چاربېتہ د آذادۍ نہ ورستو

چاربېتہ د پښتو شاعرۍ اولسی صنف دے ۔ دا د پښتنې خاورې خپل پېداوار دے ۔ څوک ھم پہ وثوق سرہ دا نۂ شې وائیلے چې د چاربېتې ابتدا د کلہ نہ شوې دہ ۔ چاربېتہ سینہ پہ سینہ د منتقل کېدو صنف دے ۔ دا مونږ څخہ پہ نزدې ماضې کښې علاوہ د یو څو شاعرانو نہ چې کتابونہ یې پاتې دی ۔ نور د چا یوہ یا دوہ چاربېتې محفوظ دې باقې نورې د خلقو پہ سینو کښې د خلقو سرہ خاورې شوې ۔د چاربېتې تعریف ډېرو پوھانو لکہ قلندر مومند ، قاضی عبدالحلیم اثر ، حبیب ﷲ رفیع ، مشتاق مجروح ، پردل خټک ، سېف الرحمٰن سید ، ہمایون ہمدرد وغېرہ کړے دے خو د چا تعریف ھم سم نۂ دے ځکہ چې د چاربېتې شپږ اقسام دې، د ھر قسم جدا جوړښت دے ، یو تعریف د ټولو اقسامو احاطہ نۂ شې کولے ۔ ھر قسم جدا تعریف غواړې ۔

د چاربېتې پہ جوړښت کښې درې توکی لازمی دی

  1. د چاربېتې سر(یا مطلع)

د چاربېتې د سرونو دوہ اقسام دی

  • پہ دوو مصرعو مشتمل سر

  • پہ څلورو مصرعو مشتمل سر

ځنې چاربېتې پہ نیم سر د وائیلو راویت ھم موجود دے ،۔ کلہ چې پہ ددو مصرعو مشتمل سر قسم چاربېتہ پہ یوہ مصرعہ اووئېلے شوہ نیم سر شو ،دغہ شان د څلورو مصرعو سر چاربېتہ چې پہ دوہ مصرعو اووئیلے شوہ نیم سر شو۔کړہ بندہ پہ نیم سر نۂ وائیلے کېږی

  1. د چاربېتې کړہ

د چاربېتې کړہ (یا بند)بہ د څلورو مصرعو نہ کم نۂ وی ۔ پہ مثنوی چاربېتہ کښې د مصرعو تعداد مقرر نۂ دے ، شل مصرعې کېدے شی لۂ دې نہ زیات ھم دا د شاعر پہ خوښہ دہ ۔

  1. د چاربېتې جوړ (یارتیب)

د کړې اخری مصرعہ کومہ چې د سر د مصرعو ھم قافیہ وی دا یوہ یا دوہ ھم کېدے شی ۔ پہ کړہ بندہ کښې کړہ د سر سرہ پہ زړہ کښې پہ دوو او نن صبا پہ نوی دور کښې پہ دریو مقاماتو تړلے شی ۔ تر څو چې ما ۲۰۱۶ء پورې د چاربېتې پہ فن باندې کتاب “د چاربېتې پوھنہ “ نۂ وۂ چاپ کړے د چاربېتې د قسمونو نومونہ نۂ وو یو قسم ، دویم قسم ، دریم قسم باندې یادېدې چې صحیح پېژندګلو مشکل وہ ، ما چې د چاربېتې کړہ د کوم نظم سرہ مشابہ وہ ھغہ نوم مې ورلہ ورکړو چې ډاکټر یار محمد مغموم صیب خپل کتاب “ چاربېتہ فن او تاریخ “ کښې یې پہ صفحہ ۹۹، ۱۰۰، ۱۰۱ ذکر کړے دے ۔

مثنوی چاربیتہ

ددې چاربېتې سر پہ څلورو مصرعو مشتمل وی ۔ کۂ چاربېتہ پہ نیم سر اووئیلے شوہ د سر مصرعې بہ دوہ شی خو بیا بہ د کړې تړون پہ یوہ ھم قافیہ مصرعہ د سر سرہ کېږی ۔

کړہ بہ یې د څلورو مصرعو نہ کمہ نۂ وی زیاتې مصرعې چې ھر څومرہ وی د شاعر پہ خوښہ دہ ۔

مثال دټېکدار بابا تاریخی چاربېتہ

سر

پټنې راغلې پہ قصور باندې
د ډاکہ مارو پہ دستور باندې
چودھری صلاح کوی د کورہ سرہ
اوبۂ بہ څښمہ د لاھورہ سرہ

کړہ

پټنې راغلې پہ لاھور عالمہ
ھندو غاورہ دے پہ زور عالمہ
سل جھازونہ دی بمبار پکښې
ټننکونہ شپږ سوہ پہ شمار پکښی
لس ډوېژنہ عسکران د جنګ
اسلامی زر تنہ ځوانان د جنګ

جوړ (یا رتیب)

چودھری بہ وریت کړی پہ تنور باندې
پتنې راغلې پہ قصور باندې
باقی بہ اودروی د ګورہ سرہ
اوبۂ بہ څښمہ د لاھورہ سرہ

کۂ د چاربېتې سر او جوړ ترې لرے کړے شی کړہ د مثنوی نظم پہ شان پاتې کېږی ځکہ ما ورلہ نوم د مثنوی نظم پہ نسبت مثنوی چاربېتہ ورکړے دے ۔

##مربع چاربېتہ

ددې چاربېتې سر پہ دوو مصرعو مشتمل وی ۔ چې کلہ پہ نیم سر وائیلے شی سر یوہ مصرعہ شی کړہ څلور مصرعې وی ۔ درې د کړې اولنۍ مصرعې ھم قافیہ وی څلورمہ د سر د مصرعې ھم قافیہ وی ۔ مثال ----

د نورہ دین اخون تاریخی چاربېتہ

سر

روان شۂ یار محمد سېد اوباسی لۂ پنجتارہ
سېد لہ برے ورکړې الھی پرور دګارہ

کړہ

راغے امیر خان سردارہ دربہ کړم زر
لۂ ما سرہ روان شہ یوسفزو تہ برابر
سېد رانہ ملک واخست رالہ اوګټہ دوتر
زر پاسہ روانېږہ سستی مۂ کوہ سردارہ

دې قسم لہ نوم ور کولو کښې د ذکر شوی اصول نہ کار اخستے شوے دے ۔یعنی کړہ یې د مربع نظم سرہ مشابہ دہ ۔ (دې تہ بګتۍ چاربېتہ ھم وائی )

مثمن چاربېتہ

ددې چاربېتې سر بہ څلورمصرعې ، کړہ اتۂ مصرعې او جوړکښې پہ دوو مصرعو سر سرہ تړلے کېږی۔ جفتې مصرعې ځان کښې ھم قافیہ او طاق پہ ځان کښې ۔

مثال زما خپلہ چاربېتہ دہ

سر

سپېنې لېچې دې صفا سنګِ مرمر دی
خوند پرې ډېر کوی د سرو زرو بوګان
پہ اوربل کښې دې ګلونہ صدبر دی
تورې زلفې د ې خوړل کوی ماران

کړہ

تورې زلفې دې پہ مخ باندې خورې دې
لکہ ګورې شی وریځې پہ قمر
پہ بشر کښې دې ښکارہ د نور ذرې دی
نېغ کتلے درتہ نۂ شم برابر
د پېزوان څوکې تېرې لکہ ارې دی
ښخې کړې دې زما دی پہ ځیګر
پہ خفت دې قد تہ سروہ صنوبر دې
د مخ ګل تہ دې ھوس کړې بوراګان

(دا روانہ دہ ۔ سورہ لۂ دې چاربېتې نہ لږہ بدل بحر کښې دہ چې پہ تندۍ وائیلے کېږی ۔ جوړښت یې دغہ وی )

معشرِمجاز

ددې سر دوہ مصرعې ، مختلف قافې ۔ کړہ لس مصرعې ، اولہ ، دریمہ ، پنځمہ ھم قافیہ ۔ دویمہ ، څلورمہ ، شپږمہ ھم قافیہ ۔ وومہ مصرعہ د سر اولنۍ مصرعې ھم قافیہ چې پہ کړہ کښې ورپسې لیکلے او وائیلو کښې وائیلے شې ۔ اتمہ مصرعہ د سر دویمې مصرعې ھم قافیہ چې ورپسې لیکلے او وائیلے شی ۔ داسې د کړې ټولې مصرعې لس شی ۔ اتمہ او لسمہ مصرعہ چې د سر، مصرعې دی پہ ھرې کړہ کښې بیا بیا لیکلے یا وائیلے شی ۔ مثال زما خپلہ چاربېتہ چې زنځیرۍ ھم دہ ۔ زنځیرۍ جدا

قسم (کور) نۂ دے ۔ دا پہ ھر کور کښې لیکلے یا وائیلے شی

عجب لرې دبدب زۂ روز و شب ستا پہ دربار کښې
ولاړ یمہ سرتورہ حال مې ګورہ لېونے شوم
عجب لرې جمال چې پہ کمال تۂ ځان سمبال کړې
حېرانې پریشانې ستا ښائست تہ ښاپېرۍ شی
پہ زلفو د سرو جال ، چې راخورې لکہ د ټال کړې
خندانې شاہ خوبانې جخت ګېډے پہ ملا نرۍ شی
شین خال وروځې ہلال چې نرۍ جوړې د شوال کړې
نادانې در دندانې نخښې واړہ د بدرۍ شی
طلب دې کړی عرب ثانی دې نیشتے پہ سینګار کښې
عجب لرې دبدب زۂ روز وشب ستا پہ دربار کښې
لږ ګورہ عشق لہ زورہ شنہ لوخړہ سپلنے شوم
ولاړیمہ سرتورہ حال مې ګورہ لېونے شوم

د معشر مجاز د لیکلو او وائیلو صحیح طریقہ ھم دغہ دہ ۔

مستہزاد چاربېتہ

(دې تہ نیمکۍ چاربیتہ ھم وائی )

د نوم نۂ یې ښکارہ دہ ددې چاربېتې جوړښت د مستہزاد نظم پہ شان لہ وی ۔ یوہ مصرعہ اوږدہ او بلہ لڼډہ ۔ سر کښې څلور مصرعې وی اولنۍ اوږدہ دویمہ لنډہ دریمہ اوږدہ او څلورمہ لنډہ ، کۂ چاربېتہ پہ نیم سر اوئیلے شوہ ، دوہ مصرعې بہ شی یو اوږدہ بلہ لنډہ ۔ د کړې اتۂ مصرعې وی طاقې اوږدې او جفتې لنډې ۔

مثال یې د غلام احمد خان مشہورہ چاربېتہ

سر

د سرو زرو امېل دې پہ سینہ کښې وھی ټال
شغلې پکښې نمر دی
جوتۍ دې بناتۍ دی بل پہ سر دې زرین شال
چړاؤ ورباندې زر دی

کړہ

د سرو زرو امېل دې پہ سینہ کوی خوند
تۂ لور یې د نواب
یو ځلې دې سپین مخ د رب پارہ کړہ څرګند
ژوندون مې شو خراب
د ھجر پرھرونہ زما نہ اخلی اوس پېوند
بھېږی ترې خوناب
ظالم ترې نا مسلم غوندې چاپېرہ کړو دېوال
څوکۍ پرې مقرر دی

کړہ بندہ

ددې چاربېتې سر د څلورو مصرعو وی اولنۍ دویمہ لنډہ ، دریمہ اوږدہ او څلورمہ بیا لنډہ ۔ د کړې درې جزونہ وی اولنے جز د سر اولنۍ مصرعې سرہ ، دویم جز د سر دویمې مصرعې سرہ او دریم جز دسر دریم مصرعې سرہ ۔ ددې چاربېتې اول جوړونکے فدا ګل عرف پېډیا بابا دے چې پہ ھزارہ لالو ګلۍ کښې پاتې کېدۂ۔ د چاربېتې زمانہ پہ چاربېتہ کښې شاعر پخپلہ ښودلې دہ ۱۱۷۸ھ چې ترې ۱۷۴۵ء جوړیږی ۔ د اوسنۍ زمانې کړہ بندہ چاربېتہ د فداګل بابا د چاربېتې مترقی شکل دے ۔ مثال یې زما خپلہ چاربېتہ

سر

باڼۂ دې تېرۂ غشی ۔ ابرو لکہ کمان
اننګ دې سرۂ انار دې د کابل او قندھار
سینہ لرې ګلزار

کړہ

بانۂ دې لکہ تیر ، ښخېږی پہ ضمیر ، عجب لری تاثیر
د شرمہ دې جبین تہ سړے نېغ کتلے نۂ شی
بانۂ دې تېرۂ غشی
جبین دې چمکدار ، ښائستہ دې مزېدار ، سرو ټیک دے پرې انګار
ځلېږی لکہ ستورے خاص پہ مېنځ کښې داسمان
ابرو لکہ کمان
ځلېږی لکہ نمر ، شرمېږی ترې قمر ، برېښېږی ترې نظر
پېزوان دې پہ سرو شونډو د سرو زرو شغلہ دار
سینہ لړې ګلزار

نوټ (دا کړہ بندہ چاربېتہ چې پہ جنوبی اضلاع کښې ورتہ زنځیر چاربېتہ وائی غلطہ دہ ۔ (د زنځیرۍ پہ ھرہ مصرعہ کښې دوہ یا درې ھم قافیہ الفاظ وی چې ترې زنځیر جوړېږی )

د چاربېتې دغہ شپږ اقسام او دغہ شپږ عوامی اھنګونہ دی ۔ دا داسې قالب دے کۂ یو شاعر ارادې سرہ یاغلطۍ سرہ پہ چاربیتہ کښې کمے بېشے اوکړی پہ دغہ قالب او پہ اھنګ کښې بہ فټ شی ورتہ د نوی قسم وائیلو ھیڅ ضرورت نیشتے ۔زمونږ کلاسک لکہ نورہ دین اخون ، احمددین طالب ، سید قبول اخون ،عمر ،قاضی ګل او میر حسن احسن بابا څخہ دغہ شپږ اقسام (کورونہ) دی ۔چې کتابونہ یې دستیاب دی ۔ بغېر د ھاروبھار ۱۸۸۶ء قاضې ګل د مشکل کشاءِ طالبان چې پہ ۱۹۳۷ ء کښې چاپ شوے دے نور ټول کتابونہ د پاکستان د جوړېدو نہ ورستو چاپ شوي دي ۔

د چاربېتې موضوعات دی

  • رومانی چاربېتہ چې تعداد پہ لحاظ د ټولو نہ ډېرہ دہ ۔

  • مذھبی چاربېتہ

  • تاریخی چاربېتہ

  • معمہ چاربېتہ

  • اصلاحی چاربېتہ

  • معلوماتی چاربېتہ

  • معاشرتی چاربېتہ

  • مزاحمتی چاربېتہ

  • حماسی چاربیتہ

  • مزاحیہ چاربېتہ

  • واقعاتی چاربېتہ

  • مرثیہ چاربېتہ

  • سائنسي چاربېتہ وغېرہ ۔

د سکھ دورې نہ مخکښې مونږ څخہ دا چاربېتی شاعران دی تائمنی ، اکبر زمینداور ، حمید ګل د پلوسۍ ، خواجہ رازقﷲ افغانستان ۔ ددې ټولو شاعرانو یوہ یوہ چاربېتہ پہ کتابونو کښې محفوظ دی ۔ د چاربېتې د عروج دور د سکھ د دورې د نیمائی نہ شروع کېږی ۔ کوم شاعران چې د ازادۍ نہ مخکښې مړۂ دی پہ ھغوی کښې مشھور نومونہ دا دی نورہ دین اخون پېښور ۔محمد دین تېلی نوښار ، امانت ملیار صوابۍ ،حمید ګل د پکلۍ ، برھان پکلۍ دوستم ، سوراج ، سوکیا ټاکوټ ، طالب ګل ،عجم ، ګل محمد پکلۍ ، محمحد جی لېونے د پکلۍ ، محمود دمرغز ، لعل زادہ اخون د خوېشکو، موېزے د بونېر، میرافضل د ھزارې د دېشانو ،سېد قبول اخون د اګرور ، عمر د اګرور ،میر زمان خان د اګرور غازی شاہ بابا د بټګرام ، صاحبزادہ غلام قادر د صوابۍ ادینہ ،باوری اخون د پنج پیر ، صاحبزادہ سیف الرحمٰن ، مقصود ګل ، احمددین طالب د اتمانزو ، صاحبزادہ عبدالحافو د تورغر، احمد ګل مُلا تور غر، فقیر ګل اخون د تور غر ، فضل احمد ملا د تور غر ، احمد شاہ د سېرۍ کواڼۍ ، غلام احمد خان دتنوې ، تائب ګل برتوڼۍ، سرور بنګش کوھاټ ۔ دا ھغہ شاعران دی چې کلام یې څۂ نہ څۂ شکل کښې لږ ډېر تر لاسہ کېدے شی ، ګنی د پښتون خوا پہ ھرې بانډہ پہ ھر کلی کښی د چاربېتې شاعر تېر شوے دے ۔ ځنې شاعران د اذادۍ نہ مخکښې پېدا شوی دی خو د ھغوی د شاعرۍ دورانیہ د اذادۍ نہ ورستو دہ لکہ عبدﷲ استاد د نوښار ، نورمحمد د نوښار ، شمس الرحمٰن باران د مېنۍ ۔ علی حېدر جوشی د سمېلا ، عبدالوھاب د لوھارانو کلی ،د ټوپۍ جمشید ، عبدالواحد ټېکہ دارصوابۍ ، وارث د تور ډېری،باجوړے استاد ،فریدګل باچاګل استاد ، د سنګر جمال ، سکندر شاہ سکندر ، محمد دین مقید ، عواص خان ، طالب جان ، قلندر مومند ، محراب ګل ختک ، شمروز ګلابی ، سمندر خوجړے ، عبدﷲجان اګرور ، احمد ګل د پټو ، سائین فقیر ټیکرۍ ،داؤد جان دېشان ،فضل رحیم چپرګرام ، اقا چپرګرام، پیر زمان شاہ چپر ګرام ، انورشاہ بټګرام ،وزیرجان د الائی، وزیر جان د سوات پرړۍ ، قدر من منشی د شانګلې ، مصطفیٰ کولال د الائی ، محمد رحیم د نوګرام الائی ، میاں سدوخان توغر ، اثرین ګل د بټګرام ، لقمان توغر جودبا ۔ داھغہ شاعران دی چې اوس وفات شوی دی ۔ پہ دوی کښې عبدﷲ استاد د علم او د فن پہ لحاظ ، علی حېدر جوشی ، نور محمد ، عبدالوھاب دستی او د ټوپۍ جمشېد بہ وړې کتابچې چاپ کولې چې ارزانې بہ ھم وې دوي پہ ټولې پښتون خوا کښې ښہ شہرت موندلے وۂ او ټول د چاربېتې ښہ شاعران وو ۔ ۱۹۷۰ء ۷۵ پورې چاربېتہ د پښتو شاعرۍ د ھر صنف نہ مخکښې وہ ، لہ دغہ وخت نہ غزل چاربېتہ ګوټ تہ کړہ پہ شاعرانو کښې د چاربېتہ لیکلو رواج کم شو ۔ د اولسی شاعر مقام د خلقو پہ نظر کښې کم شو ۔ پہ کال ۲۰۱۴ ء کښې پہ ډیوہ رېډیو باندې سردار علی ټکر پہ چاربېتہ باندې پروګرامونہ شروع کړۂ ۔ دې سرہ پہ شاعرانو او پہ خلقو کښې بیا د چاربېتې سرہ دلچسپی پېدا شوہ ځنې ادیبانو شاعرانو ھم چاربېتہ لیکل شروع کړل ۔ پہ کال ۲۰۱۹ء کښې پښتو اکېډېمۍ د چاربېتې مشاعرہ منعقد کړہ چې پکښې انعامونہ ھم ورکړے شو ۔ دې سرہ ګڼ شاعران چاربېتہ لیکلو تہ متوجہ شو ۔ ځنو زلمو شاعرانو کتابونہ چاپ کړل ۔پہ موجود وخت کښې دا شاعران چاربېتہ لیکی زاھد زمان سحر مینۍ ، امیر بشر طوفان مینۍ ، باچا ګل استاد ، انور خان بېګی وال ،ملنګ جان کوټہ ، بخت شېر اسیر صوابۍ ، فیاضﷲفېضی نوے کلے صوابۍ ، مسکین صوابۍ ، حیات راھی زېدہ ،سردارعلی سردار پنج پیر ، نور سېد قرېشی سمېلا ، خیال ګل صوابۍ ، لال بھار بیشک ، روښان جلسۍ ،ډاکټراسماعیل ګوھر بفہ ، محب جان بفہ ، ډاکټر خلیل الرحمٰن اوګۍ ، محمد اقبال خان اوګۍ ، عزت ګل اوګۍ ،علیم ګل اوګۍ ، تاج حسېن سېدړہ ، صدر الزمان جل بټګرام ، مختیار شاھین بټګرام ، ګوجر خان بټګرام ، بہرام سمندر الائی ، خفی جان شانګلہ، دلاور سوات ۔

د چاربېتې پہ فن دوہ کتابونہ

(۱) د چاربېتې پوھنہ پہ ۲۰۱۶ کښې چاپ شو ۔ لہ دې کتاب نہ مخکښې چا د چاربېتې پہ فن باندې مکمل کتاب نۂ وۂ لیکلے ، دې کتاب نہ مغموم صېب ، نورالامین یوسفزي ، اطہر شاہ ټکور ۔ پہ خپلو کتابونو او لیکونو کښې حوالې ورکړې دې ۔ ۔ زمونږ اکثر چاربېتي شاعرانو تہ د چاربېتې ، بګتۍ او لوبې فرق واضح نۂ دے ۔د ھرې بګتۍ او د ځنو لوبو جوړښت د مربع چاربېتې پہ شان دے ۔ پہ صفحہ ۱۲۴ باندې پہ چاربېتہ پوھنہ کښې د چاربېتې پہ څو کتابونو ځغلندہ نظر د عنوان لاندې څۂ لږ بحث پرې شوے دے ۔

(۲) چاربیتہ (فن او تاریخ )

دا کتاب پہ کال ۲۰۲۰ء کښې چاپ شوے دے ۔ د ډاکټر یار محمد مغموم صېب زیار دے ۔ پہ کتاب کښې پہ مختلف موضوعاتو بانډې ډېرې ښې چاربېتې شامل کړې شوې دی ۔لمن لیکونہ د تاریخی چاربېتو او د زړو شاعرانو پہ حقلہ ښہ معلومات فراہم کوی ۔ پہ ریاست رام پور او ټونک کښې پہ اردو کښې د چاربېتې پہ مقبولیت باندې تفصېلی بحث دے ۔ زمونږ فخر دے چې ټپې او چاربېتې نورې ژبې ھم متاثر کړې دی ۔ پہ ټپہ او غزل باندې دومرہ اوږد بحث ماتہ غېر ضروری ښکاری ۔ پہ صفحہ ۷۷ باندې چې ښاغلی چې د چاربېتې اولنے مثال ورکړے دے دا چاربېتہ نۂ دہ ۔

سر

مخې لہ راغلہ محبوبا پہ سر یې شال د مزې
سپین یې جمال د مزې

کړہ

مخې لہ راغلہ محبوبا شومہ پرکالہ
د یارانې پہ بند یې بند شوم بې مجالہ
د سھېلو پہ مینځ کښې ځی کږہ لہ خیالہ
بل یې وھلے پہ لنډۍ زنہ شین خال د مزې
سپین یې جمال د مزې

ددې اھنګ د چاربېتې نۂ دے ۔ دا لوبہ دہ ما باجوړویانو سرہ یوځاے پہ کراچۍ کښې مجلسونہ کړی دی ۔ ھغوی اوس ھم داسې لوبې لیکی یا وائی پہ دغہ رنګ کښې زما یوہ لوبہ وګورئ ۔ چې ما تقریباً څلوېښت کالہ مخکښې وائېلې وہ

سر

چې مازیګر ګودر تہ ځی جینۍ سینګار کوی
ھر مازیګر ښکار کوی

کړہ

ګودر تہ ځی چې ھغہ ښکلې
ورتہ راټولې شی بلبلې
پہ مخ خورې زلفې سنبلې
سترګې کړی تورې شونډی سرې پہ زړۂ کښې لار کوی
ھر مازیګر ښکار کوی

مغموم صېب د غزل او د نظم شاعر دے اولسی اصناف نۂ لیکی ۔ دا لوبہ غالباً ما پہ “باغ و بھار “ کښې لوستې دہ ۔ اولہ غلطی د شاعر دہ چې لوبې تہ یې چاربېتہ وائیلی دی ۔ بیا ورپسې د مولف قاضی عبدالحلیم اثر صېب ۔ مغموم صیب پہ صفحہ ۲۸۳ باندې د ټېکہ دار بابا دا نظم ورکړے دے او چاربېتہ یې ورتہ لیکلی دی ۔ دا ھم چاربېتہ نۂ دہ ۔ پہ دې باندې ھم “ د چاربېتې پوھنہ “ پہ صفحہ ۱۲۵ باندې بحث شوے دے ۔ چې د چاربېتې کړہ بہ د څلورو مصرعو نہ کمہ نۂ وی ددې د بند مصرعې درې دی ۔

سر

ستا د کودالې چارۍ شمہ قربان د رمبی
سونې کہ ځار د لورہ زر د ھقان د رمبی

کړہ

زر د سسپارو خېژی ګټہ د تیر د کوندې
بنګلې موټر کہ لارۍ بہ جاګیر دار د کونې
دوړې د کورہ تښتی چې ځی کاروان د رمبی
سونې کہ ځار د لورہ زر د دھقان د رمبی

دا نظم ھمیش خلیل او د شمس القمر اندېش صېب دواړو لہ نظرہ تېروتے دے ۔ غلی پرې پاتې شوی دی ۔ ځکہ چې پوھانو تہ رڼا نۂ وہ او ټیکہ دار بابا ورتہ چاربېتہ وائیلی وو ۔ د دواړو د ټیکہ دار بابا پہ کتاب “چاربېتې “ باندې لیکونہ دی ۔ خو اوس د چاربېتې مستقبل روښانہ دے چې ادیبان شاعران لکہ ډاکټر اسماعیل ګوھر، ډاکټر خلیل الرحمٰن ، مشر ډاکټر اسرار ، ډاکټر زبېر حسرت تاج حسېن او فہد احساس پہ شان تعلیم یافتہ زلمی چاربېتہ لیکلو تہ چمتو شوې دی ۔ پہ چاربېتہ باندې د بنوں رئیس خان پی -اېچ – ډي ، مرحوم ہمایون ھمدرد خپلہ د پي اېچ ډي مقالہ پہ یونیورسټۍ کښې جمع کړې وہ ، اطہر شاہ ټکور د صوابۍ پہ چاربېتہ اېم فل مکمل کړو ۔اوس پہ چاربېتہ کافی مواد موندے شی امید دے نور سکالران بہ ھم چاربېتې تہ متوجې شي ۔او نور تحقیق بہ پہ مخہ راشي ۔

ډاکټر محمحد اقبال خان

۲۴ /۹ /۲۰۲۱ ء