہ ادارہ علم وادب بفہ کښې د پښتو د یو بېلې څانګې قائمولو اعلان اوکړو ۔”
یوہ بلہ د اخبار ھفت روزہ جائزہ مانسہرہ د۲۹مئ ۱۹۸۵ءا تراشہ دہ۔ چې پکښې ګورنمنټ ھائی سکول بفہ کښې دیوې مشاعري احوال دے ۔ پہ دې مشاعرہ کښې دې شاعرانو ګډون کړے وۂ ۔ علي اکبرخان ، زرین پرېشان ، عثمان شاہ ملاجان ،اسماعیل ګوھر ،دوست محمد مالکي ، ملک جان ملیار، جاوېد شاہ مستانہ ، قمر صحرائی، صوفي درایمان ، نظیر ، نظیرثانی محب جان او صداقت ، پہ دې موقع چې زرین پرېشان کومہ قطعہ د بفې خلقو تہ پېرزو کړې وہ ھغہ داسې وہ
چې کتلے مې ادبہ ستا مقام دے
نن زما ورتہ سر ټیټ پہ احترام دے
زرین وائی مبارک شہ مبارک شہ
د بفې خلقو پہ تاسو مې سلام دے
ښاغلے دوست محمد ناشاد د خپل کتاب نکرېزې پہ صفحہ ۱۴ باندې د بټګرام ادبي سفر د عنوان لاندې لیکي ”د بټګرام پہ ګل ورینہ سیمہ کښې د ادب پټے دمخکښې نہ ښېرازہ وۂ ۔ پہ دې سېمہ کښې د ادب پہ حوالہ ګڼ شمېر نوموړي شاعران او ادیبان موجود وو ، خو دا شاعران پہ ورکو شمېر وو د دوي کلامونہ بہ سندرغاړو د خلې اولس ضرور اورېدل خو نورہ پېژندګلو ئې عام اولس سرہ نۂ وہ ۔ ھم دغہ وجہ وہ چې ددوي څۂ منظم تنظیم نۂ وۂ ۔ پہ کال نولس سوہ پنځۂ اتیا(کښې (۱۹۸۵ء) کښې ارواښادزرین پرېشان د بټګرام سیمہ اولنے یو فعال تنظیم پښتو ادبی څانګہ بټګرام بنیادي ګټہ کېښودہ ۔”د ھزارہ پښتو اکېډېمۍ بنیاد پہ نولس سوہ څلور نوي (۱۹۹۴ ) کښې اېښودے شوے وۂ ۔ قمر صحرائی ، فقیر محمدفقیر او دوست محمد مالکي دري واړہ د ھزارہ پښتو اکېډېمۍبنیادي ممبرانو کښې شامل وو ۔ پہ ائین باندې بحث ومباحثہ او منظوري زمونږ پہ کور کښې ورکړلے شوې وہ ۔ چې درې کالہ ورستو زرین پرېشان د سعودي عرب نہ واپس راغے پہ کال نولس سوہ وۂ ( ۱۹۹۷ ء) کښې د اباسین اکېدېمۍ بنیاد کېښودے شو ۔
پہ ګلِ صحرا کښې د د علي اکبر لالہ ، عثمان شاہ مُلاجان ، اسماعیل ګوھر ، صداقت ، غلام حسېن وغېرہ نظمونہ ، غزلونہ قطعات او لیکونہ چاپ دي ۔ د اسماعیل ګوھر یو تکل پہ ھفت روزہ جائزہ کښې پہ ۱۲ فرورۍ کال نولس سوہ شپږ اتیا ۱۹۸۶ کښې د ” پیر ودھائی غسل خانې “چاپ دے –
نتیجہ
پہ کال ۱۹۷۶ء کښې ادرہ علم و بفہ جوړہ شوې دہ ۔
پہ کال ۱۹۸۱ء کښې دپښتو ژبې اولنۍ مشاعرہ منعقد شوہ ۔ او ادارہ علم وادب کښې د پښتو یوہ بیلہ څانګہ جوړہ کړے شوہ ۔
پہ کال ۱۹۸۵ء کښې د پښتو ژبې دوئمہ مشاعرہ پہ ګورنمنټ ھائی سکول بفہ کښې اوشوہ چې زرین پریشان ، دوست محمد مالکی ، قمر صحرائی او جاوېد شاہ مستانہ پکښې ګډون ھم کړے وۂ ۔
پہ کال ۱۹۸۵ء کښې د پښتو ادبی څانګہ بټګرام بنیاد کېښود ۔
پہ کال ۱۹۹۴ء کښې د پښتو اکېډېمۍ ھزارې بنیاد کېښودے شو ۔
پہ کال ۱۹۹۷ء د اباسین پښتو اکېډېمۍ تیګہ کېښودے شوہ ۔
لۂ دې پخښو سندونو نہ ښکارہ دہ چې کوم تنظیم پہ ھزارہ کښې اول جوړ شوے دے ، کوم ځاے د اولنۍ مشاعرې انعقاد شوے دے او د چا پہ ھزارہ کښې د پښتو ادب لہ پارہ ھلې ځلې ډېرې دي ۔
قافیہ
د قافېې لغوی معنیٰ دہ ورستو راتلونکے ۔ اصطلاحي معنیٰ دہ د شعر پہ اخر کښې راتلونکي ھم اواز الفاظ ( ضروري نۂ دہ ھم وزن ھم وي ) ردیف لغوي معنیٰ دہ پہ سوارلۍ ورستنے سور دا یو لفظ ھم کېدے شي او د یو څو الفاظو مجموعہ ھم ۔ مطلع د غزل ، قصیدې اولني دوہ شعرونہ چې دغزل یا قصیدې ابتدا ترې کېږي ۔ یو غزل د مثال پہ توګہ اخلو ، غزل دے
تا د زړۂ نہ اوویستمہ کۂ دې یاد یم
ستا پہ مینہ کښې لا ھٰغسې برباد یم
تا خویونہ د شرينې پېدا نۂ کړل
پېدا شوے لہ ازلہ زۂ فرھاد یم
پېښاور کہ پہ تیراہ باندې اباد دے
د زړۂ سرہ زۂ پہ تا باندې اباد یم
کۂ ستا مینہ مې حاصل نۂ شي څۂ نیشتے
کۂ زۂ دون د زمانې یم کېقباد یم
دا دنیا خواږہ د مینې پہ سبب دہ
زۂ اقبال پېدا پہ دغہ اعتقاد یم
پہ غزل کښې یاد ، برباد ، فرھاد ، اباد ، کېقباد او اعتقاد قافیہ دہ ۔ قافیہ د مطلعې پہ دواړو مصرعو او د نور غزل د شعر پہ ھرې دویمې مصرعہ کښې راغلې دہ ۔ او یم ردیف دے چې ھرې قافیې پسې راروان دے
ردیف بہ پہ ټول غزل کښې یو وي ۔ د قافیې او ردیف تعین د مطلعې نہ کېږي ، لکہ د غزل مطلع دہ
نېټہ مې نۂ وہ خو زۂ تا مړکړم
زما اشنا تا پہ جفا مړکړم
د مطلعې نہ دا او ټاکلے شُو چې د غزل نورې قافې بہ د تا ، جفا ھم اواز الفاظ وفا ، ژړا ، خندا ، حیا ، خطا ، سزا ، رضا وغېرہ بہ وي ۔ او دغہ شان پہ ټول غزل کښې یو ردیف مړ کړم تر مقطعې پورې چلېږي ۔ پہ غزل کښې نوآموزہ شاعر لہ د اسانې قافې استعمال پکار دے ۔ نیاواتہ او ګرانې قافیې د استادۍ تقاضا کوي ،
قافیہ د عربۍ ،فارسۍ او د اردو ژبې پوھانو پہ دوہ صفونو کښې وېشلې دہ
غلطہ قافیہ او درستہ قافیہ ۔ خو ما څخہ دا وېش پہ څلورو صفونو کښې دے
(۱) غلطہ قافیہ (۲) درستہ قافیہ (۳) بہتر قافیہ (۴) بہترین قافیہ
مثال پہ توګہ
مئین توب او مکتُوب غلطہ قافیہ دہ ۔
مئین توب او خوب ، درستہ قافیہ دہ ۔
مئین توب او مېړنتوب بہتر قافیہ دہ ۔
ختا او خطا بہترین قافیہ دہ
زارۍ ، دل ازارۍ بہترین قافیہ دہ (تجنیسي قافیہ د حرف روی نہ علاوہ نور حروف پکښې ھم |یو شان لہ وی)
د قافیې بنیاد پہ حرفِ روي دے مثال پہ توګہ وفا ، جفا ، خندا ، خطا ، نوا او جدا وغېرہ کښې یو حرف مشرک دے ھغہ دے الف (ا) ۔ دغہ مشترک حرف تہ حرف روی وائي ۔ خو دلتہ یوہ خبرہ یاد ساتل پکار دي کہ پہ مطلع کښې وفا او جفا اوتړلے شو نو بیا بہ قافیہ شي وفا ،جفا ، شفا ، خفہ ، صفا ، اکتفا وغېرہ ۔ ا او ہ د دواړو حرفِ روي الف (ا) دے یعني رضا ، ژړا ، تمنا ، تماشہ ، افسانہ ، وعدہ وغېرہ پہ ځان کښې ھم قافیہ دي ۔
د قافیې د حسن دارومدار پہ نہہ (۹) حروفو دے ۔ چې څلور د حرفٍ روي نہ مخکښې او څلور د حرفِ روي نہ شاتہ دي ۔ حروف دي ۔
حرفِ ردف ، حرفِ قيد، حرف تاسیس ،حرفِ دخیل
حرفِ روي
حرفِ وصل ، حرفِ خروج ، حرفِ مزید او حرفِ نائرہ
حرفِ ردف = --- ھغہ حروفِ علت تہ وائي (ا،و ،ی ) چې کوم د حرفِ روي نہ مخکښې بلا فصل راځي لکہ نُور ، طُور ، حور ، دستور ، مجبور وغېرہ ددې تکرار لازمي دے ۔
حرفِ قېد = ---- ردف نہ علاوہ د ھغہ حرف ساکن نوم دے چې حرفِ روي نہ مخکښې بلا فصل واقع کېږي خو دا علت نۂ وي ددې تکرار ھم لازمي دے ۔ لکہ قبر ، صبر ، جبر ، زبر وغېرہ ۔
د قبر تقطیع بہ داسې کېږي ق ب ب ر او دغہ شان د صبر ص ب ب ر ۔
تاسیس =--- ھغہ ساکن الف دے چې کوم او د حرفِ روي تر منځہ یو حرف متحرک فصل وي ھغې تہ تاسیس وائي لکہ حاصل ، جاھل ، عاقل او شامل وغېرہ ۔ د تاسیس تکرار ضروري نۂ دے خو ددي تکرار سرہ د قافیې حسن زیاتېږي ، لکہ قاتل او دل پہ ځان کښې ھم قافیہ دي ۔
دخیل =---- ھغہ حرفِ متحرک چې د حرفِ روي او تاسیس تر منځہ واقع کېږي لکہ د حاصل ، او عاقل تر منځہ ص او ق دي
وصل = --- د حرفِ روي نہ عېن ورستو راځي لکہ خالي ، پالي مالي ، سوالي وغېرہ ۔ پہ دې قافیہ کښې ي وصل دے ۔ ددې پېژندګلو دہ کہ وصل حذف کړے شي قافیہ بہ بیا ھم بمعٰنی پاتې کېږی ۔ کہ د خالي، پالي ، مالي او سوالي نہ ي حذف کړے شي ، پاتې بہ شي خال ، پال ، مال او سوال چې کوم بمعٰنی دي
خروج =---ھغہ حرف چې پہ قافیہ کښې د وصل نہ شاتہ بغېر د فصل نہ راځي
مزید =---- ھغہ حرف چي د خروج نہ شاتہ بلا فصل راځي ۔
نائرہ =---- ھغہ حرف چې د مزید نہ شاتہ بلا فصل راځي ۔ مثال بہ واخلو مئینتوب ، لېونتوب ، مېړنتوب پہ دوي کښې ن حرفِ روی دے ، ت حرف خروج دے و حرفِ مزید دے او ب حرفِ نائرہ دے ۔
پہ پښتو شاعرۍ کښې د قافیې صورتِ حال ښہ نۃ دے ۔ کوم حروف چې مونږ د عربۍ نہ اخستي دي د ھغوي ادائېګي مونږ صحیح نۂ شُو کولے لکہ ف مونږ پہ پ بدل کړو خفہ خپہ شې د ص ، ث او س د اواز تر منځہ فرق
نۂ کوو د ص او س قافیہ ګډہ وډہ کړو۔ لاس ، لباس سرہ خاص بہ ھم قافیہ وګرځوو ۔ ک او ق پہ املا کښې اکثر غلط استعمال شي ۔ پہ ھشنغر او ملاکنډ کښې د اوږدې ( ے ) او یاِ مخصوصہ (ې) ادائیګي پہ صحیح ډول نۂ کېږي زمونږ ښہ شاعران ھم تېر اوځي ۔ سړے ، بنجارے او ستړې ھم قافیہ کړي ۔ د غږ خیال نۂ ساتُو ۔ اوس د خوشحال بابا دا شعر دقافیې نقص لري
د چترال سرحد د سوات سرہ قریب دے
غر او سم ئې ابادان جرېب جرېب دے
ډغہ شان د رحمٰن بابا شعر
خو زما پہ ورمېږۂ ماتول شېر ئې
کۂ پہ مرګ د رقیب ھم ھسې شمشير ئې
د علي خان د غزل څو اشعار دي
غم او نۂ چاوۂ یواځې د بلبل زرۂ
قِسم قِسم خواري ګورہ د بل بل زړۂ
کہ ئې زړۂ د عندلیب د بورا اوسو
خزان چرتہ سلامت پرېښود د ګُل زړۃٔ
ھزارہ ھزار پارہ شوہ لہ افسوسہ
د رېدي غریب ئې وریت کړو پہ داغل زړۃ
بلبل، بل بل ، ګُل او داغل د قافیې فرق لري ۔ خوشحال بابا ، رحمان بابا ، عبدالحمید بابا، کاظم خان شېدا او علي خان دا ھغہ شاعران دي چې علامہ قاضي میر احمدشاہ رضواني استادان بللي دي ۔ پہ پښتو شاعرۍ باندې د کاظم خان شيدا دا وېنا سل پہ سل برابر دہ
د پښتو ژبہ تمامہ دہ بې نظمہ بې نظامہ
لہ اوزانہ مختلفہ لہ میزانہ منحرفہ
پہ میزان باندې چې راشي ھر کلام تہہ وبالا شي
پہ تقطییع باندې چې راشي ګھې طعن ګاہ تشنیع شي
نا واقف لہ سلیقې دي نا بلد د طریقې دي
د ھر وزن منافي دي څۂ خبر پہ قوافي دي
خو د کاظم خان شېدا لہ دې وېنا سرہ زما اختلاف دے ۔ ھغۂ پہ ھندوستان کښې د فارسۍ او د اردو ژبې لوے لوے شاعرانو تہ کتل ۔ خو د عربۍ ، فارسۍ او اردو مزاج بدل دے ۔ ددې ژبو د شعر نظام پہ عروضو باندې ولاړ دے چې اول عربۍ کښې پېدا شو ۔ د عربۍ نہ فارسۍ خپل کړو او د عربۍ او فارسۍ نہ اردو تہ منتقل شو ۔ چې اوس ترې د اردو ژبې شاعران لمن خلاصول غواړي ځکہ چې لفظ بہ روزمرہ او لیک کښې یو شان لہ وي او ھغوي لہ ادائیګي د عروضو مطابق کول پرېوځي ۔ کلہ طول ورکوی او کلہ رالنډہ وي ۔ چې فطري عمل نۂ دے ۔ دا د اصول منافي دہ ۔ چې پہ شعر کښې محاورې ، روزمرې او د ضرب المثل خيال نۂ ساتې ۔ روزمرہ ، محاورہ او ضربالمثل بہ ہُو بہو بہ پہ اصلې حالت کښې پېښ کول پریوځې ۔ دغہ شان پکار د لفظ ادائیګي پہ صحیح ډول اوشي ۔ پښتو اریائې ژبہ دہ دا د اوستا ، سنسکرت ، فارسۍ خور ژبہ دہ ۔ ددې د شاعرۍ نظام د دنیا د اکثر ژبو پہ شان پہ سېلابیز نظام ولاړ دے ۔ د قافیې د نقص نہ بچ کېدو لہ پارہ پہ دریو خبرو عمل کول پرېوځي (۱) د پښتو ژبې املا د باړہ ګلۍ فېصلي مطابق زدہ کول ۔
خو دلتہ دې الفاظو باندې غور اوکړئ
نېټہ او خېټہ چې املا تہ اوکتے شي پکار دہ چې ھم قافیہ وي خو نۂ دي ۔ دې لہ پارہ د څۂ بل شي ھم ضرورت دے ھغہ دے (۲) پہ صوت باندې فکر کول ۔ پہ دې دواړو قوانینو باندې چې عمل اوکړے شې پہ پښتو شاعرۍ کښې د قافیې د نقص امکان نۂ پاتے کېږي ۔
د پرمختګ لارې چارې اوږدہ ے
پہ باړہ ګلۍ کښې پښتو اکېډېمۍ درې ورځنے کانفرس “د پښتو د پرمختګ لارې چارې“ پہ نوم منعقد کړو ۔
پہ کانفرس کښې ھر مقالہ نګار تر خپلہ وسہ خپلې مقالې سرہ محنت کړے وۂ ۔ خو ھغہ مقالې چې پہ کومو کښې دپښتو ژبہ د ذریعہ تعلیم جوړولو،ددفتري او مارکیټ ژبہ ګرځولو تجاویز وو دډېرې ستائنې وړ دي ۔ پہ دې تجاویزو باندې پوھان او عالمان متفق وو خو پہ اوږدہ ے باندې د لرې او برې پښتون خوا د عالمانو او پوھانو اختلاف ختم نۂ شو او دا فېصلہ بلې موقع د پارہ اوځنډولے شوہ ۔ دا فېصلہ د منطق پہ خاے د اناپرستۍ ښکار شوہ ۔
زما چې د برې پښتون خواعالمانو او پو ھانو سرہ خبرې اترې شوې دي لکہ حبیبﷲ رفیع، اصف صمیم ، محمد نبي تدبیر او عبداظاہر شکیب وغېرہ د ټولو دا خیال دے چې د “ے”تورے لرې پښتون خوا کښې د اردونہ اخستے شوے دے ۔ ددې وجود پہ پښتو ژبہ کښې نيشتے ۔ اردو ژبہ دومرہ اوږد تاریخ نۂ لري دا د محمودِغزنوي د حملو نہ ورستو پہ ھندو پاک کښې پہ وجود کښې راغلې دہ ۔ ددې خپل تاریخ دے ۔ خو عربي ژبہ د خلیفہ مامونُ الرشید پہ دور کښې افغانستان یا د پښتون خوا سیمو تہ رسېدلې دہ ۔
د حروف تہجي پہ حقلہ پہ عربۍ ژبہ کښې ھم اختلاف موجود دے ۔ د ابوالعباس نحوي مطابق د عربۍ ژبې اتویشت(۲۸ )توري دي او نورو قرا ؤ پہ نیزد یو کم دېرش( ۲۹) دي ۔ نوراني قاعدہ چې پہ ديني مدارسو کښې طالب علمانو تہ دقرأت دپارہ لولو لے شي کښې دغونډې “ی” سرہ اوږدہ “ے” ھم لیک دہ دا ھسې نۂ دہ لیک دا اواز پہ قران مجیداو پہ عربۍ کښې موجود دے لکہ سورۃ فرقان ایت نمبر ۴۹
لِنُحۡیِ ےَ بِہٖ بَلۡدَۃً مَّیۡتًا
سورۃ اعراف ایت نمبر ۱۹۶
اِنَّ وَلّیِ ےَ ﷲ الَّذِیۡ
سورۃ النمل ایت نمبر ۳۵
فَمَآ اٰتٰنِ ےَ ﷲ خَيۡرُ
دا خو پہ قران مجید کښې ښکارہ “ ے “لیک دہ
سورۃ ھودایت نمبر۴۰
بِسمِ ﷲ مَجرٖھَا وَمُرسٰھَا
پہ نوراني قاعدہ کښې د مَجرٖھَا “ر “ تہ( ۱ )نمبر ورکړے شوے دے بیا پہ حاشیہ کښې تشریح داسې دہ دې ر تہ را امالہ وائي او دا بہ د قطرے پہ شان ادا کېږي ۔ داپہ قران مجید کښی د “ے “اواز دے۔ دقران مجید قرأت پہ ۷ لہجو کښې کېږي ۔ پہ دې لہجو کښې یو لہجہ دہ چې پہ ھغې کښې “ے “ډېرہ زیاتہ مستعمل دہ۔ لکہ
“وَالضُّحٰی وَ الّيَلِ اِذَا سَجٰی” دا بہ لوستے کېږي
والضحے واليلِ اذا سجے ۔
زرادي (چې دصرف کتاب دے )کښې لیک دي الف د دوہ زبرونو نہ جوړ دے ۔ واو د دوو پېښونو نہ او يې یا” ی” ددوو ز ېرونو نہ جوړہ دہ ۔ د “ی” نہ مخکښې توري لاندې کۂ زېر وي دې تہ یا مدہ وائي او کۂ ی نہ مخکښې توري لاپاسہ زبر وي دې تہ یاِ لین وائي پہ زرادي کښې نور ډېر قواعد دي خو مونږ لہ د “ ی “پہ حقلہ قواعد ذھن کښې ساتل پکار دي مونږہ لږہ مودہ مخکښې پورې دې د دِ پہ شکل لیکلہ د دال لاندې یو زېر اچولو سرہ دې جوړیږي او دوہ زېرونو سرہ دي خو دے د جوړېدلو ھيڅ قاعدہ قانون نیشتے کۂ “ی“ لاندې زېر او لاپاسہ زبر واچوو مونږ تہ بہ یَِ حاصل شي او کۂ دا یِ مونږ ے سرہ ظاھر کړو او ے نہ مخکښی “د” واچوو مونږ تہ بہ دے حاصل شي ۔
ي،ې،ئ ،اوۍ داڅلور واړہ یېګانې د غونډې ی نہ مشتق دي ۔ زرادي د قاعدې مطابق “ ی”دوہ زېرونو نہ حاصليږي ۔ خو د یا فعلي “ئ “ او یا تانیث “ ۍ “لۂ پارہ د دوو ز ېرونو قاعدہ سمہ نۂ دہ ۔ ددوي پہ غږونو چې غور اوکړے شي یو د زېر غږ دے او بل غږ مختلف دے دې لہ پارہ پہ زرادي کښې څۂ قاعدہ خو موجودنۂ دہ خو مونږ یو زېر او یو زبر نہ اوږدہ “ے “ حاصلولے شو کۂ غور پرې اوکړے شي اوږدہ ے د یو زېر او یو زبرنہ جوړہ دہ ۔ یاِ معروف ، یاِمخصوص ، یاِفعلي او یاِ تانیث ھم د باړہ ګلۍ د ۱۹۹۲ ء د فېصلې نہ حاصل کړے شوې دي ۔ دا پخوانۍ املا کښې موجود نۂ وې ۔
د غونډې ی مخرج د ژبې د منځ نہ د حلق طرف تہ دے او د اوږدې ے دژبې د منځ نہ د غاښونو طرف تہ ۔ غونډہ ی او اوږدہ ے د یو بل مترادف نۂ شي کېدے ۔ د غونډې “ی “او د یا معروف “ي” اوازونہ مماثل دي ۔ ډېر عمر غونډہ ی د واړې ی پہ نوم پېژندے شوې دہ ۔ دا بہ اوس ھم د مغالطې سبب جوړیږي کۂ مونږ واړہ ی د لوې ے پہ شکل کښې استعمالہ وو ۔ لۂ دې نہ بہ داسې غورہ وي چې مونږ لویہ ے یا اوږدہ ے خپل پہ ځائے و ساتوو ۔د برې پښتون خوا او د لرې پښتون خوا پہ لہجہ کښې فرق دے لکہ مونږہ وائیو څوک دے( sok day )پہ برې پښتون خوا کښې څوک دی( sok dai )۔
د شمس العلماء قاضي میر احمد شاہ رضواني د علمیت او قابلیت نہ څوک انکار کولے شې قاضي صېب د افغان قام پہ شان کښې یوہ اوږدہ قصيدہ لیکلې دہ چې عنوان یې دے
قصیدۃ الرضوانے فی بنی افغان د قصيدې نھم بېت دے
ویالھم من ببورقے بنیَر و فے سوادہ عقابین بجیلاس
پہ بېت ببورقے او فے اوږدې ے سرہ لیکلې دہ خو د غور نقطہ بلہ دہ ۔ رضواني د بنیَر پہ ی باندې زبر اچولے دے چې د بنیر صوت BUNIAR جوړ شو خو د بنیر صوت دے bunair . رضواني قواعد نویس وۂ ھغہ بہ پہ دې باندې پوھېدۂ چې د لفظ بنېر پہ “ ن” باندې زبر واچولے شي د bunair صوت بہ حاصل شي خو زما ګمان دے چې رضواني تہ د بنیر اواز مختلف محسوس کېدۂ ۔ دې لہ پارہ د بنیر پہ ی باندې زبر واچوۂ ۔ د ھغۃٔ پہ ذھن کښې دې لہ پارہ قاعدہ کلیہ نۂ دہ وضع شوې ۔ یاد دې وي چې پہ پښتو کښې زبر، زېر او پېښ نيشتے دا چې کوم الفاظ د نورو ژبو نہ اخستے شوي دي پہ ھغوي استعمالېدے شي خو خالص د پښتو پہ لفظ نہ شي ۔ بنېر خالص دپښتو لفظ دے او اسم دے د بنېر صوت دے
(ب و ن ے ر)خېټہ او نېټہ علاوہ د خ او ن نہ د املا پہ لحاظ یو شان الفاظ دي پکار دہ چې ہم قافیہ وے خو ھم قافيہ نۂ دي دلتہ ھم د ی او د ے د صوت فرق دے ۔ پہ نېټہ کښی یې د بونېر د یې صورتحال پېدا کوې نېټہ او برېټہ ھم قافیہ دي خېټہ او سمېټہ داھم قافيہ دي ۔ زین د زرادي قاعدې مطابق پہ “ز “باندې چې زبر واچولے شي ی بہ یا لین شي او صوت بہ یې zainشي پہ عربۍ کښې خو قاعدہ موجود د ہ خو پہ پښتو کښې ورلہ قاعدہ موجود نۂ دہ ۔ کۂ مونږہ زَین دزېن پہ شکل لیکو د زېن او zain پہ صوت کښې واضح فرق دے د zain صوت بہ پښتو کښې وي (ز ے ن ) او دغسې دلېن (ل ےن)دېن ( دےن )وغېرہ معاملہ ھم دہ ۔ اوس کۂ مونږ زېن ، لېن ،دېن غېر او بنیر وغېرہ لیکو نو دا یوہ قاعدہ غېر ارادي طور باندې وضع شوې دہ ګني صوت یې د لیک مطابق نۂ دے ۔ سړے ،لرګے،سپے خسے وغېرہ د صوت مطابق لیکلے کیږي ۔ دا غونډې ی سرہ لیکل ھیڅ جواز نہ لري ۔
پہ ځنې نورو سیمو کښی د ژبې نور مسائل دي واحد بہ تانیث وي چې جمع جوړہ کړے شي مذکر بہ شي ۔ پہ یوسفزۍ لہجہ کښې ګناہ دے او جنوبي اضلاعو کښې ګناہ دہ ۔ د ژبې املا دې ټولو لہجو تہ سمول اسان کار نۂ دے ۔ اردو کښې ھم چې څوک خبرې پہ کومہ لہجہ کښې کوي نثر او نظم بہ پہ ټکسالي ژبہ کښې لیکي ۔ ھغوي ورلہ ستنډرډ مقر ر کړے دے۔ مونږ لہ یوہ اتھارټي جوړول پکار دي چې ھغہ دې دا فېصلہ کولو مجاز وي چې دا املا سمہ دہ یا غلطہ ۔ مونږ دزمانې نہ څنګہ لیکو او زمونږ اکثریت څنګہ لیکي ھغہ دې زمونږ سټنډرډ اوګرځولے شي ۔
پہ کال ۱۹۹۲ء کښی پہ باړہ ګلۍ کښې چې کومہ فېصلہ اوکړے شوہ ھغې سرہ مونږ د پښتو ژبې املا نورہ ګنجلکہ ، ګرانہ کړہ او د تورو تعداد خامخا زیات کړو ۔ خو اوس یې رواج موندے دے بیا زړې املاتہ واپس کېدل مناسب نۂ دي ۔ انګرېزي ترقیافتہ ژبہ دہ خو ھغوي ھم حروف نۂ دي زیات کړي- چې ماشومانوتہ زدہ کول ګران نۂ شي ۔ جملہ پخپلہ پہ املا کښې دیوشان الفاظو وضاحت وکړي ۔ دا کمے پہ پښتو ژبہ کښې د ۴۴ تورو نہ باوجود نۂ دے پورہ شوے ۔ مونږ بہ نور ھم حروف تہجي زیاتہ وو ؟مثال بہ واخلو کوڼ او کونړ مونږ د باړہ ګلۍ د فېصلې نہ مخکښې یو شان لیکل خو جملې نہ وضاحت کېدۂ لکہ
احمد کونړ دے
او احمد د کونړ دے
جملې واضح کړہ چې احمد ناوري او احمد د کونړ اوسېدونکے دے خو مونږ ورپسې د ڼ تورے زېات کړو ۔ دغہ شان مونږ د یوې غونډې “ی” نہ څلور کړې یاِ معروف ، یاِ مخصوص یاِ فعلي او یاِ تانیث ۔ داکار پہ یو اصول باندې کېدے شو چې یا معروف لاندې بہ څنګ پہ څنګ دوہ نقطعې اچوو یامخصوص لاندې بہ لاندې باندې د یا فعلي لپاسہ ء او د یاتانیث سرہ بہ لکۍ جوړہ وو ۔ د حروف تہجي پہ فہرست کښې بہ یو غونډہ ی موجود وے ۔ توري بہ نۂ زیاتېدل ۔ اوسہ پورې دامتحاني پرچہ پہ سر لیک وي چې پہ نوې املا یا پہ زړہ کښې لیکئ دا اجازت دے ددې دا مطلب شو چې پہ زړہ املا اوس ھم ضرورت تر سرہ کېږي ۔نوې املا سرہ مونږ کوم راویات د لاسہ ورکړل ۔ د خوشحال بابا ، حسېن ،رحمان بابا ، حمید بابا، کاظم خان شېدا ، علي خان ټول زاړۂ دوانین نیمګړي شول ۔د ټولو استاددانو غېر منقوطہ غزلې منقوطہ شوې لکہ د علي خان د مشہور غېرمنقوطہ غزل د مطلعې اولنۍ مصرع
دا مے دم کۂ مے ہمدم کۂ دل آ رام لاړ
اوس بہ داسې شي
دا مې دم کۂ مې ہمدم کۂ دل آرام لاړ
داسې نور
دا ټول دلائل پہ دې دلالت کوي چې اوږدہ ے پہ عربۍ، فارسۍ او اردو ژبو کښې موجود دہ ۔ عربي زمونږ مذھبي او فارسي د پښتو خور ژبہ دہ ۔ چې پښتو پہ عربۍ او فارسۍ کښې اوږدہ ے موجود دہ نو پہ پښتو کښې ناشونې خبرہ نۂ دہ ۔
دې باندې ډېر اوږد بحث کېدے شي ۔ پہ اخرہ کښې پښتو اکېډېمۍ تہ د کامیاب کانفرس پہ انعقاد مبارکي ورکوم ۔