د نظم تشریح پہ نثر کښې کېدے شی؟

نن کۀ دنيا ګلوبل وېلج دےـ خوپښتو ادب ته صحت مند رحجانات ډېر په کم رفتار رسى د هغې سبب زماپه خيال دا دےـ چې پښتو ادب سره تړلى پوهان او ليکوال هغه خلق د ى۔ چې پښتو خورى خو پښتوله ورکؤى ډېر کم۔

ما په يو پروګرام کښې درومانويت په حقله څۀ اووائيل۔ ماسره په پروګرام کښې شريک ډاکټرصېب او کوربه دواړه د رومانويت نه نۀ ووخبر۔ هغوى رومانى شاعران هغه شاعران ګڼل چې په کلام کښې يې عشقيه اشعار وى۔ کله چې رېډيو، ټېلى وژن او نور د انټرټېنمنټ اسباب نۀ ووـ په حجرو کښې به مجلسونه کېدل زلموپرې خپله د ورځې ستومانى لرې کؤله۔ اؤدژمى په اوګدوشپوکښې چې باران يابه واؤره ورېدله مشرانوبه د ګرم نغرى په غاړه قيصې کؤلې۔ چې پکښې به دشهزادګانو، دېوانو، پېريانو، بلاګانو او دجادو واقعات به وو۔ په ادب کښې دغه داستانونوته رومانى داستانونه وائي۔ دغه داستانونه فرضى او خيالى ووـ درومانوى شاعرۍبنيادهم په تخيل باندې وى۔

د حقيقت نه تېخته ده۔ دهومر، ورجل، دانتے، ملټن، سپنسر، شکسپيئر نه ورستو دشاعرۍ سر چينې اوچې شوې وې۔ په شعر باندې د حقيقت نګارۍ، عقليت، منطق او د اخلاقياتو خپسه ناسته وه۔ لکه په روښانى دورکښې شاعرى د مکان او لا مکان اوما بعدالطبيعات وينځه وه۔ خوشحال بابا دې ته ازادى اوبخښله۔ د يو عام انسان جذباتو احساساتو ته قريب کړه۔ د ١٤ پېړۍ نه تر ١٧ پېړۍ پورې دغه صورتِحال وۀ۔ـ په ١٧ او ١٨ پېړۍ کښې يو ډله د شاعرانو پېدا شوه چې نامتو پکښې ورډزورتهـ، کولرج، شېلے، جان کيټس، براؤننګ او بائرن وغېره ووـ دې ډلې دزوړ انداز نه بغاوت اوکړو او دشعر بنياد يې تخيل اوګرځه وۀ۔ اوتر دې حده تېر شو کۀ مونږه دوه او دوه څلور په ځائے پنځۀ وايُو نو دازمونږ خوښه ده۔ د خپل د شعر تشريح يې نۀ خوښوله۔ دغه سبک له دوى د رومانويت نوم ورکړو۔ په پښتو ادب کښې اشرف مفتون، غنى خان، سيدرسول رسا او عبدالرحيم مجذب وغېره دغه سبک د ١٩٤٠ء نه ورستو خپل کړوـ لۀ دې نه اندازه لږى چې پښتو ادب ته نوى رحجانات څومره په دمه رسى۔ په دغه اوان کښې په يورپ کښې رومانويت خپله پاپولرټى اوبائيلله۔ ځکه چې په ادب کښې دنقاد خپل يو رول دے۔ هغوى په رومانيت کښې چې کوم معائب وو هغه ښکاره کړل۔ د رومانويت نه ورستوپه مغرب کښې يوبل بحث شورو شو۔ چې د نظم تشريح په نثر کښې کېدے شى؟

زما په خيال حمزه بابا د مغرب د ادب مطالعه نۀ وه کړې۔ دا دهغۀ د کلام او ليک نه چرته نۀ ظاهريږى خو جينئس جينېئس وى د حمزه بابا نه چا دهغۀ ديو شعر معنٰى او پوښتله۔ بابا شعر ته اوکتل اووې فرمائيل چې ما کله شعر ليکه اوس په ما هغه کيفيت نۀ د ے۔ ځکه د شعر دصحيح تشريح نه معذوره يم ډاکټر يار محمد مغموم په ډيوه رېډيو د غنى خان په پروګرام کښې دا خبره کړې وه۔ چې ارواښاد خېبر افرېدى د حمزه بابا د څۀ غزلو تشريح کؤل غوتۀ۔ خېبر چې د بابا مخې ته کاپى کېښوده۔ بابا هر دوئيم شعر ته نخښه اوکړه چې دهغۀ دامقصد نۀ وۀ۔ شعر دبل د زهن پېداوار دے دبل زهن لوستل دبل تخيل ته رسائى ګرانه ده۔ او چې بيا شاعر رومانى ډلې سره تعلق لرى۔ زمونږ يو زلمے شاعر عارف نسيم فېضى د خپل "کتاب ګونګۍ وېنا" په صــ18 باندې ليکى۔ "شاعر هر شعر ديو خاص کېفيت زېراثر ليکى او تر څو چې حالاتو په لوستونکى هغه کېفيت نۀ وى طارى کړے هغه د شاعر سوچ ته نۀ رسى۔" اوس ګوروچې دمغرب د ادب پوهان په دې حقله څۀ وائى۔ امريکنے نقاد Cleanth Brooks په خپل مشهور کتاب The Well-Wrought Urn کښې دا ثابت کؤلو کوشش کړے دے۔ چې دشعرى کلام نثرى تشريح ناممکن وى۔ نوموړے ليکى ډېر کم خلق به دا خبره او منى چې د شعر ژبه متناقص دعوو، دروغ نما رښتياؤاو دمهمل خبرو مجموعه وى۔ په دې کښې ذهنى جنګ د نکته افرينۍ نمائش او د الفاظو داؤ پېچونه موجود وى۔ متناقص دعوو ژبه د شاعرۍ قدرتى ژبه ده۔ T.S.Eliot ليکى شاعر ى هميشه د الفاظو په معنو کښې بدلون راولى دهغونوې مجموعې او نوې رابطې پېدا کؤى۔ کولرج تخيل ته د شاعرۍ قوتِ فاعله وائى هغۀ د تخيل پۀ حقله دوه نظرئې پيښ کړې دى۔(١) د شاعر نفس د اشنائې او خود غرضۍ پرده چاک کړى او د حقيقت نظاره کؤى۔ او دفطرت ترجمانى د داسې شي دعلامت په توګه کؤى چې پۀ هغۀ کښې پټ دے۔ (٢) د شاعر نفس د فطرت تخليق اوکړى په هغې کښې د خپلو احساساتو، اميدونواود خواهشاتو رنګ ډک کړى۔ د اولنۍ نظرئې مطابق د فطرت په وسيله حقيقت سره خپله رشته قائيمه کړى د بلې نظرئې مطابق فطرت له د ائينې په توګه استعمالوى د خپلې هستۍ بدل شوے عکس تخليق کؤى۔ يعنى زمونږ ګېر چاپېره دنيا چې په مونږ باندې اثرات مرتب کؤى۔ داسې نۀ ده چې زمونږ دنفس نه بغېر موجود وى۔ د فطرت تشکيل زمونږ ضرورتونو کړے دے۔

سوزن لېنګر په دې موضوع خپلې د رائے اظهار داسې کوى ـ اګر چې د شاعرۍ مواد ژبه ده۔ خو د شاعرۍ نفسِ مضمون هغه دعوهٰ نۀ وى چې د لفظونو دلغوى معنى نه حاصليږى۔ په دې کښې نور هم دېر څۀ شامل دى لکه د لفظونو آوازونه، دهغوى رفتار، افکار، خيال افروزى، په فرضى خبرو کښې د حقيقت عکسونه، په اشنا حقيقتونو کښې د افسانې ګمان، دمعنو جادوګرى او له دې ټولونه زيات موسيقى او آهنګ۔ په يو ښه نطم کښې دنثر يا د مدلل عبارت چې څومره خلاف ورزى شوې وى دا هسې نۀ وى دا ايجابى وى چې دنظم هغه اړخونه هم ښکاره شى چې په منطقى استدلال باندې ممکن نۀ وى۔ دشاعرۍ په مقابله کښې سائنس دا کوشش کؤى چې لفظونه دې په ځائے پاتې شى بدلون دې پکښې نۀ راځى۔ معنې دې نۀ بدليږى۔ شاعر د ژبې موجد دے هغه لفطونوله نوې معنې ورکوى۔ دغنى خان مثال به واخلو هغه نور، شراب، مستى ځوانى، جام، هستى ګلونه په هر نظم کښې استعماله وى۔ خوپه هر نظم کښې دغه الفاظ بيلې بيلې معنې ورکوىـ شاعر چې باطنى افکار څرګنده وى چې کوم له پاره لا تراوسه الفاظ نۀ دى وضع شوى۔ لازمى ده هغه به مروجه لفظونو له داسې ترتيب ورکوى چې نوې معنې ترې را اوځى۔ يا به دعلامت، استعارې نه کار اخلى۔ د اربن وېناده دنظم ترجمه نۀ شى کېدے۔ نظم چې پخپله څۀ وائى هم هغه دهغې مفهوم دے۔ خو هرنظم څۀ نه څۀ وائي ضرورـ مونږ کۀ د علامت لغوى معنې اوباسو علامت علامت نۀ پاتې کېږى۔ علامت د استعارې نه زياته اعتبارى وسله ده۔ خو علامت بدليږى رابدليږى۔ دا د شاعر په وجدان ده چې هغه ترې کومه معنٰى اوباسى۔ خپلې باطنى تجربې له څۀ رنګې ښکاره کوى۔

نظم د افکارو دبراهِ راست بيان نوم نۀدے۔ شاعر دې څوکې ته په ډېروکږووږولاروسفر نه ورستو رسى۔ دغه کږلېچونه په دې کښې خوند رنګ او آسانى پېدا کوى۔ لۀ دې ټول بحث نه مقصود دا دے چې يو نظم يواځې دالفاظو مجموعه نۀ وى په دې کښې نور هم ډېر څۀ موجود وى۔ چې يو کس لۀ دومره تجرباتونه تېر شى دهغه دتجربې په ساده سوده الفاظوکښې تشريح څنګه ممکن ده۔ چې بيان له پاره يې دومره رنګونه بدل کړى دى۔ خو داکليه هغه نظمونه له پاره ده۔ چې پکښې عمق، رمز او ابهام موجود وى زمونږ نظمونه خو بيانيه واقعاتى نظمونه وى چې نثر ته نزدې وى۔ سرسرى کتو سره پرې سړے پوهه شى چې شاعر څۀ وائيل غواړى ـ

يوښه شعر هغه دے چې ترې ګڼې معنې رااوځى۔ چې هر چاته پکښې خپل عکس ليدے شى۔ دغه شان د ښه نظم مثال هم دے ـ په نثر او نظم کښې فرق دغه دے نثر په وضاحت سره تصوير په مخه راولى اونظم غواړى چې دلوستونکى د زهن ازمائش ورسره کيږى چې څومره ژورتيا ته کوزېدے شى۔ نظم ډېر د لرې نه تصوير راښکے شوے وى او نثر د قريب نه چې هر اړخ يې ښکاره او صفاوى۔

په شعر کښې معنٰى پېدا کؤل دا هنر دے۔ په ساده ساده اشعارو کښې هم دمعنويت خزانه پټه وى ـ کله کله شاعريو وړې غوندې نقطې سره په شعر کښې ذومعنويت پېدا کړى يو شارح ترې يومعنٰى اوباسى اؤ بل ترې بله۔ پکار خو دا ده چې يوه معنٰى سمه وے او بله غلطه خو داسې نۀ وى۔ په دې کښې دشاعر د ارادې عمل دخل وى اؤ دواړه معنې درست وى۔ داسې شعرونه به هم له نظر تېر شوى وى۔ چې هغه په يو وخت دمجازاود حقيقت دواړه معنې ورکوى۔ ذومعنويت دشعر حسن دے۔ داکټر اقبال نسيم خټک د حمزه بابا دشعرپه حقله ليکى چې دبابا په شعر کښې يو نقطه وى۔ کله چې سړے دغه نقطې ته ورسى شعر کښې نور خوند رنګ پېدا شى۔ دا نقطه به د چا زهن کښې په يو رنګ اود چا زهن کښې به بل رنګ سر پورته کؤى ـ ولې چې د ټولو خلقو دسوچ زاويه يوه نۀ وى۔ ديو شعر ګڼې معنې اوځى۔ پکارخو ده چې يوه معنٰى سمه وے نورې غلطې۔ خو دا ټولې معنې په څۀ نه څۀ شکل کښې سړى ته اپيل کؤى ـ او د شعر سره مطابقت خورى او بيا شاعر ته د خپله الهام هغه لمحه هم ياده نۀ وى ـ چې هغۀ داشعر يا نظم په کوم کېفيت کښې ليکلے وۀ۔ چې مونږ د شاعر سوچ ته نۀ شو رسېدے۔ چې په نظم کښې شاعرڅۀ بيانول غوښتۀ۔ الفاظو د خيال صحيح ترجمانى اوکړه کۀ نه۔ کۀ دا ممکنه نۀ ده۔ بيادنظم په نثر کښې دتشريح څۀ حاجت دے۔ نظم پخپله خپله تشريح ده ترجمه ده۔ شاعر دنظم د ليکلو په وخت زيات نه زيات د ابلاغ اهتمام کړے وى۔ خو ځنې خيالات داسې هم وى چې د هغوى Convey کؤلو له پاره الفاظ نۀ وى۔